تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  تاريخي داستان “تورې له عدالته غچ واخست” ليکوال : لبنانى مشهور ليکوال : جرجي زيدان   د حضرت علي تر شهادت مخکې پېښې د کوفې د ښارتاريخ اوجغرافيه : د کوفې ښار حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) په ١٧ هجري کال کې د دويم خليفه حضرت عمربن خطاب (رض) په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

تاريخي داستان “تورې له عدالته غچ واخست”

ليکوال : لبنانى مشهور ليکوال : جرجي زيدان

 

د حضرت علي تر شهادت مخکې پېښې

د کوفې د ښارتاريخ اوجغرافيه :

د کوفې ښار حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) په ١٧ هجري کال کې د دويم خليفه حضرت عمربن خطاب (رض) په وخت کې د فرات سيند لويديځې غاړې ته جوړ کړ،چې له سينده زيات واټن نه لري .

لومړى دا ښار له لوخو او ونو له ډډونو او پاڼو ځنې جوړ شوی و،چې بيا دې ښار اور واخيست او لو لپه شو،چې وروسته حضرت سعد بن ابي قاص (رض) له خليفه څخه اجازه واخيسته،چې ښارله خټو جوړ کړي ، خليفه ورسره په څو شرطونو دا خبره ومنله :

١–   څوک دې له درېو خونو څخه زيات کور نه جوړوي .

٢– کورونه دې زيات جيګ نه جوړوى او د کور په جوړولو کې دې له نبوي سنت څخه لاروي وشي .

د دې ښارد سرکونو پلنوالى شل گامه او د کوڅو پلن والى يې اوه گامه وه .

لومړۍ ودانۍ،چې په دې ښار کې جوړه شوه،د دې ښار جومات و او د جوړولو طريقه يې داسې و،چې جنگيالي د ښارمنځ ته راغلل او هرې خوا ته يې خپل غشي خوشى کړل او چېرته،چې عشي ولګېدل ترهماغه بريده به جومات وي او له هغه وروسته به ترې کورونه جوړېږي .

د جومات ترڅنګ يې يوه کنده جوړه کړه،چې د دښمنۍ له يرغل څخه يې وساتى او د جومات په ځنگ کې حضرت سعد بن ابي وقاص يوه لويه اوښايسته ماڼۍ جوړه کړه او د(( سعد ماڼۍ )) نوم يې پرې کېښود .

   حضرت علي د جمل له جنگ څخه وروسته،چې پر٣٦ هجرى کال پېښه شوه، د کوفې ښار د خپل حکومت پلازماينه کړه.په دې وخت کې د کوفې ښار ډېر پرمختگ کړى و،ځکه له هرى لورې به ورته خلک راتلل او پکې به يې باغونه او کورونه جوړول .

 

د قطام د کور پته

له ښاره بهر د فرات سيند ته څېرمه يوه ښايسته او لويه ماڼۍ وه،چې شاوخواته يې د کجورو ونې کرل شوې وې.

د مني د فصل د مياشتې څوارلسمه شپه و او کجورې رسېدلى وې او سپوږمۍ د ونو په منځ کې ځان راښکاره کاوه د او نورو الوتونکيو غږونو دهغه ځاى چوپه چوپتيا ماته کړې و، ښايسته باد به کله کله د ونو زلفې ګومنځولې،په دې چوپه چوپتيا کې يو کور و، چې درې خونې يې درلودې چې گران بيه تورشکونه او بالښتنونه پکې اچول شوي ول.يو تت څراغ د يوې ځوانې نجلې څېره روښانه کړې و،چې زلفې یې پرېشانه وې او له سترګو يې اوښکې رابهېدى او تورو جامو يې ښودل،چې د خپلو عزيزانو وير ته ناسته ده.تپه تياره او يوازیتوب یې يو غنيمت گڼلى و،چې له زړه څخه د خپلو دوو عزيزانو غم تش کړي،چې دواړه پر يوه ورځ مړه شوي و.

 

قطام څوک وه

قطام د [ شحنة بن عدى ( عيسى )] لور و،چې د ټبرنوم يې (( رباب)) و،چې ښايست او ښکلې څېرې يې په ټول ښار کې مشهوره کړى و،تر دې،چې ورته به د(( کوفى سپوږمۍ )) ويل کېده. د نهروان تر جګړې وروسته يې،چې ورور او پلار یې ووژل شو؛نو د حضرت علي د مخالفینو په لیکه کې ودرېده. قطام ،چلۍ او مکاره ښځه و،چې تل د خپل پلار او ورور د غچ په فکر کې و؛خو له ويرې يې څه په خوله نشو راوړلاى ؛ځکه د کوفى ښار د حضرت علي له پلويانو ډک وو؛نو ناچاره و،چې د خپل پلار او ورور د زړه داغ په زړه کې وساتي او پخپل کور کې وير وکړي. وروسته له دې ، چې قطام د خپل ورور او پلار وير ته کېناسته،خپل ټول خدمتگاران ترې ولاړل او يوازې يو مریې ورسره پاتې شو ،چې له قطام سره يې ژوند کاوه او قطام به هم ورسره د زړه خبرې کولې .

 

له اموي ځوان سره د قطام دروغجنه مينه

يو ماسپښين قطام خپل مریې،ښار ته په يوې زړې ښځې پسې ولېږه؛شپه شوه؛خو مریې لا نه و راستون شوى،قطام د مريي ناوخته کېدو وارخطا کړه، ولاړه او بيا د خپل پلار او ورور وير ته کېناسته،ناڅاپه يې د پښو کښار واورېد، وارخطا راپاڅېده او غوږ شوه .

وروسته يې د خپل مريي (( ريحان )) د پښوغږ وپېژنده. زړه يې قرار شو او مخې ته ورغله،همدا چې ريحان ته ورورسېده؛نو د ناوخته کېدو علت يې ترى وپوښت. ريحان وويل : ځنډ مې د((لبابه )) له امله و،چې له يو ځوان سره يې خبرى کولي . قطام : ځوان څوک و ؟ ريحان وويل:نه پوهېږم،هر وخت،چې لبابه راغله ؛نو خپله یې وپوښته.

وروسته له دې،چې لبابه راغله،قطام ته يې مخ کړ او ورته يې وويل:لورې! د ځنډ بښنه غواړم. قطام : ته خو مې د زړه ټکور يې،ولې راکره ژر ژر نه راځې؟ لبابه: قطام، مه خپه کېږه! يوه ورځ به خداى دا غمونه پاى ته ورسوي. قطام : ته خو پوهېږې،چې زړه به مې هله يخ شي،چې د خپل پلار او ورورغچ واخلم. لبابه موسکۍ شوه او قطام ته یې مخ کړ. قطام ورته وويل : ترورې راپورې دې خندا کېږي ! چې غچ مې نه وي اخستاى؛نو د زړه اور به مى مړ نشي.

لبابې د قطام لاس ونیو او مريي ته يې وکتل . مريي هم له خونې ووت او هغوى يې ځان ته پريښودل.لبابې وويل : ما ته به څه انعام راکړې،چې داسې کس راپيدا کړم،چې د عزيزانوغچ دې واخلي ؟ قطام په بيړه وويل : ترورې!هغه څوک دى ؟ لبابې وويل : قطام ! بيړه مه کوه ، هغه (( سعيد اموي)) دى . قطام وويل: سعيد څوک دى ؟ لبابې وويل : هماغه ښايسته ځوان چې زړه يې پرتا بايللى دى .قطام وويل : ترورې هغه پېژنم ؛خو پېژندگلوي یې راته څه گټه لري .

لبابه : قطام! آيا په زړه کې دى ورته مينه نشته؟ قطام پر بيړه وويل : نه ! نه ! زه چا سره هم مينه نه لرم . زړه مې دغچ له اوره ډک دى .

لبابه موسکۍ شوه او ويې ويل : ډيره عجيبه او ځیلي نجلۍ يې، تو خو سعيد اموي پېژنې؛نو څنگه دې پرې زړه اوبه نه څښي؟ قطام وويل : نه ! ……نه ! هغه مې نه دی خوښ او نه له بل کوم يو سره مينه لرم، چې په زړه کې مې دغچ د اورلمبې بلې وي؛نو مینه به پکې څنګه وي .

لبابه : اوس چې دغچ په فکر کې یې ؛نو بايد له سعيد سره مينه ولرې،که څه هم د يوې لنډې مودې لپاره وي،سعيد همغه دى،چې ستا غچ به اخلي .

قطام په حېرانتيا لبابې ته وکتل،چې وويني لبابه ورته رښتيا وايي او که ټوکې ورسره کوي او همدا و، چې پوه شوه لبابه ټوکې نه کوي؛نو ویې وويل : رښتيا دې وويل ، د غچ آخيستنې لپاره،بايد پرهغه ميینه شم ،هغه به دې ته غاړه کېږدي،چې زما غچ واخلي ؟

لبابې وويل : هو! که دې کار ته يې غاړه هم کېنښوده ؛نو زه به يې راضي کړم. لبابه څه شېبه چوپ شوه اوبيا یې وويل : لورې! ورسره مینه وکړه که څه هم د يوې لنډې مودې لپاره وي.

قطام : پرې ميینه به شم ؛خو فکر نه کوم ،چې هغه به دا کار سر ته ورسوي. بيا يې لبابې ته مخ کړ او ورته يې وويل : ته وگوره،ته دا خبرې له خپلې ګيډې کوې ، که له سعيد سره دى هم په دې اړه باب خبرې کړي اوهغه هم درسره په دې هکله خبرې کړي دي او که نه ؟ لبابې په سترګو کې قطام ته وکتل او ويې ويل : لورې! پوه شه،چې سعيد دې په عشق کې له څو کالو مخکې ډوب شوی دى ؛خو ستا د پلار په ژوندون یې ددى څرګندونې زړه نه کاوه ؛ځکه چې پلار دې د علي له سرسخته پلويانو ځنې و او سعيد هم همغسې،چې پوهېږې اموي دى او له علي سره له پخوا دښمني لري او د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکې دی.هغه يقين درلود که په تا مارکه وکړى؛نو پلار به دې ورته نه وکړي ؛خو وروسته له دې،چې پلار دې ( د صفين تر جګړې وروسته ) د علي له لارویانو لاس واخيست او د علي د دښمنانو په لیکه کې ودرېد، سعيد وغوښتل،چې په تا مارکه وکړي او څو ځلې يې په دې اړه راسره خبرې هم کړي او دا چې پلار دې جنگ ته تللى و؛نو وخت مې پيدا نه کړ،چې ورسره دا خبره پښه کړم ؛خو چې ( د نهروان په جنگ کې) سعيد ستا د پلار د وژل کېدو خبر واوريد؛نو د خواشينۍ لپاره ما ته راغى او بيا يې راته د مارکې خبره راياده کړه؛خو ما ورته وويل ،چې هغه اوس ويرجنه ده او اوس ددې خبرو وخت نه دى؛خو هغه راته وويل ،چې که موږ دواړه دې يو ځاى نه کړو او زه خپلې مینې ته ونه رسم ؛نو ځان به ووژنم . هغه نن بيا زما کور ته راغى او بيا يې د مارکې خبره راياده کړه ، ما هم ورته وويل،چې پردى شرط کړاى شي ،چې د قطام زړه گوتو ته راوړى،چې له علي څخه دهغې د ورور او د هغې د پلار غچ واخلې،هغه هم راسره ومنله او زما د ځند علت هم له سعيد سره خبرې وې،اوس وايه،چې څه به کوو؟

قطام،چې د لبابې خبرې واورېدې،ويې ويل : ترورجانې ! هغه به پرخپله ژمنه عمل وکړي ؟ علي به ووژني ؟ زه د علي له وژلو پرته بله مهريه نه منم.

لبابې وويل :زه فکر کوم،چې هغه به په خپله ژمنه عمل وکړي او د علي د وژلو واک هم پکې ليدل کېږي؛خو غوره به دا وي،چې هغه پخپله دلته راوړم او دا قول ترې پخپله واخلې، په تېره بیا د مينې اوعشق څو خبرې به هم ورته وکړې او ورته ووايې،چې زړه مې په تا بايللى؛نو ډاډ ولره،چې خپلې موخې ته به ورسې او که دا کار يې و نه کړ او يا ووژل شو ؛نو وینه به يې پخپله غاړه وي،اوس دې نظر څه دى ؟ قطام پر دې خبره لکه د ګل وغوړېده اوويې ويل : هو! دا ښه فکر دى،هغه راوړه؛خو ورته ووايه،چې قطام ستا وړانديز نه دى منلى او دومره ورته زما په اړه خبرې وکړه ،چې زه پرې خپل منتر پوخ کړای شم .لبابې کړس کړس وخندل او ويې ويل : خداى دې عمر ډېر کړه،زه دى لا نه يې يم پېژندلى،انګېرې،چې کم عقله يم ، زما ويښتان په همدې کارونو کې سپین شوي ديََ ډېرو سړیو ته مې ښځې کړي دي او ډېرې ښځې،چې واده ته چمتو نه وې،خلکو ته مې په نکاح کړي دي،په ما ډاډمنه اوسه لکه څرنګه،چې زه په تا ډاډ لرم . بيا لبابې ((ريحان ))( دقطام مريي ) ته غږ کړ او ورته يې وويل : هغه ځوان پېژنې،چې نن شپه مې کور ته راغلى و ؟ او پوهېږى،چې چيرته اوسي ؟ ريحان وويل : هو! پېژنم يې . لبابې وويل: ژر ورشه او ورته ووايه ،چې لبابه ترور دې درسره کار لري . ريحان هم په سعيد پسې ووت .

 

سعيد اموي څوک و ؟

سعيد اموي يودېرش کلن ځوان و، لا ماشوم و؛چې پلار يې مړ شو او بیا نيکه سرپرستي پر غاړه واخیسته،له نيکه سره یې خپله ځوانۍ د (حضرت) عثمان په کور کې تېره کړه ، هغوى د (حضرت) عثمان له سره سخته پلويانو ځنې وو او کله،چې (حضرت) عثمان ووژل شو ؛نو هغوى له هغه کسانوځنې ول،چې د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکي شول.د جمل په جنګ کې سعيد وجنګيد؛خو نيکه يې زوړ و او په مکه کې پاتې شو.د جمل په جنګ کې يې چې ماته وخوړه ؛نو مکې ته راستون او له خپل نيکه سره اوسېده،چې د صفين په جنګ کې يې هم ګډون وکړ؛خو کله کله به کوفې ته هم راتله،سعيد د قطام د ښايښت په اړه اوريدلي و او څو ځلې يې هم په ستر پرده کې په پټ مخ ليدلى و او زړه يې پرې بايللى و؛خو د مارکې زړه يې نه درلود؛ځکه د صفين تر جنګړې مخکې دهغه پلار د علي له پلويانو ځنې و او کله هم دې ته حاضر نه و، چې خپله لور داسې سړي ته ورکړي،چې اموي وي او له علي څخه د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکې وي ؛خو تر صفين وروسته سعيد هیلمن شو او د يو مناسب وخت په تمه و ، چې خپل عشق گوتو ته راوړي. وروسته له دې،چې د قطام ورور او پلار د نهروان په جنګ کې ووژل شول؛نو لبابې ته راغى اوله هغى يې وغوښتل،چې په دې خير کار کې دهغه او د قطام ترمنځ منځګړې شي اوهغوي دواړه سره يوځاى کړي . لبابې هم په مکر او ټګۍ برګۍ هغه دعلي وژنې ته راوهڅاوه او نور کار يې قطام ته وروسپاره .

سعيد ښايسته او بې تجربه ځوان و،چې د قطام مينى دومره ليونى کړى و،چې په دنيا کې يوه ښځه هم ورته د قطام هومره ښايسته نه ښکارېده.کله،چې لبابې له سعيد سره د قطام په اړه خبرې کولى داسې يې وښودل،چې قطام به ورسره کله هم واده و نه کړي ، چې سعيد ورته وويل،که قطام دې راواده کړه ؛نو پر سرو سپينوبه دې مړه کړم .

 

له قطام سره د سعيد کتنه

چې مريي ،سعيد ته د قطام د ليدو خبر راووړ؛نو له خوشحالۍ په ټوپونو شو،ژر يې جامې واغوستې او لکه د ليونو په کوڅو کې په منډو شو،تر ډيرى مودې انتظار وروسته د خپلې معشوقى وصال ته رسي او دا چې د قطام رضايت يې لاس ته راوړى ؛نو ډېرخوشحاله و او له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاېده ؛خو کله به چې ورته د علي د وژنې د کار پایله راپرياده شو؛نو وبه ويريده ؛خو په خواشینۍ سره ،چې مینه هم لارهواروي او هم میین هرخیانت ته را هڅوي .

سعيد په لار کې زړه ته ډاډ ورکاوه،چې قطام دهغه ښکلا وویني؛نو له علي څخه د غچ آخستلو اور به يې په زړه کې مړ شي هغه په همدى فکر کې په مريي ( ريحان ) پسې روان و . دواړه له ښاره ووتل اوهيڅ غږ نه اوريدل کېده ،روان ول،چې يو بڼ ته ورسېدل،ورننووتل،تر ننووتو مخکې مريي له سعيد څخه اجازه وغوښته،چې لږ صبر وکړي.سعيد په بڼ کې گرځيده راگرځيده او د چينډخو غږونو ته غوږ و او ځان يې د قطام ديدن ته چمتو کړی و او پر ځان يې ګوتې وهلى،کله به يې خپله پګړۍ تړله او کله به يې پخپله ږيره کې گومنزه وهله.مريې وځنډيد،سعيد هم نور صبر نشو کړاى، اجازه يې وغوښته او ورننووت،رڼا راښکاره شوه او ريحان ورته غږ کړه،چې راننوځه،سعيد له خوشحالۍ خپله لار ورکه کړى وه،لبابې او ريحان په کور کې دهغى د راننووتو په تمه ول، لبابې یې په ورين تندي هرکلی وکړ او سعيد یې له لاسه ونيو اوله ځان سره يې يووړ،ریحان هم ډيوه په لاس له دوى مخکې روان و. لبابې،سعيد د قطام خونې ته يووړ او هغه يې پر يو تورشک کېناوه او پخپله هم پر يو تورشک کېناسته ،مريي هم ډيوه کېښوده او له خونې ووت .

سعيد وويل : ترورجانې ! ولې څه نه وايې،خو زه دې نه وم راغوښتى. لبابه : هو! سعيد : قطام چېرته ده ؟ لبابې وويل : صبر وکړه څو شيبې وروسته به هغې ته هم ورشو. سعيد : ترورجانې! تا وارخطا وينم؟څه! ما ته ووايه،چې څه خبره ده، د صبر کاسه مې ډکه شوه.

لبابه : يوازې دومره به درته ووايم،چې هغې نجلۍ بې له ژړا او وير بل هيڅ کار نه لري او ومې نشو کړاى،چې پام یې ځان ته راوګرځوم،هغه يوازى وايي : غچ ! غچ! او بې له دې خبرې د بلې يوې خبرې ځواب هم نه ورکوي.سعيد: آيا زما په اړه دې ورته څه نه دي ويلي ؟ لبابه : څنګه به مې ورته څه نه وي ويلي ؟ که مې ورته ويلي وای؛نو د نه ځواب یې راکاوه. ما ورته ويلي،چې سعيد به له علي څخه ستا غچ واخلي .

بيا لبابه،سعيد ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل : که څه هم هغه د مينې او محبت په اړه يوې خبرې اورېدو ته هم چمتو نه ده؛نو همدا،چې ستا نوم مې ورته واخيست؛نو لکه د ګل وغوړېده زما په خيال،چې زړه یې په تا اوبه څښلي؛خو بيا هم دغچ په فکر کې ده ؛خو ما ورته وويل،چې ته به يې له علي څخه غچ واخلي؛خو هغې مې په خبره باور ونه کړ او فکر يې وکړ،چې ورسره ټوکې کوم او فکر کوي،چې ته ددې غچ اخستلو ځيگر نه لرى او يو ويروندک انسان يې؛خو زه فکرکوم،چې له ميړانې دې خبره نه ده .

لبابې،سعيد ته داسې خبرې کولې،چې ګواکې د سعيد په ميړانه پوره ايمان لري،هغې خپلې اوښکې پاکې کړى،د لبابې خبرو پرسعيد خورا اغېز وکړه.

سعيد وويل : زه قطام نه ملا متوم،چې زما په اړه داسې فکر کوي؛ځکه چې سم مې نه پېژني ،اوس هغه چيرته ده ،چې خپله پوره وفادارى ورته بيا ن کړم . لبابې چې د سعيد حالت وليد؛نو سعيد ته يې وويل : په ما پسې راځه،چې ورته دې يوسم.لبابې ډيوه په لاس کې له سعيد څخه مخکې روانه و او سعيد يې هغې خونې ته یووړ،چې قطام پکې و . قطام په داسې حال کې،چې زلفې يې پرېشانه کړى وى او پر تورشک ناسته و. لبابې ورته وویل : پر جيګ غږ ژړاګانې مه کوه ! پاڅه د خپل زړګي سعيد ميلمستیا وکړه . قطام د لبابې په خبرو کې راودانګل او ويې ويل مگر ما درته نه و، ويلي ،چې د عشق او محبت خبرې به زما په مخ کې نه کوى او تل دغچ په اړه ‏خبرې کوه او هر چا،چې زما غچ واخيست ؛نوهماغه به زما د مينې وړتیا ولري .

سعيد،چې قطام پردې حال وليده ورمخکې شو او نوره يې هغه خبرو ته پرى نه ښوده او ويې ويل : قطام ! زه به ستا غچ اخلم ! آيا پر دې خوښه نه يې،چې زه ستا غچ واخلم ؟ قطام وويل : نه ! نه! زه راضى نه يم،چې ته زما لپاره ځان په خطر کې کړى ؛زه به خپل غچ پخپله اخلم. بيا يې په ګوته،خپلې سينې ته اشاره وکړه او په کینه يې وويل : زه به پخپله په دې لاسونو د خپل پلار او ورور قاتل وژنم اوغچ اخستل به ما ددې کار لپاره ډاډه کړي او حاضره نه يم،چې هغه څوک علي ووژني،چې هيڅ دښمني ورسره نه لري.

سعيد د قطام په خبرو وغوليد او فکر يې وکړ،چې قطام دا خبرى له پيرزوينې کړي دي؛نو ؛ځکه يې پخپل ځان کې د دې دندې سر ته رسولو لپاره کلک هوډ ولید او قطام ته يې وويل:په ما ګرانې! څرنګه به راضي شم، چې تاسې دا کار پخپله وکړى،حال دا چې زه ستاسى لپاره هرکار ته چمتو يم، کېداى شي،چې ته مې ددې کار وړ نه بولې او دا چې زه له علي سره هيڅ دښمني نه لرم؛نو ډېره تېروتنه کوې؛ځکه زه له امويانو ځنې يم اوهغوى ټول د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکې دي،که ما علي وواژه ؛نو پر يو غشي به مې دوه مرغۍ ښکار کړي وي اوهغه دا ، چې هم به مې خپل ټبر له ځانه راضي کړي وي اوهم خپله دلبره او که اجازه راکړې،چې ته زما مېنه ووسى؛نو هرڅه به راته اسانه شي. چې قطام پوه شوه، سعيد یې په پوره توګه د مينې په جال کې راګېرشوى؛نو تصميم يې ونيوه،چې ورڅخه ليکلى لیک واخلي،چې هغه به علي وژني.

 د حضرت علي د وژنې لپاره لیکلى تړون

چې سعيد د لیکلي تړون په اړه واورېدل؛نو ووېرېده او د موضع پر ستروالي پوه شو؛خو د قطام مېنې ورته د هر کار کول آسان کړي و . قطام د سعيد حرکتونه تر کتنې لاندې نيولي و او دهغه په وجود کې يې د پښيمانۍ نښې وليدي؛نو تصميم يې ونيوه،چې هغه د دې لیک ليکلو ته راوهڅوي، همدا و،چې قطام، لبابې ته وکتل او ويې ويل : ته ولې د سعيد له لورى گړېږې،دهغه چوپتيا راښيې چې هغه د دې تړون ليکلو ته چمتو نه دی؛نو غوره به دا وي،چې په دې اړه نورې خبرې بس کړو، سره له دې،چې سعيد مې ډېر نه دى کتلى ؛خو په زړه کې ورته مينه لرم او دا به ښه نه وي،چې په خطر کې يې واچوم .

د قطام پر دې خبره سعيد له خپل ځايه پاڅيد او ويې ويل : آيا فکر کوى،چې زما چوپتيا د ويرې نښه ګڼې ؟ستا په مینه قسم خورم،چې ستا لپاره راته وژنه هم آسان ده،زما شک د دې لپاره و،چې آيا ته راسره مينه لرى او که نه او اوس،چې تا کومه خبره وکړه،راجوته يې کړه،چې راسره مينه لرې ؛نو چمتو يم،چې د علي د وژلو لپاره درسره لیکلى تړون لاسليک کړم ؛ووايه چې قلم او کاغذ راوړي.لبابه بې ځنډه له خپل ځايه پاڅېده،چې قلم اوکاغذ راوړي.سعيد هم له فرصته په گټنې ځان قطام ته ورنږدې کړ، قطام هم موسکۍ شوه او پر ناز او نخرو يې سعيد ته وويل : د زړه سره ! ولې زما لپاره ځان په خطرکې اچوې،ليکلي تړون ته اړتیا نشته، زه ستا پرخبره پوښ ايمان لرم !!

کله،چې سعيد د قطام دا ناز او نخره او مينه ولیده او دا چې قطام ورته د زړه سر ویلى و،ځان ترى ورک شو او قطام ته يې وويل،چې تر آخری سلګلۍ به ستا په لار کې جنګېږم . قطام هم وليدل،چې جادو او ناز يې اغېز کړى؛نو د کار د لا پخلي لپاره يې له سعيد سره نوره مينه هم وکړه تر دې،چې سعيد ځان د دنيا تر ټولو نېکمرغه انسان وباله؛خو خبر نه و ، چې دا مينه او نازونه د حضرت علي د وژلو لپاره دي . لبابې هم د په لوی لاس ناوخته کړ،ترڅو قطام پخپلو نازونو او نخرو،سعيد د خپلې مينې په جال کې پوښ راگېر کړي.لبابه راستانه شوه،حال دا چې قلم،کاغذ او دوات يې په لاس کې راخستى و. سعید،چې لبابه وليده ؛نو وارخطا شوه؛غوښتل يې چې له دې کار ډډه وکړي؛خو د قطام مينې دې کار ته پرېنښود قطام هم د سعيد په شک او ترديد پوه شو بيا يې په نازنو او نخرو لاس پورى کړ،سعيد هم د قطام دې نازونو او نخرو ته ټينگ نشو او له ځان سره ويې ويل: څومره ښه دى دا ديدار! او څومره ښايسته ده دا مينه ،البته که دا شرطونه پکې نه وي .

قطام تر آخره هلې ځلې کولى،چې د سعيد زړه ته شک او   ترديد رانشي ؛نو ځکه يې لبابې ته وکتل او ويې ويل : ددې وسايلو په راوړلو ټینګار لرى،چې سعيد بيا هم ليکلى تړون راکړي ؟نه!نه! زه فکر نه کوم ،چې سعيد به يو داسې تړون وليکي.بيا موسکۍ شوه ،لبابې ته يې وکتل او ويې ويل : زه فکر کوم،چې سعيد به يو داسې تړون وليکي. بيا موسکۍ شوه ،لبابې ته يې وکتل او ويې ويل :زه فکر کوم،چې سعيد پښېمانه شوى؛البته نه د وېرې له امله؛بلکې له ځان سره وايي ،چې آيا دا دومره کارونه د يوى ښځى لپاره ؟ قطام دا خبرى په ناز او نخرې کولى او داسې يې ښودل،چې دا خبرې د پيرزوينى لپاره کوي .کله ، چې سعيد د قطام خبرې واوريدې ؛نو نور په خود کې نه و،ټول خطرونه يې هېرشول او په ويره او لړزيدلى لاس يې داسې وليکل :

 

             د قطام درنه مهريه

[ زه سعيد اموي له قطام د شحنة بن عدي له لور سره پرېکړه کوم،چې علي بن ابى طالب ووژنم،چې دا به راسره دهغى د واده مهريه وي او که دا کار مې و نه کړ؛نو ورسره به د واده وړ نه يم او خداى پر دې پريکړه گواه نيسم. (( سعيداموى )) ]        

چې سعيد دا تړون وليکه؛نو ډېر ویاړېده؛ځکه قطام ته يې جوته کړى و، چې ډارن نه دى ؛خو وورسته د خپل کار په سختۍ پوه شو.قطام له سعيد څخه تړون واخيست او په ځیر يې ولوست،بيا يې سعيد ته وکتل او ورته يې وويل : ګورم ،چې په رښتيا دې تړون وليکه ، آيا د قطام لپاره دننگ خبره نه ده،چې له تا يې ليکلى تړون واخيست حال دا چې پوهېږم،ته به پرخپل قول عمل کوى ؟ زما په خيال،چې زما خبرې دې جدي ونيولى ،ما ته توپير نه لري،چې څوک علي ووژني او که چا ونه واژه ؛نو زه به يې پخپلو لاسونه ووژنم؛خو دا کوم څه،چې تا وليکل زما د ژوند تر ټولو ښايسته شپه و او دا هر څه به زه نن د يارگار په توگه له ځان سره وساتم،چې يو بل ته ورسو.

سعيد د قطام په خبرو باور وکړ، زړه يې آرام شو؛خو يقين يې درلود،چې حضرت علي یې نه وي وژلاى؛نوقطام ته به ور ونه رسي .دې لوى کار د هغه په ذهن او زړه دباو راوړى و ،غوښتل يې،چې په دې اړه فکر وکړى؛نو له قطام څخه يې د تللو اجازه وغوښته، قطام ورته وويل : شپې ته همدلته پاتې شه! او که خوښه دې وي؛نو ژر ولاړ شه او علي ووژنه،چې د یو بل شو.

قطام دا خبرې په ناز او ادا وکړی.سعيد سوړ اوسيلى وکړ ، خداى په اماني يې وکړه او له خونې ووت . لبابې هم له سعيد سره خداى په اماني وکړه. د کور په بڼ کې هم ريحان ولاړ و او شاوخوا يې څارله،چې څوک خبر نشي .لبابه،چې له سعيد سره له کوره راووته،سعيد ته يې مخ کړ او ورته يې وويل : مبارکي درته وايم،چې قطام دې راضي کړه؛ځکه نه یوازې د کوفې ټول زلمي؛بلکې د عراق د نورو ښارونو زلمي یې هم غوښتونکي دي. د حېرانتيا خبره خو دا و،سره له دې،چې قطام ويرجنه و؛خو چې سترگې یې پر تا ولګېدې؛نو په شونډو يې خندا راښکاره شوه، مینه څومره ښکلې ده، په تېره بیا هغه مينه،چې دوه اړخيزه وي؛خو کوم تړون،چې دې لاسليک کړ زيات ارزښت نه لري؛ځکه که کوم خطرکې راگيرشوى ؛نو قطام هغه څوک نه ده،چې ستا له لاسليک څخه به ناوړه ګټنه وکړي .

سعيد له لبابې سره خداى په اماني وکړه، ولاړ؛خو زړه يې له قطام سره پرېښود .

 

د نيکه له استازيو سره د سعيد کتنه

چې سعيد ځان ته شو؛نو پوه شو،چې ډېرستونزمن کار يې په غاړه اخستى دى،ځان ته يې ډاډ ورکاوه،چې دا کار خپل ذهن ته د يو ستر کار ترعنوان لاندې وروسپاري او دا يو ښه کار وګڼي. انګېرل یې که حضرت علي ووژنم ؛نو هم به مې په خپل ټبر بني اميه کې نوم جيګ شي،چې د بني اميه وو غچ مې اخستى دى اوهم به له معاويه سره د يو مقام خاوند شي اوهم دا چې د قطام وصال ته به هم رسيدلى وي. پرهمدې خيال کوفې ته روان و،چې کوفې ته ورسېد. د لوی جومات په څنګ کې تېرېده، آسمان پاک و او سپوږمۍ پکې ځلېدله، د حضرت علي پلويان پکې پراته ول، پوهېده،چې د علي پلويان تکړه او پیاوړي خلک دي او له مرگه نه وېرېږي،پښه يې خوى شوى او وېره پرې کېناسته، کور ته روان شو او په دې خيال کې و،چې څرنګه به خپله نقشه عملي کړي .

د سعيد کور د کوفې په يو بازار کې و. مخکې له دې،چې کور ته ورننوځي د خپل کور مخې ته يې يو اوښ ګونډې وهلي دي،چې کور ته ورننووت ويې ليدل،چې څو نور اوښان او څو کسان یې هم په کور کې دي،پوه شو،چې میلمانه یې راغلي دي .

يو پکې سعيد ته رانږدې شو و همدا،چې غوښتل يې سلام واچوي سعيد وپېژندل،چې د نیکه کسان يې دي، هک پک شو او د دې ناڅاپي راتګ په اړه یې وپوښتل : عبدالله څه شوي، چې کوفې ته راغلى . سړي ورته وويل : موږ د خپل بادار اوستا د نيکه ((ابوحارب)) له اړخه راغلي يو.سعيد: د څه لپاره راغلي يې ؟ سړى : نیکه دې زوړ او بې دسته شوى او موږ يې رالېږلي يو،چې تا ورته یوسو.سعيد چغې کړى او ويې وويل : په نيکه مې څه شوي؟ ناروغه شوى ؟ سړى : ناروغي یې د زوړوالي له امله ده او هيلمن دی، چې ودې وينى او دنده یې راکړى،چې ژر تر ژره دې ورته ورورسو. سعيد وويل : نیکه مې اوس چېرته دى؟ سړی : په مکه کې دى . سعيد : زه هم بايد درسره مکې ته ولاړ شم ؟ سړى : همداسې دنده یې راکړى و، نوره خوښه ستاسې ده .

سعيد څه شېبه په فکرکې ډوب شو او په تلو راتلو شو او د (( لاحول ولاقوة الابالله العلي العظيم )) کلمه يې زمزمه کوله . عبدالله هم په سعيد پسې ورغى او خونې ته یې ورننووت . ويې ليدل،چې سعيد خپله چپنه یا عبا اوباسى او وایي : نيکه به مې هرو مرو راسره کوم ضرور کار لري ،چې تاسې يې راپسې رالېږلي يې.عبدالله :هغه بې له تا په دې دنيا کې څوک هم نه لري او تر مړينې مخکې غواړي،چې يوځل تا وويني.

سعيد: نن شپه به دلته وکړو او سبا به روان شو،سعيد په دې شپه د قطام په ياد اړخونه بدل رابدول او په همدې يادونو يې شپه پاى ته ورسوله .

 

د نيکه ليدو ته د مکې په لوري حرکت

سهار شو سعيد ،عبدالله اوياران يې پر اوښانو سپاره شول او روان شول،سعيد غوره وليدل،چې تر تلو مخکې يو ځل قطام وویني؛نو ځکه يو څو شيبو ته له خپلو يارانو اجازه وغوښته او د سفر په جامو کې د قطام د کور په لوري روان شو، چې د قطام کور ته را نږدى شو؛نو بېګانۍ پېښه ورته راپرياد شو ،چې له نیکه سره لیدنه و؛خو وارخطا نشو ،ويره يې درلوده ،چې نيکه يې تر مرګ مخکې ونه ويني. د قطام کور ته ورننووت، ريحان يې وليد او د قطام په اړه یې وپوښت. ريحان وويل : هغه د يو کار لپاره بهر وتلى ده او ژر به راستنه شي.دا چې قطام سهار وختي له کوره وتلې وه او سعید خوښ نه و،چې دهغه غوندې نجلۍ دومره سهار وختي له کوره بهر ووځي،په غوسه شو او د غيرت رګ یې راوپارېد او ويې ويل : هغه ځان ته بهر تللى؟ ريحان : له لبابې سره وتلې ده.سعيد : ژر به راستنه شي؟ريحان : نه پوهيږم، ښايي تر بیګا او يا ترسبا پورې هم راستانه نشي ؛ځکه کېداى شي ،چې د خپلوانو لیدلو ته له ښاره بهر وتلي وي .

سعيد نه پوهېده،چې قطام ته په تمه کېني او که ولاړشي ؛خو هيله يې درلوده،چې پوه شي قطام چېرى ده ، چې د خداى په امانۍ لپاره ورشي.نه پوهېده ،چې قطام به کله راستنېږي او شونې و،چې په راتلو کې يې څو ورځې واوړي ؛نو ځکه یې ريحان ته وويل: قطام ته ووايه،چې زه د يو ضروري کار لپاره مکې ته ځم، ډېر ژر به راستون شم.خداى په امانۍ ته راغلى وم؛خو په کور کې نه وی.

سعيد له انډیوالانو سره مکې ته روان شو ؛خو زړه يې په کوفه کې له قطام سره پاتې شو،تر اوسه لا له ښاره نه و وتلې،چې قطام ورياده شوه او دا، چې قطام يې ونه ليده، پښيمانه شوه؛خو له نیکه سره لیدنې ورته د زړه ډاډ ورکاوه .

ابورحاب څوک و

سپین ږېرې ابورحاب د سعيد نيکه و،چې د سعيد د پلار تر مرګ وروسته يې د سعيد پالنه کوله او دواړه له هغو کسانو ځينې ول،چې د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکي ول او موخه يې د (حضرت) عثمان له وژنکیو غچ اخستل ول، ځکه دواړو ډيره موده له (حضرت) عثمان سره مينه درلوده ؛خو د (حضرت) عثمان له هغو تېروتنو هم بې خبره نه ول، چې خلک يې په (حضرت) عثمان پسې راپاڅولي وو؛خو زيات يې دې خبرو ته پام نه درلود . ابورحاب يقين درلود ، چې ځينو دښمنانو (حضرت) عثمان دې ته اړ کړى،چې د خلکو غوښتو ته پام و نه کړي،چې په دې توګه (حضرت) عثمان ووژل شو. ابورحاب او سعيد وروسته بيا له هغوى ځنې شول، چې د (حضرت)عثمان د وينې غوښتنه يې کوله ؛خو د جمل تر جګړې وروسته ( چې د جمل اصحابو پکې ماتې وخوړه )؛نو ابورحاب د(حضرت) عثمان د وينې غوښتونکيو له ډلې جلا شو؛ځکه پوره يقين یې درلود، هغوى چې د جمل په جنګ کې د حضرت علي پر ضد راپاڅېدلي وو، د مال او دنيا په تمه راټول شوي دي.ابورحاب په مکه کې پاتې شو او بې له سعيده يې څوک هم نه درلود. سعيد ،چې تصميم ونيو،چې د صفين په جګړه کې له معاويه سره يو ځاى شي او د حضرت علي پرخلاف وجنګېږي؛نو ابورحاب له دې کاره منع کړه.ابورحاب پوهېده،چې سعيد په قطام پسې ليونى دى اوغواړي،چې ورسره واده وکړي؛نو ځکه يې اجازه ورکړه،چې په کوفه کې ووسي؛خو دا ځل سعيد په کوفه زيات پاتې شو،ابورحاب وونګېرله – احساس کړه، چې بى دسته شوى او غوښتل يې چې له مرګ مخکې سعيد راوغواړى،چې په دې ډول ورته وصيت وليکي .

 

سعيد د مکې په ښارکې

سعيد د مکې او کوفې پر لار هم خوشحاله و او هم خپه،خپه د نيکه له اړخه او خوشحاله د قطام له اړخه و،سعيد غوښتل،چې نیکه يې ژوندى وي، چې د قطام له اړخه ورته د واده د منلو خبر ورورسوي؛ځکه د نیکه یې هم په دې واده خوښه و. سعيد خوشحاله و؛خو چې د واده شرط او د حضرت علي وژل به وریاد شول؛نو وارخطا به شو او ويره به پرې کېناسته.په همدى خيالونو او فکرونه کې ډوب و،چې مکې ته ورسېد، لمر لږ لږ په ډوبېدو و،سعيد بې ځنډه د خپل نيکه کور ته ورغى؛خو زړه يې خوی شو،چې هسې نه نيکه يې دهغه له رارسېدو مخکې مړ شوى نه وي. ښار ته،چې ورسېد ؛نو له خپلو انډیوالونو سره يې خداى په اماني وکړه .

رواج داسې و،چې کله به هم څوک د مکې ښار ته راننووته ؛نو کور ته له تللو مخکې به د بيت الله الحرام طواف ته تله ؛خو دا ځل نيغ د خپل نيکه کور ته ورغى او يوازې له دې لپاره،چې د نيکه په اړه اندیښمن و.هغه کوڅې ته ورننووت ،چې کور يې پکې و،هلته يې خپل ځينى انډیوالان وکتل، ورسره يې روغ بړ وکړ او بيا یې د خپل نیکه په اړه وپوښتل.همدا،چې سعيد د خپل نیکه له روغتيا ډاډمن شو؛نو له خپل اوښ څخه راکوز شو او اوښ يې خپل خادم ته ورکړ. د سعيد ځينې انډيوالان تر هغه مخکې ابورحاب ته ورغلل ،چې د لمسي د راتګ زيرى پرې وکړي.

کور ته ننووت،چې څو خونې يې درلودې،په يوه کې یې څراغ لگېدلى و او په نورو کې تیاره و،مخکې تر دې ،چې د کور برنډې ته ورسي،يو سړى یې په کلار کلار د پښو پر ګوتو مخې ته راغې،چې ناروغ نیکه يې له خوبه راویښ نشي . سعيد هغه وپېژنده،چې د نيکه يو خپلوان يې دى،د خپل نيکه به اړه یې وپوښت : سړي وويل: اوس ډوب ويده دى او څو ورځې کېږي،چې بيخي یې سترګه نه ده پټه کړى ؛خو نن پرې ډوب خوب راغلى دى او بې له ما یې له ټولو وغوښتل،چې له خونې ووځي او سپارښتنه يې کړى،چې سعيد نه وي راغلی؛نو مه يې راويښوئ.سعيد وويل : پريږده ، چې خونې ته يې ورشم،د خوب په حال کې يې لیدل غواړم . دا يې وويل او څپلۍ يې وويستې او خونې ته ورننووت . يو څراغ په خونه کې په طاقچه کې ايښى و،پلته يې جيګه و او لوږي يې ټوله کوټه نيولى و او ټول ديوال يې تور کړى و. سعيد د نيکه کټ ته ورنږدې شو او په زړه کې يې د نیکه د مرګ په اړه څه عجيبه ويره درلوده . نیکه یې ويده و او لاسونه يې هم تر پټو لاندې پټ ول،دهغه ټټر ته يې وکتل ، چې وگوري سا اخلي او که نه ؟ ډاډمن شو، چې نيکه یې په کلار کلار سا اخلي؛نو زړه يې په ځاى شو .

ابورحاب په هغه خونه او تته رڼا کې ډېرعجيبه ښکارېده. ابورحاب د سعید له راتګه خبر شو؛ځکه یې سترګې يې پرانېستې،وخوځېد او موسکې شو،همدا،چې سعيد وليدل نيکه يې راويښ شوى؛نو د خپل نيکه کټ ته کېناست او د خپل نیکه لاس يې راواخيست،غوښتل يې،چې ښکل يې کړى؛خو ابورحاب اجازه ورنه کړ اوسعيد يې ځان ته رانږدې کړ او دهغه څېره او مخ يې ښکل کړل.نیکه یې يوه شېبه وروسته راپاڅېد او په کېناستو کې یې له خپل نيکه سره مرسته وکړه .

 

د سعيد د افکارو په بدلون کې د ابورحاب ونډه

   سعيد تل د خپل نيکه ناروغۍ او کمزورۍ ته کتل،چې د خپل نيکه کمزروی غږ یې واوريد،غوږونه يې تيز کړل ، چې نيکه يې ورته څه وايي، نيکه يې ورته وويل : د خداى شکر دى،چې روغ رمټ راستون شوى،زه دې د سفراوږدېدو وارخطا کړى وم . سعيد وويل : همدا، چې پوه شوم،چې تاسې راغوښتى يم ؛نو ژر مې ځان درته راورساوه،اوس ووايه چې څنګه يې؟ نيکه وويل : ستا تر راتګ مخکې مې ځان د مرګ په خوله کې ليدلى و؛خو ته،چې راغلى ،فکر کوم چې ټول واک مې بيا په بدن کې راټول شوى دى.په هرحال کې خداى په ما لورېدلای او ښکاري،چې خداى مې دعا قبوله کړى،چې پخپل ژوندون درته نصيحتونه وکړم .

سعيد : زه تل ستاسې نصيحتونو ته غوږ ږدم اوهيلمن یم ، چې خداى دې درته اوږد عمر درکړي،چې زما واده له قطام سره ووينئ .چې ډاډمن شو،څوک يې خبره نه اورى په ټيټ غږ يې وويل : بې له دې پر تاسې د هغه غچ زېرې هم کوم،چې دهغې هیله مو درلوده. نيکه يې په حېرانتيا او وراخطايۍ سعيد ته وکتل،چې سعيد هم د خپل نيکه په تندي پوه شو، بيا یې نيکه وويل : له قطام سره په واده دې پوه شوم؛خو له علي څخه غچ او دا،چې ته له دې کار سره مينه لرې،پرې پوه نشوم . سعيد موسکې شو او ويې ويل:زما ګرانه نيکه ! هېر مو کړل،چې موږ او ټول بني اميه کلونه کلونه دي،چې د مظلوم خليفه د وينې غوښتنه کوو؟ آيا تر اوسه چا زړه کړې،چې له دښمنه د خليفه د وينې بدله واخلي ، چې زموږ زړه پرې يخ شي؟

د نيکه په څېره کې د غوسې اوغضب نښې را پيدا شوى او ويې ويل : دهغه قاتل څوک دى ؟ څوک به یې وژني؟ سعيد ځان د خپل نيکه غوږ ته ورنږدې کړ او ويې ويل : زه د علي بن ابي طالب قاتل يم او زه به یې ووژنم او د ویاړ دا شمله به زه په خپل سره تړم او هیلمن يم،چې خداى تاسې ته عمر درکړي،چې ستاسې د لارښوونو له مخې دا کار سرته ورسوم.

نيکه سور شو او په غوسه يې د سعيد د خبرو مخه ونيوله . سعيد چې د خپل نيکه د پښو او لاسونو او شونډو رپار ولید ؛نو پوه شوچې نيکه یې خورا غوسه دى او حيران شو، نکيه يې په خبره کې راودانګل او پرلوړغږ يې وويل : نه ! نه ! اى سعيده ! ته به مظلوم ووژنې . سعيد حېران شو او فکر يې وکړ،چې نيکه يې لا سم په خبره نه دې پوه شوی؛ځکه یې خپل نيکه ته وويل: زما گرانه نيکه!ما ته ووايه،چې له مظلوم څخه مو مطلب څوک و؟ زه به له علي بن ابى طالب څخه غچ اخلم؛نو ته څنګه وايې،چې هغه بى گناه دى،حال دا چې ته لومړى کس وې،چې د (حضرت)عثمان (رض) د وينې بدله دى غوښتله ؟ ؛نو ما ته خو داسې ښکاري،چې زما په خبره لا سم نه یې پوه شوی . نيکه : نه! زه دې په خبره پوه شوم ؛خو ته مې په خبره پوه نه شوى ، علي بن ابى طالب بى گناه دى او له هغو تورونو څخه پاک دی،چې پرې لګولي مو دى،هغه (حضرت) عثمان نه دى وژلى او نه يې دهغه په وژنه کې لاس درلود،هغه کله هم د مسلمانانو بده نه ده غوښتى اوکومه گناه يې هم نه ده کړى،چې پرې ملامته يې کړو.

سعيد چوپ شو او فکر يې کاوه،چې ګواکې نيکه يې په خوب کې دا خبرې کوي؛ځکه پوهېده،چې نيکه یې له علي سره په مخالفت او مبارزه کې مخکې و؛نو څنګه يې اوس نظر بدل شوى ؟ ذهن ته يې راغلل،چې نيکه يې زوړ شوى او د حواسو اخلال لري.نيکه يې پوه شو،چې لمسى يې دهغه په اړه څه فکر کوي ؛نو ورته يې وويل : زما د اند،فکر اوعقل په اړه غلط قضاوت ونه کړى ؛ځکه چې اوس زه روغ رمټ او د پوره روغتيا خاوند يم؛نو ځکه مې له کوفې را وغوښتى او دا هر څه ،چې درته وايم ورته دليل او برهان لرم.

سعيد هک پک پاتى شو،لږ صبر يې وکړ او ويې ويل : څه شوى،چې په ګروهه کې دې بدلون راغلى ؟ اوڅنګه وايې او منښته یا اعتراف کوى،چې علي بې ګناه دى او د (حضرت) عثمان په قتل کې يې لاس نه درلود حال دا چې ته په لومړيو کسانو کې وې،چې علي دې د ( حضرت) عثمان په وژنه تورن کړ.

نيکه ،سعيد ته په لاس اشاره وکړه، چې کېني او لږ صبر وکړي،بيا يې خپلې خبرې پیل کړې او ويې ويل : ((څه چې زما ګروهه بدله کړه دا و، چې تل به راباندى يو چا غږ کاوه ، چې علي بى گناه دى او هغوى،چې ناوړه موخې لري او د مال او شتمنۍ د راټولو تمه لري؛نوعلي پر دې کار تورنوي )) هرطرف ته به،چې تللم ؛نو دا غږ به مې اورېده تر دې،چې دې غږ زما له سترګو خوب تښتولى و؛نو ناچاره شوم،چې ځان د دې خبرې پر حقيقت پوه کړم او د علي او ( حضرت) عثمان تاريخ ته مې وکتل او له هغه چا مې هم وپوښتل،چې د جمل په جنګ کې یې برخه اخستى و، په پای کې پوه شوم ،چې معاويه او ورسره امويان یې بې لارې دي او پوه شوم،چې هغوى د ( حضرت) عثمان وينه پلمه کړې او له دې لارې غواړي،چې خپلو ناوړو موخو ته ورسي.

د نيکه دې خبرو له سعيد څخه د وينا واک واخيست . بيا نيکه پخپله ږيره لاس راښکود او سعيد ته يې وويل : ته فکر کوى،چې له دې جګړو څخه د معاويه او يارانو موخه د ( حضرت) عثمان د وينې غوښتنه ده ؟ که رښتيا وايي؛نو د ( حضرت) عثمان تر وژل کېدو مخکې يې ولې له هغه څخه دفاع و نه کړه ؟ خو څه چې ما ډير زيات حېرانوي او خندا راوړي دا دي،چې عمر وعاص راغلى او د ( حضرت) عثمان د وينې بدل اخستل غواړي،حال دا چې هغه د ( حضرت)عثمان د وژنې مخکښ و او د دې کار لپاره یې ډېرى هلې ځلې وکړى او ان کله،چې هغه په فلسطين کې او (حضرت) عثمان ووژل شو؛نو ؛نو عمروعاص په وادى السباع کې و او پر دې کار باندې ویاړېده.[ د بصرې او مکې ترمنځ پرته سیمه ده. (معجم البلدان ۵/ ۳۴۳) ] ؛ځکه چې د دې وينا له مخې هغه وويل : حال دا چې زه په وادي السباع کې وم؛خو ما هغه وواژه. دا خبره دا پر ډاګه کوي،چې هغه له لرې څخه د (حضرت) عثمان په وژنه کې لاس درلود . تعجب مه کوه ، چې هغه او زامن يې د ( حضرت) عثمان تر وژل کېدو وروسته دمشق ته روان شول او چغې يې کړې ، چې ای خلکو!( حضرت) عثمان ووژل شو، دين،حيا او شرافت له منځه ولاړ. البته دا ټولى خبرى يې له مکره کولې ،چې په دې ډول ترڅو د مکارانو له مشر؛يعنى معاويه سره يو ځاى شول.

خو معاويه او نور امويان : فکر کوې،چې له دې جګړو او فتنو څخه دهغوى مطلب د( حضرت) عثمان د وينې غوښتنه ده ؟که رښتيا وايي؛نو کله چې ( حضرت) عثمان په محاصره کې و؛نو ولې هغوى له شام څخه مدينې ته د (حضرت) عثمان د خلاصون لپاره رانه غلل ؟ فرض به کړو او به منو ، چې په زړه کې يې ورته کينه درلوده او ورسره يې مرسته ونه کړه؛نو تر مرګ وروسته يې هم هغه او دهغې اولاده هېره کړه ؟ که رښتيا هغوى د ( حضرت) عثمان د وينې بدله غوښتله؛نو ولى يې د ( حضرت) عثمان يو زوى ته کوم منصب ور نه کړ ؟ آيا ودې نه ليدل،چې څرنګه د خليفه د نوم او وينې له لارې خپلو ناوړه غوښتنو ته ورسېدل ؟

خو ( حضرت) طلحه او ( حضرت) زبير (رضي الله عنهم): چې ( حضرت) عثمان وژل کېده ؛نو دوى دواړه په مدينه کې وو او( حضرت) عثمان ته نږدى هم ول او که له خليفه سره يې مرسته کولاى؛نو دا کار يې کړای شو؛خو څه يې هم و نه کړل؛ځکه غوښتل یې چې خلافت ته ورسي او دا ارمان يې له پخوا په زړه کې درلود؛نو ځکه کله،چې حضرت علي خلیفه شو؛نو ویې ویل،چې (حضرت) عثمان مظلوم ووژل شو او موږ یې د وينې بدل اخستل غواړو.

نيکه غوښتل،چې خپل غږ لوړ نه کړي؛خو غوسې یې غږ نور هم لوړ کړ او سعيد هم خپل سرلاندې نيولى و او خپل نيکه ته د درناوۍ له امله يې په خبرو کې نه رادانګل،چې ابورحاب دلته راورسېد ؛نو يوې شېبه غلى شو،چې هغه زګ پاک کړي،چې په خوله کې یې راټول شوى و .

   سعيد وخت غنيمت وګڼه او نيکه ته يې وويل : څرنګه د [معاويه،(حضرت) طلحه او (حضرت) زبير] کارونو ته خلافت ته د رسېدو تمه وايې او د حضرت علي په اړه داسې فکر نه کوې حال دا چې دوى ټول په مدينه کې وو؟

نيکه له غوسى وخندل او ويې ويل : ته مې د حضرت علي د خلافت په اړه پوښتې،حال دا چې غوره و دا پوښتنه مې له ځانه کړى واى؟ که څه هم په پیل کې مې دې موضوع ته پام نه و؛خو رښتيا يې ويلي،چې له يو څيز سره مينه او علاقه انسان کوڼ او ړندوي.په رښتيا،چې بې له حضرت علي څخه په اصحابو ( کرامو) کې څوک هم د خلافت وړ نه و ؛ځکه هغه د رسول الله (ص) د تره زوى او زوم دى هغه د نړۍ د ښځو د ښاغلې فاطمة الزهرا ميړه و .هغه لومړى تن و، چې تر خديجې (رض) وروسته يې په رسول اکرم(ص) ايمان راووړ او بې له دې رسول اکرم (ص) د حضرت علي د پلار؛يعنى د ابوطالب په غېږ کې وروزل شو او ابوطالب و، چې د رسالت په پيل کې یې د رسول اکرم (ص) ملاتړ وکړ ،په هغه وخت کې ، چې قريشو په رسول اکرم (ص) پسې راخستى و؛نو ابوطالب د رسول اکرم (ص) ملاتړى و او دا هرڅه له دې امله و،چې رسول اکرم (ص) له ابوطالب سره ځانګړې مقام درلود، چې علي وزېږېد؛نو د رسول اکرم (ص) په غېږ کې لوى شو او حال دا چې علي لا لس کلن و، چې ايمان یې راووړ، د علي لاس خوله ، ژبه او زړه د اسلام له خټې سره اغږل شوی ،د هجرت ورځ مې کله هم نه هېرېږي،چې رسول اکرم (ص) ووت او د دښمن د بې لارې کولو لپاره علي د رسول اکرم (ص) په بستره کې څملاست اوله دى لارى يې د رسول اکرم (ص) وژغوره. بې له دې په ټولو هغو جنګونو کې،چې رسول اکرم به پکې و او که نه؛نو علي به پکې ګډون کاوه او خپل ټول ځان او ژوند يې له اسلامه قربان کړ؛حال دا چې په هغه ورځوکې د معاويه او دهغه د پلارغوندى نور ټول امويان د اسلام له سرسخته دښمنانوځنې ول،چې په پای کې یې د ناچارۍ له مخې د مکې تر فتح وروسته ايمان راووړ .

ابو رحاب په داسې حال کې دا خبرې کولى،چې اوښکې یې بهېدې او سعيد هم ورته چوپه خوله ناست و او له خولى يې سپڼ نه راوته .

ابو رحاب وويل : په څېره کې دې د حېرانتيا او ويرې نښې وينم،زما په خيال،چې پخوا درته چا دا خبرى نه وى کړى، البته ته ملامته هم نه يې او اوس ، چې په خبره پوه شوى بيا هم غواړى،چې ځان په ليونتوب کړى ؟ زه درنه ځم او پوهيږم،چې ته له دى مسائلو څه اخستنه لرې؟ ځګه له يو څه سره مينه،تړاو او علاقه،پر حقيقت باندې له پوهيدو څخه مخنيوى کوي ؛خو هغه غيبي غږ مې د لېدانې یا بصيرت سترگې پرانیستې او حقيقت همغسى وینم،لکه،چې دى .

هو! علي تر ټولو خلافت ته وړ و و او دا غوره والى ورته رسول الله (ص) ورکړى و ،هغه د رسول اکرم (ص) ورورو و، چې دا ویاړ بل يو چا هم نه درلود.رسول الله (ص) به تل د ډېرو اصحابو (کرامو) په مخ کې علي ته وويل : (( علي ! ته په دنيا او آخرت کې زما ورور يې.)) او بيا يې ورته وويل : ((مومن به دې دوست وي او منافق به دې دښمن وي.))

بيا ابو رحاب سعيد ته وويل : ته به اوس حيران يې،سره له دى،چې علي دومره فضايل درلودل؛خو بيا هم خلافت ته ونه رسيده ؛په تېره بیا تر دې کلام وروسته،چې د رسول اکرم (ص) علي ته وويل : ((زه د علي اوعلي له ما ځنې دى اوهغه تر ما وورسته دهر مومن ولي او سرپرست دى.)) او بيا رسول اکرم (ص) وويل : (( د چا، چې زه مولى يم ؛نو علي يې هم مولى دى، خدايه ! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. )) هغه،چې دومره فضايل لري؛نو خلافت يې حېرانتيا لري ؟ د حېرانتیا خبره؛خو دا ده، چې تراوسه ولې لا خلافت ته نه و رسيدلى ؟

 

دوه متضاد تړونونه

تر دې خبرو وروسته،سعيد په راتګ پښيمانه شو؛ځکه په دوو کې پاتې و، چې څه وکړي،هلته يې له قطام سره ژمنه کړى و او دلته د نيکه وصيت او نصيحت ؟! د سعيد پر سر د چوپتيا مرغۍ ناسته و،چې ان خوزيدو ته يې هم نه پرېښوده، نيکه يې په سعيد پوه شو؛خو داسې يې وښودل،چې بى خبره دى؛خو هڅه يې وکړه،چې خپلې خبرې پاى ته ورسوي او ويې وويل : زويه! ودې ليدل،چې علي تر نورو خلافت ته غوره و؛ځکه چې تر ټولو رسول اکرم (ص) ته نږدې و او همداسى د رسول اکرم (ص) زوم او وصي هم و او همداسې علي داسې ځانګړنې درلودې،چې هغه تر ټولو خلافت ته وړ و، حال دا کوم فضايل،چې علي لري؛نو معاویه يې یو هم نه لري. په رښتيا،چې په دنیوي چارو کې علي، نېکه او پرهېزګاره وګړه یا شخصيت درلود. يوه ورځ مې ولېدل، چې خپله توره يې د پلور لپاره بازار ته راوړى،وپوښتل شو، چې ولې دې دا کار وکړ؟ و یې ويل:که څلور درهمه مې د يو کميس آخستو لپاره درلودل ؛نو توره به مې نه واى پلورلې. د مومنانو په اړه یې دا خبره بس ده،چې وايي : د مومنانو ځانګړنې دا دي : ګيډې يې له لوږې خالي وي او شونډې يې له تندې وچې وي،سترګې يې له زياتې ژړا وچې وي او که يوه ورځ يې کور ته ورشې؛نو څه پکې نه وي ( له دې خبرو جوتېږي،چې مومن سخت ژوند لري ؛البته نه له دې امله ، چې ناغېړي وکړي ؛بلکې مال لاس ته راوړي اود خداى لپاره یې د خداى پر بندگانو وويشي ) علي هغه و، چې خپل عمر يې د اسلام او مسلمانانو د عزت لپاره تېر کړ،نوې جامې يې وا نه غوستې،د کور يا کوم پټي خاوند نشو او حال دا چې د مقام غوښتنه یې دا ده،چې هغه د ډېرو مالونو خاوند وي؛لکه همغسې،چې (حضرت) طلحه،(حضرت) زبير، (حضرت)عثمان (رضي الله عنهم) او زموږ د تره زوى معاويه پر خزانو ناست وو.

بيا ابو رحاب غلى شو،سوړ اسويلى يې وويست او سره له دې چې نه يې غوښتل غږ يې لوړ شي،غږ يې جيگ شو او ويې ويل : په رښتيا،چې معاويه په ټګې برګۍ او مکر او دروغو د وژل شوي خليفه د وينې د بدلې غوښتنه کوله او موږ يې لا هڅولو،چې له علي سره په زړه کې کينه ولرو او موږ هم په بې لارۍ کې ډوب وو او له حقه مو سترګى پټې کړى وى ؛خو اوس مې،چې له سترگو د ناپوهۍ اوبې لارۍ پردې اوچتې شوي؛نو معاويه مې بدې ایسي او ترې کرکجن يم او کله مې،چې د علي او معاويه په کارونو کې فکر وکړ ؛نو له معاويه مې زړه تور شو او پرعلي مې زړه وسوځېد، سره له دې،چې پرحقه و او د رسول اکرم (ص) وصي و، بيا هم پرى دومره سختۍ راغلې .سره له دې،چې د جمل د جنگ پر ورځ راباندې برلاسى شو ؛خو پر خپلو دښمنانو داسې ولورېد لکه،چې پر خپلو زامنو لورېدلې وي .

