تبلیغات

  بسم الله الرحمن الرحيم د امام حسین پاڅون    ليکوال :  مرحوم علامه سيد مرتضى العسکري ژباړه : اجرالدین اقبال   بسم الله الرحمن الرحيم ((فَبَشِّرْ عِبَادِ ، الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ [1] = زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ […]

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام حسین پاڅون 

 

ليکوال :  مرحوم علامه سيد مرتضى العسکري

ژباړه : اجرالدین اقبال

 

بسم الله الرحمن الرحيم

((فَبَشِّرْ عِبَادِ ، الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ [1] = زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛دا هغه خلك دي،چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او همدوى عقلمن دي . ))

 

 

راځئ،چې پر کتاب او سنتـو راغونډ شو

چې د تېر عــــــزت او شـــرف خـاوندان شو

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د کتاب او سنتو پر بنسټ يووالى

 

مونږ يو ټوټه مسلمانان له دننه نه او په اختلافي مسايلو يو له بل سره لاس او ګرېوان شوو او د اسلام دښمنانو هم له هغې لارې،چې پوه پرې نه شو ،زموږ شان ،شوکت او دبدبه کمزورې کړه او له دفاع نه يې بې وسې کړو او راباندې برلاسي شول ؛ حال داچې خداى وايي :

((وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ(انفال/46 )= او د خداى (د فرمان) او د هغه د استازي اطاعت وكړئ،په خپلو كې شخړې مه کوئ،چې بې زړه او کمزوري شئ او ځواك (او برم) مو له منځه ولاړ شي! له زغمه كار واخلئ؛(ځکه) چې خداى له زغمناکو سره دى .))

هو !

((وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ (شورى/30 )= د بدۍ بدله هماغسې بدي ده؛ نو څوك چې تېر شي او روغه وكړي؛نو اجر يې پر خداى دى (؛ځکه) چې خداى ظالمان نه خوښوي .))

نو ښه او په کار خبره خو داده چې نن او په هر وخت کې “کتاب او سنتو” ته ورستانه شو او د خپل وحدت او يووالي بنسټ پر “کتاب اوسنتو” کېږدو. پاک خداى وايي : فان تنازعتم فى شى فردوه الى الله و الرسول ؛نو که په څه کې مو شخړه شوه ؛نو خداى او رسول ته يې ور شئ .

موږ هم ددې بحثونو په لړۍ کې “کتاب او سنتو” ته مخه کړې او د اختلاف او شخړو د حل لپاره مو له کتاب او سنته وزلي راخستي اوکه خداى غوښتل، چې د بيا يووالي لامل مو شي .

هيلمن يم اسلامي عالمان هم دې ډګر ته را و دانګي او خپلې څرګندونې مونږ ته را ولېږي .

سيد مرتضى عسکري

 

 

 

لړليک

 

د کتاب او سنتو پر بنسټ يووالى. 6

لړليک… 8

د يزيد بن معاويه انځور. 18

يزيد د “زياد بن ابيه” له نظره 19

د امام حسين د شهادت وړاندوينه. 28

١- د “راس الجالوت” روايت.. 28

٢- د “کعب” روايت.. 28

٣- د حضرت “اسماء بنت عميس” حديث.. 29

٤- د حضرت “ام الفضل” حديث.. 30

٥- د خوارزمي د مقتل حديث.. 32

٦- د حضرت”زينب بنت جحش” روايت.. 33

٧- د حضرت “انس بن مالک” حديث.. 34

٩- د حضرت ” ابو امامة” حديث.. 35

٩- د حضرت “ام سلمې بې بې” روايت.. 36

دويم – د حضرت “صالح بن اربد” له خولې: 37

درېيم – د حضرت “مطلب بن عبدالله بن حنطب” له خولې. 38

څلورم – د حضرت “شقيق بن سلمة” له خولې. 39

شپږم- د حضرت “شهر بن حوشب” له خولې: 40

اووم- د “داود” له خولې: 41

١٠- د حضرت “عايشې” بي بي روايات.. 42

لومړى- د حضرت “ابى سلمة” له خولې: 42

دويم- د حضرت “عروة بن زبير” له خولې: 42

درېيم- د حضرت “مقبري” له خولې: 43

څلورم- د حضرت “عبدالله بن سعيد” له خولې: 44

پينځم- د حضرت “سلمة” بي بي يا حضرت “عايشې” بي بي حديث.. 45

١١- د حضرت “معاذ بن جبل” روايت.. 45

١٢- د حضرت “سعيد بن جمهان” روايت.. 47

١٣- د حضرت “ابن عباس” روايت: 47

دويم- د حضرت “سعيد بن جبير” له خولې: 47

١٤- د حضرت “علي (ک)” روايات.. 48

لومړى- د حضرت “ابي حبرة” له خولې: 48

دويم- د حضرت “هاني بن هاني” له خولې: 49

درېيم- د “خوارزمي په مقتل کې”. 49

څلورم- په صفين کې د حضرت “حسن بن کثير” له خولې: 50

پينځم- د حضرت”اصبغ بن نباته” له خولې: 50

شپږم- د حضرت “غرفه ازدي” له خولې: 50

اووم- د حضرت “ابي جحيفه” له خولې: 51

اتم- د حضرت “عون بن ابى جحيفه” له خولې: 52

نهم- د “ابن کثير تاريخ” روايت.. 52

لسم- د “مسند احمد” روايت.. 53

يوولسم- د حضرت “عامر شعبي” له خولې: 54

دولسم- د حضرت “کديرالضبي” له خولې: 55

ديارلسم- د حضرت “هر ثمه” له خولې: 55

الف- د هرثمه د خادم حضرت “نشيط” روايت: 56

ب- د حضرت”ابي عبدالله الضبي” روايت.. 56

ج- د حضرت “ابي عبيده” له خولې: 57

څوارلسم- د حضرت “شیبان بن مخرم” روايت.. 59

پينځلسم- د حضرت انس بن حارث روایت او دهغې شهادت.. 60

١٦- د بني اسد د ټبرد يوه تن روايت.. 61

د امام حسين د شهادت لامل. 62

د امام حسين وصيت.. 71

مکې ته د امام حسين تګ… 73

کوفې ته د حضرت مسلم بن عقيل (رض) لېږل. 77

عراق ته د امام حسین ورتګ… 81

له ابن عباس (رض) سره د امام حسین خبرې اترې.. 83

بنى هاشمو ته د امام حسین ليک… 85

له خپل ورور محمد بن حنفيه (رض) سره د امام حسين خبرې اترې.. 86

له مکې څخه د امام حسین حرکت او د چارواکيو مخنيوى.. 86

له عبدالله بن جعفر(رض) سره د امام حسین خبرې اترې.. 87

د عبدالرحمان د لور عمرې ليک… 89

له عبدالله بن عمر(رض) سره دامام حسين خبرې اترې.. 89

عراق ته د امام حسین روانېدل. 90

او د امام حسین خطبه. 90

د يزيد فرمانونه. 91

امام حسین او فرزدق شاعر. 92

امام حسین او حضرت عبدالله بن مطيع. 94

چا باور درلود،چې امام حسین به نه وژل کېږي! 95

امام حسین او حضرت زهير بن قين. 96

د ابن اشعث او ابن سعد استازي.. 98

امام حسین خپل ملګري د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبروي.. 99

د بني عکرمه له يو تن سره لیدل. 100

يو بل ګواښنګرى.. 101

له حر سره د امام حسین چلن. 102

لښکرو ته د امام حسین وینا 108

د امام حسین بله وینا 109

له کوفې د یارانو رارسېدنه. 110

بيا اوبه اخستنه. 114

د کربلا سیمې ته د رسول الله (ص) د کورنۍ ورننووتل. 116

د کربلا سیمه. 116

کربلا ته د عمر سعد راتګ… 120

عمر سعد د امام حسین د راتګ علت پوښتي. 122

د عمر سعد او ابن زياد مکاتبه. 123

ابن زياد ټولبلنه ورکوي.. 124

د رسول الله (ص) پر ځوځات يې اوبه وتړلې. 127

د اوبو پر سر نښته. 127

امام حسین تر جګړې مخکې غاړه خلاصوي.. 128

ابن زياد د امام حسین د ستنېدو مخ نيسي. 130

شمر،عباس او وروڼو ته يې امان ورکوي.. 131

د عاشورا شپه. 133

امام حسين مهلت غواړي.. 135

د عاشورا پر شپه د امام حسین خبرې.. 136

د اهل بيتو او يارانو ځواب یې. 137

ضحاک مشرقي او د هغه شرط. 139

د عاشورا ماښام او د ضحاک مشرقي خاطره 142

د امام حسين تر شهادت وروسته. 144

د حرمين شريفين خوځښتونه. 144

د مکې او مدينې خوځښت.. 144

ابن زبير (رض) ته د يزيد استازي.. 147

يزيد ته د مدينې د استازيو پلاوى.. 150

د اصحابو او تابعينو خوځښت.. 152

امام سجاد 153

د امويانو ښځو او کوچنيانو ته پناه ورکوي.. 153

امويانو له يزيده مرسته وغوښته. 155

لښکر مشر ته د خليفه يزيد لارښوونې. 156

د مسلمانانو د خليفه سرود 157

د خليفه لښکر د مدينې او مکې پر لار. 158

د خلافت لښکر د رسول الله (ص) حرم مباح اعلانوي.. 162

يزيد ته يې سرونه ولېږل. 166

د خليفه په اطاعت کې. 169

د مکې پر لور د خلافت د لښکر خوځېدنه او د قومندان دعا او په مړينه کې يې وصيت   169

د خلافت لښکر شعر وايي او کعبه سيځي. 171

حجاج دويم ځل په کعبه بريد کوي.. 174

د کعبې سوځېدل او د تندر رالوېدل. 177

د بيت الله په سوځېدو د حجاج خوشحالي. 179

د ابن زبير د چارپاى او شام ته د سرونو لېږل. 180

حجاج د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب داغوي.. 181

د حرمينو د پاڅون پاى او د نورو خوځښتو پيل. 182

خوځښتيانو خلافت کمزوى او امامان…. 183

لنډيز او پاى.. 184

مسلمانان څرنګه راويښ شوو؟. 186

خداى او پېغمبر یې، امام حسين پاڅون ته چمتو کړى و. 187

د امام حسين په عصر کې د مسلمانانو حال. 195

د امام حسین موخه، شعار او لار يې. 199

امام اتمام حجت ته د کوفيانو بلنه ومنله. 204

د امام پاڅون، څرنګوالى او حکمت يې. 208

 

 

د يزيد بن معاويه انځور

ابن کثير په خپل تاريخ کې وايي: “يزيد تل شراب څښل او حضرت معاويه ورته په پسته نصحيت کاوه چې: زويه! بې له دې چې خپله حيثيت او ارزښت دې لټار شي، د بريا وس لرې! نو پر ځان دې دښمنان مه خوشحالوه او دوستان دې له ځانه مه شړه! بيا يې وويل: زويه! داسې شعرونه درته وايم، چې ادب ترې زده کړې او ياد يې کړه او تل يې وايه [2] :”

انصب نهارا فى طلاب العــلا   واصبر على هجر الحبيب القريب

حتى اذااليل اتى بالــدجى   واکتحلــــــت بالغمض عين الرقيب

فبا شــــر الليل بما تشتـــــــــــهى   فمانما الليــــــــل نهارا الاريب

کــــــم فـــــــاسق تحـــــــسبه ناسکا   قدبـــــاشرالليل بامر عجيب

غطــــى عليه الليل استاره   فبات فى امـــــــــــن و عيش خصيب

ولذة الاحمق مکشوفة   يسعى بها کـــــــــل عــــــــــــدو مـــــــريب

*****

وايي: يزيد شهوتپالى و او ځينې ورځنې لمونځونه يې پرېښوول؛ خو ډېری وختونه يې کول [3].

 

يزيد د “زياد بن ابيه” له نظره

چې حضرت معاويه هوډمن شو،چې “يزيد” ته له خلکو بيعت واخلى؛نو لومړى يې له “زياد بن ابيه” وغوښتل چې د بصرې مسلمانان بيعت ته راوبلي. زياد ورته په ځواب کې وکښل:”که خلک له يزيد سره بيعت کولو ته راوبولم؛ هغه يزيد چې سپي جنګوي او بېزوګانې ساتي او رنګينې جامې اغوندي، تل شراب څښي او ډهول ته نڅېږي،حال دا چې حسين بن علي، عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبير، عبدالله بن عمر (رضی الله عنهم) (په څېر مشران) شته؛نو خلک به څه ووايي؟ لومړى ورته ووايه چې يو دوه کاله د دوى پر خويو شي، چې خلک پرې وغولېږي!” [4]

حضرت معاويه چې له دغسې چلن سره مخ شو؛نو يو اوړی يې یزید په يو لښکر کې له روم سره جګړې ته ولېږه، يزيد ناغيړي وکړه او لښکر یې تر ځان مخکې روم ته ورسېد، حضرت معاویه له دې پېښې خبر شو؛خو څه یې هم ورته و نه ویل او یزید یې پر خپل حال پرېښود. [5]

د اسلام لښکرې په روم کې د وبا پر ناروغۍ اخته شوې او يزيد په همدې حال کې په “دير مروان” کې له خپلې مېرمن “ام کلثوم” (د عبدالله عامر لور) سره وخت تېراوه؛نو چې د ناروغۍ او د لښکر د مړيني خبر يې واورېد ؛نو داسې اشعار يې ويل:

ما چې په دیر مران کې له خپلې مېرمن ام کلثوم سره نرمو بالښتونو ته ډډه اچولې او له شرابو سره همدمه یم؛نو زه یې څه باک لرم،چې د اسلام سرتیري په تبه او ناروۍ اخته شوي دي [6] .

یاقوت حموي په “معجم البلدان” کې وايي: حضرت معاويه چې خبر شو ويې ويل: ” يزيد دې هرومرو ځان روم ته ورسوي او د نورو مسلمانانو په کړاو کې دې ځان شریک کړي او که نه نو له ځانه به یې وشړم . [7]

یزید له ناچارۍ د خپل پلار حکم ته غاړه کېښوه او تر تلو مخکې یې خپل پلار ته وکښل: تو خو مې تل رټې او خوګانې راکې لټوې او اړیکه راسره شلوې؛نو زه به دې نږدې وخت روم ته ولاړ شم او په جګړه کې به یې ګډون وکړم او بیا به له شره بې غمه شې.

او هم وايي: حضرت معاويه، يزيد حج ته ولېږه – ځينو ويلي له ځان سره يې بوت – او يزيد په مدينه کې د شرابو ناسته جوړه کړه.حضرت عبدالله بن عباس او حضرت حسين بن علي (رضي الله عنهما) يې کتو ته د ورتګ تکل وکړ تلل. يزيد ته وویل شول،چې حضرت ابن عباس (رض) د شرابو بوی پېژني؛نو یزید امر وکړ چې د شرابو دسترخوان ټول کړي. امام حسين (رض) چې راننووت د شرابو او عطرو بوى و؛نو و يې پوښتل: د معاويه زويه دا بوى د څه دى؟! يزيد وويل: “ابا عبدالله دا ښه عطر دي،چې په شام کې يې را ته جوړوي! بيا يې يوه کوزه راوغوښته او پر سر يې را واړوله او بل يې را وغوښته او و يې ويل: “مرييه! پر ابا عبدالله يې هم وڅښه! امام حسين (رض) وويل: سړيه! شراب دې خپله در پېرزو شي! او يزيد وويل[8]:

 

اءلا يا صاح للعجــــب   دعوتك ثم لم تجـــــــب

الى القينات واللـــذا   ت والصهباء و الطرب

وباطيــة مكـــــــــــللة   عليـــها سادة العــــــــرب

و فيهـــن التـــــى تبلت   فــــــــؤ ادك ثم لم تتب

” عجیبه ده ای غوسه ناک سړیه! زه دې مستۍ او خوښې او د شرابو څښلو ته رابلم؛خو ته سرغړاندي کوې! او د شرابو پر هغو جامونو نیوکه کوې،چې د ملغلرو نښه لري او د عربو د سترو مشرانو په پښو کې ایښوول شوي او پکې داسې څه پراتې دي،چې عقل دې وړي او ورپسې وروسته بیا په څه هم سړی نه پوهېږي. “

 

امام حسين(رض) ورپاڅېد او و يې ويل: د معاويه زويه! خپل عقل او شعور دې له لاسه ورکړی دی.

حضرت معاويه تر حج کولو وروسته هوډ وکړ چې د مکې او مدينې خلک له يزيد سره بيعت کولو ته اړ باسي.

حضرت عبدالله بن عمر (رض) مخالفت وکړ او و يې ويل: “له بېزو او سپي پالي، شرابخور او ښکاره فاسق سره بيعت وکړم؟ خداى ته به څه دليل وايم؟!”

حضرت عبدالله بن زبير(رض) وويل: “نه ښايي چې د خالق په معصيت کې د مخلوق اطاعت وشي. يزيد زموږ دين راته خراب کړى دى .[9]

په بل روايت کې وايي: امام حسين،حضرت معاويه ته وويل:”لکه په ګوښي ځاى کې ناست يو ناڅرګند کس را ته معرفې کوې يا له يوه داسې چا مو خبروې چې يوازې ته يې پېژنې! يزيد خو پخپله خپل ځان معرفي کړى دى! يزيد چې څه غواړي او په لټه کې يې دى ورته يې چمتو کړه: داړن سپي، ښې الوتونکې کوترې ورته چمتو کړه او له سندرغاړو نڅېدونکې نجونو او له نورو مزو چړچړو کونکیو خلکو څخه ورته بېعت واخله او کوم فکرونه چې ته پخپل سر کې پالې ؛نو له دې ټولو تېره شه او هڅې خوشې هلې ځلې مه کوه! [10]

ليکوال وايي: نه پوهېږم چې له حضرت معاويه سره د رسول الله (ص) د سبط دا خبرې اترې د ابن زبير(رض) يا ابن عمر(رض) په ګډه غونډه کې وې يا په بېله کې،چې هر څه و؛خو حضرت معاويه له دې حضراتو څخه بيعت وانه خستلاى و؛ خو د مکې او مدينې له نورو خلکو يې واخست؛ خو خلک یې د دې حضراتو پر دريځ يې پوه نه کړل او ولاړ.

وموليدل چې يزيد د حج او جګړې په سفرونو کې اسلامي مقدساتو ته نه پابندي او د مسلمانانو د لښکر برخليک ته بې پامې په ډاګه څرګنده کړې ده.

يزيد بې له دې چې د خپل پلار غوښتې او د خپل تره ويلي “زياد بن ابيه” سپارښتنه (چې مخکې وويل وشوه) پر ځاى کړي؛نو خپل چار ته دوام ورکړ،تر دې چې په مستۍ کې يې شعرونه وويل او پر هرې سندرغاړې یې وویل . هغه شعرونه ډېر زیاد دي،چې یزید د شرابو او د شرابو د څښاک او د ساز او اواز په باب ویلي دي.

معشر الندمان قوموا   واسمعوا صوت الاغانى

واشربوا كاءس مدام   واتــــــــــركوا ذكر المثانى

شغلتنى نغمة العــــــيدان   عن صـــــــــــــوت الاذان

و تعوضت من الــــحور   عجوزا فــــــــــــــى الدنان

” یارانو! راپاڅۍ او د اوازونو نوا ته غوږ شی.د شرابو پیالې وڅښی او د حمد سورت هېر کړﺉ!د تارونو اوازونو زه داسې بوخت کړی یم،چې د اذان اواز نه اورم ، ددې دنیا د شرابو درد تر جنتي حورو بهتر ګڼمه. “

بیا وايي :

ولو لم يمس الارض فاضل بردها

لما كان عندى مسحة للتيـــمم

” که د معشوقې لمن مې پر ځمکه لېږدلې نه واي؛نو ما په تیمم ته خاوره نه درلوده. “

په لاندې قصیده کې خپل دنننۍ هیلې داسې راڅپړلې دي:

علية هاتى واعلنى و ترنمى  

 بذلك انى لا احب التناجيا

حديث ابى سفيان قدما سما بها 

 الى احد حتى اءقام البواكيا

اءلا هات سقينى على ذاك قهوة

تخيرها العنسى كرما شاميا

اذا ما نظرنا فى امور قديمة

وجدنا حلالا شربها متواليا

و ان مت يا ام الاحمير فانكحى

ولا تاءملى بعد الفراق تلاقيا

فان الذى حدثت عن يوم بعثنا

احاديث طسم تجعل القلب ساهيا

و لا بد لى من اءن اءزور محمدا

بمشمولة صفراء تروى عظاميا!

يزيد په دې قصيده کې خپلې معشوقې ته وايي: د ابوسفيان داستان او احد ته را تګ يې او د حمزه وژنه او ده او نورو شهيدانو ته د وير غونډه په ډاګه کړه او دشام د انګورو شراب راکوه، چې په تېرو وختونو کې يې د قريشو مشاهيرو څښل حلال ګڼل او چې څه يې د بيا را ژوندي کېدو په اړه را ته ويل تشې افسانې دى،چې زړونه مو پرې بوختوي.

او په وروستو کې پر رسول الله (ص) ملنډې وهي او وايي: ناچاره يم چې په سړو شرابو ورسره ووينم! هو، يزيد په ډاګه اسلامي شعاير سپکوي او له نصاراوو سره يو ځاى شراب څښي. [11]

د اغاني د کتاب خاوند وايي: “يزيد بن معاويه لومړى خليفه و، چې په اسلام کې يې د سندرو ويل او شراب څښل دود کړل. سندرغاړي يې پر ځان راټول او په ډاګه يې شراب څښل. نصراني “سرجون” او “اخطل” نصراني شاعر ورسره شراب څښل او له نشه سندر غاړيو سره يې ناسته پاسته وه[12]

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: “يزيد بن معاويه لومړى تن و، چې د شرابو څښل يې په ډاګه کړل. غنا او سازوسرود يې خوښ و او له سندرغاړيو نجونو او هلکانو سره يې ناسته پاسته وه، ښکار، بېزوپالي، د سپو او چرګانو جنګول يې ساتېرۍ وې [13]

نو طبيعي وه، چې چاپيريال ترې اغېزمن شي او خبيث او بى حيا وګړي يې په څېر شي لکه چې مسعودى په “مروج الذهب” کې روايتوي: “د يزيد فسق و فجور پر ملګرو او دولتى مامورينو باندې اغېز وکړه او ډېر شو، تر دې چې په “مکه او مدينه” کې هم غنا او سندرې ويل په ډاګه شوې.خلکو ګناه ته مخه کړه او شراب يې ښکاره کړل.”

وايي: يزيد د “ابو قيس” په کنيه يوه بېزو درلوده او د شراب څښلو په غونډه کې يې ورته ځانګړى ځاى جوړ کړي و، پر زين کړاى شوي ځنګلې اس باندې سپروله او د لوبو سيالۍ په ورځو کې به يې ميدان ته لېږله او يوه ورځ يې سيالي هم وګټله. بیزو ته به یې د سرو او ژېړو چسپه ورېښمينه چين يې اغوسته او خولى يې هم له رنګينو ورېښمو وه [14].

بلاذري يې د بېزو په اړه وايي: “يزيد بن معاويه يوه بېزو درلوده چې مخامخ يې ځانته کېنوله او “ابا قيس” يې نوموله!” شراب يې ورسره څښل او پر چارو يې ورخندل، پر ځنګلي اس يې سپروله او د اسونو د ځغاستې سيالۍ ته يې لېږله، چې ترې مخکې شي [15]

ابن کثير وايي: “يزيد مشهور شوى و، چې له سازوسرود او سندرغاړيو سره يې ناسته پاسته وه، شراب يې څښل، غنا يې اورېده، ښکار يې کاوه، له مينزو سره يې کوروالى اوسپي يې جنګول او تل نشه و، خپله بېزو يې پر لاس سپروله او تړله يې او زرينې جامې يې وراغوستې او د اس ځغلولو سيالۍ ته يې لېږله او چې بېزو مړه شوه؛ نو سخت پرې خپه شو. ويل شوي: “د يزيد د مرګ علت دا و، چې يوه بېزو يې راونيوه او نڅا ته يې اړه کړه او بېزو پرې غاښ ولګاوه او …. [16]

بلاذري د شام د يو مشر له خولې وايي: “د يزيد د مړينې علت دا و چې په نشه کې پر ځنګلي اس سپور و او يوه بېزو هم ورسره وه او چې اس يې پر ځغاسته کړ؛ نو را ولوېد او ورمېږ يې مات شو يا يې زړه وچاودېد.”

او د “ابن عياش” له خولې وايي: “يزيد ښکار ته حوارين ته ولاړ او په نشه کې سپور شو او په مخکې يې پر ځنګلي اس يوه بېزو سپره وه، بېزو اس ځغلاوه او يزيد وويل: “ابا خلف! ځان ساتنې ته دې يوه چاره وسنجوه، که تلف شوې دا ګوره اس دې ضامن نه دى!”

او په دې حال کې را و لوېد او ورمېږ يې مات شو”

او لرې نه ده، چې دا ټول روايت سم وي؛ ځکه شونې ده، چې يوه بېزو به يې پر ځنګلي اس سپره کړي وي او پخپله هم پر سپور شوى و او اس يې ځغلولى او بېزو يې نڅا ته اړ کړې وي او بېزو پرې غاښ لګولى وي او يزيد له اسه غورځېدلى او ورمېږ يې مات او زړه يې چاودلې وي او په دې توګه دا مشهور خليفه د بېزو دلارې وژل شوى وي!

دا د يزيد د سيرت او انځور يې يوه برخه وه. په هغه عصر کې چې اسلامي امت بې شعوره او سست شوى او په ډوب خوب وېده و او بې د امام حسين له شهادته پر بل څه نه راوېښېده.

 

 

د امام حسين د شهادت وړاندوينه

 

١- د “راس الجالوت” روايت

په طبري تاريخ، د بلاذري په انساب الاشراف، د طبراني په معجم او د ابن سعد په طبقاتو کې له “راس الجالوت” او دا يې له پلاره روايتوي چې:

هر وخت چې له “کربلا” تېرېدم؛ نو اس مې ځغلاوه،چې له دې سيمې ژر تېر شم. وايي ومې ويل : ولې؟ ويې ويل : موږ روايتاوه،چې په دې ځاى کې د يو پېغمبر زوى وژل کېږي او زه ډارېږم، چې هسې نه هغه وژل شوى زه وسم او چې حسين ووژل شو، ومو ويل: دا هماغه و چې روايتاوه مو. تر دې وروسته چې دې ځاى ته رسېدم؛ نو په تېزه به ترې نه تېرېدم! [17]

٢- د “کعب” روايت

ذهبي، هيثمي، عسقلاني، ابن کثير او نورو(چې ټول د خلفاوو د ښوونځي پوهان دي) له “عماردهني” روايتوي چې: “علي (ک) د کعب په مخ کې تېر شو او کعب وويل: ددې سړي يو زوى، په يوې ډلې کې وژل کېږي، چې يې د اسونو د خولو تر وچېدو مخکې محمد(ص) ته ورځي! حسن چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: نه. حسين چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: هو! [18]

 

٣- د حضرت “اسماء بنت عميس” حديث

له امام سجاد علي بن الحسين زين العابدين روايتوي: “اسماء بنت عميس” خبر کړم: “د حسن او حسين په زوکړې کې مې ستا د نيا فاطمې داييتوب کاوه،حسين چې وزېږېد، رسول الله (ص) راغى او ويې ويل: اسماء! زوى مې راوله. په سپين روڼي کې مې راوست.په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ کې يې ورته اقامه وويله او بيا يې په غېږ کې کېښود او ويې ژړل.”

اسماء وايي، ومې ويل: مورو پلار مې در ځار، پر څه ژاړې؟! و يې ويل: پر دې زوى مې! ومې ويل: دا خو نوى زېږېدلى! ويې ويل : اسماء! هغه سرغړاندې ډله يې وژني،خداى دې يې زما شفاعت په برخه نه کړي.

بيا يې وويل: اسماء! فاطمه له دې خبرو مه خبروه، چې نوى زېږون يې کړى دى [19].

 

٤- د حضرت “ام الفضل” حديث

په مستدرک الصحيحين، د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل او نورو کتابونو کې د حارث له لور “ام الفضل” څخه روايتوي چې: رسول الله (ص) ته ورغلم او و مې ويل: “يا رسول الله(ص)! تېره شپه مې يو ناوړه خوب وليد! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ډېر بد غونى و! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ومې ليدل لکه چې ستا له بدنه نه يوه ټوټه بېله شي او په لمن کې مې راپرېوځي! رسول الله (ص) وويل: ښه خوب دې ليدلى، انشاءالله د فاطمې به زوى وشي او ستا په لمن کې به پروت وي. تر دې وروسته (د رسول الله د وينا له مخې) فاطمې زما په غيږ کې حسين وزيږاوه.”

يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او حسين مې د هغه په غيږ کې کېښود. وروسته مې وليدل (بې له دې چې ما ته يې پام وي) ژړل يې. و مې ويل: يا رسول الله (ص)! موروپلار مې درځار،څه درباندې وشو؟!

و يې ويل: حبرئيل(ع) راغى او خبر يې کړم، چې ژر به مې امت د ا زوى مې ووژنې! و مې ويل: دا؟ و يې ويل: هو، په وينو کګړه خاوره يې هم را ته رواړه.”

د مستدرک خاوند حاکم نيشاپوري وايي: “دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى. [20]

 

٥- د خوارزمي د مقتل حديث

“چې حسين يو کلن شو؛نو رسول الله (ص) ته دولس تنه سرې بښنې او په خپرو وزرونو پرښتې راغلى او و يې ويل:”محمده! چې څه پر هابيل تېر شو، ژر به ستا پر زوى حسين هم نازل شي او وروسته به يې د هابيل په خېر ورته بدله وي او د وژونکي ګناه به يې د قابيل په څېر وي.”

وايي: پر رسول الله (ص) د اسمان ټولې پرښتې راکېوتې او د امام حسين د وير تسليت يې ورکړ او د هغه له بدلې يې خبر کړ او خاوره يې ورکړه او رسول الله(ص) هم وويل: خدايه! چا يې چې ملاتړ و نه کړ خوار يې کړه او چا چې وواژه،و يې وژنه او څه چې لټوي مه يې برخمنوه.

چې امام حسين پوره دوه کلن شو،رسول الله(ص)پر يوه سفر ووت او په لار کې ناڅاپه ودرېد او استرجاع (انالله و انا اليه راجعون) يې وويله او ويې ژړل.

وپوښتل شو،څه شوي؟ ويې ويل: دا جبرئيل دى؛ما د فرات د سيند پر غاړه له يوې سيمې خبر وي، چې کربلا ورته وايي،اولاد مې حسين د فاطمې زوى هلته وژل کېږي. وويل شو: يا رسول الله(ص)! څوک يې وژني! و يې ويل: يو تن چې يزيد ورته وايي او خداى دې يې نه برکتي کوي! او لکه چې د ښخېدو ځاى يې وينم سر يې ډالۍ وړي او هغه به زما د اولاد د حسين سر ته خوشحالۍ ويني، چې زړه او ژبه يې دوه ګونې وي (يعنې پر څه چې ژبه ګواهي ورکوي؛پر زړه به يې نه وي)

راوي وايي: رسول الله(ص) له سفره خپه راستون شو او پر منبر يې يوه خطبه وويله او نصيحت يې وکړ،چې حسين او حسن يې مخې ته وو او وروسته يې د حسين پر سر خپل ښى لاس کېښود او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه د عترت سپيڅلي او د ځوځات غوره او د نبوت جوړې دي؛هغوى دي چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم [21].

“پالونکيه! حبرئيل خبر کړم،چې دا زوى مې وژل کېږي او بې ملاتړه کېږي. خدايه! وژنه يې را ته مبارکه او خپله يې د شهيدانو ښاغلى (سيد الشهداء) کړې، چې له وسې دې هر کار پوره دى.

پالونکيه! وژونکى، خاذل او ځانته پرېښوونکى يې له برکته بې برخې کړه. وايي: خلکو په جومات کې ناڅاپه چغې او نارې سوې کړې. رسول الله(ص)وويل: ژاړئ او ملاتړ يې نه کوئ؟! خدايه! ته يې ملاتړ وسه. [22]

 

٦- د حضرت”زينب بنت جحش” روايت

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له “زينب بنت جحش” روايتوي چې: يوه ورځ رسول الله(ص) په کور کې و او حسين له ما سره و. نوى په درېدو راغلى و، چې يوه شېبه ترې غافله شوم او رسول الله (ص) ته ورغى. رسول الله(ص)وويل: پر خپل حال يې پرېږدئ –تر دې چې ويې ويل – رسول الله(ص) پاڅېد او پر لمانځه ودرېد او حسين يې په غيږ کې ونيو او په رکوع او ناسته کې يې پر ځمکه ايښووه. بيا کېناست او ويې ژړل. ورپسې يې لاسونه پورته کړل، چې لمونځ يې پاى ته ورساوه، و مې ويل: يا رسول الله (ص)! پر دې حال مې کله هم نه وې ليدلى؟! ويې ويل: جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې دا وژني! و مې ويل: خاوره يې راوښيه، او سره بښنه خاوره يې راوړه . [23]

 

٧- د حضرت “انس بن مالک” حديث

د امام احمد حنبل په مسند، د طبراني په کبير معجم، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کې له حضرت “انس بن مالک” څخه روايتوي:

“د باران پر ښتې له خپل پالونکي اجازه وغوښته،چې رسول الله(ص) وويني. خداى اجازه ورکړه او د حضرت “ام سلمې” د پاڼۍ پر ورځ راکېوته. رسول الله(ص) “ام سلمې” بي بی ته وويل: ور څاره چې څوک را نه شي. وايي: پر وره وم چې حسين بن علي راورسېد، بې له دې چې ما ته يې پام وي، ور يې پرانست او ننووت، رسول الله(ص) په غيږ کې ونيو او په موچو يې شو. پرښتې وويل: درته ګران دى؟ و يې ويل: هو. و يې ويل: دا به دا امت ووژني! که د وژنې ځاى يې وينې؛ نو درته يې ښيم. و يې ويل: هو. وايي: د وژني له ځايه يې يو موټى خاوره را واخسته او ور ويې ښووه او يوه اندازه شګه يا سره بښنه خاوره يې راوړه، چې “ام سلمې” بي بي واخسته او په خپلو جامو کې يې کېښوده. ثابت (راوي) وايي: موږ ويل، چې دا کربلا ده!.[24]

 

٩- د حضرت ” ابو امامة” حديث

د ابن عساکر او ذهبي په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له حضرت”ابى امامة” روايتوي چې: “رسول الله(ص) خپلو مېرمنو ته ويل: “دا وړوکى- يعنې حسين- مه ژړوئ.” وايي: پر هغه ورځ چې رسول الله(ص) “ام سلمه” بي بي کره و، جبرئيل راکېوت او ننووت. رسول الله(ص)ام سلمې بي بي ته وويل:”څوک مه پرېږده، چې راننووځي.” حسين راغى او چې رسول الله(ص) يې وليد؛نو په ننووتو شو،چې ام سلمې بي بي په غيږ کې ونيو، بوخت يې کړ،چې ارام يې کړي؛ خو ژړا يې ډېره شوه، هغه یې پرېيښود، ننووت او د رسول الله(ص) په غيږ کې کېناست.جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل: امت دې ډېر ژر دا زوى وژني،رسول الله(ص) وويل: “پر ما به ايمان لري او دا به وژني؟!”ويې ويل: هو وژني يې. جبرئيل څه خاوره راواخسته او ويې ويل: په دغسې او هاغسې ځاى کې. رسول الله(ص) حسين په غېږ کې نيولى بهر راووت. ام سلمې بي بي چې وانګېرله د ماشوم په ورننووتو پرې غوسه دى، ويې ويل: اى رسول الله(ص)، درځار شم، تاسې پخپله ويلي: “دا کوچنى مه ژړوئ” او راته مو وويل چې څوک مه راپرېږدئ، هغه راغى او پرې مې ښـود. رسول الله(ص) څه ونه ويل او خپلو اصحابو کرامو ته ورغى او ويې ويل: “امت مې دا وژني.” په دې ډله کې حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضي الله عنهما) هم وو او د حديث په وروستيو کې دي چې: “خاوره يې ورته ور وښووله. [25]

 

٩- د حضرت “ام سلمې بې بې” روايت

لومړى – د ” حضرت عبدالله بن وهب بن زمعه” له خولې:

په مستدرک الصحيحين، د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: “ام سلمه – رضى الله عنها – خبر کړم، چې يوه شپه رسول الله(ص) ويده شو او پرېشانه راوېښ شو،بيا ويده شو او تر لومړي حالته ډير لږ خپه راويښ شو. بيا ويده شو او چې راويښ شو سره بښنه خاوره ورسره وه او بويوله يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! دا د کوم ځاى خاوره ده؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا (حسين) په عراق کې وژل کېږي. جبرئيل ته مې وويل: د هغې سيمې خاوره راوښيه چې پکې وژل کېږي! او دا د هغه ځاى خاوره ده.”

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم حديث دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى [26] .

 

دويم – د حضرت “صالح بن اربد” له خولې:

طبراني، ابن ابى شيبه، خوارزمي او نور ترې روايتوي چې : “ام سلمه – رضى الله عنها – وويل: رسول الله(ص) وويل: “د خونې پر وره کېنه او هيڅوک مه را پرېږده”؛ نو پر وره، ولاړه وم، چې حسين راغى، چې مې نيوه را نه مخکې شو او خپل نيکه ته ورغى. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! خداى مې دې له تا در ځار کړي، ما ته دې وويل چې چا ته د ننووتو اجازه ور نه کړم،زوى دې راغى او چې د رانيوو هڅه مې وکړه رانه مخکې شو او چې وخت ډېر تېر شو او له وره مې کتل؛ نو ومې ليدې،چې دا کوچنۍ دې په غېږ کې نيولى او يو څه په خپلو لاسونو کې اړوې را اړوې او له سترګو دې اوښکې څاڅکي؟! و يې ويل: هو، جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې هغه وژني او دهغه ځاى خاوره يې هم راوړه چې پرې وژل کېږي او دا هماغه ده چې په لاسونو کې يې اړوم را اړوم. [27]

 

درېيم – د حضرت “مطلب بن عبدالله بن حنطب” له خولې

د طبراني په معجم، ذخائر العقبى، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې ترې روايتوي چې: “ام سلمې بي بي وويل: يوه ورځ رسول الله (ص) زما په خونه کې ناست و او راته يې وويل: “هیڅوک دې نه راځي.” زه منتظره وم، چې حسين راغى، بيا مې د رسول الله (ص) د ژړا غږ واورېد، تر څار وروسته مې وليدل چې حسين يې په غيږ کې و او رسول الله(ص) يې مخ موږې او ژاړي. ومې ويل: پر خداى قسم پوه نه شومه چې حسين څه وخت ننووت، ويې ويل: جبرئيل را سره په خونه کې دى او پوښتي: درته ګران دى؟ وايم: هو، تر ټولې نړۍ راته ګران دى، وايي: امت به دې ډېر ژر هغه پر يوه ځمکه چې کربلا ورته وايي ووژني.” جبرئيل د هغه ځاى يو مقدار خاوره راواخسته او رسول الله (ص) ته يې وښوده او حسين چې د شهادت پر مهال محاصره شو،ويې پوښتل: ددې ځاى نوم څه دى؟ وويل شول: کربلا! و يې ويل: خداى او رسول الله (ص)رښتيا وويل د کرب و بلا سيمه ده [28].

 

څلورم – د حضرت “شقيق بن سلمة” له خولې

د طبراني په معجم،د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له حضرت “ابى وائل شقيق بن سلمة” روايتوي چې:

“ام سلمې بي بي وويل: په خونه کې مې حسن او حسين د رسول الله (ص) په مخ کې لوبې کولې چې جبرئيل راکېووت او و يې ويل: يا محمده! امت دې تر تا وروسته د ا زوى وژني – په لاس يې حسين ته اشاره وکړه – رسول الله (ص) وژړل او په غيږ کې يې ونيو،بيا يې وويل: دا خاوره دې له تا سره امانت وي. بيا يې هغه بوى کړه او ويې ويل: له کرب و بلا افسوس. وايي: رسول الله(ص) وويل: ام سلمې! چې دا خاوره وينه شوه؛نو پوه شه، چې زوى مې وژل شوى دى. وايي: ام سلمې بي بي دا خاوره په ښېښه يې لوښي کې واچوله او هره ورځ يې ورته کتل او ويل يې : په رښتيا، پر هغه ورځ چې ته پکې وينه کېږې؛ نو ډېره ستره ورځ به وي!”

پينځم – د حضرت “سعيد بن ابى هند” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، ذخائرالعقبي، تذکرة خواض الامة او نورو کتابونو کې له حضرت “عبدالله بن سعيد بن ابى هند” له خپل پلار حضرت سعيد يې روايتوي چې:

“ام سلمې – رضى الله عنها – وويل: رسول الله (ص) مې په خونه کې ويده و،چې حسين راغى،پر وره کېناستم او پرېمېنښود چې هسې نه ننووځي او رسول الله (ص) راويښ کړي. بيا مې يو څه ته پام شو او بې پروا شوم چې ټوپ يې کړ او ننووت او د رسول الله(ص) پر خېټه کېناست،بيا مې د رسول الله(ص) د ژړا غږواورېد. سملاسي راغلم او ومې ويل: يا رسول الله(ص)! پر خداى قسم پوه نه شوم چې څنګه راغى،ويې ويل: جبرئيل راغى – چې حسين مې پر خېټه ناست و – راته يې وويل: دا درته ګران دى؟ ومې ويل: هو، ويې ويل: دا امت دې ډېر ژر هغه وژني! اياهغه خاوره دروښيم، چې دا پرې وژل کېږي؟ ومې ويل: هو، پر ځمکه يې خپل وزر وواهه او دا خاوره يې راوړه. ام سلمې وويل: ناڅاپه مې وليدل چې په لاس کې يې سره بښنه خاوره ده،ژاړي او وايي: کاشکې پوهېداى، چې تر ما وروسته دې څوک وژني . [29]

 

شپږم- د حضرت “شهر بن حوشب” له خولې:

د امام احمد حنبل په فضايلو،د ابن عساکر په تاريخ، ذخائر العقبي اونورو کتابونو کې ترې روايتوي چې:

“ام سلمې بي بي وويل: حبرئيل له رسول الله(ص) سره و او حسين له ما سره، حسين وژړل او پرې مېښود، چې رسول الله(ص) ته ورشي.جبرئيل وويل: محمده! دا درته ګران دى؟ ويې ويل: هو، ويې ويل: امت دې ژر دا وژني! او ايا د هغې سيمې خاوره دروښيم، چې دا پکې وژل کېږي؟ بيا يې هغه خاوره وروښوده او معلومه شوه، چې هغې سيمې ته کربلا وايي . [30]

 

اووم- د “داود” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له داود څخه ورايتوي چې :

“ام سلمې بي بي وويل: حسين،رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله (ص) خپه شو.ومې پوښتل: يا رسول الله(ص)!څه درباندې وشو؟ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا زوى دې وژل کېږي او پر وژونکي يې خداى سخت غوسه دى. [31]

 

 

١٠- د حضرت “عايشې” بي بي روايات

لومړى- د حضرت “ابى سلمة” له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له حضرت “ابى سلمة بن عبدالرحمان” له عايشې بي بي روايتوي چې:

“رسول الله(ص) حسين پر خپل ورون کېناوه،چې جبرئيل راغى او ويې ويل: دا دې زوى دى؟ ويې ويل: هو. و يې ويل: پوه شه چې امت دې يې تر تا وروسته وژني! د رسول الله(ص) اوښکې توى شوى او جبرئيل وويل: که غواړې هغه سيمه دروښيم چې پکې وژل کېږي، ويې ويل: هو. جبرئيل د طف د سيمې څه خاوره ور وښوده.”

په بل روايت کې وايي: جبرئيل په عراق کې د طف سيمې ته اشاړه وکړه او سره بښنه خاوره يې را واخسته او رسول الله(ص) ته يې وروښووه او و يې ويل: دا يې د شهادتځي خاوره ده . [32]

دويم- د حضرت “عروة بن زبير” له خولې:

د طبراني په معجم او نورو کتابونو کې له حضرت “عروة” له “عايشې” بي بي روايتوي چې: “حسين بن علي- رضى الله عنه- رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) د وحې موندنې پر حال و او ملا يې کړوپه وه،چې پر شا يې وروخوت او پر لوبو شو. جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل : دا درته ګران دى؟ ويې ويل: جبرئيله! زوى به راته ګران نه وي؟ و يې ويل: امت دې يې تا وروسته وژني! بيا نو جبرئيل لاس وغځاوه او سپينه خاوره يې راوړه او و يې ويل: دا زوى دې په دې سيمه کې وژل کېږي،چې طف نومېږي. جبرئيل چې له رسول الله(ص) ولاړ، له رسول الله (ص) سره په موټي کې خاوره وه ژړل يې او ويې ويل: عايشې! جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين په طف سيمه کې وژل کېږي او تر ما وروسته امت مې په فتنه کې لوېږي. بيا په ژړا خپلو اصحابو کرامو ته ووت چې حضرت علي،حضرت ابوبکر،حضرت عمر، حضرت خذيفه ، حضرت عمار او حضرت ابوذر (رضى الله عنهم) پکې وو،دوى وويل: رسول الله(ص)! څه ژړوي؟! ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين تر ما وروسته په طف سيمه کې وژل کېږي او دا خاوره يې راوړه او خبر يې کړم چې هلته يې شهادتځى دى [33].”

 

درېيم- د حضرت “مقبري” له خولې:

د ابن سعد په طبقاتو او د ابن عساکر په تاريخ کې له حضرت “عثمان بن مقسم” له حضرت “مقبري” له “عايشې بي بي” روايتوي چې:

“رسول الله (ص) ويده و،چې حسين راغى او ورغى، لرې مې کړ او پر بل چار لګيا شوم؛ خو حسين ځان ور ورساوه او رسول الله (ص) ويښ او پر ژړا شو.

ومې ويل: ولې ژاړې؟ و يې ويل: جبرئيل هغه خاوره راوښووه،چې حسين پرې وژل کېږي،پر هغه خداى سخت غوسه دى، چې وينه يې تويوي؛بيا هغه موټى يې پرانست چې خاوره او شګه پکې وه او ويې ويل: عايشې! پر هغه مې قسم چې زما سا يې په واک کې ده،دا مې خپه کوي! دا مې کوم امت دى، چې تر ما وروسته حسين وژني؟ [34]

 

څلورم- د حضرت “عبدالله بن سعيد” له خولې:

له پلاره يې له عايشې بي بي روايتوي چې:

“حسين بن علي، رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) وويل: عايشې! نه حېرانېږې چې اوس داسې يوه پرښته راغله چې تر اوسه راغلې نه وه. راته يې وويل: دا زوى مې وژل کېږي او ويې ويل: که غواړې هغه خاوره درښيم،چې هلته وژل کېږي، پرښتې لاس اوږد کړ او سره بښنه خاوره يې را وښووله.[35]

 

پينځم- د حضرت “سلمة” بي بي يا حضرت “عايشې” بي بي حديث

د امام احمد حنبل په مسند کې او فضايلو، د ابن سعد په طبقاتو او د ذهبي په تاريخ الاسلام او سيرالنبلاء او مجمع الزوايد کې له حضرت “عبدالله بن سعيد” له پلار يې له “عايشې بي بي” يا “ام سلمې بي بي” (شک د عبدالله دى) روايتوي چې: “رسول الله (ص) په دې دواړو کې يو ته وويل: په کور کې داسې يوه پرښته را نازله شوه،چې تردې وړاندې راغلې نه وه،راته يې وويل: دا زوى حسين دې وژل کېږي،که غواړې چې د هغې سيمې خاوره در وښيم چې پکې وژل کېږي.ويې ويل: بيا يې سره بښنه خاوره راوايسته.[36]

 

١١- د حضرت “معاذ بن جبل” روايت

د طبراني په معجم،د خوارزمي په مقتل او کنزالعمال کې له حضرت “عبدالله بن عمرو بن عاص” روايتوي، چې حضرت “معاذ بن جبل” ورته روايتوي چې:

“رسول الله (ص) په غوسه راغى او ويې ويل: زه محمد يم، د کلام پيل او پاى يې را باندې لورولې ده؛ نو چې پر څو په تاسې کې يم لاروي مې وکړئ او چې له نړۍ ولاړم؛ نو د خداى عزوجل پر کتاب پابند وسئ، حلال يې حلال او حرام يې حرام وبولئ، چې مرګ مو راورسي او روح مو ومومي، دا د خداى حتمي حکم دى، چې فتنې به د تکې تيارې شپې په څېر در خپرې شي. چې پېغمبران ولاړل؛ نو ورپسې راغلل (تر دې چې) نبوت نسخ شو او پر حکومت واوړي.د خداى لورنه دې پر هغه وي،چې حق يې پوره کړي او پر کوم ډول چې ورننووتى ترې ووځي!

معاذه! ونيسه او وشمېره! حضرت معاذ (رض) وايي: چې پينځو ته ورسېدم، ويې ويل: “يزيد! خداى دې يزيد مبارک نه کړي!” ويې ژړل او و يې ويل: “د حسين له مرګه يې خبر کړم، خاوره يې راته راوړه او وژونکى يې را وپېژانده، پر هغه قسم چې ساه مې يې په واک کې ده،حسين به د هغه قوم په مخکې ووژل شي،چې خداى يې زړونه اړولي وي او شرير يې پرې برلاس وي او د اختلاف، درز او خپرېدو ورېدو جامې يې ور اغوستې وي! بيا يې ويل: له يوه سرغړانده خليفه د آل محمد پر ځوځات دريغ چې (په ناحقه مې) ځايناستى کېږي او زما د ځايناستي ځايناستى وژني…[37]

 

١٢- د حضرت “سعيد بن جمهان” روايت

ابن عساکر، ذهبي او ابن کثير په خپلو تاريخونو کې له حضرت”سعيد بن جمهان” روايتوي:”رسول الله (ص) ته جبرئيل د حسين د شهادتځي له څه خاورې سره راغى او ويې ويل: د هغه ځاى نوم کربلا دى او رسول الله(ص) وويل: کرب و بلا! [38]

 

١٣- د حضرت “ابن عباس” روايت:

لومړى- د حضرت الضحى” له خولې:

 خوارزمي په مقتل کې له حضرت الضحى” له حضرت “ابن عباس” څخه روايتوي: “موږ ګرد سره اهل البيت شکمن نه وو، چې حسين بن علي به د “طف” په سيمه کې ووژل شي.[39]

 

 دويم- د حضرت “سعيد بن جبير” له خولې:

ابن عساکر په خپل تاريخ کې له دې له حضرت “ابن عباس” روايتوي چې:

“خداى تعالى وحې را ولېږله، چې محمده! د “يحيى بن زکريا” له امله مې اويا زره هلاک کړل او ستا د لور زوي له امله به اويا زره او اويازره هلاک کړم .[40]

ددې روايت پاتې برخه به (د خداى په مرسته) د “امام حسين د شهادت” په باب کې راوړو.

د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په کتابونو کې هم،ابن قولويه په “کامل الزيارات” کې له رسول الله(ص) اوه روايتونه راوړي دي [41].

 

١٤- د حضرت “علي (ک)” روايات

لومړى- د حضرت “ابي حبرة” له خولې:

طبرانې په معجم کې د امام حسين د حالاتو په شرح کې له حضرت “ابى حبرة” روايتوي چې: له علي (ک) سره تر کوفې ملګرى وم. پر منبر يې د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: که په مخ کې مو ستاسې د پېغمبر ځوځات پر کړاو اخته شي؛ نو څرنګه به ياست؟ وويل شو: که داسې وشو، په اړه به يې دا الهي ازمېنه ښه تېره کړو. و يې ويل: پر هغه قسم چې زما ساه يې په واک کې ده، هرومرو ستاسې په مخ کې پر کړاو اخته کېږي او تاسې به پرې راپاڅئ او مسلماً چې وژنئ يې! بيا يې وويل:

په چل يې جګړې ته راوست او پخپله پر شا شول او سوکالي يې غوړه کړه حال دا چې دا جګړه نه کومه سوکالي ده او نه کوم عذر! [42]

 

دويم- د حضرت “هاني بن هاني” له خولې:

د طبراني په معجم، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او نورو کتابونو کې له حضرت “هاني بن هاني” له “علي” (ک) روايتوي چې: “حسین به په خورا سخته ووژل شي، او زه د هغې سيمې خاوره پېژنم، چې پکې وژل کېږي، دوو نهرونو ته په نژدې سيمې کې وژل کېږي .[43]

 

درېيم- د “خوارزمي په مقتل کې”

“امير المؤمنين علي (ک)”صفين” ته پر لار په کربلا راکوز شو او ابن عباس(رض) ته يې وويل: دا سيمه پېژنې؟ و يې ويل: نه، ويې ويل: که دې پېژندله؛نو زما په څېر به دې ژړل! بيا يې سخت وژړل او ويې ويل: زما له آل ابوسفيان سره څه کار؟! بيا يې حسين ته پام شو او ويې ويل :” زويه زغمناک اوسه،چې بابا دې له هغوى په څو ځل هماغه څه ليدلي چې وروسته يې ترې وينې .[44]

 

څلورم- په صفين کې د حضرت “حسن بن کثير” له خولې:

دا له خپل پلاره روايتوي چې:

“علي (ک) “کربلا” ته راغى او تم شو. وويل شو: اميرالمؤمنينه! دا “کربلا” ده؟ و يې ويل: د کرب او بلا خاونده! بيا يې خپل لاس هغه ځاى ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا يې وژنتون دى . [45]

 

پينځم- د حضرت”اصبغ بن نباته” له خولې:

په ذخائر العقبى او نورو کتابونو کې له حضرت”اصبغ” روايتوي چې:

“له علي (ک) سره راغلو،چې د حسين د قبر ځاى ته راورسېدو. علي (ک) وويل: دا يې تم ځاى دی! دا يې د بار را کوزولو ځاى او دا يې وژنتون دى! د آل محمد ځوانان په دې ناو کې وژل کېږي او آسمان او ځمکه پرې ژاړي. [46]

شپږم- د حضرت “غرفه ازدي” له خولې:

په اسدالغابه کې ترې روايتوي چې:

“د علي (ک) په اړه يو ډول شکمن شوم؛ځکه د فرات رود پر غاړه ورسره ملګرى وم،چې له لارې بېل شو او ودرېد او موږ هم ترې راچاپېره شو، بيا يې په خپل لاس اشاره وکړه او ويې ويل: دا ځاى يې د بار را کېوتو،تم ځاى او وژنتون دى! پلار مې له هغه ځار،چې بې له خدايه په ځمکه او اسمان کې هيڅ مرستندوى نه لري! نو هغه وخت چې حسين ووژل شو،د باندې راووتم او هغه ځاى ته ورسېدم چې پکې وژل شوى وو؛نو ومې کتل چې کټ مټ هماغه و،چې علي(ک) ويلى و! وايي: نو ځکه له خدايه مې د هغه شک په اړه بښنه وغوښته اوپوه شوم چې علي (ک) يوازې هغه څه کول، چې دنده ورکړاى شوې وه. [47]

 

اووم- د حضرت “ابي جحيفه” له خولې:

نصر بن مزاحم د “صفين” په کتاب کې ترې روايتوي چې:

“عروه بارقي، سعيد بن وهب ته ورغى او ما يې پوښتنې اورېدې: هغه داستان دې ياد دى،چې له علي بن ابيطالب دې راته ووايه؟ ويې ويل: هو،”مخنف بن سليم”، “علي” (ک) ته ولېږلم،په کربلا کې ورغلم. ومې کتل چې په خپل لاس اشاره کوى او وايي: دلته! دلته! يو تن ورته وويل: اميرالمؤمنينه! دلته به څه وي؟ ويې ويل: دلته د آل محمد عزتمن تمېږي،له تاسې دې پر هغوى افسوس وي او له هغوې دې پر تاسې افسوس وي! سړي وويل: ددې مانا څه ده؟ و يې ويل: له تاسې پر هغوى افسوس؛ دا ځکه چې هغوى وژنئ! او له هغوى پر تاسې افسوس؛ دا ځکه چې خداى مو له دې امله اور ته بوځي!”

دا کلام ترې په بل ډول هم هم روايت شوى دى:

“له هغوى پر تاسې افسوس او چې څه پرې تېرېږي پر تاسې افسوس! سړي وويل: له هغوى پر موږ افسوس پوه شو؛خو څه چې پرې تېرېږي پر موږ افسوس مانا پوه نه شو؟ ويې ويل: وژنه يې وينئ؛ خو مرسته يې کړاى نه شئ!”

 

اتم- د حضرت “عون بن ابى جحيفه” له خولې:

ابن عساکر په خپل تاريخ کې ترې روايتوى چې:

د حضرت “ابى عبدالله جدلي” کور ته مخامخ ناست وو،چې حضرت “ملک بن صحار همداني” راغى او و يې ويل: د پلاني کور راوښيه. وايي ورته مو وويل: څوک به ورپسې ولېږو،چې راشي؟ چې راغى ورته يې وويل: ياد دې دي،چې حضرت “ابومخنف”،اميرالمؤمنين ته ولېږلو او هغه د فرات په غاړه راته وويل: دلته هرو مرو د آل محمد څه سپاره تمېږي او پرې تېرېږي او وژني يې؛نو له هغوى دې پر تاسې افسوس وي او له تاسې دې پر هغوى افسوس وي؟!”

 

نهم- د “ابن کثير تاريخ” روايت

حضرت محمد بن سعد او نور وايي:

“علي (ک) صفين ته پر لار، “کربلا” او د “اشجار الحنظل” سيمې ته ورسېد او ددې ځاى نوم يې وپوښت. وويل شو: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! نو تم شو او د هغه ځاى تر يوې ونې لاندې يې لمونځ وکړ او- يو ځاى ته په اشارې يې- وويل: دلته داسې کسان شهيدان کېږي (چې بې له اصحابو کرامو) غوره شهيدان دي او بې حسابه جنت ته ځي. دا ځاى په يوه څه نښه کړ او وروسته حسين هلته ووژل شو.[48]

 

 

 

لسم- د “مسند احمد” روايت

د احمد په مسند، د طبراني په معجم، ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له حضرت “عبدالله بن نجى” له پلاره يې روايتوي چې:”له علي (ک)سره صفين ته روان وو، چې “نينوا” ته ورسېدو. ناڅاپه علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه! و مې ويل: څه ته؟ و يې ويل: يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! چا غوسه کړى يې؟ولې ژاړې؟ ويې ويل: (نه) بلکې همدا اوس جبرئيل راسره و او خبر يې کړم چې حسين د فرات پر غاړې وژل کېږي او ويې ويل: غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟ ومې ويل: هو. لاس يې وغځاوه او يو موټى خاوره يې راکړه او بې اختياره مې وژړل . [49]

په بل روايت کې:

“صفين ته تلو، د “نينوا” اړخ ته چې ورسېدو،علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه! ومې ويل: ابو عبدالله څوک دى؟ – تردې چې و یې ويل: – غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟…..[50]

 

يوولسم- د حضرت “عامر شعبي” له خولې:

د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او په تذکرة الخواص الامه کې له “عامر شعبي” څخه روايتوي چې: “علي د فرات په غاړه وويل: ابا عبدالله زغم کوه! بيا يې وويل: رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: کومه ناوړه پېښه شوې؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې حسين د فرات په غاړه وژل کېږي. وروسته يې راته وويل: خوښه دې ده،چې خاوره يې دروښيم؟ ومې ويل: هو. يو اورغوى خاوره يې را واخسته او زما په اورغوي کې يې کېښووه او بې اختياره مې وژړل.[51]

 

دولسم- د حضرت “کديرالضبي” له خولې:

ابن عساکر له حضرت “کدير خبي” روايتوي چې:

“له علي سره په کربلا او د سپېلنو په بوټو کې وو،ناڅاپه يې يوه پچه را واخسته، ويې موښله، بوى يې کړه او و يې ويل: خداى له دې ځايه يو قوم غوره کوي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [52]

 

ديارلسم- د حضرت “هر ثمه” له خولې:

وايي: “له علي (ک) سره د “کربلا د نهر” پر غاړه وم؛ يو بوټي ته ورسېدو چې لاندې ترې د هوسۍ پچې وې. يو موټى يې ترې را واخستې، بوى يې کړې او و يې ويل: له دې اويا زره تنه محشورېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [53]

د “هرثمه” روايت او په کربلا او چاپېريال کې يې له علي (ک) سره ملګرتوب بېلابېلو وګړيو روايت کړى، چې هر راوي – لکه چې لولو يې – د بل راوي وينا تاييدوي:

 

 

الف- د هرثمه د خادم حضرت “نشيط” روايت:

مولا مې هرثمه له صفين څخه راستون شو او کتو ته يې ورغلو،سلام مو پرې واچو،چې يوه مېږه تېره شوه او پچې يې وکړې. ويې ويل: دې مېږې يو کيسه راياده کړه: له علي (ک) سره له صفين څخه را ستنېدو چې کربلا ته ورسېدو. د ګهيځ لمونځ مو په بوټو کې وکړ او بيا يې د هوسيو څه اندازه پچې را واخستې، په لاس يې وموښلې، بوى يې کړې موږ ته يې وويل: په دې ځاى کې يو قوم وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي![54]

 

ب- د حضرت”ابي عبدالله الضبي” روايت

وايي: چې “هرثمه ضبي” له علي (ک) سره له صفين څخه راستون شو، ليدو ته يې ورغلوو، د خپلې هټۍ پر وره ناست و، چې مېږه يې راورسېده او پچې يې واچولې او خپلې ښځې “جرداء” ته يې [چې د علي(ک) له سر سختو پلويانو وه] وويل: دې پچو د علي داستان را ياد کړه! وويل شول: څه کيسه وه؟ ويې ويل: له صفين څخه په راستنېدو کې کربلا ته ورسېدو.علي(ک) د سپېلنو په ګڼو بوټو کې د ګهيځ لمونځ راکړ او بيا يې د هوسيويو پچې را واخستې، بوى يې کړې او ويې ويل: آه، آه! په دې بېديا یا دښته کې يو قوم وژل کېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي! راوي وايي: مېرمن يې “جردا” له کوره غږ کړ: کوم يو څېز يې نه منې؟څه يې چې ويلي تر تا ښه پوهېږي! [55]

 

ج- د حضرت “ابي عبيده” له خولې:

وايي: “هرثمه وويل: د “صفين” په جګړې کې د علي (ک) په ملګرتوب مو جګړه وکړه. کربلا ته چې را ورسېدو، لمونځ يې راکړ او چې سلام يې وګرځاوه، د هغه ځاى يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم به درنه راپاڅي، چې بې حسابه په جنت ته ولاړ شي! وايي: “هرثمه” چې له جګړې راستون شو خپلې مېرمن “جردا بنت سمير” ته يې (چې د علي لاروۍ وه) وويل: له مولا دې ابى الحسين حېرانه نه کړم؟ په کربلا کې چې تم شو، يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم درنه راپاڅي، چې بې حسابه جنت ته ځي! هغه له غيبو څه خبر دى؟ مېرمن يې وويل: سړيه، پر خپل حال مې پرېږده، چې امير المؤمنين يوازې حق ويلى دى!”

وايي: “هغه مهال چې “عبيدالله بن زياد” خپل لښکر د حسين او يارانو پر لور يې ولېږه،زه هم پکې وم او چې حسين او ملګرو تم ځي ته يې راورسېدو،هغه ځاى چې له علي (ک) سره پکې کوز شوي وو او کوم ورغوى خاوره يې چې را اخسته او کومه خبره يې چې کړې وه، ټولې مې را يادې کړې او خپل راتګ مې ښه و نه باله؛ نو له اس سره مې حسين ته ورغلم، سلام مې پرې واچو او په دې ځاى کې چې د هغه له پلاره مې څه اورېدلي و، ورته مې وويل.

امام حسين وويل: ته له موږ سره يې يا پر ضد مو يې؟ ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! نه له تا سره يم، نه دې پر خلاف يم. ښځه او اولادونه مې يوازې پرېښودي او له ابن زياده ډارېږم چې زيان ور ورسوي.

امام حسين وويل: وګرځه چې زموږ وژل کېدل ونه وينې،چې قسم پر هغه چې د محمد روح یې په واک کې دى،چې څوک نن زموږ وژنه ويني او ملاتړ مو و نه کړي، خداى به يې جهنم ته بوځي. وايي: او بېديا ته وتښتېدم، چې د هغوى وژنه مې و نه ليده!” [56]

 

د- د حضرت “جرداء بنت سمير” له خولې:

وايي: مېړه مې “هرثمه” وويل: “له علي سره يو جګړې ته ولاړو او په لار کې کربلا ته ورسيد، تر يوې ونې لاندې کوز شو او لمونځ يې وکړ. بيا يې له ځمکې څه خاوره را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: خاورې مزې دې وکړې! يو قوم درباندې وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي! وويل: له دې جګړې راستانه شوو او علي (ک) ووژل شو او دا کيسه مې هېره شوه. وايي: زه په يوه لښکر کې وم،چې د امام حسين پر لور روان و. هغه ځاى ته چې ورنژدې شو،پر هغه ونه مې نظر ولګېدو او تېره کيسه مې راياده شوه. له اس سره مې حسين ته ورغلم او ومې ويل: د رسول الله (ص) د لور زويه يو زېرى درباندې وکړم! او کيسه مې ورته وړه.امام حسين وويل: له ما سره يې يا مې پر ضد يې؟ ومې ويل: نه درسره يم او نه دې پر ضد يم! کورنۍ او څه او څه مې يوازې پرېښودې دي. راته يې وويل: که له موږ سره نه يې؛نو وګرځه، پر هغه قسم چې د حسين سا يې په واک کې ده؛ چې څوک مو وژل وويني؛ نو دوزخ ته به ځي! نو په تېښته راوګرځېدم، چې د هغوى وژنه مې ونه ليده.[57]

 

څوارلسم- د حضرت “شیبان بن مخرم” روايت

دا د حضرت عثمان (رض) پلوى و او د علي (ک) دښمن و، وايي: “له علي (ک) سره “صفين” ته ولاړو، چې يو ځاى ته ورسېدو.و يې پوښتل: دا ځاى څه نومېږي؟ ومو ويل: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! وايي: بيا پر خپلې سپرلى سپور شو او ويې ويل: دلته يو قوم وژل کېږي،چې د ځمکې پر مخ غوره شهيدان دي، د رسول الله(ص) شهيدان نه دي! وايي ومې ويل: د کعبې پر خداى قسم چې دا يې له دروغو ځنې دي. بيا مې خپل مري ته وويل چې د هغه مړه خره د پښې هډوکې راوړه او په کوم ځاى کې چې ناست و، ومو ټومبه. چې امام حسين ووژل سو خپل يارانو ته مو وويل: راځئ چې ورشو او څېړنه وکړو. ولاړو او هغه ځاى ته چې ورسېدو؛نو ومو ليدل چې د حسين بن علي تنه د هماغه ټومبلي هډوکې تر څنګ وه او د اصحابو تنې په شاو خوا کې وې [58]

ابن قولويه په “کامل الزيارات” باب: “قول امير الؤمنين فى قتل الحسين” کې څلور حديثونه راوړي دي . [59]

 

پينځلسم- د حضرت انس بن حارث روایت او دهغې شهادت

په بخاري تاریخ او ابن عساکر او نورو سرچینو کې راغلي،چې انس بن حارث، د نبیه لمسی، مخکې له دې،چې کربلا ته روان شي او د امام حسین د یارانو په ډله کې ووژل شي؛نو ده ویلي وه: خپله مې له رسول الله (ص) څخه اورېدلي،چې ویې ویل: دا زوی (حسین) به مې د کربلا پر ځمکه ووژل شي، نو چې هر څوک پر هغه ورځ وي؛نو باید یاري یې وکړي . د رسول الله(ص) د همدې سپارښتنې له امله انس بن حارث کربلا ته ولاړ او د امام حسین د یارانو په ډله کې شهید شو.

د “مثير الحزان” په کتاب کې وايي: “انس بن حارث کاهلي” دا رجز وايه او د جګړې ډګر ته ولاړ:

قد علمت كاهلنا وذودان

والخندفيون وقيس عيلان

باءن قومى افة للاقرآن

يا قوم كونوا كاسرد خفان

واستقبلوا القوم يضرب الان

آل على شيعة الرحمن

“د کاهل، ذوذان،خندف خېل او قيس عيلان ټبرونه پوه شوي چې زما قوم خپل سيالان نابود او ورکوي!

قومه!اوس د تېزو پنجو د زمريو په څېر دښمن ته مخه کړئ چې: آل علي د رحیم خداى او آل حرب د شيطان لارويان دي.[60]

 

١٦- د بني اسد د ټبرد يوه تن روايت

“عريان بن هيثم” وايي: پلار مې په دښته کې اوسېده او هماغه يې د اوسېدانى ځاى و،چې وروسته د حسين د وژلو ځای شو او چې موږ هغې درې ته تلو؛نو هلته د”بني اسد د ټبر يو تن”و. پلار مې ورته وويل: تل دې ددې ځاى ملازم او څارن وينم؟ ويې ويل: خبر شوى يم چې حسين دلته وژل کېږي؛نو دلته راځم،چې ښايې ملاتړ يې شم او ورسره ووژل شم. چې حسين ووژل شو،پلار مې وويل: ورشئ او وګورئ چې هغه “اسدي سړی” هم په وژل شويو کې دى؟ او چې ورغلو تر لټې وروسته مو وليدل چې په وژل شويو کې وو.[61]

چې څه وويل شوو،د خلفاوو او اهل بيتو په ښوونځيو او يا يوازې د خلفاوو په ښوونځي کې د امام حسين د شهادت وړاندوېنه وه،موږ د هغو رواياتو له راوړو څخه ډډه وکړه،چې يوازې د اهل البيتو د ښوونځي په کتابونو کې وو[62]

 د دواړو ښوونځیو له ګډو رواياتو څخه مو یوازې د خلفاوو د ښوونځي روایات دلته راوړل.(د خداى په مرسته) په راتلونکې بحث کې د امام حسين د شهادت لامل څېړو او د دواړو ښـوونځيو کتابونو روايات را اخلو.

 

د امام حسين د شهادت لامل

الف- ولې د امام حسین وژونکي، د امام پر وژنه لاس پورې کړ؟

ب- ولې امام حسین شهادت غوره کړ؟

طبري او نور تاريخپوهان ددې موضوع په څرګندولو کې وايي: “يزيد چې د ٦٠ س په رجب کې د خپل پلار تر مړينې وروسته خليفه شو؛نو لومړى او خورا مهم هوډ يې دا و،چې له هغو کسانو څخه بيعت واخلي،چې د پلار پر ژوندونې يې د ده د ځايناستۍ له منلو څخه سرغړولى و. له دې امله د مدينې والي “وليد بن عقبه” يې د ليک په ترڅ کې د حضرت معاويه له مړينې خبر کړ او د موږک د غوږ هومره په کوچني ليک کې يې ورته امر وکړ: “اما بعد؛حسين، عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبير(رضي الله عنهم) بيعت کولو ته راوبوله او سخت زور پرې رواړه چې بې ځنډه بيعت وکړي. والسلام [63]

 وليد ته د يزيد ليک ور ورسېد او مروان ورته وړانديز وکړ:همدا اوس څوک ور ولېږه او بيعت ته يې    راوبوله،که يې ونه منله غاړې يې پرې کړﺉ؛ځکه که دوى د حضرت معاويه له مرګه خبرشي؛نو هر يو به يو خوا ته ولاړ شي او ښکاره مخالفت به وکړي او خلک به ځان ته راوبولي؛خو بې له عبدالله بن عمر(رض) څخه،چې له جګړې او شخړې ځان ساتي او له سرخوږي پرته يې مني!”

وليد، عبدالله بن عمرو بن عثمان په امام حسين او ابن زبير(رض) پسې ولېږه.دوى يې په جومات کې وموندل او د واکمن پيغام يې ورته ووايه،چې په ګوښي ساعت کې (چې عام خلک نه وي) واکمن ته راشي. دواړو وويل: “ته ولاړ شه موږ به هم ډېر ژر درشو.” بيا امام حسين، ابن زبير(رض) ته وويل: ” زما په نظر چې د دوی مشر هلاک شوی او دا کس يې په موږ پسې رالېږلى،مخکې له دې چې د هغه د مرګ خبر په خلکو کې خپور شي ؛نو له موږ څخه بيعت واخلي.” ابن زبير وويل: “زما انګېرنه همدا ده.” امام حسين پاڅېد او د خپل کور ملګري او وسلوال يې له ځان سره کړل او د وليد کور ته روان شو او دوى ته يې وويل: “زه يوازې ورځم؛خو که زما لوړ غږ مو وارېد؛ نو په زور به راننوځئ، که نه تر راستنېدو مې همدلته وسئ.” بيا وليد ته ورغى.

له وليد سره مروان ناست و،چې امام حسين ته يې د يزيد ليک ولوست او بيعت يې ترې وغوښت.امام حسين استرجاع – انا الله و انا اليه راجعون – وويله او ويې ويل: “زما په څېر خو څوک پټ بيعت نه کوي؛لکه چې ته هم زما پټ بيعت کافي نه بولې؛خو دا چې په ډاګه د خلکو په مخ کې واخلې.”

وليد وويل: “هو.” امام حسين وويل: “چې خلک دې بيعت ته راوبلل؛نو ما هم روسره راوبوله،چې چار يو ځل پاى ته ورسي.”وليد چې جنجالي سړى نه و، ورته يې ويل: “د خداى په نامه ستون شه.” مروان ورته وويل: “پر خداى قسم که بې بيعته درنه ووځي؛نو بيا به يې په جګړې بيعت ته رابولې،بندي يې کړه،چې بيعت وکړي يا يې غاړه ور پرې کړه!”

امام حسين چې دا حال وليد ويې ويل: “يا ابن الزرقاء![64] ما وژنې يا دا؟ پر خداى قسم چې دروغ دې وويل او د ګناه اور دې بل کړ! [65]

د ابن اعشم په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مثيرالاحزان او سهوف کې راغلي :

يزيد،وليد ته وکښل او امر يې وکړ چې له ګردو مدينوالوعمومي بيعت او له حسين څخه خصوصي بيعت واخلي او خبر کړى يې و چې: “که بيعت يې ونه مانه؛نو سر يې پرې کړه!”تر دې چې وايي: حسين غوسه شو او مروان ته يې وويل: “د ززقاء زوکړې پر تا افسوس! ته امر کوې چې غاړه مې پرې کړي؟ دورغ دې وويل او پستي دې وکړه موږ د نبوت اهل بيت او د رسالت کان يو او يزيد فاسق شرابخور او آدمکش دى او په زما په څېر ورسره بيعت نه کوي .[66]

طبري وايي: “وليد جنجالي سړى نه و،امام حسين ته يې وويل: “د خداى په نوم او ياد ستون شه.” وايي: بله ورځ مروان،امام حسين ته ورغى او ويې ويل: “خبره مې واوره،چې وژغورل شې!”امام حسين وويل: “ووايه.” مروان وويل: “له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې په دنيا او آخرت درته ښه ده!” او امام حسين وويل: “انالله و انا اليه راجعون! د اسلام دې خداى مل شي! چې امت ته د يزيد په څېر شپون راشي! [67]

پر ابن زبير(رض) يې دباو راووړ؛خو پلمه يې وکړه او وليد ته ور نه رغى. بيا وليد،عبدالله بن عمر (رض) راوغوښت او ورته يې وويل: “له يزيد سره بيعت وکړهږ” عبدالله (رض) وويل: “چې خلکو وکړ؛نو بيعت به وکړم”. ده د ښارونو د بيعت تر خبرېدو پورې انتظار وايست،وليد ته راغى او بيعت يې ورسره وکړ [68].

په بل روايت کې وايي: امام حسين تر دې پېښې وروسته له خپل کوره ووت او د خپل نيکه قبر ته ورغى او ويې ويل: “اى رسول الله (ص) السلام عليکم! زه حسين د فاطمې زوى او ستا لمسى يم؛هماغه ثقل (او دروند) چې په خپل امت کې ځايناستى کړى دى. اى رسول الله (ص)! پرې شاهد وسه،چې زه يې ځانته پرېښووم او زما ملاتړ يې و نه کړ! دا مې تا ته يوه ګېله وه،چې د لېدو کتو وخت مې راورسي، د خداى درود دې درباندې وي.”

بيا يې لمونځ پيل کړ او تر سبا پورې يې رکوع او سجدې کولې [69].

په بل روايت کې وايي: له څو رکعتو لمانځه وروسته يې وويل: “خدايه! دا ستا د پېغمبر محمد (ص) قبر دى او زه ستا د پېغمبر د لور زوى يم او پر کوم کړاو چې اخته شوى يم ترې خبر يې.

خدايه! د ښېګڼو دوست او د بديو دښمن يم. اى ذى الجلال والاکرام!

ددې قبر په پار او د هغه په پار چې په دې قبر کې دى،له تا هغه څه غواړم چې ستا، ستا د پېغمبر او مؤمنانو خوښه او رضا پکې وي.”ورپسې د قبر په خوا کې تر سهاره پر ژړا شو او سر يې پر قبر کېښود او ويده شو او ويې ليدل،چې له رسول الله(ص) څخه ګڼ شمېر پرښتې راتاوې دي او امام حسين يې په غېږ کې ونيو او خپلې سينې ته يې رانژدې کړ او وچولى يې ورښکل کړ او و يې ويل: ګرانه حسينه! لکه چې دې وينم ډير ژر به په خپلو وينو کې ککړ اولېت پېت شې،د کربلا په سيمه کې،زما د امت په يوې ډلې کې به سخت تږى يې او بې له دې چې اوبه وڅښې سر دې پرې کېږي او پر همدې حال زما د شفاعت هيلمن هم دي پر دوی څه شوي! خداى دې بيخي زما له شفاعته بې برخې کړي! د خداى پر وړاندې به څه برخمني و نه لري. ګرانه حسينه! مور و پلار او ورور دې راته راغلل او ستا د ليدو لېوال دي،په جنت کې درته داسې درجې دي چې يوازې په شهادت ورته رسې….[70]

تر دې وروسته د مور و پلار او ورور قبرونو ته ورغى او وداع يې ورسره وکړه. [71]

عمر بن علي (رض) وايي: چې ورور مې حسين له يزيد سره له بيعته ډډه وکړه ورغلم او يوازې مې وليد او ورته مې وويل: ابا عبدالله درځار شم! ورور دې ابو محمد، حسن، ستا د پلار له خولې خبر کړم- په دې وخت کې مې په لپو لپو اوښکې راغلې-په غېږ کې يې ونيوم او ويې ويل: “ايا ته يې خبر کړى يې،چې زه وژل کېږم؟” ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه يوازې شوم!ويې ويل: “د پلار پر ياد مې قسم درکوم ايا پلار مې د وژنې خبر ورکړى دى.”ومې ويل: هو! اوس ولې “تاويل” نه کوې او په خپل بيعت دا (قضا) نه اړوې؟ ويې ويل: “پلار مې خبر کړم،چې رسول الله(ص) مې د پلار او زما له وژنې او دا چې قبر مې د هغه قبر ته نژدې دى خبر کړى يم! ته انګېرې پر څه چې پوهېږې،زه پرې نه پوهېږم؟! (نه) زه خوارۍ او ذلت ته بیخي غاړه نږدم! او په يقين چې مور مې فاطمه د خپل پلار ليدو ته ځي ؛نو له ځوځات سره به يې د امت له چلن څخه ګيله وکړي او هغه به بيخي جنت ته ولاړ نه شي،چې فاطمه یې دهغې د ځوځات د ځورولو له لارې ځورولى وي. [72]

هو، د هغې زمانې واکمن او لارويان روږدي وو،چې د الهي احکامو اړونې ته “تاويل” ووايي. [73]

 تر دې چې په تدريج ذهن ته به د “تاويل” تر لفظ ړومبى اړونه او تغيير راته او دا شايع او مقبوله مانا له دې امله وه،چې د امام حسين د عصر خلکو،چې په عراق کې يې د رسول الله (ص) له خولې څخه د هغه له شهادته خبر شوي وو، ټينګار يې درلود چې امام حسین الهي قضا،عراق ته پر نه تللو “تاويل” کړي؛يعنې وایې ړوي! لکه چې ځينې وړاندې تللي او له امام څخه يې غوښتل چې په خپل بيعت يې”تاويل” او واړوي! او دا هماغه د “عمر بن علي” (رض) غوښتنه ده چې ويې ويل: “ولې تاويل او بيعت نه کوې؟”يعنې ولې الهي قضا (چې وژنه ده) په خپل بيعت نه اړوې؟! دا مانا له هغو خبرو اترو هم پوهېدل کېږي،چې “محمد بن حنفيه” (رض) له خپل ورور امام حسين سره کړي (که څه څرګندونه يې پرې نه ده). ووينئ :

طبري،شيخ مفيد او نورو روايت کړى،چې امام حسين له مدينې څخه د وتو هوډ وکړ،محمد بن حنفيه(رض) ورته وويل: وروره! ته راته تر خلکو خورا ګران يې او خپل نصيحت مې يوازې تا ته سپما کړى چې ته يې وړ يې. اوس چې څومره دې له وسې پوره وي له يزيد سره له بيعت او ښارونو ته له تلو څخه ډډه وکړه.بيا دې خپل استازي خلکو ته ولېږه او د ځان اطاعت ته يې راوبوله چې که خلکو له تا او ستا لپاره بيعت وکړ،چې د خداى شاکر به وسې او که خلک په بل کس پسې ولاړل؛نو خداى به يې له امله ستا له عقل او دين څخه څه کم نه کړي او فضل او مېړانه به دې زوال نه شي. له دې ډارېږم هسې نه چې يو ښار ته ورشې او خلک په دوو ډلو شي: يوه ډله ستا پلوۍ شي او بله دې پر ضد راپاڅي او په پايله کې ته يې د بلا ډال او د نېزو لومړۍ نښه شې او په دې حال کې د دې امت د غوره شخصيت او د غوره او اوچت موروپلار د خاوند وينه تويه او کورنۍ يې خواره شي! امام حسين ورته وويل: “وروره! چېرې ولاړ شم؟”ويې ويل: “په مکه کې تم شه،چې دې زړه ولګېد هملته پاتې شه او که په آرام یې پرېنښووې بېدياوو او د غرونو څوکيو ته ولاړ شه،سيمه په سيمه وګرځه چې ووينې ددې خلکو چار چېرې سر وهي؛ نو په دې بڼه کې ته به په سم نظر او ټينګ نظر ورسره وچلېږې .[74]

تردې وروسته د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي په مقتل کې راغلي چې: امام حسين ورته وويل: “وروره! پر خداى قسم که په نړۍ کې بيخي پټځى هم نه وي؛نو له يزيد بن معاويه سره خو بيعت نه کوم؛ځکه رسول الله (ص) ويلي: “خدايه! يزيد برکتي نه کړې!” په دې حال محمد بن حنفيه دا خبره پرې کړه او پر ژړا شو.امام حسين هم ورسره وژړل،بيا امام حسین وويل: “وروره! خداى دې زما په پار ثواب درکړي،چې نصحيت دې وکړ او سم نظر دې ووايه هيلمن يم چې که خداى وغواړي،نظر دې بريالى وي،زه اوس مکې ته روان يم،چې زه خپله،ورونه، ورېرونه او لارويان مې ټول تګ ته چمتو شوي دي،غوښتنې يې زما غوښتنې او نظر يې زما نظر دى؛خو ته اى وروره! ته استثنا یې او په مدينه کې پاتې شه او په خلکو کې به زما د سترګو او غوږونو په شان یې او د دوی یوه ستونزه به هم راڅخه پټ نه کړې.” بيا يې قلم او کاغذ راوغوښت او خپل ورور محمد ته يې دا نصحيت وکښه:”

 

 

د امام حسين وصيت

 

بسم الله الرحمن الرحيم

هذا، ما اءوصى به الحسين بن على بن اءبى طالب الى اءخيه محمد المعروف بابن الحنفيه .

ان الحسين يشهد اءن لا اله الا الله وحده لا شريك له ، و اءن محمدا عبده و رسوله ، جاء بالح من عند الحق . و اءن الجنه و النار حق ، و اءن الساعة آتيته لا ريب فيها و اءن الله يبعث من فى القبور.

و انى لم اءخرج اءشرا و لا بطرا و لا مفسدا و لا ظالما، و انما خرجت لطلب الاصلاح فى اءمة جدى (ص) .

اءريد اءن آمر بالمعروف و اءنهى عن المنكر، و اءسيره بسيرة جدى و اءبى على بن اءبى طالب .
فمن قبلنى بقبول الحق ، فالله اءولى بالحق ، و من رد على هذا، اءصبر حتى يقضى الله بينى و بين القوم بالحق ، و هو خير الحاكمين .

و هذه وصيتى يا اءخى اليك . و ما توفيقى الا بالله ، عليه توكلت و اليه اءنيب .

 “دا د حسين بن علي بن ابى طالب يو وصيت دى؛خپل ورور محمد ته چې ته ابن الحنيفه مشهور دى.

حسين ګواهي لي،چې يوازې الله د لمانځنې وړ دى،ايکى يو او شريک نه لري او دا چې محمد د خداى بنده او استازى دى،چې په حق او له حق څخه راغلى دى او دا چې جنت او دوزخ حق دي او بېشکه چې قيامت راتلونکى دى او خداى ټول مړي راژوندي کوي او زه د سرغړاندۍ،مزو چړچو، فساد او تېري لپاره راپاڅېدلى نه يم؛بلکې د نيکه په امت کې مې سمونې ته مې پاڅون کړى دى.

لازم بولم چې پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه پر سيرت او د خپل پلار علي بن ابيطالب[75] پر لار ولاړ شم؛نو چې څوک زما مني په حق دې يې ومني،چې خداى د حق وړ دى او چې څوک دا دود نه مني، زغم باسم، چې خداى په حق زما او ددې قوم ترمنځ قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى.

وروره دا مې در ته نصيحت دى! توفيق مې يوازې د خداى په واک کې دى، پرې توکل کوم او پر لور يې ور ستنېږم.”

بيا يې خپله ليکنه راتاوه کړه،په خپله ګوته يې مهر کړه او خپل ورور محمد ته يې وسپارله،خداى پاماني يې ورسره وکړه او په شپه کې روان شو. [76]

 

مکې ته د امام حسين تګ

طبري او مفيد روايتوي چې: وليد د امام حسين تر تلو وروسته په عبدالله بن زبير(رض) پسې يو تن ولېږه، پلمه يې وکړه،د شپې شپې بې لارې مکې ته وتښتېد.ګهيځ يې يوه ډله ورپسې ولېږله او تر مازيګره يې ولټاوه؛خو و يې نه موند،چې مازېګر شو،په امام حسين پسې يې څوک ولېږل.امام ورته وويل: “سبا ته هوډ نيسم.” ګوذاره يې وکړه او مام پر هماغه شپه مکې ته روان شو او د وتو پر مهال يې دا آیت ولوست :

 

 

فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [77]

ژباړه : نو موسى په وېره او اندېښنه، چې د هرلوري څارنه يې کوله، له ښاره وووت او دعا يې وكړه چې: ((پالونكيه! ما له ظالمانو وژغوره.))                           

او د ابن زبير په څېر بې لارې لانړ او د مکې اصلي لار يې ونيوه. [78]

طبري او نورو ويلي دي: په لار کې عبد الله بن عمر(رض) له امام حسين او ابن زبير(رض) سره مخ شو او دواړو ته يې وويل: “له خدايه وډار شئ او د مسلمانانو په جماعت او ټولي کې درز مه اچوئ!”[79]

او هم عبدالله بن مطيع د امام کتو ته ته ورغى او ويې ويل: درځار شم چېرې ځې؟ ويې ويل: “اوس مکې ته ځم او وروسته يې له خدايه خير غواړم.” ويې ويل: خداى دې خير درکړي او ما دې درځار کړي،که مکې ته ځې نو پام چې د کوفې سپېرې سيمې ته ولاړ نه شې. هلته دې پلار ووژل شو او ورور دې بې ملاتړه شو ګوذار يې پرې وکړ او نژدې و،چې سا ورکړي. د حرم ملازم شه چې ته د عربو ښاغلى يې او حجازيان دې څوک سيال نه بولي او خلک له هرې لورې درته بلل کېږي. تره او ماما مې درځار، له حرمه مه بېلېږه،که ووژل شې، تر تا وروسته موږ ټول مريانې کېږو.

امام حسين روان و، چې د جمعې پر ورځ د شعبان پر درېيمه مکې ته ورسېد او په ننووتو کې يې دا آیت لوسته : وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ(قصص/۲۲)

ژباړه : او چې كله يې مدين ته مخه كړه؛نو و يې ويل: ((هيله من يم، چې پالونكى مې را ته سمه لار وښيي.))

ابن زبير(رض) هم مکې ته ورغى او د کعبې ملازم شو او تر څنګ يې ګرده ورځ لمونځ او طواف کاوه او کله له خلکو سره امام حسين ته تله او نظر يې ورکاوه؛خو په مکه يې د امام حسين شتون پرې خورا سخت پرېوته؛ ځکه پوهېده چې مکيان د امام حسين په شتون کې ورسره بيعت نه کوي او خلکو ته امام حسين تر هغه خورا ټولمنلى او ستر دى.[80]

تر دې وروسته مکيانو عمره کوونکيو او مسافر د امام حسین استوګنځي ته تلل را تلل . [81]

بلخوا، يزيد،وليد لرې کړ او “عمرو بن سعيد” يې د مکې او مدينې پر واکمنۍ وګوماره. [82]

کوفې ته د حضرت معاويه د مړينې خبر ورسېده او هم د امام حسين، ابن زبير او ابن عمر (رضی الله عنهم) له نه بيعت کولو څخه خبر شول؛نو کوفيانو غونډه وکړه او په يوه ليک کې يې امام حسین ته وکښل: “…. اما بعد؛ د خداى شکر چې خداى ستاسې جبار او سرغړاندۍ دښمن هلاک کړ؛هغه دښمن چې پر دې امت یې يرغل وکړ او واکمني يې وتښتوله او پر ظلم يې ورباندې حکومت وکړ……. نو د ثمود د قوم په څېر دې لرې او ورک وي.

اوس (پوه شه چې) موږ امام او مشر نه لرو،موږ ته راشه،هيله ده چې خداى مو په تا په حق يو لاس کړي او دا نعمان بن بشير (د کوفې ولسوال) د ولسوالۍ په ماڼۍ کې دى او په يوه جمعه او اختر کې هم ورپسې لمونځ نه کوو، او که خبر شو چې راځې؛نو شړو یې،چې شام ته ولاړ شي.” دا ليک يې دوو تنو ته ورکړ،چې د رمضان پر لسمه امام حسین ته راغلل.

کوفيانو دوه ورځې درنګ وکړ او بيا يې له دري پينځو سو ليکونو سره درې تنه نور ولېږل،چې خورا مهمو شخصیتونو کښلي وو.دوه ورځې وروسته دوه تنه نور یې هم ولېږل او ويې کښل: “………. حسين بن علي ته، د هغه د مؤمنو او مسلمانو پلویانو له خوا،اما بعد، بېړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا بل څوک نه غواړي؛ نو بېړه وکړه، بېړه او پر تا دې سلام وي.”

بيا د کوفې يو شمېر مشرانو امام حسین ته يو ليک وکښه چې پکې راغلي وو:

“هغه لښکر ته راشه چې درته چمتو شوى دى او پر تا دې درود وي.” [83]

او په بل روايت کې وايي: “کوفيانو ورته وکښل: يو لک تنه دې ملاتړ دي.” [84]

 

کوفې ته د حضرت مسلم بن عقيل (رض) لېږل

په دې توګه،پرله پسې د کوفيانو استازي راغلل او امام حسین ته يې ګڼ شمېر ليکونه ورکړل او امام حسین په ځواب کې ورته وليکل:

“مؤمنانو او د مسلمانانو ډلې ته! اما بعد …….. په کښل شويو مو پوه شوم،غټه خبره مو دا ده چې: “موږ امام نه لرو،موږ ته راشه،چې ښايي خداى، مو ستا له لارې پر حق او هدايت راټول کړي.” دا دى ورور، د تره زوى او د خپلې کورنۍ ډاډمن مې درولېږه او لارښوونه مې ورته کړې،چې ستا سيمې د حالاتو،چارو او نظرياتو مې خبر کړي،اوس نو که خبر يې راکړ،چې عمومي نظريات او د عقلمنو انفرادي نظرونه هماغسې دي،لکه چې په راستول شويو ليکونو کې مو دي؛نو (انشاء الله) در به شم او پر ځان مې قسم،چې امام، يوازې، هغه دى چې پر کتاب الله عمل کوونکى، عدل کوونکی او د حق پوره کوونکى وي او ځان د خداى پر لار ټينګ وساتي، و السلام”. او مسلم بن عقيل (رض) يې ورولېږه. [85]

مسلم (رض) کوفې ته ورغى. د امام حسین مینوال ورته ورغلل او د امام حسين ليک ته یې غوږ کېښود او ويې ژړل او (١٨) زرو تنو ورسره بيعت وکړ [86] او مسلم بن عقيل (رض) ،امام حسين ته وکښل :”اما بعد؛ څارن خپلو کسانو ته دروغ نه وايي. تر اوسه (١٨) زرو تنو راسره بيعت کړى دى؛نو د ليک په رسېدو،بې ځنډ را روان شه، چې ټول خلک درسره دي او له آل معاويه يې مخ ګرځولى دى. والسلام” [87]                                              

 او په بل روايت کې وايي: (٢٥) زرو تنو له مسلم بن عقيل (رض) سره بيعت وکړ او په بل کې وايي: (٤٠) زرو تنو.[88] ليکوال وايي: ښايي امام حسین ته د مسلم (رض) د ليک تر لېږلو وروسته کوفيانو خپل بيعت ته دوام ورکړى وي،چې شمېر يې (٢٥) يا (٤٠) زرو تنو ته رسېدلى وي.

طبري وايي: د بصرې يو شمېر وګړي راټول شول او د امام حسين پېښه يې رامخې ته کړه او ځينې يې له امام حسين سره يو ځاى شول او شهيدان شول.

امام حسين بصريانو ته هم ليک لېږلى و او مرسته يې غوښتې وه. [89]

وايي: يزيد، نعمان بن بشير د کوفې له واکمنۍ لرې کړ او عبيدالله بن زياد ته يې پر بصرې د امارت سربېره د کوفي ولسوالي هم ورکړه او حکم يې ورته وکړ،چې مسلم بن عقيل (رض) ولټوي او ويې وژني. ابن زياد کوفې ته راغى او د امام حسین مینوال يې تعقيب کړل او مسلم بن عقيل (رض) يې پر ضد راپاڅېد؛خو بيعت کوونکيو ځان ته پرېښود او ځانته د ابن زياد له پوځيانو سره وجنګېد او ګوذار يې وخوړ چې پاس شونډه يې وچاوده او مخکيني غاښـونه يې ولوېدل،بيا يې د کوټو له پاسه په ډبرو ايشته او تر بريد لاندې يې ونيو. بيا محمد بن اشعث ورپسې ورغى او ويې ويل: “تا ته امان دى، ځان مه وژنه!” حال دا چې په ډبرو سخت لګېدلى و، له جګړې ستړى شوى و او د کوټې يوې څنډې ته يې ډډه وهلې وه، ابن اشعث ورنژدې شو او ويې ويل: “ته په امان کې يې.” مسلم (رض) وويل: “زه په امان کې يم؟” ويې ويل: هو. پوځيانو هم وويل: “ته په امان کې يې.” مسلم (رض) وويل: “باخبر که امان مو راکړى نه و؛نو لاس مې نه درکاوه.” بيا يې را ايسار کړ او توره يې دهغه له غاړې را وايسته او مسلم (رض) وويل: “دا مو لومړۍ ټګي وه! امان مو څه شو؟ او ابن اشعث ته يې وويل: “پر خداى قسم وينم،چې ته راته د امان راکولو وس نه لرې،ايا څه خير در کې شته؟ ايا کړاى شې چې څوک د ځان له لوري واستوې،چې پيغام مې امام حسين ته ورسوي؟ زه يې وينم چې هغه نن يا سبا له خپلې کورنۍ سره راځي او دا غم او تروري مې له همدې امله ده.يو څوک ولېږه، چې امام حسين ته ووايي:”مسلم بن عقيل په داسې حال کې درته رالېږلى يم،چې پخپله هغه قوم نيولى او ګومان نه کوم تر سبا به ژوندى پاتې شي،له خپلو اهل بيتو سره وګرځه. کوفيان دې و نه غولوي چې د پلار هغه اصحاب دې دي،چې د پلار هیله دې دا وه،چې په خپله مړینه یا وژل کېدو د هغوی یو مخ هم و نه ویني! کوفيانو تا او ما ته دروغ ويلي وو او دروغ اورېدلې ته څه تدبير نه وي!” ابن اشعث وويل: “پر خداى قسم دغسې کوم او ابن زياد ته وايم،چې ما امان ورکړى دى.”

مسلم (رض) يې پر همدې حال ابن زياد ته بوت او ترمنځ يې څه خبرې وشوې او ابن زياد ورته وويل: پر ځان مې قسم چې ته وژل کېږي! مسلم (رض) وويل: همداسې ده! ويې ويل: هو. ويې ويل: نو مهلت راکړه، چې يو خپلوان ته مې وصيت وکړم. بيا يې د ابن زياد شاوخوا کسانو ته وکتل او عمرسعد بن وليد ته يې وويل: عمره! ته مې خپلوان يې او زه درته اړين يم او پر تا لازم ده، چې زما د يوه راز غوښتنه پوره کړې. عمر سعد يې له منلو ډډه وکړه او عبيدالله بن ابن زياد ورته وويل: د تره د زوى د غوښتنې له منلو ډډه مه کوه،عمر سعد پاڅېد او له مسلم سره په يوه څنډه کې کېناست چې ابن زياد څارل او مسلم (رض) ورته وويل: “چې کوفې ته راغلى يم؛ نو تر اوسه اوسوه درهمه پوروړى يم؛ ته زما لخوا دا پور ورکړه، جنازه مې له ابن زياد وغواړه او ښخ مې کړه او يو تن په امام حسين پسې ولېږه، چې ستون يې کړې؛ځکه ورته مې ليکلي و، چې کوفيان دې پلويان دي او هغه اوس پر لار دى.” عمرسعد، ابن زياد ته د مسلم راز رابرسېره کړ او ابن زياد وويل: “امين کس هيڅکله خيانت نه کوي؛ خو کله خاين کس هم امين ګڼل کېږي” او حکم يې وکړ، چې مسلم (رض) ماڼۍ ته وخېژوئ او سر يې پرې کړئ.

مسلم (رض) محمد بن اشعث ته وويل: “باخبر! پر خداى قسم که امان دې نه واى راکړې؛نو بيخي نه تسلېمېدم، پاڅه او په خپله توره له ما دفاع وکړه، چې له امانت سره دې خيانت وکړ! بيا يې د ماڼۍ سر ته وخېژاوه، تکبير يې وايه، استغفار يې غوښـته او پر پرښتو او الهي استازيو يې درود وايه او و يې ويل: “پالونکيه! زما او هغو خلکو ترمنځ قضاوت وکړه،چې يې وغولولم،دروغ يې راته وويل: او ځانته يې پرېښووم!” او د ماڼۍ پر بام يې غاړه ورپرې کړه او سر او تنه پر ځمکه راولوېده.

ابن زياد حکم وکړ “هاني بن عروه” (رض) هم بازار ته بوځى او غاړه يې ورپرې کړئ او د دواړو سرونه يې له يوه ليک سره يزيد ته ولېږل او يزيد ورته په ځواب کې وکښل: “اما بعد؛ په رښتيا چې ته هماغه يې چې ښه مې ايسې،چې په ځيرکۍ او ځواکمنۍ دې عمل وکړ،زړوز،بې باکه او مېړانى يې،په رښتيا چې پوره چار دې وکړ او ستا په اړه مې يقين رښتيا شو ……” [90]

 

عراق ته د امام حسین ورتګ

لکه چې وويل شول، مسلم بن عقيل (رض) شهيد شو او امام حسین د مسلم (رض) د ليک تر رارسېدو وروسته عراق ته د تګ لپاره چمتو شو. ابن زبير (رض) د امام حسین له موخې خبر شو او ورته يې وويل: “که هلته مې ستا په څېر لارويان درلودل؛نو ترې نه تېرېدم” (او دا چې ووېرېد، هسې نه چې تورن شي)نو ويې ويل: “خو که په حجاز کې پاتې شې او همدلته ددې چار په لټه کې وسې؛ نو انشاء الله مخالفت به درسره و نه شي. ” چې له امام حسین څخه ولاړ؛نو امام حسين وويل : “هغه ښه پوهېږي،چې په شتون کې مې له واکمنۍ څخه برخمنېداى نه شي او خلک يې له ماسره نه برابروي؛نو خوښه یې وه چې له دې ځايه ولاړ شم، چې مخه ورته خلاصه شي.” [91]

د ترويه پر ورځ – د ذيجې اتمه – هم د حجر او د کعبې د وره تر منځ سره مخ شول او ابن زبير(رض)، امام حسین ته وويل: “که پاتې کېږې او واکمني غواړې؛نو ملاتړ دې کوم او بيعت درسره کوم.”امام حسين ورته وويل : “پلار مې راته ويلي و،چې هلته ( په مکه کې) يو مشهور او نامتو سړی دی او له هیڅ پروا څخه پرته د خدای د کور درناوۍ له منځه وړي او خوښه مې نه ده،چې هغه زه وسم!”

ابن زبير (رض) وويل: “نو که پاتې کېږي، حکومت راوسپاره، چې اطاعت دې وشي او سرغړونه ونه وينې.” امام حسین وويل: نه يې غواړم. وروسته يې خپلې خبري پټې کړې [92] او په يوه روايت کې وايي: “ابن زبير (رض)،امام حسين ته يو راز ووايه او امام حسين موږ ته وويل: ابن زبير(رض) وايي: “دې جومات کې پاتې شه، چې خلک درباندې راټول کړم.” بيا يې وويل: “پر خداى قسم، که له حرم څخه بهر وژل کېږم؛نو دا ډېره غوره ګڼم،چې يوه لوېشت په حرم کې دننه ووژل شم! پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خوځنده وسم؛ نو راوباسې مې او خپلې غوښتنې راباندې پوره کوي! پر خداى قسم! په حقيقت کې هاغسې تېرى راباندې کوي لکه يهودو، چې د شنبې پر ورځ وکړ!” [93]

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې وايي: “که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛ نو تر دې مې ښه ايسي چې په ما د حرم حرمت او درناوى مات شي.[94]

امام حسين تردې وروسته د کعبې طواف وکړ، د صفا او مروه په سعې پسې يې څه برخه ويښتان لنډ کړل او له احرامه راووت او هغه يې “عُمره” کړه. [95]

 

له ابن عباس (رض) سره د امام حسین خبرې اترې

په طبري تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: چې امام حسين وتلو ته چمتو شو؛نو ابن عباس (رض) ورته راغى او د خبرو په ترڅ کې يې ورته وويل:”په همدې هېواد کې پاتې شه؛ځکه ته د حجازيانو مشر يې او عراقيانو ته وکښه که (لکه چې انګېرلې يې ده) تا غواړې؛نو لومړى دې د هغه ځاى واکمن او خپل دښمن وباسي، بيا ورشه او که له تلو څخه دې چاره نه وي؛نو “يمن” ته ولاړ شه؛نو هلته کلاګانې او درې دي،پراخه سيمه ده او د پلار مینوال دې هلته دي او د دې قوم له لاسرسۍ به هم لرې يې،بيا نو خلکو ته ليکونه لېږه او بلونکي دې هرې خوا ته استوه او هيلمن يم، چې په دې کړنو په پر خپلو موخو بريالى شې.”

امام حسين ورته وويل: “د تره زويه! پر خداى قسم پوهېږم،چې ته خيرخواه او مهربانه يې؛خو ما خپل هوډ نيولى او لار مې ټاکلې ده.”

ابن عباس (رض) وويل: “نو که تلونکى يې،دا ښځې او اولادونه دې مه بوځه،زه ډارېږم،چې هسې ووژل شی لکه حضرت عثمان (رض)،چې ووژل شو او ښځو او اولادونو يې ورته کتل.”

په اخبار الطوال کې وايي :امام حسين وويل: “د تره زويه! دې خوځښت ته هله خوځښت وايم، چې کورنۍ او اولادونه مې راسره وي! [96]

او په يوه روايت کې وايي :امام حسين وويل: “که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم،تر دې خورا ښه ده، چې په مکه کې ووژل شم او په مايې حرمت مات شي.”

 

 

او ابن عباس (رض) په ژړا شو[97]. او په بل روايت کې يې وويل: په دې خبرو يې ارام کړم [98].

 

بنى هاشمو ته د امام حسین ليک

په کامل الزياره کتاب کې وايي: ” امام حسين له مکې څخه محمد بن علي (رض) ته وکښل: “بسم الله الرحمن الرحيم ………. د حسين بن علي له لوري، محمد بن علي اود بني هاشمو خپلوانو ته يې. اما بعد، چې څوک راسره يو ځاى شي؛نو شهيدان کېږي او چې پاتې شې بريا نه مومي. و السلام [99]“.

ابن عساکر وايي :امام حسين مدينې ته يو استازى ولېږه او د عبدالمطلب يو شمېر لمسي ورسره يو ځاى شول ……… او محمد بن حنفيه (رض) هم ورپسې مکې ته راغى [100].

 

له خپل ورور محمد بن حنفيه (رض) سره د امام حسين خبرې اترې

په لهوف کې وايي: امام حسين،چې پر سبا ورځ له مکې وته؛نو پر شپه يې محمد بن حنفيه (رض) ورغى او ويې ويل: “وروره! ښۀ پوهېږې چې کوفيانو مو له پلار او ورور سره ټګي وکړه او ډارېږم چې هسې نه ته هم پر هماغه برخليک اخته شې،که همدلته پاتې شې؛نو خوندي او د حرميانو عزتمن به يې.” امام حسین وويل: “وروره! ډارېږم چې يزيد مې په ترهګريز بريد کې په حرم کې ووژني او بيا به هماغه وسم، چې ددې کور حرمت پرې ماتېږي . [101]

له مکې څخه د امام حسین حرکت او د چارواکيو مخنيوى

امام د سې شنبې پر ورځ د ذيحجې پر اتمه له مکې څخه ووت . [102]

د مکې د واکمن “عمرو بن سعيد” استازيو ورته لار ونيوه او چار شخړې،لاس اچونې او کوړو وهلو ته ورسېد. امام حسين او يارانو يې ستنېدو ته غاړه نه ايښووه او خپله لار يې وهله او مخالفينو يې غږ کړ چې : “حسينه! له خدايه نه ډارېږې؟ له ټولي وځې او په امت کې درز اچوې!” او امام حسين ورته دا آیت ولوست [103].

وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ [104]

ژباړه: او كه تا دروغجن وګني؛ نو ووايه :(( زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړه ستاسې لپاره دي، څه چې كوم تاسې يې له مسؤوليته خلاص ياست او څه چې تاسې كوئ، زه يې له مسووليته خلاص يم .))

 

له عبدالله بن جعفر(رض) سره د امام حسین خبرې اترې

عبدالله بن جعفر(رض)، امام حسین ته يو ليک له خپلو زامنو عون او محمد سره ولېږه او پکې يې کښلي وو: “اما بعد؛ درنه غواړم چې د خداى په پار د ليک په ليدو مې (له هوډه دې) واوړې؛ ځکه کومه لار چې دې غوره کړې پر تا او ستا د اهل بيتو پر محبوسۍ ډارېږم، که په دې عصر کې ووژل شې د ځمکې رڼا مړه کېږي؛ ځکه ته د هدايت لټوونکيو بيرغ يې؛ نو په تلو کې دې بيړه مه کوه،چې په ليک پسې مې در روان يم، والسلام” . وروسته “عمرو بن سعيد” ته ورغى او ترې يې وغوښتل چې امام حسين ته امان ليک وکښي او په ستاينليک او د ډالى له ورکړې يې خبر کړي او پخپله دې له ليک سره ورشي. او دغسې يې وليکل:

“اما بعد؛ له خدايه غواړم، چې له هغه څه دې واوړې چې نابود او ورکوې دې او د ودې او رشد لار در وښيي،خبر شوى يم چې عراق ته ځې، له خدايه درته له جګړې او درزه پناه غواړم، زه پر دې ډاېږم، چې لار دې د هلاکت لار وي اوس مې عبدالله بن جعفر او يحيى بن سعيد (د واکمن ورور) در ولېږل، ورسره راشه، چې امان مې درکړى او له زړه سوي،ډالۍ، ښه ګاونډه او ښه چلنه برخمن يې…..” عبدالله او يحيى امام ته ليک يووړ.

يحيى ورته ليک ولوست او په خبرو اترو شو او امام حسین ورته يو عذر ووايه چې: “يو خوب مې وليد چې رسول الله (ص) پکې و او له خوبه مې يو ماموريت وموند، چې و به يې کړم، که پر ذيان يا ګټه مې وي!”

وويل شوو: “خوب دې ووايه؟ و يې ويل: “چا ته مې ويلى نه دى او له خپل پالونکي سره د ليدو کتو تر وخته به يې و نه وايم . [105]

امام حسین د “عمرو بن سعيد” د ليک په ځواب کې وکښل: “اما بعد؛ په يقين څوک چې د خداى عزوجل لوري ته بلنه کوي او وايي چې زه له مسلمانانو ځنې يم؛ نو ښکاره ده،چې له خداى او رسول الله (ص) سره يې دښمني او شخړه کړې نه ده، زه دې امان، نېکۍ او ډالۍ ته رابللى يم، حال دا چې غوره امان، د خداى امان دى او خداى به هغه ته په اخرت کې امان ور نه کړي،چې په نړۍ کې ترې بيخي ډارېدلى نه وي؛ نو په نړۍ کې ترې الهي ډار غواړو، اوس که په دې ليک دې د زړه سوي، ډالۍ او نېکۍ هوډ کړى وي؛ نو بلنه بدله به ومومې.[106]

 

د عبدالرحمان د لور عمرې ليک

د ابن عساکر په تاريخ کې وايي: عمرې د عبدالرحمان لور هم امام حسين ته يو ليک وکښه او د امام حسين موخه يې ستونزمنه او پرې نه برلاسېدونکې ګڼله او ترې يې وغوښتل چې د حکومت مطيع او له جماعت سره مل وي او خبر يې کړ،چې يوازې او يوازې وژنتون ته ورشړل کېږي او ويل يې: “ګواهي ورکوم چې عايشې بي بي راته وويل،چې له رسول الله (ص) يې اورېدلي،چې ويې ويل: “حسين د بابل په سيمه کې وژل کېږي.” امام حسین يې د ليک په لوستو وويل: “نو ناچاره يم، چې وژنتون ته مې ولاړ شم!” او ولاړ.[107]

 

له عبدالله بن عمر(رض) سره دامام حسين خبرې اترې

او هم وايي: عبدالله بن عمر(رض) په خپل شخصي جايداد کې و،چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو. درې ورځې لار يې ووهله او ځان يې ور ورساوه او عراق ته له تلو يې منع کړ.امام حسين و نه منله او ابن عمر(رض) ورسره غاړه وکړه او و يې ويل: “پر خداى دې سپارم، چې وژل کېږې![108]

د ابن اعثم په فتوح،د خوارزمي په مقتل،مثير الاحزان او نورو کتابونو کې وايي: ابن عمر(رض) چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو،ځان يې ور ورساوه او واکمنۍ ته د غاړه ايښوو وړانديز يې ورته وکړ. امام حسين ورته وويل: “عبدالله! د دنيا له پستۍ هم دا بس دي،چې د يحيى بن زکريا سر يې د بني اسرائيلو يو بد چارې ته ډالۍ کړ؟! تردې چې ويې ويل: او خداى يې د سزا په ورکړې کې بيړه و نه کړه؛بلکې وروسته يې سخته درنه سزا ورکړه! بيا يې وويل: ابا عبدالرحمانه! له خدايه وډار شه او بې ملاتړه مې مه پرېږده. [109]

 

عراق ته د امام حسین روانېدل

 او د امام حسین خطبه

په مثير الاحزان کې تر تېرو خبرو وروسته وايي : امام حسین خطبې ته پاڅېد او ويې ويل: “

الحمدلله ، ماشاءالله ، و لا قوة الا بالله. بنيادم ته مرګ یو حتمي چار دی او زه مې له مخکینیو تېرو شویو سره د ليدو ته دومره شور او ځوږ لرم،لکه حضرت يعقوب ،چې د حضرت يوسف ليدو ته درلود،يو وژنتون را ته ټاکل شوى چې ور رسم، لکه چې وينم د بدن غړي مې د نواميس او کربلا تر منځ د بېديا لېوان ټوټې ټوټې کړي،خپلې وږې ګېډې او تش ګوډي ترې ډکوي. هو! د تقدير په قلم له کښل شوي څخه تېښته نشته،د خداى خوشحالي زموږ د اهل بيتو خوشحالي ده.پر کړاوونو يې زغم کاږو او زموږ د زغمونو بدله راکوې. د رسول الله د تن ټوټې بيخي سره جلا کېږي نه او په د خدای په جنت کې بیا سره راټولېږي. سترګې يې پرې روښانېږي او خپلې ژمنې به ورسره پوره کړي. (اوس نو) چې چا ځان سرښندنې او د خداى رسيدو ته چمتو کړى دى، موږ ته دې راشي، چې زه انشاء الله ګهيځ مهال خوځم.[110]

* ټکى

‏دا دې له پامه و نه غورځېږي،چې ددې خبرو او خطبو په راوړلو کې زموږ موخه دا نه وه،چې دا خبرې په کوم وخت او ځای کې ترسره شوي دي ،چې په باب یې بحث وکړو او څه چې ددې بحث له څېړنې څخه لاس ته راځي؛نو همغه شان یې مرتب او منظم کړو؛بلکې موخه دا ده،چې په دې بحث کې د امام حسین د شهادت په باب خپله د امام حسین او دهغه د ملګرو له لید لوري څخه یو رښتینی انځور را وړاندې کړو او په دې توګه د امام د شهادت حکمت او اغېز يې راته پر ډاګه شي او پر موخې يې د پوهېدو لپاره همدا را ته بسيا وي.

د يزيد فرمانونه

يزيد د امام حسین له حرکته خبر شو او ابن زياد ته يې وکـښل: “خبر شوى يم،چې حسين د کوفې پر لور در روان شوى دى. بې شکه ستا وخت، حکومت او ستا د واکمنۍ ځای تر ټولو وختونو، ځایونو څخه لا ډېر په یوې بلا ککړ شوی دی او زما په دې ټولو کارمندانو کې یوازې ته په داسې ستر ازمېښت اخته شوی یې. اوس له داسې پېښې سره په پېښېدو کې ته دوه لارو ته رسېدلی یې: يا به د آزاد شویو کسانو لاره غوره کوې او بله دا چې عبودیت او مريتوب ته به ورګرځې![111]

ليکوال وايي: ښايي چې يزيد په خپل ليک کې زياد (د عبيدالله پلار) ته اشاره کړي وي، چې مور وپلار يې (سميه او عبيد) دواړه مريان وو، چې بيا حضرت معاويه په خپل پلار ابوسفيان پورى وتاړه او په جاهلي ټبريز دود کې،اموى او ازاد وشمېرل شو [112] او په کنايه يې تر غوږ ورتېروي، که د امام حسين د وژنې په دنده کې ناغېړي وکړې؛ نو د آل ابى سفيان له نسبه به يې وشړي او بيا به مريي شي!

او په بل روايت کې وايي: عمرو بن سعيد د همدې ليک په څېر ابن زياد ته ليک لېږلى و. [113]

 

امام حسین او فرزدق شاعر

امام حسین په لار کې “صفاح” ته ورسېد او شاعر فرزدق ورسره مخ شو او و يې وويل: “د رسول الله (ص) اولادې مور و پلار مې درځار! څه شوي چې له حج څخه په بيړه لرې وځې؟ امام حسین وويل: ” که بيړه مې کړې نه واى؛ خو نيول شوى به واى!” بيا يې ترې د کوفيانو احوال وپوښت، و يې ويل: “زړونه يې له تا سره او تورې يې له امويانو سره دي او وروستۍ پرېکړه خو له اسمانه راکېوځي.” امام حسین ورته وويل: “رښتيا دې وويل،هر څه د خداى دي او چې څه غواړي کوي يې،پالونکى هم هر ورځ پر يو کار بوخت دى که (الهي) قضا زموږ پر خوښۍ راکېوته؛نو خداى يې د نعمتو له امله ستايو او پخپله هم د شکر د ايستو لپاره مرستندوى دى او که (الهي) قضا زموږ د خوښې پر خلاف وه؛نو هغه کس،چې نيت یې حق او جامه يې تقوا وي او ځان ساتي وي؛نو د کینې او دښمنې پر لاره به روان نشي.” بيا یې له فرزدق سره وداع وکړ او سپرلۍ يې په ځغاسته کړه [114] او چې د “حاجز” [115] سيمې ته ورسېد؛ نو کوفيانو ته يې يو ليک ولېږه او خبر يې کړل چې پر ترويه ورځ له مکې وتى او پر لور يې ورځي[116].”

 

امام حسین او حضرت عبدالله بن مطيع

امام حسین د لارې په يوه چينه کې له “عبدالله بن مطيع عدوي”[117] سره مخ شو او عبدالله ورته وويل: “د رسول الله (ص) زوکړې مورو پلار مې درځار! دلته څه ته راغلي يې؟” امام حسين له خپلې پېښې خبر کړ او عبدالله وويل: “د رسول الله (ص) زويه! د اسلام حرمت در يادوم،چې لتاړ نه شي! پر خداى قسم درکوم چې د رسول الله(ص) حرمت مات نه کړې! پر خداى قسم درکوم چې د عربو حرمت مات نه کړې! ځکه پر خداى قسم، چې څه د امويانو په لاس کې دي او ترې يې اخلې؛ نو يقين چې وژنې دې او که ته يې ووژلې؛ نو تر تا وروسته به يې بيخي له چا سترګه نه سوځي او پر خداى قسم، بيا نو دا د اسلام حرمت دى چې لتاړ او ماتېږي او هم د قريشو او عربو؛نو مه کوه او کوفې ته مه ځه او پر امويانو غرض مه کړه!”؛خو امام حسین و نه منله او خپل تګ ته يې دوام ورکړ.

او په بل روايت کې وايي: حسين دا آيت ولوست :

إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُونَ [118]

ژباړه: كه كومه ښېګنه (بريا يا غنيمت) درورسېږي؛ نو دوى ځورېږي او كه پر تا كومه سختي راځي، وايي :(( موږ خو له مخه د خپل كار چاره سنجولې وه )) او په خوشحالى درنه بېلېږي

امام حسین ورسره خداى پاماني وکړه او ولاړ[119].

 

چا باور درلود،چې امام حسین به نه وژل کېږي!

د تېرو نظریو پر خلاف،چې وویل شوې،حضرت عبدالله بن عمروعاص،.چې خپله د رسول الله (ص) له اصحابو او د خلافت له ډلې ځنې و؛نو خلک یې دې ته هڅول،چې: د امام حسين لاروي وکړئ. فرزدق له امام حسين سره تر ليدو کاتو وروسته وايي: “پر لار چې د حرم چاپېريال ته ورسېدم او ښکلې خيمه مې وليده او ورنژدې شوم او پوه شوم چې د حضرت عبدالله بن عمروعاص ده،ويې پوښتم او له امام حسين سره له ليده کاتو مې خبر کړ او ويې ويل: “پر تا افسوس! ولې يې ملګرى نه شوې! پر خداى قسم چې هغه مالک او بريمن کېږي او وسله پر هغه او يارانو يې اغېز نه کوي!” فرزدق وايي: ” پر خداى قسم هوډ مې ونيو،چې له امام حسين سره يو ځاى شم او د حضرت عبدالله خبره مې پر زړه کېناسته،بيا د پېغمبرانو پر ياد او وژنو يې بوخت شوم او دې را يادونې مې له يو ځاى کېدو ورسره مخه ونيوه …..[120]

 

امام حسین او حضرت زهير بن قين

امام حسین خپله لار وهله، چې “زرود” ته ورسېد او هلته له ” حضرت زهير بن قين” [121]سره مخ شو. راوي چې د حضرت زهير له ملګرو څخه و وايي: موږ له مکې څخه له امام حسين پر یوه لاره باندې راووتو او بيخي مو نه غوښتل چې په يوه ځاى کې ورسره تم شو؛ داسې چې که امام حسين به حرکت کاوه؛نو حضرت زهير تمېده او چې درېده به نو حضرت زهير به لار وهله،تر دې چې له ناچارۍ په يو ځاى کې سره تم شوو.امام حسين په يوه څنډه کې ځاى ونيو او موږ په بله څنډه کې. پر خوړو بوخت وو،چې ناڅاپه د امام حسين استازى راغى تر سلام وروسته يې وويل: “زهير بن قينه! اباعبدالله حسين بن علي رالېږلى يم، چې ورشې!” وايي: وچ کلک او هک پک شوم، داسې چې څوک هر څه له لاسه وغورځوي، لکه چې مارغه مې پر سر ناست و. مېرمن يې ورته وويل: د رسول الله (ص) زوى دې غواړي او ته نه ورځې؟ سبحان الله! کاشکې ورشې او خبره يې واورې! حضرت زهير، امام حسين ته ورغى او ډېر وخت تېر نه و،چې خوشحاله راستون شو او حکم يې وکړ،چې خيمه او وزلي يې د امام حسين له کاروان سره يو ځاى کړي. بيا يې خپلې مېرمن ته وويل: ته ازاده يې،له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه چې ښه مې ايسي،نېکي مې در ورسي. وروسته يې خپلو ملګرو ته وويل: د چا چې خوښه وي له ما سره دې ولاړ شي که نه دا مې وروستي ليده کاته دي.

په بل روايت کې، ويې ويل: چې څوک شهادت غواړي را پا دې څي او چې نه يې غواړي ولاړ دې شي. [122]اوس درته يوه کيسه کوم. په بلنجر کې مو جګړه وکړه او خداى بريالي کړو او غنیمت مو تر لاسه کړ. سلمان باهلي را ته وويل: له خداى درکړې بريا او له تر لاسه شويو غنیمتونو څخه خوشحاله يې؟ ومو ويل: هو، و يې ويل: که د آل محمد ځوانان دې وموندل – او په بل روايت کې: که د آل محمد د ځوانانوښاغلى دې ومونده[123]؛نو له هغوى سره په ملګرتوب کې له جګړې او کوم غنیمتونه چې تر لاسه کوئ؛ نو خورا پرې خوشحاله وسئ! او اوس مو پر خداى سپارم[124].

مېرمن يې ورته وويل: خداى دې خير درکړي،هيلمنه يم چې د قيامت پر ورځ مې د امام حسين نيکه ته ورياده کړې.

امام حسین د حضرت مسلم او حضرت هاني له وژنې خبر شو

چې امام حسین “ثعلبية” ته ورسېد،د اسدي ټبر دوو تنو خبر کړ چې د ټبر يو تن يې وايي، له کوفې راغلم او د مسلم بن عقيل او هاني بن عروه وژنې مې وليدې،چې جنازې يې په بازارونو کې ګرځولې!

امام حسین وويل: “انالله و انااليه راجعون” خداى دې پرې ورحمېږي.

او دا جمله يې څو ځل وويله. دواړو اسدي سړيو وويل: “پر خداى قسم درکوم،چې ځان او خپل اهل بيت دې ومومې او له همدې ځايه ستون شې،چې ته کوفه کې نه کوم ملګرى لرې او نه کوم مینوال؛بلکې ډارېږم چې هسې نه کوفيان دې پر خلاف وي.” په دې وخت کې د عقيل زامن پاڅېدل او و يې ويل: “نه پر خداى،مقاومت کوو،چې خپله وينه وغواړو،يا چې څه مو ورور څښلي ويې څښو!” امام حسين هغو دوو تنو اسدي وګړيو ته وکتل او و يې ويل: “تر دې وروسته په ژوند کې هيڅ خير نشته.” وايي: پوه نشو چې د خپلې لارې پر دوام هوډمن دى؛نو و مو ويل: خدى دې خير درکړي او امام حسين وويل: خداى دې درباندې ورحمېږي[125]

 

د ابن اشعث او ابن سعد استازي

د ذهبي په تاريخ الاسلام کې راغلي : عمر سعد يو تن پر اوښ سپور امام حسين ته ولېږه، چې د حضرت مسلم بن عقيل له وژنې يې خبر کړي. د دينوري په اخبارالطوال کې راغلي : چې حسين “زبالې” ته ورسېد د محمد بن اشعت او عمر سعد استازي ورسره مخ شول او د ابن شعث او عمر سعد ليکونه يې ورسپارل؛هغه ليکونه چې حضرت مسلم له ابن اشعث او عمر سعد څخه غوښتي و،چې د کوفیانو له بې وفایۍ او دهغوی له بیعت ماتونې څخه امام حسین خبر کړي.امام حسین ددې ليک په لوستو مخکینی خبر بيخي رښتيا وباله [126].

په طبري تاريخ کې وايي: محمد بن اشعت،”اياس بن عثل طائي” ولېږه او ورته يې وويل: “امام حسين ووينه او دا ليک ورکړه” او د حضرت مسلم غوښتنه يې پکې کښلې وه. اياس په “زوباله” کې له امام حسين سره مخ شو او ليک يې وروسپاره او امام حسين وويل: “چې څه مقدر شي، هغه نازلېږي،موږ خپله دنده عملي کوو او د خداى په محضر کې به موږ خپله غوښتنه او د امت فساد راوړاندې کړو. “

 

امام حسین خپل ملګري د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبروي

طبري او نور وايي: چې امام حسين به د اوبو له هرې چينې تېرېده؛نو د هغه ځاى خلک به ورسره يو ځاى کېدل،تر دې چې “زباله” نومې ځاى ته ورسېد او د حضرت عبدالله بن يقطر له شهادته خبر شو،چې ابن زياد وژلى او امام حسین نوموړى کوفيانو ته استولى و،په دې وخت کې یې لاندې ليکنه راوايسته او خلکو ته يې ولوسته :

“بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد، اوس د مسلم بن عقيل، هاني بن عروه او عبدالله بن يقطر د وژنې ناوړه خبر، څرګنده شوه چې زموږ پلویانو او مینه والو مو ملاتړ ونه کړ؛نو هر څوک پخپله خوښه ستنېداى شى،چې پر هغوی باندې زما له لورې کومه ژمنه نشته.” خلک هم ترې کيڼ او ښي لوري ته خپاره واره شول او امام حسين او هغه ياران يې پاتې شول،چې له مدينې ورسره راغلي وو! امام حسين دا چار ددې لپاره وکړ،چې پوهېده د دښتې اوسېدونکي خلک یا بېديا مېشتي پر دې باور دي،چې دوی هغه هېواد ته ځي،چې هلته به واکمن شي او دهغه ځای خلک به ورسره درېږي؛نو ځکه د امام حسین ښه نه اېسېده،چې دا ډله ورسره وي؛خو دا چې پوه شې چېرې ځي او امام حسين ښه پوهېده که موخه او موضوع ورته څرګنده شي،څوک يې نه ملګري کېږي؛خو دا چې پخپله خوښه د امام حسین ملګري شي.

 

د بني عکرمه له يو تن سره لیدل

راوي وايي: چې ګهيځ شو امام حسین خپلو ځوانانو ته وويل چې ښې ډېرې اوبه را واخلئ،بيا روان شو،چې د “عقبې” نومې ځاى ته ورسېد. دلته د “بني عکرمه” د ټبر يو تن د امام حسین کتو ته راغى او و يې پوښتل: چېرې ځې؟ امام حسين ورته پېښه وويله او هغه وويل: “پر خداى قسم درکوم،چې ستون شه،پر خداى قسم، يوازې له نېزو او تېرو تورو سره مخ کېږې؛ځکه دوى چې پيغام دراستولى،که داسې وه، چې پخپله يې جګړه کړې واى او لار چاره يې درته چمتو کړې واى او بيا ورغلی وای؛ نو دا ښه چار و؛خو تا چې کوم شرايط وويل زه سلا مشوره نه درکوم چې دغسې يو چار وکړې.” امام حسین ورته وويل: “د خداى بنده!چې څه دې راته وويل،راته ښکاره و او معقوله لا هماغه ده،چې وړاندېز دې وکړ؛خو خداى په خپل چار کې نه مغلوبېږي.[127]

په اخبارالطوال کې وايي: “دې سړي امام حسين خبر کړ،چې ابن زياد د قادسيې او عذيب ترمنځ ورته لښکر چمتو کړى دى او رسېدل دې څاري او هم يې وويل: چا چې ليکونه در استولي،پرې مه ډاډمنېږه؛ځکه دا به لومړۍ ډله وي،چې جګړه به درسره پيل کړي ……..[128]

او په بل روايت کې وايي : امام حسين تر دې وروسته وويل: “پر خداى تر هغې مې نه پرېږدي،چې زړه مې له ګوګله راوباسي،چې له دې چار وروسته به پرې خداى داسې يو تن برلاسى کړي،چې خوار او سپک به يې کړي، داسې چې په امتونو کې به خورا ټيټه او پسته ډله وي![129]

يو بل ګواښنګرى

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې، راوي وايي : په بېديا یا دښته کې مې يوه خيمه وليده او ومې ويل: دا به د چا وي؟ وويل شول: د امام حسين ده. وايي: ورنژدې شوم او يو ستر شخصيت مې وليد،چې قرآن کريم يې لوست او پر مخ او ږيرې يې اوښکې بهېدې. ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! کوم څيز اړ کړې چې دې بېديا ته راشې؟ امام حسین وويل: دا د کوفيانو ليکونه دي،چې رالېږلي یې دي او يقين لرم،چې همدوى مې وژونکي دي او چې داسې يې وکړل؛نو د خداى هر حرمت به مات او خداى به پرې داسې يو تن سر لاس کړي،چې ذليل او خوار به يې کړي،داسې چې د ښځو مياشتنى عادت ته تر اېـښودنې ټوکره به هم خورا ناڅيزه وي![130]

ځينې روايات چې يو تر بله پرتله شي؛نو څرګندېږي،چې امام حسین په درېيو ځايونو کې له درېيو تنو سره په خبرو اترو کې ويلي،چې ژر به يې ووژني او خداى به دا کسان خوار کړي او د (ناکسانو) په منګولو کې به راګېر کړي او په څرګنده يې دا خبرې کولې.

امام علي بن الحسين رضى الله عنه وايي: “له حسين سره ووتو،چې چېرې به تمېدو يا ترې خوځېدو؛نو د يحيى بن زکريا خبرې يې کولې او يوه ورځ يې وويل: د خداى پر واړندې د نړۍ يوه پستي دا ده، چې د يحيى بن زکريا سر د بني اسرائيلو يوې بدچارې ته ډالۍ کېږي.[131]

 

له حر سره د امام حسین چلن

امام حسین خپله لار وهله،چې په اشراف (له واقعې څخه دوه ميله لرې پروت د او درې سترې څاګانې لري) کې دمه شو او ګهيځ مهال يې خپلو ځوانانو ته وويل: چې ښې ډېرې اوبه واخلئ.

امام حسين له “اشرافه” تېر شو او ورځ چې نيمه شوه، ناڅاپه يې يو ملګري د تکبير غږ وکړ. امام حسین ورته وويل: “ولې دې تکبير ووايه؟” ويې ويل: “د کجورو بڼونه مې وليدل!” د بني اسد ټبر دوو تنو وويل: په دې سيمه کې خو بيخي کومه د کجورو ونه نشته! امام حسين وويل: نو څه دي؟ وويل شول: په ګومان مې چې د دښمن د څار ټولى دى. امام حسین وويل: زه يې هم دغسې وينم او دواړو ته يې وويل: ايا دلته کوم لوړ ځاى شته،چې ور شو او ورته مو شا شي او له لښکر سره له يوې لورې مخامخ شو؟ وويل شوو: هو، په څنګ کې مو “ذوحسم” دی،که کيڼ لوري د دښمن له لښکره وړاندې ور ورسې؛نو مطلب به دې پوره شي. امام حسین د هغه ځاى پر لور ور روان شو او تر ډېر لږ وخت وروسته د دښمن لښکر ښکاره شو او په يوه ليکه کې ورسره شو؛خو امام حسين ترې مخکې غره ته ورسېد او ځاى پر ځاى شو. د حر بن يزيد په مشرۍ زر تنېز لښکر ما سپښين مهال د امام حسين او ملګرو پر وړاندې يې په يوه ليکه ودرېدل.امام حسين خپلو يارانو او ځوانانو ته وويل: “دې ډلې ته اوبه ورکړي او خړوب يې کړئ! او پر سپرليو يې هم اوبه وڅښئ!” په اوبو يې ښه ماړه کړل.ورپسې يې درې څلور وارې په لګنونو کې اسونو ته اوبه ورکړې.علي بن طعان محاربي وايي: زه د حر وروستى پوځي وم چې راورسېدم،امام حسين چې زما او د اس سخته تنده وليده و يې ويل:” اءنخ الراوية،يعنې سپرلۍ دې سموله” راويه؛ موږ د اوبو خيږ ته وايي (نو ځکه پوه پرې نه شوم) بيا يې وويل: “وراره! سپرلۍ سملوه”هغه مې سملوله. ويې ويل: وڅـښه،چې اوبه مې څښلې؛نو له خيږه اوبه راوتې. امام حسين وويل: د خيږ خوله وتړه. وايي: سرګردانه شوم او نه پوهېدم چې څه وکړم،چې امام حسين راپاڅېد او خوله يې وتړله او سپرلۍ مې وڅښلې. [132]

 ليکوال وايي: ايا د امام حسين د خوځښت پلټونکى دې حیرانوونکي چار ته کوم علت نه مومې؟ دا چې امام حسین زر تنه له سپرليو سره يې خړوبوي او تر دې واړندې خپلو يارانو او ځوانانو ته ووايي،چې ښې ډېرې اوبه واخلئ؟! ايا شونې نه ده،چې امام حسين په دې ځانګړې ځاى کې له خپل نيکه څه خبرې اورېدلې وي؛هغه خبرې چې رسول الله(ص) له علايم الغيوب تر لاسه کړې وې؟ طبري او نور وايي: حر د حصين بن نمير په امر له زرو تنو سپرو سره له قادسيې راغلى و؛ځکه عبيدالله بن زياد د امام حسين د حرکت په خبرېدو خپل امنيه قومندان “حصين بن نمير” ته امر وکړ،چې په “قادسيه” کې لښکر ځاى پر ځاى کړي او له “قطقطانه” څخه تر “خفان” پورې څارونکي وګوماري او حصين د امام حسين مقابلې ته حر ولېږه.حر د امام حسين تر څنګ و،چې د ماسپښين لمانځه وخت شو او امام حسين خپل مؤذن ته وويل،چې اذان وکړي،تر اذان وروسته امام حسين مخامخ ورته ودرېد او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل: “خلکو! دا مې د خداى او ستاسې پر واړندې عذر دى،زه ستاسې د ليکونو او استازيو له امله راغلى يم،چې په يوه غږ مو ويل: “راشه چې امام نه لرو، ښايي خداى په تا موږ د هدايت پر لور راټول کړي” اوس نو که پر هماغه ژمنه ولاړ ياست؛ نو راغلى يم، اوس نو که ژمنه راسره کوئ، چې پرې ډاډمن شم؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې مو ونه کړل او درتګ مې نه خوښوئ؛ نو مخ در نه اړوم او د خپلې پيلامې ځاى ته ستنېږم.”

راوي وايي: خلک چوپ شول او مؤذن ته يې وويل: اقامه ووايه او تر اقامې وروسته امام حسين،حر ته وويل: “ايا غواړې چې له خپلو ملګرو سره دې لمونځ وکړې؟”ويې ويل: “نه؛ بلکې په تاسې پسې لمونځ کوم” او امام حسين لمونځ ورکړ.

بيا خپلې خېمې ته ننووت او ياران يې پرې راټول شوو او حر هم خپل ځاى ته ورغى؛خپلې خېمې ته ننووت او يوه ډله ياران يې ورغلل او پوځيان يې هم خپلو ليکو ته ستانه شول او هر يو د خپلو سپرليو پړي ونېول او پر سيورې لاندې کېناستل،چې ماذيګر شو او امام حسين امر وکړ چې تلو ته چمتو شئ،بيا راووت او خپل مؤذن ته يې وويل چې د ماذيګر لمانځه ته اذان او اقامه ووايې،د جماعت لمونځ يې ورکړ او وروسته يې د خداى تر ستاېنې وروسته وويل:

“اما بعد؛ خلکو!که ځان ساتي شئ او حق خپل وړ ته يې (په رسميت) وپېژنی؛نو خداى به خوشحاله کړئ او موږ اهل بيت تردې مدعيانو چې په ناروا او تيرې درباندې واکمني کوي، ستاسې ولايت او مشرۍ ته خورا وړ يو، اوس نو که موږ نه خوښوئ او حق مو (په رسميت) نه پېژنئ او اند مو د خپلو ليکونو او استازيو پر خلاف دى؛ نو درنه تېريږم!”

حر وويل: “پر خداى قسم موږ خو له دې ليکونو ناخبره يو!”

امام حسين وويل: عقبه بن سمعان! [133]له ليکونو ډکې خورجينې راوړه،رايې وړې او ليکونه يې ورته په مخ کې خپاره کړل.

حر وويل: “موږ له هغوى نه يو،چې ليکونه يې در لېږلي؛بلکې مؤظف يو چې تر ليدو وروسته جلا در څخه نه شو او عبيدالله بن زياد ته دې بوځو.”

امام حسين وويل: “تر هغه خو مرګ درته را نژدې دى.” بيا يې خپلو يارانو ته وويل:”پاڅئ او سپاره شئ” سپاره شول او ودرېدل،چې ښځې يې هم سپرې شي؛ بيا يې خپلو يارانو ته وويل: “ستنېږو!”

او چې سنتېدل؛نو د حر لښکر يې مخه ونيوه او امام حسين،حر ته وويل: “مور دې بوره شه، څه غواړې؟” حر وويل: “پر خداى قسم،که بې له تا بل راته دا خبره کړې واى او ستا اوسنۍ حال يې درلوداى؛ نو کټ مټ مې داسې ځواب ورکاوه،چې مور يې بوره شوې واى؛نو چې هر څوک و، و به؛خو پر خداى قسم! زه حق نه لرم چې د مور نوم دې په ناوړه ياد کړم!” امام حسين ورته وويل: “نو څه غواړې؟” حر وويل: “پر خداى قسم،عبيدالله بن زياد ته دې بوځم.” امام حسين وويل:” پر خداى قسم ستا نه منم.”حر وويل: “پر خداى قسم زه دې هم نه پرېږدم” او دا خبرې چې درې ځل وويلې او چې خبرې اترې ډېرې شوې،حر ورته وويل:”له تا سره د جګړې دنده راکړاى شوې نه ده؛ يوازې مؤظف يم،چې بېل درنه نشم،چې کوفې ته دې بوځم، که يې نه منې؛ نو يوه داسې لار چې زما او ستا په خوښه نه وي،چې زه عبيدالله بن زياد ته ليک وکښم او ته يې يزيد بن معاويه ته او که دې خوښه وه عبيدالله بن زياد ته هم،چې ښايې خداى مې پردې چار وژغوري او ستا له چاره پر څه اخته نشم.” او درېيمنۍ لار يې وښووه او و يې ويل: له دې لوري ولاړ شه او د “عذيب” او د “قادسيه” له لارې کيڼ لوري ته مخه کړه.امام حسين له خپلو يارانو سره روان و او حر ورسره ملګرى و.

 

 

لښکرو ته د امام حسین وینا

او چې “بيضې” ته ورسېدل؛ نو امام حسين د خداى تر ستاېنې وروسته خپلو او د حر يارانو ته وويل: “خلکو! رسول الله (ص) وويل: “چې څوک ظالم واکمن وويني،چې د خداى حرام حلالوي، د خداى ژمنې ماتوي،د رسول الله (ص) له سنتو سره مخالفت کوي او د خداى له بندګانو سره په ګناه او تېري چلېږي او دا سړى يې په لاس او خوله مخالفت ته پانڅي،پر خداى ده، چې د ظالم مقام ته يې وردننه کړي! باخبر،چې دې ټولي د شيطان اطاعت ته غاړه ايښې او د رحمان خداى اطاعت يې پرېښى دى. فساد يې ښکاره،الهي حدود يې پرېښي،بيت المال يې مصادره کړى،د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام کړي دي او زه له دوى سره مخالفت ته خورا وړ او مناسب يم. په تېره بيا چې ستاسې ليکونه راورسېدل او ستاسې استازي راسره بيعت کولو تو راغلل،چې نه مې تسليم کړئ او نه مې يوازې پرېږدئ. اوس نو که پر خپل بيعت ټينګ پاتې شئ؛نو خپلې ودې او رشد ته رسئ، چې زه حسين د علي زوى او د رسول الله (ص) د لور فاطمې زوى يم. پر خپل ځان او خپلې کورنۍ به ستاسې د کورنۍ ملاتړ وکړم

او تاسې هم په ما پسې اقتدا وکړﺉ او که داسې مو و نه کړه او خپله ژمنه او بیعت مو راسره مات کړ؛نو پر خپل ځان مې قسم،چې ستاسې دا کار نوی نه دی،ځکه تاسې همدا کار زما له پلار، ورور او د تره زوۍ مسلم سره هم وکړ او هغه څوک به ډېر مغرور او غولېدلی وي،چې ستاسې ملاتړ ته زړه خوشالوي، تاسې خپله ګټه په وړیا ډول له لاسه ورکړه او خپل نصیب مو تباه کړ ،هو! چا چې ژمنه ماته کړه، يوازې په خپل زيان يې ماته کړې ده او خداى به مې ژر درنه مړه خوا او بې نيازه کړي. والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته!”

 

د امام حسین بله وینا

امام حسین په “ذى حسم” کې هم وينا وکړه او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل: “چې څه راباندې راکېوتي، ښه يې وينئ،په رښتيا چې دنيا ناوړه شوې،د دنیا ښو شا کړې او څه ترې نه دي پاتې ،خو د ژوند ډېر لږ او ناڅیزه عیش او عشرت،چې له کړخت او کړاو پرته بل څه نه دي. ايا نه ونيئ چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو مخه نه نيول کېږي؟! حق ده، چې مؤمن بايد د لقاء الله هيله وکړي! او زه مرګ يوازې نېکمرغي او له ظالمانو سره ژوند پړه او ملامتي ګڼم.”

ورپسې حضرت زهير بن قين پاڅېد او د امام حسین يارانو ته يې وويل: “تاسې خبرې کوئ يا يې زه وکړم؟” وويل شوو: همدا ته خبرې وکړه.حضرت زهير د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: “يا ابن رسول الله(ص)،خداى دې هدايت کړه!ستا خبرې مو واورېدې،پر خداى قسم که دنيا راته همېشه او موږ پکې تلپاتې واى او بېلتون ترې يوازې ستا په ملګرتوب واى موږ ستا ملګرتوب پر ژوند غوره ګاڼه. امام حسین ورته دعا وکړه او په ښو خبرو يې ځواب کړ.”

په دې وخت کې : حر د امام حسین تر څنګ ودرېد او ويې ويل: “حسنيه! خداى در ياد کړه او ځان مه وژنه، چې زه وينم که جګړه وکړې درسره جنګېږي او که جګړې ته راښکوول شوې؛ نو په يقين چې وژل کېږې!”

امام حسين ورته وويل: “ما له مرګه داړوې؟! تاسې ګومان کوﺉ که ما ووژنی؛نو هر څه به سم شي؟! نه پوهېږم چې څه درته ووايم! خو هماغه درته وايم،چې هغه اوسي سړي (چې له رسول الله سره د ملاتړ هوډ درلود) خپل د تره زوى ته وويل: چې يې ترې وپوښتل: چېرې ځې؛ ته خو وژل کېږې؟!”

و يې ويل:

ساءمضى و ما بالموت عار على الفتى

اذا ما نورى حقا و جاهد مسلما

وآسى الرجال الصالحين بنفسه

و فارق مثبورا يغش ويرغما

ځم، چې مرګ ځوانمرد ته ننګ نه دى.چې حق نيت وکړي او په ايمان جګړه وکړي او د صالحينو په لار کې سرښندنه وکړي او له ذليل چلي نابود شوي څخه جلا شي.

 

له کوفې د یارانو رارسېدنه

حر د دې خبرو په اورېدو له امام حسين بېل شو او له خپلو يارانو سره يې له امام حسين سره لار بدرګه کوله، چې “عذيب الهجانات” ته ورسېدل او پام يې شو چې د کوفې له لوري څلور سپاره ورته را روان دي او د هلال بن نافع زين کړى اس په ځان پسې را کاږي او “طرماح بن عدى” یې لارښوونه کوله،چې داسې یې وويل:

يا ناقتى ! لا تذعرى من زجرى

وشمرى قبل طلوع الفجر

بخير ركبان و خير سفر

حتى تحلى بكريم النجر

الماجد الحر رحيب الصدر

اءتى به الله لخير اءمر

زما سپرلۍ! له ځغلولو مې مه اندېښمنېږه

او هڅه وکړه، چې تر ګهيځ وړاندې

 غوره سپرو او اوچتو مسافرو ته ورسې

 چې د عزتمنو په عزت ووياړې

 هغه ستر سينه پراخه شخصيت

 چې خداى يې خپل غوره چار ته را بوتلې

 او هلته همېشه تلپاتې لري.

راوي وايي: چې امام حسين ته راورسېدل دا بيتونه يې ورته وويل او امام حسین ورته وويل: “هيلمن يم، چې څه خداى راته غوښتي، خير وي، که ووژل شم يا بريالي شوم.”

دلته حر ورغى او امام حسين ته يې وويل: “دا نوي راغلي کوفيان دي او له تاسې سره له راغليو ځنې نه دي؛ نو ځکه يې نيسم يا يې منع کوم.”امام حسین ورته وويل: “چې زه په څه له ځانه ملاتړ کوم له هغوى هم ملاتړ کوم، هغوى مې مرستندويان دي او تا راسره ژمنه کړې،چې د ابن زياد د ليک تر رارسېدو مې بيخي مزاحم نه شې.” حر وويل: “هو! خو دوی له تا سره نه وو.” امام حسین وويل: “دوى مې ياران دي او راسره د راغليو په څېر دي، اوس نو که ته مو ترمنځ تړون ته ژمن يې او عمل پرې کوې؛نو ډېره ښه که نه مبارزه درسره کوم.” حر (چې دغسې وليدل) هغوى يې پرېـښوول. بيا امام حسین راغليو ته وويل: “د کوفيانو حال راته ووياست.”يو تن يې حضرت مجمع بن عبدالله عائذى وويل: “د خلکو مشرانو ته يې ښې ډېرې بډې ورکړي،کڅوړې يې ورډکې کړي، ځان ته يې رامات کړي او نږه مشورې ورکوي؛نو دوى ټول ستا يو لاس دښمنان دي؛خو د نورو خلکو زړونه درسره دي؛خو سبا درباندې تورې وروي!”

امام حسين وويل: “کوفې ته مې له استازي خبر ياست؟”وويل شو:څوک و؟ويې ويل: “قيس بن مصهر ميداوى.” وويل شوو: هو!حصين بن نمير هغه ونيو او ابن زياد ته يې واستاوه او ورته يې وويل چې تا او پلار دې وکنځې؛خو هغه درباندې درود ووايه او هغه ابن زياد او پلار يې وکنځه او خلک يې ستا ملاتړ ته راوبلل او ستا له راتلو يې خبر کړل او ابن زياد امر وکړ،چې د ماڼۍ له بامه يې راګوذار کړئ.

د امام حسين له سترګو اوښـکې وبهېدې او دا آيت يې ولوست:

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (احزاب/۲۳)

ژباړه: په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نۀ ړوله.

امام حسین بیا وويل: “خدايه! جنت مو هستوګنځى کړې او موږ او هغوى دې د خپلې لورونې په سيورې او ثوابونو کې راټول کړه.”

بيا “طرماح بن عدى” امام حسين ته نژدې شو او ورته يې وويل: “پر خداى قسم، وينم دې چې څوک درسره ملګرى نشته او يوازې همدا څارن پوځيان دې جګړې ته بسيا دي،حال دا چې له کوفې څخه له راوتو مخکې مې له ښاره دباندې يو ګڼ شمېر ټولى وليد،چې سارى يې ليدل شوى نه و او چې ومې وپوښتل؛نو وويل شول: دوى چمتو شوي،چې د حسين پر لور ورشي،اوس نو پر خداى دې قسم درکوم،چې يو ګام هم مه وراخله او که غواړې يوې بلې سيمې ته ولاړ شې او د خداى په پناه کې نوى هوډ ونيسې؛نو ما سره ولاړ شه،چې خپلې سوق الجيشي سيمې “اُجاء” ته دې بوځم،چې پر خداى قسم موږ هلته د “غسان” او “حمير” د پاچايانو په څېر او له “نعمان بن منذر” او بل هر ظالمه خوندي وو او پر خداى قسم چې بيخي ذليل او خوار شوي نه يو. زه درسره ځم، چې هلته ولاړ شو او بيا به د “طى” د ټبر د “اجا” او “سلمى” په سړيو پسې څوک ولېږو، چې پر خداى قسم، تر لسو ورځو په لږه موده کې د “طى” د ټبر سپاره او پياده ټول درته راځي،بيا نو تر خپلې خوښې له موږ سره وسه او که کومې پېښې ته تشويش کې کړې؛نو زه ژمنه کوم،چې ځايي شل زره جنګيالي دې په چوپړ کې دي،چې ملاتړ ته دې تورې ووهي.

هو! پر خداى قسم، چې يو تن يې هم پاتې وي، پر تا به يې لاسبري نه وي.”

امام حسین ورته وويل: “خداى دې تا او ستا قوم ته خير ورکړي،زما او د دې قوم ترمنځ يوه ژمنه ده،چې ناليدلې يې ګڼلاى نه شم او نه پوهېږم، چې سر به يې چېرې وځي.”

امام حسين خپله لار وهله،چې د “بني مقاتل ماڼۍ” ته ورسېدل او تم شول او هلته يې يوه خيمه وليده، ويې پوښتل: دا د چا خيمه ده؟ وويل شول: د “عبيد الله بن حرجعفي” ده. امام حسین وويل: را ويې غواړئ. يو تن يې ورپسې ولېږه او استازي ورته وويل: حسين بن علي دې غواړي.

عبيد الله بن حر وويل: “انالله و انااليه راجعون”: زه يوازې له دې امله له کوفې راووتم، چې ښه مې نه اېسېدل چې زه په کوفه کې واى او امام حسين راننووتى واى! پر خداى قسم نه غواړم چې ومې ويني يا يې ووينم! استازى راستون شو او پېښه يې وويله.امام حسين څپلۍ پر بښو کړې او ورغى، تر سلام اچولو وروسته يې ملګرتوب او پاڅون ته وباله. عبيدالله بيا خپلې خبرې ورته وويلې. امام حسین ورته وويل: “که ملاتړ مو نه کوې؛نو له خدايه وډار شه او زموږ له دښمنانو سره مه وسه،چې پر خداى قسم، چې څوک زموږ فرياد واوري او ملاتړ مو و نه کړي؛نو هلاکېږي.”عبيدالله وويل: “خو انشاء الله چې دا چار به بيخي ونه شي.” او امام حسين ترې راپاڅېد او خپل ځاى ته راستون شو.

ليکوال وايي: ښايي چې د امام د پاڅون پلټونکى د خپلې پلټنې په پيل کې د امام ددې دريځ او په “زباله” کې يې د دريځ تر منځ يو ټګر او تناقص وويني،چې امام هلته د خپل شاوخوا خلک خپاره واره کړل او دلته يې د “عبيدالله بن حر” د ملګرتوب هڅه وکړ او تر دې وړاندې يې حضرت زهير بن قين جذب کړ او بې له دوى،ځينې يې ځانته او ځينې يې ډله ييز خپل ملاتړ ته راوبلل! خو که په بېلا بېلو ځايونو کې جلا جلا خلکو ته د امام خبرو ته پام وکړی؛نو مومې چې امام د داسې وګړيو په لټه کې دى چې تر بيرغ لاندې يې راټول شي او “پر نېکيو امر او له بديو منع” لپاره ورسره بيعت وکړي او د “يزيد” په څير د ضلالت له مشرانو سره بیعت و نه کړي . داسې ياران وي چې د دنيا د ټګيو برګيو پر واړندې ټينګ ولاړ وي او د ظلم له واکمنۍ سره جګړه وکړي او په دې لار کې ووژل شي!

 

 بيا اوبه اخستنه

طبري او نور د “عقبة بن سمعان” له خولې وايي: امام حسين د شپې په وروستيو کې امر وکړ،چې اوبه واخلئ او بيا يې د روانېدو حکم وکړ.وايي : چې له “بني مقاتل ماڼۍ” لرې شو او څه لار مو ووهله؛نو امام حسين يوه شېبه وېده شو او چې راويښ شو؛نو ويې ويل: “انالله و انا اليه راجعون، والحمدلله رب العالمين” او دا جمله يې دوه يا درې ځل وويله.

وايي: په دې حال کې يې زوی “علي بن الحسين” ورغى او و يې ويل: پلار جانه! در ځار شم ،څه شوي،چې د خداى ستاېنه او استرجاع دې وويله؟ امام حسین وويل: “زويه! يوه شېبه ويده شوم او يو سپور راښکاره شو او ويې ويل: “دا ډله روانه ده او مرګ یې هرکلي ته ورروان دی” او پوه شوم، چې دا زموږ د مرګ خبر دی.” علي بن الحسين وويل: “پلار جانه! خداى دې هيڅ ډول بدي ښکاره نه کړي؛ خو ايا موږ پر حق نه يو؟” امام وويل: “هو، پر هغه قسم چې بندګان يې پر لور ورګرځي، موږ پر حق يو.”ويې ويل: “پلار جانه! نو ددې خو څه باک نشته، چې پر حق مرو.”امام وويل: ” خداى دې بدله درکړي، هغه بدله چې وړ زوى يې له خپل پلاره اخلي. [134]

 

 

د کربلا سیمې ته د رسول الله (ص) د کورنۍ ورننووتل

ابو مخنف وايي: چې ګهيځ شو، ټول کاروانیان راښکته شول او لمونځ يې وکړ او په بيړه بیا سپاره شول او امام حسین خپل ياران کيڼ لوري ته کاږه کړل،چې د حر له لښکره جلا شي؛خو حر يې د لارې د اوړېدو مخه نيوه،چې دوى هم د حر لار اړوله او کوفې ته له ورتګ څخه يې سخته ډډه کوله او روان وو،چې “نينوا” ته ورسېدل؛ هغه سيمه چې حسين پکې تم شو

 

د کربلا سیمه

وايي: ناڅاپه يې وليدل چې يو وسلوال له کوفې را روان دى،ټول ورته منتظر شول او چې ورته ورورسېد، پر حر بن يزيد او يارانو يې سلام واچو او پر امام حسين او يارانو يې نه.بيا يې حر ته د عبيدالله بن زياد ليک ورکړ، چې پکې راغلي وو: “اما بعد؛چې ليک مې درورسېد او زما استازى دې وليد؛نو حسين په وچه بې اوبو او بې وښو هوار ډاګ کې راکوز کړه! خپل استازي ته مې امر کړى چې تر هغې درسره وي،چې حکم مې عملي کړې او ما ترې خبر کړي. والسلام”

وايي: حر ليک ولوست او امام حسین ته يې وويل: “دا د امير عبيدالله بن زياد ليک دى.حکم يې راته کړى، چې په کوم ځاى کې يې ليک رارسي،هملته مو کېباسم او دا يې استازى دى چې امر يې ورته کړى،چې د حکم د عملي کولو پورې راڅخه بېل نه شي. په دې وخت کې د امام حسین د یو ملګري “يزيد بن زياد مهاصر کندي” د ابن زياد استازى ته پام شو چې د کندي له ټبرځنې و، ورته يې وويل: “ته مالک بن نسير يې؟” ويې ويل: هو. ويې ويل: مور دې درباندې بوره شه! دا څه ليک دې راوړى دى؟! ويې ويل: څه مې راوړي،د خپل امام خبره مې منلې او پر بيعت مې وفا کړې. يزيد ورته وويل: “له خپل پالونکي دې سرغړونه کړې او د خپل مشر دې منلې،چې ورک شې؟! ننګ او اور دې په برخه شوى!خداى تعالى وايي: “و جعلنا هم ائمة يدعون الى النار و يوم القيامة لاينصرون؛ هغوى يې داسې مشران کړى چې (خلک) جهنم ته بولي اود قيامت پر ورځ مرسته ورسره نه کېږي” او ستا مشر همدغسې دى!”

وايي: حر، امام حسين او ياران يې په تنګسه کې ونيول،چې په بې اوبو ډاګ کې يې تم کړي.ويې ويل: پرېږده، چې په همدې آبادۍ (يعنې نينوا) يا غاضريه يا بلې ابادۍ (يعنې شفيه) کې پياده شوو او حر وويل: نه، پر خداى قسم، کړاى نه شم! دا سړى راغلى چې څاري مې! حضرت زهير بن قين وويل: “يا بن رسول الله (ص)! له دوى سره جګړه تر هغوى خورا اسانه ده،چې را وروسته جګړې ته روان دي،په ځان مې قسم په راتلونکې کې له داسې لښکر سره مخامخ کېږو،چې د مقابلې وس ورسره نه لرو!” امام حسين ورته وويل: “زه به د جګړې پيلوونکى نه يم!”

په “اخبار الطوال” کتاب کې وايي: حضرت زهير وويل: دلته موږ ته نژدې يو کلى دى،چې طبيعي موانع لري او فرات ترې هم راچاپېره دى،چې يوازې له يوې لارې ننووتل ورته شونې دي. امام حسين وويل: “د کلى نوم څه دى؟” و يې ويل: “عقر”. امام حسين وويل: له “عقر” څخه خداى ته پناه وړم!” امام حسين حر ته وويل: “لږ مخکې ځوو او تمېږو” او چې روان شول،چې کربلا ته ورسېدل، بيا نو حر او لښکر يې د امام حسين د تلو مخه ونيوه او حر وويل: همدلته تم شه چې فرات درته نژدى دى.

امام حسين وويل: “دا ځاى څه نومېږي؟”[135] وويل شول: “کربلا”. امام وويل: د کرب و بلا زڼى! پلار مې “صفين” ته د تلو پر لار له دې ځايه تېر شو او زه ورسره وم،چې ودرېد او په اړه يې وپوښتل او چې نوم يې واورېد، ويې ويل: “دا يې د رکاب د راکېوتو ځاى دى، دا يې د وينو د توييدو ځاى دى!” او چې په اړه يې وپوښتل شو؛ نو ويې ويل: “دلته به د آل بيت محمد عزتمن تم شي. [136]

او يوه موټى خاوره يې راواخسته او بوى يې کړه او ويې ويل: “پر خداى قسم دا هماغه خاوره ده،چې جبرئيل رسول الله (ص) ته وويل چې زه پکې وژل کېږم!”

له دې موضوع “ام سلمې” خبر کړى يم او ويې ويل: “جبرئيل له رسول الله (ص) سره و او ته له ما سره وې او ودې ژړل،رسول الله (ص) وويل: “زوى مې پرېږده” ما خوشې کړې او و يې نېوې او په غيږ کې يې کېنولې. جبرئيل وويل: “درته ګران دى؟” ويې ويل: “هو.” جبرئيل وويل: “امت دې ژر هغه وژني؛نو که غواړې هغه ځمکه درښيم چې پکې وژل کېږي!” ويې ويل: “هو غواړم يې” جبرئيل خپله وزر د کربلا پر ځمکې خپور کړ او پيغمبر ته يې ور وښووله [137]

په بل روايت کې وايي: “چې حسين بن علي محاصره شو،ويې پوښتل : “دا سيمه څه نومېږي؟” وويل شو: “کربلا” ويې ويل: “رسول الله (ص) څه رښتيا ويلي،چې په حقيقت کې دا د کرب وبلا سيمه ده! [138]

تاريخپوهان ووايي: بيا يې امر وکړ چې پېټي پر ځمکه واړوئ او هغه د ٦١ س کال د محرم د میاشتې لومړۍ چهارشنبه يا دویمه پنجشنبه وه [139].

چې امام حسين په کربلا کې واړول؛ نو “محمد بن حنفيه” او يو شمېر بني هاشمو ته يې وليکل: “اما بعد فكاءن الدنيا لم تكن و كاءن الاخرة لم تزل؛ لکه چې دنيا بيخي نه وه او لکه چې آخرت تل جوت دى .[140]

 

کربلا ته د عمر سعد راتګ

طبري او نور وايي: بله ورځ “عمرسعد” له څلورو زرو تنو سره ورغى. وايي: هغه لومړى بايد د همدې لښکر په مشرۍ د “دستبى”بيرته نيوو ته تللى واى،چې د يلميانو نيولې و. ابن زياد، عمر سعد ته د “رۍ” د ولايت د واکمنۍ حکم کښلى و او ورته یې حکم وکړ،چې د دستبۍ د نیول لپاره دې روام شي. عمر سعد په “رعين حمام” کې واړول،چې کوفې ته د امام حسين د راتلو خبره رامخې ته شوه او ابن زياد هغه را وغوښت او ويې ويل:”حسين ته ورشه،چې له چار يې بې غمه شو؛نو بيا خپلې دندې ته ځه.” عمرسعد وويل: “خداى دې درباندې ورحمېږي که شونې وي؛نو معاف مې کړه!” عبيدالله وويل: “هو، په دې شرط چې حکم مې بېرته راکړې!”

عمرسعد ددې خبرو په اورېدو وويل: “نن مهلت راکړه،چې سوچ وکړم”او ولاړ، چې له خپلو ناصحانو سره مشوره وکړي او چې له چا سر يې مشوره کوله ؛نو له امام حسين سره یې له مقابلې منع کاوه،تر دې چې خپل خوري “حمزه بن مغيرة بن شعبه” ورته وويل: “ماما جانه! پر خداى قسم درکوم چې امام حسين ته مه ورځه چې له خپل پالونکي سرغړونه کوې او د خپلې خپلوۍ اړيکې پرې کوې.پر خداى قسم که له دنيا او خپلې شتمنۍ تېر شې او که د ګردې ځمکې له واکمنۍ (که په اختيار کې دې وي) سترګې پټې کړې؛نو دا تر دې درته خورا غوره ده، چې د امام حسين په وينو د خداى ليدو کاتو ته ورشې!” او عمر سعد ورته وويل: انشاءالله د غسې کوم.”

عبيدالله بن يسار جهني وايي: عمر سعد ته چې له امام حسين سره د مقابلې دنده ورکړاى شوه؛نو ورغلم،راته يې وويل:”امير مې را ته حکم کړى،چې د حسين مقابلې ته ورشه او ما و نه مانه.” ورته يې وويل: “خداى دې لارښود وسه او خداى دې هدايت کړه. هو!مه کوه او مه ورځه.”

وايي: له کوره يې راووتم، چې يو راغى او ويې ويل: “عمر سعد،خلک له حسين سره مقابلې ته رابولي!” ورستون شوم،چې يې وليد مخ يې وګرځاوه او پوه شوم چې د تلو هوډ لري او ترې راووتم.

طبري وايي: عمر سعد،ابن زياد ته ورغې او ورته یې وویل:”خداى دې روغ رمټ لره، تا زه د رۍ پر حکومت باندې ګومارلی یم او دهغې حکم دې هم لیکلی دی او خلک هم ترې خبر دي،اوس که دې خوښه وي او اجازه راکوې،چې خپل ګومارل شوي ځای ته روان شم او ته هم له کوفې څخه یو بل کس ددې چمتو شوي لښکر مشر کړه او له حسین سره جګړه ته یې واستاوه او ما له حسین سره جنګېدو ته مه استوه او رانه تېره شه .” او څو تنه يې وروښوول،ابن زياد وويل: “د کوفې مشران مه راښيه،ما حکم نه دى درکړى، چې بولندوى راوښيې! که له لښکر سره مې ولاړ شه که نه ليک راکړه.” او عمرسعد يې چې ټينګار وليد ويې ويل: “نو پخپله ځم!” او له څلورو زرو تنو سره روان شو او په “نينوا” کې چې حسين تم شو، پر سبا يې کربلا ته ورسېد[141].

 

عمر سعد د امام حسین د راتګ علت پوښتي

وايي: عمر سعد ،”عزرة بن قيس” وغوښت او ورته يې وويل: “حسين ته ورشه او ویې پوښته،چې څه ته راغلى يې او څه غواړې؟”غزره چې خپله له هغو کسانو څخه و،چې امام حسین ته یې لیک استولې،چې راشه؛نو حيا يې وکړه او له تلو يې عذر وغوښت،عمرسعد دا دنده د لښکر نورو مشرانو ته (چې د حسين رابلونکي وو) وړاندې کړه؛خو دوى هم ورسره و نه منله.په پاى کې کثير بن عبدالله (چې يو بې باکه او زړور او له يوه چار يې مخ نه ګرځاوه) را پاڅېد او و يې ويل: “زه ورځم او پر خداى قسم که غواړې نو وژنم يې!” عمر وويل: نه غواړم، چې يې ووژنې؛خو ورشه او ویې پوښته چې دلته څه ته راغلى يې؟” کثير روان شو او “ابو ثمامه ساعدي”،چې کثیر وليد؛نو امام حسين ته يې وويل: “ابا عبدالله! خداى دې په امان کې لره،چې د ځمکې خورا شري،بې باک او وژونکى درځي!” ثمامه خپله پاڅېد او کثیر ته ورغى او و يې ويل: ” که د امام لیدنې ته راغلې یې ؛نو توره دې راکړه! هغه وويل: “نه، پر خداى قسم چې دا خو يوه بې حرمتي ده.زه يوازې يو پيغام لرم، که غوږ ږدئ، پيغام مې درته وايم او که يې نه منئ؛نو ګرځم!” ابو ثمامه ورته وويل: “نو زه دې توره نيسم او ته دې خپله غوښتنه ووايه.”

و يې ويل: “نه، پر خداى قسم چې لاس به راوړندې نه کړې!”ويې ويل: پيغام دې راته ووايه،چې ستا پر ځاى يې امام ته ورسوم؛ځکه ته بد چارى يې او نه دى پرېږدم، چې ورنژدې شې! راوي وايي: “په پاى کې يې يو بل وکنځل او عمر سعد ته ورستون شو او پېښه يې ورته تېره کړه.”

عمر سعد،”قرة بن قيس” راوغوښت او ورته يې وويل: “قرة پر تا افسوس!د حسين ليدو ته ورشه او ویې پوښته چې ولې راغلى يې او څه غواړې؟” ورغى او چې له لرې څخه پرې د امام حسين سترګې ولګېدې؛نو امام وويل: “دا پېژنئ!”حبيب بن مظاهر وويل: “هو، دا زموږ له خپلوانو ځنی دی او د تميمى او حنظله له پرګې دى او زما يو خورى دى او ما نېک نظره اوعقلمن ګاڼه او باور مې نه و،چې چار يې تر دې ځار راورسي!” قرة راغى، پرامام حسين يې سلام واچو او د عمر سعد پيغام يې ور ورساوه.

امام حسين ورته وويل: “ستاسې د ښار خلکو،همدې ښار راته کښلي وو،چې راشه اوس که نه غواړي او نه مې خوښوي؛نو ګرځم.”

وايي: وروسته حبيب بن مظاهر ورته وويل : قرة بن قيس،پر تا افسوس! چېرې ځې؟دې ظالم قوم ته ځې؟!ددې سړي ملاتړه وکړه،چې خداى ددې په پلرونو موږ او تاسې عزتمن کړي يو!” قرة وويل: “خپل بولندوى ته ځم او د پيغام ځواب يې ور رسوم او هوډ نيسم.” او عمر سعد ته ورغى او پيغام يې ورورساوه او عمر سعد ورته وويل: “هيلمن يم، چې خداى مې ترې له جګړې وژغوري.”

 

د عمر سعد او ابن زياد مکاتبه

عمر سعد، ابن زياد ته وکښل! “بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد؛ چې څنګه حسين را ورسېد،ما خپل استازى ور ولېږه او ومې پوښتل: څه ته راغلى يې او څه غواړې؟ او حسين وويل: ددې ښار خلکو ليکونه رالېږلي او استازي يې راته راغلي او له ما يې غوښتي و،چې راشه او راغلم. اوس که مې نه غواړي او له هغه پيغامه پښېمانه وي، چې استازيو يې راوړى و،زه هم ستنېږم”

چې ابن زياد ته دا ليک ولوستل شو و يې ويل:

الان اذ علقت مخالبنا به – يرجو النجاة ولات حين مناص “اوس چې زموږ په منګولو کې دى؛نو د ژرغورنې هيلمن دى؛ خو د ژغورنې لا يې نشته!”

او عمر سعد ته يې وکـښل: “بسم الله الرحمن الرحيم. ليک دې راورسېد او پر پيغام دې پوه شوم،حسين ته وړانديز وکړه،چې پخپله او ګرد ياران يې له يزيد بن معاويه سره بيعت وکړي،که داسې يې وکړل،خپل هوډ به ونيسم. والسلام”

عمر سعد ددې ځواب په ليدو وويل: “احتمال مې ورکاوه، چې عبيدالله جوړ جاړي ته غاړه نږدي.”

 

 ابن زياد ټولبلنه ورکوي

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد،عمر سعد کربلا ته ولېږه او ټولبلنه یې وکړه،چې ټول خلک دې په “نخيله”غونډ کې راټول شي،چې د کوفې لښکرګاه و او هيڅوک دې سرغړونه نه کوي.پر منبر يې حضرت معاويه وستايه او پر سرحدي ځواکونو يې د هغه مهربانۍ او دهغه د عصر مينه، يووالى او همغږۍ يادې کړې او ويې ويل: “يزيد يې زوى دى او د خپل پلار خوى لري او پر لار يې روان دى! اوس يې سل په سلو کې ستاسې معاش زيات کړى دى؛نو په ښار کې هيڅوک؛کار پوهان، مشران، کسبګر او ښارمېشتي پاتې نشي او ټول دې   راووځي او له ما سره دې غونډ ته ولاړ شي او چې سبا مې هر څوک وليد،چې سرغړونه يې کړې؛نو خوندي به نه وي!”

بيا له ښاره ووت او غونډ يې جوړ کړ او “حصين بن تمیم “يې راوغوښت چې له څلورو زرو تنو سره په قادسيه کې و او لښکر يې “نخيله” ته ورغى.

تر دې وروسته يې كثير بن شهاب حارثى،محمد بن اشعث بن قيس ،قعقاع بن سويد، د عبدالرحمان منقرى لمسی او اسماء بن خارجه فزارىراوغوښتل او ويې ويل: “په خلکو کې وګرځئ او اطاعت او استقامت ته يې راوبولئ او د فتنې او سرغړونې له پايلو يې وډار کړئ او راويې هڅوئ چې غونډ ته راشي.

دوى کوفې ته ورغلل او پر ګرځېدو بوخت شول او يو شمېر يې ورټل او وروسته له ابن زياد سره يو ځاى شول او يوازې “کثير بن شهاب” پاتې شو چې په ځواک په کوفه کې ګرځېده او خلک يې غونډ ته بلل او له فتنې او له امام حسين سره له ملاتړه يې منع کول.!!

ابن زياد، دوه ورځې وروسته “حصين بن تمیم” له څلورو زره ننېز لښکر سره د امام حسين لوري ته ولېږه او ورپسې يې د “حجار بن ابجر” له زرو تنو سره ور ولېږه.

په دې ترڅ کې “شبث بن ربعي” ځان په ناروغۍ وواهه؛خو ابن زياد داړ کړ،چې له زرو تنو سره د امام حسين په لور ورشي او و يې منله او داسې وه،چې هر بولندوى له زرو تنو سره حرکت کاوه، له درې سوو يا څلورو سوو تنو يا لږو سره خپل مطلب ته رسېدل؛ځکه لاره سمه وه. همدغسې ابن زياد “يزيد بن حرث” له زرو تنو يا لږو ځواکونو سره ولېږه. بيا يې “عمرو بن حريث” په کوفه کې خپل ځايناستى کړ او “قعقاع بن سويد” ته يې امر وکړ چې له خپلو سپرو سره په کوفه کې وګرځي او د “همدان” د ټبر يو تن چې د ميراث اخستلو لپاره کوفې ته راغلى و،ونيوه او ابن زياد ته يې بوت او ويې واژه! او داسې شو چې يو بالغ هم په کوفه کې پاتې نشو او ټول د “نخيله” غونډ ته ورغلل.

ابن زياد تر دې وروسته له ګهيځه تر شپې،شل تنيزې،دېرش تنيزې، پنځوس تنيزې او سل تنيزې ډلې له “نخيلې” څخه عمر سعد ته ولېږلې،په مثير الاحزان کې وايي: د محرم پر شپږمه د دښمن د لښکر شمېر شل زره تنه و[142].

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد د کوفې په ورونو څارونکي وګومارل،چې هسې نه کوم يو جنګيالى ترې تېر شي او د امام حسين ملاتړ ته ورشي او د کوفې پر چاپېريال کې يې وسلوال ودرول او ددې قومنداني يې “زحر بن قيس” ته ورکړه او د ځان او عمر سعد د لښکر ترمنځ يې تکړه سپاره مؤظف کړل،چې شېبه په شېبه يې له پېښو خبروي[143]!

 

 

د رسول الله (ص) پر ځوځات يې اوبه وتړلې

طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي: ابن زياد،عمر سعد ته وکښل: “اما بعد؛حسين او ياران يې اوبو ته له لاسرسۍ بې برخې کړه،نه ښايي چې يو څاڅکى ترې وڅښي.لکه چې له هغه پاک مظلوم تقى،اميرالمؤمنين عثمان بن عفان سره چې چلن وشو!” وايي: عمر سعد هم “عمرو بن حجاج” له پينځوسو سپرو سره د فرات غاړې ته ولېږه،چې امام حسين او ياران يې له اوبو ان يو څاڅکى هم و نه څښي!او دا کړنه د امام حسين له وژنې درې ورځې مخکې وه.

په دې وخت کې “عبدالله بن حصين” چغه کړه: “حسينه! دا اوبه نه ګورې چې د پراخ اسمان په څېر (رڼې او پراخه) دي؟ پر خداى قسم يو څاڅکى ترې څښلاى نه شې،چې ومړې!” امام حسين وويل: “خدايه! تږى يې مړه کړه او و يې نه بښې!”

حميد بن مسلم وايي: پر خداى قسم د کربلا تر پېښې وروسته په ناروغۍ کې يې پوښتنې ته ورغلم، پر ايکي يو او بې سياله خداى قسم ومې ليدل چې اوبه څښي او پرې پړسېږي،بېرته يې راګرځوي،بيا اوبه څښي،چې موړ شي؛ خو نه مړېده او دې حال دوام درلود،چې ومړ!

 

د اوبو پر سر نښته

وايي: چې امام حسين او ملګرى يې تندې راګېر کړل؛نو خپل ورور عباس يې له دېر شو تنو سپرو، شلو تنو پياده او شلو خېږونو سره په اوبو پسې ولېږل. دوى د شپې ولاړل،چې اوبو ته نژدې شول.”نافع بن هلال” له بيرغ سره مخکې ولاړ او عمرو بن حجاج وويل: “څوک يې، راوړاندې شه چې و دې وينم، چې څه ته راغلى يې” نافع وويل: “راغلى يم،چې اوبه وڅښم چې دې راباندې تړلي دي.” عمرو وويل: “په خوند يې وڅښه” نافع وويل: نه، پر خداى قسم،چې حسين او ياران يې تږي دي،يو څاڅکى يې هم نه څښم او ناڅاپه ټول پرې راټول شول. عمرو وويل: “نه، دوى بايد اوبه ونه څښي،موږ يې دلته درولي يو،چې اوبو ته يې پرېنږدو”مخکې ولاړل او پياده ته يې وويل: “خپل خيږونه ډک کړئ” او په بيړه يې خيږونه ډک کړل او عمرو بن حجاج او ملګرو يې پرې بريد وکړ او عباس بن علي او نافع بن هلال ورسره پر مقابله لګيا شو و او تر شايې له ډکو خيږونو سره را ستانه شوو.

 

امام حسین تر جګړې مخکې غاړه خلاصوي

له هاني بن شبيب (چې د امام حسين د شهادت لیدوونکی وه) ورايتوي:

امام حسين،”عمرو بن قرضه”،عمر سعد ته ولېږه او ويې ويل: ” د شپې د دوو لښکرو ترمنځ راسره وګوره” عمر سعد له شلو تنو سپرو او امام حسين هم پر همدې شمېر بهر راووتل او چې سره مخ شول؛نو امام حسین خپلو يارانو ته وويل چې ترې لرې شي او عمر سعد هم همدغسې وکړل. وايي : دومره لرې شول،چې نه يې موږ خبرې اورېدې او نه غږونه او خبرې اترې د شپې تر يو وخته اوږدې شوې.بيا هر يو خپل ځاى ته ستانه شول. بيا نو خلک په ګومانو پيل وکړ،چې امام حسين،عمرسعد ته ويلي: “راځه چې دواړه يزيد بن معاويه ته ورشو او دا دواړه لښکرې پرېږدو.عمرسعد ويلي دي: “کور مې راويجاړوي او امام حسين ويلي دي: “زه يې در ته جوړوم.” عمر سعد ويلي دي: “شتمني مې اخلي.” امام حسين ورته ويلي: “په حجاز کې تر دې ښه شتمني درکوم.” نو عمرسعد ورسره و نه منله.

وايي: په خلکو کې دا خبرې خپرې شوې وې؛ خو اورېدلې يې نه وې.

او له “عقبة بن سمعان” وايي: له امام حسين سره ملګرى شوم،له مدينې څخه تر مکې او له مکې څخه تر عراقه ورسره وم او تر وژنې ترې جلا نه شوم او له خلکو سره يې خبرې مې اورېدلي دي او داسې جمله به نه وي،چې په مدينه،مکه يا پر لار يا عراق يا لښکر کې يې ويلي وي او ما به اورېدلي نه وي. باخبر! پر خداى قسم چې څه خلک وايي او انګيري،چې غوښتل يې، يزيد بن معاويه ته لاس ورکړي يا يې د مسلمانانو يوې پولې ته وشړي!نه، دغسې وړانديز يې کړى نه دى؛بلکې ويې ويل: “ما پرېږدئ، چې په دې پراخ هېواد کې وګرځم او ددې خلکو د چار پايله ووينم”.

ابن مخنف روايتوي: امام حسين او عمر سعد درې يا څلور ځل سره وليدل او عمر سعد،زياد ته وکښل: “اما بعد؛ خداى ددې فتنې اور مړ کړ او خبره مو يوه شوه او د امت چار يې سم کړ.حسين راته وړانديز وکړ،چې (يا) له راغلي ځايه بېرته ورشې يا يې موږ په خپله خوښه د مسلمانانو يوې پولې ته وشړو او د يو مسلمان په څېر وي، چې په ګټه او زيان کې ورسره ګډ وي يا امير المؤمنين يزيد ته ورشي او لاس ورکړي او چې څه يې په نظر و، هماغسې وشي! دا وړانديز ستاسې د خوشحالۍ لامل او د امت په صلاح دى”.

وايي : ابن زياد ليک ولوست او ويې ويل: “دا د هغه چا ليک دى،چې د خپل قومندان خير غواړي او پر خپلو وګړيو يې زړه سوځي.هو منم يې”

په دې وخت کې “شمر بن ذى الجوشن” پاڅېد او ويې ويل: “دا يې منې،چې دا دى ستا په سيمه او تر څنګ دې تم شوى دى؟! پر خداى قسم که ستا له چاپېرياله ووځي او لاس دې پر لاس کېنږدي،چې البته هغه د توان او عزت وړ او ته ډېر کمزورى يې! نو دا موقعيت مه ورکوه،چې دا چار له سستۍ راولاړ شوى دى؛بلکې هغه او ياران يې بايد ستا حکم ته غاړه کېږدي : اختيارمن يې که سزا ورکوې او که بښې يې! پر خداى قسم خبر شوى يم چې حسين او عمر سعد د شپې د دواړو لښکرو تر منځ کېني او خبرې اترې کوي!”

اين زياد ورته وويل: “ډېر ښه پوه شوى يې، نظر دې سم دى!”

 

ابن زياد د امام حسین د ستنېدو مخ نيسي

وايي: عبيدالله بن زياد،شمر راوغوښت او ورته يې وويل: “دا ليک عمر سعد ته يوسه،هغه بايد حسين او يارانو ته يې وړانديز وکړي،چې زما حکومت ته تسليم شي،که يې ومنله روغ او رمټ يې راولېږه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه. که هغه دا چار وکړ،امر يې ومنه او اطاعت يې وکړه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه، چې ته د لښکر قومندان يې، بيا نو يرغل پرې وکړه، غاړه يې ور پرې کړه او سر يې راولېږه!”

وايي: ابن زياد بيا عمر سعد ته وکښل: “اما بعد! ما ته د حسين پاسوالۍ ته لېږلۍ نه يې،چې مهلت ورکړې او سلامتۍ او پايښت ته يې هيلمن کړې او شفاعت يې وکړې! ووينه، که حسين او يارانو يې دا حکومت ومانه او تسليم شول؛نو روغ رمټ يې راولېږه او که و نه مانه،يرغل پرې وکړه،چې ټول ووژنې او مثله يې کړې چې د همدې وړ دي! او که حسين ووژل شو؛نو پر سينه او شا يې اسونه وخېژوه،چې سرغړاند، لار وهونکى او ظالم دى! او په دې چار کې مې انګېرنه داسې نه ده،چې هغه تر مرګ وروسته کوم زيان ويني؛بلکې له ځان سره مې ژمنه کړې، چې که مې وواژه،ورسره به دغسې وکړم!اوس نو که دې ومنله او زما حکم دې عملي کړ د مطيع اورېدونکې بدله اخلې او که دې و نه منله،زما له چاره او له لښکره مې ګوښى شه او لښکر شمر بن ذى الجوشن ته وسپاره،چې ما ورته امر ورکړى دى، والسلام.”

 

شمر،عباس او وروڼو ته يې امان ورکوي

طبري وايي: وروسته له دې،چې شمر له ابن زیاد څخه ليک واخېست او له “عبدالله بن ابى المحل [144]” سره پاڅېد او عبدالله وويل: خداى دې امير روغ جوړ لري،زما خورين له حسين سره دی؛که صلاح وينئ امان ليکونه ورته وکښئ،ابن زياد وويل: “هو، په سترګو!”او خپل ليکوال ته يې امر وکړ،چې امان ليک وکښه او عبدالله دا ليک خپل مريي “کزمان” ته ورکړ، چې ورسيد ور غږ يې کړ:”دا يو امان دى،چې ماما مو رالېږلى دى!” او هغو ځوانمردو وويل: “ماما ته مو سلام ووايه او ورته ووايه: ستاسې امان ته اړتيا نه لرو،د خداى امان د “سميه” د زوى تر امانه اوچت دى!”

وايي: شمر بن ذى الجوشن د ابن زياد ليک عمر سعد ته راووړ او ورته يې ولوست عمر سعد ورته وويل: “پر تا افسوس! څه درباندې شوي!خداى دې کور وران او قدمونه دې سرګردانه کړه! پر خداى قسم يقين لرم،چې د ابن زياد نظر دې اړولى،چې زما وړانديز و نه مني،پر موږ دې سم چار را وران کړ!پر خداى قسم حسين غاړه نږدي، خټه يې غاړه نه اېښوونکې ده!” شمر ورته وويل: “را ته ووايه څه کوې؟ ايا د خپل امير حکم دې منې او دښمن وژنې؟ که نه؛زما او د لښکر ترمنځ لرې شه!”عمر سعد وويل: “نه، ستا پکې څه نشته! زه يې پخپله کوم، ته د پياده لښکر قومندان وسه!”

راوي وايي: شمر راغى او د امام حسين د يارانو په مخ کې ودرېد او و يې ويل: “خورين مو چېرې دی؟” عباس، جعفر، عثمان (د علي زامن) ورغلل او و يې ويل: “پر تا څه شوې او څه غواړې؟” شمر وویل : تاسې په امام کې یاست. دوی ورته وويل: ” د خداى لعنت دې درباندې وي! موږ ته امان راکوې؛خو د رسول الله زوکړې ته کوم امان نشته؟!”

 

 

د عاشورا شپه

وايي: عمر سعد د محرم پر نهمه د پنجشنبې پر ماذېګر د بريد حکم وکړ او غږ يې کړ: “يا خيل الله ارکبى وابشري؛ د خداى لښکره، سپاره شئ او خوشحالي وکړئ!”

بيا يې د امام حسين د خيمو پر ځاى بريد پيل کړ،حضرت زينب د اسونو د اوازونو په اورېدو ورور ته ورغله او امام حسين په ناسته وېده و، راويښ يې کړ او و يې ويل: “وروره! دا غږونه نه اورې چې شېبه په شېبه رانژدې کېږي؟” امام حسين سر راپورته کړ او ويې ويل: “رسول الله (ص) مې په خوب کې وليد، چې راته يې ويل: “ته را ته راځې” حضرت زينب چې دا واورېدل خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: “افسوس راباندې!” امام حسين وويل: خورې! افسوس دې درباندې نه وي چوپ شه!د بښوونکي خداى بښنه دې درباندې وي” او عباس بن علي وويل: وروره! د دښمن لښکر راورسېد” او امام پاڅېد او ويې ويل: “عباس وروره! در ځار شم، سپور شه او مقابلې ته يې ودرېږه او ورته ووايه: “څه درباندې شوې،څه پېښه شوې،ولې را وخوځېدئ؟” عباس د شلو تو په شاو خوا کې سپرو سره چې”زهير بن قين” او “حبيب بن مظاهر” هم ورسره وو، ورغلل او پر واړندې يې ودرېدل او ويې ويل: “څه پېښ شوي،څه غواړئ؟” هغوى وويل: “د امير حکم را رسېدلى، چې ورته يې وايم: يا يې حکم ته غاړه کېږدئ يا مو تسليموم!” عباس وويل: “بيړه مه کوئ،چې ابى عبدالله ته ورشم او ستاسې پيغام ور ورسوم” هغوى ودرېدل او ويې ويل: “ولاړ شه او ځواب يې راوړه.”عباس ورغى چې امام حسين خبر کړي او ملګري یې ودرېدل چې د مقابل لوري سره خبرې وکړي. حبيب بن مظاهر،زهير ته وويل: که غواړې نو خبرې ورسره وکړه که نه زه يې کوم. زهير وويل: خبرو ته دې دوام ورکړه.

حبيب ورته وويل: “باخبر! پر خداى قسم، چې څوک د رسول الله (ص) ځوځات،اهل بيت، د خداى صالح بندګان او د شپې لمونځ کوونکي ووژني،سبا چې په قيامت کې خداى ته ورځي؛نو د خداى پر واړندې به ډېر ناوړه خلک وي!” “عزرة بن قيس” ورته وويل: “څومره ځان پاک ښيې!”زهير ورته وويل: “عزرة! خداى هغه پاک او هدايت کړى دى.عزرة! له خدايه وډار شه چې زه دې خير غواړم .عزرة! پر خداى قسم درکوم،چې هسې نه له هغوى وسې،چې د سپېڅليو په وژنه کې د ضلالت او بې لارۍ مرستندوى کېږي!”عزرة وويل: “زهيره! (څه شوي؟) زما په نظر خو ته د دې کورنۍ له لارويو ځنې نه وې؛ته خو عثماني وې!”زهير وويل: ايا ته پخپله دا استدلال نه کوې،چې زه په دې موقعيت کې له هغوى (عثمانيانو) وم؟ باخبر! پر خداى قسم ما خو بيخي ليک ورته کښلى نه و او نه مې څوک ورپسې لېږلى و او نه مې د ملاتړ ژمنه ورسره کړې وه؛بلکې دې لار،سره يو ځاى کړو او چې امام حسين مې وليد؛نو رسول الله (ص) او پر وړاندې يې د امام حسين مقام راياد شو او په اړه يې ما د دښمن اوستاسې د ګوند برنامه ومونده او د هغه ملاتړ ته مې ملا وتړله او د ګوند غړى يې شوم او هوډمن شوم چې ترې ځار شم، په دې هيله چې د خداى د حق او د رسول الله د حق (چې تباه کړى مو دى) پاسوالي وکړم.”

 

 امام حسين مهلت غواړي

راوي وايي: عباس د عمر سعد له وړانديز سره امام حسين ته ورغى او امام حسين ورته وويل: “ورشه او که دې وکړاى شو؛خو کړنې يې تر سبا ځنډه کړه او نن شپه يې رانه لرې کړه،چې ښايي (نن شپه) خپل پالونکي ته لمونځونه وکړم ويې بلم او دعا وکړم،چې خداى پخپله پوهېږي چې زما ښه ايسي چې زه ورته لمونځ وکړم،قرآن ولولم او ډېره دعا وکړم.”

عباس ورستون شو او ويې ويل: “قومه! اباعبدالله درنه غواړي،چې نن شپه ستانه شئ،چې ددې موضوع په اړه غور وکړي؛ځکه په دې اړه مخکې مو ترمنځ څه خبرې اترې شوې نه دي.سبا به انشاءالله سره وګورو او چې څه غواړئ او وړانديز يې کوئ يا يې منو يا يې نه منو.” د عباس (رض) موخه دا وه، چې دښمن د شپې ستون کړي، چې امام په خپلو چارو بوخت شي او خپلې کورنۍ ته لازمې سپارښتنې وکړي. لنډه دا چې عباس (رض) د امام غوښتنې وويلې او عمر سعد وويل: “شمره! ستا څه نظر دى؟” شمر وويل: “چې څه ته وايې؛ځکه قومندان يې او راى دې رايه ده.” عمرسعد وويل: هوډ مې نيولى چې (يوازې) نه وسم، بيا يې خلکو ته وويل: “ستاسې څه نظر دى؟”عمرو بن حجاج وويل: “سبحان الله! پر خداى قسم که هغوى د يليمان وو او دا غوښـتنه يې درلوداى؛ نو ښه وه چې غوښتنه يې دې منلې واى” او قيس بن اشعث وويل: “غوښتنه يې ومنه،چې پر ځان مې قسم ګهيځ ورسره جګړه کوو!”عمر سعد وويل: “پر خداى قسم که پوه شوم داسې کوي، همدا نن شپه مهلت نه ورکوم!”

له “علي بن الحسين” روايت شوى: “د عمر سعد يو استازى راغى او ويې ويل: “تر سبا مو مهلت درکړ، که تسليم شوئ، تاسې اميرعبيدالله بن زياد ته لېږم او که و مو نه منله، نه مو پرېږدم!”

 

د عاشورا پر شپه د امام حسین خبرې

له علي به الحسين روايت شوى: د عمرسعد له ستنېدا وروسته،ماښـام ته نژدې امام حسین خپل ياران راټول کړل او زه چې ناروغ وم، نژدې ورغلم او وامې ورېدل چې ورته يې ويل :” خداى تبارک و تعالى په غوره ستاینو ستاېم او په سوکالۍ او تنګسه کې يې شکر کاږم.خدايه ستاېم دې،چې په نبوت دې غزتمن کړو، له قرآن کریم سره دې اشنا کړو،په دين کې دې فقيه کړو، اورېدونکي غوږونه،سترګورې سترګې او جذاب زړونه دې راکړل او له مشرکانو دې نه کړو. اما بعد؛ زه تر خپلو يارانو اوچت او تر خپلو اهلبيتو غوره نه پېژنم. خداى دې زما له لوري تاسې ټولو ته ښه ثواب درکړي،باخبر! يقين لرم،چې څه مې له دې دښمنانو وليدل،سبا يې تر سره کوي؛ نو ځکه تاسې ته مې يو تدبير سنجولى دى:

ټول ازاد ولاړ شئ (او پوه شئ) چې زما له لوري درباندې کومه ژمنه نشته.دې شپې رانغاړلي ياست،خپله سپرلۍ يې کړئ او هر يو نارينه مو،زما د اهل بيتو د يوه نارينه لاس ونيسئ بيا په بېديا او ښارونو کې خپاره واره شئ،چې خداى پراخي راولي،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني، بې له ما له نورو لاس اخلي.”

 

د اهل بيتو او يارانو ځواب یې

په دې وخت کې يې،وروڼو،زامنو،ورېرونو او د عبدالله بن جعفر دوه زامنو،امام حسین ته وويل: “څه ته دا چار وکړو؟چې تر تا وروسته پاتې شو؟ خداى مو دې بيخي نه پاتې کوي!”عباس بن علي دا خبرې پيل کړې او نورو ورسره ويلې او امام حسين وويل: “د عقيل زامنو! د مسلم وژنه مو درته بسيا ده،ولاړ شئ، چې زما له خوا درته اجازه ده.”هغوى وويل: “خلک به څه وايي؟ چې موږ خپل مشران او د تره زامن چې غوره ترونه دي، پرېښوول!نه مو دهغوی پر دښمن يو غشى ورګوذار کړ او نه مو دهغوی په جنګ کې کومه نېزه ووهله او نه مو د هغوی په لار کې کومه توره راواېسته او پوه نه شو چې څه يې وکړل! نه، پر خداى قسم، چې دغسې نه کوو! بلکې خپل ځان مال او عيال در ځاروو او په څنګ کې دې جنګېږو،چې څه در رسي، موږ ته هم راورسي،چې خداى دې تر تا وروسته ژوند بدرنګ او ورک کړى!”

بيا “مسلم بن عوسجه اسدي” پاڅېد او ويې ويل: “موږ دې يوازې پرېږدو؟!” خداى ته به ستا د حق د پوره کولو څه پلمه او عذر ورکوو، خپله نیزه به د هغو په سينو کې ماته کړم او پر خپله توره به يې تر هغه ووهم،چې د تورې مې یوازې لاسکی راسره پاتې شي او بيا به هم له تا جلا نشم او که وسله راسره پاتې نه شوه؛ نو په ډبرو يې ولم او له تا دفاع کوم،چې درسره ووژل شم”

او وروسته “سعد بن عبدالله حنفي” پاڅېد او ويې ويل: “پر خداى قسم،چې يوازې دې نه پرېږدو،چې خداى پوه شي،د رسول الله(ص) په غيابو کې مو وساتلې . پر خداى قسم که پوه شم چې وژل کېږم،بيا ژوندى کېږم او ژوندى سوځول کېږم او اېرې مې خپرې ورې کېږي او دا چار راسره اويا ځل وشي،درنه به جلا نه شم،چې ستا په مخ کې مې سا ووځي او ولې دغسې و نه کړم، حال دا چې دا خو يوازې يو ځل وژل کېدل دي او ورپسې يې پايله عزت دى!”

او “زهير بن قين” وويل: “پر خداى قسم،ښه مې راځي چې ووژل شم او بيرته ژوندى شم، بيا وژل شم (او ژوندى شم) او دا وژنې زر وارې وشي او خداى په دې وژنو، له تا او د اهل بيتو له دې ځوانانو څخه کړاوونه لرې کري.”راوي وايي: د حسين ټولو يارانو په ورته عباراتو او يوه دريځ وويل: ” پر خدى قسم،در څخه نه جلا کېږو؛ بلکې ځانونه در ځاروو او درنه په خپل ټول وس دفاع کوو،چې ووژل شوو؛نو موږ به خپله ژمنه پوره کړې وي!”

 

 

 

 

ضحاک مشرقي او د هغه شرط

طبري ددې روايت نچوړ له “ضحاک بن عبدالله مشرقي” راوړى چې وايي: زه له “مالک بن نضر” سره امام حسين ته ورغلو،سلام مو واچو، کېناستو،هغه مو سلام ځواب کړ،ښه راغلاست يې ووايه او ويې پوښتل: “څه ته راغلي ياست؟” ومو ويل: “سلام واړندې کولو ته او دا چې خداى مو پايله ښه کړه او يوه ژمنه درته ووايم او ددې خلکو په هوډ مو خبر کړم. موږ درته وايو،چې دا خلک جګړې ته درسره چمتو شوي دي،نظر مو څه دى؟” امام حسين وويل: “حسبى الله و نعم الوکيل = خداى راته بس دى او ښه مرستندوى دى” وايي: خجالت شو او خداى پاماني او دعا مو ورته وکړه او امام حسين وويل: “ولې مې له ملاتړه لاس اخلئ؟” مالک بن نضر وويل: “زه پوروړى او اولادونه لرم،ما هم وويل: “زه هم پوروړى او اولادونه لرم؛خو که منئ چې زما شتون درته ګټور دى؛ نو درسره پاتې کېږم او چې ستاسې ځواک پاى ته ورسيد؛نو د تلو اجازه درلوداى شم؛نو پاتې کېږم او درنه دفاع کوم” امام وويل: “ته ازاد يې” او زه ورسره پاتې شوم.”

او وروسته، همدې (ضحاک) د امام سجاد له خولې (چې مخکې مو راووړ) د حديث لنډيز روايت کړى.

طبري له علي بن الحسين وايي: “زه په هغه شپه ناست وم،چې پر سبا يې پلار مې وژل کېږي او ترور مې زينب زما پالنه کوله،چې پلار مې له خپلو يارانو جلا خپلې خېمې ته ولاړ او د ابوذر غفاري ازاد کړاى شوى مريي “رحوى” ورسره و او خپله توره يې تېره او چمتو کوله، او د لاندې بيتو نو پر ترنم لګيا شو:

يا دهر اف لك من خليل

كم لك بالاشراق و الاصيل

من صاحب اءو طالب قتيل

والدهر لا يقنع بالبديل

و انما الامر الى الجليل

و كل حى سالك السبيل

يعنې: روزګاره! په تا اف،چې ګهيځ او ماښام، ډېر ياران او پلويان وژنې! او زمانه په بديل او سيال نه قانع کېږي! خو د چار پايله د جليل خداى په لاس کې ده او هر ژوندى ددې لارې تلونکى دى!

وايي: امام دا بيتونه دوه يا درې ځل وويل او زه يې پر مطلب پوه شوم او ژړا مې ستونى ونيو؛خو له ژړا مې ځان ټينګ کړ او چوپ شو او پوه شوم، چې بلا راکېوتې ده؛خو ترور مې هم بيتونه واورېدل – او دا چې ښځه وه، او د ښځو زړونه نازک او بې طاقته دي – ځان يې ټينګ کړاى نه شو، ناڅاپه له ځايه پاڅېده حال دا چې خپله لمن يې پر ځان پسې راښکوده او ورور ته يې منډه کړه او و يې ويل: “پر ما افسوس! کاشکې مړه واى. نن لکه مور مې فاطمه، پلار مې علي او ورور مې حسين له نړۍ تللي دي! اى د تېرو ځايناستيه او اى د پاتې شويو پناه!” حسين ورته وکتل او و ويې ويل: “خورې! شېطان دې بې زغمه نه کړي” حضرت زينب وويل: “ابا عبدالله مور و پلار مې درځار، وژنه دې غوره کړه؟! ځان مې درځار” امام حسین خپل غم وزغمه او په ژړا يې وويل: ” لو ترك القطا ليلا لنام که قطا يې يوه شپه ارام پرېښى واى، هرومرو ويد کېده!”

حضرت زينب وويل: “پر ما افسوس! ايا په زور او تيري وژل کېږي؟! دا مې ډېر زړه بګنوي او ځان مې پرېشانوي!” بيا يې خپل مخ وواهه او ګريوان يې څيرې کړ او بې هوشه پر ځمکه ولوېده. امام حسین پاڅېد او پر مخ يې اوبه ورواچولې او ورته يې وويل: “ګرانې خورې! له خدایه وډار شه او د خداى په مرسته زغم وکړه او پوه شه چې ځمکوال مري او اسمانيان نه پاتې کېږي او ټول څيزونه ورکېږي؛خو يوازې د خداى ذات باقي دى، چې ځمکه يې په خپل قدرت وپنځوله او خلک راپاڅوى او راستانه يې کړي،هغه يو ګونى بې سياله دى. پلار مې پر ما غوره وه،مور مې تر ما غوره وه، ورور مې تر ما غوره و، زه او هغوى او هر مسلمان بايد رسول الله (ص) خپله بيلګه ونيسي.” په دې خبرو يې ډاډ ورکړ او ورته يې وويل: “خورجانې! زه قسم درکوم او قسم مې وکاروه: زما په پار ګرېوان مه څيرې کوه، مخ مه وهه او چې ووژل شوم اۀ، چغې او کوکارې مه وهه!”

امام سجاد وايي: بيا يې زما ترور راوسته او زما مخې ته يې کېنوله او خپلو يارانو ته ستون شو او ورته يې وويل ځينې خېمې نژدې کړئ او ځينې پړي سره وتړئ او پخپله يې په منځ کې شئ او يوازې له دښمن سره د مقابلې لار پرانستې پرېږدئ.

 

د عاشورا ماښام او د ضحاک مشرقي خاطره

طبري د ضحاک بن عبدالله مشرقي له خولې وايي: حسين او ياران يې ټوله شپه ويښ پاتې شول او پر لمانځه، دعا او زاريو لګيا وو. حسين د آيتونه لوستل :

وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ( آل عمران/۱۷۸)

ژباړه : او هغوى چې كافران شوي دي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان و نكړي، چې زموږ وركړى مهلت يې ورته په ګټه دى . موږ ځكه مهلت وركوو چې يواځې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى.

مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ(ال عمران/۱۷۹)

د عمر سعد پوځى چې موږ يې څارلو دا آيتونه يې واورېدل او و يې ويل: “د کعبې پر خداى قسم، هغه پاکان موږ يو چې (خداى) درنه جلا کړي يو!” ضحاک وايي: ما وپېژنده او “برير بن حضير” ته مې وويل: پوهېږې هغه څوک دى؟ و يې ويل: نه، و مې ويل: هغه “ابو حرب سبېعي عبدالله بن شمر” دى،چې شوخ، مېړنۍ، بې باکه او ځايي مشر دى، چې د يو خيانت له امله یې څومره موده د “سعيد بن قيس” به بند کې تېره کړې ده.

برير ورته وويل: “فاسقه! خداى تا پاکوي؟! و يې پوښتل: ته څوک يې؟” و يې ويل: زه برير بن حضير يم و يې ويل: “انالله، راته سخته ده! پر خداى قسم هلاک شوې! ايا غواړې چې توبه وباسې او له سترو ګناهونو دې د خداى لوري ته ورستون شې؟! پر خداى قسم چې هغه پاکان موږ يو او هغه چټل تاسې ياست، تاسې!” هغه وويل: “زه هم پرې ګواهي ورکوم!” ضحاک وايي: ما ورته وويل: “پر تا افسوس! ايا دې پېژندګلو دې ګټه در ونه رسوله؟! و يې ويل: درځار شم؛ نو څوک،چې د يزيد بن عذره” نديم او ملګرى وي، چې اوس راسره دى؟ برير وويل: “خداى دې په هر حال کې ستا نظر بدرنګ او بد مرغه کړي، ته احمق او بې عقله يې!” او له ما يې مخ واړو. پر هغه شپه چې کومو پوځيانو موږ څارلو؛ نو بولندوى يې “عزرة بن قيس احمسي” و.

 

 

 

 

 

د امام حسين تر شهادت وروسته

د حرمين شريفين خوځښتونه

 

د مکې او مدينې خوځښت

د امام حسين (رض) د شهادت له پېښې څرګندولو مو موخه دا نه ده، چې د پېښې په اړه يې پوره روايات راټول کړو او نه د کربلا د پېښې پلټنه او نه يې د وخت او ځاى ښوول دي؛ بلکې موخه مو داده، چې د خلافت او امامت پر ښوونځيو يې پر اغېزو پوه شو او چې څه مو ولوستل ددې موخې پر پوهېدو او لاسرسي ته بسيا دي .

د خلافت پر ښوونځي د شهادت يو اغېز،د اموي حکومت پر ضد د مسلمانانو د خوځښتونو لړۍ وه، چې مخکښ يې د مکې او مدينې د خلکو خوځښت و.

مسعودي وايي :د يزيد د چارواکيو تېرى، فسق او فجور نړيوال شو او ګرد خلک يې راونغاړل؛د رسول الله (ص) لمسى او ياران يې ووژل، شراب څښل او فرعوني خوى يې د خاصو او عامو په خولو شو، حضرت عبدالله بن زبير(رض) ورسره له بيعته ډډه وکړه او “نېشه يي” يې ونوماوه او د مدينې خلکو ته يې پيغام ولېږه او نيوکې يې پرې وکړې او کړي ګناهونه يې ورياد کړل او له يزيد سره يې جګړې ته ترې مرسته وغوښته .[145]

طبري او نور وايي : حسين (رض)،چې‏ شهيد شو؛نو حضرت ابن زبير (رض) په مکه کې پاڅون وکړ او د هغه شهادت يې ستره پېښه وګڼله او کوفيان يې ورټل او عراقيان يې پړه کړل او تر خداى ستاېنې او پر محمد (ص) درود ويلو وروسته يې وويل:

“بې له يو لږ شمېره، ګرد سره عراقيان ټګيجن او بد چاري دي او کوفيان د عراقيانو شريان دي!”

حسين يې وباله،چې ملاتړ يې وکړي؛خو چې ورغى پر وړاندې يې راپاڅېدل او ويې ويل: “يا به راسره ځې،چې لاس تړلى دې ابن زياد ته ولېږو،چې په اړه دې خپله پرېکړه عملي کړي يا درسره جنګېږو” او پر خداى قسم،حسين او يارانو يې ځانونه د ګڼ شمېر کوفيانو پر وړاندې خورا لږ وګڼل،که څه خداى څوک خبر کړي نه دي، چې وژل کېږي – خو حسين پر پرېوتي ژوند عزتمن مرګ غوره کړ؛نو پر حسين دې د خداى لورنې او پر وژونکيو دې يې بدمرغۍ وي! پر ځان مې قسم، کېداى شول چې له حسين سره مخالفت يې ورته پر وعظ او مخنېونکي واوړي؛ خو څه چې مقدر شوي،نازلېږي او دا چې خداى څه وغواړي،کټ مټ کېږي ايا تر حسين ورسته پر دې قوم ډاډمن شوو او پر خبره او ژمنه يې باور وکړو؟!

نه ! بيخي يې ددې وړ نه بولو! هو، پر خداى قسم، چې هغه يې وواژه، چې تل يې اوږده شپه پر عبادت تېروله، په روژو نيولو روږدى و. تر دوى هغه چارواکۍ ته خورا وړ و او په دين او ځانګړنو کې ورباندې اوچت و. هو! پر خداى قسم چې غنا او ساز يې د قرآن او سندرې او چټيات يې د ژړا او له خدايه د وېرې ځايناستي نه کړل او نه د شراب څښل د روژې نېونې او نه يې نڅا او ښکار د “ذاکر” پر غونډو غوره کړل (حضرت ابن زبير (رض) دلته په اشارې د يزيد چارې يادوي) او ژر به د خپلو چارو پايله وويني!

په دې حال کې ياران يې ترې راتاو شول،ويې ويل: “سړيه! بيعت یې ښکاره کړه،چې د حسين تر وژنې وروسته، څوک پاتې نه دى،چې په حکومت کې درسره شخړه وکړي!” او ابن زبير (رض) چې تر دې له مخه په پټه له خلکو بيعت اخسته او ځان يې بيت الله ته پناه وړونکى ښووه، ورته يې وويل: “بيړه مه کوئ!”؛ ځکه “عمرو بن سعيد” د مکې والي و او تر سختې څارنې لاندې يې و؛خو په عين حال کې په نرمۍ ورسره چلېده او چې يزيد بن معاويه ته جوته شوه، چې ابن زبير (رض) په مکه کې د ځواکونو په راټولو لګيا دى؛ نو له خداى سره يې ژمنه وکړه،چې په ځنځير به يې تړي؛نو تړلو ته يې د سپينو زرو يو ځنځير ورولېږه . د يزيد استازي، په مدينه کې له مروان حکم سره وليدل او له پېښې يې خبر کړ او مروان وويل:

“خذها فليست للعزيز بخطة – و فيها مقال لامرى متضعف”

“ويې نيسه،چې د عزيز نښه نه وي؛بلکې هغه ته يو پيغام دى،چې ځان کمزورى ښيى!” د يزيد استازى له مروانه د ابن زبير (رض) خواته ولاړ او له مروان سره ليده کاته او د هغه شعر يې ورته ووايه او ابن زبير وويل: “نه پر خداى قسم، چې زه هغه نه يم، چې ځان کمزورى وښيم” او استازى يې په نرمۍ بېرته ولېږه.

په مکه کې د ابن زبير (رض) چار په درز روان و او مدينوالو ورسره ليک ليکاړى وکړ او خلکو ويل : “د حسين (رض) تر وژنې وروسته څوک نشته، چې له ابن زبير (رض) سره سيالي او شخړه وکړي!” [146]

 

ابن زبير (رض) ته د يزيد استازي

ابن اعثم،دينوري او نور ابن زبير(رض) ته د يزيد د استازيو په اړه وايي، چې موږ د ابن اعثم عبارت راوړى :

ابن زبير(رض) پاڅون وکړ او خلک يې خپل بيعت ته راوبلل،چې يزيد خبر شو او خپل لس تنه غوره ياران يې (چې نعمان بن بشير انصاري او عبدالله بن عضاه اشعري هم پکې وو) راوغوښتل،ورته يې وويل :

“عبدالله ابن زبير(رض) په حجاز کې ښورښت کړى او له اطاعته مې وتلى او خلک رابولي،چې ما او پلار مې وکنځي او يو شمېر ترې راتاو شوي دي او ملاتړ يې کوي، اوس ورشئ، حق يې او د پلار حق يې ستر وګڼئ او د طاعت پابندي ترې وغواړئ او ټولى درز ته مه راکاږئ . که يې ومنله بيعت ترې واخلئ او که سرغړونه يې وکړه؛نو د حسين له برخليکه يې وډاروئ، چې نه زبير راته تر علي بن ابىطالب او نه يې زوى عبدالله راته تر حسين غوره دى . ورسره مه ځنډېږئ، چې زه مو خبر ته سترګې پر لار يم!”

استازي مکې ته ابن زبير(رض) ته ورغلل، د يزيد پيغام يې ورورساوه او هغه وويل : “يزيد رانه څه غواړي؟ زه د دې خونې مجاور يم، چې د يزيد او غير يزيد له شره مې ورته پناه راوړې ده،که مې پکې ازاد پرېږدي پات کېږم؛که نه بلې سيمې ته ځم، چې مرګ مې راورسي!” بيا يې امر وکړ چې استازيو ته ځاى ورکړي او هغه ورځ ورسره پاتې شو،پر سبا يې له خپلو ملګرو سره د ګهيځ لمونځ وکړ او په حجر اسماعيل کې کېناست او خپل ملګري ترې راتاو شول او د يزيد استازى هم ورغلل او داسې خبرې وکړې،چې د يزيد اطاعت ته يې راکاږي.

راوي وايي: لومړى نعمان بن بشير ورته وويل : “يزيد خبر شوى، چې ته پر منبر هغه او پلار يې په بدۍ يادوې! حال دا چې پوهېږې،چې هغه امام دى او خلکو ورسره بيعت کړى دى او زموږ ښه نه ايسي، چې په څېر دې له اطاعت ووځي او په ټولنه کې درز واچوې . پر دې سربېره غيبت حرام دى او خير پکې نشته” دلته يې عبدالله بن زبير (رض) پر خبرو ورګډ شو ويې ويل : “د بشير زويه! د فاسق خو غيبت نشته، ما يې په اړه يوازې هغه خبرې کړي،چې ټول خلک پرې پوهېږي،که هغه د مخکېنيو ښو امامانو پلار و؛ نو موږ يې خبره اورېده او منله او په ښو مو ياداوه او بيا دا چې زه په دې کور کې د مکې د يوې کوترې په څېر يم . ايا ورته روا ده، چې د حرم کوتره وځوروئ؟!” راوي وايي : عبدالله بن عضا اشعري غوسه وويل : “هو، پر خداى قسم د زبير زويه! د مکې کوتره ځوروو، د حرم کوتره وژنوو، د زبير زويه، د مکې حرمت کوم يو دى؟! پر منبر په اميرالمؤمنين پسې ډول ډول ناوړې خبرې کوې او بيا ځان د حرم له کوترې سره ورته کوې؟!” بيا يې وويل: “زويه! غشي او ليندۍ مې راوړه!” رايې وړل، غشي يې په ليندۍ کې کېښود او د حرم کوتره يې په نښه کړه او ويې ويل : “کوترې! ايا امير المؤمنين شراب څښي او ګناهونه کوي؟ ووايه هو ! پر خداى قسم که ووايې هو!؛نو دا زما غشى دې نه خطا کوي . کوترې! منې يې يا له اطاعته وځې او په ټولي کې درز اچوې او په دې حرم کې پاتې کېږي او سرغړونه کوې؟ ووايه : هو !” عبدالله بن عضاه، ابن زبير(رض) ته مخ کړ،ويې ويل: “څه شوې،ولې کوتره څه نه وايي؟ حال دا چې تا خو پر منبر دا خبرې کولې! هن! پر خداى قسم د زبير زويه! پر تا ډارېږم او په رښتيا پر خداى قسم خورم که غواړې که نه غواړې له يزيد سره بيعت کوې او يا به راسره د بطحا په دې سيمه کې د اشعريين له بيرغ سره مخامخ شې!” [147]

ابن اعثم د ابن زبير(رض) او عمرو بن سعيد پېښې،چې د ابن زبير(رض) بريا پاى ته رسېدلې راوړي دي .

طبري وايي : يزيد عمرو بن سعيد د مکې له چارواکۍ لرې کړ او پر ځاى يې وليد بن عتبه وټاکه او نوموړي پر ٦١ س کې حج وکړ او په ابن زبير(رض) پسې ګرځېده؛خو هغه ځان نه ورښووه، تردې چې وليد له حجاج سره له عرفاته وخوځېد. وروسته ابن زبير(رض) له خپلو ملګرو سره وخوځېد او د وليد په اړه يو چل وکړ او يزيد ته يې وکښل :

 يو ناپوه دې رالېږلى،چې له لاسه يې څه نه کېږي او حکيم پندونه نه اوري! که نرم خويه دې رالېږلى واى هيلمنېدم،چې سختې ستونزې اسانه شي او بې اتفاقي پر اتفاق واوړي!” او يزيد وليد له کاره ګوښه کړ او پر ځاى يې “عثمان بن محمد بن ابي سفيان” وټاکه . [148]

 

يزيد ته د مدينې د استازيو پلاوى

ويلي يې دي : عثمان چې يو بې تجربې ځوان و، د مدينې له خلکو يې يو پلاوى يزيد ته ولېږه، چې عبدالله بن حنظله غسيل الملائکه، عبدالله ابن ابى عمرو مخزومي، منذر بن زبير او نور مدينوال پکې وو. دوى يزيد ته ورغلل او هغه يې ښه عزت وکړ او ښه يې ورسره وکړل او سترې ډالۍ يې ورکړې او عبدالله بن حنظله ته يې (چې د قوم شريف، فاضل، عابد او مشر و) يو لک درهم او ورسره اتو زامنو هر يوه ته يې لس زره درهمه ورکړل، ښه جامې او د لارې توښه يې هم پرې ورزياته کړه.

پلاوى چې راستون شو پر يزيد يې نيوکې پېل کړې :

“له داسې چا راستانه شوو،چې دين نه لري، شراب څښي، طنبور غږوي، د ساز او نڅا غونډې جوړوي،سپي جنګوي او له بدلمنو سره شپې تېروي! او موږ تاسې ګواهان نيسو،چې له خلافته مو لرې کړ!” ورپسې عبدالله بن حنظله پاڅېد،ويې ويل: “له داسې چا راستانه شوو، که څوک مې ملګري هم نشي؛ نو په دې اتو زامنو ورسره جهاد کوم!”

خلکو ورته وويل: “خبر شوي يو، چې ستا درناوى يې کړى، ستر يې ګڼلى يې او ډالۍ يې درکړي دي!”

 ويې ويل : “هو! دغسې يې وکړل او ما يې ډالۍ ومنلې، چې ځان پرې غښتلى کړم” خلکو هم يزيد لرې کړ او له عبدالله بن حنظله سره يې بيعت وکړ او خپل واکمن يې کړ.

منذر بن زبير،چې يزيد ورته يو لک درهم ورکړي وو، چې مدينې ته راستون شو، ويې ويل: “پر خداى قسم ، يزيد يو لک درهم انعام راکړى؛ خو دا چلن يې راسره ددې نه لاملېږي،چې تاسې يې له حاله خبر نه کړم او واقعي خوى يې درونښيم،پر خداى قسم، شراب څښي او دومره مستېږي،چې لمونځ پرېږدي!” او د نورو په څېر او بلکې سخت يې د يزيد عيبونه رابربنډ کړل . [149]

 

 

 

د اصحابو او تابعينو خوځښت

ذهبي وايي: خلک له عبدالله بن حنظله راټول شول او په دې يې ترې بيعت واخست،چې تر پايه به ورسره درېږي،ويې ويل :

“خلکو! له خدايه وډار شئ؛ځکه د يزيد پر ضد راپاڅېدو،هسې نه چې له اسمانه راباندې ډبرې وورېږي! هغه له مړوښو ښځو، لوڼو او (خپلو) خويندو سره نکاح کوي، شراب څښي او لمونځ نه کوي! [150]

او يعقوبي [151] وايي: “ابن مينا” [د معاويه د ځانګړو شتمنيو چارواکى] د يزيد له لوري د مديني والي؛”عثمان بن محمد” ته راغى، ويې ويل : غواړي د دې ځانګړو ځمکو غنم او کجورې شام ته يوسي . د مديني خلکو يې مخه ونيوه او عثمان خلک وګواښل او خلک پرې راپاڅېدل او هغه او اموي ملګري يې د ډبرو په ايشتو له مدينې وشړل .

په اغاني کې وايي : ابن زبير(رض) د يزيد د لرې کېدو هوډ ونيو او ډېرى خلک ورمات شول او عبدالله بن مطيع او عبدالله بن حنظله او يو شمېر مدينوال جومات ته ورننووتل او منبر ته وختل او يزيد يې لرې کړ او عبدالله بن ابي عمرو وويل: “يزيد مې له خلافته داسې لرې کړ؛ لکه پګړۍ،چې له سره لرې کوم” او خپله پګړۍ يې له سره راکوزه کړه،و يې ويل : “دا خبرې درته په داسې حال کې وايم،چې ماته يې ډالۍ راکړې! خو دا د خداى دښمن همېشه نېشه دى!” او بل وويل: “دا مې (داسې) لرې کړ؛لکه دا څپلۍ مې،چې له پښې وايسته!” او بل وويل: “دا مې (داسې) لرې کړ؛لکه چې دا جامې مې وايستې!” او بل وويل : “دا مې لرې کړ؛لکه خپلې پڼې مې، چې وايستې!”

تر دې چې د پګړيو، څپليو او پڼو ډېرۍ جوړه شوه او ټولو په يوه غږ له يزيده خپله کرکه څرګنده کړه؛خو عبدالله بن عمر(رض) او محمد بن علي بن ابىطالب (رض) (محمد حنفيه) له دې چاره ډډه وکړه او په تېره د محمد بن حنفيه او د ابن زبير(رض) د پلويانو ترمنځ ډېرې خبرې اترې راولاړې شوې،تردې چې په زور يې ترې بيعت اخسته او محمد مکې ته ولاړ او دا د هغه او ابن زبير(رض) ترمنځ د شر د توپان پيلامه وه! ورپسې مدينوال يو خوله شول،چې امويان له ښاره وباسي او ژمنه يې ترې واخسته،چې پر ضد يې د يزيد له لښکرو مرسته ونه غواړي او که راغلل؛نو ستانه يې کړي او که يې ونه کړاى شول؛نو مدينې ته دې ورسره راستانه نشي.

 

امام سجاد

د امويانو ښځو او کوچنيانو ته پناه ورکوي

د اغاني [152] خاوند وايي: مروان، عبدالله بن عمر(رض) ته ورغى،و ېې ويل : “ابا عبدالرحمانه! لکه چې وينې،دې خلکو وشړلو؛نو زموږ کورنۍ ‏ته پناه ورکړه!” ابن عمر وويل : “زما له تاسې دواړو سره څه کار نشته!” مروان پاڅېد،ويې ويل :”خداى دې دا ډول چلن او دا ډول دينوالي بدرنګه کړي!” بيا علي بن الحسين ته ورغى او د خپلې کورنۍ او شتمنۍ د پناه اخستو غوښتنه يې ترې وکړه. هغه ومنله او هغوى يې له “ام ابان” [د حضرت عثمان(رض) لور او د مروان مېرمن] او زامنو [عبدالله او محمد] سره طايف ته ولېږل .

طبري او ابن اثير وايي : چې مدينوالو د يزيد والي او امويان له ښاره وشړل، مروان بن حکم له عبدالله بن عمر(رض) څخه وغوښتل،چې کورنۍ يې له ځان سره پټه کړي؛خو هغه ونه منله،بيا امام علي بن الحسين ته ورغى،ويې ويل: “ابا الحسنه! زه د خپلوۍ حق لرم او غواړم کورنۍ مې ستا کورنۍ ته دروسپارم” امام وويل : “دا کار وکړه” او خپله کورنۍ يې علي بن الحسين ته ولېږله او امام له خپلې کورنۍ او د مروان له کورنۍ سره د باندې ووتل او په “ينبع” کې يې مېشت کړل .

ابن اثير وايي : مروان خپله مېرمن عايشه [د حضرت عثمان بن عفان(رض) لور] او کورنۍ يې امام علي بن الحسين ته ولېږله او هغه خپله او د هغه کورنۍ “ينبع” ته بوتله .

او په اغاني [153] کې وايي: “خلکو امويان وشړل او مروان اړ شو،چې له خپلو ملګرو سره لمونځ وکړي،چې يې مخه ونيوه،ورته يې وويل: “پر خداى قسم، هغه دې بيخي د جماعت امام نشي؛ خو که له خپلې کورنۍ سره لمونځ کوي،څه ممانعت ورته نشته” او مروان ورسره لمونځ وکړ او ولاړ.

 

امويانو له يزيده مرسته وغوښته

طبري او نور وايي : ټول امويان له مروان کره ولاړل . خلکو هم لږ غوندې راايسار کړل . امويانو يزيد ته ليک وکښه او مرسته يې ترې وغوښته. يزيد پيغام راوړونکي ته وويل: “ايا په مدينه کې امويان او دوستان يې زر تنه نه دي؟” ويې ويل: “هو، پر خداى قسم تر دې ډېر دي” يزيد وويل: “نو څنګه يې د ورځې يوه برخه جګړه وکړاى نه شوه؟” وايي : يزيد، “عمرو بن سعيد” ته ليک ولېږه او د مدينې له پېښې يې خبر کړ او امر يې ورته وکړ،چې مرستې ته يې ورودانګه؛خو ويې نه منله . بيا يې “عبيدالله بن زياد” ته امر کړ،چې مدينې ته ورشه او په مکه کې “ابن زبير” هم محاصره کړه؛خو ده هم ونه منله،ويې ويل: “پر خداى قسم يزيد فاسق ته به دا چار ونه کړم، د پېغمبر د لور زوى مې وواژه او اوس بايد د “بيت الله” جګړې ته ورشم؟!”

البته مور يې “مرجانه” د حسين د وژنې له امله ټپسورى کړى و،ورته يې ويلي وو: “پر تا افسوس! څه دې وکړل او پر څه اخته شوې؟!” [154]

يزيد له ناچارۍ “مسلم بن عقبه مرى” راوغوښت؛ځکه معاويه ورته ويلي وو: “ته به پای کې يوه ورځ له مدينوالو سره نښلې،که داسې وشو؛ نو په مسلم بن عقبه يې وځپه،ما يې ښه نيت ازمېيلى دى” او چې مسلم راغى؛ نوکمزورى او ناروغ بوډا يې وليد. [155]

د اغاني خاوند وايي : مسلم بن عقبه يزيد ته وويل : “چې څوک دې مدينې ته مامور کړى؛نو پر شا تللى . (هو!) بې له ما نور څوک د مدينوالو سيالېداى نشي . په خوب کې مې يوه ټينګه ونه وليده،چې چغې وهي: “د مسلم په لاس!” چې غږ ته ورغلم؛ نو مې واورېدل،چې يو ويونکي ويل: “د خپلې وينې کسات دې واخله، مدينوال د عثمان وژونکي دي!”

 

لښکر مشر ته د خليفه يزيد لارښوونې

طبري وايي: يزيد،مسلم مدينوالو ته د جګړې لپاره راوغوښت،ورته يې وويل: “که څه زيان درورسېد؛نو “حصين بن نمير” خپل ځايناستى کړه” او هم يې وويل: “درې ورځې مهلت ورکړه،چې تسليم شي، که يې ومنله ورسره يې ومنه؛که نه جګړه ورسره وکړه او چې بريالى شوې؛نو درې ورځې يې مباح کړه او ګرد سره شتمني،نقدې،وسله او خواړه د جنګياليو دي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو له خلکو لاس پر سر شه او علي بن الحسين مه ځوروه او ځان ته يې نژدې کړه، چې هغه يې ملګرى نه و” بيا امر وکړ، چې د حکومت جارچي دې غږ کړي،چې که څوک حجاز ته ځي او ډالۍ اخلي؛ نو را دې شي، چې سملاسي هر يوه ته سل ديناره ورکوي؛ نو ځکه دولس زره تنه چمتو شول .

مسعودي په “التنبيه والاشراف” کې وايي : يزيد، مسلم ته وويل : “چې مدينې ته ورسېدې او چا دې مخه نيوه يا د جګړې ته راغى؛نو توره يې په توره ځواب کړه او لورېږه پرې مه او درې ورځې يې لوټ کړه. ټپيان يې ووژنه او فراريان يې هم ووژنه او که جګړه يې درسره ونه کړه؛ نو مکې ته ورشه او له “ابن زبير” سره جګړه وکړه!”

او مسعودي په مروج الزهب کې وايي : يزيد “مسلم بن عقبه” مدينې ته ولېږه، هماغه چې مدينه يې “چټله” ونوموله، حال دا چې رسول الله (ص) “سپېڅلې = طيبه” نومولې وه!”

 

د مسلمانانو د خليفه سرود

چې د مسلم لښکر د يزيد مخې ته ودرېد؛ نو دا سرود يې ووايه:

ابلغ ابابکر اذا ليل سرى   وهبط القوم علــى وادى القــــرى

عشرون الفابين کهل وفتى   اجمـع سکران من الخــمر ترى

“”ابابکر” ته ووايه: چې شپه تېره شوه،

او په وادى القرى کې دا لښکر راکېووت،

هغه لښکر چې شل زره تنه زاړه او ځوانان لري،

ايا يو نېشه يي مست “وينې”،

يا يې له خوبه هوښيار راويښ شوي!”

دا سرود يې “عبدالله بن زبير(رض)” ته ويلى، چې کنيه يې “ابابکر” او “ابا خبيب” وه او يزيد يې په “نېشه مست” نومولى دى .

 مسعودي وايي: يزيد، عبدالله بن زبير(رض) ته وکښل:

ادع الهک فى لسماء فاننى   ادعو عليک رجال عـــک واشعر

کيف النجاة ابا خبيب منهم   فاحتل لنفسک قبل اتى العسکر

خداى دې په اسمان کې ملاتړ ته راوباله،چې ما د “عک” او “اشعر” د ټبرونو سړي ستا مقابلې ته ورولېږل “ابا خبيبه!” وينه چې څنګه ترې ځان ژغورې!؛نو، د لښکر تر رسېدو له مخه د ځان چاره دې وکړه! [156]

طبري او ابن اثير وايي :عبدالملک مروان واورېدل،چې يزيد خپل لښکر مدينې ته لېږلى دى،ويې ويل: “کاشکې آسمان رالوېدلى واى!” خو وروسته پخپله داسې ځاى ته ورسېد،چې “حجاج بن يوسف” مکې ته ولېږه،چې کعبه په منجنيقو په ډبرو وولي او “عبدالله بن زبير(رض)” ووژني!.

 

د خليفه لښکر د مدينې او مکې پر لار

د مسلم بن عقبه لښکر،چې له شامه د مدينې پر لور وخوځېد؛ نو مدينوالو د امويانو او مروان د کور محاصره ټينګه کړه،ويې ويل : “پر خداى قسم، چې لاس درڅخه نه اخلو،چې دباندې مو وباسو او غاړې مو پرې کړو يا داچې ټينګه ژمنه وکړئ او خداى ګواه ونيسئ،چې پر ضد مو ښورښ ونه کړئ او زموږ کمزوري ټکي رابربنډ نه کړئ او زموږ د يوه دښمن ملاتړ نشئ، چې لاس ورڅخه واخلو او له ښاره مو وباسو” امويانو دا ژمنې وکړې او له ښاره وتل،چې په “وادى القرى” کې له “مسلم بن عقبه” سره مخ شول . هغه لومړى “عمرو بن عفان” راوغوښت،ورته يې ويل : “د مدينې له حاله مې خبر کړه او سلا مشوره راکړه”، ويې ويل: “دا چارکړاى نشم؛ ځکه ژمنه يې رانه اخستې، چې کمزوري ټکي يې رابرسېره نه کړم او پر ضد يې د يوه دښمن ملاتړ ونه کړم!” مسلم وشاړه،ويې ويل: “پر خداى قسم که د حضرت عثمان (رض) زوى نه واى؛ نو وژلې مې، پر خداى قسم، ترتا وروسته د يوه قريشي هم دا چلن نه منم!”

“عمرو بن عثمان بن عفان” خپلوملګرو ته ستون شو او پېښه يې ورته وويله، مروان بن حکم خپل زوى عبدالملک ته وويل: “تر ما مخکې ورشه، ښايي بسيا يې شي” عبدالملک ورغى او مسلم وويل : “په څه چې پوهېږې،ويې وايه” ويې ويل: ” په اند مې غوره داده، چې له لښکر سره دې همدغسې ولاړ شې،چې د کجورو باغونو ته ورسې او هلته تم شې او لښکر دې د کجورو د ونو تر سيورې لاندې شي او کجورې يې وخورې او چې ګهيځ شو بيا هم خپل تګ ته دوام ورکړه او په مدينه کې خپلې کينې لوري ته کړه او ترې تېر شه او پرې راوګرځه، چې په ختيځ کې يې د “حرې” نيمې ته ورسې؛ نو چې مدينوالو سره مخ شوې او لمر راختلى وي؛ نو ستاسو به لمر ته شا وي او ځوروي به مو نه؛ خو د مقابل لوري به ورته مخ وي او ګرمي به يې تنګوي او سترګې به يې برېښوي او چې تاسې په ختيځ کې ياست؛ نو هغوى به ستاسې پر سر خولۍ، وسلې، نېزې، تورې او زرې ويني، حال دا چې تاسې به تر هغه وخته چې لمر پريوتى وي، نه به يې وينئ؛ نو بيا ورسره جګړه وکړئ او له خدايه مرسته وغواړه!”

مسلم ورته وويل: “پر پلار دې د خداى رحمت،چې داسې زوى يې روزلى!”

بيا مروان ورغى او مسلم ورته وويل: “راوله!” مروان وويل: “ايا عبدالملک ورغلى نه و؟” ويې ويل: “هو راغلى و او عبدالملک څومره ښه نارينه دى! دده په څېر مې له ډېرو لږو قريشو سره خبرې شوي” .

 مروان وويل: “چې عبدالملک دې ليدلى؛نوزه دې ليدلى يم” نو بيا مسلم د عبدالملک پر لارښوونو عمل کاوه؛ نو ځکه لمر خاته لوري ته راغى او درې ورځې يې مدينوالو ته مهلت ورکړ او چې درې ورځې تېرې شوې، ويې ويل : “مدينوالو! څه کوئ، غاړه ږدئ که جنګېږئ؟” ويې ويل: “جنګېږو”.

مسلم ورته وويل: “مه کوئ؛بلکې اطاعت وکړئ،چې خپل ځواک او دبدبه يو ځاى کړو،چې پر دې “ملۍ” مارق له هرې لوري ورودانګو؛يعنې پر ابن زبير (رض) .

 مدينوالو وويل: “د خداى دښمنانو! که پر لور يې ورشئ؛ نو تاسې به پرېنږدو. ازاد به مو پرېږدو، چې بيت الله الحرام ته ولاړ شئ او هستوګن يې وډار کړئ اودرناوى يې ولتاړئ؟! نه پر خداى قسم دغسې نه کوو!”

مسعودي وايي: مدينوالو د رسول الله (ص) خندق (چې رسول الله (ص) د احزابو په جګړه کې ايستلى و) خپل سنګر کړ او له مدينې يې ګرد چاپېره دېوال وکړ او شاعر يې وويل :

ان بالخندق المکلل بالمجــــــــــــد   لضربا يبدى عن النــــشوب

لست منا و ليس خالک منا   يا مضيع الصلاة للشـــــــــــهوات

فاذا ما قتلنا فتنضر           واشرب الخمر واترک الجمعات

“په رښتيا چې په هغه خندق کې،چې په دبدبې او ستریا پسوللى دى،يو ګوذار دى، چې له مغزو سستي وباسي!ته له موږ ځنې يې او ماما دې هم له موږه نه دى،اى چې د شهوت لپاره لمونځ پرېږدې؛نو چې موږ ووژل شو ته نعراني کېږې او شراب وڅښه او جمعه او جماعت پرېږده! [157]

ذهبي وايي : په هغه زمانه کې عبدالله بن حنظله په نبوي جومات کې “بېتوته” کوله او روژه نيوه او په اوبو او اوړو يې روژه ماتوله او تل يې سرځوړند و او چې يزيديان مدينې ته راورسېدل،خپلو يارانو ته يې وينا وکړه او جګړې ته يې راوهڅول او ويې غوښتل،چې له دښمن سره دې په جګړه کې رښتين وي،ويې ويل :”پالونکيه! موږ يوازې پر تا ډډه لګوو”.

ګهيځ مهال د شام لښکر پر مدينه يرغل وکړ او مدينوال په ټينګه وجنګېدل،چې ناڅاپه له شا او د ښاره له منځه د تکبير نارې واورېدل شوې اومتوجه شول،چې “بني حارثه وو” د “حرې” له لارې محاصره کړي دي؛نو ځکه خلک وتښتېدل او عبدالله بن حنظله،چې پر يوه زوى ډډه وهلې وه او لږ خوب وړى و او زوى يې ويښ کړ او چې پېښه يې وليده؛نو مشر زوى يې جګړې ته ولېږه،چې ووژل شو،بيا يې يو په بل پسې ټول زامن ولېږل،چې ټول ووژل شو.

وايي : په دې حال کې،چې عبدالله بن حنظله يوازې پاتې و،له يو شمېر يارانو سره په ښار کې ګرځېده او چې ماسپښين شو،خپل مريي ته يې وويل : “څوک خو پاتې نه دي؛موږ څه ته ودرېږو؟” په لاس کې يې بېرغ و او يوازې پينځه تنه ترې راتاو وو، ويې ويل: “پر تا افسوس! موږ خو يوازې د وژنې لپاره راپاڅېدلي يو”.

وايي: مدينوال د شترمارغانو په څېر پنډ شوي وو او شاميانو له تېغه تيرول . عبدالله،چې ولیدل خلک وتښتېدل،زرې يې له تنه راوايسته او وجنګېد، چې ووژل شو. بيا نو مروان يې پر جنازه ودرېد او د شهادت ګوته يې ورته ونيوه،ويې ويل: “پر خداى قسم که له مړي سره يې دښمني کوم؛نو له ډېر وخته مې په ژوند ورسره دښمني کړې ده [158]

 

د خلافت لښکر د رسول الله (ص) حرم مباح اعلانوي

طبري او نور وايي: مسلم مدينه درې ورځې مباح کړه،چې خلک ووژني او شتمني يې لوټ کړي [159] .

يعقوبي وايي : “ډېرى پاتې خلک ووژل شول،د رسول الله (ص) حرم يې مباح کړ، تر دې چې ډېرى باکرې پېغلې دوه ځانې شوې او کوروالى کوونکى يې ونه پېژندل شول!”. [160]

په ابن کثير تاريخ [161] کې وايي: “د “حرې” په جګړې کې اوه سوه تنه قرآنپوهان ووژل شول،چې درې تنه يې د رسول الله (ص) اصحاب ول!”.

او وايي : “ډېرى انسانان ووژل شول، داسې چې نژدې وه څوک له مدينوالو پاتې نشي!”.

او وايي : “پر ښځو يې تېرى وکړ،داسې چې ويل شوي : په هغو ورځو کې زر ښځې، بې مېړه، دوه ځانې شوې!”.

او له “هشام بن حسان” روايتوي چې: “د “حرې” تر جګړې وروسته د مدينې زر بې مړوښه ښځې دوه ځانې شوې!”.

او د “زهري” له خولې وايي : “په وژل شويو کې اوه سوه تنه ول،چې د مهاجرينو او انصارو مشران او موالي وو او نور هم، چې نه پوهېږم ازاد وو که مريان، بې له دوى، ټول لس زره تنه وو[162]“.

په سيوطي [163] تاريخ کې وايي: “د “حرې” جګړه د “باب طيبه” په مخ کې وشوه او ډېرى اصحاب او نور پکې ووژل شول، مدينه لوټ شوه او په زرګونو باکره پېغلو تېرى وشو!”.

دينوري او ذهبي وايي : ابو هارون عبدي وايي: ابو سعيد خدري مې وليد.ابا سعيده! ولې دې ږيره داسې شوې؟ ويې ويل: “دا د حرې په پېښه کې د شامي ظالمانو چارو داسې کړه؛کور ته مې راننووتل او هر څه يې لوټ کړل، ان د اوبو کټورى يې يووړ او د باندې ولاړل . وروسته ترې دولس تنه نور راننووتل . زه پر لمانځه وم، په کور کې وګرځېدل او څه يې ونه موندل او خپه شول او زه يې د لمانځه له ځايه راښکودم او پر ځمکه راګوزار کړم او هر يوه له ږيرې ونيوم او راوايسته يې؛ تر کومه چې ګورې هغوى ايستلې ده او څه چې پاتې ده، هغه برخه ده،چې پر ځمکه وه او لاسونه يې نه ورسېدل،ما همدغسې پرېښې چې په همدې حال کې له خداى سره ووينم![164]“.

او پر مدنية الرسول، دغسې دا درې ورځې تېرې شوې! او له مدينوالو يې بيعت واخست،چې د خليفه يزيد مريان به وي .

طبري او نور وايي : مسلم خلک بيعت ته راوبلل،په دې شرط،چې د يزيد بن معاويه مريان به وي او هغه به د دوى د ځان، شتمنۍ او کورنۍ په اړه هوډ نيسي . [165]

مسعودي [166] وايي : “چې څوک پاتې وو، ټولو بيعت وکړ،چې د يزيد بندګان به وي؛ خو بې له “علي بن الحسين” څخه،چې هغه د مدينوالو په چارو کې نه و او هم “علي بن عبدالله بن عباس” چې ماماګان يې د کنده له ټبره د يزيد په لښکر کې وو او د هغه مخه يې ونيوه . د لښکر قومندان وويل : “چې څوک يې ونه مني په توره يې څټ پرې کوم!”

د ابن سعد په طبقاتو کې وايي : مسلم،چې خلک ووژل او “عقيق” ته ورغى ويې پوښتل : “علي بن الحسين شته؟”

 وويل شو: هو .

 ويې ويل : ولې يې نه وينم؟

 امام د ترونو له دوه زامنو (د محمد بن حنفيه زامن) سره ورغى . مسلم چې وليد، ښه راغلاست يې ورته ووايه او پر خپل ورېښمين ټغر يې کېناوه [167].

په طبري تاريخ کې وايي : مسلم ورته وويل : مرحبا، ښه راغلاست . بيا يې له ځان سره پر ورېښمين ټغر کېناوه او ويې ويل: له مخکې امير المؤمنين ستا سپارښتنه راته کړې وه؛خو دې خبيثانو ستا ياد او درناوى رانه هېر کړى و. بيا يې علي بن الحسين ته وويل : ښايي کورنۍ دې ډار شوې وي ؟

 ويې ويل: پر خداى قسم، هو!

 مسلم امر وکړ. سپرلۍ يې چمتو او زين کړه او سپور يې کړ او کورنۍ ته يې ورساوه [168].

دينوري [169] وايي : چې څلورمه ورځ شوه، مسلم بن عقبه پر څوکۍ کېناست او مدينوال يې بيعت ته راوبلل او لومړى تن،چې ورغى،”يزيد بن عبدالله بن ربيعه” [چې د رسول الله (ص) د مېرمنې ام مسلمې بي بي لمسى] و. مسلم ورته وويل : “بيعت راسره وکړه”

 هغه وويل : د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوم”

 مسلم وويل : “داسې بيعت وکړه،چې د امير المؤمنين غنيمت وسې،چې ستا په شتمنيو او اولادونو کې،چې څه غواړي ويې کړي!”

 خو هغه دا ډول بيعت ونه مانه او مسلم امر وکړ،چې سر يې پرې کړئ!

طبري وايي : مسلم په “قُبا” کې خلک بيعت ته راوبلل . دوو تنو قريشو [يزيد بن عبدالله بن زمعه او محمد بن ابى جهم] ته يې امان وغوښت او د حرې تر پېښې دوه ورځې وروسته يې ورته راوستل . ويې ويل: “بيعت وکړئ” هغوى وويل: “د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوو” ويې ويل: “نه، پر خداى قسم چې دا خو بيخي درسره نه منم” او راوړاندې يې کړل او ويې وژل .

مروان ورته وويل : “سبحان الله! دوه تنه قريش چې امان اخستو ته راغلي،وژنې يې؟” مسلم په خپله همسا مروان ټېل واهه،ويې ويل : “پر خداى قسم که ته يې هم خبره وکړې؛ نو هماغسې به درسره کوم!”.

وايي : “يزيد بن وهب بن زمعه” يې راوست، ورته يې وويل : “بيعت وکړه”

 هغه وويل: “د عمر (رض) د سنتوو له مخې درسره بيعت کوم”

 مسلم وويل : “ويې وژنئ!”

 هغه وويل : “بيعت درسره کوم”

 ويې ويل: “نه، پر خداى قسم، ګناه دې نه بښم”

بيا يې مروان د خپلوى له مخې سپارښتنه وکړه؛خو مسلم امر وکړ،چې مروان وکړوي او پوزه يې توره کړي . بيا يې وويل: “بيعت وکړئ دا چې د يزيد بن معاويه غنيمت وسئ!” او بيا يې امر، چې يې ووژنئ [170].

 

يزيد ته يې سرونه ولېږل

ابن عبدربه وايي : مسلم بن عقبه، يزيد ته د مدينوالو سرونه ولېږل . يزيد چې سرونه وليدل؛نو د احد په جګړه کې يې د “ابن زبعري” په څېر شعر ووايه :

ليت اشياخى ببدر شهدوا   جزع الخزرج مــــــــن وقع الاسل

لاهلوا واستهــــــــلوا فرحا        ثم قالوا : يا يزيد لا تشـــــل

“کاشکې اوس مو د بدر په جګړه کې مشران واى او په دې پېښه کې يې د خزرجيانو زارۍ ليدلې واى او له زياتې خوشحالۍ به يې شپيلي وهل او ويل يې: يزيده! پر لاس دې برکت!

په دې حال کې د رسول الله (ص) يو صحابي ورته وويل : “امير المومنينه! له اسلامه ووتې!”

 يزيد وويل : “هو! له خدايه بښنه غواړم”

 او صحابي وويل: “پر خداى قسم، په يوه سيمه کې به هم درسره ونه وسم!” او ترې راووت . [171]

د ابن کثير په روايت کې، تر لومړي بيعت وروسته راغلي :

حين حلت بقباء برکها   واستحر القتل فى عبـــــــــدالاشـل

قدقتلنا الضعف من اشرافهم   وعدلنا ميل بدر فاعتــدل

“چې په قبا کې راکېووت ،او قريشيان يې له تې غه تېر کړل دا دى له مشرانو يې موږ دوه ګرايه ووژل او د “بدر” نابرابري مو برابره کړه او انډول شوو”

بيا ابن کثير وايي: ځينو رافضيانو پر دې دا بيت ورزيات کړى دى:

لعبت هاشم بالملک فلا   ملک جاء ولا وحى نزل

“بني هاشمو له واکمنۍ سره لوبې وکړې، نه کومه پرښته راغله او نه کومه وحې رانازله شوه”

او ورپسې وايي : “که دا خبره يزيد بن معاويه ويلي وي،د خداى او د لعنت کوونکيو لعنت دې پرې وي او که يې نه وي ويلي؛نو پر هغه دې د خداى لعنت وي، چې دا خبره ورتړي”. [172]

مؤلف وايي : ابن کثير وهم نيولى او ګومان يې کړى،چې هغوى ويلي دي : “يزيد په دې مقام کې دا بيت د “ابن زبعري” پر شعر ورزيات کړى؛نو ځکه ترې منکر شوى دى . حال دا چې دا يې روايت کړى نه دى؛بلکې “شعبي” او نورو روايت کړى دي چې : “يزيد چې خپلې مخې ته د حسين سر وليد او د “ابن زبعري” په شعر يې تمثل وکړ؛نو دا بيت يې پرې ورزيات کړ او ښکاره ده،چې “شعبي” رافضي او شيعي نه و؛بلکې د خلفاوو د ښوونځي له متعصبو مشرانو ځنې و. نه پوهېږم ابن کثير ولې يزيد ته پلمه نه راوړي او نه وايي :

“هغه مجتهد و او دا بيت يې په خپل اجتهاد ويلى دى؟”

 

 

د خليفه په اطاعت کې

 

د مکې پر لور د خلافت د لښکر خوځېدنه او د قومندان دعا او په مړينه کې يې وصيت

طبري او نور [173]وايي : مسلم،چې د مدينوالو له جګړې او د شتمنيو له لوټه يې خلاص شو،له خپل لښکر سره مکې ته وخوځېد او چې “مشلل” ته نژدې شو؛نو مرګ يې راورسېده او دا پر ٦٤ س د محرم وروستۍ نېټه وه. په دې حال کې يې “حصين بن نمير” راوغوښت،ورته يې وويل: “د خره تر کتې لاندې اچوونکي زويه! پر خداى قسم که دا چار مې په واک کې واى؛نو ته مې د دې لښکر بولندوى کولې نه؛خو امير المؤمنين تر ما وروسته امير کړى يې،چې امر يې ردېدونکى نه دى؛نو د څه وصيت،چې درته کوم؛عملي يې کړه : خبرونه راټولوه او يو قريشي ته هم غوږ مه ږده! او شاميان يې له خپلو دښمنانو مه منع کوه او تر درېيو ورځو ډېر مه تمېږه،چې له فاسق ابن زبير سره مخ شې!” بيا يې وويل : خدايه ما تر دې شهادت [= چې يوازې الله خداى دى او دا چې محمد يې بنده او استازى دى] وروسته بيخي داسې کومه کړنه کړې نه ده،چې په آخرت کې راته ګرانه او غوره وي”.

دا عبارت د ابن کثير په تاريخ کې دغسې دى : “… داسې کړنه مې کړې نه ده،چې د مدينوالو له وژنې راته ګرانه او په آخرت کې منلې وي! اوس که تر دې چار وروسته دوزخ ته ولاړ شم؛نو په يقين چې بدمرغه يم” او بيا له نړۍ ولاړ [174].

او په يعقوبي تاريخ کې وايي : “خدايه! داچې ستا د خليفه يزيد بن معاويه اطاعت مې وکړ او د حرې (مدينې) خلک مې ووژل؛ نو که تر دې وروسته مې پر عذاب کړې؛ نو په يقين چې بدمرغه يم [175]“.

او د ابن اعثم په فتوح کې وايي: مسلم بن عقبه په خپل وصيت کې “حصين بن نمير” ته وويل: “ځير شه،چې له مکيانو او عبدالله بن زبير سره هماغه څه وکړې،چې و دې ليدل او ما له مدينوالو سره وکړل!”.

بيا يې وويل: “خدايه! پوهېږې،چې ما بيخي د خليفه بې اطاعتي کړې نه ده! خدايه! ما بيخي داسې چار کړى نه دى،چې له امله يې وژغورل شم؛خو چې څه مې له مدينوالو سره کړي دي!” او بيا يې حالات خراب شول او ومړ. تر غسل او کفن وروسته يې ښخ کړ او خلکو له “حصين بن نمير” سره بيعت وکړ او مکې ته روان شوو. په دې حال کې د سيمې خلک راووتل، له قبر يې رابهر کړ او پر دار يې وځړاوه. د يزيد لښکر له دې چاره خبر شو، راستون شو او د دې سيمې يو شمېر هستوګن يې له تېغه تېر کړل او نور يې وتښتېدل، بيا يې له داره راکوز کړ او ښخ يې کړ او پر قبر يې يو پاسوال وګوماره[176] .

 

د خلافت لښکر شعر وايي او کعبه سيځي

مسعودي وايي : “حصين بن نمير” مکې ته ورسېد او محاصره يې کړه . ابن زبير کعبې ته پناه يووړه . حصين او لښکر يې منجنيقونه او عرادې د کعبې پر لور ودرولې او کعبه يې په ډبرو او تېلو ککړو ټوټو په نښه کړه، چې وسوځېده او ويجاړه شوه.

په دې وخت کې يو تندر راکېووت او د منجنيق يوولس تنه خدمه يې وسوځول . دا ورځ، شنبه د ربيع الاول درېيمه او د يزيد تر مړينې يولس ورځې مخکې وه . لنډه دا چې مکيان او عبدالله بن زبير (رض) په په تنګسه کې راګېر شوو او ډبرو،اور او تورو يې هلاکت رامخې ته کړ او شاعر يې وويل :

ابن نمير بئسما تولى – قدا حرق المقام والمصلى [177]

“د نمير زوى څه بد چارى دى . د ابراهيم مقام او د لمانځه ځاى يې وسوځاوه!”.

يعقوبي وايي: حصين بن نمير دومره اوريني غونډوسکې وايشتې،چې کعبه يې ورانه کړه او چې جګړه به سړه شوه ؛نو د ابن زبير وياند “عبيدالله بن عمير ليئي” به د کعبې پر بام خاته او په لوړ غږ به يې ويل :

 “شاميانو! دا د خداى حرم دى، هغه حرم،چې په جاهليت کې مو “پناه ځى” و او الوتونکي او ځړېدونکي پکې خوندي او په امان کې وو، شاميانو له خدايه وډار شئ!”

 او شاميانو چغې وهلې : “اطاعت، اطاعت، بريد، بريد، تر شپې مخکې بريا!”

 او جګړې ته يې دوام ورکړ، چې کعبه وسوځېده.

 د ابن زبير ملګرو ورته وويل: “اور به مړ کړو”

 اجازه يې ورنه کړه او غوښتل يې خلک د کعبې له امله غوسه شي .

 ځينو شاميانو وويل: “حرمت او اطاعت يو بل ته مخامخ شوي او طاعت پر حرمت برلاس شو!!” [178].

په تاريخ الخميس او تاريخ الخلفاء کې وايي: “د کعبې پردې،چت او د حضرت اسماعيل (ع) د قربانۍ د پسه ښکرونه،چې په کعبه کې راځوړند وو، د شاميانو په اور وسوځېدل! [179]“.

طبري او نور وايي: ابن زبير يې را ايسار کړ او د محرم د مياشتې يوه برخه او ټوله د صفر مياشت ورسره وجنګېدل،چې د ٦٤ س د ربيع الاول درېيمه د شنبې ورځ راورسېده، بيا يې بيت الله الحرام په منجنيقونو په ډبرو وايشته او و يې سېځه .

شعرونه يې وويل :

خطارة مثل الفنيق المزبد – نر مى بها اعواد هذا المسجد

د سر مست اوښ په څېر يو منجنيق دى،چې د دې جومات ستنې پرې په ډبرو ولوو.

کيف ترى صنيع ام فروه – تاخذهم بين الصفا والمروه

د دې منجنيق چار څه ډول وينې،چې د صفا او مروه ترمنځ پکې نښه نيول کېږي؟

 

 

ويلي يې دي : محاصره د ربيع الاخر تر لومړيو وغځېده،چې د يزيد د مړينې خبر راورسېد. يزيد د ربيع الاول پر څوارلسمه ومړ. [180]

طبري وايي : حصين بن نمير له ابن زبير سره په جګړه کې و،چې مکې ته د يزيد د مړينې خبر راورسېد. ابن زبير په لوړ غږ ورته وويل : “سرغړاندى مو هلاک شو،که څوک غواړي؛ نو له دې خلکو سره دې يو ځاى شي؛که نه شام ته دې ستون شي”؛خو هغوى ورسره جګړې ته دوام ورکړ، تر دې چې ابن زبير حصين بن نمير ته وويل: “نژدې راشه،چې خبره درسره وکړم” هغه ورنژدې شو او خبره يې ورسره کوله،چې يو آس يې په خارشند اچولو پيل کړل او د حرم کوترې راغلې،چې دانې ترې راټولې کړي او حصين خپل اس په کابو کې کړ، چې کوترې ونه ځوروي!.

ابن زبير ورته وويل : “څه کوې؟”

 ويې ويل : “هسې نه چې اس مې د حرم کوترې ووژني!”.

ابن زبير وويل: “دا روا نه بولې؛خو مسلمانان وژنې؟!”

 ويې ويل : “جګړه درسره نه کوم،اجازه راکړه،چې له خوني طواف وکړم او ستون شم” او همدغسې يې وکړل. وايي: حصين او ملګري يې مدينې ته ولاړل .

وايي : مدينوال او د حجاز هستوګن د شاميانو پر وړاندې زړه ور شول؛ تردې چې يو به يې يوازې مونده، د سپرلۍ قيضه يې نيوه او راغورځاوه يې!؛نو ځکه په لښکرتون کې راټول شول او نه خپرېدل او امويانو ورته ويلي وو: “چې ځئ موږ هم درسره بوځى” او همدغسې يې وکړل او لښکر شام ته ستون شو.[181]

 

حجاج دويم ځل په کعبه بريد کوي

ابن اثير او نور وايي: عبدالملک بن مروان، حجاج مکې ته له ابن زبير سره جګړې ته ولېږه،په طايف کې يې لښکر تم شو او پر ٧٢ س په ذيقعده کې مدينې ته ورغى او د ابن زبي والي يې ترې وشاړه او يو شامي “ثعلبه” يې پر ځاى کېناوه او “ثعلبه” د مدينوالو غوسه کولو لپاره پر نبوي منبر د هډوکي ماغزه راايستل او خوړل او له پاسه يې پرې کجورې خوړې!. [182]

دينوري وايي : حجاج د حج پر مهال خپلو ځواکونو ته وويل : “حج ته چمتو شئ!” بيا له طايفه مکې ته ولاړ او منجنيق يې دابو قبيس پر غره کېښود.

اقيشر اسدي په دې اړه وويل :

“زموږ په څېر په حج غولېدلى لښکر به چا ليدلى نه وي! او زموږ په څېر کوڼ او ګونګ لښکر مې ليدلى نه دى!

او د واده د نجونو په څېر وګډېږو. د سې شنبې پر ورځ ورغلو، د فيل د سينې په څېر، بې سره لښکر دى . که له ثقيف (حجاج) او حکومته يې بې غمه نه شو، پر سخت روزګار به اخته شوه .

حجاج راوغوښت؛ خو وتښتېد. بيا يې ابن زبير (رض) محاصره کړ؛خو مسجد الحرام ته يې پناه يووړه. حجاج “ابنخزيمه خشعي” منجنيق ايشتونکى” کړ او جومات مېشتي يې په ډبرو وايشتل، ويل يې :

خطارة مثل الفنيق الملبد – نرمى بها عواد اهل المسجد[183]

“د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى، چې مسجدالحرام ته راغلي پرې په ډبرو ولوو”.

مسعودي وايي : حجاج،عبدالملک ته وکښل،چې د ابو قبيس غر يې نيولى او ابن زبير (رض) يې محاصر کړى دى او چې ليک يې وروسېد،عبدالملک تکبير ووايه . شاوخوا يې هم تکبير ووايه، د تکبير غږ د دمشق په جامع جومات کې ناستو هم واورېد او دوى هم تکبير ووايه . غږ يې بازاريانو ته واورېد،چې دوى هم تکبير ووايه. بيا يې وپوښتل : څه خبره ده؟

 ورته وويل شول : “حجاج، ابن زبير په مکه کې راايسار کړى او د ابو قبيس غر يې نيولى دى”

 ويې ويل: “موږ به هله خوشحاله شو،چې دا ملعون ترابي، لاس تړلى او بې پټکي راولي او پر اوښ سپور يې په بازارونو کې وګرځوي!”. [184]

څرګنده داچې رسول الله (ص) حضرت علي په “ابو تراب” ياد کړى و او “امويانو” يې دا يوه خو او غيب ګڼلى دى او د حضرت علي لارويانو ته يې “ترابي” ويل او په امويانو کې دې لقب د پېغور مانا درلوده؛ نو ځکه يې ابن زبير (رض) هم پر ترابي ياداوه .

ابن اثير وايي: حجاج په ذىقعده کې مکې ته ننووت او د حج احرام يې وتاړه او په “بئر معونه” کې تم شو او له خلکو سره يې حج وکړ؛خو د کعبې طواف يې و نه کړ، د صفا او مروه ترمنځ يې سعې و نه کړه؛ ځکه ابن زبير(رض) يې خنډ و.

وايي : ابن زبير(رض) او ملګرو يې هم حج و نه کړ؛ ځکه عرفات ته ولانړل او شيطانان يې ونه ايشتل.

او وايي: چې حجاج، ابن زبير(رض) راايسار کړى و؛ نو کعبه يې، پر “ابو قبيس غره” ايښي منجنيق په ډبرو ايشته. عبدالملک چې د يزيد بن معاويه پر مهال دا چار نا غوره ګڼلى و؛ خو اوس يې پخپله کوي! او خلکو ويل: “له خپل دينه اوختى دى!” [185].

ذهبي وايي: حجاج په منجنيقونو او هر اړخيزه جګړې زبيريان په تنګسه کې راګېر کړي وو،د توښې ورسېدو لار يې پرې تړلې وه،چې وږي شوو او ځانونه يې د “زمزم” په اوبو څښلو خوشحالول او پر کعبه به ډبرې ورېدې[186]

ابن اثير وايي: پينځه منجنيقونه يې درلودل،چې له هرې لوري به يې پرې کعبه په ډبرو ايشته . [187]

 

د کعبې سوځېدل او د تندر رالوېدل

په تاريخ الخميس کې په خپل سند وايي : حجاج کعبه په ډبرو او اورنيو غونډوسکو ايشته، تر دې چې پردو اور واخست. په دې وخت د “جدې” له لوري له برښنا سره لوړه وريځ پر کعبې او عطاف ودرېده او اور يې مړ کړ او د باران اوبه په ناوه کې “حجر اسماعيل” ته راغلې. بيا وريځ د ابوقيس غره ته ماته شوه او تندر يې وغورځاوه او منجنيق يې د يوه جوغړوندي هومره په لمبه وسوځاه،چې څلور تنه پوځيان يې وسوځول!.

حجاج وويل : “له دې تندره مه ډارېږئ؛ځکه دا د تندرونو هېواد دى”. خداى يو بل تندر راوغورځاوه، چې منجنيق او نور څلور تنه يې وسوځول . [188]

ذهبي وايي: حجاج خپلو ځواکونو ته غږ کاوه: “شاميانو! خداى مو، خداى مو د (خليفه) په طاعت کې په پام کې ونيسئ!”. [189]

طبري او نور د “يوسف بن ماهک” له خولې وايي : “ليدل مې، چې منجنيق ډبرې ايشتې، چې ناڅاپه اسمان وغورېد او برښنا ورسره وه او د برښنا کړسهارو د حجاج ځواکونه راګېر کړل. شاميان وډار شو او لاس يې واخست . حجاج پخپله ملا تړله او په منجنيق کې يې ډبره کېښووله او اور يې وکړ: “ويې توغوئ” او پخپله يې په توغولو کې برخه واخسته.

وايي: پر سبا يې پرله پسې تندرونه راغلل او دولس تنه ځواکونه يې ووژل او شاميان سست شول. حجاج ورته وويل : “شاميانو! له دې پېښې په تشويش کې مه وسئ،چې تهامه مې ټاټوبى دى او دا يې (عادي) تندرونه دي سوبه او بريا نژدې ده؛ نو خوشحاله وسئ،چې څه دررسېدلي دښمنانو ته هم رسي .”

 پر سبا يې تندر راولوېد او د ابن زبير يو شمېر ياران يې هم ووژل . حجاج وويل: “نه وينئ، چې پر هغوى هم راولوېد، حال دا چې تاسې د اطاعت پر لارياست او هغوى يې پر خلاف دي؟” [190]

تر دې وروسته د ابن کثير په تاريخ کې راغلي دي : “شاميانو رَجَز وايه او کعبه يې په منجنيقو په ډبرو وايشته او ويل يې :

“د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى چې…

ناڅاپه پر منجنيق تندر راولوېد او ويې سوځاوه. شاميانو له محاصرې لاس واخست . حجاج ورته وويل: “پر تاسې افسوس! نه پوهېږئ، چې دا اور خو زموږ پر مخکېنيو هم راکېوته او که يې قربانۍ قبلېدې؛ نو خوړه يې؟ که کار مو د منلو نه و؛ نو دا اور نه راکوزېده، چې يې وخوري!”. [191]

د ابن اعثم په فتوح کې وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په چاپېريال کې خپاره شئ او مسجد الحرام د “ذى طوىٰ” له لوري او د مکې له سهيله او د “بطح” له مخامخه محاصره کړئ .

عبدالله بن زبير او ياران يې په تنګسه کې شول او شاميانو منجنيقونه ودرول او رَجَز يې وايه او کعبه يې د ډبرو باران جوړ کړ،چې لږ به ستړي شول؛نو دمه به يې کوله؛نو حجاج به پيغامونه وراستول، ټپسوري کول يې او پر مرګ يې ګواښل . [192]

 

د بيت الله په سوځېدو د حجاج خوشحالي

وايي: د حجاج لښکر بيت الله الحرام په ډبرو وايشته،چې د زمزم څاه له بېخه وچاوده او د کعبې دېوالونو هم درز وکړ. بيا یې د اورينو غونډوسکو د ايشتو امر وکړ، چې پردو اور واخست او ايرې شوې،حجاج ورته ولاړ و او کتل يې، چې پر دې څنګه سوځوي او داسې رجز يې وايه:

اما تراها ساطعــــــــــــا غبارها   والله فى ما يزعمون جارها

فقد وهت و صـــدعت احجارها   ونفرت منها معا اطيارها

و حان من کعبــــــــتها دمارها   و حرقت منها معا استارها

“نه وينې چې لوګى يې څنګه پورته خېژي،حال دا چې په ګومان يې خداى يې تر خوا دى؟! ډبرې يې سستې شوې او وچا ودې او ټولې کوترې يې ترې والوتې، نژدې ده، چې کعبه ويجاړه شي او ګرد سره پردې يې وسوځي ؛ ځکه په تېلو او اور کې راګېرې دي!

طبري وايي: د ابن زبير(رض) تر مړينې د دواړو لوريو جګړه روانه وه. د عبدالله ابن زبير ياران خپاره واره شول او په خورا ذلت يې خوشې کړ. د لس ګونو زرو تنو په شا وخوا کې مکيان حجاج ته ورغلل او امان يې وغوښت،چې د ابن زبير دوه زامن : حمزه او خبيب هم پکې وو او له حجاجه يې امان وغوښت!.

 

د ابن زبير د چارپاى او شام ته د سرونو لېږل

عبدالله بن زبير تر مړينې سخت وجنګېد. حجاج هم د ابن زبير، عبدالله بن صفوان او عمارت بن عمرو سرونه مدينې ته ولېږل،چې پر دار وځړول شي او وروسته يې عبدالملک ته ولېږل . [193]

ابن کثير وايي: سرونه يې د “ازد” د ټبر د يو سړي په قومندانۍ ولېږل، ورته يې وويل : مدينې ته،چې ورسېدئ؛نو پر دار يې راځوړند کړئ او بيا شام ته ولاړ شئ .

 حکم يې عملي کړ او عبدالملک ورته پينځه سوه ديناره سره انعام ورکړل . بيا يې په بيتي د ابن زبير د وژنې په خوشحالۍ کې د ځان او خپل زوى له تنديو ويښتان بيتي کړل!.

راوي وايي: حجاج حکم کړى و، چې د ابن زبير تنه د حجون پر لار سرچپه راځونده کړي،بيا راکوزه شوه او هملته خخه کړاى شوه. [194]

ذهبي وايي: د عبدالملک چارواکي پراخه شوه او چارې يې تنظيم شوې او “حجاج بن يوسف” يې د حرمينو (مکې او مدينې) واکمن کړ او حجاج هغه کعبه بېرته ورغوله،چې ابن زبير جوړه کړې وه؛ خو ويجاړه وه او “حجر الاسود” يې څو ټوټې شوې وه . [195]

 

حجاج د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب داغوي

طبري وايي : حجاج تردې وروسته په صفرې مياشت کې مدينې ته ولاړ او درې مياشتې تم شو،چې پر مدينوالو لوبې وکړې او ويې ربړوي . د رسول اکرم (ص) اصحاب يې خوار او سپک کړل او غاړې يې ور داغ کړې . د حضرت جابر بن عبدالله (رض) يې لاس او د حضرت انس (رض) يې غاړه داغ کړه.

حضرت “سهل بن سعد (رض)” يې راوغوښت،ورته يې وويل: “ولې دې د امير المؤمنين عثمان ملاتړ ونه کړ؟” ورته يې وويل: “مرسته مې يې کړې”

 

 

 حجاج وويل: “دروغ دې وويل!” بيا يې امر وکړ، چې غاړه يې په سر بو داغ کړئ . [196]

 

د حرمينو د پاڅون پاى او د نورو خوځښتو پيل

د مکې او مدينې د خلکو پاڅون پاى ته ورسېد؛خو ورسره جوخت او ترې وروسته نور خوځښتونه پيل شول؛ لکه پر ٦٥ س د توابينو پاڅون،چې په کوفه کې د “يالثارات الحسين” په غږ پيل شو او په “عين الورده” کې د خلافت له لښکر سره ونښتل او شهيدان شول . بيا پر ٦٦ س د حسين د وژونکيو لپاره د مختار پاڅون [197]” پيل شو.

وروسته ترې،د علويانو خوځښتونه؛لکه د “شهيد زيد” او زوى يې “يحيى” [198] او وروستى يې د عباسيانو پاڅون و،چې “آل محمد ته بلنې” په شعار پيل شول،چې د اموي خلافت پر راپرځېدو او د عباسي خلافت (د آل محمد په نوم) په جوړښت پاى ته ورسېد.

لکه چې “ابو سلمه خلال” د آل محمد وزير يادېده او “ابو مسلم خراساني” د آل محمد امير! او چې ابو سلمه ووژل شو؛ نو يو شاعر وويل:

ان الوزير وزير آل محمد – اودى فمن يشناک کان وزيرا [199]

“هغه وزير، چې د آل محمد وزير و، ووژل شو او هغه چې دښمني ورسره کوي وزير دى .”

 

خوځښتيانو خلافت کمزوى او امامان….

هو! دا ګرد سره خوځښتونه د امام حسين(رض) د شهادت له امله پيل شول،وغځېدل او اموي خلافت يې کمزورى کړ. بيا نو د اهل البيتو امامانو فرصت وموند او ويې کړاى شول،چې د خپل نيکه محمد رسول الله (ص) شريعت،چې د نابودۍ او پوپنا کېدو پر لور روان و‏،بيا ژواکى کړي او ښوونځي يې د نږه اسلام خپرېدو ته ملا وتړله.

 

 

لنډيز او پاى

د خلفاوو د سياست له مخې،د شخصي اجتهاداتو د خپراوي پايله دا شوه،چې د رسول الله (ص) راوړي اسلامي اصولي احکام د مسلمانانو له سترګو پټ پاتې شي او د خلفاوو شخصي نظريات يې ځايناستي شول او د اسلام د احکامو په نامه په ګردو اسلامي ښارونو؛له يمن څخه تر حجاز، شام،ايران، مصر او آفريقا پورې خپاره شول . د رسول الله (ص) راوړى کوم اسلامي حکم به چې د خليفه له لارښوونو سره په ټکر کې و،دينداري دا وه، چې د خليفه د اطاعت لپاره، د خداى له حکمه مخ وګرځول شي او ومو ليدل،چې هغه شامي د کعبې په ډبر ايشتلو کې وويل : “حرمت او اطاعت سره يوه ځاى شوي دي او (د خليفه) طاعت پر حرمت برلاس او غالب شوى دى” او ومو ليدل چې حجاج غږ وکړ: “شاميانو! د خداى اطاعت د خليفه په اطاعت کې ولټوئ!”

او په رښتيا که د خليفه اطاعت نه واى؛نو دوى ټول پر دې دومره سترو ګناهونو نه راټولېدل.

مګر نه داچې حصين بن نمير د خليفه يو بولندوى و او ډارېده،چې هسې نه سپرلى يې د حرم يوه کوتره ولتاړي او پام يې ورته نه وي؟!

“شمر” هم د امام حسين په وژلو کې همدغسې و او د ذهبي د وينا له مخې: “شمر بن ذى الجوشن” تر ګهيځه د شپې لمونځ کاوه او د ګهيځ پر لمانځه وروسته يې دعا کوله، چې “خدايه ومې بښې!” ورته وويل شو: “څرنګه دې خداى وبښي،چې د رسول الله (ص) د لمسي پر ضد پاڅېدې او په وژنه کې يې ملاتړى شوې؟!”ويې ويل:”پر تا افسوس! څه مې کړى واى؟! ددې مشرانو خبره مو ومنله،که مو منلې نه وه؛نو تر څاروي به هم ټيټ وو! [200] او په کربلا کې د امام حسين يو وژونکي؛ “کعب بن جابر” په خپلو دعاوو کې ويل: “پالونکيه!موږ پر خپله ژمنه وفا وکړه،موږ له خاينانو سره يو رنګ نه کړې!” او له خاينانو څخه يې مراد، د خليفه مخالفين او هغه وګړي ول،چې د خليفه حکم يې ونه مانه او هم د عاشورا پر ورځ “عمرو بن حجاج” د امام حسين ملګرو ته نژدې شو او ورته يې غږ کړ: “کوفيانو! د خپل جماعت (ټولي) پابند وسئ او د هغه په وژنه کې مه شکمنېږئ، چې له دين څخه وتلى او له امام [=خليفه يزيد] سره يې مخالفت کړى دى!”

‏دوی د خپل باور له مخې له خلیفه څخه د اطاعت دا لړۍ تر دې برېده ورسوله،چې له خلیفه څخه د اطاعت په خاطریې پر کبیره ګناهونو باندې د ځانونو ککړول د قیامت پر ورځ ځانه ته یو ستر ګټور عمل ګاڼه .

د مدینې د ښار د ځپونکي لښکر د قومندان مسلم بن عقبه خبرې ته غوږ شئ :

“خدايه! د لا اله الا الله او داچې محمد د خداى بنده او استازى دى، تر شهادت وروسته [؛يعنې تر اسلام راوړو وروسته] مې که په خپل نزد کوم ښه چار کړى؛ هغه د مدينوالو وژنه ده! او که تردې وروسته دوزخ ته ولاړ شم؛ نو بد مرغه به يم”.

دا ډول دينوالي وینئ! د قيامت ورځې ته دا غوره چار وینئ؟! وینئ،چې د خلافت مشرانو څرنګه وکړاى شول چې اسلام د اسلام پر ضد واړوي؟! هغوى چې امام حسين ووژاه،لمونځ يې کاوه او په لمانځه کې يې پر محمد او آل محمد صلوات وايه او بيا يې ووژاه! او هغوى چې کعبه په منجنیقو ايشته،په لمانځه کې ورته مخامخ ودرېدل او تر لمانځه وروسته به يې په تېلوککړو جرغونډوسکو او لويو ډبرو ايشته!!

دا ګردې چارې د خليفه د اطاعت لپاره کېدې او پر هغه مهال د خداى پر ځاى د خليفه اطاعت کېده؛نو هغه خليفه چې امر يې وکړ،چې کعبه په منجنيقو وايشتل شي؛تر فرعون خورا سرغړاندى او له پولو اوختى و؛ځکه فرعون خو د خپل عبادتځي د ورانولو امر و نه کړ؛خو يزيد او عبدالملک دغسې وکړل . هو د خلافت ښوونځي،مسلمانان دغسې وروزل .

 

مسلمانان څرنګه راويښ شوو؟

په دې مسايلو کې د سيدالمرسلين شريعت د خلفاوو د اجتهاداتو له امله د تېرو پېغمبرانو د شرايعو پر برخليک اخته شو.دا چې ددې اجتهاداتو له امله د ټولنې وګړيو د خلافت له مقام څخه په پټو سترګو یا کورکرانه اطاعت کاوه ؛نو اسلامي ټولنې ته د اسلامي احکامو بېرته راستنېدا ناشونې وه.

دا چې اسلامي شریعت له هغو احکامو څخه پاک شي،چې د خلفاوو د اجتهاداتو له کبله په پراخه توګه خپاره شوي وو؛نو بې له دې بله چاره نه وه،چې د مسلمانانو په زړونو کې د(غاصب) خلافت سپېڅلى کړاى شوي مقام دړي وړي شي او ټولنې ته د پېغمبر(ص) راوړي احکام راستانه شي او خداى تعالى هم امام حسين دې مهم چار ته چمتو کړى و.

 

خداى او پېغمبر یې، امام حسين پاڅون ته چمتو کړى و

خداى تعالى، امام حسين د مسلمانانو په زړه کې د خلافت د سپېڅلي کړاى شوي مقام د ماتولو لپاره مخکې له مخکې چمتو کړی و! د قرآن کريم ځينې آيتونه د عمومو اهل البيتو په باب نازل شوي او د خپل پېغمبر له خولې يې ګرد اهل البيت په تېره امام حسين مسلمانانو ته دغسې معرفي کوي :

 ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [201] = زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نۀ غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم). ))

چې دا آیت نازل شو؛نو پېغمبر(ص) “خپلوان” په علي، فاطمې، حسن او حسين تفسير کړل او کله چې د رسول الله (ص) د الهي مهربانۍ راکېووتو ته پام شو؛نو علي، فاطمه، حسن او حسين يې راوغوښتل او تر خپل پټو لاندې يې کړل او خداى دغسې نازل کړل :

 ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [202] = بېشكه خداى يواځې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. ))

او پېغمبر (ص) وويل : “خدايه! دوى مې اهل البيت دي” او تردې وروسته يې ترمړينې د پينځه وخته لمانځه پر مهال پر کور کې درېده او او ويل يې: ” پر تاسې اهل البيتو دې سلام وي”! انما يريد الله ليذهب …. [203]

 

 

 او چې د آل عمران ٦١ آيت [= فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ] نازل شو؛ نو پېغمبر(ص) د نجران له نصاراوو سره مباهلې (ښېرا) ته چتو شو او علي، فاطمه، حسن او حسين يې راوبلل او ….. [204]

او په بل روايت کې : رسول الله(ص)، امام حسين په غېږ کې نيولى و، امام حسن يې له لاسه نيولى و،فاطمه په آنحضرت (ص) پسې و او علي ورپسې روان وو، ورته يې وويل :

“چې دعا مې کوله آمين ووياست”؛خو چې د نجران اسقف وليدل،ويې ويل: “نصاراوو! داسې څېرې وينم،چې که له خدایه وغواړي،چې يو غر ونړوي؛نو هرومرو يې نړوي؛نو مباهله مه کوئ،چې هلاکېږئ” او پېغمبر(ص) ورسره د “جزئيه” د ورکړې په بدل کې جوړ جاړى وکړ. [205]

دا يو شمېر آيتونه وو، چې اسلامي امت په قرآن کريم کې لوستل او تفسير يې د رسول الله (ص) له خولې اورېده او د هغه په چلن کې يې ليده.

او هم دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل:” من صلى صلاة لم يصل فيها على و لا على اءهل بيتى ، لم تقبل منه = چې څوک لمونځ وکړي او پر ما او اهل البيتو مې درود ونه وايي؛ نو لمونځ يې نه قبلېږي [206].” او چې ويې پوښتل: څرنګه درباندې درود ووايو،ويې ويل: و وايئ: ” اللهم صل على محمد و على آل محمد، كما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انك حميد مجيد. اللهم بارك على محمد و آل محمد، كما باركت على آل ابراهيم انك حميد مجيد = خدايه پر محمد او آل محمد درود ولېږه؛لکه چې څنګه دې پر آل ابراهيم لېږلى،بېشکه چې ته ستايل شوى ستر يې،خدايه پر محمد او آل محمد برکت ولېږه؛لکه چې آل ابراهيم ته دې برکت ورکړى و،بېشکه چې ته ستايل شوى ستر يې . [207]

او هم دې امت اورېدل،چې،رسول الله (ص) “علي،فاطمې، حسن او حسين” ته يې وويل: ” انا حرب لمن حاربتم ، و سلم لمن سالمتم = زه له هغه سره دښمن يم، چې دښمني درسره وکړي او چې له چا سره دوستي وکړئ،دوست يم [208]

او هم دې امت اورېدل،چې انحضرت(ص) وویل : “چا چې درسره دښمني وکړه، دښمن يې يم او چې چا درسره دوستي وکړه، دوست يې يم .[209]

او هم دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) د حسن او حسين لاسونه ونيول او ويې ويل: ” من احبنى و احب هذين ، و اباهما، و امهما، كان معى فى درجتى يوم القيامة = د چا چې زه ښه ايسم او دا دواړه او د دوی مور و پلار يې ښه وګڼي؛نو د قيامت په ورځ کې به زما ملګرى او له ما سره به په يوه درجه کې وي . [210]

رسول اکرم (ص) وويل: “حسن او حسين مې له نړۍ دوه غونچې دي [211] .”

او او هم دې امت اورېدل،چې انحضرت (ص) وويل: ” اءلا اخبركم بخير الناس جدا و جدة ، الا اخبركم بخير الناس عما و عمة ، الا اخبركم بخير الناس خالا و خالة ، الا اخبركم بخير الناس ابا و اما؟ الحسن و الحسين= ايا هغوى در وښيم،چې غوره نيکه او نيا ولري؟ايا هغوى دروښيم،چې غوره تره او ترور لري؟ ايا هغوى در وښيم چې غوره ماما او توړۍ لري؟ ايا هغوى در وښيم چې غوره مور و پلار لري؟! [هو!هغوى] حسن او حسين دي . [212]

او هم دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل: ” هذان ابناى و ابنا ابنتى ، اللهم انى احبهما، فاحبهما، و اءحب من يحبهما= دا دواړه زما زامن او زما د لور زامن دي،خدايه راته ګران دي؛ نو تا ته دې هم ګران وي او دوستان يې ښه وګڼه . [213]

او هم دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل: ” من احب الحسن و الحسين ، فقد احبنى ، و من ابغضهما فقد ابغضنى = چې څوک حسن او حسين دوستان وګڼي؛ نو زه ورته ګران يم او چې څوک ورسره دښمني کوي،زه يې دښمن ګڼلى يم [214].”

او هم دې امت اورېدل،چې رسول الله (ص) وويل :” كل بنى آدم ينتمون الى عصبتهم الا ولد فاطمة ، فانى اءنا اءبوهم و اءنا عصبتهم = ټول بنيادمان په خپلو پلرنيو کورنيو پورې تړلي وي؛خو بې د فاطمې له اولادې،چې پخپله زه يې پلار يم او زه يې پلرنۍ کورنۍ يم .[215]

 رسول الله (ص) په خپل جومات کې لمونځ کاوه،چې سجدې ته به ته؛نو حسن او حسين به ور پر شا شول او چې له سجدې به راپورته شو؛نو په ورو به يې نيول او پر ځمکه يې کېنول او چې بيا به سپرېدل؛نو پېغمبر(ص) به هماغسې کول ………….[216]

او هم دې امت ليدل،چې رسول الله (ص) په خپل جومات کې خطبه ويله، حسن او حسين په تيندکو راتلل او رسول الله (ص) له منبره راکېوت او دواړه يې ونيول او خپلې مخې ته يې کېنول …. [217]

هو! خداى ددې آيتونو او رسول الله (ص) ددې احاديثو له لارې دا امت چمتو کړ،چې تر رسول الله (ص) وروسته ټولو اهل بيتو ته د درنښت،ستريا مينې او ولايت په سترګه وګوري او همداراز د هغوی حق،مقام او منزلت ته پاملرنه وکړي،چې په “خمس آيت، د هل اتى سورت او د ” وآت ذى القربى ” په آيت کې او همداراز هغه احاديث چې ددې او نورو آيتونو په تفسير کې راغلي دي [218] .”

رسول الله (ص) د حسين د زوکړې پر مهال او هم په ورپسې وختونو کې د امام د پاڅون يادونه کوله [219] .

همدغسې هغه کړنې،چې علي (ک) وکړې؛لکه د صفين په لار کې يې له رسول الله (ص) يو روايت وکړ،چې امام حسين شهيد کېږي .

او د صفين د جګړو په ترڅ کې يې وويل: “د حسن او حسين د مړينې په باب په تشويش کې يم،هسې نه چې په مړينه يې د نبي کريم (ص) ځوځات پاى ته ورسي[220] .”

په دې توګه اسلامي امت ته له امام حسين سره په مينه،درنښت او د مقام په درناوي هدایت ورکړل شو، پر دې سربېره د امت ځينو کسانو له رسول الله (ص) څخه نصوص درلودل،چې په ډاګه يې د “ائمه اثنى عشر” يا د دولس ګونو امامانو د مشرتوب خبرې کولې،چې د اسلام پاسوالان دي،چې امام حسين يې درېيمنى دى .

 چې هر څه وو، امام حسين په خپله زمانه کې په مسلمانانو کې د خپل نيکه د محبوبيت وارث و.

له دې امله،پر هغه عصر کې مسلمانانو ورسره بيعت کاوه،چې په دې بيعت سره به تر حضرت معاويه وروسته امام حسین شرعي خليفه شي او د خلافت مقام خپل حقيقي ځاى ونيسي . که له امام حسین سره بيعت شوى واى؛ نو ټولنې ته يې اسلامي احکام راستنولاى نه شوو،هغه احکام،چې مخکېنيو خلفاوو د خپل شخصي راى له مخې اړولي وو؛لکه څرنګه،چې د امام حسین پلار علي(ک) هم ونه کړاى شول،چې تر ځان وړاندې د درې ګونو خلفاوو شخصې نظريات واړوي [221] .

نو که امام حسين سره هم بيعت شوى واى؛ نو هغه دې ته اړ و،چې د حضرت معاويه بن ابوسفيان بدعتونه تاييد کړي او پر خپل حال يې پرېږدي؛هغه بدعتونه،چې د مخکېنيو خلفاوو پر شخصي اجتهاداتو سربېره يې پر منبرونو علي (ک) ته کنځلې هم کولې! خو داچې مسلمانانو ورسره بيعت و نه شو کړاى؛نو حرمت يې د حرمين شريفين د حرمت په څېر پاتې شو؛ هغه حرمت،چې پر زړونو کې ناست و؛خو په خواشینۍ،چې د هغه وخت مسلمانانو له خليفه څخه په اطاعت کې دا حرمت څيرې کړ،چې فرزدق په دې اړه د امام پوښتنه څومره ښه ځوابوي :

” قلوب الناس معك ، و سيوفهم مع بنى امية”

 د خلکو زړونه درسره دي؛ خو توري يې له امويانو سوه دي!”

او دا دى ددې بحثونو په رڼا کې،دهغې زمانې د ستونزې پېژندنه را ته اسانه شوه، چې لولو يې .

 

د امام حسين په عصر کې د مسلمانانو حال

هغه مسلمانان،چې د اسلام په مرکز؛یعنې مکه او مدینه او د خلافت په مرکز کوفه او شام کې اوسېدل، داسې شوي وو،چې دينوالي يې د خليفه په اطاعت کې ليده؛که هر څوک و،هره ځانګړنه يې چې درلوده او هر امر يې چې کاوه ؛نو د هغه اطاعت يې واجب ګاڼه او پر ضد يې پاڅون په مسلمانانو کې درز اچونه او له دينه وتل ګڼل او دا وضع په داسې حال کې وه،چې لا تر اوسه يو شمېر اصحاب کرام (رضي الله عنهم) ژوندي وو،چې رسول الله (ص) يې ليدلى و او خبرې يې اورېدلې وې او همداراز نېکچاري او شرافتمن تابعين مسلمانان هم پکې وو. اوس نو له دې ټولي (جماعت) سره په قياس او پرتله کې د نورو مسلمانانو حال به څرنګه و،چې په لرې سيمو او مرکزونو؛لکه افريقا،ايران او جزيرة العرب کې اوسېدل؛يعنې هغوى چې رسول الله (ص) يې ليدلى نه و او له اهل بيتو او لارويانو سره يې نه پېژندل؛نو پر حالاتو يې يوازې خداى پوهېده او بس! دې مسلمانانو اسلام په پايتخت ناستو او د خليفه په چاپېريال کې ليده او د اسلام انځور يې د دوى په چلن کې او د خليفه په سيرت کې ليده! او نه پوهېدل،چې خليفه څوک و او په خپلو کړنو کې يې څه انځورول! هغه خليفه،چې د دين يو حکم هم شهواتو ته له وررسېدو نه منع کاوه!هغه خليفه،چې شراب يې څښل،لمونځ يې نه کاوه!د ساز او ډمتوب بنډار يې جوړاوه، د سپو جنګونې کاړې یې جوړولې او له بد لمنو سره يې شپې سبا کولې! هغه خليفه چې”ام ولد” و نو[222] لوڼو او خويندو سره يې کوروالى کاوه! [223] هغه خليفه،چې د رسول الله(ص) د لمسي د وژنې امر يې وکړ،د رسول الله(ص) د اهل البيتو ښځې يې بنديانې کړې،د پېغمبر(ص) حرم يې مباح او کعبه يې په ډبرو وايشته او داسې يې وويل :

 

 

لعبت هاشم بالملك فلا خبر جاء ولا وحى نزل [224] !!

بني هاشمو له حکومت سره لوبې وکړې که نه، نه له اسمانه کوم خبر راغى او نه څه وحې راکېوته!

 نو دا هغه اسلام و،چې د خداى له خليفه او د پېغمبر له خليفه سره يې مونده (٢٥) او په همدې حال کې مسلمانانو ته ويل کېدل : دينوالي د همدې خليفه په اطاعت کې ده!نو څرګنده شوه،چې د هغې ورځې بنسټيزه ستونزه، د ظالم واکمن برلاسي نه وه،چې د عادل واکمن په راتلو سره هواره شي؛بلکې د اسلامي احکامو له منځه تلل، دينوالي د خليفه د هر ډول اوامرو مطلق اطاعت کول او هغه انګېرنه وه،چې د خلافت د مقام په اړه يې درلوده.

او په دغسې شرايطو کې د چارو رغونه او سمونه يوازې په دې پورې اړه درلوده،چې د مسلمانانو په ليد او عقيده کې بدلون رامنځ ته شي،چې وروسته ترې د اسلامي احکامو راستنېدا ته لار هواره شي او امام حسين يوازېنى تن و، چې د دغسې خوځښت او د بدلون د ترسره کېدو وس يې درلود.

د رسول الله (ص) (د بويولو) غونچه او بې سارې مرغلره،هماغه چې په اړه يې آيات او احاديث راغلي وو، په دې شرايطو کې دغسې انسان په دې ځانګړنو سره بايد له دوو لارو ځنې يوه لار (درېيمنى لار نشته) غوره کوله:

لومړی : له يزيد سره بيعت وکړي او د دنيا سوکالي او نعمت تر لاسه کړي او په مسلمانانو کې يې محبوبيت او درناوى پر ځاى پاتې وي، حال دا چې پوهېده له یزیده سره بیعت کول به یې:

لومړى – د يزيد تاييد؛د يزيد د فجور،ګناهونو او کفر تاييد دی!

دويم – د هغې زمانې د مسلمانانو د ګروهو او ليدلوريو تاييد او پرې اقرار،چې د يزيد په څېر خلفاوو يې درلودل . هغه ليدلورى،چې ويل یې : څوک چې په بيعت خلافت ته رسي،د خداى او رسول شرعي استازي دي او په هر ډول شرايطو کې يې د ټولو اوامرو منل واجب دي!

دې دوه اقرارو او تاييد يې د نيکه رسول الله (ص) شريعت ورکاوه او پايله يې د موسى علیه السلام، عيسى علیه السلام او نورو پېغمبرانو د شرايعو د برخليک په څېر وه . په دې چار د نبي کريم (ص) لمسي د خپلې زمانې د معاصرانو او تر قيامته د راتلونکي ځوځات ګناه يې تر غاړې کوله!حال دا چې رسول الله(ص) بې له حسين څخه بل زوى نه درلود او چې څه ورته چمتو شوي وو،بل ته چمتو شوي نه وو او داسې څوک نه وو،چې تر امام حسین وروسته راشي،چې په مسلمانانو کې د يو موقعيت خاوند وي .

هو! امام حسين د خپلې زمانې بې سارې بيلګه وه او د تاريخ په اوږدو کې يې دا خطرناک چار په هوډ پورې تړاو درلود او پرې لازمه وه، چې له دوو لارو يوه غوره کړي :

 يا بيعت وکړي او يا د يزيد د امر او کړنو پر ضد راپاڅي او مسلمانان راويښ کړي او ليد لوري يې سمې کړي او کړو وړو ته يې تغيير ورکړي او تر ځان وروسته امامان پياوړي او توانا کړي،چې د خپل نيکه د شريعت بيا ژوندي کولو ته پاڅي او امام حسین دا لار ونيوه او خپل تګلوری يې وټاکه او د خپل خوځښت شعار يې کړ او پر هغه لار روان شو،چې ور رسېده.

 

د امام حسین موخه، شعار او لار يې

امام حسین د هغه وخت حکومت په دې عنوان باطل اعلان کړ،چې شتوالی یې اسلام ته خطرناک و او ویې ویل: ” على الاسلام السلام اذ قد بليت الامة براع مثل يزيد =؛يعنې اوس ،چې د مسلمانانو مشري د یزید لاس ته ورغلې؛ نو له اسلام سره باید خدای په اماني وکړو. ” او دا خبره یې د هغه کس پر وړاندې وکړه،چې امام حسین ته یې وویل: له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې دين او دنيا ته دې ګټور دي ” او هم وويل شو: “حسينه! له خدايه نه ډارېږې،چې د مسلمانانو له ټولي وځې او په دې امت کې درز اچوې .” او امام حسین وويل : ” والله لو لم يكن فى الدنيا ملجاء ولا ماءوى ، لما بايعت يزيد بن معاوية اءبدا = بايد له اسلام سره وداع وکړو،چې دا امت د يزيد بن معاویه په څېر له يوه شپون سره اخته شوى دى.”

او چې حضرت عبدالله بن عمر ورته وويل : “له خدایه وډار شه او د مسلمانانو په ټولي کې درز مه اچوه [225] .”

ورته يې وويل: “پر خداى قسم که په دې نړۍ کې بيخي پناه ځى نه وي؛نو بيا به هم له يزيد بن معاويه سره بيعت ونه کړم.”

 او ددې شعار مفهوم د امامت او مشرتوب او تردې لا څرګنده،هغه وصيت دى،چې خپل ورور “محمد بن حنفيه” ته يې ليکي :

“د خپل نيکه په امت کې مې د سمونې په موخه پاڅون کړى . غواړم پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه او پلار علي بن ابى طالب په سيرت ولاړ شم؛نو څوک چې د حق منل له ما مني،چې خداى حق ته خورا وړ دى او چې چا مې بلنه ونه منله؛نو صبر کوم،چې خداى زما او ددې قوم تر منځ په حق قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى.”

امام حسین په دې وصيت کې د مخکېنيو خلفاوو حضرت ابوبکر،حضرت عمر،حضرت عثمان (رضي الله عنهم) او حضرت معاويه سيرت له پامه غورځولى او څرګنده کړې يې ده،چې غواړي د خپل نيکه او پلار پر سيرت عمل وکړي او د مخکېنيو خلفاوو (رضي الله عنهم) سيرت یې داسې نچوړ کړ:

په هر ډول چې وي،د مسلمانانو د بيعت له مخې چارواکي شوي،بيا يې په خپل اجتهاد او شخصي نظر پرې واکمني کړې،په تېره په اسلامي احکامو کې يې اجتهاد کړى .

 او امام حسین د خپل نيکه (ص) او پلار سيرت يې په دې کې خلاصه کړ چې:

په خلکو کې د اسلام مبلغین او خپروونکي وو او له خلکو څخه یې غوښتل،چې عمل پرې وکړي او د اسلامي احکامو له پولو وانه وړي . دا يې په ټولو حالاتو کې سيرت او چلن و؛که د واکمنۍ وخت وي؛لکه په مدينه کې د رسول الله (ص) زمانه او د حضرت عثمان تر وژنې وروسته د علي (ک) وخت او ان واکمنۍ ته تر رسېدو مخکې د علي (ک) حالت؛ځکه رسول الله (ص) په مکه کې او علي (ک) واکمنى ته له رسېدو مخکې ځانګړى سيرت او چلن درلود. سيرت يې په دواړو زمانو کې امت ته د اسلام رسونه وه . پېغمبراکرم (ص) د خداى له لوري تبليغ کاوه او علي (ک) د رسول الله (ص) له لوري . په دواړو زمانو کې يې اسلام ته بلنه او پر نېکيو امر او له بديو منع کوله .

 امام حسين غواړي د خپل نیکه (ص) او خپل پلار پر سيرت ولاړ شي او نه غواړي د خلفاوو پر سيرت وچلېږي؛ نو چا چې د امام حسین بلنه منله،د حق غوښتونکی و او تر دې غوره دا وه،چې له حق څخه پیروي وشي او چې چا و نه منله، صبر کوي، چې خداى د هغه او د خلافت د مشرانو ترمنځ د پرېکړه وکړي.

له تېرو بحثونو او د پاڅون په ترڅ کې د امام حسین له ويناوو او چلن څخه پوهېدل کېږي،چې امام حسین خلکو ته دا شعار پورته کړ: “د جوړ کړاى شوي خلاف بطلان” او “د امامت سموالى” او له ويلو او کړنو يې موخه دا وه، چې راتلونکي پردې شعار ايمان راوړي،چې چا پرې ايمان راووړ؛نو هدايت يې وموند او چې چا د امام حسین غږ واورېد او ايمان يې پرې رانه ووړ، غاړه پرې خلاصه شوه او له دې امله يې د خپلې بلنې په خپراوي کې هڅه کوله.

دا د امام حسین شعار او موخه وه،چې ورته د رسېدو لپاره يې شهادت غوره کړ او يو شاعر د امام حسين له خولې څه ښه ويلي :

ان كان دين محمد لم يستقم   الا بقتلى ، يا سيوف خذينى

 “که د محمد دين يوازې زما په وژنې را دبره کېږي؛نو تورو را نه چاپېره شئ”

 بل دليل يې هغه جمله ده، چې بني هاشمو ته يې د ليک په ترڅ کې کښلې:

“اما بعد، فان من لحق بى استشهد و من تخلف لم يدرک الفتح” اما بعد؛ چې څوک راسره يوه ځاى شو، شهيدېږي او چې پاتې شو بريالى کېږي نه”

امام په دې ليک کې څرګندوي،چې دهغه لار،شهادت او پايله بريا ده . همدغسې د امام نورې ويناوې او کړنې يې شعار،لار او موخه ځلوي .

چې څوک يې رابله او مرسته يې ترې غوښته؛ نو په دې ګردو څيزونو کې به په بصيرت او پوهې ورسره يو ځاى کېده؛لکه د حضرت زهير بن قين داستان، چې د امام له لوري وبلل شو او په ناخوښه د امام کتو ته ورغى؛خو- د راوي په وينا – ډېر ځنډ نه شو،چې په پراخ تندي او موسکا خوله راستون شو او امر يې وکړ،چې خيمه يې د حسين کاروان ته ولېږي او خپلې مېرمن ته يې وويل: “ته ازاده يې! له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه؛ځکه ښه مې نه ايسي،چې زما له امله درته څه زيان درورسي” او خپلو ملګرو ته يې وويل: “د شهادت مينوال دې پاڅي،که نه دا وروستۍ ليدنه ده.”

زهير مخکې تر دې چې د امام کاروان ته ورسي،د کوفې په لار کې د “مسلم” او “هاني” له شهادته او د کوفيانو له شاتګه خبر شو او خپلو ملګرو ته يې وويل،چې د “بلنجر” په جګړه کې يې د پېغمبراکرم (ص) له صحابي “سلمان باهلي” اورېدلي،چې که له دغسې ورځ سره مخ شوې؛ نو خوشحاله وسئ.

امام دغسې ياران رابلل او هغوى له ځانه لرې کړل،چې واکمنۍ ته د رسېدو لپاره راغلي وو.

امام حسين څو ځل خپله لار اعلان کړه او منزل په منزل يې خپل شعار ورکړ؛لکه چې د حضرت عبدالله بن عمر” په ځواب کې يې وويل : “عبدالله! ايا پوه نه شوې،چې د دنيا له پستۍ یوه داده ،چې،د يحيى بن زکريا سره يې د بني اسرائيلو يوې بدلمنې ښځې ته ډالى کړ …. او خداى يې په عذاب کې بيړه و نه کړه؛ بلکې تر دې وروسته يې په عزت او اقتدار رالاندې کړل…. بیا یې ورته وویل : ای ابو عبدالرحمنه! له خدایه ووېرېږه او ملګرتوب مې له لاسه مه ورکوه!”

امام په خپله خبره کې اشاره کوي،چې شان يې د يحيى بن زکريا په څېر دى او له حضرت ابن عمر څخه غواړي، چې د لارې ملګرى یې شي.

امام حسين عراق ته د تلو پر مهال په خپله وينا کې وويل :

“بنيادم ته مرګ لکه پېغلې ته د غاړه کۍ په څېر دی ،د خپلو تېرو کسانو کتو ته څومره لېواله يم؛هغه شوق او لېوالتیا،چې يعقوب د يوسف کتو ته درلود،ما ته د قربانۍ يو ځاى ټاکل شوى،چې ور رسم؛لکه چې وينم، چې د نواویس او کربلا د دښتو لېوان مې تن ټوټه ټوټه کړي،تشې ګېډې ډکوي او د تږيو ګوډي ډکوي،چې څه د تقدير په قلم کـښل شوي،تېښته ترې نشته . د خداى رضا زموږ د اهل البيتو خوشحالي ده. پر کړاوونو يې صبر کوو او هغه مو د زغمونو بدله راکوي . د رسول الله (ص) د تن ټوټه بيخي ترې بېلېږي نه او په “خظيرة القدس” کې ورسره يو ځاى کېږي او له رسول الله (ص) سره ویني او خدای یې په اړه په وعده وفا کوي اوس؛نو چې څوک حاضر دى، چې زموږ په لار کې خپله وينه قرباني کوي او له خداى سره ليده کاتو ته چمتو دى،له موږ سره دې حرکت وکړي…..

امام، چې تر دې وروسته په هر تمځي کې تمېده او چې تله؛نو د “يحيى بن زکريا” وژنه يې يادوله .[226]

 

امام اتمام حجت ته د کوفيانو بلنه ومنله

پردې سربېره،چې رسول الله (ص)،امام حسین د هغه له شهادته خبر کړى و،په طبيعي توګه پوهېده،چې بايد يا بيعت وکړي يا ووژل شي او په دې باب يې پخپلو خبرو کې څو ځلې اشاره کړې ده. دا ټاکنه د لومړي ځل لپاره د حضرت معاويه بن ابوسفيان تر مړينې وروسته هله څرګنده شوه،چې بيعت ترې وغوښتل شو.هغه مهال،چې “مروان” د مدينې والي ته وويل: “بيعت ترې واخله او که يې و نه مانه، سر يې ورپرې کړه” او امام له مدينې څخه مکې ته ولاړ او په بيت الله الحرام کې يې پناه واخسته.

امام حسین په مکه کې متوجه شو،چې يزيد يې په پټه وژني (تروروي) او وډار شو،هسې نه چې چې هماغه څوک وي،چې له امله يې د بيت الله درناوى ولتاړل شي؛لکه چې په ډاګه يې خپل ورور حضرت محمد بن حنفيه ته ويلي وو او هم يې حضرت عبدالله بن زبير ته ويلي وو: “پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خزنده هم وسم؛ نو د باندې مې راباسي او وژني مې،چې په اړه مې خپلې غوښتنې پوره کړي،پر خداى قسم! ډېر سخت تېرى به را باندې وکړي؛لکه چې يهودو د شنبې پر ورځ وکړ……”

او و يې ويل: “پر خداى قسم که له مکې يوه لويشت لرې ووژل شم؛ نو دا راته خورا ښه ده،چې دننه پکې ووژل شم.”

او حضرت ابن عباس ته يې وويل:”که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛نو تردې خورا غوره ده،چې په مکه کې ووژل شم او زما له امله يې درناوى له منځه ولاړ شي .”

نو امام پوهېده،په هر ځاى کې،چې وي،تر هغې چې د مسلمانانو له خليفه سره له بيعت کولو ډډه وکړي؛بې له وژنې يې بله لار نشته؛نو ځکه يې ځان او خپلو يارانو ته د شهادت لار غوره کړه .

خو کوفيانو په پر له پورې ډېرو ليکنو کې امام ته وکـښل : “موږ مشر او امام نه لرو،موږ ته راشه، ښايي خداى موږ ستا له لارې د حق پر چورليز راټول کړي او “نعمان بن بشير” په حکومتي ماڼۍ کې دى او موږ په يوه جمعه او اختر کې هم نه ورځوو او که خبر شو،چې راځې؛نو شام ته يې شړو.

په ليکنو کې يې کښل : “حسين بن علي ته، د مؤمنانو او مسلمانانو لارويانو له لوري يې،اما بعد؛ بيړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا نور څوک نه غواړي! بيړه وکړه،بيړه وکړه……..”

د کوفيانو مشرانو ورته وليکل : “د هغه لښکر مشرۍ ته راواړندې شه،چې درته چمتو شوى دى!”

او ويې کښل: “يو لک تنه تورې په لاس درسره دي .”

امام ته له يوه تن، دوو تنو، څو تنو او د کوفې د مشرانو ليکونه راورسېدل او دومره ډېر شول،چې دوه خورجينې ترې ډکې شوې؛نو که په دغسې شرايطو کې يې د کوفيانو بلنه نه وای منلی او له يزيد سره يې بيعت کړی وای او یا یې هم ورسره نه وای کړی او کوم بل ځاى ته تللی وای او هلته شهيد شوی وای؛نو په دې صورت کې به یې د کوفيانو په حق کې لنډون او کوتاهي کړې وه او خلکو به د تاريخ په پوړيو کې کهول په کهول کوفيان پر حق ګڼل او امام به يې غانده؛لکه چې د قيامت پر ورځ به يې هم خداى ته دليل درلود،حال دا چې د انعام ٤٩ آيت : ” ولله الحجة البالغة. “نو ځکه له کوفيانو سره د امام چلن د غاړې خلاصونې لپاره و او بس .

که داسې نه وای او امام د کوفيانو ليکونو غولولى واى؛نو هغه مهال،چې د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبر شو او مخکې تر دې چې حر بن يزيد رياحي ور ورسي او څو ورځې ورسره وي،له خپلې لارې ستنېده . هو! امام حسين په خپلو کړنو پر عراقيانو او نورو خپله غاړه خلاصه کړه او خداى پاک ويلي : ((لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ [227] ))

امام حسین د حضرت عقیل د زامنو پر خبرو نه؛بلکې د غاړې خلاصونې لپاره عراق ته ولاړ

ځينو وهم اخستى او وايي: د حضرت مسلم او حضرت هاني د شهادت تر خبرېدو وروسته امام ځکه عراق ته ولاړ،چې د حضرت عقيل اولادې وويل:”چې د خپلو وروڼو غچ مو اخستى نه وي؛نو نه ستنېږو يا دا چې د خپلو وروڼو په څېر شهيدان شو.” او امام په دې خبره ځان او ملګري وژني ته ورکړل .

حق دا دى چې دا انګېرنه سمه نه ده او عقلمن سره دا خبره نه ښايي . سمه دا ده چې ووايو: امام حسین ته یې څه پروا کوله،چې عراق ته تللی وای يا بل ځاى ته . امام له خپل برخلیکه خبر و،چې له یزید سره په نه بیعت کولو به وژل کېږي؛نو پر امام لازمه وه،چې پر عراقيانو خپله غاړه خلاصه کړي او دا غاړه خلاصونه تر هغه ورځې پورې نه وه ترسره شوې او دا دنده د “حُر” له لښکر سره د امام حسین د مخامخېدو له شېبې څخه نېولې د عاشورا تر ورځې پورې ترسره شوه،چې په دې موده کې امام حسین او د هغه یارانو د مکررو او بیا ځلو خطبو له لارې ذهنونه روښانه کړل؛نو هله پرې غاړه خلاصېده؛ نو امام د حضرت مسلم او حضرت هاني د شهادت تر خبرېدو وروسته بې له دې،چې له خپلې لارې راستون شي او یا دا چې کوم بل هېواد ته ولاړ شي ؛خو بیا یې هم کربلا ته مخه کړه.

امام حسين پر کوفيانو او خپلو همعصرو غاړه خلاصه کړه؛هغه همعصري چې د یزید په څېر د طاغوت پر ضد د امام حسین له پاڅون، اعتراض او خوځښت څخه خبر شوي وو او د پاڅون دا خبره په ټولو ځایونو کې خپره شوې وه او ان تر قیامته به همداسې خپرېږي،امام يوازې له يزيد سره پر نه بيعت کولو او کور کېناستو بسيايينه و نه کړه، ترڅو ددې سرغړاندې له کبله ووژل شي او وينه يې تويه ولاړه شي او د خلافت رسنۍ پرې خاورې وشيندي او حقيقت پټ کړي؛بلکې له ټولو تبليغي وزليو يې ګټنه وکړه او د خپل پاڅون حقيقت او د خلافت پټ کونجونه يې راوسپړل .

 

 

د امام پاڅون، څرنګوالى او حکمت يې

امام حسین په مدينه کې د هغه خليفه له بيعت سره مخالفت وکړ،چې حکومت يې د مسلمانانو له ليده په بيعت مشروعيت موندلى و. امام حسين په مدينه کې د خلافت د مشرانو پر وړاندې ودرېده،چې دا دريځ يې خپور شو. بيا له اصلي لارې مکې ته ولاړ او د حضرت ابن زبير” په څېر په چپه لارو ولانړ. په بيت الله کې يې پناه واخسته او د “عمره کوونکيو” ورته پام او ترې راټول شول او د خپل پېغمبر (ص) د لمسي خبرو ته غوږ وو. امام د خپل نيکه (ص) سيرت ورته وايه او د خليفه کږلېچ يې ورته تشريحاوه. بيا يې خپله بلنه په ډاګه کړه او ښارونو ته يې ليکونه واستول او امت يې د خلافت پر ضد وسلوال پاڅون ته راوباله او په دې لار کې يې ترې بيعت وغوښت؛هغه بيعت چې خلافت ته د رسېدو لپاره نه و او امام هم بيخي چا ته دغسې هيله ور نه کړه او په هيڅ يوې ليکنې او وينا کې يې په دې اړه څه ونه ويل؛بلکې په هر تمځي يا روانه کې يې ځان له حضرت يحيى بن زکريا علیه السلام سره ورته کاوه او دا يې حق و؛ځکه امام حسین او حضرت یحیی دواړو د خپلې زمانې له سرغړاندي واکمن سره مبارزه وکړه،چې دواړه ووژل شو.

او په پایله کې دا یوازې د حضرت یحیی علیه السلام پرېکړای شوی سر نه و،چې د هماغه وخت طاغوت ته ډالۍ شو؛بلکې د رسول الله (ص) د لمسي امام حسين او د هغه د يارانو،انصارو او اهل البيتو سرونه هم په همدې برخلیک اخته شول .

 څوک چې غواړي خلک پر ځان راټول کړي او ځان پرې حکومت ته ورسوي؛نو دغسې نه کوي؛بلکې بريا او واکمنۍ ته د رسېدو هيلمني ورکوي او د هغو چارو په اړه خبرې نه کوي،چې د خپلو شاوخوا کسانو د نهیلۍ او ناغېړۍ لامل ګرځي.

امام د حج په څلورو مياشتو کې په مکه کې تم شو،لومړى پرې عمره کوونکي او وروسته له لرې ځايونو راغلي د بيت الله حاجيان پرې راټول شول او د خپل نيکه رسول الله (ص) له خولې يې د خداى ويناوې ورته روايتولې او نصيحت يې ورته کاوه،ګواښل يې او د قيامت د ورځې له عذابه يې ډارول او الهي تقوا او د خداى رضا ته يې رابلل او اسلام ته يې د يزيد د خلافت له خطره خبرول او له امام يې داسې څيزونه اورېدل،چې په هغه زمانه کې د بل له خولې اورېدل شوي نه وو او دا حال د “توريه” تر ورځې ( د ذیحجة اتمه) دوام درلود او حاجيانو احرام وتاړه او عرفات ته يې مخه شوه.

خو امام یې پر خلاف له احرامه ووت او له حرمه دباندې ولاړ او ويې ويل: “ډارېږم،چې د خلافت مشران مې له دې امله په پټه ووژني،چې بيعت مې کړى نه دى او زما لپاره د حرم درناوى مات شي، حال دا چې دا راته خورا غوره ده، چې له حرمه يوه لوېشت بهر ووژل شم؛نه دا چې يوه لوېشت په دننه کې یې ووژل شم .”

امام پردې مهال ونه ويل،چې عراق ته ځم،چې حکومت تر لاسه کړم؛بلکې ويې ويل: “ځم چې يوه لوېشت دباندې ووژل شم .”

پر هغه کال ،حاجیان د حج تر مراسمو وروسته خپلو ټاټوبیو ته ستانه شول او د امام حسین دا خبر یې ټولو ته ورساوه. دا خبر په ګرد او پراخ اسلامي هېواد کې تر هغه ځایه خپور شو،چې حاجیانو دا کاروان ورته تله او له دې ستر خبره د هر ځای مسلمانان خبر شول او هغه داچې: د رسول الله (ص) سبط او لمسي د واکمن خلافت پر ضد راپاڅېدلی او مسلمانان یې هم د هغه پر ضد وسلوال پاڅون ته رابللي دي؛ځکه خلیفه له اسلامه اوړېدلی او ددې حکومت دوام ټول اسلام ګواښي.

ښکاره ده،چې ددې ستر اسلامي هېواد ټول مسلمانان ددې پاڅون او جګړې برخلیک اورېدنې ته تږي ناست دي او هغه داچې د واکمن خلافت پر ضد د رسول الله (ص) کورنۍ پاڅون کړی دی . دې مسلمانانو ،چې له هر ځایه ددې خوځون خبر لاس ته راوړی و؛نو پوه شول،چې امام حسین پاڅون کړی او هیڅ ارادې او عزم هغه له دې خوځونه نه دى اړولى او لا همغسې پردې لاره ټینګ ولاړ دی،نه يې د ډار ورکوونکيو ډار هوډ سستوي او نه يې د نورو لنډون او کوتاهي بې ارادې کوي . د حضرت عبدالله بن عمر خبرې هم پرې اغېز نه کوي،چې ورته يې وويل: “له تا وژل شوي سره وداع کوم” او نه يې د “فرزدق” وينا شکمنوي،چې ورته یې وويل:” د خلکو زړونه له تاسې سره دي او تورې يې له امويانو سره!” ان د “عمرې” ليک او د حضرت عايشې بي بي له خولې د رسول الله (ص) وينا چې : “هغه د بابل په سيمه کې وژل کېږي”؛نو دا يو يې هم له خپلې لارې اړولاى نشي.

او په دې توګه، د امام د پاڅون خبره يو په بل پسې د خلکو غوږونو ته رسي او امام په آرام خپله لار وهي او څه يې له خپلو موخو نه پټول؛بلکې په هرې چارې يې لاس پورې کاوه،چې له خليفه يزيد سره يې مخالفت څرګند کړي؛لکه د يمن والي،چې کوم ماليات او ډالۍ يزيد ته لېږلې وې، دا یې عملا ضبط کړې او په دې چار يې د خليفه تصرف غير شرعي اعلان کړ.

همدغسې هغو چارو ته يې هم لاس ورغځاوه،چې پر شاوخوا او خبر شويو يې غاړه خلاصوي او وروستۍ دا چې دښمن يې چې تندې راخستى و او اوبه يې نه وې موندلې،چې ځانونه او خپلې سپرلۍ پرې خړوب کړي؛ نو د څښاک خوندورې اوبه يې ورکړې او ويې نه منله،چې دا وګړي په ناڅاپي جګړه کې له پښو را وغورځول شي! بلکې ازاد يې پرېښوول،چې د جګړې پيلوونکي وي. بيا پر همدې ځواکونو غاړه خلاصوي او په لمانځه کې چې په امام پسې درېږي،خبرې ورکوي،وايي:

“دا د خداى عزوجل او ستاسې پر وړاندې يو عذر دى،زه هله درته راغلم،چې ليکونه مو راورسېدل او استازي مو راغلل چې: “موږ ته راشه،چې امام نه لرو،هيله ده،چې خداى مو ستا له لارې پر هدايت راټول کړي” اوس؛نو که پرخپلو ژمنو ولاړ ياست،راغلى يم او که ډاډمنه ژمنه راکوئ؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې و نه کړئ او ننووتل مې ښه نه ايسئ،له تاسې مخه اړوم .”

او په دويمه خطبه کې يې وويل : “که پروا وکړئ او حق يې اهل وړ ته پر رسميت وپېژنئ؛نو د خداى پر وړاندې خورا منلې ده . موږ اهل البيت په تاسې کې مشرۍ او واکمنۍ ته لومړيتوب لرو،نه دا مدعيان او نور چې پر ظلم درباندې حکومت چلوي …”

او پر خپلو يارانو يې هم غاړه خلاصه کړه او و يې ويل: “ايا نه وينئ،چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو نهې نه کېږي؟حق دى،چې مؤمن په داسې حالاتو کې لقاء الله ولټوي؛چې زه مرګ يوازې نېکمرغي او له دې ظالمانو سره ژوند يوازې پښېماني او خپګان وينم.”

او يارانو يې ورته وويل:” پر خداى قسم که دا نړۍ تلپاتې او همېشه وه او موږ پکې تلپاتې کېږو او ستا د ملګرتوب لپاره بېلتون ترې لازم و؛نو په يقين چې له تا سره پاڅون ته مو پرې غوراوى ورکاوه.”

او د “طرماح” د وړانديز [= د طى د ټبر غرونو ته ولاړ شه،چې شل زره طايي درنه دفاع وکړي] په ځواب کې يې وويل: “زموږ او ددې خلکو تر منځ يو تړون دى،چې په شتون يې مخ ترې اړولاى نشم .”

هو! د امام حسين او عراقيانو ترمنځ يو تړون و،چې همغو ته ور روان و او مخ يې ترې اړواى نه شو،چې غاړه پرې خلاصه کړي .

امام د پينځو مياشتو په ترڅ کې،پر مسلمانانو په ټولو ښارونو، ټولنو او اسلامي مرکزونو کې غاړه خلاصه کړه؛ په مدينه، مکه، کوفه،بصره او ….. او هغوى چې په شام کې وو،د ويناوو او ليکونو له لارې یې د امام پيغام واورېد او له خوځښته يې خبر شول .

امام د وسلوال پاڅون لپاره له خپلو ملګرو بيعت واخست . خپل استازى مسلم يې کوفې ته ولېږه او هغه هم له ټولو بيعت واخست او په شهادت ورسېد. بيا چې امام په آرامۍ او دبدبه عراق ته روان و؛نو په دې ټوله موده کې هغو حاجیانو ته دا شونې وه،چې د حج د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته یې ځانونه د امام حسین له هغه کاروان سره یوځای کړي وای،چې ډېر ورو د عراق په لوري روان وو. د مکې، مدينې، کوفې،بصرې او نورو اسلامي ښارونو له اوسېدوونکيو يې چې مرسته وغوښته؛نو دوی ټولو کړاى شول،چې د امام حسین بلنې ته یې لبیک ویلى وای؛ځکه دا پاڅون ناڅاپي نه و،چې دا مسلمانان دا پلمه او عذر وړاندې کړي او ووايي،چې فرصت يې تر لاسه نه کړ؛بلکې امام،چې به له يوې سيمې څخه بلې ته تله؛نو د مسلمانانو او د هغوی د خبر وړونکیو کسانو په مخ کې به یې د واکمن خلافت د چارواکیو په هکله خبرې اترې او بحثونه کول او ورباندې به یې نیوکې کولې .

نو ځکه له امام حسین سره په نه یارۍ کولو کې دوی ټول شریک دي،که څه کوفيانو د رسوایۍ دا دروند پیټې پر غاړه واخست،چې امام ته یې بلنه ورکړه او دا چې امام یې بلنه ومنله او د دوی خاورې ته ورسېد؛نو کوفیانو ورسره پر جګړې لاس پورې کړ.

امام کربلا ته تر رسېدو مخکې په خپلو ويناوو او کړنو،پر ټولو مسلمانانو خپله غاړه خلاصه کړه. دا چې کربلا ته ورسېد اوعراقيانو په بې شرمۍ خپل بل مخ وروښود او خپلې ټولې کړې ژمنې یې له امام سره ماتې کړې او زرګونه تنه يې د امام حسین مخې ته ور مخکې کړل او د خلافت د مشرانو د خوشحاله کولو لپاره یې د امام حسین د وینې توینې هوډ وکړ؛نو په دې وخت کې امام حسین پخپلو ویناوو او کړنو په تېره بیا د خلافت پر واکمنو داسې خپله غاړه خلاصه کړه :

 لومړى يې د خلافت پلویانو ته وړانديز وکړ،چې لاس را نه واخلئ،چې په دې توګه زه به هم وسله پر ځمکه کېږدم او له کوم ځایه ،چې راغلې ، بېرته ورستون شي یا د هېواد داسې پولو ته ولاړ شي،چې هلته مسلمانان اوسي او په دې توګه د ده له خوا به حکومت ته هیڅ ډول ګواښ نه ورسي او په داسې یو دریځ کې وي؛لکه حضرت سعد وقاص، حضرت عبدالله بن عمر او اسامة بن زید (رضي الله عنهم) چې دده له پلار علي (ک) سره درلودل او هغه داسې،چې دوی ټولو د علي (ک) په خلافت کې له علي(ک) سره بیعت و نه کړ.

خو د خلافت لښکر دا وړانديز و نه ما نه او ويې ويل : بايد بيعت وکړي او د “ابن زياد” حکم ته غاړه کېږدي؛خو امام و نه منله او د خداى لقاء ته چمتو شو. داچې له کوفې څخه د يزيد په لښکر کې پر راغلیو کوفیانو او خپلو يارانو غاړه خلاصه کړي؛نو د محرم د نهمې ورځ “تاسوعا” په مازيګر امام له کوفیانو وغوښتل،چې يوه شپه مهلت ورکړي،چې خپل پالونکي ته لمونځ وکړي او تضرع او عاجزي وکړي او قرآن کريم ولولي،چې خورا ورته ګران و او داچې په ډېر لږ ځنډ يې ومنله؛نو خپل ياران يې راوغوښتل،ورته يې وويل :

“با خبر! ګومان نه کوم،چې له دې دښمنه به نن راباندې سبا شي،اجازه مې درکړه،چې ولاړ شئ، ټول آزاد ياست، زما پر تاسې کومه ذمه واري او حق نشته،دا تياره شپه خپله سپرلۍ کړئ او هر يو مو زما د اهل البيتو د يوه لاس ونيسئ او له ځان سره يې بوځئ او خداى دې خير درکړي،بيا په دښتو او ښارونو کې خپاره شئ،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني؛نو له نورو لاس اخلي.”

په دې وخت کې، بني هاشمو ځواب ورکړ: “ولې دا کار وکړ؟ ځکه چې تر تا وروسته ژوندي پاتې شو؟ خداى دې هيڅکله هغه ورځ زموږ پر برخه نه کړي!”

امام د عقيل اولادې ته وويل: “د مسلم وژنه مو بس ده، ولاړ شئ، چې اجازه مې درکړې!”

ورته يې وويل: “… نه ! پر خداى قسم دغسې نه کوو؛بلکې ځانونه، شتمنۍ او کورنۍ مو درځار،په ملاتړ دې جنګېږو،چې درسره شهيدان شو،خداى دې تر تا وروسته ژوند ناوړه او تريخ کړي!”

 بيا د امام يارانو په خبرو لګيا شو او حضرت مسلم بن عوسجه وويل :”موږ دې يوازې پرېږدو؟! خداى ته به ستا د حق پوره کولو په باب څه عذر راوړو؟ هن! پر خداى قسم در څخه نه بېلېږو،چې خپله نېزه يې په سينو و ټومبو او چې توره مې په لاس وي، سرونه يې ورمات کړم او که وسله را سره نه وه؛ نو په دې ډبرو به یې ولم،چې درسره ومرم .”

او حضرت سعيد بن حنفي وويل : “پر خداى قسم،درڅخه نه جلاکېږو،چې خداى پوه شي،چې موږ يې د پېغمبر په نشتون کې ستا درناوى کوو . هن! پر خداى قسم که پوه شم،چې وژل کېږم او بيا ژوندى کېږم او بیا وژل کېږم او تر اویا ځلو پورې همداسې کېږم؛نو بیا هم درڅخه نه جلا کېږم،چې ځان مې درځار کړم! او څنګه دغسې و نه کړم، حال دا چې دا يوازې يو ځل وژنه ده او وروسته ترې ناپایه عزت او کرامت وي؟!”

د امام نورو يارانو هم دا شان خبرې وکړې او د خپل پالونکي لقا ته چمتو شو او شپه يې تر ګهيځه پر عبادت تېره کړه.

راوي وايي : “امام حسين او يارانو یې ګرده شپه پر لمانځه تېره کړه،استغفار دعا او عاجزي يې کوله” او هم يې سبا ته له دښمن سره د مبارزې تياري کوله او هم يې ورباندې غاړه خلاصوله : امام د هغې شپې په يوه برخه کې لارښوونه وکړه،چې د خيمو تر شا يوه اوږده کنده وباسي او خس پکې واچوي او چې سبا شو دښمن ته مخامخ ودرېدل،چې کېږدۍ يې شا ته شوې او خسو ته يې اور واچاوه، چې تر شا پرې يرغل ونشي او پر هغوى تر غاړې خلاصونې مخکې و نه وژل شي؛بلکې پخپله امام او يارانو يې په يو بل پسې خبرې ورته وکړې،چې د عاشورا پر ورځ دواړه لښکرې يو بل ته مخامخ او جګړې ته چمتو شوې؛نو امام پر خپل اوښ سپور شو او مخامخ ورته ودرېد او ترې يې وغوښتل چې چوپ شي؛ نو ويې ويل : ” خلکو! خبره مې واورئ او بيړه مه کوئ،چې نصحيت درته کوم ….تاسې د خداى پر استازي محمد (ص) ايمان راوړی، بيا مو د هغه ځوځات او عترت تر بريد لاندې نيولى او هوډ مو کړى،چې ويې وژنئ؟! …. خلکو! ووينئ چې زه څوک يم او له کومې کورنۍ يم،بيا په خپل ګرېوان کې سر ننباسئ او ځان مو پړ کړئ او سوچ وکړئ،چې زما وژنه او زما د درناوي لتاړل درته روا دي؟! ايا زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى نه يم؟! ايا زما او د ورور په اړه مې د رسول الله (ص) دا خبره در رسېدلې نه ده چې :” دا دواړه د جنتي ځوانانو ښاغلي دي؟” که په دې خبره شکمن ياست؛نو ايا په دې هم شکمن ياست،چې زه د پېغمبر د لور زوى يم؟ پر خداى قسم په خيتځ او لویدیځ کې،بې له ما د پېغمبر(ص) د لور کوم زوى نشته،نه په تاسې کې او نه په نورو کې! پر تاسې افسوس! ايا له تاسې مې څوک وژلي،چې کسات را څخه اخلئ يا مې ستاسې څه شتمني له منځه وړې يا مې کوم يو ټپي کړى ياست؟! او بيا يې غږ کړ : “شبث بن ربعي! حجاز بن ابجر! قيس بن اشعث! زيد بن حارث! ما ته مو کښلي نه وو: “راځه چې مېوه رسېدلې او بوستانونه شنه شوي او درته چمتو کړاى شوى لښکر دې په چوپړ کې دی ؟!”

او و يې ويل: “خلکو! که خوښ نه ياست، پرېږدئ،چې ستون شم!”

 قيس بن اشعث ورته وويل: “ولې د خپلو ترونو زامنو امر ته غاړه نه ږدې؟”

 امام ورته وويل: “بې پلاره او د بې پلاره زوى پر دوو لارو ودرولې یم : توره او جګړه خوښه کړم یا ذلت! ؛خو ذلت ته به کله هم غاړه کېنږدم!” او ويې ويل: “پر خداى قسم،چې تردې وروسته يوازې د يو اس د سپرلۍ هومره درنګ نه کوئ او بيا به مو د روزګار څرخه په بله واړوي!… دا يو حقيقت دى، چې پلار مې له نيکه رسول الله (ص) راته ويلي دي .” بيا خپل لاسونه اسمان ته ونیول او ويې ويل:”خدايه! د اسمان باران پرې درېغ کړه … او د ثقيف مريي پرې واکمن کړه،چې ترخه جامونه ورباندې وڅښي.”

ورسته،د خلافت لښکر (چې د محمد (ص) امتيان دي) د خپل پېغمبر د لور له زوى سره جنګېږي،چې له يزيد سره بيعت وکړي او د ابن زياد امر ته غاړه کېږدي! او امام او ياران يې د نارينه وو وژنه او د ښځو بنديانول مني؛خو بيعت نه مني.

هو!د خلافت لښکر د پېغمبر (ص) لمسی وژني،عترت يې بنديانوي،چې خليفه او خپل والي خوشحاله کړي او انعام ترې واخلي! او امام او لښکر يې شهادت غوره کوي،چې د خداى رضا تر لاسه کړي او اُخروي ثواب يې پر برخه شي.

دليل مو – پر تېرو څرګندونو سربېره – پر هغه ورځ د دواړو لښکرو ويناوې او کړنې دي.

د مثال په ډول :

د خلافت د لښکر بولندوي یا قومندان “عمر بن سعد” پر خپلې ليندۍ غشى ږدي او د امام حسين پر کېږديو يې ور ګوزاروي او وايي: “د امير پر وړاندې شهادت ورکړئ،چې زه لومړى غشى ايشتونکى وم!”

او امام حسين لاسونه اسمان ته نيسي او وايي: “خدايه! په هر کړاو او پرېشانۍ کې مې يوازې ته پناه او هيله يې.”

چې څه د دواړو لښکرو په ضمير کې وو،پخپلو ويناوو او کړنو يې پکې سيالي وکړه؛ لکه چې د خلافت د لښکر له لوري “مسروق وائلي” وايي : “زه د لښکر له مخکښانو ځنې وم او له ځان سره مې وويل :”غوره ده،چې تر ټولو ړومبى د حسين سر تر لاسه کړم،چې د عبيدالله پر وړاندې د يو مقام خاوند شم!”

د امام حسين په لښکر کې د ابوذر غفاري (رض) آزاد کړای شوی مريي له امام څخه د جګړې اجازه اخلي او چې امام ورته وايي: “ته خو راسره د سوکالۍ لپاره راغلى وې،زما له لوري ازاد يې” هغه وايي: “په سوکالۍ کې خو ستاسې کاسه پاکى وم،په دې سختۍ کې مو نه پرېږدم؟! بوى مې وروست،ټبر مې ټيټ او رنګ مې تور دى! دا دى جنتي مې کړه،چې بوى مې ښه او رنګ مې سپين شي! نه،پر خداى قسم در څخه نه جلا کېږم،چې دا توره وينه ستاسې له وينې سره ګډه شي!”

او چې امام حسين ورته اجازه ورکړه، پر دښمن يې بريد وکړ او و يې ويل :

كيف يرى الفجار ضرب الاسود   بالمشـرفى القاطع المهند

احمى الخيار من بنى محمد   اذب عنـــــــــــهم باللسان واليد

ارجو بذاك الفوز عند المورد   من الالـــــــــه الواحد الموحد

“بد چاري، څنګه ددې تور ګوز ار ويني؟ هغه ګوذار،چې په هندي لغړه توره ور رسي، زه د آل محمد له نېکچارو ملاتړ کوم او په لاس او ژبه ترې دفاع کوم او په دې چار له ايکي يو خداىه په قيامت کې د ژغورنې هيلمن يم.”

او تردې وروسته شهيد شو، امام حسين يې پر سر ودرېد او و يې ويل: “خدايه! مخ يې سپين او بوى يې خوږ کړې او له محمد (ص) سره يې راپاڅوې او د هغه او آل محمد ترمنځ مينه را دبره کړه .”

او هم د امام حسين په لښکر کې يوولس کلن تنکى ځوان و،چې پلار يې په همدې جګړه کې شهيد شوى و،له امام څخه يې د جګړې اجازه وغوښته؛خو امام و نه منله او ويې ويل: “ددې تنکي ځوان پلار شهيد شوى دى، ښايي د مور يې خوښه نه وي .

” تنکي ځوان وويل: “مور مې را ته ويلي!” او چې ووژل شو سر يې د امام حسين د لښکر پر لور ورګوزار کړ او مور يې را پورته کړ او وينه يې ترې پاکه کړه او د دښمن د يوه پوځي پر لور يې ورګوزار کړ او خپلې کېږدۍ ته ستنه شوه او یو لرګی يې راواخست او دښمن ته ورغله او و يې ويل :

 

انا عجــــــوز سيدى ضعيفة   خاوية بالية نحيفة

اضربكم بضربة عنيفة   دون بنى فاطمة الشريفة

“زه کمزورې بوډۍ د ځان اغلې يم ،لوېدلې، زړه (خو) په سخت ګوزار مو ځپم . د فاطمې د شريفې اولادې په مخ کې”

 او امام امر وکړ، چې ستنه یې کړئ او هم د امام په لښکر کې د حضرت عمرو ازدي په څېر ډګر ته ځي او وايي:

اليوم يا نفس الى الرحمن   تمضين بالروح و بالريــحان

اليوم تجزين على الاحسان   قد كان منك غابر الزمـــان

ما خط باللوح لدى الديان   فاليوم زال ذاك بالغــــفران

“زما نفسه، نن د رحمن خداى پر لور او د روح او ريحان پر لور ځې، نن بدله اخلې (؛خو) د نېکچارو بدله اخلې.

تا وړاندې چارې کړي،چې کښل شوي او له حسابګر خداى سره دي او نن هغه چارې په بښنې له منځه ولاړې”

او هم د حضرت عمرو ازدي زوی؛حضرت خالد د جګړې ډګر ته ځي او وايي :

صبرا على الموت بنى قحطان   كيما نكون فى رضى الرحمن

ذى المجد و العزة و البرهان   يا اءبتا قد صرت فى الـــجنان

“بني قحطانو پردې مرګ زغم وکړئ ،چې د خداى د رضا په کړۍ کې ور دننه شو. خداى چې د دبدبې،عزت او برهان خاوند دى. پلاره! په يقين چې جنت ته ولاړې” .

حضرت سعد بن حنظله چې ډګر ته ځي وايي :

صبرا على الاسياف و الاسنة   صبرا عليها لدخول الجنة

يا نفس ! للراحة فاطرحنة   و فى طـــــــلاب الخير فارغبة

“پر دې تورو او نېزو زغمناک وسه؛ځکه پرې زغمناک وسه چې جنت ته پرې ځې. زما ځانه! د راحت لپاره ترې تېر شه او په خير پسې وسه او لټوه يې”

او د امام په لښکر کې حضرت زهير بن قين دى، چې امام پر ولو وهي او وايي :

اقدم هديــــــــــت هاديا مهديا   فاليوم تلقى جدك النبيا

و حسنا و المرتضا عليا   و ذا الجناحين الفتى الكميا

و اءسد الله الشهيد المحيا

“مخ پر وړاندې لارې موندونکيه، لارښوونکى او هدايت کاره! نن دې له خپل نيکه پېغمبر سره وينې.حسن و علي مرتضى ،جعفر طيار هغه زړه ور ځوانمرد او حمزه د خداى زمرى هغه ژوندى شهيد.”

او وايي :

اقدم حسين ، اليوم تلقى احمدا   و شيخك الخـير عليا ذا الندى

و حسنا كالبدر وافى الا سعدا   و عمك القــرم الهــجان الا صيدا

و حمزة ليث الاله الا سدا   فى جنـــــــــــــــة الفردوس تعــــــلو صعدا

“حسينه! مخ پر وړاندې، چې نن احمد وينې او نېکچارى پلار دې علي بخششونکى او حسن، چې په ستوريو کې له ځلانده سپوږمۍ وه او ستر تره دې هغه هسکه غاړى وتلى مشر او پياوړى حمزه هماغه د خداى زمرى، په فردوس جنت کې يې وينې او کښته او پورته ځې.”

اوحضرت نافع بن هلال برید کوي او وايي:

اءنا الغلام اليمنى الجملى   دينى على دين حسيـــن و على

ان اءقتل اليوم فهذا اءملى   و ذاك راءى و اءلاقــــــى عملى

“زه هماغه يمني جملي ځوان يم،چې دين مې د حسين او علي دين دى.که ووژل شم؛ نو دا مې هيله ده او هم، نظر مې دا دى، چې نن خپل عمل وينم.”

او د امام حسين په لښکر کې دهغه زوى حضرت علي اکبر دى چې وايي:

اءنا على بن الحسى بن على   نحن و بيت الله اءولى بالنبى

“زه علي، د حسين بن علي زوى يم، پر خداى قسم چې پېغمبر ته خورا نژدې يو.”

او د امام حسین وراره حضرت قاسم د جګړې په ډګر کې وايي:

ان تنكرونى ، فاءنا فرع الحسن   سبط النبى المصطفى و المؤ تمن

“که مې نه پېژنې زه د حسن بچى يم،د نبي مصطفى او امين کړوسى”

محمد بن عبدالله بن جعفر وايي :

اشكو الى الله من العدوان   فعال قوم فى الردى عميان

قد بدلوا معالم القرآن   و محكم التـــــــــنزيل و التـبيان

و اظهرو الكفر مع الطغيان

“له دې دښمنانو خداى ته شکايت کوم؛هغه قوم،چې پرېوتی او په ړندو سترګو عمل کوي،د قرآن آيتونه يې واړول؛ محکمات او بينات يې واړول او خپل کفر او سرغړاندي يې را بربنډه کړه”

او د امام حسین ورور حضرت عباس وروسته تر دې،چې ښی لاس یې پرې کړای شو؛نو وايي:

والله ان قطعتم يمينى   انى احامى اءبدا عن دينى

و عن امام صادق اليقين   نجل النبى الــــطاهر الامين

يا نفس ! لا تخشى من الكفار   وابشرى برحمة الجبار

مع النبى المصطفى المختار

“پر خداى قسم که څه ښى لاس مې پرې شو؛(خو) زه تل له خپل دينه ملاتړ کوم،او له هغه مشره چې رښتن باوري دى،د هغه سپېڅلي امين پېغمبر له ځوځاته .”

او وايي:

“اى نفسه! له دې کافرانو مه ډارېږه او د جبار خداى پر لورنې خوشحاله وسه.د سيد مختار پېغمبر تر څنګ”

بلخوا د خلافت په لښکر کې داسې کسان هم وو،چې د امام حسین په غېږ کې یې د هغه شيدې خور ماشوم په غشي وایشت.

او د خلافت په لښکر کې داسې کسان هم وو،چې د مور په مخ کې یې دهغه ماشوم په توره حلال کړ!

کاشکې پوهېدلم!،چې د خلافت لښکر هغه کوچنی ماشوم ولې وواژه یا یې ځکه وواژه،چې له یزید سره يې بيعت و نه کړ؟! ايا د رسول الله (ص) د اهلبيتو ښځې او لوڼې یې ددې لپاره بنديانې کړې او له کربلا څخه يې کوفې ته او له کوفې يې شام ته بوتلې او د کوفې په “امارت خونه” کې يې حاضرې کړې او د شام بند ته يې بوتلې او د خليفه یزید بن معاویه غونډې ته يې راوستې،چې بيعت ورسره وکړي؟! په رښتیا هم دا هر څه یې د څه لپاره وکړل؟ ولې د خلافت لښکر د آل رسول کېږدۍ وسوځولې؟! ولې د خلافت لښکر خپل اسونه نعل کړل او د رسول الله (ص) د لمسي سينه او شا يې پرې ولتاړله ؟! ولې يې د امام حسين او اهل بيتو او يارانو تنې په بېديا کې پرېښوولې او خاورو ته يې و نه سپارلې؟! ولې يې سرونه ور پرې کړل او په خپلو کې يې واېشل او پر نېزو يې په ښارونو کې ګرځول؟! دا يې ځکه وکړل،چې ابن زياد پوه شي د خليفه حکم ته لاس په نامه دى، يو يې وايي:

فاء بلغ عبيدالله اما لقيته بانى مطيع للخليفه سامع !

“که عبيدالله دې وليد ورته ووايه چې زه د خليفه حکم ته لاس په نامه يم”

او بل ابن زياد ته وايي :

املا ركابى فضـــــة و ذهبــــــا   انى قتــــــــــــــلت الملك المحجبا

قتلت خير الناس اءما و اءبا   “رکاب مې له سرو سپينو ډک کړه

چې پر لاس نه راتلونکى پاچا مې وواژه،چې د غوره موروپلار خاوند و”

هو! دا کړنې يې ددې لپاره وکړې،چې ابن زياد ترې خوشحاله او د خليفه خبره یې منلې وي او د سرو سپينو د تر لاسه کولو لپاره؛نو له همدې امله يې د ابن زياد ماڼۍ ته مخامخ وويل :

نحن رضضنا الصدر بعد الظهر   بكل بعبوب شديد الاسر

“موږ وو،چې هغه ټټر او شا مو وځپله! په يو يو زين کړاى شوي تېرو آسونو!”

او د “خولي” په نامه یو کس،چې د امام حسین سر خپل کور ته راووړ؛نو خپلې مېرمنې ته یې وويل : “د روزګار پانګه مې درته راوړې . دا د حسين سر دى،چې ستا په کور کې دى!

نو ځکه، د امام لښکر د خداى او رسول الله(ص) د رضا او آخرت لپاره جنګېدل او د خليفه لښکر د يزيد او ابن زياد د رضا او د سرو سپينو لاس راوړو ته!

او په رښتيا،چې خليفه يې سترګې رڼې کړې او “ابن زياد” ته يې زر ورکړې او د کوفيانو جيره يې د ښه اطاعت له امله، سلو په سلو کې ور زياته کړه.

خو ولې د مسلمانانو خليفه داسې وکړل؟ ولې یزید د امام حسین د پرېکړای شوي سر د خولې مخکېني غاښونه په خپلې همسا وهل؟ ولې يې درې ورځې د امام حسین سر پر نېزه باندې په دمشق کې راځوړند کړ او بیا یې ښار په ښار وګرځاوه؟!

دا هغه مطالب دي،چې یزید ترې پخپلو اشعارو کې پرده پورته کړې او ویلي دي :

لست من خندف ان لم اءنتقم   من بنى احمد ما كان فعل

قد قتلنا القرم من ساداتهم   و عدلنا ميل بدر فاعــتدل

“د خندف له ځوځاته به نه يم، چې د احمد له ځوځاته د هغه څه کسات وانخلم چې يې وکړل! موږ يې د مشرانو مشر وواژه او د بدر غچ مو واخست او يو رنګ شو.”

هو! دا د “بدر” پخوانۍ کينې دي! هماغه،چې د یزید نيا “هنده” یې دې ته اړه کړه،چې د حضرت حمزه نس څيرې کړي، “مُثله” يې کړ او د هغه ځيګر یې وژوه او و يې ويل:

شفيت من حمزة نفسى باءحد   حين بقرت بطنه عن الكبد

“په احد کې مې په حمزه ځان ورغاوه،هله چې له ځيګره مې يې نس ور څيرې کړ”

د یزید نيکه ابوسفيان د احد پر ورځ د حضرت حمزه (رض) شونډې پخپلې نېزې ووهلې او ورته يې وويل: ” ذق عقق،اى نامهربانه وڅکه!” او د احابيشو د قوم مشر “حليس” چې هغه وليد و يې وويل: ” ! هذا سيد قريش يصنع بابن عمه لحما ما ترون ؟ بني کنانه! دا د قريشو مشر دى، چې د خپل تره په وژنې دغسې کوي،چې ګورې يې!”

د یزید نيکه ابوسفيان د حضرت عثمان(رض) په زمانه کې د هغه په شتون کې وويل : “امويانو! دا خلافت د غونډوسکې په څېر لاس په لاس کړئ،چې د هغه په حق،چې ابوسفيان پرې قسم خوري، تل مې درته د خلافت هيله کوله،چې د اولادونو مو ميراث شي!”

پر هغه مهال،چې ابوسفیان د حضرت حمزه(رض) قبر ته ورغى او پر لغته يې وواهه او و يې ويل : “ابا عماره! هغه حکومت،چې پرون دې د هغه له امله په توره زما پوټکى کاږه،نن زموږ له کوچنيانو سره دى او لوبې پرې کوي!!”

ايا د يزيد پلار حضرت معاويه ونه ويل چې : “ددې هاشمي سړي؛يعنې رسول الله – د ورځې پينځه ځل په لوړ غږ نوم يادېږي! نه، پر خداى قسم (لاس نه اخلم) خو دا چې خاورې پرې واړوم، خاورې پرې واړم!!”

ايا د يزيد د پلار د حضرت معاويه لښکر نه و،چې د “بُسر بن ارطاه” په مشرۍ يې دېرش زره مسلمانان ووژل او کورونه يې وروسېځل او پخپل لاس یې د حضرت عبيدالله بن عباس (رض) دوه کوچنيان حلال کړل؟! [228]

نو، يزيد د مسلمانانو خليفه پخپلو ويناوو او چلن کې پخپل نيکه (ابوسفيان)، ‎نیا ( ځیګر خورې هندې) او پلار ( حضرت معاويه) پسې روان و.

او د خلافت مشرانو ګرد سره له رسول الله (ص) کسات واخست او ځانونه يې ورغول!!

 

[1] . زمر /١٧-١٨ آيتونه .

[2] . ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٨ مخ)

[3] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٣٠مخ)

[4] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٢٠مخ)

[5] . دا د ابن اثير د تاريخ (٢/١٨١مخ) کټ مټ عبارت دى چې د ٤٩ کال په پېښو کې يې راوړى دى.

 

 

[6] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٢٩مخ) اغاني (١٦/٣٣ مخ) سياسي چاپ انساب الاشراف (٤/٢ مخ) دويمه برخه.

[7] . معجم البلدان، د “دير مردان” او “الغذقدونة” ماده.

[8] . اغاني(١٤/٩١ مخ) ابن اثير تاريخ (٤/٥٠ مخ) ديزيد د سيرت په معرفۍ کې. موږ ددې داستان نچوړ راوړى دى.

[9] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٢٨ مخ)

[10] . ابن قتيبه، الامامة و السياسة(١/١٧٠ مخ)

 

[11] . السبع المثاني؛ د حمد سورت دى . سبط ابن جوزي، تذکرة الخواص، ١٦٤ مخ.

 

[12] . اغني، (١٦/٦٨ مخ)

[13] . بلاذري، انساب الاشراف (٤/١) لومړى برخه.

[14] . مروج الذهب (٣/٦٧-٦٨ مخونه)

[15] . انساب الاشراف (٤/٢مخ)لومړى چاپ

[16] . ابن کثير تاريخ (٨/ ٤٣٦ مخ)

[17] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٢٨٧ مخ؛ د طبراني معجم کبير،٦١ حديث،١٢٨ مخ، د امام حسين د حالاتو په شرح کې . د حالاتو دا شرح د مرحوم سيد عزيز طباطبايي په تنظيم او ټاکنه د “الحسين و السنة” په نامه د امام احمد حنبل له “فايل الحسين” له برخې سره يو ځاى د قم په مهر چاپخانه کې چاپ شوى دى او همداراز ابن عساکر،٦٤١ حديث،چې عبارت يې داسې دى : او چې کله حسين ووژل شو؛نو زه له خپلې معمولې کړنلارې تېرېږم .”

[18] . طبراني معجم الكبير، 85 حديث ابن سعد طبقات 277 حديث، د امام حسي د حالاتو شرح ابن عساكر تاريخ، 639 او 640 ګڼې احاديث ذهبي تاريخ الاسلام )3\111 مخ( سير النبلاء )3\195 مخ( مجمع الزوايد )9\139 مخ( خوارزمي مقتل )1\165 مخ( تهذيب التهذيب )2\347 مخ ( الروض النفير د مجموع الفقه الكبير شرح.

سره له دې چې موږ پر « كعب ډاډ نه لرو، دا روايت مو ځكه راوړى چې د امام حسين د شهادت روايت يو متواتر روايت دى او ښايي كعب له هغو كسانو اورېدلى وي، چې له رسول الله (ص) يې اورېدلى و او هم كېداى شي، چې د كتابيانو په كتابونو كې يې له مطالعې وي.

 

[19] . خوارزمي مقتل 1\87-88 مخونه؛ذخائر العقبى 119 مخ.

په اصطلاح دا چې: دا روايت له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لګوي، ځكه « حضرت اسماء بنت عميس» له خپل مېړه حضرت جعفر طيار سره د خيبر تر فتح وروسته له حبشې راستانه شوي وو او امام حسن تر دې له مخه نړۍ ته راغلي وو، سمايي « حضرت سلمى بنت عميس» د حمزه سيدالشهداء مېرمن ده، چې د حالاتو شرح يې په «اسدالغابه 5 \479 كې راغلې ده.

 

[20] . حاكم مستدرك الصحيحين 3\176 مخ لنډيز يې په 179 مخ كې راغلى دى؛ ابن عساكر تاريخ 631 حديث او ورته يې په 630 حديث كې؛ مجمع الزوايد 9\179 مخ؛ خوارزمي 1\159 او په 162 مخ كې په بل عبارت؛ ابن كثير تاريخ 2\230 مخ ( او ) 8\199 مخ ؛شجري امالي، 188 مخ؛ ابن صباغ مالكي، الفعول المهمة، 145 مخ الروض النفير؛1\89 مخ ؛ المواعق 115 مخ او بل چاپ كې يې 190 مخ؛ كنزالعمال، پخوانى چاپ 3\223 مخ؛ النخصائص الكبرا )2\152 مخ.

د اهل البيتو په كتابونو كې وګورئ: مثير الاخزان 8 مخ ابن طاووس الهوف، 16 و 17 مخونه. راوي وايي: پيغمبر (ص) له دې سفره خپه راستون شو او پر منبر يې خطبه وويله چې امام حسين او امام حسن يې په مخ كې وو، تر موعظې وروسته يې ښي لاس د امام حسين پر سر كېښود او اعان ته يې سر پورته كړ او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه زما د ځوځات، ځان او جرړې دي، چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم!

 

[21] . خوارزمي مقتل 1\163-164 مخونه چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[22] . خوارزمي مقتل 1\163-164 مخونه،چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

 

[23] . ابن عساكر تاريخ، 629 حديث؛ مجمع الزوايد 9\188 مخ؛ كنزالعمال 13\112 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ .

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې وګورئ : شيخ طوسي امالي 1\323 مخ؛مشير الاخزان 7-10مخونه؛ لهوف 7-9 مخونه .

 

[24]. احمد مسند 1 \242 او 265 مخونه؛ ابن عساكر تاريخ 615 او 617 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ، چې د عبارت متن له همدې سر چينې دى؛طبراني معجم الكبير، 47 حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ خوارزمي مقتل ؛ 1\161-162 مخونه؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\10 مخ؛سير النبلا 3\194 مخ؛ ذخائر العقبى 146 او 147 مخونه؛مجمع الزوايد 9\187 مخ او په 190 مخ كې په بل سند وايي: د دې روايت سند «احسن او ښه دى» په ابن كثير تاريخ 6\199 مخ د حسين د وژنې د رواياتو په باب كې وايي: «اورېدل مو، چې په كربلا كې وژل كېږي او هم 8\199مخ؛كنزالعمال 16\226 مخ؛الصواعق 115 مخ؛حافظ ابونعيم الدلائل3\202 مخ؛ابوبكر هيثمي، موارد الظمان بزوائد صحيح ابن حبان: 554 مخ د اهل بيتو د ښوونځي لارويانو په كتابونو كې وګورئ :شيخ طوسي، امالي )22 مخ، چې پكې راغلي: «ان عظيماً من عظمأ الملائكة» د سترو پرښتو يوه ستره.

 

[25] . ابن عساكر تاريخ، 618 حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ؛ ذهبي الزوايد 9\189 مخ؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛شجرى احالي 186 مخ او روض التفسير 1\93-94 مخونه وايي: اسناد يې حسن او ښه دي او دلته له « ابوامامه» مطلب «صدى بن عجلان دى .

 

[26] . حاكم مستدرك الصحين 4\398 مخ؛طبراني معجم الكبير، 55 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 619 او 621 ګڼې احاديث؛ ابن سعد طبقات 267 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11 مخ؛ذهبي سيرالنبلاء 3\194-195 مخونه؛خوارزمي مقتل 1\158-159 مخونه؛محب طبري د ذخائر العقبى لنډيز 16\266 مخ؛ ابن كثير تاريخ 6\230 مخ؛متقي هندي كنزالعمال )16\226 مخ.

[27] . طبراني معجم الكبير، 124 مخ، 54 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ابن سعد 268 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\158 مخ؛متقي هندي، كنزالعمال 6\226 مخ دا روايت په بل عبارت «ابن ابى شيبه هم په خپل مصنف كې راوړى دى .

[28] . طبراني معجم، 125 مخ 53 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\188-189 مخونه؛كنزالعمال )16\265 مخ؛ذخائر العقبى 147 مخ؛حافظ جمال الدين زرندي، نظم الدار، 215 مخ .

[29] . ابن عساكر تاريخ، 626 ګڼه حديث؛ذخائر العقبى 147 مخ؛ الفصول المهمة، 154 مخ؛ ابن جوزي تذكره خواص الامة 142 مخ، له امام حسين څخه روايت دى؛ شجري، امالي، 163، 166 او 181 مخونه .

 

[30] . امام احمد بن حنبل فضايل، فضايل الحسن و الحسين، 44 ګڼه حديث؛ ابن سعد 272 حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 624 ګڼه حديث؛ ذخائر العبقى 147 ؛ په «لعقد الفريد فى الخلفاء و تواريفهم كتاب كې يې د «ام سلمې بي بي تر سنده روايت كړى دى .

[31] . ابن عساكر تاريخ، 623 مخ؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ ؛متقي هندي، كنزالعمال 23\112 مخ؛ الروض النضير 1\93 مخ .

[32] . ابن سعد طبقات، 269 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 627 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرحه؛خوارزمي مقتل 1\159 مخ؛مجمع الزوايد 9\187-188 مخونه؛ كنز العمال؛13\117 مخ؛الصواعق المعرقة 115 مخ؛ خصايص السيوطي 2\125 او 126 مخونه؛جوهرة اكلاح 117 مخ؛الشجري امالي، 177 مخ .

او د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې : شيخ طوسي، امالي 1\325 مخ.

 

[33] . طبراني معجم، 48 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ماوردي، اعلام النبوة، 83 مخ؛ شجري امالي 166 مخ .

[34] . ابن سعد طبقات، 270 ګڼه حديث، د امام حسين دحالاتو شرحه؛ ابن عساكر تاريخ 628 ګڼه حديث .

[35] . ابن عساكر تاريخ، 628 ګڼه حديث؛طبراني معجم، 49 ګڼه حديث؛ كنزالعمال 13\113 مخ ؛ ابن كير تاريخ 8\199 مخ .

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې: مشير الاخزان، 8 مخ، د دې حديث راوي «عبدالله بن سعيد ابوهند فزاري مدني 147 س مړ د خلفاوو د ښوونځي د صحاحو د كتابونو له رجالو څخه دى .

[36] . امام احمد مسند 6\294 مخ؛ امام احمد فضائل 10 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 625 ګڼه حديث؛ ذهبي په تاريخ الاسلام كې وايي: د دې حديث اسناد سم دى؛ ذهبي، سير النبا3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ كنزالعمال 13\111 مخ؛ الصواعق المحرقه 115 مخ؛ الروض التفسير 1\94 مخ؛شجري امالي، 184 مخ .

 

 

[37] . طبراني معجم، 140 مخ، 95 ګڼه حديث؛ خوارزمي 160-161 مخونه؛ كنزالعمال 13\113 مخ؛شجري امالي، 169 مخ؛مجمع الزوايد 9\189-190 مخونه.

[38] . ابن عساكر تاريخ، 632 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11مخ؛ ابن كثير 8\200 مخ.

 

[39] . خوارزمي مقتل 1\160 مخ .

[40] . ابن عساكر تاريخ 684 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\342؛شجري امالي 160 مخ .

[41] . كامل الزيارات، 22 باب: «قول رسول الله: ان الحسين تقتله امته من بعد: 68-171 مخونه.

 

 

[42] . طبراني معجم، 57 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\191 مخ؛ بلاذري النساب الاشراف، 38 مخ د مجاهد له خولې لنډيز..

[43] . ذهبي تاريخ الاسلام )3\11 مخ؛ذهبي سير النبلاء؛3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\190 مخ؛ كنزالعمال )16\279 مخ .

او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې كامل الزيارات، 72 مخ.

 

 

[44] . خوارزمي مقتل 1\162 مخ .

[45] . نصر بن مزاحم، صفين كتاب، 142 مخ؛ ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح 1\278 مخ .

[46] . ذخائر العقبى 7\97 مخ؛ابونعيم دلائل النبوة؛3\211 مخ؛ابن جوزي تذكره خواص الامة، 142 مخ، چې په كې راغلي: «دا د هغه ستر نارينه شهادتځى دى، بيا يې ژړا زياته شوه .

[47] . اسد الغابه 4\164 مخ: د حالاتو په شرح كې يې وايي: «عرفه ازدى، وايي، له پيغمبر (ص) سره يې خبرې كړي او له كوفيانو ځنې دى ابو صادق ترې روايت كړى او ويلي يې دي: د رسول الله له اصحابو كرامو او د “صفې” له اصحابو ځنې و او هماغه دى، چې پيغمبر ورته دعا وكړه، چې پر كسب وكار دې بركت شي او…»

[48] . مجمع الزوايد 9\191 مخ .

[49] . امام احمد حنبل مسند1\85 مخ او په لمنليك كې يې وايي: د دې روايت اسناد سم دي؛ طبراني معجم، 45 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 611 او 612 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10 ابن جوزى تذكرة خواص الامة 142 مخ په بل عبارت خوارزمي مقتل 1\170 مخ؛ الصواعق المحرقة 115 مخ؛ ذخائر القبى 148 مخ؛ الخصائص الكبرى 2\126 مخ؛شجري امالي، 150 مخ او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په سرچينو كې: مشير الاخزان 9 مخ .

 

[50] . د ابن كثير تاريخ او الروض النضير په احاديثو كې همدغسې دى.

[51] . ابن سعد طبقات،173 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ 614 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10 مخ؛ذهبي سير النبلا 3\194 مخ؛ابن حوزي تذكره خواص الامه، 142 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ .

 

[52] . ابن عساكر تاريخ، 638 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ .

[53] . د طبراني معجم …. ګڼه حديث.

 

[54] . خوارزمي مقتل 1\165-166 مخونه .

[55] . ابن سعد طبقات 276 مخ؛ ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\165 مخ .

[56] . نصر بن مزاحم، وقعه حفين 140-141 مخونه؛ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه او په 638 ګڼه كې يې نچوړ دى .

[57] . ابن عساكر تاريخ، 677 ګڼه حديث؛شجري امالي 184 مخ. داهل البيتو په كتابونو كې: صدوق، امالي، 136 مخ، د 1394 س د تهران اسلاميه چاپ.

[58] . ابن سعد طبقات، 275 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح؛ ابن عساكر تاريخ، 675 ګڼه حديث او په تهذيب كې يې 4\337-338 مخونه؛طبراني معجم، 60 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\161 مخ؛كنزالعمال )16\265 مخ؛ مجمع الزوائد 9\190-191 مخونه .

[59] . كامل الزيارات، باب: 23، 71-72 مخونه .

 

[60] . رازي الجرح والتعديل 1\287 مخ د «انس بن حارث” د حالاتو شرح؛ بخاري، تاريخ كبير 1\30 مخ 1583 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 680 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\338 مخ؛الاستيعاب 1\123 مخ؛الاصابه1\159-160 مخونه؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛ الروض التفسر 1\93 مخ .

 

[61] . مشير الاخزان 46-47 مخونه .

[62] . ابن سعد طبقات، 280 مخ؛ ابن عساكر تاريخ، 666 ګڼه حديث. ؛لكه له ميثم څخه په امالي 112 مخ كې د شيخ صدوق روايت ،د نجف په چاپ كې او د تهران په چاپ كې يې 126 او 727 مخونه؛شيخ طوسي امالي 1\323-324 مخونه؛ مثير الاخزان 9-13 مخونه .

 

[63] . طبري تاريخ )6\188 مخ( باب: د يزيد بن معاويه خلافت.

[64] . ابن اثير، الكامل )4\160مخ اروپا چاپ: مروان او اولادونو ته يې د رټنې لپاره «بنو الزقاء» د زرقا بچي- ويل، ځكه زرقاء د موهب لور د مروان بن حكم نيا يوه بد چارې بدلمنه ښځه ده، چې پركور يې د بدچاريو د بلنې لپاره جنډه هم درولې وه.

[65] . طبري تاريخ )6\190مخ .

[66] . ابن طاووس حسيني 614 س مړ اللهوف فى قتلى الطفوف، 9-10 مخونه د بيروت چاپ ؛ ابن اعثم فتوح 5\10 مخ ؛خوارزمې 1\180-185 مخونه.

[67] . طبري تاريخ 6\190-190 مخ

[68] . مثيرالاخزان 14-15 مخونه ؛ لهوف 9-10 مخونه او همدا راز وګورئ: ابن اعثم فتوح ؛ خوارزمي مقتل

[69] . خورزمي مقتل 1\186 مخ

[70] . ابن اعثم فتوح 5\29 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\187 مخ.

 

[71] . لهوف، 11 مخ

[72] . لهوف، 11 مخ

[73] . د اجتهاد په بحث كې يې شرح تېره شوه

[74] . شيخ مفيد، ارشاد، 183 مخ

[75] . د قوم اړوونكيو د امام حسين خبرو كې په دې جمله د نيكه او پلار علي بن طالب سيرت پسې دا جمله او د راشدينو خلفاوو رضى الله عنهم سيرت ور زياته كړې! حال دا چې د «راشدينو خلفاوو» اصطلاح د امويانو تر خلافت وروسته جوړه كړاى شوې او په مخكېنيو نصوصو كې موندل شوى نه ده او له «راشدينو خلفاوو” مراد هم هغوى دي، چې تر رسول اكرم وروسته پرله پسې واكمن شوي، چې يو يې حضرت علي ك دى او پر امام د «راشدين»عطف سم نه دى. دا ټول را ښيي چې دا جمله د امام حسين پر خبرې ور زياته كړاى شوې ده.

 

[76] . ابن اعثم فتوح 5\34 مخ ؛ خوارزمى مقتل 1\188 مخ

 

[77] . (قصص/۲۱)

[78] . طبري تاريخ 6\190 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 184 مخ

[79] . طبري تاريخ 6\190 مخ

 

[80] .پورته سرچينه 6\196-197 مخونه

[81] .پورته سرچينه .

[82] .هماغه سرچينه .

[83] .پورته سرچينه 6\197 مخ ؛ انساب الاشراف: 157-158 مخونه

[84] .پورته سرچينه 6\221 مخ ؛ مثير الاخزان، 16 مخ.

[85] .پورته سرچينه .

[86] .پورته سرچينه مثير الاخزان 21 مخ ؛ لهوف، 10 مخ

[87] .پورته سرچينه .

[88] . ابن عساكر تاريخ، 649 ګڼه حديث

[89] . طبري تاريخ، 6\198-200 مخونه

[90] . طبري تاريخ 6\199-215 مخونه ؛ شيخ مفيد 99-200 مخونه.

[91] . طبري تاريخ 6\216 مخ.

[92] .پورته سرچينه؛؛ ابن كثير الكامل 4\16مخ

[93] . دا جمله : «تېرى به راباندې وكړي» په دې سرچينو كې راغلې: ابن سعد طبقات 278 حديث ؛ ابن عساكر تاريخ 664 حديث ؛ ابن كثير 8\166 مخ.

[94] . ابن عساكر تاريخ، 648 ګڼه حديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\166 مخ.

[95] . شيخ مفيد ارشاد، 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\16 مخ .

 

[96] . طبري تاريخ 6\216-217 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 4\16 مخ ؛ اخبار الطول 244 مخ

[97] . ابن عساكر تاريخ، 642- 644 ګڼې احاديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذخائر العقبى 151 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\219 مخ .

[98] . طبراني معجم، 93 ګڼه حديث ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ

[99] . كامل الزياره، 75 مخ، باب: 75 په لهوف كې له كليني روايتوي چې: دا ليك يې هغه مهال ورته وكښه، چې له مكې وتلى و او عبارت يې دادى: «چې هر يو راسره يوځاى شئ، نو شهيدېږئ او چې څوك پاتې شي، بريانه مومي. لهوف، 25 مخ ؛ مثير الاخزان 27 مخ»

 

[100] . ابن عساكر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[101] . لهوف: 24-25 مخونه

[102] . طبري تاريخ 6\211 مخ

[103] . طبري تاريخ 6\217-218 مخونه ؛ ابن الثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تايخ 8\166 مخ ؛ انساب الاشراف 164 مخ.

[104] . (يونس/۴۱)

[105] . طبري تاريخ 6\219-220 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 او لنډيز يې په 163 مخ كې ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 202 مخ .

[106] . د طبري، ابن اثير او ابن كثير په تاريخونو كې د مخكښې روايت پاتې برخه

[107] . ابن عساكر تاريخ، 653 حديث وروسته. په تقريب التهذيب 2\607 مخ كې وايي: عمره بنت عبدالرحمن له عايشې بي بي ډېر احاديث روايت كړي او ډاډمنه ده. د سلم هجري كال وړاندې مړه شوې ده.

[108] . ابن عساكر تاريخ، 645 او 646 ګڼې احاديث او د تاريخ تهذيب يې 4\329 مخ چې لنډيز يې مو راوړى دى ؛ انساب الاشراف 163 مخ، 21 ګڼه حديث.

[109] . ابن اعثم فتوح 5\42-43 مخونه ؛ خوارزمي 1\192-193 مخونه ؛ مثير الاخزان، 29 مخ ؛ لهوف 13 مخ.

[110] .پورته سرچينه؛ لهوف 23 مخ.

[111] . ابن عساكر تاريخ، 657 ګڼه حديث ؛ تهذيب يې 4\332 مخ ؛ طبراني معجم، 80 حديث ؛ انساب الاشراف 160 مخ، 180 حديث د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\344 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ.

[112] . علامه سيد مرتضى عسکرى، عبدالله بن سبا لومړى ټوك د زياد د استلحقاق برخه.

[113] . ابن عساكر تاريخ 653 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[114] . طبري تاريخ 6\218 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\16 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 مخ انساب الاشراف 165-166 مخونه

[115] . معجم البلدان: ماده: خبر

[116] . طبري تاريخ 6\223-224 مخونه ؛ دنيوري اخبار الطول 245 مخ؛ انساب الاشراف 166 مخ.

[117] . په تقريب التهذيب 1\45 مخ كې وايي: عبدالله بن مطيع بن اسود عدوى مدني. پېغمبرص يې يو ځل ليدلى او «صره» ورسره ووژل شو. احاديث يې بخاري او مسلم روايت كړي دي.

 

[118] . (توبه/۵۰)

[119] . طبري تاريخ 6\224مخ ؛ مفيدارث 203 مخ ؛ انساب الاشرف 100 مخ.

 

[120] . طبري تاريخ 6\218-219 مخونه

[121] . بلاذري، انساب الاشراف 165-168 مخونه، ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ وايي: زهير د حضرت عثمان پلوى و.

[122] . دنيوري اخبار الطوال 246-247 مخونه ؛ انساب الاشراف 168 مخ.

[123] . ابن اثير تاريخ 4\17 مخ.

[124] . طبري تاريخ 6\224-225 مخونه. تېر سليمان په روايت كې سليمان بن ربيعه باهلي دى، چې حضرت عثمان رض د آذربايجان د «آران” جګړې ته لېږلى و او دريمې يې په سولې او جګړې فتح كړې او د بلنجر د سنيد شاته ووژل شو. په اسد الغابه 2\225 مخ كې يې حالاتو شرح راغلې ده ؛ فتوح البلدان 240- 242 مخونه.

 

[125] . طبري تاريخ 6\225 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\171 مخ ؛ دنيوري اخبار الطوال 247 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168 مخ.

[126] . ذهبي تاريخ الاسلام 2\270 او 344 مخونه ؛ دنيوري الطوال 248 مخ.

 

[127] . طبري تاريخ 6\226 مخ ؛ انساب الاشراف 168 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168-171 مخ ؛ ابن اثير 3\17-18 مخونه.

[128] . اخبار الطوال، 248 مخ.

[129] . شيخ مفيد، ارشاد 206 مخ. د امام حسين داخبره نورو هم راوړې خو ځاى يې ښوولى نه دى لكه طبري تاريخ 6\223 مخ ابن اثير 3\16 مخ او ابن كثير تاريخ 6\169 مخ او د دې وروستيو دوو په عباراتو كې راغلي: «داسې چې تر هغې ټوټې خورا ټيټ او بې ارزښته وي، چې ښځې يې د مياشتيني عادت پر مهال كاروي» او هم د ابن سعد په طبقاتو كې 268 حديث.

[130] . ابن عساكر تاريخ، 665 ګڼه حديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\345 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\169 مخ.

[131] . شيخ مفيد ارث 236 مخ ؛ اعلام الورى 218 مخ.

[132] . طبري تاريخ 6\227 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\21 مخونه ؛ ابن كثير 8\172-174 مخونه ؛ دينوري اخبار الطوال 248-253 مخونه ؛ بلاذري انساب الاشراف 169-176 مخونه ؛ شيخ مفيد ارشاد 205-210 مخونه ؛ اعلام الورى 229-231 مخونه. موږ په لنډو د طبري عبارت غوره كړ.

 

[133] . بلا ذري انساب الاشراف 205 مخ د امام حسين د حالاتو شرح وايي: عقبة بن سمعان د امام حسين د لور د سكينې د مور رباب خادم و.

[134] . دوې برخې سر چينې، تېرې سر چينې دي، چې «هر سره د امام د مخامېدو» د څېر كي په لومړيو كې مو راوړي: طبري، ابن اثير او ابن كثير تاريخونه او…

[135] . دينوري، اخبار الطوال 252-253 مخونه ؛ تاريخ الخميس 2\297 مخ ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

 

[136] . اخبار الطوال 252- 253 مخونه.

[137] . دا روايت مو له سبط بن جوزي تذكره خواص الامه 142 مخ څخه راوړى.

 

[138] . طبراني معجم، 46 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح ؛ كنزالعمال 260-266 مخونه ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[139] . اخبار الطوال، 253 مخ ؛ طبري تاريخ 6\232 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\174 مخ ؛ انساب الاشراف 176 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 210 مخ.

[140] . كامل الزيارت، باب: 23، مخ: 75

حسن بصري تر امام حسين وروسته دا جمله كارولې او لكه چې څرګندېږي كټ مټ دا غونډله يې عمر بن عبدالعزيز ته كښلې ده. وګورئ: اغاني، د ساسي چاپ 8\105 مخ.

 

[141] . طبري تاريخ 6\232-270 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 19-38 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 8\172-198 مخونه ؛ اخبار الطوال 253-261 مخونه ؛ انساب الاشراف 176-227 مخونه، چې سياق يې د طبري له سياق سره يو رنګ نه دى ؛ شيخ مفيد ارشاد 210-236 مخونه ؛ اعلام الورى 231-250 مخونه.

 

[142] . مثير الاحزان 36-37 مخونه ؛ الهوف، 33 مخ.

[143] . انساب الاشراف، 33 حديث،د امام حسين د حالاتو شرح

 

[144] . ام البنين د امير المؤمنين علي ك مېرمن وه، چې عباس، عبدالله، جعفر او عثمان بن علي يې زامن وو.

 

[145] . مسعودي، مروج الذهب (٣/٦٨مخ)؛ ابن کثير، تاريخ (٨/٢١٩ مخ)؛ التنبيه والاشراف، ٢٦٤ مخ.

 

[146] . طبري تاريخ (٢/٣٩٧ – ٣٩٦ مخونه) د اروپا چاپ او د مصر چاپ (٥/٢٧٥ – ٢٧٤ مخونه)

 

[147] . همدې عبارت ته نژدې په اغاني (١/٣٣مخ) کې هم راغلى دى.

[148] . طبري تاريخ (٨/٢ – ٥ مخونه) د ٦٢ کال پېښې. د عبارت متن د ابن اثير له تاريخه (٤/٤٠ – ٤٢ مخونه) غوره کړاى شوى دى .

 

[149] . طبري تاريخ (٧/٣ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٠ – ٤١ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢١٦ مخ)؛عقد الفريد (٤/٣٨٨ مخ) .

 

[150] . ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ مخ)

[151] . د يعقوبي تاريخ ٢/٢٥٠مخ

[152] . اغاني (١/٣٥ – ٣٤ مخونه)

[153] . اغاني (١/٣٦ مخ)

[154] . شجري امالى، ١٦٤ مخ.

[155] . طبري تاريخ (٧/٥ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٤ – ٤٥ مخونه)؛اغاني (١/٣٥ – ٣٦ مخونه).

 

[156].مسعودي، التنبيه والاشراف ٢٦٣ مخ؛مسعودى مروج الزهب (٣/٦٨ – ٦٩ مخونه)؛الاخبار الطوال ٢٦٥ مخ؛طبري تاريخ (٨/٦ مخ)؛ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٥ مخ).

 

[157] .التنبيه والاشراف ،٢٦٤ مخ ؛اخبار الطوال ،٢٦٤ مخ .

[158] . د ذهبي تاريخ الاسلام،دويم ټوک، ٣٥٦-٣٥٧ مخونه .

[159] .طبري تاريخ،اووم ټوک،١١ مخ ؛د ابن اثير تاريخ،درېيم ټوک،٤٧ مخ؛د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٢٠ مخ .

[160] . يعقوبي تاريخ (٢/٣٦١ مخ)

[161] . ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ)

[162] .هماغه سرچينه

[163] . د سيوطي د الخلفاء تاريخ،٢٠٩ مخ؛تاريخ الخميس،دويم ټوک،٣٠٢ مخ .

[164] . د دينوري اخبار الطوال ،٢٦٩ مخ؛د ذهبي تاريخ الاسلام ،دويم ټوک،٣٥٧ مخ .

[165] .طبري تاريخ ،اووم ټوک،١٣ مخ .

[166] . د مسعودي مروج الذهب،درېم ټوک،٧١ مخ؛ التنبيه والاشراف،٢٦٤ مخ .

[167] .د ابن سعد طبقات،پينځم ټوک،٢١٥ مخ .

[168] . د طبري تاريخ،اووم ټوک،١١-٢١ مخونه او د اروپا په چاپ کې دويم ټوک،٤٢١ مخ او همداراز وګورئ : فتوح ابن اعثم، پينځم ټوک،٣٠٠ مخ .

[169] .د دينوري اخبار الطوال ،٢٦٥ مخ .

[170] . د طبري تاريخ،اووم ټوک،١١-١٢ مخونه .

[171] . عقد الفريد،څلورم ټوک،٣٩٠ مخ .

[172] . د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،٢٢٤ مخ؛ اخبار الطوال ،٢٦٧ مخ .

[173] . طبري تاريخ (٧/١٤ مخ)؛ ابن اثير تاريخ (٣/٤٩ مخ).

[174] . ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[175] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ مخ).

[176] . ابن اعثم، فتوح (٥/٣٠١ مخ).

 

[177] . مروج الزهب (٣/٧١ – ٧٢ مخونه).

[178] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ – ٢٥٢ مخونه).

[179] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٣ مخ) سيوطي تاريخ، ٩ مخ.

 

[180] . طبري تاريخ (٧/١٤ – ١٥ مخونه) ابن اثير تاريخ (٤/٤٩ مخ) ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[181] . طبري تاريخ (٧/١١٦ – ١١٧ مخونه).

[182] . ابن اثير تاريخ (٣/١٣٥ مخ).

[183] . دينوري، اخبار الطوال، ٣١٤ مخ.

[184] . مروج الزهب (٣/١١٣ مخ).

[185] . ابن اثير تاريخ (٤/١٣٦ مخ).

[186] . ذهبي تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[187] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

 

[188] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٥ مخ).

[189] . تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[190] . طبري تاريخ، د اروپا چاپ (٢/٨٨٤ – ٨٨٥ مخونه) ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

[191]. طبري تاريخ (٧/٢٠٢ مخ)، د ٧٣ س پېښې.

[192] . ابن اعثم، فتوح (٦/٢٧٥ – ٢٧٦ مخونه).

 

[193] . طبري تاريخ (٨/٢٠٢ – ٢٠٥ مخونه).

[194] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٣٢ مخ) ابن اعثم فتوح (٦/٢٧٩ مخ).

[195] . ذهبي، تاريخ الاسلام ٠٣/١١٥ مخ).

[196] . طبري تاريخ (٧/٢٠٦ مخ)، د ٧٤ س پېښې.

[197] . د مختار د پاڅون په باب مو هم په همدې کتاب کې په بېل څپرکي کې رڼا اچولې ده

[198] . په طبري، ابن اثير او ابن کثير تاريخونو کې د ٦٥، ٦٦، ٦٧، ١٢١، ١٢٢ او ١٢٥ کالونو پېښې ولولئ.

[199] . يعقوبي تاريخ (٢/٣٤٥ او ٣٥٢ او ٣٥٣ مخونه) ابن اثير تاريخ (٥/١٤٤ او ١٤٨ مخونه) د ١٤٠ س پېښې مروج الزهب (٣/٢٨٦ مخ).

 

[200] . ذهبي، تاريخ الاسلام (٣/١٨-١٩ مخونه)

[201] . (شوری/۲۳)

[202] . ( احزاب/۳۳)

[203] . د همدې آيتونو په تفسير کې د طبري، زمخشري او سيوطى تفاسير وگورئ او هم: حاکم، مستدرک الصحيحين (٣/١٧٢ مخ)؛ ذخائرالعقبى ١٣٨ مخ؛ اسدالغابه (٥/٣٦٧ مخ)؛حلية الاولياء (٣/٢٠١ مخ)؛مجمع الزوايد (٧/١٠٣ مخ) او (٩/١٤٦ مخ).

[204] . صحيح مسلم، باب فضائل علي (ک)، د فضائل الصحابه له کتابه؛ ترمذي سنن؛ مستدرک الصحيحين (٣/١٥٠ مخ)؛ امام احمد مسند (١/١٨٥ مخ)؛بيهقي سنن (٧/٦٣ مخ)؛طبري او سيوطي تفاسير د آيت پر تفسير لاندې؛واحدي اسباب النزول ٧٤ او ٧٥ مخونه .

[205] . د آيت په تفسير کې وگورئ: د زمخشرى د کشاف او د فخر رازي کبير تفاسير او هم د شبلنجي نور الابصار، ١٠٠ مخ.

[206] . بيهقي سنن (٢/٣٧٩ مخ)؛ دارقطني سنن ١٣٦ مخ.

[207] . صحيح بخاري، کتاب الدعوات، باب الصلاة على النبي اوکتاب التفسير باب تفسير قوله تعالى: “ان الله و ملائکته يصلون على النبي ……..”؛ صحيح مسلم، کتاب الصلاة، باب الادب المفرد، ٩٣ مخ؛د نسايي، ابن ماجه او ترمذي سنن؛ بيهقي سنن (٢/١٤٧ او ٢٧٩ مخونه)؛دار قطي سنن ١٣٥ مخ؛ شافعي مسند، ٢٣ مخ؛ مستدرک الصحيحين (١/٢٦٩ مخ)؛ طبري تفسير د آيت پر تفسير لاندې.

[208] . ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ ابن ماجه سنن، سريزه يې؛مستدرک الصحيحين (١/١٤٩)؛ امام احمد مسند (٢/٤٤٢ مخ)؛ اسدالغابه (٣/١١مخ) او (٥/٥٢٣ مخ)؛ مجمعالزوايد (٩/١٦٩ مخ)؛ بغداد تاريخ (٨/١٣٦ مخ)؛ رياض النضره (٢/١٩٩ مخ)؛ ذخاير العقبى، ٢٣ مخ .

 

[209] . ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ ابن ماجه سنن، سريزه يې؛ مستدرک الصحيحين (١/١٤٩)؛ امام احمد مسند (٢/٤٤٢ مخ)؛ اسدالغابه (٣/١١مخ) او (٥/٥٢٣ مخ)؛ مجمعالزوايد (٩/١٦٩ مخ)؛ بغداد تاريخ (٨/١٣٦ مخ)؛ رياض النضره (٢/١٩٩ مخ)؛ ذخاير العقبى، ٢٣ مخ .

[210] . امام احمد مسند (١/٧٧مخ)؛ ترمذي سنن، کتاب المناقب؛ بغداد تاريخ (٣/٢٨٧ مخ)؛ تهذيب التهذيب (١٠/٤٣٠ مخ).

[211] . صحيح بخاري، باب مناقب الحسن و الحسين، کتاب بدء الخلق اوباب رحمة الولد و تقبيله؛ بخاري، الاباب المفرد، ١٤ مخ؛ امام احمد مسند (٢/٨٥،٩٣،١١٤ او ١٥٣ مخونه)؛ طيالسي مسند (٨/١٦٠ مخ)

[212] . هيشمي مجمع الزوايد (٩/١٨٤ مخ) ذخائر العقبى ١٣٠ مخ کنزالعمال، دويم چاپ (١٣/١٠٣ او ١٠٤ مخونه).

[213] . ترمذي سنن، کتاب المناقب نسايي خصايص، ٢٢٠ مخ کنزالعمال (١٣/٩٩ مخ).

[214] . ابن ماجه سنن، فضايل حسن او حسين امام احمد مسند (٢/٢٨٨،٤٤٠،٥٣١ مخونه) او (٥/٣٩٦ مخ) بغداد تاريخ (١/١٤١ مخ) کنوز الحقايق، ١٣٤ مخ طيالسي مسند (١٠/٣٢٧ او ٣٣٢ مخونه) مجمع الزوايد (٩/١٨٠،١٨١ او ١٨٥ مخونه) بيهقى سنن (٢/٢٦٣ مخونه) او (٤/٢٨ مخ) حلية الاولياء (٨/٣٠٥ مخ) مستدرک الصحيحين (٣/١٦٦ او ١٧١ مخونه).

[215] . مستدرک الصحيحين (٣/١٦٤ مخ) بغداد تاريخ (١١/٢٨٥ مخ) مجمع الزوايد (٩/١٧٢ مخ) ذخائرالعقبى ١٢١ مخ کنز العمال (٦/٢٢٦ او ٢٢٠ مخونه).

[216] . مستدرک الصحيحين (٣/١٦٣،١٦٥ او ٦٢٦ مخونه) امام احمد مسند (٢/٥١٣ او ٤٩٣ مخونه) او (٥/٥١ مخ) بيهقى سنن (٢/٢٦٣ مخ) مجمع الزوايد (٩/٢٧٥ او ١٨١ او ١٨٢ مخونه) ذخائر العقبى ١٣٢ مخ اسدالغابه (٢/٣٨٩ مخ) رياض النضره ، ١٣٢ مخ.

[217] . امام احمد مسند (٤/٣٨٩) او (٥/٣٥٤ مخ) حاکم مستدرک (١/٢٨٧) او (٤/١٨٩ مخ) بيهقي سنن (٣/٢١٨) او (٦/١٦٥ مخ) ابن ماجه سنن،باب بس الاحمر للرجال نسايي سنن، باب صلاة الجمعه و العيدين ترمذي سنن، کتاب المناقب .

[218] . واحدي، اسباب النزول، ٣٣١ مخ اسد الغابه (٥/٥٣٥ مخ) رياض النضره (٢/٢٢٧ مخ) شبلنجني نورالابصار او د سيوطي په تفسير کې د آيت په تفسير کې.

[219] . د همدې کتاب دا څپرکۍ وگورئ: دامام حسين د شهادت وړاندوينه.

[220] . نهج البلاغه، ٢٠٥ خطبه

 

 

[221] . وگورئ: د همدې کتاب دويم ټوک:”د نبوي سنتو له اړونې د علي (ک) شکايت”

[222] . هغه ميندې چې له خپلو مولاوو څخه يې اولاد راوړې وي او په شرع کې په مړوښې ښځې شمېرل کېږي.

[223] . دا ځانگړنې د مدينې مشرانو ورکړي، چې يزيد ته تللي وو او له نژدې يې کتلى و، سره له دې چې يزيد دوى ته انعام ورکړى او عزت يې کړى و!

 

[224] . لعبت هاشم بالملک فلا خبر جاء و لاوحى نزل. ددې خبرې اسناد ددې کتاب په مخکې برخو کې راغلي دي.

[225] . طبري تاريخ (٦/١٩١ مخ)

[226] . ددې رواياتو سرچينې مخکې راغلي دي.

[227] . (نساء/۱۶۵)

[228] . د ابوسفيان، هندې او حضرت معاويه په باب د پوره معلوماتو لپاره وگورئ: “نقش ام المومنین عايشه در تاريخ اسلام” : له حضرت معاويه سره برخه .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست