تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ حمزه بابا   په دماغ کې د انسان لکه خیال دی محمد په جلوه کې د قدرت ښکاره جمال دی محمد سرچشمه او منتها د هر کمال دی محمد غم مو څه دی چی حبیب د ذوالجلال دی محمد خپل امت لره پشتي او هم دیوال دې محمد […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ

حمزه بابا

 

په دماغ کې د انسان لکه خیال دی محمد

په جلوه کې د قدرت ښکاره جمال دی محمد

سرچشمه او منتها د هر کمال دی محمد

غم مو څه دی چی حبیب د ذوالجلال دی محمد

خپل امت لره پشتي او هم دیوال دې محمد

 

په ظاهر خو دی ادم په حقیقت کې خدای خبر

دی چې ځان ته بشر وايي موږ هم وایو دې بشر

د هر څیز دپاره دی، دی مبتدا او هم خبر

د عالم په ژبه قال دی او په قال کې دی اثر

                         

                                              صوفي او مجاهد په زړه کې حال دی محمد

راپیدا یې چې هستې شوه نو نیستي ځکه هستي شوه

چې د دوی په لاره نه شوه که هستي وه خو نیستي شوه

پیداوښت د دوی غرض وه ، ندا ځکه الستي شوه

تر قیامته په آدم کې یې ځای اوموندو مستي شوه

                                                  ارواحانو ته تحفه یې کړو وصال د محمد

په ګرجو کې که هیبت په بتکدو کې شو دهشت

په تیرو د شرک کې نور په زړه د کفر کې وحشت

شو خشوع د عبادت او په دعا کې اجابت

رنګینې په پسرلي کې په ګلانو ګې نګهت

                                             لا تراوسه په اذان کې د بلال دی محمد

وايي راغلم لاتمم مکارم الاخلاق

چې د کفر و شرک وباسم د غاړو نه اغلاق

د الست د ورځې هېر چې درته یاد کړمه اسباق

پرې ګواه دي د قرآن او د حدیث همه اوراق

                             ساقي ګوره د تسنیم او د ذلال دی محمد

راڅرګند د حضرت په برکت حیا وفا شوه

د چا سترګې شوې روښانه د چا زړونو کې رڼا شوه

هر یو زړه د تقوی ځای شو په ناران چې برېښنا شوه

چرته صدق و دیانت شو چرته جود وهم سخا شوه

                                             ترې نمرونه شول نما هغه مشال دی محمد

بنیادي رکن یې راووړ د اخلاقو دې دنیا ته

هغه څه وه؟ خو توحید! چې ښکته نشي ماسوا ته

آیینه شو د اخلاقو شو حېران خپلې جلا ته

که عاصي و په زړه تور هغه یې اویستو رڼا ته

                                           په ګناه باندې سبب د انفعال دی محمد

تل اثر او اجابت و، د دعا د انبیاوو

و سودا د انبیاو مدعا د انبیاوو

دی زموږ یوازې نه چې دی اقا د انبیاوو

ګل له نوره یې پیدا شو دی بابا د انبیاوو

                                 حمزه څه شي که د ټولو په دنبال دې محمد

 

حمزه څه شي که د ټولو په دنبال دې محمد - میلاد النبی - اندیال
حمزه څه شي که د ټولو په دنبال دې محمد – میلاد النبی – اندیال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!