تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري   موضوع : اودس ماتوونكي لیکوال : محمد جواد مغنیه  ژباړن : ارواښاد انور ولید  تشې او ډكې متيازې او باد: ټول مذهبونه يوه خوله دي، چې تشې، ډكې او باد اودس ماتوي؛خو د شافعيانو،حنبليانو او حنفيانو له نظره چينجي، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

 

موضوع : اودس ماتوونكي

لیکوال : محمد جواد مغنیه 

ژباړن : ارواښاد انور ولید 

تشې او ډكې متيازې او باد:

ټول مذهبونه يوه خوله دي، چې تشې، ډكې او باد اودس ماتوي؛خو د شافعيانو،حنبليانو او حنفيانو له نظره چينجي، شكه، وينه اوزوه راوتل هم اودس ماتوي. مالكيان بيا وايي: كه دا څيزونه له معدې راوتلى وي؛نو اودس نۀ ماتوي؛خو كه له معدې وي، لكه مېده كاڼي او له مخرجه راوتلي وي، اودس ماتوي، اماميانو ويلي دي: كه دا څيزونه د معدې په پليتۍ ككړ شويوي، اودس ماتوي او كه نه؛ نو نۀ يې ماتوي.

 

مذى او ودى:

د څلور ګونو مذهبونو په نزد مذى او ودى دواړه اودس ماتوي؛خو د اماميانو په نزد نۀ ماتېږي.مالكيانو دا استثنا راوړې، چې كه د چا دمذى راوتل عادت وي؛نو اودس يې نۀ ماتېږي.

بېسدي:

د ټولو مذهبونو په نزد بېسدي/ عقل تلل له مستۍ وي، كه له لېونتوبه يا بېهوشۍ، اودس ماتوي.

اماميانو ويلي دي: كه خوب پر زړه، غوږو او  سترګو داسې دروند شي،چې ويده سړى د ناستو خلكو خبرې وانۀ وري او پوه نشي او څوك ونۀ وينى (1) په ناسته يا ملاسته وي او كه ولاړه ويده شي اودس يې ماتېږي. حنبليان هم دېته ورته نظر لرى. حنفيانو ويلي دي: كه اودسې سړى وغځېږي،يا پر چا ډډه ووهي، يا پريوه پښه ودرېږي او ويده شي،اودس يې ماتېږي؛خو كه پر ناسته،ولاړه يا په ركوع يا سجده كى ويده شى، اودس يې نۀ ماتېږي؛نو كه يو څوك د لمانځه په كوم حالت كى ويده شي، اودس يې نۀ ماتېږي، كه تر ډېره هم ويده پاتې شي.

شافعيانو ويلي دي: كه د بادو د وتو ځاى يې كلك او راغونډ وي او ويده شي، اودس يې نۀ ماتېږي، مالكيانو بيا سپك او دروند خوب سره بېل كړى دى. وايي كه خوب سپك و او يا اودسي په درانه خو لنډ خوب ويده شي، كه وټوځي (مخرج) يې راغونډ (تړلى) وي، اودس نۀ ماتېږي؛خو كه خوب دروند او اوږدو،وټوځى راغونډ وي،كه پرانيستى،اودس ماتېږي.

مني:

د حنفيانو،حنبليانو او مالكيانو په نزد د مني په وتو اودس ماتېږي؛خو شافعيان يې مات نۀ بولي، اماميان بيا وايي: منى غسل لازموي، نۀ اودس.

لاس يا ځان لګول/ لمس:

شافعيانو ويلي دي: كه يو اودسي سړى پر نامحرمه ښځه بې له څه پردى يا مانع لاس يا ځان ولګوي،اودس يې مات دى؛خو ښځه د مور او خور په څير نامحرمه نۀ وي، اودس نۀ ماتېږي.

حنفيانو ويلى دي: كه لګېدل په لك شوي الت وي، اودس ماتېږي.

اماميانو ويلى دى: لګېدل څه اثر نلري. دا د ښځى په لمس پورې ده؛خو كه اودسي پرخپل مخكې يا شاتني شرمځاى د لاس ورغوي يا خپړه ولګوى،اماميان او حنفيان دواړه اودس پرځاى بولي؛خو شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: لمس په ورغوي وي، كه په خپړه اودس ګرد سره ماتوي؛خو له مالكيانو يو روايت دى،چې كه لګېدل (مس) په ورغوى وي، اودس ماتوي؛خو كه په خپړه وي؛ نو نۀ ماتېږى (2)، (لمس محض د بدن پوټكى لګول دي؛خو مس په خاص ډول د ورغوي او لاس د ګوتو لګول دي)

كانګې/ قى:

كانګې د حنبليانو په نزد اودس ماتوي؛خو حنفيان وايى: كه په ډكه خوله وي، ماتوي يې شافعيان او مالكيان يې مات نۀ ګني.

وينه او زوې:

د اماميانو او شافعيانو په نزد كه وينه او زوې له بدنه له دواړو وتوځايونو پرته ووځي، اودس نۀ ماتوي. د حنفيانو په نزد كه له خپل ځايه خپرې شي، اودس ماتېږي. د حنبليانو په نزد، كه وينه اوزوې زياتې وي، اودس ماتېږي.

په كړس كړس يا په زوره خندا:

د مسلمانانو په اجماع په جګ اواز خندا لمونځ ماتوي؛خو اودس د لمانځه دننه وي كه بهر نه ماتوي؛خو حنفيانو ويلي دي: په زوره خندا په لمانځه كې دننه اودس ماتوي؛خو له لمانځه بهر اودس پر ځاى دى.

د اوښ غوښه:

د حنبليانو په نزد د اوښ د غوښې په خوراك اودس ماتېږي.

د حايضې وينه:

علامه حلي د اماميانو لوى فقيه په خپله (تذكره) كې وايي: د حايضې وينه كه كمه وي اودس واجبوي. له ابن عقيل پرته اماميه علماوو هم همدا ويلي دي؛خو مالكيانو ويلي دي، پر حايضې ښځې اودس نشته.

د اوداسه هدفونه:

فقهاوو ويلى دي: ناولتيا (حدث) دوه ډوله دى:

1_ وړه ناولتيا (حدث اصغر): چې يواځې اودس واجبوي

2_ غټه ناولتيا (حدث اكبر) چې هغه هم پر دوه ډوله ده:

الف: يواځې غسل پرې واجبېږي. ب: اودس او غسل دواړه پرې واجبېږي،چې تفصيل يې وروسته راځي.

وړه ناولتيا د دغو چارو د ترسره كولو خنډ ده:

1_ د ټولو مذهبونو په اتفاق د واجبو او مستحبو لمونځونو،اماميانود جنازې لمونځ ترې بېل كړى او وايي چې د جنازې لمونځ واجب نۀ؛بلكې مستحب دى،ځكه د جنازې لمونځ ټول د عادي او حقيقي لمونځ ندى. دا موضوع به پر خپل ځاى سپينه كړو.

2_ طواف، د مالكيانو، شافعيانو،اماميانو او حنبليانو په نزد لمونځ دى، چې د دې نبوي حديث (الطواف فى البيت صلوه) (د بيت الله الحرام طواف لمونځ دى) له مخى بې اودسه نه صحيح كېږي. حنفيانو ويلي دي: كه ګناه هم ده؛خو طواف بى اودسه هم كېږي.

3_ د څلورګونو مذهبونو په نزد تلاوت او شكر لمانځه ته اودس واجب دى؛خو د اماميه وو په نزد مستحب دى.

4_ ټول مذهبونه يوه خوله دي، چې بى اودسه د قراّن پر توريو لاس راكښل روا ندي او پدې اړه چې د لاس راكښنه، اصغر حدث دى،سره اختلاف لري او پدې كې چې ايا د قراّن له مخې يا له يادو ليكل يا لوستل جايز دي او هم د قراّن پر پوښ او ساتنې ته يې را اخيستل جايز دي، مالكيانو ويلي دي: د قراّن له مخې ليكل او پر پوښ كه نغښتى او پيچلى هم وي لاس تېرول جايز ندي؛خو له مخې يې لوستل او له يادو يې ويل روا دي. مالكيانو يې ساتلو ته د لېږدونې او انتقال په روا والي اختلاف كړېدى.

حنبليانو ويلي دي: ليكل او ساتنې ته يې نغښتى را اخيستل جايز دى.

شافعيانو ويلي دي: د قراّن پر پوښ لاس راكښل جايز ندي كه ترې بېل او يا څنګ ته هم پروت وي؛خو ساتنى ته يې ليكل او را اخيستل او پر هغو ايتونو لاس تېرول چې پدې وروستيو كې د جامو پر څنډو ليكل كېږى، جايز دي.

حنفيانو ويلي دي: د قراّن ليكل او پرې لاس راكښل جايز ندي، كه ليكل يې ناعربي هم وي، البته له يادو ويل يې روا دي، اماميانو ويلى دي: بى اودسه د قراّن پر توريو لاس تېرول جايز ندي، پخپله په قراّن كى وي كه ترې بهر؛خو لوستل ليكل او ساتنې ته يې رااخيستل او نا عربي ليكل د لاس تېرول حرام ندي؛خو بى اودسه د خداى پر نامه په هره ژبه وى او هر چېرې چې وي د قراّن دننه وي، كه بهر،حرام دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!