تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه   ليکوال: شيخ سالم الصفار     دويم څپرکى   د پېغمبر اکرم پوځي مشري    “ويجان ماکسيم” د فرانسې مشهور بولندوى او په 1932ز کې په “لبنان” او “سوريه” کې د فرانسې لوړ پوړى استازى و،چې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 مشرتابه او انسان سازۍ

کې د نبوي سيرت ونډه

 

ليکوال: شيخ سالم الصفار    

دويم څپرکى

 

د پېغمبر اکرم پوځي مشري

 

 “ويجان ماکسيم” د فرانسې مشهور بولندوى او په 1932ز کې په “لبنان” او “سوريه” کې د فرانسې لوړ پوړى استازى و،چې د اسلام د پېغمبر په اړه وايي:

 ((د حضرت محمد د زوکړې پر ورځ،چې مسلمانان څومره هم خوشحالۍ وکړي؛نو بيا به هم لږې وي؛ځکه د دنيا تر ټولو پرمختللى او مترقي دين يې راوړى.هغه زړور او پوه بولندوى و،چې پر ځمکه او د خلکو په زړونو کې يې د خداى د دين  تثبيت لپاره خورا ربړونه وګالل.))

 

د مکتبي بولندويانو روزنه

 د پېغمبراکرم له سيرته،په بولندويۍ او د بولندويانو په روزنه کې يو اصل لاس ته راځي چې: بولندويي يو مسؤوليت او قرآني امانت دى او د هر امت ارزښت د برياليو او زړورو بولندويانو په روزنې پورې اړه لري. صالح بولندوى هغه دى،چې د پوه ښوونکي په ځانګړنو سمبال وي او خپل مسؤوليت د امت او تر لاس لاندې کسانو پر وړاندې وپېژني او تل يې د تمرين او ((تيار شئ)) حالت ته پام وي او کله ورته تر خپلې څارنې لاندې،د بولندويۍ ځينې مهمې دندې ورسپاري.

بې ښوونځي بولندوى؛مغرور او ځانمنى دى،چې د نورو زيار پخپله ګټه څرخوي او خپله رتبه پرې لوړوي. داسې بولندويان تر خپل لاس لاندې پوځيانو باندې نه شمېري،کبر پرې کوي او دې خبرې ته يې پام نه وي،چې دا چلن يې د سرتېرو نظم ګډوډوي،چې طبيعي ده،ټولنه له پرمختګه لوېږي او دغسې بولندويان ډېرى د ښکيلاک ګوډاګيان دي،چې له لارې يې د ملتونو ملي شتمني لوټي.

 داسې بولندويان،چې د ښکيلاک له لوري ښه وپړسېږي او په وسايلو او وسلو يې سمبال کړي؛نو پوځي کودتاوې پرې کوي او ولسونه پرې ځپي او همداچې د يهودو په څېر له وړوکي دولت سره يې جګړه شي؛ماتې خوري او تر ټولو مخکې  همدا بولندويان وي،چې له هېواده پښې سپکوي،چې نړيوالو دا واقعيت د عربو او اسرائيلو د 1967 ز (١٣٤٥ل) په جګړه کې د سر په سترګو وليد.

 

بېلګه او ټاکنه

د اسلام پېغمبر په خپل امت کې د ديني کچو له مخې،غوره بولندويان وروزل. د رسول اکرم دا جمله:((تاسي ټول واليان او اميران ياست او ټول د تر خپل لاس لاندې کسانو مسؤول ياست.)) پردې دليل دى،چې مسلمانان بايد د ژوند په بېلابېلو موقعيتونو کې مشري او مديريت وکړاى شي.

 فرانسوي علامه “ګوستا ولوبون” په ((خواطر الحيات)) کتاب کې ليکې: (( د اسلام د پېغمبر ځايناستيو د “روم”  او “ايران”  ښارونه ازاد او پکې مېشت خلک يې د ولسونو مخکښان کړل او ښارمېشتو د تمدن وزلې (وسايل) د اسلام  له  سر چينې  لاس  ته  راوړل)).

 

 

بېلګه بولندوى

قرآن کريم د بني اسرائيلو د بې ساري بولندوى “طالوت” په باب وايي:

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكاً قَالُوا أَنَّى‏ يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ =(( بقره/ ٢٤٧)) (26) او پېغمبر يې ورته وويل: ((خداى تاسې ته ((طالوت)) په واكمنۍ ټا كلى دى )) هغوى وويل: ((هغه څنګه پر موږ د واكمنېدو وړ شو؟ تر هغه خو موږ وړ يو او هغه خو شتمن هم نه دى؟)) پېغمبر يې ځواب وركړ:((په حقيقت كې خداى هغه تر تاسې غوره كړى او هغه ته يې پراخه علمى اهليت او جسمي ځواک وركړى دى او د خداى چې چاته خوښه شي، واكمني وركوي.د خداى احسان پراخه او (د واكمنۍ لپاره د وګړيو له وړتيا) خبر دى.)

 پر بني اسرائيلو د “طالوت” د واکمنۍ  لامل؛پراخه پوهه او بدني ځواک ښوول شوى او حضرت “علي” کرم الله وجهه هم دا ټولې ځانګړنې درلودې؛ځکه د علم او پوهې له نظره [پېغمبر اکرم ويل: (( زه د علم  ښار يم او “علي” يې ور دى او څوک چې علم غواړي؛ نو پر دې وره دې راننوځي))] د  پېغمبر اکرم  د پوهې ښکارندوى و. (27)

[ژباړن د غزل بابا؛”امير حمزه خان شينواري” څومره په خوږه ژبه دا حديث په شعر ويلى :

ښار يې دى احمد، “علي” دى باب د علم

                                                     لمر محمد دى، “علي” مهتاب د عــــــلم

  او د حضرت “علي” د مېړانې په باب د تاريخ په کتابو کې په تواتر دومره ځانګړنې روايت شوي، چې څوک  ترې نه شي منکرېداى.]

حضرت ابن عباس (رض) وايي:

 ((له هغه وخته چې خداى مؤمنان په  ((يا ايها الذين آمنوا))مخاطب کړل؛نو له  هماغې ورځې يې، “علي” د هغوى امير او ښاغلى کړ او د قرآن په ډېرو آيتونو کې د پېغمبر اکرم پر اصحابو نيوکې شوي؛خو “علي” يوازې په نېکۍ ياد شوى دى.)) ( ٢٨)

 حضرت”علي”(ک) چې په هره ((سريه)) کې برخه اخسته؛نو بولندوى يې و.حال دا چې د پېغمبر اکرم نور اصحاب د نورو تر قوماندانۍ لاندې وو.د ساري په توګه:

 د “ذات السلاسل” په جګړه کې حضرت “عمرو العاص” د حضرت “ابوبکر” او حضرت “عمر” بولندوى و او حضرت “اسامه بن زيد” تنکى ځوان و،چې  پېغمبر اکرم د داسې لښکر بولندوى کړ،چې پکې  د انصارو او مهاجرو ستر شخصيتونه؛لکه حضرت “ابوبکر”، حضرت “عمر” او “ابوعبيده” (رضى الله  عنهم) هم وو.(29)

د پام وړ بله خبره خو داده،چې په کتابو کې يوازې د حضرت “علي” له نامه سره د((امام)) ټکى راغلى،چې دا ټکى د پېغمبر اکرم  د يوه يار له نامه سره هم نه دى راغلى.

