تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الله  بس دى أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿زمر/۳۶﴾  = او [کافران] دې په غیر الله ډاروي، ايا الله د خپل بنده (ژغورنې او ملاتړ ته) کافي نه دی؟! او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي؛ نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الله  بس دى

أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿زمر/۳۶﴾  = او [کافران] دې په غیر الله ډاروي، ايا الله د خپل بنده (ژغورنې او ملاتړ ته) کافي نه دی؟! او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي؛ نو هېڅ لارښود ورته نشته.

ډېرى مفسرانو روايت كړى، چې د مكې بوتپالو، پېغمبر (ص) د بوتانو له غوسې ډاراوه او ويل يې: بد يې مه وايه او پر خلاف يې څه مه كوه، چې لېونی به دې كړي او زيان در رسوي. دا آيت رانازل شو او ځواب يې كړل. كه څه د آيت شان نزول، د ويل شوي روايت له مخې، د بوتانو د غوسې په باب دی؛ خو د آيت مفهوم دومره پراخه دى، چې د غير الله هر ډول ګواښ رانغاړي او د حق د لارې لارويانو او رښتينو مؤمنانو ته يو زېرى دى؛ په تېره په هغو چاپېريالونو كې، چې دوى لږكي دي او له هر لوري تر ګواښ لاندې دي. دا آيت ډاډمنتوب او ثبات وربښي، روحيه يې پياوړې كوي او ګامونه يې ټينګوي او د دښمنانو د ګواښونو اروايزې اغېزې یې خنثی كوي. انسان د بوسو د ډكي په څېر د پېښو توپانونه يې هرې خوا ته وړي راوړي. شونې ده، چې دا ډكى په يوې پاڼې يا ماتې تختې ونښلي او توپان دواړه له ځان سره يوسي. ان كه له ونې سره مخ شي؛ نو كله ونه هم له بيخه رانړوي؛ خو كه پر ستر غره ورشي؛ نو هېڅ توپان يې له ځايه خوځولاى نشي. دا غر، هماغه پر الله  ايمان دى او پاتې تړاوونه پر غير الله ډډه وهل دي. ددې آيت منځپانګې ته پاملرنه او ورباندې ايمان، انسان ته سرباندې مړانه او پر ځان ډاډمنتوب وربښي او خاطر يې اراموي، چې د پېښو پر وړاندې د غره په څېر مقاومت وكړي او د دښمنانو له ډېرښته ونه ډارېږي. د ملګرو له كمښته ونه ډار شي او سخت كړكېچ يې تلولى او كاواكه نه كړي. (نمونه تفسیر، 19: 457 مخ) د توحيد په رڼا كې، يو لامل هم موحد د غير الله بندګۍ او مريتوب ته راښكوداى نشي. د الله  بندګي له غير الله (ان ځاني غوښتنو) له بنده ازادي او حريت دى؛ ځكه دغسې مؤحد، د هغه الله  بنده دى، چې په هرځاى كې سوب- حاضر او څارن دى او موحد خپلې ټولې چارې ورپرېښې دي. دغسې انسان په الهي ځانګړې لارښوونه؛ نور زبېښلى، ښكېلولى او مريی كولاى نشي، چې باطل یې د خوارۍ او سپكاوي لامل شي او خپلې نمانځنې او عبودیت ته يې اړ كړي؛ ځكه موحد له لايزال الهي ځواك سره تړاو لري، چې له هېڅ ځواكه نه ډارېږي، چې له لامله یې نور وستايي، غوړه مالي يې وكړي او په پايله كې ځان سپك كړي او داچې خپل ژوند او روزي د نورو په لاس كې نه ويني؛ نو د وررسېدو لپاره ځان نه مريي كوي. (تفسير موضوعي، 2: 566 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!