تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ ﴿۱﴾ قاف . پر بادبدبه قرآن قسم (چې ستا نبوت او قيامت حق دى)! (۱) بَلْ عَجِبُوا أَن جَاءهُمْ مُنذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۲﴾ (هغوى نه يوازې دا چې ويې نه منله)؛بلكې تعجب يې وكړ،چې (څنګه) خپله […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه
ق وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ ﴿۱﴾ قاف . پر بادبدبه قرآن قسم (چې ستا نبوت او قيامت حق دى)! (۱)
بَلْ عَجِبُوا أَن جَاءهُمْ مُنذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۲﴾ (هغوى نه يوازې دا چې ويې نه منله)؛بلكې تعجب يې وكړ،چې (څنګه) خپله له همدوی يو گواښگرندى (پېغمبر) ورته راغى؛ نو كافرانو وويل: (( دا (محمد او د قيامت خبرې) څه عجيبه څيز دى، (۲)
أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ذَلِكَ رَجْعٌ بَعِيدٌ ﴿۳﴾ ايا چې ومرو او خاورې شو(؛نو بيا هم راژوندي كېږو؟) دا راستنېدل خو (له تاريخي تجربې او عقله) لرې دي!)) (۳)
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ ﴿۴﴾ په يقين پوهېږو،چې ځمكه یې د بدنونو (څومره برخه) خوري، او (د ټولو څيزونو د حساب) یو خوندي او یاد ساتونکی کتاب راسره شته؛ (۴)
بَلْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُمْ فَهُمْ فِي أَمْرٍ مَّرِيجٍ ﴿۵﴾ بلكې چې حق ورغى، ،دروغ يې وګاڼه؛نو [د نبوت او معاد په اړه] په ګډووډو سر دي. (۵)
أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ ﴿۶﴾ ايا پر دوى له پاسه اسمان ته يې کتلي نه دي، چې موږ څرنګه جوړ او (په ستوريو) سينګار كړى دى او هېڅ چاود پكې نشته؟! (۶)
وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۷﴾ او ځمكه مو وغوړوله او ټينګ (غرونه) مو پکې اچولي او هر ډول ښكلي (بوټې) مو پکې راټوكولي دي. (۷)
تَبْصِرَةً وَذِكْرَى لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ ﴿۸﴾ (چې) دا(ټول څېزونه) هر توبه ګار بنده ته ((ليد)) او ((پند)) دى. (۸)
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُّبَارَكًا فَأَنبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ ﴿۹﴾ او له اسمانه مو ډېرې بركتناكې اوبه راښكته كړې؛ نو باغونه او رېبل كېدونكې دانې مو پرې راټوکولي دي. (۹)
وَالنَّخْلَ بَاسِقَاتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ ﴿۱۰﴾ او هم د کجورو لوړې وګيزي ونې (رازرغونې کړي دي) (۱۰)
رِزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ ﴿۱۱﴾ چې بندګانو ته ((روزي)) وي او په هغه (باران) مو مړاوې سیمه را ژوندۍ كړه؛(هو له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي . (۱۱)
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَابُ الرَّسِّ وَثَمُودُ ﴿۱۲﴾ تر دوى مخكې د نوح قوم او اصحاب الرس [= په يمامه كې يو قوم و،چې حنظله يې پېغمبر و] او ثموديانو (خپل پېغمبران) دروغجن وګڼل، (۱۲)
وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَانُ لُوطٍ ﴿۱۳﴾ او (همداراز) د عاد (قوم)، فرعون او د لوط (قومي) وروڼو، (۱۳)
وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ ﴿۱۴﴾ او د ايكه خلكو [= د شعيب قوم] او د تبع قوم (چې په يمن كې اوسېدل) دوى هر يو الهي استازي په دروغو وګڼل؛نو(په اړه يې زما د عذاب) ګواښ عملي شو! (۱۴)
أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۵﴾ ايا نو موږ په لومړي ځل پيدا كولو ستړي شوي يو (چې په قيامت كې به له بيا پنځونه بېوسې يو)؟!؛خو دوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره بيا هم) د نوي پنځون په اړه شكمن دي (۱۵)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ﴿۱۶﴾ او په يقين، موږ انسان پيدا كړى او پوهېږو،چې نفس يې څه وسوسې ورته كوي او موږ تر ښهرګه هم ډېر ورنژدې يو. (۱۶)
إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ ﴿۱۷﴾ (او زموږ پر دغه مستقيم علم سربېره درياد کړه) چې د انسان په ښي او په كيڼ اړخ (په څارنځاى) کې ناستې دوه اخستونکې (پرښتې ټولې کړنې) يې را اخلي؛ (۱۷)
مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ﴿۱۸﴾ [انسان ] چې هره خبره كوي؛نو له هغه سره چمتو څارنې [پرښتې يې ليكې] . (۱۸)
وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ ﴿۱۹﴾ او (په پايله کې) د مرګ (په درشل کې) بېهوشي يې (سترګو ته) حقيقت راوړي (او انسان ته ويل كېږي؛) دا هماغه څه دي،چې ته ترې تښتېدې! (۱۹)
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ذَلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ ﴿۲۰﴾ او(د قيامت) په شپېلۍ کې به پوكى وکړاى شي؛دا ده د عذاب د ژمنې ورځ! (۲۰)
وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴿۲۱﴾ او هر څوك (به په داسې حال كې محشر ته) را روان وي، چې یو سيخوونکى او یو شاهد به ورسره وي . (۲۱)
لَقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ ﴿۲۲﴾ (ورته ويل كېږي) په يقين، ته خو له دې (ورځې او سترې محاكمې) په ناخبرۍ کې وې؛ نو موږ دې هغه پرده درنه لرې كړه؛ نو نن دې نظر (ښه) تېز دی. (۲۲)
وَقَالَ قَرِينُهُ هَذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ ﴿۲۳﴾ ملګرې (پرښته) یې وايي: ((دا (كړنليك) هغه څيز دى، چې راسره تيار حاضر دى .)) (۲۳)
أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۲۴﴾ [هغو دوو پرښتو ته ويل كېږي :] هر ناشكره كينه كښ په دوزخ كې وغورځوئ! (۲۴)
مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُّرِيبٍ ﴿۲۵﴾ (هغه چې) د نېکۍ په ټينګه منع كوونكى،پوله ماتى او شكمن و (ان نور يې شكمنول). (۲۵)
الَّذِي جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِي الْعَذَابِ الشَّدِيدِ ﴿۲۶﴾ هماغه چې له “الله” سره يې بل معبود نيولى و؛نو په سخت عذاب كې يې وروغورځوئ! (۲۶)
قَالَ قَرِينُهُ رَبَّنَا مَا أَطْغَيْتُهُ وَلَكِن كَانَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۲۷﴾ (شيطان) ملګرى يې وايي : ((پالونكيه! (ما) خو دا سرغړونې ته اړ كړى نه و؛ خو دا (پخپله) په لرې بېلارېتوب کې و)) (۲۷)
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُم بِالْوَعِيدِ ﴿۲۸﴾ (خداى) وايي : (( زما پر وړاندې شخړه مه كوئ؛ ما(خو لا له) مخكې (د عذاب) ګواښ درلېږلى و (او حجت مې بشپړ كړى و)؛ (۲۸)
مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۲۹﴾ زما خبره (د عذاب ژمنه) نه بدلېږي او [په عین حال کې] زه د بندګانو په حق کې ظالم نه یم .)) (۲۹)
يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍ ﴿۳۰﴾ هغه ورځ (درياده کړه)،چې دوزخ ته ووايو: (( ډك شوې ؟)) او هغه ووايي : ((ايا څه نور نشته؟!)) (۳۰)
وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ ﴿۳۱﴾ (پر هغه ورځ) به جنت متقیانو ته رانژدې کړاى شي،چې لرې به نه وي . (۳۱)
هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ ﴿۳۲﴾ دا هغه څه دي،چې ستاسې له (ځان) ساتي توبه ګار سره يې ژمنه کېده . (۳۲)
مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ ﴿۳۳﴾ هغه چې په پټه له لوراند (خدايه) وېرېدلى او په توبه ګار زړه (د خداى لوري ته) راغلى دی. (۳۳)
ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ ﴿۳۴﴾ (ورته ويل كېږي : ) په ډاډ او سلامتيا جنت ته ورننوځئ،(چې) دا د تلپاتېنې ورځ ده .(۳۴)
لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ ﴿۳۵﴾ دوى چې څه وغواړي،هلته ورته (چمتو) دي او له موږ سره ډېر نعمتونه شته (چې د هېچا په خو او خاطر کې نه راځي). (۳۵)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُم بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِن مَّحِيصٍ ﴿۳۶﴾ او موږ تر دوى (د مکې له اوسېدونکيو) مخكې څه ډېر قومونه هلاك كړي، چې تر دوى ډېر ځواکمن وو، ښارونه (او هېوادونه يې) نيولي وو؛ ايا (له الهي عذابه ورته) د تېښتې لار وه؟! (۳۶)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ ﴿۳۷﴾ په رښتيا په دې (مطلب) كې هغه ته پند او نصيحت دى،چې عقل لري يا نصيحت ته غوږ كېږدي او په پياوړې شننې پر پېښو ګواهي ورکوي . (۳۷)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ ﴿۳۸﴾ او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي،په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پېدا كړل او هېڅ ستوماني راونه رسېده (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!) (۳۸)
فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ ﴿۳۹﴾ نو چې څه وايي، صبر پرې وكړه او له لمر ختو او لمر پرېوتو مخكې د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه ووايه . (۳۹)
وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَارَ السُّجُودِ ﴿۴۰﴾ او د شپې په يوه برخه كې (راپاڅه) او تسبيح يې ووايه او تر سجدو (نمونځونو) روسته يې (هم تسبيح ووايه). (۴۰)
وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ ﴿۴۱﴾ او غوږ په اواز وسه ! هغه ورځ،چې بلونکى له کوم نژدې ځايه غږ وکړي . (۴۱)
يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ ﴿۴۲﴾ (هغه) ورځ،چې ټول به د(ستر قيامت) چغه سمه واوري، دا (له قبرونو د مړيو) د راوتو ورځ ده . (۴۲)
إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا الْمَصِيرُ ﴿۴۳﴾ په حقيقت كې يوازې همدا موږ ژوندي كول او مړه كول كوو او(د ټولو) راستنېدل يوازې زموږ لوري ته دي . (۴۳)
يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ذَلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌ ﴿۴۴﴾ پر هغه ورځ،چې ځمكه پرې وچوي،په بيړه (ترې راووځي)؛دا راغونډول راته اسان دي . (۴۴)
نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ ﴿۴۵﴾ دوى چې څه وايي، موږ پرې ښه پوه يو او دا ستا پازوالي نه ده،چې په زوره (ايمان) پرې راوړې؛نو (ستا دنده يوازې همدا ده چې) په دغه قرآن هغه ته نصحيت وكړې،چې (زما د عذاب) له ګواښه وېرېږي . (۴۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!