تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حکمت حضرت علي (ک)، حضرت حسن (رض) ته په وصیت کې وايي : و نوره بالحكمه « تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه.» «حکمت» په اسلامي معارف کې یوه له اشنا کلمو ځنې ده، په قرآن کریم او د دیني مشرانو په څرګندونو کې کارول شوې ده. ټول پوهېږو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حکمت

حضرت علي (ک)، حضرت حسن (رض) ته په وصیت کې وايي :

و نوره بالحكمه

« تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه.»

«حکمت» په اسلامي معارف کې یوه له اشنا کلمو ځنې ده، په قرآن کریم او د دیني مشرانو په څرګندونو کې کارول شوې ده. ټول پوهېږو چې د خدای له نامو ځنې یو هم «حکیم» دی او «حکیم» هغه دی چې حکمت لري.

«حکمت»، «خیر کثیر» دی او دنیا «متاع قلیل» ده.

د الهي خویونو د درلودو یو ډول، د حکمت درلودل دي. خدای (ج) په قرآن کې، حکمت «خیر کثیر» بللی دی:

يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا (بقره/۲۶۹) 

د امام فخر رازي (رح) د وینا له مخې د «خیر کثیر» پر مانا هله ښه پوهېدای شو، چې له «متاع قلیل» – چې د دنیا ځانګړنه ده ـ سره یې پرتله کړو. ګرده نړۍ له نعمتونو سره یې «متاع قلیل» ده او پر وړاندې یې خدای حکمت «خیر کثیر» ستایلی دی. دا چار راښیي چې د خدای له نظره، حکمت تر کومه بریده پر دنیا غوراوی لري. په واقع کې حکمت له دنیوي متاع ځنې نه دی؛ ځکه که و؛ نو د «قلیل» په ځانګړنه کې رانغاړېده. حال دا چې خدای حکمت په «کثیر» ځانګړنه یاد کړی دی.

«حکمت» او «فلسفه» یوه نه ده

سم نه پوهېږو، چې له څه وخته او په کوم سبب په اسلامي فرهنګ کې «فلسفه» له «حکمته» سره مرادفه او په یوه لیکه کې ایښوول شوې ده. په اسلامي فرهنګ کې کله فیلسوف ته «حکیم» هم ویل شوی دی. د همدې دلیل له مخې د مولوي په څېر کسانو حکمت پر دنیوي او دیني ډولونو وېشلی:

حكمت دنيا فزايد ظن و شك        حكمت دينى پرد فوق فلك‏

(مثنوى، دویم دفتر، 3203 بیت)

مولوی چورلټ فلسفه نفې کوي او هډو په هیڅ ښه والي ورته قایل نه دی؛ خو د حکمت په اړه احتیاط خپلوي؛ ځکه دا یوه دیني اصطلاح ده او په قرآن کریم کې هم ستایل شوې ده؛ نو ځکه دوه برخې کوي یې: یوه برخه یې دنیوي حکمت دی چې فلسفه او کلام رانغاړي او بله یې دیني حکمت دی چې انسان الوزوي او فلک ته يې وربوځي.

سمه څرګنده نه ده، چې ولې زموږ فیلسوفانو او اندیالانو «فلسفه» له حکمت سره یوه بللې ده. دا مساوي ایښوونه، د ډېر مغالطو او ناوړو پوهاویو لامل شوی دی.

خدای (ج) او دیني مشرانو له «حکمته» مراد «فلسفه» نه بلله

جوته ده چې  له «حکمته» د قرآن کریم او علي (ک) منظور، هغه څېزونه نه دي، چې  فیلسوفانو په فلسفي کتابونو کې راوړي دي. خدای تعالی چې «حکیم» یادېږي، پردې مانا نه دی چې «فیلسوف» او «فلسفه پوه» دی. دلته چې علي(ک) خپل زوی ته سپارښتنه کوي چې خپل تیاره زړه د حکمت په رڼا، رڼا کړه، مراد یې دا نه دی چې زوی یې رسمي، متداولې او مدرسې فلسفې زده کړي او د فیلسوفانو له ویناوو دې خبر شي.  خبره دا نه ده چې فلسفه، نامنلې یا د شرع خلاف ده. پوښتنه داده چې قرآن کریم او دیني مشران د کوم ډول حکمت سپارښتنه او هڅونه کوي؟

د مسلمانو فیلسوفانو فلسفه له ممکنه فلسفو ځنې ده

څه چې نن په مسلمانانو کې د فلسفې په نامې نادېږي، له ممکنه فلسفو ځنې یوه فلسفه ده. نور ډول ډول فلسفي ښوونځي هم شته یا شته کېدای شي. پردې سربېره دا دودېزه فلسفه د مسلمینو په تېر فرهنګ کې دومره قدرمنه او محترمه نه وه. معمولا عارفانو او فقهیانو فیلسوفان غندل، د دې دوو ډلو په ګروهه، فیلسوفانو د انبیاوو پر وړاندې یوه هټۍ پرانستې یا یې خلک پر داسې مسایلو میین کړي، چې د دوي د نړۍ جدي مسایل نه دي او د خلکو په نېکمرغۍ کې دخالت او ونډه نلري.

 د (دینوالو نه ملحدو) فیلسوفانو کار دادی، چې خدای ته د بشر د وررسېدو لار لرې کوي. انبیاوو انسانان له لاسه نیولي او په اسانۍ او نژدې یې خدای ته وررسولې؛ خو فیلسوفان خدای دومره لرې او نا پېژاندی کوي ان که انسانان تر ډېرو ګرځېدو روسته ورورسي، مینه ورسره نشي کړای. مشهوره ده چې پاسکال پر یو کاغذ دا غونډله – جمله لیکلې وه او له خپلو جامو سره یې نښلولې وه:

« د ابراهیم خدای، د موسی خدای او د عیسی خدای، نه د فیلسوفانو خدای.»

دا د هغو کسانو خبرې دي، چې د خدای پېژندنې او خدای پالۍ په اړه د فیلسوفانو له کړنلارو سره موافق نه ول. البته نباید د خدای پېژندنې یا د عقلي مسایلو په شننه کې ددې بزرګانو ربړونې او زحمتونه بې ارزښته وبولو. دوی په یوې ځانګړې لار تللي او په نړۍ کې یې ځانګړې غوټي هم پرانستي. باید د فیلسوفانو لاس ته راوړونو ته د یو بشري معرفت نظر وشي. خو ډېرې د ویینې ځای دی چې دا دودېزه فلسفه «خیر کثیر» دی یا مساله په بل ډول ده؟

«دنیوي متاع» لانجې راولاړوي

باید پردې مانا یو بل ټکی هم ورزیات شي: دنیوي متاع چې «قلیل» یاده شوې؛ یوه بله ځانګړنه هم لري، چې شخړې راولاړوي. دنیوي متاع، لانجې، سیالۍ او مناقشې رانغاړي او شیطان پکې سوړه کوي او انسانان په لانجو پرې اخته کوي.

څه چې د دواړو لوریو ترمنځ د سیالۍ او لانجې لاملېږي د دې دنیا له نعمتونو ځنې دی. خدای موږ انسانان خبر کړي یو، چې په جنت کې توپیر شته؛ خو شخړه نشته. خلک په جنت کې په یوه مرتبه کې نه دي او د علي (ک) په تعبیر «متفاضلې درجې» لري؛ یعنې ځېنې په کوز نیسو او ځینې په لوړ مرتبو کې دي؛ خو جنتیان د بېلابېلو او مختلفو مراتبو له درلودو سره سره یو له بل سره شخړې نه کوي. جنتي نعمتونه شخړې نه راولاړي. خدای را ته وایي چې جنتیان په جنت کې:

لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا (کهف/۱۰۸)  = او له دې ځايه لېږد نه غواړي»

د بل ځای حسرت نلري، کمښت نه ننګېري. ظرفیت یې دومره ډک دی چې نور دومره غوره نه ویني چې په دښمنۍ ورسره لاس پورې کړي؛ یعنې په عین حال کې چې د درجو او مراتبو اختلاف لري؛ خو رضایت، خاطر جمعي او خاطر خوشحالي هم شته؛ نو ځکه دښمني او سیالي نشته. خو دوزخیان سره له دې چې په دوزخ کې دي او دلته هیڅوک له نعمته برخمن نه دي؛ خو بیا هم یو له بل سره شخړه کوي:

إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

په جنت کې سراسر نعمت او برخمني ده، د مراتبو اختلاف هم شته؛ خو لانجه نشته؛ مګر په دوزخ کې نعمت او څه ګټه او تمتع نشته؛ خو لانجې شته. ددې توپیرونو راز باید ددې شتمنیو په جنس کې ولټو. لانجمنې شتمنۍ ددې نړۍ له جنسه دي او فاني کېدونې دي؛ خو هغه نعمتونه چې ډاډمني او تمکین راولي او سره له دې چې خاوندان یې له دې نعمتونو په برخمنی کې توپیر لري، شخړې نه راولاړوي، له دې نړۍ نه دي؛ بلکې رفعت او لوړتیا لري او په بل ځای پورې تړاو لري.

څه چې شخړي راولاړوي او پر سر یې لانجې وشي، له اخروي نعمتونو ځنې نه دي

که دا کچه په پام کې وي، د انسانانو یو علم هم د اخروي نعمتونو له جنسه نه دي؛ خو یو شمېر یقینونه چې خاوندانو ته یقین ترلاسه کوي او ډاډمني، وقار، ارامي او تمکین ور پر برخه کوي. دا ارامي د هر ډول سیالۍ دښمنه ده. پردې سربېره، پر څه چې لانجه کېږي، معلومیږي چې یقین ترې تر لاسه کولای نشو او اخروي نعمتونه ترې تر ګوتو کولای نشو.

په یو روایت کې راغلي :

« اياكم و الجدال فانه يورث الشك = له مشاجرې او لانجې ډډه وکړئ، چې د شک لامل ده»

 او ټول پوهېږو چې فلسفه د مشاجراتو ځای دی؛ نو ځکه «خیر کثیر» چې د حکمت ځانګړنه ده، په دودېزې مانا د فلسفې ځانګړنه او وصف نه دی.  دا فلسفه هم د دنیا د «متاع قلیل» له جنسه ده؛ هغه چې غوپې پکې وهوو او په دې دنیا کې د اسېدو په پار «متاع قلیل» ته یې هم اړین یو.

پېغمبران د کتاب او حکمت ښونې ته راغلي دي

اوس باید وپوښتو، چې د قرآن کریم او دیني معارفو په اصطلاح کې «حکمت» څه ته وايي؟ ګرد پېغمبران په تېره د اسلام پېغمبران (ص) راغلی، چې خلکو ته کتاب او حکمت ورزده کړي. دا کوم حکمت دی چې د فیلسوفانو له بازاره نه؛ بلکې د پېغمبرانو له بازاره یې باید وپېرو؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!