تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الله ته پناه وروړل حضرت علي (ک) ، خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي : وَ أَلْجِئْ نَفْسَكَ فِي أُمُورِكَ كُلِّهَا إِلَى إِلَهِكَ فَإِنَّكَ تُلْجِئُهَا إِلَى كَهْفٍ حَرِيزٍ وَ مَانِعٍ عَزِيزٍ وَ أَخْلِصْ فِي الْمَسْأَلَةِ لِرَبِّكَ فَإِنَّ بِيَدِهِ الْعَطَاءَ وَ الْحِرْمَانَ وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الله ته پناه وروړل

حضرت علي (ک) ، خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي :


وَ أَلْجِئْ نَفْسَكَ فِي أُمُورِكَ كُلِّهَا إِلَى إِلَهِكَ فَإِنَّكَ تُلْجِئُهَا إِلَى كَهْفٍ حَرِيزٍ وَ مَانِعٍ عَزِيزٍ وَ أَخْلِصْ فِي الْمَسْأَلَةِ لِرَبِّكَ فَإِنَّ بِيَدِهِ الْعَطَاءَ وَ الْحِرْمَانَ وَ أَكْثِرِ الِاسْتِخَارَةَ وَ تَفَهَّمْ وَصِيَّتِي وَ لَا تَذْهَبَنَّ عَنْكَ صَفْحاً فَإِنَّ خَيْرَ الْقَوْلِ مَا نَفَعَ

(( په ټولو چارو کې خدای ته پناه یوسه چې په دې حال کې به دې ټینګ پناه ځي او امن ته ورمخه کړې وي او له خدایه په سوال کولو کې اخلاص خپل کړه چې ورکړه او بې برخې کول یې په لاس کې دي او خیر ډېر غواړه او په وصیت مې ښه پوه شه او مخ ترې مه اړوه چې غوره ویناوې هغه دي چې ګټورې وي. ))

الله ته پناه وروړل

 دا مفهوم د ((توکل)) او ((خدای ته د چار ورپرېښوولو)) له تعبیرونو سره هم ویل شوی و. د دې مفاهیمو په اړه ځینې پوښتنې شته: دا مفاهیم د قرآن او دیني معارفو په کومو ځایونو کې کارول شوي؟ دا مفاهیم د اسلامي فرهنګ په تاریخ کې څنګه پوهېدل شوي او له عملي اړخ څنګه کارول شوي ؟ د متوکلانو وګړیز او ټولنیز ژوند د نا متوکلانو له وګړیز او ټولنیز ژوند سره څه توپیر لري؟ ایا په چارو کې (لکه فکر کولو، لار تلو، خوند اخستو او ترلاسه کولو کې) خدای ته پناه وروړل څه مانه لري؟

یو لړ قرآني مفاهیم چې له ((خدای ته پناه وروړو)) سره ټینګ تړاو لري

(۱) «استعاذه»

په ځواب کې، لومړی د یو شمېر قرآني مفاهیمو په اړه چې «خدای ته د پناه وروړو» له مفهوم سره پوره تړاو لري، خبرې کوو، چې یو یې هم «استعاذه» ده. خدای خپل پېغمبر (ص) ته وایي:

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ  (نحل/۹۸) = نو چې كله قرآن لولې؛ الله ته د رټل شوي شيطان (له شره) پناه يوسه!

إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (نحل/۹۹) = ځكه شیطان پر مؤمنانو او بروسګرو لاسبری نه وي .

همدغسې په قرآن کې راغلي:

وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ (مومنون/۹۷، ۹۸) = او ووايه : (( پالونكيه! د شيطانانو له وسوسو پناه دروړم؛ او پالونكيه ! له دې (هم) پناه دروړم، چې دوى ماته راشي .))

 د قرآن دوه روستي سورتونه په «اعوذ» پیلېږي:

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (فلق/۱) = ووايه د سباوون پالونكي ته پناه وړم.

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (ناس/۱) = ووايه: زه، د خلكو پالونكي ته پنا وړم.

موږ د خدای په امر او سپارښتنه پناه وروړو. ته وا بې له دې پناه وروړو، روحي او مانېزې (معنوي) چارې مو نه سمېږي. د هستۍ په باطن کې ستر دښمنان شته چې زموږ ایمان یې په نښه کړی او که ټینګه تکیه ګاه ونلرو؛ نو موږ به وښویوي. خدای مو، د داسې شیطانانو له شتونه خبروي چې د انسانانو په زړونو کې وسوسې اچوې. داسې شیاطین که د وحې خبر نه وای؛ نو له شتون او کړه وړو یې نه خبرېدو. د قرآن سپارښتنه دا ده چې خدای ته د شیطان له شره پناه یوسئ. استعاذه، له شرونو، آفاتو، وسوسو او ناوړه تعرفاتو خدای ته پناه وروړل دي.

(۲) «تفویض»

بل قرآني مفهوم چې «خدای ته د پناه وروړو» له مفهوم سره تړاو لري، «تفویض» یا بل ته (خدای) د کار ورپرېښوول دي. دا مانا، په غافر سورت کې راغلې ده. په دې سورت کې د «آل فرعون مؤمن» یاد شوی: هغه چې له فرعونیانو ځنې و؛ خو پر موسی (ع) یې ایمان راووړ، له خپلو مخکېنیو هم اندو سره یې دلیل وایه چې ولې د موسی (ع) بلنه نه منئ؟

وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ (غافر/۲۸) = او كه رښتونى وي (نو لږ تر لږه) د ځينو عذابونو ژمنه، چې درسره كوي درپېښ به شي.

خو چې له دې خبرو اترو یې پایله وانخسته، ویې وویل:

وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ (غافر/۴۴) = او چار مې الله ته ورسپارم؛ ځكه الله د خپلو بندګانو د حالاتو لیدونکی دی.

د دې آیت په تفسیر کې د اهل سنتو مفسرانو ویلي چې د «آل فرعون مؤمن» له هر ډول دنیوي کړاوونو خوندي شو او ان داړنو یې ساتنه کوله چې فرعونیان څه زیان ورونه رسوي؛ خو د شیعه وو په روایاتو کې راغلي چې د «آل فرعون مؤمن» یې په فجیع او ناوړه بڼه شهید کړ. او دا آیت «خدای د فرعونیانو له شر او چله خوندي کړ» په دې مانا دی چې د دوی مکر د ده په ایمان کې اغېزمن نشو او خپل ایمان یې د دوی له شره وساته. په یو شمېر روایاتو کې هم د «تفویض» مفهوم را غلی دی:

اول العلم معرفه الجبار و آخره تفویض الامرالیه

«د عالم کېدو لومړی ګام دا دی چې انسان خدای وپېژني او وروستی ګام د ګردو چارو ور وسپارل دي»

او په یقین ووایي چې هیڅکاره یم او خدای هر کاره دی.

(۳) «استعانت»

بل د «استعانت» مفهوم دی. په لمانځه کې له خدایه غواړو:

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

 (۴) «توکل»  

«توکل» هم یو بل قرآني مفهوم دی چې «خدای ته د پناه وروړو» سره پوره تړاو لري. «توکل» څو ځل په قرآن کې راغلی دی. په طلاق سورت کې د سختو فقهي آیاتونو په ترڅ کې، د تقوا و توکل اصطلاحات راغلي دي:

…. وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (طلاق/۲،۳) = او څوك چې [خپل ځان] د الله له [عذابه] وساتي، (الله له ستونزو) وتلار ورپيدا كوي؛  او له داسې یوه ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي؛ نو همدا یې بس دى، په حقيقت كې الله خپل كار ترسره كوي ، په يقين چې الله هر څيز ته يوه کچه ټاكلې ده .

د المیزان تفسیر د خاوند ارواښاد علامه طباطبایي په تفسیر په دې آیت کې د توکل مفهوم ښه راسپړل شوی دی. کله یې چې ابوذر (رض) له مدینې منورې څخه وشړه، علي (ک) یې د زړه ډاډ ته د همدې آیت مضمون ولوست:

وَ لَوْ أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرَضِينَ كَانَتَا عَلَى عَبْدٍ رَتْقاً ثُمَّ اتَّقَى اللَّهَ لَجَعَلَ اللَّهُ لَهُ مِنْهُمَا مَخْرَجاً لَا يُؤْنِسَنَّكَ إِلَّا الْحَقُّ وَ لَا يُوحِشَنَّكَ إِلَّا الْبَاطِلُ

(نهج البلاغه: ۱۳۰ خطبه)

« که پر کوم بنده د اسمان او ځمکې ورونه بند شي؛ خو دا بنده متقي وي؛ نو خداى به د ژغورنې لار ورپرانزي؛ نو يوازې د حق ملګری وسه او يوازې له باطلو ډارېږه.»

د ابراهیم سورت په پیل کې هم د توکل خبره راغلې ده. پېغمبران خپلو مخالفینو ته چې معجزه یې ترې غوښته، توضیح ورکوي: خدای پر یو شمېر خپلو بندګانو منت ایښی او د نبوت درجې ته یې وررسولی او که وغواړي، معجزه هم چمتو کوي.

وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (ابراهیم/۱۲) = او ولې پر الله بروسه ونکړو، حال دا (د نېكمرغيو) لارې يې راښوولي دي؟! او البته تاسې، چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.))

له دې آیتونو به د توکل د خورا دقیقي مانا څرګندنې ته ګټنه وکړو.

له «توکل» نه صوفیانه پوهېدنه

اوس دې وڅېړل شي چې توکل د مسلمینو په تاریخ کې څه مانا پیدا کړي ده. په تېرو کې له توکله زموږ د ډېری صوفي مشربه اندیالانو پوهېدنه؛ د ګردو چاره پرېښوول او خدای ته د ټولو کارونو ورسپارل و. دوی انګېرل، څومره چې څوک په چارو کې ځان اغېزمن او متصرف وویني او د یو مطلب  د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي، په خدای یې ډاډمنتیا له لاسه ورکړې او د توکل له لارې وتلی دی. یعنې توکل یې د کړنو مخالف باله.

یو شمېر هېښنده صوفیانه داستانونه له توکل څخه پر همدې پوهېدنې ولاړ دي. غزالي د یو صوفي ابوحمزه خراسانی له خولې وایې: په بېدیا کې روان وم، پښه می ښویه شوه او په ژور ګړنګ کې وغورځېدم. دا چې یوازې له ګړنګه راوتای نشوم، فکر مې وکړ چې په چغه څوک مرستې ته راوبلم؛ خو دا کار مې د توکل پر خلاف وموند. څه وخت روسته دوه تنه د ګړنګ تر څنګ تېرېدل، یو بل ته یې وویل: ګړنګ به پټ کړو چې څوک پکې ونه لوېږي. پر دې چار لګیا شول. غوښتل مې چې چغې کړم او مرسته وغواړم چې بیا مې دا چار د توکل خلاف وباله. د ګړنګ سر یې پټ کړ او ولاړل. څه موده منتظر وم. یو داړن ځناور راغی، پر ګړنګ پراته خس و خاشاک یې یوې څنډې ته کړل، پښه یې په ګړنګ کې راځوړنده کړه او په خپلو عجییه اوازونو یې رانه وغوښتل چې پښه مې ونېسه. دا چار مې وکړ او راووتم. څه وخت روسته یو غږ راغی: په یو مرګ مې له بل مرګه وژغورلې؛ یعنې هغه داړن څاروي چې له مرګه وژغورلې، پخپله عین مرګ و.

زموږ عمومو صوفیانو له توکله دغسې درک او پوهېدنه درلوده. بې توښې او بې همسفره مخ پر بېدیا کېدل او دا چار یې د توکل یوه نښه ګڼله. هغوی هم چې په دغسې چارو یې لاس نه پورې کاوه، دلیل یې دا نه و چې د دې چارو پر اصل ګروهن نه ول؛ بلکې په دې پار و چې د دې ډول کارونو کولو وس یې نه درلود.

د وزلیو کارونه، له توکل سره منافات لري؟

په همدې دلیل له پخوا راهیسې د اخلاقو د عالمانو ترمنځ دا ویینه اوڅار و چې ایا د وزلیو کارونه پر خدای باندې له توکل سره ټکر لري؟ ایا دا دواړه چارې یو ځای کېدای شي؟ که یو ځای کېدای شي، توکل به څه مانا ولري؟ متوکلین څه کوي، چې نا متوکلین یې نه کوي؟ توکل د متوکلینو د ژوند کومې برخې ته تغییر ورکوي؟ که متوکلین هم د ناروغۍ پر مهال طبیب ته ورځي او کور جوړنې ته مهندس او بنا ته؛ که هڅه وکړي ښه درمل او مناسبې ساختماني مصالح چمتو کړي؛ نو له نا متوکلینو سره به څه توپیر ولري؟ وړاندینیو د دې لپاره چې «توکل» ته موضوعیت، اصالت او یو مدخلیت ورکړي، ویل یې: یا پر خدای توکل یا د وزلیو کارونه.

یوه ډله «جنید» ته ورغله. جنید ترې وپوښتل: «څه لټوﺉ؟ » ویې ویل: «رزق» .

جنید وویل: «پوهېږﺉ، رزق باید له چا وغواړﺉ؟ »

ویې ویل: «له خدایه. »

جنید وویل: «که ګومان کوﺉ چې خدای مو رزق درسول هېروي؛ نو وریاد یې کړﺉ» .

ویې ویل: نو په کور کې کېنو چې ووینو خدای رزق راکوي یا نه؟»

جنید وویل: د خدای ازمېیل سم چار نه دی.

ویې ویل: «نو څه کار وکړو؟»

جنید وویل: «هیڅ کار مه کوﺉ. توکل همدا دی.»

یو شمېر روایات هم د توکل د صوفیانه مانا په وهم کې راغلي دي

په دیني معارفو کې روایات شته چې ظاهرا له توکله همدا مانا ورکوي. (یعنې د اقدام په اړه بي عملي ناغېړي او کم جراتي ، په دې ویینه موږ یوازې د پدیدار شناسانه عمل په توګه دا روایات راولو او سمي او ناسمي یې راته اهمیت نلري. مسلمینو په همدې روایاتو ژوند کړی او د اخلاقو عالمانو دا روایت کړي دي. ) په روایت کې دي چې پېغمبر (ص) ویلي:

ان روح القدس نفث فی روعی، لن تموت نفس حتی یستکمل رزقها (بحارالانوار: ۷ ټوک، ۹۶ مخ)

«روح القدس مې په زړه کې وپوکل، هیڅوک نه مري، څو یې خپله روستۍ مړی خوړلې نه وي»

د قرآن یو شمېر آیتونه او راغلي روایات د توکل له صوفیانه مانا سره ټکر لري

فاجملوا فی الطلب – نو په لاس ته راوړو کې لنډون وکړﺉ

د رزق په لاس ته راوړو کې توندې مه کوﺉ، حریص مه اوسئ، ډاډمن اوسئ چې د انسان له رزقه به څه کم نشي.

همدغسې له رسول اکرم (ص) روایت شوی:

«څوک چې د رزق په لټه کې پر سمندر سپور شي، په لاس ته راوړو کې لنډون والا نه وي» یعنې د یوې مړی ډوډۍ لپاره ځان له خطر سره مخامخول پره هغه خدای د توکل خلاف ده چې رزق یې درته تضمین کړی دی.

همدغسې په روایاتو کې راغلي چې پېغمبر اکرم (ص) ویلي:

«متوکلان د الوتونکیو په څېر دي چې ګهیځ له ځالو وږي راوځي او د شپې ماړه ورستنېږي»

د امام غزالي په احیاء العلوم کې دي:

الاهتمام بالرزق من ذوی الدین قبیح و من ذوی العلم اقبح

«په رزق پسې د دیندارو لټه بده ده او د [دین] عالم خو ډېره بده ده. »

او د امام  غزالي استدلال دا دي: څوک چې غاښونه (او خوله) ورکوي، ډوډی هم ورکوي. خدای د خپلو بندګانو روزي تضمین کړې ده. غزالي د خپل استدلال په غځېدا کې پوښتي: ایا تراوسه مو اورېدلي چې څوک د سوکړې په کلونو کې له لوږې ومري؟ خدای خلکو ته مینه او شفقت ورکړی او له همدې للامله  خلک په سختو ورځو کې یو د بل لاسنیوي ته ورځغلي. غزالي زیاتوي، عالمان که خپل وخت په تدریس او د الهي آیتونو په غور او تامل کې تېر کړي، رزق به یې تامین او خوندي شي.

بلخوا په قرآن کې داسې آیتونه شته، چې له توکله له دغسې پوهېدنې سره ډانګ پېیلې ناسازګاري لري. خدای مؤمنانو ته وایي:

خُذُوا حِذْرَكُمْ (نساء/۷۱) = وسله راپورته کړﺉ.

او له غلیمانو سره مقابلې ته ځانګړی چمتو کېدنه ترلاسه کړﺉ.

وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ  (انفال/۶۰) = او څه مو چې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ.

خدای تعالی موسی (ع) ته حکم وکړ:

فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا (دخان/۲۳) = بندګان مې د شپې شپې درسره بوځه.

چې فرعونیان یې وتل ونه ویني. د قرآن آیتونه، مؤمنانو ته پر جګړې کې د لمانځه څرنګوالی ورښیي: یو ډله دې لمونځ وکړي؛ نور دې جګړه وکړي چې د جګړې ډګر تش نشي او غلیم په اسانۍ پر مسلمینو لاسبری نشي.

خدای په جمعه سورت کې، مسلمینو ته سپارښتنه کوي چې د جمعې ورځې تر اذان وروسته پېر پلور مه کوﺉ:

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ (جمعه/۱۰) = نو چې نمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ.

د مخکېنیو آیتونو په قرینه دلته د آیت خورا ښکاره مانا په رزق او روزۍ پسې ورتلل دي. له امام صادق (رح) روایت شوی چې ویې ویل:

انی لارکب فی الحاجه التی کفاها الله ما ارکب فیها الا التماس ان یرانی الله اضحی فی طلب الحلال اما تسمع قول الله عز اسمه « فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ » (المیزان تفسیر، ۱۹ ټوک)

«په یوې داسې اړتیا پسې ځم چې خدای راته بسیا کړی (یعنې اړتیا ورته نلرم) او دا کار نه کوم؛ خو دا چې خدای وویني زه د حلال رزق په لټې پسې ځم او بیا یې پورته آیت ولوست، روسته یې وویل: که څوک په کور کې کېني او په ځان پسې ور وتړي او ووایي: روزي مې رارسېږي د روزۍ خاوند به شي؟ پوه شئ دا یو له درېیو تنو دی چې دعا یې نه قبلېږي»

د قرآن په ډېری ځایونو کې «فضل» د رزق او روزۍ پر مانا راغلی دی او ترلاسه کول یې ښه ګڼل شوي دي. لکه:

وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ (اسراء/۱۲) =   او موږ شپه و ورځ (د توحيد او خپلې برمیالۍ) دوې نښې ګرځولې دي؛ نو د شپې نښه مو ((تياره)) او د ورځې نښه مو ((رڼا)) كړه، چې (په رڼا كې يې) د خپل پالونكي د فضل په لټه كې شئ.

دلته فضل د مادي رزق پر مانا دی چې خدای په توبه سورت کې کارولی:

وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ (توبه/۲۸) = او كه له تنګلاسۍ وېرېږئ، كه الله وغواړي؛ نو ژر به مو له خپلې لورنې شتمن كړي.

بیا هم په اسراء سورت کې راغلي:

رَبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا (اسراء/۶۶) = پالونكى مو هماغه دى چې په سمندر كې درته بېړۍ چلويچې له فضله يې روزي ولټوئ؛ (ځكه) چې تل درباندې لورين دى.

دلته د رزق حاصلولو ته په بېړۍ کې سپرېدل نه یوازې یو بد او مذموم چار نه دی؛ بلکې مطلوب او مستحسن دی او دا آیت، هغه حدیث چې له دې وړاندې پېغمبر (ص) ته ورمنسوب کړای شوی و، بې اعتباره کوي. د دې په څېر لارښوونې له توکل څخه له ناسمو پوهېدنو سره سازګاري نلري؛ ځکه دا آیتونه له کړلارو او وزلیو کارونې سره مل د عمل سپارښتنه کوي. په روایاتو کې راغلي چې یو تن ناروغ شوی و؛ خو طبیب ته نه ورتله. خدای وحې ورته وکړه: ایا غواړې چې د درملو په پیدا کولو کې مې حکمت باطل کړې؟ بې درملو به دې ناروغي ښه نشي، باید طبیب ته ورشې.

اوس باید ووینو چې د دین مشرانو دې ډول آیتونو او روایاتو ته په پامنیوي، توکل څه مانا کړی دی.

یو شمېر دیني مشرانو، ګروهیز (اعتقادي) توکل د توحید زوکړه ګڼله

همدې آیتونو او روایاتو ته په پامنیوي، ځینو توکل یوازې یو ګروهیز چار ګاڼه او ویل یې: د متوکلینو کړنې د نامتوکلینو له کړنو سره توپېر نلري. متوکلین هم که ناروغ شي طبیب ته ورځي، کور په خټګر، بنا او معمار جوړوي. د ځان تودولو لپاره تودې جامې اغوندي او د بدني قوت لپاره ورزش کوي. یعنې تل وزلې کاروي. د متوکلینو او نامتکلینو توپېر دا دی چې د متوکلینو تل دا یاد وي چې الله تعالی مسبب الاسباب دی؛ که په هستۍ کې یې دا وزلې ایښې نه وای، موږ هم خپل مطلب ته نه وررسېدو. خدای پاک علت العلل دی او ټول علتونه یې د وجود په طول (او اوږدو) کې دي (البته حقیقت دا دی چې د خدای د وجود په اوږدو کې موجودیت او سببیت نشته، او بې له یو واقعي سببه (بل) وجود نلري؛ خو دا یوه عین الیقیني عارفانه کتنه ده) .

په همدې دلیل یې توکل له توحیده راولاړ شوی ګاڼه او ویل یې: چا چې د توحید واقعي مانا موندلې وي او پوه شي چې په نړۍ کې یوازې یو موجود او یو سبب ساز دی او نور اشباح دي؛ نو متوکل به هم شي؛ یعنې په اغېز کې به هیڅ موجود مستقل او خپلواک و نه ګڼي او څه چې په نړۍ کې پېښېږي خدای ته به یې ورمنسوب ویني (افعالي توحید) .

یو شمېر صوفیان د عالمېدو مخالف ول؛ ځکه سبب پېژندنه یې د توکل مزاحمه لیده.

په همدې دلیل یو شمېر صوفیانو له عالمېدو سره مخالفت کاوه او دې مخالفت بېلابېل دلایل درلودل چې له دې ځنې: عالم سبب پېژاندی کېږي او ورو ورو د وزلیو په لومه کې ورنښلي او پر خدای توکل او بروسه هېروي؛ وزلې یې سترګې هومره ډکوي چې نور نو خدای نه ویني.           

عالم پوهېږي چې څرنګه خپلو موخو ته د ورسېدو لپاره د طبیعت ځواکونه وکاروي. د وزلیو په کارونه کې توفیق لاملېږي چې سبب ساز په تیاره کې شي او طبیعت  د ماوراء طبیعت (د طبیعت ورها خورا) حجاب شي. پر سبب پوهېدنه، د حیرت له منځه وړونکې ده او حیرت خدای ته د مخ وراړونې یوه پانګه ده:

از سبب دانی شود کم حیرتت

حیرت تو ره دهد در حضرتت

چشم بند خلق جز اسباب نیست

هر که لرزد بر سبب زاصحاب نیست

ای ګرفتار سبب بیرون مپز

لیک عزل آن مسبب ظن مبر

موږ په وزلیو کې راګېر یو، د اسبابو په نړۍ کې ژوند کوو او باید په همدې وزلیو او اسبابو خپلې چارې تېرې کړو؛ خو نباید ګومان وکړو چې دا وزلې، هغه مسبب له سبب سازۍ او سبب سوزۍ لرې کوي او خپله حکم پرې چلوي. نه یوازې خدای چې اولیاء الله هم د اسبابو مقهور او مغلوب نه دي؛ بلکې سبب سازي او سبب ماتي دي.

آنک بیرون از طبایع جان اوست

منصب خرق سببها آن اوست

غزالي ګروهېزې بروسې ته، درې مرتبې قایل شوی دی. فیض کاشاني (په المحجة البیضاء کې) او ملا مهدي نراقي (په جامع السادات کې) هم د غزالي دا درې مرتبې منلې دي. د توکل په لومړۍ مرتبه کې،انسان خدای خپل وکیل بولي: امین، عالم او کار پوه وکیل چې په ډاډ او بې اندېښنې چارې ورسپارلای شو. دا ډاډمني د توکل له شروطو ځنې ده. دا د توکل خورا ټیټه مرتبه ده. په دویمه مرتبه کې، متوکل د ماشوم په څېر دی چې پر خپلې مور تکیه کوي. ماشوم، خپله مور وکیله نه نیسي؛ بلکې بې له دې بل پناه ځی نلري. ماشوم په طبیعې او فطري ډول په ټولو چارو کې خپلې مور ته پناه وروړي: د ستونزاوارۍ، د زړه خوالې، خوراک څښاک، د جامو اغوستل او هر څیز ته، مور د ماشوم هر څه ده.

مولوی هم د نوح (ع)  د زوی په هکله وایي:

کاشکی او آشنا ناموختی

تا طمع در نوح و کشتی دوختی

کاش چون طفل از حیل جاهل بدی

تا چو طفلان چنګ در مادر زدی

کاشکې دا لږه پوهه یې هم نه درلودای چې پر خدای یې توکل کړی وای. کاشکې د بېوزلیو ماشومانو په څېر یې د خپلو میندو غېږو ته پناه وروړای.

زیرکی بفروش و حیرانی بخر

زیرکی ظنست و حیرانی نظر

ای بسا علم و ذکاوات و فطن

ګشته رهرو را چو غول و راهزن

هغه ځیرکي او پوهه چې حیرت له منځه وړي او د استقلال او خپلواکۍ انګېرنې غوښتنه کوي، د توکل مزاحمه ده.

په درېیمه مرتبه کې، متوکل د مړي په څېر ځان د غسال په لاسونو کې ویني. متوکل په دې حالت کې هیڅ اراده او شعور نلري. البته دا یو نادر او مستعجل حالت دی او د غزالي په تعبیر د یوې شېبې مخ سورېدو هومره وي.

په واقع کې دا درې مرتبې د ګروهیز توکل مرتبې دي او د متوکل په عمل کې نه راښکاره کېږي؛ خو د اخلاقو عالمانو (د غزالي په لاروۍ) هڅه کړې چې په متوکل کې د توکل اغېز وښیي.

په عمل کې د توکل اغیز څنګه دی؟

د انسان په عمل کې د توکل د اغېز په اړه د اخلاقو د عالمانو د نظریاتو څرګندولو ته د مرحوم ملا مهدي نراقي د «جامع السعادات» له کتابه څو ټکي را اخلو. په دې یادونې چې ملا نراقي په دې هکله او نورو ډېرو ځایونو کې د غزالي رایه منله او ان کټ مټ د غزالي عبارات یې راخستل بې له دې چې د غزالي نامه یا کتاب یې یاد کړي. (البته دا د تېرو یو دود و.)

د وزلیو او طبیعي عواملو ویشنه پر درې ډوله ده

مقطوع النفع اسباب، مظنون النفع او موهوم النفع.

ملا نراقي د امام غزالي په لاروۍ، اسباب او طبیعي عوامل په درې ډوله ویشلي دي:

لومړی ډله اسباب چې پایله یې قطعي او پرېکونې ده، دویمه ډله اسباب چې پایله یې ظنی او ګوماني ده او درېیمه ډله اسباب چې پایله یې موهومي ده. ملا نراقي په دې وېشنې پسې لیکي: په قطعي او ظني وزلیو پسې ورتلل له توکل سره ټکر نلري. په دې وزلیو کې د علت او معلول تر منځ اړیکه، قطعي یا ظني ده؛ که ګټه راورسوي یا زیان رانه لرې کړي. څه چې له توکل سره په ټکر کې دي، په وهمي وزلیو لاس پورې کول دي. نراقي مثال راولي (دا مثالونه هم د غزالي دي) : چې پر دسترخوان ناست یو، د لاس اوږدول، د مړۍ را اوچتول او په خوله کې اېښوول قطعي اسباب دي. نشو ویلای دا چې پر خدای مې بروسه کړې؛ نو مړۍ را اوچتولو ته لاس نه ورغوځوم او انتظار باسم چې مړۍ پخپله خوله ته راشي. له لاسه ګټنه او په خوله کې د مړۍ ایښوونه له توکل سره ټکر نلري. نورې بېلګې یې: سفر ته توښه اخستل، سوداګرۍ ته پانګونه، د دښمن ځپنې ته د وسلې کارونه، اضطراري حالاتو ته د آذوقې زېرمول، د ناروغۍ رغولو ته درملنه کول، په خوړ او د نېز په مسیر کې نه وېدېدل، دا له ظني اسبابو دي؛ ځکه شونې ده وګړی په خوړ یا د نېز په مسیر کې وېده نشي او بیا هم نېز راشي؛ خو آن که یوازې د نېز راتلو احتمال هم وي او په مسیر کې یې ويده نشي، دا نه وېدېدل د توکل خلاف نه دي، د سعدي د نظر خلاف چې ویل یې:

 اګر زکوه فرو غلطد آسیا سنګی

نه عارفست که از راه سنګ برخیزد

په داړونو ځناورو کې نه وېدېدل، تر کوږ دېوال لاندې نه کېناستل او د شپې د غلو له ډاره د کور د وره بندول له همدې ډوله دي. غزالي د ور بندول په تفصیل مطرح کړي او دا پوښتنه یې ځواب کړې چې د شپې یا له کوره د وتو پر مهال د ور قلفول، د توکل پر خلاف دي یا نه؟ ځواب یې دا دی چې وړوکی قفل اچول ورته جایز دي؛ خو د لویي قفل وراچول د توکل خلاف دي (غزالي زیاتوي، که له کوره دې غلا وشوه غوره ده چې ور ویې بښې، چې ګناه ورته نشي) د وره قفلول یو ظني وزله ده، سره له دې چې په قفلولو، د غلا احتمال راټیټوو؛ خو شونې ده له کوره غلا وشي.

 په هر حال په ظني وزلیو لاس پورې کونه د توکل پر خلاف نه ده، د ور قفلول هم له توکل سره تکړ نلري[1]. دغسې له پښې د اوښ تړل، پر هغه لار سفر نه کول چې د شوکمارانو د شتون احتمال پکې وي او ……..

د اخلاقو عالمانو په عمل کې د موهوم النفع اسبابو کارونه د توکل پر خلاف ګڼله

 خو موهوم النفع اسباب؛ یعنې هغه اسباب چې پایله یې څرګنده نه ده، بل حکم لري. په دې باب هم د ملا نراقي مثالونه د غزالي مثالونه دي: دعا اخستل، پال نیول، تر سفر وړاندې اوږه خوړل، د ټپ داغول او ……. دا چارې موهوم النفع اسباب یاد شوي دي. د دې وزلیو کارونه له توکل سره ټکر لري. بیا غزالي او په لاروۍ یې ملا نراقي یو مهم تعبیر کاروي، دوی لیکي: «دقایق التدبیر والابداع» له توکل سره ټکر لري. دا خبره په دې مانا ده، د طبیعت د پټو قواوو راسپړنه او د دې قواوو له تالیفه نوې پایلې ته رسېدنه له توکل سره منافات لري؛ نو په واقع کې دوه طریقې د توکل پر خلاف دي: یو د موهوم النفع وزلیو کارونه او بل د ظریفو او دقیقو چارو کارونه. له  طبیعت سره په مخامېدو کې له ځیرکۍ او چل کار اخستنه، هماغه کار دی چې تکنالوژی یې زموږ په پېر کې کوي. بې دلیله نه وه چې زموږ تېرو د میخانیک علم ته «علم الحیل» وایه. د الوتکې جوړول او د هوا استخدامول یو ډول حیله ګري، چل او «علم الحیل» ګڼلای شو. که مې کړای شو له ملا نراقي یا فیض کاشاني وپوښتم «له الوتکې ګټنه له توکل سره په ټکر کې ده یا نه؟» هرومرو، د خپلو افکارو له مخې یې ځواب دا و: «هو، په ټکر کې ده». ژوندینکو ته ورننوتل، د اتوم د هستې ماتول، له بېلا بېلاو موادو جوړول،د «دقایق التدبیر» له مصداقونو ځنې دي او د دې مشرانو د فتوا له مخې له توکل سره په ټکر کې دي.

د اسبابو او طبیعي عواملو د ویشنې په اړه د اخلاقو د عالمانو د نظر یي کره کتنه

د اخلاقو عالمانو په دې ویشنه هڅه کوله چې د متوکل په کړنو کې د توکل اغېز وښیي؛ خو په دې چار کې یې دومره توفیق او بریا تر لاسه کړې نه ده؛ ځکه نامتوکلین هم هغه وزلې کاروي چې پایله یې قطعي یا ظني ده او د موهوم النفع وزلیو له کارونې ډډه کوي. دویم څه چې دې مشرانو، موهوم النفع اسباب بللي په واقع کې داسې اسباب او چارې دي چې د زمانې علم ته یې اغېزې او پایلې څرګندې نه وې. په بېلابېلو وختونو کې، د دې اسبابو او چارو مصادیق تغییر مومي او کېدای شي نن چې د کومو اسبابو او چارو پایله موهومي ښکاري، په راتلونکي کې دغسې نه وي. نباید د خپلې زمانې موهوم النفع اسباب، مطلق موهوم النفع وانګېرو.

پایله: توکل البته یوه ګروهیزه مانا لري چې له توحیده را ولاړ شوې ده: پر دې حقیقت پوهېدل چې هستي یو خدای لري او ټولې چارې کوي او هر کاره دی؛ که خدای د یو کار عملي کول و نه غواړي، اسباب او مسببات هیڅکاره دي. اوس هم خدای چې په هستۍ دا د علت او معلوم نظام ایښی، خپل لاسونه یې تړلي نه دي او هر کله چې وغواړي، اور پر ابراهیم (ع) ګلستانوي. له هستۍ سره د خدای تړاو د دوو مستقلو موجوداتو تړاو نه دی، چې یو له بل سره همکاري کوي؛ بلکي له هر کاره موجود سره د هیڅکاره موجود تړاو دی. دا حقیقت قرآن را زده کړې دی:

قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ (توبه/۱۴) = ورسره وجنګېږئ، چې الله يې ستاسې په لاسونو وربړوي.

او

فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى (انفال/۱۷) = نو تاسې دوى نه دي وژلي؛ بلكې الله وژلي او چې تا ایشتل ( اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ایشتلي ؛بلكې الله ایشتل.

خو توکل په دې عقیدتي کړۍ کې نه را ایسارېږي. په نړۍ کې د یو لړ چارو مدیریت، تدبیر او سنبالنه د انسانانو پره غاړه وراچول شوې ده او انسانان د خپل اختیار او محدود قدرت په کړۍ کې کړلارې جوړوي، اسباب کاروي او محدودې پایلې هم تر لاسه کوي. په دې چارو کې د اسبابو کارونه جایز وي او له توکل سره هیڅ ټکر نلري. د اسبابو کارونه په هغو ځایونو کې روا ده چې کار د انسانانو پره غاړه وراچول شوی وي. په دې ځایونو کې د موهوم النفع اسبابو کارونه د عقل پر خلاف ده نه د توکل پر خلاف؛ خو داسې چارې هم شته چې مدیریت او تدبیر یې بیخي له موږ سره نه؛ بلکې له خدای سره دی: خدای دی چې د هستی نظام سنبالوي او تاریخ ته کړلار جوړوي. باید په دې چارو کې توکل وکړو.

پېغمبرانو ویل:

وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (ابراهیم/۱۲) = او ولې پر الله بروسه ونکړو، حال دا (د نېكمرغيو) لارې يې راښوولي دي؟! او البته تاسې، چې كوم كړاوونه رارسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او بروسه ګر بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.))

پر خدای د پېغمبرانو د توکل مانا دا ده چې یقین یې درلود که ازار وویني، که یې د بلنې مخه ونیول شي او ان که ووژل شي، خدای به خپلو موخو ته ورورسي او د پېغمبرانو بلنه به ژوندۍ وساتي. پېغمبرانو وسله او قوت چمتو کاوه، د دښمنانو نخچې یې خنثی کولې، جنګېدل؛ خو توکل یې هم کاوه؛ په دې مانا چې پوهېدل غږ به یې د تاریخ په اوږدو کې محوه او له منځه ولاړ نشي.

پر خدای توکل د دې ایمان درلودو په مانا دي چې خدای به خپلو موخوته ورورسي او د خدای په لار کې به د انسان هڅې بې پایلې نه وي

له آره پر خدای توکل دا دی: په هستۍ کې د خدای پر کړلارو توکل؛ یعنې په دې ایمان درلودل چې خدای به خپلو موخو ته ور ورسي؛ نو ځکه د خدای په لار کې به کومه هڅه بې پایلې پاتې نشي. دا په واقع کې د توکل هماغه مانا ده چې له امام کاظم (رح) روایت شوې ده:

التوکل علی الله درجات. منها ان تتوکل علی الله فی امورک کلها، فما فعل بک کنت عنه راضیا، تعلم انه لا یالوک خیراً و فضلاً، و تعلم ان الحکم فی ذلک له، فتوکل علی الله بتفویض ذلک الیه وثق به فیها و فی غیرها (اصول کافي، ۲ ټوک)

«پر خدای توکل درجې لري. یوه یې دا ده چې په ټولو چارو کې به پر خدای توکل کوې او څه چې درسره کوي پرې خوښ اوسې او پوه شي چې خدای لورنه، فضل او خیر در څخه نه درېغوي او په دې چار کې قضاوت او  ورمندون له خدای سره دی؛ نو خدای ته د قضاوت په ورپرېښوو توکل پرې وکړه او په دې چار او نورو چارو کې پرې ډاډمن اوسه.»

نو ځکه متوکل چې پر کومې لارې روان دی؛ نو توکل یې زړوروي او د خپلو کړنو پر پایلو یې ډاډمنوي؛ ځکه یو نیک کار کوي چې د خدای خوښه ده؛ خو نامتوکلین چې د خدای لار ډپوي، کړنې به یې تباه او بې پایلې وي:

الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (محمد/۱) = [الله] د هغو کافرانو کړه وړه ورک [او بې ارزښته] کړل، چې (خلك) يې د الله له لارې منع کړل.  

نو په لنډو، باید په هغو چارو کې توکل وکړو چې تدبیر او سنبالنه یې زموږ له ذمې وتلې ده. په دې چارو کې اسباب کارولای نشو؛ ځکه اړوند اسباب زموږ له لاسرسی بهر دي. نباید په هغو ځایونو کې چې په اسبابو لاسرسی لرو، په مصنوعي ډول خپل لاسونه وتړو چې توکل مانا ومومي. په دې ځایونو کې د اسبابو کارونه له توکل سره هیڅ ټکر نلري. د طبیعت د پټو قواوو رابرسېرول، یو له بل سره یې تالیفول او نویو پایلو ته رسېدل هم له توکل سره ټکر نلري. په دې اړه خبرې راورسته لوست ته غځوو.

له خدایه غواړو چې د خپل رحمت ورونه را پرانځي او د توحید او توکل توفیق راکړي.

 

[1] احیاء العلوم، کتاب التوحید و التوکل، ۲۷۱ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست