تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  حمزه بابا د آل محمد په ویر کې چې مخلص په محبت كې د علي يم زه هر څوكه ګنهګار يمه ولي يم لا به ماپه خوب لیده په ماشومتوب کې په شباب کې شوی نه يم ازلي يم داد هغې پاكې مينې بركت دى چې دښمن د خارجي او درغلي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

حمزه بابا د آل محمد په ویر کې

چې مخلص په محبت كې د علي يم
زه هر څوكه ګنهګار يمه ولي يم
لا به ماپه خوب لیده په ماشومتوب کې

په شباب کې شوی نه يم ازلي يم
داد هغې پاكې مينې بركت دى
چې دښمن د خارجي او درغلي يم
دا چې څه زما د خولى نه اوريده شي
هم ددى په څير په زړه باندى جلي يم
شوه سر سبزه مى هستي لـه بو ترابه
د دانى نه رسيدلى تر پلي يم
هر قدم د تخيل مي حي رفعت ته
فخر علم ته چې خاورى د تلي يم
دا علمونه ظاهري دي ټول هډونه
باب د علم روږدى كړى په نلي يم
كربلا شي ما حمزه ته چې دانه وي
د حسين د ذكر فكر عملي يم

كربلا شي ما حمزه ته چې دانه وي - د حسين د ذكر فكر عملي يم – اندیال وېبپاڼه
كربلا شي ما حمزه ته چې دانه وي – د حسين د ذكر فكر عملي يم – اندیال وېبپاڼه

ــــــــ

اوس په اخر کې  چې مېدان لره شبير راغی
د ابراهيم خليل الله د خوب تعبير راغی
لكه د غر په استقلال او جمعيت اودرېد
په تمكنت او په وقار او په شوكت اودرېد
چپه چپيا شوه د كوفيانو په لښكر کې  پېدا
شوه د هېبت يوه فضا په لر او بر کې  پېدا
امام د حمد او د ثنا نه ابتدا اوكړه
د فصاحت او بلاغت ئې انتها اوكړه
بيا ئې په پاك نبي سرور اووې درود او سلام
پس د هغې نه شو ګويانه د مطلب په كلام
وې چې ای  خلقو نشته شك چې تاسو ما پېژنۍ
هم خاندان مې هم زما نيكه بابا پېژنۍ
خلقو څه لږ غوندې خو اوكړئ لـه خپل ځانه تپوس
بيا مو دننه په خپل زړه کې  لـه ايمانه تپوس
د تاسو زړونو ته رڼا د اسلام چا راوړې
د تاسو شونډو ته پياله د بقا چا راوړې
چا ته وئيلي پاك نبي وو سرداران د جنت
فخر د چا په غلامۍ به كړي ځوانان د جنت
د چاپه حق كې د نبي نه نورالعېن راغلي
حسين مني و انا من الحسين راغلي
څه حقائق څه په وېنا کې  فصاحت د حسین
څه په خطبه کې  زړه راښكون او بلاغت د حسین
چې ئې د درد او سوزه ډك ورته تقرير اوكړو
په كاڼي زړونو د كوفيانو ئې تاثير اوكړو
عمر او شمر په دې وخت کې  حېرانۍ اونيول
وار ئې خطا شو سراسر پرېشانۍ اونيول
وئيل هغو چې به عبث همه خواري شي زمونږ
همه لښكر كه اوس د جنګ نه انكاري شي زمونږ
ورته رامخکې  عمر سعد په شتاب راغی
په ډېر غضب او په هېبت او په عتاب راغی
ورسره شوې وه د دې د حكومت وعده
د اقتدار او د شوكت جاه و حشمت وعده
هسې نه دا د حكومت نه چې محروم پاتې شم
لكه چې ماشوم زما فطرت دی  هسې شوم پاتې شم
هغه وئيل چې هو صحيح ده مونږْه تا پېژنو
حسینه ، مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
خو چې بېعت د يزيد اونه كړې مفردې نشته
هم څه امكان د بل طرف ته د سفر دې نشته
لا خو بېعت ته د يزيد راشه ګردن اونيسه
او لا زمونږه نېزو او تورو ته دې تن اونيسه
بيا د ليندې نه ئې يو غشی  په ډېر زور كړو ګوزار
ان برابر ئې د امام صاحب په لور كړو ګوزار
وې ګواهان اوسئ چې ما پرې ابتدا كړی  دی
له هر چا مخکې  دا ګوزار په حسین ما كړی  دی
پوی  شو امام چې بې لـه جنګه بله لاره نشته دی
د خداى په كړو کې  خو بل چا لره اختيار نشته دی
دا ګمراهان كله پوهيږي د ايثار په ژبْه
ورسره بويه ګفتګو ئې د ذوالفقار په ژبْه
نو پس د دې نه ئې په لاس کې  ذوالفقار اونيوو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيوو
وئيل په جوش کې  ئې زه غشی  هم رماح يمه زه
د ذوالجلال و الاكرام يوه سلاح يمه زه
زه خپل نبي نيكه په غيږ کې  لوبولی  يمه
حورو غلمانو په سندور کې  ستائيلى يمه
چې ائينه به همه عمر د جلال وه حسین
وه حېراني چې سر تر پايه نن جلال وه حسین
چې وه وارث د محمد نو داسې حال وه ضرور
څه د جمال سره اظهار ئې د جلال وه ضرور
ماته قلعه ئې د سړو كړه ترې بهر اووتو
لكه د غشي ذوالجناح ترېنه په پر اووتو
فرات لـه ورغلو حېرانه دښمنان شو ورته
 اوبه ئې اونه څښلې ياد چې ماشومان شو ورته
بېرته راستون شو ترې چاپېر شوې د جفا لښكرې
كه وى هر څو ئې د يرغل نه وارخطا لښكرې
له هرې خوا پرې د نېزو غشو باران جوړ شو
په يو مظلوم باندې د هر خوانه طوفان جوړ شو
له اسه پرېوتو امام ګويا دنيا پرېوته
ځكه تر اوسه په امت کې  ئې غوغا پرېوته
يو ابلق سبى چې په ټټر ئې وو د برص داغونه
چې كړه پامال ئې د حضرت نبي د باغ ګلونه
وخت د مانځه وه پاك الله ته په سجده شو امام
هم په سجده کې  د شقي په لاس كشته شو امام
جوړې تقدير د مسلمان وه چې بدل ئې كړو نن
كوم چې معيار د قربانۍ وه مكمل ئې كړو نن
چې شوه معيار د مسلمان د عبديت سجده
د امامت او طهارت او د عصمت سجده
پکې  راجمع شوې سجدې د جن و انس ملك
چې كړه ادا امام حسین د شهادت سجده
       ●●●

مرثيه

ځلند سړيتوب شو چې به تل وه پۀ سلګو كې
چا بلى ډيوې كړې د ضمير پۀ اننګو كې
ښكاري د صفېن غوندې صحرا د كربلا نن
بيا څۀ قرآنونه اوچت شوي پۀ نيزو كې
باغ ته د اسلام يې چې سپرلى د دوام راوړو
ويره د فنا د خزان چرته پۀ غنچو كې
سيال يې پۀ ماضي او مستقبل كطې ناممكن دی
څوك بۀ شي ترې وړاندې د ايثار پۀ مېړنو كې
ثم نبتهل وائي فرزند د محمد دی
دا هغه امام دى چې پنځم وۀ په پنځو كې
نن يې چې مسلم د ګمراهۍ لـۀ قېده اووېست
دادی چې ښكاريږي پۀ زنځير او زولنو کې  
غم کې  د امام دې حمزه اوښكو لمبې اوكړې
څومره حرارت دی ستا په يخو اسوېلو كې
●●●       

 

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ د روح يې دی  لـه دغې بيماري
 د كور خـلق بـــــــــــــــــرابــــــر د پردو نه وي
 زه اول يم پنج تني بيا چار ياري
چې احمد علي زهرا حسین واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس لـه دويْ نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بو تراب د در تراب يْم
چې يې قيض تر قيامته دی  جاري
●●●      

حمزه خان شینواری
حمزه خان شینواری

شفق سرخي د وينو دی نشان د حسین
نن معلوميږي رزمګاه هر بيابان د حسین
باد د سبا ځي په دو دو نن د يثرب په طرف
غم د اصغر چې كړې د زلفانې پرېشان د حسین
نښه د جوش او اشتياق د شهادت ده كۀ وي
نه منافي دي د رضا چشمې ګريان د حسین
ولې به نۀ وي پۀ هيبت عرش او كرسي او قلم
چې دي نهر د دريو ورځو ماشومان د حسین
سخته ګرمي محاصره، لوږه، او تنده اله
زين العباد اكبر اصغر او قاسم جان د حسین
چرته زېنب چې نمر سپوږمې يې كړه پرده لـۀ مخه
چرته كربل ډك لـه بلا او خاندان د حسین
د قاسم ناوې لـه يې جوړ څه پۀ شانه كړو وربل
ګويا چې خور يې په خزان كړو ګلستان د حسین
چرته خنجر د شمر چرته بوسه ګاه د نبي
چرته خزران، چرته ښائسته در دندان د حسین
د آسمان سترګو به دا هم ليدلي نه وو حمزه
په كربلا چې شو ښكاره ورته جولان د حسین
●●●       

د کربلام میدان د غزل بابا امیر حمزه خان شینواری شعرونه
د کربلام میدان د غزل بابا امیر حمزه خان شینواری شعرونه

وركه بلا د خوار امت كړله بلا د حسین
ځكه د هر مسلمان زړۀ دی  جلوه ګاه د حسین

د تن ويښتۀ د حال په ژبه كړي ثنا د حسین
سخ د هغو سر کې  د چا چې وي سودا د حسین
جوړ شو قاصد يثرب ته ځي باد د سبا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسین
پۀ ملكوت کې  ځائی  پځائی  دا هسې شور دی  ولې
ستم ايجاد فلك د غمه نه نسكور دی  ولې
د فرښتو په سر د غم ابر راخور دی  ولې
چا كړو ستم مخ د افق داسې تك تور دی  ولې
زلفې خورې دې مضطرب ولې بابا د حسین
شفق پۀ وينو كړي ژړا په ابتلا د حسین
عرش ښكلولو ته د مزكې نن تكل كړي ولې
نن عليين ته د ختلو نېت اسفل كړي ولې
نن ستمونه د فلك ښكته مزل كړي ولې
نن عوارض بغېر دجسم نه غوبل كړي ولې
چشم حېرت كړي تماشا ارض و سما د حسین
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسین
نن پۀ خپل مېنځ کې  ملائك كړي په حيرت خبرې
حورې غلمان وائي د سوز او د حسرت بدلې
دې نظارې ته قدرت هم پردې لـه مخ كړې لرې
راځي په جوش کې  د تسليم اورضا لښگكرې
جنګ ته تيار چې شول اصحاب باصفا د حسین
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسین
نن د ګرمۍ چې لـه وحشته ساه ډوبيږي ولې
يخې خولې د پشه كال په مخ بهيږي ولې
د كربلا خشكه صحرا ګلستانيږي ولي
وړي پۀ ژړا خيرالورى ته ماجرا د حسین
شفق د وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسین
سبب يې څه دی  بې قرار چې شهيدان شو دوبار
تللي روحونه يې قالب ته پۀ رفتار شو دوبار
د كائنات د نياز سرونه نكونسار شو دوبار
بعثنا سيدي للحرب په ګفتار شو دوبار
د روح په غوږ د من ناصرې شوه صدا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسین
څوك وه چې وس يې د مركب ورته ركاب اونيو
لاس د قدرت و، په پنجه کې  يې مهتاب اونيو
د جلالت نه چې په لاس کې  يې نقاب اونيو
نمر په اسمان کې  د خسوف مخ ته حجاب اونيو
په رخصتۍ کې  زېنب واختی  بلا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسین
منم چې داغ يې د اكبر د شهادت ؤ په زړۀ
بار دوادۀ دشه قاسم يې هم حسرت ؤ په زړۀ
د علمدار غوڅ مړوندونه يې قيامت ؤ په زړه
خو يو جوش د شهادت چې يې راحت ؤ په زړۀ
قضا ته سر اېښی  پۀ مخکې  ؤ رضا د حسین
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسین
نعرې د چا په كائناتو مسلط كړو سكوت
جلوې په چا قربانېدو ته راليږي مكلوت
د انبياؤ په نظرونو شو كربل جبروت

پۀ ائينه کې  منعكس شولو ناسوت د لاهوت

پورته اتمام ته د حجت چې شوه ندا د حسین
شفق په وينوكړي ژړا په ابتلا د حسین
دښمن ويل مونږه منو چې يې فرزند د رسول (ص)
د زړۀ ټوټه د مرتضى يې جګر ګوش د بتول
كه د اجل چرې پېرزو دې په ځان نۀ وي نزول
راشه بېعت زمونږ په مخکې  د يزيد كړه قبول
ورته جواب كښگې ذوالفقار وكړه برېښنا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسین
لرې پرده شوه اصلي رنګ کې  نمايان شو اسرار
چې د امام په قتلولو باندې سرشو اشرار
بيا چې شبير نه شو على ته امامت په رفتار
كۀ چا كتی  شولی  پخپله بې حجاب ؤ ستار
د پاك وجود نه چې جدا شوله ردا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا پۀ ابتلا د حسین
شاتوری  راغلی  ذوالجناح زخمي په حال زبون
د دين پټی  دادی  خړوبه كړو امام په خون
كښت و جنت د ذوالجناح هره ادا د جنون
وكرامت د امام بې اوبو ژوندی  چې و نون
د مظلومۍ وائي نوحه وس كربلا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا دحسین
راغله دمشق ته قافله چې بنديوان دي همه
پټ په وريځ کې  د بلا د برق پشان دي همه
څه سرتور سرې كنډې رنډې يتيمان دي همه
خبر يې دا د محمد د خاندان دي همه
مير د كاروان بسته په اوښ زين العباد حسین
شفق په وينو كړي ژا په ابتلا د حسین
زبح عظيم شو مكمل پاتې نور حال نۀ شو
زير د منت وس دا كمال پاتې اجمال نه شو
يار د هندی  د زوی  د زوی  سره اقبال نه شو
ځائی  د عبرت دی  اّل يې پاتې پۀ دنبال نۀ شو
حمزه شاهان دي ځائی  په ځائی  اّل صفا د حسین
شفق په وينو كړي ژړا په ابتلا د حسین
●●●       

غم کې د امام دې حمزه اوښكو لمبې اوكړې
غم کې د امام دې حمزه اوښكو لمبې اوكړې

حضرت امام حسين

دنبوي نمر ، رڼا امامه
تياره دې لـــــــرې كــــــــــړه لــه اســلامه
پيړۍ شوې تيرې لابه تېريږي
قصه د غم به دې نه شي تمامه
مياشت فروري سن يو څلوېښتم وه
زمان څپري کې  زما قدم وو
زمونږ ټهېكه وه مور چې بنا وې
تاريخ مې ياد شو چې ديارلسم وو
ترې بې خبره مه شې ای  زويه
دهېندارې نه د زړه يې زدويه
چې پرې لوګي وي د ګناهونو
نيكي كوه ورپسې ای  زما پويه
نه يم غلط حرف چې ياد شوم هېر شوم
نه مشتبه يم چې خلاص شوم ګير شوم
زړه مې درياب دی  د حكمتونو
نه چې سېلاب يم ، راغلم او تېر شوم
په خوند کې  شېر يم په معنى شېر يم
ازاد لـه هر څه، خو يار ته ګېر يم
ابتدائي يْم ، انتهائي يم
په هر يو رنګ يم ، زبر او زېريم
چې مې په تا شوه ، د خاطر مينه
مينه شوه ورانه ، د تن سنګينه
جبين مې ايښی  د نياز تا ته
چې بهره مومم ستا لـه جبينه
ستا په دولت خو زه پړده نه يم
ســــتا لـه امداده په پړده نه يم
زه د خپل رب يم د تا په شانې
د بندګانو پرور ده نه سم
ما وې د زړه كور، دې بی  زمانه وو
ودان په ما وو او خپور زما نه وو
چې زه ترې لاړم هغسې كور دی  
نه كور زما نه وو، نه شور زمانه وو
چې ماته ګورې و چاته ګورې
و چاته ګورې ، چې ماته ګورې
ته ماته ګورې، زه تاته ګورم
زه تاته ګورم، ته ماته ګورې
پرېشاني راوړي، خندا په ګل کې  
نغمه ښحي راوړي غم په بلبل کې  
كه پرېشاني ده كه غم، ژوندون دی  
د شانې ګورې غاښ په كاكل کې  
جرمنه لاړه ، حمله دې لاړه
طاقت دې لاړ شو ، مزه دې لاړه
اوس به باران وي په تا د غم
قوت دې مات شو، شېبه دې لاړ ه
●●●       

 

 

حمزه شینواری
حمزه بابا

 

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!