بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (مومنون/۱۱۵) ژباړه : ايا ګومان مو كاوه،چې عبث (چټي) مو پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟! دا آيت، د قيامت، حساب او د كړنو د سزا يو ژوندى دليل وايي؛ دا، چې كه قيامت […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (مومنون/۱۱۵)
ژباړه : ايا ګومان مو كاوه،چې عبث (چټي) مو پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!
دا آيت، د قيامت، حساب او د كړنو د سزا يو ژوندى دليل وايي؛ دا، چې كه قيامت او معاد نه وي، د نيوي ژوند به چټي او عبث وي؛ ځكه دنيوي ژوند له دومره ستونزو سره او، چې خداى دا دومره تشكيلات، سريزې او كړلارې ورته رامنځ ته كړي، كه يوازې همدې څو ورځو ته وي؛ نو ډېر منځتشی – پوچ او بې مانا به وي. يو خوا وينو، چې پنځون په سرباندې – فوق العاده ډول هېښنده دى او په دې ترڅ كې، تر هغه بريده، چې پوهېږو، انسان د نړۍ يو خورا بشپړ او پوره ژوی دى. بلخوا وينو دا د هستۍ خورا اوچت او لوړ پيژندل شوى ژوی، په خپل لنډ عمر كې، له زوكړې تر مړينې، له ستونزو او كړاوونو سره مخ کېږي. آيا د باورېدو ده، چې ددې ستر غونډال – نظام او د پيدايښت ددې هيښنده ژوی(انسان) موخه، همدا وي، چې څو ورځې نړۍ ته راشي او خپل عمر په كړاو تېر كړي څه خواړه وخوري، جامې واغوندي، ويده شي او راپاڅي او بيا سټ وټ – پوپناه او له منځه ولاړ شي او هرڅه پاى ته ورسي؟ په دې حال كې آيا پيدايښت خوشې او چټي نه دى او ايا كوم عقلمن دې كوچنۍ موخې ته دا ګرد سره تشكيلات چمتو كوي؟!( نمونه تفسیر، 14 ټ 344 مخ)
سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com