تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رمضان ؛ د مسلمانانو نوی ژونددود لومړۍ برخه سریزه:  په روایاتو کې سپارښتنه راته شوې چې په رمضان میاشت کې ډېر دعاوې وکړئ؛ نو د دعا پر مفهوم او خوالې یې ځان خبرول د یو مسلمان ځوان، د ځوانۍ پېر له دندو ځنې ده. ځوان د هېواد بیارغاونې په نیت زده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رمضان ؛ د مسلمانانو نوی ژونددود

لومړۍ برخه

سریزه: 

په روایاتو کې سپارښتنه راته شوې چې په رمضان میاشت کې ډېر دعاوې وکړئ؛ نو د دعا پر مفهوم او خوالې یې ځان خبرول د یو مسلمان ځوان، د ځوانۍ پېر له دندو ځنې ده. ځوان د هېواد بیارغاونې په نیت زده کړې کوي، شپه و ورځ ربړونې ګالي او په پینځه وخته نمانځه کې دعا کوي چې خدایه خپلې موخې ته مې ورسوې. ددې لپاره چې ځوان هېواد پالی د دعا په آریز مفهوم پوه شي؛ نو پردې سربېره چې دعا ورته د خدای د بنده ګۍ یوه وزله وي؛ مازې دعا به ورته مینه، عشق او له خدای سره خبرې اترې کول وي، خوند به ترې اخلي او په ژوند کې به له خدای سره یو عرفاني تړاو رادبره کړي.

د هېواد بیارغاونې ته پر تخصص سربېره تعهد او ژمنه هم اړینه ده، که تخصص په ښوونیزو مراکزو کې تر لاسه کوو؛ نو د تعهد لپاره یو لار دا هم ده چې ترڅنګ یې د رغنده کتابونو، مواعظو، رسنیو او خپرونو په لوست او اورېدنې، خپل دیني ایمان پیاوړی کړو، موږ د همدې موخې لپاره د دعا د فسلفې په اړه د یو دیني اندیال د څېړنې پښو ژباړه وړاندې کوو، تمه ده چې د هېواد د بیارغاونې په بهیر کې ځوانانو ته یوه ګروهیز زده کړه وي.

د انسان او خدای خبرې اترې

«په رمضان میاشت کې مسلمانان د ژوند یو نوي دود ته ورننوځي او په ویدېدو، خوراک څښاک او یو لړ نورو کړو وړو کې، نوي آداب خپلوي، چې د ځانګړو تنبهاتو لاملېږي او په ضمیر کې سپېڅلتیا راولاړوي. په دې میاشت کې د قرآن او دعاګانو پر لوستو سپارښتنه شوې ده؛ نو لازم بولم چې په دې اړه لنډ شانته ویینه وکړم.

د دعا په هکله د بېلابېلو اړخونو له مخې خبرې کړای شو؛ دا چې د دعا کولو منځپانګه څه ده، ایا د خدای د ارادې اړول دي یا بل څه؟ او دا چې د روحونو او شخصیتونو د توپیر په انډول، دعاوې څنګه توپیر مومي او بېلې کچې او منځپانګې خپلوي، او کومې دعاګانې چې له دیني مشرانو را رسېدلي یو له بل سره څه توپیر لري؟ دعا د انسان په دیني ژوند او عادي ژوند کې څه اغېز لري؟ او هم د دعا ځای چېرې دی؟ په کوم چار کې دعا کړای شو او باید ویې وکړو او په کوم چار کې یې نشو کړای او باید ويې نه کړو؟ په دې ټولو کې یو ګډ ټکی شته او هغه دا چې په ځینو مواردو کې، د دین اغېزمنتیا او د خدای خوښه ده چې انسانان خوله په دعا شي؛ که دا دعا مازې له خدای سره خبرې وي، بې له اړتیا او حاجت غوښتو، او که له اړتیا غوښتو سره مل وي، که څه دا اړتیا پوره شي یا نشي.

داسې کسان هم ول چې دعا یې تجربي څېړلې ده، چې وویني ایا په دعا توسل او منګولې ښخول د تجربي عقل له کچو سره اړخ لګوي که نه؟ او دعا کوونکي، سره له دې چې دعا یې نه قبلېږي ولې خپل کارغځوي او لاس ترې نه اخلي؟ دا ټول د ویینې وړ دي؛ خو دلته پرې نه لګیا کېږم [ په دې باب دا کتاب وګورئ: « نقدی و در آمدی بر تضاد دیالتیکي»]. دلته په هغې اړیکې ویینه کوم چې د دعا په ترڅ کې د خلکو او خدای ترمنځ رادبره کېږي، هغه اړیکه چې په درلودو یې د الهي پېغمبرانو (علیهم السلام) پوروړي یو او که د فیلسوفانو او حکیمانو په ښوونځیو مو بسیاینه کړې وای، ددې اړیکې له درلودو بې برخې کېدو.

د مسلمانو فیلسوفانو په عقلي فلسفه کې – چې د یونان د فیلسوفانو تاریخي میراث دی – د خدای او مخلوقاتو ترمنځ د علیت اړیکه او تړاو جوړېدونکی دی. د یو فیلسوف له نظره، خدای د هستۍ علت دی او موږ یې معلول یو؛ خلقت د دوي په نظر د علیت د مفهوم شرعي تعبیر دی (د دین او فلسفې الفاظ توپیر لري؛ خو ماناوې یې سره اړخ لګوي؛ که ووایو خدای خالق او پنځګر دی او موږ یې مخلوق او پنځول شوي یو او که څه ووایو خدای علت دی او موږ یې معلول یو). د خدای واجب الوجود والی (یعنې له علت والي مړه خوا) او د انسان ممکن الوجود والی (یعنې علت والي ته اړمن) اهمې ځانګړنې دي چې فیلسوفان یې په موږ او خدای کې روانې او صادقې بولي.

او همدا د «امکان» ځانګړنه ده چې خدای ته مو اړمنوي او د خالقي او مخلوقي اړیکه رادبروي. مهم ټکی دادی چې د «امکان» ځانګړنه، نه یوازې زموږ ځانګړنه، چې د ګردو ممکناتو ځانګړنه ده؛ یعنې له دې اړخ، انسان، ډبره، لرګی، میکروب، چینجی، ستوری او رڼا یو له بل سره توپیر نه لري او د «امکان» همدا ځانګړنه ده چې حکیمان د خدای پر شتون دلیل او برهان او تامه کړای شي او د ممکناتو د شتون او نشتون یا عدم او وجود له تساوی پایله واخلي، دا چې ممکنات شته یا موجود دي؛ نو هرومرو به یو موجب او مرجّح هم و. او د موجباتو او مرجّحاتو دا لړۍ ناګزیره باید په واجب بالذات پای ته ورسي. او که نه تسلسل محال به لازم راشي. نه یوازې د امکان او وجوب په برهان کې، چې د حدوث، حرکت او د صدیقین په برهان کې هم د انسان ځانګړتیا نه منظورېږي او انسان ته د نورو موجوداتو ترڅنګ، خدای ازبادېږي.

دا یو مهم ټکی دی چې له خدای سره د انسان ځانګړې اړیکه د حکیمانو د نظر منظور نه وه. مشایي حکیمانو د علیت اړیکې په پېژندو کې په یو ځانګړي دود منګولې لګولې. دوی ګروهن ول مازې دا چې یوه پېښه د بلې پېښې ترڅنګ پېښه شي، ترمنځ یې د علیت پر اړیکه باور درلودای نشو؛ خو دا چې دواړه پېښې څو ځلي یو له بل سره پېښې شي. د دوو پېښو ترمنځ مازې مقارنت (او نژدېوالی) یې د علیت اړیکه نه راښیي؛ بلکې په ډېری مواردو کې د دوو پېښو مقارنت پوره تصادفي او بې علَي (او بې علته) کېدای شي. یوازې په هغه حال کې دوه پېښې علت او معلول ګڼلای شو چې مقارنت یې همېشنی یا اکثري وي.

 پردې ټول پوهېږو او که د فني جملو په ترڅ کې یې هم څرګند نکړو، د خپلو اذهانو په تل کې پرې ګروهن یو. دا چې انسانان پوه شوي چې اوبه د اور په مړه کولو او تنده ماتولو کې دخالت لري، دلیل یې دادی چې دا مقارنت ډېر بیاځلي شوی دی. او د فیلسوفانو د وضع شوې قاعدې له مخې، د دوو پېښو د همېشني مقارنت بیاځلي توب، د علت او معلول د اړیکې نښه ده او ثاتبوي چې یو د بل په حدوث او رادبره کېدو کې مدخلیت او اغېز لري؛ خو که دا تقارن ډېر لږ ځل پېښ شي؛ نو د دغسې حکم کول ستونزمن دي او ټینګ بنسټ نه لري. په همدې دلیل، که نړۍ مو، داسې یوه نړۍ وه چې پېښې یې یوازې یو ځل پېښېدې، یا که سترګې مو بدیع بین (بدیع وینې) وای – یعنې د طبیعت پېښو ته یې د بې سارېتوب له اړخ کتل – له دې لارې انسان ته د علیت اړیکې پېژندنه او راسپړنه شونې نه وه.

ادامه لري

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!