تبلیغات

د عبوديت او بندګۍ برکتونه او اغېزې د غروراو وياړاحساس امام زين العابدين په دعا ګانوکې وايي : خدايه دومره وياړ راته بس دى چې ستا بنده يم.(بحار،۷۷/ ۴۰۲) له دې به بل کوم لوړ وياړ وي،چې انسان له خپل خالق سره خبرې وکړي اوهغه د انسان کلام واوري او ويې مني. په دې نړۍ […]

د عبوديت او بندګۍ برکتونه او اغېزې

د غروراو وياړاحساس

امام زين العابدين په دعا ګانوکې وايي : خدايه دومره وياړ راته بس دى چې ستا بنده يم.(بحار،۷۷/ ۴۰۲)

له دې به بل کوم لوړ وياړ وي،چې انسان له خپل خالق سره خبرې وکړي اوهغه د انسان کلام واوري او ويې مني. په دې نړۍ کې که د انسان مخاطب يو سترشخصيت او پوه کس وي؛نو پرناسته پاسته او خبرو اترو ورسره سړى د غرور احساس کوي او وايي چې زه يو وختې د پلانکي استاذ زده کوونکى وم.

ځواک ننګېرنه

مهربان او پياوړى پلار چې خپل ماشوم له لاسه نيسي؛نو ماشوم د ځواک ‏ننګېرنه- احساس کوي؛خو که دا ماشوم يواځې شي؛نوهره شېبه به وېرېږي چې څوک ورته زيان ونه رسوي.هغه انسان چې ځان يې د خداى په پړي تړلى وي د زورورو او مستکبرينو پر وړاندې د ځواک ‏‏ننګېرنه کوي .

 

د عزت ننګېرنه

عزت؛يعنې د چا ترمنفي اغېز لاندې نشې راتلاى . د انبياووعزت د خداى له خوا و؛دا ځکه چې ټول ځواکونه ‏يواځې د خداى دي؛نو هغوی،چې بې له خدایه له بل عزت غواړي ،قرآن پرې نيوکه کوي ،چې ايا عزت بې له خدایه، له بله غواړی.

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً( نساء / ١٣٩) = ((هغه كسان چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا هغوى له دوى عزت غواړي ؟؛نو (دا خام خيالونه دي)؛ځکه چې ټول عزتونه خو دهمغه خداى دي.))

دا طبيعي خبره ده چې پرخداى زړه تړل انسان ته عزت ورکوي. د الله اکبر ویی- کلمه ټول طاغوتان د انسان پر وړاندې راټيټوي؛نو قرآن راته حکم کوي،چې په سختۍ او کړاونو کې له لمونځ اوعبادته،ځواک او قوت واخلئ.

وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ( بقره / ٤٥) = ((په صبر او لمانځه سره (له خدايه) مرسته وغواړئ ( پر زغم او د دننني هوسونو پركابوكولو او خداى ته په ځيرتيا كولو قوت واخلئ )؛ خو دا كار عاجز ي كوونكيو بنده ګانو ته سخت نه دى))

د خداى اولياووهم په حساسو پړاوونو کې خپل ځان د لمونځ له لارې پياوړى کاوه .د محرم د نهمې ورځ په ماسپښين کې،چې د يزيد لښکرو د امام حسين پر کېږدیو – خيمو بريد وکړامام حسين ورته وويل : دا نخښته يوه شپه وځنډوئ ؛ځکه چې زما لمونځ ډېر خوښ دى اوغواړم نن ټوله شپه ترسهاره عبادت وکړم .

دخداى د صالحه بندګانو نه يواځې فرض لمونځونه؛بلکې مستحب لمونځونه يې هم ښه راځي .نفل لمونځ د فرضي لمانځونو سره د ميني نښه ده،فرض لمونځ کېداى شي يو انسان د خداى له وېرې هم وکړي؛خو په مستحب لمونځونو کې د خداى وېره نه وي او انسان يې له مينې کوي .که څوک د چا خوښ وي زړه يې ورسره خبرې کول غواړي او تل يې ورپورې زړه تړلى وي . دا څرنګه کېداى شي،چې څوک ادعا وکړى له خداى سره مې مينه ده ؛خو ورسره يې خبرې له لاسه نه کېږي !

نفل لمونځونه د فرض لمونځونونقص اونيمګړتياوې جبرانوي. يوکس امام حسين وپوښت: لمونځ د زړه له خلاصه نشم کړاى او له برکتونو يې بې برخې يم څه وکړم ؟ و يې ويل : تر فرض لمونځونو وروسته نفل لمونځ کوه،چې دا د فرض لمونځونو نيمګړتياوې جبرانوي او د فرض لمونځونو د قبلېدولامل هم ګرځي .

د همدې نښونښانو او برکتونو د اغېزو له کبله به د خداى اولياوو د فرض لمونځونو ترڅنګ مستحب لمونځونو ته هم ډېره پاملرنه کوله اولياوو به له ډېرخورۍ،ډېروخبرو،ډېرخوب،حرامو، ددنيا په چارو کې بوختېدو او له ساعت تېرۍ ډډه کوله؛ځکه پوهېدل چې دا کارونه انسان له عبادته لرې کوي لمونځ پرې درنوي اوهمداراز د معنوياتو په لارکې سترخنډ ګرځي .

وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ (بقره / ٤٥ ) = ((په صبر او لمانځه سره (له خدايه) مرسته وغواړئ ( پر زغم او د دننني هوسونو پركابوكولو او خداى ته په ځيرتيا كولو قوت واخلئ )؛ خو دا كار عاجز ي كوونكيو بنده ګانو ته سخت نه دى))

 

 

 

د روزنې لامل

که څه هم لمونځ يو اروایزه – روحي او مانیزه ‏اړيکه ده او موخه يې د خداى يادونه ده؛خو اسلام غواړي چې دا اروا د ځينو روزنيزو پورګرامونو له لارې پلى کړي؛نوځکه يې ډېرشرايط ورته ايښي دي لکه د لمونځ د صحيحوالي شرط، د لمانځه د قبلېدو شرط او د کمال شرطونه .

د جامو او بدن پاکوالى،مخ په قبله ودرېدل،په لمونځ کې د کلموسم وويل، د ځاى او د لمونځ کونکي د جامو مباح والى د لمونځ د سموالي او سلامتۍ شرايط دي او دا ټول شرطونه د لمونځ کوونکي په اروا پورې نه؛بلکې په جسم پوري يې اړه لري؛خواسلام دعبادت شرطونه د دې لپاره ايښي دي، چې مسلمانانو ته د پاکوالي،استقلال او د نورو حقوقو ته د پاملرنې ښوونه وکړي .

په لمانځه کې ټول پام خداى ته اړول، د نبوي کورنۍ او امامانو رهبري منل، د مالي فرايضو پرځاى کول لکه خمس او زکات ورکول د لمانځه د قبليدو شرطونه دي.پاکې جامې اغوستل،د عطرواستعمال،د مسواک وهل،په اول وخت کې په جمعه لمونځ کول او په جمه کې د صف سموالى د لمانځه د کمال شرطونه دي. دا شرطونه د انسانانو په روزنه کې اغېزمنه ونډه لري. که په لمونځ کې هرلوري ته ودرېږو؛نومخ به موخداى ته وي .

وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنََما تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ( بقره /١١٥ ) =(( ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى . بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.))

دا چې اسلامي ټولنه يو لورى ولري او ورته د يوالي ښوونه وکړي؛نو حکم يې کړى،چې ټول دې يو لوري ته ودرېږي او دا لورى کعبه ده؛دا ځکه چې کعبه لومړى ځاى و،چې د خلکو عبادت ته ځانګړى شوه.

إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدىً لِلْعَالَمِينَ (ال عمران / ٩٦) = ((لومړنۍ كور چې خلكو ( او خداى ته ددعا لپاره ) جوړ شو، همغه دى چې په مكه كې دى،چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى ))

بلخوا د تاريخ په اوږدو کې د کعبې بنسټګر ‏او جوړوونکي پېغمبران ول؛نومخ په کعبه ودرېدل د پېړيو په اوږدو کې يو ډول مکتبي يوالى هم راښي. بلخوا کعبه د استقلال رمزهم دى؛ځکه تر کوم وخته،چې مسلمانانو د بيت المقدس خوا ته؛يعنې د يهودانو او نصاروو قبلې ته لمونځ کاوه،هغوى به په منت وويل: زموږ قبلې ته لمونځ کوئ ؛خپلواکي‏ نه لرئ، قرآن په بشپړ صراحت وايي :

وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ( بقره\ ١٥٠) = ((او له هر ځايه چې راووتې؛ نو مخ دې مسجد الحرام ته كړه او چېرې چې ياست همغه خواته مخ واړوئ ( لمونځ وكړئ) چې له ظالمانو پرته ( چې دوى له ځېله لاس نه اخلى )؛نورو خلكو ته ستاسې پر خلاف څه دليل په لاس ور نشي،(؛ځكه په وړومبنيو اسماني كتابونو كې د پېغمبر له نښو يوه دا هم ده، چې هغه به دوو قبلو ته لمونځ كوي) له هغوى مه ډارېږئ او (يواځې) له ما ووېرېږئ ! (دا د قبلې تغيير ددې لپاره و،چې ) پر تاسې خپل نعمتونه پوره كړم ، ښايي چې سمه لار ومومئ.))

لنډه دا چې قبله د خپلواکۍ‏ او يووالي نښه، رمز او د لمونځ روزنيزې ښووني دي .

 

د ارواحو حاضرول

نن سبا د هيپنوتيزم خبرې ډېرې کېږي او د روح حاضرول هم ډېرشوي دي ؛خو زموږ د ویینې- بحث موخه دا نه ده.زموږ موخه دا ده،چې تښتېدلى روح د لمونځ له لارې خالق ته حاضرېږي . د خداى حضورته د سرکښ او تښتېدلي اروا احضارېدل د لمانځه له برکتونو ځنې شمېرل کېږي . امام زين العابدين په خپلو دعاګانو کې خداى ته له خپل نفسه زړه خوري اووايي : خدايه! زه له هغه نفسه ګيله لرم،چې هوسونوته ليوال وي اوله حقه تښتي. ‏

نفس،انسان ته ګناه خوږوي،ورته يې ډېره اسانوي او ورته وايي دا کار وکړه وروسته به توبه وکړې نورو هم دا کار کړى دى . د نفس مثال د يو شوخ ماشوم په څېر دى که پلار يې څارنه و نه کړي او لاس يې د پلار له لاسه خطا شي؛نوهرى خواته ځي اوهره شېبه يې په خطر کې وي .د نفس د کابوکيدوغوره لار دا ده،چې هره ورځ څوڅوځلې د خداى حضور ته حاضرشئ،چې د مادياتوپه ډنډ کې له ډوبېدو وژغورل شئ .

 

پر هستۍ واکمني

د لمونځ اوعبادت له کبله انسان ګام په ګام او ورو ورو پرهستۍ برلاسې کېږي.

لومړى ګام : تقوى انسان ته نورانيت او لیدانه – بصيرت ورکوي ؛يعنې انسان ته داسې ليدورکوي،چې حق له با طله وپېژني.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَتَّقُوا اللّهَ يَجْعَل لَكُمْ فُرْقَاناً وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ( انفال /٢٩ ) = ‏‏(( مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى.))

قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَكُمْ نُوراً تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ( حديد / ٢٨ )= ((ايمانوالو! ( خپل ځانونه ) د خداى له (عذابه) وساتئ او پر استازي يې ايمان راوړئ،چې تاسې ته د خپل رحمت دوه برخې دركړي او تاسې ته به رڼا دركړي، چې پرې به ځئ او تاسې وبښي او خداى ډېر بښونكى مهربان دى.))

د تقوى په سر کې د خداى بندګي او لمونځ دى او د انسان د نورانيت او د لیدانې ‏د پيداکولو په لورې يوقدم دى .

دويم : کومو کسانو چې الهي لارښوونې ومنلې او د حق لوري ته راواوختل خداى يې لا رښوونه لاپسې ډېروى.

وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدىً وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ (محمد/ ١٧ ) = ‏(( او هغوى چې سمه لار موندلې ده (خداى) يې لاپسې هدايت ډېروې او لا يې پرهېزګاران کوي.))

نو ددې کسانو لارښوونه نه تمېږي او د بندګۍ او تسلېمدو له کبله تل د ودې په حال کې وي.

درېم: دا خلک د خداى په لار کې زيار باسي؛نو خداى هم ورته کمال ته د رسيدو ګڼې لارې ورښي.

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ( عنکبوت\٦٩) =‏ ((او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او په بېشکه خداى د نېكانو مل دى.))

څلورم قدم : کله چې شيطان ورشي؛نو دا خلک سملاسي خبرېږي او له خدايه بښنه غواړي.

إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُم مُبْصِرُونَ ( اعراف \٢٠١ ) =‏(( په رښتيا له پرهېزګارانو سره، چې د شيطان وسوسه پيدا شي (؛نوسملاسي خداى او دهغه مكافات او مجازات) رايادوي او(په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه ((ليد)) مومي.))

پنځم ګام : لمونځ د ځان جوړونې او له فحشاء د ژغورنې غوره عامل دى.

تر دې قدمونو وروسته انسان پرخپل نفس کابوکېږي او تر وسو وسولاندې يې نه راځي. هرکله چې دنننۍ وسوسې اوبهرني طاغوتونه زيات شي ؛نو بيا هم انسان پر صبر او لمونځ منګولى لګوي .

وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ( بقره / ٤٥ ) = ‏(( په صبر او لمانځه سره (له خدايه) مرسته وغواړئ ( پر زغم او د دننني هوسونو پركابوكولو او خداى ته په ځيرتيا كولو قوت واخلئ )؛ خو دا كار عاجز ي كوونكيو بنده ګانو ته سخت نه دى))

شپږم ګام : پرهېزګاران چې وجود يې پر الهي رڼا روښانه شوى وي د هر لمونځ په کولوسره يو ګام مخکې ځي؛ځکه لمونځ تکرار نه؛ بلکې معراج دى .لکه څوک چې څاه کني په ښکاره يو تکراري کار ښکاري،چې کلنګ يا ميتى وهي؛خو هرميتى چې وهي د ژوروالي پر لور روان وي .د لمونځ رکعتونه په ښکاره يو تکراري عمل ښکاري؛خو د يوې زينې د پاټکو په شان دي،چې انسان پرې د کمال او د ايمان لورې ته خيجي او لمونځ کوونکى نه پرېږدي،چې ټول عمر يې د شيطان د څرولو او ډتو ځاى وګرځي .امام زين العابدين په خپلو دعاګانو کې وايي : خدايه ! که زما عمر د شيطان د څرځاى وي؛نو رانه يې واخله.

نه يواځې شيطان چې کله ناکله وهم اوخيال هم د انسان اروا پرېشانوي او له حق اوحقيقته يې غافلوي .

هو ! پېغمبر اکرم (ص) به په خوب کې هم ويښ و اوموږ په ويښه او ان په لمونځ کې هم ويده يو او اروا مو د شيطان او خيال تر اغېزې لاندې ده .که نفس کابو نشي هره شېبه انسان د فساد لورې ته راکاږي.

وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةُ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ ( يوسف /٥٣ ) = او زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امركوي؛خو پر چا چې زما پالونكى رحم وكړي؛ ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى.))

؛نو ځکه قرآن جنت هغوى ته ځانګړى بولي ،چې نه يواځې پر ژبه ؛بلکې په زړه کې هم د غرور او فساد اراده ونه لري .

تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِي الْأَرْضِ وَلاَ فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (قصص /٨٣ )= [ (هو) دا د اخرت كور (يواځې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يواځې د پرهېزګارانو ده.]

د خداى اولياء پرخپلو اندونو- فکرونو او خيالونو برلاسې وي. د خداى د بندګۍ له لارې يې خپل نفس تر کابو لاندې راوست وي او نه پرېږدى،چې يوه وسوسه يې هم په زړه کې راپيدا شي. وروسته له دې چې انسان د شناخت او اګاهۍ پړاو ته ورسيد او د عاشقانه اوعارفانه لمونځونوله لارې يې د خداى رضا ته خپل نفس کابو کړ او پرې برلاسې شو؛نو انسان به پرهستۍ هم برلاسى شي،دعاګانې به يې قبلېږي او ټول کارونه به يې خداى ته وي . د پېغمبرانو معجزې هم پرهستۍ او طبيعت برلاسي کېدل دي ،چې د خداى په اجازې ترسره کېږي . نږه ‏بندګي هغه مرغلره ده،چې له ربوبيته راولاړېږي موخه يې دا ده،چې د خداى د بندګۍ له لارې انسان پر هستۍ برلاسې کېږي. په يوحديث (بحار،۷۰/ ۲۲) کې راغلي چې خداى وايي : انسان د نفلونو او مستحب کارونو له لارې قدم په قدم ماته رانږدې کېږي،چې محبوب مې شي او دې مقام ته چې راورسېد؛نو زه يې سترګې،ژبه اولاس کېږم،ټول کارونه به يې خدايي وي او داسې ځاى ته به ورسېږي،چې د حضرت ابراهيم په شان به وايي :قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ( انعام / ١٦٢ ) = [( ورته) ووايه: (( زما لمونځ او زما ټول عبادتونه او زما ژوند او مرګ دا ټول د خداى لپاره دي،چې نړۍ پال دى.]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست