تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۷ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر(رض)؛ “چوتره مېشت” صحابي و   حضرت ابوذر(رض) به شپه او ورځ د پېغمبراکرم(ص) په جومات كې پروت و،خداى ته به يې زارۍ او عبادتونه كول . د نورو په څېر يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۷ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

حضرت ابوذر(رض)؛

“چوتره مېشت” صحابي و

 

حضرت ابوذر(رض) به شپه او ورځ د پېغمبراکرم(ص) په جومات كې پروت و،خداى ته به يې زارۍ او عبادتونه كول . د نورو په څېر يې ځان د دې دنيا په نعمتونو نه و بوخت كړى او له نورو اصحابو سره يې (چې كور او ژوند يې نه درلود) د جومات پر صفه (چوتره) ژوند كاوه؛دوى د پېغمبر اکرم(ص) سرتېري ياران ول او چې پېغمبراکرم (ص) به پرې غږ وكړ؛ نو تر ټولو مخكې به په لومړۍ ليكه كې ولاړ ول. پېغمبراکرم(ص) به دوى د شپې پر خپلو اصحابو ويشل او يو شمېر يې له ځان سره بوتلل،چې حضرت ابوذر(رض) به هم و.

خداى د حضرت ابوذر(رض) مل و او ستره نېكمرغي او ثواب يې ور په برخه كړى و،د زړه زنګونه يې لرې شوي ول؛خداى ورته رښتينه ژبه، لويه سينه،رڼې سترګې او حق اورېدونكي غوږونه وركړي ول؛د حضرت محمد (ص) خبرې يې د زړه په غوږونو اورېدې او خلكو ته يې كولې . په غزا كې يې توره وهله او د سولې پر ورځ به يې له پېغمبراکرم )ص) علم او دين زده كاوه، تردې چې دومره علم يې زده كړ،چې د اسلام له لويو محدثيونو او راويانو وګڼل شو. په تقوا او نېكچارۍ دومره مشهور شو،چې پېغمبراکرم (ص) به يې د تقوا ستاېنې كولې.

يوه ورځ حضرت عمر(رض) جومات ته راننووت،چې حضرت ابوذر(رض) له ځانه يو تور څادر راتاو كړى،په ګوټ كې ګوښې ناست و. حضرت ابوذر(رض) ته يې وويل: ولې ځان ته ناست يې؟

حضرت ابوذر(رض) : كېنه…. له بدانو سره تر ناستې پاستې يوازېتوب ښه دى او له يوازېتوبه له نېكانو سره ناسته پاسته ښه ده .

حضرت ابوذر او حضرت عمر(رضی الله عنهما) دواړه پر خبرو بوخت شول . ډلې ډلې مسلمانان د ماښام لمانځه ته راننووتل . حضرت بلال(رض) اذان وكړ او پېغمبراکرم(ص) هم له كوره راووت .تر لمانځه وروسته مسلمانان پر پېغمبراکرم (ص) راټول شول او خبرو ته يې غوږ نيولى و. حضرت ابوذر(رض) هم د پېغمبراکرم (ص) خبرو ته په مينه او اخلاص غوږ و؛ د ماسخوتن تر لمانځه وروسته خلك خپلو كورونو ته روان شول او جومات خالي شو،يوازې هغه “اصحاب صفه” پاتې شول،چې په جومات كې ويدېدل . پېغمبراکرم (ص) هم كور ته روان شو او اصحاب ويده شول . نيمه شپه تېره شوې وه،چې پېغمبراکرم (ص) له كوره راووت او جومات ته راغى او حضرت ابوهريره(رض) ته يې وويل : ملګرو ته دې غږ كړه،چې راشي .

حضرت ابوهريره(رض)په بېل بېل پسې ولاړ او هر يو يې راپاڅاوه . حضرت ابوذر(رض) يې هم راپاڅاوه او ټول له پېغمبراکرم(ص) سره كېناستل.دا ټول اصحاب 30 تنه ول . پېغمبراکرم (ص) له ځان سره راووړې ډوډۍ ورته مخې ته كېښووه،ورته يې وويل : د خداى په نامه يې په خوړو پيل كړئ . قسم پر هغه خداى چې محمد يې پېدا كړى، چې د محمد كورنۍ هم همدغه ډوډۍ خوړلې ده.

تر خوړو وروسته ولاړل،چې ويده شي؛ ټول ويده شول او په جومات كې چوپه چوپتيا شوه. د حضرت ابوذر(رض) هم سترګې ورغلې وې، چې د جامو ښکالو او کښهار يې واورېد؛سترګې يې پرانستې، ويې لېدل،چې پېغمبراکرم(ص) له كوره جومات ته را روان دى،بې له دې چې له ځايه وخوځي،پېغمبراکرم(ص) ته ځير شو،چې جومات ته ولاړ او پر لمانځه ودرېد . حضرت ابوذر(رض)هماغسې ځير و او غوږ يې نېولى و،چې پېغمبراکرم (ص) په زارۍ د مائدې ١١٨ آيت لوسته[إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ =(اوس) كه ته هغوى ته سزا وركړې؛نو ستا بندګان دي (او ستا له سزا د تښتېدو وس نه لري) اوكه يې وبښې؛ نو په رښتيا چې يوازې ته بريمن (او) د حكمت خاوند يې . ( نه ستا سزا د بې حكمتۍ نښه ده او نه يې بښنه د کمزورۍ . )  ))

حضرت ابوذر (رض) هماغسې په خاورو كې پروت و او ليدل يې،چې پېغمبراکرم(ص) ركوع ته ځي او بيا سجده كوي او هماغه آيت پکې وايي .

آنحضرت(ص) تر سهاره عبادت وكړ. حضرت ابوذر(رض) هم غلى د پېغمبراکرم په خوا كې ودرېد،چې ځان په راز پوه كړي.
ويې ويل : د خداى رسوله ! دا آيت دې تر سهاره وايه،دا ولې؟ د خداى رسول(ص) وويل : له خداى نه مې شفاعت وغوښت او را يې كړ، چاچې شرك ونه کړ،خداى ورته شفاعت وركوي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!