تبلیغات

حضرت علي د ام المؤمنين عايشې (رض) په كلام كې ٭ هشام بن عروه له خپل پلاره روايت كوي،چې حضرت عايشې بي بي وويل:رسول الله وويل:(( د علي ياد عبادت دى. [1])) ٭ له حضرت عايشې بي بي روايت دى :رسول الله (ص) راووت او تور څادر يې اغوستې و؛امام حسن راغى او هغه يې […]

حضرت علي د ام المؤمنين عايشې (رض) په كلام كې

٭ هشام بن عروه له خپل پلاره روايت كوي،چې حضرت عايشې بي بي وويل:رسول الله وويل:(( د علي ياد عبادت دى. [1]))

٭ له حضرت عايشې بي بي روايت دى :رسول الله (ص) راووت او تور څادر يې اغوستې و؛امام حسن راغى او هغه يې تر څادر لاندې كړ، بيا امام حسين راغى او هغه يې هم تر پټو لاندې كړ، بيا فاطمه بي بي او حضرت علي راغلل چې هغه دواړه هم تر څادر لاندې راننووتل، بيا د څښتن استازي وويل :

(( انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت . [2]))

٭ حضرت عايشې وويل: (( څښتن دې حضرت علي وبښي! په رښتيا چې پر حقه و.[3]))

٭ جميع بن عمير وايي: عايشې بي بي كره ولاړم او ورته مې وويل:پر پېغمبر اکرم څوك ډېر ګران دى؟ و يې ويل: په سړيو كې علي او په ښځو كې فاطمه[4].

٭ شريح بن هاني له خپل پلاره روايت كوي، چې عايشې بي بي وويل : علي پر رسول الله ډېر ګران و[5].

٭ عطا وايي:له حضرت عايشې مې د علي په هکله وپوښتل. را ته يې وويل:علي تر ټولو غوره انسان دى؛خو يواځې كافر په دې كې شك كوي[6].

٭ حضرت جعفر بن برقان وايي:خبر شوم چې حضرت عايشې وويل: غونډې او ناستې مو د علي پر ياد ښايسته كړئ .

عايشه بي بي په مرفوع حديث سره (له پېغمبر اکرم نه) روايت كوي:څوك چې په علي پسې راپاڅي؛نو كافر دى او ځاى يې په دوزخ كې دى.(حضرت عايشې چې دا حديث ووايه)؛ ورته وويل شول:که داسې وي؛نو ته ولې په علي پسې راپاڅېدلې وې؟ ويې ويل: په “جمل” كې مې دا حديث له ياده وتلى و؛نو په بصره كې مې چې را ياد شو؛نو توبه مې وويسته[7].

٭ عطابن ابي رباح له حضرت عايشې روايت كوي: په تاسو كې د رسول الله (ص) پر سنتو تر ټولو پوه حضرت علي بن ابيطالب دى[8].

٭ له حضرت عطا روايت دى:حضرت عايشې وويل:د رسول الله (ص) د اصحابو عالم صحابي، حضرت علي بن ابيطالب دى[9] .

٭ له حضرت عايشې روايت دى:پېغمبر اکرم د ځنكدن پر وخت وويل: حبيب مې راوغواړئ؛نو حضرت ابوبكر مو رواغوښت. پاک نبي(ص) ورته وكتل او سر يې واړو او و يې ويل:حبيب مې راوغواړئ؛نوحضرت عمر مو راوغوښتت . د خداى استازي (ص) چې ورته وكتل؛نو سر يې واړو او ويې ويل: حبيب مې راوغواړئ ؛نو و مې ويل:پر څښتن قسم چه همغه غواړي . بيا يې حضرت علي راوغوښت او چې راغى،د رسول الله (ص) پر ځان څادر اچولى و چې هغه يې لرې كړ؛نو حضرت علي يې هم له ځان سره په همغه څادر كې ننه ايست او له ځانه يې بېل نه کړ،تر دې چې لدې دنيا ولاړ او لاس يې د حضرت علي پر بدن و[10].

٭ بي بي عايشه وايي: رسول الله مې وليد،چې علي يې ښكلاوه او و يي ويل:(( پلار مې دې له يواځې شهيده ځار شي، پلار مې دې له يواځې شهيده ځار شي . [11]))

[1] وګورئ :1 _ ابن مغازلي؛ مناقب،206مخ،243 حديث، لومړى چاپ . 2 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، 2ټوك، 408مخ، 914حديث . 3 _ ابن كثير، البدايه والنهايه، 7ټوك، 358مخ . 4 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء، 172مخ . 5 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، باب مناقب السبعون، 281مخ، 46حديث او همداسې 312مخ . 6 _ متقي هندي ، كنزالعمال، 11ټوك، 601مخ.

[2] وګورئ : زمخشري، دكشاف تفسير، لومړى ټوك، په 369مخ كې د آل عمران د 61آيت تر تفسير لاندې .

[3] وګورئ :ابن كثير؛ البدايه والنهايه: 7ټوك، 305مخ، 14حديث.

[4] وګورئ : 1 _ حاكم، المستدرك، 3ټوك، 154 او 157مخونه. 2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، 55باب، 202 او 241مخونه . 3 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، 2ټوك، 167مخ . 4 _ ابن كثير، البدايه والنهايه، 7ټوك، 355مخ.

[5] وګورئ :ابن عساكر؛شرح حال امام علي من تاريخ دمشق: 2ټوك، 162مخ، 648حديث، (د محمودي شرح).

[6] وګورئ : 1 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 293مخ . 2 _ ابن عساكر؛ شرح حال امام علي من تاريخ دمشق: 2ټوك، 448مخ، 972حديث.

[7] وګورئ :١_ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، باب موده الثالثه، 294مخ.

[8] 1 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء، 171مخ.2 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة، 3فصل، 343مخ.3 _ ابن عبدالبر، استيعاب، 3ټوك، 1104مخ، 1855حديث . 4 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، 3ټوك، 48مخ، 1079حديث . 5 _ بلاذري ، انساب الاشراف، 2ټوك، 124مخ، 86حدث، لومړى چاپ.

[9] وګورئ :١_ “بوستان معرفت” 658مخ چې له حسكاني (د شواهد التنزيل كتاب لومړى برخه،35مخ، 40حديث) يې راخستى دى.

[10] وګورئ : 1 _ ابن كثير؛البدايه والنهايه: 7ټوك، 360مخ . 2 _ ابن عساكر؛ شرح حال امام علي من تاريخ دمشق: 3ټوك، 14مخ، 1027حديث. 3 _ حاكم، المستدرك؛ 3ټوك، 138 او 139حديثونه . 4 _ ذهبي، ميزان الاعتدال؛ 2ټوك، 482مخ، 4530 ګڼه . 5 _ سيوطي ، اللئالي المصنوعه؛ لومړى ټوك، 193مخ، لومړى چاپ. 6 _ خوارزمي ، مناقب ؛ لومړى ټوك، 38مخ، 4فصل.

[11] وګورئ : 1 _ هيثمي؛ مجمع الزوايد: 9ټوك، 138مخ . 2 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق؛ 3ټوك، 285مخ، 1376حديث (د محمودي شرح ) 3 _ شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة : 59باب، 339مخ . 4 _ متقي هندي ، كنزالعمال؛ 11ټوك، 617مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست