جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه سید جمال الدین الافغانی الحسیني او د اسلام بیاژواکي څېړنه : اجرالدین اقبال سریزه افغان سید جمال الدین په خپلې زمانې کې د اسلامي ویښتیا بنسټګر او د استبداد، ناپوهۍ او د ښکېلاک له جغه د ژغورنې مخکښ وه. پر مبارزې یې له هېواد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

سید جمال الدین الافغانی الحسیني او د اسلام بیاژواکي

څېړنه : اجرالدین اقبال

سریزه

افغان سید جمال الدین په خپلې زمانې کې د اسلامي ویښتیا بنسټګر او د استبداد، ناپوهۍ او د ښکېلاک له جغه د ژغورنې مخکښ وه. پر مبارزې یې له هېواد دننه او دباندې شننې شوي او وګړه یې دومره خوله په خوله وه چې څنګه یې نامه اخلې؛ نو وايي: افغان سید جمال الدین!

تاریخ مو دغسې هسک نامي درلودل. دلته یو اندیاله له یوه نوي کونجه د سید مبارزې پر څرنګوالي او منځپانګې څېړنه کړې چې نوي کهول ته د څنګه مبارزې لار پرانځي، څنګه پر دیني ویاړنو ډډه ولګوي او اوس چې د سید د مبارزاتي لیکې تشه ده، څنګه یې ډکه کړای شي. دلته موضوع په لاندې عنوانونو کې رانغاړو او تمه ده چې تر پایه یې ولولئ.

 

مسلمینو چې ذلت وننګېره؛ نو اسلامي هویت ته یې ورمخه کړه

سید جمال الدین د دین د منځپانګې په اړه هم ښه ټکي درلودل

سید جمال تر سوکه سوکه او رو رو حرکاتو،اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو ته ورمات و

د دیني سمونپالو خوځښتونو د قوت او کمزورۍ ټکي

د سید جمال الدین الافغاني د ارمان پلی کوونکی

له یوه وخته روسته له اسلامه ناوړه پوهېدنه د مسلمینو د ځوړتیا لامل شو؟

نوې پوښتنې له دینه د نویو ځاوبونو اخستو لاملېږي

په قرآن کې د اقوامو د ذلت علت

د مسلمینو د ځوړتیا علت

د مسلمینو ځوړتیا له دین څخه بهر عواملو راولاړ شوې وه

 

 

 

 

 

د دیني اندنې د بیاژواکۍ ( د دیني تفکر احیا) د مانا او مفهوم په باب ویینه کوو؛ ځکه د دیني اندنې بیاژواکي یا د اسلام بیاژواکي یا په عام تعبیر اسلامي خوځښت داسې مانا او مفهوم پیدا کړی، چې په دیني ادبیاتو کې مو دود شوی دی.

د مسلمانانو پر وړاندې د «احیا» او بیاژواکۍ مانا.

«احیا» د لفظ او مانا له اړخ یو سوچه اسلامي مفهوم دی او کله چې په پینځمې لېږدېزې پېړۍ کې امام ابو حامد غزالي ته وینو چې د «احیاء علوم الدین» کتاب لیکي؛نو په څرګنده یې منو چې د «احیاء» مفهوم په اسلامي فرهنګ پورې تړاو لري او د دیني ټولنې له اړتیاوو راولاړ شوی یو مفهوم دی او یو کار دی چې لومړی درجه دیني عالمانو لاس ورغځولی دی.

په لویدیځ کې «دیني سمونه»

ښه ده چې دا لفظ او مانا له هغه لفظ او مانا سره پرتله کړو، چې تر «لوتري» خوځښت روسته په اروپایي ادبیاتو کې رادبره شوه.

هلته د «رفورم» تعبیر کاریږي، چې په «دیني سمونې» یې ژباړلی دی او البته سمه ژباړه هم ده. رفورم د تازه او نوې بڼې ورکولو پر مانا ده او سمونه (اصلاح) هماغه کار دی چې پایله یې د نوې بڼې رامنځ ته کېدنه ده؛ خو په اروپایي ادبیاتو کې یې د بیاژواکۍ خوځښت revivalism  ژباړلی دی. دا یو تعبیر دی چې دوی یې د «لوتر» او «کالون» په څېر کسانو فعالیت ته نه کاروي؛ خو په ژباړې کې ملزم شوي چې د revival کلمه وکاروي، چې د «احیا» د کلمې دقیقه ژباړه ده.

 ارواښاد علامه اقبال لاهوري پر خپل کتاب reconstruction نامه ورایښې، چې د «بیارغاونې» پر مانا ده، چې په حقیقت کې «بیا رغاونه» بې له «بیا پوهېدنې» بل څه نه دي. په هر حال دلته درې تعبیرونه لرو: «دیني سمونه»، «دیني بیارغونه» او «دیني بیاژواکي».

بیارغاونه او سمونه یا نوې او تازه بڼه ورکونه په موږ مسلمانانو کې دومره فرهنګي مخینه نلري؛ خو احیا (بیاژواکي) یې لري.

په دوو څانګو کې د دین بیاژواکي

د دین بیاژواکي په دوو اړخونو پورې تړاو لري: دین هم یو منځپانګه او ماهیت لري او هم یو وجود او تنه. د دین منځپانګه د پېغمبر(ص) له لوري رارسېدلی احکام، دیني معارف او پوهاوی دی. د دین وجود او تنه؛ هغه دین دی چې په ټولنه کې چلېږي؛ هغه بنسټونه دي چې په دین پورې اړوند او له مخې یې رادبره شوي دي؛ هغه اړیکې دي چې د خلکو ترمنځ د دینولۍ په دلیل ټینګې دي، کوم روحانیت چې رامنځ ته کېږي، دیني حکومت چې رادبره کېږي، کتابونه چې لیکل کېږي، د بېلابېلو مذاهبو ترمنځ چې جګړې پېښېږي او ډلې ډلې کېدل چې د یو دین او یوې دیني ټولنې تنه سره جلا کوي؛ دوی ټول د دین بهرنی وجود دی.

کله چې د دین بیا ژواکي وایو، ځینې وخت مراد مو هغه بیا ژواکي ده چې د دین په منځپانګې پورې تړاو لري او کله مو مطلب هغه بیاژواکي ‍ده چې د دین په بهرني وجود پورې تړاو لري. البته د دین منځپانګه (یعنې څه چې د پېغمبر(ص) له لوري رارسېدلي) بیا ژواکېدای نشي؛ یعنې هماغه ده چې راغلې ده، او د دین متن او نص دی او لاس وروړل کېدای او لاسوهنه پکې کېدای نشي.

د دین د منځپانګې بیاژواکي

خو د دین د منځپانګې په اړه باید دیني معرفت او پوهاوي ته هم اشاره وکړو؛ ځکه څه چې له دینه را تر ګوتو کېږي، هغه درک او پوهه ده، چې له دینه یې لرو او دا درک د بیاژواکۍ وړ دی؛ یعنې کله رکود او پر ټپه ولاړ حالت ته ورمخه کوي او کله دا درک د احیاګر او بیاژواکي له نظره، سمه پوهېدنه نه ده او د شارع له غوښتنې سره اړخ نه لګوي؛ نو ځکه باید بیاژواکې یا سمه شي. نو ځکه دې ته د دین په منځپانګې پورې اړوند بیاژواکي وایو چې دقیقه مانا یې له دینه بیا پوهېدنه ده، چې دا بیا يوهېدنه ډېرې انګېزې او وزلې لري او له اهمو وزلیو یې نوې او تازه معیشتي او توکیزی – مادي اړتیاوې دي، چې په دیني ټولنه کې رادبره کېږي او یا نوې پوهاوی دی چې دینوال یې پیدا کوي او په ټولیز ډول د معرفت او پوهاوی نوې څانګې، چې په نړۍ کې رامنځ ته کېږي، دا ګرد سره دینوال د خپلو دیني پوهایو او معارفو بیا پوهېدنې ته وربولي.

د دین د وجود بیاژواکي

خو د دین د وجود بیاژواکي بله مانا لري. کله یو محیی او بیاژواکی خپله هڅه د دین رامنځ ته کولو ته وراړوي: په هغه ټولنه کې چې دین ته بې اعتنایي کېږي او د خلکو خپلمنځي اړیکې پر دیني بنسټ نه وي او په لنډو دین په ټولنې کې تری تم یا پکې تش د دین نامه شته؛ خو ځینو کسانو، واکمنو او شیخانو د دنیوي نامشروع ژوند وزله کړې او ناوړه ګټنه ترې کوي، یا دینوال دي خو دین یې عزتمن کړي نه؛ بلکې اپوټه ذلیل کړي یې دي؛ دا ټول د دین په بهرني وجود پورې تړاو لري او محیی په ټولنه کې د دین بیاژواکۍ ته هڅه کوي، د ناوړه ګټنه کوونکیو لاسونه لنډوي، دیني بنسټونه بیاځلي او په سمه مانا مستقر او پر پښو دروي، ټولنېزې اړیکې په سمه او مشروع توګه د دیني لارښونو له مخې رامنځ ته کوي، مسلمینو او دینوالو ته یې دیني عزت ورګرځول او په څېر یې.

نو په دې لنډه او تنګه توضیح کې چې مې درته وویله، د دین بیاژواکي دوه تړاوونه پیدا کوي: یو د دین منځپانګه او بل د دین وجود او په دې پورې اړه لري چې محیي دیني ټولنه دې کوم یوه تړاو ته اړین بولي؛ نو هماغې لوري ته به ورمخه کړي او بیاژواکۍ ته به یې ملا وتړي.

په اسلامي هېوادونو کې څه له پاسه یوې پېړی راهیسې اسلامي خوځښتونه رادبره شوي، دا چې عوامل او انګېزې یې څه دي، لږو ډېرو یې په اړه خبرې کوو.

مهمه انګېزه یې له دین سره مینه درلودل دي. که یو قوم له دین سره مینوال نه وي او څه ښه والی، قوت، ځواک او چاره سازي پکې و نه ویني؛ نو ښکاره ده، چې په بیاژواکی، سمونې او بیارغاونې پسې به یې ورونه دانګي؛ نو ځکه له دین سره پایښته مینه درلودل، دین چاره ساز او د عزت لامل بلل د سمونپالي او بیاژواکي خوځښتونو د رادبره کېدو آریزه لاره چاره او زمینه ده؛ خو البته دا کافي نه ده، که څه لازم ده. کېدای شي یوه دینواله ټولنه له دینه غلط او ناسم درک او پوهه ولري او په عین حال کې دین ته مینواله وي او خپله همدا غلط پوهه عین دین او عین د خدای مراد وبولي او ټینګار او تعصب هم پرې کوي او په عین روسته پاتېوالي او ځوړتیا کې په دینوالۍ هم ویاړي؛ نو ځکه له دین سره مینه، نمانځنه او تقدیس یې یو لازمي چار دی؛ خو کافي نه دی.

مسلمان تر یو وخت روسته دې ته ځير شول چې د تمدن له کاروانه روسته پاتې شوي او تر لاسلاندې شوي دي. دا یو احساس او ننګېرنه وه چې عامو مسلمینو او په تېره اندیالو او دردمندانو یې درلوده او لیدل یې چې د نړۍ په نورو ځایونو، اقوامو او ملتونو کې علوم، زور او ځواکونه رامنځ ته شوي، چې په اسانۍ له مسلمینو وروړاندې کېدای او پرې لاسبرېدای شي، حکم او امر ورباندې وچلوي او خپله رایه او فرهنګ پرې واکمن کړي. د نورو د دې وړاندېتوب او د مسلمینو د روستوالي پر وړاندې، دوه غبرګونونه انګېرل کېدل: یو ځان تسلیم او ورسپارل او بل درېدل او تسلیمېدو ته غاړه نه ایښوول؛ خو درېدل زور او ځواک غواړي، په تشو لاسونو د هغه قوم پر وړاندې درېدنه او مقاومت چې له توکیز او مانیز – مادي او معنوي پلوه درنه مخکې وي، هډو څه مفهوم نلري. اوس نو د اسلامي خوځښت آریزه پانګه دا وه هغوی چې څوار – مقاومت کاوه، تشخیص یې کړه، چې د مسلمانۍ په زور مقاومت کړای شو او د اسلام له زېرمتونه، غوره وسله تر لاسه کولی او ځان د غلیم پر وړاندې سنبال او ټینګولای شو. دا ددې مشرانو نومېرنه – تشخیص و، دوی ګروهن وو، چې په مسلمانانو کې یو پټ ځواک او زور شته، چې ښه ګټنه ترې شوې نه ده؛ بلکې ددې پر ځای چې عزتمن یې کړي، ذلیل کړي یې دي او له همدې ځایه اسلامي خوځښت انګېزه او زور واخېست.

دا مانا چې مسلمین پر زېرمو ناست دي؛ خو نه یې پېژني، شتمن دي؛ خو د نېستمنو په څېر ژوند کوي او د اقبال لاهوري په ونیا: «دلی دارند و دلداری ندارند» ددې لامل شوي، چې د اسلامي هویت ورستنېدا ته غږ پورته شي.

مسلمینو چې ذلت وننګېره؛ نو اسلامي هویت ته یې ورمخه کړه

ددې مانا نومېرنه – تشخیص چې د پرمختګ خواله مو، خپل هویت ته په ورستنېدا کې او هویت مو، اسلامي دی؛ نو ځکه د پرمختګ کونجي مو اسلامي هویت ته په ورستنېدا کې ده، چې دا آریزترینه انګېزه وه. البته دباندنۍ راپارونې هم وې. دا څه مې چې وویل یو تیوریک او نظریاتي تشخیص و؛ خو جګړې چې رامنځ ته شوې او بهرنیان اسلامي هېوادونو ته راننوتل، کوم سپکاوی یې چې د مسلمانانو وکړ، خپل لاسپوڅي یې ورباندې وګومارل، کوم ظلمونه یې چې پر مسلمانانو کول او اسلامي هېوادونو ته د لویدیځ د علومو، فنونو او صنایعو راتلل هغه عوامل وو، چې مسلمین یې په ډاګه بیا اندنې ته راوبلل او دا چې خپله اوسنی اکر – وضع او تېر تاریخ په ټینګه تر پاملرنې لاندې ونیسي او د خپل روستوالي خواله راوسپړي.

په پیل کې بیاژواکي خوځښتونه له ژورو فلسفي جرړو برخمن نه وو

هو، له همدې لامله، دلته او هلته، لږو ډېر په اسلامي هېوادونو کې، د نولسمې پېړۍ له نیمایې راهیسې سمونپالي او بیاژواکي خوځښتونه راټوکېدلي دي، په هر ځای کې په یو ډول او یو لامل؛ خو لږ و ډېر ګډ لامل یې هماغه و، چې اشاره ورته وشوه. په سوډان، الجزایر، مصر، ایران، عراق او افغانستان کې د اسلام او دین په نامې خوځښتونه رامنځ ته شول؛ خو ډېری یې د بیاژواکۍ نامه نه درلوده؛ بلکې یوازې د پردیو د برید پر وړاندې یو څوار – مقاومت و. په ډېری خوځښتونو کې نه وینو چې حقیقي او ژورې جرړې یې راسپړلې وي، نباید تمه ولرو چې د کار په پیل کې ژورې فلسفې جرړې راسپړل شوې وي؛ خو مازې له دردونو کړاوونو راولاړ شوي فریادونه ول، د پردیو پر وړاندې سرښندونکي مقاومتونه ول او بې له دې چې د ځان د کمزورۍ آریزې جرړې او د پردیو قوت او زور آریزې جرړې پېژندل شوي وي خوځښتونه پیل شوي.

تردې روسته، ورو د دې قوم اندیالانو، تشخیص کړه او په ښوونه او تعلیم یې لاس پورې کړ، چې موږ مسلمین په ښه مسلمانېدو پر خپلو ټولو نیمګړتیاوو لاسبري او د غلیم پر وړاندې له کافي ځواکه او خپل روستوالی په پرمختګ او ابادۍ اړوای شو.

سید جمال الدین افغاني د معاصر اسلامي خوځښت پیلوونکی دی

سیدجمال الدین افغاني د اوسنۍ زمانې د مسلمانانو راپاروونکی، راویښوونکی او بیاژواکی و. سید کارنده اندیز ټیپ درلود، یو اندیال او عالم و، سیاسي ځیرکي یې درلوده. دیني او غیردیني زده کړې یې هم درلودې. د نړۍ ډېړو سیمو ته یې مسافرتونه وکړل او دې سرباندې – فوق العاده تېزویني او هوښیار انسان ډېر ټکي ترې زده کړل، د بېلابېلو امتونو پر آدابو، دودونو او تاریخ پوه شو. سید مازې یو ملا نه و، چې خپل عمر یې په یو کتابتون کې په څېړنه تېر کړی وي، سیاسی ځیرکي او عملي خوځښت یې د وګړې – شخصیت یو څرګند ټکی دی. سید یو دردمند و او د مسلمینو د ټولنې درد یې ښه پېژندلی و. په ټوله مانا یو عزتمن او عزت غواړی انسان و او مهمترینه پوښتنه یې دا وه چې ولې مسلمین تر عزت روسته ذلیل او خوار شول. په پاریس کې یې له مصري شیخ محمد عبده سره د «عروة الوثقی» په نامې خپرونه درلوده او د عروة الوثقي ګردې مقالې ارواښاد مولانا عبیدالله صافي په پښتو هم اړولې دي او یوه مقاله یې په همدې نامې ده، چې ولې مسلمانان ذلیل شول؟ په یوې برخې کې یې راغلي:

« دا څه بلا راکېوتې؟ دا څه راپیدا شوی حال دی؟ څه شو هغه عزت او رفعت؟ څه شو هغه هسکوالی، جبروت او عظمت؟ هغه دبدبه، حشمت او درنښت چېرې ولاړ؟ ددې بې برېده او بې اندازې تنزل او راټیټېدو علت څه دی؟ ددې بېوزلۍ او بیچارګۍ لامل څه دی؟ ایا په الهي ژمنې کې شکمنېدای شو؟ معاذ الله له الهي لورنې نهیلېدای نشو؟ نستجیرو باالله. نه څه باید وکړو؟ لامل یې څه دی؟ علت یې له کومه ځایه راوسپړو او له چا وپوښتو، بې له دې چې ووایو « اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ ؛ خدای نه بدلوي حال د هغه قوم، چې بدل کړی یې نه وي خپل حالت په خپله.»

د مقالې په بله برخه کې د مسلمینو د ځوړتیا د خوالې پر څرګندولو سربېره د بیاځواک موندنې لار هم په ګوته کوي:

« د ځمکې د مخ ټول پاچایان زموږ د نیکونو د نامو له یادولو لړزېږي. پر وړاندې یې عاجزي کوي. له روم او فرنګ مو بندیان راوستل، له حبشې مو مریان او مینزې نېوې. د هند بوتان مو نسکورول، بوتخانې مو ویجاړولې، درانه عالمان، ځواکمن پاچایان او زړور پوځیان مو درلودل، شتمن وو، پردیو ته اړمن نه وو، ژوند وزلې مو په خپله چمتو کولې. په لنډو د پاکو وزلیو او الهي نعمتونو یوه ټولنه مو درلوده؛ خو ټول مو له لاسه ووتل او په پایله کې نشتمني، نیستي، پریشاني، ذلت، اړتیا او د بل بنده ګي را کې پیدا شوه».

دا د سید جمال الدین افغاني د درد لنډیز و، آریز ترین درد یې همدا و چې ولې د نورو تر لاس لاندې یو، ولې ورته اړمن یو؟ ولې موږ چې عزتمن عالمان، ځواکمن پاچایان او زړور عسکر درلودل، اوس یو هم نه لرو. هر چېرې د همدې پوښتنې د ځواب په لټه کې و.

د سید جمال الدین افغاني دا دوه تعبیرونه ډېر ارزښتمن دي

درانه عالمان او ځواکمن (پاچایان او) واکمن، او په رښتینه کې دا د سید راروسته کړچار هم ټاکي. سید په خپل ټول عمر کې یا له عالمانو سره ناسته پاسته درلوده، چې خوځښت ته یې اړ کړي یا د اسلامي تولنو له واکمنو سره، چې خوځښت ته یې راوهڅوي، تشخیص یې دا و، که دا دوه ډلې وخوځي؛ نو اسلامي ټولنه به هم وخوځي؛ که په دوی کې د عزتمنېدو فکر وروچوخوي او په خوځښت شي د مسلمانانو ټولنه به هم په ځان پسې راکږي.

البته په ښکاره په دې اړه د سید تجربه بریالۍ نه وه. ښایي په هغې زمانې کې په بل ډول فعالیت نشو کېدای. ښایي خلک له فرهنګي اړخ دومره روسته پاتې ول، چې د یو سیاستوال نیغ په نیغ خبرې اغېز پرې نه درلوده. خپلې خبرې یې د عالمانو له خولې کولې چې په خلکو کې اغېزمنې شي. په هغه پېر کې خلکو ته سلطنت او دنیوي ظاهري واکمني ارزښتمنه وه، دینوالو پاچایان «ظلل الله» سلطنت یې الهي ورکړه بلله، مسلمینو ته عثماني خلیفه د پېغمبر(ص) ځایناستی و، چې د دنیوي خلافت پر مسند او چوکۍ یې ډډه وهلې وه. په هغې زمانې کې بله سیاسي تیوري نه وه، چې سلطنت ورته بې ارزښته او بې اعتباره کړي. موږ چې تر سید ۱۲۰- ۱۳۰ کاله روسته خوځښت یې ارزوو؛ نو نه ښايي د زمانې له جغرافیا غفلت وکړو نباید وانګېرو چې په هاغې زمانې کې سلطان او خلیفه هماغه وضع درلوده، چې اوس یې موږ لرو. په انګلستان کې سلطنت هاغسې نه و، لکه چې نن دی. په جاپان کې امپراطوري هماغسې نه وه، لکه چې اوس ده. دوی په هاغو زمانو کې د سپېڅلتیاوو په شپول کې ول، خلک یې هیلمنول، روح یې پکې ورپوکاوه، په ټولنه کې د وحدت، یووالي، او عظمت نښې وې، چې اوس نه دي. په هر حال سید جمال الدین افغاني انګېرله چې د عالمانو او سلاطینو په راخوځولو به بیاځلي درانه عالمان، ځواکمن واکمن او زړور پوځیان ولیدای شي.

د سید یو بل درد د مسلمانانو بې اتفاقي وه

د سید د مبارزاتو یو بل مهمترین ټکی، چې په لیکنو کې یې اشاره ورته کړې؛ د مسلمینو بې اتفاقي ده. ګروهن و، چې دې یو بل ته شا کولو «تدابر و تخاذل» د مسلمینو ملا ماته کړې او په وینا یې که اسلامي هېوادونه یو بل ته سفیران ورولېږي، د یو بل لاسنیوي او خپلمنځي لورونه وکړي، د یووالي لاسونه ورکړي؛ نو بیاځلي به د مسلمینو عزت خوندي او د نېکمرغۍ به ورمخه شي.

سید جمال الدین د دین د منځپانګې په اړه هم ښه ټکي درلودل

سید د دین بهرنۍ تنې ته پر ورپاملرنې سربېره د دین منځپانګې ته هم پاملرنه درلوده، له ده نه په راپاتې مقالو کې لولو، چې په ځینو ځایونو کې یې د مسلمینو په دیني درک او پوهېدنې نیوکې درلودې او په تېره د قضا و قدر په باب یې ښه ټکي ویلي دي. وايي همدا قضا چې اوس یې مسلمین له سرچینې زهرجنې اوبه څښي او د عمومي مسمومیت لامل شوی یې دی او هر څه پر خدای او غیبي ځواکونو ورتپي او خپله فلک وهلي، بې حاله او ذلیل ناست دي، کوم کار ته لاسونه نه ورغځوي؛ دا هماغه څه دي چې یوه ورځ د مسلمینو آریز خوځونکې او د ډډې وهلو آریز ځای یې و او له امام غزالي نقلوي چې دا مفاهیم په خوځښت پورې تړاو لري نه په سکون او پر ټپه ولاړ حالت پورې؛ یعنې باید په خوځون – حرکت او خوځښت کې وواست چې پر خدای مې بروسه کړې یا مقدره ده چې دغسې یا هاغسې وشي، نه دا چې کېنئ او توکل او تقدیر پلمه کړئ.

دا چې یو لړ اسلامي مفاهیم مسخ، اړول شوي او بد پوهېدل شوي او په خپل وار یې د مسلمینو پر ځوړتیا ورزیاته کړې؛ نو ځکه سید له عالمانو غوښتل چې خلکو ته دې له سره دا مفاهیم تعریف او وروپېژني او له اذهانو دې یې ناسمې ماناوې وروڅنډي.

ولې د سید پیغام اغېزمن نشو؟

دلیل یې دا و: لومړی یې خپله نیغ په نیغ ماتې، دویم د سرباندې – فوق العاده سیاسي زهرجن تشیال شتون او د مسلمانانو د واکمنو ستره ځوړتیا، انحطاط او د پردیو لاسپوڅي یې؛ خو تر ده روسته اغېزې یې برکتي شوې، کله چې خپله په زهرو شهید کړای شو، زده کړیالانو یې یعنې ارواښاد محمد عبده او ورپسې رشید رضا د ده کار وغځاوه.

دې زده کړیالانو کار څېړنیز او اندیز اړخونه خپل کړل، ځير شول چې له فرهنګي اړخ په مسلمینو کې داسې کمزورۍ دي، څو سمې فرهنګي زمینه سازۍ ونشي، سیاسي حرکتونه به پکې ښه اغېز پرېنباسي او له همدې لامله یې د فرهنګي زمینو په بیارغاونه لاس پورې کړ او د خلکو په دیني زده کړو لګیا شول. د سید جمال خوځښت خپلو زده کړیالانو ته ورزده کړل، چې د مسلمینو د ځوړتیا یو له لاملونو دادی، چې دین یې دروند شوی او په مسلمانانو کې د دین په نامې ډېر فکرونه دود شوي، چې هډو دیني نه؛ بلکې دین ته زیانمن دي.

روسته دې کار ته په ایران کې ارواښاد ډاکتر علي شریعتي د «دیني فرهنګ» نامه ورکړه؛ یعنې هغه فرهنګ چې خوځښت پنځوونکی نه دی او مسلمین یې پر یو لړ لفاظیو او ویینو بوخت کړي، که نړۍ اوبه یوسي؛ نو دوی به خوب یوسي او په ژوند کې به یې هیڅ واقعي اغېز ونلري. دا د سید جمال ښوونه وه چې مرحوم محمد عبده وغځوله او رو رو د مسلمانانو په ټولنه کې د یو داسې غورځنګ په توګه اوڅار شوه، چې دین دې له زوایدو وڅنډل او په خپله ړومبی بڼه دې وپسولل شي.

نو ځکه نباید د سید جمال خوځښت یوازې د ده په پېر کې محدود او را ایسار کړو، کوم زده کړیالان یې چې رادبره کړل او کوم خوځښتونه یې چې راوپنځول او رو رو یې مېوه ونیوه. لکه په افغانستان کې ارواښاد محمود طرزي نیغ په نیغ په ایران کې یې مرحوم شریعتي په غیر مستقیم ډول د سید جمال د خوځښت پالل شوي اندیالان دي. هیڅ وخت د یو تاریخي شخصیت اړخونه یې په خپله زمانه کې نه رالنډېږي؛ نو ځکه د ارواښاد محمود طرزي او مرحوم شریعتي کارونه باید د سید جمال الدین افغاني د کار غځونه وبولو او ډېری وګړي چې د دوی له حرکته اغېزمن شوي؛ نو دوی هم د سید جمال په جام څښلي؛ آریز ساقي او ویشوونکی سید دی، که څه لاس یې په ښکاره نه لیدل کېږي.

په سیاسي – ټولنیزو خوځښتونو کې د سید جمال الدین افغاني اغېز

سید هېښنده ، خورا ځیرک او زیارکښ انسان و او اغېزې یې دومره پراخې وې چې په ظاهري سترګو نه لیدل کېږي. د ایران سید محمد طباطبایي ته یې (چې هغه مهال په نجف کې و) لیک ورولېږه، او دا هماغه څوک و چې د ایران په مشروطه غورځنګ کې یو له دوو سترو عالمانو شو. مرحوم میرزای شیرازي د سید جمال الدین افغاني په هڅونه په ایران کې د تنباکو د تحریم خوځښت پیل کړ، چې انګلیس یې پر ګونډو کړ په اهلسنتو کې یې محمد عبده، رشید رضا او نور پیاوړي زده کړیالان ول. د افغان سید جمال الدین د اسلام تر منځپانګې او دیني پوهاوی د اسلام د وجود او تنې بیاژواکۍ ته ورمخه وه. تر هر څه ډېر یې د مسلمینو عزت ته ورپام و. د مسلمینو د عزت تاریخ یې مخې ته پروت و، کړېده چې ولې دا تاریخ نه بیاځلي کېږي یا نه غځېږي او مسلمانان دغسې تشلاسي شوي دي. او د دې چار علت یې دا باله چې مسلمینو خپل اسلامي اخلاق له لاسه ورکړي او د رښیتنولۍ، انسانیت، پاکۍ او ځیرکۍ پر ځای یې دروغ او نفاق خپل کړي دي. بل دا خپل یووالی یې له لاسه ورکړی او له لامله یې پردي او غلیمان ورباندې لاسبري شوي دي. دا چې د دین د وجود په اړه خوځښت د دیني فکر او د دین د منځپانګې په باب له خوځښته جلا کېدای نشي؛ نو سید دې اړخ ته هم پاملرنه درلوده او په دې باب یې څه خبرې هم کړي؛ ته وا چې په دې اړه یې خبرې لومړی ډېرې لږې وې، او دویم د سیاسي خوځښتونو په ترڅ کې یې نغښتې وې، او د ډېر راښکاره کېدو مجال او اجازه یې پیدا نه کړه.

د سید جمال الدین افغاني په آثارو او اندنو کې علم ته پاملرنه

څوبمن یم چې دلته یو ټکی ورزیات کړم: سید د نیچریه (یا ماده پالو) پر ضد، د ارنست رنان په ځوابیه او هم د ښوونې راښوونې په مقالو کې د لویدیځ علم او په خپل تعبیر یې فلسفې ته ځانګړې پاملرنه درلوده. سید څرګندوي، فلسفه داسې  څېز دی چې موږ ختیزوال ترې بې برخې یو، له فلسفې د سید تعبیر د علت موندنې او د علمي روح درلودو پر مانا ده او دا هغه څه دي، چې سید د خپلې زمانې د مسلمانانو ټولنه ترې بې برخې ګڼله او ګروهن و، چې بیاځلي یې راژوندۍ کړي. یوه بېلګه راوړي: یو عالم ګرده شپه تر ګهیځه تر ډیوې لاندې مطالعه کوي؛ خو یو ځل هم له ځانه نه پوښتي، چې ولې که ددې ډیوې ځګ واخلم؛ نو لوګي به وکړي او که دا ځګونه وي؛ نو لمبه به یې نرمه او همواره سوځي او لوګی به نه کوي. د ډیوې تر رڼا لاندې په لس ګونو کتابونه لولي؛ خو یو ځل یې هم دې مرستندویه ډیوې ته نه ورپامېږي؛ چې څنګه جوړه شوې ده. سید دا په فلسفه پېژندنې کې شمېري او مسلمین فلسفه پېژندنې ته راهڅوي او ورته نه پاملرنه د مسلمانانو یوه نیمګړنه بولي، چې ما د علمي روح په درلودو تعبیر کړه. د ارنست رنان په ځوابي مقاله کې ځانګړي ټکي شته، چې وړ ده ویینه پرې وشي.

ارواښاد علامه اقبال لاهوري او ارواښاد ډاکتر علي شریعتي –  چې له اقبال لاهوري یې الهام اخستی – پر سید جمال الدین نیوکه کوي، چې خپل ټول عمر یې په دربارونو او د سلاطینو ترمنځ په تلو راتلو کې تېر کړ، کاشکې داسې یې نه وای کړی او خپل وخت یې د ولسي پرګنیو د راویښودلو او خبرولو لپاره لګولی وای؟

د سید جمال الدین ژوند لیک ته په کتو، دا نشو ویلای چې له خلکو سره یې مخه نه وه او نه یې سروکار ورسره درلود، ولسونو ته یې اورینې ویناوې اورولی؛ مخه یې یوازې روښانفکرانو عالمانو ته نه وه. خو په ظاهره د سید تشخیص دا و، چې غوره ده خپله خبره د عالمانو په خوله وکړي. هغه شیعه مفتي چې د تنباکو د تحریم فتوا ورکړه لکه هم خلکو د سید له اړخ نه منله، که خپله یې دا فتوا ورکړې وای؛ نو حداکثر د یو سیاسي مهجور نظر په څېر، نه یې څه غبرګون پیدا کاوه او نه د څه پاڅون لاملېده؛ خو چې خپله خبره یې د عالم له لارې له مسلمانو ولسي پرګنیو سره ګډه کړه؛ نو ومو لیدل چې څومره سرباندې – فوق العاده اغېز یې پیدا کړاو او له یاده نه هېرېدونکې یوه مهمه تاریخي پېښه شوه.

سید جمال تر سوکه سوکه او رو رو حرکاتو،اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو ته ورمات و

 په اند مې سید جمال الدین افغان سملاسي چټکو، اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو او پېښو ته ورمات او څوبمن و او په اصطلاح تودې معاملې یې ښه ایسېدې. معمولاً چټکې پېښې یو ستر عالم، یا ځواکمن او په ټول کې سیاسي یا ټولنیزه درنه څېره دا کار کړای شي. له سړو پېښو سره یې مزاج جوړ نه و، لکه یو بڼوال چې ونه کري او سوکه سوکه یې مېوې ته پر تمه وي، که خپله یې مېوه ونه خوړه؛ نو راروسته کهول خو به یې وخوري. په ظاهره ډېر ورباندې ناوخته و؛ نو ځکه یې ښه ایسېدل، چې یو واکمن یا اسلامي عالم سرباندې – فوق العاده اغېزمن او توند حرکتونه ترسره کړي، چې په ټولنه کې ګړندي بدلونونه رادبره کړي.

ښايي له پېغمبر(ص) یې دې روایت ته پاملرنه درلوده: « صِنْفَانِ مِنْ أُمَّتِي إِذَا صَلَحَا صَلَحَ النَّاسُ ، وَإِذَا فَسَدَا فَسَدَ النَّاسُ : السُّلْطَانُ ، وَالْعُلَمَاءُ » «په امت کې مې دوه ټولګي دي، چې سمونه یې د امت سمونه ده او فساد یې د امت فساد دی. دا دوه ټولګي؛ عالمان او امران دي.»

هو، څه چې و، حقیقت دادی چې هم عالمان او هم واکمن دومره له خپلې زمانې روسته پاتې وو، دومره فساد راګېر کړي وو، دومره ناخبره وو،چې د سید جمال الدین افغاني خوځولو هم راویښ نه کړل او ډېرو یې خپله پخوانی کړچار وغځاوه. نباید له حقه تېر شو، چې په ایران کې یې بلنې اغېز درلود د خلکو د راویښوولول لامل شو او ډېری عالمان یې د مشروطیت په اړه راوهڅول چې ځینو ومانه او ځینو یې پر وړاندې دریځ ونیو.

سید تر ولسي پرګنیو له ناچاری د قوم له مشرانو سره خبرې کولې

ښایي نن نیوکه وکړو، چې سید ولې نیغ په نیغ ولسي پرګنیو ته نه ورتله؛ خو دا نیوکه د هغې زمانې له حالاتو ناخبري ده. وګورئ نن روښانفکران او عالمان په اسانۍ له ولس او خلکو سره خبرې اترې کړای شي؛ خو په هغې زمانې کې نه ټولنېزې رسنۍ وې او نه لږو ډېر له بشري حقوقو دفاع څه دود وه. نن چې ټولنه او ولسي پرګنۍ په کومو وزلیو خبرېږي په هغې زمانې کې یو اندیال او سیاسي فعال ته داسې وزلې نه وې؛خو یوازې عالمان په دیني ټولنه کې عمومي رسنۍ وې، منبر ورسره و او له خلکو سره یې خبرې کړای شوې. سید جمال الدین افغاني په داسې یوې ټولنې کې خبرې کولې، چې وګړي یې نژدې سلو په سلو کې نالوستي وو، کتاب لوستي نه وو. داسې ټولنو ته یې خبرې کولې چې تر سخت استبداد او زندۍ لاندې یې ژوند کاوه او د سیاسي نظر څرګندول یو پېژندل شوی حق نه و؛ نو ځکه په دغسې ټولنو کې پر دین مستنده خطابه او وینا اغېزمنه وه، دا ویناوې د هغو ویاندانو له خولې الوتې چې خلکو ته ټولمنلي وو؛ یعنې دیني عالمان، د جوماتونو امامان، روحانیون، شیخان، واعظان او خطیبان، او افغان سید جمال الدین هڅه کوله چې دوی تر خپل اغېز لاندې راولي او نسبي بریایې هم ترلاسه کړه د افغانستان او ایران په سلاطینو کې یې څه بریا ترلاسه نه کړه خو په مصر کې یې کار بې اغېزې نه و.

د سید جمال الدین افغاني له وخته راروسته د اسلامي خوځښت بهیر تکاملي پړاوونه وهلي، چې ځینو اړخونه ته یې خپل پام وراړوو: نن یو دیني اندیال د سید په دود چلن نشي کړای؛ ځکه نن ټولنه او توکیز – مادي ژوند داسې اوښتی، چې په طبیعي ډول اندیال، مبارز او فعال ته نوې شونتیاوې او دودونه ورکوي، چې په هغې زمانې کې نه وو؛ یعنې اړین یو چې نوی چلن خپل کړو. دا ټکی مې ځکه ووایه چې د خوځښتونو د پرمختګ په ارزونه کې باید د ټولنو جبري پرمختګونو ته هم پاملرنه وکړو، او یوه لورنه یې وګڼو، چې انسان ته ورکول کېږي.

  تر تېر وخته نن د بیاژواکۍ او سمونې په چار کې ډېرې شونتیاوې شته

 نن که څوک د ټولنې په مفسدولو کې هڅه کوي؛ نو له عملي او نظري پلوه دومره شونتیاوې ورسره شته چې په تېرو کې یې نه درلودې. دغسې په سمونې کې یې له عملي او نظره اړخ هم پراخې شونتیاوې لري، چې مخکې ورسره نه وې. دا له عملي پلوه؛ خو له اندیز پلوه قصه خورا څرګنده ده. نن اسلامي ټولنې ته تر پرونه پخې پوښتنې اوڅار دي. نوې دین پوهنې ډېر مهم تکي اوڅار کړي او یو لړ پوښتنو هم خپل ځوابونه موندلي دي. یو نیم سل کاله وړاندې چېرې د «تنزیه الملة و تنبیه الامه» په څېر کتاب کښل شوی و؟ یا چېرې اسلام له مارکسېزم سره لاس و ګرېوان شوی و؟

دا هم ناخواسته لورنې وې چې راولورېدې او د بیاژواکۍ خوځښت او اسلامي سمونې یې غوښنې او بالغې کړې او په همدې دلیل موږ باید د راتلونکي په اړه خوشویني اوسو او بله کړای شوې ډیوه تلپاتې بله وګڼو. د سید کار مو ولید چې څرنګه و. خوځښت یې راروستو ته عبرتناک شو او اصلاً څو اړخیز خوځښتونه یې راوټوکول، ځینو د سیاسي خوځښتونو لمن ونیوه، ځینو د اندیزو او تر ټولو مهمه دا چې د مسلمانانو په ټولنه کې د سیاسي او اندیزو خوځښتونو تخمونه وکرل شول.

سید په ټولنو کې د ځوړتیا پوښتنه راولاړه او دود کړه

نن ډېره طبیعي ده چې د مسلمانانو د ځوړتیا په هکله خبرې وکړو؛ خو هډو په نولسمې پېړۍ کې دا یوه طبیعي پوښتنه نه وه، اصلاً او ابداً که د یوې وګړې قدر او عظمت په دې کې وبولو چې یو ناطبیعي چار پر طبیعي واړوي یا یو نابدیهي چار پر بدیهي چار واړوي؛ نو په دې حال کې باید سید جمال الدین الافغاني خورا بریمن وبولو او د هغه بهیر پیلوونکی یې وپېژنو چې ډېر لارویان یې پیدا کړي دي.

سید او په څېر یې دا پوښتنه اوڅار کړه چې ولې موږ په دې حالت کې یو او نړۍ په بل کې ده او دومره لویی واټن او درز یې راسره پیدا کړی دی؟ د عظمت خواله مو څه و؟ د ځوړتیا خواله مو څه ده؟ هغه ټولنه چې خپله ځوړتیا ونه پوښتي، بیخي به په ځوړتیا کې پاتې شي. له ځوړتیا پوښتنه، له ځوړتیا د راوتو نښه ده او دا هغه کونجي وه، چې سید تاوه کړه او هغه اغېز یې چې پر خپل مخاطب درلود، ددې پوښتنې جدي والی یې اوڅار کړای شو او نور یې په ځان پسې راښکودل؛ نو ځکه وینو چې راروستو اندیالانو او سمونپالو له همدې پوښتنې کار پیل کړ او خپله ټینګه پاملرنه یې د مسلمینو د تاریخ لوست، د مسلمینو د عظمت او ځوړتیا د خوالو پر پوهېدو ته ور واړوله.

ارواښاد علامه اقبال لاهوري د سید جمال الدین افغاني د لارې لاروی و

 سوکه سوکه چې د سید خوځښت پراخېږي او ډېرېږي، ډېر اندېز رګونه او لیکې پکې موندل  کېږي. ارواښاد علامه اقبال لاهوري هغه څوک دی، چې چورلټ یې د سید خوځښت څېړلی او ترې اغېزمن شوی دی؛ خو علامه اقبال پخپله یو سرباندې اندیزه وګړه – فوق العاده فکري شخصیت دی او د «دیني اند د بیاژواکی» کتاب، په عین حال کې چې د سید د خوځښت له پایلو یو کتاب دی؛ خو خپله په دې ډګر کې یو دروند او خپلواک اثر دی.

اقبال څومره چې یو اندیال او اندیز سمونپال و، یو سیاسي سمونپالی هم و او د هند د ښکیلاک پر ضد او سیاسي خوځښتونو کې یې نیغ په نیغ برخه درلوده او واقعاً په اوسني پېر کې یوه اسلامي بیلګییزه وګړه ده او په غوڅه توګه یې له هغو کسانو وګڼو چې د سید له خوځښته اغېزمن شوی دی. ارواښاد ډاکتر علي شریعتي چې له علامه اقبال اغېزمن دی، نو دا هم باید د سید یو له حسناتو وبولو. همداراز خپله شریعتي هم د سید قدر شناس و او تر خپلې وسې یې د سید خوځښت وڅېړه او ښه ټکي یې ترې راوړاندې کړل.

هو، په اوسني وخت کې اسلامي خوځښت د سید له وخت راهیسې ډېر ‍پرمختللی دی، په اسلامي ټولنو کې اسلامي روڼ اندي یو تثبیت شوی مفهوم دی، چې لومړی د مسلمینو د ځوړتیا اندېښمني ورسره ده او دویم د سیاسي سمونې او د دیني اندنې د سمونې سوچ ورسره دی، او درېیم د مذهبي ښوونو له کړۍ بهر یعنې له مذهبي مدارسو او حوزو دباندې پر کار لګیا شوي او د مدرسې او حوزې اندود یې تر اغېز لاندې راوستی دی. دا د سید د سمونپالي خوځښت اغېز دی، چې دیني مراکز، مذهبي مدرسې او دارالعلومونه مو نویو پوښتنو ته په ځوابونو چمتو کولو لګیا شوي دي، که نه مخکې خو هډو په دې هکله چا سره نه ګراوه؛ نو ځکه دا ګرد سره ننګېرنې لامل شوي چې اسلامي سمونپالي خوځښت ته هیلمن اوسو موږ باید د عربي نړۍ د اندیالانو اثار په خپلو ژبو واړو او د ارواښاد سید قطب، محمد قطب، محمد غزالي، راشد الغنوشي، صالح الورداني، احمد یعقوب حسین، ادریس حسینی مراکشی په څېر اندیالانو کتابونه ولولو، چې دوی ګرد سره د سید جمال الدین افغاني د لارې لارویان دي او د راتلونکي په اړه مو هیلمنوي، چې ګانده – راتلونکی د اسلام دی.

د دین بیاژواکۍ په چار کې، باید د لویدیځ له تجربو هم ګټنه وکړو

 باید زیاته کړو، چې د مسلمانو اندیالانو لپاره اسلامي نړۍ ته د غربي اندنو ورننوتل یوه قوي او پیاوړې محرکه او پارونه وه، اوس هم ده او همدغسې به وي او غځېږي او په هر حال په اوسنۍ نړۍ کې د ګردو دینوالو ترمنځ ګډ درد شته او ټول باید د یو بل له تجربو ګټنه وکړو. په رښتینه کې دا یو غلط او ناسم سوچ دی،چې وانګېرو، مسلمین د دین په چار کې په یوې بې مخینې او ځانګړې بلا او کړاو اخته شوي یا فرض کړو چې فرنګي اندیالان د اسلامي دیني فکر پر ضد توطئه کوي. دا پیکه خبرې دي. په مسیحیانو کې، دیني عالمان د خپل دین په باب عین د اسلامي عالمانو اندېښنې، وسوسې او ننګېرنې لري او د کفر او الحاد د څپو په مقابل کې غوښتي، چې دین همدغسې هسک او اوچت وساتي او سمه پوهېدنه ترې راوښیي؛ نو ځکه په دې باب بشریت ډېرې ګډې تجربې لري او باید ګټنه ترې وکړو.

فرنګیانو ډاکتر علي شریعتي د اسلامي نړۍ او تشیع «لوتر» یاد کړی؛ ځکه ددې خوځښتونو ورتوالی ښه تشخیصوي او پوهېږي چې درد مو یو دی، پوښتنې ورته دي او ځوابونه یې هم ورته دي، دا په یوه ټولنه کې د دیني اندنې یو طبیعي بهیر دی او په هیڅ ډول د دسیسې، بدعت، نوښت، انحراف، تحریف، اوړیدنې، ګډولې او التقاط بوی ترې نه راخېژي او نباید په اړه یې دغسې تعبیرونه وکاروو.

د دیني سمونپالو خوځښتونو د قوت او کمزورۍ ټکي

د قوت یو ټکی یې تکاملي توب و، چې اسلامي خوځښت په مسلمانو ولسي پر ګنیو کې کافي نفوذ کړی او په نانټي خوځون – نه انکارېدونکي حرکت اوښتی او څوک یې نه ډپولای او نه یې خنډېدای شي. د سید جمال الدین افغاني له مبارزو او فعالیته یو عبرت دا دی چې هومره به واکمنو، حاکمانو، امیرانو او سلاطینو ته نه هیلمنېږئ او خپل خوځښت به له دې ځایه نه پیلوئ او له بیخه به د مسلمینو د ټولنې د تنظیمولو، ادارې او سنبالنې لپاره د نویو تیوریو او نظریاتو په لټه کې اوسئ. ښایي د سید پر مهال یوازې شته سیاسي تیوري سلطنت او خلافت و او له اقتصادي او… تیوریو څه خبره نه وه؛ خو زموږ په پېر کې په هیڅ ډول داسې نه ده او مسلمین په دې اړه په سوچ کې شوي، چې حکومت، اقتصاد، سیاست او اخلاقو ته یو نوی فکر وکړي او دا ټول د بیا اندنې اړمن وبولي او له نېکمرغه په دې هکله ښې چارې هم ترسره شوي دي. دا د دې خوځښت د قوت ټکي دي.

باید د دیني احیاګرو له تجربو عبرت واخلو، په ځېرنه یې ټول اثار ولولو

 نباید دا لاس ته راوړنې ناڅېزه وبولو، باید حقیقتاً یې وڅېړو او بیاځلي مراجعه ورته وکړو. دلته په دې چار پورې اړوند یو کمزوري ټکي ته اشاره کوو او هغه دا چې راروسته یو شمیر شخصیتونه د مخکېنیو شخصیتونو چارو ته په ځېرنه نه ګوري او عبرت ترې نه اخلي، حال دا چې کارونه او اثار یې کرښه کرښه راته عبرتناک دي؛ نو ځکه وینئ چې ډېر بکر او نوي افکار له یاده وتلي او ګټنه ترې نه کېږي او ډېرې کونجي ګانې چې مخکې جوړې او د تېرو په اثارو کې نغښتل شوي د بیا راسپړنې یې اړتیا ده.

د اوسني سمونپالو خوځښتونو د کمزورۍ بل ټکی دا دی، چې نسبي شیندل شوي وي. په نړۍ کې مو اندنې په بیړه ځي راځي او زښت ډېر اندیز ښوونځي اوڅار شوي او کېږي. د سید پر وخت دغسې نه وو. اوس په اسلامي ټولنو کې اندیز سمونپالي وینئ، ځینې یې سوسیالست ډولي، ځینې یې لیبرال ډولي، ځینې غربي او ځینې یې شرقي دي. په نړۍ کې نوي سیاسي حرکتونه رادبره شوي، سوسیالستی ټولنه او د کمونېزم ښوونځی اوڅار شوي، د تکامل تیورۍ زور اخستی، عدالت او آزادۍ نوې مانا پیدا کړې او نوې دین پوهنه ډګر ته راوتې او ډېری یې زموږ د اندیالانو د خورونې – تغذیه سرچینې شوې دي او دیني سمونپالو خوځښوتو بېلابېل رنګونه پیدا کړي دي.

دا یو اختلاف او اړپېچ دی او خپل آفات لري او نسبي لار اواری یې دا دی، چې یو له بل سره اړیکي ولري، خپل اختلافي ټکی غټ نه کړي او د استدلال لار خپله کړي او تل د تېرو اندیالانو نامه او یاد یاد وساتي او له تجربو یې ګټنه وکړي.

سوکه سوکه سمونپالي خوځښتونه له مازې سیاسې بڼې پر اندېزو حرکتونو اوښتي دي

 د سمونپال خوځښت د قوت یو بل ټکی دادی، چې  رورو مازې سیاسي حرکتونه په اندیزو حرکتونو اړول شوي او دیني سمونپالو موندلې، څو له دینه سمه پوهېدنه ونه لري او ولس پرې ونه پوهوي، کړه وړه به یې مضبوط نه وي. محمد عبده (مصري)، اقبال (لاهوري) او شریعتي(ایراني) او تر یوه بریده ارواښاد سلجوقي (د تقویم انسان او تجلی خدا در افاق و انفس) په افغانستان کې ددې اندېزې لیوالتیا هسکې څوکي دي. او رورو کار له دې ځایه ښه ستونزمن شو سیاسي حرکت او (احیاناً) سیاسي بریا هم خوند کوي او هم خوشحالي راولي؛ خو اندیز خوځښت نه آسان دی او نه مشهود او څرګند او نه یې دومره قدر کېږي او نه سترګې وراوړي. له ظالمو واکمنو سره لاس و ګرېوانېدل تر باطلو، ورستو، پوچو او چټي عاداتو، آدابو او افکارو سره تر لاس و ګرېوانېدو خورا اسان دي. هلته د اتلولۍ خوندونه دي (او حداکثر بریمن شهادت) خو دلته تور، سیاسي او فکري انزوا او ګوښه ګیري ده. دلیل یې هم دادی چې په دیني ټولنو کې تر ټولو ستونزمن کار له دین څخه دین پېژندونکې او عالمانه خبرې کول او معرفي کول یې دي. په دې ټولنو کې د دیني اندیالانو په لاسونو او پښو کې ولچکونه او زولنې دي، په دې ټولنو کې، د څېړنې له مخې ایمان، سرباندې – فوق العاده ستونزمن کار دی؛ خو تقلیدي او په پټو سترګو دینوالي ډېره اسانه ده او په مقلدینو کې سخت ترین کار، دادی چې د یو څیز حقیقت ته یې ورسوې. دا باید د هیچا او هیڅ حکومت دسیسه ونه ګڼو؛ بلکې د هغې فضا او تشیال لازمه او غوښتنه ده، چې یو دیني اندیال پکې اوسي او ادلون بدلون ته یې هڅه کوي. تل په پخو او رسېدلو میوو بدترین داغونه لګي. دین که منحط او مخ پر ځوړ شي؛ نو انحطاط او ځوړتیا یې خورا بده ده. همدغسې د دینوالو ځوړتیا او انحطاط هم دی.

کله دیني اندیالان مهاجرت ته اړ کېږي

له همدې لامله کله سوکه سوکه کار تردې بریده رسي چې دیني اندیالان اړ کېږي له خپلې دیني ټولنې دباندې خبرې وکړي او بیا یې خپلې ټولنې ته راوړي؛ یعنې تپلي مهاجرت ته غاړه کېدي. سید جمال الدین افغاني له افغانستان او نورو هېوادونو مهاجرت ته اړ کړای شو، خپل افکار او اندونه یې په پاریس کې څرګند کړل، هلته یې «عروة الوثقی» خپره کړه، نباید دا تجربې له پامه وباسو. عروة الوثقی په افغانستان کې ارواښاد مولانا عبیدالله صافي په پښتو اړولې او نیچریه یې ارواښاد میر سعید بریمن. ارواښاد اقبال خپل آریز کتاب په انګلیسي وکښه، چې ډېری پاکستاني وګړیو – د هغه وخت هند – لوستای نشو؛ ځکه انګلیسي د انتلکتویلو او پوهانو ژبه وه. دا ټکی مو یاد وي، چې ګردو اندیالانو دغسې تپنې زغملي او په خپلو ټولنو کې یې، بې پردې او بې پروا خبرې نه شوې کړای. یعنې د سمونپال خوځښت یو له ستونزو دا ده، چې خپله دیني ټولنه ورته یو ستر خنډ دی.

التقاط د دیني سمونپال خوځښت یو له طبیعي عوارضو ځنې دی

ځنې وايي چې د دیني سمونپال خوځښت یو منفي او کمزوری ټکی دا دی چې التقاط او ګډوله ورکوي او بې له دینه، د دین په نامې نور څېزونه پکې ورګډېږي. په ځواب کې وایو. دا خبره دې ته ورته ده، چې ووایو، د علم او پوهې یو عیب او نیمګړنه داده، چې خطا فکرونه پکې رادبره کېږي. په نظر مې په دیني سمونپال فکر کې التقاط او ګډوله را پیدا کېږي؛ خو دا یې یوه طبیعي عارضه ده او په هیڅ توګه په باب یې څوک پړه کولای نشو او یا دا چې په پټو لاسونو او د دسیسه جوړوونکیو یوه دسیسه یې وبولو.

باید د التقاط په باب حساس اوسو، که رامنځ ته شو او په نښه او تشخیص مو کړ، باید په لرې کولو کې یې هڅه وکړو؛ خو دومره خبره ده چې د دیني سمونپال خوځښت د ځپنې لپاره یې وزله نه کړو؛ یعنې دا چې التقاط بد او مذموم دی؛ نو دیني سمونه هم بده ده. دا یو ناسم استدلال دی، هیڅ طبیعي څیز یې د طبیعي عوارضو له امله نه غندل کېږي. د اسلام پېغمبر(ص) چې راغی، له امله یې ګڼ شمېر کافر شول؛ یعنې دده د خوځښت او ښوونځي پر ضد ودرېدل، دښمني او کینه یې خپله کړه او کافر شول.  

په دې توګه شونې ده څوک ووايي چې ګرد سره پېغمبران کافر زیږي ول، هو، پېغمبران کافر زیږي ول. اصلاً د مولوی بلخي د زوی سلطان ولد په ګروهه، بې له دې د بل څه لپاره راغلي نه ول او دا یو ډېر هېښنده مطلب دی. سلطان ولد وايي، اصلاً پېغمبر(ص) ځکه راغی، چې معلوم کړي څوک یې پر وړاندې درېږي؛ ځکه که راغلی نه وای نه معلومېده چې څوک د حق مخالف دي، خدای غوښتل چې په ډاګه کړي چې څوک له حق سره جګړه کوي او څوک یې مني.

دا نه وایم؛ خو دا د انبیاوو علیهم السلام د خوځښت یو له طبیعي عوارضو ځنې و، چې راغلل مخالفان هم یو په بل پسې راښکاره شول. د اسلام پېغمبر(ص) چې راغی یو شمېر جعَال، کذاب او محرَف هم پیدا شول او د پېغمبر(ص) په نامې یې د دروغو روایات (جعل او) جوړ کړل او په مسلمانانو کې یې خپاره واره کړل، که پېغمبر(ص) نه وای، که دیني ښوونځی نه وای، که حدیث، سنت، کتاب، آیت او روایت نه وای؛ نو جعل، کذب او تحریف ته هم د رادبره کېدو زمینه او شونتیا نه را پیدا کېده. دا د یو حرکت د طبیعي عوارضو یوه برخه ده. یو وخت وایو، چې د ښوونځي خاوند ځکه ښوونځی رادبره کوي، چې یو شمېر په جعل او جوړونې لاس پورې کړي او یو وخت وایو، دا چې ښوونځی رامنځ ته شو؛ نو په طبیعي توګه جعل او جوړونه هم ورپسې رادبره کېږي او دویمي بې له ړومبي څخه دی. د دیني سمونې په حرکت کې قضیه په دې توګه ده، چې د التقاط پیدا کېدنه د یو جعال او حدیث جوړونکي پیدا کېدنه ده، چې د قاسط مشر او په څېر ستاینه کې یې روایات جوړول او خلک یې تېر ایستل. همدغسې په دیني ټولنه کې د کعب الاحبار رامنځ ته کېدل دي. نوموړي ځکه ځان دیني عالم ښووه، چې له احترامه برخمن شي، که ټولنه، دیني نه وای نو دیني عالم ډولي هم درنښت نه مونده. دا هغه څېزونه دي چې په هیڅ ډول یې مخه نیوال کېدای نشي؛ نو ځکه التقاط نباید د دیني سمونپال خوځښت د ځپنې لپاره یوه وزله شي. دیني سمونپال خوځښت د ډېرو مهمو ناروغیو او آفاتو د منځه وړو لپاره رامنځ ته کېږي، که یې ورغوي؛ نو پر وړاندې یې د التقاط په څېر آفات ورته هیڅ هم نه دي، او حکیمانو ویلي، چې د«د قلیل شر» په پار «خیر کثیر» ته ورشا کول، په خپله «شر کبیر» دی.

د سید جمال الدین الافغاني د ارمان پلی کوونکی

په اوسني وخت کې امام خمیني د اسلامي نړۍ په یوې برخې (ایران) کې داسې انقلاب بریالی کړ،چې سید جمال د مسلمینو د عزت غوښتونکی و. امام شاهي نظام نا اسلامي اعلان کړ او فقیه ته په بې مخینه حق قایل شو چې اختیارات او واک یې د پېغمبر(ص) واک دی او «مصلحت» یې په تقنین او تفقه کې ور دننه کړ. امام سره له دې چې فقیه، عارف، ادیب او فیلسوف و؛ خو د شخصیت ستره ځانګړنه یې د «مسلمینو د عزت غوښتنه» وه، مسلمانانو ته یې د عزت پیغام راووړ او تر نورو اسلامي خوځښتونو یې توپیر همدا «عزت پسندي» ده. امام وايي:  «د اسلام پېغمبر(ص) اشرافي جوماتونو او لوړو ښکلیو منارو ته اړتیا نه لري. د اسلام پېغمبر(ص) د خپلو لارویانو د عظمت او دبدبې په لټه کې و، چې افسوس د لاسپوڅو واکمنو د ناسمو او غلطو سیاستونو له لامله د ذلت او خوارۍ پر ټغر ناست دي» [وګورئ: صحیفه نور، ۲ټوک،۲۳۱مخ.]

« هېښتیا ده، چې ځینې د عقل، سیاست او لراندنې مدعیان څنګه طرح ورکوي او د کتاب الله د آیتونو په اړونې او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د سنتو په لاسوند، د مسلمینو د عزت او کرامت بهیر اړوي او خلک مو د جهاد له شرافته بچوي». [صحیفه نور، ۲۰ ټوک، ۱۲۰ مخ]

د مسلمینو د عزت مانا

اوس دا مساله روښانه کوو چې د «مسلمینو عزت» او ځوړتیا یې پر څه مانا ده او هم د عزت یا ځوړتیا لاملونه یې کوم دي؟

دلته چې د «مسلمینو» په اړه خبرې کوو، په پام کې ده، چې دین لري او پر اسلام یې التزام او ګروهه ده. مسلمانان ډېر حیثیتونه لري؛ خو د اسلامیت حیثیت د بېلابېلو ملتیونو، خېلونو، ژبو او تاریخونو درلودونکیو مسلمانانو ترمنځ ګډ او شریک حیثیت دی، او همدا [اسلامیت] حیثیت یې تاریخ سازوي، عزت یا ذلت ورته راوړي. کوم مشران هم چې ددې فرهنګ د تاریخ په اږودو کې راڅرګند شوي وجه یې له اسلام او اسلامیت سره په تړاو کې وه چې د مسلمینو ورته پام او اغېزمن واقع شوی وو، لکه په ایران کې امام خمیني په تونس کې راشد الغنوشي، په پاکستان کې اقبال لاهوري، په هند کې ابو الکلام آزاد، چې د اسلامي امت د تاریخ سازانو په نامې یې یادوو او پېژنو.

شک نشته چې مسلمین یو وخت خورا عزتمن ول او په اوسني وخت کې د عزت له څوکي رالوېدلي او مخ پر ځوړ او روسته پاتې شوي دي. ټول عقلمن او د لیدانې خاوندان منښته – اعتراف کوي، چې په یوې زمانې کې «اسلامي تمدن» ډېرې پرګنې په خپل سیوري کې راټولې کړې وې او تهاجمي او یرغلېزه روحیه یې درلوده او له نورو فرهنګونو سره له مخامخېدو نه ډارېدل او بلکې یرغلګران یې په خپله قوي هاضمه کې ښوی تېرول او هضمول او په خپل رنګ یې رنګول. « اسلامي تمدن» یو تمدن و، چې ستر عالمان، لیکوال، صنعتګران، فیلسوفان، ادیبان او عارفان یې روزلي او پاللي ول او داسې یو دسترخوان و،چې نړیوال پرې کېناستل او د نعمت او د توکیزې او مانیزې – مادي او معنوي برخمنۍ تمه یې ترې درلوده؛ خو نن (اسلامي تمدن) په هغه کلیت او عظمت او په هغه تاریخي عظمت کې بهرنی (او واقعي) شتون نه لري او د روزګار پېښو خپور وور کړی. په اسلامي امت کې درز لوېدلی، ټوټه ټوټه شوی، د شخړو لمبې پکې راپورته شوي او په اندنو کې یې دومره کمزوري او ځوړتیا رادبره شوې چې له خپلی مخکېنۍ دبدبې او عزته یې په زرګونو فرهنګونو لرې کړی دی.  ددې وضعیت د ادلون بدلون علت او سبب چې هر څه وي، اصل مساله د نټې – انکار وړ نه ده، نباید حقیقت نالیدلی وګڼو او یا اپوټه ښوونه د عقلمنۍ شرط نه دی.

اندیالو ددې ځوړتیا لامل، دیانت بللی، هغه لامل چې مسلمانانو ته عزتمن ترین دی او بېشکه دا خورا سم او مضبوط تشخیص دی. حقیقتاً څه چې یو وخت مسلمینو ته عزت راوړوونکی و، همدغه څیز له یوه وخت روسته ذلت راوړوونکی شو. که هوډ داسې وي چې دا ځوړتیا بیاځلي په عزت او دبدبه واوړي، باید بیاځلی هماغه لامل ته نوې کتنه وکړو؛ چاره او وتلار هماغې زېرمې راوسپړو. انسان تل د خپل محبوب له لوري زیانمنېږي؛ ځکه مینه، غفلت زیږي هم ده او غفلت انسان د محبوب په چار کې له سینګارونې، مینځنې او پرلپسې سمونې بې پروا کوي. کوم څیز چې لویی قوت او ځواک لري او له امله یې ستر ستر ټوپونه رادبره کولای شي، په همدې دلیل دا قابلیت او وړتیا هم لري، چې په ډېر لږ زیانمنېدو اپوټه او معکوس لوري ته ورمخه کړي او د ځوړتیا پر لور په ستره زېرمه واوړي.

  د مسلمینو د ځوړتیا په تعلیل کې نباید پردي پړه وګڼو.

نو ځکه هغه کسان د ځوړتیا په تعلیل کې پر پردي عواملو نظر او ډېر ټینګار لري او د ځان سپینولو په لټه کې شوي او انګېرلې یې ده چې نباید پر دینوالۍ او دیني فهم ټکه وکړو او باید ډېره پړه او پازه – مسوولیت د غلیمانو، پردیو، لوټمارانو  او بدخواهانو وبولو؛ نو دا تشخیص یې سم نه دی. بېشکه که بهرنیانو په دې ټولګه کې ناوړه اغېز درلودلی او په خپله شوکمارۍ کې بریالي شوي، علت یې دا و، چې زموږ په دننه کې یې خپل ګوذار ته مناسبه زمینه درلوده. که دا دنننۍ زمینه او وړتیا نه وه، شوکمارو شوکماري نشوه کړای او دا ټولګه یې له آفاتو خوندي پاتېده او پر وړاندې یې مناسب غبرګون ښووای شو؛ بلکې کله یو غونډال – نظام هم د دښمنانو له ګوذاره پیاوړی کېږي او له دې لارې یې ځان ته پام کېږي، چې خپلې سوړي ټپې او زیانمنېدونکي ځایونه ښه پېژندای شي او لاره چاره یې ورته لټولای شي.

دښمنان هله یوې ټولګې ته ډېره تمه لري او بدې هاندوهڅې یې اغېزمنیېږي، چې په دې ټولګې کې کمزوري او ذلت رادبره شوی وي.

له یوه وخته روسته له اسلامه ناوړه پوهېدنه د مسلمینو د ځوړتیا لامل شو؟

دین چې خدای انسانانو ته رالېږلی، دوه ډېرې مهمې ځانګړنې لري: دین په عمل کې د بې لورې «رسۍ» په څېر دی او په نظر کې د طبیعت په څېر «چوپ» او «صامت» دی. نو ځکه، د شریعت او دیانت مناسبه ځانګړنه دا وه، چې دین یو چوپه رسۍ ده. د مطلب توضیح دا ده چې دین، د خدای «رسۍ» ده او دا یوه ځانګړنه ده چې خدای خپله راڅرګنده کړې ده:

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ (آل عمران/۱۰۳)

رسۍ، لوری نه لري، لوری د رسۍ کارونکی لري

د «رسۍ» غوښتنه او تقاضا داده، چې «جهت او لوری» نه لري؛ یعنې فی نفسه او په عمل کې هیڅوک، هیڅ لوري او ټاکلي جهت ته نه ورکاږي؛ بلکې هغه موجود چې لوری لری او باید له دې رسۍ ښه یا بده ګټنه وکړي؛ انسان دی. متقي انسان له دې رسۍ ګټنه کړای شي، چې له څاه وژغورل شي او بې تقوا انسان یې د یوې وزلې په توګه کاروي چې په څاه کې ورکوز شي. پر خپله رسۍ لیکل شوي نه دی چې انسان څنګه ګټنه ترې کړای شي، ان که لیکل شوي هم وي، بیا هم په دوو طریقو ترې ګټنه کړای شو.

«پوړۍ» هم همدا ځانګړنې لري. د شریعت په باب چې د «لار»، «صراط» او «سبیل» په څېر تعبیرونه کارول شوي، همدا ځانګړنې لري. سړک دوه طرفه دی. پوړۍ یو څیز دی، چې انسان بام ته ورخېژوي او هم یې له بامه راکېباسي.

«بله ډیوه» یا «سراج منیر» چې د قرآن او الهي شریعت په ځانګړنه کې راغلی، همدغسې دی، د ډیوې رڼا لوری نه لري؛ یعنې بله ډیوه، هم بدي رڼا کوي او هم نېکي. انسان ته هم چټلي ورښکاره کوي او هم پاکي. داسې نه ده چې ډیوه یوازې د ښو ښودلو لپاره وي. دین، «تله او میزان» دی. خو تله هر ډول څېزونه او کالي تللای شي، هم چټل او هم پاک. هم دښمن ته او هم دوست ته. په تله هم عدالت کړای شو او هم پرې ډنډې وهلای شو. د ماهیت او منځپانګې له مخې دا ټول اسباب او وزلې دغسې دي، چې له دواړو اړخونو او لوریو ګټنه ترې کېږي او عموم قرآني معارف ددې استنباط تاییدونکي دي. البته په قرآن کې کتاب او الهي شریعت ته نورې نامې او تعابیر کارول شوي دي: قرآن شفا هم ده، مبارک هم دی. هدایت او ښیون هم دی؛ خو دا ځانګړنې یوه یې هم له هغه څه سره په ټکر کې نه دي؛ چې مې وویل: قرآن «شفا» ده؛ خو مؤمنانو ته «هدایت» دی؛ خو متقیانو ته «ړنا» ده؛ خو هغوی ته، چې د الهي رضوان او خوښې ایل او تابع وي نه هر چا ته:

قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ. يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ (مايده/ ۱۵، ۱۶)

قرآن خشیت والو ته منذر دی:

إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ (یس/۱۱) = خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند خدايه وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه .

 

«انذار او ګواښنګري دې په هغو کسانو کې اغېزمنېږي، چې له خدایه ډارېږي» نه په هغوی کې چې د دې مانا وړ نه دي؛

لکه:

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ(بقره/۶) = په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپېره ده،چې كه ( له الهي عذابه) يې ووېروې يا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.

نو ځکه دین او الهي کتاب مبارک دي، شفا او درمل دي؛ خو هغه ته چې له دې رسۍ، تلې او درملو ښه ګټنه وکړای شي.

از علی میراث داری ذوالفقار –   بازوی شیر خدا هستت بیار  (مثنوي)

داسې نه ده تېره توره او ذوالفقار چې د هر چا په لاس کې وه، هماغه کار دې وکړي، چې د علي(ک) په لاس کې یې کاوه. دا توره یوازې د هغه نارینه په لاس کې دغسې ستره او هېښنده کېږي او که همدا توره د عمر بن عبدود په لاس کې وه د بوتانو په لار کې کارېده او مؤمنان یې له منځه وړل. مولوي وايي:

ز آنکه از قرآن بسی ګمره شدند – ز آن رسن قومی درون چه شدند.

مر رسن رانیست جرمی ای عنود – چون تو را سودای سربالا نبود  (مثنوي)

« سودای سربالا» درلودل له رسۍ پر ګټنې ړومبی دی.

نو ځکه څه چې پر رسۍ له ګټنې ړومبي دي، «سودای سربالا» درلودل دي.

که چا «سودای سربالا» درلوده، رسۍ یې پکارېږي او له څاه يې ژغوري او که د کوزو تلو سودا او سوچ ورسره و، همدا رسۍ یې د څاه په تل کې راګېروي. د رسۍ، تلې یا ډیوې په لاس کې درلودل کارسازي نه ده او ټول څېزونه د هغې مخکنی سودا په ښکېل کې دي. له همدې امله وایو، دین په عمل کې یوه «رسۍ» ده. او په دې تعبیر کې «رسۍ والی» په ټوله مانا غواړو او په تېره پردې مانا ټینګار کوو چې «رسۍ والی» هغه سودا ته اړتیا لري چې له رسۍ څخه تر ګټنې مخکې او مقدمه ده او ګټنې ته یې لوري ورکوي، او بیا د مولانا په وینا:

بال بازان را سوی سلطان برد – بال زاغان را به ګورستان برد        (مثنوي)

یعنې کارغه توب او بازتوب د وزر او بڼکو په درلوده ړومبی دي او نه وزر او بڼکې، چې د هغه کارغه او باز ځانګړنه ده، چې د الوتونکي بوستان یا قبرستان په برخه کوي.

که له دینه د ناوړې ګټنې شونتیا لرې شي، په واقع کې د تقوا شرط لغو شوی دی

 که دین په یو جهت دار قالب کې راشي؛ داسې چې د «رسۍ والي» شان ترې لرې شي او د ناوړې ګټنې شونتیا ترې منتفي او لرې شي، په واقع کې په دغسې یو کار د «تقوا» شرط لغوه شوی دی؛ ځکه خدای د قرآن په هکله وايي: « هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ » (البقره،۲) او «شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ» (الاسراء/۸۲) «وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا »په دې ټولو ځایونو او الهي معارفو کې له دې کتابه د ښې ګټنې لپاره، یو بهرنی شرط یادوي او دا د «تقوا» او «ایمان» په څېر شرطونه دي. که څوک وغواړي دا آسماني او الهي ښوونځی په یوه قالب او چوکاټ کې وړاندې کړي، چې دا قالب خپل په خپله جهت  او لوری ولري او یوازې یو طرفه ګټه ترې واخلي، پر ناشونتیا سربېره، د «تقوا» او «ایمان» شرط یې هم لغوه کړی دی؛ خو خدای چې دا ښوونځی او دین نازل کړی او تر هر چا یې پر منځپانګه او حقیقت ښه خبر دی، رازده کړي یې دي، چې له دې ښوونځي د ښې برخمنی شرط د «تقوا» درلودل او د «پوزکي» نه درلودل دي.

له «رسۍ»، ډیوې، تلې او…. سره د دین او کتاب قرآني ورتوالی او تشبیه یو بل مفهوم هم رازده کوي، چې له دې وزلیو او نعمتونو هم دوه ډوله ګټنه کړای شو: یو شمېر د رسۍ پېژندنې (ډیوې پېژندنې یا تلې پېژندنې او…) د علم رادبره کول او بل د (ښې یا بدې) ګټنې لپاره یې کارول.

تاسې کړای شی، چې د څاه په تل کې د رسۍ پېژندنې لابراتوار جوړ کړئ او دا علم خپله بوختیا کړئ؛ بلکې د معلوماتو او نویو اطلاعاتو د لاس ته راوړو وزله یې کړئ او ان پردې معلوماتو وویاړئ. خو دلته څه چې له یاده وتلي، هغه ګټه ده چې له دې څیزه یې له څاه د ژغورنې لپاره کارولای شو. د خدای پر دین هم کټ مټ دغسې معامله کېدای شي. دین د څېړونکیو د څېړنې، د متکلمانو د تکلم او «پر تشو کڅوړو د سختو غوټو» پرانستو لاملېدای شي؛ او په کلونو کلونو او پېړیو پېړیو، شخړو، تکفیر، تفسیق او ډلې ډلې کېدو ته د وییني او څېړنې یوه موضوع وي. دا ټول د رسۍ پېژندنې په علم کې رانغاړلېږي؛ خو له رسۍ دا سمه او دقیقه ګټنه نه، بلکې د څاه له تله د ځان خلاصون او ژغورل دي . بېلګه یې د «کیمیای سعادت» د کتاب د هغه نسخه پېژندونکې په څېر ده، چې پر دې پوه وي، چې څه نسخې یې، په کومه پېړۍ کې د نړۍ په کومو کتابتونونو پورې اړوند دي؛ خو دې کس یو ځل هم خپل احوال دې کتاب ته وروړاندې کړی نه دي، چې د خپل وجود مس په پاډوګرې کیمیا، سره زر کړي. او یا د هغه په څېر چې له کتابونو بالښت جوړ کړي او تر سر لاندې یې ږدي:

ګرچه مقصود از کتاب آن فن بود

ګر توش بالش کنی هم می شود

لیک از او مقصود این بالش نبود

علم بود و دانش و ارشاد سود  (مثنوي)

د رسۍ آریز شان خلاصون او ژغورنه ده؛ نه د رسۍ پېژندنې د علم رادبره کول

نو دین په عمل کې د رسۍ په څېر دی؛ خو دا رسۍ د غفلت لاملېدای هم شي؛ یعنې انسانان ددې پر ځای چې د رسی آریز شان؛ یعنې خلاصون او ژغورنې ته ورپام او ګټه ترې وکړي، منګولې پرې ولګوي او ځان له تیارو وژغوري؛ نو د څاه په تل کې له رسۍ سره پاتېږي او په غفلت زیږو څېړنو او شننو کې نور هم ورډوبېږي.

د شریعت د صامت او چوپ والي مانا یا د شریعت د چوپتیا مانا

خو په نظر کې کوم تعبیر چې دیانت ته وړ دی، د «صامت» والي او چوپتیا ځانګړنه یې ده. شریعت، یو صامت، چوپ او خاموش چار دی. په دې مانا څه چې په کې پراته دي، په اسانۍ یې چا ته نه ورکوي. داسې نه ده، چا چې د خدای کتاب پرانست یا یې د پېغمبر اکرم(ص) احادیثو او د لارښودو ائمه وو روایاتو ته مراجعه وکړه؛ نو په دې متونو کې به پراته معارف راوسپړي او پرې پوه به شي. ددې منظور لپاره باید په اساساتو او مناسبو پوښتنو سنبالې سترګې او ذهن ولرو. شریعت صامت او چوپ دی؛ خو بې خبرو نه دی او له هغه سره خبرې کوي چې ورته کېني او ترې وپوښتي.

نوې پوښتنې له دینه د نویو ځاوبونو اخستو لاملېږي

څوک چې پوښتنې نه لري یا نه پوهېږي چې څه له دینه غواړي او له کومه ځایه ورګوري؛ نو لږ ترې برخمنېږي. په هر وخت او پېر کې د انسانانو پوښتنې هم نوې کېږي؛ یعنې انسانان څومره چې د پوهاوي کچه یې لوړېږي او معیشتي اړتیاوې یې له مسایلو او نویو پوښتنو سره مخېږي؛ نو شریعت هم له نویو پوښتنو سره مخاموي او نوي ځوابونه ترې اوري. په همدې دلیل دیني معرفت او پوهاوی، عصري دي او مستمراً او پرله پسې نوی کېږي او دا نوې کېدنه د پېر له نویو پوښتنو سره جوخته پر مخ درومي. علي(ک) ویلي:

ذلک القرآن فاستنطقوه ولن ینطق ولکن اخبرکم عنه  (نهج البلاغه، ۱۴۷مه خطبه)

«له قرآنه وپوښتئ؛ خو خبرې به درسره ونه کړي او زه به یې له لوري خبرې درسره وکړم، چې پکې راتلونکی علم، تېرې خبرې، د دردونو درمل او د چارو د نظم څرګندونې شته».

موږ د شریعت او طبیعت پر وړاندې یو رنګ وضع لرو، باید دواړه وپوښتوو، چې ځواب راکړي

موږ د «شریعت» پر وړاندې هماغه وضع او حالت لرو، چې د «طبیعت» پر وړاندې یې لرو. د طبیعي علومو یو شمېر عالمانو او فیلسوفانو په رښتیا د طبیعت په باب ویلي دي، چې انسان د طبیعت پېژندنې لپاره باید ترې وپوښتي، چې ځوابونه یې واوري. ایا ټول انسانان یو رنګ له طبیعت سره نه مخېږي؟ ایا باران، ورېځ، لمر، خاوره او…. د ټولو پر وړاندې یو ډول نه دي؛ نو ولې ټول پوهان او عالمان نه دي او د طبیعت پر قوانینو خبر نه دي؟ هغه د طبیعت پر قوانینو پوهېږي او هغه یې غږ اوري، چې پر اساساتو او ټاکلیو روشونو باندې پر اتکا، پر وړاندې یې کومه پوښتنه ترې کړې وي. په خبرو اترو ورسره لګیا شوی وي او خبرو اورېدو ته یې اورېدونکي غوږونه ولري. دا چار کټ مټ د «شریعت» په هکله هم صادق دی. د «طبیعت» «شریعت» او «تاریخ» په زړونو کې د پرتو زېرمو راسپړلو لپاره، باید ددې درې واڼو سرچینو په را برسېرلو لاس پورې کړو. بې له راسپړلو او هڅو به کوم ځای ته ونه رسوو.

په «خاموشې رسۍ» د شریعت تعبیر به زموږ د غوټه شوي چار کومه غوټه پرانځي او په ویینه کې به مو کومې تیارې له منځه یوسي؟

د تېرې شننې له مخې موندای شو، چې ولې دا عزت پیدا کوونکی دین له څه وخت روسته د مسلمینو د ځوړتیا لامل شو. علت یې په لنډو دا و، چې مسلمینو په پیل کې بل سوچ او سودا ومونده او ورپسې یې دین د خپلې وضع د مخونې لپاره لاسوند او خپلو نویو غوښتنو ته د وررسېدو لپاره وزله کړه او همدا لامل شو چې له دینه عزتناکه پوهېدنه په ذلتناکه پوهېدنه واوړي او هم دا ذلیلانه پوهېدنه د ذلت مخوونکې او پیاوړې کوونکې وي.

ایا مسلمین له کله چې له دین څخه ناسم پوه شول، پر ځوړتیا اخته شول یا له کله چې مخ پرځوړ شول، پر دین ناسم پوه شول؟

د یوې پوښتنې طرح به مطلب څرګند کړي: ایا مسلمین له کله چې پر دین ناسم پوه شول، مخ پرځوړ شول یا له کله چې مخ پرځوړ شول پر دین ناسم پوه شول؟ دا پوښتنه او د ځواب په هکله یې ورمندون او قضاوت د مسلمینو د راتلونکې لپاره له ډېر اهمیته برخمن دی. یو دینوال انسان، چې د مسلمان په حیث د مسلمینو «تاریخي – فرهنګي» کړاوونه ویني او په خورا زړه سوي یې د چارې لټونې په هڅه کې وي؛ نو هرومرو به دا کارونه کوي: لومړی ځان ته به نوموړې پوښتنه اوڅاروي، دویم، دې پوښتنې ته به سنجول شوی، دقیق او مستدلل ځواب وايي او دا چار هله شونی دی چې د دین منځپانګه دقیقه او سمه وپېژني.

د ډېری دیني سمونپالو د لیکنو او ویناوو په ترڅ کې ددې پوښتنې ځواب دغسې مومئ؛ مسلمینو له کله چې پر دین ناسم پوه شول؛ نو مخ پرځوړ شول. پر دین ناسم وپوهېدل؛ یعنې له هغه وخته چې «سودای سربالا» یې له لاسه ورکړه، هماغه رسۍ چې یوه ورځ یې دوی له څاه را ایستلي ول، پرغاړه یې ورځوړنده شوه او زندۍ یې کړل او هماغه سرچینه چې عزتناکه پوهېدنه یې،عزت راپیدا کوونکې وه؛ د لټۍ، کوږوینۍ، تیاره اندنې او… ښوونې ته یو ښوونیز مرکز شو، دا ځواب د دین په دوو ځانګړنو ولاړ دی، چې مخکې مې وویل: رسۍ والی او چوپوالی. د دین چوپوالی، دهغې پوهیدنه د انسان تابع کوي او رسۍ والی یې، ګټنه ترې کول.

ډېر ښه نو ولې ډېری سمونپالو، اندیالانو او مخکښانو مو لومړۍ ځواب غوره کړی دی؟  ظاهراً یې علت دادی انګېرله یې، که دويم ځواب ورکړي؛ نو ددین سپېڅلتیا، عظمت، او ړومبېتوب به ټکنی کړي او دین به له خپل هسک مقامه راټیټ کړي او په انساني ژوند کې به ثانوي او دویمنۍ ونډه ورکړي؛ ځکه په دویمې ځواب کې انسانان تر دینه په خپلې نېکمرغۍ او بدمرغۍ کې مهمتره ونډه لري.

د ړومبۍ وېنا لازمه داده، چې سمونه د ناسمو پوهېدنو له سمونې پیل کړو؛ خو د دویمنی وینا لازمه، له دینه دباندې سمونو پیلول دي.

هو، که تشخیص دا وي، چې کړاو او د مسلمینو ځوړتیا له دین څخه له ناسمو پوهېدنو پیل شوې؛ نو عملي پایله به یې دا وي، که نن وغواړو څه ستونزاواری وکړو، باید هڅه وکړو، چې اسلامي مفاهیم چاڼ او مسلمانانو ته یې سمه مانا ورزده کړو او کله چې له دین څخه سمه پوهېدنه پیل شوه؛ نو مخکېنی عزت به بیاځلي شي او مسلمین به با دبدبه تمدن ومومي. په همدې دلیل زموږ ډېری اندیالانو هڅه کړې چې بیاځلي  «دیني – اسلامي» مفاهیم مانا کړي او مسلمین پرې وپوهوي؛ لکه «صبر»، «توکل«، «امام مهدي ته سترګې پرلار کېدل»، «قضا و قدر»، «تقیه» او…….

ددې مشرانو له نظره، امام مهدي ته له انتظاره مو دا مانا اخستې، چې باید بېکاره او لټ کېنو او د تاریخ ورونو ته سترګې ونیسو، چې یو ژغورونکی او سمونپال راښکاره شي او د فلاکت له دې زخمې مو وژغوري. له «توکل» څخه پوهېدلی یو، چې لاس تر زنې لاندې ونیسو او خپلې چارې خدای ته ورپرېږدو. له قضا و قدره، د لاسونو او پښو تړلو پر مفهوم پوهېدلي یو، له «تقیه» جهاد نه کول او بېکارۍ ته پلمه لټول او له «صبره» کېناستل او ننداره کول مو موندلي دي. باید دا کړمن زېږې پوهېدنې وڅنډل شي او باید دردمند اندیال ددې مفاهیمو سمې ماناوې رازده کړي. کله چې سم پوه شول چارې به مو تنظیم او سمې شي او له لاسه وتلی عزت او سرلوړي به مو بېرته راپر برخه شي.

که پوه شو چې «انتظار» یعنې اعتراض او نیوکه، «صبر» یعنې په جګړې او مبارزې کې مقاومت، «تقیه» یعنې پټ جهاد،«تقدیر» یعنې د علیت پر آر ډډه لګول او د فعالیت میوه؛ نو ایا بیا به هم ذلیل کېنو او ظلم ته به غاړه کېدو. لیدل کېږي چې دا ډول کړه وړه، ددې ډول استنباط او قضاوت پوره ایل او تابع دي.

ان که ووایو د دین ناسمه پوهېدنه د ځوړتیا لامل شوې، بیا هم ددې پوښتنې ځای تش پاتېږي، چې څه د مسلمینو ددین ناسمې پوهېدنی لامل شو.

که دې پوښتنې ته بل ځواب ورکړئ، پېښه به پوره اپوټه شي. ان که ړومبی ځواب هم ومنو چې د مسلمینو تاریخي کړاو له هغه وخته پیل شو چې دین یې ناسم وپېژانده، ایا حق نه لرو چې وپوښتو څه لامل و، چې مسلمانان له هغه وخته وړاندې، پر دین سم پوهېدل، چارې یې سمې وې او عزتمن ول؛ خو کله یې چې د دیني مفاهیمو په ناسمو پوهېدنو لاس پورې کړ او په پایله کې له ناوړو عواقبو سره مخ شول؟ که دا پوښتنه اوڅار کړو، ناچار په ځواب کې، دې ځای ته وررسو، چې له دینه بهر یو عامل ته اشاره کوو؛ یعنې وښیو چې بهر یو څیز پېښ شوی،چې دغه یې عواقب او پایلې دي؛ یعنې دا ناسمه پوهېدنه په ځوړتیا پورې اړونده ده نه چې ځوړتیا په ناسمې پوهېدنې پورې اړوند وي. باید د علت او معلول ځای سم وپېژنو چې ددې مقولاتو (علت او معلول) ترمنځ به د سمو اړیکو درک زموږ په هوډ نېونې او کړو وړو کې ټولیز اغېز ولري.

په قرآن کې د اقوامو د ذلت علت

که قرآن ته مراجعه وکړو؛ نو همدې مانا ته مو ورسیخوي، خدای وايي:

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ (الرعد/۱۱)

او په بل آیت کې هم وايي:

ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ (انفال/۵۳)

دا دواړه آیتونه د المیزان د تفسیر د لیکوال په څرګندنې د نعمت په زوال او تفسیر پورې اړوند دي، نه په هر حالي تغییر او ادلون بدلون پورې. او مانا یې داده، چې کله انسانان واوړي؛ نو ورسره نعمت به هم واوړي. او په ساده تعبیر، کله چې ځینې خلک د یو نعمت قدر ونه پېژني یا یې ناوړه وکاروي؛ نو «نعمت» به هم «نعمت» او سپیره شي او د زوال لار به خپله کړي.

ارواښاد امام خمیني ددې آیت په تفسیر کې وايي: «ظالم مو وشړه، دا حال وساتئ، اوس مو پام وي، چې دا حال وساتل شي؛ یعنې دا ادلون بدلون چې په الهي توفیق ترلاسه شو او نفسونو مو داسې تغییر وکړ، چې شهادت مو ځان ته بریا بلله او ذلت ځان ته ننګ ګڼئ، باید دا حالت وساتل شي. تر هغه وخته چې دا حال وساتل شي، خدای یې هم ساتي که خدای ناخواسته «ما بانفس» بیاځلي «ما» ته وروګرځي، بیا پر لومړی حالت کېږو. دا یو الهي سنت دی، کوم کارونه چې کېږي د خدای تعالی د اسبابو له مخې ترسره کېږی». [ صحیفه نور: ۹ټوک، ۲۰۷مخ].

تغییر له نعمته نه پیلېږي؛ بلکې لومړی د نعمت خاوند تغییر مومي او بیا نعمت

ددې آیتونو تړاو زموږ له ویینې سره څرګند دی: بېشکه دین یو له الهي نعمتونو ځنې دی او ددې نعمت آثار به هله واوړي چې ددې نعمت خاوندان او درلودنکي واوړي؛ یعنې تغییر د نعمت له خاونده پيلېږي او ورپسې نعمت اپوټه اغېز شیندي. دا حکم که څه هم هېښنده ښکاري؛ خو دودیز او څرګند چار دی او یوازې پر دین تطبیق یې څه قدرې لرې برېښي. په نړۍ کې دا ډول ډېرې بېلګې شته؛ یعنې پرېمانه رامخې ته کېږي چې په دوو لاسونو کې واحد نعمت دوه بېلا بېلې اغېزې لري. او اصلاً نعمت والی یو «ابژکتیو» چار نه دی؛ بلکې د خوندورتوب یا اسان والي یا غمجنتوب په څېر دننني بنسټونه او «سوبژکتیو» هم لري او له همدې لامله، د «سوژې» تغییر د «ابژې» د تغییر لاملېږي. همدغسې شتمني یا علم هم هر چاته نعمت نه دی. او ډېر عالمان شته چې علم یې دوی هلاکت ته ورګوذار کړي دي. دین هم ګردو ته نېکمرغي نه راوړي او ډېری وګړیو او اقوامو ته، ورسره دین یې، د دوی د بدمرغۍ او ذلت مخوونکی شوی دی. د جاهل انسان کمال،  د علم درلودل دي او د عالم انسان کمال، له علمه ښه ګټنه او برخمنېدل دي؛ نو ځکه عالم انسان، د علم درلودو او ترې د ناوړې ګټنې په پار مخ پرځورېدای شي، چې جاهل انسان ترې لرې دی؛ نو ځکه وایو، کله یو عامل چې د کمال لامل دی، د هلاکت او بېلارۍ لاملېدای هم شي. د ریاست، شتمنۍ، معرفت او شریعت په پوړۍ ورختل، دا خطر لري که انسان راولېږي؛ نو د مولوی په وینا هډوکي به یې ښه مات پات شي. دینوال که پر ځوړتیا اخته شي؛ نو تر نورو اقوامو یې څو ځلي ځوړتیا او ذلت ډېر دی. باید په هوښ اوسو، څه چې د انسان د عزت لاملېږي، ذلت ته یې د ورننوتو احتمالی ترینه سوړه هم ده، او انسان به له همدې اړخ سخت ګوذارونه وخوري او بلکې د خپل عزت تاوان به د نعمت د کفران په پار، ورکړي.

مجاهدینو په هېواد کې د روسي سوسیال استکبار د لاس پوڅو او شوري یرغلګرانو پر ضد جهاد وکړ، په ګرده نړۍ کې د افغانستان نامه هسکه وه او نړیوالو مبارزو ته د افغاني جامو اغوستل ویاړ و؛ خو افسوس چې تر سیاسي بریا روسته، د ځاني غوښتنو په پار یو له بل سره لاس و ګرېوان شول، برم یې راولوېد، مخ پرځوړ شول، د سیاسي بریا د نعمت ناشکري یې وکړه او پایله دا شوه چې عزتمن ژوند یې پر ذلیل ژوندو اوړېد او خدای هم پردې دنیا او هم په هغې دنیا کې هغو مشرانو ته سزا ورکوي، چې ددې کفران لامل شوي دي؛ نو نوي کهول ته مو سپارښتنه ده، چې د افغانستان د جهاد په باب له سره نوې کتنه وکړي او ځان د هېواد په اساسي قانون کې داسې یوې اندیزې او سیاسي مبارزې ته چمتو کړي چې د سیدجمال الدین افغاني هيلې ترسره کړي.

د یو قوم دیني پوهېدنه یې د معیشت او معرفت هېنداره ده

 مسلمینو تر هغه وخته چې «سودای سربالا» درلوده، دین یې عزتناکه پېژانده او همدا چې اندیز او معیشتي ذلت پکې ور ولوېد، د دین د ذلتناکې پوهېدنې وار هم راورسېد. یعنې توکل، صبر، شکر او…. منحط ژوند ته یوه مخونه او له دینه د سمې پوهېدنې پر وړاندې یوه تپه تیاره شوه، او دا راښیي چې د یو قوم دیني پوهېدنه یې د معیشت او معرفت هېنداره ده او څه چې په رښتینه کې د دوی د معرفت، پوهاوي او د معیشت په ډګر کې تېرېږي، دین ورته وايي او له دین څخه ورته نظریاتي او تیوریک ملاتړ جوړوي. د مولوي په وینا:

هر یکې ز اجزای عالم یک به یک

 بر غبی بند است و بر استاد فک

بریکې قند است و بر دیګر چو زهر

 بریکی لطف است و بر دیګر چو قهر   [مثنوي]

بارها ګفتیم این را ای حسن

 می نګرم از بیانش سیر من (مثنوي)

او همدا ده پر«نعمت» د «نعمت» اړولو مانا، چې د «نعمت شاکر» د «نعمت کافر» شوی دی.

وګورئ، همدا دین چې د مسلمینو رورۍ او یووالي ته راغلی و د همدې مسلمانانو په لاسونو د لویو لویو درزونو لامل شو. یعنې له یو وخت راروسته په دې وحدت زیږي او عزت راوړوونکي دین کې، دومره ډلې رادبره شوې او هرې ډلې، د ځان پر حقانیت او د نورو پر بطلان دومره ټینګار وکړ چې ته وا هډو دین تفرقې او درز ته نازل شوی دی او د سیدجمال الدین افغاني په وینا، ته وا مسلمین یو خوله شوی چې یو موټی نشي او یو لاس شوي چې یو لاس نشي او له کومه وخته چې دا تفرقه پیل شوې؛ بیا نو مسلمینو د خیر او عظمت مخه لیدلې نه ده، یعنې څه چې یووالی او ځواک ورته رادبره کولای شي د تفرقې او کمزوری لامل یې شو.

  د سني او شیعه د یووالي لپاره ړومبی باید د یووالي سوچ او سودا راسره وي

د سني او شیعه د یووالی لپاره لومړی باید د یووالي سوچ راسره وي. باید له دینه خپله پوهېدنه سمه کړو، که نه کتاب و سنت ته رجوع خود په خوده یوالی نه راولي. موږ خو د همدې کتاب او سنتو پر سر اختلاف لرو، اوس څنګه یووالی ترې رامنځ ته کړو، پردې سربېره کتاب و سنت خو له پېړیو پېړیو راسره دي نن خو پیدا شوي نه دي، چې دغسې انتظار ترې ولرو. موږ باید خپله بدل شو، چې دوی هم نوې برخمني راکړي، که نه، آش هم دا اش دی او کاسه هم دا کاسه ده. نن د مسلیمنو د اندنې پر ونې د یووالي د مبارک سوچ زخې راټوکېدلي، چې دا د خدای یو ستر او مبارک نعمت دی، چې را پر برخه شوی دعا کوو چې وغوړېږي، رازرغون او پایښتی پاتې شي.

په «اندیال ویبپاڼه» کې د سني او شیعه د یووالي په اړه طرح شوي مسایل ولولئ.

اوس چې دغسې لید او وحدت غواړې ګروهه راسره وي؛ نو که په دې حال کې کتاب او سنتو ته مراجعه وکړو؛ نو په وحدت زیږي پوهېدنې به لاسبري شوو او نور به د عرضي چارو پر سر شخړه ونه کړو او د دین ذاتي برخه به یې نه ګڼو او د نوې ډلې او مذهب د رادبره کېدو لپاره به نوې انګېزه ترې وانخلو.

د توکل، قضا و قدر په هکله د سیدجمال الدین افغاني نظر

ارواښاد سیدجمال الدین افغاني په عروة الوثقی مجله کې یو زړه پورې ټکي ته اشاره کړې، وايي چې توکل، قضا و قدر او په څېر مسایل یې ټول په عمل او اقدام پورې اړوند دي (نه بې عملۍ پورې). په لار کې یاست او عمل والا هم اوسئ، بیا نو توکل والا او قضا و قدر والا هم اوسئ؛ نو څه مبارکې پایلې به ووینئ. کافي ده چې هغه لومړنی سوچ بیاځلي سم کړئ، بیا به دیني مفاهیمو ته التزام هیڅ ستونزه درته رادبره نه کړي؛ بلکې ټول به مو د بریا لامل شي. مهم هغه ړومی سوچ او سودا ده، چې پر عمل کول وي یا پر ناسته. بې عملي انسان په جګړه کې قضا و قدر والا کېدای شي؛ یعنې توره وهي او ووايي خدای مې بریا مقدره کړې ده. په ناسته او تقاعد کې هم قضا و قدر والا کېدای شي او ووايي خدای مې کېناستل مقدر کړي دي. نو ځکه مسلمانان ظاهراً تر کوم وخته چې عمل یې خپل کړی و، دې ګردو مفاهیمو ته یې په عمل کې ښه مانا ورکوله او د ابادۍ، عظمت، دبدبې او عزت لامل یې و؛ خو له کله یې چې بې عملي خپله کړه، نو په دې باب دې ګردو مفاهیمو، شومې، زهرجني او سپېرې مېوې ونېوې.

 سید د اسکندر، چنګېز او ناپیلیون بېلکې راوړي، چې ټولو پر قضا و قدر ټینګه ګروهه درلوده او په وینا یې «ددې ګروهې» اربابان ول او دغسې سوبمن او بریمن هم ول، او بیا وايي:

«په دې پېر کې له راسخینو عالمانو هیلمن یم، چې په دین کې راننوتي بدعتونه وڅنډي او خلکو ته د صالحو سلفو سنن ورزده کړي چې د غزالي او نورو په څېر مخکښانو راښوولي دي، چې په عمل کې یې شرع، توکل او پر قضا ډډه وهل را نه غوښتي دي نه په لټۍ کې…» [وګورئ: العروة الوثقی، دارالکتاب العربي، بیروت،۹۶ مخ].

د مسلمینو د ځوړتیا علت

اوس پوښتو چې د مسلمینو د ځوړتیا لاملونه او علتونه څه دي؟

تاریخپوهانو په دې هکله ډېرې خبرې کړې دي او یو خورا پراخه ویینه ده؛ خو موږ دلته د ځوړتیا په باب د ابن خلدون، آرنولد توین بې او امام علي (ک) نظریاتو ته په لڼده اشاره کوو.

د دولتونو او تمدنونو په ځوړتیا کې د ابن خلدون نظریه

ارواښاد عبدالرحمن ابن خلدون، د تونس مسلمان تاریخپوه، د تاریخ فیلسوف او ټولنپوه ښایي ړومبی تن وي، چې په مسلمانانو کې یې ددې ویینې ورپرانست او د دولتونو او تمدنونو علتونه یې وپوښتل او دې پوښتنې ته یې د یو ځواب وړاندیز وکړ. ځواب یې دا و، کله چې دولتونه خپل «عصبیت» له لاسه ورکوي، مخ پرځوړېږي «عصبیت» د ابن خلدون په فلسفه کې یوه له کلیدي اصطلاحاتو ځنې ده؛چې په اسانه هم نه ژباړلېږي. فرض کړئ چې په لنډو د «عصبیت» مانا یو ډول «ټولنیز – نَسَبي» تړاو وي. له نظره یې کله چې دولتونه سوکاله کېږي، خپل عصبیت له لاسه ورکوي او مخ پرځوړېږي. [مقدمه ابن خلدون: لومړی ټوک، ۲۶۸مخ، ژباړه: محمد پروین ګن بادي]

د عباسي دولت بېلګه راوړي، چې څنګه پر سوکالۍ او فساد اخته شو او ډلې ډلې پکې رادبره شوې او په پای کې د مغولي اقوامو کپونه او مړی شوې او د دوی د عزت او سلطنت ټغر یې راټول کړ یو شمېر صوفیانو چې د خلفاوو به دربار کې کوم زهد خپل کړ او کومه نیوکه یې چې د خلفاوو پر سلطاني دبدبه کوله، رورو له دین څخه پر ذلیلانه پوهېدنې واوړېده او ټول هغه مفاهیم چې یوه ورځ د جګړې او مبارزې په ډګر کې قوت، ځواک، حرکت او تهاجم راپنځاوه، په ذلت راوړونکیو مفاهیمو واوړېدل، چې یوازې د مرګ، زوال او خوارۍ بوی ترې راولاړېده. د ابن خلدون له نظره، فساد له ترَف (تنعم) پیلېږي او ورپسې د سرزوري سلطان بې ښرته لګښت، نوموړی اړ باسي چې بې ښرته باجونه او مالیات راټول کړي او رورو دولت او حاکمیت د ظلم ډګر ته ورننوځي او رورو پوځ، ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو او په ټول کې انتظامي ځواکونه او بنسټونه بانفوذه او سرزورېږي او په همدې عصبیت حال کې ورډوبېږي او د واکمنو عیاشي او مزې چړچې ډېرېږي او رورو د خلکو خپګان، ناخوښي او نارضایتي تردې بریده رسي چې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمې په یو بل پسې تجزیه او وېشل کېږي او کله د حکومت تر سیمې بهرعصبیتونه، چې د دوی کمزوري ويني، یرغل پرې کوي او راپرځوي یې. ابن خلدون (په منځني ډول) تر دریېو پښتو (هر پښت یې څلویښت کاله ښوولی دی) روسته د دولتونو راپرځېدل طبیعي بولي، که څه دا چار د ده د اثر د شارحانو په نظر، نمادین اړخ لري. (مقدمه ابن خلدون: لومړی ټوک،۳۲۴ مخ).

د تمدنونو د ځوړتیا په هکله د «توین بې» نظریه

آرنولد توین بې زموږ په زمانه کې د تاریخ له فیلسوفانو ځنې دی. د تمدنونو د ځوړتیا په هکله بله نظریه (تیوري) لري. البته نظریه یې د ابن خلدون له نظریي سره راټولېدای شي. د توین بې له نظره تمدنونه د ګواښونو او ننګونو په ترڅ کې، یا یې په خپل تعبیر د challenge په پایله کې رادبره کېږي. شونې ده، دا ګواښونه انساني یا طبیعي وي. یعنې کله تمدن په سختو طبیعي شرایطو – چې اوبه، بوټي، شنه او… پکې نه وي – کې د یو خلاق لږه کي د ژوند په پایله او له طبیعت سره د مبارزې په ترڅ کې رادبره کېږي او کله د انساني ګواښونو او د بهرني یرغلونو په پایله کې رامنځ ته کېږي د دې تمدن په دننه کې هم یوه واکمن ځواک او له رعیت یا اولس څخه یوه پاړکۍ یا طبقه – یا یې په تعبیر پرولتاریا – رادبره کېږي (توین بي ته د پرولتاریا مانا په مارکسېزم کې د پرولتاریا له مانا سره توپیر لري).

د تمدنونو د رامنځ ته کېدو عامل یې د پایښت عامل هم دی؛ په دې مانا چې د یو تمدن د پایښت لپاره، باید هغه ګواښونه دوام ومومي چې پر تمدنیانو لټي، سستي او غفلت لاسبری نشي. په بله وینا یو تمدن ته د دښمن نشتون یو زیانمن چار دی، ځوړتیا هله پیلېږي، چې څه مبارزه نه وي او خلاق لږه کې پر خپل دښمن پوره بریالی او بې غمه شوی وي، نو ځکه د یرغلګرو یرغل او تل د پردیو تر ګواښ لاندې کېدل، تمدن هوښیاروي او ویښ یې ساتي او د مقابلې په لار کې یې ازمېیلی کوي او تر ټول مهمتر د تمدن مشران او واکمن اړ باسي چې نویو بریدونو، پوښتنو او ګواښونو ته نوې ځوابونه ومومي. د توین بې له نظره د یو تمدن د ځوړتیا له مهمو عواملو ځنې یو دادی، چې د تمدن مشران نویو پوښتنو ته زاړه ځوابونه ورکړي؛ یعنې د ځوابونې سرچینه او زېرمه یې ټپه شوې وي او له تمدن څخه نوښت بستره تړلې وي. نو ددې شرط له مخې پایښت، یوازې د دښمنانو په شتون کې نه رالنډېږي. دښمن که څه د ویښوالي لامل دی خو په هر تقدیر دښمن دی او که وکړای شي تمدن به رانسکور کړي.

څه چې د دښمن د پرله پسې بريدونو پر وړاندې د تمدن پايښت تضمينوي، بايد نويو ستونزو ته د نويو ځوابونو او غبرګونونو وړتيا ولري، په رښتینه کې د نويو وضيعتونو پر وړاندې پر له پسې د پاخه شويو خوړل او د زړو ځوابونو بيا ځلي کول د يو تمدن د زوال او ځوړتيا پيلامه شمېرلېږي. تر دې روسته به مشران، پر لياقت او وړتيا د ډډې وهلو پر ځای، په زور تکيه وکړي او حاکميت به له کورنيو او بهرنيو پرولترو سره لاس و ګرېوان شي او تمدن به د زوال لار خپله کړي.

زړه راکښونې دا ده، چې نوموړی د تمدن زوال د نوي دين له راښکاره کېدو (يا له دين څخه د نوي پوهېدني او درک) سره نژدې او ملازم بولي او په اند يې کوم تمدن چې د لويديځ د اوسني تمدن تر زوال روسته واکمنېږي، يوه (ديني) کليسيا به ولري، چې د څلورو اچتو اديانو له عناصرو به جوړ شوې وي.

د ختيځ (د پخواني شوروي) د امپراطوری په زوال کې د توين بي دا نظريه سمه وخته، چې يو تمدن او دولت هله زوالېږي چې نويو پوښتنو او ګواښونو ته زاړه ځوابونه وايي. د مارکسېزم ښوونځي په تېره ارتدوکسي کړۍ يې د نويو ستونزو ليدو او نوې مشرۍ اجازه نه ورکوله. د نظام مشران چې يو وخت د قوم مشران او لارښودونکي ول، رورو په خورا عامي او عادي وګړیو واوړېدل، داسې چې په قوم کې تر دوی پیاوړي وګړيو شتون درلود، چې غږ یې نه اورېدل کېده او بلکې ټپېده د ټولنې مشرۍ له نویو مسایلو سره غاړه نه وړه. د توین بي په تعبیر دې مشرانو، زاړه شراب په نویو جامونو کې وړاندې کول؛ یعنې په ظاهره یې نوسازي کوله؛ خو په واقع کې د ایدیالوژۍ اندنې په پار هماغه زړې خبرې او وتلارې وې، چې یو په بل پسې وړاندې کېدې.

د اقوامو د عزت او ذلت په اړه د حضرت علي(ک) وینا

امام علي (ک) په قاصعه خطبه کې خلک رابلي چې غور وکړي اقوامو له کومو حالاتو سره جوخت عزت درلود او له کومو مالاتو سره یې غبرګ ذلت او له دې ځایه سبق زده کړي چې د عزت او ذلت خواله څه ده او که خپله مخ پر ځوړ شوئ؛ نو څنګه یې درمل کړئ. په لنډو یې خبره دا ده چې عزت، عافیت او له نعمت او کرامته برخمني هله پېښېږي چې له تفرقې ډډه وشي او له کینې، بدخواهۍ او نه تړاوه لاس واخستل شي، چې دا ملاماتوونکې او ځواک سوزې چارې دي.

« ووینئ کله چې ډلې چمتو وې او ټولو د یوې هیلې لار وهله، څنګه اسوده او آرام ول، زړونه سم ول او یو له بل سره ساز او لاسونه د یو بل مرستندویه… ایا د سراسر ځمکې مشران نه ول او بر نړیوالو یې پاچاهي نه کوله؟ نو وینئ چې د کار پای یې څه شوه؛ ځکه بې اتفاقه شول، مینه او الفت په بېلتون پای ته ورسېد، خبرې او زړونه یې ډول ډول شول، یو له بله جلا شول او ډلې ډلې او ګوندونه شول او خدای یې له تنې د کرامت او عزت جامې راوایستې » [نهج البلاغه، ۱۹۲ خطبه.]

دا باید ووایو چې د ابن خلدون بېلګه اخستنه د امویانو او عباسیانو له دولتونو ځنې وه (لکه چې اثار یې ګواهي پرې ورکوي) او د توین بي له یوناني تمدنه (چې په خپل دولسم ټوک کې اشاره ورته کوي) او د امام علي(ک) بېلګه په اسماعیل(ع) او اسرائیل اولادې پورې اړنده وه (لکه چې د خطبې په دوام کې راغلي دي).

د مسلمینو ځوړتیا له دین څخه بهر عواملو راولاړ شوې وه

 لنډه دا باید د مسلمینو د روسته پاتې والي خواله ددې چارو او عواملو په بېلګو کې ولټوو او په دې اړه د څېړنې ورونه پرانستې دي او دا څه هڅې چې کوو، د لارې پای نه؛ بلکې پیل یې دی. خو هله له تاریخه عبرت اخستای شو، چې پام مو وي، څه چې راباندې راغلي په پیل کې له دینه بهر و او دا بهرنی عامل و، چې زموږ دیني پوهېدنه او هم له دینه د ګټې اخستنې طریقه یې واړوله او اوسني حالت ته یې را ورسولو.

له عزت غوښتنې موخه د امپراطورۍ جوړول نه دي

دا چې وایو باید د مسلمینو سودا او سوچ بدل کړو، موخه مو پراختیا غوښتنه او د امپراطورۍ جوړول نه دي. د دین له عظمت او د مسلمینو له عزته مطلب، پر نړۍ د واکمني د خیالونو کچول نه دي، دا د هیټلر او چنګیز سوچونه دي، نه د سیدجمال الدین افغاني. د دین عزت او د مسلمینو دبدبه بله مانا لري او البته خورا لږه یې دا ده، چې د نورو تر لاس لاندې نه اوسو؛ خو تر لاس لاندې نه اوسېدل کافي نه دي، که د ځمکې مخ اسلام ونیسي کوم پردې نه پاتېږي، چې تر لاس لاندې کېدو یې وډار شو؛ نو هلته باید د دښمنانو، کافرانو او پردیو له شتونه مستقل شوکت او دبدبه مانا او عملي کړو. هلته عزت مطلق مانا مومي نه نسبي، او دا هغه څه دي چې خدای غوښتي: «عزت یوازې د الله دی».

نو که غواړو د سید جمال الدین افغاني په لاروي د مسلمینو عزت غواړي خوځښت موخو ته ورسوو؛ نو لازم دي، چې ځانونه له دینه پر نوې پوهېدنې سنبال کړو. مسلمین له کله چې مخ پرځوړ شول، د دیني پوهېدنې په هکله هم مخ پرځوړ شول؛ نو که نن مو په سر کې د عزت سوچ وي؛ دا سوچ هله عملي کېدای شي چې له دین څخه عزت غواړې پوهېدنه ولرو. له دینه ډولا ډولې پوهېدنې درلودای شو: فیلسوفانه، عارفانه، عالمانه او عامیانه خو تر څنګ یې له دین څخه عزیزانه او ذلیلانه پوهېدنې هم درلودای شو. دغسې له دین څخه عزیزانه او ذلیلانه ګټنې هم لرو.

هغوی چې ځانونه د سیدجمال الدین افغاني د عزت غواړي خوځښت لارویان بولي، پوه دې شي چې دا لار هله غځېدای شي چې له دین څخه مو پوهېدنه هم عزیزانه وي، که نه په زړې پوهېدنې عزت غواړی خوځښت غځولی او کمال ته رسولای نشو.

لازم دي، په هغو هېوادونو کې چې د سید په لاروي د مسلمانانو د عزت او سرلوړۍ لپاره کوم خوځښتونه بریالي شوي او ځان یې د پردیو پر وړاندې تثبیت کړی، له تجاربو یې ګټنه واخلو او د کلونو کلونو لارې د وهلو پرځای یې څو کلونو وهلو ته راکم کړو او دا له تاریخه سم عبرت اخستل دي.

په افغانستان کې د سیدجمال الدین افغاني خوځښت او لیکي ته ځغلنده اشاره کوو

د هېواد د نامتو بچي، د اسلامي نړیوال خوځښت بنسټګر او د بېوزلیو او مستضعفینو د حقوقو نړیوال مدافع افغان سید جمال الدین په باب پر ۱۳۵۵ په کابل کې یو سیمنار جوړشوی و، چې (۱۶) عنوانه کتابونه د سید د حالاتو او مبارزو په اړه چاپ شو. د اندیال ویبپاڼه.

په پام کې ده، چې د ارواښاد حبیبی او محترم عبدالله بختیاني لیکنې بیاځلي در وړاندې کړي.

سید جمال الدین ارواښاد سید مراد علي کاموال ته وړاندیز وکړ، چې د قرآن مجید تفسیر وکاږي؛ ځکه په پښتو ژبه کې داسې تفسیر نشته، چې د زمانې غوښتنې وځوابوي؛ نو هماغه، چې ارواښاد مراد، «تفسیر یسین» ولیکه، چې لا تر اوسه په دوو توکونو کې چاپېږي.

په هېواد کې د سید زده کړیال ارواښاد علامه محمود طرزی دی، چې په ترکیه یې زده کړیال و او چې ارواښاد طرزي هېواد ته راستون شو، د هېواد د فرهنګي ويښتیا په ترڅ کې یې «سراج الاخبار» خپور کړ؛ نو ځکه له یوه اړخ ارواښاد طرزی په هېواد کې د ژورنالېزم بنسټګر بلل کېږي او دا هم پر نوي کهول یوه ذمه واري ده، چې د طرزي د ژوند لیک، وګړې، دریځونو، فرهنګي، او سیاسي فعالیتونو په باب مطالعه وکړي؛ ځکه دغسې وګړې مو تاریخ او فرهنګ دی او هېوادوال باید پر خپل تاریخ او فرهنګ پوه شي. تر ارواښاد طرزي روسته، ارواښاد ګل پاچا الفت د سید جمال الدین واقعي لاروی ښکاري او دا لاروي یې له شعري او نثري ټولګو، دریځونو، شخصي ژوند او مرګه څرګندېږي.  د «الفت» په اشعارو او لیکنو ډېر داسې څه شه چې شرح پرې وکښل شي، داسې پراګرافونه پکې شته چې توضیح ته یې د نورو اسلامي عالمانو شننې استخدام کړای شي. د الفت اثار نوي کهول ته د پردیو د فرهنګي یرغل پر وړاندې یو مضبوط او نه ماتېدونی ډال دی. باید د پوهنتون زده کړیالان یې پر لیکنو او اشعارو تېزسونه ولیکي. د ارواښاد الفت د اثارو پر مطالعې د لوستونکي تنده ماتیږي، چې په موږ کې داسې یو څوک و، چې لیکنې یې راروسته زمانو ته هم د لارې مشال دي. له نېکمرغه چې د ګل پاچا الفت په نامه یوه سایت یې ټول اثار خپاره کړي دي، همداراز عبد الکافي نامي د مصري عالم عبد الحمید جودة السجاده لیکنه د «الفت» د ټولنې په جوړښت کې د اسلام ونډې کتاب د یوه پاراګراف په توضیح کې خپور کړی چې دا د ځوان کهول  فرهنګي ویښتیا ته یو ګټور ګام دی.

«اندیال» سایت هڅه کوي چې تر وسې وسې د ارواښاد «الفت» په فکري ځلولو خپله پازه ترسره کړي.

هغه ټولنیز او سیاسي سازمانونه چې د هېواد د اساسي قانون له مخې فعالیت کوي، فرهنګي سپارښتنه ورته کېږي، چې په خپلو داسي کړیو کې د «الفت» اثار په ښوونیز نصاب کې په پام کې ونیسي، له یوې خوا به نوی کهول له خپل فرهنګ او تاریخ خبر کړي، بلخوا د استبداد، زورواکۍ، او د مظلومو د حقوقو د دفاع لپاره به یې په «انقلابي پوتنشیال» ورسنبال  کړي او هم دا چې لیکنې یې پر یو ډول اسلامي پروتستانتیزم او اعتراضي روحیه ولاړې دي، نوي کهول ته تر عامیانه دیني پوهېدني، وراوچتې پوهېدنې او د سیدجمال د هیلو د پوره کولو لپاره، نوي پښت ته لار هواروي، چې له اسلامه د سمې پوهېدنې له مخې، په هېواد کې د مدني ټولنې د جوړولو لپاره په اندیزو او سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړي.

    برچسب ها:
×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • نظرات و تجربیات شما

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظرتان را بیان کنید