تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه      ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : غسل واجب غسلونه دا دي: 1- جنابت 2- حيض 3- نفاس 4- دمسلمان مړي پورتني څلور واړه غسلونه دټولو مذهبونو په نزد يو شان دى. حنبليانو يو پنځم ډول […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه     

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوع : غسل

واجب غسلونه دا دي: 1- جنابت 2- حيض 3- نفاس 4- دمسلمان مړي

پورتني څلور واړه غسلونه دټولو مذهبونو په نزد يو شان دى. حنبليانو يو پنځم ډول هم ورزيات كړى او هغه د كافر مسلمانېدل دي.

شافعيانو او اماميانو ويلي دي: كه كافر په جنابت كى مسلمان شي غسل پرې جنابت ته واجب دى، نۀ د مسلمانۍ له امله ؛خو كه جنب نۀ و؛نو غسل پرې نشته.

حنفيانو ويلي دي: جنب وي، كه نۀ وي ؛خو غسل پرې واجب ندى (1) اماميانو پر دغو څلورګونو غسلونو دوه نور ډوله هم ورزيات كړيدي: 1- مستحاضه، 2- پرمړي لګېدنه، يعنى كه څوك پر ساړه اونالمبولي مړي لاس ووهى،د مړي غسل پر هغه واجبېږي،چې تفصيل به يې راشى.

نو واجب غسلونه د حنفيانو او شافعيانو په نزد څلور،د حنبليانو او د مالكيانو په نزد پنځه او د اماميانو په نزد شپږ دي.

د جنابت غسل:

د جناب غسل په دوو صورتو كې واجبېږي:

1_ په ويښه يا په ويدو د مړزوي (مني) وتل. اماميانو او شافعيانو ويلي دي: كه مني راووته، شهوت يا خوند ورسره وي، كه نه؛ خو غسل واجبېږي.

حنفيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: كه د مني راوتل له خوند او نژديوالى سره  وي، غسل  واجبېږي. همداراز كه منى د ګوزار،يا سړو د يخنۍ،ناروغۍ له امله او يا له خوند پرته وي، غسل پرى نشته؛خو كه منى د سړى له ملا يا د ښځى له سينې وخوځېږي او روانه وځي، له حنبليانو پرته يې نور، غسل نۀ لازموي.

مساله: كه يو څوك له خوبه راويښ شو او داسى څه لوندوالى يې وليد،چې نۀ پوهېږي دا مني دى، كه  سپېروبي (مذي) حنفيان وايى:غسل واجب دى،شافعيان او اماميان يې واجب نۀ بولي؛ځكه پاكوالى (طهارت) يقينى دى او ناولتيا شكمنه.حنبليان وايى: كه خوب له نظر يا لذتناك او خوندور خياله وړاندې و؛ نوغسل پرې واجب ندى؛خو كه تر خوندور او لذت پيداكوونكي سببه وروسته و؛نو واجب ده چې د شكمن لوندوالي له امله غسل وكړي.

2_ د غړي (اّلت) ډوبول يا په شا يا مخكې (شرمځاى) كى د سنت شوي ځاى له موړې نه په تېرېدو ټولومذهبونو غسل واجب ګڼلى دى.انزال شوى وي، كه نه؛خو په شرايطو كى يې اختلاف كړېدى، چې ايا په ايله ننه ايستو له هرې لارې چى وي غسل واجبېږي، كه نۀ په كومه بله ځانګړې بڼه؟

حنفيانو ويلي دي: غسل په څو شرطونو واجبېږى:

الف: مړانه (بلوغ)، كه له دواړو يو مړانې (بلوغ) وهلې وي او بل نۀ وي، غسل يواځې پر مړانې وهلي( بالغ) واجبېږي؛خو كه دواړه ابلوڅ (نابالغه) وي،غسل پر يوهم نۀ واجبېږى.

ب: د ډبل يا پېړخنډ، چې د تودوخى د ځاى د احساس مخنيوى كوي، نشتوالى.

ج: چې غوولى (مفعول) ژوندى انسان وي؛خو كه څاروى يا مړى وي؛غسل نۀ واجبېږي.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: له موړې د غړي د ټول يا لږ په تېرولوغسل واجبېږي بې لدې،چې ابلوڅ (بالغ) وي،كه نا ابلوڅ، غوونكى وي،كه غوولى سنتوونكى يا مخنيوونكى (حايل) ترمنځ وي، كه نه، په زور وي،كه په خوښه،غوولى ژوندى وي، كه مړ، انسان وي كه ځناور.

حنبليانو او مالكيانو ويلي دي: پر كوونكي او كېدونكي دواړو په هغه صورت كې غسل واجبېږي،چې كه په خوند اخېستنه كى يې كوم مخنيوونكې او مانع نۀ وي او دا چې مخامخ لورى انسان، ځناور، مړى يا ژوندى وي، څه توپير نلري؛خو د مړانې (بلوغ) په باب مالكيانو ويلي دي:كه كوونكى (فاعل) رسېدلى يا ابلوڅ وي،غسل پرې واجب دى، كه كېدونكى (مفعول) د غوولو وي، پر هغه هم واجب دى. كه نا ابلوڅ (نا رسېدلى) هلك داسې ښځه وطى كړي چې انزال يې ونشي،غسل پرى واجب ندى،حنبليانو شرط كړېده،چې  نر بايد له لسو او ښځه له نهو كلو كمه نۀ وي.

جنب ته څه پكار دى؟

كوم څه ته چې اودس پكار دى،ورته غسل هم واجب دى،لكه لمونځ، طواف او د قراّن پر توريو لاس تېرول يا لګول؛خو جنب ته په جومات كى تمېدل او ايسارېدل هم روا ندي. پدې باب ټول مذهبونه يوه خوله دي؛خو له جوماته د جنب په تېرېدو كې اختلاف دى، يعنى كه يو جنب د جومات پر يوه وره ننوځي؛ نو پر بل بايد ووځي.

خو مالكيانو او حنفيانو ويلي دي: په جومات كى د جنب ايسارېدل روا ندي؛خو كه اړتيا ولري، نو خير. خو شافعيانو او حنبليانو له ايسارتيا پرته تېرېده جايز ګڼلي دي.

اماميانو ويلي دي: په مسجد الحرام او نبوي مسجد كې تمېدل او ترې تېرېدل جايز ندي ؛خو په نورو جوماتونو كې يې ايسارتيا تيرېده ددې ايت له مخې مسجدالحرام او نبوي مسجد يې د ځينوځانګړو دلايلو له مخې لدې حكمه بېل كړېدي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا

ژباړه: مؤمنانو ! د مستئ په حال كې لمانځه ته مۀ نژدې كېږئ، څو پوه شئ چې څه واياست او(همداراز) د جنابت په حال كې هم ( لمونځ مۀ كوئ ) څو لمبلي مو نۀ وي؛ خو دا چې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ،يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه  و نۀ  مومئ    (چې غسل يا اودس پرې وكړئ )؛نو له پاكې خاورې كار واخلئ ( داسې چې ) په هغې خپل مخونه او لاسونه مسح كړئ، خداى له نرمۍكاراخيستونكى (او) بښونكى دى . (نساء 43)  

مالكيانو د قراّن د تلاوت په باب ويلي دي: كه جنب د قراّن كومه برخه ولولي، حرام دى؛ خو د استدلال په نيت دحنبليانو نظر هم همدې ته نژدې دى.

حنفيانو ويلي دي: جايز ندي؛خو كه جنب د قراّن معلم وى اوټكي پر ټكي يې ووايي.

شافعيانو ويلي دي: يو ټكى هم ورته حرام دي؛خو كه د ذكر په نيت وي؛نو خير لكه د خوراك پر وخت “بسم الله الرحمن الرحيم” ووايي.

اماميانو ويلي دي: د قراّن د سجدو له څلورګونو (سجدې، فصلت ، نجم، علق) سورتونو پرته ورته نور لوستل حرام ندي؛خو تر اوو ايتونو زيات لوستل ورته مكروه دي. او دا مكروه والى په څه له پاسه اويا ايتونو كې په سختۍ راغلي دي.

اماميانو پرې د روژې د مياشتې روژې او دهغو قضايي پرې ورزياته كړېده. يعنى كه پر روژه باندې د جنابت په حال كې له قصده يا په هېره سبا شو، روژه يې نۀ كېږي؛خو كه د ورځې يا د شپې ويده شو او پرې د اوداسه تر اوښتو احتلام وروسته سبا شو. روژه يې كېږى. اماميان په دى حكم كى تر نورو مذهبونو بېل دي.

د جنابت د غسل واجبات:

څه چې په اوداسه كې واجب دي، هغه په غسل كى هم واجب دي. پاكى او مطلقى اوبه: د بدن پاكوالي او پوټكي ته د اوبو د رسېدو دمخنيوونكي (حايل) نشتوالى، لكه په اوداسه كې چې تېر شول او نيت پكې واجب دى،د حنفيانو په نزد چې هغوى نيت دغسل د صحيح كېدو له شرطونو ندې ګڼلې.

څلورګوني مذهبونه په غسل كې څه ځانګړي حالتونه نۀ شرطوي او همدومره وايي، چې اوبه هر څنګه چې وي، بايد پر ټول بدن تېرې شي، له پاسه يا د لاندې پيلول څه باك نلري.حنفيان پوزې او خولې ته اوبه اچول واجب ګڼي او وايي: له سر،ښي خوا، بيا كيڼې خوا پيلول مستحب دي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: له پاسه د لاندې بدن- له ښځينه شرمځاى پرته- پيلول مستحب دي او د بدن پر نورو برخو د شرمځاى مخكى كول هم مستحب دي.

حنبليانو ويلي دي: ښى اړخ پر كيڼ مخكې دى.

اماميانو د جنابت غسل دوه ډوله ويشلىدى:

1-ترتيبي 2- او ارتماسي (غوپه كېدل)

ترتيبي هغه غسل دى، چې اوبه پر ځان په ترتيب سره واچول شى،چى پيل له سره واجب دى. بيا ښې اړخ او بيا كيڼ كه مخكى وروسته او وروستنې مخكې شي،غسل نۀ كېږي.

ارتماسى غسل دا دى،چى ټول بدن په يو وار په اوبو كى ډوب شى؛خو كه لږه برخه هم بهر پاتى شوه، كافى ندى.د جنابت غسل د اماميانو په نزد اودس نۀ غواړى. لكه چې ويلي يې دي: هر غسل اودس غواړي،بې له جنابته او څلورګونو مذهبونو هم د جنابت او نورو غسلونو ترمنځ توپير ندى كړى چيرته چى اودس شرط دى، پر غسل يې اكتفا نده كړې.

========================================

يادداښتونه:

(1) _ ابن عابدين، اټ، 128م، شرح المهذب، اټ، 251م

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!