تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الدُّخان سورت الدخان سورت، نهه پنځوس (59) آیتونه لري، په مکه کې نازل شوی او پینځم سورت دی، چې په مقطعه (حم) توریو پیلېږي. د«دخان» کلمه د لوګي په مانا ده او دوه ځل په قرآن کې راغلې ده، یو ځل چې د نړۍ د پیل په اړه، په فصلت سورت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الدُّخان سورت

الدخان سورت، نهه پنځوس (59) آیتونه لري، په مکه کې نازل شوی او پینځم سورت دی، چې په مقطعه (حم) توریو پیلېږي.

د«دخان» کلمه د لوګي په مانا ده او دوه ځل په قرآن کې راغلې ده، یو ځل چې د نړۍ د پیل په اړه، په فصلت سورت کې راغلې او بل ځل چې د نړۍ پای ته اشاره کوي، د الدخان سورت په ۱۱ آیت کې راغلې ده.

ددې سورت ډېر مطالب، د قرآن د عظمت په اړه دي او داچې د قدر پر شپه نازل شوی او همداراز د توحید، د کفارو برخلیک، د حضرت موسی، بني اسرائیلو او فرعون کیسه یې راخستې او همداراز دې ته اشاره کوي چې د آسمانونو او ځمکې پنځون خوشې په خوشې نه دی.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

حم«1» وَ الْکِتابِ الْمُبِینِ«2»= 1 حا، ميم. 2 پر څرګندوى كتاب (قرآن) قسم!

إِنّا أَنْزَلْناهُ فِی لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ إِنّا کُنّا مُنْذِرِینَ«3»= په یقین چې موږ دا په یوې بركتناكې شپې كې نازل کړې؛ په رښتینه کې موږ تل ننګوونکي يو.

 

ټکي:

* د«مبارک» کلمه له «برکت» اخستل شوې او د پایښتي خیر ښېګڼې په مانا او ضد یې د «شوم» (یا سپېرتوب) کلمه ده.

*له مبارکې شپې مراد، هماغه د قدر شپه ده، چې په رمضان میاشت کې ده. «شَهْرُ رَمَضانَ الَّذِی أُنْزِلَ فِیهِ الْقُرْآنُ»[1]

* مقطعه توریو ته ډېرې ماناوې ویل شوي، چې شونې ده غوره یې دا وي؛ قرآن، دا ستره الهي معجزه، له همدې توریو جوړه شوې ده؛ لکه څنګه چې په شوری سورت کې تر (حم عسق) توریو روسته وايي: «کَذلِکَ یُوحې» موږ په دې توګه وحې کوو؛ البته په ځینو روایتونو کې راغلي، چې دا توري خواله ده او بې له الله تعالی هېڅوک هم نه پرې پوهېږي[2].

* د«مبین» کلمه له «ابانة» اخستل شوې او د څرګند/روښانه او څرګندوونکي/روښانوونکي په مانا ده. یو ظلم چې پر قرآن شوی دادی، چې ځینو مشرانو وویل: قرآن، قطعی الصدور و ظنّی الدلاله دی. د الله تعالی له لوري د قرآن رالېږل قطعي او پرېکنده دي؛ خو د قرآن دلایل راڼه او روښانه نه دي او مفاهیم یې ظنّي/ګوماني دي؛ خو دا د قرآن په اړه ‏یو څرګند بېځایه اجتهاد دی؛ ځکه قرآن څو ځل ویلي، چې زه رڼا یم، روښنګر یم او د حق او باطل ترمنځ د برید روښانونکی یم؛ لکه څنګه چې په دې آیتونو کې وايي: «الْکِتابِ الْمُبِینِ»

البته په قرآن کې متشابه آیتونه شته، چې څو ماناوې لري؛ خو ددې آیتونو مانا هم د نورو آیتونو تر سیوري لاندې روښانېږي.

* قرآن له هر لوري مبارک دی:

الف) د نازلوونکي له اړخ. «تَبارَکَ الَّذِی نَزَّلَ الْفُرْقانَ»[3]

ب) پخپله قرآن مبارک دی. «کِتابٌ أَنْزَلْناهُ إِلَیْکَ مُبارَکٌ»[4]

ج) د نازلېدو د ځای له اړخ « بِبَكَّةَ مُبَارَكً» [5]

د) د نازلېدو د وخت له اړخ. «فِی لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ»

* پوښتنه: که د قرآن نزول په قدر شپه کې و؛ نو د ۲۳ کلونو په ترڅ کې پر پېغمبراکرم (ص) د آیتونو نزول په څه مانا دی ؟

ځواب: قرآن په قدر شپه کې یوځلي او یوځای د پېغمبر اکرم (ص) پر زړه نازل شوی او بل ځل، د ۲۳ کلونو په ترڅ کې پرې ورنازل شوی دی؛ لکه څنګه چې د جامو صندوق یوځای یو وګړي ته ورکوئ او په بل پړاو کې د صندوق خوله پرانځئ او په جلا جلا توګه جامې ورښیئ یا یو څوک درته د حافظ شیرازي د شعر کتاب یوځای درکوي او په هر مناسبت یې یو څو بیتونه درته وايي.

*په دې آیت کې، د قرآن د نزول مهال مبارک شمېرل شوی او په نورو آیتونو کې د عذاب د نزول مهال نحس ویل شوی دی، «أَیّامٍ نَحِساتٍ» [6]اصولاً د مهال مبارکوالی او منحوسوالی (سپیرتوب) یا د خوږو او ترخو پېښو په پار دی، چې پکې ترسره کېږي او یا پخپله په هغه مهال کې یوه ځانګړنه وي، چې موږ پرې نه پوهېږو؛ لکه څنګه چې قرآن په سهار کې د استغفار ستاینه کوي؛ نو څرګندېږي، چې پدغه وخت کې یوه ځانګړې ځانګړنه ده، چې موږ پرې نه پوهېږو.

 

پېغامونه:

1- قرآن د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په پېر کې سپېڅلی کتاب و.(الله تعالی پرې سوګند یادوي) «وَ الْکِتابِ»

2- قرآن، رڼا ته د انسانانو د لاسرسي لپاره له لوړ مقامه نازل شوی دی. «أَنْزَلْناهُ»

3-مهالونه سره توپیر لري او ځینې یې پر ځینو سپېڅلتیا او غوراوی لري. «لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ»

4-مانیزو چارو ته شپه مناسب مهال دی. «لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ»

5-د ګواښګرندیو لېږل یو الهي قانون دی. «کُنّا مُنْذِرِینَ»

6-غافلو خلکو ته ګواښنه تر زېري ګټوره ده. «مُنْذِرِینَ»

 

فِیها یُفْرَقُ کُلُّ أَمْرٍ حَکِیمٍ«4»= پر هغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي؛

 

پېغامونه:

1-قدر شپه په هر کال کې تکرارېږي. «یُفْرَقُ» (مضارع فعل د استمرار نښه ده)

2-د قدر شپې مقدرات په کلیدي او بنسټیزو چارو کې وي. «کُلُّ أَمْرٍ حَکِیمٍ»؛ یعنې هر استوار، ټینګ او جرړې والا چار.

3-قدر شپه، د برخلیک شپه ده. «فِیها یُفْرَقُ کُلُّ أَمْرٍ حَکِیمٍ»

 

أَمْراً مِنْ عِنْدِنا إِنّا کُنّا مُرْسِلِینَ«5»= (هو! د قرآن د نازلېدو) امر زموږ له لوري و؛ (ځکه) چې موږ [د پېغمبرانو] لېږونکي وو.

رَحْمَهً مِنْ رَبِّکَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ«6»= (او دا) ستا د پالونكي له لوري لورنه ده، چې په حقيقت كې يوازې هغه پوه اورېدونكى دى.

 

ټکي:

* هم الله تعالی د لورنې سرچینه ده، «الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ» هم پېغمبر د لورنې تومنه ده، «رَحْمَهً لِلْعالَمِینَ»[7] او هم قرآن د لورنې کتاب دی. «رَحْمَهً مِنْ رَبِّکَ»

* د قرآن برم او عظمت ته همدومره بس چې:

په قدر مبارک شپه کې نازل شوی دی. «فِی لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ»

خبرداري ته څرګند کتاب دی. «الْمُبِینِ»

د الله تعالی له لوري لورنه ده. «رَحْمَهً مِنْ رَبِّکَ»

 

پېغامونه:

1-د قرآن نزول، د الله تعالی په نزد یوه مهمه مسله ده. «أَمْراً مِنْ عِنْدِنا»

2-د قرآن په نزول کې بیخي د بل چا لاس نه و.( إِنّا أَنْزَلْناهُ… أَمْراً مِنْ عِنْدِنا)

3-د قدر شپې ټولې چارې، د الله تعالی تر څارنې لاندې دي. «أَمْراً مِنْ عِنْدِنا»

4-د آسماني کتابونو او انبیاوو لېږل یو الهي دود دی. «إِنّا کُنّا مُرْسِلِینَ»

5- یوازې د کتاب لېږل بسیا نه دي؛ بلکې ویوونکي ته یې هم اړتیا ده. ( إِنّا أَنْزَلْناهُ… إِنّا کُنّا مُرْسِلِینَ)

6-له ګواښګرندي پېغمبر سره د کتاب د نزول موخه، لورنه او روزنه ده.«رَحْمَهً مِنْ رَبِّکَ»

7-په نورو وګړیو یا قوانینو پسې مه ځئ، چې واقعي، دایمي پوه او باخبر یوازې هغه دی او د کتاب نزول، د پېغمبرانو لېږل، د قدر شپې مقدرات، ګرد دهغه د علم له مخې زموږ اړتیاوو ته دي. «إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ»

 

رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُما إِنْ کُنْتُمْ مُوقِنِینَ«7»=که باوري ياست، د اسمانونو او ځمكې او د هغو څيزونو پالونكى دى، چې د دواړو ترمنځ دي.

 

پېغامونه:

1- هستي تر یوه ربوبیت او مدیریت لاندې ده. (رَبِّکَ… رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُما)

2- قرآن ساده مه انګېرئ، چې رالېږونکی یې د آسمانونو، ځمکې او ټولو ښکارندو پالونکی دی. (إِنّا أَنْزَلْناهُ… رَبِّ السَّماواتِ…)

3-هغه نظام په ښه توګه سمبالولای شي، چې پر حقایقو بشپړه پوهه ولري.«إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

4-د هستۍ په پنځون، سمبالنې، ښیون او تکامل کې ځیرنه د ډاډ او یقین پيدا کېدو لاملېږي.( رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ… إِنْ کُنْتُمْ مُوقِنِینَ)

 

لا إِلهَ إِلاّ هُوَ یُحْیِی وَ یُمِیتُ رَبُّکُمْ وَ رَبُّ آبائِکُمُ الْأَوَّلِینَ«8»= بې له ده  معبود نشته، ژوندي کول كوي او مړه کول كوي، ستاسې پالونكى او ستاسې د نيکونو پالونكى دى.

 

پېغامونه:

1- معبود دې هغه څوک وي، چې د مړه کولو او ژوندي کولو ځواک ولري. «لا إِلهَ إِلاّ هُوَ یُحْیِی وَ یُمِیتُ»

2-ژوندي کول او مړه کول، د الله تعالی همېشنی چار دی.( «یُحْیِی وَ یُمِیتُ» د مضارع فعل په بڼه راغلي ، چې د استمرار او تلتیا نښه ده.)

3-پر هستۍ د الله تعالی ربوبیت، په دې دلیل دی، چې بې له الله بل معبود نشته. (هو، هغه د جغرافیا له نظره، آسمانونه او ځمکه تر خپل ربوبیت لاندې لري. «رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُما» او د تاریخ له نظره، تاسې او نېکونه مو تر ربوییت لاندې لري. «رَبُّکُمْ وَ رَبُّ آبائِکُمُ الْأَوَّلِینَ»)

4-بشري ټولنه د ودې په حال کې ده. «رَبُّکُمْ وَ رَبُّ آبائِکُمُ الْأَوَّلِینَ»

5- مرګ او ژوند د ودې او تکامل پر لور دی. (د «یُحْیِی وَ یُمِیتُ» غونډله- جمله د «ربّ» د دوو کلمو ترمنځ راغلې ده)

6-د نېکونو شرک هم محکوم او غندل شوی دی؛ ځکه الله تعالی زموږ د نېکونو پالونکی هم دی.«رَبُّ آبائِکُمُ الْأَوَّلِینَ»

 

بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ یَلْعَبُونَ«9» فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَأْتِی السَّماءُ بِدُخانٍ مُبِینٍ«10» یَغْشَی النّاسَ هذا عَذابٌ أَلِیمٌ«11»= بلکې دوى شكمن دي (او له حقايقو سره) لوبې كوي. نو دهغې ورځې څارو وسه، چې اسمان شنه لوخړه شي چې خلك رانغاړي، دا دردناك عذاب دى!

 

ټکي:

* په قرآن کې دوه ځل د «فَارْتَقِبْ» کلمه کارېدلې، چې دواړه په الدخان سورت کې ده، دا تعبیر کفارو ته ګواښنه او پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته یو ډول ډاډ ورکول دي.

*که څه ځینو د لوګي راڅرګندېدل، په دنیا کې د سوکړې او بدمرغۍ کنایه نیولې ده؛ خو ظاهراً له لوګي مراد هماغه لوګی دی، چې د قیامت په شاوخوا او پخپله په قیامت کې راڅرګندېږي.

 

پېغامونه:

1- شک دې د پلټنې زمینه او د څېړنې، یقین او ډاډ ته د وررسېدو سریزه شي، نه د غفلت او بطالت زمینه. پایښتی شک رټلی دی او نیوکه پرې شوې ده. «فِی شَکٍّ یَلْعَبُونَ»

2-د توحید په دلایلو کې ابهام او پېچلتیا نشته او د کافرانو د شک جرړه، د دوی زړګنی ځېل دی. «بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ یَلْعَبُونَ»

3-د وحې منکران، کوم منطق او برهان نلري، هڅې او ژوند یې هسې لوبې دي. «فِی شَکٍّ یَلْعَبُونَ»

4-تر استدلال روسته د ګواښنې وار دی. ( رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ… فَارْتَقِبْ…)

5-آسمانونه به په راتلونکي کې د لوګي په بڼه شي.(تَأْتِی السَّماءُ بِدُخانٍ…)

 

 

رَبَّنَا اکْشِفْ عَنَّا الْعَذابَ إِنّا مُؤْمِنُونَ«12»= (وايي:) پالونكيه! عذاب رانه لرې كړه، چې (دادى) مؤمنان يو.

أَنّی لَهُمُ الذِّکْری وَ قَدْ جاءَهُمْ رَسُولٌ مُبِینٌ«13»= (د عذاب تر راكېوتو روسته) اوس چېرې دوی ته پند اخستل ګټه رسوي، حال دا له (معجزو سره) څرګندوى استازى ورته راغى.( او پند يې وانخست)

 

پېغامونه:

1-هغوی چې له دینه لوبه جوړه کړې، یوه ورځ به له غفلت او شکه راووځي او په زاریو به شي.( یَلْعَبُونَ… رَبَّنَااکْشِفْ)

2-د عذاب د لیدو پرمهال توبه اغېز نه لري.( رَبَّنَا… أَنّی لَهُمُ الذِّکْری)

3-د الله تعالی عذاب د ده تر غاړې خلاصونې روسته دی.( هذا عَذابٌ أَلِیمٌ… وَ قَدْ جاءَهُمْ رَسُولٌ…)

4- هم د الله تعالی کتاب روښانوونکی دی، «وَ الْکِتابِ الْمُبِینِ»[8]هم یې استازی. «رَسُولٌ مُبِینٌ»

 

ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَ قالُوا مُعَلَّمٌ مَجْنُونٌ«14»=بيا دوی مخ ترې واړاوه او ويې ويل: ((یو پوهولی لېونى دى.))

إِنّا کاشِفُوا الْعَذابِ قَلِیلاً إِنَّکُمْ عائِدُونَ«15»= [ومو ویل] عذاب لږه (موده درنه) ایسته كوو؛خو (بیا خپل کفر ته) ورګرځئ.

یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَهَ الْکُبْری إِنّا مُنْتَقِمُونَ«16»= (غچ ترې اخلوو) پر هغه ورځ، چې لويه او سخته نيونه وکړو، هو! موږ څارنوال يو.

 

ټکي:

* له ظالمانو د الله تعالی غچ اخستنه، پر هغوی د زړه یخونې لپاره نه؛ بلکې عدالت پلي کېدو ته ده.

* د «بطش» کلمه په هیبت او شدت اخستو ته وايي او ځینو په شدت له اخستو مراد، په بدر جګړه کې د مشرکانو ماتې ګڼلې ده.

 

پېغامونه:

1-سرغړاند خپلو چارو ته مخونې ورکوي.( تَوَلَّوْا عَنْهُ وَ قالُوا…)

2-ځېل هم انسان په کړنو کې کږوي «تَوَلَّوْا» او هم په وینا کې. «مُعَلَّمٌ مَجْنُونٌ»

3- مشرکان وايي، چې انبیاوو له پېریانو زده کړه کړې ده. «قالُوا مُعَلَّمٌ مَجْنُونٌ»

4- الله تعالی څو ځل زارۍ ځواب کړي او خطرونه یې لرې کړي دي. «إِنّا کاشِفُوا الْعَذابِ»

5-ګنهګار، چې کله الهي عذاب وویني، وايي: ایمان مې راووړ. «إِنّا مُؤْمِنُونَ»؛ خو چې خطر تېر شو، بېرته خپل کفر ته ستنېږي. «إِنَّکُمْ عائِدُونَ»

6- انسان هېروونکی دی، له الهي عذابه ‏لا څو ورځې تېرې نه وي؛ چې بیا سرغړونې پیلوي. «قَلِیلاً إِنَّکُمْ عائِدُونَ»

7- الله تعالی د لورنې سرچینه ده؛ خو په ځینو ځایونو کې سخت غوسناک دی؛ هغوی چې وحې لوبې ګڼي، پر سخت الهي عذاب ‏به اخته شي. «الْبَطْشَهَ الْکُبْری»

8-الله تعالی د انبیاوو ملاتړ دی. له هغوی غچ اخلي، چې پېغمبر پېریانی او د پېریانو زده کړیال ګڼي. «إِنّا مُنْتَقِمُونَ»

 

وَ لَقَدْ فَتَنّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَ جاءَهُمْ رَسُولٌ کَرِیمٌ«17»=او په يقين موږ تر دوی مخكې د فرعون قوم ازمېيلى و او یو عزتمن استازى ورغى،

أَنْ أَدُّوا إِلَیَّ عِبادَ اللّهِ إِنِّی لَکُمْ رَسُولٌ أَمِینٌ«18»= (او ورته يې وويل): د الله بندګان راوسپارئ؛ ځكه زه درته امين استازى يم؛

 

ټکي:

* د «فتنه» کلمه په آر کې د اور په بټۍ کې د سرو زرو ویلي کولو ته وايي، چې له ناخالصیو چاڼ شي او بیا هغې سختې ازمېینې ته کارېدلې، چې د انسان جوهر پکې څرګندېږي.

 

پېغامونه:

1-د انبیاوو راتګ، خلکو ته یو ډول ازمېینه ده، چې نغوت شي، څوک حق مني او څوک ځېل کوي.( وَ لَقَدْ فَتَنّا… جاءَهُمْ رَسُولٌ) (شونې ده مراد دا وي، چې له فرعونیانو د خلکو ازادول، له زبېښاکه یې ژغورل او له سپکاوی یې لاس اخستل یوه الهي ازمېینه ده.)

2-الهي ازمېینه یو همیشنی او هرومرو دود او قانون دی.( لَقَدْ فَتَنّا…)

3-د تاریخ عبرتونه هم پېغمبر ته د زړه ټکور دی او کفارو ته ګواښنه. «قَبْلَهُمْ»

4- هغه چې الله تعالی یې ټاکي، باید مخکې له مخکې پکار وړتیا ولري. «کَرِیمٌ»

5-له ظالمانو د مستضعفانو خلاصون، د انبیاوو دنده ده. «أَدُّوا إِلَیَّ عِبادَ اللّهِ» (هو، د بېوزلیو زبېښاک او ترې ناوړګټنه تر ټولو ستر ټولنیز او وټیز فساد دی، چې مبارزه ورسره د انبیاوو د دندو په سر کې ده.)

6-د الله تعالی د بندګانو لاس دې د الهي الیاوو په لاس کې وي. «أَدُّوا إِلَیَّ عِبادَ اللّهِ»

7-خلک د الله تعالی بندګان دي؛ نو ولې یې فرعون خپلې بندګۍ ته راکاږي. «أَدُّوا إِلَیَّ عِبادَ اللّهِ»

8-د انبیاوو مشري، د بشري ګټو په بهیر کې ده. «إِنِّی لَکُمْ رَسُولٌ أَمِینٌ»

9-په ځینو ځایونو کې دې انسان خپل کمالات څرګند کړي. «إِنِّی لَکُمْ رَسُولٌ أَمِینٌ»

10-پر ځان خلک ډاډمنول، په ټولنه کې د بري خواله ده. «إِنِّی لَکُمْ رَسُولٌ أَمِینٌ»

11-د وحې په اخستو کې امانت ساتنه او خلکو ته یې رسول، د انبیاوو له اړینو ځانګړنو ځنې ده.«رَسُولٌ أَمِینٌ»

12-د موسی علیه السلام له لوري د بني اسرائیلو د خوشې کولو غوښتنه د رسالت د دندې په پار ده، نه له خپل قومه د ملاتړ په پار. «أَدُّوا إِلَیَّ عِبادَ اللّهِ إِنِّی لَکُمْ رَسُولٌ أَمِینٌ»

 

وَ أَنْ لا تَعْلُوا عَلَی اللّهِ إِنِّی آتِیکُمْ بِسُلْطانٍ مُبِینٍ«19»=او داچې د الله په مقابل کې لویي مه کوئ، بېشکه چې ما تاسې ته څرګند دليل راوړى دى.

وَ إِنِّی عُذْتُ بِرَبِّی وَ رَبِّکُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ«20» وَ إِنْ لَمْ تُؤْمِنُوا لِی فَاعْتَزِلُونِ«21»= او (له دې) چې ما (تورن کړئ او) په ډبرو وولئ (؛ نو) په حقيقت كې زه خپل پالونكي او ستاسې پالونكي ته پناه وروړم.

او كه پر ما ايمان نه راوړئ؛ نو رانه په څنګ شئ (او د خلكو د ايمان راوړو مخه مه نيسئ).

فَدَعا رَبَّهُ أَنَّ هؤُلاءِ قَوْمٌ مُجْرِمُونَ«22»= نو (دا يو نصيحت یې هم ونه مانه) خپل پالونكي ته يې دعا وکړه، چې:(( دا خلك ګناهګاران دي.))

 

پېغامونه:

1-له انبیاوو سره مخالفت او د خلکو زبېښل، پر الله تعالی غوراوی غوښتل دي. (موسی علیه السلام خپلو هغو مخالفانو ته چې خلک یې زبېښل، وویل: پر الله غورای مه غواړئ.) «أَنْ لا تَعْلُوا عَلَی اللّهِ»

2-ټوله هستي الله تعالی ته ‏تواضع لري. «کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ»[9]. دا انسان دی، چې سپارښتنه ورته کېږي، چې پر الله تعالی کبر مه کوئ.( أَنْ لا تَعْلُوا…)

3- تبلیغ ته پر روحي کمالاتو سربېره،(کَرِیمٌ… أَمِینٌ)، چې په تېر آیت کې راغلي وو، منطق او استدلال هم پکار دی. «بِسُلْطانٍ مُبِینٍ» (هغه چې معجزه او څرګند دلیل لري، له فرعونانو سره د مخامخېدنې مړانه مومي.) أَدُّوا إِلَیَّ عِبادَ اللّهِ… بِسُلْطانٍ مُبِینٍ)

4-که ځېل وي؛ نو ان د هغو انبیاوو ځان او پت هم په خطر کې دی، چې کریم، امین او د منطق او استدلال څښتنان دي. «أَنْ تَرْجُمُونِ»

5-تور او کړاو دې د کار پر لار خنډ نشي.( إِنِّی عُذْتُ… أَنْ تَرْجُمُونِ) (له رجم مراد یا تورنول دي،یا د ډبرو ایشتل)

6-د تبلیغ په کړنلار کې ورته مقابله ګټوره ده. ( د فرعون پر ضد، چې وايي: زه مو پالونکی یم، موسی علیه السلام څو ځل وویل:) «بِرَبِّی وَ رَبِّکُمْ»

7-تر هغه چې انسان پر الله تعالی تکیه ونکړي او هغه خپل پناه و نه ګڼي، په ځغرده له ظالمانو سره مبارزه نشي کولای. «إِنِّی عُذْتُ بِرَبِّی وَ رَبِّکُمْ»

8-پر پېغمبر ایمان، پر الله تعالی ایمان دی.( «إِنْ لَمْ تُؤْمِنُوا لِی» د«ان لم تؤمنوا بالله» پر ځای راغلی دی.)

9-کله ګواښېدل پکار دي. «فَاعْتَزِلُونِ» ( له بدیو د منع یو ځای له مجرمانو واټن اخستل دي.)

10- موسی علیه السلام د معجزو په درلودو، له مخالفانو سره د نښتې غوښتونکی نه دی؛ بلکې کړلار یې په منطق د موخو پر مخ وړل دي؛ نه په نښته. «فَاعْتَزِلُونِ»

11-د بلنې او ښیون د څو پړاونو تر وهلو روسته، ښېرا کول جایز دي.( فَدَعا…)

12- که ګناه او فساد په انسان کې ورننووت؛ نو د انبیاوو بلنه هم پرې اغېزمنه نه ده.«أَنَّ هؤُلاءِ قَوْمٌ مُجْرِمُونَ»

 

فَأَسْرِ بِعِبادِی لَیْلاً إِنَّکُمْ مُتَّبَعُونَ«23»= نو (امر ورته وشو:) زما بندګان د شپې شپې درسره بوځه؛ځكه پلټل کېږئ.

وَ اتْرُکِ الْبَحْرَ رَهْواً إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ«24»= او (چې له سينده تېر شوې؛ نو) سيند [په خپل حال ولاړ او] پرانستى پرېږده؛(ځکه) چې دوى یو ډوبېدونکى لښكر دى.

کَمْ تَرَکُوا مِنْ جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ«25» وَ زُرُوعٍ وَ مَقامٍ کَرِیمٍ«26» وَ نَعْمَهٍ کانُوا فِیها فاکِهِینَ «27»= (په پاى كې ټول پوپناه شول او) څومره ډېر باغونه او چينې يې پرېښوولې،او كښتونه او ښكلي ماڼۍ، او نور ډېر پرېمانه نعمتونه، چې دوی چړچې پکې کولې!

کَذلِکَ وَ أَوْرَثْناها قَوْماً آخَرِینَ«28»= (قيصه يې!) دغسې وه او موږ د دوی (شتمني او واکمني) بل قوم ته په ميراث ورکړل.

 

ټکي:

* «اسر» له «اسراء» اخستل شوی او په شپې کې کډنېدو ته وايي. «رهو» پرانستې، آرامې او پراخې لار ته وايي.

* «نعمت»(د نون له کسر/زېر) سره د بري/ خوند وزله ده؛ «نعمت» (د نون په فتح) د بري‏ په مانا دی.[10]

*د «فاکِهِینَ» کلمه له «فاکهه» اخستل شوې او له مېوو ګټنې ته وايي، یا له «فکاهه» اخستل شوی، چې د خوشحالېدو په مانا دی.

* د نیل سیند دومره ستر دی، چې الله تعالی په سمندر تعبیر کړی دی.

 

پېغامونه:

1- ځینې دعاوې سملاسي منل کېږي.( فَدَعا… فَأَسْرِ) (د«ف» توری د سرعت او تیزۍ نښه ده)

2- دعا دې له هڅې سره وي.( فَدَعا… فَأَسْرِ)

3- مهالویش په کړلار جوړونه کې ونډه لري. «لَیْلاً»

4- د موسی علیه السلام په مشرۍ، د شپې شپې د بني اسرائیلو تېښته، چوپه مبارزه وه، چې فرعون زغملی نشوه او لښکر یې ورپسې کړ. «إِنَّکُمْ مُتَّبَعُونَ»

5- د کفر له هغې سیمې هجرت وکړئ، چې خپلو موخو ته پکې نشئ رسېدای. «فَأَسْرِ»

6- الله تعالی خپلو ملاتړو ‏ته ډاډ او تسل ورکوي. «وَ اتْرُکِ الْبَحْرَ رَهْواً»

7- هره پرانستې لار، د الهي پېرزوینو نښه نه ده، الله تعالی د سیند لار پرانستې پرېښووله، چې فرعونیان ورننوځي او ډوب شي.( وَ اتْرُکِ الْبَحْرَ… إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ)

8- له حضرت موسی سره په مبارزه کې، د بڼونو او سترو ماڼیو څښتن شتمنو هم ګډون درلود. «کَمْ تَرَکُوا مِنْ جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ»

9- توکیزې شونتیاوې له الهي عذابه‏ ژغوروونکي نه دي.( کَمْ تَرَکُوا…)

10- د ظالمو قومونو ورکاوی او پرځای یې نور راوستل یو الهي قانون ‏دی. «کَذلِکَ وَ أَوْرَثْناها»

11- دنیوي خوندونه لنډمهاله دي.( کَمْ تَرَکُوا… نَعْمَهٍ کانُوا فِیها فاکِهِینَ)

12- په مزو چړچو کې ډوبېدل، انسان د مخالفانو په لیکه کې کوي. «کانُوا فِیها فاکِهِینَ»

13- شتمني د نېکمرغۍ تومنه نه؛ بلکې کله د ورکاوۍ تومنه شي.( جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ وَ زُرُوعٍ… أَوْرَثْناها قَوْماً آخَرِینَ)

 

فَما بَکَتْ عَلَیْهِمُ السَّماءُ وَ الْأَرْضُ وَ ما کانُوا مُنْظَرِینَ«29»= نو اسمان او ځمكې پرې ونه ژړل او مهلت ورنه كړاى شو.

 

ټکي:

*ځینو مفسرانو وویل: د آسمان او ځمکې نه ژړل، هغه څه ته کنایه ده، چې د فرعونیانو هلاکت د نړۍ په چارو کې بیخي خنډ و ځنډ رامنځته نه کړ؛ خو د آیت ظاهر د هستۍ لپاره د یوه ډول شعور او احساس خبر راکوي، چې قرآن په ژړا تعبیر کړی دی.

 

 

پېغامونه:

1-ځمکه و آسمان شعور، پېژندګلو، ننګېرنه او احساس لري. «فَما بَکَتْ»

2-چې الهي اراده وشي؛ نو ټوله هستي همغږې شي. «السَّماءُ وَ الْأَرْضُ»

3-الهي مهلت ورکول یو لړ شرطونه لري، کله د ګناه لوښی دومره ډک شي، چې هېڅ ډول مهلت نه ورکول کېږي. «وَ ما کانُوا مُنْظَرِینَ»

 

وَ لَقَدْ نَجَّیْنا بَنِی إِسْرائِیلَ مِنَ الْعَذابِ الْمُهِینِ«30»= او په يقين موږ بني اسراييل له سپکوونكي عذابه وژغورل؛

مِنْ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ کانَ عالِیاً مِنَ الْمُسْرِفِینَ«31»= د فرعون (له لاسه)، چې كبرجن او له پولو ور اوښتو څخه و.

وَ لَقَدِ اخْتَرْناهُمْ عَلی عِلْمٍ عَلَی الْعالَمِینَ«32»= او په يقين موږ دوی [بني اسراییلو] د پوهې له مخې (د خپلې زمانې) پر خلکو غوره كړل.

وَ آتَیْناهُمْ مِنَ الْآیاتِ ما فِیهِ بَلؤُا مُبِینٌ«33»=او موږ (د خپل قدرت) نښې وركړې، چې پكې څرګنده ازمېينه وه (؛خو ناشكري يې وكړه او په سزا ورسېدل).

 

ټکي:

*ددې په پامنیوي، چې الله تعالی په بل آیت کې مسلمانان غوره امت ښوولی دی، «کُنْتُمْ خَیْرَ أُمَّهٍ»[11] نو پردې بنسټ، پر نړیوالو د یهودو غوراوی، په خپل وخت کې یې غوراوی دی، چې له الهي کتابه په لاروۍ کې یې ترلاسه کړی و او یا د سیند د چاودېدو غوراوی او د من او سلوی راتګ او….

 

پېغامونه:

1- ټول تاریخي بدلونونه د الله تعالی په لاس کې دي. «وَ لَقَدْ نَجَّیْنا»

2- الله تعالی د تېرو مؤمنانو د ژغورنې په یادونې سره، پېغمبر او مسلمانانو ته ډاډ ، تسل او د زړه ټکور ورکوي. «نَجَّیْنا بَنِی إِسْرائِیلَ»

3-د طاغوت تر واکمنۍ لاندې ژوند کول، یو خواروونکی عذاب دی. «نَجَّیْنا بَنِی إِسْرائِیلَ مِنَ الْعَذابِ الْمُهِینِ مِنْ فِرْعَوْنَ»

4-د انسانانو د ورکاوي خواله، د دوی خپل خویونه او کړنې دي. «کانَ عالِیاً مِنَ الْمُسْرِفِینَ»

5-الهي کړلارې د علم پر بنسټ دي. «اخْتَرْناهُمْ عَلی عِلْمٍ»

6-الهي ورکړې، ازمېښتوزلې دي.( آتَیْناهُمْ… ما فِیهِ بَلؤُا مُبِینٌ)

 

إِنَّ هؤُلاءِ لَیَقُولُونَ«34» إِنْ هِیَ إِلاّ مَوْتَتُنَا الْأُولی وَ ما نَحْنُ بِمُنْشَرِینَ«35»= بېشكه دوى [= مشركان] وايي: ((دغه مړينه زموږ يوازې لومړۍ [او روستۍ] مړينه ‌ده (چې همدا د چارو پاى ده) او بل ځل نه راژوندي کېږو؛

فَأْتُوا بِآبائِنا إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«36»= نو كه رښتيني ياست، زموږ پلرونه (راژوندي كړئ او) راولئ (چې شاهدي ووايي)!))

أَ هُمْ خَیْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ أَهْلَکْناهُمْ إِنَّهُمْ کانُوا مُجْرِمِینَ«37»= ايا دوى غوره دي يا د ((تبع)) قوم (=د يمن پاچا) او هغوی چې ترې مخكې وو؟! موږ هلاك كړل؛ (ځكه) چې دوى ګناهګاران وو ( نو ولې دوی عبرت نه اخلي).

 

ټکي:

* په دې باب بېلابېلې څرګندونې دي، چې «تُبَّعٍ» قوم څوک وو؛ لکه:

الف) د یمن پاچایان، داچې خلک یې تابع وو؛ نو تُبّع ونومول شول.

ب)هغه پاچایان، چې په یو بل پسې راغلي (؛ یعنې یو یې د بل تابع وو)

ج)تبع د هغه وګړي نامه ده، چې پخپله ښه او لارویان یې بد وو.

* په قرآن کې، ورکاوۍ او پر الهي عذاب ککړېدو ته یو لړ لاملونه شمېرل شوي دي؛ لکه:

فسق، مکر، کفر، دروغجنول، تېری، استکبار، سرغړونه او ګناه؛ لکه څنګه چې وايي: «فَأُهْلِکُوا بِالطّاغِیَهِ»[12]د سرغړونې په پار ورک شول او یا «فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ[13]» د ګناهونو په پار مو راونیول.

*ځېلیانو ته معجزه راوړل ګټه نه لري، هغوی چې په ځغرده وايي: تر مرګ روسته څه نشته او داسې مخکې له مخکې قضاوت/ورمندون کوي او په «إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ» لحن او شرنګ سره خبرې کوي؛ نو ځېليان دي.

 

پېغامونه:

1-د نورو باطلې او خرافي ګروهې، که منفي اغېز و نه لري؛ نو ویل یې پروا نه لري. (لَیَقُولُونَ…)

2-پر معاد ایمان، د ایمان او شرک ترمنځ پوله ده.(مشرکانو د الله تعالی خالقیت مانه؛ خو قیامت یې نه مانه.) «وَ ما نَحْنُ بِمُنْشَرِینَ»

3-الله تعالی به معجزه ټاکي، نه خلک. «فَأْتُوا بِآبائِنا»

4- تاریخ د عبرت غوره زده کړه ده. «قَوْمُ تُبَّعٍ»

5-جرم او ګناه د ورکاوۍ وزلې دي.( أَهْلَکْناهُمْ… کانُوا مُجْرِمِینَ)

 

وَ ما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما لاعِبِینَ«38»=او موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته پيدا كړي نه دي.

ما خَلَقْناهُما إِلاّ بِالْحَقِّ وَ لکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لا یَعْلَمُونَ«39»= موږ دا دواړه یوې رښتینې موخې ته پنځولي؛ خو ډېر یې نه پوهېږي.

 

ټکي:

* «لعب» بې موخې، بې کړلار او بې پایلې کار ته وايي، سم لکه د ماشومانو لوبې.

* دا دوه آیتونه، د قیامت په اړه راتلونکیو آیتونو ته د سریزې په شان دي، ته وا دې ته اشاره ده، چې که قیامت نه وي، پنځون بې موخې دی؛ ځکه هستي بشر ته پنځېدلې ده او که بشر په مرګ پوچ او هسې په هسې شي، هستي به هم پوچه وي؛ نوځکه وايي: موږ آسمانونه او ځمکه بې موخې نه دي پنځولي؛ بلکې موږ پرحق موخه درلوده.

 

پېغامونه:

1- هستي موخه لري؛ نو موږ دې هم بې موخې و نه وسو.( وَ ما خَلَقْنَا… لاعِبِینَ)

2-د هستۍ موخه یوازې حق دی، که د یوه څه د پنځون په موخه پوه نشو؛ نو ستونزه زموږ په پوهه کې ده، چې محدوده ده. «إِلاّ بِالْحَقِّ»

3- حکیم وګړی په خپلو چارو کې د نورو قضاوت ته په تمه نه وي. «إِلاّ بِالْحَقِّ وَ لکِنَّ أَکْثَرَهُمْ لا یَعْلَمُونَ»

4-واقعي علم، د الهي چارو پر حقانیت او حکمت پوهېدل دي.( إِلاّ بِالْحَقِّ… لا یَعْلَمُونَ)

 

إِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیقاتُهُمْ أَجْمَعِینَ«40»=په حقيقت كې د دوى ټولو ژمنځاى (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده؛

یَوْمَ لا یُغْنِی مَوْلًی عَنْ مَوْلًی شَیْئاً وَ لا هُمْ یُنْصَرُونَ«41»=هغه ورځ، چې يو دوست به له بل دوسته ملاتړ ونکړاى شي او نه مرسته ورسره کېداى شي؛

إِلاّ مَنْ رَحِمَ اللّهُ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ«42»= خو بې له هغه چې الله پرې لورېدلى؛ (ځكه) چې يوازې هغه بریمن لورين دى.

 

ټکي:

*داچې پنځون پرحق موخه لري؛ نو باید قیامت وي، حکیم څښتن چې هستي د حق پر بنسټ وپنځوله، د هستۍ ښاغلی، په مرګ نه پرېږدي.

* د «مَوْلًی» کلمه د دوست، پالندوی، چوپړیال او بنده ته کارېدلې ده.

 

پېغامونه:

1- قیامت له حقه د باطل او له نېکانو د بدانو د واټن او بېلتون ورځ ده. «یَوْمَ الْفَصْلِ»

2-په قیامت کې به ټول حاضرېږي. «أَجْمَعِینَ»

3-په قیامت کې، بې له شفاعته؛ نورې ټولې اړیکې بې اغېزې دي. (لا یُغْنِی مَوْلًی… إِلاّ مَنْ رَحِمَ اللّهُ)

4-په قیامت کې یوه مرسته هم پکار نه راځي. «شَیْئاً»

5-په قیامت کې نه وګړی له وګړي سره مرسته کوي،«مَوْلًی عَنْ مَوْلًی» نه کومه ډله له بلې ډلې سره. «وَ لا هُمْ یُنْصَرُونَ»

6-په قیامت کې سره له دې چې ټول راټول دي او انسان په ډله کې دی؛ خو بیا هم یوازې دی.( أَجْمَعِینَ… لا هُمْ یُنْصَرُونَ)

7-یوازې الله تعالی دی، چې ځواک یې له لورنې سره دی، کفارو ته عزیز (ناماتی او ځواکمن) او مؤمنانو ته رحیم (لورین) دی. «إِنَّهُ هُوَ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ»

 

إِنَّ شَجَرَهَ الزَّقُّومِ«43» طَعامُ الْأَثِیمِ«44» کَالْمُهْلِ یَغْلِی فِی الْبُطُونِ«45» کَغَلْیِ الْحَمِیمِ«46»=هو! د زقوم (کرکجنه) ونه، (چې د جهنم په تل کې راټوکېږي)، د ګناهګارانو خواړه دي؛لکه تور بوی ناک تېل چې په نس کې خوټېږي؛لكه د ايشېدلو اوبو خوټېدل!

خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلی سَواءِ الْجَحِیمِ«47» ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذابِ الْحَمِیمِ«48»= (د دوزخ مامورينو ته ويل کېږي:) ويې نيسئ او د جهنم منځ ته يې ورکاږي! بيا يې پر سر د خوټېدلو اوبو عذاب ورواړوئ!

ذُقْ إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْکَرِیمُ«49» إِنَّ هذا ما کُنْتُمْ بِهِ تَمْتَرُونَ«50»= (ورته ويل کېږي:) وڅكه چې (پخپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې! په رښتینه كې دا هماغه څه دي، چې تاسې پکې تل شكمن وئ.

 

 

 

 

ټکي:

* «زقوم» په دوزخ کې یو ډول ناوړه او ناخوښي خواړه دي. په صافات سورت ۶۳ آیت کې هم راغلي دي: (شَجَرَهُ الزَّقُّومِ… إِنَّها شَجَرَهٌ تَخْرُجُ فِی أَصْلِ الْجَحِیمِ) ونه یا بوټی دی، چې په دوزخ کې راټوکېږي. هو؛ لکه څنګه چې مجرم انسان په دوزخ کې همېشنی شي، ونه هم په الهي اراده پکې همېشنۍ شي.

* «أَثِیمٍ» هغه ته ویل کېږي، چې ګناه ته یې پښه ټینګه کړې وي.

* «مهل» د فلز، یا ویلې یا ککړو مسو په مانا دی.

* «فَاعْتِلُوهُ» په غوسې راکاږلو ته وايي.

 

پېغامونه:

1- معاد بدني دی.(د طعام او خوټېدلیو اوبو مسله، د معاد د بدنیتوب نښه ده.) (طَعامُ… فِی الْبُطُونِ)

2- ګناه د الهي عذاب لامل دی. «طَعامُ الْأَثِیمِ»

3-د قیامت عذاب هم بدني دی او هم روحي.(بدني عذاب یې خوټېدلي توکي او روحي عذاب یې سپکېدل او پرې ملنډې وهل کېدل دي، چې دا تاسې وئ، په دنیا کې ځان ته پر کرامت او عزت قایل وئ.) «ذُقْ إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْکَرِیمُ»

4- دوزخیان له دننه او بهره سوځي. (یَغْلِی فِی الْبُطُونِ… صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذابِ الْحَمِیمِ)

 

إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی مَقامٍ أَمِینٍ«51» فِی جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ«52» یَلْبَسُونَ مِنْ سُندُسٍ وَ إِسْتَبْرَقٍ مُتَقابِلِینَ«53»= په رښتيا متقیان په یوه ډاډمن ځاى كې دي؛په باغونو او چينو کې؛ وریښمنې نرۍ او پرېړې جامې به یې اغوستي (او) يو بل ته به مخامخ (ناست) وي.

 کَذلِکَ وَ زَوَّجْناهُمْ بِحُورٍ عِینٍ«54»= (هو) جنتيان دغسې دي او “حورالعين” [= تکې سپينې او ښکلې غټ سترګې) به ورواده كړو.

یَدْعُونَ فِیها بِکُلِّ فاکِهَهٍ آمِنِینَ«55»= په دې (جنت) کې په ډاډېنه هر ډول مېوې غواړي،

 

ټکي:

* «سُندُسٍ» نري ورېښمین ټوکر ته وايي او «إِسْتَبْرَقٍ» پېړ ورېښمین ټوکر ته وايي.

* «حور» د «حوراء» جمع او هغو ښځو ته ویل کېږي، چې تورې سترګې او سپین بدن ولري او د «عِینٍ» کلمه د«عیناء» جمع ده او غټ سترګې ته وايي.

*تر ټولو ستر نعمت، امنیت دی؛ ځکه «مَقامٍ أَمِینٍ» تر نورو نعمتونو مخکې اوڅار شوی دی.

البته په جنت کې امنیت هراړخیز امنیت دی؛ نه له مرګ وېره شته، نه سیال شته، نه حسود (کینه کښ) شته، نه زوال او نه انقراض او پرځېدنه.

* په جنت کې ډاډ هم د اصل ځګي په تړاو دی «مَقامٍ أَمِینٍ» او هم د خوړو په اړه. «بِکُلِّ فاکِهَهٍ آمِنِینَ» په دنیا کې کله له څو مېوو په یوه ځای ګټنه د ډول ډول رنځونو لاملېږي.

 

پېغامونه:

1-تقوا له جنتي نعمتونو د ګټنې لامل دی.( إِنَّ الْمُتَّقِینَ…)

2-د نن وېره او تقوا د سبا د امنیت لامل دی. «إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی مَقامٍ أَمِینٍ»

3- د وېرې ترڅنګ دې هیله هم اوڅار وي.( شَجَرَهَ الزَّقُّومِ… فِی جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ)

4-د جنت نعمتونه ګڼ او ډولا ډول دي. «جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ»

5-د دنیا په څو ورځو ژوند کې له ورېښمینو ویاړنو جامو سترګې پټول، په بله ورځ کې همېشنۍ بریا ده. «یَلْبَسُونَ مِنْ سُندُسٍ وَ إِسْتَبْرَقٍ»

6-لوڅوالی په هېڅ ځای کې ارزښت نه دی، ان په جنت کې. «یَلْبَسُونَ»

7-د تقوا په چاپېریال کې سیالي یو ارزښت دی؛ خو د بې تقوا وګړیو سیالي د فتنو اور ته لمن وهي.( إِنَّ الْمُتَّقِینَ… مُتَقابِلِینَ)

8- جنتیان د انس او ملګرتیا غونډې لري. «مُتَقابِلِینَ»

9-په جنت کې خپګان او ورشا کول نشته. «مُتَقابِلِینَ»

10- الله تعالی په جنت کې د واده واسطه ده. «زَوَّجْناهُمْ بِحُورٍ عِینٍ»

 

لا یَذُوقُونَ فِیهَا الْمَوْتَ إِلاَّ الْمَوْتَهَ الْأُولی وَ وَقاهُمْ عَذابَ الْجَحِیمِ«56» فَضْلاً مِنْ رَبِّکَ ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ«57»= په جنت کې به بې له لومړي مرګه (چې په دنيا كې مړه شوي ول)، (بل) مرګ ونه څكي او (الله) دوی د دوزخ له عذابه ساتلي دي؛ (دا ټول) ستا د پالونكي له لوري یوه ورکړه ده، همدا ستره بريا ده.

 

پېغامونه:

1-په دنیا کې خوندېینه، په آخرت کې د خوندېینې لامل دی. هغه چې په دنیا کې ځان په تقوا ساتلی وي، په آخرت کې به یې الله تعالی له دوزخه وساتي. (إِنَّ الْمُتَّقِینَ… وَ وَقاهُمْ…)

2-جنت همېشنی دی او جنتیان پکې د مرګ اندېښنه نه لري. (لا یَذُوقُونَ فِیهَا الْمَوْتَ…)

3-الله تعالی د هېچا پوروړی نه دی، څه چې دي، د هغه درښتن – فضل دی. «فَضْلاً مِنْ رَبِّکَ»

4-د جنت ټولې بریاوې د الله تعالی د پېرزوینو تر سیوري لاندې دي، که د پېغمبر اکرم لارښوونه، زړه سواندي او خلوص نه وي؛ نو متقین به چېري وو، چې جنت ته ورننووتي وای. «فَضْلاً مِنْ رَبِّکَ»

5-واقعي نېکمرغي د تقوا تر سیوري لاندې او د دوزخ له اوره خلاصون دی. (وَقاهُمْ عَذابَ الْجَحِیمِ…ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ)

 

فَإِنَّما یَسَّرْناهُ بِلِسانِکَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَکَّرُونَ«58»=نو په حقيقت كې موږ دا (= قرآن) ستا په ژبه اسان كړى، چې ښايي دوی پند واخلي.

فَارْتَقِبْ إِنَّهُمْ مُرْتَقِبُونَ«59»= (خو كه و يې نه مانه)؛ نو پر تمه وسه، چې دوى (هم) پر تمه دي (ته الهي برياوو ته څارو يې او دوى عذاب او ماتې ته)!

 

ټکي:

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته د الله تعالی دومره ځانګړی پام دی، چې د آنحضرت د ځینو غړیو نامې هم په قرآن کې اوڅار شوي دي:

– څېره. «وَجْهِکَ» په « قَدْ نَری تَقَلُّبَ وَجْهِکَ…» کې[14]

– سترګې. «عَیْنېک» په «لا تَمُدَّنَّ عَیْنېک» کې.[15] 

– ژبه. «بِلِسانِکَ» په «فَإِنَّما یَسَّرْناهُ بِلِسانِکَ» کې.[16]

– ملا. «ظَهْرَکَ»په «أَنْقَضَ ظَهْرَکَ» کې.[17]

– لاس. «یَدَکَ» په «لا تَجْعَلْ یَدَکَ مَغْلُولَهً» کې.[18] 

– ځان. «لَعَمْرُکَ» په «لَعَمْرُکَ إِنَّهُمْ لَفِی سَکْرَتِهِمْ یَعْمَهُونَ» کې.[19] 

– ورمېږ. «عُنُقِکَ» په «لا تَجْعَلْ یَدَکَ مَغْلُولَهً إِلی عُنُقِکَ» کې.[20]

– زړه. «فُؤادَکَ» په «لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤادَکَ» کې.[21]

– ټټر. «صَدْرَکَ» په «أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ» کې.[22]

* دا سورت د قرآن په ستاینه پیل او د قرآن په تذکر پای مومي.

 

پېغامونه:

1-د ژبې نعمت او نرموالی یې د الله تعالی دی. «یَسَّرْناهُ بِلِسانِکَ»

2- د قرآن د نزول موخه، خلکو ته تذکر دی. (یَسَّرْناهُ… لَعَلَّهُمْ یَتَذَکَّرُونَ)

3-قرآني ښوونې د فطرت له مخې دي.(انسان په زړه، حقایق درک کوي؛ خو د ځینو لاملونو له لامله یې هېروي، چې په دې حال کې تذکر ته اړتیا پیدا کوي.) «یَتَذَکَّرُونَ»

4- الله تعالی د قرآن په رالېږلو سره، پر خلکو غاړه خلاصه کړې ده، که و یې نه مني؛ نو الهي قهر ته دې په تمه شي. «فَارْتَقِبْ إِنَّهُمْ مُرْتَقِبُونَ»

5-دوستان مو هیلمن او دښمنان مو وګواښئ. «فَارْتَقِبْ إِنَّهُمْ مُرْتَقِبُونَ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

[1] -بقره،185.

[2] – نورالثقلین تفسیر،ج1،ص30.

 

[3] -فرقان،1

[4] – ص،29.

[5] آل عمران /۹۶

[6] -فصّلت،16.

[7] -انبیاء،107.

[8] – دخان،2

[9] – بقره،116.

[10] -مفردات راغب

[11] – آل عمران،110.

[12] – حاقّه،5.

[13] – آل عمران،11.

[14] -بقره،144

[15] -حجر،88.

[16] – مریم،97

[17] -انشراح،3.

[18] -اسراء،29

[19] – حجر،72.

[20] -اسراء 29.

[21] -فرقان،32

[22] -انشراح،1.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست