تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قرآني زده کړې انفاق په انفاق پوړيز واټن كمېږي  مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۱﴾ = د هغوکسانو مثال، چې د الله په لار کې خپله شتمني لګوي، د هغې (کرلې) دانې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قرآني زده کړې

انفاق

په انفاق پوړيز واټن كمېږي

 مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۱﴾ = د هغوکسانو مثال، چې د الله په لار کې خپله شتمني لګوي، د هغې (کرلې) دانې په څېر دى، چې اوه وږي  راوټوکوي او په هر وږي كې سل دانې وي او د الله ، چې چاته خوښه شي (او وړتيا ولري) دوه يا څو ګرايه يې زياتوي او الله (د قدرت او رحمت له پلوه) پراخوونكى (او پر ټولو شيانو) پوه دى .

 په دې آيت او څو ورپسې آيتونو كې پر انفاق ويينه شوې ده. په دې آيتونو كې الله  تعالى د انفاق فضليت او ثوابونه يادوي او مؤمنان هڅوي، چې د الله  په لار كې مالونه ولگوي. انفاق يو ستر چار دى، چې اسلام د خپلو دوو عملي احکامو په یوې برخې یعنې په حق الناس كې ورپام كړى، چې د انفاق ځينې لارې يې واجب او ځينې مستحب كړې دي. زكات، خمس، مالي كفارې، وقف، وصيت، بخشش او وركړه او…. د (واجب يا مستحب) انفاق مصاديق دي. او له دې چاره د دين مراد دادى، چې د هغوى مالي ملاتړ وشي، چې پخپله د ژوند اړتياوې پوره كولاى نشي او بلخوا شتمن يې له اسراف او تبذيره په نهې د دوى د شتمنۍ د تظاهر او تجمل مخه نيولې او په دې توگه د شتمن او نشتمن پوړيز واټنونه را كموي[1].

 د الله لار او مصاديق يې

په دې آيت او ورپسې آيتونو كې د مثبت انفاق لومړۍ ځانگړنه «فى سبيل الله» والى ويل شوى دى او مطلب دادى، چې هر كار بايد د الله  د رضا لپاره وي او په انفاق پورې ځانگړى نه دى. په يو روايت كې راغلي، چې يو تن له يو خطرناك ځايه تېرېده.خلكو وويل: عجيب چابك سړى دى،كاشكې دا چابكي يې د الله  په لار كې كړې واى. پېغمبر (ص) وويل: «ايا د الله  لار يوازې جگړه او وژنه ده؟ د الله  لارې ډېرې دي: له كوره وتل، د حلال رزق لاسه ته راوړل او د موروپلار ژوندنيو اړتياوو د پوره كولو لپاره بودجه چمتوكول، د الله  لارې دي. د ښځې او اولادونو لپاره د حلال رزق ترلاسه كول، د الله  لار ده. د خپلې بودجې د چمتو كولو او رزق لاس ته راوړو لپاره وتل هم د الله  لار ده، چې څوك د شتمنيو د راغونډولو او ډېرۍ كولو لپاره سفر كوي؛ نو د شيطان په لار كې دى[2]» دا مهم ټكى د علي (ك) په يو روايت كې هم راغلى دی: «الله ، د شتمنيو په مالونو كې د نشتمنو روزي واجب كړې ده؛ نو كه شتمن يې حق وركړي، يو فقير به هم وږى پاتې نشي او الله  به يې په نه وركړې وپوښتي[3]»

 د عمل د ثواب زياتوالى

كه څه دا آيت د انفاق په هكله دى، د آيت دا برخه « وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ » عموميت لري او په انفاق پورې ځانگړې نه ده او د آيت مانا داده: « الله  د هر نېكچاري چار د نېكچارۍ هومره يې، هر ډول او هر چاته چې وغواړي، څو ګرايه كوي؛ لكه چې كه وغواړي، د انفاق كوونكيو انفاق اوه سوه ځل ډېر وي. د امام صادق (رح) په روايت كې راغلي: «كه مؤمن خپل كړه وړه ښه ترسره كړي، الله  يې كړه وړه اوه سوه ګرايه كوي او دا د الله  د دې خبرې مانا ده چې وايي: « وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ » نو هر چار د الهي ثواب په هيله او په ښه بڼه تر سره كړئ، د حديث راوي وايي: ومې پوښتل، دښې بڼې مطلب څه دى؟ امام وويل: «لكه چې نمونځ كوې، ركوع او سجده ښه وكړې، چې روژه نيسې؛ نو هر چار چې روژه دې خرابوي، ډډه ترې وكړې، چې حج ته ځې؛ نو نهايي زيار به كاږې، چې له هغه چار ډډه وكړې، چې حج او عمره دې خرابوي او همداراز هر چار چې كوې، له ناپاكۍ او چټلۍ پاك وي[4]

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي :

درې څيزونه د ايمان حقيقت دى : په تنګلاسۍ کې لګښت،له خلکو سره په انصاف چلن او زده کوونکي ته د علم زده کړه .(بحارالانوار  ٢\١٥)

څوک چې مېلمه ته يو درهم لګښت وکړي؛نو داسې به وي؛لکه د خداى په لارکې،چې يې زر زر ديناره لګولي وي (درهم د دينار لسمه برخه دى او هر دينار د سرو يو شرعي مثقال دى) . (ارشادالقلوب : ١\ ١٣٨)

خداى تعالى ويلي دي : د آدم اولادې!انفاق وکړه،چې انفاق درسره وشي . ( نووي ١/ ٤٧٤)

په ګناه پسې د سترګو تر رپ چابکه،استغفار وکړئ او که و مو نه کړ؛ نو انفاق وکړئ او که دا مو و نه کړ؛نو خپله غوسه تېره کړئ،که دا مو ونه کړه؛نو خلکو ته څه ورکړئ او که دا مو و نه کړل؛نو له خلکو سره احسان وکړئ او که دا مو و نه کړ؛نو پر ګناه ټينګار پرېږدئ او که دا مو و نه کړ،د خداى په هيله استغفار وکړئ او هېڅکله دخداى له رحمة مه نهيلېږئ . ( مستدرک الوسايل  ١٢\١٢٤)

د يتيم (پلارمړي) پر سر لاس راکاږه او بېوزليو ته خواړه ورکړه. (احمد)

نورو ته نفقه ورکړئ،چې خداى يې تاسې ته درکړي .( بخاري– مسلم)

هره ورځ پر بندګانو دوې پرښتې راکېوځي،يوه يې وايي : خدايه! نفقه ورکوونکي ته بدله ورکړه او بله يې وايي: خدايه ممسک زيانمن کړه . ( ناصف ٢/ ٥٠٤)

د هغه به ايمان پوره شوى وي،چې دوستي هم د خداى لپاره وکړي او دښمني هم د خداى لپاره او نفقه هم د خداى لپاره ورکړي .( ناصف ٥/٧٨)

نورو ته نفقه ورکړئ،چې خداى يې تاسې ته درکړي.(بخاري – مسلم )

د هغه پر حال دې خوښي وي،چې ښه خوى ولري او خټه يې پاکه وي . دننه يې سمه او دباندې يې (هم) ښکلى وي؛تر خپل لګښت زيات (څيزونه د خداى په لار کې لګوي) له زياتو خبرو ډډه کوي او له خلکوسره په انصاف چلن کوي . ( الکافي  ٢\١٤٤)

څوک چې له خپلې شتمنۍ د پلارمړي لګښت پر غاړه واخلي،چې له اړتيا خلاص شي ( او مادي خپلواکۍ ته ورسي) ؛نو په يقين چې جنت پرې واجبېږي .(من لايحضره الفقيه ٤\٣٧١)

مؤمن په الهي ادب مؤدب شوى،د پراخۍ پر مهال ډېر څه لګوي او چې تنګلاسى شي؛لګښت يې لږ وي .( الکافي ٤\١٢)

څوک چې غواړي په پاکۍ او سپېڅلتيا له خداى سره وګوري؛نو بايد واده وکړي او څوک چې د لګښت له امله واده و نه کړي ؛نو په يقين د خداى (په فضل) به بدګومانه شوى وي . (من لايحضره الفقيه٣\٣٨٥)

د خداى په لار کې ډېر غوره لګښت پر موروپلار لګول دي. (مستدرک الوسايل ١٥\٢٠٤)

له خلکو سره دوستي او مينه کول نيم عقل دى .ښه پوښتل نيم علم دى اوپه لګښت کې منځلاري نيم ژوند دى .( بحارالانوار : \٢٢٤)

پاسنى لاس (بخشش ورکونکى) تر کوزني لاس (بخشش اخستونکي) غوره دى . ( کنز ٦ / ٣٦٣ )

علي! سخي وسه،چې سخيان د خداى ښه ايسي.كه څوك درته د كومې اړتېا لرې كولو ته راغى؛نو اړتيا يې لرې كړه؛نو که څه هم هغه د بخشش وړ نه و؛خو ته د بخشش وركولو وړ يې .( مشكاة الانوار : ۲۳۳)

سخي انسان خداى،خلكو او جنت ته نږدې او له اوره لرې وي اوكنجوس له خداى،خلكو او جنته لرې  او اور ته نږدې وي.( مستدرك الوسايل : ۷ \۱۳)

سخي هغه دى،چې خپله شتمني د خداى لپاره وبښي او څوك چې د خداى د احكامو د مخالفت په لار كې بخشش وركړي؛ نو د خداى غوسه اوغصب به يې پر اوږو كړی وي او پر ځان به ډېر كنجوس وي .( بحار الانوار: ۶۸\۳۵۵)

د سخي خواړه شفا دي او د كنجوس د ناروغۍ لامل دي. ( بحارالانوار  ۶۸\۳۵۷)

سخاوت يوه ونه ده،چې بېخ يې په جنت كې او څانګې يې تر دنيا راغلي دي؛نو څوك يې چې كومه څانګه ونيسي؛نو د جنت لوري ته يې راكاږي . ( وسايل  ۹\۱۹ )

د “اولياء الله” فطرت (او خټه) له سخاوت او ښه خوى سره اغږل شوې ده . ( مستدرك الوسايل ۷\۱۳)

منت ايښوول د سخاوت آفت دى . ( الحضال  ۲\ ۴۱۶)

ډېرسخي هغه دى،چې د خپلې شتمنۍ زكات وركړي او ډېر بخيل هغه دى،چې د فرض زكات له وركړې ډډه  وكړي .(مشكاة الانوار  ۲۳۱مخ )

اسلام د كنجوسۍ په څېر بل هيڅ څيز نه پوپنا كوي .( الكافي ۴\ ۴۵)

د صدقې په ورکړه (له اسمانه) روزي راکوزه کړئ . ( فقيه ٤/ ٣٨١)

خپلوان دې،چې اړمن وي ؛نو نورو ته صدقه ورکول څه پکار؟( فقيه ٤/ ٣٨١)

صدقه د بديو اويا ورونه تړي .( بحار ٩٦/١٣٢)

د صدقې په ورکړه،خپل ناروغان له ناروغۍ وژغورئ . ( بحار ٩٦/ ١١٨)

غوره صدقه داده،چې يو مسلمان پوهه تر لاسه کړي او بل مسلمان ته يې  وښيي .( کنز: ١٦٣٥٧ح )

پټه صدقه ورکول،د خداى غوسه سړوي .(بحار ٩٦/ ١٣٠)

صدقه د ناوړه مړينې مخه نيسي. (الکافي ٤/ ٢)

د صدقې ورکړه مال ډېروي او صدقه ورکړه،چې خداى درباندې ولورېږي.( الکافي ٤/ ٩)

د بېوسي لاسنيوى،له غوره صدقو ځنې ده .( الکافي ٥/ ٥٥)

  تر خپلې اړتيا د زياتو څيزونو ورکړه،غوره صدقه ده. (وسايل ٩/ ٤٦١)

شتمني د صدقې په ورکړه نه لږېږي؛نو بخشش وکړئ او مه ډارېږئ. (مستدرک الوسايل ٧/ ١٥٣)

صدقه د ناوړو پېښو مخه نيسي. (مستدرک الوسايل ١٢/ ٣٤٣)

د قيامت ځمکه سره ده؛خو بې د مؤمن د سيوري له ځاى،چې  صدقو يې دا سيورى جوړ کړى دى . (الکافي  ٤/ ٣ )

ګهېځ مو په صدقه پېل کړئ؛ځکه بلاوې ترې نشي تېرېداى.( مفتاح الفلاح ١٦٤)

  خداى د صدقې له ورکوونکي اويا ډوله ناوړه مړينې او بلاوې لرې کوي، چې لږ تر لږه يې غم او خپګان دى . ( مستدرک الوسايل ٧/ ١٦١)

ګدا چې د شپې درته راشي؛نو مه يې ځوابوئ .( الکافي ٤/ ٨ )

که خپلوان مو اړ ول،نورو ته د صدقې ورکړه روا نه ده.( مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٦)

  مسکين د نړۍ پال استازى دى،چې خلک پرې و ازمېيي؛څوک چې څه ورکړي؛نو خداى به هم پرې ولورېږي او څوک چې يې ځواب کړي،خداى به يې بې برخې کړي . (مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٩)

د اړتياوو د څرګندولو پر مهال د ګدا خبرې مه پرېکوئ، پرېږدئ، چې پوره خبرې وکړي او له حاله يې خبر شئ.(مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٩)

ناروغان مو د صدقې په ورکړه ورغوئ او شتمني مو د زکات په ورکړه وساتئ .  (مستدرک الوسايل ٧/ ١٩٩)

توحيد نيم دين دى او د روزۍ د لاس ته راوړو لپاره صدقه ورکړئ ( د صدقې د ثواب کچه د وګړي په توحيد پورې اړه لري)  (التوحيد ٦٨)

له خلکو سره ښه چلن صدقه ده . ( روضة الواعظين  ٢\٣٨٠)

زه داسې صدقه درښيم،چې د خداى او استازي يې ښه ايسي او هغه د مرور پخلا کول دي .( مجموعه ورام ١/٦ )

 په مؤمن بنده کې چې پينځه ځانګړنې وي؛نو ايمان يې بشپړېږي :

 (١) پرخداى توکل . ( ٢) خداى ته د چارو ورسپارل .( ٣) د خداى حکم ته غاړه اېښوول . ( ٤) په الهي تقدير رضا او ( ٥) او د خداى د رالېږلو کړاوونو پر وړاندې زغم؛ځکه څوک چې د خداى لپاره دوستي او دښمني او د خداى په لار کې بخشش وکړي او د خداى لپاره لاس واخلي؛نو ايمان يې بشپړېږي .( اعلام  الدين : ٣٣٤)

علي!خبره يوازې په عمل ارزښت مومي او همداراز ظاهر په باطن، شتمني په بخشش،رښتيا ويل په وفا،فقه په پرهېزګارۍ،صدقه په نيت،ژوند په روغتيا او هېواد په امنيت او ښادۍ ارزښت مومي . (من لايحضره الفقيه ٤\ ٣٦٨)

څوک چې زکات ورکړي او د مېلمه درناوى وکړي او په سختيو کې بخشش وکړي؛نو د کنجوسۍ له آفتونو به خوندي وي .(مستدرک الوسايل ٧\٣٢)

نشتمنو ته د شتمنۍ زياته ورکړه او له خلکو سره په انصاف چلېدل،د حقيقي مؤمن ځانګړنې دي .( الکافي ٢\١٤٧)

هغه حقيقي مؤمن دى،چې نشتمن پخپلو شتمنۍ کې شريک کړي او د ځان په اړه له خلکو سر ه په انصاف کې وي . (الکا في ٢\ ١٤٧)

 (ګدا) نشتمن،چې خپلې اړتياوې وايي؛نو خبرې يې مه پرېکوئ،که (ځينو) مسکينانو دروغ نه ويل؛نو چاچې يې غوښتنه نه منلاى؛نو بريالى کېداى نشو .( الکافي ٤\١٥)

ګدا نشتمن مه پرېږدئ،که څه هم ناڅیز څه ورکړئ . ( الکافي ۴ / ۱۵)

 

[1] الميزان، ۲ : ۳۸۷ مخ.

[2] الميزان، ۲ : ۳۸۹ مخ.

[3] نهج البلاغه، كلمات قصار، ۳۲۸ مخ.

[4] الميزان، ۲ : ۴۰۵ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!