تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام هادي (رح) لنډې ویناوې څوک چې له خدایه پروا وکړي، پروا ترې کېږي، څوک چې له خدایه اطاعت وکړي اطاعت یې کېږي، څوک چې د خالق اطاعت وکړي د مخلوق له غوسې ځنې نه ډارېږي او څوک چې خالق غوسه کړي؛ نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د امام هادي (رح) لنډې ویناوې

  1. څوک چې له خدایه پروا وکړي، پروا ترې کېږي، څوک چې له خدایه اطاعت وکړي اطاعت یې کېږي، څوک چې د خالق اطاعت وکړي د مخلوق له غوسې ځنې نه ډارېږي او څوک چې خالق غوسه کړي؛ نو پوه دې شي چې مخلوق به پرې غوسه شي.
  2. په رښتیا الله تعالی ‏یوازې په هغو صفاتو ستایلای شو، چې ځان یې په خپله ستاېلی. څنګه یې وستایو چې حواس یې له درکه بېوسې دي، عقل یې له موندنې عاجز دی، انګېرنې یې حقیقت ته وررسېدای نشي، زړګنۍ خاطرې یې محدودولای نشي، په سترګو کې نه ځاییږي، هغه خدای چې په عین نژدېوالي کې لرې او په عین لرېوالي کې نژدې دی، څرنګوالي یې رادبره او جوړ کړې؛ خو ویلای نشو چې خدای څرنګه دی، ځای (او مکان) یې پنځولی؛ خو ویلای نشو چې چېری دی، مقام یې له څرنګوالي او ځای (مکان) لرې دی، ایکي یو دی، دبدبه یې ستره ده او نامې یې سپېڅلې دي.
  3. حسن بن مسعود [احتمال لري: ((حسن بن سعید)) سم وي] وایي: امام هادي (رح) ته ورغلم ، پر هغه ورځ مې ګوته خوږه شوې وه، له یوه سپاره سره مې ټکر کړې و او اوږه مې زیانمنه شوې وه او په یوه ګڼه ګوڼه کې راګېر شوم چې څه جامې مې هم څیرې شوې، ناڅاپه مې وویل: عجیبه سپېره ورځ یې ! خدای دې ستا شر رانه واړوي. اما هادي وویل: حسنه! سره له دې چې راشه درشه راسره لرې؛ ځو خپله ګناه دې د بې ګناه پر غاړې ورواچوې؟ حسن وویل: (د دې جملې په اورېدو) مې عقل سرته راغی او پوه شوم چې تېروتي یم، مې ویل: مشره! له خدایه بښنه غواړم. ویې ویل:حسنه! د ورځو څه ګناه ده چې کله د خپلو کړنو په سزا رسئ، سپېرې یې بولئ. حسن وویل: یا ابن رسول الله ، تل به استغفار کوم او دا توبه ده. امام وویل: پر خدای قسم، (دا کنځلې) درګټورې نه دي او خدای د بې ګناهانو په رټنه سزا درکوي ، حسنه! نه پوهېږې چې ثواب وعذاب او په دنیا و آخرت کې د کړنو مکافات یوازې د خدای په لاس کې دي؟ ومې ویل: هو، زما مشره . امام وویل: بیا ځلي کوه یې مه او د خدای په حکم کې ورځو ته په ونډې مه قایلېږه. ومې ویل: په سترګو! زما مشره .
  4. څوک چې ځان د الله تعالی له نیونې خوندي بولي؛ نو پر کبر اخته شوی، تر هغه چې الهي قضا او نافذ فرمان یې له ګرېوانه ونیسي. څوک چې خدای د څرګند دلیل له مخې وپېژني، د دنیا کړاوونه پرې سپکېږي، که څه په بیتي ټوټه ټوټه او خپوروور شي!
  5. د منندوی، د مننې نیکمرغي د هغه نعمت تر نېکمرغۍ ډېره ده، چې د مننې یې لامل شوی؛ ځکه نعمت د ژوند اړتیا (شکر) ده او مننه (شکر) هم نعمت دی او هم ثواب .
  6. په رښتیا، الله تعالی دنیا د ازمېښت کور او آخرت یې د ثواب کور ګرځولی او په دنیا کې ازمېښت یې د آخرت ثواب ته لامل او د آخرت ثواب یې د دنیا د ازمېښت بدله کړې ده.
  7. په واقع کې شونې ده چې زغمناک ظالم د خپل زغم په پار له ظلمه تېر شي او شونې ده چې بې عقله حقوال، د خپلې بې عقلۍ په پار د خپل حق رڼا تته کړي.
  8. څوک چې (پوره او په رښتوني توګه) خپله دوستي او نظر دروړاندې کړي؛ نو ته یې هم په ټول وجود ومنه.
  9. څوک چې ځان ته په وګړې (شخصیت) او څه ارزښت قایل نه وي، له شره یې خوندي مه وسه.
  10. دنیا یو بازار دی، چې یو شمېر پکې ګټیالي او یو شمېر پکې زیان مومي.

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!