 

د سرتېرو درناوى

 پېغمبر اکرم ته د انسانانو د شخصيت د درناوي کچه تقوا وه،چې دې کار به کله کله د هغوى غوسه هم را پاراوله،چې د شخصيت سنجونې کچه يې شتمني، اصل او يا نسب و .

له “حبشي”((بلال))،”رومي”((صهيب)) او “فارسي”((سلمان)) (رضى الله عنهم) سره د پېغمبر اکرم دروند چلن،د  پېغمبر اکرم د قرآني کړنلارې عملي بېلګه ده .

 د مکې د فتح پر مهال،د پېغمبر اکرم دې چلن “ابوسفيان” په غوسه کړ او و يې ويل: ((محمده !له ځان سره دې ډېر ټيټ خلک راوستي،چې ته يې پېژنې او موږ يې نه پېژنو.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((ډېر ظالم او بې حيا يې!))

 پېغمبر اکرم چې حضرت “اسامه بن زيد”(رض) بولندوى کړ؛نود ډېرو غوسې را وپارېدې؛خو قرآن مجيد وايي:

يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثَى‏ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ=(حجرات/ ١٣آيت) (30) خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر کړئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى‏ وَيَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ =(نحل /٩٠ ) (3١) په حقيقت كې خداى پر عدل او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي،تاسې ته نصحيت كوي،ښايي چې پند واخلئ.

پېغمبر اکرم ځان له خپلو يارانو نه بېلاوه او څوک نوى به چې غونډې ته راغى؛نو د پېغمبر اکرم يې پوښتنه کوله،بيا وروسته اصحابو يوه چوتره جوړه کړه،چې پېغمبراکرم پرې کېناسته چې وپېژندل شي.

  د “قبا” د جومات د جوړولو پر مهال يې د نورو په څېر کار کاوه او د احزابو جګړ ې ته د کندې ((خندق)) په استو کې يې هم له يارانو سره سم کار کاوه او پر مبارکو اوږو يې ډبرې او خاورې له ((کندې)) دباندې استې.

 

هوډ کول

په سخته او تنګسه کې د پرېکنده او ښو هوډونو کول،د بري په لاس ته راوړو کې د مشر د غښتلتيا او پياوړتيا نښه ده .

تاريخ له قرېشو سره په “بدر” کې د پېغمبر اکرم هوډ داسې روايت کړى دى:

مسلمانان د قرېشو د هغه کاروان لاس ته راوړو ته راووتل،چې له “شامه” مدينې ته راستنېده؛خو سيمې ته تر رارسېدو وروسته خبر شول،چې “ابوسفيان” د يهودو په اشاره د کاروان لار د “سره سمندر” غاړې ته کږه کړې او له مکې يې مرستندوى ځواکونه هم غوښتې دي.

 په دې شرايطو کې پېغمبر اکرم بايد موقعيت ښه وسنجوي،چې هوډ وکړاى شي، چې له قرېشو سره وجنګېږي،چې شمېر او جنګي کاتل (تجهيزات) يې تر مسلمانانو ډېر دي او يا پر شا شي او خپل ځواکونه مدينې ته ستانه کړي.

 پېغمبراکرم تر ژور فکر وروسته  د بې ساري مشر په څېر هوډ وکړ او دې پايلې ته ورسېد: که پر شا شي؛نو د قرېشو مشرکان به يې په ډار او سستۍ تورن کړي او بيا به ترې د مدينې د يهودو سترګه هم و نه سوځي او پردې سربېره،دا پر شا تګ به د اسلام پر تبليغ هم ناوړه اغېز وکړي.

 پېغمبر اکرم پريکړه وکړه؛خو په دې اړه يې له يارانو سره هم سلا مشوره وکړه،چې په هوډ کې ورته د برخې اخستو دود وښيي او له دښمن سره د مخامخېدو او جګړې ته چمتوالى ورزده کړي او له تجربو يې ګټه هم واخلي؛لکه څرنګه چې د “احزاب” په جګړه کې، حضرت “سلمان فارسي” (رض) د “خندق” د ايستو سلا ورکړه او پېغمبر اکرم هم  ورسره ومنله او همداسې يې د ښه هوډ بله بېلګه د “اُحد” په جګړه کې تر ماتې خوړو وروسته،د جبران لپاره،د قريشو د تعقيب هوډ وکړ او د “حمراءالاسد” سيمې ته ورپسې راووتل. همداراز د “اُحد” په جګړه کې،چې د پېغمبر اکرم د وژل کېدود اوازې دسيسه جوړه شوه؛نو پېغمبر اکرم په مناسې هوډ نيونې،د غونډۍ سر ته وخوت او خپل بېل بېل سرتېري يې په نامه ياد کړ او و يې ويل:

(( پلانکيه!دلته راشه!پلانکيه دلته راشه!زه يم رسول الله))  او داسې يې د مشرکانو دسيسه شنډه کړه.(32)

 

مسئووليت منل

سره له دې،چې د مشرۍ دنده د پېغمبر اکرم پر غاړه  وه او ټولو ته بېلګه و؛خو خپل لارويان يې د مشرۍ د دندې پر غاړه اخستو ته هڅول،چې په دې اړه  پياوړي شي،تردې چې په بېلابېلو سيمو کې د اسلام بريو د نړۍ ټول پوځي بولندويان ګوته پر خوله کړي وو .

 د مسلمانانو ځينې بولندويان،چې موخه يې يوازې د خداى رضا وه،ددې لپاره چې و نه پېژندل شي؛تربوزکونه وهل.سره له دې،چې د “اموي” او “عباسي”  واکمنانو په څېر بې لاري مشران يې درلودل،چې موخه يې يوازې د خپل واک ساتنه وه او تل په دې فکر کې وو،چې څرنګه اسلامي دولت په خپله کورنۍ کې وساتي،چې  وړتيا يې هم نه درلوده .

د پوځي امکاناتو رامنځ ته کول

1_ د انسان  روزنه :

يوازې اسلام دى،چې وړ انسانان او بېلګه سرتېري روزي؛ځکه د مسلمان مجاهد موخه يو له دې دوو ده :

الف: د خداى په لار کې شهادت .

ب: بريالى ژوند.

او پوهېږي په دنيا کې،چې څه کري؛هماغه په اخرت کې رېبي او څوک چې د ذرې هومره ښه وکړي؛نو وررسي  او که د ذرې هومره بد وکړي؛نو سزا يې ورکول کېږي او پوهېږي،چې ددې تېرېدونکې او لنډې دنيا له لارې کړاى شي،د اخرت تلپاتې نعمتونه لاس ته راوړي.حال دا چې نامسلمانان،ټاکلي عمر ته تر رسېدو وروسته بايد په زور عسکرۍ ته بوتلل شي،هغوى د فاسدو کورنيو اولادونه او د بې لارې مدرسو  زده کړي دي او د “توکم پالنې” پر بنسټ روزل کېږي.

  په دې وروستيو کې د نوي پوځي تفکر د خاوندانو پام،د جنګياليو د روزنې ارزښت ته را اوښتى او پوه شوي،چې روزنه بايد يوازې پوځي زده کړې نه وي؛بلکې له کوچنيوالي پيل شي.

“مارشال رومل” ليکي: ((که غواړو جګړې ته تکړه سرتېري وروزو؛نو بايد روزنه يې له زانګو پيل کړو.))

“مارشال مونتخوى” هم په خپل کتاب کې همدا سپارښتنه کړې ده. (32)

په خواشينۍ،چې په وروستيو کې،په دې اړه  د مسلمانانو وضع ډېره خرابه ده،که موږ خپل نن له  پرون سره پرتله کړو؛نو وبه وينو،چې په پخوا وختو کې د رسول اکرم لاروي،موږ د نړيوالو د لارښوونې او ازادۍ مخکښان کړي وو او نن مو وضع دومره ويجاړه ده، چې جنګي جنايتکاران او وسله پلوري راباندې واکمن دي .

 

2_ د تمبوونکي ځواک  جوړول:

ددې ځواک د جوړېدو موخه داده،چې مشر بايد دومره چمتووالى او ځواک ولري،   چې د جګړې د پېښېدو پر مهال د جګړې او د هغې د عواقبو مخنيوى وکړي .

 په دې اړه  قرآن کريم  وايي:

وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَتَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِن شَيْ‏ءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ(انفال/60  آيت)= او څه مو چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتوكړئ)،چې پرې د خداى،خپل او هغه دښمنان ووېروئ،چې نه يې پېژنئ؛ خو خداى يې پېژني او د خداى په لار(او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې،چې هر څه ولګوئ ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونه شي.))

 حضرت “جابر بن عبد الله انصاري” (رض)  وايي ،چې پاک نبي وويل: (( هغه ډار، چې خداى له موږه د دښمن په زړه کې واچاوه،د يوې مياشتې مزله هومره لاسنيوى راسره وشو .))

له دې حديث او پورته آيته جوتېږي،چې په اسلام کې جنګي ستراتېژي، د پرشاتمبوونکي ځواک پر چمتو والي ولاړه ده،چې دا مفهوم د انفال سورت د 60 آيت د ((تُرْهِبُونَ )) له ټکي لاس ته راځي .

البته د داسې سياست درلودل طبيعي خبره ده؛ځکه اسلام د اديانو خاتم او د انسان او انسانيت را ژوندى کوونکى دى او انسانان هم د خداى بندګان دي او پېغمبر اکرم بايد داسې لارې چارې وسنجوي، چې د خداى بندګان په  امنيت کې ژوند وکړي.

تاريخ ګواه دى،چې پېغمبر اکرم د 28 غزاوو مشري کړې وه،چې يوازې په نهو هغو کې(“بدر”،”احد”،”خندق”،”بني قريظه”،”بني المصطلق”،”خيبر”،”د مکې فتح”،”حنين” او “طايف”) کې جګړه پېښه شوه،چې په خپله همدا خبره د تمبوونکي ځواک د روزنې  پر ارزښت د تاييد نښه ده.

نن هم ډېرى پوځي ستراتېژيستان د همدې نظر پلويان دي،چې بنسټګر يې پېغمبر اکرم  و  او ددې  نظر پر ارزښت هله پوه شول،چې  جګړو ستړي کړل .

جنرال “آندره بوفر” وايي:

 ((د شلمې پېړۍ انسان،چې له دوو نړيوالو جګړو ستړى او په پرمخ تلليو وسلو سمبال دى؛نو اوس د جګړې د بيا پيلېدو د مخنيوي لپاره يې د تمبولو ستراتېژي خپله کړې ده.))(34)

 

“جنرال مونتګمري” پر دې ستراتېژۍ رڼا اچولې:

 (( د تمبولو ستراتېژي  هغه ځواکمني ده،چې د دښمن د ناڅاپي ګوزار او پرمختګ  مخنيوى کوي او په بله وينا: هغه  ځواکمني ده، چې د جګړې د دفع او تمبونې لامل دى))

 

چټک غبرګون

چټک غبرګون خورا کارنده جنګي  لار ده،چې د سرتېرو د روحيې د پياوړتيا او پر دښمن د ناڅاپي يرغل او د روحيې د ماتولو لامل ګرځي.

 پېغمبراکرم هم خپل مجاهدين لټان نه وو روزلي،چې خپلې چارې يو بل ته وسپاري؛بلکې د دښمن پر وړاندې ويښتيا او هوښيارتيا ته يې رابلل.

 

د چټک غبرګون سريزې

 د دښمن پر لور په بيړه ورتګ،غير عادي او استثنايي کار دى اوددې لپاره، چې دا کار پايله ولري؛نو بايد ټول امکانات په کار واچاوهي، چې د دښمن پر پوځي ځواک ځان پوه کړي.

 

له چټک غبرګون مخکې چارې دادي

1_ د سرحدي او مرکزي ځواکونو همغږي:

ددې همغږۍ ارزښت د “انفال” سورت په 60 آيت کې جوت شوى،چې اشاره مو ورته وکړه.پردې سربېره،د هېواد سرحدي او مرکزي ځواکونه ديو بل  لازم  او ملزوم  او بشپړوونکي دي  .

اسلامي فقهاء وايي:((ډېرې چارې او څيزونه وو،چې پخوا يې موضوعيت  درلود؛ خو د وخت د بدلېدو له امله يې خپل موضوعيت له لاسه ورکړى.د ساري په توګه: “توره” او يا “اس” ځانګړې ځانګړنه نه لري؛بلکې مراد ترې له وخت سره مناسبې وزلې دي او د پولو او سرحد مفهوم،د يوه هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ده،چې له ګاونډيو سره لګېدلې،چې هوايي او سمندري پولې يې هم رانغاړي.))

2_ چټک خبرول:

 چا چې دا دنده پر غاړه اخستې وي؛نو بايد ژر تر ژره پرې  لاس  پورې کړي،چې هغه ته چې خطر اعلانېږي،وکړاى شي،مخکې له دې،چې اوبه له ورخه  تېرې  شي، مناسب هوډ وکړي او مقابلې ته بډې ووهي.

