بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه له اسلامي نظامه پاسوالي داچې دا کار سمبال کړي؛نو پړاوونه یې درلودل: لومړی پړاو د نظام بنسټ ايښوونه وه، چې په دې چارو ترسره شوه. دویم پړاو ددې نظام ساتنه وه. ژوندی، مخ پر ودې موجود، که ټول ځواکمنان یې وپېژني؛ له هغه به […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
له اسلامي نظامه پاسوالي
داچې دا کار سمبال کړي؛نو پړاوونه یې درلودل: لومړی پړاو د نظام بنسټ ايښوونه وه، چې په دې چارو ترسره شوه. دویم پړاو ددې نظام ساتنه وه. ژوندی، مخ پر ودې موجود، که ټول ځواکمنان یې وپېژني؛ له هغه به د خطر احساس وکړي او قهرا به یې دښمن شي.
که حضرت پېغمبر اکرم (ص) و نشي کړای، چې د دښمن پر وړاندې له دې سپېڅلي نوږېږي طبيعي موجوده دفاع وکړي؛ نو دا نظام به له منځه ولاړ شي او ټول زحمتونه بې پر سیند لاهو شي؛ نو باید ساتنه یې وکړي. درېیم پړاو د بنسټونو بشپړول او رغول دي. بنسټ ایښوونه بسیا نه ده؛ بنسټ ایښوونه لومړی ګام دی. دا درې چارې یو له بل سره اوږه پر اوږه ترسره کېږي.
بنسټ ایښوونه په لومړي پړاو کې دي؛ خو په همدې بنسټ ایښوونه کې هم دښمنانو ته پام دی او تردې روسته به هم ساتنه دوام مومي. په همدې بنسټ ایښوونه کې د وګړیو سټو او ټولنیزو بنسټونو ته پام شوی دی او تردې روسته به هم دوام مومي.
پېغمبر ګوري، چې دا نوزېږې ټولنه د پینځو دښمنانو له خوا ګواښل کېږي:
یو دښمن کوچنی او کم ارزښته دی؛ خو په عین حال کې غلفت ترې په کار نه دی.کېدای شي یو وخت یو ستر خطر رامخې ته کړي. هغه کوم یو دی؟ د مدینې د شاوخوا نیمه وحشي ټبرونه. د مدینې په لس فرسخۍ، پینځلس فرسخۍ او شل فرسخۍ کې نیمه وحشي ټبرونه شتون لري، چې ټول ژوند یې جګړه، وینه تویونه، لوټل، یو له بل سره لاس و ګرېوانېدل او یو له بله وهل دي. پېغمبر اکرم (ص) که غواړي، چې په مدینه کې روغ او ډاډمن ټولنیز نظام رامنځ ته کړي، باید د دوی چاره وکړي. حضرت پېغمبر اکرم (ص) د دوی لپار چاره وسنجوله.
په هغوی کې په هر یوه کې چې د هدایت او سمېدو نښې نښانې وې؛ نو له هغوی سره یې تړون وکړ، لومړی یې هم ورته و نه ویل، چې هرومرو مسلمان شئ. نه! کافر او مشرک ول؛ خو تړون یې ورسره وکړ، چې برید به نه کوئ.
حضرت پېغمبر اکرم (ص) پر خپله ژمنه او تړون خورا ټینګار درلود او پرې ولاړ و، چې دا به هم ووایم. هغوی چې شري ول او ډاډمن نه ول؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) یې درمنله وکړه او په خپله ورپسې ورغی. دا سریه ګانې، چې اورېدلي مو دي، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) پنځوس تنه په پلاني ټبر پسې ورواستول، شل تنه یې په پلاني ټبر پسې ورواستول، په همدې پورې اړوند دي؛ هغوی چې خوی او طبیعت یې ارامېدونکی، ښیون منونکی او سمېدونکی نه دی او بې له وینې تویونې او زورواکۍ ژوند نشي کولای؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورپسې ورغی او و یې ځپل او په خپلو ځایونو کې يې کېنول.
دویم دښمن مکه ده، چې یو مرکزیت دی. سمه ده، چې په مکه کې په رایجه معنا کوم حکومت نه و؛ خو کبرجنو، ځواکمنو او متنفذو شتمنو پر مکه واکمني کوله. دوی یو له بل سره اختلافونه درلودل؛ خو د دوی نوزېږي نظام پر وړاندې سره یو لاس وو. پېغمبر اکرم (ص) هم پوهېده، چې غټ خطر د همدوی له اړخه دی؛ همداسې په عمل کې هم وشول. حضرت پېغمبر اکرم (ص) احساس کړل، چې که په تمه کېني، چې هغوی ورپسې راشي؛ نو کټ مټ به هغوی ته فرصت په لاس ورشي؛ نو ورپسې ورغی؛ خو د مکې پر لور ورنغی، د هغوی کارواني لار له مدینې تېرېده؛ حضرت پېغمبر اکرم (ص) خپل برید له هغه ځایه پیل کړ، چې په پیل کې د بدر جګړه ددې بریدونو ځنې مهم برید دی. پېغمبر اکرم (ص) برید پیل کړ او هغوی هم په خورا تعصب او ځېل د حضرت پېغمبر اکرم (ص) جګړې ته راودانګل او تقریبا حالات همداسې ول؛ یعنې حضرت پېغمبر اکرم (ص) هغوی پر خپل حال نه پرېښوول؛ هغوی هم هیلمن ول، چې وکولای شي، چې دا نوزېږی-یعنې اسلامي نظام- چې د خطر احساس یې ترې کاوه، جرړه یې راونړوي. د احد غزا او نورې جګړې، چې راپېښې شوې، په همدې زمینه کې وې.
روستۍ جګړه، چې هغوی په حضرت پېغمبر اکرم (ص) پسې ورغلل، د خندق غزا- یوه له مهمو جګړو ځنې- وه. خپل ټول ځواک یې راټول کړ او له نورو یې هم مرسته وغوښته او ویل یې چې ولاړ به شو او د حضرت پېغمبر اکرم (ص) دوه سوه، درې سوه، پینځه سوه نږدې یاران به ووژنو؛ مدینه به هم لوټ کړو او هوسا به راستانه شو او بیخي به یې څه پاتې نشي.
مخکې له دې چې هغوی مدینې ته را ورسي، حضرت پېغمبر اکرم (ص) له کیسې خبر شو او هغه مشهور خندق (کنده) یې و کنله. مدینه له یوه لوري قابل نفوذ وه؛ نو هلته یې تقریبا د څلورو مترو په پلنوالي یوه کنده وکنله. د رمضان میاشت وه او د ځینو روایتونو له مخې، هوا خورا سړه وه؛ هغه کال اورښت هم نه و شوی او خلکو کوم درآمد هم نه درلود؛ نو له خورا ستونزو سره مخ وو.
د کندې په کنلو کې حضرت پېغمبر اکرم (ص) تر ټولو ډېر کار وکړ او چې په کوم ځای کې به یې ولیدل، چې څوک ستړی شوی او مخکې نشي تللای؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) به تله او کولنګ به یې ترې اخسته او پر کار به لګیا کېده؛ یعنې یوازې حکم کولو ته یې شتون نه درلود؛ په خپل تن او وجود یې په وګړیو کې شتون درلود.
کفار د خندق مخې ته ورغلل؛ خو و یې لیدل، چې نه یې شي کولای؛ نو مجبوره شول، چې مات، نهیلي، شرمېدلي او ناکام بېرته ستانه شي. حضرت پېغمبر اکرم (ص) وویل: پای ته ورسېده؛ دا پر موږ د مکې د قریشو روستی یرغل و؛ نو تردې روسته زموږ وار دی؛ موږ به د هغوی پر لور او ورپسې مکې ته ورځو.
یو کال روسته حضرت پېغمبر اکرم (ص) وویل، چې غواړو مکې ته د عمرې لپاره ولاړ شو. د حدیبیه کیسه – چې یوه له خورا مغزو او معنا ډکه پېښه ده- دا مهال راپېښه شوې ده. حضرت پېغمبر اکرم (ص) د عمرې ترسره کولو لپاره د مکې پر لوري روان شو. هغوی هم ولیدل، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) په حرامو میاشتو کې- چې د جګړې میاشت نه ده او هغوی هم د حرامو میاشتو درناوی کاوه- د مکې پر لور ورغی؛ نو څه ورسره وکړي؟ لار ورته پرانستې پرېږدي، چې راشي؟ له دې بري سره به څه کوي او څنګه به یې پر وړاندې درېږي؟ آیا په حرامو میاشتو کې ورمخې ته شي او جګړه ورسره وکړي؟ څنګه ورسره جګړه وکړي؟ بالاخره هوډ یې وکړ، چې مخې ته ور وځو او نه یې پرېږدو، چې مکې ته راننوځي او که کومه پلمه مو په لاس راغله؛ نو ټول به یو ځای ووژنو. حضرت پېغمبر اکرم (ص) په خپل خورا لوړ تدبیر داسې یوه چاره وکړه، چې ورته کېناستل او تړون یې ورسره لاسلیک کړ، چې ستون شي او بل کال بیا راشي او عمره ترسره کړي او په ټوله سیمه کې هم د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د تبلیغاتو لپاره لار پرانستل شوه.
نامه یې سوله ده؛ خو متعال خدای په قرآن کې وايي: (( انا فتحنا لک فتحا مبینا[1] )) موږ څرګنده سوبه درکړه. که څوک د تاریخ سمو او کوټلیو سرچینو ته مراجعه وکړي؛ نو و به ګوري، چې د حدیبیه پېښه څومره هېښنده پېښه ده. بل کال حضرت پېغمبر اکرم (ص) عمرې ته ولاړ او له دې سره، د آنحضرت برم او دبدبه ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو شوه.
بل کال– یعنې اتم کال- چې کفارو تړون مات کړ؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورغی او مکه یې سوبه کړه، چې یوه ستره سوبه او د آنحضرت د واک او ځواک څرګندویه وه؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) خورا مدبرانه، په ځواک، صبر، پراخې سینې، بې له وارخطایۍ او بې له دې چې یوه شېبه پر شا تګ وکړي، ددې دښمن چاره وکړه.
درېیم دښمن یهود ول؛ یعنې ناډاډمن پردي، چې اوس په یوه ښار کې له حضرت پېغمبر اکرم (ص) سره ژوند کوي؛ خو له ورانکارۍ یې لاس نه اخسته. که پام وکړئ، د بقرې سورت ډېری آیتونه او د قرآن یو لړ نورو آیتونو له یهودو سره د حضرت پېغمبر اکرم (ص) فرهنګي مبارزې ته اشاره کړې ده؛ ځکه و مو ویل، چې دوی فرهنګي ول؛ پوهنې یې درلودې؛ د کمزورایمانه وګړیو پر ذهنونو اغېزمن ول، دسیسې یې کولې، خلک یې نهیلول او یو له بل سره یې جنګول. دوی سازمان یافته دښمنان ول، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) له لاسه چې څومره کېدل، له دوی سره یې ګوزاره کوله؛ خو بیا یې چې ولیدل، چې دوی د ګوزارې خلک نه دي؛ نو سزا یې ورکړه.
حضرت پېغمبر اکرم (ص) هسې او بې سریزې په دوی پسې ورنغی؛ دې درېیو ټبرونو، هر یوه یې یو کار وکړ او بیا حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورته د هغوی د کړنو له مخې سزا ورکړه. لومړی بني قینقاع ول، چې له حضرت پېغمبر اکرم (ص) سره یې خیانت وکړ؛ حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورپسې ورغی او ورته یې وویل، چې باید له دې ځایه ووځئ؛ دوی یې کډن او له هغه سیمې یې بهر کړل او ټولو امکانات یې مسلمانانو ته پاتې شول. دویمه ډله یې بني نضیر ول، دوی هم خیانت وکړ- چې د خیانت کیسه یې هم مهمه ده-؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورته وویل، چې له یو څه توکیو سره له دې ځایه بهر شئ؛ دوی هم مجبور شول او ووتل.
درېیمه ډله یې بني قریظه ول، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) اجازه ورکړه، چې پاتې شي؛ دوی یې بهر نه کړل؛ له دوی سره یې تړون وکړ، چې پرېنږدي، چې په خندق جګړه کې دښمن د هغوی له سیمې مدینې ته راننوځي؛ خو دې یهود ټبر ناځواني وکړه او له دښمن سره یې تړون وکړ، چې د هغوی ترڅنګ پر پېغمبر یرغل وکړي؛ یعنې نه یوازې له حضرت پېغمبر اکرم (ص) سره پر کړې ژمنه ولاړ پاتې نه شول؛ بلکې په هغه حال کې چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) د مدینې یوې برخې ته کنده کنلې وه- چې قابل نفوذ وه- او د دوی محلې بل پلو وې او باید د دښمن د راتګ په مخ کې خنډ شوي وای؛ خو دوی ورغلل او له دښمن سره یې خبرې اترې او مذاکره وکړه، چې هغوی او دښمن-ګډ- له هغه ځایه مدینې ته ورننوځي او له شا پر حضرت پېغمبر اکرم (ص) ګوزار وکړي. آنحضرت د دسیسې په ترڅ کې خبر شو.
مدینه شاوخوا یوه میاشت کلابنده وه او د میاشت په منځ کې ول، چې دوی خیانت وکړ. حضرت پېغمبر اکرم (ص) خبر شو، چې دوی داسې هوډ کړی دی، په یوه خورا هوښیار تدبیر یې یو کار وکړ، چې د هغوی او د قریشو انډیوالي خرابه شي- چې کیسه یې په تاریخ کې راغلې ده- یو کار یې وکړ، چې هغوی او قریش یو پر بل ناډاډمن شي. د حضرت پېغمبر اکرم (ص) یو ښکلی سیاسي جګړه ایز چل همدلته و؛ یعنې دوی یې همدلته ودرول، چې تاوان و نه رسوي او بیا چې قریشو او همژمنو یې ماتې وخوړه او له خندقه پر شا شول او د مکې پر لور ولاړل؛ نو پېغمبر اکرم (ص) مدینې ته راستون شو او پر هماغه ورځ، چې راستون شو، د ماسپښین لمونځ یې وکړ او و یې ویل، چې د مازیګر لمونځ به د بني قریظه وو د کلا مخې ته کوو؛ راځئ، چې هلته ولاړ شو؛ یعنې ان یوه شپه ځنډ یې هم ونکړ، ولاړ او هغوی یې کلابند کړل.
هغوی پینځه ویشت ورځې کلابند او له مسلمانانو سره یې اخ و ډب درلود، بیا یې حضرت پېغمبر اکرم (ص) ټول جګړه مار سړي ووژل؛ ځکه خیانت یې خورا ستر و او د سمونې وړ نه ول. حضرت پېغمبر اکرم (ص) له دوی سره داسې چلن وکړ؛ یعنې له یهود دښمن- عمدتا د بني قریظه و کیسه، مخکې ترې د بني نضیر او ورپسې د خیبر یهودان- نه یې داسې په تدبیر، ځواک، پیګیرۍ او په سترو انساني اخلاقو مسلمانان خلاص کړل.
په دې یوه کیسه کې هم حضرت پېغمبر اکرم (ص) له خپلې کړې ژمنې او خبرې پر شا نه شو، ان د اسلام دښمنان هم دا خبره مني او منښته پرې کوي، چې په دې معاملو کې حضرت پېغمبر اکرم (ص) کله هم ژمنماتي و نه کړه او هغوی ول، چې ژمنماتي یې کوله.
څلورم دښمن منافقین ول. منافقین د خلکو په منځ کې ول، هغوی چې په ژبه یې ایمان راوړی و؛ خو په باطن کې یې ایمان نه درلود؛ پرېوتي وګړي، معاند، کینه کښ تنګ نظري، له دښمن سره یولاسېدو او همکارۍ ته چمتو؛ خو سازمان نیافته.
له یهودو سره یې توپیر همدا و. حضرت پېغمبر اکرم (ص) له سازمان یافته دښمن سره، چې چمتو او یرغل ته په تمه دی، چې ضربه ووهي؛ لکه له یهودو سره چې یې چلن وکړ، داسې چلن کوي او هغوی ته امان نه ورکوي؛ خو دښمن چې سازمان یافته نه دی او وګړیز ځیلونه، دښمنۍ او خباثتونه لري، بې ایمانه دی؛ نو زغمي یې. عبدالله بن ابی د حضرت پېغمبر اکرم (ص) له دښمنانو ځنې یو خورا دښمن وګړی و. تقریبا د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د عمر تر روستي کاله پورې ژوندی و؛ خو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورسره بد چلن و نه کړ.
سره له دې چې ټول پوهېدل، چې منافق دی؛ خو له هغه سره یې ګوزاره کوله او د نورو مسلمانانو په څېر ورسره چلېدل، له بیت الماله یې خپله برخه ورکوله، امنیت یې خوندي او درناوی یې هم کېده. سره له دې چې هغوی دومره رذالتونه او خباثتونه کول، چې په بقره سورت کې د همدې منافقینو په باب خبرې شوې دي؛ خو چې کله همدوی منافقینو په مدینه کې یو سازمان موندلی چار وکړ؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورپسې ورغی.
د ضرار جومات په کیسه کې دوی ولاړل او یو مرکز یې ځان ته جوړ کړ؛ یا له اسلامي نظامه بهر- یعنې له هغوی سره، چې په روم امپراطورۍ کې وو؛ لکه راهب ابوعامر- یې اړیکې ټینګې کړې او سریزې یې چمتو کړې وې، چې د روم په مرسته په حضرت پېغمبر اکرم (ص) پسې لښکر راولي؛ نو دلته حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورپسې ورغی او جومات یې وروسوځاوه او له خاورو سره یې یو ځای کړ، چې جوړ کړی یې و او و یې ویل: دا جومات، جومات نه دی او دا جومات د خدای د نامې او د خلکو پر خلاف د دسیسو مرکز دی.
یا هلته چې له همدې منافقینو ځنې یوه ډله ولاړه او خپل کفر یې څرګند کړ او له مدینې ووتل او په یوه ځای کې یې یو لښکر راټول کړ؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) مبارزه ورسره وکړه او و یې ویل: که رانږدې شول؛ نو ورپسې به ورشو او و به جنګېږو ورسره. سره له دې چې په مدینه کې دننه هم منافقین ول؛ خو حضرت پېغمبر اکرم (ص) له هغوی سره کار نه درلود؛ نو له درېیمې ډلې سره یې سازمان منلی پرېکنده چلن وکړ؛ خو له څلورمې ډلې سره یې نرم چلن وکړ؛ ځکه سازمان موندلي نه ول او خطر یې وګړیز خطر و او ډېری يې حضرت پېغمبر اکرم (ص) په خپل چلن خېجله کړل.
پینځم دښمن هغه دښمن و، چې په هر مسلمان او مؤمن کې دنننه و او تر ټولو دښمنانو خطرناک دښمن هم همدا و. دا دښمن په موږ کې هم شته دی: ځاني غوښتنې، ځان غواړي،کږلارۍ ته لېوالتیا او هغه تېروتنې، چې انسان یې په خپله سریزې چمتو کوي.
حضرت پېغمبر اکرم (ص) له دې دښمن سره هم کلکه مبارزه وکړه؛ خو له دې دښمن سره مبارزه، په توره نه وه، په ښوونه، روزنه، تزکیه او ګواښلو ده؛ نو کله چې خلک له هومره زحمت ګاللو روسته له جګړې راستانه شول؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورته وویل: تاسې له کوچني جهاد نه راستانه شوئ او اوس په ستر جهاد لګیا شئ.
ډېره هېښنده ده یا رسول الله! ستر جهاد یې کوم یو دی؟ موږ له دومره ستریا او زحمت سره جهاد وکړ؛ مګر تردې هم بل ستر جهاد شته دی؟ و یې ویل: هو! له خپل نفس سره جهاد؛ البته ځینې منافقین هم د الذین فی قلوبهم مرض له ډلې ځنې دي؛ خو هر څوک چې الذین فی قلوبهم مرض دي- یعنې په زړه کې یې رنځ دی- د منافقینو له ډلې ځنې نه دي؛ کله مؤمن دی؛ خو په زړه کې یې رنځ دی.
دا رنځ؛ یعنې څه؟ یعنې اخلاقي او شخصیتي کمزورۍ او بېلابېلو ځاني غوښتنو ته ورلېوالتیا، چې که مخه یې و نه نیسې او په خپله مبارزه ورسره و نه کړې؛ نو ایمان به دې درځنې واخلي او له دننه به دې تش او وروست کړي او چې کله ایمان یې درځنې واخست؛ نو زړه به دې بې ایمانه او ظاهر به دې ایمانوال وي؛ نو بیا ددې وګړي نامه منافق وي او که خدای مه کړه، زموږ او ستاسې زړه له ایمانه تش شي، حال داچې ظاهر مو ایمانوال دی؛ نو ایماني او اعتقادي زړه تړنې او پابندۍ به له لاسه ورکړو؛ خو په عین حال کې په خوله به مو هماغه د پخواني ایمان خبرې وي، دې ته نفاق وايي، چې یو خطر دی. قرآن وايي: (( ثم کان عاقبة الذین اساوا السوای ان کذبوا بایات الله[2])) هغوی چې ناوړچاري وکړه؛ نو خورا ناوړه به یې په نصیب شي. هغه خورا ناوړه څه دي؟ د الهي آیتونو دروغجنول. په بل ځای کې وايي: هغوی چې په دې ستره دنده- د خدای په لار کې انفاق- باندې عمل و نه کړ ((فاعقبهم انفاقا فی قلوبهم الی یوم یلقونه بما اخلفوا الله ما وعدوه و بما کانوا یکذبون[3]))داچې له خدای سره یې د ژمنې پرخلاف وکړل؛ نو په زړونو کې یې نفاق راغی.
د اسلامي ټولنې لپاره ستر خطر دادی. په تاریخ کې چې په هر ځای کې چې وینئ، چې اسلامي ټولنه کږلارې شوې ده، له همدې ځایه کږلارې شوې ده. شونې ده، چې بهرنی دښمن راشي او ځپنه وکړي، ماتې ورکړي، لوټ مار و کړي؛ خو له منځه يې وړای نشي؛ بالاخره ایمان پاتېدونکی دی او په یوه ځای کې خپل سر راپورته کوي او رازرغونېږي؛ خو په هغه ځای کې چې د انسان دا دنننی دښمن یرغل وکړي او انسان له دننه تش کړي؛ نو لاره ترې کږېږي. په کوم ځای کې چې کږلاري ده، سرچینه یې همدا ده. حضرت پېغمبر اکرم (ص) له دې دښمن سره هم مبارزه وکړه.
حضرت پېغمبر اکرم (ص) په خپلو کړنو کې مدبرانه چلن وکړ او سرعت عمل یې درلود. اجازه یې ور نه کړه، چې په یوه معامله کې هم وخت ترې تېر شي. وګړیز پاکوالی او قناعت یې درلود او هېڅ د کمزوزتیا ټکی یې نه درلود. هغه پاکلمنی او سوتره و، چې دا په خپله د اغېزمنۍ خورا مهم لامل دی. موږ باید زده کړو؛ له دې خبرو ځنې ډېری خبرې باید ما ته وشي؛ زه یې باید زده کړم، چارواکي یې باید زده کړي. په کړنو اغېزمنېدل تر په ژبه له اغېز شیندلو خورا ژور او پراخ بنسټه دي. هغه پرېکندتوب او صراحت درلود. حضرت پېغمبر اکرم (ص) کله هم دوه سرې خبره و نه کړه؛ البته چې کله له دښمن سره مخېده، دقیق سیاسي کار یې کاوه او دښمن به یې په اشتباه کې اچاوه، په ډېری ځایونو کې حضرت پېغمبر اکرم (ص) خپل دښمن غافله کړی دی، څه له پوځي پلوه، څه له سیاسي پلوه؛ خو له مؤمنینو او خپلو خلکو سره یې تل پرېکنده، رڼې او روښانه خبرې کولې او سیاست یې ورسره نه کاوه او په ډېری ځایونو کې یې نرم دریځي کوله؛ لکه د عبدالله بن ابی په معامله کې، چې کیسه یې اوږده ده.
آنحضرت هېڅکله له خلکو او ډلو-ان له دښمنانو سره او ان د مکې له کفارو- سره له خپلې کړې ژمنې او تړونه پر شا نه شو. حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورسره خپله کړې ژمنه او تړون مات نه کړ؛ خو مخالفینو به ماتول. حضرت پېغمبر اکرم (ص) پرېکنده ځواب ورکړ. له چا سره یې تړلی تړون مات نه کړ؛ نو ټول پوهېدل، چې که له دې سړي سره تړون وشي؛ نو تړون یې د ډاډ وړ دی، بلخوا حضرت پېغمبر اکرم (ص) هېڅکله خپله خاکساري او تضرع له لاسه ور نه کړه او له خدای سره یې خپله اړیکه ورځ تر بلې ډېره کړه.
د جګړې په ډګر کې، هماغه مهال، چې خپل ځواکونه یې منظمول، هڅونه یې کوله، په خپله به وسلوالېده او پرېکنده بولندوي به یې کوله یا به یې ښوونه ورته کوله، چې څه وکړي. په ګونډو به شو او لاسونه به یې خدای ته پورته کړل او د خلکو په مخ کې یې اوښکې تویېدې او له خدای سره به یې خبرې کولې: پالونکیه! ته مرسته راسره وکړه؛ پالونکیه! ته مو ملاتړ شه! ته دې په خپله دښمنان لرې کړه. نه یې دعا لامل شوه، چې له خپل ځواکه کار وانخلي او نه یې له خپل ځواکه کار اخستنه لامل شوه، چې توسل، تضرع او له خدای سره له اړیکې غافل شي؛ دواړو ته یې پام و.
هېڅکله له دښمنه و نه ډارېد. حضرت امیرالمؤمنین –چې د مېړنتوب بېلګه ده- وايي: په جګړه کې به چې حالات ستونزمن شول؛ نو حضرت پېغمبر اکرم (ص) ته به مو پناه وروړه. په کوم ستونزمن چار کې به چې څوک ښکېل شو؛ حضرت پېغمبر اکرم (ص) ته به یې پناه وروړه. هغه لس کاله حکومت وکړ؛ خو کومې چارې چې آنحضرت په دې لسو کلونو کې وکړې، که یوه پیاوړي ټيم ته یې ورکړو؛ نو په سلو کلونو کې به یې هم ونشي کړای، که موږ نن خپل ترسره کړې چارې له هغه څه سره پرتله کړو، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) کړي دي؛ نو هغه مهال به پوه شو، چې آنحضرت څه کړي دي. د هغه حکومت سمبالنه، د هغه ټولنې جوړول، د هغه بېلګې جوړول، د حضرت پېغمبر اکرم (ص) له معجزاتو ځنې دي. خلکو لس کاله ورسره شپه و ورځ ژوند وکړ، کور ته یې ورغلل او آنحضرت یې کور ته ورغی، په جومات کې سره یو ځای ول، پر لار سره یو ځای ول، یو ځای یې سفرونه وکړل، یو ځای سره ویده شول، یو ځای یې سره لوږې تېرې کړې دي، یو ځای یې ښادۍ کړې دي.
د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د ژوند چاپېریال هم یو خوشحاله چاپېریال و، له وګړیو سره یې ټوکې ټکالې کولې، سیالۍ به یې کېښوولې او په خپله یې هم ګډون پکې کاوه. هغه خلکو چې لس کاله ژوند ورسره کړی دی، ورځ په ورځ یې پر آنحضرت ګروهه او په زړونو کې یې ورسره مینه ژوره شوې ده. د مکې په سوبه کې چې کله ابوسفیان د عباس – د حضرت پېغمبر اکرم (ص) تره- په ملاتړ د آنحضرت غونډ ته ورغی، چې امان ترې واخلي، سهار وختي یې ولیدل، چې حضرت پېغمبر اکرم (ص) اودس کوي او خلک ترې راټول شوي دي، چې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د اودس اوبه د تبرک لپاره راواخلي! و یې ویل: ما کسری او قیصر – د نړۍ ځواکمن واکمنان- لیدلي؛ خو د هغوی دومره درناوی مې نه دی لیدلی. هو! مانیز عزت، واقعي عزت دی (( ولله العزة و لرسوله و للمؤمنین[4])) مؤمنین هم که پر هغه لار ولاړ شي؛ نو عزت لري.
[1]. د فتح سورت لومړی آیت.
[2].د روم سورت، لسم آیت.
[3]. د توبه سورت، ۷۷ آیت.
[4]. د منافقون سورت، ۸ آیت. ژباړه:
-
ټیګونه:
- له اسلامي نظامه پاسوالي