تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  ریحانه د قرآن، نبوي سنتو، فقهې، اخلاقو، عقل او بشر د حقوقو په رڼا کې د ښځمنو له حقوقو ملاتړ  څېړنه: اجرالدین اقبال   لړلیک لړلیک… 6 ښځې پيدايښت… 26 د ښځې تكامل او بشپړتيا 30 د ښځــې عقـــل.. 33 د ښځې ټولنيز مقام. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 ریحانه

د قرآن، نبوي سنتو، فقهې، اخلاقو، عقل او بشر د حقوقو په رڼا کې

د ښځمنو له حقوقو ملاتړ

 څېړنه: اجرالدین اقبال

 

لړلیک

لړلیک… 6

ښځې پيدايښت… 26

د ښځې تكامل او بشپړتيا 30

د ښځــې عقـــل.. 33

د ښځې ټولنيز مقام. 40

ښځه، د كورنۍ چورليز. 48

د ودې پړاونه. 50

د ښځې په اړه تاوتريخوالى… 57

په اسلام كې د نورو سپكاوى نشته: 58

اوچت خوندونه. 66

د قرآن له نظره د ښځې انساني مقام. 69

د کورني حقوقو په هکله د اسلام ځانګړې فلسفه. 69

تساوي که تشابه؟. 70

په اسلامي نړۍ لید کې د ښځې مقام. 74

تشابه نه ! تساوي هو ! 80

په اروپا کې د ښځې د حقوقو تاریخ ته کتنه. 86

حیثیت او انساني حقوق.. 89

د بشر د حقوقو د اعلامیې د سرېزې د پام وړ ټکي… 90

د انسان مقام او درناوی.. 91

لویدیځ د انسان په هکله له تناقض سره مخ دی.. 94

لویديځ هم ځان هېر کړی او هم خپل خدای.. 96

د ښځې رسالت… 99

له ښځمنو سره سلامشوره. 103

ســالار تــوب… 107

د ښځو پر حقوقو څه ورزياتونه. 110

د اولاد روزنه او درناوى يې… 112

له دوه ځانو(اميندوارو) ښځوملاتړ. 135

د پېغمبر اکرم (ص) کورني اخلاق.. 136

د مېرمن قدرمني او حق پېژندنه. 141

د ام المؤمنين خديجي(رضی الله عنها) قدرمني… 143

خداى د تحريم سورت په لومړي آيت کې وايي: 144

د رسول الله (ص) مېرمنوالي… 149

د کوروالي په باب د رسول الله سپارښتنې… 152

واده، سم کوروالى او د اولاد پر زوکړه اغېزمن لاملونه. 152

اړپیچیزه ارواپوهنه. 158

د ښځې او نارینه توپیر (۱) 163

افلاطون او ارسطو؛ یو بل ته مخامخ.. 167

په اسلام كې د ښځې مقام. 183

اسلام او ښځه. 183

په اسلام کې د ښځې درناوى.. 206

د قرآن له ليدلوري د ښځې ارزښت په څه کې دى؟. 214

ښځه او ازادي.. 224

حجاب… 231

¯ محارم: 236

¯ د حجاب پولې: 237

حجاب ته یو ځل بیا کتنه. 241

د حجاب او اسلامي پوښښ اړيکه. 242

په قرآن کې اسلامي پوښښ…. 245

مطلوب پوښښ…. 252

د پوښښ اړتيا 254

په ټولو ډګرونو کې فعاليت؛ خو له ستر سره. 257

د ښځې ګواهي… 259

له ښځو سره سلامشوره. 264

ښځه او قضاوت… 274

د ښځو پر وړاندې د بدوينۍ لامل.. 278

د ښځو پر ضد فرهنګ پر اسراييلياتو ولاړ دى.. 278

قرآن حکیم کومې ښځې ستايي… 286

ښځه او ورمندون- قضا 303

ښځه او حکومت… 304

حضرت فاطمه الزهرا د ښځې د حقيقت اوچته بېلګه. 306

له میراثه د ښځې بې برخیتوب… 312

د زوى ویلي میراث… 314

د هم ژمني میراث… 314

ښځه په میراث کې برخمنه ده (سهم الارث) 314

د لویدیځپالو نیوکه. 316

ښځه په پښتو عاميانه ادب كې… 317

داخلاقو، حقوقواو فقې په رڼا کې د ښځمنامهسائل.. 329

د وګړې برابري او د حقوقو نابرابري.. 332

د نارینه د رياست حدود. 333

د ښځې ايمان اوعقل.. 336

اسلام او د وخت غوښتنې… 341

پر توکیزه وضع د مانېزې رالوېدنې اغېز. 342

د ختیزې ښځې هويت… 342

اسلام او د ښځې آزادي.. 346

د ګډ ژوند حقوق او اخلاق.. 349

د غورې کورنۍ بېلګه. 350

په اسلام کې دښځې له حقوقو او مقامه نوې اخستنه. 353

د ښځې فقې ته د قاعدې اړتيا 356

د عموميت تکليف… 358

د نارینه د پالندویۍ مفهوم. 362

د پاتوړي- میراث مسله. 363

د ښځې لېینه- شهادت… 365

ورمندون- قضاوت… 367

حيض….. 381

د حيص منګ (سن) 381

د حيض موده: 381

د حيض احكام: 382

د حيض غسل: 383

استحاضه (لويه وينه) 383

د نفاس (څلوېښتۍ) وينه: 385

ښځه او محرمان: 386

ښځه او پردي: 387

د ښځې غږ: 388

زړه ښځه: 389

د ورېښمو جامې اغوستل او د سرو زرو ګاڼه استعمالول: 390

د نر ترڅنګ د ښځې نمونځ: 391

نكاح (عقد) او شرطونه يې… 394

د عقد (نكاح تړلو) شاهدان.. 398

د عاقدينوشرطونه: 399

بلوغ: 401

د واده ادعا: 404

آيا د نر او ښځې په نږدېوالي سره نكاح تړل جوتېږي؟. 405

محرمات ((هغه خپلوان چې نكاح ورسره نه تړل كېږي)) 408

نسب: 408

د محارمو ترمنځ يوځاى والى: 411

زنا 413

د ښځو شمېر. 416

د طلاق شمېره: 418

رضاع: 422

عدت: 424

بالغه رشيده. 427

ماشوم توب، لېونتوب او بې عقلي… 428

مهر: 429

د مهر شرطونه: 430

مهر المثل: 431

د مهر نغد او نسيه اچول.. 434

د مهر تر موندلو پورې د ښځې ځان ساتنه. 436

د مهر له وركولو څخه د مېړه بې وسي: 437

پلار او د زوى د ښځې (نږور) مهر: 438

وطې او مهر. 439

پر مېړه د ښځې جنايت: 440

نيم مهر: 441

بې له معموله د بكارت د پردې له منځه تلل.. 442

د مېړه او ښځې ترمنځ مخالفت… 444

جهيزيه: 447

نسب (خپلولي): 449

د اميداورۍ لږه موده: 452

د اهل سنتو پر وړاندې د دوه ځانۍ ډېره موده: 454

د شيعه پر نزدد دوه ځانۍ اوږده موده: 455

شكمن ماشوم: 456

ولد الزنا: 462

لقيط: 464

زوى بلل: 465

مصنوعي تلقيح: 467

د دوه ځانۍ حكم: 471

حضانت (دايي توب): 473

د حضانت وړ: 473

د حضانت شرطونه: 475

د حضانت موده: 476

د حضانت مزدوري: 477

د ماشوم لېږد: 478

د نفقې (استحقاق) برخه: 481

د معتدې ښځې نفقه: 481

د نفقې اندازه: 490

د ناروغۍ لګښتونه: 491

د نفاس نفقه: 493

پر لګښتونو كې د اړتیا هومره خرڅ (منځنۍ كچه): 493

د ښځې د اوسېدو ځاى: 494

كارګره ښځه: 494

د ښځې د بهر ته وتلو ادعا: 496

د نفقې له منځه تلل: 497

د مېړه پور پر ښځه باندې: 497

 

 

 

 د ښځې پيدايښت

ښځه په پيدايښت، روحي او جسمي اړخ كې، له هماغې ګوهره پيدا شوې، چې نارينه ترې پنځول شوى، جوهر او منځپانګه يې يو شان ده. د ښځې او نارينه په حقيقت او منځپانګه كې څه توپير نشته.

قرآن كريم، په ډاګه له دې حقيقته پرده لرې كوي:

 ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا؛ [1] خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز (له هغه یې جوړه ورته پيدا کړه او له دې دواړو يې (د ځمكې پر مخ (ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ، چې (تاسې ټول يې پر لويښت قايل ياست (په نامه يې يو له بله څيزونه غواړئ (او همداراز (له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه خداى مو څارونكى دى.))

 ((هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلاً خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ؛ [2] همدغه (الله (دى، چې تاسې يې له يوه تنه پيدا كړئ او له هماغه يې دده جوړه پیدا کړه، چې ورسره بسیا (آرام (شي؛ نو [آدم] چې له هغې [حوا] سره کوروالى وكړ؛ نو سپكه دوځانې (او اميندواره (شوه، چې ورسره ګرځېده او چې بار يې دروند شو؛ نو دواړو له “الله” خپل پالونكي وغوښتل:((كه صالح (روغ رمټ (اولاد دې راكړ؛ نو بيخي به دې منندوى يو.((

((وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاړپېچ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ[3]؛ او له نښو یې داده، چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې دي، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږى پيدا كړ. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي.))

نو ځكه ښځه په پيدايښت كې له هماغه جوهره پنځول شوې، چې نارينه ترې پيدا شوى دى.

د ښځې او نر منځپانګيز يورنګتوب، يوه قرآني انده ده، چې د قرآن له آيتونو په ډاګه څرګندېږي؛ خو په دې هكله يو بل نظر هم شته، چې د ښځې پيدايښت د نر د پيدايښت له اضافي برخې انګېري. دا نظر په ځينو احاديثو استناد شوې؛ خو دا نظريه له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې رد ګڼل شوې ده: ((زراره وايي: امام صادق (رح) د ((حوا)) د پيدايښت په باب وپوښتل شو، چې ځينې وايي: متعال خداى، حوا د آدم له كوزې او كيڼې پښتۍ پنځولې. امام وويل: خداى له دې خبرو پاك دى. څوک چې دغسې وايي، انګېري، خداى وس نه درلود، چې آدم ته يې جوړه بې له خپلې پښتۍ وپنځوي. دا ډول وګړي نيوكګرو ته مخه پرانځي… دوى څه كوي؟ خداى دې زموږ او د دوى ترمنځ ورمندون وكړي. بيا يې وويل: چې ستر خداى آدم له خاورو پيدا كړ او پرښتو ته يې حكم وكړ، چې سجده ورته وكړي، چې يو ژور خوب پرې راغى، بيا يې يو نوى مخلوق ورته پنځاوه… دا نوى مخلوق په حركت راغى او آدم ددې د حركت له امله په خود راغى او راويښ شو، چې ورته يې وكتل، و يې ليدل، چې د ځان په څېر يې يو ښكلى مخلوق دى؛ خو داچې دا ښځه ده… په دې وخت كې آدم وويل: خدايه! دا ښكلى مخلوق څوك دى، چې په هكله يې مينه احساسوم؟ خداى وويل: دا مې مينزه حوا ده….[4]

ارواښاد مجلسي وايي: ((په عامو تاريخپوهانو او مفسرانو كې مشهوره ده، چې حوا د آدم له كيڼې پښتۍ پنځول شوې او دا مانا له ځينو احاديثو اخستل شوې؛ خو دا روايت او نور رواياتونه، دا موضوع ردوي…[5]

بيا مجلسي له ارواښاد ابوالفتوح رازي يو تفسيري ويينه را اخلي: رازي، د خداى ددې وينا (؛ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا: خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز (له هغه یې جوړه ورته پيدا کړه )).

په تفسير كې ويلي: ((له دې جوړې مراد، ((حوا)) ده او داچې ((حواء)) له آدمه پنځول شوې وي، دوه نظريې دي:

1_ داچې حوا د آدم له كيڼې پښتۍ پنځول شوې وي…

2_ داچې له ((خلق منها: د آدم له جنسه يې جوړه پيدا كړه( (مراد؛ یعنې د آدم له جنسه. دا آيت د بل ايت په څېر دى، چې وايي:

( (وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا[6]: خداى له خپلو جنسونو جوړې درته پيدا كړې)).

او ددې آيت په څېر دى:

((لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ: له همدا تاسې يو استازى درغى[7])).

مجلسي زياتوي: له يوه نفسه (نفس واحدة) د پيدايښت مطلب، له يوه پلاره پيدايښت دى… او سره له دې، چې مور هم ددې پيدايښت ((لازمي شرط دى؛ نو څه ټكر او منافات ورسره نلري…)).

په ((مِن)) كلمه كې يو بل احتمال هم شته او هغه داچې ((مِن)) تعليلي وي؛ یعنې: ((جوړې يې درته پيدا كړې…[8])).

دويمه نظريه د امام صادق (رح) له كلام سره اړخ لګوي، چې ښځه د نارينه په څېر جلا او خپلواك پيدايښت لري.

 

¯¯¯

 

 

 

د ښځې تكامل او بشپړتيا

ښځه په قرآني اندنه كې، له نارينه سره يورنګ او تكامل منوونكې ده، او د ښاندې شناخت او كړنو په رڼا كې معراج ته وردرومي او انساني نوغي ته تر شونې اوچتوالي وررسي، چې قرآني آيتونه يې په اړه څرګندنه لري. هغه مهال، چې قرآن کریم د انساني لوړو ارزښتونو په باب خبرې كوي؛ نو ښځې له نارينه و سره اوږه په اوږه او يو رنګ اوڅاروي:

((إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا:[9] په حقيقت کې مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، غاړه ایښوونکي او غاړه ایښوونکې، رښتیني او رښتینې، زغمناک او زغمناکې، عاجزي کوونکي او عاجزې کوونکې، خیرات ورکوونکي او خېرات ورکوونکې، روژه تیان او روژه تیانې، پاکلمني او پاکلمنې، د الله ډېر یادوونکي او يادوونکې، خدای دوی (ټولو) ته بښنه او ستر اجر چمتو کړی دی.)).

په دې آيت كې نارينه او ښځو ته اسلام، ايمان، تواضع، صدق، صبر… يو برابر راغلي او جوت شوي، چې هر يو دې مقاماتو ته ور رسېداى شي او په تكامل، هسكوالي او عروج كې يو رنګ دي او د قرب او معنويت لوړو مقاماتو ته ور رسېداى شي.

((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ[10]: نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې (او ويې ويل) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځينه، ټول له يوه جنس ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛ نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ورننباسم، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره غوره ثوابونه دي. ))

((وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا[11]: او څوك چې له ښو (كړنو څه) وكړي، که هغه نارينه وي كه ښځينه؛ خو چې ايمان ولري؛ نو دغسې خلك جنت ته ورننوځي او ډېر لږ ظلم به هم ورسره ونشي )).

په دې آيت كې، د ښځې او نارينه د كړنو يورنګوالى څرګندېږي، چې بايد زياركښ انسان د خپل زيار هومره بدله واخلي او كه په دې باب د ښځې او نارينه ترمنځ څه توپير وي؛ نو تېرى دى او خداى تېرى نه كوي.

 ((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ: هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه پاکیزه ژوندون به وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو)).

په دې آيت كې د ښځې او نارينه د دنيوي كړو وړو د لاسته راوړنو او اغېزو يو رنګتوب او څار شوى؛ یعنې صالح كړه وړه كه ښځه وكړي که نارينه، په الهي سنتو او قوانينو كې يو رنګ پايله لري او هم په آخرت كې يو رنګ بدله تر لاسه كوي.

دې ټكي ته مو پام لازم دى، چې د قرآن په نورو آيتونو كې، چې د انسان د تكامل په اړه خبره شوې ده؛ نو ښځه او نارينه دواړه پكې رانغاړېږي، كه څه په مذكر لفظ راغلي وي؛ ځکه په دې ډول تعبيرونو كې لكه: ((يا ايها الذين امنوا( (انساني نوغي ته خطاب دى؛ یعنې ((يا ايها الانسان)) او دا ګرد سره ښځې او نارينه رانغاړي.

 

¯¯¯

 

 

د ښځــې عقـــل

قرآن كريم، ښځه داسې يو انسان بولي، چې ګردې انساني ځانګړنې او د انسانوالي لازمې وړتياوې او ځواكونه لري؛ نوځكه په قرآن كې د ښځې د عقل كمى زياتى او څار شوى نه دى؛ بلكې لکه چې وويل شول، ښځه او نارينه د تكامل په پړاوونو كې یو رنګ په عقل پخې ښوول شوې ؛ خو په ځينو احاديثو كې داسې تعبيرونه راغلي، چې د نارينه په پرتله د ښځې د عقل د كمبود ښوونكي دي، په دې باب څو ټكيو ته پاملرنه لازم ده:

1_ په پېژندنه او ښانده كې د عقل نيمګړتيا، ډېرى نورو انسانانو ته ورمنسوب شوې ده، د بېلګې لپاره ځينو وګړيو او طبقو ته اشاره كېږي، چې د اسلام له نظره د عقل پر كمزوۍ او كمعقلۍ اخته شوي، كه ښځه وي که نارينه:

1_ عجب، غاورتوب او ځانمني، د عقل د كمزوۍ او كمعقلۍ نښه ده.

حضرت علي (ع) وايي: ((د نارینه ځان ویني يې، د عقل د كمزوۍ (او كمښت) نښه ده[12])).

2_ هغوى چې له ناپوهانو سره ملګرتوب كوي، له عقله يې كمېږي[13].

3_ عقلمنو ته غوږ نه نيول، عقل وژني[14].

4_ (د ژوند له لازم بريده په ور اخوا چاروكي) زياتى كول، د عقل تباهي پرته ده[15].

5_ تكبر د عقل د كموالي لامل دى[16].

6_ هغوى چې له يو څيز سره مينه پالي؛ نو په كمعقلۍ اخته كېږي[17].

7_ شهوتپالنه، عقل له كاره غورځوي[18].

8_ عقلمن په غوسه كې ځان كابو كوي، كه نه بې عقله دى[19].

9_ هغه چې تل په چټي چارو لګيا كېږي، كم عقل دى[20].

دا ډول تعبيرونه او څرګندونې، د انسانانو ويښوالي ته دي، چې د خپلې ښاندې او عقلمنۍ د ودې په لار كې پراته خنډونه له منځه يوسي او د خپل عقل د غوړېدا او تكامل لپاره زيار وكاږي[21].

بلخوا، ځينې طبقات عقلمن ګڼل شوي، ان په عقلي كمال او د ښاندې د ځواك په پياوړتيا ستايل شوي، كه ښځه وي که نارينه.

1_ عقلمن كمال غواړي او ناپوه شتمني غواړي[22].

2_ عقلمن خپله نظر كره كوي او څه چې ځان ته خوښ كړي، ډاډ پرې نه كوي[23].

3_ عقلمن د خپلې ښاندې له مخې عمل كوي[24].

4_ له ځاني غوښتنو سره مخالفت اوچت عقل دى[25].

5_ عقلمن دينوال او دين باورى دى[26].

6_ د عقلمنى اوچته ګرايه داده، چې د حق پر وړاندې به عاجز وسې او منې به يې[27].

شك نشته، چې دا ډول تعبيرونه، د انسان د پيدايښت ډول او ذاتي څرنګوالي ته څه اشاره نه لري؛ بلكې چاپېريالي او فرهنګي اغېزې انځوروي؛ ځكه انسان، چې كوم چاپېريال، روزنه او عملي دود خپلوي؛ نو غوړېدا، ودې، تكامل او دننني وړتياوو كارولو ته يې مناسبه لاره چاره ده. په دې اړه هر ډول نيمګړتيا او ناغېړي، د انسان دننني ځواكونه سخت زيانمنوي او تردې بريده وړاندې ځي، چې ځواكونه په ټوليز ډول له كار غورځوي؛ نو ځكه كوم احاديث، چې د عقل د كمښت يا تكامل او ودې په هكله دي، دغسې نانمښتي موضوع ته يې كتلي دي.

په انساني نوغي كې د عقل په باب يوه بله موضوع هم د يادونې وړ ده او هغه داچې په احاديثو كې عقلمني له دينوالۍ سره اړخ لګوونكې ګڼل شوې ده: پېغمبر اكرم (ص): ((انسان په عقل ټولې ښېګڼې تر لاسه كولاى شي او څوك چې عقل نه لري دين هم نه لري[28])).

امام صادق (رح) وايي: ((عقلمن، دينوال هم دى[29])).

امام كاظم (رح) وايي: ((هشامه! خداى خپل پېغمبران او استازي راولېږل، چې خلك الهي دين د عقل په مرسته دده له استازيو زده كړي؛ نو څوك چې له دينه غوره ښانده ولري (او خپل عقل يې غوره كارولى وي)؛ نو د پېغمبرانو بلنه يې ښه ځواب كړې ده او څوك چې د خداى له دينه ښه پوه شوى وي، تر نورو عقلمن دى…[30]))

ددې ښوونو په پامنيوي او هغو آيتونو ته په پاملرنې، چې د ښځو ايمان او دينوالي يې منلې او د نارينه و له هغوى سره يې يو رنګ ګڼلې؛ لكه دا آيت [؛ ان…. و القانتات….[31]]

نو په ډاګه څرګندېږي، چې ښځې پوره له انساني عقله، چې د دين لوړو درجو ته د ورسېدو لپاره لازم دى، برخمنې دي. په دې كې بيخي شك نشته، چېرې چې رښتينی ايمان وي او له خشوع، وېرې، تواضع، پاكلمنۍ، ځان ساتنې، عبادت او…. سره مل وي؛ نو هلته به عقلمني او پوره انساني عقل هم وي.

نو ځكه ښايي په ښځه كې د عقل نيمګړتيا، له دې ډول احاديثو ځنې وي، چې مطلب يې د هغه حالت څرګندول دي، چې انسان ته ورپېښېږي او هغه پورته كېدل او را پرېوتل دي، چې انسان يې خپل ځان ته چمتو كوي او داچې دا چارې په يو ډول د انسانانو په بد چلن پورې تړاو لري، د لارې او طريقې په ادلون هم دا حالت اوړي او انسانان خپل انساني طبيعت بيا مومي؛ لكه د كبرجنو د عقل كارونه كمېږي او پر كم عقلۍ اخته كېږي. او چې په روزنه او د نفس په پاكوالي له دننه دا ناوړه ځانګړنې ترې وڅنډل شي؛ نو د عقل د كارونې پر وړاندې دا پراته خنډونه له منځه ځي او بل ځل د انسان طبيعي عقل راغوړېږي او په ښيون او لارښوونې لګيا كېږي.

تېرو مطالبو ته په پامنيوي ويلاى شو، چې ښايي په ځينو احاديثو كې د عقل د نقصان او څارېدل، ښايي هغه حالت يې په پام كې وي، چې په هغه پېر كې ډېر ليدل كېدل، چې ښځې ډېرې لږې په انديزو او علمي مسايلو بوختېدې او د خپل عقل غوړېدا ته يې څه پاملرنه نه درلوده او تل ښځې په ځانګړنو مسايلو كې ورډوبې وې؛ نه داچې دا خبره په ښځو كې له يوه تغيير نه منوونكې طبيعته وي.

دا موضوع ډېرې بېلګې لري، چې په وګړيو يا ټولنيزو طبقاتو كې ځينې خويونه، ځانګړنې او انځورونه، په هغو خصلتونو او طبيعتونو پورې اړوندېږي، چې په انسانانو كې د چاپېريالي، كورني يا روزنيزو لاملونو له اغېزو رادبرېږي او بدلونېداى او ښه كېداى شي.

له دې ټكي په غفلته، دې ډول تعبيرونو ته په شويو كتنو كې، اخلاقي حالات له طبيعي ځانګړنو سره په تېرو كې نيول شوي دي.

د موضوع د ښه سپيناوي لپاره د امام علي (ک) يو بل روايت ته اشاره كوو: ((… ښځې د اړتياوو پر مهال پرهېزګارې نه دي او د جنسي تحريك پر وخت صبر نه كوي، ښكلا ورته پکار ده، كه څه عمر يې خوړلى وي، غاوره او كبرجنې دي، كه څه بېوسې (هم) وي او… په هر حال ګوزاره ورسره كوئ او ښه خبرې اترې ورسره لرئ، ښايي كړنې يې (واوړي) او نېك يې كړي[32])).

د امام د وينا روسته برخه (؛ په هر حال ګوزاره ورسره وكړئ، ښه خبرې اترې ورسره ولرئ، ښايي خپل كړه وړه نېك كړي)) څرګندوي. امام، چې ځينو ښځو ته ناوړه خويونه شمېرې، ټوليزوالى نه لري او د دوى د پيدايښت او طبيعت په څرنګوالي پورې تړاو نه لري او كمى زياتى ورته نه جوتوي؛ بلكې دا خويونه يې له چاپېريال، ناسمو روزنيزو او اخلاقي مسايلو راولاړې شوې دي؛ ځکه كه دې ناوړو خويونو يې طبيعي لاملونه درلودل او د منځپانګې او ذات يوه برخه يې وه او د دوى له هستۍ، اروا او بدنه راولاړېدل؛ نو د تغيير او اوړېدنې وړ نه وه او د ادلون بدلون شونتيا يې نه وه؛ نو ځكه امام وايي: ( (ګوزاره ورسره وكړئ، ښه خبرې ورسره لرئ، چې دوى (په خود راشي) او خپل چلن سم كړي)).

نو ځكه دا خويونه له چاپېريال، ټولنې او روزنيزې او فرهنګي روسته پاتېوالې رادبرېږي او په انساني او عاطفي چلنونو يې اړولاى او ناسمې كړنې يې سمولاى شو.

نو ځكه د ((عقلي نیمګړتيا)) په تعبير كې ښايي منظور همدا د زمانې دوديزې بې فرهنګۍ وې، چې ډېرى ښځې پرې اخته وې، چې يو ټولنيز او چاپېرياليز واقعيت يې درلود.

ب_ ښايي د عقل د نيمګړتيا حديث، د نارينه او ښځې د مغزو د وزن توپير ته اشاره وي او دا يې په پيدايښت كې يو واقعيت دى[33]. په ښځو كې عاطفي او احساسي اړخ غښتلى دى او د هغو كارپېژاندو د څېړنې او تصديق له مخې، چې د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو كې يې كړى، په ښځو كې عواطف پياوړي او ښه راغوړېدونكي دي او دا د بشري ټولنې په دې برخه كومه نيمګړتيا نه؛ بلكې د اولادولۍ، روزنې او كورنۍ د اهميت په پار اړتيا هم ورته ده.

د اولاد د وګړې په جوړښت او د كورني چاپېريال په سم سمكۍ كې تر وچې كلكې عقلمنۍ، عاطفي اړخ بنسټيزه ونډه لري؛ نو ځكه ښځې، چې د كورنۍ آريز ځړى او د اولادونو آريزه روزونكې ده، بايد په دې اړخ كې تر نارينه و ډېره پرمختللې او متكامله وي او همدا څيز لاملېږي، چې انديزو او عقلي پېچليو مسئلو ته يې ډېر لږ پام وي او تل مسايل د عقل په كچه نه تلي؛ بلكې ځان د عاطفي لارښوونې او ښيون ته ورسپاري او كورني او ټولنيز ژوند ته تودوخه او مينه وربښي.

ج_ د ښځې د عقل د نيمګړتيا حديث له قرآن سره اړخ نه لګوي؛ ځکه په هېڅ ځاى كې يې خبره راغلې نه ده؛ بلكې په ډېرو ځايونو كې يې، چې د انساني نوغي د هسكېدا او ځوړتيا خبرې كړي؛ نو ښځې او نارينه يې يو رنګ او په يوه كچه ګڼلې دي؛ لكه چې د ((ښځې د تکامل)) په برخه كې مو اشاره ورته وكړه.

كه دا حديث له نورو رواياتو سره پرتله كړو؛ نو مخالف روايت يې هم تر لاسه كولاى شو. له امام علي (ک) يو روايت شوى، چې د نهج البلاغې كلام مقيدوي:

((له ښځو سره له سلا مشورې ډډه وكړئ؛ خو هغه ښځې، چې عقلي كمال يې ازمېښت شوى وي[34])).

نو ځكه د عقل د نيمګړتيا روايت، له دې ډول رواياتو سره مقيدوالى مومي او د عقلي نقصان د رواياتو ټوليزوالى له منځه وړي، ټكر او ناسازګاري يې يوې خواته كوي او پايله دا كېږي، چې د نهج البلاغې كلام د ټولو ښځو په هكله نه دى او استثنايي ځايونه لري، چې په هغه پېر كې استثنايي ځايونه ډېر لږ ول او زموږ په پېر كې ډېر دي.

له امام صادق (رح) هم يو روايت شوى، چې په ځينو ځايونو كې يې د ښځو د ښاندې او اوچتې پوهېدنې په باب خبره كړې ده: ((رب امراءةٍ افقه من رجال: ډېرې داسې ښځې شته، چې په دين كې تر نارينه و ژوره ښانده لري)).

او دا د ښځې او نارينه يو رنګتوب نه؛ بلكې كله نا كله په پوهېدا او ښانده كې د ښځو له غوره والي خبره كوي.

 

¯¯¯

 

 

 

د ښځې ټولنيز مقام

ښځې په اسلام كې د سنارينه وو په څېر په ډېرى ټولنيزو مسايلو كې د مناسب مقام درلودونكي دي او له ټولنيزو او ډله ييزو فعاليتونو منع كړاى شوي نه؛ بلكې د قرآني او حديثي ښوونو له مخې، دواړو ته يو رنګ ټولنيز مسووليتونه ورمتوجه دي. پر ښځو يوازې د جهاد د مسووليت ور تر غاړې شوى نه دى؛ البته يوازې جهاد او نه نورې مبارزې لكه دفاعي مبارزه او يا ډېرى سريزې يا ملازمات او يا د جګړې او جهاد مؤخرات.

قرآن حکیم وايي:

( (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[35]: او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او نمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او استازي يې اطاعت كوي، ژر به خداى خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا چې خداى ناماتى حکيم دى. ))

د خداى تعالى په دې وينا كې ښځې د نارينه و په څېر د پالندوينې، ولايت او سمونپال مديريت ستر مسووليت درلودونكې دي؛ نو ځكه پر ښيون _ هدايت، پر نېكو امر او له بديو منع او د نادودو پر له منځه وړو ليگا كېږي. په اسلام كې د ((معروف)) او ((منكر)) د پراخ مفهوم په پامنيوي، د ښځو د ټولنيزو فعاليتونو پراخوالى څرګندېږي، له همدې امله نارينه، چې په ټولو ډګرونو كې فعاليتونه كړاى شي، ښځې يې هم كړاى شي او داچې سياسي او حكومتي مسايل د ټولنيزو مسايلو په سر كې دي او ښځې بايد د نارينه و په څېر پكې ونډه ولري.

له همدې مخې، وينو چې په صدر اسلام كې، ښځو په سياسي مسايلو كې برخه درلوده او د حكومت په ډګر كې يې څرګند شتون درلود. پېغمبر اكرم (ص) د قرآن كريم د دستور له مخې، له ښځو سره بيعت كاوه او د اصولو او معيارونو په سر يې تړون ورسره كاوه او په دې توګه يې د اسلامي ټولنې دا برخه له خپلو سياسي ټولنيزو مسووليتونو سره آشنا كوله.

قرآن کریم وايي:

( (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لاَّ يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلاَ يَسْرِقْنَ وَلاَ يَزْنِينَ وَلاَ يَقْتُلْنَ أَوْلاَدَهُنَّ وَلاَ يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلاَ يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ [36]: پېغمبره! چې مؤمنې ښځې بيعت ته درشي(؛ نو شرط به يې دا وي): له خداى سره به هېڅ څيز نه شريكوي او غلا او زنا به نه كوي او خپل ارمونى اولاد به په دروغو په خپل مېړه پورې نه ورتړي او په ښو (چارو) كې به سرغړونه درځنې نه کوي؛ نو بيعت ورسره وكړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، چې خداى ډېر بښونكى لورين دى. ))

دا آيت د پېغمبر (ص) په پېر كې له نوي راد بره شوي اسلامي حكومت سره د ښځو د بيعت او همژمنيتوب په اړه دى او دا پېښه د مكې د سوبې پر ورځ را منځته شوه، چې كله پېغمبر اكرم (ص) له نارينه و سره له بيعته فارغ شو؛ نو ښځې ورغلې، چې بيعت ورسره وكړي. په دې وخت كې دا آيت رانازل شو او په سياسي مسايلو كې يې د ښځو ګډون سم وباله او له پېغمبر (ص) سره يې د همژمنتوب شرايط ور پرنښه كړل.

ددې بيعت د څرنګوالي په اړه ويل شوي، چې پېغمبر (ص) له ښځو سره په وينا او كلام بيعت كاوه او يا په امر يې د اوبو يو لوښى ورته راوړه او پخپله يې لاس پكې ور ننه ایسته، بيا ښځو په لوښي كې لاس ورايښووه اوپه دې توګه په نوي رامنځ ته شوې ټولنه كې د وګړي او دولت د اړيكې ستر تړون رادبرېده او ځينو ويلي، چې د پېغمبر (ص) پر مهال له ښځو سره بيعت د جامو او پر دې له مخې و[37].

همدغسې ښځو، د هجرت په ستر ((ټولنيز _ سياسي)) خوځښت كې هم برخه درلوده او مهاجرت يې د نارينه و په څېر ومنل شو، هغه هم په داسې یوه پېر كې چې ښځې له خپلو ډېرى حقوقو بې برخې وې او په خورا كوچنيو ټولنيزو مسايلو كې يې د ګډون حق نه درلود.

قرآن عظیم الشان وايي:

( (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلاَ تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لاَ هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلاَ هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلاَ تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ:[38] مؤمنانو! چې مؤمنې مهاجرې ښځې درغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، خداى یې پر ايمان ښه پوهېږي او كه درمعلومه شوه، چې مؤمنې دي؛ نو كفارو ته يې مه ورستنوئ، نه دوى كفارو ته روا دي او نه كافران دوى ته روا دي او څه يې چې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي، ور یې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده مو څه ګناه ورسره نه لري او هېڅكله كافرانې ښځې پخپله نكاح كې مه ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد، چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛ لكه چې څنګه هغوى (د هغو ښځو) مهر درنه غواړي (چې ترې بېلې شوې دي، ) دا د خداى حكم دى، چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او خداى پوه حکيم دى. ))

د مهاجرو ښځو ازمېښت په دې لامل و، چې له كورنۍ يې بېلتون، د كورني اړپېچونو يا يې له مړونو سره د نا خوښۍ په پار نه وي؛ لکه چې په تفاسيرو كې د آيت په شان نزول كې راغلي دي، ازمېښت په دې بڼه و، چې مهاجره ښځه قسم خوري، چې مهاجرت يې له مړونو سره د نا خوښۍ، له خپلې سيمې د زړه توري توب او پر نورو سيمو د زړه ور بايللو او يا د نيوي مسايلو لپاره نه دي[39].

په نورو ټولنيزو خوځښتونو كې ښځې هم ګډون كړاى شي، چې د ټولنې ښيون ته روغ رمټ يونونه رادبره كړي، د عاشورا خوځښت يې د ګډونوالۍ غوره بېلګه ده. په افغانستان د كب د درېيمې په پاڅون كې د ښځو ونډه، د جهاد په ترڅ كې مجاهدينو ته د خوراك څښاك په چمتو كولو او او د سنګر تر شا د شهيدانو د پلارمړيو پالنه او د خپلو مړونو، پلرونو، روڼو د شهادت زغمل يې د لمر په څېر څرګندې بېلګې دي. دغسې په تېر تاريخ كې رابعه بلخي، بدخشي، او ملالۍ…… د فرهنګي ځلېدا بېلګې دي.

ښځې بې له نبوت او ټولنيز امامته په نورو ټولنيزو مقامونو كې هم ګډون كړاى شي. ښځې د تاريخ په ګانده او د امام مهدي عليه السلام په راښکاره كېدو كې هم مهمه ونډه لري او د امام مهدي په نړيوال پاڅون كې ګډون كوي او په ګوته وتلې يې د انقلاب په كادرونو كې دي:

امام باقر (رض) وايي: ((… پر خداى قسم درې سوه او ديارلس تنه نارينه او پنځوس ښځې هم ورسره دي…)).

دا موضوع په ګانده كې د ښځو ټولنيزه ونډه راښيي، په تېره دې ته په پامنيوي، چې د امام مهدي د يارانو لومړۍ كړۍ، له ژورې پوهېدنې، درك او دينپوهنې برخمنه ده، چې دوى ځانګړي او استثنايي وګړي دي او په دې ډله كې ګډون، پوهه، ژور ليد، اوچت انديز او پوهنيز وس او ځانګړې روحي پياوړتيا غواړي.

امام صادق: ((هغه ډله، چې له قايم (ع) سره راپاڅي او فعاليت كوي؛ نوپه ګوته وتلي، قاضيان، حاكمان، فقها او د دين پوهان دي…)).

ښځې د امام مهدي د راښكاره كېدو پېر ته د چمتو كېدو د اړتيا له مخې بايد د دين پوهنې په ډګر كې مخكې ولاړې شي او د ټولنيزو سمبالنې په چارو كې بنسټيز ګامونه واخلي او په دې باب په خپلو كې لازمې وړتياوې رادبره كړي، چې په نړيوال انقلاب كې ګډون وكړاى شي. د ښځو په قضاوت- ورمندون كې بېلابېل نظريات راوړاندې شوي، يو شمېر فقها دا منصب ورته روا نه بولي اوځينې ورباندې يوه خوله دي؛ خو ځينې تېر او اوسني فقها يې قضاوت روا بولي.

د ښځو د ټولنيز مقام په برخه كې دوو مهمو فعاليتونو ته يې په لنډو اشاره كوو:

 

الف: فرهنګي او پوهنيز فعاليتونه:

په اسلام كې له څرګندو موضوعاتو، يو هم د پوهې او علم وده او بې له څه توپيري دريځه په ټولنه كې د ښوونې او روزنې پراخول دي. قرآني آيتونه او حديثي لارښوونې د ښاندې او عقلمنۍ پر اړتيا او ودې ټينګار كړى، ان دين په عقل تعريف شوى دى:

امام علي (ک) وايي: ((عقل د ننني شريعت، او شرع د انسان بهرني عقل دي[40])).

نبوي حديث دى، چې: ((پر هر مسلمان نارينه او ښځې د علم زده كړه فرض ده[41])).

په ډېرى زده كړو كې، چې ښځې بايد پوه شي؛ لكه د ګروهيزو آرونو زده كړه او شرعي احكام؛ نو د مېړه اجازه ورته شرط نه ده؛ لكه نورې مكلفيتي كړنې، چې د مړونو منع پكې څه اغېز نلري. له همدې امله، وينو، چې د اسلام په رادبرېدو کې، د علم د زده كړې پر سر پراته خنډونه، په تېره ښځو ته له منځه ولاړل او ښځې د پوهې ډګرونو ته ورودانګي او لا ډېر وخت تېر نه و، چې باخبرې او پر دين پوهې ښځې راښكاره شوې او د پوهې او علم لوړې كچې ته ورسېدې.

اوس د اسلام د يوې روزل شوې ښځې كيسه در يادوو: بريره رضى الله عنها د صدر اسلام له ښځو وه او د پېغمبر (ص) په پېر كې وسېده. يوه ورځ يې مېړه له خپلې مېرمنې؛ يعنې (بريره) پېغمبر اكرم (ص) ته شكايت وكړ، چې له كوره وتلې. پېغمبر (ص) يې مېرمن راوغوښته او ورته يې وويل: ((ارجعى الى زوجك: د مېړه كورته دې ورستنه شه)) بريره وويل: ((اتامرنى يا رسول الله؟)) يا رسول الله امر راته كوې؟ (قانوني او فرض حكم راته وايي) پېغمبر (ص) وويل: ((لابل انا شافع)) نه ((امر او د قانون ويل نه دي))؛ بلكې منځګړى يم[42].

له پېغمبر (ص) سره ددې مېرمنې له خبرو اترو څرګندېږي، چې دا ښځه د اسلامي پوهاوي لوړو كچو ته ور رسېدلې وه، چې د پېغمبر (ص) خبره په دقيقو كچو څېړي او پوښتي، چې تاسې مبارك د قانون ايښوونكي او شارع په توګه امر كوئ او امر مو يو شرعي او مولوي امر دى او كه منځګړتوب كوئ او دوه تنه سره پخلا كوئ. پېغمبر (ص) د ښځې پوهېدنه او نظر سم بولي او وايي: ((منځګړى يم)) دا خبرې اترې او حديث، فقها او د اصولو د علم پوهان كاروي، چې ايا امر يې له قراينو، لازمېږي که نه؟

په هر حال له دې بېلګې څرګندېږي، چې جاهلي ښځې، چې له فرهنګ او پوهې پردۍ وې، د اسلام په سيوري كې د پوهېدنې څه لوړې كچې ته وررسېدلې وې.

دا ډول ښځې د اسلام په تاريخ كې ډېرې دي، اوس هم شته او لازم دي، چې د افغانستان اوسنى كهول په دې باب څېړنې وكړي او د ښځو په اړه ښكلي ادبي ليكنې او كتابونه راوړاندې كړي.

ب وټيز فعاليتونه:

ښځې په وټيزو فعاليتونو كې هم د ګډون حق لري او په دې اړه له نارينه و سره يو رنګ حقوق لري. دې ټكي ته په پامنيوي، په اروپا كې تر پېړيو روسته ښځو ته دا حق وركړاى شو: ((… صنعتي انقلاب لامل شو، چې ښځې هم صنعتي شي… ښځې ارزانې كارګرانې وې او كارخانوالو په پر سركښو لوړ بيه و نارينه وغوره ګڼلې… د 1882 ز قانون زموږ د سترو ميندو ازادۍ ته لومړى قانون و. ددې قانون له مخې، د انګلستان ښځې له بې مخينې امتيازاتو برخمنې شوې او هغه دا كومې پيسې يې چې تر ګوتو كولې، حق يې درلود، چې ځان ته يې وساتي. دا قانون د عوامو د مجلس كارخانو والاوو جوړ كړ، چې د انګلستان ښځې كارخانو ته راكاږي…[43]))

پېړۍ پېړۍ مخكې تردې چې اروپا ښځې ته د مالكيت حق وركړي، اسلام ښځې ته دا حق وركړى و، هغه هم انساني موخو ته او نه د پانګوالي غونډال مخو ته.

ښځې د اسلام له نظره پر كور دننه يا بهر كار كړاى شي او د خپل كار د یبرې خاوندېداى، ميراث وړاى او ميراث پرېښووالى شي او په هر ډول رغنده وټيزو هڅو لاس پورې كولاى او پانګونه كړاى شي. كرنيز تاسيسات او كارخانې جوړولاى شي. دا ټولې مسئلې په اسلامي فقه كې او څار شوي دي.

 

¯¯¯

 

 

 

ښځه، د كورنۍ چورليز

هر چاته د كورنۍ اهميت ښكاره دى، ښځه د اولاد په روزنه كې بنسټيزه ونډه لري، ښځه د كورنۍ د غړيو په تېره د نارينه و د اعصابو په ارامۍ كې خورا مهم لامل او د يوې ټولنې آريز ځړى دى.

ښځه په كورنۍ كې، پر ښكاره و او پټو ونډو سربېره، دوه آريزې ونډې لري، چې اشاره ورته كېږي:

1_ ښځه په كور كې، د نارينه د وګړې بيا رغاوونكې او چارو ته د ورسمبالنې لپاره ښه قوت وربښي. ښځه چې نارينه ته كومه ارامي او سكون ور ډالۍ كوي، په هېڅ څيز او وزله يې رادبره كولاى نشو.

د ويل دورانت په وينا: ((داچې ښځه خيالي او سرگردان نارينه، د خپلې كورنۍ او كوچنيانو لپاره په فداكار نارينه اړوي، چې دا چار د انساني نوغي د ساتنې او غځېدنې لامل دى…[44]))

قرآن كريم په دې هكله وايي:

( (وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[45]: او له نښو یې داده، چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې دي، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږى پيدا كړ. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي. ))

 سكون، يو ژوره آرامي ده، چې نارينه يې د ښځو تر څنګ او د كورنۍ په غېږ كې مومي، چې په رڼا كې يې ژوند د بېړۍ په څېر ساحل ته رسي او د نارينه و له ژوند او اندیز چاپېرياله اندېښنې او سرگردانۍ خپل ټغر راټولوي.

بل داچې كورنۍ نارينه له مسووليتونو او مكلفيتونو سره اشنا كوي، سوكه سوكه مسووليت او ژمنتوب وراحساسوي او د كورنۍ په كوچنۍ كړۍ كې مشري ورزده كوي او دا يوه ارزښتمنه موضوع ده، چې په هېڅ يو ښوونتون كې انسانانو ته دغسې ښكاره، ملموس او په عين حال كې انساني او عاطفي مديريت او ژمنپېژندنه ورښولاى نشو؛ نو ځكه نارينه د كورنۍ په رڼا او د خپلو مېرمنو تر څنګ په ټولنه كې سمه ونډه ځلولاى شي.

2_ د ښځې بله حياتي ونډه، مورنى رسالت دى. دا يوه مهمترينه او انسانسازې ونډه ده. مورنى رسالت اوږد پېر لري او په رښتيا ښځه په زيلانځ كې د څاڅكي د جوړښت له پيله تر ښوونځي اولاد روزنكې ده. او تر دې پېر روسته كه څه اولاد څه ناڅه خپلواكي مومي؛ خو تل او د ژوند تر روستيو شېبو د اولادونو پر چارو بنسټيز اغېز لري؛ البته د مور ښكاره اغېز د تي وركولو او وړوكتوب پر مهال دى. په دې نسبتاً اوږد پېر كې، د كوچني د وګړې ټول اړخونه مور او غېږ يې ټاكي او كوچنی، چې بايد هغه ځاى ته ورسي، په همدې پېر كې ور رسي او په همدې پېر كې له موره آريزه پانګه تر لاسه كوي.

ښوونيز چاپېريالونه هم خپل چار پر هغو ستنو ټينګ دروي، چې مور رادبره كړي دي. له همدې امله په اسلام كې ميندو ته د دوه ځانۍ په پېر، تر زيږتون روسته تي وركونې او… پر مهال ډېرې سپارښتنې شوې دي. فيزيكي او جسمي لارښوونې؛ لكه تي وركول، مناسب خواړه او… ماشوم ته د روحي او روزنيز چاپېريال چمتو كول، چې دا ګردې چارې د اولاد په روزنه كې د ښځې خورا ښكلې ننداره ده، چې بې له ښځې څوك دغسې ښكلې ونډه لوبولاى نشي.

((بايد هغه تندرسته ښځه، چې خپل ماشوم ته تى وركوي، د نړۍ د ښكلا هسكه څوكه وبولو[46]))

په ځینو ټولنو کې ښځې ځان هېر کړی او له ځانه پردۍ شوې ده

متعال خدای چې ښځې ته د مینې پانګه او روحي ځانګړنې ورکړي؛ نو د نورو فطري پانګو په څېر، پخپله وده نه کوي یا دا چې په هرو شرایطو کې له زوال او منځه تګه بچ شي. په ښځه کې د دې لومړنۍ پانګې وده او غوړېدا په مساعدو شرایطو او مناسبه روزنه کې نغښتې ده او که پالنې ته یې لازم شرایط چمتو نشي؛ نو پانګه ځوړېږي او له منځه ځي.

دلته بنسټیزه مساله داده، چې لومړی ښځه باید سم ځان وپېژني او له دې خدای ورکړیو روحي ځانګړنو سره ځان اشنا کړي، چې په لاس ته راوړو کې یې هېڅ کړاو ګاللی نه دي؛ ځکه که ښځه د دې فطري پېرزوینو له شتونه ناخبره وي یا یې قدر و نه پېژني؛ نو له نورو څه تمه درلودای شو، چې په ښځه کې د دې الهي پېرزوینې درناوی وکړي؟

په دې باب تریخ واقعیت دا دی:

[افسوس، په اوسني فرهنګ او تمدن کې، ښخه تر نورو د خپلو اصیلو ارزښتونو په نټه کې مخکې شوې ده.]

او دا پېښه په اروپا کې تر صنعتي انقلاب روسته پیل شوې، چې ښځه- د ډېری لویدیزو تاریخپوهانو او پوهانو[47] په منښته- په پانګوالي غونډال کې پانګوالو ته یوه وزله شوې او له شتونه یې په فیلمونو، سوداګریزو اعلانونو، هټیو، هوټلونو او ان ټاکنیزو ډنډورو کې د خپلو موخو او پانګو ډېرولو لپاره کار اخلي.

نو په دغسې شرایطو کې ښځه څنګه د انساني عواطفو سرچینه، د کورنۍ مرکز او د راتلونکي نسل روزنپوه وي؛ نو پکار ده، چې ښځه په دغسې ټولنو کې لومړی ځان سم وپېژني، خپلې هېرې آریزې دندې رایادې کړي، خپل ړومبي فطرت ته ورستنه شي، چې سپېځلې مور شي؛ یعنې په یوه لاس زانګو وزنګوي او په بل نړۍ!

ښځې ته ستره ټاکنه

ښځې ته بنسټیزه مساله، چې باید تر هر څه وړاندې یې پخپله حل کړي دا ده، چې د ځان په باب له ټولنې څه تمه لري؟

ایا غواړي ټولنه د انساني وړتیا او په دې کې د شته ارزښتونو له کړکۍ وويني او په ارزښت ورته قایل شي؟

یا غواړي ټولنه د ځاني غوښتنو، شهوت او جنسي جاذبو له کړکۍ وویني او ظاهري او برسېرنو جاذبو ته یې ارزښت ورکړي؟

دې پوښتنې ته ځواب په ټولنه کې د ښځې برخلیک او وڼده په ګوتو کوي؛ نو ځکه ښځه چې دا پوښتنه ځوابوي، په یوه ستره ټاکنه لاس پورې کوي. دا ټاکنه؛ هم هغه لار، چې ښځه یې باید خپله کړي او هم هغه چلن، چې باید ټولنه یې ورسره ولري، ښکاره کوي؛ نو ځکه ښځه باید یو ځل د تل لپاره د دې پوښتنې پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

 که ښځه وغواړي د شهوت په سترګو وروکتل شي، باید ورځ تر ورځې پر خپلې برسېرنې او جنسي جاذبو ورزیاتې کړي او په ډول ډول طریقو ځان راوړاندې کړي او دا هماغه څه دي، چې پر ((ګټې او شهوت)) ولاړ فرهنګ یې ترې غواړي؛ البته بیخي شک نشته چې د دې فاجعې ړومبۍ بلهار پخپله ښځه ده او دا مسخېدل، ابتذال، چټيتوب او له ځانه پردیتوب دی.

خو که ښځه وغواړي د یوه ((انسان)) په نامې وروکتل شي؛ نو باید په دې حال کې له خپلو برسېرنو ښکلاوو او جاذبو سترګې پټې کړي، چې په ټولنه کې نه په ځاني غوښتنو؛ بلکې په مانیزو او انساني جاذبو اوڅار وي.

په ډاګه ده که ښځه پرېکنده او په جدّیت په دې بهیر کې قدم کېدي، ټولنه به هم په مناسب چلن ورسره اړه کړای شي. په بله وینا: د ښځې دا غوښتنه او هوډ، یو ګرد چاپېره دېوال دی، چې له آفتونو یې ساتي او د ده د راپرځېدواو ځوړتیا مخه نیسي، دغسې ښځه پاکه او بې الایشه ده، چې د زړه په کور کې یې د انساني لوړو عواطفو ډیوه بله ده او د خپلې کورنۍ محفل په خپلې رڼا رڼا کولای شي؛ بې له دې د اولادونو د عاطفي روزنې لپاره بله لار موندای نشو.

د ساده توب او ستر فلسفه

په ټولنیزو مناسبتونو کې ښځې ته د ((ساده توب)) او ((ستر)) د آرونو مراعاتول اړین دي؛ ځکه له نارینه و سره په اړیکه کې یې انساني وګړه د برسېرنې جاذبې تررڼالاندې رانشي؛ ځکه:

[د جنسي څوبتیا ځواکمنۍ ته په پامنیوي، که په نارینه کې د دې څوبتیا هڅونې ته زمینه برابره وي؛ نو د دې څوبتیا هیجان او فعالیت به د نارینه پاملرنه د ښځې ظاهري او غریزي اړخونو ته وروګرځوي او د انساني او سالمو اړیکو د ټینګېدو مخه به یې ونیسي.]

په بله وینا: که د ښځې ښکلاوې او ظرافتونه نارینه و ته ښکاره شي؛ نو په لومړۍ درجه کې به یې شهواني اړخونه ورته اوڅاروي، نه انساني وګړه، مانیز او عاطفي اړخونه؛ ځکه ښځه به د جنسي ګټنې په لیکه کې ودرول شي او سوکه سوکه به ابتذال ته راښکودل شي او په پایله کې د ((ښځې ابتذال)) به په ټولنه کې یو دود شي. ټولنې ته د دې دود لومړی زیان دادی، چې د کورنیو بنسټ سستوي؛ نو له آره مو دې ټکي ته پام وي چې:

[څومره چې د مېړه او مېرمن تر چوکاټ دباندې د جنسي څوبتیا د مړولو شونتیا چمتو وي؛ نو هومره به د مېړه او مېرمنې ترمنځ مینه کمېږي.]

که ښځې په ټولنه کې د ((ساده توب)) او ((ستر)) لار خپله نکړي او په سینګار او ځانښوونې لاس پورې کړي؛ نو په دې حال کې نارینه ځان په ټولنه کې له راپاروونکیو او جذابو نندارو سره مخ ویني، چې زړه یې پردیو ښځو ته ورمات وي، په تېره که نارینه د ځاني غوښتنو له کابو کولو بېوسی وي؛ نو په هرو مخامخېدو کې یې له خپلې مېرمنې سره تړاو او تعلق راکمېږي او ان زړه به یې د دې او هغې په مینه کې راښکېل وي او په دې توګه به یې مېرمنې ته سیاله یا سیالانې ورپیدا شي او د کورنۍ تود مرکز به یې سوړ او ګډوډ کړي؛ نو ځکه:

[کومه ښځه، چې په ځان سینګارولو او د نورو د زړونو د راجلبولو لپاره په ټولنه کې راښکاره کېږي؛ باید دا حقیقت ومني، چې په دې کړنو نورو ښځو ته د زړونو د راجلبولو جواز هم ورکوي، چې کېدای شي یوه یې پر خپل ځان بلا هم شي!]

په لوېدیځو هېوادونو کې د کورنیو د شړېدلو لومړی درجه لامل همدا دی، چې کله بې بندوباري دود شي؛ نو لوګی یې تر ټولو وړاندې د کورنیو سترګې سوځوي، تر دې چې ډېری وګړي د کورنۍ جوړولو ته زړه نه ښه کوي، چې همدا اوس هم په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې د وګړیو نفوس مخ پر ځوړ روان دی.

[په کومه ټولنه کې چې کورنی بنسټ مخ پر شړېدو وي، په واقع کې هر څه په تېره روزنه پکې مخ پر ورکاوي وي.]

نو له دې ځایه پوهېدای شو، چې د بې بندوبارۍ او د کورنیو د شړېدو ترمنځ ټینګه اړیکه شته که نشته.

د ښځې پر وړاندې د نارینه مسوولیت

د ښځې په اړه د نارینه بنسټیز ګام دادی، چې ښځه سمه وپېژني او هغه جاهلي پوهېدنې او ناروا تعصبونه یې چې په باب لري، له ذهنه لرې کړي. افسوس چې په کوچنیو او سترو مدني ټولنو کې له ښځو سره ناسم چلن شوی، چې د ژوند کړۍ یې ورتنګه کړې وه.

بشري ټولنه په خپل پرمختګ کې؛ لکه څنګه چې نارینه ته اړمنه ده، د ښځې شتون ته هم ده او یو یې هم په یوازېتوب ټولنه پرمخ بېولی نشي؛ نو ځکه:

[که په یوه ټولنه کې نارینه له ښځې ناروا ګټنه وکړي او له خپل سالم فطرته لرې شي؛ نو نه یوازې ښځې؛ بلکې نارینه هم ورسره زیانمنېږي.]

 

ښځې ته د ((ګټې او شهوت)) په سترګه لیدل، یو نا امنه چاپېریال را دبره کوي، چې یو شمېر پکې په سختو کړاوونو کې سوځي او یو شمېر، چې کمزورې روحیه لري، د تباهۍ په پاڼ کې لوېږي.

که نارینه په ټولنه کې له ښځې د شهواني غوښتنو پر ځای روحي او اخلاقي کمالات وغواړي او دې کمالاتو ته پر ارزښت قایل شي؛ نو ښځو ته د ډېری ځان سینګارولو او ځانښوونې زمینې له منځه ځي؛ خو که په ټولنه کې د ښځو د سینګارولو حال همدغسې وي؛ نو له ځانه پردۍ کېږي او د نورو د هوسونو ښکار به وي؛ نو ځکه:

[نه یوازې ښځه؛ بلکې نارینه هم باید خپلې ځاني غوښتنې کابو کړي او د ښځې د انساني وګړې پالنې ته زمینه چمتو کړي.]

که نارینه ځان له سمونې معاف وبولي او ټوله پړه پر ښځې واچوي؛ نو کله هم د نارینه او ښځې په اړیکو کې شته ستونزه هوارولای نشي، ان که ښځه ((ساده توب)) او ((ستر)) رعایت کړي او له نارینه و سره په اړیکه کې له وقار او درونوالي هم کار واخلي؛ خو که نارینه سرغړاند نفس او ځاني غوښتنې کابو نکړي؛ نو ستونزه به هواره نشي؛ نو ځکه:

[د نارینه او ښځو په اړیکو کې، مسوولیت یو اړخیز نه؛ بلکې دوه اړخیز چار دی.]

هم ښځه باید خپل ځان ومومي او د خپلو دننني کمالاتو په پالنه او د خپلې انساني وګړې پر ودې لګیا شي او هم نا رینه باید د ځان د پاکوالي او د روحي او اخلاقي فضایلو د پالنې په فکر کې وي او باید د دواړو هڅې جوختې روانې وي، چې په پایله کې د نر او ښځې په اړیکو کې دا پخوانۍ ستونزه هواره شي.

د مېړه مسوولیت

باید په کور کې د ښځې درناوی وشي؛ خو افسوس چې په ځینو کورنیو کې د ښځو واقعي ارزښت پېژندل شوی نه دی او نه یوازې مېړه، چې ان اولادونه یې هم پر وړاندې سپین سترګي کوي. د مېړه مهمه دنده ده، چې د ښځې عزت وکړي او پاکو عواطفو ته یې پر ارزښت قایل شي. باید پر دې تریخ واقعیت منښته وکړو، چې غالباً موږ په کورنیو کې د ښځې له شان سره وړ چلن نه کوو او نه یې د روحي او عاطفي اړتیاوو د ورپوره کولو په فکر کې یو.

[افسوس چې ځینې وخت مېړه تر دې ځایه وړاندې ځي، چې ان مینه ورسره نه کوي او د خپګان په نړۍ کې یې یوازې پرېږدي.]

حال دا د مېړه او ښځې ژوند پر دوه اړخېزې مینې ولاړ دی او په هغه کورنۍ کې چې د د واړو ترمنځ مینه نه وي؛ نو د مړې ډیوې مثال لري، له هغو ښځو به تېر شو، چې خپل فطرت ته یې شاکړې، ځان یې بایللی او له ځانه پردۍ شوې ده.

په هر حال کورنۍ چاپېریال هله د انساني عواطفو له رڼا رڼا کېږي او له تودوخې یې تودېږي، چې د مېړه او ښځې ترمنځ دوه اړخیزه مینه وي او د دې موخې لپاره دا نارینه دی، چې له خپلې مېرمنې سره په مینه کولو، د ښځې عاطفي سرچینه راوخوټوي او وبهوي، چې د اولادونو نوي ایښوول شوي نیالګي ترې خړوب او زرغون شي.

د خپلې ټولنې ښځو ته د عبرت سبق

 د هېواد ښځې دې له نړیوالې وضع سمه پوهېدنه ولري او د نورو هېوادونو له تجربو ګټنه وکړي، په تېره څه چې په روستیو پېړیو کې په صنعتي هېوادونو کې پېښ شوي دي. هېوادوالې دې خپل روحي او مانیز ارزښتونه ښه وپېژني او له هغو بهیرونو دې ډډه وکړي، چې پایله یې د ښځې واقعي پوپنا کېدل او له ځانه پردیتوب دی.

 

یو هېښنده داستان

یوه ورځ پېغمبر اکرم جومات ته د نمانځه لپاره ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د خوښۍ په ولولو یې ورته ویل:

((کن جملی؛ اوښ مو شه ))پیغمبر (ص) هم په عاجزۍ او مهربانۍ ټیټېده، پر اوږو او شا یې سپرول او ورسره هملوبی کېده، داچې جومات ته ورتګ یې وځنډېد؛ نو یارانو یې حضرت بلال (رض) ورولېږه، و یې لیدل، چې په کوڅه کې کوچنیان ترې راتاو دي او لوبې ورسره کوي، بلال (رض) دوی شړل؛ خو پېغمبراکرم (ص) ترې منع کړ ویې ویل: د کوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي ))کوچنیانو له پېغمبر (ص) اکرم نه لاس وانخست. پېغمبر (ص) بلال (رض) ته وویل: زموږ کورته ورشه او څه راوړه، چې دوی ته یې ورکړو. بلال (رض) یې له کوره اته دانې غوزان راوړل.

پېغمبر (ص) په موسکا کوچنیانو ته وویل: اوښ مو په دې غوزانو پلورئ ؟

کوچنیانو په خوشحالۍ غوزان واخستل اوپېغمبر اکرم (ص) یې پرېښود.

رسول اکرم (ص) وویل؛ ((رحم الله اخی یوسف باعوه بثمن بخس دراهم معدودته وبا عونی بثمان جوزات؛ خدای مې دې پر رور یوسف ولورېږي، چې په ناڅیزه بیه؛ په څو شمېرلو درهمو یې وپلوره او زه یې په اتو غوزانو [48]))

دا ډېر هېښنده داستان دی، په دې اړه تردې اوچت مطلب راوړل کېدای نشي. د انسانیت مشر موروپلار، روزنپوهانو او هغوی چې د الهي روزنې د زده کړې په لټه کې دي، یو ستر درس یې ورزده کړ او دا ټکی ډېر پاموړ دی، چې هېڅ څیز ددې مخه نیوای نشي، چې پېغمبر(ص) له کوچنیانو سره له لوبو، خوشحالولو او غوښتنې ته یې له رغندې مثبت ځوابولو منع کړي. ان د جماعت نمانځه لومړی وخت، چې خورا فضلیت لري او چې بلال (رض) ماشومان ترې شړل، پیغمبراکرم (ص) یې منع کوي اوپه ډاګه ورته وایي !((دکوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي؛ یعنې پېغمبر (ص) و نه ویل، چې د کوچنیانو لوبې او غوښتنې ته یې ورپاملرنه یو ځانګړی وخت لري اوس د نمانځه وخت دی، غوښتنه یې پرېږدو چې نمانځه ته ولاړ شو، او یا داچې یې و نه ویل: زه پېغمبر یم او له کوچنیانو سره لوبه راته بده او شرم دی او وګړه مې راټیټوي؛ بلکې خپله داوینا یې په عمل کې ازباد کړه، چې ((صغراث هم امرا ئنا؛ کوچنیان زموږ امیران دي. [49]))

 

د ودې پړاونه

ننني ارواپوهان د ودې هره پړاو د ميراثي او چاپېريالي لاملونو اغېز ګڼي، چې په دې کې يې د “ډاروين” او “فرويد” نظرياتو ته ډېر پام اړولى او نه ديني او اخلاقي اړخونو ته؛ خو په اسلام کې د انسان د ودې ټولو پړاوونو ته پام شوى دى:

1_ د کورودانې (ژوند ملګرې) د ټاکنې پړاو.

 2_ د څاڅکي د تړلو پړاو.

 3_ د دوه ځانۍ پېر.

4_ د زېږون وخت.

 5_ د شېدو ورکولو وخت.

 

الف_ د کورودانې (ژوند ملګرې) ټاکنه:

 اسلامي قانون، مسلمانان له خيانت کارې او تېري کوونکې کورنۍ يا ټبر سره له واده او خپلوۍ ژغورلي دي او څرګنده کړې يې ده، د چا چې په خټه کې خيانت اغږل شوى وي؛ نو پر اولاد يې هم منفي او ناوړه اغېز لري او سپارښتنه يې کړې، چې[50]: ( (له ايمانوالو او نېکو ښځو سره واده وکړئ؛ ځکه اصل او ريښې يې ستاسې اولاد ته هم لېږدي)):((د اولادونو ماماګان مو ستاسې د مېرمن په څېر وي ))؛ يعنې د ماماګانو ځانګړنې خورينو او خورزو ته لېږدي. [51]

 دا مطلب، چې اسلام پرې هغه مهال ټينګار کړى و، نن د طبي علومو د “جنټيک” د برخې مهمه برخه ده، چې د “غالب” او “مغلوب” صفت تر عنوان لاندې خورا زياتې څېړنې پرې شوې، چې همدا د صفاتو پر لېږد ټينګار کوی.)

ب_ د څاڅکي تړل:

 د اسلام دين د څاڅکي د تړلو د وخت لپاره ځانګړې سپارښتنې لري، چې د مور او ماشوم د روحي او بدني روغتيا لامل دي؛ لکه په مياشتينۍ کې له نږدې والي ژغورل شوي يو، له کوروالي مخکې احتلام مکروه دى .له کوروالي مخکې ((بسم الله)) ويل او داسې نور…

ت_ دوه ځاني (اميندواري):

 دا د انسان د ژوند مهم پړاو دى، که پکې ديني لارښوونې پلي شي؛ نو د نسل د سسمون لامل به شي. اسلام دې پړاو ته ساده؛ خو ګټور احکام لري.د ساري په توګه: د کجورو او نشپاتي په څېر مېوې دې وخوړل شي، له خوړو مخکې دې ((بسم الله)) وويل شي او د قرآن ويلو او دعا کولو پر مهال دې لاسونه پر ګېډه کېښوول شي او……

ټ_زېږون:

 پېغمبراکرم ښځو ته سپارښتنه کړې، چې تر لنګوال روسته کجورې وخورئ؛ ځکه د شېدو له لارې پر ماشوم هم اغېز لري او ماشوم يې زغمناک وي.

حديث داسې دى:((مېرمن، چې تر لنګوال روسته کجورې خوري؛ نو اولاد يې که هلک وي يا جلۍ، زغمناکوي.[52]))

په څلوېښتۍ کې يا د نفاس پر مهال، اسلام له ښځې د ديني دندو د اجرا پېټى پورته کړى، چې پام يې ځان او ماشوم ته وي. [53]

ث_ دشيدو ورکولو وخت:

 اسلام ټينګار کوي، چې مور دې هرومرو خپل ماشوم ته خپلې شيدې ورکړي او که په خپله شيدې نه لري؛ نو بله ښځه دې دا کار وکړي[54].

 رسول الله (ص) [55]ويلي:( (ماشوم ته د مور د شيدو هومره هېڅ خواړه غوره نه دي)) او که د ماشوم مور شيدې نه درلودې او که بله ښځه دې کار ته وګومارل شي؛ نو د روح او جسم پر پاکوالي یې ټينګار شوى او [56]وايي:((پام وکړئ! چې څوک مو ماشوم ته شيدې ورکوي؛ ځکه ماشوم له همدې شيدو سره وده کوي او ځوانۍ ته رسي))

اروايي پالنه په دوو پړاوونو کې کېږي:

الف. بلوغ ته تر رسېدو مخکې.

ب. د بلوغ وخت او ترې روسته.

اسلام(الف) پړاو ته کوم مکلفيت نه دى وضع کړى، چې اُخروي بدله ولري؛ خو تر بلوغ روسته پالنې ته يې مکلفيت وضع کړى، چې اُخروي سزا او بدله لري.

يو مسلمان اروا پوه[57] وايي:((هلک چې بلوغ ته نژدې وي؛ د ماشومتوب د پړاو هومره زده کړې ته چمتووالى لري او د روزنې د چارو مسئوولين دنده لري، د ماشومتوب په پړاو کې، چې د چا کوم خوى او چلن سم شوى نه وي؛ په دې پړاو کې دې يې ورسم کړي.))

 

 

نو ځكه د ښځو حقوقو په ملاتړ كې، بايد د ژوند دې اړخ ته يې ټينګه پاملرنه وشي او له ځينو ژر تېرېدونكيو ټولنيزو ونډو يې ځار نه كړو.

((په مور توب كې نبوغ په سياست، ادب او جګړه كې د نبوغ هومره شونى دى. نه ښايي په نبوغ كې د برابرۍ په اړه قضاوت په قدرت كې د برابري يا په يو رنګ مهارت د چارو كولو له مخې وكړو…؛ بلكې په نبوغ كې برابري بايد په هغو دندو او بوختياوو كې د برلاسی له مخې وګڼو، چې طبيعت پرهر يو، ښځه او نارينه ايښې دي…[58]))

په اسلام كې پر مورنۍ ونډې ځكه ډېر ټينګار او پر عظمت يې خبرې شوې، چې له كورني چورليز سره د اولاد تړاو ټیينګ او كورنۍ غونډال يايښتى شي.زړه سواندی انديال، چې د ټولنو او بشري تمدن د چارو د سمونې په باب فكر كوي، ټينګار كوي، چې ښځې بايد خپلې مورنۍ ونډې ته پام ور وګرځوي او هسې نه د نر او ښځې د برابري ډنډورې يې له مورنۍ ونډې غافل كړي، چې دا يوه نه جبرانېدونكې فاجعه ده او بېلګه يې هغه ماشومان دي، چې له ميندو جلا شوي او يا هغه كورنۍ، چې په طلاق بېلې شوې دي.

((ځوانې نجونې ددې لپاره، چې د شريفو اولادونو روزنې او پالنې ته وړ ميندې شي، بايد لوړې زده كړې وكړي، نه په دې پار، چې ډاكترې، قاضڼې يا استادانې شي…[59])) دغسې ښځو ته ورزده كړو، چې په ژوند كې يې مورنۍ ونډه آريزه ونډه ده، چې مادي او مانيزه وده او ان بدني سلامتي يې د همدې ونډې په رڼا كې ده.


¯¯¯

 

 

د ښځې په اړه تاوتريخوالى

په اسلامي ښوونو كې، د ګردو انسانانو په اړه هر ډول تاوتريخوالى منع او په ټولنيزو اړيكو كې په نرمۍ او ګوزارې كولو ډېر ټينګار شوى دى:

پېغمبر اكرم (ص) وايي: ((ايمان او له خلكو سره په نرمۍ چلن د خداى او استازي يې خورا ښه ايسي او له خداى سره شرك او تاوتريخوالى يې خورا بد ايسي[60])).

په اسلام كې تاوتريخوالى او زروري غندل شوې، ان د هر ژوي د نه ځورنې سپارښتنه هم شوې ده.

امام صادق (رح) وايي: ((پر خداى قسم نېكان وژغورل شول. پوهېږئ، چې دوى څوك دي؟ هغه كسان دي، چې ډېر كوچنى مېږى (چې په سترګو په سختۍ ليدل كېږي يا هر كوچنى موجود) هم نه ځوروي)).

دا خو پر خپل ځاى دي، ان تر تاوتريخوالي هم ډېر لږ؛ يعنې هر ډول ازارول يا يو ډول كړه وړه او وينا، چې د نورو د خپګان لاملېږي، په اسلام كې يو شيطاني چار ګڼل شوي دي.

 پېغمبر اكرم (ص) ويلي: ((څوك چې مؤمن ازار كړي، زه يې ازار كړى يم، او چې ما ازار كړي، خدا يې ازار كړى دى او هغه چې خداى ازار كړي، په تورات، انجيل، زبور او قرآن كې لعنت پرې ويل شوى دى[61])).

امام صادق ويلي: خداى وايي: ((هغه چې زما مؤمن بنده وځوروي، باخبر، چې مې له لوري درسره جګړه ده[62])).

 

 

په اسلام كې د نورو سپكاوى نشته:

پېغمبر اكرم (ص) ويلي: ((خورا پست او ټيټ هغه دى، چې خلك سپكوي[63]))

د خلكو ډارول او خپه كول هم له اسلامي خويونو يو لرې چار دى. پېغمبر اكرم (ص) ويلي: ((څوك چې يو مؤمن خپه كړي، كه ټوله دنيا وركړې، كړه يې نه جبرانېږي او (د دنيا دا وركړه يې) هم څه بدله نلري[64]))

او په پاى كې هر ډول كړه وړه يا وينا، چې بل انسان خپه كړي او په يو ډول نا انسانتوب پای ومومي، روا نه ده.

 پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((او څوك چې يو مؤمن د سپكاوي په هوډ (له ځانه) وشړي يا يې په سپېړه ووهي، يا سم ورسره ونه چلېږي، پرښتې پرې لعنت وايي؛ خو هله چې مؤمن د خپل حق په اړه راضي كړي او له خپلې كړنې توبه وباسي او بښنه وغواړي…[65]))

مؤمن؛ يعنې ايمانواله ښځه او نارينه او دا ټول احكام دواړه رانغاړي او په كورنيو اړيكو كې يې پر لازمو دندو ورزياتېږي. دا د اسلامي اندنې په ټوليزوالي كې دي؛ خو د ښځو په اړه د قرآني آيتونو او احاديثو له څېړنې څرګندېږي، چې له تاوتريخوالي په لرېوالي ډېر ټينګار شوى دى.

قرآن عظیم الشان وايي:

 ((… وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ[66]، له ښځو سره په نېكۍ (او مهربانۍ) وچلئ)) ان له ښځې د بېلتون او طلاق پر مهال، قرآن د ((معروف)) پر بنسټيز آر ټينګار كوي:

 

قرآن کریم وايي:

( (وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النَّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لَّتَعْتَدُواْ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلاَ تَتَّخِذُوَاْ آيَاتِ اللّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُمْ مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [67]: او چې ښځې مو طلاقې كړې او د ((عدت)) ورځې يې په پوره كېدو شي؛ نو يا يې په ښه توګه وساتئ (او پُخلا شئ) او يا يې په ښه توګه خوشې كړئ او زيان ورسولو لپاره يې مه ساتئ، چې (په حقوقو یې) تېری وکړئ او چا چې داسې وكړل، پر ځان يې ظلم كړى دى او (په دې كړنو او له الهي قوانينو پر ناوړې ګټنې) د خداى پر آيتونو ملنډې مه وهئ او خداى دركړي نعمتونه درياد كړئ او (هم) پر تاسې نازل شوي اسماني كتاب او حكمت (هم درياد كړئ) چې خداى پرې پند دركوي. له خدايه ووېريږئ او پوه شئ، چې خداى پر هر څه پوه دى (او د هغوى پر نيت پوه دى، چې له الهي قوانينو ناوړه ګټه اخلي ))

 له طلاق سره يو ډول ځورونې، كينې او ناسم چلنونه مل وي. قرآن له دې پېښو مخنيوى كوي او وايي: كومه ښځه، چې طلاقوئ، بايد د ((معروف)) آر په پام كې ونيسئ او هسې نه په دې حال كې يې وځوروئ يا زيان ور ورسوئ او يا په تاوتريخوالي ورسره وچلئ؛ نو ځكه له ښځو سره په غوسه او پخلاينه كې د چلن كچه د ((معروف)) آر دى. په بل ايت كې هم، چې اولاد ته د تي وركولو د پېر په اړه خبره ده، قرآن پر ((معروف)) دډه لګوي او د ميندو د اړتياوو ورپوره كول د ((معروف)) په چوكاټ كې، په تينګار او څاروي:

قرآن وايي:

( (وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ [68]: او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي. (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي. د ماشوم پر پلار لازمه ده، چې مور ته د تي رودنې په وخت كې په غوره توګه خوراك او جامې وركړي (ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى، مور (له پلار سره د اړپېچ له امله) ماشوم ته د زيان رسولو حق نه لري او نه پلار او پر وارث يې هم لازمه ده، چې دا كار وكړي [؛ د تي وركولو په وخت كې د مور لګښت وركړي] او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي ژر غوڅ كړي؛ نو څه باك يې نشته او كه (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې) مو وغوښتل، چې خپلو اولادونو ته دايي ونيسئ؛ نو څه ګناه يې نشته؛ خو په دې شرط، چې د مور پخوانى حق په ښه توګه ادا كړئ او د خداى (د فرمان له سرغړونې) ووېريږئ او پوه شئ، څه چې كوئ، خداى يې ليدونکى دى. ))

 د اولاد والا ښځې د اړتياوو ورپوره كول بايد د ((معروف)) په كچې سره وي، نه لازم او ضروري هومره؛ بلكې ترې ډېر. اوس له ښځو سره په چلن كې د ((معروف)) پر كچې د قرآن له ټينګارونو پوهېداى شو، چې د معروف د حدودو مانا ښه څرګنده شي، چې ايا ((معروف)) هماغه حق، قانون او عدل دى يا تر دوى وراخوا يو څيز.

په مجمع البحرين كې راغلي: ((معروف يوه رانغاړونكې نامه ده او هر كار، چې د خداى د اطاعت يا ورته د نژدېوالي او له خلكو سره ښېګڼه وي او يا د هر كار يوه نامه ده، چې په شروع او يا عقلي قانون كې يې ښه والى او وړتيا منل شوې وي…[69]))

شيخ طبرسي وايي: ((په معروف ورسره چلېدل؛ یعنې د خداى د حكم له مخې ورسره چلن او د اړتياوو په ورپوره كولو كې د ښځو د حقوقو وركړه او ښې خبرې او ښه چلن ورسره كول دي.))

 او هم ويل شوي: معروف دادى، چې ښځې مه وهئ او بده خبره ورته مه كوئ او په ورين تندي ورسره وچلېږئ…[70]))

ووينئ، چې پر حق او عدل سربېره، ښه چلن او وينا، په ورين تندي چلېدل او د اخلاقي او ارزشي كچو رعايتول هم د ((معروف)) د مفهوم په پولو كې راځي.

نو وايو، چې ((معروف)) يو ټوليز آر دى، چې هېڅ تخفيف نه مني او په ټول كې له ښځو سره د اړيكو يو عام اسلامي قانون دى. قرآن له ښځو سره د سازش او تېرېدنې په هكله وايي:

( (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا[71]: مؤمنانو! درته روا نه ده، چې ښځې د خوښې پر خلاف یې په مېراث یوسئ[ او په زوره یې ځانته نکاح کړئ] او مه يې ځوروئ، چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ، چې ورکړی مو و؛ خو داچې ښكاره بد چاري وكړي او ښه چلن ورسره كوئ او كه له كومه (پلوه) مو بدې ايسېدې (؛ نو سملاسي د بېلوالي پرېکړه مه کوئ؛ ) ځكه كېداى شي ستاسې يو څه خوښ نه وي؛ خو خداى پكې ډېرې ښېګڼې ايښې وي)).

طبرسي وايي: ((… داچې ښځې د زړه له پاسه وساتئ، ډېره ښېګڼه او خير كثير پكې پروت دى. او دا آيت هغه مړونه راهڅوي (چې ښه يې نه ايسي له خپلو مېرمنو سره ووسي؛ نو ځكه (زغم، جوړ جاړي او له طلاقه ډډه كولو ته يې رابولي او دا زغم او صبر تر دې بريده دى، چې پر ځان، دين يا شتمنۍ یې زيان نه وي…[72]))

دا سپارښتنه هغو نارينه و ته ده، چې له خپلو مېرمنو سره د اخلاقي، عاطفي يا نورو مسايلو د نه سازش له امله طلاق ته مخه كوي او ځان كابو كولاى نشي او له ښځو سره په زغم د جوړ جاړي لار نه خپلوي او له ځينو غوښتنو يې صرف نظر نه كوي.

قرآن كريم د ښځو ځورونه سخته منع كړې ده:

( (وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا [73]: او هغوى چې مؤمنان او مؤمنانې (بې ګناه او) بې له دې، چې کوم (ناروا) چار يې کړى وي، ځوروي؛ نو په يقين چې د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دی )).

دېته په پامنيوي، چې دا آيت تر هغه آيت روسته راغلى، چې خداى او استازي ته يې ازار رسونه پكې او څار كړې؛ نو ښه څرګندېږي، چې د ښځو ځورونه ډېره رټل شوې ده. دا له هغو آيتونو يوه بېلګه وه، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي مخه نيسي.

په احاديثو كې هم دا موضوع ډېره او څار شوې ده:

له امام باقر (رض) نه روايت دى، چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي: ((ايا مېرمنې مو وهئ او بيا غواړئ، چې ورسره سملئ هم[74]))

اوس پوښتلېږي، چې ولې په قرآن كريم كې د ښځې وهل او څار شوي دي:

( (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[75]: نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه خداى (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په خپلو مالونو كې (ښځو ته) لګښت وركوي؛ نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ ځكه خداى پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛ نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ (پوه شئ) چې خداى د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى (او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى).)).

اسلام د مېړه او مېرمنې په ځانګړو مسايلو كې، له مېړه د مېرمنې اطاعت لازم او يو مكلفيت بولي او دا مېړه ته يو حق ګڼي. ددې حق اهميت او ضرورت او ددې اړتيا پوره كول په ډاګه دي. كه دا اړتيا پوره نشي او د ځينو ښځو له ګستاخۍ سره مخ شي، شونې ده، چې خورا تاوتريخوالى رامنځته كړي؛ ځکه په طبيعي ډول د نارينه قدرت ډېر دى. حال دا قرآن كريم يې كړۍ راتنګه كړې او د مېړه غوښتنو د پوره كولو لپاره يې د هر ډول افراط (په تېره د وهنې مفهوم ته په پامنيوي) مخه نېولې او ورته يې قانوني طريقه (پړاو او اندازه) ټاكلې ده، چې په زور زياتي پاى ونه مومي؛ نو ځكه وهل هغه مهال وي، چې د مېرمنې او مېړه په ځانګړو اړيكو كې كوم خلاف چار شوى وي.

بله د پام وړ موضوع د ((وهلو)) څرنګوالى دى. په احاديثو او تفاسيرو كې د ((وهلو)) پولې او څرنګوالى په نښه شوي او داسې يې ويلي، چې منظور ډېر نرم وهل دي، چې هېڅ ډول اغېز پرېنږدي[76].

او امام صادق دا ((وهل)) د مسواك په وهلو تفسير كړي دي. ((په دې آيت كې له وهلو مطلب، په مسواك وهل دي[77])).

او په رښتيا دا يو ډول د كركې څرګندول او يو اخلاقي مخالفت دى، نه بدني تنبيه. بايد په پام كې مو وي، چې دا دومره وهل، بايد له دوو اخلاقي او روزنيزو پړاوونو روسته تر سره شي. دا دواړه پړاوونه په همدې آيت كې ويل شوي دي:

1_ فعظوهن: نصيحت ورته وكړئ.

2_ واهجرهن فى المفاجع: د سملاستو له ځايه يې لرې شئ.

د سملاستو ځاى هم امام باقر تفسير كړى دى: ((…يحول ظهره اليها: پرشا ورسره سملئ)) نه بلې خونې ته تلل او د كور پرېښوول او…؛ نو په سملاستو كې هم له هر ډول تاوتريخوالي او افراطه منع شوې ده؛ نو ځكه د عقل او شرع د منطق له مخې، كه مېرمنې د خپلو مړونو له لومړي او خورا اړين حقه سرغړونه وكړي (؛ يعنې نشوز)؛ نو لومړى له دوو اخلاقي او روزنيزو غبرګونونو سره مخېږي او ورپسې له تنبيهي پړاو سره، څومره، چې امام صادق (رح) په نښه كړی نه ډېر.

دا ټكى هم د ځير وړ دى، چې ځينو فقهاوو او څار كړى، چې له مېړه د مېرمنې اطاعت يوازې په هماغې ځانګړنې اړيكې كې دى او ان كه په شرع كې استمتاعات او نور خوندونه اخستل روا ګڼل شوي؛ نو اطاعت پكې لازم نه دى؛ ځکه څه دليل نلرو، چې هر ډول خوند اخستو ته په غاړه ايښوول واجب وي، چې ځينو ته يې غاړه ايښوول ((نشوز)) وګڼل شي.[78]

د مېړه او مېرمنې په مسايلو كې، چې تمكين او نشوز يوه ثابته موضوع ده؛ نو دا هم بايد له تاوتريخوالي او زيان رسونې سره مله نه وي او د ((لاضرر)) له آر سره وسنجول شي، چې له مېرمنې د مېړه د غوښتنې پوره كول، ښځې ته د زيان لامل نشي. لاندې روايت ته ځير شئ:

((راوي وايي: د خداى ددې وينا په اړه مې امام صادق وپوښت: ((نه ښايي، يوه مور هم د خپل اولاد په پار څه زيان وويني او نه كوم پلار د خپل اولاد په پار…[79]))

امام وويل: ځينې تي وركوونكي ښځې، د خپلو مړونو د غوښتنو خنډېږي او… خداى دا چار منع كړى، كوم مېړه، چې خپلې مېرمنې ته زيان ورسوي يا كومه مېرمن خپل مېړه ته، ان كه دا ځانګړى حديث مېرمنې ته د زيان رسونې په باب هم نه واى، د ((لاضرر)) عام او ټولنيز قانون د زيان ټول موارد رانغاړي؛ ځکه د ((لاضرر)) د مانا له مخې، په ټولنيزو، كورنېزو او وګړېزو اړيكو كې هر ډول زيان رسونه منع ده.

 

¯¯¯

 

 

 

اوچت خوندونه

اسلام د خپلو ښوونو له مخې، د انسان ټولو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه لري او توکیز ژوند يې له مانيز ژونده جلا نه بولي او پر واقعي ښكلاوو يې باور لري، د خوند څومروالي او څرنګوالي ته په ښه سترګه ويني او د ځينو اخلاقي او شرقي مذاهبو صوفي ډوله خوندونه پرېښوول سم نه بولي. له همدې امله ښځې او واده ته په واقعي سترګه ويني او د اسلامي قوانينو په چوكاټ كې له دې خوندونو د انسانانو خوند اخستنه سمه او مشروع بولي او د اعتدال په بريد كې په يو ډول د انسان پر مانيز ژوند اغېز لري.

ښځه په دې لړ كې د انساني ژوند يوه ارزښتمنه برخه ګڼل كېږي او له ښځې سره مينه درلودل هم يو ښه چار شمېرل شوى، چې د منځلارۍ او اعتدال په بڼه كې له اسلامي ايمان او د انسان له مانيز عروج او هسكوالي سره پوره همغږی دى او افراط پكې د عقل او شرع په سول كې غندل شوى دى. اسلامي ښوونې ته په لنډې څېړنې كې وينو، چې ښځه يوه خورا خوندوره ښكارنده ښوول شوې ده.

له امام صادق (رح) روايت دى، چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي: ((د سترګو رڼا مې په نمانځه او خوند مې په ښځو كې دى))

 ((امام صادق (رح) مې وپوښت، څه ډېر خوندور دي؟ هر چا (په دې اړه) خبرې وكړې؛ خو امام وويل: خورا خوندور څيز له ښځو سره كوروالى دى[80]))

له امام صادق (رح) نه هم په يو روايت كې څرګنده شوې، چې ښځه په آخرت كې هم خورا خوندوره ګڼل شوې ده.

امام صادق: ((خلكو په دينا او آخرت كې، د ښځې له خونده، اوچت خوندونه موند… جنتيان له مېرمنو سره له كوروالي خوندور څه نه مومي، چې د خوراك څښاك په څېر نور خوندونه نه ور رسي[81]))

امام صادق: ((له ښځو سره مينه درلودل د پېغمبرانو له خويونو ځينې دي[82]))

د اسلام له نظره د خوند اخستو په فلسفه كې دوه بنسټيزې كچې په پام كې نيول شوي دي: لومړى داچې انسانان توکیز خوندونه اخستل خپله موخه ونه ټاكي، چې دا ژر تېرېدونكي خوندونه يې له تلپاتې مانيزو خوندونو بچ كړي، دويم داچې منځلاري ونيسي، نه بيخي ورشا اونه يو مخې ور مخ كړي، چې په پايله كې له لوړو مانيزو موخو شاته پاتې شي. اسلام د ژوند په ټولو مسايلو كې د اعتدال او منځلارۍ پر آر ګروهن دى او انسان ته، افراط ان په خوند اخستو كې هم زيانمن بولي او دا هم هغه څه دي، چې تجربې جوت كړي، چې په منځلارۍ تر ډېره وخته له خوندونو ګټنه كېداى شي؛ لكه چې زيادښت، د ژر زړښت او د خوندونو له اخستل كېدو بې برخې كېدل دي.

حضرت علي (ک) وايي: ((څوك چې په ښه توګه منځلاريتوب رعايت نه كړي؛ نو اسراف به يې هلاك كړي[83]))

اسلام په خپلو ښوونو کې د مېنې او د محبت آر په پام كې نيولى، چې د كورني ژوند ستنې پرې ټينګې شي او انسان په كورني ژوند كې يوازې قانوني انضباط ته ونه ويني؛ بلكې په كورني ډګر كې په اروايي ژورو احساساتو ګام كېدي. مينه د مېړه او ښځې د اړيكويو طبيعي اداڼه ده، چې عواطف د قانون په چوپړ كې كاروي. دكورني نظام په ټينګښت كې، قانون او ټولنيز الزامونه څه لازمه كارونه نلري؛ بلكې بايد اړيكې زړګنۍ او د مينې پر بنسټ رادبره شي، چې مطلوبه پايله ترې په ګوتو شي. د مينې په رادبرېدو، په كورنۍ كې قانون او اخلاق هم څرګ وهي. په ټولو قوانينو كې د اخلاقي غونډالونو همغږۍ ته اړتيا ده او له قانونه تېښته او هر ډول قانون ماتونه د همدې لامل له مخې ده، چې د انسان عاطفي اړخونه او اخلاقي نظامونه قانون ته ورمات شوي نه دي او قانون هڅه كوي يوازې د وچو كلكو ټولنيزو انضباطونو په زور ستونزې سمې كړي ((په يوې ټولنې كې هم د قانون له لارې سم انساني انضباط رادبرولاى نشو؛ بلكې د روزنې، اخلاقو، د انساني فضايلو په ودې، د خلكو د پوهې او تكامل په رڼا كې د قانون او واكمنو چارې اسانېږي او قانون د روزل شويو او انساني وجدانونو په رڼا كې ټول خلك د زړه له كومي پلى كوي[84])).

((يوه ټولنه هله پايښت مومي، چې قوانين يې د وګړې يوه برخه شي او نه ډېر قوانين او له سزاګانو ډار…[85]))

 

¯¯¯

 

 

د قرآن له نظره د ښځې انساني مقام

اسلام ښځه څنګه موجود ګڼي؟ د شرافت او انساني حیثیت له اړخه یې له نارینه سره یو شان ګڼي که پرېوتې؟ اوس دا پوښتنه ځوابوو.

 

د کورني حقوقو په هکله د اسلام ځانګړې فلسفه

اسلام د ښځې او نارینه د کورني حقوقو په اړه ځانګړې فلسفه لري او څه چې تر اسلام مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې روان دي، ورسره ټکر لري. اسلام، ښځې او نارینه ته په ټولو ځایونو ‏کې یوشان حقوق، یو ډول دنده او یو ډول سزا نه ده ټاکلې، د حقوقو، دندو او سزاګانو ځینې برخې یې نارینه ته مناسبې لیدلي او ځینې نورې یې ښځې ته او په پایله کې په ځینو ځایونو ‏کې ښځې او نارینه ته یو شان وضع او په نورو ځایونو کې یې نامشابهه وضع په پام کې نیولې ده.

ولې؟ او په کوم حساب؟ ایا اسلام هم د نورو ښوونځيو په څېر د ښځې په تړاو له سپکاوي ډک نظریات لري او پرېوتى جنس یې ګڼي او یا داچې بل لامل او فلسفه لري؟

د لویدیځوالو ‏په خبرو او لیکنو کې به مو په بیا بیا اورېدلي او لوستي وي، چې د مهر، نفقې، طلاق او د ګڼ ښځۍ په اړه اسلامي مقررات، د ښځينه وو د سپکاوي په بڼه یادوي او داسې ښيي، چې دا چارې بل دلیل نه لري او یوازې د نارینه اړخ په کې په پام کې نیول شوی دی.

وايي تر شلمې پېړۍ مخکې د نړۍ ټول قوانین په دې بنسټ دي، چې د جنس له نظره نارینه تر ښځې شریف-غوره دی او ښځه د نارینه ګټې او سات تېرۍ ته پنځول شوې او اسلامي قوانین هم د نارینه د ګټو په چورلید ګرځي.

وایي اسلام د نارینه و دین دی او ښځه یې په بشپړ ډول د انسان په حېث نه ده پېژندلی او کوم حقوق، چې انسان ته اړین دي، ورته یې نه دي وضع کړي. که اسلام ښځې ته په بشپړ انساني سترګه کتلای؛ نو د ګڼ ښځي وړاندیز به یې نه کاوه، نارینه ته به یې د طلاق حق نه ورکاوه، د دوو ښځو شهادت به یې له یوه نارینه سره برابر نه پتېیله، د کورنۍ مشرتوب به یې نارینه ته نه ورکاوه، د ښځې نیم میرا‏ث به یې د نارینه له پوره میراث سره مساوي نه ګاڼه، ښځې ته به یې د مهر په نامه بیه نه ټاکله، ښځې ته به یې وټیزه او ټولنیزه خپلواکي ورکړې وه او د نارینه جیره خوره او واجب النفقه به یې پتېیلې نه وه. دا ښيي، چې اسلام ښځې ته په سپکه ګوري او نارینه ته یې سريزه او وزله ګڼلې ده. وايي، چې اسلام د مساوات دین دی او دې مساواتو ته یې په نورو ځایو کې پاملرنه کړې؛ خو د ښځې او نارینه په اړه یې ‏ نه ده کړې. وايي اسلام نارینه و ته حقوقي امتیاز او حقوقي غوروای ورکړي او که نارینه و ته یې دا شان نه و ورکړي؛ نو پورتني قوانین به یې نه وضع کول.

که وغواړو ددې نارینه و استدلال ته ارسطويي منطقي-سولیز بڼه ورکړو؛ نو دا شان به وي: که اسلام ښځې ته په بشپړ انساني سترګه کتلاى؛ نو له نارینه سره مشابه او مساوي حقوق به یې ورته ټاکلي ول؛ خو چې ورته یې نه دي ورکړي؛ نو ځکه ښځه رښتینې انسانه نه ګڼي.

 

تساوي که تشابه؟

هغه آر، چې په دې استدلال کې کارېدلی، په انساني حیثیت او شرافت کې د ښځې او نارینه د اشتراک لزوم او په حقوقو کې یې تشابه ده. هغه مطلب، چې له فلسفي نظره دې هم ورته ځېرنه وشي دادی، چې په انساني حیثیت کې د ښځې او نارینه د اشتراک لزوم څه دی؟ دا یې لزوم دی، چې یو د بل په څېر مساوي حقوق ولري، ‏داسې چې حقوقي غوراوی او امتیاز نه وي؟ یا د ښځې او نارینه حقوق پر تساوۍ او برابرۍ سربېره، متشابه او یو شان-یکنواخت هم وي او د کار او دندې هېڅ ډول ویش پکې نه وي؟ اړنګ نشته، چې په انساني حیثیت او د انسانیت له مخې، په برابرۍ کې د ښځې او نارینه د اشتراک لزوم، په انساني حقوقو کې له برابرۍ سره ‏ مساوي دی؛ خو په حقوقو کې یې تشابه څنګه ده؟

که په پټو سترګو د لویدیځ د فلسفې تقلید شا ته واچوو او هغه فلسفي څرګندونې او اندونه، چې د دوی له خوا رارسي، خپل په غور وڅېړو؛ نو لومړی باید ووینو، چې ایا د حقوقو تساوي، د حقوقو تشابه هم ده که نه؟ تساوي یې له تشابه ده. تساوي، برابري ده او تشابه یوشان والی-یکنواخت دی. ممکن یو پلار خپله شتمني په متساوي ډول پخپلو اولادونو وویشي؛ خو په متشابه ډول یې و نه ویشي. د ساري په ډول: ممکن پلار څو ډوله شتمني ولري؛ لکه سوداګر خونه، پټي او په اجاره ورکړای شوي کورونه هم ولري؛ دا چې پلار له مخکې د خپلو زامنو استعدادونه ارزولي، په یو کې د سوداګرۍ استعداد دی، په بل کې د بزګرۍ او په بل کې د اجارې ورکونې؛ پلارغواړي په خپل ژوند کې په زامنو شتمني وویشي، ددې په پامنيوي، ‏چې څه ټولو اولادو ته ‏ورکوي؛ نو د ارزښت له مخې اولاد يو له بل سره مساوي دي او دلته امتیاز او غوراوی نشته، هر اولاد ته هماغه شتمني ورکوي، چې د استعداد ارزونې په ازمېښت کې یې ورته مناسبه لیدلې وه.

څومروالی- کمیت له کیفیت-څرنګوالی سره او برابري له یوشان والي-یک نواختۍ سره توپیر لري. څه چې جوت دي، دا دي چې اسلام ښځې او نارینه ته یوشان او یکنواخته حقوق په پام کې نه دي نیولي؛ خو اسلام د ښځو په پرتله کله هم نارینه و ته حقوقي امتیاز او غواروی په پام کې نه دی نیولی.اسلام د مساواتو آر د ښځې او نارینه په هکله هم پام کې نیولی دی. اسلام د ښځې او نارینه د حقوقو له تساوۍ سره مخالف نه؛ بلکې د حقوقو د تشابه مخالف یې دی.

د “تساوي” او “مساوات” په ټکي کې د برابرۍ او نه امتیاز مفهوم رانغاړل شوی؛ ځکه یې “سپېڅلتیا” موندلې، راښکنه لري، اورېدونکی ځان ته راماتوي، په تېره که د “حقوق” له کلمې سره یو ځای شي.

د حقوقو تساوي! څومره ښکلى او سپېڅلى ګډون دی! هغه به څوک وي، چې پاک وجدان او فطرت ولري او ددې دوو کلیمو پر وړاندې سرټیټی او خاضع نه اوسي؟!

موږ، چې یوه ورځ د نړۍ د علم، فلسفې او منطق بېرغچیان وو، نه پوهېږم ولې مو کار دې ځاې ته راورسېد، چې نور کسان غواړي د “د ښځې او نارینه د حقوقو د تشابه” په اړه د “حقوقو د تساوۍ” په سپېڅلي نامه خپل نظریات راوتپي؟ مثال ‏یې؛ لکه څوک چې هنداوڼې خرڅوي؛ خو د خټکي په نامه یې تبیلغوي.

څه چې څرګند دي، دادي چې اسلام په ټولو ځایونو کې ښځو او نارینه و ته مشابه حقوق نه دي وضع کړي؛ لکه همداراز یې چې په ټولو ځایونو کې مشابهې دندې او سزاګانې هم ورته نه دي وضع کړي. ایا ښځو ته د ‏ټاکل شویو حقوقو ارزښت، له هغه څه کم دي، چې نارینه و ته ټاکل شوي؟ نه! دا به درته ثابته کړم.

دلته دویمه پوښتنه رامنځ ته کېږي، داچې اسلام په ځینو ځایونوکې د ښځې او نارینه حقوق نامشابه ایښي؛ نو لامل یې څه دی؟ولې یې مشابه نه دي ایښي؟ ایا دا به غوره وي، چې د ښځې او نارینه حقوق هم مساوي او هم مشابه وي؛ که نه یوازې مساوي وي او ‏ مشابه نه وي؟ ددې مطلب بشپړ څېړلو ته اړین يو، چې په درې برخو کې ویینه پرې وکړو.

۱- د پنځونې او خلقت له نظره د ښځې د مقام په هکله د اسلام نظر.

٢- د نر او ښځې په پنځونه کې توپیرونه کومو موخو ته دي؟ ایا دا توپیرونه لاملېدای شي، چې ښځه او نارینه د طبیعي او فطري حقوقو له مخې نامشابه وضع ولري که نه؟

٣- په اسلامي مقرراتو کې، چې د ښځې او نارینه ترمنځ کوم توپیرونه دي، چې په ځینو ځایونو کې دوی په نامشابه وضع کې ږدي؛ نو دا د کومې فلسفې پر بنسټ دي؟ایا دا فلسفې لا تر اوسه ټینګې پاتې دي؛ که نه؟

 

 

 

 

په اسلامي نړۍ لید کې د ښځې مقام

د ښځې او نر د پنځونې موضوع په قرآن کې تفسیر شوې ده. قرآن په دې اړه چوپ نه دى پاتې شوی او د اوتو بوتو ویونکیو ته یې دا مجال نه دی ورکړی، چې له ځانه په ښځېنه او نارینه و پورې اړوند مقرراتو ته فلسفه راوباسي او ددې مقرراتو بنسټ د ښځې په هکله د اسلام له سپکاوي ډک نظر وښیي.

که وغواړو، چې د ښځې او نارینه د پنځونې په هکله د قرآن نظرڅه دی؛ نو اړینه ده، چې د ښځې او نر د خټې مسئالې ته پاملرنه وکړو، چې د نورو ادیانو په کتابونو کې هم راغلي. قرآن هم په دې باب چوپ نه دی ناست. باید ووینو، چې قرآن ښځه او نر له یوې خټې ګڼي او که له بېلابېلې؛ یعنې ایا ښځه او نارینه یو خورزوني-طینت او له یو خټې دي که دوه خورزوني او له بېلابېلې خټې؟ قرآن په ګڼو آیتو کې په ډاګه وايي، چې ښځې مو د نارینه و له جنسه او د نارینه په څېر له خټې پنځولي دي. قرآن لومړی د آدم په هکله وايي:

يَاأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِن نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا(نساء/۱)؛ خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هماغه يې د ده جوړه هم پيدا کړه.”

د ټولو بنيادمانو په هکله وايي: خدای، درته ستاسې له جنسه جوړه پیدا کړه. (نساء، نحل، روم)

په ځینو دیني کتابونو کې راغلي، چې ښځه د نارینه په پرتله له پرېوتې مادې پنځول شوې او یا دا چې وايي: په پیل کې د آدم ښځه دده د کیڼ لوري له غړي پنځول شوې ده؛ نو دا شان خبرې په قرآن کې نشته، همداراز په اسلام کې د ښځې د رغښتی- طینت او خټې په اړه له سپکاوۍ ډکه نظریه هم نشته. له سپکاوۍ ډکه بله نظریه، چې په تېر وخت کې وه او د نړۍ په ادبیاتو کې یې ناوړه اغېزې پرېښې، دا ده، چې ښځه د ګناه عنصر دی، له وجوده یې شر او وسوسه راپورته کېږي او کوچنۍ شیطانه ده. وايي: نارینه و، چې کومه ګناه کړې، د ښځو په کې لاس و. وايي: نارینه پخپل ذات کې له ګناه پاک دی او دا ښځه ده، چې نارینه ګناه ته راکاږي. وايي: شیطان نېغ په نېغه د نارینه وجود ته ننووتی نشي او یوازې د ښځو له لارې نارینه غولوي، شیطان، ښځه وسوسه کوي او بیا ښځه، نارینه وسوسه کوي. وايي: شیطان په پیل کې آدم وغولاوه او له نېکمرغه جنته وشړل شو؛ نو دا د ښځې له امله ول. شيطان، “حوا” وغولوله او حوا ادم وغولاوه.

قرآن د آدم د جنت کيسه کړې؛ خو دا یې کله هم نه دي ویلي، چې شیطان یا مار په پیل کې حوا وغولوله او حوا بیا آدم وغولاوه. قرآن، حوا د اصلي مسوول په توګه نه ښيي او نه یې له حسابه اوباسي. قرآن وايي: آدم ته مو وویل ته او ښځه دې په جنت کې اوسئ او له مېوو یې خورﺉ. قرآن، چې کله د شیطان د وسوسو خبره رامنځ ته کوي، ضمېرونه د “تثنیه” په شکل راوړي او وايي: “ فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ[86] بيا شيطان دواړو ته وسوسه واچوله. ” فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ[87]– او په دې توګه، يې دوی په چل (له خپل مقامه) راكوزكړل. ” وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ[88]: او قسم یې ورته وكړ، چې زه مو خير غوښتونكى يم. ”

کوم اند، چې په هغه پېر کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې و؛ نو په دې توګه ورسره قرآن په سختې مبارزې لاس پورې کړ او له دې توره یې ښځه خلاصه کړه، چې د وسوسې، ګناه او کوچني شیطان عنصر دی.

د ښځې په هکله د سپکاوۍ بل ډک نظر د ښځې د روحاني او مانیز-معنوي استعدادو په برخه کې دی، وايي: ښځه جنت ته نه ځي، ښځه له مانیز او الهي مقاماتو تېرېدای نشي او؛ لکه څرنګه، چې نارینه رسي، ښځې، خدای ته ورنژدې کېدای نشي. قرآن په ګڼو آیتونو کې روښانه کړې، چې اخروي اجر- او خدای ته نژدې کېدنه په جنسیت پورې اړه نه لري. قرآن د هر ستر او سپېڅلي نارینه تر څنګه ستره او سپېڅلې ښځه هم یاده کړې ده. د آدم (ع) او ابراهیم (ع) مېرمنې او د عیسی (ع) او موسی (ع) میندې یې خورا نمانځلي دي. که د نوح او لوط ښځې خپلو مړونو ته ناوړې یادوي؛ خو د فرعون ستره مېرمن یې هم نه ده هېره کړې، چې په ناوړه مېړه اوختې وه؛ لکه چې قرآن غواړي پخپلو کيسو کې انډول وساتي او د کيسو اتلان یوازې نارینه نه ګڼي.

قرآن د حضرت موسی (ع) د مور په هکله وايي: د موسی (ع) مور ته مو وحې وکړه، چې ماشوم ته دې شيدې ورکړه او چې په هکله یې وېرېدې؛ نو په سیند کې یې خوشې کړه او مه خپه کېږه، بېرته به یې درته راولو.

قرآن د عیسی (ع) د مور؛ بي بي مریم په هکله وايي: ان دا چې د عبادت په محراب کې به ورسره پرښتو خبرې کولې، له غیبه ورته روزي راتله، له مانیز اړخه دومره پورته تللې وه، چې د وخت پېغمبر ورته حیران شو، حضرت زکریا (ع) د بي بي مریم پر وړاندې هک پک شوی و.

د اسلام په تاریخ کې هم سترې او سپېڅلې ښځې ډېرې دي. ډېر کم نارینه به حضرت خدیجې بي بي ته ورسي.

 د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر د جنسي ریاضت او د جره توب سپېڅلتیا ده؛ لکه څرنګه چې پوهېږو په ځینو ادیانو کې جنسي اړیکه ذاتاً ناوړه ده. ددې ادیانو د لارویانو په اند یوازې هغوی مانیزو مقاماتو ته رسېدای شي، چې ټول عمر جره وي. د نړۍ یو مخور دیني مشر وايي: “ د بکارت په تبر د واده ونه له بیخه راوباسئ. ” همدا مشران، له فاسده د فساد د لرې کولو په موخه واده ته اجازه ورکوي؛ یعنې داسې ادعا کوي: “ دا چې ډېری وسمن نه دي، چې په جره توب صبر وکړي او په دې اړه یې پښه ښویېږي او په فحشاوو ککړېږي او له ګڼو ښځو سره لار پیدا کوي؛ نو غوره ده، چې واده وکړي، چې یوازې له یوې ښځې سره یې لار وي. ” د ریاضت غوښتنې د افکارو جرړه او له جره والي پلوي ښځينه وو ته بدویني ده او د ښځې مینه له سترو اخلاقي مفاسدو ګڼي.

اسلام له دې خرافاتو سره سخته جګړه وکړه، واده یې سپېڅلی او جره توب یې ناوړه وګاڼه، اسلام له ښځې سره مینه د انبیاوو اخلاق وښوول، پېغمبراکرم(ص) وویل: “ درې څیزونه مې ښه ایسي: ښه بوی، ښځه او نمونځ. “برتراند راسل” وايي: په ټولو ادیانو کې د جنسي اړیکې پر وړاندې بدویني تر سترګو کېږي؛ خو بې له اسلامه، اسلام د ټولنیزو ګټو له مخې دې اړیکې ته پولې او مقررات وضع کړي؛ خو کله یې هم ناوړه نه دي شمېرلي.

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر دا و، چې ویل یې، ښځه د نارینه د وجود سريزه ده او سړي ته پنځول شوې ده.

اسلام کله هم داسې خبره نه لري. اسلام وايي، ځمکه، اسمان، ورېځې، باد، بوټي، ځناور او هر څه انسان ته پنځول شوي؛ خو کله هم نه وايي، چې ښځه، نارینه ته پنځول شوې ده. اسلام وايي، نارینه او ښځه یو بل ته پیدا شوي دي.

 “هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ[89]– دوى ستاسې او تاسې د د وى جامه ياست.”

که قرآن داسې ګڼله، چې ښځه د نارینه سريزه او ده ته پنځول شوې وي؛ نو دا اړخ به یې هم هرومرو په پام کې نېولی و؛ خو دا چې اسلام د خلقت د تفسیر له نظره دا شان اند نه لري او ښځه د نارینه د وجود لوبڅې نه ګڼي، په خپلو ځانګړو مقرراتو کې یې د ښځې او نارینه په هکله دې مطلب ته نظر نه دی کړی.

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر، دا دی، چې ښځه یې د نارینه په اند یو شر او بلا ګڼله. د ښځې له وجوده، له دې دومره ګټنې سره سره، بیا هم ډېری نارینه و د دوی سپکاوي کاوه او د ځان د بدمرغۍ او کړخت لامل یې ګڼله. قرآن کریم په ځانګړي ډول دا مطلب څرګندوي، چې نارینه ته د ښځې وجود خیر دی او د زړه د ارامتیا لامل یې ده.

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر دا دی، چې په اولاد راوړنه کې یې د ښځې ونډه ناڅیزه ګڼله. د جاهلیت عربانو او ځینو نورو ملتونو، مور یوازې یو لوښی ګاڼه او د نارینه نطفه – څاڅکى، چې د اولاد اصلي تخم او دانه ده، په ځان کې ساتي او وده ورکوي. په قرآن کې ددې په ترڅ کې چې وايي: تاسې مې له ښځې او نارینه وپنځولئ او ځینې نور آیتونه، چې په تفاسیرو کې بیان شوي، دې شان فکر ته یې د پای ټکې کېښود.

څه چې وویل شول، جوتېږي، چې اسلام د فلسفي فکر له نظره او د خلقت د تفسیر له نظره، ښځې ته سپک نه ګوري؛ بلکې دا نظریات یې رټلي دي. اوس يې وار دی، چې ووینو د ښځې او نارینه د حقوقي نامشابهت فلسفه څه ده.

 

تشابه نه ! تساوي هو !

ومو ویل، چې اسلام د نارینه او ښځې په کورني حقوقو او اړیکو کې ځانګړې فلسفه لري او له هغه څه سره ټکر لري، چې تر اسلام مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې تېرېږي هم اړخ ورسره نه لګوي.

ومو ویل: د اسلام له نظره دا مسئاله کله هم نامهوتې- مطرح نه وه، چې ایا په انسانیت کې ښځه او نارینه دوه متساوي انسانان دي که نه؟ ایا کورني حقوق یې باید يو له بل سره مساوي ارزښت ولري که نه؟ د اسلام له نظره ښځه او نارینه دواړه انسانان دي او له متساوي انساني حقوقو برخمن دي.

څه چې د اسلام له نظره نامهوتي- مطرح دي، دا دی، چې ښځه او نارینه په دې دلیل، چې یو ښځه او بل نارینه دی، په ډېرو ځایونو کې يو له بل سره مشابه نه دي، نړۍ ورته یو شان نه ده، خلقت او طبیعت دوی یکنواخته- یو شان نه دي غوښتي او له همدې مخې ایجابوي، چې د ډېری حقوقو، دندو او سزاګانو له اړخه مشابه وضع و نه لري. په لویدیزه نړۍ کې اوسمهال هڅه کېږي، چې د ښځې او نارینه ترمنځ د قوانینو، مقرراتو، حقوقو او وظایفو له مخې، مشابه – یو ډول او واحده وضع رامنځ ته کړي او د ښځې او نارینه په طبیعي اوغریزي توپیرو سترګې پټې کړي. د اسلام او لویدیځ ترمنځ توپیرونو په همدې ځای کې دي. په هېواد کې مو، چې اوس د اسلامي حقوقو د پلویانو او د لویدیځ د غونډال د لارویانو ترمنځ کومه مسئاله روانه ده، د ښځې او نارینه د حقوقو تساوي نه؛ بلکې د حقوقو د تشابه او وحدت مسئاله ده.

“د حقوقو تساوي” غولوونکی شعار دی، چې ځینې یې خوله په خوله کوي.

 نه وایم، چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د نارینه او ښځې د حقوقو د تساوۍ ادعا مانا نه درلوده او نه یې لري او د نړۍ تېر او اوسني ټول قوانین د ښځې او نارینه حقوق د مساوي ارزښت پر بنسټ وضع کړي او یوازې مشابهت یې له منځه وړی دی.

نه! داسې ادعا نه لرم.ترشلمې پېړۍ مخکې اروپا تر ټولو ښه شاهد ده. تر شلمې پېړۍ مخکې په اروپا کې ښځه په قانوني او عملي توګه له انساني حقوقو بې برخې وه، نه یې له نارینه سره مساوي حقوق درلودل او نه مشابه. د هغه ګړندي خوځښت په پایله کې، چې په روستۍ پېړۍ کې په لږه موده کې د ښځې په نامه، ښځې ته په اروپا کې وشو، ښځې له نارینه سره څه نا څه مشابه حقوق وموندل؛ خو د ښځې طبیعي وضع، روحي او جسمي اړتیاوو ته په پاملرنې، کله یې هم له نارینه سره مساوي حقوق ونه موندل؛ ځکه که ښځه غواړي د نارینه په څېر مساوي حقوق او نېکمرغي ولري، يوازېنۍ لار یې دا ده، چې حقوقي مشابهت له منځه یوسي، نارینه ته دې د هغه وړ او ځان ته دې د ځان وړ حقوق په پام کې ونیسي. یوازې له همدې لارې د ښځې او نارینه ترمنځ رښتینی یووالی او صمیمیت رامنځ ته کېږي او ښځه له نارینه سره د انډول-مساوي نېکمرغۍ خاونده؛ بلکې ‏تر ده ‏لوړه نېکمرغۍ ورپر برخه کېږي او نارینه به د پېرزوینې او بې له ټګۍ برګۍ، ښځو ته انډول-مساوي حقوق او ان لا ډېر په پام کې ونیسي.

او ‏کله هم ادعا ‏نه کوم، چې تش په نامه ‏اسلامي ټولنه کې مو په عملي بڼه هغه حقوق، چې د ښځې پر برخه شوي، د نارینه و له حقوقو سره یې انډول-مساوي ارزښت درلود. څو ځل مې ویلي، اړینه ده، چې د اوسنۍ ځې وضع ته دې پوره پاملرنه وشي او پرېمانه حقوق، چې اسلام ورکړي او په تاریخ کې پرېښوول ‏شوي ول، بېرته ورته دې ورکړل شي، نه دا چې په پټو سترګو دې د لویديځوالو تقلید وشي، چې هغوی ته یې هم په زرګونو بدمرغۍ رامنځ ته کړي او په یوې غلطې فرضیې، ښکلی نامه کېږدو او په ختیځو بدمرغيو، لویدیځې بدمرغۍ ورزیاتې کړو. زموږ ادعا دا ده، چې د ښځې او نارینه د حقوقو نه تشابه تر هغه ځایه، چې د ښځې او نارینه طبیعت یې په نامشابه وضع کې ایښی دی؛ نو دا هم له فطري عدالت او حقوقو سره په ښه توګه اړخ لګوي او هم په غوره توګه کورنۍ نېکمرغي خوندي کوي او هم ټولنه په ښه توګه پر مخ بیايي.

دې ته پوره پاملرنه وکړﺉ، موږ مدعي یو، چې د عدالت او د ښځې او نارینه د فطري او انساني حقوقو لازمه، د حقوقو په ځینو برخو کې د ښځې او نارینه نه تشابه ده.

نو ویينه مو سل په سلو کې فلسفي اړخ لري، د حقوقو په فلسفې پورې اړه لري، د “عدل” په آر پورې اړه لري، چې د کلام او اسلامي فقې له ارکانو دی. عدل هماغه آر دی، چې په اسلام کې یې د عقل او شرع د اړخ لګونې قانون رامنځ ته کړی؛ یعنې د اسلامي فقې له نظره یا لږ تر لږه د جعفري فقې له اړخه، که ثابت شي، د عدل غوښتنه ده، چې پلانى قانون دې داسې وي، نه هاغسې او که داسې وي؛ نو ظلم دی او د عدالت پر خلاف دی، باید ووایم، چې د شرع حکم هم دا دی؛ ځکه د اسلام شرع، د هغه آر له مخې، چې پخپله یې ښوولې، کله هم د عدالت او طبیعي او فطري حقوقو له چورلیده نه وځي.

 اسلامي علماوو د “عدل” د آر په وړاندې کولو او توضیح ورکونې، د حقوقو د فلسفې بنسټ کېښود؛ لکه چې د تاریخي ناخوالو په رامنځ ته کېدو يې ونشو کړای، هغه لار یې چې پرانېستې وه، پر مخ بوځي. د بشر حقوق او د عدالت آر د لومړي ځل لپاره مسلمانانو مطرح کړل، چې دا دواړه له ذاتي، تکویني او قراردادي قوانینو بهر چارې دي او په دې توګه مسلمانانو د طبیعي او عقلي حقوقو سټه کېښوه.

خو تقدیر داسې و، چې دوی خپل کار پر مخ بو نه ځي او له اتو پېړو روسته اروپايي پوهان او فیلسوفانو دا کار پر مخ یوسي او په دې وویاړي، چې له یوې خوا یې ټولنیزې، سیاسې او اقتصادي فلسفې رامنځ ته کړې او بلخوا یې وګړي، ټولنې او ملتونه د ژوند له ارزښت او انساني حقوقو سره اشنا کړي او خوځښتونه، حرکتونه او پاڅونونه یې رامنځ ته کړل او د نړۍ څېره یې بدله کړه.

زما په اند، بې له تاریخي لاملو، یو ارویيز او سیمه ییز لامل هم په کې و، چې اسلامي خیتځ د عقلي حقوقو مسئاله، چې پخپله یې ددې سټه ایښې وه، پر مخ یو نه سي. د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د روحیې یو توپیر دا دی، چې ختیځ اخلاقو ته او لویدیځ حقوقو ته لېوال دی، ختیځ په اخلاقو پسې او لویدیځ په حقوقو پسې لېونی دی، شرقي د شرقي طبیعت په حکم خپل انسانیت په دې کې ګڼي، چې عاطفه او تېرېدنه وکړي، له خپلو سره مینه ولري، مړانه وکړي؛ خو غربي خپل انسانیت په دې کې ویني، چې خپل حقوق وپېژني او ملاتړ یې وکړي او بل دې ته پرېنږدي، چې حقوق یې تر پښو لاندې کړي.

بشریت هم اخلاقو ته اړتیا لري اوهم حقوقو ته. انسانیت، هم په حقوقو پورې تړلی او هم په اخلاقو پورې، هر یو حقوق او اخلاق په یوازې ځان د انسانیت کچه نه دی.

د اسلام سپېڅلي دین دا شان ستر امتیاز درلود او لري یې، چې حقوق او اخلاقو دواړو ته یې پاملرنه کړې ده. په اسلام کې؛ لکه څرنګه، چې تېرېدنه، صمیمیت او نېکي د اخلاقي چارو په توګه “سپېڅلي” ګڼي، له حقوقو سره اشنايي او ملاتړ یې هم “سپېڅلي” او انساني ګڼلی او دا پوره کيسه لري، چې دلته یې د څېړلو وخت نشته.

خو د لویدیځ ځانګړې روحیې خپل کار وکړ. سره له دې، چې په پیل کې یې حقوق او اخلاق له اسلامه واخستل، د وخت په تېرېدو یې اخلاقو ته شا او ټول پام یې حقوقو ته واړاوه.

غرض دا دی: له کومې مسئلې سره، چې نن مخ یو، یوه حقوقي، فلسفي، عقلي، استدلالي، او برهاني مسئله ده او د عدالت په حقیقت او حقوقو په طبیعت پورې اړه لري. تر دې مخکې، چې په نړۍ کې قانون وضع شي، عدالت او حقوق ول. د قانون په وضع کولو نشو کړای، چې د عدالت منځپانګه او د بشر انساني حقوق بدل کړو.

“منتسکیو” وايي: “ تردې مخکې، چې انسان قوانین وضع کړي، د ژویو ترمنځ د شته قوانینو پر بنسټ عادلانه اړیکې شونې وې، دا اړیکې د قانون د وضع کېدو لامل شوې. اوس که ووایو: بې له لومړنیو قوانینو، چې امر او منع کوي، بل هېڅ عادلانه او ظالمانه امر نشته؛ نو مثال یې داسې دی؛ لکه چې ووایو د دایرې تر کښلو مخکې ټولې شعاع ګانې یې مساوي نه دي. ”

“هربارت سپنسر” وايي: “عدالت بې له احساساتو، له بل څه سره اغږل شوی، چې د بشري وګړیو طبیعي حقوق دي او دا چې عدالت بهرنى شتون ولري، باید د حقوقو او طبیعي امتیازاتو درناوی وکړي. ”

ډېری اروپايي حکماوو دا شان ګروهه درلوده او لري یې. د بشر حقوق له همدې طبیعي حقوقو سرچینه اخستې؛ یعنې د فطري او طبیعي حقوقو فرضیه وه، چې د بشر د حقوقو د اعلامیې په څېر راښکاره شوه.

او لکه څرنګه چې پوهېږو، څه چې “منتسکیو”، “سپنسر” او نورو د عدالت په هکله وویل، عین هماغه څه دي، چې اسلامي متکلمینو د عقلي حسن و قبح او د عدالت د آر په اړه ویلي ول. په اسلامي علماوو کې داسې کسان ول، چې له ذاتي حقوقو منکرول او عدالت یې قرادادي ګاڼه، همداراز په اروپایانو کې همدا شان ګروهه وه.انګلیسی “هوبز” له عدالته د واقعي چار په بڼه نمښتی- منکر دی.

 

د بشر د حقوقو اعلامیه قانون نه؛ بلکې فلسفه ده

د بشر د حقوقو اعلامیې د انسانانو ذاتي، غیر قابل سلب او غیر قابل اسقاط حقوق تر ویینې لاندې نېولي دي، داسې حقوق یې اوڅار- مطرح کړي، چې ددې اعلامیې د ادعا له مخې، د انسانانو د انساني حیثیت لازمه ده او د پنځونې او خلقت وسمنو لاسونو د انسانانو لپاره ایښی دي؛ یعنې هغه مبداء او ځواک، چې انسانانو ته یې عقل، اراده او انساني شرافت ورکړی؛ نو د بشر د حقوقو د اعلامیې له مخې، دا حقوق یې انسانانو ته هم ورکړي دي.

په هر حال موږ د ښځې د انساني حقوقو مسئله په علمي، فلسفي او د بشر د ذاتي حقوقو پر بنسټ څېړو. غواړو ووینو، هماغه اصول، چې دا یې غوښتنه ده، انسانان دې په ټولیز ډول یو لړ طبیعي او خدای ورکړي حقوق ولري، ایا ایجابوي، چې ښځه او نارینه دې له حقوقي اړخه مشابه وضع ولري که نه؟

ددې مطلب څېړنو ته لومړی اړین دي، چې د انساني حقوقو د جرړې او بنسټ په هکله ویینه ولرو او بیا د ښځې او نارینه ځانګړي حقوق تر څېړنې لاندې ونیسو.

بده نه ده، چې د نوې پېړۍ حقوقي خوځښتو ته لنډه کتنه وکړو، چې د ښځې او نارینه د حقوقو د تساوۍ نظریه ورکوي.

 

په اروپا کې د ښځې حقوقو تاریخ ته کتنه

په اروپا کې تر ۱۷مې پېړۍ روسته د بشر د حقوقو په نامې خبرې پیل شوې. د ۱۷مې او ۱۸مې پېړۍ اندیالو‏او پوهانو د بشر د طبیعي، فطري او نه نفي کېدونکیو حقوقو په اړه خپل اندونه په هېښنده هلو ځلو په خلکو کې خپاره کړل. “ژان ژاک روسو”، “ولتر” او “منتسکیو” له دې لیکوالانو او اندیالانو ځنې دي. د بشر د طبیعي حقوقو د پلویانو د افکارو د خپرېدنې عملي پایله دا وه، چې د ملت او واکمن پلاوي ترمنځ اوږدې ناندرۍ پيل شوې. ملت بریالی شو، چې پر کال ۱۶۸۸ ز د یوې اعلامپاڼې په ترڅ کې یې د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقوقو یوه برخه وړاندیز او بیا ترلاسه کړه.

ددې فکرونو د خپرېدنې بله عملي پایله د انګلستان پر ضد د امریکا د خپلواکۍ جګړې وې. په شمالي امریکا کې د انګلستان په دیارلسو مستعمرو کې د زیات دباو پر خلکو له کبله، په پای کې یې خپله خپلواکي تر لاسه کړه.

پر کال ۱۷۷۶ز په “فېلادلفیا” کې یوه غونډه جوړه شوه او عمومي خپلواکي یې اعلان کړه او په دې اړه یې خبرپاڼه خپره کړه او په سريزه کې یې راغلي ول:

د بشر ټول وګړي په خلقت کې یو شان دي او خالق هر وګړي ته ثابت او نه بدلېدونکي حقوق ورکړي؛ لکه د ژوند او ازادۍ حق او د حکومتو اصلی لامل هم دې حقونو ساتنه ده او د حکومت ځواک او نفوذ د ملت په خوښه وي.

څه چې اوسمهال د “بشر د حقوقو د اعلامیې” په نامه په نړۍ کې مشهور دي، هغه څه دي، چې د فرانسې تر ستر انقلاب روسته د “حقوقو اعلان” په نامه خپره شوه. دا اعلامیه یو لړ ټولیز اصول دي، چې د فرانسې د اساسي قانون په پیل کې قید شوي او د فرانسې د اساسي قانون نه بېلېدونکې برخه ده. دا اعلامیه یوه سریزه او اوولس مادې لري.

لومړۍ ماده یې وايي: د بشر وګړي ازاد زېږېدلي او د عمر تر پایه ازاد پاتې شوي او په حقوقو کې مساوي دي.

په ۱۹مه پېړۍ کې په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي مسئـلو کې د بشري حقوقو په هکله نوي افکار او بدلونونه پېښ شول، چې د سوسیالیسم د راښکاره کېدو او همداراز ددې لامل هم شو، چې زیار ایستونکیو پوړ ته دې ګټې په پام کې ونیول شي او له شتمنه دې د کارګر لاس ته حکومت ولېږدول شي.

د شلمې پېړۍ تر پیله د بشر د حقوقو په شاوخوا کې، چې څه ويينه شوې، د دولتو پر وړاندې د ملتو او د اربابانو پر وړاندې د خواري کښو د حقوقو په هکله ول. په شلمه پېړۍ کې په لومړي ځل د نارینه پر وړاندې د “ښځې د حقوقو” مسئاله راپورته شوه. انګلستان، چې په ډیموکراسۍ کې تر ټولو زوړ هېواد دی، یوازې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د ښځې او نارینه برابر حقوقو ومنل. د امریکا د متحده ایالتو دولتونو په دې، چې په اتلسمه پېړۍ کې یې عمومي بشر ته د خپلواکۍ اعلان کړی و؛ خو پر ۱۹۲۰ز په سیاسي حقوقو کې د ښځې او نارینه د برابرۍ قانون تصویب کړ او همداراز فرانسې هم په شلمې پېړۍ کې دې امر ته غاړه کېښووه.

په هر حال په شلمه پېړۍ کې په ګرده نړۍ کې ډېری ډلو د ښځې او نارینه په اړیکو کې د د حقوقو او دندو له اړخه د ژور بدلون غوښتونکي ول. د دوی په ګروهه، څو د ښځې او نارینه په اړیکو کې سمونې رانشي؛ نو له دولتو سره د ملتو او له اربابانو او شتمنو سره د خواري کښو په اړیکو کې بدلون به د ټولنیز عدالت رامنځ ته کونې ته بسیا نه وي.

له دې مخې په لومړي ځل د بشر د حقوقو په اعلامیه کې، چې پر کال ۱۹۴۸ز تر دویمې نړيوالې جګړې روسته د ملګرو ملتو له خوا خپره شوه، په سریزه کې یې راغلي ول:

“د ملګرو ملتونو غړیو یو ځل بیا په خپل منشور کې اعلان کړل، چې د بشر په حقوقو او د انساني وګړي په مقام او ارزښت او د ښځې او نارینه پر مساوي حقوقو ایمان لري. ”

د نولسمې او شلمې پېړۍ ماشیني کړکېچ او د کارګرو او په تېره د ښځې د اسکېرنې او بدې ورځې له امله د ښځې د حقوقو موضوع ته نوره پاملرنه هم وشوه. د (البرماله تاریخ: ۳۲۸/۶) لیکي: “ تر هغه وخته چې دولتونو د کارګرانو احوال او د شتمنو چلن ته پاملرنه نه درلوده، شتمنو، چې څه یې زړه غوښتل، هماغسې یې کول، د کارخانو مالکانو به ښځې او نارینه په لږه مزدورۍ ګومارل او دا چې ډېر کار یې کاوه؛ نو په ډول ډول ناروغیو اخته کېدل او په ځوانۍ کې مړه کېدل. ”

په اروپا کې د بشر د حقوقو د خوځښت د تاریخ په اړه لنډ معلومات مو وړاندې کړل؛ لکه څرنګه چې پوهېږو د بشر د حقوقو د اعلامیې ټول مواد، چې اروپایانو ته نوي ول، څوارلس پېړۍ مخکې یې په اسلام کې وړاندوینه شوې وه او ځینو اسلامي پوهانو له دې اعلامیو سره په پرتلنه کې هغه په خپلو کتابو کې راوړي دي. ددې اعلامیې ځینې برخې، له هغه څه سره اړپېچ لري، چې اسلام راوړي او دا په زړه پورې ویینه ده، په دې کې یو د ښځې او نارینه د حقوقو مسئاله ده، چې اسلام تساوي یې مني؛ خو د ښځې او نارینه د حقوقو په اړه تشابه، یووالی او یکنواختي نه مني. [ په دې باب وګورئ: په مشرتابه او انسازۍ کې نبوي سیرت، روستی څپرکی، د اجرالدین اقبال ژباړه.]

حیثیت او انساني حقوق

دا چې د بشري کورنۍ د ټولو غړيو ذاتي حیثیت د یوشان او نه انتقالېدونکیو حقوقو پېژندنه، د ازادۍ، عدالت او سولې بنسټ جوړوي.

دا چې د بشري حقوقو نه پېژنده او سپکاوی یې د وحشیانه کړنو لامل شوی، چې د بشریت روح یې سرکښۍ ته اړ ایستلی او د داسې نړۍ رامنځ ته کېدنه یې د بشر تر ټولو لوړه هیله ښول شوې، چې پکې بشري وګړي د عقیدې په بیانولو کې ازاد او له وېرې او بېوزلۍ خلاص وي. دا چې له انساني حقوقو باید د قانون د پلي کېدو له لارې ملاتړ وشي، چې بشر دې ته اړ نشي، چې د درملنې د روستۍ لارۍ په توګه د ظلم او دباو پر ضد راپاڅېږي. دا چې له بیخه لازم دي، د ملتونو تر منځ دې د دوستانه اړیکو پراختیا وهڅول شي. دا چې د ملګرو ملتونو غړیو د بشر د حقوقو او د وګړیو د ارزښت او د ښځې او نارینه د یو شان حقوقو په هکله په منشور کې یو ځل بیا خپل ایمان څرګند کړ او غوڅ هوډ یې ونیو، چې له ټولنیز پرمختګ سره مرسته وکړي او په لا ازاد چاپېریال کې د ژوند غوره وضع رامنځ ته کړي. دا چې عمومي غونډه، د بشر د حقوقو دا نړیواله اعلامیه د ټولو خلکو او ملتونو ګډ ارمان اعلانوي، چې ټول وګړي او د ټولنې ارکان دې دا اعلامیه تل په پام کې ونیسي او هڅه دې وکړي، چې د ښوونې او روزنې له لارې دا حقوق پراختیا ومومي او د ملي او نړیوالو تدریجي تدابیرو له لارې یې رښتیني پلي کېدنه پر غړيو ملتونو او یا هم هغو ملتونه، چې تر ولکې لاندې یې دي، ترسره شي.

پورتنۍ د سرو زرو غونډلې د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلامیې سریزه ده، دهغې اعلامیې سریزه، چې په هکله یې ویل کېږي:” دا ستر توفیق دی، چې تر دې ورځې د انساني حقوقو په هکله د بشریت په برخه شوی دی. ”

په هر ټکي او غونډله یې کار شوی او لکه چې مخکې مې هم وویل: د نړۍ د حقوق پوهانو او ازادي غراړیو فلاسفه وو د څو پېړو د افکارو ښکاروندوی ده.

د بشري د حقوقو د اعلامیې د سرېزې د پام وړ ټکي

دا اعلامیه په ۳۰ مادو کې تنظیم شوې ده.

او د سریزې د پام وړ څو ټکي یې دا دي:

۱- بشر له یو ډول حیثیت، درناوي او د ذاتي او غیر قابل انتقال حقوقو برخمن دی.

۲- د بشر حیثیت، احترام او ذاتي حقوق، ټولیز او عمومي دي، ټول انساني وګړي رانغاړي، تبغیض پکې نشته، سپین او تور، لوړ او ټیټ، ښځه او نارینه ترې یوشان برخمن دي؛ لکه څرنګه، چې د کورنۍ په غړیو کې یو هم خپل ګوهر تر نورو غړیو اصیل او شریف نشي ګڼلای؛ نو دا شان د بشر ټول وګړي هم د لوی او سترې کورنۍ غړي او د یوې تنې غړي دي، د شرافت له حیثه برابر دي، څوک هم نشي کړای، چې ځان تر نورو وګړیو شریف او اصیل وګڼي.

۳- د ازادۍ، سولې او عدالت بنسټ دا دی، چې ټول وګړي دې د خپل وجدان په تل کې په دې حقیقت (د ټولو انسانانو ذاتي درناوی او حیثیت) ایمان او منښته-اعتراف ولري.

اعلامیه وایي: ټول هغه خپګانونه یې موندلي، چې بشري وګړي یې یو بل ته رامنځ ته کوي. د جګړو، ظلمونو، تېریو، د یو بل پر وړاندې د وګړیو او قومو د وحشیانه کړنو جرړه د انسان د ذاتي درناوي او حیثیت نه پېژندنه ده. د یوې ډلې له خوا د دې نه پېژندنه، مقابل لوری سرکښۍ ته اړباسي او له همدې لارې سوله او امنیت په خطر کې لوېږي.

۴- تر ټولو لوړه هیله دا ده، چې ټول یې باید رامنځ ته کېدنې ته هلې ځلې وکړي، د داسې نړۍ راښکاره کېدل دي، چې پکې په بشپړ ډول د عقیدې ازادۍ، امنیت او توکیزه-مادي سوکالي وي او د زندۍ کېدنې، وېرې او بېوزلۍ جرړه پکې را ایستل شوي وي. د اعلامیې دېرش واڼه مواد ددې هیلې لاس ته راوړنې ته تنظیم شوي دي.

۵- د انسانانو په ذاتي حیثیت ایمان او د نه نفې کېدونکیو او نه انتقالیدونکیو حقوقو درناوی یې د وخت په تېرېدو سره د ښوونې او روزنې له لارې په ټولو وګړیو کې رامنځ ته شي.

 

د انسان مقام او درناوی

دا چې د بشر د حقوقو اعلامیه، انسانیت ته د درناوۍ، ازادۍ او مساواتو پر بنسټ تنظیم شوې او د بشري حقوقو بیا راژوندي کېدو ته رامنځ ته شوې؛ نو د هر باوجدانه انسان د درناوۍ وړه ده. موږ ختیځوالو له پخوا د انسان د درناوي، مقام او ارزښت په هکله ادعا کوله؛ لکه مخکې مې چې هم وویل: د اسلام دین انسان، د انسان حقوقو، ازادۍ او مساواتو ته په نهایت درناوي او ارزښت ګوري. ددې اعلامیې تنظیموونکي او همداراز هغه فیلسوفان، چې په حقیقت کې ددې اعلامیې د لیکوالو الهاموونکي دي، موږ یې ستاینه او درناوی کوو. خو اعلامیه یو فلسفي متن دی، پرښتو نه؛ بلکې د بشر په لاس کښل شوې، د یوې بشري ډلې استنباط دی، هر فیلسوف حق لري، چې شننه یې وکړي او که کمزوري ټکي په کې ویني، یادونه یې وکړي.

دا اعلامیه له کمزورو ټکیو تشه نه ده؛ خو په دې مقاله کې کمزوريو ټکیو ته یې ګوته نه نیسو؛ بلکې پیاوړیو ته یې نیسو.

ددې اعلاميې ډډه د “انسان پر ذاتي مقام” د انسان په ذاتي حیثیت او شرافت ده. ددې اعلامیې له انده انسان، په ځان پورې اړوند یو لړ ځانګړى عزت او شرافت لري او یو لړ ازادۍ او حقوق ورکړل شوي، چې نور ساکښ ددې ذاتي کرامت، شرافت او حیثیت په نه درلودو له دا شان حقوقو بې برخې دي. د اعلامیې مضبوط ټکي دا دي.

 

په لوېدیځو فلسفو کې د انسان مقام

دلته بیا له یوې زړې فلسفي مسئالې سره مخېږو: د انسان ارزونه، د نورو مخلوقاتو په پرتله د انسان شرافت او مقام، او انسان د درناوي وړ شخصیت.

باید وپوښتو: هغه ذاتي انساني حیثیت څه دی، چې انسان ته په حقوقي منشاء بدل شوی او دا یې له اس، غو ا، پسه او کوترې غوره کړی دی؟ همدلته د بشر د حقوقو د اعلامیې او د لویديځ په فلسفه کې د انسان ترمنځ روښانه تناقص راښکاره کېږي.

کلونه کېږي، چې د غرب په فلسفه کې انسان له ارزښت او اعتباره لوېدلی دی. هغه خبرې، چې د انسان او غوره مقام په هکله یې کېدې او ددې ټولو جرړه په ختیځ کې وه؛ نو نن زیاتره د لویدیځ په فلسفو کې ملنډې پرې وهل کېږي.

د لویدیځ له نظره انسان د ماشین تر پولو رالوېدلیس، د روح او اصالت یې نمښته شوې ده. په نهايي- غايي علت ګروهه او دا چې طبیعت موخه لري؛ نو دا یوه روسته پاتې ګروهه ګڼل کېږي.

دا چې انسان د مخلوقاتو اشرف دی، په لویدیځ کې په دې اړه څوک خبرې نشي کړای؛ ځکه د دوی په ګروهه، څوک چې ګروهن دي انسان د مخلوقاتو اشرف دی او نور مخلوقات انسان ته اېل- تسخیر کړای شوي؛ نو دا له زړې “بطلیموسي” ګروهې راولاړ شوي، چې د ځمکې، اسمان، د ځمکې د مرکزیت او پر شاوخوا یې د اسماني کوراتو د ګرځېدنې په اړه ده. ددې ګروهې په له منځه تګ سره، د انسان اشرف مخلوقاتوالي ته څه نه پاتېږي. د لویدیځ له انده دا ټولې ځانمنۍ وې، چې بشر پرې ککړ شوی و، بشر نن متواضع او سر ټیټی دی، له نورو ژویو په څېر ځان بې له یوې موټې خاورې بل څه نه ګڼي، له خاورې پیدا شوی او بېرته به خاورو ته ورګرځي او همدلته پای ته رسي.

لویدیځ، د انسان روح د انسانه له وجوده بېل د پایښت وړ حقیقت نه ګڼي او په دې برخه کې د ځان، بوټي او څاروی ترمنځ کوم توپیر نه ویني. د منځپانګې له اړخه غربي انسان د فکري او روحي کړنو او د ډبرو سکرو د تودوخې ترمنځ کوم توپیر نه ویني، ټول د مادې او انرژۍ مظاهر او ښکارندوی ویني.

د لویديځ له نظره د ژوند ډګر ټولو ساکښو او ان انسان ته خونړی ډګر دی، چې د ژوند نه غوڅېدونکې شخړې یې رامنځ ته کړې دي. د “تنازع بقا” بنسټیز آر پر ساکښو او انسانانو واکمن دی. انسان تل هڅه کوي، چې ځان په شخړه کې وژغوري. عدالت، نیکي، لاسنیوی، خیرغوښتنه او نور اخلاقي او انساني مفاهیم، ټول د “تنازع بقا”د بنسټیز آر زېږنده دي او بشر دا مفاهیم، خپل موقعیت ساتنې ته رامنځ ته کړي دي.

د ځینو پیاوړو لویدځو فلسفو له انده، انسان هغه ماشین دی، چې بې له وټیزو ګټو بل څه یې لمسوونکی نه دی. دین، اخلاق، فلسفه، علم، ادبیات او هنر دا ټول هغه مخ بناوې دي، چې بیخ بنا یې د تولید ډول او د شتمنۍ خپرېدنه او ویش دی، دا ټول د انسان د اقتصادي ژوند اړخونه او مظاهر دي. نه! دا هم انسان ته ډېر دي، د انسان د فعالیتونو او حرکتو اصلي انګېزه او محرک، جنسي ځواک دى. اخلاق، فلسفه، علم، دین او هنر ټول د انسان د وجود د جنسي لامل د اړول شوي شکل ځلېدنه او ښکاره کېدنه ده.

نه پوهېږم که د خلقت له موخې درلودو منکر شو او ګړوهن شو، چې طبیعت خپل بهیرونه په ړندو سترګو پر مخ بیايي، که د ساکښو د ژوند د ضمانت يوازېنی قانون “تنازع بقا” وي او د غوره ټاکل، او بدلونونه په بشپړ ډول تصادفي دي او د انسان پایښت او شتوالی د څو میلیوني کلونو د جنایاتو د لړۍ تصادفي او بې موخې بدلونونه وي، چې نیکونو یې د نورو پر وړاندې روا ګڼل او تر ننه په همدې بڼه پاتې دی، که ګړوهن یو، چې انسان د هغه ماشین یوه بېلګه ده، چې اوس یې پخپل لاس جوړوي او که په روح، اصالت او پایښت یې ګروهه د ځان په اړه ځانمني، ښنده- مبالغه او اغراق وي، که د بشر په ټولو کارو کې اصلي لمسوونکی- محرک او انګېزه، اقتصادي، جنسي او د ځان د غوره والي چارې وي، که نېک او بد په ټولیز ډول نسبي مفاهیم وي او فطري او وجداني الهامات تشې لاپې وګڼل شي، که انسان د جنس له نظره د شهوتونو او ځاني غوښتنو بنده وي او بې له زوره بل څه ته سر ټیټ نه کړي؛ نو څرنګه د انسان د حیثیت او انساني شرافت او د ده د نه نفې کېدونکیو حقوقو او د درناوي وړ شخصیت په هکله خبرې وکړو او د خپلو ټولو فعالیتو بنسټ یې وګڼو؟!

 

لویدیځ د انسان په هکله له تناقض سره مخ دی

په لویدیځ فلسفه کې تر شونې بریده، د انسان ذاتي حیثیت ټکنی او مقام یې راکښته شوی دی. ومو ویل: لویدیزې نړۍ انسان د پنځونې له اړخه، او هغه لاملونه، چې انسان یې رامنځ ته کړى، په اړه یې د پنځوونکي په غونډال کې د بې موخۍ له اړخه، د انسان د وجود او جوړښت له اړخه، په اعمالو کې یې د انګېزې او محرک له اړخه او هم د وجدان له اړخه یې انسان څومره راټیټ کړی دی.

بیا یې د نه انتقالېدونکيو او سپېڅليو حقوقو او د انسان د مقام، کرامت، شرافت او ارزښت په هکله دا ستره اعلامیه خپروي او ټول بلي، چې ایمان پرې راوړي.

لویدیځ ته اړینه وه، چې لومړی یې له انسانه په تفسیر کې بیا کتنه کړې وای، او بیا یې د بشر د فطري او سپېڅلو حقوقو په اړه اعلامیې خپرې کړې وای.

منم چې د لویدیځ ټولو فیلسوفانو؛ لکه څرنګه چې انسان شرح شو، هماغسې یې نه دې تفسیر کړی، ځینو یې انسان هماغسې تفسیر کړ؛ لکه څرنګه یې چې ختیځ تفسیروي. موخه مې هغه اند دی، چې د لویدیځ په ډېری خلکو کې رامنځ ته شوی او خلک یې تر اغیز لاندې راوړي دي.

د بشر د حقوقو اعلامیه دې هغه څوک خپره کړي، چې انسان له ماشیني مادي تړښته پورته ګڼي، د انسان محرکونه او انګېزې یوازې په حیواني او شخصي چارو پورې و نه تړي او انسان ته په وجداني انسان ګړوهن وي. د بشر د حقوقو اعلامیه باید ختیځ خپره کړي، چې د “إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً “ په آر ایمان لري او په انسان کې یې د الوهیت د مظاهرو بېلګه لیدلې ده.هغه باید د بشر د حقوقو خبرې وکړي، چې تر سرمنزل پورې په انسان کې د سیر و سفر په شرنګ ګروهه ولري. “ يَاأَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى‏ رَبِّكَ كَدْحاً فَمُلاَقِيهِ. (انشقاق/۶)؛ انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛ نو ورسره به مخ شې.”

د بشر د حقوقو اعلامیه د هغه فلسفي غونډال وړتیا لري‎، چې د “وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا.فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (شمس/۷/۸)؛ پر (انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله”) د حکم له مخې د انسان په خټه کې د نېکۍ لوري ته په لېوالتیا ګړوهن وي.

د بشر د حقوقو علامیه باید هغه خپره کړي، چې د بشر ‏خټې ته خوشوبین دی او د “لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ [90]: [چې] په يقين موږ انسان په ډېره ښکلې بڼه پيداكړى دى” د حکم له مخې یې تر ټولو بشپړ او معتدله خټه ګڼي.

څه چې د لویدیځ په تفکر کې د انسان له تفسیر سره ښه ښکاري د بشر د حقوقو اعلامیه نه ده؛ بلکې هماغه چلن دی، چې لویدیځ یې په عملي بڼه له انسان سره روا ګڼي؛ یعنې د ټولو انساني عواطفو وژل، د بشري ممیزاتو لوبڅي کول، تر انسانه ‏د شتمنۍ غوروای، پیسو ته په بشر لومړیت ورکول، د موټر معبودېدل، د شتمنۍ مطلقه واکمني، د انسانانو زبېښاک، د پانګې بې نهایته ځواک، که څوک تر ځان روسته ټوله شتمني خپل ګران سپي ته ورډالۍ کړي؛ نو دا سپی تر انسانانو ډېر درناوی پیدا کوي، انسانان د شتمن سپي په چوپړ کې کېږي، یو یې منشي وي، بل یې دفتردار او ورته لاس په سینه ولاړ وي !

 

لویديځ هم ځان هېر کړی او هم خپل خدای

نن د بشر مهمه مسئاله دا ده، چې د قرآن په تعبیر، بشر هم “ځان” هېر کړی او هم یې خپل خدای. مهمه مسئاله دا ده، چې د “ځان” سپکاوی یې کړی دی، له دنننه ليدنې، باطن او وجدان ته له پاملرنې غافل شوی او ټوله پاملرنه یې یوازې په حسي او مادي نړۍ پورې تړلې ده. بې د مادیاتو له خوند اخستنې، ځانته بله موخه نه ویني او نه یې پېژني، خلقت خوشې او بابېزه ګڼي، له ځانه نمښته-انکار کوي او خپل روح یې له لاسه ورکړی دی.

د ننني بشر ډېری بدمرغۍ له همدې فکره راټوکېدلي او په خواشینۍ هغه وخت نږدې دی، چې ټوله نړۍ راونغاړي او بشریت ورک او پوپناه کړي. د انسان په هکله دا شان اندنه ددې لامل شوې، څومره چې تمدن پراختیا ومومي او ستر شي؛ نو متمدن به سپکاوۍ ته لېوالېږي. د انسان په هکله دا شان فکر ددې لامل شوی، چې رښتیني انسانان باید په تېرو کې وپلټو او نننی ستر تمدن بې له انسان جوړونې د هر ستر څیز پر جوړولو وسمن دی.

“ګاندي” وايي: “ لویدیځوال؛ ځکه ددې وړ دي، چې د ځمکې د خدای لقب ورکړ شي، چې د ځمکې د ټولو امکاناتو څښتن دی. دوی د ځمکې په داسې کارو وسمن دي، چې نور ملتونه یې د خدای په ځواک کې شمېري؛ خو له یو څیزه عاجز دي او هغه د خپل باطن په ګرېوان کې سر ښکته کول دي، یوازې همدا موضوع د نوي تمدن د دروغجنې ځلا بابېزۍ – پوچوالي ته بسیا ده. د لویدیځ تمدن ځکه لویدیځوال شراب څښلو او د جنسي اعمالو پاملرنې ته اړ باسي، چې د “ځان پلټنې” پر ځای یې د ځان په ورکېدو پسې راخستې ده. د جګړیزو اوزارو په جوړولو کې موندنې او اختراعات، پر ځان واکمني او ځواک نه؛ بلکې له “ځانه- خودۍ” يې تېښته ده. له یوازیتوب ‏ او چوپتیا وېره او د پیسو لمن نیول، غربی انسان له خپل باطن غږ اورېدنې بې برخې کړی او د همېشني فعالیت انګېزه یې همدا ده. د نړۍ تر واک لاندې راوستو اصلي محرک یې “پر ځان د واکمنۍ” بېوسي ده؛ ځکه غربي انسان په ګرده نړۍ کې د اړ دوړ او فساد رامنځ ته کوونکی دی، چې کله انسان خپل روح له لاسه ورکړي؛ نو د نړۍ سوبه به ورته څه ګټه ولري او دوی ته انجیل ښوونه کړې، چې په نړۍ کې د حقیقت، سولې او مینې زېرې ورکوونکي اوسئ؛ خو دوی په سرو زرو او مریانو پسې ګرځي او ددې پر ځاې، چې د انجیل د ښوونو له مخې د خدای پر ځمکه ‏‏ د بښنې او عدالت په لټه کې وی، خپلو ګناهونو پټولو ته، دین ‏ د وزلې په توګه کاروي او د الهي کلام د خپرولو پر ځای، په ملتونو بمونه وروي. ”

نو ځکه د بشر د حقوقو اعلامیه تر ټولو ډېره او تر ټولو مخکې خپله د لویدیځ له خوا تر پښو لاندې شوې ده. هغه فلسفه، چې لویدیځ یې په عملي بڼه په ژوند کې پلي کوي، چې په پایله کې یې د بشر د حقوقو د اعلامیې په ماتې پسې راخستې ده.

 

 

 

 

 

د ښځې رسالت

انسان (؛ يعنې ښځه او نارينه) په عين حال كې، چې يو مختار او آزاد موجود دى او په خپله خوښه هوډ نیواى او په جلاجلا لارو كې، يوه لار ټاكلاى شي؛ خو بيا هم طبيعي جبري قوانينو را ايسار كړى، چې وتلاى ترې نشي.

لكه: انسان وږى كېږي، لوږه يې په خوړو لرې كېږي، هوا ته اړتيا لري او بايد ساه واخلي يا ناروغېږي او درملو ته اړتيا پيدا كوي او يا په پاى كې تر ودې او ځوانۍ روسته، سوكه سوكه زور يې خېژي، زړېږي او مري. په دې ډول مسايلو كې، اراده او اختيار هېڅ ډول اغېز نلري او انسان بې له غاړې ورايښوولو بله لار نلري.

له دې ثابت آره دې بنسټيز چورليز ته ور رسوو، چې پر هر موجود واكمن جبري قوانين د تغيير وړ ندي او ادلون بدلون ته يې هڅه كول، د موجود د هستۍ څرنګوالى له منځه وړي او شتون يې تس نسوي او كه ژوند يې دوام هم ومومي؛ نو كېداى شي، يو ګټور موجود ترې رادبره نشي. د هستۍ پر موجوداتو واكمن نه اوړېدونكي قوانين او له دې پر ښځه او نارينه واكمن قوانين، د هر يو له ونډې او رسالت سره نشلېدونكې اړيكه لري او هر يو (ښځه او نارينه) بايد خپله ونډه او رسالت د همدې قوانينو په چوكاټ كې ولټوي او ومومي او ځان له دې ګومانه لرې كړي، چې ښځه د نارینه ونډه ومومي او نارینه د ښځې او دا ځان ته يو ډول تكامل پرمختګ او ټوپ وبولي؟!

((د فيزيولوژي قوانين د ستوريو د قوانينو په څېر ټينګ او د تغيير وړ ندي او شونې نده، چې انساني تمايلات او څوبتیاوې پكې څه لار ومومي…[91])).

نو هر موجود، بايد د خپل انساني ډګر او هويت په چوكاټ كې، په هلو ځلو بوخت شي او د فكر او عمل په ډګر كې ګام كېږدي او ځان د توکیز ژوند له كچې وباسي او انساني تكامل ته ورسي.

د ښځې او نر په اړه ددغسې ثابتې او نه ماتېدونكې كچې په رڼا كې، د هر يوه (نر او ښځې) ځانګړې ونډه او رسالت رامخې ته كېږي. نر او ښځه سره له دې، چې په انساني نوغي كې يو رنګ دي؛ خو د طبيعي قوانينو له مخې، هر يو ځانګړې ونډه لري. د ښځې ونډه، ښه ښځه كېدل او د نارينه ونډه، ښه نارينه كېدل دي؛ یعنې څه چې طبيعي قوانينو ورترغاړې كړي او له دوى يې سم تر سره كول غوښتي دي.

((ښځه بايد د خپل ځانګړي جوړښت په بهير او لوري كې د خپلو طبيعي نعمتونو پراخوالي ته هڅه وكړي، بې له دې، چې په نارينه و پسې په پټو سترګو ولاړه شي. د بشريت د تكامل په لار كې يې دنده تر نارينه و خورا ستره ده او نه ښايي سرسري يې وګڼي او خوشې يې كړي، د ځوځات او خېل په پراخوالي كې د دواړو (نر _ ښځې) اهميت مساوي نه دي…[92]))

د حقوقو تساوي او انساني برابري، د دواړو جنسونو د ونډې او رسالت د مساوي كېدو پر مانا لاملېږي، چې د هر جنس آريزه ونډه ښه تر سره نشي او له دې ټكي په بشري ټولنه كې بنسټيزې نادودې رادبره شي. د ښځو د حقوقو پلويان، كه همدا لار خپله كړي او د دواړو جنسونو هراړخيز يو رنګتوب تبليغ كړي؛ نو دواړه له خپلو اريزو ونډو له ترسره كېدو وباسي.

بله موضوع، چې د ښځې او نارينه په يو رنګ سازۍ او ښځينه كړه وړه پر نارينه سازۍ اړولو كې پاموړ ده، داده چې دا ډول يورنګ سازيتوب د نارينه پالۍ له اندنې راولاړېږي او مذكر جنس ته ارزښت وركوي او زيار كاږي، چې ښځې راوهڅوي، چې ځانونه نارينه وته ورسوي اوپه څېر يې فكر او عمل وكړي او د نارينه و په څېر احساس او عواطف ولري او د نارينه په څېر ونډه ولري، چې دا دواړو جنسونو ته يو ستر سپكاوى دى؛ ځکه په رښتيا دغسې نه ده او د غوراوۍ كچه او ارزښت نارينه كېدل او مذكر جنس نه دى، چې د ښځو پلوي خوځښتونه، د ښځو پر نارينه سازۍ لګيا شي، چې له دې لارې ښځو ته هويت او وګړه وروبښي او د ښځېتوب اوچت مقام ناليدى وګڼي؟ ښځه كېدل پخپله كمال او ارزښت دى او انساني تكامل ته مناسب بستر دى؛ لکه چې نارينه كېدل كمال او ارزښت دى، هر یو د الهي قوانينو له مخې، د يوې ونډې ذمه واري لري او د يو رسالت درون پېټى ورتر غاړې دى، چې ددې ونډې تر سره كول، مطلوب كمال ته رسېدل او د دنيا او آخرت نېكمرغي ده او هغه چې فكر كوي، چې بايد په مخالفې ونډې كې ولوبېږي، چې تكامل ومومي؛ نو ځان ته په ټيټ كتو اخته شوى او له خپلې ونډې هم روسته پاتې شوى دى؛ ځکه ځان يې پېژندلى نه دى او له ځانه پردى شوى دى.

دلته د انساني حركت جبري ډګر دى، چې فيزيولوژيكي قوانينو، د هر جنس مخې ته خپله لار ورايښې ده او د هر جنس تكامل پر هماغې لارې تلل دي، چې هر یو د دواړو د پيدايښت له موخې سره اړيكه لري او هم د هر يو له بدني او اروايي ځانګړنو سره سازګاري لري.

نو ځکه په قوانينو، ښوونه او روزنې او ګردو ټولنيزو ډګرونو كې بايد دا كچه او تول له هر يو جنس سره متناسب وي.

((د ښوونې او روزنې كارپوهان، بايد د نارينه او ښځو د غړيو او اروا اړپېچنې او د دوى طبيعي دندې په پام كې ولري او دې بنسټيز ټكي ته پام د راتلونكي تمدن په جوړښت كې د اهميت وړ دى[93])).

په كومو هېوادونو كې، چې نارينه د ښځو او ښځو د نارينه و ونډې تر سره كړي او په پايله كې يې، چې كومې ستونزې ترې راولاړې شوي، دلته يې د راوړو ګنجايش نشته؛ خو په رسنيو كې دا ډول خبرونه هم ډېر خپرېږي، چې باید پام مو ورته وي.

 

¯¯¯

 

 

 

له ښځمنو سره سلامشوره

كورنۍ يوه كوچنۍ ټولنه ده؛ خو اداره كول يې خورا ستونزمن چار دى او په رښتيا مور و پلار، چې د كورنۍ اصلي زړي دي، كه له بنسټيزې ښاندې برخمن نه وي او د منطقي او پر ځاى هوډنیوي واك ونه لري؛ نو ددې كوچنۍ ټولنې د تنظيمولو چارې له ستونزو سره مخېږي.

د كورنۍ اداره كول، بېلابېل اړخونه لري؛ لکه وټيز، فرهنګي روغتيايي، حقوقي، اخلاقي او خورا مهم يې روزنيز دى. دا اړخونه د مېړه او مېرمن د اولادونو او يو بل ته د اولادونو او موروپلار په اړيكو كې شتون لري. كوچني او لوى مديريتونه يو لړ يو رنګتوبونه لري او په يوشمېر آرونو او شرايطو كې يو له بل سره ګډ دي؛ نو ځكه په كوچنۍ ټولنې كې كوچنى مدير يا مديران بايد په سترو ټولنو كې له لويو مديرانو الهام واخلي او بريالۍ تجربې او چلنونه يې په كورنۍ يا كوچنۍ ټولنې كې پلي كړي.

هغه مدير بريالى دى، چې چارې يې په سلا مشوره وي، كه څه روستۍ هوډ يو تن نيسي؛ خو بيا هم دوى په خپلو كړ لارو كې سلا مشوره كوي او له دې چاره دوه بنسټيزې پايلې تر لاسه كېږي: ړومبى داچې د يوې ټولګې وګړيو ته وګړه وركوي او په دوى كې پر ځان د ډاډمنتوب حس ورغوړوي، بل داچې د يو سازمان د وګړيو له پوهې او تجربې ګټنه كوي. نو ځکه په اسلام كې پر سلامشورې ټينګار شوى او په قرآن كريم كې په درېيوځايونو كې او څار شوې ده:

( (وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ…[94]؛ په چارو كې سلا مشوره ورسره وكړه.))

حضرت علي (ک) ويلي: ((له عقلمن سره ښايي، چې پر خپله رايه د عقلمنو رايه ور زياته كړي…[95]))

په تېر آيت كې خداى پېغمبر (ص) ته امر كوي، چې په چارو كې له امت سره لا مشوره كوه؛ البته نه په قانون كې؛ ځکه په اسلام كې يوازې خداى قانون ايښوونكى دى؛ بلكې د قانون د پلي كېدو په دود او طريقه کې؛ لكه چې پېغمبر اكرم به په غزاګانو كې له خپلو اصحابو كرامو سره سلامشورې كولې او د بېلګې په توګه د حضرت سلمان فارسي (رض) په نظر يې د خندق په غزا كې کنده وكنله.

بل ځاى وايي: ((… وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ[96])) او چارې يې يو له بله سره په سلا مشوره دي…)).

دا آيت د ګرد اسلامي امت په اړه دى؛ ځکه د آيت په سر كې دا غونډله ده: ((وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ. ..؛ هغوى چې د خپل پالونكي بلنه مني.)) او دا يعنې ګرده مسلمانه ټولنه. ددې ټولنې د چارو كچه په سلامشورې ولاړه ده.

درېيم ځاى په كورنۍ كې سلامشوره ده، چې د ((تشاور: يو له بله سره سلامشوره كول)) څرګندنه پكې راغلې ده:

((… فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا [97]))

((تشاور))؛ یعنې د دواړو لوريو سلامشوره او د فكر تبادل. دا تعبير ښايي دې حقيقت ته پام وراړوي، چې په كورنۍ او د اولادونو د روزنې په مهمو مسايلو كې، سلامشوره پکار ده؛ یعنې مېړه او مېرمن دې د يو بل نظر وپوښتي او د كورنۍ د دواړو مديرانو ګډه پوهه او تجربه دې د كورني مسايلو لارښود شي.

((تشاور))؛ يعنې د مېړه او مېرمن ترمنځ سلا مشوره او يو خوله كېدل[98]. البته د اولاد روزنې ته د دواړو (مورو پلار) خوښي او د دواړو نظر يې شرط دى؛ ځكه مور د اولاد روزنې په اړه په ځينو څيزونو خبره ده، چې پلار پرې نه پوهېږي؛ نو كه سلامشوره ونكړي، د اولاد پر زيان تمامېږي)).

نو؛ ځکه ((تشاور)) په اولاد روزنه كې د مېړه او مېرمن سلا مشورې ته پام وراړوي.

د قرآن دې بنسټيزې ښوونې ته په پامنيوي، چې ((تشاور)) په كورنۍ كې د يوه آر په توګه او څار دى، د مېړه او مېرمن ګډ مديريت څرګندوي كه څه د كور چارې بايد د كار پر ويش تر سره شي؛ خو ټولنيز مديريت د مېړه او مېرمن په سلا مشورې ولاړ دى.

د طلاق په شپږم آيت كې د كورنۍ او اولاد روزنې په مسايلو كې هم دا مانا راغلې ده.

( (أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلاَ تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولاَتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى [99]: هغوى [؛ طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې، چې اوسئ [او] په وس كې مو وي، ځاى وركړئ او زيان مه وررسوئ، چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښوولو ته اړې شي) او كه اميندوارې وي؛ نو د ماشوم تر زوکړې يې لګښت ورکړئ؛ نو كه ستاسې (ماشوم) ته يې تى وركاوه؛ نو لاسباړه يې وركړئ او (د اولاد په اړه) پخپلو كې په ښه توګه مشورې او توافق ته ورسئ او كه دواړه له ستونزو سره مخ شوئ (او جوړجاړي ته ونه رسېدئ)؛ نو ژر دې ماشوم ته بله [ښځه] تى وركړي. )).

په مجمع البيان[100] كې د ( (وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم)) غونډلې ته درې ماناوې يادې شوې دي:

1_ د يو بل ښه خبره منل؛ ځکه دا د خداى امر دى.

2_ ماشوم ته د تي وركړې په باب يو بل ته ښه خبره وكړي.

3_ ((وَأْتَمِرُوا)) د مشاورې پر مانا دى؛ لكه ( (أْتَمِرُوا))، چې د ((يتشاورون)) پر مانا دى.

4_ شيخ طبرسي وايي: ((داچې مورني عواطف له منځه ولاړ نشي؛ نو د اولاد روزنې چار او خواړه وركونه دې په تدبير او همكارۍ تر سره شي…)).

په څلورو واڼو ماناوو كې د ښځې وګړې ته درناوى او په كورني مسايلو او اولاد روزنه كې ورسره سلامشوره كول دي.

قرآن کریم وايي: ((يو له بل سره خبرې اترې وكړئ، وړانديز وكړئ او يو د بل ومنئ))

او په هرې يوې مانا كې سلامشوره پرته ده او په ټول كې دا آيت د پلار سالارۍ يا نارينه سالارۍ ناسمه اندنه نفې كوي.

نو ځکه مېړه او مېرمن بايد په كورني مسايلو، اولاد روزنه، جسمي او روحي وده كې يو له بل سره سلا مشوره وكړي او يوازې د مېړه د خبرې له تپلو دې ډډه وشي.

 

¯¯¯

 

 

 

ســالار تــوب

اړينه ده، چې د ښځې له حقوقو دفاع ته د ((نارينه سالارۍ)) موضوع اوڅار كړو، په تېره دا مهوم زموږ په اذهانو كې مطرح دى، چې په كورنۍ كې د نارينه مطلقه واكمني او د ښځې او اولادونو په چارو كې يې استبدادي او سرزوریز مديريت چلېږي. نارينه سالاري يا واكمن سالاري او هر ((سالارتوب)) يو ډول رابطه ده، چې د يو انسان او بل انسان ترمنځ رادبرېږي او معيار پكې د يو اند او نظر تپل او د نورو نظرياتو ته ارزښت نه وركول دي. په اسلام كې هر ډول اړيكه، چې د ځانمنۍ، جباريت او سالارتوب رنګ ولري او د خلكو د سپكاوي او ټيټ ګڼلو لامل وګرځي غندل شوې ده.

هغوى چې په كورنۍ، ټولنې، كوچنۍ يا سترې ادارې كې وګړه او ډېر درناوى غواړي؛ نو بايد پر نورو د ورتپلو له استكباري چلن او سالارتوبه لاس واخلي او له خلكو سره په انساني دود او عاجزۍ وچلېږي او پر اداري چارو كې له هر ډول ځانمنۍ (او په كورنۍ كې له نارينه سالارۍ) ډډه وكړي.

امام صادق (رح) ويلي: ((متعال خداى ويلي دي: د هغه نمونځ قبلوم، چې ځان پر خلكو لوړ نه بولي[101]))

دا د ټولنيزو اړيكو په باب ښوونې وې، چې له ګردو وګړيو سره د اړيكو ډول څرګندوي. د كورنۍ د كوچنۍ ټولنې په هكله او د مېړه او مېرمن تر منځ د اړيكې د څرنګوالي په باب ځانګړې ښوونې شته، چې د انساني اړيكو او د دوه اړخيزې درناوي، برابرۍ او تفاهم څرګندوونكې دي او له هر ډول ځانمنۍ او سالارتوبه دډه كول دي. همداراز دا حقيقت څرګندوي، چې نه ((نارينه سالاري)) سمه ده او نه ((ښځه سالاري))؛ بلكې په وګړيزو او ډله ييزو اړيكو كې آريزه كچه، پر تفاهم، وړتيا پوهنې او ليد ولاړه ده، بايد ټولې تنظيمي چارې له كار پوهۍ، وړتيا او لياقت سره ملې وي.

نبوي حديث ته ځير شئ: ((… (حولاء) پېغمبر (ص) وپوښت: ښځې پر نارينه و څه حقوق لري؟ پېغمبر اکرم ورته وويل: رور مې جبرييل [چې تل يې د ښځو په اړه سپارښتنه كوله، داسې، چې ومې انګېرله، چې د (اف) نا خوښه كلمه هم ورته روا نه ده، داسې] وويل: محمده! د ښځو په باب له خدايه وډار شه؛ ځکه دوى مو مرستندويانې او يو الهي امانت درسره دي، ښځې پر تاسې واجب حقوق لري؛ ځکه حلال شوي ورسره ياست او كوروالى ورسره كوئ او همدا ښځې دي، چې په خپلو زيلانځونو كې ستاسې اولادونه پالي او زېږوي؛ نو په اړه يې لورين وسئ، زړونه يې خوشحالوئ، چې ژوند درسره وكړي، يو چار ته يې مه اړينوئ او مه يې غوسه كوئ، چې څه مو وركړي، مه يې ترې اخلئ؛ خو په خوښه او اجازه يې…[102]))

په دې حديث شريف كې پر ښځو د نارينه و د فكر له ورتپلو سره مبارزه شوې؛ لكه: ((طيبوا قلوبهن، زړونه يې خوشحال كړئ)) او د ((ولا تكرهوا النساء، ښځې په زور مه اړباسئ))، چې دا روستۍ غونډله له نارينه سالارۍ سره ټکر لري. داچې اسلامي سپارښتنه دغسې وه، چې ان كوم اموال، چې ښځې ته وربښي، بايد اجازه واخلي او په خوښه يې پكې تصرف وكړي؛ نو د نورو مسايلو مكلفيت خو څرګند دى، چې بايد تر كومه بريده د ښځو سليقه او نظر رعايت شي او د دوى د خوښې او سوكالۍ لاملونه چمتو شي. په ټول كې، دا كچې او ښوونې د نارينه سالارۍ له دودونو سره بېخي اړخ نه لګوي.

وړاندې مو د ((معروف)) آر وڅېړه، چې دا آر هم په كورنۍ كې له هر ډول نارينه سالارۍ سره ټکر لري؛ ځکه سالارتوب له بيخه د ((معروف))، نېكۍ او د ښځې د وګړې له درناوۍ سره په ټكر كې دى.

 

¯¯¯

 

 

 

د ښځو پر حقوقو څه ورزياتونه

په ټول كې له اسلامي ښوونو څرګندېږي، چې له ښځو بنسټيز او پراخ پلويتوب شوى، چې له قانوني حق يې ډېر ور هاخوا او د ښځو د پلويتوب له اندنې هم ور هاخوا دى او دا ډول ښوونې ((پر حقوقو ورزياتونه)) نامهوو؛ البته دا يوه پراخه ويينه ده او په دې څېړنه كې د ټولو بېلګو يسادول يې ستونزمن دي؛ خو يوازې دولسو بېلګو ته يې اشاره كوو:

1_ د اولادونو ترمنځ مساوات:

مساوات په اسلام كې يو جوت آر او ډګر يې خورا پراخ دى او د ژوند په ټولو مسايلو او انسانانو كې د پلي كېدو وړ دى، د ځينو احاديثو له مخې ان په ليدو كې هم بايد مساوات په پام كې ونيول شي.

په كورنۍ او اولادونو كې هم پر مساوات ټينګار شوى دى: د رسول اكرم (ص) لاندې احاديثو ته ځير شئ:

((پېغمبر اکرم د دوو زامنو پلار وليد، چې يو يې ښکل كړ او بل نه، پېغمبر اکرم ورته وويل: ولې دې له زامنو سره په مساوات ونه چلېدې؟[103]))

((يو پلار، چې ځينو زامنو ته يې يو څه وركړي ول، د پېغمبر (ص) ورته وويل: ايا له ټولو اولادونو سره دې دا چار كړى دى؟ ورته يې وويل: نه! پېغمبر (ص) وويل: تقوا او ځان ساتنه خپله كړئ او د خپلو اولادونو تر منځ په عدالت (مساوات) وچلئ[104]))

اوس پوه شو، چې مساوات په اسلام كې خورا اهميت لري؛ خو په اسلامي ښوونو كې د لور او زوى ترمنځ مساوات ناليدى ګڼل شوى؛ بلكې لور غوره ګڼل شوې ده:

پېغمبر (ص) ويلي: ((څوك چې بازار ته ولاړ شي او كور ته څه ډالۍ و پېري؛ نو ويش دې يې له لوڼو پيل كړي…[105]))

وينو، چې په دې نبوي وينا كې، له لوڼو ډېره پلوي شوې ده. په ځينو رواياتو كې راغلي:

پېغمبر اکرم (ص): ((له اولادونو سره مو په مساوات وچلئ، كه مې غوښتاى (چې چاته) غوراوى وكړم؛ نو ښځو ته مې غوراوى وركاوه[106]))

 

 

 اولاد روزنه او درناوى يې

ðما ته خداى ادب راښوولى دى [107].

ðښه ادب اولاد ته د پلار غوره ډالۍ ده[108].

ðپر پلار د اولاد دا حق دى: (١) ښه ادب ورزده کړي (٢) ښه نامه پرې کېږدي (٣) او د خپلې مور درناوى وکړي. (٤) قرآن وروښيي. (که زوى وي)، لامبو ورزده کړي، (که لور وي)، د نور سورت ورزده کړي او يوسف سوره ور ونه ښيي اوپر کور يې کېننوي او ژر ورته مېړه وکړي [109].

ðنارينه د خپلې ښځې او اولاد پالندوى او پر وړاندې يې مسوول دى [110].

 ðله صالحو کورنيو او خېلونو سره واده وکړي؛ ځکه اولاد ته د موروپلار خويونه لېږدول کېږي [111].

ðښه خوى دښه ارث دليل دى [112].

ðاولاد په لومړيو اووکلونو کې د موروپلار ښاغلى (او نازولى) دى او په دويمو اوو کلو کې يې مطيع او غاړه ايښوونکى دى(؛ يعنې د موروپلار تر روزنې لاندې دى، چې امر او منع ورته وکړي) او په درېیمو اوو کلو کې د موروپلار وزير او مشاور دى؛ که خوى يې په (٢١) کلنۍ کې ښه و(؛ نو ډېره ښه ) او که نه زړه پرې مه تړه او د خداى پروړاندې معذور يې [113].

ðاولادونه مو زموږ د ځيګر ټوټې دي، ماشومان يې زموږ واکمن دي [114].

ðاولادونه مو په درېیو خويونو وروزئ: (١) له پېغمبر او (٢) د پېغمبرله کورنۍ سره په مينه (٣) او د قرآن لوستل [115].

ðهر څيز يو بنسټ لري او د اسلام بنسټ زما له اهلبيتو سره مينه ده[116].

ðاولاد (٧) کاله ښاغلى، اوه کاله بنده او (٧) کاله وزير دى [117].

ðپه قيامت کې لا چا ګام نه وي اخستى، چې پوښتل کېږي: عمر دې په څه کار کې تېرکړى او ځواني دې څنګه تېره کړې؟[118]

 ðابوذره!پينځه څيزونه تر پينځو مخکې غنيمت وګڼه: تر زړښت مخکې ځواني او[119].

ðد اولاد نېکمرغي يا بدمرغي د مور په زيلانځ کې جوړېږي[120].

ðښځه چې دوه ځانې شي؛ نو دومره ستر اجر لري، چې څوک پرې نه پوهېږي [121].

ðښځې چې اولاد وزېږاوه؛ نو لومړي خواړه دې يې کجورې وي (؛ ځکه) که تر دې غوره خواړه واى؛ نو پاک خداى به د”عيسى” (عليه السلام ) د زوکړې پر مهال پر”مريم” خوړلي واى.[122]

ðپاک خداى وايي: پر عزت، دبدبه او مقام مې قسم! که ښځه د ماشوم د زوکړې پر ورځ کجورې وخوري؛ نو که اولاد يې زوى وي که لور، هرومرو به زغمناکه وي [123].

ðماشوم مو چې وزيږېد؛ نو په سپينه ټوکر کې يې ونغاړئ[124].

ðماشوم مو چې وزيږېد؛ په ښي غوږ کې ورته اذان او په کيڼ کې ورته اقامه او. ….ووايئ [125].

ðخاوره د ماشومانو پسرلى دى [126].

ðحضرت عايشه بي بي وايي:ماشومان به يې پېغمبراکرم ته راوستل، آنحضرت به ورته مبارکي ويله او څه يې په خوله کې ورکول [127].

ðپر اولادونو مو د پېغمبرانو نامې کېږدئ او “عبدالله”، “عبدالرحمن” غوره نامې دي.[128]))

ðکه د “محمد” نامه مو کېښود؛ نو مه يې وهئ او بې احترامي يې مه کوئ [129].

ðصالح اولاد، د خداى له لوري خوږبويه ګل دى، چې پر خپلو بندګانو يې وېشلى دى [130].

ðحضرت “ابورافع” رسول الله (ص) ته د “ابراهيم” د زوکړې زېرى راووړ؛ رسول الله (ص) په زېري کې يو مريى وروباښه [131].

ðپه ځينو روايتونو [132]کې راغلي، چې پر اولاد مو تر زوکړې مخکى نامه کېږدئ اوپه ځينو [133] کې د زوکړې لومړى ورځ ښوول شو ې ده.

ðهر زيږېدلى د خپلې عقيقې ښکېل دى [134].

ðهر ځل چې ماشوم د مور تى روي؛ نو مور ته يې په کړنليک کې د حضرت “اسماعيل” د اولادې د يوه مريي ازادولو هومره ثواب ليکل کېږي [135].

ðد ماشوم ژړا د اورېدو پر مهال به رسول الله (ص) نمونځ لنډاوه[136].

ðله ماشومانو سره مينه وکړئ او په مهربانۍ ورسره وچلېږئ [137].

ðڅوک چې د مشرانواحترام و نه کړي او پر کوچنيانو و نه لورېږي؛ نو له ما څخه نه دى[138].

ðله اولاد سره دې نېکي وکړه، چې د موروپلار په څېر درباندې حق لري[139].

ðحضرت موسى )ع (د دعا پر مهال خداى ته وويل: خدايه! ډېرې اوچتې کړنې درته کومې دي؟خداى ورته وويل: له ماشومانو سره مينه [140].

ð رسول الله (ص) به ماشوم هم له ځان سره سپراوه [141].

 ðماشومان به له رسول الله (ص) کره تلل او د ده د څښلو او اوداسه له لوښي يې اوبه څښلې او د تبرک لپاره يې پر سر او مخ مښلې او پېغمبراکرم به هم ترې نه منع کول[142].

ðعلي ما روزلى دى[143].

ðله چا سره، چې ماشوم وي؛ نو د ماشومتوب چلن دې ورسره وکړي[144].

ðڅوک چې خپل اولاد خوشحاله کړي؛ نو خداى به يې د قيامت پر ورځ خوشحاله کړي [145].

ðرسول اکرم به د اصحابو له زامنو سره لوبې او ټوکې کولې او په خپل غېږ کې يې کېنول [146].

ðپېغمبراکرم د نمانځه لپاره جومات ته روان و، په لار کې کوچنيان پر لوبو بوخت ول، د رسول الله (ص) په ليدو يې لوبې يې بس کړې او ورمنډې يې کړې، پېغمبراکرم په مينه ومنل او دوى پر پېغمبر ورختل او په خوشحالۍ يې ويل:( (کُن جَمَلى؛ اوښ مې شه)) پېغمبر هم په عاجزۍ ټيټ شو او پر اوږو او شا يې سپاره کړل او ورسره پر لوبو شو. ياران د پېغمبراکرم له ځنډه اندېښمن شول. حضرت “بلال”، پر حال د پوهېدو لپاره راغى او دا حال يې چې وليد؛ نو کوچنيان يې منع کول؛ خو رسول الله (ص) منع کړ و يې ويل: ددې کوچنيانو تر خپګان راته د نمانځه د وخت تنګول ښه دي.کوچنيان حاضر نه ول، چې له پېغمبره راکوز شي. رسول الله (ص) حضرت “بلال” ته وويل: زما کور ته ولاړ شه او څه راوړه، چې کوچينان پرې راضي کړم. حضرت “بلال” ورته اته “غوزان” راوړل. رسول الله (ص) په موسکا کوچنيانو ته وويل: اوښ مو په اتو غوزانو پلورئ؟ کوچنيانو په خوشحالۍ غوزان واخستل او له پېغمبره راکوز شول (؛ نو په دې وخت کې)رسول اکرم وويل: ((خداى دې زما پر رور “يوسف” ولورېږي، چې په څو شمېر ليو درهمو يې وپلوره او زه يې په اتو غوزانو.[147]))

ðد خپل اولاد درناوى وکړئ او په ښو خويونو يې وروزئ [148].

 ðمور وپلار ته نه ښايي، چې خپلو اولادونو ته ووايي، چې احمق ياست يا نه پوهېږئ [149].

 ðجنت ته د کنځل مار تګ حرام دى [150].

ðاولادونه مو په ښو نامو ياد کړئ، په ناسته کې ځاى ورکړئ او په تريو تندي ورسره مه چلېږئ [151].

 ðپينځه څيزونه به تر ژونده پرېنږدم، چې يو يې پر کوچنيانو سلام اچول دي، چې تر ما روسته سنت (او دود) شي او خلک يې عملي کړي[152].

 ð رسول الله (ص) له کوچنيانو هم بيعت اخسته [153].

ðکوچنيان مو په اوه کلنۍ کې نمانځه ته اړکړئ اوکه په لس کلنۍ کې يې نمونځ نه کاوه؛ نو غوږ يې ورتاو کړئ [154].

 ðلښته مو د کور په هغه ځاى کې ځوړنده کړئ، چې ستاسې کورنۍ يې ويني؛ ځکه یې د تاديب (ګواښنې) وزله ده [155].

ðڅوک چې پرخپله ژمنه ونه درېږي؛ نو دين نه لري [156].

ðله خپل کوچني سره مو پر کړې ژمنه وفا وکړئ [157].

ðحضرت “عبدالله بن ربيعه” وايي:کوچنى وم او پېغمبراکرم راکره راغى، لوبو ته تللم او مور مې را غږ کړ، چې راشه کجورې درکوم. پېغمبر چې دا خبره واورېده؛ نو مور ته مې يې وويل: که کجوره ورنه کړې؛ نو په کړ نليک کې دې يو دروغ کښل کېږي [158].

ðلکه څنګه چې ستاسې خوښېږي، چې اولاد او نور درسره په نېکۍ او مهربانۍ چلن وکړي؛ دغسې مو د خپلو اولادونو ترمنځ په نېکۍ او مينه کې عدالت وکړئ [159].

ðاولادونو ته مو يو رنګ بخشش ورکړئ، که په ورکړه کې توپير واى؛ نو ښځمنو ته مې زيات څه ورکول [160].

ðيو سړى له خپل زوى او مريي سره پېغمبراکرم ته راغلل او رسول الله (ص) ته يې وويل: ګواه وسه، دا مري مې خپل دې زوى ته وباښه. رسول الله (ص) ورته وويل: له ټولو اولادونو سره دې دا کار کړى ؟ورته وويل: نه ! پېغمبراکرم ورته وويل: زه ورته نه شاهدېږم که څه يوه سوې ډوډۍ وي [161].

ðيو سړى له پېغمبراکرم سره ناست و، په دې کې يې کوچنى زوى راغى، نارینه ښکل کړ او پر زنګانه يې کېناوه، ورپسې يې کوچنۍ لور راغله؛ خو ښکل يې نه کړه او خپلې مخې ته يې کېنوله. رسول اکرم چې دا پېښه وليده؛ ورته يې وويل: ولې دې د اولاد ترمنځ په عدالت چلن ونه کړ[162]؟

ðخداى دې پر هغه ولورېږي، چې له خپل اولاد سره په نېکۍ کې لاسنيوى وکړي. په دې اړه وپوښتل شو؟ ورته يې وويل: کوچنيان، چې پخپله خوښه کوم کارونه او دندې ترسره کوي، و يې مني او چې ورته سختې وي، ترې تېر شي او تېرى پرې و نه کړي او ګناه ته يې اړ نه کړي او دروغ ورته ونه وايي او…[163])

 ðحضرت “عبدالله بن جعفر” د کوچنيانو او څه نور مختصر څيرونه پلورل، چې رسول الله (ص) پرې تېر شو؛ ورته يې وويل: خدايه! په راکړه ورکړه کې يې برکت کېږدې [164].

ðپېغمبراکرم حضرت “رافع بن حذيج”، چې تکړه غشى ايشتونکى کوچنى و، له ځان سره “احد” جګړې ته بوت [165].

ð حضرت”سعد بن جبتة” يو کوچنى و، چې د “خندق” په جګړه کې يې په مړانه وجنګېد؛ نو رسول الله (ص) يې پر سر لاس راکښه او دعا يې ورته وکړه: پاک خداى دې د ده پر اولاد او ځوځات برکت کېږدي [166].

ðکوچنيان مو چې اوه کلن (او په بل روايت کې) لس کلن شول؛ نو بېل يې ويده کوئ [167].

 ðپر پلار د اولاد حق دى، چې ليکل، غشي ويشتل او لامبو ورزده کړي او پاک حلال خواړه پرې وخوري[168].

ðد “بدر” هغه اسيران، چې د فديې د ورکړې وس نه لري؛ نو د انصارو زامنو ته دې ليک ورزده کړي [169].

 

2_ له لوڼو سره عاطفي چلن:

له اولادونو سره په لورنې او زړه سوي چلن ستايل شوى؛ خو پر لوڼو ډېر ټينګار شوى دى.

امام رضا روايتوي، چې پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي: ((خداى تعالى تر نارينه و پر ښځو خورا مهربان دى… او څوك چې له خپلوانو كومه ښځه خوشحاله كړي، بېشكه خداى به يې د قيامت پر ورځ خوشحال كړي)).

 امام صادق (رح) وويل: رسول الله (ص) پر ښځمنو هم سلام اچاوه او ښځمنو هم د سلام ځواب ورکاوه.

ðلوڼې مو غوره اولاد دى [170].

ðڅوک چې خپلې لوڼې (يا لور) وروزي، لورنه پرې وکړي؛ هرومرو پرې جنت واجبېږي[171].

ðلوڼې څومره ښه اومهربانې دي [172].

ðلور خوږبويه ګل دى، چې روزي يې پر خداى ده[173].

ðکه څوک له بازاره څه وپېري او کور ته يې د ښځې او اولادونو لپاره راوړي؛ نو د هغه په څېر به وي، چې نشتمنو ته يې د صدقې بار وړى وي او بايد، چې لومړى يې لوڼو او ښځو ته ورکړي او څوک چې خپله لور خوشحاله کړي؛ لکه د”اسماعيل”د اولادې مري يې، چې ازاد کړى وي [174].

ðڅوک چې لور ولري او و يې نه شړي او و يې نه رټي او زوى ترې غوره ونه ګڼي؛ خداى يې جنتي کوي[175].

ðرسول اکرم به چې له سفره راستون شو؛ نو خپله لور”فاطمه” به يې ښکلوله او همداراز “فاطمه” به چې پېغمبراکرم ته راتله؛ نو ورته به جګېده او لاس يې ور ښکلاوه او پر خپل ځاى يې کېنوله [176].

ðپېغمبراکرم د زرو يوه غاړه کۍ “امامة” (د ابي العاص بن ربيع لور او د رسول الله (ص) لمسۍ) ته ور تر غاړې کړه [177].

ðخداى پر نجونو تر هلکانو مهربان دى، څوک چې لور يا له خپلو محارمو کومه ښځه خوشحاله کړي؛ نو پاک خداى به يې په جنت کې خوشحاله کړي [178].

ðڅوك چې يوه يا دوه لوڼې لري، د قيامت پر ورځ به له ماسره ددې دوو ګوتو په څېر وي (دواړې ګوتې يې غبرګې کړې [179])

ðغوره اولاد مو سترمنې لوڼې دي، څوك چې يوه لور لري؛ نو پاک خداى دا ورته د جهنم د اور ډال ګرځوي او څوك چې دوې لوڼې لري؛ نو پاک خداى يې له امله جنت ته ننباسي او څوك چې درې لوڼې يا درې خويندې لري؛ نو صدقه او جهاد پرې نه كېږي [180].

ðغوره اولاد مهربانه لور ده، چې د انسان ملګرې ده او د ناروغۍ پر مهال غمخوره او همېشه د خير كار ته چمتو ده [181].

ðڅوك چې يوه لور لري؛ نو تر زرو حجونو، زرو جهادونو، زر قربانيو او د زرو مېلمنو تر پالنې ورته غوره ده [182].

ðڅوک چې خپله لور ښه وروزي او ديني دندې ښه ورزده کړي او له شتو الهي لورنو يې برخمنه کړي دا چار ورته شرف او پرده ده، چې د دوزخ له اوره يې ژغوري [183].

ðکورنۍ ته د ډالۍ ورکړه؛ لکه له بېوزليو سره، چې مرسته کول وي او په وېش کې يې لومړى له لوڼو پيل کړئ او بيا يې زامنوته [184].

 

3_ ښځه او مورنى مقام:

په اسلامي اندنې كې مورو پلار لوړمقام لري، چې د دواړو درناوى دې وشي؛ خو پر مور ډېر ټينګار شوى او مور له لوړ مقامه برخمنه ده: پېغمبر اكرم ويلي:

((كه نفل نمونځ دې كاوه او پلار دې درغږ كړ؛ نو نمونځ مه پرېږده؛ خو كه مور دې درغږ كړ؛ نو نمونځ پرېږده)).

پېغمبر اكرم ويلي: ((جنت د ميندو تر پښو لاندې دى)).

امام باقر ويلي: ((حضرت موسى (ع) خداى ته وويل: وصيت (نصيحت) راته وكړه… خداى وويل: د مور په اړه دې وصيت درته كوم. موسى (ع) وويل: خدايه وصيت راته وكړه، خداى وويل: د مور په باب دې وصيت درته كوم. موسى (ع) وويل: خدايه وصيت راته وكړه، خداى وويل: د مور په باب دې وصيت درته كوم. موسى (ع) وويل: خدايه وصيت راته وكړه، خداى ورته وويل: د پلار په باب دې وصيت درته كوم. امام باقر وويل: نو ځكه له درېيو دوه برخې نېكي د مور ده او له درېيو يوه برخه د پلار ده[185]))

امام رضا (رح) وايي: ((پوه شه، چې د مور حق له لازمترينو او واجبترينو حقوق ځينې دى؛ ځكه مور د دوه ځانيتوب ستونزو ته ځان نيولى، داسې، چې هېڅوك دغسې زغم نه لري او په سترګو، غوږونو او ټول وجود په خوشحالۍ خپل اولاد ساتي، ماشوم له سختيو سره سره ساتي، چې بل څوك دا چار نشي كړاى، مور په خوښه وږې پاتېږي، چې اولاد يې موړ شي، تږې كېږي، چې اولاد يې خړوب شي، بربنډه پاتېږي او اولاد ته جامې ور اغوندي، اولاد سيوري ته كوي؛ خو پخپله ځان ټكنده لمر ته نيسي. (نو ځكه) بايد درناوى يې ولرو او د سرښندو په پار يې په نرمۍ ورسره وچلېږو، كه څه له وسې مو پوره نه ده، چې ډېر لږ حقوق يې ورپوره كړئ؛ خو د خداى په مرسته[186]))

امام صادق وايي: ((يو تن پېغمبر اکرم ته ورغى، ورته يې وويل: لور مې وزېږېده، لويه مې كړه، چې بالغه شوه؛ نو جامې مې ورواغوستې او سينګار مې كړه، بيا مې يوې څاه ته بوتله او پكې مې وروغورځوله، روستۍ خبره مې، چې ترې واورېده داوه: پلاره! پېغمبره! ددې ګناه جبران څرنګه او په څه ده؟

پېغمبر (ص) وويل: مور دې ژوندۍ ده؟ ومې ويل نه. ويې ويل: نو توړۍ (خاله) دې ژوندۍ ده؟ ومې ويل: هو! پېغمبر (ص) ورته وويل: له توړۍ سره دې نېكي وكړه، چې د مور په څېر ده او دا به دې د ګناه د كفارې او بښنې لاملېږي[187]))

مجلسي (رح) وايي: ((دا حديث د مور او خپلوۍ غوراوى يې پر پلار او خپلوانو يې جوتوي او هم د مور په خپلوانو كې له خاله (توړۍ) سره د نېكۍ غوراوى څرګندوي[188]))

د پېغمبر اكرم (ص) دا خبره د مورتوب د عظمت لوړه څوكه راښيي او د (مور او ترور په نامو) د ښځې الهي مقام بيانوي. دومره ستر ګناه، چې په دومره سخت زړۍ وشوه، چې ان نه بښوونكې او نه جبرانېدونكې انګېرل كېږي، يوازېنۍ د ژغورنې لار يې له مور يا ترور سره نېكي ده. يوازې داچې زړونه يې خوشحاله شي، ددې ستره ګناه د بښل كېدو لاملېږي. دا د مور توب او ترور توب د عظمت هسكوالى راښيي، چې تر مور روسته دا ډېر لوى ستر چار د ترور په څېر له يوې ښځې پوره دى؛ نه له پلار، تره يا د كورنۍ له بل نارينه.

پاموړ بل ټكى دا دى، چې ددغسې ګناه د جبران او بښنې لامل، يوازې له مور او ترور سره نېكي كول دي او نه د عايې؛ بلكې يوازې خوشحالول يې دغسې وحشناكه ګناهونه جبرانوي او د الهي بښنې لامل ګرځي.

امام صادق وايي: ((يو تن پېغمبر ته ورغى ويې ويل: له چا سره نېکي وكړم؟ پېغمبر (ص) وويل: له مور سره دې. بيا يې وويل: له چا سره نېکې وكړم؟ پېغمبر (ص) وويل: له مور سره دې. بيا يې وويل: له چا سره نېکي وكړم؟ پېغمبر (ص) وويل: له مور سره دې. نارینه ويل: له بل چا سره؟ پېغمبر (ص) وويل: له پلار سره دې[189]))

مجلسي وايي: ((په دې حديث استدلال شوى، چې په څلورو كې درې برخې نېكۍ د مور دي او هم ويل شوي، چې دا كلام له مور سره په نېكۍ كې مبالغه ده. له مور سره د نېكۍ كولو لامل څرګند دى؛ ځکه اولاد ته تر پلاره ډېره هڅاندې ده او د لقمان سورت آيت دا مطلب څرګندوي [190]))

امام رضا له خپل پلار او له امام صادق روايتوي: ((كه خداى د مورو پلار پر وړاندې تر اف (بده او ځيګه خبره) تيټه خبره پېژنده هم؛ نو كاروله يې[191]))

له همدې امله وينو، چې كله په قرآن كريم كې د مورو پلار په اړه خبره كېږي؛ نو ډېر په مورني حقوقو ټينګار كېږي او هڅې يې او څارېږي:

( (وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ [192]: او انسان ته مو سپارښتنه كړې ده، چې له خپل موروپلار سره نېكي وكړئ؛ مور يې هغه په ستونزو په ګېډه كې ساتلى او په سختۍ يې زېږولى دى او د پر ګېډه كېدو او تي وركولو ټوله موده يې دېرش مياشتې ده، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايي: ( (پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په رښتینه كې ستا درشل ته مې توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم. ))

 ((له مورو پلار سره ښه كول په ګروهې پورې يې څه اړيكه نلري؛ بلكې كه مورو پلار حق دين هم منلى نه وى؛ نو خدمت او درناوى يې لازم دى او دا مطلب د قرآن له څرګندونو راولاړېږي…[193])).

په ډاګه شوه، چې مور د ښځې په نامه، تر پلاره د يو نارينه په نامه لوړ ارزښت او غوره حقوق لري. اوس پوښتلېږي، چې د ښځو د حقوقو افراطي پلويانو، دغسې حقوق ورته ټاكلي دي؟ يا يې ښځې دې لوړ مقام ته ور رسولي، چې اسلام رسولې دي؟

((معروف)) چلن پر حقوقو د ورزياتونې يوه بله بېلګه ده، قرآن وايي: ((… و عاشروهن بالمعروف، له ښځو سره معروف وچلېږئ))؛ لكه څنګه چې ((معروف)) قانوني او عادلانه حقوق رانغاړي، دغسې اخلاقي، انساني ارزښتونه هم رانغاړي او كه څوك له ښځو سره يوازې د حق او قانون په تله وچلېږي؛ نو پر دې قرآني سپارښتنه يې عمل كړى نه دى؛ ځکه معروف تر حق او قانون ور هاخوا دى اخلاقي او انساني پلويتوب هم رانغاړي.

4_ روستى وصيت:

دې ته په پامنيوي، چې ستر نارينه د ژوند په روستيو شېبو كې، غوره او ارزښتمنې سپارښتنې او خپلې تجربې په خوله راوړي او د مهمترينو مسايلو سپارښتنې كوي؛ نو ځكه د اسلام پېغمبر ددې وصيت اهميت په ډاګه كېږي، چې د امام علي (ک) د وينا له مخې د ښځو په باب يې روستى وصيت دى. ((الله! الله! د ښځو په باب، ستاسې د پېغمبر روستۍ خبره دا وه، چې ويې ويل: د ښځو د حقوقو په باب وصيت درته كوم…)).

5_ د بركت لامل:

لوڼې او ښځې د الهي بركت، پراخۍ او لورنې د راورېدو لامل دي:

ðد مسلمان نارينه د نېکمرغۍ لاملونه دادي:

 (١) صالحه ښځه (٢) لوى کور (٣) د سپرلۍ ښه وزله (٤) صالح اولاد (٥) او د ښځې بختورتوب په دې کې دى، چې لومړى اولاد يې لور وي [194].

امام صادق وايي: ((چې د چا لور وزېږېږي، خداى يوه پرښته ورلېږي او د نجلۍ پر سر او سينې خپل وزرونه ورخپروي… هغه چې پر نجلۍ لګښت كوي، مرسته ورسره كوي)).

داسې انګېري، چې نجلۍ د كورنۍ پر اوږو پېټى وي، د كوم كار او عايداتو سرچينه نه وي، په تېره په تېرو كې دا انګېرنې دود وې؛ ځکه هلكان له كوره بهر پر كار لګيا وو او نجونې پر كور وې. ددې انګېرنو پر خلاف، امامانو پر دې ټكي ټينګار كاوه، كه څه ښځې وټيزې چارې نلري او د كور پر چارو بوختې وي، الهي بركت او لورنه ورسره مله ده لاندې روايت ته ځير شئ:

((اسحاق وايي: امام صادق ته مې وويل: دا حديث، چې روايتوي سم دى؟ يو تن پېغمبر ته ورغى او د خپلو ستونزو شكايت يې ورته وكړ! پېغمبر اکرم د واده سپارښتنه ورته وكړه… او درې ځل دا موضوع وويل شوه؟ امام صادق وويل: هو سم دى. بيا يې وويل: رزق او معاش له ښځو او عيال سره دى[195]))

6_ تر جهاد غوره:

پېغمبر (ص) د مور خدمت تر جهاده غوره ګڼلى دى. په اسلام كې د جهاد ارزښت په ډاګه دى، چې د ځينو احاديثو له مخې اوچت ښه چار او ارزښت دى. شونې ده تر هر ښه چار بل ښه هم وي؛ خو د خداى په لار كې تر جهاد او وژل كېدو لوړ څه نشته؛ خو سره له دې يوه شپه له مور سره مينه او خدمت يې تر يوه كال جهاده هم غوره ګڼل شوي، هغه هم د پېغمبر په مشرۍ جهاد.

لاندې روايت ته ځير شئ:

((يو تن پېغمبر ته ورغى ويې ويل: تكړه ځوان يم او جهاد مې ښه ايسي؛ خو د مور مې جهاد ښه نه راځي. پېغمبر (ص) وويل: ورشه او له مور سره دې وسه. پر هغه خداى قسم، چې پېغمبر كړى يې يم، يوه شپه له مور سره اوسېدل دې درته، د خداى په لار كې تر يوه كال جهاده غوره دي[196]))

7_ د وحې پرښته او ښځې:

تل د وحې پرښتې (حضرت جبراييل (ع) ) د ښځو په اړه سپارښتنه كوله. دا خبره د پېغمبر (ص) په لاندې حديث كې راغلې ده:

((جبراييل تل (او چې كله يې الهي پيغام راوړه) د ښځو په باب سپارښتنه راته كوله، داسې چې ومې پتېيله، چې (بېخي) د ښځې طلاق جايز نه دى؛ خو داچې څرګنده او جوته ګناه يې كړې وي[197]))

8_ د غوراوۍ كچه:

په آخرت كې د پېغمبر لوړ مقام ته د ورنژدېتوب كچه، له ښځو او مېرمنو سره نېكي كول دي.

پېغمبر اكرم (ص) ويلي: ((په تاسې كې د قيامت پر ورځ، هغوى زما مقام ته رانژدې دي، چې له خپلو مېرمنو سره غوره او انساني وچلېږي)).

((د ايمان له پلوه هغوى غوره دي، چې پر خپلو مېرمنو خورا لورين وي او زه تر تاسې ټولو پر كورنۍ مې خورا مهربان يم[198]))

9_ ستره بدله:

په اسلامي ښوونو كې، هغوى ته د اُخروي سترې بدلې وعده وركړاى شوې، چې د ښځو پر بد چلن او بد اخلاقۍ زغم كوي او په غبرګون كې په ورته كړنو لاس نه پورې كوي او كورنی تنظيم په طلاق له منځه نه وړي. امام صادق له پېغمبر اكرم (ص) څخه روايتوي:

 ((هغه چې د الهي ثواب په نيت د يوې مېرمنې بداخلاقي زغمي، خداى د شاكرانو ثواب وربښي[199]))

امام علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: ( ((ځينې ښځې، چې د روزنيزو مسايلو او چاپېريالي شرايطو په پار بد سلوكه دي؛ نو (سازګاري ورسره وكړئ او ښې خبرې اترې ورسره ولرئ، ښايي )ددې انساني چلن په پايله كې له خپلو كړنو وړو واوړي او خپل سلوك نېك او انساني كړي)).

د ښځو د ناوړه سلوك پر وړاندې د انساني چلن او نرمښت سپارښتنه شوې، نه تاوتريخوالى او په غبرګون كې يې كسات اخستنه. له دې لوړو ښوونو څرګندېږي، چې روزنيزې او اخلاقي كچې او انساني چلن د روزنې لامل دى او په كورنيو اړيكو كې دا يو پاموړ ټكى دى، چې نارينه په منطقي چلن او ښو ويناوو، خپلې مېرمنې روزي او له اخلاقي پلوه يې سموي نه په تاوتريخوالي او غوسې.

10_ د ښځو هنري احساس:

نارينه بايد د ښځې هنري احساس او ښكلا پوهنه محترمه وګڼي او خپل احساس او سليقه پرې ور ونه تپي، يا په كورني ګډژوند كې خپل ذوق او هنري احساس معيار و نه بولي.

لاندې روايت ته ځير شئ:

((يوه ډله د امام حسين (رض) كورته ورغله ويې ويل: د پېغمبر زويه! په كور كې مو داسې څه وينو، چې خوښېږي مو نه! (د امام په كور كې فرشونه او بالښتونه وو (امام ورته وويل: چې واده وكړو؛ نو د ښځو مهر وركوو او چې څه يې خوښېږي، پېري يې او په دې چارو كې لاسوهنه نه كوو[200]))

د اسلامي جوتو كچو له مخې، دا ډول سليقې، اشرافي لګښت نه دى؛ ځکه دا په شريعت كې يو ((ممنوع بريد)) دى او چاته ممنوع بريد روانه دى. نو له ممنوع بريده ځان ساتل، ښځې په مشروع او معقولو چلنونو او كړنو كې، د ذوق او احساس وتلې كچې دي. دوى، چې څه خوښوي، ښكلي او په زړه پورې يې احساسوي؛ نو كور پسوللى او ښکلى كولاى شي. او دا په كورنۍ كې د ښځو احساس، سليقې او فكر ته نهايي درناوى دى او په رښتيا د نارينه هر ډول تپنه او ځان چورليز توب يې باطلوي.

ډېر ځل وينو په كورنيو كې، چې دا ډول مسايل دبره كېږي او دوه احساسه، ذوقه، هنر او ښكلا پوهنه، چې په ټكر كې كېږي؛ نو تل د نارينه احساس او سليقه رعايتېږي، چې دا يو غير اسلامي معيار او كچه ده.

په خوراك كې هم بايد د ښځو او د كورنۍ د نورو غړيو سليقه او ذايقه رعايت شي او نارينه دې د مېرمنو په سليقې او خوښې پسې ولاړ شي، دا موضوع په نبوي لوړو ښوونو كې راغلې ده: ((مؤمن د خپلې مېرمنې په خوښه خواړه خوري او د منافق مېرمن يې د ده په خوښه خوري[201]))

دا د مؤمنانو د ښاندې يوه كچه ده، چې له خپلو مېرمنو عاطفي لاروي كوي او ذوق او سليقه يې پر ځان ړومبۍ ګڼي او منافقان د مؤمنانو پر اپوټه چلېږي او مېرمنې يې د دوى د احساس او عاطفي غوښتنو لارويانې دي.

11_ د ښځو دوستي او ايماني مقام:

دا روايتونه له ښځو سره انساني عواطف او مينه جوتوي، په اخرت كې د پېغمبر (ص) لور مقام ته ورنژدېوالى، له ښځو او خپلو مېرمنو سره نېكي ګڼل شوې ده:

((پېغمبر اكرم (ص) ويلي دي: د قيامت پر ورځ له تاسې هغوى زما مقام ته خورا رانژدې دي، چې له خپلو مېرمنو سره غوره (او انساني) چلېږي[202]))

امام صادق (رح) ويلي: ((د انسان، چې كله له ښځو سره مينه ډېره شي؛ نو ايمان يې هم زياتېږي))

همداراز په بلې وينا كې يې له ښځو سره مينه د الهي مشرانو مينې سره مله ګڼلې ده: ((د چاچې له موږ سره مينه وي، له ښځو سره هم ډېره مينه لري[203]))

ومو ويل، چې د ديني پوهاوۍ وده له ښځو سره د چلن په ډول پورې تړاو لري او له ښځې سره مينه او خدمت كول يې ددې ودې آريزه لاره چار ده، پېغمبر اكرم (ص) اخلاقي بشپړه بېلګه، تر ګرد امته پر خپلې كورنۍ خورا لورين و او دا د اسلامي ايمان كچه ده.

د دين تكامل هم په واده كې دى. په اسلامي ښوونو كې، د دين بشپړتيا له ښځې سره د ژوند په رڼا او د مېړه او مېرمن په اړيكه كې ګڼل شوي؛ یعنې له ټولنې تېښته او ګوښې ژوند كول.له اسلامي سره ناسازګاره دى، امام صادق له پېغمبر اكرم (ص) نه روايتوي: ((څوك چې واده وكړي؛ نو نيم دين يې ساتلى دى؛ نو په ځان ساتنه او پرهېزګارۍ دې نور نيم دين وساتي…[204]))

په دې حديث كې ښځو ته لوړ مقام وركړاى شوى، چې يو ښوونځی او قانون يې ارزښت ته ور رسېداى نشي؛ ځكه ښځه د ايمان په تكامل كې ونډه لري او دا ونډه په دوو بڼو ده:

1_ يا ښځه د نارينه د ايمان د تكامل ونډه پر غاړه لري.

2_ او يا پخپله د مېړه او مېرمنې اړيكه د تكامل او دين ساتنې لامل دى. په دواړو بڼو كې ښځه د ځوانانو په زړه او ارواو كې د ګروهيزو بنسټونو په ټينګښت او پياوړتيا كې خورا ارزښت او حياتي ونډه لري.

12_ د شهيدانو د بدلې نيمايي:

انساني هڅې او هلې ځلې د ارزښت له پلوه مرتبې او درجې لري او د هر چار بدله هم په ارزښت پورې يې تړاو لري. د شهیدانو سرښندنې او فداكارۍ د ستر ارزښت درلودونكې دي؛ خو په كور كې د ښځو كار كول د شهيدانو د سرښندنې د بدلې نيمايي ثواب لري. لاندې روايت ته ځير شئ:

((يو تن پېغمبر (ص) ته ورغى ويې ويل: ((يوه مېرمن لرم، چې كور ته ننوزم؛ نو ښه راغلاست ته مې راځي، چې دباندې راوځم؛ نو بدرقه كوي مې، چې كله مې خپه ويني، وايي: ولې خپه يې؟ كه د ژوند لګښت ته خپه يې، پوه شه، چې رزق دې د بل په لاس كې دى او كه آخرت ته خپه يې؛ نو خداى دې نور هم خپه كړه. پېغمبر (ص) وويل: خداى څه كار ګرانې لري او مېرمن دې له همغوى ځنې ده، دا ښځه د شهيدانو نيمايي بدله لري[205]))

په كور كې د ښځې كار كول او له مېړه سره يې خوږ چلن، د خداى لپاره كار او الهي كارګري ګڼل شوې او د شهيدانو د سرښندنې نيمايي ارزښت او بدله لري او دا تر حق او قانوني حقوقو ور هاخوا يو مقام دى.

لاندې روايت ته ځير شئ:

((پېغمبر (ص) د سعد بن معاذ (رض) له مړينې خبر شو (د خبر په اورېدو) پاڅېد او اصحاب هم پاڅېدل (او د سعد كور ته ورغلل (پېغمبر د كور په وره دډه وهلې وه. او امر يې وكړ، چې غسل وركړئ. حُنوط يې پرې ووهل، كفن يې كړ او په كټ كې يې كېښود. پېغمبر (ص) په جنازې پسې پښې پيلې او بې څادره روان و. په جنازې پسې كله ښي خوا او كله چپې خواته تله، جنازه يې، چې قبر ته ورسوله، پېغمبر (ص) قبر ته راغى او پخپله يې په قبر كې كېښود او ډبرې يې پرې وركېښوولې او په دې ترڅ كې يې پرله پسې ويل: تيږه راكړئ، خټه راكړئ او تيږې يې په خټو ټينګولې، چې د لحد چارې پاى ته ورسېدې، خاورې يې پرې ور واړولې او قبر يې هوار كړ؛ نو پېغمبر (ص) وويل: پوهېږم، چې دا قبر زړېږي او تس نسېږي؛ خو د خداى هغه بنده خوښېږي، چې كوم كار كوي؛ نو سم او مضبوط دې يې تر سره كړي.

په دې وخت كې د سعد (رض) مور بي بي وويل: سعده! جنت دې مبارك شه. پېغمبر (ص) وويل: د سعد مورې چوپ شه، د خپل پالوونكي (د چارو) په باب دغسې يو مخې حكم مه كوه؛ ځکه سعد د قبر تر دباو لاندې دى… بيا پېغمبر (ص) راستون شو او خلك هم ورسره راستانه شول او په ستنېدا كې يې پېغمبر (ص) ته وويل: يا رسول الله! و مو ليدل، چې له سعد سره دې كوم چلن وكړ، له بل چا سره دې كړى نه دى، په جنازې پسې يې پښې بيل او بې څادره روان وې، د هغه د غسل امر دې وكړ او د جنازې نمونځ دې يې وكړ، په لحد كې دې كېښود، بيا دې وويل: چې د قبر تر فشار لاندې دى؟! پېغمبر (ص) وويل: هو (همدغسې ده، چې مې وويل)؛ ځکه سعد (رض) له خپلې كورنۍ سره بد خويه و[206]))

د پېغمبر اكرم (ص) له درناوي سره سره، شك نشته، چې سعد (رض) يو قانون ماتى، ظالم او سرغړاند انسان نه و او د ښځې واجب حقوق يې ناليدي نه ګنل او كه داسې واى؛ نو پېغمبر (ص) داسې چلن ورسره نه كاوه او ان تردې، ډېر لږ درناوى يې هم نه كاوه؛ نو دا ټول درناوى ددې لپاره و، چې هغه سم سيخ مسلمان و او د وګړيو، كورنۍ او ټولنې حقوق يې پوره مراعاتول، چې په دې اړه هېڅ شك نشته؛ خو د پېغمبر (ص) پدې خبره كې د مېړه او ښځې له حقوق ورهاخوا يوه موضوع او څار ده او هغه د مېرمن په باب د اخلاقي ارزښتونو مراعاتول دي او داچې د سعد (رض) د ننني اخلاق څنګه چې بايد واى، نه وو او له خپلې مېرمنې او كورنۍ سره په ورين تندي او پراخ تنده نه چلېده؛ نو د قبر پر فشار اخته شو.

ووينئ، د ښځې په باب، چې په اسلام كې كومې كچې او معيارونه ښوول شوي، د نړۍ په يوه ښوونځي كې هم ښوول شوي نه دي.

په پاى كې د يو حديثپوه خبره اخلو، چې وايي: ((د مؤمن له ځانګړو دا دي، چې پر ديني ګروهو پوخ يقين ولري، له بدانو او نېکانو سره په امانتولۍ وچلېږي… او له ښځو سره نېکچارى وي)).

هغوى چې د اسلام پر ګروهيزو آرونو د ګروهې مدعيان وي؛ نو بايد دغسې وي او له ښځو سره دغسې چلن ولري.

 

له دوه ځانو(اميندوارو) ښځوملاتړ

ðښځې ته د”دوه ځانۍ”له پيله د ماشوم د تي ورکولو تر روستۍ شېبې پورې د هغه په څېر اجر دى، چې د خداى په لار کې پاسوالي کوي او که ښځه په دې موده کې مړه شي؛ نو اجر يې د “شهيد” اجر دى[207].

ð (دوه ځانوښځو!)خوشحاله نه ياست، له تاسې يوه، چې له خپل مېړه دوه ځانې وي او مېړه ترې خوښ وي؛ د هغه ثواب ولري، چې د ورځې روژه وي او د شپې پر عبادت بوخت وي او چې ماشوم يې وزېږېد؛ نو هر څاڅکى شيدې، يې چې له تيونو راوځي او چې هر ځل، يې تيونه رودل کېږي؛ ورته ثواب دى او که د خپل ماشوم لپاره د شپې ويښه وي؛ نو اجر يې د هغه په څېر دى، چې د خداى په لار کې يې اويا زره بندګان ازاد کړي وي [208].

ðپر هغه خداى قسم، چې زه يې په حقه زېرى ګری او ګواښګرندی استازى رالېږلى يم!کومه ښځه، چې له خپل مېړه دوه ځانې شي، د زوکړې تر وخته د خداى د رحمت تر سيورې لاندې وي او د زېږون د درد پر وړاندې د خداى په لار کې د بنده ازادولو (هومره) اجر لري او د شيدو ورکولو پر مهال په هر ځل تي رودلو، خداى د قيامت پر ورځ ځلانده رڼا ورډالۍ کوي، چې ټول خلک ورته حيران وي او د شيدو ورکولو پر مهال د هغه په څېر وي، چې د ورځې روژه او د شپې پر عبادت بوخت وي[209].

 

¯¯¯

 

 

د پېغمبر اکرم (ص) کورني اخلاق[210]

¯واده نبوي سنت دی:

 حضرت علي (ک) وايي: واده نبوي سنت دی؛ ځکه ‏ رسول الله (ص) وويل: ‏څوک چې غواړي، ‏له سنتو مې لاروي وکړي؛ نو واده زما سنت دی.

¯د الهي پېغمبرانو سنت:

 محمد بن فلاد وايي:‏ وا مې ورېدل، چې امام رضا (رح) وويل: عطر وهل، د بدن اضافه وېښتان له منځه وړل او له خپلو ښځو سره ډېر کوروالى د پېغمبرانو اخلاق دي.

 ¯ له مېرمنو سره چلن ‏:

 حضرت ‏علي وايي: د رسول الله (ص) ځينو يارانو له خپلو ښځو سره کوروالى، خواړه او ورسره د شپې ويديدل پر ځان حرام کړي ول. ام سلمې بي بي دا خبره پېغمبر اکرم ته وکړه، چې رسول الله (ص) ورپسې ورغى و يې ويل: مېرمنو ته مو لېوالتیا نه لرئ، زه چې پېغمبر يم، له خپلو مېرمنو سره کوروالى کوم، د ورځې خواړه خورم او د شپې ويدېږم، څوک مې چې ‏سنتو ته ورشا کړي، ‏له ما ځنې نه دی.

¯ له مېرمنو سره خبرې:

امام صادق (رح) وايي: له خپلو مېرمنو سره مينه د الهي پېغمبرانو اخلاق دي.

¯ د رسول الله (ص) د سترګو رڼا:

 امام صادق (رح) وايي: رسول الله (ص) وويل: نمونځ مې د سترګو رڼا اوخوند مې په مېرمنو کې دى.

 ¯ تر واده مخکې له مېرمن سره کتل:

رسول الله(ص) ‏چې له کومې ښځې سره واده کاوه؛ نو لومړ‏ى يې ليدو ته يو کس ورلېږه.

¯د انسان هوساېنه: ‏

حسن بن بنت الياس وايي: امام رضا (رح) وويل: خداى شپه او ښځه آرام ته ‏پنځولي او په شپه کې واده کول او خواړه ورکول سنت دي.

¯ غوره خلک:

 رسول الله (ص) وايي: ((پوه شئ ! تر ټولو ‏غوره مو هغه دی، چې پر خپلو مېرمنو مهربان وي او زه درکې تر ټولوغوره يم.))

¯ پر لار د تګ آداب:

امام صادق (رح) د حضرت موسى علیه السلام د کيسې په باب، چې د حضرت شعيب علیه السلام لور ته يې وويل: په ما پسې راروانه شه او لار راوښيه؛ ځکه موږ پېغمبران داسې خلک يو، چې د ښځو شا ته نه ګورو.

¯ د وليمې ورکولو سنت:

امام رضا (رح) وايي: چې نجاشي د رسول الله (ص) لپاره د ابوسفيان پر لور ام حبيبې مارکه وکړه او ور واده يې کړه؛ نو خواړه يې چمتو کړل، ويې ويل: د پېغمبرانو يو سنت په ودونو کې خواړه ورکول دي.

¯ د وخت په ويش کې دعا:

‏چې رسول الله (ص) ‏‏پرخپلو مېرمنو وخت ايشه؛ نو دا دعا يې کوله:خدايه! دا هغه برخه ده، چې ‏په واک کې مې وه؛ نو ‏پر هغه څه مې ملامت نه کړې، چې ‏په واک کې مې نه دي او ته يې څښتن يې ‏.

¯ په مېرمنو کې عدالت:

حضرت ام سلمه بي بي وايي: د حجة الوداع په سفر کې د رسول الله (ص) مېرمنې هم ورسره وې او هره شپه له يوې سره و او له دې لارې يې غوښتل تر منځ يې پر عدالت وچلېږي.

¯د ټولو مېرمنو کتل:

 رسول الله (ص) د سهار تر نمانځه روسته د خپلې هرې مېرمنې کتو ته ورتله.

 ¯درې حلالې لوبې:

 حضرت علي (ک) له رسول الله (ص)‏ روايتوي:((درې ‏لوبې حرامې نه دې: له ليندۍ سره لوبې، د ښوونې لپاره له اس سره لوبې ‏او له مېرمنې سره لوبې، چې سنت دي. ))

 ¯ پر وخت پابندي:

رسول الله(ص) ‏که ناروغ هم و؛ نو ويل يې: د هرې مېرمن وار مې، چې وي، ورته مې بوځئ.

 ¯ ميمونه بي بي وايي:

‏ حضرت ميمونه بي بي وايي: ‏رسول الله (ص) د میاشتنۍ جامو ‏په وختونو کې راته، ويل:چې لنګ وتړم؛ نو درسره سملم.

¯ د څښتن د استازي‏ مهر:

 د آنحضرت(ص) ‏د مېرمنو او لوڼو مهر تر دولس اوقيه او له يو نش زياته نه وه اوبيا يې وويل:((اوقيه له څلوېښت درهمو او نش له ٢٠ درهمو سره انډول دی. ))

¯ د رسول الله (ص) دعا:

 خدايه! پناه دروړم، له هغه زوى، چې حکومت راباندې وکړي، هغه مال چې تباه مې کړي او له هغې مېرمن، چې زوړ مې کړي.

¯د مينې لاس:

 آنحضرت(ص) ‏سهار پر خپلو زامنو د مينې لاس راکښووه.

¯ د واده پر شپه د تکبير سنت:

امام صادق (رح) وايي: د حضرت‏ فاطمې ‏او حضرت علي (ک) د واده پر شپه جبرائيل، مکائيل او اسرافيل له اسمانه راکوز شول او بيا يې ‏تکبير او الله اکبر وويل؛ ځکه ‏د واده پر شپه د الله اکبر ويل تر قيامته ‏سنت شو.

¯ د اورمېږ بویول:

 آنحضرت(ص)، چې له کومې ښځې سره واده کاوه؛ نو خپلې يوې ښځې ته يې ويل: ولاړه شه او اورمېږ يې بوى کړه، که اورمېږ يې ښه بوى درلود؛ نو د بدن خوله به يې هم پاکه وي.

¯حضرت خديجې(رض) ته بښنه غوښتنه:

آنحضرت (ص)، چې به خديجه(رضی الله عنها) راياده کړه؛ نو‏ پر نېکۍ يې يادوله، دعا يې ورته کوله او ستایله يې.

¯اهل بيتو ته د خداى ځانګړي نعمتونه:

 رسول الله (ص) وايي: ((موږ اهل بيتو ته اوه څيزونه راکړل شوي، چې پخوانيو ته نه دي ورکړل شوي او نه به چا ته ورکړل شي: په زړه پورې څېره او ورين تندى، په کلام کې وضاحت او بلاغت، مړانه، زړه ورتوب، ځوانمردي، علم، سخاوت، زغم، حکمت او له خپلو مېرمنو سره مينه. ))

 

 

 

 

 

د ښځې قدرمني او حق پېژندنه

رسول الله(ص) به د هغوى بې سارې قدرمني کوله، چې په يوه نه يو ډول يې د هغه مبارک په ژوند کې ونډه درلوده او خپلو لارويانو ته يې سيرت جوتوي، چې که انسان ونشي کړاى د خپل همډولي حق پر ځاى کړي؛ نو د خپل پنځګر حق به پوره کولای نشي.

سره له دې چې پاک نبي خپل پالونکي روزلى و؛ خو بيا يې هم د هغوى ځانګړی درناوى کاوه، چې د ده په ښوونه، روزنه او د موخو په پرمختګ کې يې ورسره مرسته او يا لاسنيوى کړى و او په هر مناسب وخت کې يې ترې مننه کوله او تر وسې يې خدمت ورته کاوه.

د رسول الله مبارک پام يوازې له موروپلار او خپلوانو سره نېکۍ ته نه و؛ بلکې په هره شونې بڼه يې له ټولو خلکو سره ځانګړې مرسته، او د دوی قدر مني کوله او دې چار ته يې دومره پام و، چې په دې هکله يې په تاريخ کې ځانګړى نامه پرېښى ده.

جومات يې يوې ښځې جارو کاوه او د شپې به هملته ويدېده او خلکو يې لګښت ورکاوه؛ نو يوه شپه يې هغه ښځه په جومات کې ونه ليده؛ نو د هغې پوښتنه يې وکړه، ورته وويل شول، مړه او خاورو ته هم وسپارل شوه.

 د پېغمبر اکرم (ص) يارانو ګومان کاوه، چې ددې بوډۍ مړينه رسول الله ته ارزښت نه لري؛ نو ځکه يې له مړينې خبر کړى نه و؛ خو رسول الله مبارک يې پر مړينه سخورا خواشينى شو او له ملګرو سره يې کیڅ-قبر ته ولاړ، نمونځ يې ورته وکړ او له خداى يې ورته بښنه وغوښته.

 له خپلو دايه ګانو: “ثوبيه” او “حليمې” سره مينه، لاسنيوى، مرسته او قدرمني په تاريخ کې د قدردانيو، مرستو او مينې بې څارې بېلګه ده.

“ثوبيه” د “ابولهب” وينځه وه، چې څلور مياشتې يې د خداى استازي ته شيدې ورکړې، چې د ژوند تر پايه يې رسول اکرم او مېرمنې يې خديجې بي بي ورسره مينه، مرسته او قدرمني کوله. تر بعثت روسته د خداى استازي يو ورپسې ولېږه، چې له ابولهبه يې وپېري؛ خو هغه ونه منله؛ خو د خداى استازي بيا هم د ژوند تر پايه مرسته او مينه ورسره کوله، چې رسول الله(ص) د “خيبر” له جګړې راستون شو؛ نو وايې ورېدل، چې “ثوبيه” مړه شوې؛ نو په دې خبره د پاک نبي چرت ډېر زيات خراب شو؛ نو د هغې د زوى پوښتنه يې وکړه، چې مرسته ورسره وکړي؛ خو ورته وويل شو، چې زوى يې تر مور مخکې له دې دنيا سترګې پټې کړې دي.

د “حنين” په جګړه کې، چې د “هوازن” ټبر وتښتېد؛ نو ښځې او ماشومان يې اسيران شول؛ نو ددې ټبر خلکو د خداى د استازي رضاعي تره، چې د هم دې ټبر و، رسول الله (ص) ته واسطه کړ، چې کېداى شي، د درناوي په پار يې اسيران خوشې کړي؛ نو همدا وو، چې د خداى استازي، د خپل رضاعي تره د دروناوي له امله مجاهدينو ته ورغی او د اسيرانو شفاعت يې وکړ؛ خو په مجاهدينو کې څو کسانو د خپلو اسيرانو له خوشې کولو سرغړونه وکړه، چې بيا پخپله د خداى استازي اسيران وپېرل او خوشې يې کړل.

له “ام ايمن” سره هم د پاک نبي له مينې او وفا ډکه کيسه بې سارې ده. رسول الله(ص) شپږ کلن و، چې مور يې د عبدالله د قبر له زيارته د راستنېدو پر مهال د “ابوا” په سيمه کې له دې دنيا سترګې پټې کړې، چې تر دې روسته “ام ايمن” ددې شپږ کلن ماشوم پر روزنې سربېره، مورولي يې هم پر غاړه واخسته.

 دې مېړنۍ ښځې په هغې بيديا کې، چې ډول ډول لوټ ماران پکې وو، هڅه وکړه، چې ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته ورسوي او دده نېکه “عبدالمطلب” ته یې ور وسپاري.

د خداى استازي به د خپل ټول عمر په ترڅ کې ددې ښځې ښېګڼې نه هېرولې او څومره چې يې له لاسه کېدل، مرسته يې ورسره کوله او مور يې ورته ويله.

 

د ام المؤمنين خديجي(رضی الله عنها) قدرمني

 ټول خبر دي، په ښځو کې خديجه بي بي وه، چې تر ټولو ړومبى يې د خداى پر استازي ايمان راووړ. د خداى استازي يې هم هېڅکله دا ارزښـتناک خدمتونه هېر نه کړل او په هر ځاى کې يې په درناوي يادوله او تل يې ويل: ( (پر خداى قسم، چې پالونکي بې له خديجې ښه نه ده را پر برخه کړې؛ هغه مهال، چې ټول کفار وو؛ ايمان يې راباندې راووړ، هغه مهال چې ټولو دروغجن ګڼلم؛ تصديق يې کړم، هغه مهال چې نورو له خپلې شتمنۍ بې برخې کړم؛ پخپله شتمنۍ يې زما ملاتړ وکړ او خداى ترې اولاد راکړ. ))

پاک نبي به نه یوازې د خديجې درناوى کاوه؛ بلکې د خديجې د ملګرو درناوى يې هم کاوه او د دوى پوښتنه يې کوله.

يوه ورځ يوه بوډۍ د رسول الله (ص) ليدو ته راغله، چې د خداى استازي يې خورا درناوى وکړ او بيا يې پر ورين تندي رخصت کړه؛ نو چې دا کتنه پاى ته ورسېده؛ ام المؤمنين عايشې بي بي د خداى له استازي د دې دومره درناوي پوښتنه ورکړه، ورته يې وويل: دا ښځه به د خديجې پر ژوندون هم زموږ پوښتنې ته راتله.

يوه ورځ رسول الله(ص) د لارې پر سر له يوې بوډۍ سره ودرېد، د هغې پر احوال يې ځان پوه کړ او ورسره يې خبرې وکړې او بيا يې وويل: ( (پخوانۍ دوستي ټينګه ساتل د ايمان نښه ده )) دا ښځه د خديجې پر ژوندون هم زموږ پوښتنې ته راتله.

 د ام المؤمنين عايشې بي بي وينا ده، چې د خداى له استازي کره به حلاله وشوه؛ نو برخې برخې به يې کړه او د خديجې د ملګرو برخه يې هم پکې کوله.

خداى د تحريم سورت په لومړي آيت کې وايي:

((یا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ؛ پېغمبره! ولې د خپلو مېرمنو دخوښۍ لپاره د خداى حلال شوي څيزونه (پر ځان) حراموې؟! او خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى. ))

داچې پېغمبراکرم ډېرې مېرمنې درلودې؛ نو کله ناکله به د عمومي خوښۍ لپاره له ځينو وګړيزو حقونو تېرېده. هو!د نورو له خوښۍ سره مينه د انسان د ګېرېدو لاملېږي؛ نو کله قرآن په سخته رسول الله (ص) ته وايي، چې ولې دې داسې او هاغسې وکړل، چې خلکو ته ووايي، چې وګړيزې چارې بايد د ټولو لپاره بېلګه نشي او ان رسول الله(ص) حق نه لري د خداى حلال، حرام کړي او د خداى خوښي د ټولو پر خوښۍ لومړيت لري. هو ! په هره بيه د مېرمنې خوښي په کار نه ده او همداراز له دې ګواښنې څرګندېږي، چې قرآن د خداى له لوري دى؛ ځکه انسان کله هم په خپل کتاب کې د تاريخ په ترڅ کې ټولو نسلونو ته ځان د يوې وړې مسلې په پار نه رټي.

ته وا رسول الله (ص) قسم کړى و، چې له ځينو حلالو ډډه وکړي او دا چې په اسلام کې ډپ نشته؛ نو خداى د کفارې په وړانديز لار پرانسته، چې ښوونځى او حلالې چارې زيانمنې نشي (قد فرض الله لکم تحلة ايمانکم).

 رسول الله (ص) ته چې دنده ورکول کېږي، چې د کورنۍ د خوښې په پار دې حلال پر ځان نه حراموي؛ دا دنده هم له رټنې سره يو ځاى ده، چې ولې دې د خداى حلال پر ځان حرام کړي دي ؟ او هم له مينې سره [د آيت په پيل کې (يا ايها النبى) راغلى او په (والله غفور الرحيم) پاى ته رسي. ]

د خداى پېرزو داسې ده، چې هم تېر جبرانوي (غفور رحيم) او هم راتلونکي ته لار پرانځي، وايي: “قسم چې دې کړى، چې له حلالو ګټنه و نه کړې، د کفارې په ورکولو يې مات کړه. “د کفارې په ورکولو د وګړي د قسم ماتول د ټول تاريخ لپاره د الهي قانون تر ماتولو غوره دى.

د تحريم په سورت کې څو آيتونه یو د بل ترڅنګ راغلي او داچې له خورا زده کړو ډک دي؛ نو په لنډو اشاره ورته کوو: کيسه داسې ده:

 رسول الله (ص) ځينې خبرې خپلې يوې مېرمنې ته امانت کړې وې ورته يې ویلي وو، چې چا ته به يې نه کوې؛ خو په خواشينۍ، چې و يې کړې. خداى پاک رسول الله (ص) خبر کړ، چې مېرمن دې امانت ساتي نه ده کړې او خبره يې خپره کړې ده. رسول الله (ص)، چې د وحې له ليارې خبر شوى و؛ نو د خپلې مېرمنې د خبرلوڅۍ يوه برخه يې ورته وويله او د خبرلوڅۍ بله برخه يې ورته و نه ويله. مېرمن يې ورته وويل: له کومه پوه شوې، چې ما دې خبره بربنډه او خپره کړې ده ؟ پېغمبراکرم ورته وويل:پوه او آګاه خداى خبر کړى يم. [211]

((وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ[212]: او (درياد كړه) چې كله پېغمبر خپلې يوې مېرمنې [؛ بي بي حفصې] ته پټه خبره وكړه؛ نو هغې، بله [؛ بي بي عائشه] پرې خبره كړه او خداى [خپل استازى] پر [راز لوڅولو] خبر كړ [پېغمبر] د [راز] يوه برخه همدې مېرمنې ته ښکاره کړه او له بلې برخې تېر شو؛ نو چې همدا مېرمن يې د راز له برسېرولو خبره کړه [؛ نو] هغې وويل: ( (ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل: ( (پوه [او] خبر (خداى) پرې خبر كړم! ))

د هغه خبر بربنډول او خپرول، چې له انسان سره امانت وي، ستره ګناه او د اندیز او زړګنيز کږلارۍ نښه ده؛ نو ځکه خداى د هغه راز بربنډونکې او اورېدونکې، چې د مفسرينو د وينا له مخې ام المؤمنين حفصه او ام المؤمنين عايشه وه، وايي:

 ((إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ[213]: كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ ځكه په دې چار کې د خداى او د هغه د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛ نو زيان وررسولاى نشئ)؛ ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر هغه روسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح[214] او پرښتې ملاتړې دي. ))

له دې پېښې، چې د تحريم سورت په درېیم او څلورم آيتونو کې راغلي د پېغمبراکرم د کورنيو چارو په باب د يو لړ ټکيو لپاره ګټنه ترې کېږي، چې په اوډون یې را اخلو:

١-مېرمن بايد همخواله وي، چې مېړه يې وکولاى شي يو لړ رازونه ورته ووايي. (اسرا النبى)

٢-د کورنيو ټولو غړيو ته د ټولو خبرو ويل اړين نه دي. (الى بعض ازواجه)

٣-د خلکو پت وساتئ او نامه يې مه اخلئ. (بعض ازواجه)

٤-د رسول الله (ص) مېرمنې معصومې نه وې؛ ځکه د آنحضرت راز يې بربنډ کړ او د توبې کولو حکم ورته راغى. (نبات)

٥- رسول الله (ص) هم په کورنيو چارو کې راګېر و. (نبات به)

٦-خداى پر خپل استازي ځانګړې پېروز لري او د هغوى دسيسې به لنډې او شنډې کړي، چې استازي ته ايستل شوې دي. (اظهره الله عليه)

٧-د ټولنې مشر بايد له خپلو کورنيو چارو هم خبر ووسي. (اظهره الله)

٨-تېروتنې يې په خپله وګړيو ته وواست؛ نه نورو ته. (عرف بعضه)

٩-په سمبالنه او مديريت کې تغافل او د سينې پراخوالى په کار دى. رسول الله (ص) ټولې بربنډې شوې خبرې خپلې مېرمنې ته و نه کړې (او له ځينو چارو يې ډډه او تغافل وکړ او ځينې بربنډې شوې خبرې يې ورته وکړې) (و اعرض عن بعض)

١٠-هغه چې راز بربنډوي؛ نو شونې ده، چې خپل راز يې هم بربنډ شي. (نبات…نبانى. ..)

١١-د پېغمبرانو د پوهې سرچينه د خداى پوهه ده. (نبانى العليم الخبير)

١٢-خبر ورکوونکى بايد خبير او عالم وي. (نبانى العليم الخبير)

١٣-د خداى په علم او شتون ايمان کولاى شي انسان له هر ډول ګناه او دسيسې وژغوري.

١٤-د يوې تېروتنې په پار ټولې تر پوښتنې لاندې مه راوړئ؛ يوازې د راز بربنډونکې او اورېدنکې دې توبه وکړي. (تتوبا)

١٥- پښېمانه وګړيو ته د توبې لار پرانځئ. (تتوبا)

١٦-د راز اورېدل هم ګناه ده، خداى د راز بربنډونکې او اورېدونکې ته وايي: او که دواړه توبه وکړئ. (و ان تتوبا)

١٧-کله يو عمل يا يوه پېښه يا يو څرک د يو بهير ‌ښکارندوى دى (د يو راز بربنډول جزيي خبره وه؛ خو خداى دا د يوې دسيسې ښکارندوى وګڼله) وايي: “كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ” (و ان تظاهرا عليه)

١٨-ناسته پاسته او د چا مېرمنتوب او يا د چا مېړتوب يې د همدلۍ او هم اندۍ نښه نه ده؛ په دې کيسه کې د رسول الله (ص) مېرمنې وې؛ خو ګډاندې يې نه وې.

١٩-چا چې راز بربنډ کړ او توبه يې و نه کړه؛ نو دسيسه ګر دى. (تتوبا… تظاهرا عليه)

٢٠-اندیزې او زړيزه کږلاري د عملي کږلارۍ سريزه ده. (صغت قلوبکما) (هو! د ژبې تر تېروتو مهم اندیزه کږلاري ده)

٢١- د پېغمبراکرم او ښوونځي پر خلاف يې د دسيسو پر خلاف بايد ټول ځواکونه تیارشئ شي. (هو مولاه و جبرئيل و صالح المؤمنين و الملائکة)

٢٢-د سترو نامه ستره کړئ (سره له دې، چې جبرائيل پرښته ده؛ خو نامه يې بېله اخستل شوې ده) (و جبرئيل. ..والملائکة)

٢٣-خداى هم د ټولو مولا دى او هم په خپله د پېغمبراکرم مولا دى [ د تحريم د سورت په دويم آيت کې وايي: (هو مولاه) ]

٢٤-حق هېڅکله ځان ته نه پاتېږي او له هر لوري پلويان مومي. (هو مولاه و جبرئيل و صالح المؤمنين و الملائکة)

٢٥-صالحتوب انسان د الهي مقربو پرښتو تر څنګ راوړي. (هو مولاه و جبرئيل و صالح المؤمنين و الملائکة)

٢٦-پرښتې د واقعي مؤمنانو ملګرې دي. (والملائکة بعد ذلک ظهير)

٢٧-الهي مرستې هم ظاهري او هم د انسانانو له لوري دي. (صالح المؤمنين) او هم غيبي او د پرښتو له لوري دي (والملائکة)

 

 

 

د رسول الله (ص) مېرمنوالي

سره له دې، چې د پېغمبراکرم ډېرى مېرمنې پوخ منګې، کونډې، یتیمان ور تر غاړې او د بېلابېلو اخلاقو او خويونو څښتنې وې؛ خو لکه څنګه چې قرآن سپارښتنه کړې ده: (عاشروهن بالمعروف)[215] د رسول الله (ص) چلن ورسره نېک او طبيعي و او کله ناکله به چې کومې بدخويي کوله او ان د پېغمبراکرم اصحاب به يې له دې چلنه خپه کېدل؛ نو ويل يې: رسول الله (ص)! پرېږده يې. پېغمبراکرم به ويل: د مېرمنو بدخويي يې بايد د مثبتو ټکيو او کمالاتو ترڅنګ راوړل شي او انسان دې د بدخويۍ په پار خپله مېرمن نه پرېږدي.

* رسول الله (ص) وايي: له موږ ځنې نه دى، چې شتمني ولري؛ خو پر خپله مېرمن او اولاد سخت وي. [216]

* پېغمبراکرم به حضرت خديجې ته د وفادارۍ او درناوي په پار ان تر مړينې روسته يې هم د هغو ښځمنو درناوى کاوه، چې له حضرت خديجې سره ملګرې وې.

* پېغمبراکرم وايي: زه مې له کورنۍ سره تر ټولو غوره چلېږم. [217]

آنحضرت به له خپلو مېرمنو سره داسې په عدالت چلېده، چې ان د ناروغۍ پر مهال به يې هم خپله بستره د هغې مېرمنې خونې ته وړه، چې وار به يې و.

ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: رسول الله (ص) به چې له کوره واته؛ نو د خديجې ستاينه يې کوله، ور ته مې وويل: خداى ترې غوره درکړې ده؛ هغه خو يوه بوډۍ وه. رسول الله (ص) وويل: پر خداى چې داسې نه ده، هېڅوک به راته خديجه نشي، هغه مهال، چې ټول کافر وو، هغې ځانته ايمان راباندې راووړ او په پخپله شتمنۍ يې زما ملاتړ وکړ او خداى ترې اولاد راکړ.

 رسول الله (ص) به چې حلاله وکړه؛ نو د خديجې ملګرو ته يې غوښه لېږله.

حضرت خديجه هغه مېرمن وه، چې په خپله يې حضرت محمد (ص) ته د واده وړانديز وکړ او د مهر درونوالى يې د پېغمبراکرم له اوږو پورته کړ او نورو مرکو ته يې منفي ځواب ورکړ.

هو ! لکه څنګه چې خداى خپل پېغمبر ته امر کوي، چې د ابراهيم نامه ياده کړه (اذکر فى الکتاب ابراهيم) د مريم نامه ژوندى وساته. (اذکر فى الکتاب مريم) د الهي اولياوو د نامې په ژوندي ساتلو کې په ښځه او نارینه کې توپير نشته او موږ هم بايد د ام المؤمنين خديجې بي بي نامه هېره نه کړو.

ويلو ته يې اړتيا نشته چې د رسول الله (ص) ټولې مېرمنې په يوه کچه نه وې؛ ځکه خداى يې ځينو ته ويلي دي: ((كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (پر ګټه مو ده؛ ځكه په دې چار کې د خداى او د ده د پېغمبر له اطاعته) مو زړونه كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (؛ نو زيان نشئ رسولاى)؛ ځكه خداى يې پخپله مرستندوى دى او تر ده روسته يې جبرائيل او د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي. ))؛ نو څرګندېږي، چې په دوى کې ځينو، ځينې تېروتنې هم درلودې او په بل ځاى کې وايي: خداى په تاسې کې ښو ته مو اجر ټاکلى دى (اعد المحسنات منکن اجرا عظيما)؛ نو څرګندېږي، چې د رسول الله (ص) ټولې مېرمنې په يوه کچه نه وې.

هو ! لکه څنګه چې ټول پېغمبران هم په يوه کچه نه وو (فضلنا بعض نبيين على بعض)؛ يعنې ځينو انبياوو (ع) ته مو پر ځينو غوراوى ورکړ. ان تر ټولو غوره پېغمبر هم بايدله ځانه د پوهې او معنويت د لوړې درجې په هڅه او فکر کې وي؛ ځکه د انسان وده او پرمختګ محدوديت نه لري، خداى خپل استازي ته وايي: له پالونکي دې وغواړه، چې پوهه دې ډېره کړي.

 

 

د کوروالي په باب د رسول الله سپارښتنې

واده، سم کوروالى او د اولاد پر زوکړه اغېزمن لاملونه

ðخلکو! خداى تاسې له (٢٤) څيزونو منع کړي ياست:(چې يو يې) مېړه دې له خپلې مېرمن سره د مياشتيني عادت پرمهال کوروالى نه کوي؛ ځکه که ښځه دوه ځانې شي؛ نو ماشوم به په جذام يا پيس اخته وي، چې يوازې ځان به پړ ګنئ [218].

ðله نږدې خپلوانو سره واده مه کوئ؛ ځکه اولاد به مو کمزورى وي[219].

ðد رسول الله (ص) دا نه خوښېده، چې سړى تر محتلمېدو روسته(او تر غسل مخکې) له خپلې مېرمن سره کوروالى وکړي؛ ځکه شونې ده، چې اولاد يې لېونى وي؛ نو يوازې ځان به پړ ګڼي[220].

ðماشوم ته د مور شيدې غوره خواړه دي [221].

ðبهي وخورئ او يو بل ته يې ډالۍ ورکړئ؛ ځکه سترګې رڼوي او په زړونوکې مينه پيدا کوي او پر دوه ځانو ښځو بهي وخورئ، چې ماشوم ښکلى کوي او په بل حديث کې راغلي: ماشوم نېک خويه کوي [222].

ðنه ښايي څوک د هرې مياشتې پر لومړۍ شپه، پینځلسمه شپه او روستى شپه له خپلې مېرمن سره کوروالى وکړي؛ ځکه دا خطر شته چې دې هرې شپې اولاد ناقص العقل وي [223].

ðغرمنى چې دې وخوړه او په خېټه موړ وې؛ نو له مېرمن سره دې کوروالى مه کوه؛ ځکه که اولاد دې وشي؛ نو لوڅ لغړ به وي. له خپلې مېرمن سره دې د لوى اختر پر شپه کوروالى مه کوه؛ ځکه که اولاد دې ترې وشي؛ نو څلور ګوتى يا شپږګوتى به وي. انسان ته نه ښايي د کوروالي پر مهال د خپلې مېرمنې عورت ته وګوري؛ ځکه شونې ده د ماشوم د ړوندوالي لامل شي [224].

ðڅوک دې د کور والي پر مهال خبرې نه کوي؛ ځکه شونې ده، چې اولاد يې ګونګ اوکوڼ شي [225].

ðله مېرمن سره دې په ولاړه کوروالى مه کوه؛ ځکه دا د څارويو چار دى او که اولاد دې وشي؛ نو شونې ده، چې په توشک به متيازې کوي[226].

ðکه اولاد دې وزېږېد؛ نو په ښي غوږکې ورته “اذان” او په کيڼ کې ورته “اقامه”ووايه، چې دشيطان له زيانه خوندي وي[227]

ðماشوم مو د تي ورکولو لپاره کمعقلې او هغې ښځې ته مه ورکوئ چې د سترګو ناروغي لري؛ ځکه شيدې سرايت کوي[228].   

ðپه کوروالي کې د خپلې مېرمنې شرمځای ته کتل مکروه دي؛ ځکه د اولاد د ړندېدو لاملېږي. په کوروالي کې خبرې کول مکروه دي؛ ځکه د اولاد د ګونګېدو لاملېږي او همداراز تر اسمان لاندې (ازاده فضا) کوروالى هم مکروه دى [229].

ðد تازه او وچو انځرو خوړل په انسان کې د کوروالي وس زياتوي [230].

ðد سر د وېښتانو ږومنځول “وبا” له منځه وړي، روزي زياتوي او د ډېر کوروالي لاملېږي [231].

ðښه بوى زړه غښتلى کوي او د ډېر کوروالي لاملېږي[232].

ðله خپلې مېرمنې سره د مياشتې پر لومړى، په پينځلسمه او د مياشتې پر روستۍ شپه کوروالى مه کوه او که څوک داسې وکړي؛ نو شونې ده اولاد يې لېونى شي[233].

ðعلي! خپله ناوې دې، چې کور ته راوسته او څنګ ته دې کېناسته؛ نو پڼې يې راوباسه او پښې يې ومينځه او دا اوبه يې د کور له وره بهر تويې کړه؛ که داسې وکړې؛ نو خداى به ستا له کوره د بېوزلۍ اويا زره لاملونه لرې کړي، هغه اويا زره څيزونه به ستا کورته راننباسي، چې د برکت لاملېږي او اويا پرښتې رالېږي، چې د ناوې پر سر دې والوځي، تردې چې د کور هر کونج ته دې برکت ورسي او ناوې دې، څو په دې کور کې وي، له لېونتوب او جذامه خوندي وي او په لومړۍ اونۍ کې دې ناوې د لبنياتو، سرکې، دڼيا او تروو مڼو له خوړو منع کړه. حضرت علي (ک) رسول الله (ص) ددې منع په اړه وپوښت؟ رسول اکرم ورته وويل: ځکه دا څلور څيزونه زيلانځ (رحم) شنډ اوسړوي او کومه ښځه، چې بچي رانه وړي، هغه پوزى ترې غوره دى، چې د کوټې په يوه کونج کې پروت وي. علي (ک) وپوښتل: ولې دې له سرکې خوړو منع کړم ؟ ورته يې وويل: ځکه د سرکې په خوراک حيض پوره نه پاکېږي او دڼيا په بدن کې حيض رالمسوي او زېږون سختوي او تروه مڼه حيض له منځه وړي او د ناروغۍ لاملېږي. علي ! له مېرمن سره دې د مياشتې په سر، منځ او پاى کې کوروالى مه کوه؛ ځکه د ښځې او اولاد په لېونتوب اوجذامېدو کې چټکتيا راولي.علي! له مېرمن سره دې تر ماسپښين روسته کوروالى مه کوه؛ ځکه پيدا کېدونکى اولاد يې بېړنى (تلواري ګرندى) کېږي او د شيطان بېړنى انسان خوښېږي. علي! له مېرمن سره دې د کوروالي پر وخت خبرې مه کوه؛ ځکه که اولاد دې وشي؛ نوګونګېږي او هېڅوک دې د کوروالي پر وخت د خپلې مېرمن شرمځي ته نه ګوري او بايد خپلې سترګې ښکته واچوي؛ ځکه شرمځي ته کتنه د اولاد د ړوندوالي لامل ګرځي. علي! هېڅ وخت د بلې ښځې په شهوت له خپلې مېرمن سره کوروالى مه کوه؛ ځکه که اولاد رامنځ ته شي؛ نو احتمال لري چې نرښځى يا احمقه ښځه شي. علي! که څوک له خپلې مېرمنې سره د جنابت پر حال په بستره کې پروت وي؛ نو قرآن دې نه لولي؛ ځکه له دې وېرېږم، چې له اسمانه پرې اور راښکته شي او ويې سوځوي (شيخ صدوق په دې اړه وايي:احتمال لري دسجدې آيتونولوستل وي؛ نه د نورو). علي ! له مېرمن سره په داسې حال کې کوروالى کوه، چې ستا او يا د هغې پر تن جامې وي او دواړه تر پردې لاندې لوڅ لغړ مه وسئ؛ ځکه ډېر شهوت تر منځ مو د دښمنۍ لاملېږي او طلاق ته مو راکاږي. علي! له مېرمن سره دې په ولاړه کوروالى مه کوه؛ ځکه دا د”خره”کار دى اوکه اولاد دې وشي؛ نو تر مرګه به بېوزلى وي. علي ! له مېرمن سره دې د اذان او اقامې ترمنځ کوروالى مه کوه؛ ځکه که اولاد دې وشي د وينو د تويولو حرص به ورسره وي. علي ! مېرمن دې چې دوه ځانې او اميندواره شوه؛ نو بې اودسه ورسره کورالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې تنګ نظرى او کنجوس وي. علي! له مېرمن سره دې د”شعبان” په نيمايي کې کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې بدوبين، بدرنګ اوپرمخ به يې رټې وي. علي! له مېرمن سره دې د”شعبان” په دوو روستيو ورځوکې کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې باجګير او د ظالمانو ملاتړ وي او څوک به يې له لاسه يې هلاک شي. علي! له مېرمن سره دې پر بام کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې منافق، رياکار او بدعتي وي. علي له مېرمنې سره دې دسفر پر شپه کوروالى مه کوه؛ ځکه که اولاد به دې خپله شتمني په ناسمه لار کې لګوي بيا رسول اکرم دا آيت ولوست: ((په رښتيا اسراف کوونکي دشيطان روڼه دي. ))علي ! کله چې د درې شواروزو لپاره پر سفر ځې؛ نو له مېرمن سره دې کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې ستا پر ضد د هر ظالم مرستندوى وي. علي! له مېرمن سره دې د دوشنبې پر ورځ کوروالى کوه؛ ځکه اولاد به دې د خداى د کتاب حافظ شي او د خداى په مقدارتو به راضي کېږي. علي ! که له مېرمن سره دې دسه شنې پر ورځ کوروالى وکړ؛ نو اولاد به دې د ( (لا اله – الا الله او محمد رسول الله (ص)) تر شهادت روسته، خداى شهادت ورروزي کړي، په مشرکانو به يې ونه ځوروي او خداى به هغه خوږبويه، خوږ ژبى، زړه سواند اوسخي کړي، غيبت به نه کوي، دروغ به نه وايي او تورونه به نه تپي. علي! که له مېرمن سره دې د پنج شنبې پر شپه کوروالى وکړ او اولاد دې وشي؛ نو “واکمن” يا “عالم”کېږي او که د پنجشنبې پر ماسپښين ورسره کوروالى وکړې او اولاد دې وشي؛ نو تر زړښت پورې ورته شيطان نه نږدې کېږي او پالندوى کېږي او خداى به يې د دين او دنيا سلامتي ور پر برخه کړي. علي! که له مېرمن سره دې د جمعې پر شپه کوروالى وکړ اولاد به دې مشهور او عالم کېږي او که پر همدې شپه تر ماسخوتن روسته کوروالى وکړې اولا به د دې که خداى وغواړي؛ نابغه شي. علي! له مېرمن سره دې د شپې په لومړيو کې کوروالى مه کوه اولاد به دې شونې ده، چې کوډګر شي او دنيا پر آخرت غوره وګڼي. علي ! دا وصيت مې ياد لره؛ لکه څنګه چې جبرئيل راته ويلي و او ياد کړى مې دى [234].

 

 

 

 

 

اړپیچیزه ارواپوهنه

د يوه انساني روح په نامه د ښځې په ارواپوهنې پورې اړوند مسايل، ډېر پېچلې دي، په تېره دې ته په پامنيوي، چې ښځينه او نارينه روحيه سره اړپېچ لري، په كومو ځايونو كې چې دا انساني روح سره يو شان او په كومو كې چې اړپېچ لري؛ نو ارزونه يې يو مهم چار دى؛ ځکه نارينه او ښځينه جنس په عين حال كې چې يوګوني او د انساني روح درلودونكي دي، بنسټيزې اړپېچي وجهې هم لري، چې د پلټنې وړ دي او له دې ليدلوري، د ښځينه اروا د اړخونو څېړل يو ستر چار دى، چې زغمناك كار پوهان غواړي، چې د اړپېچونو وجهه يې رابرسېره كړې.

په دې باب څېړنې شوي او كتابونه هم كښل شوي دي؛ خو بايد دا علمي خوځښت دوام ومومي او اسلامي پوهان دې دا موضوع له اسلامي ښوونو سره وارزوي او دا څېړنې ددې لاملېږي، چې حقوقپوهان او ټولنپوهان، د ښځې د مقام په ټاكنه كې بې لارې نشي او د افراط او تفريط لار خپله نه كړي.

دلته يې په لنډو ځينو توپيرونو ته اشاره كوو:

1_ د نجلۍ او هلك وده:

كارپوهان وايي: ((… تر هلكانو د نجونو وده ګړندۍ وي، په دې مانا، چې تر هلكانو په نجونو كې د هډوكو د جوړښت وده، د غاښونو راختل او د تناسلي غددو وده ګړندۍ ده، د ماشومتوب او بلوغ په پېر كې تر هلكانو د نجونو منځنى مخكې والى (سبقت) د يو يا دوو كالو په حدودو كې دى…[235]))

2_ بدني ځواك او كاري وس:

بېشكه په انساني يا حيواني موجوداتو كې، د نارينه جنس بدني ځواك ډېر دى؛ نو ځكه سختو هلو ځلو ته ځان نيواى شي او په عمل كې دا ډګر د مذكر (نر) جنس دى.

3_ جنسي غدد:

په نارينه او ښځو كې د تناسلي غددو وضعيت توپير لري او هر يو د نسلي پايښت جلا جلا ذمه واري لري، له زماني پلوه د نارينه او ښځو د لارو چارو تر منځ ډېر توپير شته او همدا راز د ارثي خويو په لېږد كې يې اغېز، چې دا موضوع د نر او ښځې پر تن، اروا، عاطفي، ذوق، سليقې او هنري احساس، ژور اغېز لري، چې په پايله كې د ښځې او نر په وګړه كې اغېزمنه ده او له دواړو جنسونو، دوه ګونې وګړې جوړ وي.

4_ عاطفي اړخ:

په ډاګه ده، چې په عاطفي اړخ كې، ښځه او نر، ډېر توپيرونه لري، ښځې له ډېرو عواطفو برخمنې دي از ژر له احساسي او عاطفي صحنو اغېزمنېږي.

په دواړو جنسونو كې يې عاطفي ارزښتونه، په جنسيتي ډول پورې تړاو لري، ښځه په ښځينه ليد او روحيه ژوند او انساني مسايلو ته ويني او نر يې د نارينه په روحيې؛ نو داچې جنسي ځانګړنې د نر او ښځې د ليد په څرنګوالي كې ډېره ونډه لري؛ نو دا پخپله د پيدايښت په غونډال كې يو ستر حكمت دى، چې ښځه له ډېرو عواطفو برخمنه وي، چې د نسل سازۍ او كورني جوړښت چارې ښه تنظيم او سمبال شي.

5_ د ناروغيو پر وړاندې مقاومت:

دواړه جنسونه په بدني ځواك او د ناروغيو پر وړاندې په مقاومت كې سره توپير لري. د مقاومت مقدار، د نر او ښځې په ژوند كې اغېزې لري ان د ژوند په څومروالي او څرنګوالي هم اغېز لري.

((په منځني ډول تر ښځې د يوه نارينه عمر اوه كاله لږ دى، ويينه دا ده، چې په دې چار كې، بيولوژيكي عوامل لاس لري که چاپېريالي؟ څېړنو ښوولې، چې د عضويتونو پر وړاندې تر نارينه و د ښځو مقاومت ډېر دى او ښايي دليل يې داوي، چې په كروموزونو كې يې ځانګړي جینونه وي؛ نوځكه يې مقاومت ډېر وي او بل داچې ښځې د ((استروجن)) هورمون له امله د نارينه په پرتله د زړګنيو حملو پر وړاندې مقاومت لري[236]))

6_ عقلي اړخ:

په نارينه او ښځه كې د مغزو وزن سره توپير لري. په ټولو خېلونو كې، د ښځې ككرۍ كوچنۍ او د نخاعي موادو مقدار يې تر نارينه لږ دى؛ نو ځكه يې په ټولو خېلونو كې تر نارينه و قد لنډ دى. په ټولو خېلونو كې يې له سلو تر دووسوو ګرامو تر نارينه و ماغزه لږ دي. دا په انساني ژوند كې يو واقعيت دى، چې دواړه جنسونه په عين يو رنګتوب كې دا توپيرونه لري او عين حكمت او عقلمني ده؛ ځکه دواړه جنسونه په مسووليتونو او ونډو كې په پرېمانه ګډون سره، هر يو ځانګړى مسووليت او ونډه هم لري، چې د پيدايښت غونډال د هر يو پر غاړې ور ايښي او ددې ځانګړنو مسووليتونو غوښتنه داده، چې په بدني جوړښت كې يې توپير شته او د غړيو څرنګوالى يې جلا جلا دى او دا يو نانټي حقيقت دى.

په علمي او فلسفي مسايلو كې ليدل شوي، چې د سترو فلسفي ښوونځيو بنسټګر نارينه وو او ستر اختراعات هم د نارينه و كار دى؛ خو په دېرو لږو استثنايي ځايونو كې دا يو جوت آر دى، چې په ژوند كې انساني نېکمرغۍ لپاره عقلي وده پکار ده، چې په ښځو كې هم دا وده شته؛ نو ځكه په هغو احكامو كې، چې شرط يې عقلي وده او سم درك دى، د ښځې او نر تر منځ څه توپير نشته. همدا راز داچې عقل د خداى او د هغه د نښو پيژندنې لپاره يې غوره وزله ده او انسان تلپاتې لوړ مانيزو ارزښتونو ته رسوي، په دې هكله هم د ښځې او نارينه ترمنځ څه توپير نشته. په قرآن كريم كې مؤمنان او مؤمنانې او… يو د بل تر څنګ راغلي، او دا حقيقت راڅرګندوي، چې په ديني تكامل كې نر او ښځه سره برابر دي د بېلګلې په توګه:

اسلام په وټيزو چارو كې شرط، عقلي وده ګڼلې ده او دا په هغو احكامو كې اوڅار شوی، چې په جنسي بلوغ او ټولنيز بلوغ پورې اړوند دي. تر جنسي ودې او بلوغ، ټولنيز او عقلاني بلوغ او وده غوره او متكامله ده. قرآن كريم وټيزو مسايلو ته اهميت وركوي؛ نو ځكه يې شرط پكې عقلي بلوغ ګڼلى دى. په دې وده كې، د نجونې او هلك ترمنځ څه توپير نشته، دواړو، چې كله هم عقلي وده ومونده، خپله پانګه په لاس كې نيواى او په وټيزو فعاليتونو كې ګډون كړاى شي.

د امام مهدي عليه السلام د راښكاره كېدو او د ارماني ټولنې د جوړښت په پير كې ښځې هم د فقاهت او دين پوهنې په ډګر كې له لوړ مقامه برخمنې دي.

 امام باقر (رح) وايي: ((د حضرت مهدي په واكمنۍ كې ټولو خلكو ته حكمت او پوهه ورښوول كېږي، تر دې چې ښځې په كورونو كې د خداى په كتاب او نبوي سنتو، ورمندون كوي[237]))

داچې د قضاوت لازم شرط، فقاهت او د احكامو سمه پېژندنه ده؛ نو ځكه دا روايت مو په ګانده كې د ښځو له فقهي مقامه خبر وي.

7_ په ځينو نورو څيزونو كې يې توپير:

((د ذهني ازمېينو په تقريري برخه كې نجونې ډېرې نمرې وړي. د نجونو ذهني وده ډېرى په تقرير پيلېږي. حال دا د هلكانو ذهني وده په عملي مهارتونو تر سره كېږي…

په رياضي ازمېينو كې، نارينه مخكې دي، د رياضي مسايل، چې په تقريري بڼه اوڅار شي، نجونې له هلكانو سره برابرې ښيي؛ خو هلكان له اعدادو او هندسي انځورونو سره په مخامخېدو كې تر نجونو مخكې دي.

په فضايي هندسه كې په منځني ډول هلكان تر نجونو وړاندې دي.

د نجونو او ښځو په زړه پورې ځانګړنه داده، چې داسې څيزونه لنډمهاله په خپله حافظه كې ساتي، چې يو له بل سره هېڅ تړاو نلري او پخپله هم ورپورې څه تړاو نه لري؛ خو هلكان، په دوى پورې اړوند څيزونه يا هغه څيزونه، چې يو له بل سره منطقي اړيكه ولري. د لنډ وخت لپاره په حافظه كې ساتلاى شي؛ نو د همدې ځواك په درلودو ښځه د منشيتوب چارې ښه تر سره كولاى شي. نجونې درسي مطالب كه پوه پرې شي که نه؛ ښه يې حفظوي؛ خو هلكان هڅه كوي، چې لومړى د مطالبو ترمنځ منطقي اړيكه رادبره كړي او بيا يې حفظ كړي[238])).

8_ ټولنيز چلن:

((د امريكا په متحدو ايالاتو كې له 32 كلنو (1933_ 1965 ز) څېړنو څرګندېږي، چې نارينه تل تر ښځو غوسناك دي؛ خو ښځې يوازې بد ژبې دي، په دې مانا ښځې د نارينه په پرتله، چې كله په غوسه شي؛ نو كنځي، خو نارينه سوكان او لغتې وهي…)).

دلته د ګورن هوت يوې انديالې ښځې خبرې راوړو، چې په ټولنيز چلن كې د ښځې او نارينه و تر منځ توپير راښيي:

((ښځه د بدني جوړښت، فيزيولوژي او ارواپوهنې له اړخه له نارينه سره څرګند توپير لري او دا توپيرونه لامل شوي، چې د ښځې ټولنيزه ونډه، بې له نارينه وي[239]))

د ښځې او نارینه توپیر (۱)

د ښځې او نارینه توپیر، څومره خوشې خبره ده! ښکاري اوس هم په شاوخوا کې داسې وګړي وي، چې د منځنۍ پېړیو فکر ولري او د ښځې او نارینه د توپیر په زوړ او چینجو وهلي فکر پسې ځي او انګېري، چې ښځه او نارینه يو له بل سره توپیر لري او ښايي د منځنیو پېړیو د خلکو په څېر انګېرنه لري، چې ښځه یو پرېوتی موجود دي او بشپړ انسان نه دی، ښځه د انسان او څاروي ترمنځ برزخ دی او دا وړتیا نه لري، چې په ژوند کې ازاده او خپلواکه اوسي او د نارینه تر څارنې لاندې دې وي، حال دا نن دا تاریخ تېرې خبرې دي. نن جوته شوې، چې دا ټولې خبرې هسې تور او ټګۍ برګۍ وې، نن ازباد شوې، چې اپوټه ښځه غوره جنس او نارینه پرېوتې او نیمګړی جنس دی.

نه صېبه! د علومو له اپوټه دومره پرمختګ سره د ښځې او نارینه توپیرونه لاپسې روښانه شوي دي. دا تور او ټګي نه ده؛ بلکې علمي او تجربي حقایق دي؛ خو دا توپیرونه په دې پورې اړه نه لري، چې یو یې غوره جنس او بل یې پرېوتی او نیمګړی دی. له دې توپېرونو، د خلقت قانون بله موخه لري او ځکه یې رامنځ ته کړي، چې د ښځې او نارینه کورنی پیوند لاپسې مضبوط کړي او د یووالي سټه یې په غوره توګه کېږدي. د خلقت قانون؛ ځکه دا توپیرونه رامنځ ته کړي، چې پخپل لاس په ښځه او نارینه کورني حقوق او دندې وویشي. د خلقت قانون دا توپیرونه د هغه توپیرونو په څېر رامنځ ته کړي؛ لکه د بدن په غړیو کې، چې اختلاف دی. که د خلقت قانون سترګه، غوږ، لاس، پښه او د ملا تیر په ځانګړي حالت کې ایښي؛ نو له دې امله نه و، چې په دوه سترګو یې ورته کتل او په اړه یې توکمیز نظر درلود چې یو تر پښو لاندې کړي او بل نه.

 

دا تناسب دی، که نیمګړتیا او کمال؟

دا مې حیرانوي، ځینې ټینګار کوي، چې د ښځې او نارینه توپیرونه د دوی په جسمي او اروايي او د ښځې د نیمګړتیا او د نارینه په بشپړوالي پورې وتړي، داسې ښيي، چې د خلقت قانون د مصلحت له مخې ښځه نیمګړې پنځولې ده.

د ښځې د نیمګړتیا (ناقص الخلقه) خبره مخکې له دې، چې په موږ ختیځوالو کې اوڅار- مطرح وي، په لویدیځوالو کې لا له پخوا نوموتې وه. دا چې ښځه نیمګړې ده، د لویديځوالو نارې او سورې تر اسمانه پورته شوې. کله یې د دین او کلیسا په ژبه ویل: “ ښځه له دې امله، چې ښځه ده باید شرمساره وي. ” کله یې وویل: “ ښځه هماغه موجود دی، چې اوږدې زلفې او لنډ عقل لري، ښځه روستی وحشي موجود دی، چې نارینه اهلي کړې، ښځه د څاروي او انسان ترمنځ برزخ دی. ”

له دې ټولو عجیبه خو دا ده، چې اوس لویدیځوال یو سل او اتیا درجې څرخېدلي او په زرګونو دلایلو غواړي، ثابت کړي، چې نارینه نیمګړی (ناقص الخلقه) او پرېوتې او ښځه بشپړه او غوره ده.

که د “اشلي مونتاګو” “ښځه غوره جنس” اثر مو لوستې وي؛ نو لیکوال څومره په زورونو غواړي جوته کړي، چې ښځه تر نارینه بشپړه ده.

ولې یوه ورځ ښځه دومره خواره او پرېوتې ګڼي او بله ورځ دې ته اړ شي، چې په ښځې پورې تړلې ټولې نیمګړتیاوې لرې او پر نارینه یې وتپي؟ څه اړتیا ده، چې د ښځې او نارینه توپیرونه د یو جنس نیمګړوالی او د بل بشپړوالی وګڼو، چې اړ شو، کله د نارینه او کله هم د ښځې تر شا ودرېږو.

“اشلي مونتاګو” له یوې خوا ټینګار کوي، چې ښځه د جنس له اړخه تر نارینه غوره وښيي او بلخوا د نارینه امتیازات د طبیعت لاملو نه؛ بلکې د تاریخي او ټولنیزو لاملونو زېږنده ګڼي.

په هر حال د نارینه او ښځې توپیرونه، نه نیمګړتیا ده او نه کمال؛ بلکې “تناسب” دی. د خلقت قانون غوښتي، چې په دې توپیرونو د ښځې او نارینه ترمنځ ډېر تناسب رامنځ ته کړي، چې دواړه ګډ ژوند ته جوړ شوي او ناواده ژوند کول د خلقت له قانونه اوړېدنه دی.

 

د افلاطون نظریه

دا څه نوې مسئله نه ده، چې په پېر کې به مو اوڅار شوي وي، لږ تر لږه دوه زره او څلور سوه کاله مخینه لري؛ ځکه همدا مسئاله په همدې بڼه د افلاطون د “جمهوریت” په کتاب کې راغلې ده.

افلاطون په زغرده وايي: ښځه او نارینه مشابه- ورته استعدادونه لري او ښځې کړای شي هماغه دندې ترسره کړي، چې نارینه یې ترسره کوي او له هماغو حقوقو برخمنه شي، چې نارینه ترې برخمن دی.

په شلمې پېړۍ کې، چې د ښځې په اړه کوم نوي افکار راټوکېدلي او، ان د فکرونو هغه برخه، چې د شلمې پېړۍ د خلکو په اند سخت درېزه او د منلو وړ نه ده؛ نو د دې ټولو جرړه د افلاطون په افکارو کې ده، چې د فلسفې پلار ګڼل کېږي او د څارونکیو د حيرانتیا وړ هم ګرځېدلې ده. افلاطون د “جمهویت” په پینځم اثر کې ان د ښځې او زوی د اشتراکیت په اړه، د توکم – نژاد د سمونې، د نسل د ښه والي او ځینې نارینه او ښځې له جنسي غړیو بې برخې کول او جنسي قوه یوازې هغو ته ورکول، چې له سترو ځانګړنو برخمن وي، له کورني چاپېریاله بهر د اولاد روزنې او د مستۍ او ولولې په ټاکلي عمر کې ښځې او نارینه ته د جنسي غړیو برابرونه په باب ویینه کړې ده.افلاطون ګړوهن دی؛ لکه څرنګه چې نارینه و ته د جګړې ښوونه کېږي، ښځو ته دې هم وشي او لکه څرنګه چې نارینه د لوبو په سیالیو کې ګډون کوي، ښځې دې هم وکړي.

د افلاطون په وینا کې دوه ټکي دي: یو دا چې منښته کوي، که جسمي ځواک، اروايي یا هم دماغي وي، تر نارینه و، ښځې کمزوري ‏دي؛ یعنې د “کمي” یا څومره والي له اړخه د ښځې او نارینه په توپیر منښته کوي، که څه هم په استعدادونو کې یې د څرنګوالي له توپیر سره مخالف دی. افلاطون ګړوهن دی، هغه استعدادونه، چې په ښځه او نارینه کې دي، د یو بل په څېر دي؛ خو ښځې په هر برخه کې تر نارینه و کمزوري دي او دا د دې لاملېدای نشي، چې ښځه او نارینه دې پر بېلابېلو کارونو بوخت شي.

دا چې تر نارینه، ښځه کمزورې پنځول شوې؛ نو افلاطون له خدایه شکر کوي، چې نارینه پنځول شوی نه ښځه او وايي: “ د خدای شکر، چې یونانى پنځول شوی وم، نه غیر یونانی، آزاد نړۍ ته راغلی یم نه مری او نارینه پنځول شوی یم نه ښځه.”

داچې افلاطون د نسل د سموالي، د ښځې او نارینه د ا ستعدادونو د یو شان روزنې، د ښځې او زوی د اشتراکیت په اړه څه هم ویلي، په واکمنې طبقې پورې اړه لري؛ یعنې واکمن فیلسوفان، چې افلاطون یې د حکومت کولو وړ بولي؛ لکه څرنګه چې پوهېږو افلاطون په سیاست کې د “دموکراسۍ” نه؛ بلکې “اریستوکراسۍ” پلوی دی. څه چې افلاطون پورته وویل، د “اریستوکرات” پوړ په اړه ول او د “غیر اریستو کرات” پوړ په اړه بل شان نظر لري.

 

افلاطون او ارسطو؛ یو د بل پر وړاندې

تر افلاطون روسته زده کړیال یې ارسطو دی، چې ګروهنې او څرګندونې يې له پخوا راپاتې دي. ارسطو په خپل کتاب”سیاست” کې د ښځې او نارینه د توپیرونو په اړه څرګندونه ‏کړې او د خپل استاد له ګروهو‏ سره یې سخت مخالفت ښوولی دی. ارسطو ګړوهن دی، چې د ښځې او نارینه توپیر یوازې د څومره والي په اړخ کې نه؛ بلکې په څرنګوالي کې هم دی وايي: “ د ښځې او نارینه استعدادونه سره توپیر لري او هغه دندې، چې د خلقت قانون ورته ټاکلي او کوم حقوق یې، چې ورته ښوولي په ډېرو برخو کې توپیر لري” د ارسطو په ګروهه د ښځې او نارینه اخلاقي فضایل په ډېرو برخو کې توپیر لري. یو خوی کېدای شي نارینه ته فضیلت وي او ښځې ته نه وي او اپوټه بل خوی ‏ممکن ښځې ته فضیلت او نارینه ته نه وي.

په پخوانۍ نړۍ کې ارسطو د افلاطون څرګندونې‏ له منځه یووړې او روسته نور پوهان راغلل او د افلاطون په پرتله یې د ارسطو څرګندونو ته غوروای ورکړ.

 

اوسنی نظر

پورته چې څه وویل شو، په لرغونې نړۍ پورې یې اړه درلوده، اوس وینو، چې نوې نړۍ څه وايي. نوې نړۍ یوازې په اټکل پورې نه نښلي سروکار یې له مشاهدې، ازمېنې، شمېرنې او عیني مطالعاتو سره دی. په نوې نړۍ کې د طب، اروايي او ټولنیزو ژورو مطالعاتو له لارې د ښځې او نارینه ترمنځ لاپسې ډېر او پراخه توپیرونه موندل شوي، چې پخوانۍ نړۍ ترې خبره نه وه.

لرغونې نړۍ که ښځه او نارینه ارزاوه، چې یو یې پېړ اندام لري او بل یې نازک، یو یې تریخ او بل یې نرم، یو یې لوړ او بل یې ټیټ، د یو اواز ډبل او د بل نری، په یو ډېر وېښتان ول او په بل نه؛ نو یوازې له هم دې اړخه و او تر دې ‏نه تېرېدل. د بلوغ له پېره یې د دوی توپیرونه په پام کې نیول او یا یې هم د عقل او احساساتو له اړخه د دوی توپیرونه شمېرل، نارینه یې د عقل او ښځه یې د مینې ښکارندوی ګڼله؛ خو نن پر دې سربېره نورې برخې هم موندل شوي او جوته شوې، چې د ښځې او نارینه نړۍ په ډېرو برخو کې توپیر لري.

موږ به د ښځې او نارینه ترمنځ د توپیرونو ټولګه، چې د څېړونکیو له لیکنو مو لاس ته راوړې، دلته ووایو او بیا به ددې توپیرونو فلسفه وڅېړو، چې څومره د طبیعت او څومره د تاریخي، کلتوري او ټولنیزو لاملونو زېږنده ده. که څه هم هر څوک ددې توپېرونو ځینې برخې په لږې مطالعې او تجربې لاس ته راوړای شي او ځینې یې ډاګېزه او د نمښتې-انکار وړ نه دي.

 

 

دوه ګونیتوب:

له جسمي اړخه

نارینه په منځني ډول غټ او ښځې کوچني غړي لري. د نارینه ونه لوړه او د ښځې ټیټه وي. نارینه ترخ مزاجه او ښځه نرم مزاجه وي. د نارینه غږ ډبل او د ښځې نری وي.د ښځې د بدن وده چټکه او د نارینه ورو وي، ان ویل کېږي، چې د انجلۍ جنین د هلک په پرتله ژر وده کوي، د ښځې په پرتله د نارینه د غړیو او د بدن د قوې وده ډېره ده، د ډېرو ناروغیو پر وړاندې د نارینه په پرتله د ښځې مقاومت ډېر دی. ښځه د نارینه په پرتله ډېر ژر بلوغ ته رسي او د نارینه په پرتله ډېر ژر هم د نسل په تولید کې پر شا ځي. د هلک په پرتله انجلۍ ژر په خبرو راځي، د نارینه منځني ماغزه د ښځو تر منځني ماغزو لویی دي؛ خو له ټول بدن سره د مغزو نسبت په پام کې نېونې سره، د ښځې ماغزه تر نارینه و لویی دي. د ښځې په پرتله د نارینه سږي ډېره هوا راکاږي، د ښځې د زړه ټکان تر نارینه چټک دی.

 

له اروايي اړخه

ادمان ‏، ښکار او خوځنده ‏ کارونو ته تر ښځې د نارینه لېوالتیا ډېره ده. د نارینه احساسات له جنګ جګړې او د ښځې له سولې او بانډاره ډک دي. نارینه ډېر تېری کوونکی او تڼتڼی-کوکاری او ښځه ارامه او چوپ ده. ښځه د نورو او ځان په هکله له زورزیاتي-اورګاوۍ ډډه کوي؛ ځکه د نارینه و په پرتله پکې ځان وژنې هم کمې دي. نارینه د ځان وژنې په کیفیت-څرنګوالي کې تر ښځو ځیګه دي. نارینه په پړي، ټوپک او له جیګ ځایه په ځان راګوزارونې او ښځې په خوب راوړونکیو مواردو او افیون ځان وژني. د نارینه په پرتله د ښځې احساسات ‏ایشنده دي. د نارینه په پرتله ښځه ژر په هیجان راځي؛ یعنې په هغه چارو کې، چې په زړه پورې یې وي یا ترې وېرېږي، ډېر ژر تر خپلو احساساتو لاندې راځي او د ښځې په پرتله نارینه یخ مزاجه وي. د نارینه پرخلاف، ښځه له سینګار، ګاڼو، ښکلا او بېلابېل ډولونو سره ډېره مینه لري. د نارینه په پرتله د ښځې احساسات ټکني دي.د نارینه په پرتله ښځه ډېره د احتیاط خاونده، دینداره، لوی ژبې-پرحرفه، ډارنه او تشریفاتي ده.ښځه د مور احساسات لري او دا احساسات پکې له ماشومتوبه ښکاري. د نارینه په پرتله کور او کورني چاپېریال ته د ښځې پام ډېر وي. ښځه په استدلالي علومو او وچو عقلي مسایلو کې نارینه ته نشي رسېدای؛ خو په ادبیاتو او نقاشۍ کې، چې له ذوق سره یې برابر دي، تر نارینه کمه نه ده.د ښځې په پرتله نارینه د راز ساتلو ډېر ځواک لري او خپګاني رازونه ساتي؛ ځکه د ښځو په پرتله په نارینه و کې د پټ راز ساتنې ناروغۍ ډېرې دي. د نارینه په پرتله د ښځې زړه نری دی او سملاسي ژاړي او کله نا کله هم بېسده کېږي.

 

(یو د بل پر وړاندې) د احساساتو له نظره

نارینه د شهوت بنده دی او ښځه د نارینه د مینې بندیوانه ده. د نارینه هغه ښځه خوښه وي، چې نامهوړی یې خوښ کړی وي او ښځه هغه نارینه خوښوي، چې د هغې په ارزښت پوه شوی وي او خپله دوستي یې ورسره له مخکې اعلان کړې وي. نارینه غواړي د ښځې خاوند وي ‏او ښځه غواړي د نارینه زړه تر خپلې ولکې لاندې راولي او د زړه له لارې پرې واکمنه شي. نارینه غواړي د ښځې پر سر واکمن شي او ښځه غواړي د نارینه په زړه کې ورننوځي. ښځه له نارینه مړانه غواړي او نارینه له ښځې ښکلا او زړه وړنه‏. ښځه ځان ته د نارینه ملاتړ ‏تر ټولو ګران څیز بولي. د نارینه په پرتله ښځه ډېره پر خپل شهوت واکمنه ده. د نارینه شهوت لومړنی او یرغليز دی او د ښځې شهوت انفعالي او راپارونکی دی.

 

د ښځې او نارینه توپېرونه(۲)

 مشهور امریکايي اروايي پروفیسر”ریک” د ښځې او نارینه پر حالاتو په کلونو څېړنې کړي او د ښځې او نارینه په اړه یې بې شماره توپیرونه په خپل کتاب کې کښلي دي وايي: “ د نارینه نړۍ له ښځې سره بشپړ توپیر لري، که ښځه د نارینه په څېر فکر نشي کړای، دا ځکه، چې نړۍ یې سره توپیر لري. په تورات کې راغلي: ښځه او نارینه له یوې غوښې پیدا شوي دي. ”

سمه ده، چې دواړه له یوې غوښې پیدا شوي؛ خو بېل بېل جسمونه لري او د ترکیب او تړښت له امله يو له بل سره توپیر لري. پردې سربېره، احساس یې هم یو شان نه دی او د پېښو پر وړاندې کله هم یو شان غبرګونه نه ښيي. ښځه او نارینه د خپلو رسمي غوښتنو له مخې بېلا بېلې کړنې کوي او د دوه ستوریو په څېر په دوو بېلابېلو مدارو کې حرکت کوي. دوی کړای شي، چې یو بل وپېژني او د یو بل مکمل اوسي؛ خو کله هم سره نه یو کېږي، د همدې دلیل له مخې ښځه او نارینه کړای شي یو له بل سره ژوند وکړي، په یو بل مین اوسي او د یو بل له اخلاقو او صفتونو ستړي او خپه نشي. پروفیسر “ریک” د ښځې او نارینه د روحیې توپیرونه داسې ښوولي دي:

“نارینه ته دا ستړی کوونکى دى، چې تل له هغې ښځې سره وي، چې خوښه یې وي؛ خو ښځې ته تر دې بل لوړ خوند نشته، چې تل د خپل خوښ شوی نارینه په څنګ کې وي. نارینه غواړي، چې هر ورځ پر هماغه همېشني شکل پاتې شي؛ خو ښځه غواړي، چې تل تانده وي او هر ګهیځ په نوې څېره له کټه راپاسي. ګرانې! زړه ته مې نږدې یې، دا تر ټولو ښه غونډله ده، چې نارینه یې ښځې ته وايي. درباندې ویاړم، دا تر ټولو ښکلې غونډله ده، چې ښځه یې خپل خوښمن نارینه ته وايي. د نورو ښځو په اند هغه نارینه ورته جالب ښکاري، چې څو معشوقې یې درلودې؛ خو د نارینه و هغه ښځه بدې راځي، چې په ژوند کې یې ډېر نارینه تېر شوي وي. نارینه، چې زاړه شي د بدمرغۍ احساس کوي؛ ځکه خپله ډډه؛ یعنې کار له لاسه ورکوي؛ خو زړې ښځې خوښي احساسوي؛ ځکه په اند یې تر ټولو ښه څیزونه لري؛ لکه کور او لمسي. په ټولنه کې د درناوۍ وړ مقام او شخصیت لاس ته راوړل د نارینه و په اند نېکمرغي ګڼل کېږي؛ خو ښځې ته نېکمرغي؛ یعنې دا چې د نارینه زړه لاس ته راوړي او ټول عمر یې وساتي. نارینه تل غواړي، چې خوښه کړې ښځه خپل دین او ملیت ته راواړوي، ښځې ته؛ لکه څرنګه چې تر واده روسته د خپل کورني نامه بدلول اسان دي؛ نو همدا شان د خپل خوښ کړای شوي نارینه له کبله ورته د خپل ملیت او دین بدلول هم اسان دي. ”

 

د خلقت شاهکار

 بې له دې چې د ښځې او نارینه توپیرونه، په کورني ژوند کې یې، د حقوقو او مسولیتونو د توپیر لامل ګرځي که نه، دا مسئاله له بېخه د خلقت له عجیبه شاهکارو او د “توحید” او خدای پوهنې زده کړه ده، د جهان د مدبرانه او حکیمانه نظام له نښو او ددې څرګنده بېلګه ده، چې د خلقت بهیر تصادفي نه دی او طبیعت خپل بهیرونه په ړندو سترګو پر مخ نه بیايي؛ نو دا ددې خبرې روڼ دلیل، چې بې د “غايي- علت” آر له لاسوهنې ‏ د نړۍ ښکارندې – پدیدې د تفسیر وړ نه دي.

دا چې د پنځون ستر غونډال خپلې موخې ته ورسي او نوع وساتي، د نسل د پیداوار (تولید) ستر سیستم یې رامنځ ته کړی، تل له خپلې کارخانې د نر او ښځې جنس تولیدوي.

 تر کومه چې د نسل پایښت او د دو جنسونو (په تېره انسان) دوام د یو بل ګډکار او مرستې ته اړتیا لري او دا چې دا دواړه جنسونه د یو بل مرستې ته راوبلي؛ نو د دوی د یووالي طرح یې ورکړې. ځانمني او د ګټې غوښتنه چې د هر ژوندي لازمه ده، په خدمت، مرستې او تېرېدنې واړوي، دواړه یې داسې پیدا کړي، چې يو له بل سره ګډ ژوند وکړي، دا چې دا طرح پوره عملي شي او د دواړو بدن او روح په غوره توګه يو له بل سره ونښلوي؛ نو د دواړو په بدن او روح کې یې عجیبه توپیرونه ایښي او همدا توپیرونه دوی یو بل ته لاپسې ورماتوي او پر یو بل مینېږي.

 که ښځې د نارینه په څېر، بدن، خلق او خوی درلودای؛ نو دا به لرې خبره وه، چې نارینه خپل خدمت ته اړ کړي او د ځان په رسېدون – وصال پسې یې لیونی کړي او که نارینه هم د ښځې په څېر بدن او اروا درلودای؛ نو ناشونې وه، چې ښځه یې د خپل ژوند اتل وګڼي او د مېړه زړه لاس ته راوړنه ‏یې د ځان تر ټولو ستر هنر ګڼلی وای.

نارینه د نړی رانیوونکی- جهانګیر او ښځه د نارینه رانیوونکې- مردګیره پنځول شوې ده.

د خلقت قانون، ښځه او نارینه د یو بل غوښتونکي او مینوال کړي؛ خو نه هغه مینه او تړاو، چې له څيزونو سره یې لري. هغه علاقه – تړاو، چې انسان یې له څیزونو سره لري، چې له ځانمنۍ یې راټوکېدلې؛ یعنې انسان څیزونه ځان ته غواړي او د اوزارو په سترګه ورته ګوري او له ځانه یې بلهاروی- قربانوي؛ خو د ښځې او مېړه تړاو داسې دی، چې د یو بل نېکمرغي او سوکالي غواړي او یو بل ته له تېرېدنې او سرښندنې خوند اخلي.

 

تر شهوته لوړ پیوند

عجیبه ده، ځینې د شهوت او ډېرې لورنې- رافت ترمنځ توپیر نشي کړای، انګېري، څه چې ښځه او مېړه يو له بل سره نښلوي، یوازې تمه او شهوت دی، د ګومارنې او ګټنې حس دی او دا هماغه څه دي، چې انسان له خوراک څښاک، جامو او مرکوباتو سره نښلوي. دوی نه پوهېږي، چې په طبیعت کې تر ځانمنۍ او ګټې غوښتنې نور تړاونه هم شته، چې له ځانمنۍ نه؛ بلکې له نېغ تړاوه راټوکېږي. همدا تړاونه -علایق دي، چې د سرښندنو، تېرېدنې، د ځان د کړاو او د بل د سوکالۍ او هوساینې بنسټ ګرځي. همدا تړاونه د انسان د انسانیت ښکارندوی دي که نه تر کومه، چې په جوړې ‏او اولاد پورې تړاو لري؛ نو دا خو په څارویو ‏کې هم تر سترګو کېږي.

دا وګړي انګېري، چې نارینه تل ښځې ته په هماغه سترګه ګوري؛ لکه یو غربی ځوان، چې ګوري؛ یعنې یوازې شهوت دی، چې ‏ دواړه یې یو له بل سره نښلولي دي، حال دا تر شهوته لوړ بل پیوند دی، چې د دوی د یووالي بنسټ جوړوي چې قرآن د “ مودت او رحمت” په نامه یاد کړی دی.وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَوَدَّةً وَرَحْمَةً [240]: او له نښو یې داده، چې ور ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو! په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي.

څومره تېروتنه ده، چې د ښځې او نارینه د اړیکو تاریخ یوازې د ګومارنې او زبېښاک د حس له نظره او د تنازع بقا د آر پر بنسټ تفسیر کړو. په دې اړه څومره خوشې خبرې شوي دي. زه چې ځینې لیکنې لولم، وینم چې د ښځې او نارینه د اړیکو د تاریخ په تفسیر کې یې، چې يوازېنی آر کارولی، دا د تضاد آر دی، (داسې فرضوي، چې ښځه او نارینه دوه بېل ټولنیز پوړونه دي، چې تل يو له بل سره په شخړه او جګړه کې دي. )؛ نو حيرانوي مې او په ناپوهۍ یې خواشینى یم. که د پلرونو او زامنو د اړیکو تاریخ د ګومارنې او زبېښاک له مخې تفسیر کړو؛ نو د مېرمنو ‏او مړونو اړیکې هم باید له دې نظره تفسیر کړو. دا سمه ده، چې تر ښځې، نارینه تل زرور و؛ خو د خلقت قانون نارینه له غریزي نظره داسې کړى، هغه ظلمونه، چې پر مریانو، ګاونډیو او ترلاس لاندیو یې کول؛ نو په مېرمن ‏او خپلو اولادو یې نشو کړای.

دا چې نارینه و پر ښځو ظلمونه کړي، ترې نمښتی- منکر نه یم، ددې ظلمونو له شوي تفسیره نمښتی یم. د تاریخ په اوږدو کې نارینه و پر ښځو ډېر ظلمونه کړي، دا چې خپل اولاد-کوړمه پرې خورا ګران و او د دوی نېکمرغي یې غوښته؛ خو بیا یې هم تېری پرې کاوه، چې جرړه یې په ګټه غوښتنه کې نه؛ بلکې په ناپوهۍ، تعصب او روږد کې وه.

 

د یو بل پر وړاندې د ښځې او نارینه د احساساتو دوه ګونیتوب‏

نه یوازې دا چې د ښځې او نارینه کورنی تړاو له څیزونو سره تر تړاوه توپیر لري؛ بلکې له یو بل سره یې تړاو هم ورته نه دی؛ یعنې له ښځې سره د نارینه د تړاو ډول، له نارینه سره د ښځې تر تړاوه توپیر لري. په دې چې تجاذب- ورماتېدنه دوه اړخیزه بڼه لري؛ خو د ناساکښو اجسامو اپوټه، دلته کوچنی جسم، غټ جسم ځان ته راکاږي. خلقت، نارینه د غوښتنې، مینې او طلب ښکارندوی او ښځه یې د محبوبیت او معشوقیت ښکارندوی کړې ده. د نارینه احساسات اړتیایزه- نیاز امیز او د ښځې نازخېزه دي. د نارینه احساسات طالبانه او د ښځې مطلوبانه دي.

په یوه ورځپاڼه کې راغلي ول، چې یوې روسۍ پېغلۍ ځان وژلی و، ورڅخه په پاتې لیک کې یې لیکلي و، تر اوسه کوم هلک ښکل کړې نه یم؛ نو ‏ژوند راته ‏ تریخ دی.

یوې انجلۍ ته له دې اړخه دا ستره ماتې ده، چې د نارینه نه ده خوښه شوې، ښکل کړې یې نه ده؛ خو زلمى کله له ژونده نهیلى کېږي؟دا چې کومې انجلې نه دی ښکل کړی؟ نه! هغه وخت چې انجلۍ یې نه وي ښکل کړي.

“ویل دورانت” وايي:که د انجلۍ توب ګټه یوازې په پوهه ‏کې وي او په طبیعي زړه وړنه او نیمه پوهېدنې چالاکۍ کې یې نه وي؛ نو په مېړه موندنه کې به بریالۍ نشي، د پوهنتون شپېته سلنه ښځې بې مېړه پاتېږي، زیاتوي: “مېرمن مونیا کوالوسکی” ستره پوهانده ‏وه او ګیله یې کوله، چې چا ورسره واده نه دی کړی او ویل یې: (ولې د چا نه خوښېږم؟ زه تر ډېرو ښځو غوره یم؛ خو بیا هم له ډېری کم اهمیته ښځو سره مینه کېږي او خوښېږي او زه نه یم. ) ګورﺉ، چې ددې ښځې د ماتېدنې احساس د نارینه د ماتېدنې له احساس سره توپیر لري. وايي: ولې د چا نه خوښېږم؟”

نارینه هله د مېړه او ښځې په ژوند کې ماته خوري، چې زړه ته نژدې ښځه یې نه وي موندلې او که موندلې یې هم وي، پخپل موټي کې په نیوو یې برلاس شوى نه وي.

دا ‏هر څه فلسفه لري: ژور او مضبوط یووالی او پیوند. نو دا پیوند ولې؟ ‏دا ځکه چې نارینه او ښځه له ژونده نور خوند هم واخلي؟ نه، یوازې دا پېوستون ښه دی؛ بلکې ‏د انساني ټولنې نچوړ او د راتلونکي کهول د روزنې بنسټ پر همدې ایښول شوی دی.

 

د یوې ارواپوهې مېرمن څرګندونه

ارواپوهه مېرمن “کلیودالسون” وايي: “ د مېرمنې ارواپوهې په توګه، تر ټولو ستر تړاو-علاقه مې د نارینه و د ‏روحیي څېړنه ‏ده، څه موده مخکې دنده راکړه شوه، چې د ښځې او نارینه د اروايي لاملو په اړه څېړنه وکړم او دې پاېلې ته ورسېدم:

۱- ټولې ښځې مینوالې ‏دي، چې د نارینه تر څارنې لاندې کار وکړي او دا چې د یو رئیس تر څارنې لاندې کار وکړي، دا یې ډېر ښه راځي.

۲- ټولې ښځې غواړي، وننګېري، چې وجود یې اغېزمن او د اړتیا وړ دی.

زما په ګروهه د ښځې دا دوه روحي اړتیاوې له دې واقعیته سرچینه اخلي، چې ښځې د احساساتو او نارینه د عقل ایل دي. ډېر لیدل شوي، چې ښځې د هوښیارتیا له مخې له نارینه و سره برابرې او کله هم په دې برخه کې ترې پورته هم دي. د ښځو د کمزورۍ ټکی یوازې احساسات یې دي. نارینه تل عملي فکر کوي، غوره ورمند-قضاوت کوي، ښه تنظيموونکې ‏دي او ښه لارښوونه کوي؛ نو پر ښځو د نارینه و روحي لوړوای ‏هغه څه دي، چې ‏طبیعت یې طراح دی. که ښځې څومره هم وغواړي، چې له دې واقعیت سره مبارزه وکړي؛ نو بې ګټې به وي. دا چې ښځې له نارینه و ډېرې حساسې دي؛ نو باید دا حقیقت ومني، چې په ژوند کې د نارینه و څارنې ته اړتیا لري. په ژوند کې د ښځو ستره موخه “تامین- برابرول” دى او چې دې موخې ته ورسېدې؛ نو له فعالیته لاس اخلي. دې موخې ته په رسېدو کې ښځه له خطرونو وېرېږي. وېره، یوازې هغه احساس دی، چې ښځه یې په لرې کولو کې مرستې ته اړتیا لري. هغه چارې‏، چې همېشنی اندنې ته اړتیا لري، ښځه ستړې ستومانه کوي.”

 

بېړنې خوځښت

هغه خوځښت، چې په اروپا کې د ښځو تر پښو لاندې شویو حقوقو د بیا اخستنې لپاره پیل شو، دا چې ناوخته یې په دې اړه فکر کړی و؛ نو دا خوځښت په بېړه ترسره شو. احساساتو مهلت ورنه کړ، چې علم په دې اړه خپل نظر ورکړي او لارښود یې شي؛ ځکه له وچو سره لامده هم وسوځېدل. دې خوځښت له ښځې یو لړ بدمرغۍ لرې کړې او ډېر حقوق یې ورکړل او بندې دروازې یې ور پرانستې؛ خو په بدل کې یې ښځې او بشري ټولنې ته نورې بدمرغۍ هم رامنځ ته کړې. دا څرګنده ده که په دې هکله بېړه نه وای شوې؛ نو د ښځې دا حقوق په غوره ډول هم ترلاسه کېدای شول او د روانې ناسمې وضع او له وحشتناکې راتلونکې به د دردمنو غږونه تر اسمانه نه پورته کېدل؛ خو دا هیله شته چې علم او پوهه خپله لمن وغوځوي او د ښځې خوځښت ددې پر ځای، چې له احساساتو سرچینه واخلي، له علم او پوهې سرچینه واخلي. په دې اړه د اروپايي پوهانو څرګندونې‏ مو هیلمنوي.

داسې ښکاري چې د ښځې او نارینه د اړیکو په هکله د لویدیځ مقلدین، چې نوې نیشه شوي، خپله لویدیځوال یې اوس د نېشې پېر تېروي.

 

د ویل دروانت څرګندونه

ویل دورانت د “د فلسفې خوندنو” کتاب په څلورمه برخه کې د جنسي او کورني مسایلو په اړه پراخه ویینه کړې، موږ یې دلته غورچاڼ راوړی، څو لوستونکي د لویديځو پوهانو له فکري بهیرونو خبر شي او له بېړه ییزو قضاوتو ډډه وکړي.

“ویل دورانت” په “عشق” کتاب اووم څپرکي کې وايي:

“ د عشق لومړی څرګنده ‏سندره د بلوغ په رارسېدو پېلېږي. ” پیوبرټي” چې په انګرېزۍ کې د بلوغ مانا ورکوي؛ خو د لاتینۍ اصل ته په ورپاملرنې د “ویښتانو د راختو” پر مانا ده؛ یعنې هغه عمر چې د هلک پر بدن ویښتان راشنه کېږي، په تېره پر سینه او مخ، چې زلمي پرې ویاړي او خروي یې. د ویښتانو څرنګوالى او څومره والی (له نورو چارو سره په برابرۍ) د توالد او تناسل په قدرت پورې اړه لري او په دې وخت کې د ژوند د خوښۍ احساس ډېر لوړ وي. د ويښتو دا ناڅاپه راشنه کېدل او ورسره د اواز ډبلوالی هغه دويمني جنسي صفتونه دي، چې د بلوغ پر مهال په هلکانو کې رامنځ ته کېږي؛ خو طبیعت په دې عمر کې انجونو ته نرموالى وربښي، چې سترګې حیرانوي، لګن خاصره یې پراخېږي، څو د موروالي چارې یې لاپسې اسانه شي او سینې یې غټېږېږي، چې ماشوم ته تی ورکونه یې اسانه شي. ددې ثانویه علتونو د راښکارېدو لامل څه دی؟ څوک نه پوهېږي؛ خو د پروفیسر “ستارلینګ” څرګندونې ‏په دې اړه پلویان موندلي دي، ددې نظریې له مخې تناسلي حجرې د بلوغ پر مهال نه یوازې هګۍ ‏او څاڅکى جوړوي؛ بلکې یو ډول هورمون هم وینې ته ورننباسي، چې د روحي او بدني ‏بدلون لامل ګرځي. په دې عمر کې نه یوازې بدن له نويو قواوو برخمنېږي؛ بلکې روح او خوی هم په زرګونو ډول اغېزمنېږي.

“رومن رولاند” وايي: “د ژوند په اوږدو کې داسې وخت رارسي، چې د نارینه په بدن ‏کې ورو بدلونه رامنځ ته کېږي او د ښځو په وجود کې هغه بدلونونه رامنځ ته کېږي، چې ومو ویل، زړورتیا او ځواکمني ‏نرم زړونه راخوټوي او نرمي او لطافت د زرورو لېوالیتا او هوس راپاروي. “

“دموسه” وايي: “ټول نارینه، دروغجن، مکار، لاپو شاپو والا او دوه مخي دي او ټولې ښځې ځان خوښې، ظاهر سازه او خیانتکارې دي؛ خو په نړۍ کې یوازې یو څیز ستر او سپېڅلی دی او هغه ددې دواړو نیمګړو موجوداتو یو له بل سره یوځای والی دی. “

په لویانو کې د جوړې لټونې اداب دا دي، چې نارینه، نیونې ته برید کوي او ښځې د زړه وړنې-دلبرۍ او غلونې لپاره په شا تګ کوي (که څه هم په ځینو ځایو کې استثناګانې شته) دا چې د نارینه طبع جګړیزه او ښکاري ده؛ نو عمل یې مثبت او یرغلیز دی او ښځه ورته هغه انعام دی، چې باید ویې تښتوي او مالک یې شي. جوړه لټونه، جګړه او نښته ده او واده تصاحب او واکمني ده.

د ښځې ډېره پاکلمني، په دې یې وسمنوي، چې په خپل مین پسې لا په لټه کې شي؛ یعنې هغه چې د خپلو اولادونو د پلار ویاړ یې په برخه شي او دا پاکلمني ددې لامل ده، چې د خپلو اولادونو په چوپړ کې شي. د ښځو د ډلې ګټې د ښځې په ژبه خبرې کوي او د نارینه ګټې د نارینه په ژبه. په عشقي کاروبار ‏کې ښځه تر نارینه پوه ده؛ ځکه لېوالتیا یې دومره سخته ‏ نه ده، چې د عقل سترګې یې وتړي.

“داروین” لیدلي، چې په ډېرو انواعو کې ښځینه ‏د عشق ‏له نړۍ سره بې علاقې ده.

“ابینګ” وايي: ښځې د نارینه و په مطلقو او مبهمو ستاینو پسې دي او غواړي نارینه یې غوښتنو ته پاملرنه وکړي او دا چار پکې تر جنسي خوندو هم ډېر دی. د ښځې د طبیعي مینې بنسټ د ده د موروالي یو دويمنى صفت دی او ټول هغه احساسات، چې ښځه له نارینه سره تړي، له بدنه ‏یې نه؛ بلکې د سر ایښوونې (او د نارینه تر ملاتړ‏ لاندې راتلو) یې راټوکېږي او دا غرایز له وضع او حالاتو سره د اړخ لګونې په موخه رامنځه ته شوي دي. ”

ویل دورانت د “ښځو او نارینه و” په څپرکي کې وايي: “ د ښځې ځانګړی کار د نسل د پایښت خدمت دی او د نارینه ځانګړی کار د ښځې او ماشوم خدمت دی. ممکن نور کارونه هم وي؛ خو دا ټول د حکمت او تدبیر له مخې ددې دوو بنسټیزو چارو ایل دي. دا موخې بنسټیزې دي؛ خو نیمه ناخبري دي او د انسان د طبیعت مانا او نېکمرغي په کې پرته ده.د ښځې طبیعت جګړه ماري نه؛ بلکې پناه غوښتنه ده. داسې ښکاري، چې په ښځینه ځینو ډولو کې بیخي د جګړې غریزه نشته او که پر جګړه هم شي؛ نو دا کار به یې د خپلو ماشومانو په پار وي.

تر نارینه، ښځه صبرناکه ده، که څه هم د ژوند د کړکېچنو او خطرناکو کارونو پر وړاندې د نارینه زړوتیا ډېره ده؛ خو د لږو بې شمېره خپګانو پر وړاندې د ښځې همېشنى او ورځنى زغم ډېر دی. د ښځو جګړه ماري د نورو په وجود کې ده، له سرتېرو سره د ښځومینه وي او ځواکمن نارینه یې ښه ایسي. د واک په ليدو، د خوښۍعجیبه لامل (مازوشیستک) یې راپارېږي، که څه هم پخپله ددې واک بلهار ده.

چې ښځه په نارینه کې داشان واک ووینی؛ نو په ښځه کې عجیبه خوښي رامنځ ته شي، چې کله نا کله د نننۍ ښځې په اقتصادي احساساتو هم واکمنېږي او کله ورته دا غوره ښکاري، چې له لېوني سره واده وکړي. هغه نارینه، چې قومانده ورکونه یې زده وي، ښځې ورته په اسانې سر ټیټوي. که نن د ښځې غاړه ایښوونه کمه شوې؛ نو لامل یې دا دی، چې نارینه په اخلاقو او واک کې کمزوري شوي دي. د ښځې پام کورنیو چارو ته وي او چاپېریال یې خپل کور وي. ښځه د طبیعت په څېر ژوره؛ خو د خپل محدود کور په څېر راګېره هم ده. غریزه یې له پخوانیو دودونو سره تړي. ښځه نه په ذهن او نه هم په عادت کې د ازمېښت نه ده(د ځینو سترو ښارونو ښځې دې استثنا شي). که ازادې مينې ته مخه کوي؛ نو له دې کبله نه دي، چې آزادي په کې لټوي؛ بلکې په خپل ژوند کې له یو مسئوول نارینه سره له واده کونې نهیلې شوې ده. که د ځوانۍ په کلونو کې د سیاسي اصطلاحاتو او عباراتو په فتنو کې غورځېږي او خپل ټول انساني احساسات په کې غورځوي، تر پتمن مېړه موندنې روسته له هغو ټولو فعالیتو سترګې پټوي او په چټکه ځان او مېړه له دې عمومي فعالیتو راباسي او مېړه ته ښيي، چې د وفا شدید حس دې په خپل کور پورې محدود کړي. ښځه بې له دې، چې تفکر ته اړتیا ولري، پوهېږي، چې سالمې سمونې یوازې له کوره را اوچتېږي. ښځې ددې په څنګ کې، چې له خیالي او سرګردانه نارینه، سرښنده او کور او ماشومانو ته ژمن نارینه جوړوي، د انسان ‏د پایښت او ساتنې لامل هم دی. طبیعت د دولتونو او قوانینو څه پروا نه لري، د هغې مینه له کور او ماشوم سره ده، که ددې په ساتنه کې بریالۍ شي؛ نو د دولتونو پر وړاندې بې علاقې ده او ور پورې خاندي، چې د دا شان بنسټیزو قوانینو په بدلون بوخت دي. که نن طبیعت د ماشوم او کورنۍ په ساتنه کې کمزوری ښکاري، دا ځکه څه موده کېږي، چې ښځې طبیعت هېر کړی؛ خو د طبیعت ماتې تلپاتې نه وي. هر وخت، چې وغواړي له خپلو سل ګونو ګټو سره راګرځي.

 

 

 

¯¯¯

 

 

 

 

اسلام او ښځه

اسلامي نږه مفکوره په پيدايښت کې د نارينه او ښځې انسانتوب ته په يوه ليدلوري ويني او دواړه خوځښت او رغاونې ته رابولي او له بهيره د کږېدو مسووليت يا په ګروهه کې پايښت، يورنګ د دواړو پر اوږو ږدي، او د انساني تکامل د اصل له مخې د دواړو ترمنځ ونډې او مسووليتونه ويشي، چې د نارينه او ښځې ترمنځ د ارزښتونو په تعامل، انساني ځانګړنې د ونډو او مسووليتونو د تکامل په کچه توحيد او انسجام ومومي.

خداى تعالى په قران کې هم ښځې ته د نارينه په څېر خطاب کوي او په ګروهه او مسووليت کې يې له نارينه سره اوږه په اوږه بولي او په انساني او روحي ارزښتونو کې يې يورنګ ګڼي.

په ديني اسلامي مفکوره کې نارينه او ښځه يو رنګ مقام لري. له هماغه پيله خداى ټولو پرښتو ته اعلانوي: ( (إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً، زه پر ځمکه خليفه (ځايناستى) ټاکم))[241]

او له هماغه سره ددې الهي امانت پېټى د انسان پر اوږو ږدي او بېشکه؛ لکه څنګه چې ددې امانت پېټى نارينه رانغاړي؛ نو ښځې هم رانغاړي. که په قرآن کې په ځيرنه د ښځې څېرې ته وکتل شي، دوه مقامه ورته مونداى شو: ګډ او عمومي مقام او ځانګړى مقام. په ګډ مقام کې ښځې ته استثنا مونداى نشو او په دې برخه کې د نارينه او ښځې کړچار يو رنګ دى؛ خو داچې قرآن د ښځې دې مقام ته دومره اشاره کړې نه ده، لامل يې دادى، چې قرآن تل په دې مقام کې په ټوليز ډول د انسان د ونډې خبره کوي. که څه د قرآن په ډېری آيتونو کې د ښځې عمومي مقام ته اشاره مونداى شو؛ خو د ښځې ځانګړې ونډه، د بشري ځوځات غځونه ده، چې د بشري تکامل يوه لاره چاره ده او خداى يې انسان ته وړاندوينه کړې ده.

نو ځکه څه چې په ټولنه کې د ديني معرفت، پوهاوي او د اسلامي ليد لوري په نامه مشهورېږي، په نظر رسي، چې له هغه څه سره د ملاحظې وړ توپير لري، چې پخپله اسلام کې دي، په بله وينا د ښځې انسانتوب اقتضا نه کوي، چې د دين له ليد لوري، يو پرېوتی او ناعادلانه مقام – لکه څنګه چې يو شمېر کاږه اندي يې انګېري – ورته وټاکو.

د ((عدالت-نیاو)) راوړل د انبياوو د بعثت او د رسولانو د ارسال خورا مهمه دنده د ((ناس؛ نارينه او ښځې)) پر غاړه ايښوول شوې ده.

( (لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ[242]: رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل، چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه، چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛ هو! خداى بریمن ناماتى دى. )).

نو ځکه د قرآن له نظره په عدل راوړو کې د ښځې ونډه، د نارينه په څېر ده[243].

بلخوا دا زوړ چورليز ټکى، چې ښځه د نارينه د بې لارېتوب لامل شوی او نارينه هم د ښځې فتنې جبرانولو ته تل پر ښځه حکومت کړى، يوه انده ده، چې په تورات کې اوڅار شوې او د بېلابېلو سيمو عامو ادبياتو او فرهنګ ته ورننووتې ده.

حال دا په اسلام کې دا مفکوره له بيخه بله بڼه لري. که ((آدم)) ښويېدلى؛ نو حوا تېر ايستى نه دى؛ بلکې دواړه يوځاى ښويېدلي دي: ((فازلهما الشيطان[244])) شيطان دواړه وغولول: ((فوسوس لهما الشيطان[245])) (شيطان دواړو ته وسوسه ورواچوله، خورا مهم ټکى، چې ډېر لږ په پام کې نيول شوى، دادى چې په قرآن کې، خداى تعالى سر غړاوى آدم ته ورمنسوب کړى دى او نه حوا ته ((و عصى آدم ربه فغوى[246])).

 محمد مهدي شمس الدين په ((اهليه المراة لتولى السلطه)) کتاب کې د يهوديت او مسيحيت پر وړاندې د اسلامي ليدلوري پوره څرګند کړى دى.

قرآن کريم په احزاب_ 35 آيت کې نارينه او ښځې په لاندې اوصافو او ځانګړنو يادوي، چې په واقع کې يو د بل انډول او سره مساوي دي:

1_ مسلمانان او مسلمانانې.

2_ مؤمنان او مؤمنانې.

3_ ایلداران او ایلدارانې.

4_ رښتيني او رښتينې.

5_ صبر ناک او صبر ناکې.

6_ عاجزي کوونکي او عاجزي کوونکې.

7_ خيراتيان او خيراتيانې.

8_ روژه تيان او روژه تيانې.

9_ سترمن او سترمنې.

10_ د الله ډېر يادوونکي او يا دوونکې.

د قرآن په هغو آيتونو کې، چې د نارينه او ښځې په پيدايښت پورې اړوند دي، د دواړو جنسيت يې د انساني ذات او منځپانګې له حريمه دباندې ګڼلى او نارينتوب او ښځتوب يې د انساني ډول د تميز لامل بللى نه دى.

بېلابېل آيتونه[247] ښيي، چې جنسيت د انسان په حقيقت او ذات کې څه لار نه لري. نارينه او ښځه له يوه جنسه دي او که د فلاسفه و په ژبه وګړېږو؛ نو بايد ووايو، چې جنسيت د انساني منځپانګې له حريمه لرې دى او په حقيقت کې عَرَض د جسم لازم دى او د ابو علي سينا بلخي په تعبير نارينتوب او ښځتوب دوه څپرکي يا دوه ذاتي ځانګړنې ګڼلاى نشو.

په دې توګه د اسلامي ښوونو له مخې، نارينتوب يا ښځتوب يو هم د شرافت، وياړ او غوراوي لامل نه دى. هومره، چې نارينه له انساني منځپانګې برخمن دى، ښځه هم ترې برخمنه ده. په قرآن کريم کې لولو:

( (قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَيُصْبِحُنَّ نَادِمِينَ [248]: (خداى) وويل: ( (ډېر ژر به (له خپلو كړنو) پښېمانه شي (چې دا به هېڅ ګټه ورونه رسوي). )).

 ( (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ[249]: هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند، (حقيقي) ژوندون وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو. ))

تېر آيتونه ددې ښوونکي دي، چې نارينه او ښځه د ارزښتونو په ټاکنې او پر يو بل باندې په غوراوي کې هېڅ ونډه نه لري؛ بلکې د غوراوي او انساني کرامت شرط تقوا او صالح عمل دى.

پردې سربېره نبوي احاديث او د عترت النبي روايات د ښځو د اکرام ښوونکي دي؛ لکه چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي:

¯ ((د پېغمبرانو له اخلاقو ځنې له ښځو سره مينه ده)).

¯ ((سکه، ښځې درسره د خداى امانتونه دي؛ نو تېرى پرې مه کوئ)).

له امام صادق (رح) روايت شوى: ((اکثر الخير فى النساء؛ ډېرى ښېګڼې په ښځو کې دي)).

په خواشینۍ پورته آيتونو او رواياتو ته د پاملرنې پر ځاى او د پېغمبر (ص) د سيرت؛ له خپلو مېرمنو او لوڼو سره يې چلن ته د پاملرنې پر ځاى، او د حضراتو فاطمې، زينب او سکینې (د امام حسين لور) د سياسي او ټولنيز چلن د پامنيوي پر ځاى او د هغو احاديثو او رواياتو د پامنيوي پر ځاى، چې ټول د ښځو شان او دبدبه څرګندوي، د ښځې په اړه يو شمېر روايات (چې د مفهوم، درايت، سند، رجال، په پار يې تينګ شک شته) د اسلامي اندنې پر آزیز- اصلي بهیر اوښتي او د ناپوهانو ناپوهي ترې خړوبېږي، چې دا جوړ کړاى شوي روايات دادي: ښځه د شيطان دام دى، له ښځو سره مينه؛ لکه د شيطان په لاس کې توره، ښځه او غوسه د شيطان ستر پوځ دى، له بدو ښځو ډډه وکړئ او له ښو يې هم ځان وساتئ، ښځې د شر او شرارت سرچينې دي. د چاچې ښځې خوښېږي، له خپل ژونده ګټه نه اخلي، له ښځو سره خبرې پخپله د شيطان يو دام دى او…..

څرګند قرآني نص دى، چې: ((و امرهم شورى بينهم، مؤمنين په خپلمنځي چارو کې سلا مشوره کوي)) او يا ((المؤمنون و المؤمنات بعضهم اوليا بعض يا مرون پالمعروف و ينهون عن المنکر، مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي او پر نېکيو امر او له بديو منع کوي)) خو بيا هم له ښځو سره د مشورې په رد کې يو شمېر بې له څه سريزې او مؤخره روايات شته؛ لکه له حضرت علي روايت دى: ((ايا کم و مشاورة النساء فان راين الى افن و عزمهن الى وهن؛ له ښځو سره له سلامشورې مو منع کوم؛ ځکه رايه او اراده يې کمزورې او سسته ده)).

او يا له امام صادق روايت دى: ((اياکم و مشاوره النساء فان فيهن الضعف و الوهن والعجز؛ له ښځو سره له مشورې ډډه وکړئ، چې کمزورې، سستې او عاجزې دي)).

دا ډول روايات د قرآن له څرګند نص سره په ټکر کې دي او بايد په اصليت کې يې شکمن شو او که فرضاً سند يې هم سم وي؛ نو دوى بايد په خپل زماني ظرف کې وڅېړو او ان هڅه وشي، چې د همدې مشرانو له نورو رواياتو سره تطبيق شي او که کومه تکمله او پوره کوونکې لري؛ نو پرې ورزياته شي، چې په کومو ځايونو کې له ښځې سره له مشورې او اطاعته منع کېږي او ايا اصولاً په دې ځايونو کې ښځې په نارينه و پسې ولاړې شي، چې اپوټه يې هم سمه ده؛ خو ځينې دا مسايل په پام کې نه نيسي او څه يې چې په پام کې وي، هماغه پايله ترې اخلي.

امام صادق (رح) په بل روايت کې پوه او مجربې ښځې بېلې کړي، وايي: ((اياک و مشاورة النساء الامن جربت بکمال عقل؛ له ښځو سره له مشورې او لاروي ډډه وکړئ؛ خو هغوى چې کمال او پوهه يې په تجربه جوته شوې وي)).

حضرت رسول اکرم (ص) وپوښتل شو: منظور څه دى، چې نارينه په ښځې پسې ولاړ نشي؟

رسول اکرم (ص) ورته وويل: ((تطلب منه الذهاب الى حمامات و العرسات و العيدات و النياحات و الثياب الدققايق؛ که ښځه له مېړه وغواړي، چې عمومي حمامونو، د واده او خپګان غونډو او پلور ځايونو ته په داسې حال کې ورشي، چې نرۍ جامې واغوندي، چې بدن يې ترې ښکاري؛ نو نارينه يې نبايد خبره ومني))

¯ له امام علي (ک) روايت دى، چې که څوک له خپلې ښځې په څلورو ځايونو کې ومني، خداى يې پړ مخ په اور کې غورځوي، چې دا دي:

داچې له خپل مېړه وغواړي، واده او وير (سرلوڅو او د نارینه و او ښځینه وو ګډو) غونډو، پلورځايونو او عمومي حمامونو ته په داسې حال کې ورشي، چې نرۍ جامې يې اغوستې وي، چې بدن يې معلوم شي او مېړه يې هم خبره ومني[250].

نو ځکه پکاره ده، د ټولنې ذهنيت له ځينو غلطو او ناسمو مفاهيمو پاک او چاڼ شي او په دې باب د قرآني علومو اواحاديثو کارپوهان سم او ناسم احاديث او روايات وپېژني او يو يو له کتاب او سنتو سره وسنجوي. په نظر مې بايد، چې په ښځو پورې اړوند مسايل، د نارينه د مسايلو په څېر، په يو عملي او موضوعي دود وڅېړو. بايد اوڅار احاديث په ځير وشنو، چې ايا په رښتيا دا احاديث له پېغمبر اکرم (ص) روايت شوي دي. ايا د عترت النبي (ص) امامانو دغسې خبرې کړې دي؟ کېداى شي دا حديث جعلي او جوړ کړاى شوى وي، يا يې په دروغو په پېغمبر (ص) او سپينلمني امام پورې ورتړلى وي، په راروسته پړاو کې که پېغمبر (ص) يا امام دغسې خبره کړې وي؛ نو مونږ بايد ددې حديث د ويلو شرايط او تاريخي وضعيت په ځيرنه وڅېړو. په کوم ټولنيز موقعيت او فضا کې، چې دا حديث او څار شوى، بايد ويې پېژنو. موږ له ځينو احاديثو سره مخېږو، چې دقيق تفسير ورته موندلاى نشو؛ لکه په نهج البلاغه کې له حضرت علي (ک) روايت شوى، چې وايي: ((ان النساء نواقص العقول؛ نواقص الحظوظ؛ نواقص الايمان؛ سکه ښځې د عقل، برخې او ايمان له پلوه نيمګړتيا لري)) په اند مې راته ستونزمنه ده، چې علي (ک) به دغسې خبره کړې وي؛ ځکه، دا کلمات پر يو دليل يا علت ويل شوى، چې د مناققشې او شننې وړ دي، چې کله د ښځو د عقلي نقصان په باب خبره کېږي، علت يې دادى، چې له يوه تن نارينه سره د دوو ښځو شهادت مساوي دی. په اند مې، چې د شهادت چارې په عقلي چارو پورې څه تړاو نلري، عقل يو انديز قدرت او حالت دى، حال دا شهادت يوه طبيعي ننګېرنه ده او په نقل، روايت او ويلو کې په ډاډمنتيا پورې تړاو لري. شهادت له عقل سره ټولنيز تړاو نلري. شونې ده، چې يو انسان سم يا ناسم شهادت ورکړي؛ خو په عقل پوره نه وي؛ لکه په خپل شهادت کې وايي: ((دغسې مې وليدل))، چې که په خپلو ويناوو کې رښتونى وي؛ نو د شهادت شرايط عملي کېږي؛ نو څرګنده ده، چې د شهادت دا تعليق د عقل د نيمګړتيا په نامه څه تړاو نه لري.

د عقل نيمګړتيا؛ یعنې داچې تر نارينه د ښځې اندیز ځواک لږ دى، حال دا شهادت په دې موضوع پورې څه تړاو نلري. داچې ځينو ويلي، چې د ښځو عاطفي ځواک ډېر دى؛ نو عاطفي اړخ يې د عقل د لږوالي پر مانا نه دى. شونې ده، چې يو انسان دومره عاطفي وي، چې په يوې مسالې کې بې عقله څه تصرف وکړي؛ خو دا ځاى نه ازبادتوي، چې نوموړی پر عقلي نيمګړتيا اخته دى.

يادونه: هغوى چې ددې اند اپوټه اند لري، اشاره ورته شوې ده، چې تر اړوند عنوان لاندې يې ولولئ. د برخو د نيمګړتياوو په باب، چې ((للذکر مثل حظ الانثيين؛ هلک ته د نجلۍ دوه برخې دي)) که خداى د نارينه دوه برخې ټاکلي؛ نو د ښځې د نفقې او د اولادونو د لګښت مسووليتونه يې هم ورترغاړې کړي، چې ښځه دغسې مسووليت نلري؛ نو ځکه دا چار د برخې نيمګړتيا انګېرلاى نشو. شونې ده په ځينو حالاتو کې ان د برخې (حظ) زياتوالى هم وي، کوم مسووليتونه، چې د نارينه و پر غاړه دي، لاملېږي، چې خپله ټوله برخه ولګوي. حال دا ښځه دغسې مسووليت نلري.

د ايمان د نقصان په باب ويل شوي، چې علت يې د ښځې په مياشتنۍ کې د نمانځه نه کولو دي، د نمانځه پرېښوول پخپله يو الهي اطاعت دى، نه د ايمان نقصان او کمښت. خداى ويلي، چې په دې وختونو کې نمونځ مه کوئ؛ نو ښځې د خداى مني او نمونځ نه کوي. خداى چې څه فرض يا حرام کړي، بايد ويې منو. له همدې امله که په رښتيا حضرت علي (ک) دا خبرې کړې وي. ددې کلماتو په اریزه موخه پوهېداى نشو؛ خو داچې ووايو: دا کلمات په ځانګړوشرايطو کې او څار شوي؛ لکه ووايو: دا ويينې، نقصان له بڼيز او شکلي پلوه او څاروي، نه له منځپانګيز او مضموني پلوه. په نهج البلاغه کې حضرت علي (ک) ته ورمنسوب يوه غونډله ده، چې ((المراة شرکلها و شرما فيها انه لابد منها)) په ګومان مې منلاى يې نشم، چې علي (ک) دې دغسې خبره وکړي؛ ځکه د قرآني آيتونو پر خلاف يوه خبره ده، خداى تعالى وايي: ((انَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا ؛ په رښتینه كې موږ (سمه) لار وروښووله، كه منندوى وي (او ويې مني) که نامنندوى (او ويې نه مني).)).

ان علي (ک) خپل زوى امام حسن (رض) ته په وصيتپاڼه کې کاږي: ((انما قلب الحدث کالارض الخاليه کلما القيت فيها قبلة؛ ښځه يا نارينه، چې زېږيږي، د شر يا خير وړتيا لري؛ نه داچې د ښځې ټول وجود شر وي، که ټول وجود يې شر وي؛ نو څنګه د شر په پار سزا ورکول کېږي؟

ددې غونډلې مانا، چې د ښځې بدترين شر دادى، چې هرومرو ورته اړين يو؛ خو داچې ووايو، د ځوځات د غځېدا په پار ورته اړين يو، چې په دې باب له نارينه سره څه توپير لري؟ په نظر مې ډېره ستونزمنه ده، چې علي (ک) دغسې يوه خبره کړې وي.

ځکه د اهل بيتو امامانو امر راته کړى، هر حديث له قرآن سره تطبيق کړو؛ نو څه چې د خداى له کتاب سره اړخ ونه لګوي، بې ارزښته دي. دنده مو دا ده، چې په دې کلماتو کې پوره ځيرنه او پلټنه او د حديث په سند کې شننه وکړو، چې راويان يې تر کومه بريده ډاډمن ول. د منځپانګې په اړه يې څېړنه وکړو، چې له انديز پلوه په قرآن کريم کې د راغليو انديزو قضاياوو سره تر کومه بريده اړخ لګوي.

 

 

* په اسلام کې د ښځې مقام

ښځه په اسلام كې د انسان لوړ مقام لري؛ ځکه ښځه او نارينه په انسانتوب كې كوم توپير نلري. كه انسان په قرآن كې ((خليفة الله)) ښوول او عزت يې شوى دى:

( (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً [251]؛ او په رښتيا چې موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سپاره كړي دي او له ډول ډول پاكو څيزونو مو روزي وركړې ده او پر خپلو ډېرو مخلوقاتو مو غوره كړي دي. )).

او كه حضرت آدم داسې يو مقام ته ور رسېدلى، چې پرښتو سجده ورته كړې ده:

 ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ [252]؛ نو چې كله مې هغه جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې پكې ورپو كړل؛ نو ټول سجده کوونکي ورپرېوځئ. ))

نو دا ټولې چارې د انسانتوب له امله دي. قرآن كريم د حضرت آدم (ع) په اړه وايي:

( (وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُمْ بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَوَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ [253]؛ او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [؛ د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نامهونه] وروښود، بيا يې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل: ((كه رښتيني ياست؛ نو ددې (شيانو) نومونه راوښيئ )) (پرښتو) عرض وكړ: ( (ته پاك او سپېڅلى يې، موږ يوازې پر هغه څه پوهېږو، چې تا راښوولي دي (؛ ځکه) يوازې ته پوه (او) حكيم يې. )) (خداى) وويل: ( (آدمه! هغوى ددې موجوداتو له نومونو (او خوالو) خبر كړه))؛ نو چې كله (آدم) هغوى له نومونو خبر كړل، (خداى) وويل: ((ايا درته مې و نه ويل، چې زه د اسمانونو او ځمكې پر پټو خبر يم ؟! او همداراز څه چې ښكاره كوئ او که يې پټوئ؛ پرې پوه يم. )) او (درياد كړه) چې موږ پرښتو ته وويل: ((آدم ته سجده وكړئ. )) ټولو سجده وكړه؛ خو ابليس و نه كړه، سرغړونه او لويي يې وكړه او (د خپلې سرغړونې او پیسمنۍ له امله) د كافرانو له ډلې شو. )).

كه حضرت آدم (ع) پر اسماوو وپوهېده او ځوابوونكى يې و؛ نو د خپل ځانګړي انساني پيدايښت له امله يې و او په دې پيدايښت كې ښځه او نارينه يو رنګ دي. په ټوليز ډول په قرآن او احاديثو كې، چې د انسان هر ډول ستاينه شوې، په اړه يې ښځه او نارينه يو ډول دي.

په قرآن كې يو آيت هم نشته، چې ښځه يې د ښځتوب په نامه غندلي وي؛ نو ځکه د اسلام او قرآن له ليدلوري ښځه او نارينه دوه انسانان دي، چې په ارزښتونو كې څه توپير نلري او د ټولنې په اداره كولو كې ګډ مسووليتونه لري، چې ځينو ته يې اشاره كېږي:

لومړى: ښځه او نارينه يو رنګ د انساني ځوځات د پيدايښت، زوكړې، غځېدا او پايښت سرچينه ده. قرآن كريم وايي:

( (يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ [254]؛ خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او له هر څه) خبر دى. )).

( (يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا[255]؛ خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هغه یې جوړه ورته پيدا کړه او له دې دواړو يې (د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ، چې (تاسې ټول يې پر لويښت قايل ياست) په نامه يې يو له بله څيزونه غواړئ (او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه خداى مو څارونكى دى.)).

په پورته آيتونو كې ښځه او نارينه د ټولنې دوه مهم اركان ښوول شوي او د ښځې او نارينه هر يوه د غوراوي كچه، تقوا او ځان ساتنه ښوول شوې ده.

دويم: قرآن، د انسان د نېكمرغۍ وزله يوازې پر خداى ايمان، د ځان تزكيه او تهذيب، تقوا او د صالحو چاروكول بولي او په باب يې د ښځې او نارينه ترمنځ څه توپير ايښى نه دى؛ بلكې دواړه يې د پرمختګ، مانيزې بشپړتيا او قرب الى الله وړ ګڼلي دي.

( (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ [256]؛ هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند، (حقيقي) ژوندون وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.)).

( (فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ[257]؛ نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې (او ويې ويل) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځينه، ټول له يوه جنس ياست، هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛ نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ورننباسم، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره غوره ثوابونه دي. )) 

قرآن صالح ښځې او نارينه يو رنګ ستايلي او وايي:

( (إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا [258]؛ په حقيقت کې مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، غاړه ایښوونکي او غاړه ایښوونکې، رښتیني او رښتینې، زغمناک او زغمناکې، عاجزي کوونکي او عاجزې کوونکې، خیرات ورکوونکي او خېرات ورکوونکې، روژه تیان او روژه تیانې، پاکلمني او پاکلمنې، د الله ډېر یادوونکي او يادوونکې، خدای دوی (ټولو) ته بښنه او ستر اجر چمتو کړی دی. )).

قرآن، د نارينه و په څېر د تاريخ نېكانو ښځو ته اشاره كړې او ستايلي يې دي؛ لکه د حضرت مريم (ع) په باب وايي:

( (هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاء [259]؛ زكريا (چې د مريم دا وړتيا وليده)؛ نو خداى ته يې دعا وكړه: ((پالونكيه ! له خپل لوري سپېڅلی اولاد راكړه، همدا ته دعا اورېدونكى يې.)).

همدغسې وايي:

( (وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ [260]؛ او (درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې! خداى ته غوره او پاكه كړې او د نړۍ پر ټولو ښځو يې غوره كړې يې.  )).

خداى تعالى د فرعون مېرمنې، حضرت آسيه بي بي په اړه وايي:

( (وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [261]؛ او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ( (پالونكيه! ما ته له خپل ځان سره په جنت كې یو كور جوړ كړه او د فرعون له شر او كړنو مې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!)))).

د پېغمبر اكرم (ص) لور، حضرت فاطمة الزهرا هم له همدې ځانګړو مېرمنو ځنې ده، چې د سپېڅلتيا آيت دده، پلار، مېړه او زامنو په باب نازل شوى دى. خداى پاك وايي:

( (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [262]؛ او پخپلو كورونو كې وسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او نمونځ پر ځاى کړئ او زكات وركړئ او د خداى او استازي یې اطاعت وكړئ؛ خداى يوازې غواړي له تاسې ((اهل البيت؛ نبوي كورنۍ)) چټلي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي. )).

رسول اكرم (ص) ددې ښځو په هكله ويلي:

((څلور تنه جنتي اغلې دي: مريم د عمران لور، فاطمه د محمد لور، خديجه د خويلد لور او آسيه د مزاحم لور او د فرعون مېرمن[263]))

لكه چې وينئ قرآن ښځتوب د ودې، پرمختګ، لوړتيا او انساني فضايلو د لاس ته راوړو خنډ نه بولي؛ بلكې دوى هم د نارينه و په څېر د فضايلو لاس ته راوړو ته وړ بولي.

البته په قرآن كې ځينې ښځې غندل شوي؛ لکه د نوح عليه السلام مېرمن، د لوط عليه السلام مېرمن، د كافر ابو لهب مېرمن[264]. لكه، چې ځينې نارينه هم د ناوړو كړنو له امله ټپسوري شوي دي؛ لکه فرعون، نمرود او ابو لهب.

درېيم: اسلام، ښځه او نارينه د ټولنې دوه ركنه بولي، چې د ټولنې په پيدايښت، جوړښت، تنظيمولو او ترې په ګټنې كې ګډه ونډه لري. دواړه په ټولنه كې وسېږي او د صالح ټولنې له ښو پايلو او د فاسدې ټولنې له ناوړو اغېزو يو رنګ برخمنېږي؛ نو ځكه د ټولنې د سمونې مسووليت به هم د ښځې او نارينه پر غاړه وي، خداى تعالى په قرآن كې وايي:

( (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[265]؛ او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او نمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او استازي يې اطاعت كوي، ژر به خداى خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا چې خداى ناماتى حکيم دى. )).

سمه ده، چې پر ښځو د جهاد په ډګر كې شتون او له دښمن سره مبارزه فرض شوې نه ده؛ خو نور ټولنيز مسووليتونه ترې ايسته شوي نه دي:

پر نېكيو امر او له بديو منع، له دين او سپېڅلتياوو يې دفاع، د اسلام تبليغول، له تېري او ظلم سره مبارزه، د مظلومانو له حقوقو دفاع، په ښو چارو كې لاسنيوى، له بېوزليو سره مرسته، د ناروغانو، ګوډ، شل، ړندو او بوډاګانو پرستاري، له اخلاقي او ټولنيزو مفاسدو سره مبارزه، د كوچنيانو سمه پالنه، ښوونه او د ټولنې د پوهې كچه لوړول، د عدل د واكمنۍ ټينګښت او پياوړتيا، له اسلامي ارزښتونو دفاع، د كورنۍ او هېواد له وټيزو بنسټونو سره مرسته او نور په لس ګونو ګډ مسووليتونه، چې د ښځې او نارينه پر غاړه ايښوول شوي دي.

څلورم: د ښځو او نارينه و له ګډو دندو، د پوهې تر لاسه كول او د نړۍ د رازونو راسپړل دي، چې د ژوند سوكالۍ ته يې وكاروي. دواړه انسانان دي او وړتيا او مسووليت لري.

اسلام، د پوهې په لاسته راوړو كې، ډېر ټينګار كوي او يوه فريضه يې ښيي:

امام صادق (رح) له رسول الله (ص) روايتوي:

((د پوهې تر لاسه كول پر هر مسلمان فرض دى. با خبر، چې د خداى د علم زده كړيالان خوښېږي[266]))

امام محمد باقر (رض) ويلي:

((كوم پوه، چې له خپلې پوهې ګټنه وكړي، تر اويا زرو عابدانو غوره دی(([267]

او په دې ډول په لسګونه او سلګونه نور احاديث، چې له دې اړخ د ښځو او نارينه و ترمنځ څه توپير نشته. ښځې د مسلمانې وګړې په نامه دنده لري، چې د پوهې په تر لاسه كولو كې هڅه وكړي، چې بسيا شي، په تېره د هغو علومو په لاسته راوړو كې، چې نېغ په نېغ يې ورته اړتيا وي؛ لکه طب، د غاښونو طبابت، نرسنګ، قابله توب، لابراتواري علوم، درمل جوړونه، ارواپوهنه، ښوونه او روزنه، بيولوژي، كيميا، اداره، حسابوالي، اسلامپوهنه، تفسير، عقايد، فقه، تاريخ، ادبيات، هنر، ژبه، حقوق، اقتصاد او…..

 استاد شهید مطهری وايي: ( (د علم فریضه په نارینه و پورې ځانګړې نه ده او ښځې هم پکې راځي؛ ځکه رسول الله وویل:( (طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) د “مسلم” ويی مذکره صیغه ده او دا توهم رامنځ ته کېږي، چې د علم زده کړه يوازې په نارینه و پورې اړه لري.

لومړی خو دا باید ووایم، چې د شیعه وو په کتابونو کې ځینې نقلونه شته، چې د “مسلمة” ویې هم پکې راغلې ده.

دویم: دا ډول تعبیرونه په اختصاص نه پوهېدل کېږي. “مسلم”؛ یعنې مسلمان که نارینه وي که ښځه. په ټولو ځایونو کې، چې دې ته ورته تعبیر وي؛ نو همداسې عمومیت لري. د ساري په ډول: په حدیث کې راغلي: ( (المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده[268]))؛ یعنې مسلمان هغه دی، چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاسه خوندي وي. څرګنده ده، موخه دا نه ده، چې مسلمان نارینه دې یوازې داسې وي او ښځه دې نه وي، یا داچې رسول لله وايي: ( (المسلم اخ المسلم[269]))، مسلمان د مسلمان رور دی او باید ورسره معامله او رورولي وکړي. دلته نشو ویلای، چې دا حکم یوازې د نارینه و دی؛ ځکه نه یې دي ویلي: ( (المسلمة اخت المسلمة))

د “مسلم” ویی دوه مفهومه لري: یو د مسلمان والي او بل د نارینه والي.هر څوک پوهېږي، چې په داسې ځایونو کې جنسیت ښکېل نه دی؛ بلکې اسلامیت ښکېل دی. ان که د “مسلم” پر ځای د “رجل” ویې هم راغلې وای؛ نو د فقهاوو په څرګندنه به خصوصیت الغاء نه شوې وای. په ځینو احادیثو کې د ځینو فقهي موضوعاتو په هکله د حدیث موخه نارینه وي؛ یعنې امام وپوښتل شو، چې نارینه داسې معامله کړی او داسې شوي او څه وکړي او امام دا مسله ځوابولي وي. فقهاء وايي: که څه په حدیث کې د نارینه ویې راغلې؛ خو په داسې ځایونو کې جنسي ځانګړنه الغاء کېږي؛ ځکه جوته ده، چې جنسیت ښکېل نه دی.

درېیم: که له دې ټولو راتېر شو؛ نو فقهاء یوه خبره لري: ځینې عمومات او کلیات دي، چې له تخصیصه ډډه لري، وینا او بیان داسې دی، چې د تخصیص وړ نه دی، داسې مطلب دی، چې د عقل له مخې د تبعیض وړ نه دی. د ساري په ډول: څه چې د علم په هکله راغلي؛ نو د تقوا په هکله هم راغلي دي. د علم په هکله یې ویلي:

 ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[270]؛ ووايه: “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))

 د تقوا په هکله وايي:

 ( (أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ[271]؛ ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي، د هغه چا غوندې يې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!))

((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ[272]؛ په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى. ))

په دې ټولو ځایونو کې صیغې مذکرې دي، نه دي ویل شوي ((أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ و المتقيات)) او داسې هم نه دي ویل شوي، چې ((إِنَّ أَكْرَمَكُمن عِندَ اللَّهِ اتقيکن)). په داسې ځایونو کې، چې صیغه او لفظ مذکر دی؛ نو ادعا کړای شو، څه یې چې د تقوا په هکله وویل، ځانګړي په نارینه و پورې اړه لري او ښځې پکې نه راځي؟!

اسلام علم او پوهنه رڼا ګڼی او ناپوهي تیاره، علم ستر ګلید – بینايي او ناپوهي، ړوندوالی ګڼي.

((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ[273]؛ بیا وايي:( (طلب العلم فریضة علی کل مسلم)) همدا علم رڼا اوسترګليد دى او پر هر مسلمان فرض دی. ایا قایلېدای شو، چې علم د اسلام له نظره یوازې پر نارینه و فرض دی، چې له تیارو راووځي او رڼا ته شي او ښځې دې هماغسې په تپو تیارو کې وي؟ یوازې پر نارینه و فرض دي، چې له دې ړوندوالي راووځي او ښځې دې هماغسې په ړوندوالي کې وي؟((نَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)) د عقلمنو پام خپله دې مسایلو ته ورګرځي، په حقیقت کې وايي: دا څرګند مطلب دی او ټول پرې پوهېږي. بل آیت د رسول الله په هکله وايي: ( (يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ[274] یعنې پېغمبر راغلی، چې خلکو ته د قرآن آیتونه ووايي او روح یې تزکیه کړي او ورته د کتاب او حکمت ښوونه وکړي. په دې آیت کې د تقوا او تعلیم یوځای ویل او ټول هم په مذکرې صیغې راغلي دي. داسې کېدای شي، چې” َيُزَكِّيهِمْ” ځانګړی د س وي او”يُعَلِّمُهُمُ” دې هم د نارینه و وي.

که څه یو مطلب دی، چې حتماً باید وویل شي او هغه دا چې څانګې دې علمي او تخصصي وویشل شي، ښځې دې هغه څانګې ووايي، چې له ذوق او استعداد سره یې برابرې وي او د ټولنې له اړتیاوو سره یې اړخ لګوي. ایا ویلای شو، چې ټولنه ښځینه ډاکتر ته اړتیا نه لري. دا هېښنده ده، چې د ښځو د ښوونې خبره کېږي؛ نو ځینې پرې کلکه نیوکه کوي او ورسره په کلکه مخالفت ښيي او همداچې اړتیا یې ورته پیدا شي، درملنې ته خپلې ښځې او لوڼې پردېو ان کافرانو ته بیايي. [275]))

ښځې د ټولنې نيمايي برخه ده او په اداره كې يې برخوالي دي؛ نو ځكه بايد په اړوند او اړتيا وړ څانګو كې يې پوهان او متخصصان د نارينه و هومره وي، چې بسيا شي. بايد د روغتونونو، روغتيا يې مركزونو، پوهنتونونو، لېسو، لومړنيو ښوونځيو، دارالمعلمينونو، درمل سازيو، لابراتوارونو، د ديني علومو مدارسو، د مبلغينو د روزنې او د اسلامي تبليغاتو د مراكزو نيمايي ښځو ته ورځانګړي شي. همداراز بايد ټول زيږنتونونه ښځو ته ځانګړي وي او د نارينه و هومره، پوهان او متخصصين ولري، چې افسوس داسې نه ده او دا توپير دوه لاملونه درلوداى شي:

1_ په تاريخ كې د نارينه و ځانمني، ځان چورليځتوب او بې عدالتيو، چې ښځې يې په بسياينه كې له خپلو مشروعو حقوقو لرې ساتلې او په ځان پورې يې تړلي دي.

2_ د ښځو لنډون، ځان ناپېژاندي، ارام ژوند غوښتنه او پړق و پړوك ژوند ته ورلېوالتيا، ددې لامل شوي، چې دوى د خپلو واقعي حقوقو د لاسته راوړو بهير ونه پېژانده او كږه لار يې ونيوه.

ښځې بايد خپل واقعي مسووليتونه او ونډې وپېژني او هڅه وكړي، چې خپلواكۍ، بسياينې او د خپلو مشروعو حقوقو لاسته راوړو ته ورسي او پام يې وي، چې د لويديزوالو ښځو په څېر كږې ولاړې نشي.

 

¯¯¯

 

د ښځې درناوى

اسلام د ټولو بشريت په تېره د ښځو حقوق جوت کړى او پر دوى يې د نارينه و د تېري مخه نېولې ده.

مسيحي ((ګوستاولوبون)) وايي: ((کوم دين، چې ښځې له ذلت او سختۍ وژغورلې، اسلام و، نه مسيحيت؛ لکه چې ځينې يې انګېري))، که د نړۍ د لروبر، اندنې، ګروهې، روايات، افسانې، متلونه، قوانين او چلنونه وڅېړو؛ نو پوره راڅرګندېږي، چې ګرد سره ولسونه، د ښځو په باب بدويني، بد ګومانه، بدچلنه، توندخويه او تېري کوونکي ول، هر رذيليت يې پر ښځې ورتپه او پر هېڅ فضيلت ورته قايل نه ول. په عربستان کې له ښځې سره د عربي ولس چلن ټولو ته څرګند دى او تېری پرې تردې بريده ور رسېدلى و، چې بې ګناه نجونې يې ژوندۍ ښخولې. قرآن کريم د نجونو په اړه د دوى نظر او کړنې داسې بيانوي: ( (وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ[276]؛ او چې كله یې يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!). ددغه بد زېري له امله، چې پرې شوى، له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ، چې انګېرنه او چلن يې ناوړه دى ! ))

یادونه: البته دا کار په یوه نه یوه بڼه اوس په افغانستان کې دی؛ نجونې نه ښخوي؛ خو په کور کې چې نجلۍ وشي د هلک په څېر ورته نه خوشحالېږي او تل دوه ځانې ښځې ته دا دعا کېږي، چې خدای دې زوی درکړي او په ځینو ځایونو کې خو بیخي متل دی او څوک چې چاته دعا کوي؛ نو غوره دعا یې دا وي: ((زامن دې وشه)) او په ډېری ځایونو کې ان د نارینه د دویم واده لامل هم د ښځې لوڼې زېږول وي.

خو اسلام په غوره اسلوب او جذابو عباراتو نارينه و ته د ښځو مقام ور وپېژانده او د نارينه و د ناوړو کړنو مخه يې ونيوه. کله يې د ښځې د پوره وړتيا، وګړې، ښه سياست او تدبير د څرګندونو لپاره د يمن د ملکې داستان او څاراوه او کله يې د ښځې د لوړ همت ښوولو ته د مصر ملکه د فرعون مېرمن حضرت آسيه بي بي ستايله، سره له دې، چې د مقام او دبدبې خاونده وه او د مزو چړچو هر ډول وزلې ورچمتو وې؛ خو د فرعون پر سلطنتي غونډال يې زړه ونه بايلود او ويل يې: ((پالونکيه، له فرعون او کړنو مې يې وژغوره!((.

بيا ددې لپاره، چې وپوهوي، شونې ده، چې په ښځو کې داسې يو څوک پيدا شي، چې څو ګرايه تر نارينه غوره او اوچته وي، د عمران د ښځې کيسه بيانوي، چې دوه ځاني وه او نذر يې کېښود که اولاد يې هلک و؛ نو د خداى د کور چوپړيال به يې کړي او چې اولاد يې وزېږېد؛ نو نجونه وه، چغه يې کړه: ((خدايه، لور مې وشوه!)) خداى تعالى وايي: ( (وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالأُنثَى[277])) کوم هلک، چې دې غوښته، دا نجلۍ چې مې درکړې، ورته نه ورسي؛ ځکه هغه به د يو ستر پېغمبر؛ يعنې عيسى مسيح مور شي.

او د تېرو پرکيسو سر بېره، اسلام په احکامو، مکلفيتونو او لارښوونو کې تل نارينه له ښځې سره ګډ بولي او ښځه له نارينه سره په يو کتار کې راوړي ( (إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى[278]؛ په واقع کې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا کړي ياست)) يا ((هر نارينه او ښځه، چې ښه چار وکړي[279])) او هم مؤمنين له مؤمناتو، مسلمين له مسلماتو، قانتين له قانتاتو او متصدقين له متصدقاتو سره ور نژدې کوي او پردې ټولو تعبيرونو سربېره، د قرآن مجيد يو سورت د ((نساء)) په نامه دى. او په دې سورت کې ټولنيز احکام، اسلامي تشکيلات، يو د بل پر وړاندې د وګړيو او کورنۍ حقوق او دندې بيانوي، چې د خلکو پام شي، چې بشر يو ټولنيز موجود دى او په يوازې ځان ناشونې ده، چې ژوند وکړاى شي او د نړۍ د سترو ټولنو بنسټ کورنۍ ده او که دا کوچنۍ ټولنه سمه او نېکمرغه شوه؛ نو نړۍ به هم سمه او نېکمرغه شي، چې په دې باب ښځه بنسټيزه ونډه لري.

 نو ښځې دې، چې نېغ په نېغ د کورنۍ نېکمرغي تامينولاى شي او په غير مستقيم ډول د ملت، ولس، هېواد او نړۍ نېکمرغي تضمينوي. همدوى ټولنې ته انديال، مؤمن، روغ رمټ او روڼ اندي وګړي وروړاندې کولاى او په خپلو غېږو کې نامي نارينه او نوابع روزلاى شي.

اسلام په خپلو ښوونو وکړاى شو، چې ښځه خپل وړ مقام ته ورسوي او له ذلت، تېري او ځورونې يې وژغورله او په باب يې عمومي کرکه په درناوي او پاملرنې واړوله. له همدې امله ښځو په مسلمانانو کې په ټول حرمت او عزت اوسېدې؛ ځکه ښځه که مور ده؛ نو پر اولادونو د خداى تر پېژندو او عبادت روسته دنده لري، چې د مور درناوی او نېکي ورسره وکړي.

او که مېرمن ده؛ نو مېړه ته يې سپارښتنه شوې، چې ښه چلن ورسره وکړي: ((و عاشرو هن باالمعروف؛ یعنې په نيکۍ ورسره وچلېږئ[280])) او که نجلۍ ده، پلرونه مؤظف دي په لور نه او مينه ورسره وچلېږي او له لور سره د پېغمبر چلن په پام کې ونيسي.

د اسلام په تاريخ کې ډېرې پوهيالۍ ښځې وينو، چې ادبي، علمي، حماسي او ديني اثار يې راپاتې دي او دا پخپله يو څرګند دليل دى، چې ښځې په اسلامي ټولنه کې پتمن وضعيت درلود او ښوونې او روزنې ته يې د خلکو ورپام و. په هېواد کې د انګریزي ښکېلاک پر ضد د ارواښادې ملالۍ حماسي شعر، نازوانا، سپینه اوې، رابعه بلخي، عایشه دوراني، مخفي بدخشي پر ۱۳۵۸ کال وروسي یرغلګرانو پر ضد په کابل کې دسرښندونکیو مېرمنو په مشرۍ پاڅون، دا ټول مو نوي کهول ته د لاروۍ بېلګې دي.

خو د ښځو دې پام وي، که دين ښځه ستايلې او خپل حق او مقام يې ورکړى؛ نو د افراط لار دې نه خپلوي او اپوټه.

د بشر چار يا افراط دى او يا تفريط، کله د ښځو په اړه هغه له ظلمه ډک چلن خپلوي او کله د قلم په نوکه او د خولې په توره له طبيعت سره جګړه کوي.

خداى تعالى ښځه له عاطفي پلوه تر نارينه غښتلې او له انديز پلوه يې تر نارينه کمزورې پنځولې ده او دا يې د کور ادارې، د کوچنيانو روزنې او د نارينه و سمبالنې ته جوړه کړې؛ خو ځينو د ناحقه استدلال په زور او مغالطه کارۍ له نارينه و سره يې په يوه کتار کې معرفي کوي. په تيره بايد دا ټکى پاموړ وي، چې خبره د نارينه او ښځې تر منځ د دندې په اړپېچ کې ده، نه د غوراوي، فضيلت او شرافت په توپير کې او بايد د نارينه او ښځو ترمنځ د خوږلني او صميميت په رادبره کولو کې هڅه وکړو، نه داچې تر منځ يې شخړې او لانجې راوټوکوو.

په دې څېړنې کې هڅه شوې، چې دا موخه تر سره شي.

له دې ويينې مو مطلب دا نه دى، چې ښځې دې هرومرو کور مېشتې وي او يوازې پر کورنيو چارو او ماشوم پالنې بوختې وي او بس؛ بلکې موخه داده، چې آريز چار او بنسټيزه موخه يې همدا وي او که کومه ښځه ددې موخې تر تامين او برابرولو روسته يا د ماشوم نه درلودو له وجهې، بل کار هم کوي؛ نو هڅه دې وکړي داسې يو چار وټاکي، چې له نارينه و سره له ناستې پاستې، معاشرت او ورګډېدو نه تر يوه بريده څنډې ته وي؛ لکه څنګه به ښه وي، چې ډاکټره، د غاښونو ډاکتره، د سترګو ډاکتره، قابله نرسه، ښوونکې، ګنډونکې، سينګار ګره او….. وي.

د اسلام دين يو الهي او حقيقي شريعت دى او احکام يې د طبيعي غوښتنو له مخې او د طبيعت په غوښتنه دي، نه يوازې په بشر؛ بلکې په ټولو ژويو کې یې خاصيت دادى، چې ښځينه جنس مطلوب او غوښتل شوى او نارينه جنس طالب او غوښتونکى وي او ښځينه جنس که څه سخته لېوالتيا ولري، څه اندازه ډډه او امتناع وکړي. له طاووس، کوترې نيولې تر سپي او پيشو پورې لږ و ډېر دا خاصيت پکې را روان دى او همدا ناز او ډډه کول دي، چې د نر لېوالتيا ورډېروي او له وصال، نښلون او يو ځاى کېدو سره مينه پکې ورزياتوي.

په ښځه کې طبيعي حجاب (حيا او عفت)، مصنوعي حجاب (د ځان پټول) او له نارينه سره يې ډېر لږه ناسته پاسته، لاملېږي، چې نارينه سخته مينه او لېوالتيا ورسره پيدا کړي او کله کله يې په عشق واوړي او که ښځه بې د شرع له قانون هم نارينه ته غاړه کېږدي؛ نو نارينه له پيله ځان د ښځې مهر، کور، جامو او د ژوند لګښت پوره کولو ته چمتو کوي او داچې په عالم کې د هر څيز د قيمت په بدل کې د هغه تر لاسه کول دي او داچې له ښځې سره نښلون په سختۍ تر لاسه کېږي؛ نو ځکه د ښځې ارزښت لوړېږي او د نارينه په سترګو کې يو د خوب ليدل بريښي او ورسره عشق له حيواني پړاوه او د جنسي غريزې له مړولو ور هاخوا کېږي او سپېڅلى اړخ مومي؛ نو ځکه وينو، چې عرفاني حقايق د عشق په اصطلاحاتو ويل کېږي او عارفان د عاشقانو په ژبه خبرې کوي.

بلخوا، په اسلام کې پرېمانه ټينګار شوى، چې ډېر مهر مه غواړئ او نجلۍ دې تر ودې او بلوغ روسته د شتمن غوښتونکي انتظار ته نه ساتي او که اړتيا وه (؛ لکه په جګړه کې نارينه ووژل شي يا د نورو وجوهاتو له پلوه، تر نارينه و د ښځېنه و شمېر ډېر وي يا د نورو لاملونو له امله، چې روسته ويل کېږي) په دې شرطونو چې د نارينه وټيز او بدني بنسټ غښتلى وي او د ښځو تر منځ عدالت چلولاى شي؛ نو نارينه تر يوې زياتې ان تر څلورو ښځو نکاح کولاى شي.

په ترڅ کې دې څرګنده وي، چې ګڼ ښځي تر اسلام وړاندې په ټولو هېوادونو کې دود وه، په تېره په دربارونو کې، پر ګڼو ښځو سربېره، شهوتپالنې ته پرېمانه مينزې وې؛ لکه چې فردوسي په شاهنامه کې وايي، خسرو پرويز پر زرينه ماڼۍ کې دولس زره مينزې درلودې. د اسلام کار دا و، چې د ښځو شمېر يې څلورو ته را ټيټ کړ او هم هغوى ته چې د واده او کورنۍ جوړولو وس نه لري او يا په مودو مودو له خپلې کورنۍ او مېرمنې لرې وي يا يې مېرمن ناروغه وي او کوروالى ورسره کړاى نشي او لنډه داچې هغوى چې د فحشا و په ګړنګ کې د لوېدو پر پاڼ ولاړ وي، د لنډ مهاله(1 (واده قانون ورته جوړ شوى، چې دا ډول وګړي د ټاکلي مهر په ورکولو، يوه ښځه د ټاکلي مودې لپاره نکاح کولاى شي.

( (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاء ذَلِكُمْ أَن تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا[281]؛ او مړوښې ښځې (هم پر تاسې حرامې دي)؛ خو هغه چې (له کافرانو سره په جګړه كې) یې مالکان شوي یاست (؛ ځكه بې مېړه اسارت يې د طلاق په حكم دى) دا احكام دي، چې الله درټاكلي دي، بې له دې (ويل شويو ښځو) نورې ښځې درته روا دي، چې په خپلو مالونو یې په پاکلمنۍ او نه زنا ترلاسه کړئ؛ نو له کومې ښځې سره مو چې، واده وکړ او خوند مو ترې واخیست، نو فرض مهر یې ورکړئ او تر مهر روسته په هغه څه کې کومه ګناه درباندې نشته چې په خپلو کې پرې راضي شی (چې مهر اسقاط یا لږ و ډېر کړئ)، په رښتیا خدای ( د چارو پر مصالحو) پوه( او په تشریع او تکوین کې) حکیم دی .)).

اسلام ددې احکامو او له حکمته ډکو قوانينو په وضع او تشريع سره، چې د بشري ټولنې اړتيا، د ټولنيز ژوند ضرورت او د جنسي غرايزو مړول پکې منظور شوي، ټولې ستونزې هوارې کړي او داچې ټولنه پر ټپه ولاړه حالت پيدا نکړي، لازمې وړاندوينې يې کړي او د اخلاقي سپارښتنو او د شرعي مکلفيتونو په ټاکنه يې سرغړاندې جنسي غريزه کابو کړې او انسان يې د ځان پر کابو کولو او د هر هغه چار پر نه کولو مؤظف کړى، چې د شهواتو د راپارونې لاملېږي؛ لکه نامحرم ته کتل، او هغه يې ګواښلى او ډارولی، چې له دې امره به د سرغړونې په بڼه کې، په دنيا کې درباندې شرعي حدود تطبيقيږي؛ لکه په کوړو وهل، په ډبرو ايشتل، وژل او… او په آخرت کې به يې هستوګنځى دوزخ وي.

اوس، چې موږ په خپل ګران هېواد افغانستان کې د ملي اجماع او جرګې له لارې د اسلام شريعت په رڼا کې ((اسلامي جمهوري دولت)) منلى او ستنو ټينګولو ته يې مټې مو رابد وهلي؛ نو هڅه مو ده، چې د اسلامي ښوونو په تطبيقولو، په هېواد کې د مدينة النبي په لاروی، آرماني ټولنه جوړه کړاى شو او په دې لار کې د ګردو هېوادوالو که نارينه وي که ښځینه، ګډو هلو ځلو ته اړتيا ده او دا څېړنه د همدې موخې لپاره د خويندو د لا هڅولو لپاره در وړاندې شوې ده.

 

¯¯¯

 

 

ښځې؛ د حقیقي ارزښتونو د نندارې لومړنۍ اتلانې

ډېرى نجونو او ښځو څو ځل له ځان او نورو پوښتلي، چې: په ټولنه کې د ښځې مقام څه دى؟، د ښځې څه ونډه ده؟ د ښځې ارزښت په څه کې دى؟ او ښځه بايد له کورنۍ او ټولنې سره څنګه وي؟

دلته د قرآن له ليدلوري د مسالې پر سپيناوي لګيا کېږو: قرآن وايي: ( (نساء کم، حرث لکم؛ ښځې مو، کروندې مودې)) ((نساء)) د جمع اسم، لفظي او حقيقي مؤنث دى، چې په عربي کې ښځو ته ويل کېږي. په مفرد حالت کې، په عربي کې ښځې ته ((اِمرَاة)) وايي؛ خو چې کله د ښځې له ډول او ټولنې خبره کېږي، د ((نساء)) لفظ کارول کېږي. له همدې کبله د ژبې کتابونه يوه خوله دي، چې: د صرف د قياس او قاعدې پر خلاف، د نساء اصطلاح ښځو ته کارول کېږي، او له ((اِمرَاة)) اخستل شوې نه ده[282].

خو د نساء تسميه وجهې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده. دا موضوع د تامل وړ ده، چې معمولاً ډېرى نامې او اسمونه له خپل مسما سره نېغ يا غير مستقيمه اړيکه لري او هره نامه د نامې د خاوند د ځانګړنو او حدودو څرګندوونکې ده. پر نساء سربېره، د ((نِسوَة)) لفظ هم له همدې کورنۍ او پر همدې مانا کارول شوى، چې په قرآن کې له دوو ځلو زيات راغلى نه دى.

د ((نساء)) جرړې ته په لنډې کتنې، د تسميې وجه يې پيدا کولاى شو:

د نساء لفظ؛ لکه چې مخکې وويل شو، له حرفي پلوه، د جمع اسم لفظي مؤنث دى او داچې پر ښځو اطلاقېږي؛ نو حقيقي مؤنث دى. د لفظ اصل له نَسْى (Nasy) اخستل شوى دى[283].

نَسَيه و يا نِسِيه، چې له نَسى اخستل شوى؛ یعنې څه چې نغد نه وي او په روسته وختونو کې يې د ورکولو ژمنه کړې وي.

اوس د نساء حرفي مقام ته يې په ورپاملرنې دغسې مانا کوو:

نساء: له ياده وتلې، ځنډ شوې.

ايا ښځې په بشري ټولنو کې له ياده وتلي دي؟ او يا شاته لوېدلي او روسته پاتې موجودات دي، چې بايد له ټولنې متروک او پرېښوول شي؟ او ايا د نساء د تسميه وجه د همدې تېرو مواردو له امله نه ده؟

ظاهراً همدغسې ښکاري او ډېرى له دې ځواب سره موافق دي او دلايل راوړي، چې: ښځه له عقلي پلوه، روسته پاتې ده او يا: ښځه بايد د ټولنې له ډګره د کورنو کونجونو ته شي او د ښځې يوازېنى ارزښت په دې کې دى، چې له نارينه دوه ځانې شي، په خپل زيلانځ کې بچي وپالي او و يې زېږوي؛ خو که ښه ځير شو او د ((هېر)) او ((ځند)) دواړه ماناوې يو له بل سره په پام کې ونيسو، ښايي نوې پايلې تر لاسه کړو او ووينو، چې ښځه له کوم اړخه له ياده وتلې او په ښځه کې کوم ارزښت شته، چې بشري ټولنې، که ښځې وي که نارينه، هېر کړى دى؟

پر مسالې د پوهېدو لپاره قرآن ته مراجعه کوو:

((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ[284]؛ ښځې مو ستاسې كروندې دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ (او زيار وباسئ، چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) زېرمه مو مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ او پوه شئ، چې يوه ورځ له هغه سره مخامخېدونکي ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه. ))

((حرث)) يې ډېر په ((کروندې)) مانا کړى او که يوازې ددې مانا په ظاهر بسيا وکړو؛ نو ښځې د کروندو ځاى يا کروندې دي. يا په بله وينا: تر هرڅه وړاندې په ګرد تاريخ او ټولنو کې د ښځې مهمترين او آريز ترين چار د بچي زېږول او مور کېدل دي، چې دا چار نه يوازې هېر او له ياده وتلى نه؛ بلکې يو څيز دى، چې ټول پرې پوهېږي؛ نو په دې منځو مال کې څه دي، چې له ياده وتلي دي؟

که د قرآن په نورو آيتونو کې ((حرث)) تر غور لاندې ونيسو؛ نو وينو، چې حرث د ((کرنې)) پر مانا دوه توکیز او مانيز اړخونه لري[285].

قرآن وايي: ((ښځې مو کروندې مو دي؛ نو هر وخت، چې مو خوښه وي، ورسره يوځاى شئ)) ورپسې وايي: ((و قد موا لا نفسکم، و اتقو الله؛ زېرمه مو مخکې ولېږئ او ځان ساتي شئ)) و اعلموا انکم ملاقوه؛ او پوه شئ، چې (يوه ورځ) له هغه سره مخېدونکي ياست)). وينو، چې دا کرنه، يوازې يو معمولي او توکیزه کرنه نه ده؛ بلکې له لرې راتلونکې، آخرت او هغه وخت سره يوه نېغ اړيکه لري، چې انسان د خداى ليده کاتو ته ورځي او ښځې ددې ټولو زېږوونکي او پنځګرې دي؛ خو څرنګه او په خه مناسبت؟

بې له دې، چې د روزنيزې ارواپوهنې ادعا وکړو، بايد پر دې ضروري ټکي پوهېدلي يو، چې ماشومان مخکې تر دې، چې د مور و پلار نصايحو ته پام وکړي، د دوى له کړنو او ژونده تقليد او لاروي کوي. په بله وينا، ماشومان بېلګه غواړي او خپلو ستونزو او هم د خپل ژوند غځونې او تداوم ته لويان ځان ته بېلګې کوي او چې څوک ځان ته خورا نژدې او تر ځان اوچت وګوري؛ نو ځان ته يې بېلګه کوي او د څنګه ژوند کولو درس د خپلې بېلګې له څنګه ژوند کولو زده کوي. پر ماشوم د مورو پلار د ورځيني چلن، ويناوو او کړنو اغېز، روزنيزو کولو او نه کولو ته څه نه پرېږدي او دا اغېزې روسته په نورو بڼو رادبرېږي او دا لامل له نورو لاملونو سره د کوچني ((شا کله[286])) جوړوي.

پر اولادونو د مورو پلار د ژوند د اغېز شدت او ضعف، د کوچني له عمر سره متناسب دى، په دې مانا، چې د زوکړې پر مهال د ماشوم وده په اوه کلنۍ کې تر ودې ډېره ګړندۍ ده او د اوه کلن ماشوم وده تر اتلس کلن زلمي چټکه ده او تقريباً له 25 کلنۍ عقلي او جسمي وده پر ټپه درېږي. په دې توګه وينو، چې ماشوم له زوکړې تر اوه کلنۍ، تر نور عمره ډېره وده لري؛ نو کټ مټ له همدې امله ماشومان په همدې پېر کې له خپل پالندوى او ولي خورا اغېزمنېږي. په بله وينا، د ماشوم اغېزمنيدل يې له ودې سره اپوټه دي: ماشوم له زوکړې تر درې کلنۍ په مور پورې ورتړلى دى او بيا هم مور ده، چې تر اوه کلنۍ له ماشوم سره نېغ په نېغه اړيکه لري او چې څومره يې عمر جګېږي، له مور سره يې تړاو لږېږي؛ نو ځکه وينو، چې پر انسان د مور اروايي او انديز اغېز خورا ډېر دى او مور څنګه چې د انسان د بدن زېږوونکې ده، تر ډېره بريده د اروا او فکر بڼه ورکوونکې هم ده؛ یعنې بې له دې، چې د ماشوم د روزنې او ارشاد څه خبره وي، د مور کړنې او په تېره له ماشوم سره يې چلن که سم وي که ناسم، ښه وي که بد، د ماشوم د روزنې او اروايي بڼې نيونې مهمترين لامل دى[287].

تر دې ځايه مو پر ضرورياتو ويينه وه؛ خو اوس دا پوښتنه اوڅارېږي، چې له خپل ماشوم سره د مور ژوند، له کومې مهمې ځانګړنې برخمن دى؟ او يا داچې: مور څه ځانګړي کړه وړه لري، چې د ژوند نور مسايل يې تر اغېز لاندې راوړي دي؟.

تر اوسه مو د خپلو اولادونو په اړه د ښځو مينې او ښندنې ډېرې اورېدلي او ان چې کله د انسان په باب د خداى لور نه انځوروي؛ نو د مور او ماشوم اړيکه بېلګه راوړي؛ خو تر اوسه دا مساله څرګنده شوې نه ده، چې د مور د ښندنې ارزښت په څه کې دى؟ او له اولاد سره د مور مينه او عشق د ماشوم په اروايي جوړښت کې څه اغېز شيندي، چې ګومان کېږي؟ څه چې هېر شوي او له ياده وتلي، ددې ښندنو پايله وي. مور بې له دې، چې پخپله يې دې مسالې ته ورپام وي، د خپل اولاد په باب په بيا ځلي ښندنو، د نورو په باب ښندنې ورزده کوي، ماشوم بې له دې چې پخپله پوه شي، د خپلې مور د وجود له جامه د دغسې عشق او ښندنې غړپ غړپ شراب څښي، هغه هم نه په عقلي کچه ښندنه (پېژندنه)، چې په خپله وويل شي؛ بلکې داسې ښندنه، چې ټولې محاسبې دړې وړې کوي او ګرد سره مصلحت سنجونې څنډې ته کوي او خداى پوهېږي، چې کله مور د خپل اولاد په باب اندېښمنېږي؛ نو څه توپان پکې راولاړيږي او په رښتيا، څوک د مور هغه اوښکې تفسيرولاى شي، چې د خپل اولاد په بېلتون کې يې پر اننګو رابهېږي! ويينه پردې نه ده، چې څوک په دې پار له مور مننه وکړي؛ بلکې په دې کوچنۍ نړۍ کې چې کوم ستر توپان راولاړېږي، پايله يې څه ده؟

ښندنه او د نورو د ژغورنې په فکر کې کېدل، د انسانانو تر منځ د نښلون او پيوند خورا مهم او ستر لامل دى.

که يو وخت د بشري ټولنې بيخ بنا؛ يعنې د ټولنې د پيوند او نښلون لاملونه، د انسانانو خپلمنځي ښندنه وي او نه وټه او پانګه؛ نو هله په دې له خاورو پيدا شويو کې د خداى نښه مونداى شو.

بودا وايي: ((مور لکه څنګه چې د خطر پر مهال، يوازې د خپل اولاد په باب اندېښمنه وي؛ نو که ټول د ټولو ژونديو په اړه همدا ننګېرنه ولري؛ نو خورا له مينې ډک زړه به ولري)) او پاموړ خو داچې زموږ په اوسنۍ نړۍ کې څوک چې څومره اندېښمن وي؛ نو هومره د ولسونو او وګړیو په باب اندېښمن او سرښندونکی وي، چې پر چا ډېره ښندنه شوې؛ نو ډېر د ولسونو په باب ښندونکى دى، په تجربې شمېرلاى شو، هغه انسانان، چې په خپل ټول وس د ولسونو د ژغورنې په لار کې هڅاند دي او ښندنه کوي، دوى تر نورو د ښندنو او حساسترو ميندو په غېږو کې روزل شوي دي. ښندنه؛ په علم، تخصص، مطالعې او د اندیز چوکاټ په معلومولو پورې اړه نلري، هډو له حساب و کتاب سره مخالفه ده، ان له علمي توب سره مخالفه ده، خرق عادت کوي؛ نو څه چې په عقل، علم او حساب سره اړخ لګوي؛ نو څنګه يې نورو ته ورزده کولاى شو؟ ايا په خبرو، ښوونو او نصيحت یې نورو ته ورزده کړو، چې څرنګه له ځانه تېر شي او د نورو په باب فکر وکړي؟ که په اولاد پسې، د مور هغه منډې ترړې او نارې سوري نه وي؛ نو ايا په اولاد کې د لطف او ښندنې څه نښه مونداى شو؟

د ښندنې يوه بېلګه حضرت عيسى د مريمې زوى دى او هېښنده دا چې د عيسى مسيح په ژوند کې، د يو پېغمبر په توګه، ستره معجزه بې پلاري ده او معجزه وګوره، چې قرآن عيسى (ع) د يوې کليمې په نامه يادوي، چې مريم يې زېږوونکې ده[288] او مانا يې ((ژغورونکى[289])) دى. د جبارانو له ولکې د ولسونو ژغورونکى. مساله دا نه ده، چې که د عيسى (ع) پلار نه و؛ نو څنګه يې څاڅکى جوړ شو؛ بلکې خبره پردې ده، چې کوم پلار د عيسى پر سر نه و، چې د عيسى پر فکر، اروا او روح کوم حسابي او علمي اغېز ولري او راښکوونکې خو داچې عيسى مسيح د نورو پېغمبرانو په څېر مستقل نه او څارېږي او له مريمې جلا نه وي او تل په ((عيسى بن مريم)) يادېږي؛ ځکه عيسى (ع) يوه کليمه ده، چې د مريم له لارې راښکاره شوې ده، دلته مخکې تردې چې عيسى د يو جسماني او توکیزې زوکړې په نامه اوڅار وي، يوه کليمه ده، يوه مانا ده او يو روح دى، چې له مريمې زيږيدلى او مريم يې زېږوونکې ده[290].

وينو، چې ښځه يوازې د خپل اولاد د بدن زېږوونکې نه؛ بلکې په خپل اولاد کې د خورا سترو ارزښتونو پنځوونکې او بڼه ورکوونکې ده او ايا تر ښندنې هاخوا او اوچت څه ارزښت مونداى شو؟، هغه هم داسې ښندنه، چې بدلې ته يې تمه نلري، چې د ښځو دا چار، نه د خداى له ډاره دى، نه د آخرت له وېرې، نه د ګټې په تمه او نه د مېړه د خوشحالۍ په پار؛ خو نارينه چې د عقل په تله ګټه او زيان سنجوي، دا دود نه خوښوي او د مينې او دوستۍ په چار کې د کوچنيو کسبګرو په څېر له نورو سره مينه د مثقال په تله او تيږه تلي او دغسې ((سود)) او ګټه د ((ارزښت)) ځايناستوي او سود د ارزښت ځاى نيسي.

پردې سربېره عقلمن معمولاً نغد پر نسيه غوره بولي، په داسې حال کې کوم ارزښت، چې مور اولاد ته ور کوي، محصول یې 20 او 30 کال روسته راښکارېږي؛ هغه هم نه مور ته؛ بلکې خلکو او ولسونو ته. دا ډول نسيه کاري ده، چې پر نسيان او هېر اخته کېږي؛ نو دغسې د ښځې آریز ترين ارزښت، چې هويت يې جوړوي او مقام يې په ګوته کوي، له يادونو وځي او ((نساء)) تل له ياده وتلې او په مقابل کې ((مذکر)) تل په ياد کې پاتې دى او په هر ځاى کې اوڅارېدونکى وي؛ خو په هر حال، په دنيا وينې ټولنه کې د اوڅار دروغجنو ارزښتونو تر شا، يو بادبدبه ننداره ليداى شو، د حقيقي ارزښتونو يوه ننداره، چې معمولاً لومړنۍ اتلانې يې ښځې دي.

((مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ[291]؛ چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي، كښت یې ورزیاتوو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې د دنيوي كښت [گټه] غواړي، څه ترې وركوو؛ خو په اخرت كې يې هېڅ برخه نشته. )).

په دې آيت کې وينو، چې ((حرث)) د توکیز او ظاهري کرنې پر مانا نه؛ بلکې د انسان ټولې کړنې؛ خوځښتونه او دريځونه- چې هرومرو اوږدمهالي او لنډ مهالي غبرګونونه لري- د حرث په نامه او څار شوې دي.

 

¯¯¯

 

 

 

ښځه او ازادي

ښځه د نارينه په څېر پنځول شوې او ښه يې ايسي، چې بې د نورو له لاسوهنو ژوند وكړي. ازادۍ ته لېوالتيا يوه طبيعي او مشروع غوښتنه ده؛ خو ايا انسان په ټولنه كې ازاد ژوند كړاى شي؟

انسان نورو انسانانو ته اړتيا لري او بايد حقوق اوغوښتنې يې هم رعايت كړي او خپلې ازادۍ د ټولنيزو مقرراتو په چوكاټ كې محدود او راايسارې كړي، دا ډول محدوديتونه د انسان پر زيان نه؛ بلكې پر ګټه يې دي. پردې سربېره، كله ازاد وسېدل او په ځاني غوښتنو پسې تلل، د انسان پر واقعي زيان تمامېږي، بايد په دغسې ځايونو كې، محدوديت ومني؛ ځکه پر واقعي ګټه يې ده.

اسلام هم سره له دې، چې د انسانانو د آزادۍ حق محترم بولي، مطلقه ازادي ناشونې بولي او نه د انسانانو د وګړيزو او ټولنيزو مصالحو له مخې كېدوني ګڼي. د همدې دليل له مخې، د انسانانو دځاني، د نيوي، اُخروي، وګړيز او ټولنيزو ګټو په پامنيوي يې احكام، قوانين او مكلفيتونه تشريع كړي او د دوى ازادۍ يې محدودې او راايسارې كړي. شونې ده ځينې شرعي محدوديتونه د انسانانو په مذاق ښه ونه لګي او د خپلو ازاديو مزاحم يې وګڼي؛ خو دا ورمندون له دې راولاړ شوى، چې انسان خپلې واقعي ګټې سمې پېژندلې نه دي. كه بشر د خپل ژوند له واقعي مصالحو خبر واى؛ نو شرعي چوكاټونه يې د ازاديو ايسته كول نه ګڼل او په پوره خوښه يې منل.

د ښځو د ازاديو په اړه هم همدا وضع ده. اسلام د ښځو ازادي محترمه بولي او په خپلو قوانينو كې يې رعايتوي _ په دې شرط، چې د واقعي مصالحو او د نورو وګړيو پر خلاف نه وي _؛ خو په هغو ځايونو كې، چې ازادي د واقعي مصالحو له مخې نه وه، محدوديت ورباندې غوره بولي. دلته په لنډو د ښځو يو شمېر ازادۍ را اخلو:

1_ په كار كې ازادي: لكه، چې وويل شول، اسلام ښځه د ټولنې له دوو اركانو يو ركن ګڼي او ځينې مسووليتونه يې ورترغاړې كړي دي. ښځه د ټولنې يوه بېكاره پرزه كېداى نشي او نبايد وي. اسلام كار كول دنده او له خورا غوره عباداتو بولي او خپل لارويان له لټۍ، بېكارۍ او لګښتۍ منع كوي، په دې اړه پرېمانه احاديث شته، چې بېلګې يې دا دي:

رسول اكرم ويلي: ((عبادت او يا برخې لري او د حلالې روزۍ تر لاسه كول يې غوره برخه ده[292]))

موسى بن جعفر (رح) ويلي: ((د خداى بې كاره بنده ښه نه ايسي[293]))

د اسلام له ليدلوري كار كول، نه يو حق؛ بلكې يوه دنده ده او نارينه او ښځه له دې اړخ څه توپير نه ري. ښځه هم بايد په ټولنيزو چارو كې دنده ترسره كړي او د بوختيا په ټاكنه كې ازاده ده؛ خو د ښځې د بدني او اروايي ځانګړنو په پامنيوي پر هر چار بوختيا يې په شان او صلاحيت كې نه ده. ښځه يو ظريف، لطيف او ښكلى موجود دى، چې له امله يې نارينه ته زړه راښكونكې ده؛ نو ځكه د كار په ټاكنه كې بايد هڅه وكړي، چې ښكلا يې ټكنۍ نشي. له همدې امله پر درنو، سختو او ستومانوونكيو چارو يې بوختيا پر ګټه نه ده؛ لكه د درنو ماشينونو چلول، شپني كارونه، په كانونو كې كارګري، د اوسپنې د ويلېدو، موتر جوړولو او سيمټو په كارخانو كې كار كول، بزګري، شپونتوب او په څېر يې. پر دې چارو بوختيا د ښځو له وسې هاخوا دي، ښكلا، لطافت او جاذبيت يې له خطر سره مخوي، چې نه د دوى پر ګټه ده او نه يې د مړونو. له همدې امله اسلام نارينه و ته سپارښتنه كوي، چې مېرمنې مو ستونزمنو چارو ته مه اړ باسئ.

حضرت علي (ک) خپل زوى امام حسن (رض) ته وويل:

((ښځه د هغه چار كولو ته مه اړ باسه، چې له وسې يې هاخوا وي؛ ځکه دا موضوع يې حال ته خورا مناسبه، زړه یې اراموي او ښكلا يې ساتي، ښځه، لطيفه او د ګل په څېر ده او جنګیالۍ نه ده[294]))

بله مهمه موضوع داده، چې د ښځې ښكلا او جذابيت، د جنسي راپارونو پر وړاندې د ډېرى نارينه و د بېوسۍ په څېر، يو طبيعي چار دى؛ نو ځكه د ښځو پر ګټه اود ټولنې پر مصلحت ده، چې ښځې داسې بوختياوې وټاكي، چې د خپل كار په چاپېريال كې له پرديو نارينه و سره ډېر لږ تماس او اړيكه ولري، چې له هغو احتمالي خطرونو يې وساتي، چې ايمان او پت يې پرې زيانمنېږي او د ټولنې د چاپېريال پاكۍ، په تېره ځوانانو او له غیر متاهل نارينه و سره مرسته وشي.

دې مهم ټكي ته پامنيوى هم لازم دى، چې ښځه يو عاطفي اومينه ناك موجود دى او غالباً تر نارينه و ډېر ژر د عواطفو تر اغېز لاندې راځي، له همدې امله پر هغو چارو بوختيا، چې ډېر پرېكندتوب او تاوتريخوالي ته اړتيا لري، د ښځو او ټولنې پر ګټه نه دى؛ لكه پوځي، پوليسي او قضايي چارې.

روستى ټكى، چې بايد ښځې يې د كار په ټاكنه په پام كې ولري، د خپلو اولادونو حالاتو ته يې ورپامېدل او د كورنۍ ساتنه ده. كه ښځې واده كړى وي او اولاد لري؛ نو بايد پام يې وي، چې ډېر درون مسووليت يې ورترغاړې دى، چې دا مېړه پالل او د اولادونو سم روزل دي، چې ځانګړي پيدايښت يې ورتر غاړې كړي دي. سمه ده، چې د كار په ټاكنه كې ازاده ده؛ خو بايد داسې كار وټاكي، چې د كورنۍ مينه ناك بنسټ و نه لړزوي او اولادونه له مورنۍ مينې او سمې روزنې بې برخې نه كړي.

په دې ځايونو كې بايد د تفاهم او پوهاوي آر په پام كې ونيول شي او نارينه هم بايد له بېځايه تعصبونو، ځانمنيو او د نارينه سالارۍ له خوى لاس واخلي او د انصاف او مصالحو له مخې مېرمنو ته اجازه وركړي، چې په مناسبو چارو كې بوختې شي.

2_ د مالكيت ازادي: اسلام، د ښځې مالكيت ته د نارينه په څېر درناوى كوي. ښځه د كار، سوداګرۍ، اداري كار، مهر، ډالۍ او هرې مشروع لارې، شتمني ترلاسه كولاى او ګټه يې كارولاى شي او ان مورو پلار، مېړه او اولاد يې حق نه لري، چې بې اجازې يې په شتمنيو كې تصرف وكړي قرآن وايي:

( (وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا[295]؛ او موږ هر چاته وارثان ټاكلي دي، چې د مور وپلار او خپلوانو له ميراثه ميراث يوسي او (هم) له چا سره مو چې تړون كړى، برخه يې وركړئ؛ [ځکه] خداى پر هر څه شاهد او څارونكى دى. )).

3_ په واده كې ازادي: ښځه هم د نارينه په څېر په واده او د مېړه په ټاكنه كې پوره ازاده ده. د بالغې نجونې واده بې خوښې يې سم نه دى. هېڅ څوك حق نلري، چې كومه ښځه واده كولو يا د ځانګړي مېړه كولو ته اړ كړي، ان پلار، مور، نېکه او رور يې.

امام صادق ويلي: ((د واده په باب دې د باكرې او غير باكرې ښځې اجازه وغوښتل شي او بې خوښې يې واده، سم نه دى[296]))

يو تن خپله خور مېړه ته وركوله او حضرت صادق (رح) ورته وويل: ((بايد له خپله نجونې اجازه وغوښتل شي، كه په ځواب كې يې چوپ شوه؛ نو چوپتيا يې اجازه ده؛ خو په هر حال بې اجازې يې نكاح سمه نه ده[297])).

نو ځكه په سم واده كې د ښځې (كه باكره وي که ناباكره) اجازه پکار ده. دلته پوښتنه داده، چې د نجونې په سم واده كې، د نجونې پر اجازې سربېره، د پلار يا نېکه اجازه يې هم اړينه ده که نه؟

ويلي يې دي: په هغه حال كې، چې ښځه باكره نه وي، د پلار يا نېکه اجازې ته يې څه اړتيا نشته او پخپله په خپلواك ډول هوډ نيواى شي، چې په احاديثو كې يې څرګندنه شوې ده:

امام صادق د ناباكرې ښځې د واده په باب ويلي:((هغه د ځان په هكله تر بل چا واكمنه ده، كه مخكې يې واده كړى وي، له شان سره يې برابر – سره واده كړاى شي[298]))

امام صادق ويلي: ((كومه ښځه، چې باكره نه وي، بې د خپل پلار له خوښې واده كړاى شي؛ خو كه په چار كې يې څه ستونزه نه وي[299]))

خو كه نجلۍ باكره وي؛ نو ډېرى فقهاوو يې سم واده د پلار يا نېکه په اجازې پورې اړوند ګڼلى او په دې باب يې په ځينو احاديثو استدلال كړى دى:

امام صادق ويلي: ((كومه باكره نجلۍ، چې پلار لري، باید بې له اجازې يې واده ونه كړي[300]))

 د مېړه په ټاكنه كې د باكرې نجلۍ ازادي، يوازې په دې ځاى كې د پلار يا نيکه په اجازې پورې تړل شوې ده؛ خو دا محدوديت نه يوازې د نجلۍ پر زيان نه؛ بلكې ډېر يې پر ګټه دى؛ ځکه باكرې نجلۍ خو مخكې واده كړى نه دى او په دې باب تجربه نه لري او د شرم او حيا له مخې د خپل غوښتونكي په باب پوره څېړنه كړاى نشي؛ نو زړه سواند، مهربان او با تجربه مشاور ته اړتيا لري، چې له لارښوونو يې ګټنه وكړي؛ نو پلار و نيکه غوره وګړي دي، چې په دې برخليك سازي چار كې مرسته ورسره وكړي. پردې سربېره د پلار اجازه يوه بله ګټه هم لري او هغه د پلار درناوى او د خوښې او همكارى تر لاسه كول يې دي.

بېشكه، دغسې يو چار د خپلوۍ د اړيكو په تينګښت او د نجلۍ او زوم د راتلونكي ژوند د احتمالي ستونزو په هوارولو كې ښه اغېز درلوداى شي.

د ويلو وړ ده، چې له پلاره په اجازې اخستو كې دوه ځايونه استثنا شوي دي:

الف- په كوم ځاى كې، چې پلار يا نيکه ته لاسرسى نه وي، چې اجازه ترې واخستل شي.

 ب-هغه مهال، چې نجلۍ مېړه كولو ته اړتيا لري او غوښتونكى يې هم مناسب انسان وي؛ خو پلار بې دليله پلمې جوړوي او هره مركه ځوابوي. نو يوازې په همدې دوو ځايونو كې نجلۍ ته اجازه وركوي، چې بې د پلار له اجازې د خپلې خوښې او هم شان نارینه سره واده وكړي.

4_ د علم او پوهې په لاسته راوړو كې ازادي:

بې مړوښه ښځه پر علمي تحصيلاتو بوختېداى شي او څوك يې د تحصيل خنډېداى نشي؛ خو كه مړوښه وي؛ نو بايد د مېړه او اولادونو حقوق دې رعايت كړي او د تحصيلاتو په دوام كې دې له خپل مېړه سره سلامشوره وكړي.

5_ د كور په ټاكنه كې ازادي:

بې مړوښه ښځه د كور په ټاكنه كې پوره ازاده ده؛ خو مړوښه د كور په ټاكنه او د اوسېدانې په ځاى كې بايد په مېړه پسې ولاړه شي. د كور چمتو كول د مېړه پر غاړه او له اختياراتو ځنې يې دي؛ البته هستوګنځى بايد د كورنۍ په شان او د مېړه په مالي وس كې وي، داسې چې د كورنۍ ارامي خوندي كړي. كه په ګډ كور كې وسېږي؛ خو مېرمن د ارامۍ له امله شخصي كور غواړي؛ نو مېړه كه وس لري، غوښتنه دې يې ومني، همدا راز كه كور يې كوچنى وي، يا هلته څه ستونزې رامخې ته كېږي او مېرمن د كور بدلونه غواړي؛ نو كه سړى وس لري؛ نو غوښتنه دې يې پوره كړي؛ ځکه دا ټول په نېك چلن كې راځي. خداى تعالى په قرآن كې وايي:

((وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ[301]؛ او په ښه توګه ژوند ورسره وكړئ )). ((لاتُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ[302]؛ او زيان مه وررسوئ،چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښوولو ته اړې شي))).

سره له دې، چې د كور ټاكنه د مېړه په اختيار كې ده؛ خو مېرمن د نكاح تړلو په ترڅ كې اوسېدنې ته د يو ځانګړي ځاى وړانديز وكړي يا اوسېدانه په خپل اختيار كې كړي؛ نو كه مېړه يې ورسره ومنل؛ نو مؤظف دى، چې د مېرمنې خبره ومني او په نه كولو كې يې ګناهګار دى.

 

¯¯¯

 

 

حجاب

حجاب په لغت كې د پوښښ پر مانا ده. حجاب؛ یعنې هغه جامې، چې د ښځې بدن وپوښي. اسلام ښځو ته امر كړى، چې خپل بدن بشپړ وپوښي او د پرديو نارينه و له كتو دې يې وساتي.

د حجاب او ستر د وجوب لپاره د قرآن له آيتونو او احاديثو ګټنه شوې ده. دلته درېيو آيتونو ته اشاره كېږي:

( (قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ الایلينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [303]؛ مؤمنانو نارینه و ته ووايه: ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))، چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛ بېشکه چې څه كوي، خداى پرې ښه خبر دى.

 او مؤمنو ښځو ته ووايه: ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نه ښكاره كوي؛ خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)، يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [؛ وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي، چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايي بريا ومومئ. ))

پورته آيتونه، د ښځو د حجاب په هكله نازل شوى او ځينو مسايلو ته يې اشاره كړې، چې شرح او تفسير ته اړتيا لري:

په پيل كې له مؤمنو نارينه و او ښځو غوښتل شوي، چې خپلې سترګې ټيټې كړي او نارينه دې ښځو ته او ښځې دې نارينه و ته سترګې و نه ټومبي او سترګې دې نه ګډوي.

 غض، په لغت كې د ټيټولو او بندولو پر مانا ده.غض بصر؛ یعنې اوږده نه كتل او سترګې نه ټومبل.

كله انسان بل ته ګوري؛ خو كتل يې موخه نه وي، كله هم د خوند لپاره ويني، چې د سترګو څرول ورته وايي. په خوند كتل انسان فساد ته راكاږي او نهې ترې شوې ده؛ خو هغه كتل، چې خوند اخستو ته نه وي حرام نه دي؛ ځکه د معاشرت او ټولنيز ژوند له لوازمو ځنې دي.

تردې روسته، ښځو او نارينه و ته سپارښتنه كوي، چې خپل عورت وساتي، فروج د ((فرج)) جمع، د ((عورت)) پر مانا ده. له ستر كولو مطلب، په سترګو ټيټولو د پاكلمنۍ او عفت په ساتلو كې هڅه ده؛ یعنې د ستر او حجاب رعايتول.

بيا ښځو ته وايي: ((لاَ يُبدِينَ زِينَتُهُنَّ ِالاَّ مَاظَهَرَ مِنهَا)) زينت، د ګاڼې او د ښكلا د وزلې پر مانا ده، چې څو ډوله دى:

يو يې، هغه گاڼې دي، چې له بدنه جلا دي؛ لکه غوږوالۍ، غاړه كۍ، ګوته، ماټوۍ، بنګړي او ښکلې جامې.

دويم ډول يې هغه دي، چې په بدن پورې ورنښلي؛ لکه رانجه، د نوكانو رنګ، نكريزې او د ويښتانو رنګ. آيت د ښايست دواړه ډولونه رانغاړي، ښځو ته سپارښتنه شوې، چې خپل ډول ډول ښايست دې پرديو نارينه و ته ورښكاره نه كړي او په دې توګه دې د نارينه و د پام رااړولو او د دوى د جنسي غريزې د راپارونې مخه ونيسي.

ورپسې يې، په ((اِلَّا مَاظَهَرَ مِنهَا)) غونډله ښځو ته اجازه وركړې، چې خپل ظاهري ښايست دې؛ چې په طبيعي ډول ښكارېږي، نه پټوي؛ لکه رانجه، د وريځو رنګ، نكريزې، ګوته، د ټكر يو رنګ، چپنه او پڼې. داچې ښځې په ټولنه كې وسي او ځينې مسووليتونه ورتر غاړې دي؛ نو طبيعي ده، چې د پرديو نارينه و سترګې يې پر مخ، لاسونه او ښكاره ښايست لګي او ددې پټول ستونزمن چار دى؛ نو ځكه اجازه وركړاى شوې، چې بې پټولو يې پر خپلو چارو بوختې وي.

په ځينو احاديثو كې هم په تېر آيت كې ظاهري ښايست، پر همدې مانا تفسير شوى دى. زراره له امام صادق (رح) روايتوي، چې د ((اِلَّا مَاظَهَرَ مِنهَا)) په تفسير كې يې وويل: ((ظاهري ښايست، رانجه او ګوته دي[304]))

ابو بصير وايي: امام صادق مې د ((لاَ يُبدِينَ زِپنَتَهُنَّ ِالَّا مَاظَهَرَ مِنهَا)) آيت د تفسير په باب وپوښت، ويې ويل: ظاهري ښايست ګوته او بنګړي دي[305]))

بيا د حجاب په څرګندولو پسې وايي:

((وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)) خمر د خمار جمع او د ټكري پر مانا ده. جيوب د جيب جمع او د ګرېوان پر مانا ده. ويلي يې دي: ښځو د رسول اكرم (ص) په پېر كې داسې كميسونه اغوستل، چې ګرېوان به يې پرانستى و او د سينو څه برخه به يې ښكارېده. همدا راز د ټكري دواړه خواوې به يې پر غوږونو شاته غورځولې، چې په پايله كې غوږونه، غوږوالۍ، غاړه او د سينې څه برخه يې ښكاره وه. له همدې امله، آيت ښځو ته امر كوي، چې د ټكريو پلوونه دې خپاره كړي، چې غاړه كۍ، غوږ، غوږوالۍ او سينه يې پرې پټه شي.له دې آيته، څو مهم اخلاقي او اسلامي مطالبه تر لاسه كېږي:

1_ بايد ښځې او نارينه دې له سترګو ورټومبلو ډډه وكړي او خوند اخستو ته دې يو بل ته نه ګوري.

2_ ښځې نه ښايي، چې خپل پټ ښايست پرديو نارينه و ته ورښكاره كړي.

3_ ښځې دنده لري، چې خپل ټكري داسې پر سر كړي، چې غوږ، غوږوالۍ، غاړه او سينه يې پوره پټه شي.

4_ ښځو ته سپارښتنه شوې، چې د عمومي عفت او پاكلمنۍ رعايت او د اخلاقي مفاسدو مخنيوي لپاره دې، ان خپلې پښې په زوره پر ځمكه نه وهي، چې هسې نه د پښو اوازونه يې د نارينه و د راپارونې لامل شي.

5_ پر ښځو واجب نه دي، چې خپل ښكاره ښايست پټ كړي.

*( (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا [306]؛ پېغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: ((پر خپلو ځانونو د خپلو ټكريو پلوونه راخپاره كړي، دا غوره چار دى، چې دوى وپېژندل شي او و به نه ربړول شي. (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او خداى ډېر بښونكى لورين دى.)).

قاموس، ((جلباب)) د ښځو د ارت كميس يا پر هغې جامې مانا كړى، چې پر نورو جامو يې وراغوندي او د پڼوني پر مانا يې هم راوړى دى.

راغب په مفرداتو كې د كميس او پڼوني پر مانا راوړى دى.

په المنجد كې د كميس يا ارتو جامو پر مانا راغلى دى.

نو ځكه د آيت په تفسير كې ويلاى شو، چې ښځو ته ووايه: جلباب، له پاسه وراغوستونكې جامې يا پڼونى دې له ارزان بيه ټوكره چمتو كړي، يا دې يې داسې واغوندي، چې ټول بدن او سينه او د غاړې شاوخوا يې پوره پټه كړي او د نامحرم له سترګو پټ پاتې شي، كه داسې وكړي، په پاكلمنۍ پېژندل كېږي، د پرديو پام نه وراوړي او له ربړونې خوندي پاتېږي.

له دې آيته ګټنه كېږي، چې بايد مسلمانه ښځه درنه، ساده او په ستر له كوره ووځي، چې په دې توګه د اخلاقي او ټولنيزو مفاسدو مخنيوى وكړي، چې دغسې چلن يومخې د ښځو، ځوانانو او نارينه و پر ګټه دي.

* ( (يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا- وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [307]؛ د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ. او پخپلو كورونو كې وسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او نمونځ پر ځاى کړئ او زكات وركړئ او د خداى او استازي یې اطاعت وكړئ؛ خداى يوازې غواړي له تاسې ((اهل البيت؛ نبوي كورنۍ)) چټلي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي. )).

دلته ښځو ته درې سپارښتنې شوې دي:

1_ په نازونخرو دې خبرې نه كوي، چې دا چار د ناپاكو نارينه و شهوت راپاروي.

2_ كوروالا او كور مېشتې دې وي.

3_ د جاهليت د ښځو په څېر دې، بې ستره او نورو ته د ځانښوونې او د خپلې ښكلا او سينګار ورښوولو ته راوړاندې نشي.

كه څه آيت د پېغمبر اكرم (ص) د مېرمنو او لوڼو په هكله نازل شوى؛ خو سپارښتنې يې ټولې ښځې رانغاړي.

د ويلو وړ ده، چې له ((قَرنَ فِى بُيُوتِكُنَّ)) ځنې مطلب دا نه دى، چې د پېغمبر (ص) مېرمنې او نورې ښځې دنده لري، چې كورمېشتې وي او له آره له كوره ونه وځي؛ ځکه لكه چې مخكې مو وويل، ښځې د ټولنې واقعي غړې دي او داسې مسووليتونه ورترغاړې دي، چې لازمه يې له كور وتل دي. ښځې د رسول الله (ص) په پېر كې هم له كوره وتلې او جوماتونو ته ورتلې. د پېغمبر (ص) ويناوو ته يې غوږ نيوه، ديني پوښتنې يې كولې، ان ډېرې ښځې، د احاديثو راويانې دي او يو شمېر راويانو احاديث ترې روايت كړي دي. په غزاګانو كې يې ګډون كاوه او د ټپيانو درملنه او پالنه يې كوله. د رسول اكرم (ص) مېرمنو هم په غزاګانو كې ګډون كاوه؛ خو جګړې كولو ته مؤظفې نه وې.

د پېغمبر (ص) او اصحابو کرامو سيرت دا نه و، چې مېرمنې په كورونو كې راايسارې وساتي او د آيت مطلب هم داسې نه دى؛ بلكې مطلب دادى، چې مېرمنې دې پر كور او ژوند زړه ورتړلې وي او هغه دې خپل بنسټيز مقام وبولي، همداراز كور، اولاد او مېړه ته دې يې ورپام وي او ځان دې په دې اړه مسوول وګڼي او له كوڅه ډبۍ او بې قيدوبندۍ دې ډډه وكړي.

¯ محارم:

نارينه د ښځو په هكله په دوو ډولو دي: محرم او نا محرم:

څه چې ښځو ته د ستر كولو په باب ويل شوي، د نا محرمو نارينه و په باب دي؛ خو ستر كول يې د محرمو نارينه و په باب واجب نه دي، محرم نارينه دا دي:

1_ پلار او نېکه، چې څومره پورته ځي.

2_ پلار او مورنى نېکه، چې څومره پورته ځي.

3_ رور، ورېرونه، چې څومره كښته ځي.

4_ خوريي او اولادونه يې، چې څومره كښته ځي.

5_ تره، د تره تره، چې څومره پورته ځي.

6_ ماما، او د ماما ماما، چې څومره پورته ځي.

7_ مېړه، د مېړه پلار، چې څومره پورته ځي.

8_ د مېړه مور و پلار او پلار يې، چې څومره پورته ځي.

9_ د مېړه زوى او اولادونه يې، چې څومره پورته ځي.

10_ زوى او زامنيز او لوڼيز زامن، چې څومره كښته ځي.

11_ لور او لوڼييز او زامنيز زامن، چې څومره كښته ځي.

12_ زوم او د زوم زوم، چې څومره كښته ځي.

دا وګړي يو د بل بدن ته كتلاى شي او د حجاب مراعاتول ورته واجب نه دي؛ البته په دې شرط، چې كتل د خوند اخستو له مخې نه وي، كه نه ان محارمو او نابالغو كوچنيانو ته هم كتلاى نشو. همداراز كه كتل د خوند اخستو له مخې وي؛ نو ښځه ښځې او نارينه نارينه ته ورليدلاى نشي.

¯ د حجاب پولې:

ستر كول د اسلام له پرېكنده احكامو ځنې دى، چې ټول فقها پرې يوه خوله دي. ښځې دنده لري، چې خپل بدن له پرديو نارينه و پټ كړي، كه په ټكري وي که ارت كميس او يا بله هره جامه، چې ټول بدن وپوښي او دا چې كوم ډول ځانګړې جامه وكاروي، په باب يې كوم دليل نه لرو.

د حجاب د وجوب په باب څه اړپېچ نشته؛ خو د مخ او تر مړوندونو د دواړو لاسونو په ستر كولو كې د فقهاوو تر منځ اړپېچ شته. يو شمېر فقها يې پټول واجب بولي يا يې په احتياط حكم كړى دى؛ خو ډېرى فقها يې پټول واجب نه ګڼي او د نه وجوب جوتولو ته يې استناد كړی: له يو شمېر احاديثو او تاريخي شواهدو ګټنه كېږي، چې د رسول الله (ص) په پېر كې د ښځو دود دا نه وه، چې خپل مخونه پټ كړي؛ بلكې لوڅ مخ يې په ټولنو، كوڅو او بازارونو كې شتون درلود. نارينه و ورته كتل او يو له بل سره يې خبرې اترې كولې. معاشرت او راكړه وركړه يې درلوده، له پېغمبره يې احاديث اورېدل او نارينه و ته يې روايتول. په راويانو كې په سلګونې ښځې شته، ان د پېغمبر (ص) مېرمنې او لوڼې هم له دې چاره مستثنا نه وې.

له حضراتو عايشې، حفصې، ام سلمې، او فاطمې سل ګونه احاديث روايت شوي او لازمه يې د ښځو د مخ كتل او د غږ اورېدل دي؛ خو رسول الله (ص) نه ښځو ته د مخ پټولو امر وكړ او نه يې نارينه د ښځو مخ ته له وركتو او غږ اورېدو منع كړل؛ خو دا چې د خوند اخستو په نيت وي.

حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) وايي: ((يوه ورځ رسول اكرم (ص) د فاطمې كتو ته ورتله او زه هم ورسره وم، چې كورته يې ور ورسېد، ور يې وواهه او ويې ويل: السلام عليكم. فاطمې له دننه وويل: عليك السلام يا رسول الله! پېغمبر (ص) وويل: [اجازه ده] در ننوځوو؟ فاطمې وويل: هو: رسول الله (ص) وويل: له ملګري سره مې درننوځم؟ فاطمې وويل: يا رسول الله! ټكرى مې پر سر نه دى. پېغمبر (ص) وويل: ټكر دې پر سر كړه. فاطمې دا كار وكړ. تردې روسته رسول اكرم وويل: السلام عليكم. فاطمې سلام ځواب كړ. بيا پېغمبر (ص) وويل: له ملګري سره مې درننوځم. ويې ويل: هو.

جابر (رض) وايي: ((رسول الله (ص) كور ته ورننووت، زه هم ورننووتم. سترګې مې د فاطمې پر مخ ولګېدې، چې د كور كمن په څېر وه، رسول اكرم (ص) وويل: لورې! ولې دې مخ دومره ژېړ شوى دى؟ ويې ويل: يا رسول الله (ص)! له سختې لوږې. پېغمبر په دعا لاسونه پورته كړل او ويې ويل: ای هغه خدايه، چې وږي مړوې، فاطمه د محمد لور مړه كړه!

جابر (رض) وايي: پر خداى قسم، د پېغمبر (ص) تر دعا روسته مې د فاطمې مخ ته ور وكتل، وينه یې په مخ كې وبهېده او مخ يې سور شو او تر دې روسته يې لوږه تېره نه كړه[308]))

له پورته داستانه ګټنه كېږي، چې فاطمه دومره لوڅ مخې وه، چې جابر (رض) يې لومړى ژېړوالى او د پېغمبر (ص) تر دعا روسته يې د هغه سوروالى وليد.

سعد اسكاف له امام باقر (رض) نه روايتوي: يو انصاري ځوان د مدينې په يوه كوڅه كې له يوې ښځې سره مخ شو. په هغه وخت كې ښځو خپل پڼوني پر غوږونه شاته اچاول. ځوان وركتل، چې ور ورسېد او ترې تېر شو، تردې روسته ځوان همداسې له شا ښځې ته ورليدل. په دې وخت كې سر يې پر دېوال پر يو خنډ ولګېد، ټپي شو او پر سينه او جامو يې وينه راوبهېده. ځوان وويل: پر خداى قسم! له دې ښځې به رسول الله (ص) ته شكايت وكړم. ځوان رسول اكرم (ص) ته ورغى. پېغمبر وپوښتل: ولې په وينو ككړ يې؟ ځوان تېره پېښه ورته وويل. په دې وخت كې جبرائيل دا آيت ورته راوړ: ((قل…………….. بما يقنعون[309]))

له دې داستانه دا هم ګټنه كېږي، چې ښځو د رسول اكرم (ص) او صدر اسلام په پېر كې، نه يوازې خپل مخونه نه پټول؛ بلكې خپل ټكري يې پر غوږونو شاته اړول، چې په پايله كې غوږونه، غوږوالۍ، غاړه او سينه يې ښكارېده او له همدې امله د انصاري ځوان پېښه وشوه او شكايت يې رسول اكرم (ص) ته يووړ او ورپسې د حجاب آيت نازل شو، چې پكې ښځو ته اشاره شوې، چې ټكرى دې پر سينه راخپور كړي، چې غوږ، غوږوالۍ، غاړه او سينه يې پټه كړي؛ خو په زړه پورې ټكى دا چې د مخ پټولو حكم پكې راغلى نه دى او دا يې نه وجوب راښيي. د حجاب آيت د اخلاقي او ټولنيزو مفاسدو د مخنيوي او د انصاري ځوان د پېښې په څېر د پېښو نه بيا ځلي كېدو لپاره نارينه او ښځو ته سپارښتنه كوي، چې خپلې سترګې ټيټې او له سترګو ورټومبلو او خوند اخستو ډډه وكړي.

 

¯¯¯

 

 

 حجاب ته بیا کتنه

پوښتل کېږي، چې د ښځو د حجاب فلسفه څه ده؟ که حجاب يو ښه څيز وي؛ نو ولې پر نارينه و لازم نه دى؟ ايا ستر په اسلام کې قرآني دليل لري که له تېرو فرهنګونو راخستل شوى دى؟

انسان د ژوند له پيله جامې اغوندي او بې د يو انديز ښوونځي له لارويانو- چې د لوڅ لغړ ژوند پلويان دي-[310]؛ نور ګرد سره وګړي يو ډول جامي اغوندي. دا ښکارنده د انسان د وګړيز او ټولنيزو بېلا بېلو ځانګړنو پر اړيکو سربېره، لږ تر لږه درې اړتياوې يې ځوابوي:

 (الف) په سړو، تودوخې، واورې او باران کې ساتنه[311].

(ب) د عفت او شرم ساتنه. [312]

(ج) ښکلا او وقار[313].

 

¯¯¯

 

 

د حجاب او اسلامي پوښښ اړيکه

د ((حجاب)) اصطلاح د پردې، حجاب، اغوستن، پټولو او له وصول او تر لاسه کولو د منع پر مانا ده[314]. دا اصطلاح يوازې د ښځې د ظاهري پوښښ يا اغوستن پر مانا نه ده او په آر کې له پرديو د ښځې د پټولو پر مفهوم دي. په دې توګه، هر پوښښ حجاب نه دى. حجاب د پردې تر شا کېدو پوښښ ته وايي. د ((حجاب[315])) په آيت کې راغلي:

((… إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلاَ مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لاَ يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ [316] مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ورننوځئ؛ خو داچې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر ژمنې مخكې مه ځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛ خو چې كله وبلل شوئ، ورننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خپاره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ، په رښتینه كې دا كار مو پېغمبر ربړوي؛ خو درنه شرمېږي (او څه نه وايي)؛ خو خداى د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې له دوی (؛ د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛ نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى او حق نه لرئ “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې له مېرمنو سره نكاح وكړئ؛ ځكه دا كار د خداى پر وړاندې ستره (ګناه) ده. ))

وړاندې ستره (ګناه) ده.))

((او، چې د پېغمبر (ص) له مېرمنو مو څه غوښتل، د پردې تر شا يې وغواړئ)). د عامو انګېرنو پر خلاف، دا آيت د حضرت پېغمبر (ص) د مېرمنو او ډېر د سياسي او ټولنيزو مسايلو په منظور را نازل شوى دى[317]، نه د نا محرم پر وړاندې د ښځې د پوښښ په اړه. د ښځې د پوښښ په باب د ((حجاب[318])) کارول، په نسبي ډول يوه نوې اصطلاح ده او همدا سبب شوى، چې ډېرى و انګېري: اسلام غواړي ښځه تل د پردې تر شا او په کور کې بندۍ وي او دباندې ونه وځئ[319]! او يو متل دى، چې ښځه يا پر کور ده او يا پر ګور!.

((ويل دورانت)) ويلي: ((دا امر په مسلمانانو کې د پردې اغوستو مبنا شمېرل کېږي[320])).

ځينې مدعي دي، چې حجاب له عجمو ځنې مسلمانانو او عربانو ته ورغلى!! په داسې حال کې، چې په حجاب (د نامحرمو پر وړاندې د ښځو اسلامي پوښښ) پورې اړوند آيتونه د عجمو تر اسلام راوړو مخکې نازل شوي. د ويل دورانت[321] او د سني او شيعه تفسيري کتابونو[322] په تاييد، عربي ښځو په جاهلي پېر کې دغسې اغوستن نه درلود او پر تبرج او ځانښوونې روږدې وي، چې اسلام منع کړ: ((ولا تبرجن تبرج الجاهلية الاولى[323])).

له تېرو په تېره د فقهاوو په نزد، د ((ستر)) او ((ساتر)) اصطلاح د نامحرمو پر وړاندې د ښځې د پوښښ او د پوښښ د وزلې پر مانا دود وه؛ نو ځکه، د ښځو د اسلامي پوښښ دنده، د ښځو د بنديانولو، د پردې تر شا کېنولو او په پايله کې دا ستره ډله په ټولنيزو فعاليتونو کې د نه ګډون پرمانا نه ده. دا دنده پر دې مانا ده، چې ښځه له نارينه و سره په معاشرت کې ځان وپوښي او پر ځانښوونې بوخته نشي او په فعاليتونو کې يې ګډون، پر انساني او اسلامي آرونو ولاړوي[324].

 

 

 

په قرآن کې اسلامي پوښښ

اسلامي پوښښ د اسلام له ضروري احکامو[325] ځنې دى او يو مسلمان هم پکې شکمنېداى نشي؛ ځکه هم قران مجيد پرې څرګندنه کړې او هم ډېرى روايات يې پر وجود ګواهي ورکوي. له همدې امله سني او شيعه فقهاوو، په يوه خوله په اړه يې فتوا ورکړې ده؛ لکه چې نمونځ او روژه، په کوم ځانګړي پېر پورې ځانګړي نه دي. د پوښښ دستور هم دغسې دى او د عصري والي او د يو نوي د رادبره شوي څيز ادعا يې بې دليله او ناکار پوهې ده.

خداى تعالى په آيت کې، ړومبى نارينه و او په ورپسې آيت کې مسلمانو ښځو ته حکم کوي، چې له سترګو ورټومبلو ډډه وکړئ او له نامحرمو دې د بدن په پټولو کې هڅه کوي:

( (قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ [326]؛ مؤمنانو نارینه و ته ووايه: ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))، چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛ بېشکه چې څه كوي، خداى پرې ښه خبر دى. ))

خداى تعالى ددې ښوونې فلسفه، پاکوالى او د روح سپېڅلتيا بولي او وايي: دا پوښښ د بشري روح د پاکوالي په موخه دى. بيا په ورپسې آيت کې وايي:

( (وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ الایلينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[327]؛ او مؤمنو ښځو ته ووايه: ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نه ښكاره كوي؛ خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)، يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [؛ وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي، چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايي بريا ومومئ. ))

دا آيت، د ښځو د پوښښ په اړه، دوو ځايونو ته اشاره کوي: 1_ د سر او غاړې پټول. 2_ د ښکلاوو پټول.

((خُمُر)) د ((خِمار)) جمع او د ټکري[328] پر مانا ده. ((جيوب)) [د ((جيب)) له اصطلاح] او د سينې او ګرېوان پر مانا ده[329].

په مجمع البيان تفسير کې راغلي، چې: د مدينې ښځو، د خپلو ټکريو سرونه شاته اچول، چې سينې، غاړې او غوږونه يې ښکارېدل. ددې آيت له مخې، مؤظفې شوې، چې خپل ټکري پر ګرېواننو راواچوي، چې دا ځايونه هم پټ وي[330].

امام فخري رازي وايي: خداى تعالى د ((ضرب)) او ((على))-چې په القا کې مبالغه راښيي- د اصطلاحاتو په کارونه راڅرګندوي، چې ددې برخو پوره پټول لازمي دي[331].

ابن عباس (رض) ددې غونډلې په تفسير کې وايي: ((يعنې، ښځه دې خپل ويښته، سينه، غاړه او تر ستوني لاندې پټ کړي[332].

ځينې ادعا کوي: حجاب له لغړتوب سره د مقابلې پر مانا منو؛ خو د قرآن په هېڅ ځاى کې د وېښتانو پټولو خبره راغلې نه ده! دا ناسمه خبره ده؛ ځکه مسلمانو ښځو ددې آيت تر نازلېدو لاوړاندې خپل وېښتان پټول او ستونزه يوازې د غاړې، غوږونو او تر ستونې لاندې پټول ول. په دې آيت کې د ټکري خبره شوې، بايد وپوښتل شي: ټکری، چې پر سر اچوي اووېښتان پټوي، کومه بله مانا هم لري؟ پردې سربېره، په ګڼو رواياتو کې د پوښښ د کچې او اندازې حکم راغلى دى[333].

د ((ښکلا)) په باب هم دا پوښتنه او څار ده، چې ايا له بدنه جلا ښکلاوې (لکه ګاڼې) هم رانغاړي، يا په بدن پورې نښتي سينګارونه (لکه رانجه او نکريزې) هم رانغاړي؟[334]

 په ځواب کې وايو: ټوليز حکم دا دى، چې ځان سينګارول جايز او نامحرم ته ځانښوونه منع ده. سينګار يو فطري او طبيعي چار دى[335]. او د ښکلا خوښونې حس، په ژوند کې د ډول ډول هنرونو د پيدايښت سرچينه ګڼل کېږي. دا طبيعي لېوالتيا، په سينګار شوي وګړي کې د ګرانبيه اروايي اثارو په تحقق پاى مومي.

د ځان سينګارول او له پرېشانۍ ډډه کول، د انسان په انديز غونډال او سليم ذوق کې جرړه لري. کوم وګړى، چې مړاوى پړاوى او شاړ وي او ظاهري پاکوالى يې نه وي؛ نو خپله وګړه د نورو په کتو خوراوي او ځان ته د دښمن د پيغور او سپکاوي خوله راسپړي[336]. له همدې امله، د ښکلو جامو اغوستل، د مسواک، ګومنزې او عطور کارول، د وېښتانو غوړول، د ګوتې پر ګوته کول او د عبادت او له خلکو سره د ناستې پاستې پر وخت د ځان سينګارول، د مسلمانانو له موکدو مستحباتو او ورځينۍ کړلارو ځنې دي[337].

امام حسن (رض) په نمانځه کې خپلې ښې جامې اغوستې او د نورو د پوښتنې په ځواب کې يې ويل: ((ان الله جميل و يحب الجمال فاتجمل لربي[338]؛ خداى ښکلى دى او ښکلا يې خوښېږي؛ نو ځان خپل پالونکي ته ښکلوم؛ نو ځکه خداى ښکلا او ځان سينګارول نه منع کوي؛ خوپه شرع کې په ټولنيزو غونډو کې ځانښوونه او په خپلو ښکلاوو د نورو راپارونه منع ده: ((ولا تبرن تبرج الجاهلية الاولى: او د ړومبي جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ [339])) او ((وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ: او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي [340])).

معمولاً عربي ښځو خلخال پر پښو کول او ددې لپاره، چې نور وپوهوي، چې ګرانبيه خلخال لري، پښې يې پر ځمکه وهلې! آيت يې له دې کاره منع کوي.

شهيد مطهري وايي: ((له دې لارښوونې پوهېداى شو، هر څه چې د نارينه و پام را اړوي؛ لکه تېز عطرونه او د مخ نظر را اړوونکي سينګارول، منع دي. په ټولنيز ډول ښځه نبايد په معاشرت او ناسته پاسته کې داسې چار وکړي، چې د نامحرمو نارينه و د راپارونې او پام را اړونې لامل شي[341])).

قرآن وايي: ( (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا: او خپله ګاڼه دې نه ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي [342] )) ښکلا وې په دوه ډوله دي:

1_ هغه ښکلا؛ لکه جامې، رانجه، ګوته او بنګري يا وښي، چې ښکاره دي او پټول يې واجب نه دي.

2_ هغه ښکلا، چې پټه ده؛ خو دا چې په لوى لاس يې ښکاره کړي (؛ لکه غوږوالۍ او غاړکۍ) ددې ډول ښکلا پټول واجب دي.

قرآن کريم، په همدې کچه او معیار، د زړو او له کار لوېدلو ښځو- چې واده ته هيلمنې نه وي- په باب اساني راوستې او اجازه يې ورکړې، چې ټکري لرې کړي[343]؛ خو په عين حال کې د ځانښونې او راپارونې اجازه نه لري:( (وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ؛  او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې،چې د نكاح هيلمنې نه وي؛ نو كه دوى خپل ټكري كېدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛په دې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نه کړي؛خو پتمني ورته غوره ده او الله پوه اورېدونكى دى . [344]))

بل آيت، چې په پوره څرګندنې د اسلامي پوښښ سپارښتنه او فلسفه بيانوي، دا دى:

( (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا [345]؛ پېغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: ((پر خپلو ځانونو د خپلو ټكريو پلوونه راخپاره كړي، دا غوره چار دى، چې دوى وپېژندل شي او و به نه ربړول شي. (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او خداى ډېر بښونكى لورين دى. ))

 خو که بيا هم يو شمېر مفسدينو د مؤمنو ښځو سپکاوى کاوه؛ نو د اسلامي حاکم دنده ده، چې له دې ناروغ زړيو سره سخت چلن وکړي؛ نو ځکه ستر کول او ښځې نه ځورول يوازې يوه اخلاقي سپارښتنه نه ده، اسلامي او حکومتي حکم ګڼل کېږي.

( (لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لاَ يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلاَّ قَلِيلاًمَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلاً [346]؛ قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛ له خپل چار لاس وانخلي (؛ نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي؛ دوی رټل شوي دي او چېرې، چې وموندل شول، ونيول شي او په سختۍ ووژل شي. ))

په دې آيتونو کې درې مهم مطالب د پام وړ دي:

 د ((جلباب)) مانا او نژدې کول يې، د اسلامي پوښښ ((فلسفه)) او د مزاحمو وګړيو مجازات[347].

 

¯¯¯

 

 

مطلوب پوښښ

د لغت[348] کتابونو ته په پامنيوي او د اهل سنتو (؛ لکه قرطبي[349]) او شيعه مفسرانو؛ لکه طباطبايي[350] او فيض کاشاني[351] د ويناوو له مخې ((جلباب)) ملحضه، څادر ډولی پوښښ او ارت پڼونى دى، نه کوچنى ټکرى، روسري او خمار.

له ابن عباس او ابن مسعود (رضى الله عنهما) روايت شوى، چې: منظور عبا (پڼونی) دی.

نو ((جلباب)) پراخه جامه يا يو ټوکر دى، چې ټول بدن راپوښي او موږ ټکرى يا پڼونى ورته وايو؛ لکه چې سترو مفسرانو (؛ لکه شيخ طوسي او طبرسي) ويلي، په تېرو کې په ښځو کې دوه ډوله ټکري دود ول: کوچني ټکري، چې ((خِمار)) يا ((مقنعه)) يې نومول او معمولاً په کور کې یې کارول او لوى ټکري، چې له کوره بهر يې اغوستل. ښځو په دې سترو پڼونو، چې جلباب ورته ويل کېده او تر ((مقنعې)) ستر او تر ((رداء)) کوچني ول او له اوسني ښځنې څادر يا د ښځو له پڼو سره يې ورته والى درلود، وېښتان او خپل ټول بدن پټاوه[352].

د جلباب نژدې کول (يدنين عليهن من جلابيبهن) په پڼوني د مخ، سر او غاړې پټولو ته کنايه ده[353]؛ يعنې داسې نه وي، چې پڼونى يا مانتو يوازې تشريفاتي او رسمي اړخ ولري او بدن يې راونه نغاړي. ښځې حق نلري، داسې څادر يا پڼونى پر سر کړي، چې وښيي، له پرديو نارينه و سره له معاشرت او يا د نامحرمو له کتو ډډه نه کوي او د ((کاسيات عاريات[354])) له مصاديقو شمېرل کېږي!

قرآن حکم کوي: ښځې دې په څارنې او مراقبت، په پڼونې کې ځان راتاو او خوشې دې يې نکړي، چې وښيي، عفافه، سترمنه او ځان ساتونکي ګڼل کېږي. د آيت له روستي تعليل ځنې پوهېداى شو، چې مطلوب پوښښ هغه دى، چې خود په خوده، دورباش او لرې وسه رادبره کړي او خیرن زړي نهيلي کړي[355].

 

 

د پوښښ اړتيا

خداى تعالى د اسلامي پوښښ د اړتيا په باب وايي: ((ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ[356]: دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي ))ځينې وايي، په اوسني وخت کې، چې مريتوب له منځه تللى، دا حکم هم منتفي دى! ځواب يې دادى چې[357] ښځو د پېغمبر (ص) په پېر کې حجاب درلود او له ګټو يې داده، چې کله ښځه په حجاب او وقار کې له کوره راوځي او د پاکلمنۍ او عفاف لار خپله کړي؛ نو فاسدان او مزاحمان په ځان کې جرات نه ويني، چې حيثيت يې ټکنى کړي. کوم ناروغ زړي، چې په ښکار پسې ګرځي؛ نو حريموالا او سترمنې مناسب ښکار نه بولي.

په رواياتو کې راغلي: ((المداة ريحانة[358]؛ ښځه د کشمالي په څېر ده)) بېشکه که بڼوال يې ونه ساتي، له ګل واڼونکي به خوندي پاتې نشي. قرآن آرماني ښځې، چې جنتيانې دي، په سېپۍ کې لکه مرغلره ګنلې: ((کامثال اللو لوالمکنون[359]؛ لكه په سيپۍ کې مرغلرې.)).

پر دې سربېره، دوى له اصلي جواهرو؛ لکه ياقوت او مرجان سره ورته کوي، چې جواهر پلوري يې په ځانګړيو قوطیو کې ږدي، چې د بدلو جواهراتو په څېر ددې او هغه لاس ته ورنشي، ارزښت او قدر يې راټيټ نشي[360].

د الميزان تفسير مؤلف[361] همدا تفسير غوره کړى دى.

 استاد مطهري په دې باب وايي: ((کله د انسان حرکات او سکنات خوله ور وي؛ ځکه د ښځې د جامو وضع، پر لار تلل او خبرې کول يې مانا لرونکي وي او په بې خولې خوله وايي: زړه دې راکړه، په هيله کې مې وسه او څاره مې. کله اپوټه، بې خولې خوله وايي: له دې حريمه د بريد لاس در لنډ کړه[362].

البته ډېرې ليکنې د ښځو د پوښښ او حجاب په باب دي او ډېر لږ يې د نارينه و پوښښ ته پام ور اړولى دى! دا يو عادي او طبيعي چار دى؛ ځکه ښځې د جمال او ښکلا ښکارندوى او نارينه د لېوالتیا ښکارندوى دى؛ البته د نارينه حجاب هم په بېلابېلو فرهنګي او ټولنيزو اړخونو کې د اهميت وړ دى؛ نو ځکه قرآن د ټولنې د ټيکاو او پايښت لپاره د نارينه او ښځو حجاب ته ډېر پام کړى دى:

( (يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا[363]؛ د آدم اولادې! په رښتیا موږ تاسې ته جامې رادبره کړي، چې هم ستاسې عورتونه پټوي او هم ستاسې د ښكلا وزله ده؛ خو د پرهېزګارۍ جامې غوره دي. دا (ټول) د خداى (د قدرت) له نښو ځنې دي، ښايي دوی ترې پند واخلي. ))

د نارينه و په باب وايي: ( (قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ[364]؛ مؤمنانو نارینه و ته ووايه: ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))، چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛ بېشکه چې څه كوي، خداى پرې ښه خبر دى. )).

د ښځو په اړه وايي: ( (وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ[365]؛ او مؤمنو ښځو ته ووايه: ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نه ښكاره كوي؛ خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)، يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [؛ وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي، چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايي بريا ومومئ. )).

 

 

په ټولو ډګرونو کې فعاليت؛ خو له ستر سره

لويديځوال انګېري، چې حجاب يو خنډ دى، د يو بند په څېر دى، چې ښځه پکې بندۍ ده او ستر يې د خلاقيت او هلوځلو مانع دى. په اند مې، حجاب بند نه دى او خنډ هم نه دى ښځه په ستر سره په ګردو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او وټيزو برخو کې فعاليت کړاى شي؛ خو بايد اسلامي ارزښتونه او سپارښتنې رعايت کړي. دا سپارښتنې يوازې د ښځو په اړه نه دي اونارينه و ته هم دي.

په افغانستان، پاکستان، سودان، لبنان، ايران او ډېرى اسلامي هېوادونوکې د ښځو د فعاليت تجربې راښيي، چې ښځې په بېلابېلو ډګرونو کې فعاليتونه او مسووليتونه لري، په ځينو چارو کې ان تر نارينه و مخکې شوې دي، لږ تر لږه خو په يوې برخې کې هم تر نارينه و روسته پاتې نه دي. په دې ټولو برخو کې وينو، چې حجاب د ښځو د فعاليت خنډ نه دى. د حجاب فلسفه دا ده، چې اسلام د نارينه او ښځې تر منځ اړيکه يوه انضباطي اړيکه بولي. اسلام هغه ټولنه نه غواړي، چې پکې بې ضابطې جنسي اړيکې وي او په اصطلاح جنسي کمونزم وي. اسلام نه غواړي د ښځې يو داسې موقعيت وي، چې ارزښت يې د نارينه و پام را اړول وي. اسلام د جنسي چلن مخالف نه دى؛ خو نه غواړي دا چلن د لويديځ په څېر بربنډ او د خلکو په مخ کې وي؛ بلکې ښځه په طبيعي او مناسب موقعيت کې خپل ښځينه، حالات ښوولاى شي، لکه د ښځو غونډې يا له خپل مېړه سره په تړاو.

اسلام د نارينه او ښځې ترمنځ په نژدې، دوستانه او مينناکو اړيکو ګروهه لري او هم غواړي د ټولنې فضا له هر ډول شکمنۍ سوچه او پاکه وي، چې د ښځې عفت او ارزښت زيانمنوي؛ خو لويديځ بې له دې، چې د ښځې روحي او مانيزو ارزښتونو ته يې ورپام وي، ټول پام يې يوازې د ښځو د بدن د کتو ازادۍ ته دي. دوى غواړي د ښځې له بدن او ظاهره خوند واخلي؛ خو اسلام د ښځې روح او معنوياتو ته په پامنيوي، د اخلاقي آرونو او د ټولنې د واقعياتو تر منځ يوه منطقي او سوليزه اړيکه رادبره کوي، ته وا لويديځوال انسان په اور کې غورځوي، بيا ورته وايي، چې هسې نه وسوځي!

 

 

* په اسلام کې د ښځې ګواهي، قضاوت او حکومت

د ښځې ګواهي

 

ولې تر نارينه و د ښځې ګواهي ټيټه ګڼل کېږي، دا يو تبعيض نه دى؟

په اسلام کې، د ښځې شهادت د نارينه د شهادت په څېر د يو آر په توګه منل شوى دى، که څه په ځينو مواردو کې، د نارينه او ښځې د ګواهۍ د اعتبار څرنګوالى توپير لري. کله يوازې د ښځې ګواهي منل شوې او کله يوازې د نارينه. په ډېرى مواردو کې هم د هر يوه، په يوازېتوب يا يو ځاى قبلېږي او په ځانګړو مواردو کې د دوو ښځو ګواهي، د يوه تن نارينه له شهادت سره برابره ده.

د اسلام په عدلي غونډال کې د ((شهادت)) د احکامو د يوې څنډې پر حکمتونو او رازونو د پوهېدو لپاره غوره ده، چې څو ټکيو ته پاملرنه وشي:

 

لومړى: د شهادت اعتبار

له يوې پېښې د خبرېدو او اګاهۍ ښکاره کول او شهادت او د پېښېدو څرنګوالى يې، هله د قضايي حکم منشا کېداى شي، چې له حداکثر اعتبار او ډاډه برخمن وي. بلخوا د ګواه او شاهد د وينا اعتبار، له ارواپوهنې سره تنګه اړيکه لري. بله مساله دا چې د ښځې اروايي جوړښت، د بدني جوړښت په څېر يې، له نارينه سره توپيرونه لري. تجربي ارواپوهانو د پراخو پلټنو پر مټ، هر يو نارينه او ښځې ته متفاوتې جسمي او اروايي ځانګړنې شمېرلي، چې ځينې يې دا دي:

1_ پر ځان ډاډ:

د څېړنو له مخې، تر ښځو په نارينه و کې پر ځان ډاډينه ډېره ده. نارينه ځان ته لوړې موخې په پام کې نيسي او لاس ته راوړو ته يې هڅه کوي؛ خو د ښځو پر ځان ډاډېينه په ټيټه کچه کې ده او ځان ته کوچنۍ او لنډ مهالې موخې ټاکي[366].

دا ځانګړنه د شهادت په ورکړه کې ونډه درلوداى شي. هغه چې پر ځان له ټيټې کچې ډاډه برخمن وي، د يوې موضوع په اثبات يارد کې ډېر لږ بريمنېداى شي؛ ځکه ډېر د دنننيو او بهرنيو لاملونو تر اغېز لاندې وي او شکمنېږي.

2_ عواطف او احساسات:

د نارينه او ښځې تر منځ، د احساساتو او عواطفو په اړه محسوس توپيرونه مشاهده کېږي، ښځه تر نارينه خورا عاطفي ده او پر همدې مزاج او خټه زيږېږي او ژوند ورسره کوي. په عمده توګه د نارينه و انرژي، بهرنۍ نړۍ تر بريد لاندې نيسي او پر چاپېريال د لاسبري او د کابو کولو په لټه کې يې دى، حال دا په عمده ډول د ښځو اروايي انرژي دنننۍ او عاطفي نړۍ ته ورمتوجه ده او په خپل ژوند کې ارتباطي اړخونه ته ډېره پاملرنه لري.

دا توپير هم په ګواهۍ او شهادت کې مهمه ونډه درلوداى شي؛ ځکه د چاچې د اروايي انرژۍ مخه او پاملرنه، پر چاپېريال تسلط او کابو کولو ته وي، تر هغه به له څرګند او پوره درکه برخمن وي، چې د اروايي انرژي مخه يې د نننۍ نړۍ ته وي او دېره لږه پاملرنه يې بهرني لاملونو او چاپېريال ته وي، له همدې امله د لومړي تن ګواهي له ډېر اعتباره برخمنه ده.

3_ هيجاني کېدل:

په دې باب ويل شوي، چې ښځه تر نارينه هيجاني ده. ((ترمن)) او ((ميلر)) د سترو وګړیو د غبرګونونو له څېړنې موندلې، چې د ډار، غوسې، کرکې او لورنې په وختونو کې د نارينه او ښځې غبرګونونه کمي او کيفي اړپېچونه لري او د ښځې پر ډېر هيجاني کېدو سربېره، هيجان يې له نارينه سره هم توپير لري[367].

د هيجاناتو د منشا په باب تجربي څېړنې ښيي، چې هيجاني فعاليتونه، د بدن په ځانګړو برخو پورې اړوند نه؛ بلکې په ګرد بدن کې خپاره دي او د ننني متر شحې غدې او ځينې بيوشيميايي لاملونه پکې ونډه لري. د اندوکراین غدو د ترشح توپير د ښځې د لا هيجاني کېدو ښوونکى دى.

بلخوا څومره، چې د يوه تن ګواهي او شهادت خورا دقيق او ژور وي، د ډېر اعتماد وړتيا لري او که د چاپوهېدنې له اروايي حالاتو او روحي هيجاناتو يې اغېزمنې وي، د اعتماد کچه يې کمېږي. په پايله کې بايد د قاضي حکم، چې له دېر حساسيته برخمن دى، د شخړې دواړو لوريو ته ښه اوچت اطمينان پيدا کړي او د بې عدالتۍ او بې انصافۍ له هر ډول شکه لرې وي. شک نشته، چې ډېر هيجانات، د هغې موضوع په تشخيص او اظهار نظر کې منفي اغېز شيندي، چې ګواهي پرې ورکول کېږي.

دويم: د ښځې د شهادت منل:

که په ځينو ځايونو کې د نارينه د شهادت قبليدل او د ښځې نه منل کېږي، پر نيمګړتيا يا تبعيض دليل وي، د پېښې بل لورى هم بايد صادق وي، چې په ځينو مواردو کې هډو د نارينه ګواهي کوم څيز نه اثباتوي او يوازې د ښځې شهادت، معتبر ګڼل شوى دى! [؛ لکه د زوکړې اثبات، د باکرې توب اثبات، په بېلابېلو ځايونو کې د ښځينه عيبونو اثبات او ادعا او…..] په داسې حال کې، چې يو هم پر غوراوي او نيمګړتيا دليل نه دى؛ بلکې د حقايقو د رابرسېرولو او څرګندولو لپاره دى او دا توپيرونه، د موضوع له ځانګړنو او له دې د وګړيو د پوهېدنې له څرنګوالي راولاړ شوي دي.

 

درېيم: په پيکه (ناګوارو) چارو کې شهادت:

په وژنه او زنا په څېر چارو کې له يوه تن نارينه سره، دوو ښځو د برابرۍ شهادت کټ مټ د ښځې له ارواپوهنې سره اړخ لګوي؛ ځکه ښځه تر نارينه ډېره با حيا ده او د سخت شرم له امله او د زنا په څېر له صحنو سره په مخامخېدو کې معمولاً مخ ترې اړوي. د نارينه پر خلاف، چې حساسيت او پلټنه پکې راپارېږي! له دغسې منظرو سره د ښځې مخامخېدل، کومه نيمګړتيا يې نده؛ خو په طبيعي ډول د وګړيو په تشخيص او د عمل په څرنګوالي کې، د تېروتنې شونتيا پکې ډېره ده. په پايله کې د شاهدانو د شمېر په زياتېدو، د تېروتنې احتمال راټيټېږي.

همدغسې ښځه تر نارينه ډېره عاطفي ده او نارينه تر ښځې توند مزاجى دى. د ښځې دا ځانګړنه، چې په خپل ځاى کې سمه او پر ځاى ده، ځانګړي وضعي اثار او پايلې هم لري، چې بايد په اړه يې هوښيار وسو. ددې ځانګړنې طبيعي پايلې دا دي، چې ښځه د وژنې په څېر له ځوروونکيو صحنو سره په مخامخېدو کې، سخته اغېزمنېږي او په ځير د صحنې له ليدو ډډه کوي، له همدې امله شونې ده، چې سم وژونکى او د وژنې څرنګوالى ونه پېژني او شهادت يې له ډېرې لږې ځيرنې برخمن وي او د بل شاهد په ورګډېدو د تېروتنې احتمال راټيټېږي.

 

¯¯¯

 

 

له ښځو سره سلامشوره

پوښتي ولې په ځینو روایاتو کې له ښځو سره له سلامشورې منع شوې ده؟

له مشورې موخه، د ستونزو هواري ته غوره لارې چارې لټول دي. دا مساله لاملېږي، چې د سلا کار په ټاکنه کې، دقيق شرايط رعايت شي. په اسلام کې د مشورې په اهميت او د سلاکارانو په خرنګوالي کې ډېر نصوص راغلي دي.

 

وړتياوې او ناوړتياوې

په ديني نصوصو کې د سلا مشورې په اړه ډېرې ځانګړنې او وړتياوې او څار شوې دي؛ لکه: ايمان[368]، عقلمني[369]، کارپوهي[370]، خيرخواهي[371]، الهي ډار[372]، تقوا او ځان ساتنه[373] دينوالي[374]، زړه سواندي، صميميت، روري[375]، خواله ساتنه[376]، بخل، ډار، او حرض د سلا مشورې له خنډونو ښوول شوى دى. امام علي (ک) وايي: ((له کنجوس، ډارن او حريض سره مشوره مه کوئ؛ ځکه په دوى هريو کې کمزوري ټکي شته، چې حقيقت ته د ور رسېدو په لار کې دې خنډېږي[377]، بلخوا ((پر زده کړيالانو د شويو پلټنو له مخې، له پينځو اساسي هيجاناتو (ښادي، عشق، ډار، غم او غوسه (څلور يې تر نارينه و په ښځو کې سخت او ډېر ليدل شوي دي او يوازې په ((غوسه)) کې نارينه تر ښځو وړاندې دی. ښځې نه يوازې ظريف هيجانونه (ښادي، عشق، ډار، غم) سخت او ښه پرېمانه تجربه کوي؛ بلکې په ښو او بدو حالاتو کې، هيجانونه ښه تشخيصوي او ډېر يې ځوابوي[378]))، مېرمن ((کليوډالسون)) د يوې ارواپوهې په توګه اعلانوي: ((دې پايلې ته رسېدلې يم، چې اغلي د احساساتو ايل او ښاغلي د عقل ايل دي[379])).

((اتو کلاين برګ)) هم ليکي: ((ښځې ډېرې له کورني کارونو، شيانو او ذوقي کړنو سره مينه ښيي او داسې چارې يې ښه ايسي، چې بايد مواظبت او ډېر زړه سوى پکې وشي؛ لکه د کوچنيانو، کمزوريو او بېنوا وګړيو مواظبت او څارنه، ښځې عموماً تر نارينه و خورا احساساتي دي[380])).

پايله داچې د ښځو د طبيعي او حکيمانه احساساتو په پار او په ټولنه کې يې ډېر لږ حضور، چې په دې چارو کې يې د لږې تجربې لاملېږي.

لامل شوى، چې له سلامشورو يې لږه ګټه واخستل شي. له امام علي (ک) په يو روايت کې راغلي: ((اياک و مشاورة النساء فان رايهن الى افن و عزمهن الى و هن؛ له ښځو سره له سلامشورې ډډه وکړه؛ ځکه راى يې سستې او په هوډ نيونه کې بې وسې دي[381])).

البته دواړه مسالې د لاملونو په لرې کولو يې د جبران وړ دي؛ نو ځکه په بل روايت کې په ((اياک و مشاورة السناء)) پسې راغلي دي: ((الا من جربت بکمال عقل؛ خو هغه ښځې، چې د عقلمنۍ په کمال ازمېيل شوې دي[382])).

دا خو د ښځو په پار و، که نه ډېر نارينه شته، چې احساساتي يا کم تجربه دي او سلامشوره ورسره ګټوره نه ده او ددې روايت له مخې، د عقل کمال او پوهه له سلا کار سره شرط ده او ښځتوب، که پوه وي، د سلا مشورې د جواز مانع نه دى.

بلخوا، په هغو چارو کې، چې ښځې بلدې وي، سپارښتنه شوې، چې مشوره ورسره وکړئ. رسول اکرم (ص) ويلي: ((ائت مروا النساء فى بناتهن؛ د نجونو په اړوند چارو کې له ښځو سره مشوره وکړئ[383])).

په قرآن کريم کې د ځينو کورني مسايلو هوارۍ، د مېړه او مېرمنې په سلامشورې او خپلمنځي پوهاوي ګڼل شوى دى:

 ((وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْاْ بَيْنَهُم بِالْمَعْرُوفِ ذَلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ. وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ [384]؛ او چې کله مو ښځې طلاقې كړې؛ خو خپل عدت يې پوره كړ؛ نو مخه يې مه نيسئ، چې له خپلو (مخكېنيو) مړونو سره واده وكړي، كه په خپلو كې رضا شوي وي، له دې لارښوونې يوازې هغوى پند اخلي، چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري (او عمل پرې كوي). خدای پوهېږي دا (لارښوونه) ستاسې (د كورنيو) د ودې لپاره اغېزمنه او د ناپاكيو وينځلو ته ګټوره ده او تاسې نه پوهېږئ. او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي. (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي. د ماشوم پر پلار لازمه ده، چې مور ته د تي رودنې په وخت كې په غوره توګه خوراك او جامې وركړي (ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى، مور (له پلار سره د اختلاف له امله) ماشوم ته د زيان رسولو حق نه لري او نه پلار او پر وارث يې هم لازمه ده، چې دا كار وكړي [؛ د تي وركولو په وخت كې د مور لګښت وركړي] او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي ژر غوڅ كړي؛ نو څه باك يې نشته او كه (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې) مو وغوښتل، چې خپلو اولادونو ته دايي ونيسئ؛ نو څه ګناه يې نشته؛ خو په دې شرط، چې د مور پخوانى حق په ښه توګه ادا كړئ او د خداى (د فرمان له سرغړونې) ووېريږئ او پوه شئ، څه چې كوئ، خداى يې ليدونکى دى.))

له ((تشاور)) ځنې مطلب، د مېړه او مېرمنې تر منځ سلامشوره ده او داچې مور د اولاد په روزنه کې په داسې څيزونو پوهېږي، چې پلار پرې نه پوهېږي؛ نو که مشوره ونکړي اولاد ته يې زيان وررسي.

له تېرو څرګندېږي، چې له ((ښځو سره له سلا مشورې ډډه کولو)) مطلب دا دى، چې د عادي ښځو او يا کم عقلو او بې مغزو ښځو، چې زړونه په دينوي غولوونکيو څيزونو کې راګېر او سترګې يې له اوچتو حقايقو پټې دي؛ نو په خبرو او اندونو کې يې له ځيرنې او دقته کار واخلئ.

خو هغه ښځې، چې له دنيوي پړق و پړوقه يې مخ اړولى او پر تعقل بوختې دي، د نارينه و په څېر، د سلامشورې وړ دي. د يو ديني عالم په تعبير، د ((اياک و مشاورة النساء الامن جربت بکمال عقل)) په څېر روايت، د اسلام په کورني غونډال کې له ((دننه شورا او دباندې د مېړه پالندوينې)) نظر يې تاييدوونکي دي؛ نو ځکه تېر روايات ټولې اغلې نه رانغاړي، دا قول هله تر لاسه کېږي، چې نور روايات، آيتونه، د پېغمبر اکرم (ص) او امامانو عملي سيرت په پام کې ونيول شي؛ ځکه دوى په خپلو سلامشورو کې، ښځې هم راګډولې[385].

 

 

 

ښځې او ټولنيز مناصب

 

ولې ښځې له ځينو ټولنيزو مناصبو؛ لکه قضاوت او….. بې برخې شوې دي؟

 

لومړى: د منصبونو په بوختیا کې عدالت:

سره له دې چې نارينه او ښځه په انسانيت کې ګډ دي؛ خو له جسمي او اروايي پلوه ځينې توپيرونه هم لري؛ لکه چې ته وا د پنځون غونډال هر يو د بېلابېلو دندو لپاره پنځولي دي[386].

د پيدايښت قانون، د کورنۍ خوږلنى او د ځوځات پالنه د ښځې پر ذمه ور ايښې او له همدې امله يې د عواطفو او احساساتو ډېره برخه ورکړې ده. حال دا درنې ټولنېزې دندې د نارينه پر غاړه دي او د قدرت او لراندۍ ډېره برخه يې ورځانګړې کړې ده؛ نو ځکه د عدالت د پلي کولو لپاره بايد يو لړ ټولنيزې دندې، چې غور، مقاومت او سخت زغم ته ډېره اړتيا لري. د نارينه و پر غاړه او هغه دندې، چې ظرافت، عواطف او احساسات غواړي، د ښځو پر غاړه ورکېښوول شي[387].

قرآن کريم دې ته په پامنيوي، چې د عدالت لازمه، په ځينو حقوقي مخ بناوو کې د نارينه او ښځو ترمنځ نا ورته والى دى، وايي:

( (وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكُيمٌ [388]؛ او پر ((مړونو)) د مېرمنو په ښه توګه داسې (حقوق) دي؛ لكه د مړونو چې پر ((مېرمنو)) دي؛ خو د نارينه وو پرې یوه ځانګړې مرتبه ده او خداى ځواکمن حکيم دى)).

په مجمع البيان تفسير کې راغلي دي: يوه ورځ ام سلمې رضى الله عنها خپل مېړه رسول اکرم (ص) وپوښت: ولې نارينه جهاد ته ځي او ښځې جهاد نه کوي، ولې موږ ته د دوى نيمايي ميراث ټاکل شوى دى؟ کاشکې موږ هم نارينه و او په څېر يې جهاد ته تلو او د دوى ټولنيز موقعيت مو درلود! او نورو ښځو هم له پېغمبر (ص) څخه ددې پوښتنو په څېر کړې وې، چې دا آيت نازل شو[389]: قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ: (پرښتو) عرض وكړ: ((ته پاك او سپېڅلى يې، موږ يوازې پر هغه څه پوهېږو، چې تا راښوولي (؛ ځکه) يوازې ته پوه حكيم يې.))

دويم: په کورنۍ کې حضور:

اسلام په کورنۍ کې د ښځې شتون ته ټينګه پاملرنه لري او ددې مطلب څرګندولو لپاره څو ټکيو ته اشاره کوو:

(الف): کورنۍ بېلابېلې او مهمې کړنې لري، چې ځينې يې په لنډو را اخلو:

(1) کورنۍ، د اولادونو د روزنې لومړى مرکز دى.

(2) کورنۍ، د پالنې، د مينې د ودې او انساني عواطفو مرکز دى.

(3)کورنۍ، د انساني اړيکو د رادبرېدو جرړه ده.

(4)کورنۍ، د ارزښتونو د پالنې او لېږد مرکز دى.

(5) کورنۍ، د وراثتي او ژنتيکي آرونو دلېږد سرچينه ده.

(6) د ښځې يوه بدني او اروايي اړتيا دا ده، چې مور شي، اولاد وزېږوي، چې دا موخې يوازې په کورنۍ کې تر لاسه کېداى شي.

(7) د مسووليت پېژندنه او خدمت کول د پلار سخته اړتيا ده، چې دا چار يوازې په کورنۍ کې تر سره کېداى شي.

(8)په کورنۍ کې په طبيعي او متعادل ملاتړ د ځوځات پايښت شونی دى.

(9) کورنۍ د ژمنې او مسووليت پالنې او د قانون پېژندو او منلو آريز مرکز دى[390].

) کورنۍ او د ښځې شتون:

ښځه په کورنۍ کې داسې مقام لري، چې بل څوک يې تشه ډکولاى نشي، داسې چې بې ښځې کورنۍ هېڅ مانا او مفهوم نلري. په هرې ټولنې کې په کورنۍ کې د ښځې فعاله ونډه ددې مرکز بنسټيز رکن ګڼل کېږي[391]. دې مسالې ته شا وراړول، په کورنۍ کې له خپلې مهمې او خطيرې ونډې د ښځو پر دي کول دي، چې له دې چاره خطرناکې پايلې راولاړېږي.

) د ښځې د بوختيا پايلې:

د ښځې بوختيا ګڼې مثبتې او منفي پايلې لري. دا چار پر ماشومانو منفي اغېز لري او د کورنۍ د سستېدو لاملېږي. ځينې بوختې ښځې د خپل مېړه پر وړاندې د خپلواکۍ او ناتړاوى احساس لري، چې دا دريځ له مرکزه (کورنۍ) د تېښتې پرقوه اوښتى او کورنۍ يې د شړېدو پر پاڼ درولې ده[392].

) حل لار:

په ځينو شرايطو کې له کوره بهر د ښځو د فعاليتونو مطلق منع، سمه نه برېښي. بلخوا په دې اړه د نارينه او ښځې يو رنګتوب هم سم نه دى؛ نو ځکه غوره چاره د انډول او تناسب رعايتول دي. په دې باب د نارينه او ښځې د جسمي او روحي ځانګړنو په پام کې نيول پوره لازم دي. دې مسالې ته په پامنيوي ښځو ته يو لړ بوختياوې نا مناسبه برېښي:

(الف) سختې، ستومانوونکي او ډېر بدني قدرت ته اړينې بوختياوې.

) تراخه فعاليتونه؛ لکه: پوځي، يوه برخه انتظامي فعاليتونه او نورې بوختياوې، چې په عادي ډول له مجرمانو سره په مخامخېدو او په باب يې پرېکړه کول تاوتريخوالى راولاړوي.

) له تشويشه ډک مسووليتونه او هغه فعاليتونه، چې له کړکېچ او اضطراب سره مله وي، په څېر يې ډېر ټولنيز مسووليتونه او مناسب.

) هغه بوختياوې، چې ډېر وخت نيسي او له کور سره د ښځې په اړيکو کې پرېمانه محدوديتونه رادبره کوي او مورنۍ ارزښتمنه ونډه يې تتوي.

په نظر رسي ښځو ته يادې بېلګې، تحميلي اړخ نه؛ بلکې داوطلبانه دي. په لوېديځو هېوادونو کې ښځو ته د هر ډول بوختياوو ازادي او د ډېرې ښځو دا ډول چارې نه خوښول، د ښځو له طبيعت سره يې د ناسازګارۍ ښوونکې دي. پردې بنسټ ويل شوي: ((نارينه او ښځې د دوو سنګرونو پاسوالې دي او که ښځه، خپل سنګر خوشې کړي؛ نو ټولنه له دې اړخ زيانمنېږي. کومې ښځې، چې خپلې ځانګړې دندې هېرې کړي او د نارينه و په دندو پسې ورځغلي، په واقع کې ځان او خپله ونډه نه پېژني او ځان يو نشتمن موجود بولي او ددې دروغجن سپکاوي جبران ته، پښه د نارينه پر ځاى ږدي[393])).

درېيم: د ښځې د حرمت او کرامت پاسوالي:

اسلام د ښځې حرمت ساتولو، عزت، عفت او پاکلمنۍ ته ځانګړې پاملرنه لري. د ښځو د ټولنيزو مناصبو د راتنګولو له رازونو ځنې په دين کې د دوى اوچت مقام ته پاملرنه کول، امنيت او پاکلمنۍ ته يې کافي ضمانت او د پراخو ټولنيزو اړيکو په سيوري کې له زيان ور اوښتو يې مخنيوي او له نارينه و سره يې له بريده ور هاخوا د اختلاط او ورګډېدو مخه نيول دي[394].

 

¯¯¯

 

 

ښځه او قضاوت

څه چې دلته او د ښځې د شهادت په باب وويل شول، ترې څرګندېږي، چې ښځې ته له څو اړخونو قضاوت مناسب نه دى لکه:

(1) د ښځو د اروايي انرژۍ مخه دننني نړۍ ته ده او ډېره هيجاني کېږي او لاملېږي، چې د شخړو په ځير پېژندنه او راسپړنه کې چې د سمې پرېکړې لازمه ده، بريا يې راټيټوي.

(2)د اعدام په څېر د تراخو او تنبيهي احکامو ورکول د ښځو له روحياتو او عواطفو سره اړخ نه لګوي او په معمولي ډول يې زغملاى نشي او په پايله کې له اروايي دباوونو سره مخېږي.

نو ځکه د ښځې نه قاضڼتوب، د ښځې په ملاتړ کې د اسلام يو له حکمته ډکه لارښوونه ده؛ ځکه قضاوت او ورمندون، يوازې پوهې او علم ته اړين نه دى، چې په زده کړې تر لاسه شي؛ بلکې له ډول ډول مجرمانو سره مخامخېدل او پر وړاندې يې د تراخو احکامو ورکول، د ښځې له روحياتو سره اړخ نه لګوي.

په قضايي چارو کې د ښځو څو کلنې تجربې ښيي، چې قاضڼې پر سختو عصبي او اروايي ناروغيو اخته شوي او ځينو له دې دندې لاس پر سر شوي دي؛ نو ځکه دې ډول دندو ته د ښځو ورښکودل، ښځو ته کوم امتياز نه؛ بلکې ددوى د وګړې له منځه وړل دي.

بلخوا د يو کفايي فرض په توګه د قضايي چار تر لاسه کول مخکې تر دې، چې حق وي، يو مکلفيت دى. له همدې امله په ځينو رواياتو ې کې د ((ليس على المراة)) تعبير راغلى؛ يعنې پر ښځو دا مکلفيت او ژمنه ورتپل شوى نه دى او د ((ليس للمراة)) تعبير راغلى نه دى؛ نو ځکه کوم حق ترې سپمول شوى نه دى؛ بلکې د ښځې د حالاتو په پامنيوي، دغه ډول مکلفيت ورباندې تپل شوى نه دى او ښځه د قاضڼتوب لپاره کومه دنده نلري.

 

¯¯¯

 

 

 

 

 

 

 

 

د ښځو پر وړاندې د بدوينۍ لامل

د ښځو پر ضد فرهنګ پر اسراييلياتو ولاړ دى

د عامو خلکو په پوهاوي، ادبياتو او باورونو فولکلور کې د ښځې پر ضد نظريات پر يوه فرهنګ اوړېدلي. داچې دا فرهنګ پر يو شمېر رواياتو ولاړ و، ته وا خپل مشروعيت يې له خدای، اسلام او پېغمبر (ص) اخستى دى. ددې رواياتو بېلګې، چې د سني او شيعه په رواياتي کتابونو کې راغلي، د شاهد په توګه راوړو:

1_ د ښځې د پيدايښت په اړه ويل شوي، چې خداى تعالى ښځه د نارينه له خورا پرېوتې پښتۍ پنځولې ده: خلقت من اسف اضلاعه[395].

2_ ښځه د آدم له کيڼې پښتۍ پنځول شوې ده:

خلقت من الضلع الايسر الادم[396].

خلقت من ضلع الاعوج[397].

3_ چې ښځه د آدم له کږې او کيڼې پښتۍ پيدا شوې وي؛ نو منځپانګه او هويت به يې بې له کوږوالي بل څه نه وي. ښځه په يو لړ رواياتو کې د کږې پښتۍ په څېر انګېرل شوې ده:

مثل المراة مثل الضلع العوجاء[398].

مثل المراة مثل الضلع المعوج[399].

دا روايات او څېر يې، د ښځو په هکله د يو ډول پوهېدنو لامل شوي، چې بې له تاسف او زيانه بله ګټه نلري. ځينې ښځې د څارويو په کتار کې ګڼي او وايي، چې ځينې څاروي خوراک، ځينې سپرلۍ او ښکلا ته دي او ځينې يې نکاح لپاره دي.

ځينې وايي، ښځه درې ځل له کوره وتاى شي، يو د زوکړې پر وخت، بل د واده پر مهال او درېيم په ګورېدل.

او په پښتنو کې دا مشهور متل ((ښځه يا په کور ده يا پر ګور ده)) هم په پام کې ونيسئ.

ځينې وايي که ښځه پېرولو ته هم له کوره ووته؛ نو ودې ګواښل شي او ان ځينې ګروهن دي، هره ښځه چې له کوره ووته؛ نو سزا يې وژل دي.

آريزه پوښتنه داده، چې آيا:

1_ دا نظريات او باورونه قرآني او اسلامي جرړه لري؟

2_ ايا د پېغمبر اکرم (ص) او امامانو له سيرته دغسې يوه انګېرنه تر لاسه کېداى شي؟

ددې رواياتو جوړه اسراييليات دي، چې له مخې يې نظريات جوړ شوي او نظرياتو هم د ښځې پر ضد يو فرهنګ رادبره کړى يا په بله وينا:

اسراييليات (د ښځې پرضد) جوړ کړاى شوي روايات نظريه فرهنګ.

که ددې رواياتو جرړه سمه وپېژنو؛ نو بېشکه چې له اسلامي ټولنو به د ښځې پر ضد نظرياتو آريزه جرړه مو را ايستلې وي. په تورات کې د ښځې _ حوا _ په هکله دوه آريزې مسالې راغلي دي:

1_ د ښځې پيدايښت.

2_ ښځې تېرايستل.

((او د خداى خداى آدم ته درون خوب راووړ، چې ويده شو؛ نو دده يوه پښتۍ يې راونيوه او له غوښې يې ډکه کړه او يوه ښځه يې ترې جوړه کړه او آدم ته يې راوسته[400])).

ښځه، چې د آدم له پښتۍ پيدا شوه، له مار سره هم صحبته کېږي او آدم د ممنوعه ونې په خوړو کې تېرباسي:

او د خداى خداى، چې د بيديا ټول حيوانات جوړ کړي ول، مار ترې خورا هوښيار و او ښځې ته يې وويل ايا خداى په رښتيا ويلي، چې د باغ له ټولو ونو يې مه خورئ. ښځې مار ته وويل: د باغ د ونو مېوه خورو؛ خو خداى وويل، چې د باغ په منځ کې ونې مېوه به نخورئ، لاس مه وروړئ. هسې نه ومرئ. مار ښځې ته وويل، سکه، و به نه مرئ؛ بلکې خداى پوهېږي، پر کومه ورځ يې، چې وخورئ، سترګې مو پرانستل کېږي او د خداى په خير به د ښو او بدو عارف شئ. او چې ښځې وليدل، دا ونه خوراک ته ښه ده او په نظر يې خوشنما، زړه راښکوونکې او پوهه زياتوونکې ونه وه؛ نو مېوه يې راوشلوله، ويې خوړه او خپل مېړه ته يې هم ورکړه او ويې خوړه.

او چې ددواړو سترګې پرانستل شوې:

((خداى آدم ته ورغږ کړ، چېرې يې. ويې ويل: داچې ستا غږ مې په باغ کې واورېد، وترهېدم؛ ځکه بربنډ يم؛ نو ځان مې پټ کړ. ويې ويل: چا پوه کړې، چې بربنډ يې. د کومې ونې له خوراکه مې، چې منع کړى وې، و دې خوړل. آدم وويل: دا ښځه دې، چې زما ملګرې کړه، د ونې مېوه يې راکړه، چې ومې خوړه[401])).

د تورات له مخې په ډاګه ده:

 1_ حوا د آدم له پښتۍ پيدا شوې ده.

 2_ آدم خپلې ښځې _ حوا _ تېر ايستى دى؛ خو دا دواړه مسالې زموږ په اسماني کتاب کې پوره بله بڼه لري.

1_ په اسلام کې نارينه او ښځه له يوه خېله پيدا شوي دي. خداى تعالى نارينه او ښځه له يوه خېله پيدا کړې دي. په بله وينا په قرآن کې د نارينه او ښځې يه پيدايښت پورې اړوند آيتونو، د دواړو جنسيت د انساني منځپانګې او ذات له حريمه د باندې ګڼلى او هډو يې نارينتوب او ښځتوب د انساني ډول د تميز لامل بللى نه دى:

( (يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا[402]؛ خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هغه یې جوړه ورته پيدا کړه او له دې دواړو يې (د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ، چې (تاسې ټول يې پر لويښت قايل ياست) په نامه يې يو له بله څيزونه غواړئ (او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه خداى مو څارونكى دى. )).

 ((وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ[403]؛ او خداى له خپل جنسه مېرمنې درپيدا كړي او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له پاكو څيزونو يې روزي دركړې ده ايا (بيا هم) پر باطلو ايمان راوړي او د خداى له نعمته منكرېږي ؟!)).

نو په دې توګه د اسلامي ښوونو له مخې، نارينتوب يا ښځوتوب يو هم، د شرافت، وياړ او غوراوي لامل نه دى. قرآن د وګړيو د غوراوي لامل داسې څرګندوي:

( (يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ [404]؛ خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او له هر څه) خبر دى. )).

له پورته ايتونو سره همغږي، له پېغمبر اکرم (ص) نه د ښځو په درناوي کې روايات راغلي؛ لکه: ما اکرم من دنيا کم الا النساء و الطيب: ستاسې له دنيا مې يوازې ښځه او ښه بوى خوښېږي.

من اخلاق الانبياء حب النساء. د پېغمبرانو له اخلاقو، له ښځو سره مينه درلودل دي.

و انهن امانة الله عندکم فلا تضاروهن ولا تعفلوهن. سکه، ښځې درسره الهي امانتونه دي؛ نو تېرى پرې مه کوئ.

خيرکم خيرکم لنسائکم و بناتکم. غوره مو هغوى دي، چې له خپلو ښځو او لوڼو سره غوره چلي.

ما اکرم النساء الاکريم ولا اهانهن الالئيم. عزتمن د ښځو درناوى کوي او بې عزته يې سپکوي.

ايراني عالم طباطبايي د الميزان تفسير مؤلف، د لبنان دوه تنه عالمان سيد محمد حسين فضل الله او سيد محمد مهدي شمس الدين د ړومبيو تېرو اسراييلي رواياتو د جرړې په راسپړنې، ليکلي: دا روايات له قرآن سره اړخ نه لګوي[405].

2_ د قرآني آيتونو له مخې، نارينه او ښځه دواړه وغولېدل. د اسلام په دين کې که آدم وغولېد؛ نو تېر ايستنه يې د حوا له وجهې نه وه؛ بلکې دواړه يو ځاى وغولېدل:

 ((فازلهما الشيطان[406]؛ نو شيطان له جنته د دوى د ښوييدنې لامل شو)).

((فوسوس لهما الشيطان؛ نو شيطان دواړو ته وسوسه ورواچوله[407])).

ډېر مهم ټکى، چې ډېر لږ په پام کې نيول شوى، دادى چې خداى تعالى په قران کې ويلي، چې آدم عصيان کړی.

((وعصى آدم ربه فغوى[408]؛ آدم د خپل پالوونکي سرغړاوى وکړ او لار يې ورکه کړه)).

په داسې حال کې، چې د نبي کريم (ص) سيرت په ډاګه ښيي، چې آنحضرت (ص) ښځو ته د نارينه و په څېر ان په واکمنۍ کې پر حقوقو قايل و. له ښځو سره بيعت يې د اسلامي تاريخ وياړنې پاڼې دي. په هغو ټولنو کې، چې نوې زيږېدلې، نجونې ژوندۍ ښخوي؛ نو پېغمبر (ص) په ويناوو او کړنو، د ښځو عبرتناک درناوى کوي، د بېلګې په توګه، پېغمبر (ص) ښځې، په بيعت کې؛ يعنې د خپلې واکمنۍ په مشروعيت کې راګډوي.

په سياسي چارو کې ګډون يو قرآني دستور دى. خداى وايي:

( (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [409]؛ او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او نمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او استازي يې اطاعت كوي، ژر به خداى خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا چې خداى ناماتى حکيم دى. )).

د حضرت فاطمې رضى الله عنها په سيرت کې وينو، چې د پېغمبر اکرم (ص) تر وفات روسته، د حکومت په چار کې فعاله او د نظر خاونده وه[410]. همدغسې د ام المؤمنين عايشې رضى الله عنها سيرت ته په کتنې څرګندېږي، چې په صدر اسلام کې يې په حکومتي او علمي چارو، کې ونډه درلوده[411].

نو د اسلام له نظره ښځه د يو انسان په توګه د ټولنې په مرکزيت او منځ کې ده او هيله ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سيوري کې له نارينه و سره يوځاى د هېواد په رغاونه او د نظام د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

¯¯¯

 

 

قرآن حکیم کومې ښځې ستايي

دلته مو ويينه داده، چې قرآن مجيد کومه ښځه ستايي او کوم ډول ستاينه تاييدوي او ايا د سياست په ډګر کې د ښځې فعاليت ته پر ارزښت قايل دى که نه، دلته يوازې يوې څرګندې بېلګې ته اشاره کوو.

 

بلقيس د سبا ملکه:

په قرآن کريم کې د سبا ملکې خبره راغلې ده. لبناني عالم شيخ فضل الله په (تاملات اسلاميه حول المراة) کتاب کې په بلقيس پورې په اړوند آيتونو کې ژوره څېړنه کړې ده؛ البته دې ټکي ته پاملرنه اړينه ده، چې نه په قرآن او نه په عهد عتيق کې د ((بلقيس)) نامه راغلې نه ده…

((ابن دريد)) په ((اشتقاق)) کې د بلقيس د نامې جرړه ((بلقمه)) بولي او يوه دري اصطلاح يې بولي، چې عربي شوې ده[412]. د ابن دريد خبرې ته نژدې خبره امام فخر رازي په ((کبير)) تفسير کې راوړى، چې بلقيس او قوم يې ((مجوس)) ول[413].

قرآن مجيد، چې د سبا ملکه په کوم ډول انځوروي، د پاملرنې وړ ده، چې عبرتناک ټکي پکې پراته دي:

الف: بلقيس د خپل هېواد واکمنه ده.

ب: په ډاګه د واکمنۍ په چارو کې د سلامشورې او هوډ له آره ګټنه کوي.

ج: د سليمان عليه السلام له ليک سره په عزت چلېږي او ((کتاب کريم؛ ارزښتمن ليک)) يې بولي.

د: په ډالۍ ورلېږلو يې ازمېيي، چې ايا سليمان پېغمبر دى که پاچا.

هـ د پاچايانو په اړه، چې کومه شننه لري، شننه يې د قرآن له لوري_ خداى پاک _ تاييد شوې ده.

و: چې کله د سليمان عليه السلام حکمت او نبوت مومي؛ نو د لمر نمانځنې پر ځاى الله تعالى نمانځي.

ز: هغه مهال، چې له سليمان (ع) سره د خپلې پاچاهۍ تخت ويني او سليمان (ع) یې پوښتي ايا دا ستا تخت دى، وايي: په ګومان مې، چې هماغه دى، چې دا يو دقيق او معقول ځواب دى؛ يعنې، نه پوره تاييد دى او نه رد.

دا اوه ګوني ټکي، چې په قرآن مجيد کې په پوره رغنده دريځينونې يادشوي، د قرآن له ليد لوري د ((ښځې او سياست)) پر لور يوه دريمڅه ده، هغه هم د هغې ښځې، چې د يو اباد او ځواکمن هېواد د مشرۍ په دريځ کې ده. د قرآني آيتونو له مخې، نه يوازې واکمني يې رد شوې نه ده؛ بلکې داسې جزئيات ياد شوي، چې په يو ډول د سبا ملکې د کړنلارې تاييد انګېرل کېږي.

ددې ويينې اهميت ته په پامنيوي، يادشوي ټکي د قرآني د آيتونو او ددې آيتونو د تفسير له مخې ښه څرګند وو:

1_ ( (إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ[414]؛ په حقیقت کې هلته مې يوه ښځه وليده، چې پرې واكمنه ده او له هرڅه برخمنه وه او (په تېره) لوى تخت يې درلود. )).

د تامل وړ ټکى دادى، چې ((ملا چرګک)) د سبا ملکې او قوم د لمر نمانځنې په باب خبره کوي او نيوکه پرې کوي؛ خو د ((ښځې واکمني)) څه هېښنده او د شخړې وړ چار انګېرل شوى نه دى.

2_ ( (قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ [415]؛ (ملكې سبا) وويل: ( ((د هېواد) مشرانو! ما ته يو ارزښتمن ليك راغورځول شوى دى؛ )).

مفسرانو د ((کتاب کريم)) په هکله بېلابېلې ويناوې راخستي؛ خو کوم ټکى، چې تاويل شوى دادى، چې بلقيس د ليک_ چې يو ډول ګواښنه ده درناوى کوي. ځينې تفاسير وايي، چې په ليک کې ((بسم الله الرحمن الرحيم)) د بلقيس د پام وړ وګرځېد.

3_ ( (قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ[416]؛ بيا يې وويل: ( ((د هېواد) مشرانو! په دې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور(او مشورې) يو مهم كار هم نه دى كړى. ))

امام قرطبي د بلقيس دا ډول فکر او چار دود د سلا مشورې د سموالي دليل بولي[417].

4_ ( (قَالُوا نَحْنُ أُوْلُوا قُوَّةٍ وَأُولُوا بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا؛ [418] ځواب یې وركړ: ( (موږ پوره ځواكمن او زړه ور يو او ښه جنګي وس لرو؛ خو واک درسره دى؛ نو وګوره چې (پر موږ) څه حكم كوې (چې ويې منو).)) ملكې وويل: ((پاچايان چې كله (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي (هو!) كار يې همدا وي. ))

د بلقيس په ورمندون کې د تامل ټکى دادى، چې پر خپل پوځ تېر نه ووت او د خپلو سلاکارانو او پوځيانو له نظر سره سره_ چې د سليمان (ع) د ګواښ پر وړاندې توند دريځ نيسي_ بلقيس په پوره تدبير او عقلمنۍ، د پاچايانو يرغل ويني، چې د ورانۍ او تباهۍ لاملېږي، مهم ټکى دادى، چې د ځينو مفسرانو په تعبير د ((وکذلک يفعلون)) غونډله د خداى خبره، د بلقيس د شننې او خبرې په تاييد ده[419].

5_ ( (وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ [420]؛ او زه (اوس جګړه په خير نه ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې زما استازى له څه ځواب سره راګرځي (او له دې لارې يې وازمېيو).))

د بلقيس دا اقدام يې پوره عقلمني راښيي. ښکاره ده، چې د بلقيس استازي، چې د سليمان (ع) په اخطاريه ليک پسې ډالۍ وړي؛ نو د سليمان (ع) او واکمنۍ وضعيت به يې هم څېړي او بلقيس ته به لازم معلومات او خبرونه راوړي، پردې سربېره بلقيس په فکر کې ده، چې سليمان (ع) پاچا دى که پېغمبر؟

کومه غونډله ((ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها…))، چې ترې رانقل شوې، په حقيقت کې د پاچايانو په باب يې ورمندون دى.

د ابو الفتوح رازي په تفسير کې د بلقيس ددې باتدبيره اقدام په باب راغلي دي: ((بيا يې استازي ته وويل، چې ورنژدې شوې؛ نو که په کبر او غوسه يې دروکتل؛ نو پاچا دى او پېغمبر نه دى. ورباندې به لاسبري شول او که په لور نه يې دروکتل او په عاجزۍ يې خبرې وکړې؛ نو پاچا نه دى، پېغمبر دى، خبره يې ښه واوره[421])).

په ځينو تفاسيرو کې د بلقيس د ډاليو د څرنګوالي په باب پاموړ ټکي راغلي، چې د بلقيس هوښياري راښيي(6).

6_ ( (فَلَمَّا جَاءتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ [422]؛ ملكه چې راغله؛ نو ورته وويل شول: ((ايا تخت دې همداسې دى؟)) هغې وويل: ((لكه چې دا خو هماغه دى! او موږ خو لا د مخه [د سلیمان پر حقانیت] پوهېدلي وو او غاړه مو ایښې وه ))

امام ابو الفتوح رازي له حسين بن الفضل روايتوي: داچې پر تشبيه يې وپوښتل؛ نو هغې پر تشبيه يې ځواب ورکړ، څنګه چې پوښتنه وه، هاغسې يې ځواب و[423].

امام قرطبي کښلي، بلقيس د سليمان عليه السلام په ځواب کې نه منښته وکړه او نه نمښته او دې دريځ سليمان (ع) ته د بلقيس پوره عقل او حکمت وروښود. عکرمه ويلي: د بلقيس ځواب د حکمت له مخې و[424].

7_ امام سيوطي په در المنشور کې د بلقيس په اړه پاموړ مطلب لري. چې بلقيس، سليمان (ع) ته ورغله، ويني چې په يوه څنډه کې خسو ته اور وراچول شوى.

مريی یې پوښتي: ايا سليمان (ع) ددې لوګي وزن معلومولاى شي؟

مريی وايي: زه يې کړاى شم، بادار خو مې لا څه کوې.

بلقيس وپوښتل: څرنګه يې معلوموې؟

مريي وايي: خس تر بلولو وړاندې تلم، تر سېځولو روسته يې ايره تلم؛ نو د خسو او ايرو تر منځ، چې په ټول کې کوم توپير دى هماغه د لوګي اندازه ده[425].

شيخ فضل الله د سبا ملکې (بلقيس) په باب د نمل سورت د آيتونو په څېړنه کې ليکلي: قرآن دغسې يوه ښځه راښيي؛ هغه انسان، چې عقلمنه ده. د خپلو احساساتو او عاطفو تر اغېز لاندې نه راځي او په ډېر ښه ډول واکمني چلوي[426].

په حقيقت کې قرآن کريم، ښځه د ملکې سبا په څېره کې راپېژني، هماغه انسان، چې د خپل عقل واګې يې په لاس کې وې او په خپلو عواطفو پسې ولاړه نشوه؛ ځکه مسووليت يې د عقلي ودې او انديز تکامل لامل شوى و؛ داسې چې پر هغو نارينه و حکم وچلوي، چې عقلمن او ځواکمن ول، بلقيس هغه ښځه وه، چې کله د سليمان (ع) پر حقانيت پوه شوه؛ نو وايي:

( (رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ [427]؛ ((پالونكيه! پر ځان مې ظلم كړى و او (دادى) له سلیمان سره مې نړۍ پال خداى ته غاړه کېښووله. ))

بله بېلګه يې د فرعون مېرمن (آسيه) ده، چې ښځې د ستاينې وړ ځانګړنې درلوداى شي، چې ډېرى نارينه يې نه لري. (دلته یې که د کیسو له کتابه څه ولیکل شي)

مسلمانو ښځو ته يوه بله بېلګه زهرا عليها السلام ده، چې وګړه يې له بېلابېلو اړخونو د څېړنې وړ ده. دلته يې يوازې د وګړې سياسي اړخ ته اشاره کوو. زهرا عليها السلام د پېغمبر اکرم (ص) له رحلته تر خپل رحلته، د سياسي ټاکوونکي ونډې ذمه واري اخلي.

لبنانی عالم محمد مهدي شمس الدين ليکي[428]: ((د پېغمبر اکرم (ص) تر وفات روسته، د فاطمې (س) په سيرت کې پوره څرګنده او جوته ده، چې هغې د مشرۍ په چاپېريال کې په يو سياسي چار لاس پورې کړ، چې راښکاره کېدل يې په هغو ليده کاتو کې ول، چې د مهاجرو او انصارو له مشهور کسانو سره يې وکړل[429])).

خو د ښځو د ولايت او واکمنۍ په اړه يو روايت شته، چې ځينې پرې استناد کوي، چې ښځې په مطلق ډول ولايت کړاى نشي او په لړ کې يې قضاوت هم.

امام بخاري له ((ابي بکره)) روايتوي، چې پېغمبر (ص) خبر شو، چې پر فارسيانو د کسرا لور واکمني کوي؛ نو ويې ويل: ((لن يفلح قوم ولو امرهم امراء، بيخي هغه خلک نه ژغور لېږي، چې واکمني يې د يوې ښځې پر غاړه وي[430])).

ايرانی ديني عالم صالحي نجف آبادي ددې حديث په اړه ليکلي: ((دلته مهم مطلب دادى، چې پوه شو، ايا د رسول الله (ص) مطلب دا دى، که ان د حضرت زهرا (س) په څېر يوې ښځې ته د ټولنې چارواکي وروسپارل شي، د هغې ټولنې د بدمرغۍ لامل به وي؟ ايا څوک دغسې ادعا کړاى شي…؛ نو لازم دي، چې ددې حديث په مانا کې ځيرنه او ژوره کتنه وکړو[431])).

پر دې سربېره؛ لکه چې وويل شول، قرآن مجيد په ډاګه د هغه قوم په هکله خبرې کوي، چې يوه ښځه پرې واکمنه وه (د نمل سورت) او هغه ښځه په خپل حکمت او تدبير د خپل قوم د ښيون او ژغورنې لامل شوه.

همدغسې، د کربلا په پېښه کې د امام حسين (رض) تر شهادت روسته، زينب کبرا (س) د نبوي کورنۍ، يارانو او دوستانو يې مشري پر غاړه واخسته.

استاد مطهري ليکي: ((زينب د عاشورا له مازيګره راڅرګندېږي او تر دې روسته د قافلې مشري ور تر غاړې ده[432])).

په واقع کې تر عاشورا روسته مشري او د امامت نيابت زينب (س) ته ورسپارل شوى و[433].

هغه مهال، چې امام حسن عسکري بندي و؛ نو حکيمه خاتون د امام له لوري د خپلو لارویو مسلمانانو پوښتنې ځوابولې او د دوى د چارو مشري ورتر غاړې وه.

احمد بن ابراهيم وايي: حکيمه خاتون ته ورغلم، ومې ليدل، چې خلک ترې د پردې تر شا خپلې پوښتنې کوي او حکیمه يې ځوابوي. شکمن شوم، چې څنګه يوه ښځه د امام پر ځاى چارې کوي؟ حکيمې ويلي ول، چې امام حسن عسکري په امام حسين پسې اقتدا کړې، هغه هم زينب (س) ته وصيت کړى و[434].

پورته موارد په څرګنده راښيي، چې د اسلام پېغمبر (ص) د فارس د هغې پېر شرايطو په پامنيوي او ورباندې د واکمنۍ پر دود، د يوې ښځې پر مشرۍ نيوکه کړې ده او له بېخه ايا د ساساني نارينه و شاهنشاهانو مشري تر ښځو غوره وه؟ ابي بکر هم، چې دا روايت را روايت کړى، يوه د فکر وړ سريزه يې ددې روايت ويلو ته راوړې ده. وايي: د جمل په جګړه کې وم، غوښتل مې د پېغمبر (ص) له مېرمنې ام المؤمنين عايشې بي بي ملاتړ وکړم، چې دا روايت راياد شو.

اول دا پوښتنه مطرحېږي، چې مثلاً د جمل په جګړې کې د عايشې بي بي پر ځاى، يو د نارينه د امام علي (ک) پر ضد د پاڅون مشري ور تر غاړې واى؛ نو ايا ابي بکره ته څه پوښتنه نه پيدا کېده؟!

بل مهم ټکى د روايت د متن په ځير څېړنه ده. دا روايت په توپيري غونډلو روايت شوى دى:

1_ لن يفلح قوم ولو امرهم امراة[435].

2_ لن يفلح قوم اسندوا امرهم الى امراة[436].

3_ ما افلح قوم قپمهم امراة[437].

4_ لا يقدس الله امه قارتهم امراة[438].

5_ لا يفلح قوم ولتهم امراة[439].

ايراني عالم آيت الله منتظري[440]ددې روايت د نقل په ترڅ او تاييد کې ليکلي: ((حديث مشهور دى، که څه په الفاظو کې يې اړپېچ شته او دا شهرت يې کمزوري جبرانوي د حديث اسنادي کمزورتيا او پر موضوع دلالت يې په داګه دي[441])).

لبناني عالم محمد مهدي شمس الدين د حديث په باب وايي: ((دا يو مرسل حديث دى، پردې سربېره، په څو بڼو د حديث د متن اضطراب، پر کمزورۍ يې يو بل دليل دى. له دې سره سره، په حديثي کتابونو کې د يو روايت د نقل ډېرښت د روايت د سند کمزوري جبرانولاى نشي[442])).

شيخ فضل الله ليکي: ((د اسلام له پېغمبره (ص) يو حديث روايت شوى، چې د ټولنې په لوړو پوړيو کې د ښځې مشري غندل شوې ده. دا حديث د سند له پلوه کمزورى دى….. دا حديث مسلمانانو او ډېرو فقهاوو د مسلماتو په کتار کې ګڼلى دى. حال دا سند يې پوره نه دى. په دوام يې وايي: دا حديث له هغې واکمنې ښځې سره په ټکر کې دی، چې خداى په قرآن کې انځور کړې ده. دا ښځه د سبا ملکه ده. که په رښتيا، اسلام د ښځې ونډه محدودوي او مشرۍ ته يې وړ نه بولي؛ نو ولې خداى په قرآن کې يوه داسې ښځه معرفي کوي، چې د هېواد مشري او واکمني ورتر غاړې ده او په مديريت او له مسايلو سره په چلن کې يې د فکر الوت تر نارينه وخورا لوړ دى؟[443])).

يوازې ابي بکره ددې روايت راوي دى او حديثي کتابونو دا روايت يو له بله روايت کړى دى. پر دې سربېره د روايت راوي وايي: غوښتل يې د پېغمبر (ص) د مېرمنې حضرت عايشې په لښکر کې جګړه وکړي، چې ددې روايت رايادېدو منع کړ، چې دا خبره پخپله د ابي بکره د وګړې څرګنده نښه ده.

تر اوسه چې څه وويل شول، په ټولنه کې د ښځې د مشرۍ په باب ول. طبيعي ده، چې په دې تفسير او شننې، د ټولنې په ښيون او مشرۍ کې د ښځې مقام څرګند شو، د نورو سياسي مسووليتونو او مناصبو وضعيت هم څرګندېږي؛ یعنې ښځې په نورو مناصبو کې، د ډېرو مسووليتونو په سر کې راتلاى شي. په تېره، دې مسالې ته په پاملرنې، چې د اوسني وخت شرايط له تېر سره ډېر توپيري شوي دي.

په بله وينا ((که په اوسني وخت کې حکومتي مسايل شنو؛ نو نه ښيي، چې په خپل ذهن کې د تېرو واکمنو حکومتي دود انځور کړو؛ ځکه مخکې يوازې يو تن هوډ نيوه؛ خو نن د يو مدير هوډونه د يوې ډلې د هوډونو پر وړاندې تتيږي.

د ښځې د مديريت په څېړنه کې هم بايد دا مساله تر پام لاندې ونيول شي، چې د ښځې فرمان د ډلې له رايو سره يوځاى شي. نه داچې ښځه په مسايلو کې پوره واک او خپلسري ولري. اوس نو دې فرض ته په پاملرنې ايا اسلام په اوسنيو شرايطو کې د ښځې له مديريت سره مخالفت دى؟

نو ځکه د پېغمبر اکرم (ص) حديث که فرضاً سند يې هم سم وي، د پېغمبر (ص) په نظر بې د ښځې د مشرۍ له څېړنې د يو پرېکنده حکم په توګه منلاى نشو؛ خو اوسنيو شرايطو ته په پامنيوي او د زمانې ادلون بدلون، مشرۍ؛ نوې بڼه خپله کړې ده[444])).

البته ځينې مفسرين د[ الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[445]؛  نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه الله (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په دې پار چې (د ښځو په باب) له خپلو مالونو لګښت كوي؛نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ځكه الله پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې الله د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى).  ].

په تفسير کې ګروهن دي، چې د نارينه و د قيمومت ويينه، په کورنۍ پورې ځانګړې نه؛ بلکې په ټولنه کې هم روانه ده.

د الميزان تفسير مؤلف ارواښاد علامه طباطبايي ددې آيت په تفسير کې ليکي: ((د نارينه و د قيمومت له عموميت او د علت له پراختيا يي معلومېږي، چې قيمومت په مېړه او ښځې پورې ځانګړى نه دى؛ بلکې لمن يې هر ډول نارينه او ښځه رانغاړي، په ټولو اړخونو کې چې د دواړو ژوند يې سره کوشېر او پيوند کړى دى؛ یعنې عمومي ټولنيز اړخونه؛ لکه حکومت، قضاوت او دفاع؛ ځکه دا اړخونه له تعقل سره، چې با النسبة په نارينه و کې تر ښځو ډېر دى، نېغ ارتباط لري؛ نو ځکه ((الرجال قوامون على النساء)) مطلق دى…[446])).

بل ځاى ليکي: ((… لازم دي، چې د عمومي ټولنيزو چارو واګې، چې بايد قوي عقل يې تدبر کړي او پکې د احساساتو او عواطفو له واکمنۍ مخنيوى وشي؛ لکه حکومت، قضاوت او جګړه، هغوى ته ورکړو، چې عقل يې ممتاز او عواطف يې کمزوري وي او دوى نارينه دي، نه ښځې؛ نو ځکه قرآن ويلي: الرجال قوامون على النساء… او روايتونه هم د آيتونو ترجمان او څرګندوونکي دي[447])).

ددې ليدلوري پر وړاندې، بل ليدلورى هم شته، چې ګروهن دى: ((دا چار د مېړه او مېرمن ژوند يو ډول برنامه ريزي او تنظيمول دي، چې د کورنۍ مالي مسووليت او د نارينه ځينو ذاتي ځانګړنو ته په پاملرنې، دا يې د ښځو پر چارو مسلط کړى دى… شونې ده، چې ځينې په ټولو چارو (؛ لکه حکومت، قضاوت او…) کې د نارينه تسلط (قوامت) وبولي؛ خو موږ له آيته دغسې يو مفهوم نه مومو، چې سياق يې د مېړه او مېرمن په کورني ژوند پورې اړوند دى. د نساء سورت له پيل آيتونو په تېره له شپږم آيت روسته د خبرې او د خداى د څرګند کلام سياق په ميراث، واده او د مېړه او مېرمن په چارو پورې اړونديږي. په 34 آيت کې، چې پر ښځې د نارينه د تسلط خبره کېږي، دليل يې ويل کېږي، يو دليل يې دا دى:

 داچې مېړه خپلې مېرمنې ته نفقه ورکوي؛ نو ځکه تسلط پرې لري؛ خو د آيت په هېڅ ځاى کې دليل ته اشاره نه لري، چې د ((الرجال قوامون على النساء)) مانا ټولې چارې او له دې قضاوت هم رانغاړي؛ نو دادى، چې په دې آيت کې راغلې تبصره يو عام قانون ته يوازې جز يې تبصره نه ده؛ بلکې د آيت د عرفي ظهور له مخې، تبصره په ټول حکم پورې اړوندېږي او د آيت له ړومبي بنده مطلب، په کورني چارو کې پر ښځې د نارينه و تسلط دى…

بل ځواب مو دا دى، چې د آيت خبره د نارينه تسلط په هغو فعاليتونو کې دى، چې نارينه يې ښځو ته کوي. وينو چې قضيه په ټولو جزئياتو په مېړه او مېرمن پورې اړوند ده او بس او له آيته بيخي استنباطېږي نه، چې قضاوت او حکومت دې د نارينه په واک کې وي؛ ځکه په قضا او حکومت کې تسلط په ټولو خلکو پورې اړوند دى؛ خو آيت بې له دې په يوې بلې فضا کې دى.

درېيم ځواب داچې په آيت کې کوم قوامت او تسلط راغلى، يوازې د نفقې ورکولو او ځينو غورايو په پار دى. له دې ځايه پوهېږو، چې د حکم بنسټ په همدې دواړو چارو پورې اړوندېږي او دا چار په دې مانا نه دى، چې د نارينه تسلط او غوراوى نورې ټولې چارې رانغاړي؛ ځکه که اساس او دليل يې د نارينه غوراوى هم وبولو؛ نو ښځې ته د نارينه د نفقې ورکولو ځاى نه پاتېږي.

لنډه داچې که د آيت مطلب د قضاوت مثال هم راونغاړي؛ نو ((بما انفقوا من اموالهم)) ته به څه مانا پاتې نشي، چې ښځې ته د نارینه نفقه ورکول يې لامل ګڼي…[448])).

شيخ فضل الله په بل ځاى کې زياتوي: ((پر مېرمن د مېړه پالندوينه د طلاق په واک او په هر وخت کې، چې وغواړي، د استمتاع په حق کې محدودېږي[449])).

په نمونه تفسير کې استاد ناصر مکارم شيرازي ليکي: ((نارينه د ښځو پالندويان او چوپړيالان دي[450])).

ايرانۍ عالم صاحل نجف آبادي ليکي: ((ددې ازبادولو ته چې نبايد ښځې چارواکي او قضاوت ورکړاى شي، پر الرجال قوامون على النساء… آيت منګولې لګوي)).

 نوموړی ددې آيت له تفسيره، د راولاړ شويو نظرياتو په رد کې وايي: ((آيت په کورني غونډال او د مېړه او مېرمن په ژوند پورې اړوند دى، نه په ټولنې، چارواکۍ، قضاوت او دفاعي جګړې پورې. آيت وايي: د مېړه او مېرمنې په ژوند کې، په دوو علتونو نارينه د ښځې پالندوينه پر غاړه لري: لومړى علت داچې خداى تعالى په پيدايښت کې نارينه و ته غوراوى ورکړى او له بدني او روحي پلوه يې ډېر وسونه ورکړي دي (په بعضهم کې له ((بعض)) نه مطلب نارينه دي؛ خو په څرګنده يې نارينه ياد کړى نه دى، چې د ښځو احساسات راونه پارېږي). دويم علت داچې نارينه ښځو ته مهر ورکوي او د ژوند لګښت يې ورتر غاړې دى؛ نو ځکه بايد د ښځو پالندوينه د نارينه و پر غاړه وي. بل داچې په آيت کې د ((بما انفقوا من اموالهم)) غونډله د ښځې لګښت ته اشاره لري، چې مېړه يې ورکوي او دا مطلب په ټولنيز ژوند، چارواکۍ، قضاوت او دفاعي جګړې پورې هېڅ تړاو نلري. په بله وينا، تېر آيت د نارينه غوراوى او د ښځې د لګښت ورکړه دواړه يوځاى د نارينه د قوامت او تسلط علت پېژندلى، نه يوازې د نارينه غوراوى؛ نو ځکه ښځې ته د لګښت ورکړه ناليدې ګڼلاى نشو او يوازې د نارينه غوراوي ته پام واړو او هغه قضا، چارواکۍ، د جګړې قومندانۍ او په څېر څيزونو ته يې ور وغځوو او د نارينه و په انحصار کې يې وبولو. بلخوا په آيت کې د خپلې مېرمنې په باب د مېړه د پالندوينې له علته معلومېږي، که يوه عقلمنده مدبره او شتمنه ښځه د يو تشلاسي او له فکري پلوه د روسته پاتي مېړه درلودونکې وي او د ژوند لګښت ورکوي؛ نو دلته بايد دا ښځه د خپل مېړه قوام او پالندويه وي؛ ځکه په دې ښځه کې د قواميت او پالندوينې علت او کچه شته او چېرې، چې علت او کچه وي، حکم هم شته[451])).

تېرو ويينو ته په پاملرنې، په نظر رسي د ((ښځې)) په اړه زماني او مکاني تحولاتو لار پرانستې ده، شک نشته؛ لکه څنګه چې زمانې د ښځو په هکله ډېر ورمندونونه رادبره کړي؛ نو هرومرو د زمانې او د ښځو د شرايطو تغيير به نور قضاوتونه هم رادبره کړي او په دې توګه به نيم تياره تاريخ ته د پاى ټکى کېښوول شي.

¯¯¯

 

 

 

ښځه او ورمندون- قضا

په اسلامي فقه کې د ښځو د قضا د رد په اړه څه نښې شته او ددې رد علت يې څرګند کړى، چې د ښځې عاطفي اړخ ډېر غښتلى دى او شونې ده همدا اړخ د ((حکم( (په څرنګوالي کې اغېز پرېباسي او په هوډ نيونه او حکم کې د کږښت لامل شي؛ نو ځکه په ځينو رواياتو کې راغلي، چې نبايد ښځه قضايي مسووليت تر غاړې کړي؛ خو ددې رواياتو په باب په روستيو فقهي او اصولي ويينو کې څه ملاحظات شته، چې په اړه راغلى حديث، ناډاډمن بولي. مهم او پاموړ ټکى دادى، چې په ننني وخت کې د قضايي چارو دود تر تېر وخت ډېر تغيير کړى دى؛ لکه وکيلان شته، چې د قاضي پر وړاندې استدلال کوي او په قضايي بېلابېلو چارو کې ويینې کوي. ويلاى شو، چې نن قضا تر تېر پېره ډېر توپير لري.

دا عنوان په تېر کې د همدغسې عنوان لاندې راوړل شي.

 

 

 

ښځه او حکومت

داچې ښځه په واکمنۍ کې ونډه درلوداى نشي، په صحيح بخاري کې د يو راغلي حديث له مخې استدلال کوي. پېغمبر اکرم (ص) خبر شو، چې په فارس کې يوه ښځه واکمنه ده؛ نو پېغمبر (ص) وويل: ((ما افلح قوماً ولتهم امراءة؛ هغه قوم نه برېمنيږي، چې ښځه پرې واکمنه وي)).

موږ دا يو ډاډمن حديث نه بولو؛ لکه چې پوهېږئ، په تېرو کې حکومتي دود په ننني وخت کې له حکومتي دود سره ډېر توپير لري. په تېر پېر کې حکومت، يو وګړيز دیکتاتوري حکومت و. پاچا پر خپل نظر او سليقې حکومت کاوه، بې له دې چې د سلاکارانو مشورې ته يې څه پام وي او بیخي يې ځان اړين نه باله، چې له نورو سره مشوره وکړي؛ خو په اوسني پېر کې حکومتي چارې داسې دي، چې واکمن پخپله محکوم دى، چې په قانون پسې ولاړ شي، د هغو بنسټونو پر وړاندې ځواب ورکوونکى دى، چې حکومت څاري. شونې ده دا بنسټونه يې له حکم سره په ټکر کې وي او کله يې حکم نقض او مات کړي. زموږ په پېر کې نارينه او ښځو ته د حکومت شرايط د تېر وخت له حکومتي شرايطو سره بیخي توپير لري، که په نظر رسي، چې په تېر وخت کې د ښځې واکمني يو منفي چار و؛ ځکه ښځې؛ لکه چې ښيي عدالت، فرهنګ او قانون يې رعايتولاى نشو؛ خو زموږ وخت ترې توپير لري، ښځه په عقلمنۍ او حکمت سره ځانګړې او ممتازېداى او د نورو له سلا مشورې ګټنه کړاى شي.

قرآن کريم د سبا ملکې داستان روايتوي، چې واکمنه وه او په هوډنيونه یې په تدبير او عقل چلېده او په مسايلو کې يې د خپل قوم له مشرانو سره سلا مشوره کوله، چې که هوډ نيسي؛ نو د ټولو پر خوښه وي.

چې کله د حضرت سليمان عليه السلام ليک ور ورسېد، د خپل قوم له مشرانو سره يې مشوره وکړه، چې خپل نظريات ور واوروي. د قوم مشرانو يې ورته وويل، بايد د هېواد شونتياوې او وزلې راټولې او له سلميان (ع) سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي. د سبا ملکې په دې باب سوچ وکړ او ويې ويل: زه سليمان (ع) ته يوه ډالۍ ورلېږم او ويې ښووله، چې په اند او تدبير کې د خپل قوم تر نارينه و ښه عقلمنه ده. چې کله يې له سليمان (ع) سره ليده کاته وکړل، غاړه يې ورته کېښووله او ويې ويل: ((اسلمت مع سليمان لله ربي العالمين؛ له سليمان سره مې نړۍ پال الله ته غدړه کېښووله)) دا غاړه ايښوونه او منل يې له يوې انديزې ژورتيا راولاړ شوي ول. قرآن دغسې يوه ښځه د حکيمې لر اندې او مدبرې ښځې په نامه معرفي کوي، چې د خپل هېواد واکمنه وه؛ نو اسلام څنګه کړاى شي دا فکر رد کړي، چې ښځه په واکمنۍ کې گډون نشي کړاى او يا واکمنه شي؟ په دې باب اسلامي اجتهاد د کتاب او سنتو له مخې فتوا ورکولاى شي.

 

 

 

حضرت فاطمه الزهرا د ښځې د حقيقت اوچته بېلګه

حضرت زهراعليها السلام د ښځې په حقيقت کې د توازن او انډول اوچته بېلګه ده. کومه ونډه، چې د مور، مېرمنې، د يوې مجاهدې او عابدې ښځې په نامه لري او سلوک او اخلاق يې د هغه انسان په توګه، چې اخلاقي ارزښتونه پکې انځور شوي، ګرد سره يې د وجودي توازن او چلن ښوونکي دي. د حضرت زهرا د ژوند په څېړنه او ښانده کې، په پيل کې، د پېغمبر اکرم (ص) د لور نامه اوڅار ده. زهرا (س) پوهېده، چې رسول الله (ص) د زوکړې په پيل کې، خپل پلار يې له لاسه ورکړى دى، څه موده روسته يې مور مړه شوه، مېرمن يې خديجه (رض) هم له نړۍ ولاړه. زهرا (س) خپل پلار ته د خپل پلار او هم د الهي پېغمبر په توګه پېرزوينې ورځارولې، تر دې چې پېغمبر (ص) د زهرا (س) په اړه ويل: ام ابيها (د پلار مور يې) دا عبارت دا واقعيت ښيي، چې پېغمبر اکرم (ص) په کوچنيوالي کې مورنۍ مينه ليدلې نه وه. زهرا په خپلې ټولې مينې وکړاى شول د پلار دا عاطفي تشه ډکه کړي. په بل اړخ کې، ژوند ته يې د يوې مېرمنې په نامه وينو. زهرا د مېرمنې په توګه، علي (ک) ته غوره مېرمن وه؛ لکه چې په خپل روستي وصيت کې يې علي (ک) ته وويل: ((ما خالفتک منذ عرفتک؛ چې له کله مې پېژندلى يې، بيخي مې مخالفت درسره کړى نه دى)). دا غونډله له علي (ک) سره د زهرا (س) چلن ښيي، چې خپل مېړه ته رښتونې او لاس په نامه وه، چې څنګه چلن ورسره وکړي، چې مېړه يې د جهاد او فکر په ډګرونو کې کوچنى شانته اندېښمني ونه لري. علي (ک) له زهرا (س) سره په کور کې په داسې فضا کې اوسېده، چې دا فضا د اسلام انځور و؛ هغه کور، چې د روح، جهاد او اخلاقو د سکون او آرامۍ اوچته بېلګه وه.

نو ځکه زهرا (س) ټولو ښځو ته يوه بېلګه او لارښوده ده، چې په خپل کورني ژوند کې څنګه وچلېږي؛ آګاهانه چلن او نه د زور او اکراه له مخې، چې د کور فضا پوره اسلامي وي او دا کور ټولنې ته يوه بېلګه وي. زهرا د مور په توګه خپل ټول پام خپلو اولادونو ته وراړولى و، هغه اولادونه، چې دوه تنه يې د امامانو په نامه اوڅار دي او هم د زينب (س) په څېر لور، چې په خپل جهادي حرکت يې وکړاى شو، د خپلې مور د روحي دبدبې يوه بېلګه وي. ددې ټولو اړخونو ترڅنګ زهرا، يوه ښوونکې وه، مسلمانانو مېرمنو او نجونو ته يې په ورزده کړه کې خپله ونډه پېژانده، د انصارو او مهاجرينو، له ښځو سره يې غونډې درلودې او مطالب يې ورزده کول. څه يې چې له پېغمبره (ص) زده کړي ول، ورښوول يې. پردې سربېره، دا يو عابده او نږه انسانه وه، دشپې دومره په عبادت کې ډوبېده، چې پښې يې پړسېدې. امام حسين (رض) ليدل، چې مور يې په نمونځ ونو او دعاګانو کې ځان ته څه نه غواړي، پوښتل يې: مورې ولې ځان ته څه نه غواړې؟ زهرا (س) ويل: ((الجار ثم الدار؛ لومړى ګاونډ بيا کور)). دا بېلګه ښيي، چې زهرا او ټول اهل بيت مخکې تردې چې د ځان په فکر کې وي، د نورو په فکر کې ول، چې دا د انساني ارزښتونو لوړه څوکه ده. زهرا ګروهنه وه، چې د انسانيت حقيقت دادى، چې انسان لکه څنګه چې د ځان په فکر کې دى، د نورو په فکر کې هم وي؛ خو مخکې تردې، چې د ځان په فکر کې وي، د نورو په فکر کې دې وي، دا په واقع کې يو ډول سرښندنه ده، چې انسان د انسانيت لوړې څوکي ته ور رسوي.

زهرا (س) په خبرو، اند او چلن کې د صداقت او رښتينتوب اوچته بېلګه وه. داسې چې حضرت عايشه بي بي يې په اړه وايي: ((ما رايت فى هذه الامه اصدق منها الا اباها؛ بې له پلاره يې په امت کې مې له فاطمې ډېره رښتونې ليدلې نه ده)).

دا چلن او روحيه، د پېغمبر (ص) د روح او سلوک يوه نښه وه، پېغمبر (ص) هم لا له وخته په خلکوکې په صداقت او امانتوالۍ مشهور و.

زهرا (س) له حقه په دفاع کې يوه مجاهده وه. د علي (ک) له حقه يې دفاع کوله، چې يې وليدل، نورو له علي (ک) خلافت اخستى؛ نو د علي (ک) له مشرۍ او خلافته يې دفاع وکړه، هغه يوه مسلمانه انسانه وه، چې پر حق یې ډډه وهلې وه، په نبوي جومات کې يې په يوې سترې غونډې کې خپله مشهوره وينا واوروله، داسې يوه خطبه او وينا، چې د بشريت رازونه او د سياست کړنلارې څرګندوي. مسلمانانو تردې ورځې دغسې يوه ننداره ليدلې نه وه، چې يوه ښځه په نارينه و کې وينا کوي؛ خو زهرا پوهېده، چې دغسې دنده او مسووليت لري. له علي (ک) سره د مهاجرينو او انصارو کورونو ته ورتله او د علي د حق په اړه يې خبرې ورسره کولې، هغه يوه خوځنده انسانه وه، چې په ټولنه کې يې د حق عملي کولو ته هڅه کوله.

همدغسې په رواياتو کې لولو، چې د مهاجرينو او انصارو ښځې ورتلې او زهرا د علي د حق په هکله ورسره ګړېده او د دوى پر نارينه و يې نيوکې کولې.نارينه به زهرا (س) ته ورتلل او عذر يې غوښته، زهرا به دوى ته هم وينا اوروله. هغې د يوې باخبرې او آګاهې مجاهدې په توګه په اسلامي ټولنې کې د نيوکې باب پرانست، چې خلک په څرګنده د علي (ک) پر حق پوه او ويې پېژني، چې مشري د علي (ک) حق و. ان وصيت يې وکړ، چې تر مړينې روسته يې، د شپې شپې او پټه ښځه کړي، چې دا پېښه هم يو تامل راولاړوونکې وي، او پر هغوى هم يوه نيوکه او ګوتڅنډنه وي، چې د علي (ک) حق يې ناليدى وګاڼه، چې خلک وپوښتي د زهرا د شپې شپې ښخېدو لامل څه و.له دې امله ويلاى شو، چې زهرا مسلمانو ښځو ته يوه اوچته بېلګه ده، چې پوه شي، زهرا څنګه خپل پلار ته يوه ښه لور وه؛ هغه پلار چې د رسالت د روڼ پېټی يې پر اوږو و. علي (ک) ته څنګه يوه صالح مېرمن وه، په تېره په هغو شرايطو کې، چې علي له سترو ستونزو سره مخ شوى و او زهرا څنګه مورنۍ ونډه ترسره کړه او څنګه د حق پر خلاف جرياناتو پر وړاندې ودرېده او دا توازن او انډول يې وښود، چې څنګه يوه ښځه د مينې، عاطفې، ټولنيز او سياسي مسووليت لوړې څوکي ته ور رسېداى شي. جوته يې کړه، چې د ښځې سياسي فعاليت، په واقع کې يوه شرعي اسلامي دنده ده؛ ځکه زهرا چې سپينلمنې او له اهلبيتو ځنې ده، چې خداى له هر ډول چټلۍ پاکه کړې.((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا: الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي. [452])) سياست ته ورننووته؛ نو ځکه بايد مسلمانې ښځې ترې پند واخلي او ورپسې ولاړې شي او د روسته پاتې والي او انزوا له حالته راووځي او په پوره ځواک، پوهې او نشاط په ټولنيز وسايلو کې فعالې وي او پوه شي، چې دا چارې يې له مورنۍ ونډې او د مېرمنې په توګه پر ورايښوو مسووليتونو سره په ټکر کې نه دي دا يو سبق دى، چې له زهرا (س) يې زده کوو.

 

 

 

 

 

* د ښځې میراث

پخوانۍ نړۍ به ښځې ته بیخې میراث نه ورکاوه او که ورکاوه یې هم؛ نو د کوچني په څېر یې ورسره چلن کاوه؛ یعنې حقوقي شخصیت او خپلواکي یې نه ورکوله. د نړۍ په پخوانیو قوانینو کې که انجلۍ ته یې ميراث ورکاوه؛ خو د دې اولادو ته يې نه ورکاوه، د هلک پر خلاف، چې هم یې خپله میراث وړای شو او هم یې اولادونو کړای شول، چې د نیکه د مال وارثان شي او د نړۍ په ځينو قوانینو کې یې که ښځې ته د نارینه په څېر میراث ورکاوه؛ نو د غوڅې برخې په بڼه و د قرآن په تعبیر”نصیباَ مفروضاَ” و؛ بلکې په دې صورت و، چې مورث ته یې حق ورکاوه، چې د خپلې لور په اړه هم وصیت کړای شي.

 د ښځې د میراث تاریخ اوږد دی، څېړونکیو په دې اړه خورا ویینې کړي او ډېری لیکنې یې پرېښي دي، چې غورچاڼ مې یې پورته ووایه.

 

 له میراثه د ښځې بې برخېتوب

 له میراثه د ښځو د بې برخیتوب آریز لامل له یوې کورنۍ بلې ته د شتمنۍ د لېږد مخنیوی و.د پخوانیو ګروهو له مخې د اولاد په زېږنه کې د مور ونډه کمزورې ده، میندې یوازې لوښي دي، چې پکې د نارینه تومنه اچول کېږي او ماشوم رامنځ ته کېږي. ګړوهن ول، چې که د پلار هلکان وزېږېدل؛ نو ددې کورنۍ به وو او زامن به یې ګڼلېدل او که انجلۍ وه؛ نو د کورنۍ غړې به وه؛ خو اولاد به نه ګڼل کېده، له دې امله که انجلۍ به ميراث وړه او بیا یې ميراث اولادو ته ولاړ شي؛ نو شتمني به له یوې کورنۍ ځنې پردۍ کورنۍ ته ولېږل شي.

ښاغلی ډاکتر “موسی عمید” پخپل کتاب کې لیکي: “ په پخوانیو پېرونو کې طبیعې عقلي نه؛ بلکې دین د کورنیو بنسټ جوړاوه. کورنيز اديان په نارينه وو پورې ځانګړي ول او ښځې په مذهبي چارو کې شاملې نه وې… او داچې په مذهبي مراسمو کې برخوالې نه وې؛ نو هرومرو له نورو کورنيزو ګټو بې برخې وې؛ لکه چې روسته وراثت راپيدا شو، ښځې له دې حقه بې برخې شوې. ”

 له میراثه د ښځو بې برخیتوب نور لاملونه هم درلودل، چې یو یې په عسکرۍ کې د ښځې د ځواک کمزورتیا ده. داچې ارزښتونه د اتلولۍ او بولندویۍ له مخې تلل کېدل او یو جنګي نارینه به یې له سلو زرو کمزوريو نارینه و سره برابر ګاڼه؛ ځکه یې ښځه له میراثه بې برخې کړه، چې په دفاعي او سرتېریزو عملیاتو کې يې وسه نه درلوده.

عربي جاهلیت هم له همدې مخې ښځه له میراثه بې برخې کړې وه. د میراث آیت، چې نازل شو.” لِلْرِجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلْنِسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيباً مَفْرُوضاً[453]؛ مور و پلار او خپلوان، چې هرڅه پرېږدي، د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې مور وپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم پكې برخه ده، كه دا مال ډېر وي، يا لږ د هر چا برخه ټا كل شوې او د وركړې ده. ”

ددې آيت په راتګ اعراب هک پک شول.

په دې وخت کې د عربو نامتو شاعر او د “حسان بن ثابت” رور ومړ او ښځه او څو لوڼې ترې پاتې شوې. د تره زامنو یې پر ټوله شتمنۍ ګېډه واچوله او ښځې او لوڼو ته یې څه هم ورنه کړل. ښځې پېغمبر اکرم(ص) ته ګیله وکړه او آنحضرت هغوی ټول راوغوښتل، دوی وویل: ښځه خو وسله نشي اخستای او د دښمن پر وړاندې نشي درېدای او دا موږ یو، چې د دښمن پر وړاندې له دوی او ځانه دفاع وکړو؛ نو شتمني یې هم باید په نارینه و پورې تړاو ولري؛ خو آنحضرت ورته د خدای حکم ووایه.

 

د زوى ویلي میراث

کوم جاهلي عرب به، چې چا ته زوی وایه؛ نو په پایله کې به یې د حقیقي زوی په څېر د مړي د میراث خاوندېده. د “زوى ویلي” دود په نورو ملتو او په پخوانی ایران او روم کې هم و، ددې دود له مخې به زوى ويلي په دې دليل، چې هلک دې له ګټو برخمنېده، چې ان نسلي انجلۍ به ترې نه برخمنېدې، یو له دی ګټو د میراث وړل و او همداشان د “زوی ویلي” له ښځې سره د سړى د واده کول هم یو له دې ګټو ځنې و، قرآن دا دود منسوخ کړ.

 

د هم ژمني میراث

عربو په میراث کې بل دود هم درلوده، چې قرآن کریم منسوخ کړ او دا د هم ژمنۍ میراث و. دوه پردیو به يو له بل سره تړون وکړ، چې زما وینه ستا وینه ده او پر ما تېری پر تا تېری دی او ته له ما میراث وړې او زه له تا؛ نو ددې تړون له مخې دې کسانو به په ژوند کې یو له بله ملاتړ کاوه او چې هر یو به ژر مړ کېده ميراث یې بل ته رسېده.

 

ښځه په میراث کې برخمنه ده (سهم الارث)

 عربو به د مړ ښځه هم د ده په مال او شتمنۍ کې حسابوله او د سهم الارث په بڼه یې د ځان کوله. که مړي له بلې ښځې زوی درلود؛ نو کړای یې شول، چې دا ښځه د ځان مال وګڼي؛ نو دا د زوی خپله خوښه وه، چې واده یې ورسره کاوه او که بل ته یې ورکوله او له مهره یې ګټنه کوله. دا دود قرآن منسوخ کړ.

د ایران، هند، جاپان، روم او یونان په پخوانیو قوانینو کې د میراث په اړه ډېر ناروا تبعیضونه ول، چې دلته یې د راسپړلو وخت نشته.

‏د حقوقو د تساوۍ‏ پلویان، چې د اسلام پر قوانینو ‏کومه نیوکه کوي، دا ده، چې په اسلام کې د نارینه په پرتله د ښځې د میراث برخه نیمه ده، د اسلام له نظره زوی د لور دوه ګرایه او رور د خور دوه ګرایه او مېړه د ښځې دوه ګرایه میراث وړي. یوازې د موروپلار په هکله دي، که مړی اولاد ولري او موروپلار یې ژوندي وي؛ نو د مړي له ماله د موروپلار په شپږو کې یوه برخه رسي.

دا چې اسلام د ښځې برخه نیمه ټاکلې؛ نو لامل یې هغه ځانګړې وضع ده، چې ښځه یې د مهر، نفقې، سرتېرۍ او ځینې نورو جزايي قوانینو په هکله لري؛ یعنې د ښځې ځانګړى میراثي حالت ‏د هغه ځانګړي حالت معلول (زېږنده) دى، چې ښځه یې د مهر او نفقې له پلوه ‏لري.

مخکې مو وویل: مهر او نفقه د ګډ ژوند او کورني سوکالۍ او د ښځې او نارینه په یووالی کې د پام وړ ټکى دی. د اسلام له نظره د مهر او نفقې له منځه وړل په تېره د نفقې، د کورنۍ د ړنګېدو او فحشاء ته د ښځې د نه ورماتېدو لامل ګرځي، دا چې مهر او نفقه اړینه ګڼي؛ نو د ښځې د ژوند له بودجې یې کمه کړې او له دې اړخه پر نارینه تپل شوې ده او اسلام غواړي دا تحمیل- تپونه د میراث له لارې جبران کړي؛ ځکه یې نارینه ته د ښځې دوه ګرایه ميراث ورکړی دی؛ نو دا مهر او نفقه ده، چې د ښځې د میراث برخه یې راکمه کړې ده.

 

د لویدیځپالو نیوکه

ځینې لویدیځپال، چې په دې اړه خولې راوسپړي او د ښځې د میراث نیمه برخه د اسلام پر ضد د ډنډورې وسیله کړي؛ نو د مهر او نفقې خبره رامخې ته کوي، وايي: په میراث کې ولې د ښځې برخه نیمه ورکړو او بیا یې دا نیمګړتیا د مهر او نفقې له لارې جبران کړو؟ کپ ولې نېغ خولې ته نه وړو، چې لاس د سټ تر شا راتېر کړو او بیا یې خولې ته کړو؟ په میراث کې به هم د ښځې برخه له نارینه سره برابره ورکړو، چې اړ نشو، په مهر او نفقه یې جبران کړو.

لومړی داچې دوی علت د معلول پر ځای او معلول یې د علت پر ځای نیولی دی، انګېري، چې مهر او نفقه د ښځې د ځانګړي میراثي حالت معلول دى، له دې ناخبره دي، چې د ښځې ځانګړى میراثي حالت د مهر او نفقې معلول دى، دویم دا چې انګېري څه چې دلته دي، یوازې مالي او اقتصادي اړخ لري. څرګنده ده که یوازې مالي او اقتصادي اړخ یې درلودای؛ نو دلیل نه پیدا کېده، چې مهر او نفقې دې هم وای یا د ښځې د میراث برخه له نارینه سره برابره وي؛ لکه چې مخکې مو وویل اسلام ډیرۍ اړخونه په پام کې نېولي، چې ځینې یې طبیعي او ځینې یې اروايي دي. یو خوا د ماشوم په زېږونه کې ښځه ډېر کړاونه او اړتیاوې لري، چې نارینه یې نه لري، بل خوا ښځه د شتمنې په لاس ته راوړو کې تر نارینه کم ځواکه ده او د شتمنۍ په لګښت او استهلاک کې تر نارینه مخکې ده. د ښځې او نارینه ځانګړې ارواپوهنه او دا چې سړى دې تل پر ښځه پيسې ولګوي او په پای کې دقیق اروايي او ټولنیز ملاحظات، چې د کورنۍ د مضبوطېدو لامل ګرځي، اسلام دې ټولو ته پاملرنه کړې او مهر او نفقه یې له همدې مخې اړینه ګڼلې ده. دا ضروري چارې په غیر مستقیم ډول ددې لامل شوي، چې د نارینه پر بودجه دباو راشي؛ نو اسلام حکم کړى، چې ددې دباو له کبله، چې پر نارینه راغلی، سړى دې په ميراث کې دوه ګرايه برخه یوسي، چې دا یوازې مالي او اقتصادي اړخ نه دی، چې وویل شي په یو ځاې کې دې د ښځې برخه کمه او په بل ځاې کې دې ورډېره شي.

 

 

 

پر ميراث د زنديقانو نيوکه:

 “ابن ابي العوجاء” يو زنديق و او پر اسلام يې يوه نيوکه دا وه، چې کمزورې ښځې ته په ميراث کې يوه برخه او غښتلي نارينه ته دوه برخې ورکوي؟ چې دا د عدل او انصاف پر خلاف چار نه دى.

امام صادق ورته وويل: دا ځکه اسلام پر ښځه عسکري نه ده ايښي او هم مهر او نفقه يې پر مېړه ده او په تېرو کې د قاتل خپلوان، چې بايد “ديه” ورکړي؛ ښځه ترې معاف شوې؛ نو ځکه برخه يې له نارينه کمه ده. دلته امام صادق د ښځې ځانګړى ميراثي حالت، په مهر، نفقې، له عسکرۍ او ديه معافيت ګڼلى دى.

 

                                            

 په پښتو عاميانه ادب كې د تاوتریخوالي پر ضد غبرګون [454]

 

له فولكوري رواياتو او ځينو تاريخي شواهدو معلومېږي، چې د ستي كولو (ژوندي سوځولو) دود د افغانستان په لرغونو آريايي قبايلو كې هم دود و، په آريايي قبايلو كې د ستۍ عنعنه پر ښځو د تېري په تاريخ كې تر ټولو زړه بوږنوونكې او انساني ضد پېښه ده. د (ستي) دود له احكامو سره سم به هره كونډه د خاوند له مړي سره يوځاى ژوندۍ اور ته اچول كېده، د پښتو په عاميانه شعر په تېره لنډيو كې دستي پراخ كارول، دا اټكل منځته راولي، چې د پښتني ښځو لرغونې ميندې هم (ستي) شوي، په پښتني قبايلو كې كونډه د عرف له مخې، د خاوند د ټبر ملكيت بلل كېده او دا حق ورته نه و، چې د آزاد انسان په حيث پخپله خوښه له يوه نارينه سره واده وكړي او دا متل عام و، چې ((كونډه د لېوره ده)) غالباً دغه كونډه د مړي رور، تره زوى، يا بل ميراث خور ته ورپاتې ده او دا واك يې درلود، چې له دغې كونډې سره واده وكړي او يا يې كوم بل چاته ور واده كړي. ددې ښځې منقول او غير منقول اموال او اولادونه ګرد سره ددې د ولي بلل كېدل او دا د مېړه او پلار له ميراث او له ټولو توکیزو شتمنيو بې برخې وه.

پښتون پلار لا تر اوسه زوى پر لور غوره ګڼي، د زوى په زېږيدو ډهولونه غږ وي، ډزې كوي، ميله او مصرف مني؛ خو د لور په زیږېدو خپه كېږي او ان مباركي يې ځانته يو راز پېغور او سپکاوی ګڼي، لا تر اوسه ښځه؛ لكه ځمكه او مال د بديو بدله ده او د قتل او بل كوم جرم پر وړاندې د مجرم له لوري په بدو كې وركول كېږي.

همدې تاريخي اوږده جريان پښتني ښځه، چغو، فريادونو، ژړاوو، ښيراوو، پېغورونو، كنځلو او تمرد ته راښكودې ده، دې له خپل ټولنیز ناوړه موقعيت سره د مبارزې او ورڅخه د خلاصون لپاره خپل ټول امكانات كارولي دي.

په حقيقت كې د پښتني ښځې همدا ژور تاريخي تكل او تلوسه ده، چې د ښځمنو لنډيو ته يې نه تمامېدونكى ډيناميزم او نه ستومانه كېدونكى خوځښت وركړى دى. همدا تكل دى، چې د نارينه پر ضد يې د واقعي محرك په توګه ښځمنو لنډيو ته لورى وركړى او د مبارزې، تكل او ژوند الهام يې وربښلى دى.

د پښتنې ښځې سندره او د څېرې مطالعه يې د دې په مجبوريت او بيوسۍ كې ليداى شو، دى مجبوريت داسې ادب راپيدا كړى، چې لوړ شعري ارزښت لري او په واقعي توګه د يو اولس روح څرګندوي.

دا يوه داسې انساني سندره ده، چې د انسان آریز او ژور انساني انګېرنې او عواطف بيانوي. څه چې په ځانګړې توګه په دې ادب كې مومو او په نورو ادبياتو كې يې كم يا هېڅ نه مومو، هغه د ښځې شتون دى؛ يعنې ښځه نه يوازې د شعر د موضوع په حيث؛ بلكې د شعر او شعريت په لنډيو كې ځان د مصنفى او ايجادوونكي په حيث راڅرګندوي او دا د ښځې شعري نوښت وينو.

په لنډيو كې چې ښځې ځان څرګندوي، د خپل چاپېريال او مال په اړه غږېږي، چې يوه هېښنده په زړه پورې څېره راوځي.

لنډۍ، چې د پښتو د عاميانه ادبياتو د شهكارونو يوه بې سارې او غني برخه ده، له نېکه مرغه زياتره يې زموږ د هېواد د ځپل شوې او نهيلې ښځې دفاع پر غاړه اخستې ده او لكه ړوند بلبل بې له دې، چې د ښكاري له سيوري وترهېږي، پرله پسې چغې وهي اود ښځې د آزادي غوښتنې او مورولی آواز ژوندى ساتي. لنډۍ په عاميانه ادبياتو كې په ټولييزه توګه د ښځې د عواطفو ترجماني پر غاړه اخستې او په سلو كې تر پنځوسو زياتې د ښځو له دفاع او فكره رازیږېدلي دي. لنډۍ د مستبد نارينه له جبر او ستمه پرده اوچتوي او د پښتني ټولنې د مظلومې ښځې آواز او د زړه لمبې، كليو، كېږديو، درو، دښتو او غرونو ته ليږدوي او هڅه كوي د ښځې [د هويت رادبره كولو] لپاره يوه مرستندويه ژبه او يوه صادقه ترجمانه شي.

موږ په ښځمنو لنډيو كې د اعتراض او نيوكې تاريخي سرچينه مومو، ښځه له جسمي زحمتونو دومره شكايت نه كوي؛ خو څه چې ښځه ډېره ځوروي، هغه ددې فشار روحي او اخلاقي اړخ دى؛ احساسوي، چې انساني ښځينه طبيعت يې تر پښو لاندې كېږي، نارينه ورته په سپكه ګوري او له ځانه يې مقام ټيټ بولي، د نيمګړي فكر او د شرير طبيعت خاونده ورته وايي، مېړه ورسره يوځاى ډوډۍ نه خوري او د زیږېدو پر وخت يې كورنۍ ماتم نيسي او نارينه د لور په زیږېدو شرمېږي، د كورنيو په منځ كې بدلېږي، ودېږي او هډو تپوس ترې نه كېږي.

ښه نو اوس دا پوښتنه پيدا كېږي، چې ددې فزيكي او روحي شرايطو په مقابل كې د ښځې غبرګون څه دى؟ ظاهراً اطاعت او تسليم ښكاري؛ خو په باطن كې يې زړه د سرو وينو ډنډ دى، چې خپل دا حال داسې څرګندوي:

تن مې د شنې نکرېزی پاڼه

ظاهر تازه دننه په وینو یمه

 

لاس مې د زړه په وینو رنګ دی

خلکو ته وایم ما نکرېزې ایښې دینه

  1.  

پښتنه ښځه د نارينتوب ارزښتونه قبلوي او سر ورټيټوي؛ خو كه لږ څه ځير شو؛ نو معلومه به شي، چې دا تسليم يوازې ظاهري بڼه لري، ښځه ښه مخالفت كوي او خپله ناخوښي څرګندوي او دا مخالفت په دوو بڼو ښوول كېږي: انتحار او سندره.

افغانه ښځه د ډېر مجبوريت له امله انتحار كوي يا زهر (سنکيا) خوري يا سيند ته وردانګي او يا پر ځان تېل وراچوي او ځان سیځي، چې دا روستۍ پېښې په دې روستيو كې د هېواد په ځينو سيمو كې زياتې ليدل كېږي او په دويمه بڼه كې خپل اعتراض او مخالفت په سندرو (لنډيو) كې څرګندوي. په سلګونو ښځمنې لنډۍ شته، چې د نارينه سالارۍ پر ضد د پښتني ښځې اعتراض او تاريخي عصيان او سرغړاوي راڅرګندوي.

ښځه بې له دې توپيره، چې په كومې ټولنیز پوړ او قشر پورې تړلې ده، پرله پسې د لنډيو په نه چوپېدونكي او دايمي بهير كې چغې وهي او د ځان په هكله د نارينه تېرى بربنډوي.

صورت مې خپل واک مې د بل دی

صورته خاورې شې چې نور دې واک کوینه

 

په دې لنډۍ كې ښځه د خپل جنسيت د غريزې تمايل او غوښتنو په خلاف هغه تاريخي موقعيت، چې د نارينه لخوا د خاصو تاريخي شرايطو په مرسته پرې ورتپل شوى، را بربنډوي او د هغه ټولنيز غونډال پر ضد د اعتراض غږ اوچتوي، چې له ښځې يې د خپل ځان واك اخستى او دا يې د خپلې آزادۍ او واكه بې برخې كړې ده. ددې اعتراض منطق-سول دومره روڼ، ساده او قانع كوونكى دى، چې د هر راز مخالفت او منفي مقابلې مخه نيسي. څوك به له دې واقعيته انكار وكړاى شي، چې پښتون اولس د خپل پېچلي او رنګين تاريخ په اوږدو كې له خپلو خويندو او لوڼو سره له ميندو او مېرمنو سره د خپل ميراثي مال په توګه (؛ لكه د جاهليت د زمانې د عربانو او نورو لرغونو قومونو په څېر) معامله كړې نه ده او لګيا دي اوس هم دا ناوړه چال چلند كوي.

لا تر اوسه په پښتنو پرګنو كې ښځه د خپل ځان واك نه لري، چې اوس مهال ترې په تاوتريخوالي تعبيرېږي او ددې واك د ترلاسه كولو لپاره روسته پاتې او خرافاتي ذهنونه د افغان مېرمنې هر راز هڅو ته ضداخلاقي مخونه وركوي.

پښتون اولس لا تر اوسه له ښځې سره د وګړیو، كورنيو او قبايلو ترمنځ د بديو، مرګونو او تېريو د روغې په بدلانه كې د عوض اوپټۍ (مرهم) په توګه معامله كوي، د نذرانې او داسې نورو مقاصدو لپاره هم ډالۍ او پلورل كېږي.

ښځه د همدې تراخه او ضد انساني موقعيت د رسوا كولو په پار او د نارينه پر ضد د خپل تاريخي اعتراض د بيان لپاره دا ښكلې زړه راښكوونكې او نږه لنډۍ د پښتنو پر ګنو حافظې ته ورشيندي:

پلاره كلا دې هديره شه

چې ترينه وځي په ژړا ملالې نجونه

زه د ظالم دادا له لاسه

د مرګي سين ته ولېدم كته مې وړينه

پلاره! كوډله دې ايره شه

سوركۍ مڼه دې په كارغانو وخوړمه

مورې! ستي شې پلاره ومرې

زه د نېکه په كټ كې خاورې ايرې شومه

په سره دوزخ كې دې دېره شه

كور دې ايره شه زه دې اورته ونيومه

خدايه د كونډو پنا ګير شې

چې ميراث خور يې په لېوانو ودوينه

په نيمه شپه سوې نارې شوې

مور له لورانو بېلوي كوكې وهينه

په پورته ډول مونږ د پښتني ښځې د اعتراض غږ او د زمانې له ناخوالو ددې سرټكونه او شكايت په پښتو لنډيو كې وليد، چې دا پر دې لطيف موجود د تر سره شوي تاوتريخوالي پر ضد ددې سورې نارې، كوكي او شكايت و. پټه دې نه وي، چې د لرغوني هېواد افغانستان پر پښتنو ښځمنو سربېره د نورو قومونو ښځو هم د زماني د ناخوالو ناترسه څپېړې خوړلي او ددې ظالم پر وړاندې زموږ ددې خويندو هم د خپل اعتراض غږ په خپلې مورنۍ ژبه په دوه بيتيو او محلي سندرو كې منعكس كړی دی.

 

¯¯¯

 

 

¯ يادونه: د فاطمة الزهرا له کتاب راواخستل شي:

1_ د فاطمې خطبه: په نبوي جومات کې.

2_ د فاطمې خطبه: انصارو له ښځو سره.

3_ د فاطمې هغه بله خطبه. دا برخې باید راواخستل شي.

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

داخلاقو، حقوقواو فقې په رڼا کې د ښځمنو مسائل[455]

پوښتنه:

چې کله د ښځمنو د ستونزو، انساني وګړې- شخصيت او ټولنيز مقام په هکله خبرې کېږي، ښايي د څرگندو آرونو په چوکاټ کې وڅېړل شي.ستاسې له نظره دا کوم دي ؟

ځواب:

زه د ښځمنو د ستونزو د څېړلو او لوست لپاره له قرآني لارې ګټه اخلم. قرآن د ښځې او نارینه پر انساني مقام يوشان ټنيګارکوي او دواړه انساني عناصرګڼي، چې د انساني ارزښت له کبله يو پر بل ‏لوړوالى نه لري.

قرآن وايي: ((الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا[456]؛ ((هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همدا راز د ده جوړه يې له همده پيدا کړه.))دا آيت دې ته اشاره کوي، چې ښځه او سړى يو د بل بشپړوونکي دي. د انساني بشپړتيا په بهير کې سړى د ښځې مېړه او ښځه يې مېرمن ده.د زوجيت مانا هم دا ده. زوجيت په دې مانا نه دی، چې دوه بېل څيزونه يوله بل سره نږدې کېښوول شي؛ بلکې مانا يې داده، چې دوه تړلي او ډول ډول څيزونه يو له بل سره نږدې کېښوول شي؛ نو دا خبره به مفهوم ونه لري که د تيږې او ونې د زوجيت په هکله خبرې وکړو؛ ځکه ددې دواړو اړيکې هېڅ مفهوم نه لري. يا د ساري په ډول: کله چې خداى، انسان ته وایي؛ نو يوازې سړى ته نه؛ بلکې دواړو ته وایي: ((دې ونې ته ورنږدې نشئ))او بیا خداى وايي: ( (دواړو ترې وخوړه )) بيا خداى وايي: ( (نو شيطان دواړه تېروتنې ته اړ کړل او په کوم جنت کې چې ول، ترې يې وشړل))

ددې آيت له مخې د اسلام او مسيحيت نظريه له بېخه يو له بل سره توپير لري.

مسيحيت دتېروتنې ټوله پړه پر ښځې اچوي او ښځه د بې لارۍ يوازېنی لامل بولي. اسلام، آدم او حوا دواړه ددې تېروتنې مسوؤل بولي، چې پايله يې له جنته د دواړو راايستل ول. بې له مسووليته ښځه او سړى په اخلاقي ارزښتونو کې هم يو له بل سره توپير نه لري.

((أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى[457]؛ ((زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځېنه.))

د ښځې اونارینه د مسووليت په مثبتو او منفي پايلو کې هم هېڅ توپير نشته.

((الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ[458]؛ زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ.))

((وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا[459]؛ د غله او غلې لاسونه پرې کړﺉ.))

( (إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[460]؛ ((په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکونارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى.))

وينو چې خداى کافره ښځه د کافرو ښځمنو اونارینه و لپاره بېلګه ګرځوي او مومنۀ ښځه يې د مومنو ښځمنو او نارینه و لپاره بېلګه ګرځولې ده؛ نو ښځه د ټولو نارینه و او ښځمنو د منفي او مثبتو اخلاقي ارزښتونو لپاره متل دى.

((ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ[461]؛ خداى كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه بېلګه کړې (چې) دا دواړه زما له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛ خو له دواړو سره يې خيانت وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب په مقابل كې) څه ګټه و نۀ ور رسوله او ورته وويل شول: ( (له نورو ننووتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

د ټولو مؤمنو ښځمنو او نارینه و لپاره د مثبتو اخلاقو د ارزښتونو بېلګه بيا هم يوه ښځه معرفي شوې ده.

((وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[462]؛ او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ( (پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون له شر او كړنو يې خلاصه کړه او (هم) مې د ظالمانو له ډلې وژغوره!))

نو د ارزښت له مخې په ښځه او نارینه کې هېڅ توپير نشته او داسې نه ده، چې ګنې سړى به اصل او چورليځ وي او ښځې دې اقتدا ورپسې وکړي.

د ښځې او نارینه مقام يو شان دى او د انسان د وګړې کچه اخلاقي ارزښتونه دي.حضرت خديجه، حضرت فاطمه او حضرت زينب د ښځمنو اونارینه و لپاره غوره بېلګې دي؛ نو د خداى پر وړاندى د نارینه مقام تر ښځې لوړ نه دى او دنده يې هم تر ښځې لوړه او ارزښتمنه نه ده.

 

د وګړې برابري او د حقوقو نابرابري

پوښتنه:

 د خداى پر وړاندې د ښځې اونارینه د انساني وګړې برابري او په حقوقو او برخمنتوب کې يې نابرابرۍ ته څرنګه مخونه ورکولای شئ؟

ځواب: کله داسې نيوکې کېږي، چې قرآن په میراث کې د نارینه و برخه له ښځمنو ډېره ټاکلې. [ د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده [463] ]؛ خو چې احاديثو ته مخه کړو؛ نو دا امر د ښځې پر وړاندې د نارینه لپاره يو ډول امتياز نه ګڼل کېږي؛ بلکې يو انډول راښيي؛ ځکه ښځه د نفقې په لاس ته راوړو کې هېڅ مکلفيت نه لري، ښځه د توکیز مسووليت پر وړاندې هېڅ مکلفيت نه لري.نه به د مېړه نفقه ورکوي او نه د اولاد او ان د ژوند لګښت هم ور ترغاړې نه دى.

 په پورتني ټولو لګښتونو کې د ښځې نه ګډون پردې مانا ده، چې څه ترې د نارینه له لارې اخستل شوي، له دې لارې بېرته ورګرځول کېږي. ځينى وايي: دا د نارینه و حق دى، چې د ښځمنواو نارینه و ترمنځ د برابرۍ نعرې راپورته کړي ځکه د ښځې برخه تر نارینه و ډيره ده.

 

د نارینه د رياست حدود

پوښتنه:

[الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء[464]]

 څرنگه له دې آیت سره ښځه او نارینه برابر بولئ؟

ځواب:ځينې ګروهن دي، چې دا آيت سړى د ښځې او د دې د چارو پازوال او ولي ګڼي؛ خو زما اند دا شان نه دى. ګروهن یم، دا آيت د ښځې او نارینه په ګډ ژوند کې د ښځې په پرتله د نارینه ((د قوامت )) يا مديريت په اړه خبرې کوي او علت يې ویل شوى دى:

( (بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ[465]؛ ځكه خداى (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او(هم) په خپلو مالونو كې (ښځو ته) نفقه وركوي))

 پوهېږو، چې سړى پر ښځې يوازې د ګډ ژوند په کړۍ کې قوامیت یا مديريت لري؛ نو په هېڅ حالت کې د نارینه د صفت په درلودو، سړى نشي کولاى پرښځه، چې ښځينه صفت لري، واکمنى ولري؛ خو يوازې د ګډ ژوند په حالت کې.

((فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ[466]؛ نو نېكې ښځې حكم منونكي دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې يې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ ځكه خداى پر دوى د مړونو حقوق ايښي او د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته چې ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ))

دا آيت له پيله تر پایه د ګډ ژوند په کړۍ کې د سرپرستۍ او واکمنۍ خبره کوي او دا چار د طلاق په هکله دى. طلاق يې ځکه د نارینه په واک کې کړى، چې هغه په ژوند کې د نفقې د پيدا کېدو مسوول دى.

بې له دې کړۍ به نوره واکمني او سرپرستي هېڅ مانا و نه لري.

د مېړه بې اجازې له کوره د ښځى بهر وتل، يوازې د نارینه د جنسي ملاحظې حق دى او زموږ فقهي رایه هم دا ده.

که ښځه د مېړه په اجازه له کوره ووځي؛ نو حرام به نه وي. پر ښځو د نارینه و واکمني عموميت نه لري او يوازې د ښځې او نارینه په ګډ ژوند پورې تړاو لري.شونې ده وويل شي، چې د نارینه و لپاره د واکمنۍ ځانګړنه په دې مانا ده، چې ښځې دې هېڅ واکمني و نه لري؛ خو فکر کوم دا مسئله لانجمنه ده او داچې ښځه کړاى شي رياست وکړي؛ نو په دې اړه خورا ویینې شوي دي. د مثال په توګه: آيا ښځه ددې حق لري، چې د تقليد مرجع شي.

ځينو علماوو پر خپلو فقهي کتابونو کې ليکلي:( (که عالم ته د جاهل ورتګ تقليد وي؛ نو په دې اړه کوم توپير نشته؛ ځکه دلته جنسي عنصر، نارينه يا ښځينه هېڅ ونډه نه لري. ))

((وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ [467]؛ او پر ( (مړونو)) د مېرمنو داسې مشروع حقوق دي؛ لكه د مړونو چې پر( (مېرمنو)) دي؛ خو نارينه ترې لوړ دي))

دلته ځینې فقهاء وايي، چې ددې آيت پر بنسټ سړى پر ښځمنو غوڅ لوړوالى لري؛ خو موږ وايو، چې دا مرتبه او درجه يوازې د طلاق په اړه ده او د ښځې په پرتله سړى يوازې د طلاق د ورکړې حق لري او دا آيت هم د دواړو په هکله نازل شوى. دا آيت راښيي کومې دندې، چې سړى لري ښځې يې هم لري.

ممکن وويل شي: سړى جنسي حق لري؛ خو ښځه دا حق نه لري؛ خو که د دواړو په اړه راغلیو احاديثو ته کتنه وکړو؛ نو وايي: خداى، ښځې او نارینه دواړو ته له لاندې لارې امتياز ور پر برخه کړ:

– واده د عفت او پاکلمنۍ لامل دى.

– غوره ده نجلۍ ژر واده وکړي، چې د مېوې په څېر په ونه کې ورسته نشي.

چې دا شان احاديث وينو؛ نو ګورو، چې واده د عفاف او پاکلمنۍ خونديتوب ته ټاکل شوى.پوښتم: ځينې فقها وايي: پر نارینه د ښځې حق دادى، چې هر څلور مياشتې يوځل دې ورسره سملي، بې له دې، چې خوند ترې واخلي. آيا پاکوالی او پاکلمني پر ځاى شوې ده؟

آيا د واده حکمت يوازې دادى، چې وايي ښځه بايد په کال کې درې ځل جنسي نږدېوالى وکړي او خوند ترې وانخلى ؟!

عجيبه خو دا ده، ځینې فقها وايي: که د يوې ښځې مېړه مسافر وي؛ نو هغه د درې ځل جنسي نږدېوالي حق هم نه لري آيا دا حکم د واده له حکمت سره اړخ لګوى ؟ زموږ ځواب منفي دى.

 موږ د بقرې سورت ٢٢٨ ام آيت له مخې او هغه احاديث، چې د واده حکمت بيانوي؛ دې پايلې ته رسوو: په يو حديث کې راغلي: ((که څوک څو ښځې ولري او کوروالی ورسره و نه کړي او که دې ښځو پر زنا لاس پورې کړ؛ نو پړه او ګناه به يې د مېړه پرغاړه وي)) موږ ددې قياس له مخې نه؛ بلکې د یوې کچې له مخې وايو: که يو سړى له يوې ښځې سره واده وکړي؛ خو د هغې جنسې اړتياوې پوره نه کړي؛ نو که دې ښځې زنا وکړه، ګناه به يې د مېړه پرغاړه وي.

 

د ښځې ايمان او عقل

 پوښتنه:

په نهج البلاغه کې د ښځې او نارینه د وګړې، عقل او ايمان ترمنځ نابرابري راغلې، تاسې څرنګه مخونه ورکوئ؟

ځواب: په نهج البلاغه کې راغلي: د ښځې برخه، په عقل او ايمان کې نیمگړې ده.

د ښځې د عقل د نيمګړتيا دليل دادى، چې په لېینه- شهادت کې د دوو ښځو لووي- شاهدي د يو نارینه د لووي په توګه منل کېږي.

د برخې نیمگړتیا يې داده، چې سړى په میراث کې د ښځو په پرتله دوه برخى وړي. د ايمان نیمگړتیا يې داده، چې د حيض په ورځو کې له نمانځه او روژې معاف ده.

 زما نظر دادى، چې ددې حديث پلټنه بايد څېړونکيو ته یې ور پرېږدو.که دا مسئله (د ښځې ناقص عقل) مطلق او بې له کوم علته ویل شوي وي؛ نو شونې ده د تعبد له مخې مو منلى وي؛ خو چې علت یې ویل کېږي؛ د دوو ښځو لېینه له يوه نارینه سره برابره ده، له ځان سره فکر کوو، چې شهادت ویل، په امانت او حس پورې اړه لري؛ خو عقل له اندنې، پلټنې او څېړنې سره تړاو لري او د شاهدۍ او عقل ترمنځ هېڅ اړيکه نشته.دا چار له دې آيته لاس ته راځي:

((أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ[468]؛ كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورياده كړي))

دلته ګورو، ښځې شاهدي بشپړوي. اوس څرنګه شونې ده، چې يو ناقص بل ناقص بشپړوي؟

زما نظر دادى، چې له يوه نارینه سره د دوو ښځو د شاهدۍ برابروالى په نیاو-عدالت کې د لا احتياط په موخه دى؛ نه داچې د ښځې په مقام کې کومه نیمگړتیا وي.

 د زنا په اثبات کې هم دوو او يا هم څلورو شاهدانو ته اړتیا ده؛ نو دلته دا چار د نارینه د عقل نیمگړتیا او کم ارزښتي راښيي؛ نه په دې اړه يوازې د يو نارینه شاهدي بسیا نه ده، دلته موخه داده، چې په عدالت کې احتياط شوى وي.

د ښځې د ايمان نیمگړنه هم همداشان ده. پوهېږو، چې د حيض په ورځو کې له روژې او نمانځه ډډه د خداى په حکم ده او له الهي امره اطاعت د ايمان د کمۍ نښه نه؛ بلکې د ايمان د زياتۍ نښه ده.ځينې ښځې د دوه ځانۍ ضد درمل خوري، چې میاشتینۍ پرې رانشي او نه غواړي نمونځ او روژه يې پاتې شي؛ نو داهم د ايمان کمي نه؛ بلکې له شرعې سره همغږي ده.

لکه څرنګه چې د فرایضو پر ځاى کول، د خداى امر دى؛ نو همداراز له حرامو ډډه هم د خداى په امر ده او څوک چې داسې وکړي؛ نو خداى به ترې خوښ وي.

 شونې ده څوک ووايي، چې د حيض په ورځو کې له نمانځه او روژې د ښځې بې برخېتوب عملاً ورته نقص دى او په عملي لحاظ يې هم ايمان ناقص دى. باید په ځواب کې یې وويل شي: آيا د مسافر به هم ايمان نیمګړی وي، چې په سفر کې نيم نمونځ کوي؟د ناروغ په اړه څه وايي؟ آيا که ناروغ د روژې په مياشت کې روژه نه نيسي؛ نوايمان به يې ناقص وي؟

 د میراث په هکله هم موږ مخکې خبرې وکړې.

چې کله خداى، ښځه او سړى د اعمالو او کړنو له مخې يو شان ګڼي؛ نو علت يې دادى، چې خداى دا دواړه يو پر بل مکلف کړي او که د ښځې عقل تر نارینه کم وي؛ نو عدالت به دا حکم کړى نه و، چې د ښځې مکلفیت دې د نارینه په څېر يو شان وي.

له جهاد او داسې نورو چارو د ښځې معافېدل، ښايي د بدني او جسماني شرايطو له مخې وي. لنډه داچې په قرآن کې پر ښځه د نارینه د عقلي غوراوي او لوړوالي په اړه کوم دليل نشته. اپوټه يې ځينې دلايل لرو، چې د ښځې عقل تر نارینه غوره او اوچت دى. په قرآن کې د ملکه سبا په داستان کې راغلي:

هغې د سليمان د لیک تر ليدو روسته خپل قوم راټول کړ ورته يې وويل:

((قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ. إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ. أَلَّا تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ. قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ [469]؛ (ملكې سبا) وويل: ( ((د هېواد) مشرانو! ما ته يو ارزښتمن ليك راغورځول شوى دى؛ په حقيقت کې هغه (ليک) د سلېمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او (لورين څښتن په نامه؛ )سپارښتنه مې داده(، چې ځانونه راباندې لوړ مۀ ګڼئ (او كبر مكوئ) او په داسې حال كې راته راشئ، چې حق ته موغاړه ايښي وي.)) بيا يې وويل: ( ((د هېواد) مشرانو! پدې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور(او مشورې) يو مهم كارهم ترسره كړى ندى.))

 د سبا ملکې ترې وغوښتل، چې اندیز ملاتړ يې وکړي؛ خو مشرانو خپلې مټې وښوولې او دا کار له عقله لرې برېښي.

ملکې د سليمان په لیک کې په ښکاره د هغه او نورو پاچايانو توپير وليد و يې ويل:

((قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ. وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَب[470]؛ ملكې وويل: ((باچايان چې (په زوره (يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي، (هو (كار يې همدا وي. او زه (اوس جګړه په خير نۀ ګڼم (يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې استازى مې له څه ځواب سره راځي (او لدې لارې يې وازمېيو).))

 چې سليمان ته ولاړه او د ده خبرې يې واورېدې؛ نو ايمان يې راووړ او ويې وويل:

((وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ[471]؛ ما له سلېمان سره نړۍ پال الله ته غاړه ايښې ده.))

 دا بېلګه، چې قرآن یې را وړاندې کوي، هغه ښځه ده، چې په عاطفې نه؛ بلکې په عقل مخې ته ځي. که څه غښتلي خلک يې ترڅنګ ولاړ دي؛ خو دوى ټول پر عقل نه؛ بلکې پر عواطفو فکر کوي.

نو قرآن غواړي ووايي، شونې ده د ښځې عقل تر نارینه زيات وي، دا يې بېلګه ده.نورې بېلګې يې د فرعون ښځه او حضرت مريم ده.

يو بل آيت دى، چې ممکن د ښځې د وګړې د کمزورتيا لپاره د دليل په توګه راوړل شي:

((أَوَمَن يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ[472]؛ آيا داسې څوك (د خداى اولاد ګڼئ) چې په ګاڼو كې يې پالنه کېږي او د شخړو پر وخت خپله موخه هم نشي څرګندولاى.))

 دا آيت د نجلۍ د روزۍ په اړه دى، له ذاته یې نه دى. نجلۍ چې کوچنۍ وي؛ نو سينګارېږي، ويل کېږي، چې ښځه تر نارینه کمزورې ده؛ خو قرآن د انسان له کمزروۍ خبرې کوي، نه د ښځې له کمزورۍ.

((وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا[473]؛ او انسان ضعيف (اوكمزورى) شته شوى (او د غريزو د توپان په مقابل كې يې مقاومت لږ ) دى )).

نو په قرآن کريم کې د نارینه په پرتله د ښځې د کمزورتيا په اړه څه نه دي ویل شوي.

ګروهن يو، د کار بنسټ مو قرآن دى.که ځينې احاديث بل شان ويل شوي وي، ښايي داسې يې ولولو، چې له قرآني مفاهيمو سره اړخ ولګوي.

 

اسلام او د وخت غوښتنې

پوښتنه

 د نننۍ زمانې د شرايطو او ستونزو هوارۍ ته کومه اسلامي کړلار شته ؟

ځواب: ګروهن يم، دوه لارې شته. يوه کړلار، چې ورسره مخالف يو، وايي: د ننني انسان د ستونزو د هواري لار داده، چې اسلام د زمانې د کچو ایل کړو او د خلکو د خوښې لپاره اسلام بايد د خپلو اندو ایل کړو، موږ دا ردوو.

لکه څرنګه چې خداى وايي:

((وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ[474]؛ او يهود او نصارا به هېڅكله درڅخه تر هغې خوښ نشي، چې(بشپړ غوښتنو ته يې غاړه كېږدې او) د(اړول شوي) دين لاروي يې وكړې.))

نو اسلام بايد پرخپله منځپانګه، حقيقت او هويت پاتې شي. کله چې وايو اسلام د ننني انسان ستونزهوارى کولای شي، مفهوم یې دادى: که نننى انسان او ژوند وڅېړو او اسلام هم وڅېړو؛ نو و به وينو، چې اسلام په توکیزو او مانیزو اړخونو کې په انډول راوړو سره، د ننني انسان ستونزه هوارولای شي. ځينې وايي: ((چې وخت داسې غوښتنه لري)) ددې خبرې پر مفهوم نه پوهېږو؛ ځکه ګروهن یو، چې په طبيعي او ذاتي توګه وخت کوم څيز نه فرضوي ؟؟؛ نو ځکه ګروهن يو، کوم پرمختګونه چې لاس ته راځي، له طبيعت او د زمانې له ذاته را ولاړ شوي نه دي. نننی وخت له زماني اړخه له پرون سره هېڅ توپير نه لري، دا څومره توکیزه بشپړتيا، چې وينو، لامل يې دادى، چې بشر خپله انده پر نننۍ زمانې او انسان واکمنه کړې ده. تېر وخت هم همدا شان و.

موږ وايوو: هره نننۍ انده، چې له اسلام سره يې ضديت درلود، ورسره به جنګېږو.

کله چې اسلام په نړيواله کچه اوڅاروو؛ نو غواړو نړۍ اسلامي کړو؛ نه داچې اسلام له نړۍ سره همغږی وښيو.

 

پر توکیزه وضع د مانېزې رالوېدنې اغېز

پوښتنه:

ايا مانیزې رالوېدنې د ټولنو پر توکیزې وضع اغېزمنې دي ؟

 ځواب: هو! اغېزمنې دي.د مثال په توګه، مانیز اړخ پر انساني ارزښتونو ټنيګار کوي او په دې توګه، د علم په موخو کې هم لاسوهنه کوي او انسان منع کوي، چې په علم د نړۍ او د نورو د ويجاړۍ وزلې برابرې کړي.

مانیز اړخ په کورنۍ او د انسان په توکیزو برخو کې هم لاسوهنه کوي، چې انسان جنسي مسائل د يوې موخې په توګه نه؛ بلکې د يوى وزلې په توګه وپېژني.

د ختیزې ښځې هويت

پوښتنه:

د شرقي ښځو او په تېره د اسلامي هېوادونو د ښځو په کورني، ملي او اولسي جوړښت او په ساتنه کې یې ولسي دودونو، د لويديځو ښځو په پرتله غوره رول لوبولی دى. داځانګړنه څرنګه څېړئ او که وغواړئ په تفصيل شرقي او غربي ښځې پرتله کړى؛ نو کوم ټکي به مو پام را واړوي؟

ځواب:

چې شرقي ښځې ته کتنه کوو؛ نو دين، ټولنې او واکمنو دودونو، ښځه په يو جنسي انضباط کې ساتلې ده. شرقي ښځه بدلمنتوب د يوې عامې خپرې شوې ښکارندې په توګه نه پېژني؛ بلکې له اخلاقو، پت او دودونو يو ډول تېروتنه بولي. شرقي فرهنګ ښځه دې ته اړ کړې، چې له خپلې کورنۍ، دودونو، ټولنې، نږدې او لرې خپلوانو سره انساني ژمنه، روحي او عاطفي اړيکې ټينګې وساتي او ښځه په دې ټولنه کې د عمومي ارزښتونو او انساني احساساتو له مخې د ټولنې برخه او جوړښت ګڼل کېږي.

خو شرقي ښځه په خپله ټولنه کې له يوې ستونزې سر ټکوي او هغه داچې په عمومي توګه سړى د دويمې درجې انسان په سترګه ورګوري. شرقي سړى يا پلار غالباً دا ننګېري، چې د خپلې لور دومره واک يې په لاس کې دى، چې د هغې وګړه او غوښتنې په بشپړه توګه له پامه وغورځوي. وينو چې پلار د لور د واده په اړه دومره لاسوهنه کوي، چې بې له غوښتنې یې واده ورباندې ورتپي او که لور يې پخپله خوښه واده کوي؛ نو دې کار ته يې نه پرېږدي.

دلته ډېری پلارونه پردې اند دي، چې لوڼې او ان زامن يې هم د پلار له نظر سره د ویینې او مخالفت حق نه لري او يوازې پلار په دې اړه هراړخيز هوډ نيواى شي او زامن يې د نیوکې او مخالفت حق نه لري. دا طبیعي ده، چې دا مستبدانه چلن او سرزوري د زوى په پرتله له لور سره ډېر کېږي؛ ځکه دا اندنه له جاهليته لا تر اوسه د پلرونو په ذهن کې پاتې ده. ددې اندنې له مخې نجلۍ د کورنۍ د پت سمبول دی او همداراز تېروتنه او بدلمنتوب يې کورنۍ ته ننګ بلل کېږي، حال دا د هلک يا زوى تيروتنې او بدلمنتوب ته دومره اهميت نه ورکول کېږي؛ نو ځکه که زوى يې له کومې ښځې سره زنا وکړى؛ نو په ټينګه لنګه ترې کېږي او که لور يې کوچنی غير شرعي اړيکه ولري؛ نو سملاسي يې وژني؛ ځکه نجلۍ د کورنۍ له ناموس او پت سره تړلې ده او د زوی تېروتنې د کورنۍ له پت سره هېڅ تړاو نه لري.

نجلۍ چې واده شې؛ نو همدا اندنه یې له مېړه سره هم وي او مېړه به له خپلې مېرمنې سره هغه شان چلن کوي، چې پلار یې د ده له مور او خور سره کاوه؛ نو وينو چې زیاتره نارینه خپلو ښځو ته په عامو او خاصو حالتونو کې د لږ څه نظر ورکولو حق هم نه ورکوي او ان چې مېړه خبره لاپسې سختوي او د شرعې پرخلاف خپلې ښځې وهي او ښځه د خپلې انساني وګړې څرګندونه نشي کړای.

دلته مېړه د ښځې لپاره ديو قانون جوړونکي حيثيت پيدا کوي او ښځه بايد په هر څه کې مېړه ته غاړه کېدي.که څه پوهېږو، چې اسلام ښځه هڅوي، چې له مېړه دې اطاعت وکړي او يوازې په ګډ ژوند کې ښځه له مېړه اطاعت کوي او بې له دې ښځه؛ لکه د نارینه په شان په مالي او نورو چارو کې آزاده او خپلواکه ده.

فکرکوم ښځه په شرقي ټولنو کې لا تراوسه هم د دويمې درجې انسان شمېرل کېږي او ښځه خپله هم باورلري، چې دويمه درجه انسان دى او دا ننګېري، چې فکر او دريځونه يې بايد د خپل مېړه په شان وي او ان په ټولټاکنو کې هم بايد د مېړه په نظر رای واچوي. ګروهن يم، چې د ښځې او مېړه ګډ ژوند دې انډول او متوازن وي. په يو حديث کې راغلي: ((د ښځې جهاد، د مېړه ښه چوپړ دى.)) په يو بل حديث کې له پېغمبر اکرم (ص) څخه روايت شوي:( (غوره مو هغه دی، چې له خپلې کورنۍ سره ښه وي او تر تاسې ټولو زه له خپلې کورنۍ سره غوره او ښه يم.))

ګروهن یم، چې ګډ ژوند بايد داسې وي؛ لکه څرنګه چې خداى په قرآن کې ويلي:

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً[475]؛ او د هغه له نښو داده، چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې درپيدا كړې، چې ارام ورسره ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيدا كړه.))

په اند مې ښځې بايد وهڅوو، چې په ګروهیز، فقهي، سياسي او ټولنيزو چارو کې د ځانګړې او ازاد نظر خاوندانې شي، دا حالت به ددې لامل شي، چې ښځې پر خپلې انساني وګړې پاتې شي، پياوړى يې کړي او وګړه يې د نارینه و وګړه لاپسې بشپړ کړي.خداى په دې اړه وايي:

((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ[476]؛ [مؤمنان او مؤمنانې د يو بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي))

چې پوه شو ((معروف)) هر مثبت او رغنده چار ته وايي، چې پکې د انسان سازښت- مصلحت او د خداى خوښه وي او((منکر)) هر منفي چار ته وايي، چې د انسان د سازښت او د خداى د خوښې پر ضد وي؛ نو خپله به مو دې ټکي ته پام شي، چې د ښځې د ونډې پراختيا د نړۍ د پرخوالي هومره ده او نارینه هم دا شان ظرفيت لري. ناپوهه، بې خبره او هغه ښځه، چې پر نفس ډاډ نه لري او تل د سيوري په شان له مېړه سره ژوند کوي، کله هم نشي کړاى، چې په کورنیز او ټولنيز ژوند کې بدلون او خوځښت راولي او پياوړى یې کړي. په لویدیځ کې ښځه د خپلواکۍ خاونده ده او ځان له نارینه سره هم کچه بولي؛ خو دا خپلواکي کړکېچنه شوې او له ښځې يې دا ننګېرنه اخستې، چې د نارینه بشپړوونکې او سړى يې هم بشپړکوونکی دى او خبره دې برید ته رارسېدلى، چې ښځه او سړى بېل بېل اوسېږي. له ظاهري يوځاى کېدو، دوستۍ او انساني مينې بې برخې پاتېږي، دا حالت د دواړو اړيکې هومره محدودوي، چې يوازې پر جنسي چارو بسیا کوي.

 

اسلام او د ښځې آزادي

 پوښتنه:

څرنګه کېداى شي د ښځو په دې وضعيت کې بدلون راشې ؟ آيا اسلام د ښځې له آزادۍ سره؛ لکه د مریانو د آزادى په څېر سوکه سوکه معامله نه ده کړې؛ يعنى داچې ور يې سم نه دى پرانستی، چې ټول مریان بازار ته راشي، آيا د اسلام په پيل کې د مریانو د آزادۍ او د ختیزې ښځې د آزادى ترمنځ ورته والى شته ؟

ځواب:

 ګروهن یو په دې دواړو کې توپيرشته.

چې اسلام راغی، د مریتوب ټولې زېرمې او لاملونه يې له منځه يووړل او مریتوب يې يوازې په جنګ کې پرېښود او په واقعي توګه يې هم نشو کړاى، چې مریتوب له منځه یوسي؛ ځکه کفارو کوښښ کاوه مسلمانان په جنګ کې په بنديتوب او مریتوب ونیسي؛ نو اسلام د مریتوب د جرړې د ايستو لپاره عملې ګام پورته کړ. که ځير شو؛ نو و به وينو، چې د مریتوب ستونزه په اسلامي هېوادونو کې بې له دې، چې د مریتوب د آزادۍ اوښتون – انقلاب رامنځ ته شي، د شرعي احکامو له لارې، چې د يوې وزلې بڼه يې درلوده، د مریانو د آزادۍ او خوشې کولو بهير پيل شو او په پای کې یې جرړې له راونړول شوې.

ښځې او سړي باید پر هغو قوانينو او لارو پل کېږدي، چې اسلام ور ښوولې وې او پکې د هر يو لپاره حق او دنده ټاکل شوې او په هر اړخ کې ښځه او سړى دواړه بايد الهي پولې په پام کې ونيسي.

اسلام له انسانه څه غوښتي؟ هڅه دې وکړي، چې پر الهې پولو عمل وکړي او که داسې يې وکړل؛ نو ټولنيز ژوند به یې کله هم کړکېچن نشي.

وايوو: طبيعي ده کومو انسانانو، چې کلونه کلونه په دودونو کې تېر کړي وي؛ نو د يو تدريجي، ستر او منظم پلان له مخې بايد په دې اخلاقو کې بدلون راوړو. د کورنۍ جرړې او جوړښت په يو حديث کې له پېغمبراکرم (ص) څخه نقل شوي: ( (په اسلام کې د خداى پر وړاندې هېڅ جوړښت تر کورنۍ غوره نه دى.))

 له دې جوړښته څه اخستنه لرئ؟

ځواب: دا حديث راښيي، چې واده، سړى او ښځه له انحراف او تېروتنې ژغوري. همداراز د کورنۍ د جوړېدو لپاره هم دی او زلمى واده کولو ته رابولي. که واده د اسلام له نظره وڅېړو؛ نو وبه وينو، چې اسلام د ښځې او نارینه پر مانیز او انساني اړخ خورا ټينګار لري.په قرآن کې راغلي:

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[477]؛ ( (او د هغه له نښو داده چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ارام ورسره ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږي پيداكړه. هو، پدې (نعمت (كې انديالو ته نښې دي. ))

دا آيت واده د اروایزې سوکالۍ او آرام ژوند د برابرولو يوه وزله بولي او ښځه او سړى پر يو بل ډاډمنوي او د يو بل د زړه ملهموي. د کورنۍ جرړې او جوړښت بايد د دوستۍ او رحمت پربنسټ وي او کورنۍ بايد د ښځې اونارینه دواړو لپاره د اروایزې او عاطفې سوکالۍ او مينى مرکز وي.

 قرآن کريم په يوبل آيت کې د ښځې او مېړه اړيکې داسې بيان کړي:

((هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ [478]؛ هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست دواړه ديو بل ښكلا او ديو بل د ساتنې لا مل ياست ))

دا آيت نارینه ته وايي:له خپلې مېرمنې سره اړيکې درته د يو پوښ او ستر پر مانا دي؛ لکه څرنګه چې د انسان بدن ته جامې وي. ښځه هم بايد دا شان احساس ولري، کله چې په ګډ ژوند کې اولاد وشي؛ نو بايد پام مو وي، چې اولاد له موروپلارسره د خداى امانت دی؛ نو انسان د خپل اولاد د پالنې او روزنې مسوول دى، چې ټولنې ته ګړندى، غوره او ګټور اولاد ور وړاندې کړي.

اسلام، کورنۍ د ښځې او نارینه د انساني وګړې او عواطفو او همداراز د اولاد د روزنې ستر او مهم روزنتون ګڼلى دى.سړى بايد له خپل ذهني چوکاټ او وګړیز چلنه راووځي او خپله مېرمن درک کړي او ښځې ته هم اسلام لارښوونه کوي، چې همداشان دې وي او د اولاد پر وړاندې دواړه له خپلو وګړیزو چلنو او چوکاټونو تېر شي، خپل اولاد دې درک کړي او د نښلون ټکى دې خپل اولاد وټاکى، چې اولاد خپل ځان د موروپلار د عاطفې او انساني څارنې لاندې وننګېري؛ نو جوتېږي چې کورنۍ لومړنى ټولنيز واحد دی، چې پکې انسان دا زده کوي، چې څرنګه له ځانه پورته وخوځېږم او که پراخې لمنې ته يووړل شو؛ نو تل به بريالى وي او کوچنۍ ټولنې (کورنۍ) اوسترې ټولنې (ټولنيزچاپېريال) ته به ګټور وي.

د ګډ ژوند حقوق او اخلاق

پوښتنه:

تل ويل کېږي؛ په ګډ ژوند کې ښځه يوازې په ځانګړو؛ يعنې جنسي چارو کې ښايي له مېړه اطاعت وکړي او مېړه هم يوازې نفقې په برابرولو مکلف دى؛ خو ښايي دا دواړه حالتونه د هغه دوستۍ پر ضد وي، چې په قرآن کې راغلې ده.

 ځواب:

دلته دوه بېلابېل موضوعات دي.په ګډ ژوند کې يو داسې الزامي اړخ دى، چې له مخې یې هر يو د ځانګړي حق خاوندان دي او کړای شي پر يو بل دباو راوړي.ښځه کړای شي پر مېړه زور راوړي، چې نفقه يې ورکړي او که مېړه يې نفقه ور نه کړه؛ نو ښځه طلاق غوښتای شي او که يا يې جنسي غوښتني پر ځاى نه کړې؛ نو په دې حال کې ځينې علماء وايي، چې طلاق غوښتای شي. همداراز که ښځه د مېړه جنسي غوښتنې پر ځاى نه کړي؛ نو سړى د نفقې له ورکړې ډډه او يا هم طلاق ورکولای شي.

((وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ[479]؛ او د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته چې ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ (اوكه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ.))

 دا د ګډ ژوند د اړيکو غوښتنه هم ده. بل غير الزامې اړخ دی. اسلام ښځې ته وايي، ته د ګډ ژوند يوازې په توکیز اړخ کې او همداراز ځان باید د خپل حق په غوښتو کې را ایسار نه کړې؛ بلکې اړینه ده له مېړه سره د لورنې، مينې او دوستۍ چلن او څرګندونه وکړې او له دې لارې د خدای خوښي لاس ته راوړې او دا سپارښتنه نارینه ته هم کوي. دلته د ((مودت)) او رحمت پراخې لمنې غوړول کېږي. انسانان غواړي د ګډ ژوند لپاره اړینه ده، چې يو داسې قانون وضع شي، چې توکیز او مانیز ‏دواړه اړخونه په پام کې ونيسي. چې ښځه له خپل مېړه سره مينه وکړي؛ نو مېړه پوهېږي، چې ښځې يې له خپلو واجباتو لازياته مينه او دوستي ورسره کړې او سړى هم بايد دا شان له ښځې سره وکړي.

ګډ ژوند په مينې او دوستۍ روان وي او په کور کې د کار ويش او ډول ډول دندې ترسره کول هم بايد عاطفي بڼه ولري.

 

د غورې کورنۍ بېلګه

 پوښتنه:

د حضرت علي او حضرت فاطمې کورنۍ ټولو کورنيو ته بېلګه ده.د انسانانو فرهنګ او ژوند تل د بدلون په حال کې دى. هغه ځانګړنې، چې دا کورنۍ يې د تل لپاره بېلګه ګرځولې، کومې دي او زموږ ښځې څرنګه کړاى شي د حضرت فاطمې له غوره ارزښتونو درس واخلي؟

ځواب:

د حضرت فاطمې وګړه يوه مانیزه وګړه وه. هغه ټوله د خداى مطيعه وه. ټول ژوند يې د خداى او د هغه د رسول، د خپل مېړه او اولاد په چوپړ کې تېر کړ او هېڅ توکیزه انګېزه يې نه درلوده.

يو ورځ حضرت علي له حضرت فاطمى وغوښتل، چې دواړه به آنحضرت (ص) ته ورشو، چې د کور په کارونو کې د لاسنيوي لپاره څوک راکړي.په ځينو روايتونو کې راغلي، چې حضرت فاطمې له دې کاره نمښته وکړه؛ خو د حضرت علي د درناوي له کبله یې ومنله. چې حضرت علي د پېغمبر اکرم (ص) پر وړاندې د حضرت فاطمې د کور د کړاوونو خبرې پيل کړې؛ نو آنحضرت(ص) وويل: ” خوښ نه وسئ، داسى يو څيز درکړم، که ترسره يې کړئ؛ نو تر چوپړیال به درته غوره وي.د ويدېدو پرمهال دری دېرش ځل سبحان الله، دري دېرش ځل الحمدالله او څلور دېرش ځل الله اکبر ووايئ.” حضرت فاطمې وويل:د خداى او د رسول په خوښه یې راضي يم.”

 د حديث مفهوم دادى: حضرت زهرا به دا ټول کړاوونه پرځان منل؛ خو له پلاره يې چوپړیال نه غوښت.

په يو بل روايت کې راغلي: يو ورځ پېغمبر اکرم (ص) له سفره راستون شو او د فاطمې بي بي کور ته ولاړ، و يې ليدل، چې پرده يې راځوړنده کړې او ځينې روايات وايي، چې فاطمې بي بي دوه د سپينو زرو بنګړي پېرلي ول، آنحضرت (ص) پرې هېڅ ځان پوه نه کړ او بېرته وووت. فاطمه بي بي پوه شو، چې پلار يې خپه ولاړ.فاطمې بي بي کومه خطا او تېروتنه کړې نه وه، دا هغه ډالى وې، چې حضرت علي ته د جنګي غنیمتونو له لارې ور په برخه شوې وې.فاطمې بي بي دا هر څه خپلو زامنو امام حسن او امام حسين ته ورکړل او ورته يې وويل:( (پلار ته مې سلام ورسوﺉ او ورته ووايه، بې له دې موږ نور څه نه لرو اوس دا ستاسې په واک کې شول. ))

 پېغمبراکرم (ص) ډېر خوشحال شو او درې ځل يې وویل: ( (پلار دې ترې ځار شي، د آل محمد له دنيا سره څه کار ؟ دوى اخرت ته پيدا شوي. ))

دلته وينو، چې حضرت فاطمې بې له کوم خپګانه د خپل کور ټول سامان خپل پلار ته ورکړ، چې پر نشتمنو يې وويشې. پوهېده، چې په دې بلهارۍ- قربانۍ کې د رسول الله (ص) خوشحالي ده. د فاطمې بي بي دې بلهارۍ ته قرآن هم اشاره کوي:

((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا[480]؛ او (خپل) خواړه سره له دې، چې خوښېږي يې (او ورته اړتيا لري)، د خداى په پار “مسكين” او “يتيم” او “بندي” ته وركوي.))

((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا[481]؛ (او وايي:) موږ تاسې ته يوازې د خداى لپاره خواړه دركوو (او (له تاسې هېڅ بدله او مننه نۀ غواړو.))

 د فاطمې بي بي کور له معنويته ډک و او د کور ټولې درنې چارې يې پرغاړه درلودې، چې د نړۍ ښځمنو ته وښيي، د کور کار د خوارۍ لامل نه؛ بلکې انساني او اسلامي ارزښت دى. نننۍ ښځې د کور کار له خپل کرامت او وګړې سره انډول نه بولي.حضرت زهرا به هم ښځمنو ته زده کړې کولى او هم به يې د اولاد روزنه کوله. په سياسي ډګر کې هم فاطمه بي بي د حضرت علي کلکه ملاتړې وه. په جومات او کورونو، د ښځو او نارینه و په منځ کې د حضرت علي د حق غوڅ ملاتړ کوي؛ نو له دې مخې د حضرت فاطمې په وګړه کې سياسي، روزنيز، تبليغي او مانیز اړخونه په ښکاره ترسترګو کېږي.

 له مانیز او عبادي اړخه امام حسن د فاطمې بي بي په اړه وايي: مور مې ټوله شپه تر سهاره مؤمنو ښځمنو او نارینه و ته دعاګانې کولې؛ نو و مې پوښتله:مورې!ولې ځان ته دعا نه کوې؟ راته يې وويل:زويه!لومړى ګاونډی دى او بيا موږ.))

ګروهن یم که څه حضرت زهرا له عمره کمه وه؛ خو د مانیز، اخلاقي، علمي، سياسي او ټولنيز توان په درلودو ټولو ښځمنو ته بېلګه ده؛ ځکه دا ټول اړخونه يې په ځان کې د کمال له لارې پيداکړي ول.حضرت علي له فاطمې بي بي سره هېښنده اروایز تړاو درلود. ګرهن یم، چې د حضرت علي، فاطمې بي بي، امام حسن، امام حسين، حضرت زينب او حضرت ام کلثوم کورنۍ ټولو ته بېلګه ده.د کار او د دندې د ويش له مخې هم دا کورنۍ پاموړ ده.حضرت علي او امام حسن به اوبه راوړې اود کور جارو او پاکوالى يې هم پرغاړه و.حضرت فاطمې به مېچينه او اخلى پخلى کاوه.له دې جوتېږي که سړى په کور کې جارو ووهي او په پاکوالي کې ونډه واخلى؛ نو حيثيت او وګړې ته به یې څه تاوان ونه رسي.

 خداى ددې کورنۍ په اړه وایي:

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا [482]؛ بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې”اهل البيت؛ نبوي كورنۍ” چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

 

په اسلام کې دښځې له حقوقو او مقامه نوې اخستنه

پوښتنه:

موږ نن دلته د حضرت فاطمى (س) د زوکړې د ورځې په ویاړ راټول شوي يو. دا مناسبت ډېر مهم او ارزښتمن پيغامونه لري، چې مهم يې دې ته ګوته نيسي، چې ښځه ستر الهي کرامت دى، چې کړای شي، خپله وګړه او استعداد وغوړوي.

په اسلام کې د ښځې د مقام په اړه ډېرې ليکنې او خبرې شوي؛ خو عمل پرې ډېر لږ شوی؛ ځکه لا تر اوسه په کورنۍ، ټولنه، ټولنيزو بنسټونو او سياسي اسلامي خوځښتونو کې د ښځې سپکاوى کېږي او دا سپکاوى په ډول ډول کچو کې تر سترګو کېږي، له ښځې سره د کمزورې او بېوسې موجود په حيث چلن کېږي اوتل د بل (نارینه) وکالت ته اړتيا لري. ښځې ته دا منفي مقام له کومه ور په برخه شو؟ او دا نظر تر کومه له قرآني نص سره اړخ لګوي، چې انسان يې غوره ګڼلى او آزادي یې ورکړې ده. ددې لیدلوري او روح ترمنځ څوک دا درز لاپسې پراخ او ژوروي؟ او تر کومه بریده باید دا ټولیز او ستر نظر، چې د قرآن روح او عام شريعت په پام کې نیسي او دهغه تنګ او جتهادي نظر ترمنځ دا درز لاپسې ژور او پراخ شي؟

ښايي بنسټېزه ستونزه هماغه وي، چې په عمومي توګه په اجتهادي فقهه او په تېره ‏د ښځې په فقه کې رامنځ ته شوی او لامل يې هم ښايي دا وي، چې اجتهادي اندې يو ټوليز اند نه لري زموږ د نننۍ غونډې عنوان د ښځې د حقوقو له فقې يو نوې اخستنه ده.

مجتهدانو چې د پېړيو په اوږدو کې فقهي او حقوقي مسائل څېړل؛ نو دوى به د عقل او فهم له لارې ځانګړې پايلې ته رسېدل او دا پایلې به د ښځې ذهن ته وليدې؛ نو دا غونډه يو هڅه ده، چې په دې پايلو کې پر شته ستونزو او الهامونه رڼا واچوو. دا خورا کړکېچنې ستونزې دي، چې ذهن ته مو د يوې مسلمانې ښځې په توګه راننووتې دي.هيلمنه يم، چې د ښځې د حقوقو پر فقه، چې کومې دوړې پرېوتي؛ لرې یې کړو او د شريعت د عمومي موخو په پامنیوي، له متونو د نوې اخستنې له لارې دا کار شونی بريښي. د شريعت عمومي موخې د قانون ايښوونې بنسټ او د اجتهاد ضابطه ده او له رواياتو اومتونو تبعيضي اخستنه نه لري او يوازې د غوره والي روايت يا متن نه لولي او د الهي موخو او شريعت پرضد حکم نه کوي.

 ډېر اورو او لولو، چې اسلام ښځى ته آزادي ورکړې او له بنده يې خلاصه کړې ده.د ساري په ډول، ښځه ته يې د زده کړې او کار حق ورکړی دى. ډېری فقها پردې قايل دي، چې ښځه بايد د مېړه په اجازه له کوره ووځي؛ نو د ښځې د زده کړې او کار حق له دې فتوا سره څه همغږي لري. يا ښځه څرنګه باور وکړي، چې په اسلام کې خپلواکه او درنه وګړه لري؛ حال دا ټولنیزه فقه د لېینې – شهادت په چار کې او همداراز د رمضان مياشتې د ليدلو پرمهال د ښځې پر نه وړتیا حکم کوي.

 داسې فتواګانې هم شته، چې د وينې په اړه د لېوني هلک د لېینې – شهادت درناوى کيږي؛ خو د ښځمنو لېینه مردوده ګڼي، که څه د عقلمنې، مؤمنې او عادلې وي. فقهي پوښتنې اوستونزې لا تراوسه له يوې چرګۍ په همغږو او يو شان قالبونو کې راوځي، چې د ډېرو پوښتنو ګوته ورنيول کېږي. ځينو د خپلو علمي هڅو په ترڅ کې له دې بیاځلي څرخه بهر ووتل، چې ووايي: څه چې د پېړيو په اوږدو کې په بشپړ ډول اړین شمېرېدل؛ لکه د حکومت لپاره د ښځې نه وړتیا، نن کراهت نه لري؛ خو د مرجعيت، قضاوت، میراث او شهادت په هکله څرنګه ؟؟

 دا هغه موضوعات دي، چې د تړلو حکم يې شوى دى؛ حال دا ددې موضوع ګانو پوښتنې علمي او څېړنيزه بڼه لري ايا ددې تړل شويو موضوعاتو پرانستنې ته کومه لار شته ؟ ايا دومره آزادى او زړورتیا به ولرو، چې پخپله روسته پاتې ټولنه کې ددې څېړنو څرګندونه وکړو يا نه؟ ښځه حق لري، چې خپل حقوق وپېژني او دا د ټولنې دنده ده، چې ددې حقوقو درناوی وکړي.

 ځواب: زموږ په ګروهه، تېر وخت او هغه اندې، چې تېرو لاس ته راوړې وې، تقدس را بښوونکى نه دي. څه چې تېر شوي؛ نو يو زمان نامنوونکى حقيقت و؛ ځکه حقيقت له ژوندونه او حياته راپيدا کېږي او د ايماني مانا له مخې نبوت په هستۍ کې تلپاتې او ثابت حقيقت دى او تېر وخت يوازې دې حقيقت ته يو مکاني او زماني لوښى و.

 زموږ د ګروهې له مخې، پېغمبر اکرم (ص) د يوې ځانګړې زمانې انسان نه؛ بلکې د تلپاتې ژوند انسان دى. که څه ژوند یې د زمان په لمن کې پيدا شو او په همدې لمن کې پاى ته ورسېد؛ نو بې له دې، چې حقيقت زمان نه منوونکى دى، ټول هغه څه چې تېر شوي، د زیان یا ټکې وړ دي، ان هغه نص، چې اوښتونی – متغير حقيقت يې بيان کړى او ثابتوالى يې اثبات شوى نه دى؛ نو د مناقشې وړ دی؛ ځکه دا نص که څه د ثابت او تلپاتیو ټکیو او کلیماتو درلودنکى وي؛ خو اړینه نه ده، چې مفهوم اومانا دې هم ثابته او تلپاتې شي. انسانانو د نصوصو په فهم کې اړپېچ وکړ، ځينې يې په لغوي اوحرفي بڼه ټينګار کوي او ګروهن دي، چې د يوې کلیمې ټوله مانا هماغه ده، چې په قاموس کې راغلې. ځينې نص اوښتونی بولي اوپه دې لټه کې دي، چې د نص اړيکه له نص سره پيدا کړي. ځينې هم شته، چې د ماناوو په لمن کې لامبو وهي، چې کومې نوې نښې ترې پيدا کړي.

 پوهېږو، چې ژبه يوازې په قاموس کې شته کلیمات نه دي؛ ځکه کلیمې د انساني تاريخ په اوږدو کې روانې وي او د انسانو له بدلون سره سم بدلون مومي.

 د لغوي مانا پر پوهېدو سربېره، بايد هڅه وکړو، چې د لغت د اشاراتو پر فهم هم ځان پوه کړو؛ ځکه انسان، چې کومه ویی- کلمه کاروي؛ نو مانا يې پخپل احساس، شعور او آګاهۍ کې روزي او د کلام په بڼه یې نه راباسي.

نو هر ویی- کلمه پخپل دننه کې د مفهومي اشاراتو د تاريخ درلودونکې ده او ډول ډول ماناوې لري او دا لفظ نشي کړاى خپله وضعي مانا معلومه کړي.

د ښځې فقې ته د قاعدې اړتيا

 که غواړو د ښځې له حقوقي فقې اخستنه ولرو؛ نو باید يوه معلومه سټه ورته ولرو؛ ځکه هر ډول حقوقي استنباط بايد دهغې قاعدې پر بنسټ وي، چې د ټول حقوقي غونډال-نظام بنسټ وي. اوس پوښتنه داده اسلام، چې د قانون جوړولو بنسټ دى، ايا کړاى شو د ښځې او نارینه د انسانيت حقيقت په دوه برخو؛ مذکر او مونث وويشو؟

زه د انسانيت په مفهوم کې دوه والی نه وينم، چې پر ښځه او نارینه ويشل شوى وي.انسان يوازې يو نفس دى.

((الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا[483]؛ هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) د هغه جوړه يې له هماغه پيدا کړه.))

د زوج ټکى نارینه او ښځې دواړو ته اطلاقېږي، په دې آيت کې ((نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ)) راغلى، چې د زوجيت په مانا دى او زوجيت متنوع او ډولاډول واحد دی.

پام مو وي؛ لکه څرنګه چې “نفس واحده” د ډول ډول آفاقو درلودنکى دى؛ نو همداراز ډول ډول وجودي ظاهر هم لري.

د “نفس واحده” په وجودي مظاهرو کې دوه والى نشته او خپله د نفس د کلمې په مفهوم کې هم دوه والى نه تر سترګو کېږي. ددې توضيحاتو له مخې پوهېږو کله چې خداى شرعي قانون راولېږه مخاطب يې انسان (مذکر- مونث) دى، چې انسان د خلقت په پيل کې په جنت کې مېشت و؛ نو دواړو نارینه او ښځې په ګډه ژوند کاوه.د شيطان چل او ټګي هم دواړو ته په يوه کچه وه. شيطان وايي:

((إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ[484]؛ سکه، زه مو رښتين خيرغواړى يم.))

ښځې او نارینه په ګډه ژوند کاوه، نه پړه پر آدم اچولاى شو، چې ووايو، حوا یې دې کار ته اړ کړه او نه يې پر حوا، چې ادم یې دې کار ته اړ کړ. آریزه ستونزه د انسان؛ يعنې ښځې او نارینه د طبيعت کمزورتيا ده. د دواړو په دننه کې کمزوري عناصر اغږل شوي.

((وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا[485]؛ او انسان كمزورى شته شوى))

قرآن يوازې ښځه د کمزورۍ او ضعیف صفت په حيث غندلې نه؛ بلکې ضعف او کمزوري يې د انسان صفت ګڼلى دی. دا هغه عامل دى، چې انسان تېروتنې او په پای کې بې لارېتوب ته راوبولي.چې آدم او حوا ځمکې ته راښکته شول. خداى ښځې او نارینه دواړو ته یې وویل:

((فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ [486]؛ نو چې زما له لوري كومه لارښوونه درغله؛ نو چاچې لاروي ترې وكړه وېره به پرې نۀ وي او غمجن به نشي.))

 نو څرګنده شوه، چې د اسلامي شريعت د قوانينو سول-منطق د انساني نفس د وحدت پر بنسټ جوړ شوى دى.دا ډول ليدنه مو دې اندې ته رابولي، چې د انسان ستونزې ګډې دي او د هواري لپاره يې بايد په ګډه لار پيدا کړو.

د عموميت تکليف

قرآن د احکامو په ټولیز چوکاټ کې د ښځې او يا نارینه لپاره، کوم حکم ځانګړى کړى نه دى. له ټولیز چوکاته مطلب هغه ((ايجابي)) دندې او مسووليتونه دي، چې خداى له انسانانوغوښتي، چې پابند پرې وسي او همداراز سلبي مسووليتونه، چې خداى له انسانانوغوښتي، چې مخ ترې واړوي. د انسان ايجابي مسوؤليت د احزاب سورت په ٣٥‎آيت کې راغلي:

((إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا؛ په حقيقت کې چې خداى مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ښځمنو، مؤمنو نارينه وو او مؤمنو ښځمنو د خداى امر منونكيو نارينه وو او د خداى امر منونكيو ښځمنو رښتينو نارينه وو او رښتينو ښځمنو او زغمناکونارينه وو او زغمناکيو ښځو او عاجزي كوونكيو نارينه وو او عاجزي كوونكيو ښځو او صدقه وركوونكيو نارينه وو او صدقه وركوونكيو ښځمنواو روژه تيانو او (ښځمنو) روژه تيانيو، پاكلمنو نارينه وو او پاكلمنو ښځمنو او د خداى ډېر يادوونكيو نارينه وو او ښځمنوته بښنه او لوى اجر چمتو كړى دى.))

آيا په دې آيت کې د الهي ارزښتونو پر وړاندې د ښځې او نارینه ترمنځ کوم توپيرليدل کېږي؟ ښځې او نارینه ته د خداى اجر يو شان دى.

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ [487]؛ او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نلري د خپل هماغه كار په باب (د خداى دحکم پرخلاف) اختيار ولري))

چې د عمل خبره راځي؛ نو خداى وايي:

((أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى[488]؛ زه له تاسې د هېچا عمل نۀ لاهو كوم، نارينه وي كه ښځېنه.))

( (الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ[489]؛ زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ.))

((وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[490]؛ او د غله او غلې لاسونه د كړنو په سزا كې یې د خداى له لوري (دعبرت وړ) سزا په توګه پرې كړئ او خداى ځواکمن حكيم دى.))

د بېلګې په اړه وايي:

((ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ[491]؛ خداى كافرانو ته د نوح ښځه او د لوط ښځه بېلګه کړې (چې) دا دواړه زما له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛ خو له دواړو سره يې خيانت وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب پر وړاندې) څه ګټه و نۀ ور رسوله او ورته وويل شول: ( (له نورو ننووتوونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

((وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [492]؛ او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ( (پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون له شر او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې وژغوره!))

((وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ[493]؛ او (همداراز (د عمران لور مريم [بېلګه راوړي]، چې پاكلمنې وه؛ نو موږ پكې له خپل روح وپوکه او هغې د خپل پالونكي خبر او كتابونه رښتيني وګڼل او له منونکيو وه.))

له پورتني دوو آيتونو جوتېږي، چې منحرفه ښځه کافرانو ته بېلګه بلل شوې اوغوره ښځه، چې له واکمن فساد سره يې مبارزه کړې، مؤمنو ښځو او نارینه دواړو ته د بېلګې په توګه ياده شوې ده. په قرآن کريم کې له داسې اندیز دریځ سره نه مخېږو، چې مېړه يې د دندو او د دندو د پايلو له پلوه پر ښځه غوره ګڼلى وي.

((أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ[494]؛ خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى ))

په پورتني آيت کې له يو انساني مفهوم سره مخ يو او ددې تشريح له مخې د ښځې او نارینه حقوق څرګند او بېلېږي.

 

 

د سړي د پالندویۍ مفهوم

 اوس داسې مسايل څېړو، چې خلک حقوقي تشې ورته وايي. د قرآن د ځينو آيتونو په اړه ځينې ګونګوسي رامنځ ته کېږي.

((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء[495]؛ نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي))

ځينو د قوامت يا پالندویي له ټکي اخستنه کړې، چې دا پالندويي په ټولو چارو کې ده؛ نو سړى تل په لومړۍ درجه کې او د ښځې د چارو پالندوی دى او ښځه تل دويمه ده؛ خو زموږ د استنباط له مخې دا شان نه ده.

پورتنۍ پالندويي يوازې د ښځې او نارینه په ګډ ژوند پورې تړلې او بس.

((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ[496]؛ نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه خداى (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او(هم (په خپلو مالونو كې )ښځو ته نفقه وركوي.))

 سړى يوازې د واده په حالت کې د خپل نارينتوب له کبله پرې واجب دي، چې د ښځې لګښت ورکړي. د پلار هم دا دنده ده، چې د زامنولګښت ورکړي، دلته خبره د مذکر او مونث نه ده.

 د ګډ ژوند مسوؤليت او پالندويي يوه شخصي مسئله نه؛ بلکې وګریزه مسئله ده.د ګډ ژوند لمن دومره پراخه نه ده، چې دوه کسان يې مديريت وکړي، دلته بايد يو تن مديريت وکړي؛ نو ځکه د ځينو جسمي، اروایزې، تکويني او د نفقې ورکولو د اړخونو له مخې دا مديريت نارینه ته ورسپارل شوى. که د مديريت دا مسله دومره کړکېچنه شوې وي او ذهنونو ته روښانه نه وي او ان د انساني وګړې د سپکاوي لامل شوې وي؛ نو دا مو دنده ده، چې له ټولو هغو نامو او مقامونو سره مبارزه وکړو، چې مدير پکې لومړى درجه مسوؤل او نور يې تر لاس لاندې کار کوي.

((وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ[497]؛ او پر ((مړونو))د مېرمنو داسې مشروع حقوق دي؛ لكه د مړونو چې پر ((مېرمنو)) دي؛ خو نارينه ترې لوړ دي.))

 په دې آيت کې، چې کومه مرتبه راغلې، يوازې په ګډ ژوند کې نارینه ته اشاره کوي او هغه هم د طلاق حق دى. دا د غوره والي درجه، انساني درجه نه؛ بلکې د ګډ ژوند د غوښتنې ‏له مخې په روزنيز ژوند کې يوه پلییزه- اجرايي بڼه لري.

 

 پاتوړي- میراث

 دا مسله هم تر ډېرو نيوکو لاندې راغلې ده.قرآن وايي:

((لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ[498]؛ چې د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده))

 آيا دا نيوکې وايي، چې ښځه د نارینه نيمایي ده، سړى بشپړ دى او د ښځې انساني حقيقت نيم دى؟؟ طبیعي ده، چې الهي قوانين پردې بنسټ نه دي، بې له ځينو ځانګړنو، کومې دندې چې نارینه ته ورکړل شوي، ښځې ته هم ورکړل شوي؛ نو ښځه او سړى د بشپړ انساني وګړې په درلودو هر يو خپلې دندې او مسووليتونه سر ته رسوي؛ نو اوس میراث څرنگه تفسير کړو ؟

د توکیزو حقوقو په مسايلو کې باید پر وس او قدرت ټنيګار وشي. تر هر څه مخکې پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې څه مې درکړل، ایا لازم وينئ، فکر وکړئ، چې په مقابل کې ما درنه څه واخستل؟ آيا باید په دې هکله د تلې دواړه اړخو نه يو شان وي ؟

 د مثال په توګه يوکس راته ١٠٠٠ ډالره راکوي او د ٢٠٠٠ ډالرو په اندازه لگښت راباندې ږدي او بل ٥٠٠ ډالره درکوي؛ خو هېڅ مالي پېټى درباندې نه ږدي.په دې دواړو حالتونو کې کوم يو غوره دى ؟

 بېرته واقعيت ته راګرځو.که خداى د ښځې برخه د نارینه په پرتله نيمه ګرځولې؛ نو بلخوا يې پر ښځه هېڅ مالي مکلفيت نه دى ايښى؛ خو پر نارینه يې د کور، اولاد او ښځې لگښتونه ورايښي دي. د نارینه په نشتوالي کې ښځه د اولاد د لگښت او نفقې په ورکولو مکلفه نه ده.ما په مطبوعاتي خبرو کې هم ويلي ول، حق دادى، چې سړى بايد وغواړي، چې له ښځمنو سره يې حقوق يو شان شي.دا سمه ده، چې اسلام له ښځې نيمه برخه اخستې او نارینه ته يې ورکړې؛ خو بلخوا يې ښځې ته مهر او لگښت وربښلى او له هر ډول مالي مسوؤليته يې معاف کړې ده او نارینه ته يې دروند مالي مسوؤليت ورسپارلى دى.

 اوس پوښتنه داده، چې ددې ستونزې انساني تشه چيرې ده؟ د میراث قانون دا نه وايي، چې د ښځې انسانيت د نارینه په پرتله نیمگړی دی؛ بلکې غواړي د حقوقو او دندو تر منځ تعادل او انډول رامنځ ته کړي.

کله چې خپلو حقوقوته پاملرنه کوم خپلې دندې او واجبات هم بايد وپېژنم او دا هم بايد وڅېړم، چې څرنګه د حقوقو او دندو (دخل اوخرڅ) ترمنځ تعادل رامنځ ته کړم.د خبرې اصلي ټکى هم دادى.

 ښايي وويل شي، چې دا څرگندونې د ګډ ژوند په هکله د منلو وړ وي؛ خو د «دیه» په هکله څه ځواب لرې ؟ دلته خبره تر مړينې روسته ده.اسلامي شريعت ځان لپاره يوه څرگنده قاعده لري، چې پر بنسټ یې د نارینه وټیزې دندې او مسووليتونه تر ښځې ډېر بولي؛ نو څرګنده ده، چې د نارینه ديه به هم تر ښځې ډېره وي.

کوم توکیز زيان اوتاوان، چې د نارینه کورنۍ ته ور رسي، د ښځې د مادي تاوان په پرتله خورا زيات دى.دا توازن ځکه راغلى، چې د خپلو اولادونو پر وړاندى تر ښځې د نارینه مسوؤليت زيات دى.

پايله دا شوه، چې د «دیه» د مسلې موخه د ښځې د انساني وګړې ‏نیمگړتیا نه؛ بلکې دا قانون د حقوقو او دندو په کچه کې توازن او انډول رامنځ ته کوي او دا توازن يوازې په توکیزو چارو کې دى.

 پایله دا چې ښځه او سړى يو دى. ((وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ ))هماغه (دندې)، چې د ښځو پرغاړه دي؛ نو په غوره توګه ددوى پر ګټه (نارینه) هم دي. ((هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ))

 

د ښځې لېینه- شهادت

 اسلام په ټولیز ډول د ښځې لېینه- شهادت منلی او خداى وايي، چې د ښځې لېینه منم.

خداى د يو سړى پر وړاندې د دوو ښځو لېینه رامنځ ته کړې، علت يې هم دا نه دى گڼلی، چې ښځه د نارینه پر وړاندې نيمه ده.خداى وايي:

((أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى[499]؛ كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورياده كړي))

 دې الهي قانون ته چې کوم دليل راوړاندې کولاى شو، دا دى، چې په ځينو حالاتو او شخړو کې د انسان عاطفه له تورنه ملاتړ کوي. په دې اړه د ښځې عاطفي او احساسي بڼه تر نارینه ډېره ده او په طبيعي توګه ډېره تر اغېز لاندې راځي او دا طبيعت يې د موروالي غوښتنه ده.بل ټکى دا دى، چې د يوې ښځې لېینه د بلې ښځې د لېینې بشپړوونکې ده او دا موضوع د نارینه و په لېینه کې هم تر سترګو کېږي. د ساري په ډول، په ((بينه)) کې باید دوه تنه عادل شاهدان ګواهي ورکړي. ولې د يو کس لېینه په يوازې بسیا نه ده؟ځواب دادی، چې دا شرط د عدالت په پلي کېدو کې يو ډول احتياط دى.په شخړو کې د يو کس لېینه نه؛ بلکې د دوو عادلو کسانو لېینه د منلو وړ ده. ايا ددې خبرې مفهوم دادى، چې د شخړې يا دعوى په مقام کې دا دواړه نارینه د انساني وګړې له مخې کومه نیمګړتیا ‏لري ؟ نه! د لته خبره د انساني وګړې د سپکاوي نه؛ بلکې د عدالت په پلى کېدو کې احتياط دى.

داچې ويل کېږي د قتل په اړه د ښځې لېینه نه منل کېږي؛ نو بايد ووايم، چې په دې مسله کې اړپېچ دى. حضرت على (ک) په دې هکله وايي:( (د مسلمان ‏وينه به بېځايه ولاړه نشي))؛ نو د ښځې لېینه په دې اړه منل کېږي.

 په ځينو شرايطو کې د ښځې لېینه غوره نه برېښي؛ لکه پر زنا د ښځې لېینه؛ ځکه په دې اړه په اسلام کې غالب حدود د يو ډول ژغورنې بڼه لري او نه غواړي د انسانانو پام دې مسلې ته راوړوي. ((حدود د شبهاتو له کبله لغوېږي )) دا يوه فقهي قاعد ده.

 البته ځینې ډېر کم حالتونه شته، چې پکې د ښځې لېینه نشته او علت يې هم خپله د موضوع ځينې ځانګړنې دي.

همداراز ځينې داسې ستونزې هم شته، چې ښځو ته ځانګړې شوي او د ښځې لېینه پکې په يوازې منل کېږي او د نارینه لېینې ته پکې اړتيا نشته. په پای کې دا چې، د اسلام له نظره ښځه يوه انسانه ده، چې له بشپړ حقوقو برخمنه ده.

 

ورمندون- قضاوت

 بله ستونزه د ښځې د ورمندون- قضاوت اوحکومت په اړه ده. دا ستونزه يا مسله په اصل کې د بخاري له يوه حديثه راپورته شوې ده.دا روايت د اماميه شيعه په کتابونو کې هم راغلى دی. حديث داسې دى: کله چې پېغمبراکرم (ص) خبر شو، چې د ايرنيانو يو قوم يوه ښځه پر واکمنۍ منلى؛ نو ويې ويل: ((پرهغه قوم، چې ښځه واکمني کوي برېمن به نشي.))

بې له دې حديثه کوم بل حديث نه لرو.دا غونډله – جمله په ځانګړي شرايطو کې ويل شوې او فقهاوو له دې حديثه دا قاعده جوړه کړې، چې ښځه د حکومت او واکمنۍ وړتیا نه لري. ځينو فقهاوو په دې اړه لاپسې ډېرغور کړى دی؛ لومړى داچې دا مسئله په داسې شرايطو کې پېښه شوه، چې حقيقت يې راته بشپړ روښانه او څرګند نه دى او حال دا د هغه وخت حکومت او ددې زمانې حکومت خورا توپير لري. په تېرو حکومتونو کې به واکمن ټول واک درلود او ټول خلک به يوازې يو واکمن ته ورتلل؛ خو زموږ په شرايطو کې داسې نه ده او واکمن ټول واک نه لري؛ ځکه يو قانون شته او واکمن د قانون له مخې واکمني کوي او ځينې داسې ادارې شته، که واکمن له قانونه سرغړونه وکړي؛ نو سملاسي یې محاکمه کوي. که دا حديث سم وي؛ نو دا د هغه وخت د ښځو د حکومت حکم بيانوي؛ ځکه تېر او ننني حکومتونه خورا توپير لري.

د هغه وخت خلکو به له دې حديثه دا اخستنه کوله، چې ښځه د حکومت لپاره مديريتي عقل نه لري، حال دا په قرآن کې د ښځې يوه بېلګه یاده شوې، چې په عقل او برنامه ریزۍ کې تر نارینه و پياوړې ښوول شوې او هغه د سبا ملکه وه.

چې د سليمان (ع) لیک ور ورسېد، ويې ويل:

((قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ [500]؛ بيا يې وويل: ( ((د هېواد) مشرانو! پدې ستره موضوع كې مشوره راكړئ، چې ما بې ستاسې له حضور(او مشورې) يو مهم كارهم ترسره كړى ندى.))

خلکو ورته د اندې پر ځاى د زور کارونې مشوره وکړه ويې وويل:

((قَالُوا نَحْنُ أُوْلُوا قُوَّةٍ وَأُولُوا بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالْأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ[501]؛ ځواب یې وركړ: ( (موږ پوره ځواكمن او زړه ور يو او ښه جنګي وس لرو؛ خو واک ستا په لاس كې دى؛ نو وګوره چې (پرموږ (څه حكم كوې (چې يې ومنو).))

 بلقيس وايي:

((إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ. وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ[502]؛ ملكې وويل: ((سکه باچايان چې كله (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي، (هو!) كار يې همدا وي. او زه (اوس جګړه په خير نه ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې استازى مې له څه ځواب سره راځي (او لدې لارې يې وازمېيو).))

بلقيس له دې لارې غوښتل پوه شي ايا لیک رالېږونکى باچا دى، چې ښارونه ورانوي او که پېغمبر دى او خلک د حق لارې ته راوبولي؟ د بلقيس عقل لا نور هم پسې کار کوي، ان دا چې سليمان ته ورځي او له لارې یې اسلام راوړي.

((وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ[503]؛ ( (ما له سلېمان سره نړۍ پال الله ته غاړه ايښې ده.))

نو په عقل، باور او اندې يې اسلام ومانه. کله چې قرآن د ښځې د واکمنۍ دا شان بېلګه راښيي؛ نو څرنګه کېداى شي اسلامي انده دا حديث د ځان لپاره د بنسټ په توګه وپېژني؟

 ايا ښځه نشي کړاى د خپل طبيعت او عقل له مخې د ټولنې واکمنه شي او يا هم ټولنيزمسووليت ومني؟

په هرحال موږ د فقهاوو ددې فتوا پر وړاندې تحفظ رعايتوو؛ ځکه ګروهن یم دا حديث داسې نه راښیي او قرآن هم پر ضد یې مو پوهووي. د ښځې د ورمندون- قضاوت په اړه ‏يوازې يو حديث شته، چې وا