تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر ملک سورت تفسیر ملک سورت د قرآن کریم د نهویشتمې سپارې لومړی سورت دی، په مکه کې نازل شوی او دېرش آیتونه لري او بله نامه یې ((تبارک)) ده. «مُلک» او«تبارک»دواړه ددې سورت له لومړي آیته اخستل شوي او په ترتیب یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

ملک سورت تفسیر

ملک سورت د قرآن کریم د نهویشتمې سپارې لومړی سورت دی، په مکه کې نازل شوی او دېرش آیتونه لري او بله نامه یې ((تبارک)) ده.

«مُلک» او«تبارک»دواړه ددې سورت له لومړي آیته اخستل شوي او په ترتیب یې ماناوې «واکمني» او«برکتمن» دی.

په ټولیزه توګه ددې سورت منځپانګه پر درېیو چورلیځوونو ده:

1.د هستۍ مبداء، د الله (ج) ځانګړنې، د پنځون هېښنده غونډال، د هستۍ او انسان پنځون او پېژندګلوي ته د انسان اوزار.

2.د معاد، عذاب، دوزخ او په قیامت کې د دوزخیانو خبرې.

 3.پر دنیوي او اخروي عذابونو د کافرانو او ظالمانو ګواښنه.

ددې سورت فضلیت: قرائت یې د قبر له عذابه د خلاصون لامل دی[1].

له رسول اکرم(ص) څخه روایت دی: « څوک چې تبارک سورت ولولي؛ لکه د قدر شپه یې چې وېښه تېره کړې وي – مَنْ قَرَأَ سُورَةَ تَبارَکَ فَکَأَنَّما أَحْیا لَیْلَةَ الْقَدْرِ » په بل روایت کې وايي : « ښه مې ایسې چې د «تبارک» سورت د ګردو مومنانو په زړه کې ثبت وي – وَدِدْتُ أَنَ تَبَارَکَ الْمُلْکُ فِی قَلْبِ کُلِّ مُؤْمِن [2]»

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

تَبارَکَ الَّذِی بِیَدِهِ الْمُلْکُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«1» اَلَّذِی خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ لِیَبْلُوَکُمْ أَیُّکُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْغَفُورُ«2»=ډېر بركتمن (پايند او نازوال) دى هغه (ذات) چې (د نړۍ) واكمني يې په لاس كې ده، او پر هر څيز وسمن دى. 2 هغه [ذات] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي، چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى.

 

ټکي:

* پردې سورت سربېره، فرقان سورت هم په «تَبارَکَ» کلیمه پیل شوی دی.

* «تَبارَکَ» د «برکات» له مصدره، هم د پایښتي خیر او لوړرتبه په مانا دی او هغه ځای ته «بِرکه» ویل کېږي، چې اوبه پکې راغونډېږي.

پوښتنه :  د انسان له پنځونه موخه څه ده؟

ځواب: قرآن د انسان پنځون ته څلور موخې ښوولي دي:

الف)عبادت کول. په قرآن کریم کې لولو: «وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاّ لِیَعْبُدُونِ[3]» 

ب)د سمې او ناسمې لارې ټاکنه او تر الهي ازمېینو لاندې ودې او کمال ته رسېدل. «خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ لِیَبْلُوَکُمْ»

ج)پر خلکو لورنه. قرآن د انسان د پنځون بله موخه، پر خلکو د الله (ج) ځانګړې لورنه بولي او وايي: «إِلاّ مَنْ رَحِمَ رَبُّکَ وَ لِذلِکَ خَلَقَهُمْ[4]» 

پوښتنه : «حسن» او نېک کار کوم شرایط لري؟

نېک کار هغه دی، چې د موخې، وخت، ځای اړتیا، تداوم، کارول شویو اوزارو، همکارانو، ګټونکیو، په کار کې څوار – استقامت، ټینګوالي، پېیون – نظم، په عمل کې راتلونکې ته پاملرنې، اړتیا وړ لومړیتونو، خوښۍ – نشاط، اعتدال، ځیرنې، سرعت او د کار د سالمیت له مخې سنجول شوی او کړلار ورته جوړه شوې وي او د عجب (کبر)،حبط ( د کړو وړو ضیاع)،ریا او نېکنامۍ له افتونو له آفتونو لرې ترسره شوی وي.

* الله (ج) هم پر دنیا واکمن دی «بِیَدِهِ الْمُلْکُ» هم پر آخرت. «الْمُلْکُ یَوْمَئِذٍ لِلّهِ[5]»

* الله (ج) یوازېنی واکمن دی : «لَمْ یَکُنْ لَهُ شَرِیکٌ فِی الْمُلْکِ[6]» «بِیَدِهِ الْمُلْکُ» او واکمني یې له سپېڅلتیا سره ده. «الْمَلِکُ الْقُدُّوسُ[7]» 

* د الله (ج) د برکتونو پلوشې هم په پنځون او تکوین کې دي: ((تَبارَکَ الَّذِی بِیَدِهِ الْمُلْکُ .. خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ )) او هم په تشریع او قانون جوړونه کې. «تَبارَکَ الَّذِی نَزَّلَ الْفُرْقانَ[8]»

* امام صادق (رح) ددې آیت تر تفسیر لاندې وویل: مراد یې ډېرې کړنې نه؛ بلکې غوره کړنه ده او دا هغه کړنه ده، چې د الله له خشیت، رښتیني نیت او نېکچارۍ سره وي[9].

 

پېغامونه:

1- که څه قرآن د ځان او هغه پېغمبر په باب، چې قرآن پرې ورنازل شوی، د «تَبارَکَ» کلیمه کارولې؛ خو د ټولو برکتونو او ځواک سرچینه الله (ج) دی. «تَبارَکَ الَّذِی بِیَدِهِ الْمُلْکُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

2-ټول ځواکونه او واکمنۍ له منځه تلونکي دي؛ یوازې د الله (ج) واکمني ابدي ده. «بِیَدِهِ الْمُلْکُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

3-دنیوي واکمنۍ، ناڅیزه، لنډمهالې او محدودې دي؛ نو پراخه برکت نه لري. «تَبارَکَ الَّذِی بِیَدِهِ الْمُلْکُ»

4- د مرگ او ژوند تقدیر د الله (ج) د مطلقې واکمنۍ یوه پلوشه ده.(( بِیَدِهِ الْمُلْکُ ..خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ))

5-دنیوي واکمنان په ټولو چارو کې ځواک نه لري؛ خو الله (ج) پر هر څه وسمن دی. «بِیَدِهِ الْمُلْکُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

6- مرگ د ورکاوي او پوپناه کېدو په مانا نه؛ بلکې یو وجودي امر دی، چې پنځول شوی او هغه له دې نړۍ، بلې نړۍ ته لېږد دی. «خَلَقَ الْمَوْتَ»

7- د مرګ پنځون، صبر څرګندېدو ته ازمېینه او د ژوند پنځون د شکر څرګندېدو ته ازمېینه ده. «خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ لِیَبْلُوَکُمْ»

8-ټول پنځول شوي موخه لري او یو څیز هم چټي پنځول شوی نه دی او الله (ج)انسان ټاکنیز تکامل ته پنځولی دی. «لِیَبْلُوَکُمْ»  

9- دانسان جوهر د ژوند په کړاوونو، ترخو او خوږو پېښو کې روښانېږي. «خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ لِیَبْلُوَکُمْ»

10-الهي ازمېینه د الهي علم څرګندېدو ته نه ده؛ ځکه هغه مخکې له مخکې پر هر څه پوه دی؛ بلکې ددې لپاره ده، چې موږ یو څه وکړو«لِیَبْلُوَکُمْ أَیُّکُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً» (لکه د هغه ښوونکي په څېر چې مخکې له مخکې د خپل زده کړیال له معلوماتو خبر دی؛ خو ازمېیي یې، چې د زده کړیال د نمرو اخستو وړتیا راڅرګنده شي.)

11- د کړنې کچه یې څرنګوالی دی، نه څومره والی «أَحْسَنُ عَمَلاً» (نه«اکثر عملا»)

12-الهي ازمېینه د تل او ټولو لپاره ده. «لِیَبْلُوَکُمْ» (د تلتیا او استمرار نښه ده)

13-د کار په ښه والی مه قانع کېږئ، باید خورا غوره تر سره شي. «أَحْسَنُ عَمَلاً»

14- یوازې د الله (ج) واکمني او ځواک ناماتی دی.(( بِیَدِهِ الْمُلْکُ .. قَدِیرٌ .. هُوَ الْعَزِیزُ))

15- د الله (ج) عزت او ځواک له رافت او لورنې سره مل د ی. «الْعَزِیزُ الْغَفُورُ»

16- په الهي ازمېینو کې له ماتې مه نهیلېږئ، چې خوار بښاند دی. «الْغَفُورُ»

 

اَلَّذِی خَلَقَ سَبْعَ سَماواتٍ طِباقاً ما تَری فِی خَلْقِ الرَّحْمنِ مِنْ تَفاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَری مِنْ فُطُورٍ«3» ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ کَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ إِلَیْکَ الْبَصَرُ خاسِئاً وَ هُوَ حَسِیرٌ«4»=هغه [ذات] چې پوړ پر پوړ يې اوه اسمانونه پيدا كړي؛ د لوراند (الله) په پنځون كې هېڅ راز نيمګړتيا او تضاد نه مومې؛ نو سترګې واړوه! ايا څه چاود [او نيمګړتيا] پكې وينې؟!بيا دويم ځل (كايناتو ته) سترګې ورواړوه راواړوه (چې په پاى كې) سترګې دې ستومانه، بېوسې او نامراده درستنې شي (او د څه نيمګړتيا او زيان په پيدا كولو به لاسبرى نشې).

 

وَ لَقَدْ زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا بِمَصابِیحَ وَ جَعَلْناها رُجُوماً لِلشَّیاطِینِ وَ أَعْتَدْنا لَهُمْ عَذابَ السَّعِیرِ«5»= او په يقين، نژدې اسمان مو په بلو ډيوو (= د شهاب په ډبرو) سينګار كړى او دا مو د شيطانانو [= مزاحمې قواوې] د (شړلو) لپاره غشي كړي او موږ دوى (شيطانانو) ته (د) سوځنده اور عذاب چمتو كړى دى.

 

ټکي:

* «طباق» یا د «طابق» مصدر دی یا د «طبق» جمع ده؛ په لومړۍ بڼه کې د «سَبْعَ سَماواتٍ طِباقاً» مانا داده، چې: آسمانونه یو د بل له مخې او انډول دي او په دویمه بڼه په دې مانا ده، چې آسمانونه اووه پوړونه یو د بل له پاسه دي.

* «تَفاوُتٍ» له «فَوْتَ» نه اخستل شوی او د اختلال او ناهمغږۍ په مانا او «فُطُورٍ» په اوږدو درز ته وايي. «خاسِئاً» د ستړي او ناکام په مانا او «حَسِیرٌ» د ناتوان او بېوسې په مانا دی.

*د رغیو انسانانو له نظره، ترخې پېښې او نیمګړتیاوې ناوړه دي؛ خو څېړونکي هر څه ته په مثبت نظر ګوري. اچار او مرچک کوشني ته ناوړه؛ خو موروپلار ته یې اچار د مربا هومره ارزښتمن دی.

* «مصباح» له «صبح» اخستل شوی او هغه وزله ده، چې شپه د سهار په څېر رڼه کړي؛ لکه څراغ.

* په دې آیتونو کې د آسمان ستوریو په باب درې تعبیرونه راغلي دي: 1.مصباح او څراغ؛2.زینت او ښکلا ؛3.د شیاطینو رجم او شړل.

* د صافات سورت په اووم او اتم آیتونو کې مو ولوستل، شیطانان د آسمان خبرو اورېدو ته په اسمان کې د نفوذ په تکل کې دي؛ خو هر ځل هدف ټاکل کېږي او راشړل کېږي چې ستوري دغسې د اسمان ساتلوزلې دي.

 

پېغامونه:

1-د پنځون غونډال بنسټ الهي لورنه ده. «فِی خَلْقِ الرَّحْمنِ»

2- شته نظام، احسن نظام دی او په پنځون غونډال کې، هېڅ ډول نیمګړتیا نشته. «ما تَری فِی خَلْقِ الرَّحْمنِ مِنْ تَفاوُتٍ»

3- الله پېژندنه دې د نظر او ځېرنې له مخې وي، چې د هستۍ پر ستریا او د پنځګر پر ځواک د انسان ایمان ډېر شي.((فَارْجِعِ الْبَصَرَ .. ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ))

4- معرفت لاس ته راوړو ته، یو ځل لیدنه او نظر کول بسیا نه دي. ((فَارْجِعِ الْبَصَرَ .. ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ کَرَّتَیْنِ ( په دې آیت کې د «تَری» کلیمه دوه ځل او د «بصر» کلیمه درې ځل، له «کَرَّتَیْنِ» سره راغلې ده.)

5- هغه الله (ج) چې خپلې چارې یې کوټلې او حکیمانه ترسره کړي، د نورو له ژورې ځیرنې اندېښمن نه؛ بلکې نور لیدنې ته رابولي.((فَارْجِعِ الْبَصَرَ .. ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ))

6- الله (ج) په پنځولو نه ستړی کېږي: «وَ ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ[10]» ؛ خو زموږ سترګې د ښکارندو په کتو ستړې کېږي. «یَنْقَلِبْ إِلَیْکَ الْبَصَرُ خاسِئاً وَ هُوَ حَسِیرٌ»

7- ښکلا، د بشر یوه فطري غوښتنه ده. (د ستورو له نعمتونو ځنې یوه یې ښکلا ګڼل شوې ده.)«زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا»

8- الهي پنځونې له کوټلتیا سره سره ځانګړې ښکلا هم لري. «سَبْعاً شِداداً[11]».(په معمارۍ کې د ودانۍ پر کلکوالي سربېره یې مخامخ ښکلا ته هم توجه په کار ده.) «زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا»

9- الهي پنځونې بېلابېلې کارونې لري. « بِمَصابِیحَ – رُجُوماً»

10- د دښمن پر وړاندې دې انفعالي چلن ونشي؛ بلکې یرغلیز وي.= «رُجُوماً لِلشَّیاطِینِ»

11- شیاطینو آسمانونو ته هم سترګې خړې کړې دي. «رُجُوماً لِلشَّیاطِینِ»

12- شیاطین، ځپل کېدای شي. «رُجُوماً لِلشَّیاطِینِ»

 

وَ لِلَّذِینَ کَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذابُ جَهَنَّمَ وَ بِئْسَ الْمَصِیرُ«6» إِذا أُلْقُوا فِیها سَمِعُوا لَها شَهِیقاً وَ هِیَ تَفُورُ«7» تَکادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ کُلَّما أُلْقِیَ فِیها فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُها أَ لَمْ یَأْتِکُمْ نَذِیرٌ«8»=او هغوى چې په خپل پالونكي کافران شوي، ورته د دوزخ عذاب [چمتو] دى او څه ناوړه هستوګنځى دى. چې پكې ورګوذار شي (؛ نو) د خوټېدوني جهنم غړمبېدونى غږ به واوري. نژدې ده، چې (دوزخ) له ډېرې غوسې (وچوي او) ټوټه ټوټه شي، هر ځل چې كومه ډله پكې ورګوذاره شي؛ پاسوالان یې ترې پوښتي : ((ايا الهي گواښگرندى درغلى نه و؟!))

 

ټکي:

* «أُلْقُوا» له «القاء» اخستل شوی او بېواکه کولېدو (ګوذارېدو) ته وايي.

* «شَهِیقٌ» خورا ناوړه او خراب غږ ته وايي؛ لکه د خرو خراب غږ . «تَفُورُ» له فوران اخستل شوی او د دوزخ د سترو لمبو ښودونکی دی، چې لمبې وهي او پاس راځي (یعنې ژبغړاندی دی).

* شونې ده د «شَهِیقٌ» ناوړه غږ د دوزخ خپل غږ وي، «لَها شَهِیقاً» او شونې ده دوزخیان هم شهیق لري؛ لکه د هود سورت په ۱۰۶ آیت کې چې لولو: «لَهُمْ فِیها زَفِیرٌ وَ شَهِیقٌ»

 

پېغامونه:

1- غوسه، غضب او غیظ، کله د چاودېدو تر بریده رسي «تَکادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ»

2- دوزخیان اور ته دننه ورغورځول کېږي. «أُلْقُوا فِیها»

3- د دوزخ عذاب له سپکاوي سره دی: «أُلْقُوا فِیها»،په غوږونو بد لګي: «سَمِعُوا لَها شَهِیقاً» او له پوښتنو ګروېګنو او رټنې سره دی. «سَأَلَهُمْ خَزَنَتُها»

4- الهي عذاب تر غاړې خلاصونې روسته دی. «أَ لَمْ یَأْتِکُمْ نَذِیرٌ»

 

قالُوا بَلی قَدْ جاءَنا نَذِیرٌ فَکَذَّبْنا وَ قُلْنا ما نَزَّلَ اللّهُ مِنْ شَیْءٍ إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ فِی ضَلالٍ کَبِیرٍ«9» وَ قالُوا لَوْ کُنّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ ما کُنّا فِی أَصْحابِ السَّعِیرِ«10» فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ فَسُحْقاً لِأَصْحابِ السَّعِیرِ«11»= وايي : ((هو! په يقين چې گواښگرندى راغلى و؛ (خو) موږ دروغجن وګاڼه او ومو ويل: الله هېڅ څيز نه دى رالېږلى او تاسې په ستر بېلارېتوب كې ياست (چې د پېغمبرۍ دعوه كوئ).)) او وايي: (( که (رښتیا) مو اورېدوني غوږونه درلودای يا مو عقل كارولى واى (نن) به په دوزخيانو كې نه واى .)) نو د خپلو (ګناهونو) پر پايلو يې منښته وكړه؛ نو دوزخيان دې د خداى له رحمته لرې وي.

 

ټکي:

* په دې درېیو آیتونو کې په قیامت کې د کافرانو درېیو منښتو ته اشاره شوې ده:

 الف)د انبیاوو په ورتګ او د دوی په دروغجنولو منښته. «بَلی قَدْ جاءَنا نَذِیرٌ فَکَذَّبْنا»

ب)په تعقل نه کولو او د حق خبرې نه اورېدو منښته. «لَوْ کُنّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ»

ج)پر ګناه د اخته کېدو منښته. «فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ»

* د فصلت سورت په ۲۶ آیت کې لولو، چې مخالفینو به ویل: «لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ» دې قرآن ته غوږ مه ږدئ؛ خو پر هغه ورځ به وايي: کاشکې غوږ مه ورایښی وای! «لَوْ کُنّا نَسْمَعُ»

 

پېغامونه:

1-الله (ج) چې موخه یې د انسان مانیز تکامل دی، باید یو آسماني مشر راواستوي، ګنې دا موخه نه پلي کېږي. «قالُوا بَلی قَدْ جاءَنا نَذِیرٌ»

2- له دینه په لوی لاس د نټې پایله دوزخ دی.(( أُلْقُوا فِیها .. جاءَنا نَذِیرٌ فَکَذَّبْنا))

3-سرغړاند خپلو چارو ته مخونه ورکوي. (کافران د خپلو دروغجنولو مخونې ته وايي، چې الله خو بیخي څه نه وو رانازل کړي) «فَکَذَّبْنا وَ قُلْنا ما نَزَّلَ اللّهُ مِنْ شَیْءٍ»

4- د دورغجنولو جرړه په تعقل نه کولو کې ده.(( فَکَذَّبْنا .. لَوْ کُنّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ)) ( اسلامي ښوونې د عقل له مخې دي، که تعقل مو کړی وای؛ نو مؤمن به وو.)

5- واقعي عقل هغه دی، چې انسان حق ته غوږ کېږدي، و یې مني او لاروي ترې وکړي، چې ځان له الهي عذابه وساتي. «لَوْ کُنّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ ما کُنّا فِی أَصْحابِ السَّعِیرِ»

6-د ځېل روحیه تردې رسي، چې کږلاري، الهي پېغمبران هم کږلاري ګڼي؛ هغه هم ستر کږلاري! «إِنْ أَنْتُمْ إِلاّ فِی ضَلالٍ کَبِیرٍ»

7-په دنیا کې پر ګناه منښته، شونې ده د بښنې لامل شي؛ خو په آخرت کې هېڅکله.((فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ .. لِأَصْحابِ السَّعِیرِ))

8- په قیامت کې کفار هم جسمي عذاب لري:«اصحاب السعیر»، هم روحي. «سحقا»(له الهي رحمته لرېوالی دی)

 

إِنَّ الَّذِینَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَغْفِرَهٌ وَ أَجْرٌ کَبِیرٌ«12» وَ أَسِرُّوا قَوْلَکُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ«13» أَ لا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَ هُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیرُ«14»=په حقيقت كې هغوى چې په پټه له خپل پالونكي وېرېږي؛ نو ورته بښنه او ستره بدله ده. او (كه) خپله خبره پټه كړئ يا يې ښكاره (ورته بې توپيره ده)، چې هغه د زړونو په خوالو خبر دى. ايا هغه چې (ژوي) پيدا كړي، له حاله يې خبر نه دى؟ سره له دې، چې هغه پخپله ووړوينى (او) ښه باخبر دى.

 

ټکي:

* د نورالثقلین تفسیر له مخې، امام رضا وویل:« له لطیف نه مراد، کوشنیتوب او نازکي نه ده؛ بلکې مراد دادی، چې د الله (ج) علم په څیزونو کې نفوذ لري؛ خو درک یې د نورو له اړخه ممتنع دی. »

 

پېغامونه:

۱-د روزنې په کړلارو کې، د بدانو رټنه دې د خوبانو له هڅونې سره یوځای وي، چې پرتلنه یې وشي. (تېر آیتونه د دوزخیانو سزا او دا آیت د جنتیانو خبره کوي.) «إِنَّ الَّذِینَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ»

2-له الله (ج) خشیت به هغه مهال چارسازی وي، چې تل وي. «یَخْشَوْنَ» فعل مضارع او د استمرار نښه ده.

3-له ګناهونو پاکېدل، د الهي پېروزینو د لاس ته راوړو لاره چاره او زمینه ده. «لَهُمْ مَغْفِرَهٌ وَ أَجْرٌ کَبِیرٌ»

4- تقوا او واقعي خشیت هغه دی، چې انسان په زړه کې له الله (ج) پروا ولري، ګنې ظاهري تقوا خو یوازې ځانښوونه ده. «یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ»

5-ریا او نفاق مه کوئ؛ ځکه الله (ج) پر باطن پوه دی. «عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»

6-پټوالی د خدای پر ژوره پوهه اغېز نه لري، هغه پر ټولو نیتونو او د زړه پر خوالو خبر دی. «إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ» ( «عَلِیمٌ» د ژورې او پراخې پوهې نښه ده.)

7- پر مخلوقاتو د الله (ج) علم یې د خالقیت په پار دی. (چا چې څه جوړ او پنځولي له ټولو حالاتو یې خبر دی.) «أَ لا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ»

8- د الله (ج) پر علم ایمان، له نفاق او پټچارۍ تر ټولو غوره مخنیونکی دی. ((أَسِرُّوا قَوْلَکُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ .. أَ لا یَعْلَمُ ..))

 

هُوَ الَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِی مَناکِبِها وَ کُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَ إِلَیْهِ النُّشُورُ«15»= (الله) هغه ذات دى، چې ځمكه يې درته اېل كړه؛ نو پر اوږو يې وګرځئ او (د الله حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ، چې د مړيو) ژوندي راپورته كېدل يوازې د همده پر لور دي.

 

ټکي:

* «منکب» د اوږې پر مانا دی او اوږه بار ايښوولو ته تر ټولو غوره غړې ده.

 د ځمکې اوږه؛ یعنې د ځمکې هغه برخې، چې ستاسې د رزق بار یې پر اوږه دی.

* ځمکه انسان ته اېل ده او د څو ډوله حرکتونو په درلودو بیا هم آرامه ده. که پر ځمکه تل زلزله او یا اورغورځي وو، یا له لمره د ځمکې واټن لرې یا ورنږدې شوې وای او یا پر ځمکه دا محاسبات واکمن نه وو؛ نو ځمکه به انسان ته اېل نه وه. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً»

 

پېغامونه:

1-الله (ج) ځمکه اېل کړې، چې بشر پرې هڅې وکړای شي. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِی مَناکِبِها»

2- رزق د الله (ج) له لوري دی؛ خو لاس ته راوړو ته دې یې هڅه وشي. «فَامْشُوا فِی مَناکِبِها وَ کُلُوا مِنْ رِزْقِهِ»

3- هستي د حرکت په حال کې او د تکامل پر لوري ده:

طبیعت د انسان لپاره. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً»

انسان د هڅې لپاره «فَامْشُوا فِی مَناکِبِها»

 هڅه د رزق لپاره «کُلُوا مِنْ رِزْقِهِ»

دنیا د آخرت لپاره «إِلَیْهِ النُّشُورُ»

4- دنیوي بریاوې دې له قیامته د غفلت لامل نشي.(( کُلُوا .. وَ إِلَیْهِ النُّشُورُ))

 

أَ أَمِنْتُمْ مَنْ فِی السَّماءِ أَنْ یَخْسِفَ بِکُمُ الْأَرْضَ فَإِذا هِیَ تَمُورُ«16» أَمْ أَمِنْتُمْ مَنْ فِی السَّماءِ أَنْ یُرْسِلَ عَلَیْکُمْ حاصِباً فَسَتَعْلَمُونَ کَیْفَ نَذِیرِ«17»=ايا ځان د هغه (الله) له (عذابه) خوندي ګڼئ، چې په اسمان كې دى، كه حكم وكړي؛ نو په سخته زلزله به مو د ځمکې تل ته ورننباسي؟! 17 يا ځان د هغه (الله) له [عذابه] خوندي ګڼئ،چې په اسمان كې دى،چې پر تاسې به كاڼيز باد راوالوځوي؟!؛نو ژر به پوه شئ،چې ګواښونه مې څرنګه دي!

 

ټکي:

* ددې دوو آیتونو منځپانګه د انعام سورت له ۶۵ آیت سره ورته ده، چې وايي: [قُلْ هُوَ الْقادِرُ عَلی أَنْ یَبْعَثَ عَلَیْکُمْ عَذاباً مِنْ فَوْقِکُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِکُمْ= ووايه: ((په وسه یې ده،چې پر تاسې له پاسه کوم عذاب درښکته او يا يې تر پښو لاندې درباندې راپورته کړي يا پر خپرو ورو ډلو مو وويشي او پر يوې ډلې د بلې (ډلې) د جګړې (او اختلاف) خوند وڅكي .)) وګوره موږ خپل راز راز آيتونه وړاندې كوو! چې ښايي په ژوره توگه وپوهېږي (او سمې لارې ته راوګرځي.)]

* «حاصب» د هغه تېز باد په مانا دی، چې شګې هم ورسره وي.

*په ځمکه کې د ډوبېدو بېلګه به د قصص سورت په روستیو برخو کې ولولو، چې وايي: «فَخَسَفْنا بِهِ» او له آسمانه د کاڼو د باران بېلګه به د لوط قوم په کیسه کې ولولو، چې وايي: «إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ حاصِباً[12]»

* د ځمکې په آرامۍ کې د الله (ج) ځواک یې د واکمنۍ یو څرک دی، چې د سورت په پیل کې مو ولوستل: «بِیَدِهِ الْمُلْکُ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ[13]»

 * په هستۍ کې د ادلون بدلون احتمال، انسان له غره کېدو او پر دنیا له ډډه وهنې ژغوري، مولانا جلال الدین محمد بلخي (رح) په دې اړه په مثنوي کې یو شعر لري:

جمله ذرات زمین و آسمان

لشگر حقند گاه امتحان

باد را دیدی که با عادان چه کرد

آب را دیدی که در طوفان چه کرد

آنچه بر فرعون زد آن بحر کین

و آنچه با قارون نمودست این زمین

وآنچه آن بابیل با آن پیل کرد

وآنچه پشه کله نمرود خورد

و آن که سنگ انداخت داودی بدست

گشت سیصد پاره و لشگر شکست

گر بگویم از جمادات جهان

عاقلانه یاری پیغمبران

مثنوی چندان شود که چهل شتر

گر کشد عاجز شود از بار پر

 

پېغامونه:

۱-د الله (ج) پرغز – قهر او عذاب یوازې په قیامت کې نه دی.(( أَمِنْتُمْ .. أَنْ یَخْسِفَ بِکُمُ الْأَرْضَ))

2- هېڅوک دې ځان د الله (ج) له قهره په امان کې نه ګڼي او هره شېبه د الله (ج) د پرغز د نزول احتمال شته. «أَ أَمِنْتُمْ مَنْ فِی السَّماءِ»

3- آسمان، د الهي تدبیر او واکمنۍ مرکز دی. «مَنْ فِی السَّماءِ»

4- آسمان، د الله (ج) تر امر لاندې د چارواکیو مرکز دی. «مَنْ فِی السَّماءِ»

5- پر طبیعت واکمن غونډال د هغه په اراده دی او هره شېبه یې بدلولای شي. «یَخْسِفَ بِکُمُ الْأَرْضَ»

6- شونې ده الهي عذاب د انسان تر پښو لاندې وي او ځمکې ته یې راکاږي. «یَخْسِفَ بِکُمُ الْأَرْضَ» یا یې د سر له پاسه، له آسمانه پرې راکوز شي. «یُرْسِلَ عَلَیْکُمْ حاصِباً»

7-د الله (ج) لاس پرانستی دی هم له آسمانه باران راورولای شي: «یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْکُمْ مِدْراراً[14]» او هم ډبرې. «یُرْسِلَ عَلَیْکُمْ حاصِباً»

8- الهي ګواښنې جدي ونیسو. «فَسَتَعْلَمُونَ کَیْفَ نَذِیرِ»

 

وَ لَقَدْ کَذَّبَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ«18» أَ وَ لَمْ یَرَوْا إِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صافّاتٍ وَ یَقْبِضْنَ ما یُمْسِکُهُنَّ إِلاَّ الرَّحْمنُ إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ بَصِیرٌ«19»=او په يقين، تر دوى مخكې خلكو (هم الهي آيتونه) دروغ ګڼلي ول؛نو (وګوره)،چې[زما] د نټې [عذاب] څرنګه و! ايا د خپلو سرونو له پاسه الوتونکي مرغان نه ويني، چې [خپل] وزرونه غوړوي او راټولوي؟! بې له لوراند یې څوك په هوا كې تمولاى نشي؛ (ځكه) چې هغه د هر څه ليدونکى دى.

 

 

ټکي:

* مرغۍ ډله ایز حرکت کوي او په څلورو فصلونو کې اوږده واټنونه وهي، او بې له مکاني محدودیته کېنې، پرله پسې الوتنې کوي ، نه راپرېوځي او نه یو له بل سره ټکر کوي، دا ټولې د الهي ستریا او برم نښې دي.

 * «صافات» د فاعل اسم په بڼه راغلی دی؛ یعنې مرغۍ په پرانستو وزرو الوځي؛ خو د «یَقْبِضْنَ» کلیمه د فعل په بڼه راغلې؛ ځکه مرغۍ کله خپلې وزرې راټولوي.

 

پېغامونه:

۱-الهي ګواښنې جدي ونیسو (د تېرو په اړه الهي عذاب پلی شوی دی، قارون یې پر ځمکه ورډوب کړی، د لوط پر قوم له آسمانه ډبرې راوورېدې؛ نو تاسې هم له تاریخه غبرت واخلئ.) «فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ»

2- الله (ج) خپل پېغمبر ته د نورو د دروغجنولو پر وړاندې ډاډ ورکوي. «لَقَدْ کَذَّبَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

3- د تېرو تاریخ د راتلونکیو د لارې مشال دی. «کَذَّبَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

4- د انبیاوو تکذیبول د الهي عذاب خواله ده.(( کَذَّبَ .. فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ))

5- توکیز اوزار مو غره نه کړي. ( که څه مرغۍ په وزرونو الوځي؛ خو څه یې چې په هوا کې ساتي، د الله ځواک دی.) «ما یُمْسِکُهُنَّ إِلاَّ الرَّحْمنُ»

6- له الله (ج) سره یو څیز هم مه ورشریکوئ. «إِلاَّ الرَّحْمنُ»

7-د الهي نعمتونو بنسټ یې لورنه ده. «ما یُمْسِکُهُنَّ إِلاَّ الرَّحْمنُ»

8- د هستۍ نظام د الله تر څارنې لاندې سمبالېږي. «إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ بَصِیرٌ»

 

أَمَّنْ هذَا الَّذِی هُوَ جُنْدٌ لَکُمْ یَنْصُرُکُمْ مِنْ دُونِ الرَّحْمنِ إِنِ الْکافِرُونَ إِلاّ فِی غُرُورٍ«20» أَمَّنْ هذَا الَّذِی یَرْزُقُکُمْ إِنْ أَمْسَکَ رِزْقَهُ بَلْ لَجُّوا فِی عُتُوٍّ وَ نُفُورٍ«21»= يا څوک دى هغه ځواک،چې د لوراند الله پر وړاندې ستاسې مرسته وكړي؟!خو كافران غوليدلي دي. بلكې دا څوك دى، چې كه (الله) خپله روزي دربنده كړي (؛ نو) روزي دركړي؟ (هېڅوک)؛ بلكې كافران په سرغړونه [او له حقه] په تېښته كې ټينګار کوي.

 

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې په ځمکه او اسمان کې د الهي ځواک خبره وه. هغه کولای شي ځمکې ته حکم وکړي، چې کفار په ځان کې ډوب کړه، هغه کولای شي مرغۍ په اسمان کې وساتي او.. دا آیت د بشر بېوسۍ ورښيي، چې دا انسان د کوم لښکر په  ډاډ او په کوم ملاتړ دومره د الله (ج) پر وړاندې ځېل کوي. ته وا مشرکانو بوتان خپل ملاتړ ګاڼه او له لوري یې ځواک ننګېره.

* «غَرُورٍ» د تېرایستوني په مانا او «غُرُورٍ» د چل ول په مانا دی.

* د غرور اوزار بېلابېل او لامل یې شیطان دی: «لا یَغُرَّنَّکُمْ بِاللّهِ الْغَرُورُ[15]»اوږدې هیلې او د اغفال کوونکیو ژمنې غرور وزلې دي.

* دلته د انسان د بدمرغۍ لاملونو ته اشاره شوې: غرور، ځېل، سرغړونه او له حقه تېښته.

 «عُتُوٍّ» استکبار او له حق نه اوختو ته او «نُفُورٍ» له حقه کرکې څرګندولو او تېښتې ته وايي.

* ځېل د سرغړاندۍ لاره چاره او سرغړونه د کرکې او له حقه د واټن لاره چاره ده.

 * یوازې الله (ج) روزي رسونکی دی. هم په دنیا کې روزي ورکوي:«خَلَقَکُمْ ثُمَّ رَزَقَکُمْ[16]»هم په برزخ کې روزي ورکوي: «بَلْ أَحْیاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ یُرْزَقُونَ[17]»هم په قیامت کې روزي ورکوي.«یُرْزَقُونَ فِیها بِغَیْرِ حِسابٍ[18]»

 

پېغامونه:

1- غره وګړی یې کمزوریو او بېوسیو ته ورمتوجه کړئ. ((أَمَّنْ هذَا الَّذِی ..))

2-د لښکر او سرتېرو درلودل د غرور له اوزارو ځنې دي.((جُنْدٌ لَکُمْ یَنْصُرُکُمْ .. إِلاّ فِی غُرُورٍ))

3- کافران د کمزورو او بېوسه ځواکونو په ډاډ مغرورېږي.((جُنْدٌ لَکُمْ یَنْصُرُکُمْ .. إِنِ الْکافِرُونَ إِلاّ فِی غُرُورٍ))

4- الله (ج) اړ نه دی چې رزق ورکړي؛ بلکې د رزق ورکړه پرې کولای شي. «إِنْ أَمْسَکَ رِزْقَهُ»

5-الهي نعمتونو ته د پام یوه لار یې د نعمتونو د اخستو احتمال دی. «إِنْ أَمْسَکَ رِزْقَهُ» (د همدې سورت په یو بل آیت کې وايي: «إِنْ أَصْبَحَ ماؤُکُمْ غَوْراً[19]»که اوبه د ځمکې ژورو ته تللې وې؛ نو لاسرسی به مو ورته نه مونده.)

 

 

أَ فَمَنْ یَمْشِی مُکِبًّا عَلی وَجْهِهِ أَهْدی أَمَّنْ یَمْشِی سَوِیًّا عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ«22» قُلْ هُوَ الَّذِی أَنْشَأَکُمْ وَ جَعَلَ لَکُمُ السَّمْعَ وَ الْأَبْصارَ وَ الْأَفْئِدَهَ قَلِیلاً ما تَشْکُرُونَ«23» قُلْ هُوَ الَّذِی ذَرَأَکُمْ فِی الْأَرْضِ وَ إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ«24»= نو ايا څوك چې پړمخې روان وي، ښه لار موندونكى دى، که هغه چې سم ولاړ پر نېغه لار ځي؟!ووايه: (( (الله) هغه (ذات) دى، چې پيدا يې كړئ او غوږونه، سترګې او زړونه يې دركړل؛څومره ډېر لږ شكر کوئ!)) ووايه : ((دی خو هغه ذات دى،چې تاسې يې پر ځمكه خواره كړئ او يوازې به د همده لوري ته ورغونډ كړاى شئ .))

 

ټکي:

* «مکب» د هغه کس په مانا دی، چې پړمخ راغورځېدلی وي او «إِنْشاءً» له نوون سره جوړولو ته او«ذرأ» پنځولو او د نسل ډېرېدو ته وايي.

* په دې آیت کې کافر له هغه سره ورته شوی، چې پړمخ پر ځمکې راغورځېدلی وي او وغواړي په خاپوړو حرکت وکړي او مؤمن له هغه چا سره ورته شوی چې سم سیده روان دی.

 * «سمع» مصدر دی او مفرد او جمع رانغاړي او اړتیا نشته، چې د جمع په بڼه راشي، د «ابصار» او«افئده» پرخلاف چې د جمع په بڼه راغلي دي.

*هغه چې پړمخ پر ځمکې راپرېوتي؛ لید نه لري، په زحمت او رو حرکت کوي؛ ځکه پر لار خنډونه نه ويني، لاس او مخ یې ټپي کېږي، ذلیل او خوار شي، نور ترې ځي او هغه یوازې پاتې شي؛ خو هغه چې پر پښو دی او حرکت کوي، عزیز دی، تېز او په ځغاسته ځي، له لرې پر لار پراته خنډونه تشخیصوي؛ نو روغ پاتېږي او نور هم ورسره ملګري وي.

* امام باقر (رح) وویل: زړه څلور ډوله دی، یو یې اپوټه زړه دی، چې د مشرک زړه دی او بیا یې دا آیت تلاوت کړ: «أَ فَمَنْ یَمْشِی مُکِبًّا عَلی وَجْهِهِ[20]»

*ځان پېژندنه د الله پېژندنې پر لوري لار ده. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: غوږ په هډوکیو اورېدل کوي او سترګې په څلېښناکو اوبو لیدل کوي. «جَعَلَ لَکُمُ السَّمْعَ وَ الْأَبْصارَ»

*سره له دې چې د الهي نعمتونو پر وړاندې مو شکر خورا کم دی؛ خو الله (ج) خپل نعمتونه راځنې نه اخلي. د رجب میاشت په دعا کې لولو: «یا من یعطی الکثیر بالقلیل» ای هغه خدایه، چې زموږ د لږو کړنو او شکر پر وړاندې دې، ورکړه ډېره ده.

 

 

پېغامونه:

1- ځېلي، حق ځپونکي او له حق تښتېدوني وګړي، په یوه ډول مسخ شوي او د طبیعي حرکت پر ځای پر ځمکه کښېږي.(( بَلْ لَجُّوا فِی عُتُوٍّ وَ نُفُورٍ .. مُکِبًّا عَلی وَجْهِهِ))

2-د اسلام لار تل نېغه او رڼه موخه لري او که اسلامي امت پردې لار ولاړ شي؛ نو سرلوړي به وي. «یَمْشِی سَوِیًّا عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ»

3- د انسان پنځون خورا مهم دی، داسې چې پېغمبر اکرم ته دنده ورکول کېږي، چې خلکو ته د پنځون په مبداء او پکې د پټو نعمتونو په باب پرله پسې ګواښنګرندي وکړي. ((قُلْ هُوَ الَّذِی أَنْشَأَکُمْ .. قُلْ هُوَ الَّذِی ذَرَأَکُمْ

4-د الله (ج) پنځون، نوون دی، نه له پخوانۍ بېلګې ورته جوړونه . «أَنْشَأَکُمْ»

5-الله (ج) د پېژندګلوۍ ټولې وزلې انسان ته ورکړي، چې غاړه پرې خلاصه کړي. (عادي انسانان یوازې اوري او ګوري او عبرت اخلي؛ خو غوره انسانان، د زړه له لارې یو لړ مطالب تر ګوتو کوي.) «جَعَلَ لَکُمُ السَّمْعَ وَ الْأَبْصارَ وَ الْأَفْئِدَهَ»

6-د الله (ج) شکر یوازې په ژبه نه؛ بلکې عملي شکر هم پکار دی، چې هماغه له نعمتونو سمه ګټنه ده. «قَلِیلاً ما تَشْکُرُونَ»

7- هغه چې د پنځون په پیل کې تاسې پرځمکه او له ځمکې پیدا کړئ، ستاسې د بیا راژوندي کولو ځواک هم لري.(( أَنْشَأَکُمْ ، ذَرَأَکُمْ .. إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ))

8- الله (ج) په دنیا کې انسانان پر ځمکه خوروي او د قیامت پر ورځ یې راغونډوي. «ذَرَأَکُمْ ، تُحْشَرُونَ»

 

وَ یَقُولُونَ مَتی هذَا الْوَعْدُ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«25» قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّهِ وَ إِنَّما أَنَا نَذِیرٌ مُبِینٌ«26»=او كافران وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا (د قيامت) ژمنه کله ده؟!))ووايه : ((علم یې يوازې له الله سره دى او زه يوازې څرګند گواښگرندى يم .))

 

ټکي:

* په قرآن کې شپږ ځل د مخالفانو له خولې د «مَتی هذَا الْوَعْدُ» غونډله – جمله راغلې او پېغمبر اکرم یې په ځواب کې ویلي چې د قیامت علم یوازې له الله (ج) سره دی.

* غیب علم دوه ډوله دی: هغه ډول چې الله (ج) یې خپلو ځانګړیو بندګانو ته ورکوي: «تِلْکَ مِنْ أَنْباءِ الْغَیْربِ نُوحِیها إِلَیْکَ[21]»؛ یعنې څه مو چې وویل، غیبي خبرې دي، چې در وحې مو کړل.

او یو ډول یې یوازې په الله (ج) پورې ځانګړی دی او ان الهي انبیاء هم ترې خبر نه دي؛ لکه د قیامت د راتلو وخت: «إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّهِ»؛ لکه څنګه چې په دعا کې لولو: «بحق علمک الذی استأثرت به لنفسک» د هغه علم په پار، چې ځان ته دې ساتلی دی.  

*د قیامت پر جزئیاتو او د پېښېدو پر وخت نه پوهېدل یې پر ټولیزتوب د نټې دلیل نه دی. که د کور د وره زنګ واورېدل شي او تاسې زنګ وهوونکی نه وینئ؛ نو دلیل نه دی، چې څوک به د وره تر شا نه وي.

 

پېغامونه:

1- کافر پلمې لټوي. (د قیامت د پېښېدو د وخت په باب پوښتل، ځان د قیامت په اړه ناګارول دي.) «مَتی هذَا الْوَعْدُ»

2- دښمن په پوښتنه اوڅارولو، سپکاوي او ملنډو د اسماني مشر د کمزرولو په تکل کې دی؛ نو ځکه انبیاء په دورغ ویلو تورنوي. «مَتی هذَا الْوَعْدُ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ»

3- هره پوهېدنه ارزښت نه دی،( که د قیامت د راتګ پر وخت پوه شو؛ نو ټولو هغو خلکو ته د اندېښنې او وېرې لامل دی،چې ورنږدې دي او د هغوی به د هېر او غفلت لامل شي، چې ترې لرې دي.) «إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّهِ»

4- د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم رسالت له غیبو خبر ورکول نه؛ بلکې ښيون او ګواښنه ده.«إِنَّما أَنَا نَذِیرٌ مُبِینٌ»

5- د پېغمبرانو خبره،رڼه، بې ابهامه او بې پېچلتیا ده. «نَذِیرٌ مُبِینٌ»

6- باید غره او ځېلي وګړي په ګواښنه ښیون کړو، زیری او هڅونه ورته چارسازې نه ده. «نَذِیرٌ مُبِینٌ»

 

 

فَلَمّا رَأَوْهُ زُلْفَهً سِیئَتْ وُجُوهُ الَّذِینَ کَفَرُوا وَ قِیلَ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تَدَّعُونَ«27»=نو چې دا (الهي ژمنه) له نژدې وويني، د كافرانو مخونه به کرغېړن واوړي او (ورته) ويل كېږي: ((دا هماغه څه دي، چې تل مو غوښتل!))

 

ټکي:

* «زُلْفَهً» د نږدې په مانا دی، د مشعر الحرام سیمې ته «مزدلفه» وايي؛ ځکه مکې ته نږدې ده.

* «تَدَّعُونَ» جدي او په بیړه غوښتنه ده. د ذاریات سورت په څوارلسم آیت کې لولو: [ «یَوْمَ هُمْ عَلَی النّارِ یُفْتَنُونَ ذُوقُوا فِتْنَتَکُمْ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ= (او ورته ويل كېږي:) خپل عذاب وڅكئ! دا هماغه څه دي، چې تاسې يې (راتلو) ته بيړه كوله! ] او ویل مو[22]: »«أَیّانَ یَوْمُ الدِّینِ[23]» 

* قرآن کریم په ډېری آیتونو کې په قیامت کې د نېکانو او مجرمانو څېره انځور کړې. د نېکانو په باب وايي:

 «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ مُسْفِرَهٌ ضاحِکَهٌ مُسْتَبْشِرَهٌ[24]=» پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، خندان او ښاد.

«وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناعِمَهٌ[25]=»   پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي.

«تَعْرِفُ فِی وُجُوهِهِمْ نَضْرَهَ النَّعِیمِ[26]=» او په څېرو كې به يې د نعمتونو د پرېمانۍ خوښي له ورايه وپېژنې.  

د کږلاریو او مجرمانو په باب وايي:

«وَ وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ عَلَیْها غَبَرَهٌ تَرْهَقُها قَتَرَهٌ[27]=» پر هغه ورځ به ځينې مخونه سپېره وي، تک تور به اوښتي وي،

 «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ خاشِعَهٌ[28]=» پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي،

«تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النّارُ وَ هُمْ فِیها کالِحُونَ[29]=» اور یې مخونه وريتوي او دوى به چينګ داړي (بدرنګه او بدمخي) پکې پراته وي

«وَ نَحْشُرُهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ عَلی وُجُوهِهِمْ عُمْیاً وَ بُکْماً وَ صُمًّا[30]=» او د قيامت پر ورځ به يې پړمخې ړانده، ګونګيان او كاڼه راټول کړو،

 «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ باسِرَهٌ[31]=» او پر هغه ورځ به ځينې مخونه بدرنګ وي،

«یَوْمَ یُسْحَبُونَ فِی النّارِ عَلی وُجُوهِهِمْ[32]=»     پر هغه ورځ، چې پړمخي په اور كې راښکودل كېږي

 

 

 پېغامونه:

1- په دنیا کې کفر په آخرت کې د تورمخۍ لامل دی.((سِیئَتْ وُجُوهُ الَّذِینَ کَفَرُوا.

2- په قیامت کې پر بدني عذاب سربېره، د سپکاوۍ روحي عذاب هم شته. «هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تَدَّعُونَ»

 

قُلْ أَ رَأَیْتُمْ إِنْ أَهْلَکَنِیَ اللّهُ وَ مَنْ مَعِیَ أَوْ رَحِمَنا فَمَنْ یُجِیرُ الْکافِرِینَ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ«28»

 28 ووايه : (( ما خبر كړئ، كه الله ما او زما ملګري هلاك كړي يا راباندې ولورېږي؛نو څوك كافران له دردناك عذابه ژغوري؟!))

 

ټکي:

* په روایتونو کې راغلي، چې د مکې کفارو د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم او مسلمانانو د مړینې هیله کوله. دا آیت وايي، فرض کړئ، چې دوی له نړۍ ولاړل؛ نو تاسې به څوک له الهي عذابه ساتي؟

په طور سورت کې هم دا هیله اوڅار شوې ده: «أَمْ یَقُولُونَ شاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَیْبَ الْمَنُونِ[33]=» د فتح سورت په ۱۲ آیت کې هم د کفارو دا هیله اوڅار شوې ده، چې پېغمبر او مؤمنان دې له غزا روغ راستانه نشي. «بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ یَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَ الْمُؤْمِنُونَ إِلی أَهْلِیهِمْ»

* وايي له ښوونځي یو تښتېدوني ماشوم له الله (ج) د خپل ښوونکي مړینه وغوښته، پلار یې ورته وویل: که غواړې چې له زده کړې خلاص شې؛ نو زما مرګ له خدایه وغواړه؛ ځکه که ښوونکی دې ومړ؛ نو له بل ښوونکي سره به دې زده کړیال کړم.

 

پېغامونه:

1- له کفارو سره د خبرو اترو دود له وحې زده کړئ.((قُلْ أَ رَأَیْتُمْ ..

2- پېغمبر د وحې امین دی.((قُلْ ..،(ان د «قُلْ» کلیمه هم نه حذفوي.)

3- د تبلیغ په کړلارو کې کله دې حقایق د فرضیاتو په قالب او چوکاټ کې اوڅار شي. «إِنْ أَهْلَکَنِیَ اللّهُ»

4- کفار؛ لکه څنګه چې پخپله له پېغمبر اکرم سره بغض او کینه لري، له لارویانو سره یې هم کینه لري. «أَهْلَکَنِیَ اللّهُ وَ مَنْ مَعِیَ»

5-مؤمن دې د وېرې او هیلې ترمنځ ژوند کوي.(( أَهْلَکَنِیَ اللّهُ .. أَوْ رَحِمَنا

6- هېڅ څیز او هیڅ کس پر کفارو د الهي پرغز – قهر د راکښته کېدو مخه نشي نیوای. «فَمَنْ یُجِیرُ الْکافِرِینَ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ» (د ځینو کفارو شعار«وَ ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ[34]» و؛ یعنې موږ پر عذاب نه اخته کېږو؛ خو قرآن وايي: هغوی پر عذاب اخته کېږي.)

7- هغه به پخپله په دردونکي عذاب اخته شي ، چې د الهي اولیاوو لپاره د درد او کړاو هیلمن وي. «عَذابٍ أَلِیمٍ»

 

قُلْ هُوَ الرَّحْمنُ آمَنّا بِهِ وَ عَلَیْهِ تَوَکَّلْنا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ«29» قُلْ أَ رَأَیْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ ماؤُکُمْ غَوْراً فَمَنْ یَأْتِیکُمْ بِماءٍ مَعِینٍ«30»=ووايه :(( دی هماغه لوراند (الله) دى، موږ ایمان پرې راوړى او موږ يوازې پر هغه بروسه كړې؛نو ژر به پوه شئ، چې څوك په څرګند بېلارېتوب كې دى! )) 30  ووايه : ((ما خبر كړئ، كه (د سيمې) اوبه مو [په ځمكه كې] ښكته ولاړې شي؛نو څوك روانې او خوندورې اوبه درته راولي؟!))

 

ټکي:

* ځمکه له نفوذپذیر او نفوذناپذیر برخو جوړه ده. که ټولې برخې نفوذناپذیرې وې؛ نو اوبه به پکې نه زېرمېدې او که ټولې برخې یې نفوذپذیرې وې؛ نو له ځمکې به جبه جوړه وه.

* «غور» په ژورو کې ورننووتو ته وايي او «مَعِینٍ» د آسان او روان په مانا دی.

* روستی آیت د تېر آیت د تفسیر په منزله دی. په 29 آیت کې وايي: «قُلْ هُوَ الرَّحْمنُ» او په 30 کې، د لورنې بېلګه روانې اوبه ښيي. په لومړي آیت کې وايي: پر هغه مو توکل وکړ او په ورپسې آیت کې وايي: پر هغه د توکل دلیل دادی، که هغه زموږ د اړتیا وړ اوبه د ځمکې ژورو برخو ته کوزې کړي، هېڅوک یې راپورته کولای نشي.

* امام باقر (رح) (د آیت په تأویل کې) وویل: که ستاسې امام پټ وي؛ نو څوک ښکاره امام درلېږي، چې د آسمانونو او ځمکې له خبرونو، حلال او حرام مو خبر کړي؟ إِنْ أَصْبَحَ ماؤُکُمْ غَوْراً ..[35]))

 

پېغامونه:

1- پېغمبر دنده لري د نااهلانو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي. «قُلْ هُوَ الرَّحْمنُ»

2- د کفارو پر وړاندې مو د ایمان او توکل دوه لاملونه ژغورنوزلې دي.(( آمَنّا .. تَوَکَّلْنا))

3- توکل، د ایمان ثمره او ملازم یې دی.((آمَنّا .. تَوَکَّلْنا

4- د لورنې پر سرچینه ایمان ارزښت لري، نه پر کلکو جامدو بوتانو. «هُوَ الرَّحْمنُ آمَنّا»

5- پر الله (ج) په توکل به، کفار خپلې هیلې خپلو قبرونو ته وړي.(( عَلَیْهِ تَوَکَّلْنا فَسَتَعْلَمُونَ ..))

6-د کار پای کچه ملاک ده نه پیل یې.«فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ»

7-لومړی مو ګروهیزه بیخبنا پیاوړی کړئ بیا دښمن وګواښئ. ((آمَنّا .. تَوَکَّلْنا .. فَسَتَعْلَمُونَ ..))

8-د اسلامي ټولنې د مشر پرېکنده خبره، د خپلو د زړه ډاډ او د پردیو د اندېښنې لاملېږي. ((قُلْ هُوَ الرَّحْمنُ .. فَسَتَعْلَمُونَ ..

9- له بې توپیرۍ او غفلته د بچېدو لپاره د خطر پېښېدو احتمال بسیا دی. «إِنْ أَصْبَحَ ماؤُکُمْ غَوْراً»

10-د الله (ج) لاس د هستۍ د قوانینو په بدلون کې خلاص دی. «إِنْ أَصْبَحَ ماؤُکُمْ غَوْراً»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] مجمع البیان تفسیر

[3] – ذاریات،56.

[4] – هود،119

[5] – حج،76

[6] – فرقان،2

[7] – جمعه،1

[8] – فرقان،1.

[9] – کافي،ج 2،ص 16

[10] – ق،38.

[11] – نبأ،12

[12] – .قمر،34.

[13] – ملک،1.

[14] – نوح،11.

[15] – .لقمان،33

[16] – روم،40

[17] – آل عمران،169

[18] – غافر،40

[19] – ملک،30.

[20] – کافي،ج 2،ص 423

[21] – .هود،49

[22] – ذاریات،13-14

[23] – ذاریات،12

[24] -عبس،38-39

[25] – غاشیه،8

[26] – مطفّفین،24

[27] – عبس،40-41

[28] – غاشیه،2

[29] مؤمنون،104

[30] -اسراء،97

[31] – .قیامت،24

[32] -قمر،48

[33] طور،30

[34] شعراء،138

[35] – نورالثقلین تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!