تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حمزه بابا د امام حسین رضی الله عنه په ویر کې   دا څنګه وخت دپاك نبي په خاندان راغلی  چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلی  دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دی  چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دی  دكربلا هره ذره لكه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حمزه بابا د امام حسین رضی الله عنه په ویر کې

 

دا څنګه وخت دپاك نبي په خاندان راغلی
 چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلی
 دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دی
 چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دی
 دكربلا هره ذره لكه بلا ښكاري
 دی عافبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري
 دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا
 په ډاګه پروت دی د امام شاه زمن نه جدا
 مشك يې غلبيل سوری سوری په بيابان پاتې دی
 د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دی
 علي اكبر چې وۀ زلمی د زړه رڼا د حسین
 په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسین
 چې په كړه وړه کې  سراسر د پېغمبر غوندې وۀ
 چې په يرغل او په ګوزار کې  د حېدر غوندې وۀ
حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو
 راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو
 د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وۀ
 د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وۀ
 ښكلی پېكر يې د شقي په يو ګوزار اورژېد
 جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد
    ●●●   

مسكي مسكي دي جنتونه چې قاسم راځي
حورې غلمان كړي سنګارونه چې قاسم راځي
د زلمي تندې پۀ كوثر کې  كړې چپې پېدا
نبي بابا راوړي جامونه چې قاسم راځي
د كونډې پېغلې اسوېلو ته فرشتې راغلې
دي پۀ خېمو کې  فريادونه چې قاسم راځې
ای شهيدانو مظلومانو د بې كس ملګرو
راسره واخلئ څۀ ګامونه چې قاسم راځي
زين العباد بچيه څنګه پۀ هېبت پاسېدې
درته چا دركړۀ خبرونه چې قاسم راځي زما د سترګو نظر لاړو چې ټپرېږمه زۀ
لږ مې څوك اونيسئ لاسونه چې قاسم راځي
زمكه اسمان دي په فرياد په بې كسۍ د امام
زړونه لـه ډېره غمه چوي په بې بسمۍ د امام
چې مور او پلار مې شه درجار ورته رسول به وئيل
ته ئې زما دت زړه ګلزار ورته رسول به وئيل
نه ئې تر څنګ هغه ملګري ځوان مړدان پاتې دي
نه ئې خپل وروڼه نه زامن نه تربوران پاتې دي
خو په خېمه کې  يو رنځو زين العباد پاتې دى
د خپل بابا په بې كسۍ ئې داسې ننګ اوكړو
په دې حالت کې  هم هغه تكل د جنګ اوكړو
ورته امام هسې وئيل د سترګو توره زما
د حوصلې پشتي به پاتې نه شي نوره زما
چې خاتمه مې د بابا نيكه د ال اونه شي
چې د قيامت په ورځ زما نه د دې سوال او نه شي

بيا په يو ځان ئې همه واړه شهېدان كړه جمع
دا ننګيالي ئې د اسلام په يو مكان كړه جمع
په كربلا کې  چې بې ګور او بې كفن پراته وو
خزان ځپلي جوړ ګلونه د چمن پراته وو
بيا ئې زينب ته اوكړو غږ چې ګرانې خورې زما
اى د خاتونې د جنت د سترګو تورې زما
ورشه وسله زما د جنګ اوس په تلوار راوړه
هېر مې چې نه كړې د بابا مې ذوالفقار راوړه
خوركۍ ورشه ذوالجناح كړه راته ذين راو لـه
راغلى وار د قربانۍ مې دى يقين راوله
د زېنب شونډې په ريا شولې چې غرېو اونيوه
جوړ د مړۍ نه د راتلونكې صدمې د يو اونيوه
وې چې اى روره ډېر داغونه مې په زړه خوړلي
ځنې مې لوى ځنې اوسط ځنې واړه خوړلي
زړه به مې ستا روانېدل وي چې به سم شق شي
كه او وي پاتې نو به ستا د مرګ په غم شق شي
امام وئيل ورته زما د خاندان وارثې
د محمد او د زهرا ، شاه مردان وارثې
دا خاندان به اوس د تا په حفاظت کې  اوسي
لوى او واړه به همه ستا په تربيت کې  اوسي
چې شوه مجبوره ورته خور همه وسله راوړله
لور د حېدر وه چې ئې ښه په حوصله راوړله
سور چې امام شو د حرم ځنې بهر راغى
جوړ دښمانو ته په شكل د حېدر راغى
ورته امام مخاطبه کې  څه ډېر تللى نه وه
شور شو خېمو کې  لا مقصد ته رسېدلى نه وه
بېرته راستون شو وې چې خورې دا ژړا څنګه ده؟
زېنب وئيل وروره رڼا چې د بصر دى زمونږ
د تندې مري على اصغر په ځنكدن دى زمونږ
امام اصغر په غېږ کې  واخستو بهر راغى
د يزيدي لښكر په مخکې  سترګې تر راغى
ورته امام وئيل هر ګوره قصور وار يمه زه
ستاسو په خيال کې  به بې شكه كنهګار يمه زه
خو دا ماشوم د شپږو مياشتو كنګهار نه دى
ما كه قصور كړى وي دا خو قصور دار نه دى
وركړئ اوبه، د دې به اجر پاك اكبر دركړي
په بدله کې  به نبي درته كوثر دركړي
حرمله غشى ورګوزار كړو وې چې نه وركوم
واخله د غشي د توبرې ورته اوبه وركوم
غشي مرۍ کې  د معصوم اصغر تمام ښخ شو
بيا د مرۍ نه ان په مټ کې  د امام ښخ شو
لپه سپېڅلې پاكې وينې ته امام اونيوه
ورته كوثر د ساقي زوئې لكه د جام اونيوه
وى چې خاونده كړه قبولـه دا نيازبينه وينه
بيا ئې اسمان ته كړه ګوزار په ډيره مينه وينه
●●●      

مرثيه

يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اوښكې شته نۀ وينې چې پۀ تا يې زۀ قربان كړمه
وې بانو بچيه مرور لـه كوره چرته ځې
جار دې شه موركه دا خفه لـۀ موره چرته ځې
اودرېږه په مخکې  چې لوګی درته چشمان كړمه
يه اصغره زويه اوس به خود څيرې ګرېوان كړمه
اودرېږه نبي نيكۀ بابا ته مې سلام يوسه
هم يې مرتضى او مجتبى ته نام پۀ نام يوسه
وايه ستا بې پته امتيانو په دا شان كړمه

يه اصغر زويه ………………….

چغې كړې كبرى چې دې چينې اوښكو ته نۀ ګورې
يه روره كۀ تۀ د سكينی اوښكو ته نۀ ګورې
مۀ ځه درته رويْ به د علي شاه مردان كړمه
يه اصغره زويه …………………………..
اووې زينبې بي بي، د دو سترګو رڼا زما
غم د تا دعون او محمد نۀ دی سوا زما
ترور درنه قربان شه زړۀ به څنګگه در عيان كړمه
يه اصغره زويه …………………………
يه زويه خاتونې د جنت ته سلام ووايه
بيا مې مرتضى او پاك حضرت ته سلام ووايه
اوس به بې د تانه په دنيا کې  څۀ ګزران كړمه
يه اصغر زويه ……………………………….
●●●   

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!