تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   آية الکرسي د توحید شعار او پېغام  اللّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَهٌ وَ لا نَوْمٌ لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِی یَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاّ بِإِذْنِهِ یَعْلَمُ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ وَ لا یُحِیطُونَ بِشَیْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلاّ بِما […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

  آية الکرسي د توحید شعار او پېغام 

اللّهُ لا إِلهَ إِلاّ هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَهٌ وَ لا نَوْمٌ لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِی یَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاّ بِإِذْنِهِ یَعْلَمُ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ وَ لا یُحِیطُونَ بِشَیْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلاّ بِما شاءَ وَسِعَ کُرْسِیُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ لا یَؤُدُهُ حِفْظُهُما وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیمُ (۲۵۵) = الله؛ بې له ده معبود نشته، تر تله ژوندى دى، سمبالوونکی؛ همیشه قايم دى، نه يې پركالي نيسي او نه خوب (او يوه شېبه هم د هستۍ له تدبيره نه بې پروا كېږي) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، [ټول] دده دي، څوك دى چې بې له اجازې يې (د نورو) شفاعت وکړي؟ نو ځكه هغوى چې د شفاعت وړ وي او شفاعت كوونكى يې شفاعت وكړي؛ نو د الله له مطلق مالكيته څه نه كمېږي) او الله په خپل پراخ علم د خلکو له اوسني او راتلونکي برخلیکه باخبر دی ( او علم ته يې تېر او راتلونكې يو شان ده) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛ خو داچې پخپله (یې) وغواړي ( له هر څه خبر دى او د نورو محدوده پوهه یې د ناپايه پوهې يو څرك دى)، (د علم او ځواک) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [ = اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى.

ټکي:

*په دې آيت کې د «کرسي» د کلمې د شتون له لامله، رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم دا آيت، «آیة الکرسي» ونوماوه. د شیعه او سني په روایاتو کې راغلي، چې دا آیت د قرآن څوکه ده او په آيتونو کې ستر مقام لري‏[1]. همدغسې ددې آیت د تلاوت په باب ډېره سپارښتنه شوې ده، له علي (ک) روایت شوی چې ویې ویل: ددې آيت د فضیلت تر اورېدو روسته، هره شپه آیة الکرسي لولم‏[2].

په دې آيت کې شپاړس ځل د الله تعالی نوم او صفات یې اوڅار شوي. په همدې پار یې آية الکرسي د توحید شعار او پېغام ګڼلی دی. که څه په قرآن کې څو وارې په بېلابېلو ویناوو، د توحید شعار اوڅار شوی؛ لکه:

« لا إِلهَ إِلاَّ اللّهُ[3]»، « لا إِلهَ إِلاّ هُوَ[4]»، « لا إِلهَ إِلاّ أَنْتَ[5]» ، « لا إِلهَ إِلاّ أَنَا[6]»؛ خو د دوی په هېڅ یوه کې د آیة الکرسي په څېر، د توحید شعار ترڅنګ د الله تعالی صفات اوڅار شوي نه دي.

*الله تعالی دوه ډوله صفات لري؛ ځينې صفات یې، عین ذات دی او له الهي ذاته نه بېلېدوني دي؛ لکه: علم (پوهه)، ځواک او حیات (ژوندون)؛ خو ځينې صفات چې د فعل صفات ورته وایي، د الله تعالی په فعل پورې اړوند دي؛ لکه پنځول (پیدا کول) او عفوه کول. ددې ډول صفاتو سرچینه، الهي اراده ده، که وغواړي پنځول کوي؛ خو د ذاتي صفاتو په باب دا نشو ویلای، که الله تعالی وغواړي؛ نو پوهېږي او که و نه غواړي؛ نو نه پوهېږي. که وغواړو د ذات صفات تشبیه کړو، باید ووایو، د الله تعالی لپاره عالم توب او قادر توب، د انسان لپاره د مخلوق توب په څېر دی. له انسان څخه بیخي د مخلوق والي صفت نه بېلېږي؛ لکه څنګه چې له الله تعالی نه د علم صفت نه جلا کېږي.