 لاندې ټکيو ته پاملرنه به دا چار ګړندى کړي :

الف_جاسوسان او ساتندويان او په اصطلاح زړه سواندي او کارازمېيلي استخبارات چې پېغمبر اکرم همدې کار ته د مدينې په دننه  او بهر جاسوسان درلودل.

 د ساري په توګه: د پېغمبر اکرم تره  حضرت”عباس بن عبدالمطلب” او حضرت “بشير بن سفيان” د مدينې تر 400 کيلومترۍ پورې د استخباراتو دنده درلوده .

 د “عر‌بستان” په بېلابېلو سيمو کې ان په “ايران” او “روم” کې هم پېغمبر اکرم استخبارات درلودل؛لکه حضرت “عبدالله بن ابي حدرد اسلمي” (رض)،چې د “هوازن” د سيمې استخباراتي چارې سمبالولې.

ب_ د پولو ساتل او څارنه او د دښمن د موقعيت او امکاناتو پېژندو ته ګزمې لېږل، چې  پېغمبر اکرم  هم پردې خبره ډېر ټينګار کړى و او ويلي يې دي: ((د اسلام د  پولو ساتنه تر ټولې دنيا او څه چې پکې  دي،غوره دي .))

وګورئ: (سيره ابن هشام:٣ ټوک،٢٣٢ مخ)

رسول اکرم  به د دښمن پر احوال د ځان پوهولو لپاره دکشف ټولى لېږه، چې مشهوره يې د  حضرت “عبدالله بن جحش” (رض) سريه وه او کله يې په خپله هم دا کار کاوه،چې د “بدر” په جګړه کې د دښمن پر احوال د پوهېدو لپاره ووت او پردې سربېره،خپل ياران او مجاهدين يې هم دې کار ته هڅول  او د “خندق” په جګړه کې يې وويل:

 ((هر يو د دښمن سيمې ته ورشئ او ځان پوه کړئ،چې څومره اوبو کې دي او بيا مې خبر کړئ او له خدايه غواړم په جنت کې مې ملګري وي.)) (35)

3_ د چټک تګ يون د مسلمانانو چمتو کول:

 پېغمبر اکرم خپل سرتېري او لوړ پوړي بولندويان داسې روزلي وو،چې په بيړه د خطر د سرچينې پر لور حرکت وکړي او دسيسه پر خپل ځاى شنډه کړي .

د پورتنۍ ادعا روښانه دليل دادى،چې دښمن به بې له چمتووالي،د اسلامي دولت له ځواکونو سره مخ کېده؛نو ځکه خپلې شتمنۍ او هر څه يې پرېښوول  او تښتېدل.

د قرآن آيتونه پردې خبره ټينګار کوي،چې مسلمانان دې د دښمن پر لور په بيړه وخوځېږي،چې دا خبره د انفال سورت په 63 آيت کې هم راغلې ده،چې اشاره ورته وشوه.

څښتن تعالى د “عاديات” په لومړيو آيتونو کې د مجاهدينو پر اسونو قسم خوري ، چې همدې واقعيت ته اشاره ده.

ننني پوځي بولندويان هم پردې خپره پوه دي او د خپلو ځواکونو له  ننووتو مخکې،د دښمن سيمه  په  پرمخ تلليو الوتکو بمباروي،چې د ځواکونو ننووتو ته يې لار پرانځي او دا ټوې چارې د ځان او دښمن ترمنځ د واټن او د يرغل د وخت راکمولو ته کوي؛ځکه دا دواړه لاملونه د جګړې د برخليک په  ټاکلو کې ستره  ونډه  لري.

پوځي سياست

پوځي سياست  لاندې ډولونه لري:

1_ عمومي پوځي سياست :

د عمومي پوځي سياست پلي کولو ته د  پېغمبر اکرم تر ټولو مهم چار،په مدينه کې د ستراتېژيکي پوځي هډې جوړول وو،چې لاندې اقدامات يې اغېزې دي. (36)

الف:په مدينه کې د پېغمبر اکرم  په مشرۍ، د اسلامي دولت جوړول او د دولت د اقتصادي، پوځي،سياسي او ټولنيزو بنسټونو پياوړي کول و.

ب: مدينه يې د اسلام د تبليغ او د اسلام د دفاع  مرکز وګرځاوه .

ج:د بېلابېلو “سريه” وو او غزاوو مشري به له مدينې کېده،چې تاريخپوهانو يې شمېر اتيا ليکلى دى.

  او په دې توګه مدينه پر پياوړې هډې واوښته چې د پېغمبر اکرم موخې يې پلي کولې او له ډېرو ځايو ورته خلک راتلل او له  پېغمبر اکرم  سره يې ليدل او  په اسلام يې ايمان راووړ .

2_ د جګړې اداره،سمبالنه او مديريت :

رسول اکرم لاندې څلورو موخو ته د رسېدو لپاره جنګي سياست پلى کاوه:

الف :په بشر ضد چارو کې د اسلام د دښمنانو،قريشو او يهودو نهيلول،چې ټول ددې سياست د پلي کېدو شاهدان وو .

ب :د مدينې د کورني او بهرني امنيت  ټينګښت.

ج :د اسلامي دولت د امنيت او استخباراتو پياوړتيا،چې پينځه کاله وروسته، اسلامي دولت دومره پياوړي استخبارات درلودل،چې د دښمن له هر خوځښته خبرېدل او تاريخ داسې پېښه نه ده ليدلې،چې د اسلامي دولت پر پلازمېنه د دښمن ناڅاپي يرغل شوى وي .

د: پر دښمن اقتصادي ګوزار_ او دا هغه تاکتيک دى،چې په هره  مبارزه کې مهمه ونډه لري. له شامه مکې  ته  د قريشو د مشرکانو د کاروانو د لارو  ناامنه کول هم  ددې  سياست د پلي کولو لپاره وو.

 

د پوځي سياست موخې

د پېغمبر اکرم د بعثت موخه دا وه،چې انسانان د ښوونې روزنې له لارې الهي کمال او قرب ته ورسوي او پوځي سياستونه يې په دې لار کې د خنډونو لرې کولو ته وو. (37)

 پېغمبر اکرم دوه ډوله پوځي خوځښتونه درلودل :

الف – وړومبنى جهاد:

 دداسې خوځښتونو مشروعيت،ديني مشر ته اړتيا لري. اسلام د خداى پيغام دى او بايد د نړيوالو غوږونو ته ورسي او که څوک،ګوند يا دولت د اسلام د خپرېدو مخنيوى وکړي؛نو بايد دا خنډ لرې کړاى  شي.

ب_ دفاعي خوځښتونه:

ددې خوځښتونو موخه د اسلامي حکومت او قرآن ساتنه او د هغه خطر مخنيوى دى، چې د اسلام شتون ته ګواښ وي.

 

 

د پېغمبر اکرم  پوځي شخصيت

ځينې خلک زموږ دې کار ته مبالغه وايي،چې موږ پېغمبر اکرم بې سارى  او  تکړه  پوځي شخصيت،چې يو ديني او اخلاقي شخصيت و ښيو. حال دا چې دا بې بنسټه خبره ده؛ځکه په رښتيا رسول اکرم له پوځي اړخه په تاکتيک او ستراتېژۍ کې د پياوړي دولت بنسټګر و.

استاد “راتب عرموش” ليکي: ((عربو لومړى د شعر په ويلو لاس پورې کړ او بيا يې قواعد وضع کړل او همداسې سترو مشرانو هم وړومبى د جګړو مشري وکړه،چې ځينو ماتې خوړه او ځينو برى مونده او بيا نور راغلل  او د هغوى د ماتې او بريو د لاملونو په څېړلو يې لاس پورې کړ او په دې توګه يې د جګړې اصول او بنسټونه تدوين او راټول کړل  .)) (38)

1_ د قوماندانۍ ځانګړنې:

بې د “اُحد” له جګړې (،چې د پېغمبر اکرم له حکمه د ځينو غشي اېشتونکيو د سرغړونې  له  امله،مسلمانانو ډېر تلفات وګالل)،په ټولو جګړو کې د  پېغمبر اکرم  سمې کړلارې جوړونې،پوځي ځيرکۍ او اسماني ملاتړ،بې سارى پوځي مشر کړى  و،چې ټول پوځي  شنونکي  پرې  اعتراف کوي.

  اوس د  پېغمبر اکرم  ځينې ځانګړنې :

الف_ بدني چمتووالى:

پخوا،جګړه زموږ د وخت په څېر نه وه،اوس د ټڼۍ په کېکاږلو د بمونو  او ګوليو باران شي. حال دا چې پخوا جګړې د جنګياليو په بدني تياري پورې اړه درلوده؛د جګړې ډګر ته درسېدو لپاره به شپې او ورځې مزلونه کېدل او څو ورځې به لاس پر لاس جګړه وه اود جګړې مشران به هم له خپلو سرتېرو سره  اوږه پر اوږه  جنګېدل .

رسول اکرم ښه تکړه او د مړانې خاوند و،چې د اسلام لوړ پوړى پوځي بولندوى ؛ حضرت “علي” يې په اړه  وايي:((د جګړې تنور به چې سور شو او سخته به راغله؛نو رسول اکرم به مو پناه  و. ))

 تاريخپوهان ليکي: د خداى رسول له ((رکانه)) نومي جنګيالي سره مبارزه وکړه او پر ځمکه يې راوايشت.

 د “بني المصطلق” جګړې ته يې له خپلو يارانو سره  اوږد مزل وکړ؛ټول ياران  يې ستړي شول ؛خو رسول اکرم ستړى نه شو.

 له مسلمانانو سره يې د “خندق” په ايستو کې يو ځاى مټې بډ وهلې وې  او د مسلمانانو مخې ته به چې ستر ګټ راغى؛نو له رسول اکرمه يې مرسته غوښته او هغه هم  د ميتي  په ګوزارونو ګټ  دړې  وړې کاوه .

ب _ لرليد:

تدبر او لرليد د هوښيارۍ او پوځي تجربې تر ټولو پر مخ تللى پړاو دى.

دلته د پاک نبي  د لرليد څو بېلګې  راوړو :

1_ د حديبې له سولې سره د رسول اکرم هوکړه: حال دا چې د  حضرت عمر (رض) په ګډون ډېر مسلمانان له سولې  سره مخالف وو  او پر  پېغمبر اکرم  يې نېوکې کولې . (39)

2_ له “عبدالله بن ابى” ( د مدينې د منافقانو له مشر ) سره تر هغه پورې ملګرتيا،چې دکار حقيقت يې معلوم شو.

3_ په بېلابېلو ځايو کې د حضرت “علي” (ک) مطرح کول .

ج _ چټک هوډ :

لکه څنګه،چې مو په تېرو مخونو کې هم ورته اشاره  وکړه،پر الهي مرستو سربېره،د ډاډ او هوډ پر سموالي او د اسلامي دولت د ځواکونو د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې پياوړي  استخبارات درلودل او د “خندق” تر جګړې وروسته،پېغمبر اکرم هوډ وکړ پر “بني قريظه و” يرغل  وکړي او د  فتنو جرړې يې له بېخه  وباسي او هغې سيمې ته تر رسېدو وروسته يې 25 ورځې کلابند کړل،چې حکم ته يې غاړه کېښووه،چې په هغه وخت کې دا د اسلام او مسلمانانو په ګټه غوره او پر ځاى پرېکړه وه .

 د_ پياوړې اراده:

پياوړې اراده  هغې  ته  ويل کېږي، چې هوډ کوونکى يې د ټولو ستونزو او سختيو په شتون کې عملي کړي .

“مونتګمري” وايي:((مېړانه،سمه هوډ لرنه او پياوړې اراده تر هغو ځانګړنو دي، چې له عادي انسانه غوره او وړ مشر جوړوي.))(40)

لکه د “اُحد” په جګړه کې د پېغمبر اکرم  پولادي اراده او له يارانو سره سلامشوره او خپله سلا يې،چې جنګيالي دې له مدينې نه وځي؛خو د ډېرى مسلمانانو سلا وه،چې له ښاره د جګړې ډګر نه جوړوو او بيا پېغمبر اکرم د جګړې جامې واغوستې او و يې ويل:((يو پېغمبر ته نه ښايي،چې د جګړې جامې واغوندي او بېرته يې وباسي؛خو دا چې له خپل امت سره له جګړې راستون شي.))

 

ه_ پر ځان واکمني:

که يو مشر په کړکېچ کې پر ځان واکمن نشي او ځان کابو نه کړاى شي؛نو سرتېري به يې وشيندل شي او ماته به يې په برخه وي .

پېغمبراکرم په کړکېچنو شرايطو کې بشپړ ډاډ درلود او د حساب وکتاب له مخې يې منطقي غبرګون ښـووه.

 هغه مهال،چې پر ځمکه پروت و او”غورث بن الحارث” په ايستلې توره پرې چغې کړې: (( محمده ! اوس به دې څوک  له ما ژغوري؟))

 پېغمبر اکرم په سړه سينه ورته وويل: (( الله !))

 له همدې سره د “غورث”  له  لاسه توره ولوېده. 

 له ياده مو و نه وځي،چې په “احد” او “حنين” کې بې له  لږ شمېر يارانو نور له جګړې وتښتېدل؛نو رسول اکرم په ډاډه زړه مبارزې ته دوام ورکړ؛ځکه  وارخطا کېدل يې د اسلام  له منځه  تګ  .

 و_ د خپور وور لښکر بېرته راټولول:    

د “سوريې” لوى درستيز ((مصطفى طلاس)) د پېغمبراکرم ددې ځانګړنې په اړه  ليکي:

د تاريخ په بهير کې د هغو پوځي بولندويان د ګوتو په شمېر دي،چې د لښکر تر شيندلېدو وروسته يې، و کړاى شول،خپل سرتېري راټول او تنظيم کړي؛نو ځکه د دنيا ستر پوځي بولندويان د پېغمبر اکرم دې ځانګړنې ته  سلامي  ولاړ دي .)) (41)

چې  پېغمبر اکرم دا  کار د “حنين” په جګړه کې وکړ او برى يې وموند .

ز_  د اصحابو او دښمن پر ځانګړنو ځان  پوهول:

ح _ په زوره پر نورو د خبرې له منلو ځان ژغورل او د اصحابو د  مشورو درناوى.

ط_  د کړيو هوډونو د دندو پر غاړه اخستل او قبلول يې :

 د احد په  جګړه کې تر ډېرو تلفاتو وروسته يې څوک ملامت نه کړ او د کار پړه يې پر ځان واچاوهله،که څه هم له مدينې د راوتو هوډ يې د اصحابو په مشوره کړى و .

 

2_ د جنګياليو روزل:

 د جنګياليو روزل،د پېغمبر اکرم د پوځي شخصيت بل اړخ  و؛ځکه ښه خبر و په جګړه کې د بري راز د تکړه جنګياليو روزل دي.

3_ د وسلې چمتو کول:

 پېغمبراکرم د وسلې شمېر او څرنګتيا ته ارزښت ورکاوه؛ځکه ځينو وسلو د دښمن وسلې له کاره غورځولې؛لکه د “خندق” په جګړه کې د کندې ايستو پايله دا شوه ، چې مشرک ځواکونه پر اسلامي ځواکونو يرغل  و نه کړاى شي.

 له هجرت 6 مياشتې وروسته چې د جهاد حکم راغى؛نو پېغمبر اکرم د پوځي ځواکونو او بولندويانو په ټاکلو لاس پورې کړ او د پېغمبر اکرم له لوري د لومړۍ لېږل شوې سريه مشر حضرت “حمزه”(رض) د پېغمبر اکرم  تره  وټاکل شو؛البته ځينو تاريخپوهانو حضرت “عبيده بن حارث” (رض) ښوولى دى .

په”يعقوبي تاريخ” کې دپېغمبر اکرم  له لوري،د ټاکليو بولندويانو نومونه راغلي دي.

 

جګړې ته کړلار

الف_ تبليغاتي جګړه:

“ناپليون” وايي:(( په جګړه کې معنوي لامل تر مادي لامله درې ګرايه زيات ارزښت  لري .)) (42)

 لازم ګڼم هغې تبليغاتي جګړې ته لنډه اشاره وکړم،چې حضرت “نعيم بن مسعود عطفاني” د مشرکانو پر خلاف پيل کړه.

  “نعيم” تر اسلام راوړو وروسته رسول اکرم  ته وويل: (( رسول اکرمه ! زه  له  خپل  ټبره  پټ  مسلمان  شوى يم؛نو که د اسلام  پرمختګ ته څه لارښوونه وي؛ورته چمتو يم.))

د خداى استازي ورته وويل:(( نعيمه ! په تبليغ د خپل  مشرک ټبر روحيه کمزورې کړه،چې په جګړه کې دوکه او چل روا دى.))(43)

ب_ د يارانو د روحيې  له کمزورۍ مخنيوى:

 د اسلام له ځواکونو د هغو کسانو لرې  کول، چې  د مسلمانانو روحيه يې کمزورې کوله.

پېغمبر اکرم، چې خبر شو: د”عبد الله بن ابى سلول” هم ژمني يهودان غواړي له مشرکانو سره په جګړه کې له مسلمانانو سره مرسته  وکړي؛نو پېغمبر اکرم وويل: ((ايا مسلمان شوى يې؟))

 ورته وويل شول:(( نه!)) پېغمبر اکرم: ((بېرته يې ستانه کړئ؛ځکه نه غواړم د کافر په مرسته پر مشرک  ‌برلاس شم . )) (44)

5- اروايي جګړه:

اروايي جګړه د جګړييزې ارادې د دړې  وړې کېدو تر ټولو مضبوطې وزلې دي او هغوى چې پر جنګي فنونو پوهېږي،خبر دي چې تر پوځي جګړې د اروايي جګړې برى ژر او ارزانه دى؛ځکه په اروايي جګړه کې د دښمن پر عقل،فکر او عواطفو يرغل کېږي او د دښمن د سرتېري تر ټولو قيمتي څيز؛يعنې معنوي روحيه له منځه وړي.

“مارشال رومل” وايي:

 ((برى به د هغه  پوځي مشر وي،چې د دښمن  پر بدن  تر بر لاسي د مخه پر عقلونو يې برلاسى شي ))

 

د فرانسې پخوانى ولسمشر “جنرال دوګول” وايي:

 (( يو دولت په جګړه کې د بري لپاره، جګړې ته د سرتېرو تر لېږلو د مخه دې د دښمن پر خلاف اروايي جګړه پيل کړي او د جګړې پر مهال دې هم له دې  لارې د خپلو سرتېرو روحيه غښتلې کړي.))

په دويمه نړيواله جګړه کې د “بريتانيا” لومړي وزير “چرچيل” ليکي:

 ((په ډېرو ځايو کې اروايي جګړې د تاريخ  څېره اړولې ده .))(45)

 سره له دې،چې پېغمبر اکرم  په داسې وخت کې ژوند کاوه،چې له تمدن او پرمختګه لرې و؛خو د جګړې د ستراتېژۍ په اړه  يې داسې څرګندونې درلودې، چې د اوسنۍ زمانې د پوځي ستراتېژيو بنسټ دى،چې په لنډو ورته اشاره کوو :

 

الف _ ځواکمني:

د پېغمبر اکرم د “انفال” شپېتم آيت ته پام و،چې:((ترهبون به عدو الله  وعدوکم )) او پوهېده،چې د اسلامي دولت ځواکمني د خداى او بشريت دښمنان وېروي او پر اسلامي دولت ديرغل فکريې له مغزو وباسي؛نو له مجاهدو مسلمانانو يې داسې پياوړى لښکر جوړ کړ، چې مشرکانو او کفارو به ورسره له مخامخېدو ډډه کوله،چې په ټوله کې پاک نبي په  28 غزاوو کې ګډون کړى و،چې 19 يې بې له جګړې تر سره  شوې دي .

 

ب _ په ژبه جهاد:

 رسول اکرم وايي: ((مؤمن  په ژبه او توره د خداى په لار کې جهاد کوي .)) ( 46)

 لومړى دا چې تبليغ وزلې دي او د وخت له لاسه ورکولو مخکې، دښمن ته په نېکيو امر او له بديو يې ژغورل پکار دي .

 دويم دا چې تبليغ د دښمن په وېرولو کې خورا ونډه لري او نن ترې پر انساني عواطفو،چلن او فکر د اغېز له امله په تبليغاتي جګړه کې کار اخستل کېږي.د اسلام په صدر کې په ژبه د جهاد يوه بڼه  د ((الله اکبر))، (( احد احد )) او (( امت امت )) شعارونه ورکول وو. نن هم د سرتېرو راهڅولو ته شعارونه ورکول کېږي؛خو دا شعارونه فاشيستي او توکميز دي.

 

له اروايي جګړې د ځان ژغورنې لارې

 

1_ ايمان او عقيده:

 بې ايماني او د عقيدې سستي هغه ستره روحي ناروغي ده،چې له پخوا تر اوسه يې دډېرو پرروحيه ناوړه اغېزه کړې او لري يې. هماغه ستر پېغمبر،چې ځان يې پر خداى  سپارلى و او د شيطان پر لښکر يې چورت نه واهه؛خداى يې د يارانو او اصحابو په اړه  وايي: ((مؤمنانو ته چې ځينو وويل:ستاسې پر ضد يې سترلښکر راټول کړى؛نو وډارشئ او ځان  ترې وساتئ، چې دې  خبرو يې ايمان نور هم غښتلى کړ،ويې ويل: خداى راته کافي دى او خداى تر ټولو غوره پالندوى دى .))؛الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُوا حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ=دوى هغه كسان دي،چې(ځينو) خلكو ورته وويل : (( خلكو [=ددښمن لښكر ] ستاسې پر خلاف د بريد لپاره راټول شوى دى؛ نو ترې ووېرېږئ !)) نو ددې خبرې په اورېدو يې ايمان نور هم پياوړى شو، و يې ويل: ((موږ ته خداى بس دى او(هغه زموږ) غوره ملاتړ او کار سازى دى.)) (47)

 هو ! د اروايي جګړې  پر وړاندې عقيده  او ايمان د مسلمانانو تر ټولو کلک  ډال و.

 

2_ صبر او لمونځ:

 د اسلام د دښمنانانو د اروايي دباوونو مقابلې ته صبر او لمونځ پياوړې وزلې دي.

 خداى په قرآن  کې  وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ(بقره/۱۵۳) = مؤمنانو! په صبر(او زغم) او لمانځه سره مرسته و غواړئ (؛ځكه ) خداى له صابرانو سره دى . ))

((وَلاَ تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِن لاَ تَشْعُرُونَ= او د خداى په لار كې وژل شويو ته  مړه مه وايئ؛بلكې (هغوى) ژوندي دي؛خو تاسې نه پوهېږئ.(او په حسي درک ورته ځير کېداى نشئ) .(بقره/۱۵۴)

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْ‏ءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالَّثمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ(بقره/۱۵۵)= او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سرومال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته؛))

((الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلّهِ وإِنّا إِلَيهِ رَاجِعُونَ(بقره/۱۵۶)= (او) هغو (صابرانو) ته زېرى ورکړه، چې د مصيبت په ورسېدو يې وويل:(( موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورستنېدونکي يو! ))

((أُولئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِن رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ(بقره/۱۵۷)= دوى هماغه (کسان) دي،چې د خپل پالونكي درود،لطف او ځانګړى رحمت پرې لورېدلى دى او همدوى سم لاري دي.)) (49)

 

 

3_ له سستۍ او ناغېړۍ ځان ژغورل:

 د قرآن آيتونه،نبوي سنت او د امامانو ويناوې،مسلمانانو ته ډاډ او تسل ورکوي او سپار‌‌ښتنه کوي،چې له  لټۍ او سستۍ ځان وژغوئ،چې ستره روحي ناروغي ده.

 قرآن مجيد مسلمانانو ته وايي:

(( وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنْتُم مُؤْمِنِينَ( آل عمران/۱۳۹)=اوكه تاسې (په رښتيا) مؤمنان ياست (؛نو) مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسې برلاسي ياست.))

((إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ( آل عمران/۱۴۰)= كه تاسې( داحد په ډ ګركې) ټپي شوي ياست ( او ماتې مو خوړلې)؛ نو(د بدر په ډګر كې ) هغه  ډله هم ستاسې په څېر ټپي شوې وه او موږ د ( برى او ماتې) دا ورځې د خلكو ترمنځ اړوو را اړوو(،چې دا د دنيوي ژوندځانګړنه ده) چې خداى مؤمنان وپېژني او له تاسې شاهدان ونيسي او خداى ظالمان نه خو ښوي. ))

((وَلِيُمَحِّصَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ ( آل عمران/۱۴۱)= او چې خداى مؤمنان چاڼ كړي ( او تكړه شي) او كافران (ورو ورو)  پوپناه شي. ))

((أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ ( آل عمران/۱۴۲)=ايا انګېرئ، چې (يوازې دايمان په ادعا) به جنت ته  ولاړ شئ، حال دا چې تر اوسه خداى په تاسې كې مجاهدين او صابران نه دي معلوم كړي.)) (50)

 د قرآن  پر کلامي سپارښتنو سربېره،د احدد جګړې پېښه په دې اړه  عملي بېلګه ده. په  هغه  جګړه کې سره  له دې،چې  مسلمانانو ترخه ماتې وخوړه؛خو د پېغمبر اکرم  لاروي يې د ژغورنې لامل شوه او مؤمنانو ته يې له نفس سره مبارزه او اکبر جهاد ورزده کړ.

4_واقعيتونه راوړاندې کول:

 سره  له دې،چې د غير الهي دولتو تبليغات د خپلو او نورو ولسونو د ارادو د سستولو لپاره،له دروغو او دوکو کار اخلي؛خو په دې وروستيو کې پوهانو جوته کړې،چې د واقعيت د ويلو هومره هېڅ څيز نه شي کړاى د اروايي جګړې ناوړه اغېزې له منځه يوسي؛ځکه د واقعيت پټول په انسان کې فکري تشه رامنځ ته کوي او د دښمن په تبليغاتو بې لارې کېږي؛نو ځکه سمه خبر رسونه او د واقعيتونو ښوول،په خلکو کې د شک د له منځه وړو يوازېنۍ لار ده .

تاريخپوهانو د احد په  جګړه کې د پېغمبر اکرم د صحابي حضرت “انس بن نظر” کيسه رانقل کړې ده: د حضرت “عمر” او حضرت “طلحه” (رضى الله عنهما) په ګډون يوې ډلې مسلمانانو،چې کله د پاک نبي د وژل کېدو يې واورېدل؛نو يو بل ته يې وويل: کاشکې،چې يو تن مو “عبد الله بن ابى سلول” (د منافقاتو مشر) ته لېږلى واى،چې له مړينې د مخه يې راته له ابوسفيانه امان اخستى واى. دا مهال  حضرت “انس” ورته وويل: (( خلکو! که “محمد” مړ شو؛نو خداى خو يې مړ نه دى؛نو کومې موخې ته چې “محمد” جنګېده؛تاسې هم وجنګېږئ.)) بيا “انس” اسمان ته مخ کړ او و يې ويل:((خدايه ! زه د دوى له ويلو درنه بښنه غواړم او له  وړانديزه يې بېزاره يم.)) د جګړې ډګر ته يې ورودانګل او شهيد شو . (51)

له  ام المؤمنين عايشې (رضى الله عنها) روايت دى،چې:(( لومړي خليفه  به چې د احد د جګړې  ورځ  راياده کړه؛نو پر ژړا به  شو او ويل به يې”هغه ورځ  د “طلحه” د تېښتې  ورځ  وه. )) (52)

او له دې مخکې مو هم ويلي وو،چې ګران پېغمبر پر غونډۍ ودرېد او تښتېدليو يارانو ته يې په نامه غږ وکړ، چې حضرت “عثمان بن عفان” هم پکې  و.

 د احدد جګړې پر ورځ  د پېغمبر اکرم د ژونديتوب واقعيت نه يوازې د پېغمبر اکرم د وژل کېدو د اوازې د شنډېدو لامل شو؛بلکې د شيندل شوي لښکر د بيا راټولېدو لامل هم شو؛مسلمانان بېرته ډاډه شول او پوه شول،چې د خداى د وعدې له مخې به،برى د مسلمانان وي .

“صحيح بخاري” روايت کړى چې:

 ((“ابي قتاده”وويل: مسلمانان د “حنين” د جګړې پر ورځ وتښتېدل،زه هم وتښتېدم  په  تښتېدليو مسلمانانو کې مې “عمر بن الخطاب” هم وليد،ورته مې وويل: پر خلکو څه وشول ؟ “عمر” وويل :د خداى حکم ……. )) (53)

او پر هغه  ورځ  يوازې حضرت  “علي” د جګړې  په  ډګر کې  پاتې  شو او ټينګ ودرېد.(54)

او په دې توګه ستر پېغمبر جوته کړه،چې د نفسونو سموونکى،د زړونو شفا بښونکى او روزونکى دى او هېڅکله به د هغو له  سمونې نه ستړى کېده، چې د پېښو له امله نهيلى کېدل.

 

بل پوځي ګام

 لرليد رسول اکرم اړ کړ،چې د احد په جګړه کې د روحي ګوزار د اغېز د منځه وړو ته په بل پوځي اقدام لاس پورې کړي؛ځکه تر هغو پېښو وروسته،پېغمبراکرم د پوځي مشر په توګه له دغو مسئلو سره مقابلې  ته چاره سنجولې وه :

الف _ په مدينه او چاپېريال کې يهودو،منافقانو او مشرکانو،پر مسلمانانو ملنډې وهلې او  پر ماتې يې خوشحالۍ کولې.

ب _ د مسلمانانو د واکمنۍ دبدبې ته ګواښ.

ج _”عبدالله بن ابى سلول” ادعا کوله،چې پېغمبر اکرم يې خبرې ته غوږ نه و اېښې او پر خپلو هم ژمنو په غوسه دى او سره له دې،چې په جګړه کې يې ونډه نه وه اخستې؛خو د مسلمانانو د روحيې کمزورولو ته يې تبليغات کول.

د_ او که  د جګړې  پايله هماغسې پاتې واى؛نو تل به د مسلمانانو پر تندي د ماتې ټاپه  لګېدلې واى او د عربستان  په  نورو ځايو کې به ترې د مشرکانو سترګه هم نه  سوځېده او قريشو به بيا يرغل ته پر بډو ګوتې وهلې واى.

 د پورته دليلونو له مخې،پېغمبر اکرم هوډ وکړ د احد د جګړې د ماتې جبرانولو ته حساب شوى ګام پورته کړي او د مسلمانانو ټپي روحيه بيا ورغوي او د يهودو او منافقانو پر زړونو د وېرې رپ ولګوي؛نو د احد تر جګړې وروسته يې اعلان وکړ: ((هغه مسلمانان دې د قريشو شړلو ته له مدينې راووځي،چې د احد په جګړه کې يې برخه اخستې وه.)) مسلمانان د پېغمبر اکرم د حکم  له مخې د مدينې په اته ميلۍکې “حمراءالاسد” سيمې ته راووتل.”ابوسفيان” چې خبر شو؛ نو ګومان يې وکړ مسلمانانو تازه ځواکونه راوستي  او همدا ګومان يې لامل  شو،چې  پر لښکر او “ابوسفيان” د وېرې  رپ ولګي او د مکې پر لور وتښتي؛نو مسلمانانو ددې سنجول شوي حرکت له  لارې خپله دبدبه بېرته تر لاسه کړه او د رسول اکرم حکيمانه مشرۍ،مسلمانان له روحي ماتې وژغورل.

ددې حکيمانه مشرۍ بله بېلګه د “خيبر” په جګړه کې ده؛په سر کې  پېغمبر اکرم د حضرت “ابوبکر”(رض) په مشرۍ مسلمانان د يهودو کلا نيوو ته ولېږل؛خو تر څه  مودې وروسته ماتې خوړلي راستانه شول.

 بله ورځ يې مسلمانان د حضرت “عمر”(رض) په مشرۍ د همدې موخې لپاره ولېږل؛خو هغوى هم تش لاس راستانه شول.

 مجاهدينو به خپل بولندوى او بولندوى به خپل مجاهدين له دښمنه په وېره تورنول. د حضرت”جابر بن عبدالله” (رض) د روايت  له مخې،چې “حاکم حسکاني” په “مستدرک” کې راوړى او صحيح يې ګڼلى،پېغمبر اکرم يارانو ته وويل: ((سبا به د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او رسول  يې  پرې ګران دي او هغه هم پر خداى او رسول يې ګران دى او هېڅکله  له جګړې تښتېدلى نه دى،خداى به يې کلا په  لاس فتح  کړي او برى به مو په برخه شي.)) سبا ټول په تمه  وو، چې د خداى استازى به څوک بولندوى ټاکي. پر هغه ورځ د “علي” سترګې خوږېدې؛خو پېغمبر اکرم ورته د مشرۍ بېرغ ورکړ او هماغسې  وشول،چې پېغمبر اکرم ويلي وو او”علي” د خيبر د کلا ورونه پرانستل. )) (55)

هو! د څښتن استازي  خپل سرتېري  داسې روزلي وو،چې د ماتې روحي اغېزې يې په سترو بريو له منځه وړې.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست