جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه له امام جعفر صادق (رح) سره له مناظرې نه وروسته د خداى د منكر مسلمانيدل    “عبدالملك” په مصر کې اوسيده او د زوى نوم يې عبدالله و او خلكو په ورته “ابو عبدالله” (د عبدالله پلار) ويل. عبدالملك له خدايه منكر او ګروهه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

له امام جعفر صادق (رح) سره له مناظرې نه وروسته د خداى د منكر مسلمانيدل

   “عبدالملك” په مصر کې اوسيده او د زوى نوم يې عبدالله و او خلكو په ورته “ابو عبدالله” (د عبدالله پلار) ويل. عبدالملك له خدايه منكر او ګروهه يې لرله چې كائنات پخپله جوړ شوى دى. هغه اورېدلى و، چې امام جعفر صادق په مدينه کې اوسيږى

نو د خداى پېژندنې په نيت مدينې ته روان شو، چې له امام جعفر صادق سره مناظرې وكړى. په مدينې کې يې د امام جعفر صادق پوښتنه وكړه نو ورته وويل شو چې “امام حج ته تللى دى”؛ نو هغه ورپسې مکې ته ولاړ هلته ګورى چې امام صادق پر طواف بوخت دى د خلكو په ليكو کې ورګد شو او (له ډېرې كينى يې) امام جعفر صادق ته ټيله وركړه، امام په ډېري نرمى سره ورته وويل: ستا څه نوم دى؟

عبداملك: زما نوم عبدالملك (د باچا بند) دى.

امام: كنيت دې څه دى؟

عبدالملك: ابو عبدالله (د خداى د بنده پلار)

امام: “دغه باچا (واكمن) چې ته يې بنده يې (لكه څنګه چې ستا له نامه څرګنديږى) د ځمکې باچا او واكمن دى كه د آسمان ؟ (ستا د كنيت له مخې) ستا زوى د خداى پاك بنده دى؛ نو دا راته ووايه چې هغه د اسمان خداى دى او كه د ځمکې؟ كه هر ځواب دې راكړ؛ نو پړيې”

عبدالملك چوپ و او ځواب يې ورنه کړاي شو دلته د امام شاګر هشام بن حكم موجود و او عبدالملك وويل:” ولې امام ته ځواب نه وركوى؟”

پر عبدالملك د هشام خبره بده ولګېد او د مخ رنګ يې واوړيد.

امام ورته په نرمى وويل:”لږ صبر وكړه او له طوافه وروسته به خبرې اترې وكړو بيا عبدالملك امام ته راغى او مخامخ ورته كېناست دا وخت د امام يو شمېر شاګردان هم موجود وو او مناظره پيل شوه.

امام: آيا دا منې چې دا ځمكه لاندې باندې، ظاهر او باطن لرى؟

د خداى منكر: هو

امام: آيا ځمكې ته لاندې تللى يي؟

دخداى منكر: نه.

امام: نو بيا څه پوهېږې چې تر ځمکې لاندې څه خبر دى؟

د خداى منكر: تر ځمکې لاندې له څه نه خبر نه يم؛ خو ګومان كوم چې څه نشته.

امام: ګومان او شك خو يو ډول بى وسى ده، چې يقين ته دې نه شى رسولاى او دا راته وايه چې آسمان ته ختلى يې؟

د خداى منكر:نه

امام: آيا درته معلومه ده چې په اسمان کې څه حال دى او څه څه څيزونه پکې دى.؟

دخداى منكر: نه

امام: عجيبه خبره ده ته نه مشرق ته تللى يې او نه مغرب ته نه تر ځمکې لاندې تللى او نه له آسمانونو څخه تېر شوى يې، چې پوه شى هلته څه دى او بيا هم په دومره ناپوهى سره سره منكر يې (ته چې د موجوداتو له كوز او پاس نظم او تدبيره چې د خداى پاك پر شتون ګواهى وركوى ناخبره يې نو بيا ولې له خدايه منكر يې؟) آيا عقلمن سړى چې له يو څيز خبر نه وى ترې منكريږى؟

د خداى منكر: تر اوسه پورې هيچا راسره داسې خبرې نه دى كړى (او نه يې په خبرو کې بند كړى يم)

امام: نو ته په دې باره شك لرى چې کېداى شى په آسمان کې پاس او تر ځمکې لاندې به څه وى او كه نه؟

دخداى منكر: هو، کېداى شى چې همداسې وى (دخداى د انكار له مرحلې د شك او حيرانى پړاو ته ورسېد)

امام: څوك چې ناپوهه او ناخبره وى، پرداسې چا دليل نه شى راوړى چي پوه او باخبره وى.

اى زما مصرى وروره: واوره او په ياد مو اوسه چې موږ هيڅ كله د خداى پاك په شتون کې شك نه لرو ته لمر، سپوږمى، شپه او ورځ نه وينې چې د افق په مخ څرګنديږى او مجبوراً په خپل ټاكلې بهير کې ګرځى راګرځى اوس له تانه پوښتنه كوم، چې كه لمر او سپوږمى د تللو وس (او اختيار) لرى نو بيا ولې بيرته راستنيږى او كه مجبور نه وى؛ نو بيا ولې شپه، ورځ کېږي نه او پرعكس (اپوټه) ورځ شپه کېږي نه؟

   اى زما مصرى وروره! پر خداى قسم چې هغوې پر خپل تلونکې بهير مجبور دى. او هغه چې دوى يې مجبور كړى تر دوى زيات واكمن او د چارو واګى يې ټينګى په اختيار کې دي.

د خداى منكر: رښتيا دې وويل.

امام: زما مصرى وروره! تاسې ګروهمن اوسئ او ګومان كوى چى “زمانه يا وخت” د موجوداتو چلوونکې ده او خلك پر مخ وړى نو بيا ولې “زمانه” هغوى بېرته نه راستنوى او كه ستنوى يي؛ نو ولې يې نه وړى؟ 

زما مصرى وروره! ټول مجبور او ناچار دى، ولې آسمان پاس او ځمكه لاندې جوړ شوې؟ ولې آسمان پر ځمكه نه رالويږى او ځمكه د خپلو پورتنيو طبقو له منځه دباندې نه رواځى او په آسمان پورې نه نښلى او موجودات هم له هغى پورې نه نښلى؟ (د امام خبرو عبدالملك د شك له مرحلې نه د ايمان مرحلى ته راورسو) او ايمان يې راوړ د خداى پاك پر وحدانيت او د اسلام پر حقانيت يې ګواهى وركړه او ويى ويل: “خداى هغه دى چې د ځمکې او آسمانونو پالوونکې، واكمن او ساتندوى دى”

   د امام شاګرد “حمران” امام ته وويل:”له تا ځار شم كه د خداى منكرانو ستاسو له لارى ايمان راوړ او مسلمانان شول؛ نو كافران هم ستاسو د نيک (حضرت محمد (ص)مصطفى) په لاس ايمان راوړ”

   نوى مسلمان (عبدالملك) امام ته وويل: “ما د شاګرد په توګه ومنه!!”

امام جعفر صادق (خپل نامتو شاګرد) هشام بن حكم ته وويل:

عبدالملك له ځان سره بوځه او د اسلام حكمونه ور وښيه”.

هشام عبدالملك ته د اسلام اصول، عقائد او احكام ورزده كړل، چې د يوې پاكې او رښتينى عقيدې خاوند شو او امام د دغه مؤمن ايمان او د هشام د ښوونى طريقه خوښه كړه[1].

[1] (وګورئ: اصول کافي 1/72-73)

سرچینه : مناظرې، لیکوال : محمد محمدي اشتهاردي

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!