د «اله» کلمه هر معبود ته کارېږي، که حق وي که باطل « أَ فَرَأَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ[7]»؛ خو د «الله» مبارکه کلمه د الهي سپېڅلي ذات نامه ده. غیر الله معبودان، د یوه مچ له پنځولو بېوسې دي؛ «لَنْ یَخْلُقُوا ذُباباً[8]» او هغوی چې غیر الله لمانځي، د توحید له لوړو څوکو څخه تپو تیارو ته ورپرېوځي. « وَ مَنْ یُشْرِکْ بِاللّهِ فَکَأَنَّما خَرَّ مِنَ السَّماءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ[9]= او څوک چې له الله سره شریک ونیسي؛ نو وګڼه، چې له اسمانه راولوېد او مارغان یې (په هوا کې) وتښتوي»

«لا إِلهَ إِلاَّ اللّهُ» د هر مسلمان د پېژندپاڼې لومړی مخ دی. د پېغمبر اسلام (ص) لومړی شعار او بلنه هم په همدې جمله وه: «قولوا لا اله الا الله تفلحوا[10]» همدغسې یې ویلي دي: « من قال لا اله الا الله مخلصا دخل الجنه و اخلاصه بها ان تحجزه لا اله الاالله عما حرم الله= څوک چې په اخلاص د توحید غږ پورته کړي، جنت ته ورننوځي او د اخلاص نښه یې داده، چې د «لا اله الا الله» ویل یې له الهي حرامو لرې کړي[11]»

امام صادق (رح) ویلي: « قول لااله الاّاللّه ثمن الجنه[12]» د «لا اله الا الله» د ویلو بیه جنت دی. همدغسې امام رضا (رح) په قدسي حدیث کې روایت کړی: «کلمة لا اله الا الله حصنی[13]» د توحید کلمه، الهي ټینګه کلا ده.

هو، توحید، د انسان ژغورنې او بریا لامل دی؛ البته لکه څنګه چې وایي: څوک چې په پوهنتون یا د دیني زده کړو په مدارسو کې شامل شي، عالم شو؛ یعنې په دې شرط چې ټول لازم سبقونه ولولي. د «لا اله الا الله» ویل، ژغوروندويه دي؛ خو په شرایطو، چې په خپل ځای کې به اشاره ورته وشي.

*پر توحید ګروهه ، د انسان په سترګو کې ټول ځواکونه او راکښنې – جاذبې، کوشنۍ او سپکې برېښوي. د توحید له روزنيزو اغېزو یوه یې داده، چې مسلمانانو، پاچایانو او واکمنو ته سجده نه کوله. د حبشې د پاچا نجاشي په دربار کې، مسلمان کډوالو وویل: «لا نسجد الا الله= موږ یوازې الله ته سجده کوو[14]» حضرت دحیه کلبي یو بل مسلمان د روم پاچا (قیصر) په ماڼۍ کې، سجده و نه کړه او د ماڼۍ مېشتو په ځواب کې یې وویل: «لا اسجد لغیرالله= زه غیر الله ته سجده نه کوم[15]». هو، توحید، انسان دومره لوړ بوځي، چې ان جنت و دوزخ ورته نه اوڅارېږي. پاکلمنو امامانو هم د دغسې انسانانو روزنې ته هڅې کولې. علي (ک) ویلي: « لاتکن عبد غیرک و قد جعلک اللّه حراً : د بل بنده مه وسه، چې الله ازاد پنځولی یې[16]»

لازم ده چې مسلمانان هره ورځ او په هر ځای کې په لوړ غږ اذان وکړي او د دروغجنو خدایانو او طاغاتانو له بنده ګۍ د ازادۍ غږ پورته کړي او د خپل هر نوزیږي غوږونه، تر هر بل غږه، د توحید «لا اله الا الله» له انګازو سره آشنا کړي.

«هُوَ الْحَیُّ»      

د «جوشن کبیر» دعا په اویایمه برخه کې، د الله تعالی حّي توب (ژوندیتوب) داسې اوڅاروي:

((یا حیا قبل کل حی،یا حیا بعد کل حی،یا حی الذی لیس کمثله حی،یا حی الذی لا یشارکه حی، یا حی الذی لا یحتاج الی حی،یا حی الذی یمیت کل حی،یا حی الذی یرزق کل حی، یا حیا لم یرث الحیاه من حی،یا حی الذی یحیی الموتی،یا حی یا قیوم))

«هو، الله تعالی ژوندی دی؛ خو له هر ژوندي مخکې او تر هر ژوندي روسته. په ژوندیتوب کې، ورته ساری، سیال او شریک نشته او ژوندي پاتېدو ته، د بل اړمن نه دی. هغه ژوندي، مړه کوي او ټولو ژوندیو ته روزي ورکوي. هغه ژوندون له بل ژوندي په میراث کې نه دی وړی؛ بلکې مړیو ته هم ژوند وربښي، هغه ژوندی او پر خپلو پښو ولاړ (پایند) دی.

*د پالونکي د ذات په اړه د ژوندون (حیات) مانا، له نورو سره توپیر لري او د الهي نورو صفاتو په څېر، له ذاته یې نه بېلېدونې ده او فنا پکې سوړه نشي کړای؛ « وَ تَوَکَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِی لا یَمُوتُ[17]= او پر هغه ژوندي بروسه وکړه، چې هډو مري نه». هغه په خپل ژوندون کې لکه انسان، څاروی او ګیاه ته اړتیا نه لري، چې د ژوند لپاره خورونې یا تغذیي، تولید مثل، جذب و دفع ته اړتیا لري. « یا حی الذی لیس کمثله حی : ای ژوندیه! چې په څېر دې ژوندی نشته».

«القیوم»

«قَیّوم» د «قیام» له ریښې، هغه ته ویل کېږي، چې پر خپلو پښو ولاړ او نور ورپورې تړلي وي (د راغب مفردات). د «قیوم» کلمه، درې ځل په قرآن کې راغلې او هر ځل د «حیّ» کلمې ترڅنګ ده. قیام یې خپل دی؛ خو د نورو موجوداتو قیام، دده پر وجود دی او د پالونکي له قیومیته مراد، د مخلوقاتو په باب دده پوره تسلط، څارنه، حفاظت او تدبیر دی. قیام یې دایمي او هر اړخیز دی، پنځوي یې، روزي ورکوي، لارښوونه (هدایت) ورته کوي او مړه کوي یې او یوه شېبه هم غافل نه دی.

هر ژوندی موجود، د خپل ژوند دوام ته، د فیض سرچینې ته اړمن دی- لکه څراغ چې د خپلې ړنا لپاره، د برښنا د مزو اتصال او نښلون ته اړتیا لري. باید ټول موجودات د ژوندي کېدو لپاره، له «حي» وخورول -تغذیه شي او د ژوند د غځېدا لپاره پر «قیوم» ولاړ وي.

حضرت علي کرم الله وجهه ویلي: « کلّ شیء خاضع له و کلّ شیء قائم به: هر څه غاړه ورته ایښې او هر څه ورپورې تړلي دي[18]»

روایت شوی چې په بدر غزا کې رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په سجده کې څو وارې ویل: «یا حي یا قیوم»[19].

« لا تَأْخُذُهُ سِنَهٌ وَ لا نَوْمٌ »

امام صادق (رح) ویلي: « ما من حیّ الاّ و هو ینام خلا اللّه وحده: هر ژوندی ویدېږي؛ خو بې الله تعالی، چې له خوبه لرې دی[20]»

الله تعالی حی (ژوندی) دی، خوب او چورت ته اړمن نه دی[21]. خوب، ژوندي له ځانه پرې (منقطع) کوي؛ نور خو لا پر خپل ځای پرېږده؛ خو الله تعالی خوب نه لري او تل پر هر څه قیومیت لري.

 

«لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ»

هغه د هر څه حقیقي مالک دی او په رښتینه کې د انسان مالکیت یو عاریت[22]‏ دی. د انسان مالکیت، څو ورځې او په محدودو شرایطو پورې دی، چې د حقیقي مالک؛ یعنې الله تعالی له لوري ټاکل کېږي. اوس چې ټول د هغه مملوک دي؛ نو ولې یو مملوک بل مملوک ولمانځي؟ نور هم زموږ په څېر بندګان دي «عِبادٌ أَمْثالُکُمْ[23]» طبیعت، د الله تعالی ملک دی او واکمن قوانین د الله تعالی ښکېللي او تر حکم لاندې دي. کاشکې انسانانو هم دده له مِلکه او هم یې له مُلکه غوره ګټنه کوله. که ټول څیزونه، د الله تعالی او د الله تعالی لپاره دي؛ نو بخل او حرص ولې، ایا خالق الله تعالی خوشې کړی یوو؟ « أَ یَحْسَبُ الْإِنْسانُ أَنْ یُتْرَکَ سُدیً[24]».

امام کاظم (رح) د «بُشر» له کوره تېرېده، چې له کوره د سازو سرود غږونو ته یې ورپام شو. له دې کوره راوتلې مینزه یې وپوښته، د کور خاوند څوک دی؟ ایا مریی دی؟! و یې ویل: نه،ازاد دی. امام وویل: که بنده وای؛ نو دا سرغړونې یې نه کولې. مینزه چې کور ته ورننووته، د کور خاوند ته یې د امام خبره وکړه. کور والا ټکان وخوړاو توبه یې وایسته[25].

امام صادق (رح) ویلي: «د الله تعالی د تقوا او بنده ګۍ لومړی درجه داده، چې انسان ځان مالک ونه ګڼي[26]»

 

«مَنْ ذَا الَّذِی یَشْفَعُ عِنْدَهُ»

*مشرکانو، الله تعالی مانه؛ « لَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ لَیَقُولُنَّ اللّهُ[27]» خو بوتان یې شفیع ګڼل: « وَ یَقُولُونَ هؤُلاءِ شُفَعاؤُنا[28]»؛ خو آیة الکرسي، دا موهوم پناه ځی ځپي او وایي: څوک یې بې له اجازې شفاعت کړای شي؟ نه یوازې هستی د الله تعالی ده؛ بلکې د هستۍ تدبیر یې هم په واک کې دی. ستاسې په خیال او وهم، یو مخلوق د بل شفیع کېږي. شفاعت د الله تعالی په اجازې عملي کېږي. که څوک یو عمل کوي، د الله تعالی په اجازې یې کوي او د هغه قیوم توب نه ټکنی کېږي، چې په یوه لرې ګوټ کې یې بې اجازې، کوم کار وشي.

*شفاعت دادی چې یو قوي موجود، کمزوري موجود ته مرسته ورسوي؛ لکه د پیدایښت په غونډال – نظام کې رڼا، اوبه، هوا او ځمکه د بوټي له دانې سره مرسته کوي، چې د ونې پړاو ته ورسي (ونه شي). د سزا او بدلې په نظام کې هم، د الله تعالی ولیان یو ګناهګار ته مرسته رسوي، چې وژغورل شي‏[29]. خو کله هم دا مرستې د الله تعالی د کمزورتیا نښه او تر اغېز لاندې راتلو پر مانا نه ده؛ ځکه پخپله همدادی چې خپل ولي ته د شفاعت مقام او اجازه ورکوي. او همدادی چې د پیدایښت نظام یې داسې پنځولی چې کله دانه مخ په ټوکېدو شي؛ نو په رڼا، هوا او خاوره وده کوي. په هر حال توکیز – مادي لاملونه او کومې مرستې چې انسان له مخلوقاتو اخلي، د هغه د اجازې په رڼا کې دي او د هغو قوانینو په چوکاټ کې دي، چې ده واکمن کړي دي. په همدې پار، ځينې وګړي له شفاعتېدو بې برخې دي؛ « فَما تَنْفَعُهُمْ شَفاعَهُ الشّافِعِینَ[30]» لکه چې رڼا، تودوخه، اوبه او خاوره، هغې دانې ته وده ورکوي، چې د ودې وړتیا ولري. د شفاعت حساب، په فاسدو ټولنو کې د ګوندۍ او دنیوي بې دلیله سپارښتنو له حسابه جلا دی. شفاعت، له نهیلۍ د مخنیوي او د الله تعالی له ولیانو سره د خلکو د پیوند او نښلون رادبره کولو لپاره دی. شفاعت، یوه بدله ده، چې الله تعالی یې ولیانو ته ورکوي او د قیامت پر ورځ ترې برخمني، د هغې برخمنۍ انځور دی، چې په دنیا کې انسان د انبیاوو او ولیانو د علم له رڼا او هدایته برخمنېږي.

شفاعتګر، د الله تعالی د ځواک پر وړاندې خپلواک ځواک نه لري؛ بلکې د هغه یوه رڼا ده او د شفاعت مقام یوازې هغو کسانو ته ورځانګړی دی، چې الله تعالی ‏یې وغواړي؛ نوځکه نباید بوتپالی د « هؤُلاءِ شُفَعاؤُنا[31]» په شعار وانګېري، چې له شفاعته به برخمن شي.

د دې ټکي یادونه لازم ده، چې د غیر الله عبادت شرک دی؛ خو په هر ځای کې د غیر الله بلنه او دعوت شرک نه دی. دا غونډلې – جملې: یدعوک[32]، یدعوکم[33]، یدعون[34]، ندع [35] او دعاء الرسول[36]، چې په قرآن کې راغلي، هېڅ یوه له شرک سره اړیکه او ربط نه لري؛ خو هره بلنه ارزښتمنه نه ده، ناروغ که طیب ته ورغږ کړي، حق دی او که کوډګرو ته غږ کړي، باطل دی.

 

« یَعْلَمُ ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ »

*الله تعالی پر ټولو واقعیاتو پوهېږي او ترې خبر دی او پالونکي ته شفاعت، د چا بې ګناهۍ زبادولو ته هڅه نه؛ بلکې شفاعت، ژغورنې او عفوې ته هڅه ده. د الله تعالی خبرېدنه باید موجب شي، چې انسان لږه حیا وکړي، هغه له زړه او له ښکاره او پټو خوالو باخبر دی، د میندو له زیلانځونو خبر دی، چې نوزیږی، هلک دی که نجلۍ. د قیامت ورځې پر علم او د هر څيز په اندازې پوهېږي[37] خو زموږ انسانانو علم محدود دی. غږونه تر یوه بریده اورو، لیدنې تر یوې اندازې وینو، پر خوالو نه پوهېږو؛ خو هغه برخه چې الله تعالی وغواړي او اجازه یې ورکړي.

«وَسِعَ کُرْسِیُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ لا یَؤُدُهُ حِفْظُهُما وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیمُ»‏

*له امام صادق (رح) نه په یوه روایت کې راغلي دي: له «عرش» نه مطلب، د الله تعالی هغه علوم دي، چې انبیاء او رسل (رسولان) یې ترې خبر کړي دي[38]؛ خو «کرسي» هغه علوم دي، چې هېڅوک پرې نه پوهېږي[39].

ځينې «کرسي» د الله تعالی د ځواک او واکمنۍ (حکومت) کنایه بولي، چې اسمانونه او ځمکه یې رانغاړلې ده. سره له دې چې نړۍ ډېره پراخ ده او ځمکه یې په پرتله لکه په بیدیا کې یوه کړۍ ګوته؛ خو له دې ټولو سره سره، الله تعالی ته د دوی ساتنه درنه نه ده. آية الکرسي خلک پوهوي، چې الله تعالی نه یوازې د عالم (هستۍ) مالِک او پر خپلو ټولو مملوکونو عالِم (پوه) دی؛ بلکې سراسر هستي له ټولو مخلوقاتو سره یې، د الله تعالی د ځواک تر ولکې او د ځواک په منګولو کې ده‏[40] او خلک دې د خالق نامحدود ځواک، د مخلوق له ځواک سره پرتله نه کړي؛ ځکه ستړیا، د مادې له عوارضو ده؛ خو د الله تعالی وسمني او توانایي، دده عین ذات دی (؛ یعنې د الله تعالی ځواک یې کټ مټ ذات دی). « إِنَّ رَبَّکَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیزُ [41]». علي (ک) وایي: «الله تعالی نه د زمانې تېرېدل بوډا او زړوي او نه پخپله ادلون بدلون مومي[42]»

هو، د الله تعالی نامحدود ځواک ته پاملرنه، د مؤمن په روح کې آرامي پیدا کوي او مؤمن په دې سره ځان په مصونیت، خوندیتوب او امان کې مومي.

*د الله تعالی هر یو صفت: قیوم، حیّ، علیم، قدیر او عظیم، د انسان په روزنې کې رغنده ونډه لري؛ ځکه غوره ښوونځی هغه دی، چې خپلو لارویانو ته هیله او مینه ورکړي، برخلیک او ګانده یې ورڅرګنده کړي او لارویان یې هم پوه شي، چې هره شېبه تر نظر او څارنې لاندې دي، ښویېدنې یې د عفوې وړ دي او واکمن یې لوراند او مهربان دی.

*لنډه دا: هغه الله تعالی لمانځوړ دی، چې ژوندی، پر ځان ولاړ او ناستومانی وي، پر کمزورۍ، ستړیا، خوب او چورت اخته نشي. هېڅوک یې بې اجازې د کوم کار کولو وس و نه لري. پر هر څه پوه وي او پر هر څه ورچاپېر او لاسبري پرې ولري. دغسې الله تعالی معبود او محبوبېدای شي او پر دغسې الله تعالی بروسه کړای شو، مینه ورسره کولی شو او ورته هیلمنېدای شو. هغه الله تعالی چې قرآن یې دغسې معرفي کوي، د اړول شویو انجیل او تورات له الله تعالی سره د پرتلې وړ نه دی. هغه کسان چې د نړۍ د مادي نظام په تنګو او تیارو ډپونو کې راګېر شوي، څنګه اندنه کوي؟ « الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِی هَدانا لِهذا وَ ما کُنّا لِنَهْتَدِیَ لَوْ لا أَنْ هَدانَا اللّهُ ».

[1] تفسیر روح المعاني: ۳ ټ، ۱۰ مخ . المیزان تفسیر: ۲ ټ، ۳۵۴ مخ

[2] تفسیر نمونه: ۲ ټ، ۱۹۱ مخ . المیزان تفسیر: ۲ ټ، ۳۵۵ مخ.

[3] (صافات، ۳۵ آیت.)

[4] (بقره، ۱۶۳ آيت.)

[5] (انبیاء، ۸۷ آیت)

[6] ‏(نحل، ۲ آیت.)

[7] (فرقان، ۴۳ آیت)

[8] (حج، ۷۳ آیت)

[9] (حج، ۳۱).

[10] (متقي هندي، کنزالعمال، ۳۵۵۴۱ ګڼه حدیث)

[11] (ثواب الاعمال، ۲۰ مخ).

[12] (بحار: ۹۳ ټ، ۱۹۶ مخ)

[13] ( بحار: ۳ ټ، ۷ مخ ۴)

[14] (حلبي سیرت: ۱ ټ، ۳۸۷ مخ).

[15] (حلبي سیرت: ۳ ټ، ۲۷۲ مخ )

[16] (نهج البلاغه: ۳۱ لیک)

[17] (فرقان، ۵۸)

[18] (نهج البلاغه: ۱۰۸ مه خطبه).

[19] «روح البیان: ۱ ټ، ۴۰۰ مخ)

[20] (بحار: ۵۹ ټ، ۱۸۵ مخ)

[21] داچې د انسان په طبع کې، لومړی د چورت حالت پیدا کېږي، ورپسې خوب راځي، قرآن هم د «سِنَة» کلمه پر «نَوم» مخکې کارولې ده.

[22] عاریت: څوک چې یو څيز له بل چا د لنډ مهالې ګټنې لپاره واخلي او روسته یې ورکړي، څه چې اخستل کېږي یا ورکول کېږي، په شرط ورستون شي.

[23] (اعراف، ۱۹۴ آیت)

[24] (قیامت، ۳۶ آیت)

[25] (تتمة المنتهی، ۳۲۹ مخ)

[26] (بحار: ۱ ټ، ۲۲۵ مخ).

[27] (لقمان،۲۵)

[28] (یونس، ۱۸)

[29] امام صادق (رح) ویلي: «نحن الشافعون» موږ شفاعتګر یوو. نورالثقلین: ۱ ټ، ۲۵۸ مخ

[30] (مدثر، ۴۸ آیت ۲)

[31] (یونس، ۱۸ آيت)

[32] (قصص، ۲۵ آیت)

[33] (آل عمران، ۱۵۳ آیت)

[34] (۶ آل عمران، ۱۰۴ آيت)

[35] (آل عمران، ۶۱ آیت)

[36] (نور، ۶۳ آیت)

[37] یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ وَ ما یَخْرُجُ مِنْها وَ ما یَنْزِلُ مِنَ السَّماءِ (سبا/۲)

«إِنْ تُخْفُوا ما فِی صُدُورِکُمْ أَوْ تُبْدُوهُ یَعْلَمْهُ اللّهُ» آل عمران،29.

«وَ عِنْدَهُ مَفاتِحُ الْغَیْبِ» انعام،59.؛

«یَعْلَمُ السِّرَّ وَ أَخْفی» طه،7. «إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ» هود،5.؛

«یَعْلَمُ خائِنَهَ الْأَعْیُنِ وَ ما تُخْفِی الصُّدُورُ» غافر،19.

[38] نورالثقلین تفسیر: ۱ ټ، ۲۵۹ مخ.

[39] برهان تفسیر: ۱ ټ، ۲۴۰ مخ

[40] «بَلْ لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ» بقره،116. «إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ وَ یَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِیدٍ» ابراهیم،19.

[41] (هود، ۶۶ آیت)

[42] (نهج البلاغه: ۲۲۸ مه خطبه).

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!