علي هغه دی،چې خپلو اصحابو او جنگياليو ته يې سپارښتنه وکړه، چې له جنگ څخه په تښتېدلي دښمن پسې مه ورځئ ،پر ښځو،جنگي ټپيانو او ماشومانو يې ولورېږئ او خپل واکمن ته يې دستور ورکړ، چې له جنګي بندیانو او ټپيانو سره دې په عدالت چلن وکړي . يو سړي راته خبر راکړ، چې له علي يې داسې اوريدلي،چې خپل يو مامور ته يې داسې وويل : څوک هم د درهم آخستو لپاره ونه وهۍ او مه پرېږدۍ،چې څوک د دولت د مالياتو د ورکولو لپاره خپلې جامى يا هغه څاروي وپلوري،چې د ژوند چارې یې چورلوي او د مالياتو د آخستلو لپاره څوک آزار نه کړﺉ.( نهج البلاغه)

که داسې بېلګې درته راوړم ؛نو د علي د فضائلو او ښو بېلګو بيانول هم اوږد عمرغواړي ، زه وخت نه لرم او اجل هم دومره وخت نه راکوي،چې هغه ټول درته ووايم . زما زويه ! د علي زغم،عدالت او بښنې ته وگوره او بيا د معاويه او واکمنانو کارونه يې وگوره ، چې پرمسلمانانو يې څه کړي دي . زويه نوره دمه راکې نشته،ستړى يم ؛خو دا هر څه بايد درته ووايم : آه ، آه د دنيا شتمنۍ او واک ته په تمه،آيا عبدالله بن عباس پېژنې ؟ سعيد وويل : څنگه يې نه پېژنم،هغه؛خو د علي او پېغمبر اکرم (ص) د تره زوى دى،هو! هغه پېژنم . نيکه یې وويل : غوږ شه او کومه کيسه چې درته کوم ترې عبرت واخله :

د صفين تر جنگ او د حکميت تر پېښې وروسته ، د عمروعاص پر حيلو او چالاکيو،معاويه وگټله او پرخلافت کېناست،د شام خلکو ورسره بيعت وکړ اوعلي په عراق کې پاتې شو؛خو څه چې ګوتو ته ورغلي ول ؛نومعاويه پرې قناعت و نه کړ او خپل افسران یې د بيعت آخستلو لپاره او له علي سره د بيعت ماتولو لپاره د حجاز اوعراق په پلو روان کړل او يو له دوی ځنې یو یې (( بُسر بن ارطاة[1])) و،چې د حجاز او يمن په پلو ددې دندى د سرته رسول لپاره راغلى و . هغه مدينې ته راغى او د ښار چارى يې په لاس کې ونيولې؛ځکه چې د علي استازي له دې ښاره تښتېدلي ول او دوه مياشتى وروسته هغه د مکې ښار ته راغى او خلکو به تل د واکمن او (حضرت)ابوموسى د تښتېدو خبرې کولې، خلک له بسر بن ارطاة سره له بيعت کولو خوښ نه ول؛خو له مجبور ۍ يې ورسره بيعت وکړ او زه په هغه ورځو کې ناروغ وم او هغه مې نشو لېدلای.تر دې ځايه يې په کار کې ټګې او ملامتيا نه و؛خو کله،چې يمن ته ولاړ؛نو دهغه ځاى واکمن ((عبدالله بن عباس)) له ويرې کوفى ته پښې راسپکې کړى او پر خپل ځاى يې ((عبدالله بن عبدالمدان)) د چارو واکمن کړ او کله ، چې بسربن ارطاة د يمن ښار ته راننووت ؛نو فرمان يې وکړ،چې عبدالله او زوى یې ((صبر)) ووژنئ او اوريدلي يې ول،چې عبدالله خپل دوه واړه زامن د کنانه ټبر ته د روزنې لپاره ورکړى ول؛نو ځکه يې ورپسې خپل کسان ورولېږل اوهغه کناني سړى او د عبدالله دوه زامن يې له ځان سره راوړل،کله ،چې هغه کنانى سړى پوه شو ، چې دهغوى د وژلو هوډ یې کړى ، پر چغو شو او ويې ويل : اى بسر! سړي دې ووژل اوس دى په ماشومانو پسې راخستى ده، قسم په خداى! ماشومان نه د جاهليت په وخت کې چا وژلي او نه د اسلام په وخت کې، اى بسر! قسم په خداى،چې د سلطنت اوحکومت پښې د ماشومانو پر وژلو نه ټينگېږي .

هو! زويه دا د معاويه او دهغه د واکمنانو کارونه دي ، آيا د علي او دهغه په واکمنانو کې دې کوم داسې کار ليدلى ؟ سره له دې ، چې د علي مې درته دومره فضائل وويل بيا هم ورسره په زړه کې کينه لرې او علي د (حضرت)عثمان قاتل بولې اوعلي د مرگ وړ بولى ؟

تر اوسه لا د نيکه خبرې خلاصى شوى نه وې،چې بدن يې سست شو او د خپلوخبرو له پاى ته رسولو څخه بې وسې شو ، بېسده شو او له تندې يې ژبه راووتله او پر مخ باندې سړه خوله راماته شوه.سعيد وويريده او ژر يې پر يو دستمال د خپل نيکه خوله وچه کړه او شيدى يې ورته راوړى او ور يې کړى او هغه يې څملاوه سعيد هم ورسره په ځنگ کې هک پک کېناست.له قطام سره کړى ژمنه ورياده شوه ؛خو څه يې نه ويل.نيکه يې له سترگو لاندې د خپل لمسي حرکات څارل او پر اندیښنې یې پوه شو،چې د قطام په اړه فکر کوي؛نو ځکه يې خپل لمسي ته وکتل او ويې ويل : آيا د قطام او دهغې د کورنۍ په اړه فکر کوې ،چې له خوارجو ځنې وو ؟ دهغوى خروج دعلي له اطاعت څخه د دې مخنيوى کوي ، چې ما درته وويل او په خبرو مې باور نه کوى ؟ غوږو نه دې خلاص کړه،چې هغوى د مال او شتمنۍ لپاره د علي له لاروۍ څه سرغړونه وکړه اوهغوى ددې کار لپاره پر يوه داسې دسيسه لاس پورى کړ،چې يو عاقل يې هم ورسره نه مني،هغوى له دى امله د علي له لاروۍ لاس واخيست،چې علي حکميت ومانه ،حال دا چې په دى کار کې د علي هيڅ گناه نه و.فرض به کړو، چې علي تېروتې دى؛نو آيا غوره ده،چې ورسره وجنگېږو،دښمني ورسره وکړو او ترې خروج وکړو؟ خو حقيقت او سپينه خبره خو دا و، چې کله هغوى وليدل،چې معاويه په شام کې حکومت ته رسېدلى دى؛نومال ته تمې هغوى دې ته اړ کړل ،چې د معاويه شاوخوا ته راټول شي او له علي سره بيعت مات کړي او د ځان لپاره يې يو مشرهم وټاکه او ورسره يې بيعت وکړ؛خو په جنگ کې يې ماتى وخوړه او ( بې له لسو تنو) ټول ووژل شول؛خو دهغوى دا ماتې دهغوى د بدنيتۍ له امله نه و، چې له علي سره يې درلوده؛ بلکې د بل څه له امله و،چې له يو ډا‌ډمن سړي مې واورېدل،چې اوس به يې تا ته هم کيسه وکړم اوهغه داسى و، چې : خوارجو د صفين تر جګړې وروسته د علي له لیکې ووتل کله،چې د نهروان غاړې ته راورسېدل. يو سړى يې ولید،چې خپله مېرمن یې هم ورسره ده او پر خره یې سپره کړې ده؛نو دوی ورته په ګواښن غږ وويل : څوک یې ؟ سړي ويې ويل : زه عبدالله بن خباب د خداى د رسول الله صحابي يم .

خوارجو وويل : آيا موږ ته وويرولې؟ ويې ويل : هو! ورته يې وويل : مه وېرېږه! اوهغه حديث چې ستا پلار له رسول الله (ص) څخه راوايت کړى ،موږ ته یې ووايه : هغه ورته دا حديث وويل : فتنه او آشوب به راپورته شي او د هغې وخت د خلکو زړونه به دهغوى د جسمونوغوندې مړه شي، د شپې کافر به وي،سبا به مومن وي او د شپې بيا کافران ( يعنى پوره ايمان نه لرى اوهره شېبه کله يو خوا او بلخوا ځي ) هغوى ورته وويل،چې دا څرنگه روايت دې رانقل کړ، اوس ووايه،چې د (حضرت)ابوبکر او (حضرت)عمر په اړه دې نظر څه دى؟عبدالله ددې ستاینه وکړه.هغوى ورته وويل : د خلافت په پاى کې او پيل کې دې د (حضرت)عثمان په اړه نظرڅه دى ؟ عبدالله ويل : هغه په پيل کې پرحقه و،هغوى وويل : ستا نظر د علي په اړه له حکميت له منلومخکې او وروسته څرنگه دى ؟ عبدالله وويل : قسم په خداى،چې هغه له تاسې ډېر پوه دى،په دين کې له تاسې ډيره تقوا لري او د لیدانې یا بصيرت سترگى يې له تاسې ډيره تقوا لري او د لیدانې سترگى يې له تاسې زياتې ليدونکې دي. خوارجو وويل : ته د خپلو ځاني غوښتنو لاروي کوى،نه له خلکو سره د نوم او شهرت له مخې مينه لرى،نه د اعمالو له مخې، قسم په خداى داسې به دې ووژنو، چې تر اوسه لا چا څوک داسې نه وي وژلي او بيا يې هغه او د هغه دوځانې مېرمن راونيول او لاسونه يې وروتړل اوهغوى يې د نهر غاړى ته تر يوې کجورې لاندې وتړل،ناڅاپه له ونې يوه کجوره راولوېده او يو له هغوى (خوارجو) هغه راواخيسته او په خوله يې کړه ، هغه بل يې ورته وويل : آيا حرام مال دې وخوړ؟ بې له دې،چې مالک ته یې د کجورې قيمت ورکړى .( پردې خبرو) هغه خوارج هغه کجوره له خولى وغورځوله. وروسته بیا د کتابوالو يو سرکوزی له هغه ځايه تېرېده ، چې دوی دا سرکوزی په توره وواژه ؛نو یو ورته وويل : دا کوم کارچې دى وکړ ډېر بدکار و ، بيا د سرکوزي مالک ته ورغلل او ورته يې د سرکوزي قيمت ورکړ اوهغه يې پخلا کړ؛نو کله ، چې ابن خباب دهغوى دا کارونه وليدل ؛نو ويې ويل: دا څه ، چې وینم،که رښتيا وي؛نو ما ولې وژنى، ما خو کوم خلاف کار نه دى کړى ؛نو ولى ماپه عذابوى او تاسو خو راسره ژمنه کړى و، چې نه به مې پرعذابوی.

خو هغوى ابن خباب په عذاب کړا و بيا يې ترې سرغوڅ کړ او دهغه وينه يې په نهر کې جارى کړه او بيا يې په ښځى پسى ورغلل ، ښځې ورته وويل : زه يوه بې پناه ښځه يم ، آيا له خدایه نه ویرېږئ،چې ښځه وژنئ ؟ هغوى ددې ښځې گيډه څېرې کړه اوهغه يې هم ووژله . [2]

نيکه بيا داسى وويل : دا علي او دا يې هم مخالفين او دښمنان ؛نو اوس وايه،چې کوم یو د وژلو وړ دی ؟ او څرنگه له علي سره په زړه کې کينه لرى او دهغى وژلو ته دې ملا تړلې ده . آيا غوره ده، سره له دې ، چې دعلي پر دومره فضيلتونو پوه شوى،دهغه د وژلو پر وړاندې چوپ شي او د وژلو مخنيوى یې و نه کړې ؟

د نيکه خبرې دې ځاى ته راورسېدې ؛خو سعيد ددې لپاره ، چې نيکه يې نورهم په غوسه نشي،له قطام سره له کړې ژمنې يې خبر نه کړ،څه عجيبه چوپتيا پرې واکمنه شوى و، په فکر کې ډوب شوى و، چې څرنگه په ښه توگه ځان له دې ټګۍ او دسیسې رابهرکړى . فکر يې نور کار نه کاوه او خورا ستړى شوى و . خپل نيکه ته يې وکتل ويې ليدل،چې هغه هم ستړى دى ؛نو ځکه يې ورته وويل : اى خوږ دادا! ستړې شوى او دا،چې دومره مې په فکرکې يې او نصيحيت دې راته وکړ، منندوی دې یم؛نو د خداى په هیله هماغه به وکړم،چې تا راته وويل،خبرى دى رښتيا گڼم،نن شپه دمه وکړه،پاتې خبرې به سبا کوو. نيکه يې سعيد ته وکتل او ويې ويل : د ښه خوب هيله درته کوم ،وېرېږم،چې ترسبا پورې ژوندى پاتې نشم ، پرېږده ،چې خپلې اخري خبرې هم درته وکړم ، لږ کېنه.

[1] بسر بن ارطاة د معاویه تر ټولو سخت زړې او ځیګ قوماندان و،چې د مدینې،طایف، یمن، نجران. اءرجب او صناء د ښارونو د لوټمار لپاره ګومارل شوی و او ورته حکم شوی،چې د حضرت علي پلویان،چې دې لیدل؛نو ټول ووژنه. ده ان په سپین ږیرو او کوچنیانو یې هم رحم ونه کړ . تر دې ټولو جنایتونو وروسته حضرت علي یې په اړه وویل : ((خدايه! مړ یې نه کړې،ترڅو عقل ترې واخلې.)) نقلوي،چې تر دېر خېرا وروسته یې لیونې شو او تل به یې وویل،چې توره راکړﺉ،چې خلک درته ووژنم، بیا یې ورته د لرګي توره ورکړه او اخوا دیخوا به یې منډې وهلې او توره به یې وهله،چې بېسده به شو او په همدې حال کې مړ هم شو. ((الغاراب،۲/ ۶۲۸۵۹۱- طبري تاریخ،۳/ ۱۰۶۱۰۸- یعقوبي تاریخ ۱/ ۱۸۹۱۸۶، د امیرالمومنین ژوند ۶۹۴۷۰۲ مخ- د اسلام سیاسي تاریخ ۳۲۲ مخ- فروغ ولایت ۷۴۶ مخ)) 

[2] ابن قتیبیه الامايه و السياسه 136 مخ – فروغ ولايت 724. مخ – تاريخ سياسي اسلام ۲/ ۳۱۱

 

دا خبره يې وکړه او سعيد يې راکش کړاو يو بل يې موچې کړل،حال دا چې د نيکه سترگې يې له اوښکو ډکې وې او شونډې او زنه يې رپېده وويل : که غواړى ، چې نيکه دې په آرام زړه له دې فاني دنيا ولاړ شي ؛نو ژمنه راسره وکړه، چې پر وصيت به مې عمل کوى اوهغه دا، چې پرعلي به تيرى او ورسره به بې ایماني به نه کوى او که کومه لار دې پیدا کړه ؛نو ملاتړ یې وکړه . آيا ژمنه راسره کوې ؟ قول راکړه ؟ راسره ويې منه چې زړه مى آرام شي، راياد کړه،چې زه دې نيکه يم او ته مى لوى کړې یې ؟ ته مى په ښه توگه وروزلى او له ځان سره مى پريکړه وکړه ، چې یوازې درته د خیر او نېکۍ هیله وکړم ،آيا قول راکوى ؟

سعيد د خپل نيکه خبرو رامړاوى کړ، سترگى يې له اوښکو ډکې شوى د نيکه ټولې نيکۍ وريادې شوى او د نيکه د وصيت له منلو پرته يې بله لار نه درلوده . ورته يې قول ورکړ، چې نصيحت ته به يې د عمل جامې ورواغوندي ؛خو تر اوسه يې لا نيکه ته قول ورکاوه،چې له قطام سره کړى ژمنه ورياده شوه . خپل نيکه ته يې وکتل او پوه شو،چې خوب ورځي،د کورخادم ته يې حکم وکړ، چې دهغه بستره هم هواره کړي . سعيد خپلې جامې وويستې او خوب ته تيار شو،د سعيد فکر نورهم پريشانه شو ،په دوو کې پاتى و، چې څه وکړي ،هرکله به يې چې فکر ته راتلل ، چې د حضرت علي له وژلو يې ډډه کړى ده؛نوخوشاله به شو؛خو له قطام سره کړى ژمنه به چې ورياده شو ؛نو بيا به گنگس شو.

سعيد د شپې ترنيمائى پورې په همدى حالت کې و ، هيڅ آرام يې نه درلود سترگى يې پټى نه شوى ، له خپل ځایه راپاڅېد او خپله چپنه او پگړۍ يې راواخيسته او له کوره بهر ووت.د مکې کوڅې خالې وى،تگ راتگ پکې نه و، تپه تياره پر ټول ښار واکمنه و، ټول خلک ويده ول، یو خوا او بلخوا تله راتله،بې هدفه دى او د را پېښو شويو ، پېښو په اړه يې فکر کاوه،چې ځان يې د مسجدالحرام مخکې وموند ، شاوخوا ته يې چکر ولګاوه او له ځان سره يې وويل : مسجدالحرام ته لاړ شه او دوه رکعته لمونځ وکړه،کېداى شي ، چې زړه مى سپک شي . د مسجدالحرام ور پرانستی و؛ خو څوک پکې نه ول ،څپلۍ يې وويستلې،مسجد ته ننووت ، لمونځ يې وکړه او د خداى درگاه ته په سجده شو، دا مهال یې زړه سپک شو او بيا يو اړخ ته ولاړ او کېناست؛خو پريشانو پرې بیا يرغل وکړ،د آسمان ځلاندو ستوره ته په ننداره و. يو خوا هوا سړه و او بلخوا پريشاني و ؛نو ځکه يې سر پخپل څادر کې پټ کړ،ستړيا او سړى هوا ورته خوب راووړ. لا په خوب کې ډوب شوى نه و،چې قطام يې خوب ته راغله ، چې تورې جامې يې اغوستې دي،چې دې تورو جامو لا نوره هم لمر مخې کړې و او شاوخوا ته يې فيلمرغان تلل راتلل ،سعيد چې وليده؛ نو په رپارشو،غوښتل یې،چې پرى سلام واچوي ؛خو هغې ورته بد بد وکتل او مخ يې ترې واړوه، سعيد د قطام له دې حالته په ژړا شو،غوښتل يې،چې ورپسې ورشي ؛خو د پېښو لپاره یې ورسره مرسته نه کوله،غږ يې ورته وکړ؛خو ځواب يې نه ورکاوه ، گواکې ورته وايي،چې پرخپله ژمنه دې عمل ونه کړ. سعيد غوښتل ، چې ورشي او ورته ووايي ، زه لا پرخپله ژمنه ولاړ يم ؛خو تر اوسه مې لا لاس نه دى رسيدلى او همدا، چې قطام ترې لرې شوه،غږ يې ورته وکړ؛خو راپاڅيد او ويې ليدل،چې د کعبې په څنگ کې ناست دى،په سترګو يې لاس راښکود ،چې ډاډ من شي ويخ دى اوکه خوب يې ليده،چې پوه شو خوب يې ليده ؛خو یقين يې درلود،چې که قطام وويني؛نو غبرگون به يې همدا وي، چې په خوب کې يې ليدلی،غلى شو، غمونو او پریشانو پرې له هر اړخه یرغلونه کول او د ستونزې د هواري لپاره ورسره ذهن هم مرسته نه کوله .

سعيد خپل کور ته روان شو،چې په دې ډول وويني پر نيکه ؛خو به يې څه نه وي شوي. سړې هوا او خپگان دى ته را هڅولى و،چې ژر تر ژره ځان خپلې بسترى ته ورورسوي، کور ته د تگ په وخت کې يې سوره فاتحه له ځان سره ويله ، ، چې یو غږ یې ترغوږه شو،مقام ابراهيم ته ورنږدې شو، د کعبې شا ته پټ شو د قدمونو ‏غږونه يې واورېدل،چې کعبې ته راروان دي ، گواکې د يو مهم کارپه اړه یې سلا مشوره کوله،د مقام ابراهيم شاته يې ځان پټ کړ،چې په دې تپه تياره کې يې څوک ونه ويني .

 

ناوړه دسیسه

چې سعيد پټ شو؛نو درې نا آشنا کسان یې وليدل ، چې يوي هم ونه پېژنده؛ځکه تربوزکونه يې وهلى ول،چې یا خو د سړې هوا له امله ول او يا خو دا چې ونه پېژندل شي. سعيد یې له دې کاره هک پک شو، زړه يې په درزار شو او وېرېده،چې هغوى د چا په اړه نقشه نه وي ايستلي او که هغوى پوه شي،چې سعيد دهغوى په نقش پوه شوى ؛نو چې هر چېرته وي سعید به ووژني؛نو ځکه نور یې هم ځان خوندي کړ؛خو وېرېده،چې پرشى يا ټوخى ور نشي.هغوى او سعيد د کعبې وره ته رانږدې شول تر دې،چې سعيدهغوى ټول ليدل او که کومه ډيوه،څراغ يا سپوږمۍ وای ؛نو سعيد به هغوى پېژندلي واى؛خو تپې تيارې اجازه نه ورکوله،چې سعيد یې وپېژني، له حرکاتو اوپس پسکيو پوه شو،چې د کوم مهم کار په اړه خبرې کوي ، يو له هغوى،چې جيگه ونه یې درلوده او زيات خوځېده راخوځېده ،وويل : موږ ورسره څه کار لرو،هغوي یروندکي دي ،راځی،چې دا کار موږ پيل کړو ،چې د ویاړ د پگړۍ شمله مو تل هسکه وي . دويم يې چې ټيته ونه او قوى بدن درلوده وويل : زه ستا خبره منم،له خلفاوو څخه له بدۍ او شر پرته موږ ته بل څه رارسېدلي؟ د خلافت په اړه هم یو له بل سره جنگونه کوي او مسلمانان دهغوى د بريو لپاره وژل کېږي،که هغوى ووژنو؛نو شر به يې له مسلمانانو راکم شي،هو! هغوى به ووژنو.

البته دا خبرى يې ډيرې په احتياط او ټيټ غږ کولى اوکله کله به يې شاو خوا ته هم کتل،چې څوک یې وانه وري . دهغوى درېم انډیوال،چې تراوسه چوپ و، ويل : زما ، چې هره ورځ د نهروان ورځ راپرياده شي؛نو زړه مى له وينو ډک شي ؛ځکه ډېر ښايسته ښايسته ځوانان پکې ووژل شول،چې علي یې قاتل دى ؛ځکه هغوى حکميت ته غاړه کېنښوده. د هغوى بل انډيوال،چې لوړه ونه او لوړغږ يې درلود په زړورتیا او لوړغږ وويل : غوره نه ده ، چې چوپ پاتى شو او ووينو، چې زامن او ورونه مو له دې خلفاوو سره د مرستى لپاره وژل کېږي او موږ هم غبرگون ونه ښايو، آيا وخت يې نه دى رارسېدلې،چې دا شر له مسلمانانو راکم کړو؟

سعيد یې په نقشه پوه شو،چې د وخت د واکمنانو د وژلو دسیسه ده، چې علي هم په کې و. څو نورکسان هم بايد ووژل شي،چې دهغوى نومونه يې وانه ورېدل ، په دى وخت کې پر سعيد څه هېښنده یا عجيبه وېره کېناسته،چې څوک يې ونه ويني . د لوړې ونې سړی،چې تر نورو يې ډېره زړورتیا درلوده، چوپ شو؛خو کله يې،چې د خپلو انډيوالانو ناچوپتيا وليده ؛نو خبرې يې پيل کړې :که په دې لار کې مړه هم شو ؛نو پروا نه لري؛ځکه د مسلمانانو له سره د شر د لرې کېدو په لار کې به مړه شوي يو او د دې شر او خلافت غوښتنى جرړې په درې کسانو کې دي : ((علي بن ابيطالب، معاويه بن بي سفيان او عمروعاص ، راځی ،چې ويې وژنو،چې خلک يې له شره خلاص شي.)) دويمي يې وويل : زه له پيله ستا له خبرو سره یوه خوله وم ؛خوهغوى ساتندويان لري؛نو څرنگه به یې ووژنو؟نو ځکه بايد يو لاره چاره پيدا کړو او داسى اوزار را پيدا کړو،چې برى مو سل په سلوکې کړى او پخپله هم له خطره خوندي پاتى شو.هغه لومړني بې ځنډه ځواب ورکړ: گورم ، چې د کار له ستروالى وېرېدلى يې يا دا، چې وېرېږې د علي د وژنې پچه ستا په نوم راونه وځي ؟ نو راځی،چې دا کار سره وويشو او هر يو بيل بيل سړى ووژنو . په موږ کې يو بايد د علي د وژلو لپاره کوفې ته ولاړ شي،بل مصر ته د عمر وعاص د وژلو لپاره اوبل شام ته د معاويه د وژلو لپاره او موږ هر يو خپل سړى په يوه ځانګړې ورځ يو ځاى ووژنو، ترڅو مسلمانان يې له شره خلاص شي او بيا خلک پوهېږي،چې هر څوک يې دخليفه په توګه وټاکه.

دې خبرو پر سعيد وېره کېنوله او دا کار ورته گران او ستر کار برېښده ؛خو آيا هغوى به دا کار وکړاى شي او که نه ، باور يې نه درلود او بلخوا پوهېده،چې د علي وژل کېدل به قطام خوشحاله کړي که څه هم دهغه په لاسونو نه وي وژل شوى ؛خو کله به يې،چې د نيکه وصيتونه راپرياد شول،چې هغه بايد له علي څخه دفاع وکړي؛ځکه چې هغه مظلوم دى ؛ نو زړه به يې بيا خپه شو؛خو کله،چې دهغو سړيو خبرې پيل شوې؛نو زړه يې بېرته خوشاله شو،همدا،چې دهغه لومړني خبرې پای ته ورسېدې؛خو يارانو يې پخلی و نه کړ او بې له دى ، چې خپل ياران خبرو ته پرېږدي،وويل زړه ته مو شک مه اچوئ، مه وېرېږۍ! دا ډېرآسان کار دى او فکر کوم ، چې دهغه سړي پچه چې زما پر نوم راوځي،کار او وژل يې سخت نه وي،مه وېرېږئ زه به دهغوى تر ټولو ميړنى وژنم . زه به علي وژنم ، که څه هم زما کور د (( فسطاط)) په ښار کې دى؛خو زه به کوفې ته ولاړ شم،چې علي ووژنم. دا يې وويل او کعبى ته ورننووت او د کعبې کړۍ يې په لاس کې ونيوى او ويې ويل : وگورئ،د کعبې د ور کړۍ مى په لاس کې نيولي، په خداى او په دې کعبه قسم،چې علي بن ابيطالب به ووژنم او خدایه تا شاهد نيسم،چې په دى لار کې به هره هڅه وکړم . کله ، چې دې لومړني سړي دا کار وکړ ؛نو د دوو نورو په رگونو کې هم د غيرت وينه وخوټېده اوهغوى هم قسم وخوړه،چې يو به يې معاويه او بل به يې عمروعاص وژني. سعيد ډېرکوښښ وکړ،چې ددې مهم کار سر ته رسوونکي وپېژني؛خو و يې نشو کړاى؛خو دومره پوه شو هغه سړى،چې دعلي د وژلو قسم یې وخوړ د (( مصر)) د (( فسطاط )) د ښار دى .

تر قسم خوړلو وروسته،هغوى خپل اصلي ځاى ته راستانه شول،په دې کې هغه کس،چې لنډه ونه يې درلوده،ويې ويل : پرېکړه مو وکړه،چې د فتنو دا مشران ووژنو؛خو دهغوى د وژلو ورځ مو ونه ټاکله او که ورځ مو ونه ټاکله؛نو ماتې به وخورو. دويم يې وويل: زما د زړه خبره دې وکړه ؛ځکه که ورځ مو ونه ټاکله؛نو ډېر وخت به ولرو او وېره به مو له دې وي ،چې که يو دا کار وکړ او بریالی نشو او يا ووژل شو يا ونیول شو؛نو نور به ووېرېږي او له کاره به لاس واخلي ؛نو غوره به دا وي،چې ورځ او ساعت يې وټاکو، لومړنى يې وويل : د ساعت ټاکل ستونزمن دي ؛خوغوره به دا وي ، چې شپه وټاکو او په يوه شپه کار پاى ته ورسو او بيا يې وويل : اوس په کومه مياشت کې يو؟ هغه دوو ورته وويل : د جمادي په مياشت کې.لومړني وويل : نو د روژې د مياشتى يوه شپه به وټاکو،چې د اختر پر ورځ د مسلمانانو د خلاصون شاهدان ووسو او که ووژل شو؛نو ثواب به مو دوه ګرایه وي؛نو سمه ده .د رمضان د مياشتې يوه شپه به ددى کار لپاره وټاکو. دويمي يې وويل : زما په خيال د رمضان ( ١٧) شپه به ښه وي،هغه دوو ورته وويل : تر ټولو ښه شپه ده.

له ځايه پاڅېدل؛خو سعيد له وېرې رپېده،چې چېرى دهغه ترڅنګ تېر نشي او ويې نه پېژني. هغوى ولاړل،چې د خداى د کور طواف وکړي،سعيد ورته په تمه شو،چې هغوى به راشي؛خو راستانه نشول،کله چې وځنډېدل؛نو سعيد وپوهېد ، چې هغوى د کعبې له بل وره څخه تللي دي. سعيد سر راپورته کړ او شاوخوا يې وڅارله،هيڅ غږ يې وانه ورېد، د خداى د کور طواف يې وکړ او پوه شو،چې هغوى د خداى له کوره بهر وتلى دي،کېناست او د راپېښو شويو پښو په اړه او د نيکه د وصيت په اړه یې فکر کاوه،چې بايد د حضرت علي ملاتړی شي،فکر يووړ،آسمان ته يې وکتل ، د زهره د ستوري ځلېدل ورته د بري زيرى ورکړ،نيکه يې ورياد شو او هوډ يې وکړ،مخکې تر دې،چې لمر راوخيژي اوخلک له خپلو کورونو راووځي؛نو بايد ځان خپل کور ته ورسوي . کور ته روان شو ،چې ورنږدې شو،زړه يې په درزار شو؛چې چېرې پرنيکه يې څه شوي نه وي .کور ته ننووت،پر کور چوپتيا واکمنه وه.خوشحاله شو او هغه خونې ته ورغی،چې نيکه يې پکې پروت و. بل څراغ يې وليده ، عبدالله يې وليده ، چې دهغه د نيکه په څنگ کې ويده دى،عبدالله ته يې وکتل ، عبدالله هم دهغه په راتگ خبر شوى و او مخکې تر دې،چې سلام واچوى عبدالله ورته وويل : نه وې ؛نو وارخطا شوم، نيکه دې هم څو ځلې پوښتنه وکړه ؛خو زه دې له ځايه خبر نه وم،ډېردرپسې وگرځېدم ؛خو پيدا مې نه کړى .

سعيد : اوس مې نيکه څنگه دى ؟ عبدالله : د خداى شکر دى ښه دى؛خو په دې څو ورځو کې داسى آرام نه و ويده شوی. لا دعبدالله خبرى خلاصې شوى نه وى،چې ابورحاب وخوځېده او سعيد ورنږدې شو،نيکه يې سترگې خلاص کړى او سعيد ته يې اشاره وکړه،سعيد نورهم ورنږدې شو او د خپل نيکه ترڅنگ په گونډو شو.ابو رحاب: زويه ! چېرته وې . ډېر درپسې ورگرځېدو؛خو پيدا مو نه کړى،سعيد: د يو حاجت غوښتو لپاره کبعې ته تللى وم؛خوهلته يوه پېښه راپېښه شوه،چې تراوسه يې زما فکرمشغول کړى دى،ابورحاب خپل لاس را اوږد کړ او د سعيد لاس ته يې زور ورکړ،گواکې نه يې غوښتل ،چې سعيد ترى بيل شي،سعيد هم غلى ناست و او له ځايه نه خوځېده او دا خپگان يې د خپل نيکه د ناروغۍ له امله وه؛خو احساس يې کړل،چې نيکه يې داسى لاس ته فشار ورکړ لکه،چې ځان يې بلې دنيا ته د تگ لپاره چمتو کړى دى ، په سترگو کې يې اوښکې راټولى شوى،خپل نيکه ته يې، چې وکتل دهغه هم همدا حالت و.عبدالله او سعيد په مينه خپل نيکه ته وکتل او ويې غوښتل،چې خبرى ورسره وکړي؛خو نيکه يې دهغوى له خولې خبره واخيسته او ويې ويل: زه دې تل د راتلوونکي په اړه اندیښمن وم او وېرېدم،چې زما نصيحت ؛خو به دى شاته نه وي اچولاى او دا نصيحتونه مې،چې درته وکړل،د ژوند په دې آخرو شېبو کې راته الهام شوى و او کله چې ته له ما بيل شوى او بهر ووتى زه په خوب کې ډوب وم ، چې يوه پرښته راغله او ستا د نشتوالي خبر يې راکړ. کومه ژمنه،چې دې راسره کړې، پرې و به درېږې؟ سعيد وويل : اى زما گرانه نيکه ! کومه ژمنه چې ، مې درسره کړى،تر آخره پرې ولاړ يم اوکله به هم د علي پر ضد کوم کار و نه کړم او له بلې دې خبر کړم اوهغه دا ، چې په علي مې ايمان هله نورهم ټينگ شو،چې يوه ډله توطئه کوونکيو په کعبه کې د علي،معاويه او عمروبن عاص د وژلو ژمنه وکړه .

شيخ وارخطا شو،سعيد ته يې وکتل او چيغې يې کړى : هغوى څوک وو؟ څه يې چې ليدلي ول، سعيد ټکې په ټکې خپل نيکه ته وويل او په پاى کې يې ورته وويل : ومې نه پېژندل ، له وېرې ورنږدې هم نشوم ،ځکه چې پر وسله سمبال نه وم . ابو رحاب : آيا هغه سړى دې وپېژنده،چې د علي د وژلو ژمنه یې وکړه ؟ سعيد: ومى نه پېژنده ؛خو له خبرو يې پوه شوم،چې مصري و او له خوارجو ځنې و. شيخ يوه شېبه په فکرکې ډوب شو،گواکې ديو مهم کار په اړه فکر کوي،سعيد هم دهغه د رنگ له اوختو پوه شو ، چې وارخطا دى ،ابورحاب همغسى غلى و او حال دا چې ژبه يې بنده بنده کېده ويې ويل:اى کاش ! هغوى مې پېژندلای او ورسره واى،چې له دې خطرناک کاره مې ژغورلي وای.که ژوند او اجل مهلت راکړ او پيدا مې کړ؛نو هغوى به پر دليل او برهان له دې سترې گناه منع کړم،په خداى،چې هغوى ظالمان دي. بيا يوې شېبې ته غلى شو او دا چې سا يې تله راتله او په څېره کې يې خپگان او وارخطاوالى ليدل کيده وويل : اى سعيده ! خبرې ته مې غوږ شه او پرې عمل وکړه،په دى کار کې ستا چوپتیا روا نه ده؛ستا دنده دا ده،چې هغه پيدا کړى ،ته دنده لرې،چې هغه پيدا کړى، که د مصر وي، که د شام وي او که د عراق ،ته دنده لرى،چې هغه پيدا کړى،يا دا، چې پيدا يې کړى او قانع يې کړى او له دې کاره یې منع کړی او يا دا،چې علي ته يې وروپېژنې،دا دنده مې تا ته درسپارلې، پام دې وسه،چې سمه يې سر ته ورسوې؛گينې نو پر خپلو لاسونو به دې امام وژلى وي،دا مې درته وصيت دى،گوره ، چې په سرته رسولو کې يې ناغیړي ونه کړى.خداى پر خپلو خبرو شاهد نیسم او په دې دنیا کې مې درته دا اخرنی وصيت دی.سعيد پوهيده،چې د نيکه ځلکدن يې دى،ډېر په خپگان يې د خپل نېکه آخرينو خبرو ته غوږ نیولى و .

 

د ابو رحاب مرگ

زه پردې حال بايد څو ورځې مخکې مړ شوى وای ؛خو خداى مى په مړينه کې ځنډ راوست؛ترڅو دا خبرې درته وکړم او ته يې عملي کړى او لکه څرنګه چې ته مې دعلي له وژلو منع کړې؛نو ته هم هغه سړى پيدا کړه او هغه له دى کاره وژغوره،که خداى عمر راکړ؛نو خوارجو ته به ورشم او په دليل او برهان به ورته دعلي بى ګناهى ثابته کړم ؛خو مرگ راته غېږ پرانېستې او ډېر ژر به د جانان لوري ته ولاړ شم ؛خو زما درته اخرنی وصيت دا دی،چې په لاس او ژبه یې د فاع وکړې.

نور يې څه ونشو ويلای،اوسيلى يې وويست،چوپ شو او سا يې ورکړه.سعيد چغې کړې، و گرانه نيکه ! زما گرانه نيکه ! خبرې راسره وکړه،نصيحت راته وکړه؛خوافسوس،چې نيکه يې ځواب نشو ورکولاى . د ابورحاب د سا ورکولو په وخت کې عبدالله په کور کې نه و ؛نو چې کور ته راستون شو او د نيکه له مرگه خبرشو؛نو خپلوان يې خبرکړل او ورته په وير شول،چا هم ورپسې دومره ونه ژړل ؛ځکه د کور والا او خپلوان يې له څو ورځو مخکې دهغه دمرگ په تمه وو؛خو د سعيد له زړه يو خداى خبر و،چې څه پرې تېرېدل او خپگان او وارخطايي به يې هله زياتېده،چې له خپل نيکه سره کړې ژمنه به ورياده شوه .

د ابورحاب تر مرگ وروسته سعيد اوعبدالله

سعيد، چې خپل نيکه خاورو ته وسپاره؛نو خپل لومړني حالت ته راوگرځېد او د خپلې ستونزې په اړه يې فکر وکړ ،چې څرنګه ترى ځان خلاص کړي،تر ډېرې مودې فکر کولو وروسته دې پايلې ته ورسېد،چې که قطام د علي له وژلو منع کړي؛نو کار به يې ځان ته ډېر آسانه کړى وي، دا فکر يې،چې ماغزو ته راغی؛نو يو څه يې د ذهن بوج کم شو ؛خو په دې فکر کې و،چې څرنگه د قطام پرعواطفو واکمن شي ،چې هغه له علي سره له دښمنۍ یې منع کړي او قطام د خپل ورور او پلار له غچ آخستو لاس واخلي او دې هوډ ته ورسېد،چې هغه قانع کړى ؛نو کله،چې سعيد دې هوډ ته ورسېد ؛نو د سعيد زړه څه آرام شو .

په کورنۍ کې یې د عبدالله په نامه يو ځوان و،چې ابورحاب هغه د سعيد په څېر روزلى او لوى کړى و او د ابورحاب به پرې زړه آرامېده او پرې ډېر گران و.عبدالله همغه څوک و، چې ابورحاب هغه کوفې ته په سعيد پسې لېږلې و. د ابو رحاب تر مړينې وروسته عبدالله سعيد ته راغی او ترې يې وغوښتل،چې ورسره يو ځاى شي؛دا چې عبدالله ولې ورسره په دې سفر کې د يوځاى والي لپاره ټینګار کوي؛نو سعید یې په لامل نه پوهېده . د عبدالله ددې ټینګار لامل دا و، چې ابو رحاب ورته ويلى و،له سعيد سره شي،چې پخپله ژمنه کې ناغیړي او کمزوري و نه کړي،سره له دې،چې عبدالله پخپله هم ځوان و ؛خو ترسعيد څخه يې ډيرخلک اوخپل وخت پيژنده.

 

کوفې ته حرکت

څو ورځې وروسته،سعيد له خپلى کورنۍ سره خداى په امانى وکړه او له عبدالله سره کوفې ته روان شو. په لار کې عبدالله له سعيد نه دهغو درې تنو د توطیې په اړه هيڅ وا نه ورېدل او په سعيد کې يې د قطام د مينې څه نښې و نه ليدې. عبدالله له ابورحاب سره تر خبرو وورسته پوه شوى و،چې سعيد د علي د وژلو له هوډه پښيمانه شوی او له سعيد څخه يې د توطیه کوونکيو په اړه هم څه اوريدلى ول؛خو بيا هم لا سم پر دې خبرو نه و پوه شوی. کله،چې د دښتو منځ ته ورسيدل سعيد د عبدالله غوږ ته د علي د وژلو خبره راواچوله،هغه له عبدالله سره پخوانۍ انډيوالي درلوده او له زړه هم پاک او ساده و او په څه،چې پوهېده اوڅه يې ، چې په زړه کې ول،عبدالله ته یې راوسپړل او ورڅخه يې په دې اړه سلامشوره وغوښته ؛تر اوسه لا کوفې ته نه و رسيدلى ، چې عبدالله د سعيد پر ټولو اسرارو پوه شو او همداسې له قطام سره د کړې ژمنې له ماتېدو هم خبر شو؛نو سعيد ته يې وويل : دخپل نيکه خبره دې عملي کړه او له قطام سره کړې ژمنه دى هېره کړه او که ودې نشو کړاى،چې قانع يې کړئ ؛نو ترې تېر شه،ښځې ډيرې دي او زه به درته يوه ښايسته ښځه وکړم، داسى،چې له هره اړخه ښايسته وي . دا خبرې دهغوى ترمنځ هغه وخت کېدلې،چې پر خپلو اوښانو سپاره ول او کوفې ته روان وو.سعيد وويل : نه ! نه ! دا خبره مه کوه ! په دې نړ‌ۍ کې تر قطام بله ښايسته نشته او بېلتون به یې کله هم و نه زغمم او چې دا خبرې کوې؛نو معلومېږي ،چې له مېنې بې خبره يې او پر دې خبرو لا نه پوهېږې .

دا يې وويل او يو سوړ اوسيلى يې وويست اوغلى شو او بيا يې وويل : فرض به کړو،چې زړه مى پرې اوبه نه څښي ؛خوهغه ليکلى ژمنه،چې مې ورکړى او که قطام رانه خپه شوه او زما هغه ليکلى خط علي ته ورکړي ؛نو بيا خو زه ډاډمن يم ،چې هغه په مينه کې راسره په راستۍ ده اوهغه زما له خير او خوشالۍ پرته هيڅ نه غواړي. عبدالله وويل : داسې،چې ته وايې،چې درسره مينه لري؛نو قانع کول به يې دومره ستونزمن نه وي ؛خو هغه سړى، چې د علي د وژلو اراده یې کړى، پيدا یې کړه اوهغه له دې کاره منع کړه او که قانع دى نه کړاى شو؛نو يا يې وژنه او يا يې خبر علي ته ورکړه،چې هغه یې پخپله په اړه پرېکړه وکړي. سعيد د دې وړانديز هرکلی وکړ او لمر په کلار کلار په ډوبېدو و، چې کوفې ته راورسېدل .

                        سيعد پرهغه ورځ پر خپل اوښ ډېر زور راووړ، چې تر ماښام مخکې کوفى ته ورسي چې وکړاى شي د قطام ديدن وکړي، سره له دې،چې ورنږدې شو؛خو له هغې يې يوه شېبه هم لرى والى جايز نه گڼه؛خو چې و یې ليدل لمر ډوب شو او تياره شوى ده او لا کوفې ته نه دى رسيدلاى؛نو خپه شو. عبدالله يې پر تندي پوه شو او دا چې له دې حالته يې راوباسي ؛نو ورته يې وويل : آيا له کوره ډېر لرې يو؟ سعيد وويل : که ښار ته ورسيدو؛نو انشاء الله ،چې رسيدلې به يو ؛ځکه چې زما کور له ښاره لږ بهر دى .

عبدالله : ژر کور ته رسېدل غواړم،چې د دې سفر له سختۍ خلاص شم،چې پر اوښ سورلې مې ورنونه ټپي کړي دي . سعيد: خو زه غواړم ،چې کور ته تر رسېدو مخکې جومات ته ولاړ شم او هلته د ماڅوښتن لمونځ وکړم.

عبدالله پوه شو،چې د سعيد نیت د قطام دیدن دی،چې قطام د خپل نيکه له نصيحته خبره کړي او ځان د قطام پرغبرگون پوه کړي.عبدالله غوښتل،چې سعيد له دې کاره منع کړي ، ترڅو له قطام سره د مقابلې لپاره لارې چارې وسنجوي او دا چې سعيد يو پاک مسلمان و؛نوسعيد وېرېده،چې قطام يې چېرته کوم څاه ته گوذار نه کړي؛نو ځکه يې ورته وويل : دا خبرې پرېږده،دواړه به کور ته ولاړ شو او د ماڅوختن لمونځ په گډه په کور کې وکړو او د سهارلمونځ به دواړه په جومات کې وکړو.سعيد ماتمخې یا حياناک انسان و؛نو د حيا له مخې يې دعبدالله خبره ومنله؛خو په ذهن کې يې لار چاره لټوله،چې څرنگه د (( لبابې )) کور ته ولاړ شي او ځان دهغوى پراحوال پوه کړي ؟

هغوى په داسې حال کې کوفې ته راورسېدل،چې تپه تیاره و او دواړو هوډ وکړ،چې د سعيد کور ته ولاړشي،کور ته ، چې راننووتل، تر مخ و لاس وینځلو وروسته یې لمونځ وکړه ، ډوډۍ يې وخوړه،سعيد هم داسې وښوده،چې خوب ورځي او دواړه په خپلو ځايونو کې څملاستل؛خو سعيد سترگې پټې کړې وې او په تمه و،چې عبدالله ويده شي.

د لبابې پټه کتنه

سعيد،چې ډاډمن شو،عبدالله ويده شوى؛نو جامې يې واغوستى او د لبابې کور ته روان شو ؛خو په لار کې یې فکر کاوه،چې خبره څرنگه پيل کړي؟چې د لبابې کور ته رانږدې شو،ويې ليدل،چې لبابې همسا په لاس ده او تربوزک يې وهلى او له کوره بهر راوځي،سعيد،چې هغه وليده ؛نو ورخطا شو او د شرم او حيا له مخې يې سلام واچاوه اوهغې يې هم د سلام ځواب ورکړ.

لبابې فکر نه کاوه،چې دومره ژر به بيا سعيد وويني؛خو چې پوه شوه سعيد دى؛نو بې واره خوشامدۍ او د مکر خنداگانې يې ورته پيل کړى،سعيد په لبابې پسې روان شو،چې دهغى کور ته ورورسېدل،لبابې خپل خادم ته حکم وکړ، چې يو څراغ بل کړي او دواړه په خبرو بوخت شول . لبابې وپوښت،چې کله راورسېدى ؟ سعيد: همدا اوس راورسېدم،که څه هم اوږد او ستړى سفر مى درلود؛خو زړه مې و نه منله ،چې تر وېده کېدو مخکې تاسې و نه وينم . لبابې په کړس کړس وخندل . سعيد هم له دې ويرې،چې څوک يې خبرې وانه وري،په غوږ کې يې لبابې ته وويل : ترور جانې! څه ته خاندې؟ لبابه: (خپل مخ ته اشاره وکړه ) خندا مې له دې ده ،چې ته څومره زما د دې بدرنگ مخ د لیدلو لیواله يې ؛خو نه،ته زما د مخ ؛بلکې د يوبل ښايسته او په زړه پورى څېرې لیواله يې،همداسې نه ده ؟ سعيد د لبابه په خبرو کې راودانگل او په کلاره غږ يې وويل : نه! قسم په خداى ترور جانې ! اوس راته ستا ديدن د قطام تر ليدو ډېرارزښت لري؛ځکه په يو داسې څاه کې غورځېدلاى یم،چې بې له تا مې بل څوک ترې نشي راويستلاى او درنه هيله کوم و،چې پخپله هوښیارتیا مې له دې څا څخه راوباسه او تر هر څه مخکې یوه هیله لرم،چې زما له راتلو څوک خبر نه کړى او دا هر څه زما او ستا ترمنځ پاتې شي؛ځکه له مکې څخه راسره يو ملگر ى هم راغلی،چې زه يې دلته له راتلو منع کولم او زه هم له هغه پټ دلته راغلې يم.

د سعيد خبرې پاى ته نه وى رسيدلى،چې د کور خادم له يوبل څراغ سره راننووت.بيا هغوى دواړه خونې ته ننووتل ،سعيد ورته وويل : ترورجانى ! ته تل زما ملگرې او ملاتړې وى او پر خپل چل ول او هوښیارتیا دې قطام راسره واده ته راضي کړه اواوس هم،چې هرڅه درته وايم هيله لرم،چې هغه قانع کړې.لبابه د سعيد له دې ټینګاره حېرانه شوه او وارخطا شوه؛خو هڅه يې وکړه چې سعيد پر دې وارخطايۍ پوه نشي؛نو ځکه يې سعيد ته وويل:څه چې دې په زړه کې دي،را ته ويې وايه، چې پرخپل ټول کوښښ ستا غوښتنه ځواب کړم. سعيد چوپ شو او د يوې شيبې لپاره يې په حېرانتيا ورته وکتل اوبيا يې وويل : يو مهمه خبره درته کول غواړم ؛خو نه پوهېږم ،چې له کومه يې پيل کړم ، لبابې وويل : مه وارخطا کېږه!چغې او سورې هم مه وهه ! ما د روزگار تودې او سړې دواړه څښلي؛نور څه هم راته حېرانونکی نه دي،اوس هرڅه،چې دې په زړه کې دي راته يې راوسپړه. سعيد وويل : آيا له قطام سره له کړې ژمنې مې خبړه یې؟ لبابه : هو ! خبره يم . سعيد: آيا خبره يې ، چې ولې يو دم مکې ته ولاړم ؟ لبابه : خبره شوم ، چې مکې ته ولاړې؛خو پرعلت يې پوه نه یم. سعيد: ځکه نيکه مې راپسې څوک رالېږلي و. لبابه:ستا نيکه!ابورحاب!! څه چل پرې وشو . سعيد: مکې ته چې ورسېدم؛نو سا يې ورکړه او د همدې لپاره يې راپسې څوک رالېږلي و،چې ومې ويني.لبابه : ابورحاب مړ شو!خداى دى وبښي،هغه ستا لپاره يو ښه ملگرى او ملاتړى و او پوهېږم،چې ته دهغه په لمنه کې لوى شوى يې،هغه هم پر تا ډېر پام کاوه اوپوهېږم،چې مړينه یې درته ډېره سخته ده،ډېره به خوشحاله شوې وم ، چې که ژوندى مې ليدلى واى او هغه هم له قطام سره ستا واده کتلى وای او پوهېږم،چې له قطام سره د علي د وژلو له ژمنې به هم ډېر خوښ شوى وای .

سعيد د لبابې په خبرو کې راودانگل او ويې ويل : مخکې له دې،چې نيکه مې ووينم؛نوهم همدا فکرمې کاوه ؛خو نيکه مې راته داسې خبرې وکړې،چې له خپل کار او له قطام سره له ژمنې يې پښيمانه کړم . لبابه : آيا نيکه دې خبر شو،چې ته د علي د وژلو نیت لرى؟سعيد:هو! هغه مې خبر کړ؛خوهغه زه د علي له وژلو منع کړم او د مرگ په وخت کې يې راته نصيحت وکړ،چې دا کار و نه کړم او راته يې وويل،چې يوې پرښتى ورته خبر ورکړى دى،چې علي له دې تورونو پاک دى او بې گناه دى.

سعيد همداسې پر خبر و، لبابې هم ورته له سترګو لاندې کتل او له دې، ډيره زياته خپه شوه؛خو هغه دومره مکاره و، چې پردې خپگان يې سعيد بيخي پوه نه کړ او داسى يې وښودل،چې د سعيد دا خبره ورته بيخي ارزښت نه لري؛خو سعيد په تمه و،چې اوس به لبابه پرغوسه شي؛خوکله ، چې سعيد د لبابه چوپتیا او ارامتیا وکته؛نو خپلو خبرو ته يې ادامه ورکړه او ويې ويل : د خپل نيکه خبرې،چې مې واورېدى ؛نو ورسره پرجنگ شوم؛خو هغه پرخپله خبره ټينگار و کړ او د خپلې خبرې لپاره يې زيات دليلونه راوړل. سعيد تر دې خبرو وروسته چوپ شو او د لبابې د غبرگون په تمه شو؛نو بيا يې هم لبابه چوپ او ارآمه وکته سعيد تر خپلو خبرو وروسته،هغه څه يې چې پرهغه شپه په مکه کې ليدلي و،ټکې په ټکې لبابې ته کيسه کړل،کله،چې لبابه خبره شوه،چې د عمروعاص،معاويه او علي د وژلو نقشه ويستل شوې؛نو په کلار يې سا واخيسته؛خو بيا يې هم داسى وښودل ،چې داخبره هم ورته ارزښت نه لري اوهمغسې پر خپلې چوپتيا واکمنه وه ؛نو ځکه يې سعيد ته وويل : نيکه دې هم له دې دسیسې خبر شوى و؟ سعيد: هو! مخکې له دې،چې سا ورکړي؛نو له دې خبرې مې خبر کړ او هغه هم په دې اړه راته وصيت وکړ….. تر دې وروسته د سعيد ژبه بنده شوه او څوشېبې وروسته یې وويل : آه ، هغه وصيت! لبابه:هغه څنگه وصيت وکړ ؟سعيد: هغه زه د علي له وژلو منع کړم او ماته يې دنده راکړه،چې له علي څخه دفاع وکړم؛خو تراوسه مې لا تصميم نه دى نيولاى،چې خبره يې پرځاى کړم او که نه ؟ ته زما له حاله ښه خبره يې،هو! په مقابل کې مې د قدرت توان په خپل ځان کې ونه کوت. لبابه ووېرېده ، چې که په سعيد په غوسه شي او ورته بې اعتنايي وکړي؛نو کېداى شي،چې دهغى او د قطام خبره علي ته وکړي؛نو ځکه لبابې هڅه وکړه،چې پر مکر له سعيد څخه نور معلومات هم گوتو ته راوړي؛نو ورته ویې وويل:ولې دې د خپل نيکه په نصيحت عمل نه کوى؟د داسې سپين ږیري خبرې داسې دي؛لکه د يوې پرېښتې له خولې څخه،چې راوتلي وي.

سعيد،چې د لبابې خبرې واوريدې؛نو خوشحاله او موسکې شو او په پوره سادگۍ يې ويل : څنگه به مې د نيکه خبرې نه منم ؟ په دې اړه مې له نيکه سره ژمنه کړې؛خو له قطام سره کړې ژمنې مې هم ماغزه مشغول کړي،هسې نه ،چې له نيکه سره کړې ژمنه مې له قطام سره له واده منع کړي ؛خو چې ستا مينه او ملاتړي وينم؛نو کار راته آسان شي ،ترورې!ستا دې په خداى قسم وي ؟ آيا مرسته به راسره وکړې،چې قطام دعلي له وژلو منع کړم ؟ په خداى،چې علي له دې ټولو تورونو پاک دی،چې پرې لگېدلي دي؛خو هیلمن يم ،چې ته به مې ملگرتيا کوې او په يو داسى کنده کې غورځېدلى يم،چې يوازې ته مې ترې راويستلاى شې.

سعيد تر دې خبرو وروسته د لبابې مخى ته کېناست،په ژړا شو او د لبابې لاسونه يې موچې کړل،لبابې هم له خپل ټول مکر او حيلې څخه کار آخسته،موسکۍ شوه او لاسونه يې شاته کړل،چې سعيد يې موچې نه کړي،سعيد يې غلى کړ او ويې ويل : زويه ! غلى شه! څه،چې ته وايې همغسې به وکړم او له خدایه غواړم،چې قطام راضي کړای شم،چې د علي له وژلو لاس په سر شي.

سعيد،چې د لبابې دا خبرې واورېدې؛خوشحاله شو،په سترګو کې اوښکې راټولى شوى؛ځکه له لبابې څخه يې د داسې غبرگون تمه نه درلوده او له دې ډېر زيات خوشحاله شو،چې دا شپه يې د لبابې د لېدو لپاره ټاکلې ده او د قطام تر ليدو مخکې يې لبابه وليده.لبابې ورته وکتل او خپل غوږ يې پر ګوته وگراوه،چې وښايې د قطام د راضي کولو لپاره لاره چاره پيدا کوي؛خوپه حقيقت کې يې هغه پر دې کار بې لارې کاوه؛نو ځکه یې وويل : بې غمه اوسه!ترڅو، چې زه يم او زما خبرې ته غوږ ږدي؛نو چرت دې مه خرابوه.سعيد بې ځنډه وويل: زه مو لاس پرسينه خبرو ته غوږ يم او مال او ټوله شتمني مې ستاسې په اختيار کې ده.

سعيد،چې خبرې کولى؛نو لبابه په فکرکې ډوبه وه او د موضوع د پيدا کولو لپاره يې لار لټوله،وروسته له دې،چې سعيد غلى شو،لبابه بيا هم هماغسى په فکرکې ده،چې ناڅاپه يې وويل: څه،چې د خداى خوښه وي! يو څو ورځې دي،چې د قطام کړو وړو حېرانه کړى يم،لکه ،چې د نيکه خبرو دې پرې دلته اغېز کړې؛خو لاخبره نه يم،چې څومره اغېز یې پرې کړې.سعيد له دې خبرې حېران شو او ويې ويل:مطلب دې څه دى ؟ لبابې وويل : ستا تر تلو وروسته مې ترې څه عجيبه حرکتونه وليدل د غچ خبرې یې پر خوله نه راوړلې ،څو ورځې همداسى ډوبه و،زما په خيال،چې کومه نوى خبره ورته رارسېدلى و،ډېره کمه به گړېده او کېداى شي،چې همغه بدلون،چې ستا په نيکه کې راغلى و،په قطام کې هم راغلى وي؛خو ته بې غمه اوسه ، زه ځان په خبره پوهوم؛خو د قطام تر ليدو مخکې له ما سره د کتنې په اړه چا ته څه مه وايه. سعيد وويل : خداى دې درسره ښه وکړي ،الله دې روغه سټه درکړي،که دا کار دې راته وکړ؛نو نقد به دې آخستى يم ؛خو نه پوهيږم ،چې څنگه دې مننه وکړم؛خو زه هم له تا هيله لرم،چې زما د راتگ خبره هيڅ چا، ان زما ملگري عبدالله ته هم و نه کړې، لبابې وويل : په سترگو! خو پام دې اوسه،چې کله سبا د قطام ليدو ته راغلى؛نو ډېرې خبرې و نه کړې او څه،چې زما او ستا ترمنځ تېر شوي؛په اړه یې سپڼ هم و نه کړې، رښتیا سبا به دې له ځان سره خپل ملگرى هم راوړې؟ سعید : څه باک نه لري که هغه مې په رازونو پوه شي؛ځکه هغه را ته لکه د ورور په څېر دى. لبابې وويل : څنگه چې دى خوښه وي همغسې وکړه اوخداى دې راته توفيق راکړي،چې هغه وکړو،چې ستا خير پکې وي.

سعيد دهغې له خبرو ډېر زيات حېران شو او ويې ويل : ترورې! اجازه راکړه،چې لاسونه دې ښکل کړم،چې نيکه مې مړشو؛نو خيال مې کاوه،چې پلار مړی یا يتيم شوم ؛ځکه هغه راته د پلارغوندى و؛خو اوس،چې ستا دا مينه،محبت ، او ملاتړي وينم ؛نوهغه ننګېرنه – احساس مى له منځه ولاړه. دا يې وويل او څو ځلى يې د لبابې لاسونه ښکل کړل . دواړه پاڅېدل، يو له بل سره يې خداى په امانى وکړه د خداى په امانۍ په وخت کې لبابې وويل : چې غم و نه کړې!سبا به د قطام په کور کې وينو.

سعيد له دې،چې يو لوى د غم پیټې يې له اوږو سپک شوى و ،ډېر خوشحاله شو،د لبابې له کوره راووت؛خو افسوس ، چې نه پوهېده،چې د سعيد په شان ساده مرغۍ ته،لبابې د دوستۍ او ترورولۍ تر دانې لاندى څومره لوى تلک ايښى و. لبابې،چې سعيد رخصت کړ؛نو خپلې خونې ته راغله، ،چې خپل شیطاني ماغزه وکاروي،چې څرنگه وښي قطام په رښتيا هم د علي له وژلو لاس آخستى دى؛ځکه وېرېده، که په سعيد پر غوسه شي؛نو کېداى شي،چې سعيد یې خبرې علي ته یوسي؛نو ځکه یې هوډ ونيوه،چې قطام پرخبره پوه کړي،چې د علي له وژلو لاس واخلي،هغه بې گناه وبلي؛ ترڅو هغه توطيه چې په مکه کې د علي د وژلو لپاره ايستل شوى ده،همداسى سرپوښلى پاتې شي ،چې له همدې لارې علي ووژني؛خو لبابه نه پوهېده،چې په شيطاني کارونو کې د قطام مغزو تر هغې ډېر کار کوي او هغه به د سعيد د وژلو لپاره يوه نوې نقشه اوباسي .د لبابې زړه ونه منل،مخکې له دې، چې دا خبره قطام ته وروسوي،ويده شي؛نو د قطام کور ته روانه شوه.

 

له سعيد اوعبدالله سره د قطام لیدنه

سعيد په خوشحالۍ کور ته راغى. ملگرى يې وليد، چې د ستړيا له امله همغسى ډوب ويده دى؛نوله دې اړخه نور هم خوشحاله شو،خپل کټ ته شو؛خو له ډېر تشویشه ويده نشو. څه شپه تېره شوى و؛خو خوب نه ورتله او له قطام سره د لېدنې په اړه يې فکر کاوه او دا ورته د منلو وړ خبره نه و، چې دهغه او د قطام نظر اوختى دی؛نو له خوشحالۍ به په جامو کې نه ځايده،بيا به ورته د خپل نيکه خبرې وريادې شوى،چې بايد له علي دفاع وکړي او هغه توطئه کوونکي راپيدا کړي او هغوی له دې کاره منع کړي،چې دې خبرو به يې زړه ته ويره وراچوله او پردې سربېره له علي څخه دفاع داسې څه نه ول،چې هغه له قطام سره له واده منع کړي.

څه به مو سرخوږوم هغه شپه ده سعيد سترگى ورنه رغلې اوهغه شپه يې په وېره کې تېره کړه،لمر راووخت او وړانگې يې د کور پر ديوالونو ولګېدې؛خو سعيد خواشینې و،چې ولى ناوخته پاڅېدلى دی؛ځکه وخت ورته خورا ارزښت درلود. له خپل ځايه پاڅېد،عبدالله يې ونه ليد او ورپسې شو،چې راپيدا يې کړي ويې ليد ،چې جامې يې اغوستي او لمونځ کوي ، سعيدهم ورسره په لمانځه ودرېد؛خونه پوهېده،چې څه وايي، چې لمونځ خلاص شو؛نوعبدالله،سعيد ته مخ کړ او ويې ويل : اى زما اموي وروره!ولې ناوخته راپاڅېدې! سعيد: سفر ډېر ستړى کړى وم. عبدالله د سعيد خبره ومنله او دواړه یوځای د سهار چایو ته کېناستل؛خو سعيد په فکر کې ډوب و، عبدالله هم پرې پوه شو،چې دا ټول چرتونه له قطام سره د مينې له امله دي؛عبدالله،سعيد ته وويل:آيا قطام د ليدلو هوډ نه لرى ؟ ويې ويل : هو! غواړم ،چې ويې گورم،کېداى شي، چې هغه زما له لارې خداى سمې لارې ته برابره کړي او گورم،چې څرنگه د حق لور ته را اوړي اوله هغې چټلې ژمنې لاس آخلي.عبدالله غوښتل،چې سعيد وازمېيي،چې څومره پخپله خبره ولاړ دى؛نو ځکه يې ورته وويل : که قطام دې خبره ونه منله؛نوڅه به کوى؟سعيد: خپله ټوله هڅه به وکړم،چې دلاسا یې کړم او که دلاسا نشوه ؛نو د خپل نيکه پر وصيت به عمل وکړم؛ځکه چې نيکه مې راته سپېڅلى او راباندى ډېرگران دی.عبدالله هم هغه د نيکه پر وصيت د ټينگار لپاره وهڅاوه ؛خو دا په داسې حال کې و،چې عبدالله نه پوهېده د نيکه پر وصيت دا ټينگار له لبابې سره تر لېدنې وروسته و او دا،چې لبابې ورسره ژمنه کړې و،چې هغه به قطام دلاسا کړي او که لبابې ورته دا ډاډ نه وای ورکړى؛نو شونې و،چې د قطام او نيکه د وصيت په منځ کې یې قطام ټاکلې وای او د نيکه وصيت یې شا ته اچولای وای. چې عبدالله له سعيده ډاډمن شو؛نو د قطام د کور د تگ لپاره يې بيړه پيل کړه،چې هسې نه سعيد له خپلې خبرې په شا نشي .

د سهار د چایو تر څښلو وروسته د قطام کورته روان شول ، که څه هم د سعيد ماغزه آرام نه و؛خو هغه ژمنه،چې لبابې ورکړى و؛نو بيا به لږ آرام شو.چې دقطام کور ته را ورسېدل ؛نو يو بڼ ته ننووتل، د سعيد زړه پر درزار شو او لومړى ديدن ورياد شو،د کجورو د ونو په منځ کې راروان ول،چې لبابه يې د وره غاړې ته وکته او موسکۍ وه،سعيد،چې وليده ؛ نو خوشحاله شو او چې دواړه لبابې ته ورورسېدل ، تر ستړي مه شو وروسته یې داسې وښودل ،چې له مکې څخه تر راستنېدو وروسته يې په لومړي ځل ويني .لبابې یې سلام وځواباوه او د سعيد له ملگري سره يې هم ستړي مه شي وکړل .د قطام خونې ته ورننووتل،چې د کړکۍ غاړې ته ولاړه و او د کور په څنگ کې نېر ته په ننداره و،تورې جامې او تور تربوزک يې وهلى و،کله يې،چې هغوى وليدل ؛نو تربوزک يې لرې کړ او دهغوى خوا ته راغله، تر روغ بړ وروسته ورته سعيد خپل ملگرى وروپېژنده او ويې ويل : زه له خپل ورور او ملگري سره دلته راغلي یم،چې تل مې ملاتړى دی.قطام ورته ښه راغلاست وويل او ورته يې د کېناستو ست وکړ. دواړه کېناستل او په خونه کې چوپه چوپتيا و، لبابه په خبرو شوه او ويې ويل : په راتگ کې ځنډ دې وارخطا کړي وو،ريحان (د کورخادم ) راته وويل،چې له تلو مخکې دلته راغلى وى؛خو قطام دې ونه ليده ؛خو هیلمنه و، چې ډېر ژر به راستون شې،انشاءالله،چې خير و او کومه ناوړه پېښه درته نه وى راپېښه شوي. سعيد تر یو سوړ اوسيلي وروسته وويل :ترورجانې! خير چېرته و، نيکه مې راپسې عبدالله ورور رالېږلى و؛نو ځکه مکې ته ولاړم .

قطام وويل : څه ته يې غوښتى وی؟ سعيد: وروسته له دې ، چې زوړ او بې دسته شو او ناروغي يې زياته شوه؛نو تر دې مخکې،چې اجل يې راورسي؛نو غوښتل يې چې ما وويني او ماهم وکړاى شول،چې يوازې يوه شپه ورسره تېره کړم او بیا یې يې سا ورکړه . قطام داسې وښودل،چې گواکې په لومړي ځل يې دا خبره اورېدلى او حېرانتيا اوخپگان يې وکړ او ويې ويل : آيا نيکه دې مړ شو؟ خداى دې هغه وبښي او تا ته دې خداى صبر او اوږد عمر درکړي بيا يې اوسيلى وویست او ويې ويل : هو! په رښتيا،چې د دوستانو او خپلوانو غم ډېر گران وي .

د عبدالله پام په قطام و او دهغى د ښکلا او ښايښت په اړه يې ډېراوريدلي و او په دې فکر کې و،چې که قطام د علي له وژلو لاس وا نه خلي او له سعيده وغواړي،چې بايد پرخپله ژمنه عمل وکړي .عبدالله غوښتل،چې خبره رامنځ ته کړي ، چې وويني قطام څه غبرگون ښي؛خو کله يې چې ماغزو ته راغلل،چې له قطام سره يې لومړۍ کتنه ده ؛نو سلا یې ونه ليده،چې داسې خبره رامنځ ته کړي او يا یې په خبرو اترو کې گډون وکړي، دا چې سعيد او قطام ځان ته پرېږدي؛نوله خپل ځایه پاڅېد او بهر ووت او دا،چې د لبابې چل هم اغېز وکړي؛نو په عبدالله پسې ور ووته .

کله،چې قطام له سعيد سره په خونه کې ځان ته شوه؛نو قطام وويل: دا ځوان څوک دى ؟ آيا پرې ډاډمن یې؟ سعيد پر مینه ناک اوستړي غږ وويل : له وړوکتوب سره يوځاى وو او هغه زما پر اسرارو خبر دى او پرې پوره ډاډ لرم.قطام وويل:آيا زما او ستا له تړونه هم خبر دى؟ سعيد وويل:هو! اى ګرانې! آيا ته په دې کار کې کومه نیمګړتیا وینې؟ قطام : نه ! کوم باک نه لري؛خو غوره به دا و،چې له دې خبرې دې نه واى خبر کړى؛ځکه وروسته له دې،چې ته مکې ته ولاړى ؛نو څه فکرونه مې ماغزو ته راغلل. سعيد خوشحاله و او ويې ويل: څه فکر دى کړى ؟ قطام : درته به يې ووايم او هیلمنه يم،چې پرې عمل وکړى او له ما ونه غواړې،چې پرخپلې پخوانۍ ژمنې وفاداره ووسم.سعيد وويل : زما خبره هم ستا خبره ده څه،چې ته وايې،همغسې به وکړم ، زه مو په واک کې يم .

قطام وويل :یاد دې شي،چې مکې ته تر تللو مخکې زما کور ته راغلې؛خو زه دى پيدا نه کړم؟سعيد وويل: څنگه به مې نه يادېږي،پرهغه ورځ؛خو راباندې تندر راوغورځيد. قطام : پوهېږې،چې چېرته تللې وم . سعيد : نه. قطام : خپلوانو کره تللى وم او موخه مې يوازې دهغوى ليدل نه و؛بلکې هغه تړون مې،چې درسره تړلى و،همغې مې ماغزه مشغول کړي و او خوب يې زما له سترگو تښتولى و،چې سبا شو؛نو له ځان سره مى وويل،چې کېداى شي دا ټول تشويشونه د علي د وژنې د گناه لپاره وي؛نو دا مې غوره وليدل،چې خپلو خپلوانو کره ولاړه شم او ځان پر خبره پوه کړم او له ډېرې پلټنې وروسته دې پايلې ته ورسېدم،چې زما د ورور او پلار وژونکی علي نه و اوعلي یې په وژنه کې هيڅ گناه نه لري ؛ بلکې علي؛خو تر جنگ څخه مخکې څو ځلې ورته نصيحت کړى و؛خو هغوى ورسره و نه منله او چې جنگ پيل شو؛نو علي پوه شوه،چې هغوى دواړه په خطر کې دي نو خپلو پلويانو ته يې وويل،چې هغوى ته ضرر ورونه رسوئ ؛خو ځينو ناپوهه او فرصت طلبوهغوى ووژل،چې علي ترې خبرهم نه و او په دې وخت کې مې پر دې خبرې ډېر فکر وکړ او پوه شوم،چې غلطه وم او هوډ مې ونيوه،چې درسره له کړې ژمنې لاس واخلم او په دې وخت کې سرگردانه وم،چې تا څنگه قانع کړم او دا خبره مې له ټولو پټه وساتله،ان له لبابې هم .

سعيد ددې خبرو پر اورېدو نور ونشو کړاى،چې ځان کنټرول کړي،پاڅېد اوعبدالله او لبابې ته یې غږ کړل ،چې راغلل ، سعيد،عبدالله ته مخ کړ او ويې ويل: وروره !قطام پخپله هوډ کړی،چې راسره له کړى ژمنې لاس واخلي .

قطام ځان نانگاره کړ او ويې ويل:اى سعيده ! د څه په اړه خبرې کوې او کومې خبرې ته هیلمن وې ؟ لبابه پر خبرو شوه او ويې ويل:پوه شوم ،چې ته هم هماغې خبرې ته رسيدلى يې،چې قطام هم رسېدلى ده. سعيد: هو! اى ترورجانې!او له خدايه د دې کار ډيره مننه کوم،له مکې،چې راستون شوم؛نو د علي پر بې گناهۍ مې يقين پيدا کړ او له نيکه سره مې ژمنه کړې و،چې تر دې وروسته به په علي پسې سپکې سپورې ونه وايم او وېرېدم ،چې قطام راسره په دې اړه هوکړه و نه کړي او له خدايه ډېره مننه کوم،چې له موږ ټولو سره يې په دې اړه مرسته وکړه . بيا سعيد ورته د خپل نيکه کيسه وکړه او ټول يې خوشحاله کړل او بيا يې ورته دهغه توطيه کوونکيوکيسه هم وکړه. قطام،چې واورېدل يو توطيه کوونکي د علي د وژلو ژمنه کړى؛نو ځان يې پرغوسه وښود او ويې ويل:آيا هغه پېژنې،چې څوک و؟ سعید: ومې نه پېژنده؛خو له خبرو يې پوه شوم،چې د مصر د فسطاط د ښار دى . قطام وويل : اوس،چې پوه شوى يې،چې دې سړي د علي د وژلو لپاره ملا تړلې؛نو په دې اړه چوپتیا د علي وژنه کې لاس درلودل دي؛نو ته بايد هغه سړى پيدا کړى اوهغه له دې ناوړه عمله منع کړې او بيا يې ووژني . سعيد تر دې خبرو وروسته موسکی شو او ويې ويل : هېرشوي مې ول،چې درته ووايم، نيکه مې راته وصيت کړى و،چې له علي څخه دفاع وکړم او له هر ډول شره او بدۍ څخه يې وساتم . قطام : دا هماغه څه دي،چې زه هم پرې ايمان لرم؛ځکه چې ددې ستر جنايت پر وړاندې چوپتیا نه بښونکی گناه ده؛خو له تاسې هيله لرم،چې له دې توطیې څوک خبر نه کړئ ؛چې څوک راڅخه مخکې نشي او دا ویاړ د ځان په نصیب کړي او يا دا چې کېداى شي،چې دا خبره د توطيه کوونکيو غوږونو ته ورورسي اوهغوى ژر لاس په کار شي او موږ ونشو کړاى،چې هغوى وپېژنو،اى عبدالله ! آيا له وړانديز سره مې یوه خوله يې؟

عبدالله حېران شو او که له لبابې سره د سعيد له کتنې خبر وای؛نو د قطام پر ټګې برګۍ به هم پوه شوى وای؛خو دا چې دهغوى له کتنې خبرنه و؛نوهرڅه يې عادي وانګېرل او ويې ويل : سمه عقيده همدا ده زه او سعيد ورور به مو خپل ټول کوښښ وکړو،چې دهغه سړي له لارې د علي له وژلو مخنيوى وکړو. قطام : نو اوس مو څه هوډ دی ؟ سعيد : زه فکر کوم،چې د فسطاط ښار ته ورشو او هغه سړى راپيدا کړو اوهغه له دې کاره وژغور. قطام:هلته ستاسې تگ څه گټه نه لري؛ځکه نه يې پيژنئ او نه پوهېږئ،چې چېرته دى؟ نوم به يې له کومه راپيدا کوئ ؟ تراوسه په تاسى کې کوم يو هغى ښار ته تللي ياست ؟آياهلته څوک پېژنئ؟عبدالله : زه د فسطاط په ښار کې بلد يم؛خو ډېرهلته نه وم او نه څوک پېژنم ؛خو خپل ټوله هڅه به وکړم،چې هغه راپيدا کړم .

لبابه له يوې مهمې څېرې سره رامخې ته شوه،گواکې يو نوى فکر يې ماغزو ته راغلی دى او ويې ويل : زه به يوه لار دروښيم،چې ټولې ستونزې به مو آسانه کړي.ټول کېناستل.لبابې وويل : پر خبره مې ونه خاندئ ؛زه له داسې اسرارو خبره يم،چې تاسې ترې خبر نه ياست؛پوه شئ،چې په مصر کې د علي پلويان خورا زيات دي،چې له عمروعاص څخه کرکجن دى او د ناچارۍ له مخې یې واکمني مني او څه چې پر محمد بن ابي بکر وشول؛نو دوی خلکو پرې صبر کړى او د يو مناسب وخت په تمه دي،چې ځان د عمروعاص له شره خلاص کړي.

[محمد بن ابي بکر د حضرت ابوبکر (رض) زوى و،چې حضرت علي لوى کړى و او حضرت علي تل ويل : د ابوبکر له صلبه محمد زما زوى دى . په بېلا بېلو جگړو کې له علي سره و او تر قيس بن سعيد وروسته ،علي هغه د مصر واکمن وټاکه،عمروعاص د معاويه له اړخه له محمد بن ابى بکر سره د جنگ لپاره مصر ته ولاړ او په دې جنگ کې د محمد بن ابکر ځينې ياران شهيدان شول او ځينې هم په يو گوټ کې کېناستل؛نو د عمروعاص یارانو محمد بن ابي بکر په داسې حال کې پيدا کړ،چې ډېر زيات تږى و،محمد ترې اوبه وغوښتى؛خوهغوى ورته وويل : تاسى (حضرت) عثمان تږې وواژه،موږ به هم تا تږى ووژنو، په دى وخت کې معاوية بن حديج دهغه له تنه سر بيل کړاو هغه يې د خره په گيډه کې واچوه او اور يې ورواچاوه.[1] ]

عبدالله وويل هيڅ داسې مسلمان به پيدا نه کړى ؛چې له دې خبرې خبر نه وي ؛خو زه تر دې څخه،پر نورو ډېرو مهمو اسرارو خبر يم .

قطام وويل : ته له څه خبر يې ؟ عبدالله موسکې شو او ویې ويل : هلته ډېر داسې شته،چې نيکه مې ابورحاب زه له هغې خبر کړى يم؛خو راته يې ويلي،چې چا ته يې ونه کړم . لبابې هڅه کوله،چې ځان پردې اسرارو پوه کړي؛نو ځکه يې قطام ته په سترګو اشاره وکړه او خپله اوږه يې وخوځوله،قطام هم پرې ورسېده.قطام پر ناز او نخرو وويل: که کوم راز لرې ؛نو له ځان سره يى وساته او زموږ غوندى خوارجو ته يې ونه وايې .

عبدالله د قطام له دې خبرې خيجله شو او سعيد ته يې وکتل او سعيد هم عبدالله ته ډاډه کتنه وکړه او تمه يې درلوده،چې عبدالله خپل ټول رازونه هغوى ته ووايي،ترڅوهغوى پرې بد گومان و نه کړى . عبدالله په خجالت وويل : نه کله هم نه ! زه اراده نه لرم چې له تاسې څه پټ کړم،وروسته له دې ، چې پوه شوم تاسې هم زموږ په څېر غواړئ،چې له علي ملاتړي وکړى؛نو زه د خپلې پخوانۍ خبرې لپاره له تاسې بښنه غواړم او هر کله مو ،چې زما خبره بده و نه منله ؛نو هر څه به تا او لبابې ته ووايم ، دا يې وويل او خپل شاوخوا ته يې وکتل او په تمه و،چې څوک څه خبره وکړي،چې و يې ليدل ټول ورته غوږ دي؛نو ویې: له نيکه مې واورېدل،چې ويې ويل : د فسطاط په ښار کې دعلي پلويان دي،چې د زړه له کومى له علي سره مينه لري،هغوى منظمې جرگى لري،   ترڅو د پاڅون لپاره تيارى ونیسي،چې عبدالله دلته راورسيد ؛نو ژپه يې ونښنه،لکه داسې و،چې يو څه دهغه د خبر کولو مخه نيوله په څېره کې یې د پښېمانۍ نښې راپيدا شوې او له دې،چې اوس يى هم دومره خبرى کړي دي، ډېر خپه شو اوله خبرو کولو يې ډډه وکړه.

مکارې لبابې د عبدالله پر چوپتيا ورسېده او په خندا يې وويل : داهم څه راز دى،چې ته ترې خبر يې ؟ تاهمغه څه وويل ، چې ماته هم پته و؛نو ده ترې نه کوم ټکې کم کړ او نه یې پرې ورزیاد کړ ماهم همدا خبرې وکړې يوازى هغه څه ، چې تا زيات وويل دا و،چې دعلي پلويان هلته په پټه راټولېږي؛خو پردې دې نه ملامتوم،چې پر موږ ډاډ نه لرى او چوپ شوى؛ځکه چې موږ دې نوي پيژندلي يو.قطام د لبابې په خبرو کې راودانگل او ويې ويل: ته وايې،چې هغه نه ملامتوې حال دا چې خبرې دې ټولى له پيغوره ډکې دي،هغه پرخپل حال پرېږده،ترڅو داسې و نه انګېري،چې موږ غواړو ځان د هغوى پر اسرارو پوه کړو موږ هم هماغه غواړو،چې عبدالله يې غواړى او موږ دهغو اسرارو ته څه اړتیا لرو . بیا قطام،سعيد ته مخ کړ اوويې ويل : زه ډيره زياته خوشحاله شوم له دى چې عبدالله خپل راز رابرسېره نه کړ او ډېر مى پر دې کارخوښ شو،زه دعلي له دښمنانو ځنې وم؛خو نن يې تر ټولو سرسخته ملاتړى يم اوعبدالله ډېر ښه کار وکړ،چې د امنيتي مسائلو له امله يې دا راز ونه وايه ،که څه هم زه د علي له سرسخته ملاتړيو ځنې يم ؛خو شونې ده،چې شيطان مې وغولوي او له خولې مې برغولى لرې کړي.

قطام دا خبرې له پيغوره ډکې وکړى او دا خبرې د يوغشي په شان د سعيد پر زړه لگيدى،هغه خيجله شو او عبدالله ته يې وويل: تر دې ډېر نور د پېغورونو توان نه لرم هرڅه،چې دې اوريدلي،ورته يې ووايه،چې ستا نورې پاتې خبرې یې نه وې اورېدلي؛نوله دې ځايه به جيگ نشم.عبدالله له خپل کړي کاره پښېمانه شو او حېران پاتى و،چې څنگه ځان له دې خجالته راوباسي اوکله يې،چې د سعيد ټینګار وليد؛نو هيڅ عذر يې نه درلود،چې ورته راز ووايي؛نو ځکه يې وويل : تاسې ما پر يو داسې گناه تورنوى چې ترې پاک يم او له دې،چې خبرې مې بس کړى او چوپ شوم؛نو مطلب مې دا نه و،چې پر تاسې ډاډ نه لرم؛بلکې غوښتل مې،چې د نيکه ټولې خبرې را يادې کړم او اوس که قطام اجازه راکوي ؛نوهرڅه به ووايم. سعيده! پرهرڅه،چې پوهېږې ويې وايه،که قطام ستا له خبرو غوږونه ټپ کړل ؛نو زه به دې خبرو ته غوږ کېږدم .

عبدالله خپلو خبرو ته ادامه ورکړه اوويې ويل : نيکه مې ابورحاب راته وويل : دعلي پلويان د فسطاط له ښاره بهر په پخوانى معبد کې چې په ((عين الشمس )) مشهور دى ، د جمعې پر ورځ راټولېږي او يو له بل سره خپل اسرار وايي. قطام او لبابه له دې چى پر اسرارو پو شوي ول؛نو خوشحاله شول؛خو لبابې د حيلې او نيرنگ له مخې دا خبره ډېره وړه وښوده او ويې ويل : آيا ستا په نظر،چې دا يو لوى راز دى. عبدالله د لبابې له پيغوره پر غوسه شو او ويې ويل : څه دليل لرې،چې دا خبره دروغ ده ؟ لبابې وويل: ته وايې،چې د علي پلويان هر جمعه هلته راټولېږي او موږ ته خبر رارسېدلى ، چې د علي د پلويانو شمېر زرو تنو ته رسي؛نو دا دومره خلک څرنگه په هغه معبد کې ځاېدلاې شي،ښه!فرض به کړو، چې هلته دا ټول کسان ځاېدلای شي؛نوڅرنگه پرې تر اوسه عمروعاص او دهغه جاسوسان نه دي خبر شوي؛نو آيا دا خبره د منلو وړ ده ؟ عبدالله له دې،چې خبره يې نه ده منل شوى او راز يې نه دى رابرسېره شوى؛خوشحاله شو او غوښتل يې،چې همدلته خپلې خبرې ته د پاى ټکې کېږدي ؛خو سعيد راضي نشو او تر عبدالله او خبرو وروسته يې وويل،چې د عبدالله مطلب دا نه دى،چې د علي ټول پلويان ښځه ،نر، ماشوم او بوډاگان ټول هلته راټولېږي ؛بلکې پرهغه ورځ هلته يوازې د خلکو استازي او مشران راټولېږي. لبابه په خندا شوه اوغوښتل يې،چې ځواب یې ورکړى؛خو قطام مهلت ورنه کړ او ويې ويل : ترورې!راته ښکاري،چې ته ورسره ټوکې کوى لومړى دې ترې وغوښتل،چې خپل راز درته ووايي او اوس ورسره پرجنگ يې،زموږ د ټولو مطلب دا و،چې خپلې موخې ته ورسو او بس. بيا قطام، سعيد ته وکتل او ويې ويل :د لبابې خبرې پرېږده!هغه ټوکماره ده ، فسطاط ته ولاړ شه او د علي پلويان به درسره دهغه سړي په پيدا کولو کې مرسته وکړي؛خو له تاسې هيله لرم اوهغه دا ،چې له دې خبرې څوک خبر نه کړئ ؛ځکه که دا خبره دهغه چا غوږونو ته ورسېده،چې دعلي د وژلو نيت يې کړى ؛نو نور به هم ځان پر کومه سوړه ننباسي او بيا به يې پيدا کول راته سخت وي او يا داچې هغه به ژر لاس پر کار شي او زموږ ټول کوښښ به خاورې ايرې شي؛خو اوس زه يقين لرم ،چې هغه به له ( ١٧) د رمضان مخکې خپل کارونه کړي وي او موږ هم ترهغه ډېر وخت لرو او سربېره پردې که له دې رازه دې څوک خبر نه کړل او دا کار تا ځان ته وکړ؛نو انعام او ثواب به دې هم تر ټولو زيات او ستر وي؛نو دې زياتو خبرو ته حاجت نشته او لکه څرنګه،چې وينئ زه هم د علي له پلويانو ځنې شوم او پوهېږم،چې ته راسره مينه لرى او په دې خبره کې هيڅ شک نه لرم او که ودې کړاى شول دا کار ژر تر ژره سرته ورسوه او که علي دې بچ کړ؛نو درسره به واده وکړم او داعبدالله او لبابه به زما او ستا د واده شاهدان وي .

د سعيد؛خو زړه و مخکې تر دې ،چې په دې دندې پسې ووځي،له قطام سره واده وکړي؛خو کله يې چې د قطام دا خبره واورېده او ددې لپاره،چې هغه ونه وايي،چې هغه د علي په پلوۍ کې له تا ډېره گرمه ده ؛نو د واده خبرې ته يې اوسمهال د پاى ټکې کېښود.

د قطام مکر او حيلې خپل ځاى نيولى و او سعيد بې له منلو بله لار نه درلوده ؛نو ځکه يې ويل : زه هم درسره یوه خوله يم او هلیمن یم،چې نکاح مو علي وتړي،عبدالله،چې دا خبرې واوريدې؛نو د قطام پر خبرو شکمن شو او له دې،چې راز يې نه دی رابرسېره شوی ؛نو پښېمانه نه وو،چوپ شو،چې له دې ډېر پښېمانه نشي؛خو نه يې غوښتل ،چې دهغوى په مخ کې ځان کم وښيي؛نو ويې وويل : زه خپل ورور یو نېکمرغه انسان بولم،چې درسره آشنا شوی دى او له خدایه غواړم ، چې راسره د موخې د رسېدو لپاره مرسته وکړي. څو شېبو ته غلى شو او ويې ويل :قطام ! تا ته هم مبارکي وايم، له دې ، چې ددى راز پر پټ پاتې کېدو ټينگار کوى. بيا يې لبابې ته وکتل اوويې ويل: ترورجانې! خداى دې روغه او ژوندۍ لره ،چې تل دې راته لارښوونې وکړى. لبابې وويل : نظر مې دا دى،چې ځنډ مه کوى او په بيړه مخ په مصر شئ او له خداى غواړم ،چې کارونه مو آسان شي او چې فسطاط ته ولاړئ ، عين الشمس ته ورشي؛خو په هر چا ډاډ مه کوئ .

همداسې څه خبرې وشوى او لکه څرنګه،چې ومو لوستل عبدالله د قطام پر خبرو مشکوک شوى و؛خو دا چې ویې ليدل سعيد له قطام سره خورا مينه لري؛نو د لنډ وخت لپاره چوپ شو؛ خو تصميم يې ونيوه،چې وروسته هغه په خبره پوه کړي.

 

له سعيد سره د قطام خيانت

چې سعيد اوعبدالله ولاړل؛نو لبابې قطام ته وويل : موږ ټول وسايل برابر کړي او له علي څخه د غچ اخستلو ورځ له دې دوو وېرندکیو ځوانانو پرته رارسېدلى ده،علي به هرو مرو وژل کېږي. قطام : خو دا يوازې زموږ د بري تضمين کوونکي نه دي،ما له هغوى وغوښتل،چې دا خبره دې همداسې پټه پاتې شي او دا يوازې ددې لپاره نه و؛بلکې له خلکو څخه ددې خبرو له پټولو مې بل مطلب دردلود . لبابې وويل : په خبره دې نه پوهېږم ؟ قطام: خو ته همغه زړه مکاره او چلۍ لبابه نه يې؟ څرنګه مې خبرو نه پوهېږې؟ لبابه: په خبره دې ونه رسېدم،چې مطلب دې څه و؟ قطام : مطلب مې دا و،چې عمروعاص ته به خبر ورکړم،چې د علي پلويان د جمعې پر ورځ سره پټې ټولنى لري او ژر تر ژره يې ونیسه،چې عبدالله او سعيد به هم پکې وي؛ښه نو اوس به عمروعاص هغوى يا بنديان کړي او يا به يې ووژني،که ويې ووژل ؛نو دا توطیه به د تل لپاره له هر چا پټه پاتې شي او که زنداني يې هم کړل؛نو لږ تر لږه د روژې تر (١٧)ام پورې خو به په بند کې وي او ترهغه به زموږغشي د نښې منځ ويشتلى وي او خپلې موخې ته به رسيدلې يم او بیا،چې هر څه راپېښ شول؛نو راته به ارزښت نه لري.

لبابې،چې د قطام خبرې واريدې؛نو ورنږدې شوه په غېږ کې یې ونيوه او پر خوشحالۍ يې وويل:آفرين شه او په تا شه اى نجلۍ! ستا مکر او ټګي او برګي له ما هم ډېره ده او که خداى زما هومره عمر درکړ؛نو شيطانان به دې شاگردان وي. دا يې وويل او په کړس کړس يې وخندل ؛خو قطام همغسى بړوسه او خپه ولاړه و او د لبابې خندا ته يې پام و نه کړ،خپل خادم ريحان ته يې غږ کړ او هغه راغى او په داسې ځاى کې کېناست،چې هرڅه یې ليدل اوکتل ؛خو نه چا ليدلاى شو او نه يې چا خبره اورېدلای شوه؛نو کله،چې قطام ته راورسيد؛نو قطام ورته وويل:آيا ستا باداران ( ورور او پلار) مظلوم وژلي شوي دي او که نه ؟ ريحان : هو! همداسى ده او زه یې هم له وژنکیو څخه د وينوغوښتونکی يم. قطام : خبر خو يې،چې څه ته مې راغوښتی يې. ريحان : فکرکوم ، چې فسطاط ته مې لېږل غواړى،چې عمروعاص د علي د پلويان پر پټې ټولنې خبر کړم.قطام: اى په پير دې رحمت شه ! ته مې همدې کار ته راغوښتى يې اوس درته اړتیا لرم، چې عمروعاص ته ولاړې؛نو زما نوم ورته مه آخله،زه ستا په هوښیارتیا پوره ايمان لرم،ما پخپلوهيلو کې نهیلې نه کړى ؛مصر ته ولاړ شه او پيغام مې ورسوه او که د هغوى دوو د بندي کېدو او د وژل کېدو خبر دې راته راووړ؛نو د خداى په لار کې به دې آزاد کړم.ريحان لومړى رابرگ شو او بيا يې په نرم غږ وويل : انګېرۍ،چې ستا له مریتوبه راته آزادي گرانه ده، څه،چې راسپارل شوي ترسره به یې کړم ؛خو يوه خبره مې واوره ، چې بيا کله هم د آزادۍ په اړه خبره و نه کړې .

قطام د ريحان له مړانې هکه پکه شوه او په کړس کړس یې وخندل او ويې وويل : اې تور مریېه ولاړ شه ! قسم په خداى ، چې له زرو سپينو مریانو ښه يې .

 

د فسطاط ښار

   د فسطاط ښار په (٢٠) هجري کال کې عمرو بن عاص په مصر کې د اسکندريې تر فتح وروسته جوړ کړ او ځکه یې پرې د فسطاط نوم ايښې،چې کله عمروعاص د بابل کلا فتح کړه ( د يرمار جرجيس يا اوسنى ديرنصارى )،چې پخواني مصر ته نږدې و او دهغه او د مقوقس د قوم ترمنځ سوله راغله؛نو عمروعاص ځان د اسکندريې د منځه وړلو لپاره تيار کړ؛نو هغه د خپلو سرتېرو لپاره د نيل د سیند او د مقطم د غره ترمنځ کېږدۍووهلى او بيا يې د تگ لپاره د کېږدیو د راټولولو حکم ورکړ،په دې وخت کې يو سرتيري ورته خبر راووړ،چې په کېږدۍ کې يې يوې کوترې جاله کړى او بچي پکې په دي ،چې الوتلای نشي. عمروعاص وويل : دې کوترو راته پناه راوړې، کېږدۍ پخپل ځاى پرېږدى ،چې د کوترو بچي پخپله خوښه له هغه ځایه والوځي.کېږدۍ یې یې پخپل حال پرېښودې او د اسکندريې تر فتح وروسته یې د دې ښار په شاوخوا کورونه جوړ کړل او کله ،چې د ښار کار پاى ته ورسېد؛نو پرهغه يې د فسطاط نوم کېښود او په مصرکې د مسلمانانو دا لومړى ښار و،چې جوړ يې کړ او هغه يې خپله پلازمېنه کړه تر دې،چې په څلورم هجري کال د قاهرې ښار جوړ شو او هغه د حکومت پلازمېنه شوه .

دهجرت څلويښتم کال و،چې عبدالله او ملگرى سعيد یې د فسطاط ښار ته راوورسېدل . په دې وخت کې فسطاط يو شين ښار و او ډول ډول ټبرونو پکې ژوند کاوه .د فسطاط ښار د مستطيل په بڼه د نيل د سیند په ختيځ کې پروت و. د ديرنصارى او د نيل د سیند په منځ کې چې هر څه جوړ شوي تر عمروعاص وروسته جوړ شوي دي.د عمروعاص جامع جومات ( چې اوس يى هم يو څه نښې پاتې دي) د ښار په منځ کې و او نور کورونه د جومات شاوخوا ته جوړ شوي ول ،چې جومات ته تر ټولو نږدى کور د عمردعاص و، چې دوه خونې يې درلودى ، چې يوه لويه او بله کوچنۍ و.مسلمانانو لومړى په خيمو کې ژوند کاوه؛خو عمروعاص،چې ځان لپاره کور جوړ کړ ؛نو خلکو هم ځان ته په کورونو جوړولو لاس پورې کړ؛خو مخکې تر دې،چې د فسطاط ښار جوړ شي قبطپانو د نيل د سیند او د مقطم د غره ترمنځ د ځان لپاره کورونه جوړ کړي ول ددې ښار پر کوڅو او واټونو يې دهغو ټبرونو نومونه کېښودل،چې له عمرعاص سره یې پرمصر باندې په برید کې گډون درلود .( راځو له قطام او لبابې سره تر کتنې وروسته د عبدالله او سعيد پاتې کيسه )

 

سعيد د دسيسه کوونکيو په لټه کې

د سعيد اوعبدالله کيسه مو ترهغه راورسوله،چې هغوى د فسطاط ښار ته د تگ لپاره ځان چمتو کړ. سهار وختي له کوفې څخه فسطاط ته روان شول؛خو غريبانان نه پوهېدل ،چې قطام ورته څومره خطرناک جال خپور کړى دى،هغوى شپه او ورځې مزلونه وکړل،چې په پای کې د جمعې پر سهار د فسطاط ښار ته رانږدې شول.هغوى د مقطم له غره څخه د فسطاط ښار وليد،چې د نيل د سیند په اوږدو کې پروت دى او په سیند کې لوۍ لوۍ بېړۍ تگ راتگ کوي او د ښار په منځ کې د عمروعاص جامع جومات و،چې شاوخوا ترې کورونه جوړ شوي ول،يوه شېبه هلته ودرېدل ،چې يو لار وسنجوي،چې آسان او بهتره خپلې موخې ته ورسي .عبدالله وويل : د علي پلويان په عين الشمس کې راټولېږي غوره به نه وي،چې دلته پاتې شو او بيا عين الشمس ته ولاړ شو؟ سعيد وويل : دلته د پاتې کېدو لپاره هيڅ دليل نه لرو او پردې سربېره که دلته پاتې شو؛نو خلک به راباندې شک وکړي او بلخوا راته نه ده معلومه،چې ټولنه په کوم وخت کې ده ؟ سهار ده،غرمه ده او که ماښام؟عبدالله وويل:سمه ده،چې راته معلومه نه ده،چې هغوى کله راټولېږي؛خو فکر کوم،چې د مازيگر له لمانځه څخه تر شپې پورې به دا ټولنه جوړېږي ؛خوسره له دې ټولو خبرو که ښار ته ورننوځو،لمونځ وکړو او د څاریو او د ځان لپاره يو ځاى پيدا کړو دمه به وکړو او بيا به دواړه ورننوځو،ترڅو د ټولنې وخت اوځاى پيدا کړو . سعيد: داسمه خبره ده.

هغوى دواړه له غره راکوز شول او ښار ته په داسې وخت کې راورسېدل،چې د سهار اذان کېده.هغوى دواړه مخکې ولاړل او د جومات مخې ته يو لوى ميدان و،چې پکې يې د کجورو تر ونو لاندې د څارويوو د تړلو لپاره موږي ټک وهلي ول .دواړو هلته خپل اوښان وتړل او لمانځه ته روان شول،تر اوسه يې په جومات کې ډېر وخت نه و تېر کړې، چې هله گوله شوه،په دې وخت کې د جومات ورونه پرانستل شول،چې د جومات په بېلابېلو ځايونو کې ول او څو سړي، چې په لاسونو کې يې دورې وى راننووتل او خلک يې هغه خوا او دې خوا ته ټيله کول. سعيد وويل : دوى څوک دي؟ عبدالله : هغوى ساتندويان دي،چې د امير لپاره پر دې طريقه لار خلاصوي. دعبدالله خبره لا په خوله کې و،چې يو لنډ او بدرنگ سړى ،چې زرورقي جامې يې پر تن دي او پگړۍ يې هم وهلى و،جومات ته راننووت،هغه يې ونه پيژنده،چې عمروعاص دى،هغه پر منبر کېناست او ټولو خلکو هم ورته کتل.عمروعاص تر حمد او ثنا وروسته خلکو ته په نصيحت شو، هغوی یې پر نېکیو امر او له بدیو څخه منع ، زکات او زړه سواندۍ ته راوبلل او له تربګنیو یې منع کړل، خلکو ته يې ويل،چې ډېر بچي مه راوړئ او خپلې خبرې یې داسې وغوځولې : خلکو! له څلورو څيزونو ډډه وکړئ،چې تر هوساینې وروسته د ستړيا او تر پراختیا وروسته د تنگۍ او تر عزت وروسته د ذلت لامل گرځي : له ډېرو ښځو او اولادونو له درلودلو څخه ډډه وکړئ ځکه د مال له ضايع کولو او زياتو چيغو پرته هيڅ گټه نه لري؛خو سره له دى انسان فراغت ته اړتیا لري،چې پکې دمه وکړي او د خپلو کارونو په اړه سر په ګرېوان کې ښکته کړي،خپل شهوت او ځاني غوښتنې پکې ارضاع کړي او که هر چا داسې وخت گوتو ته راووړ؛نو بايد قناعت ولري او زياده روي ونه کړي . د فراغت په وخت کې بايد زده کړه او مطالعه وشي د خير کارونه وشي او د خداى په حلالو او حرامو سترګى پټى نه کړى . اى خلکو ! د جوزا غوشمې راوځړېدې،اسمان له ورښته لاس واخيست،خداى له تاسې د وبا ناروغۍ لرې کړه او د ځمکې رطوبت يې کم کړ،د دښتو لمنې شنې شوې او مېږې لنگې شوى او د مېږو بچو تگ زده کړ ،له الهى برکت سره دښتې ته ولاړ شئ او خپل خير له مېږو او اوزو وغواړئ.خپل څاروي د څړ لپاره په دښتو کې خوشې کړئ ، چې ماړه شي ساتنه یې وکړئ ؛مينه ورسره وکړئ،چې اس يو خدمتگزاره او وفادار څاروى دى، د جنگ په وخت کې هغه قبطيان مه آزاروئ،چې ستاسى په گاونډ کې پراته دي. اى خلکو ! له عشوه گرو اوگشتیو ښځو ډډه وکړئ ؛ځکه هغوى مو دين فاسدوي او غيرت،همت او سړيتوب مو له منځه وړي،له اميرالمومنين عمر څخه مې يو روايت اوريدلى ، چې هغه هم له رسول الله (ص) اورېدلي و،چې ويې ويل : زما تر ژونده وروسته به مصر فتح کړئ ؛نو هغه وخت د هغه ځاى له قبطيانو سره ښه چلن وکړئ ؛ځکه چې هغوى پرتاسي د پناهندگۍ حق لري . اى سړيو! لاسونه مو له حرامو وساتئ،عفت ولرئ او سترگې مو له نامحرمو پټې کړئ .ښه مې ياد دي،چې څو ورځې مخکې يو سړى راغى چې پخپله ډېر په وازدو کې پټ یا چاق و ؛خو اس يې له ډنگرۍ څخه پر لار نشو تللاى،تر دې وروسته پوه شئ،چې زه به د سرتېرو غوندې ستاسې اسونه هم وينم او که د کوم سرتيري اس بې له کوم علته ډنگر و؛نو جزا به ورته وکړم ،پوه شئ چى تاسې د قيامت تر ورځې د دې هېواد ياست، خلک ستاسې پر خاوره،اوبو، کورونو، ژوند، معدنونو او کرنه حق لري . اميرالمومنين عمر راته يو حديث ووايه،چې له رسول الله (ص) يې اوريدلى و،چې دخداى رسول وويل : که خداى درسره مرسته وکړه ؛نو مصر فتح کړئ ، له خلکو زيات سرتيري جوړ کړئ ؛ځکه چې هغوى به د نړۍ تر ټولو غوره سرتيري وي . ابوبکر (رض) د خداى له رسول نه وپوښتل : دڅه لپاره يا رسول الله ؟ پېغمبرورته وويل : ددې لپاره،چې دهغوى د ښځو او مړونو زړونه تر قيامته يو له بل سره تړلي دي .د خداى د نعمتونو له کبله دهغه مننه وکړئ او هر کله ، چې ونې وچې،اوبه گرمې او مچان زيات شول،شېدې تروې شوې او له ونو پاڼې راتوى شوى ؛نوله هغوى ګټنه وکړئ او د خپل ښار( فسطاط ) په لور د خداى له برکتونو سره راستون شئ او هر څوک له تاسې څخه،چې اولاد لري ؛نو د خپلې وسې له مخې ورته ډالۍ راوړئ ، دا خبرې مې تاسې ته وکړې اوخداى دى تاسى ټولو ته روغه سټه درکړي .

عمروعاص همداسى خلکو ته نصيحت کاوه او خلکو یې هم خبرو ته غوږ نيولى و،سعيد،عبدالله ته تر شونډو لاندې په کلار وويل : قسم په خداى،چې عمروعاص ښه امير دی، هغه لاسونه دې غوڅ شي،چې هغه به وژني، قسم په خداى،چې ورته به ووايم ځينې غواړي،چې ويې وژني. عبدالله له دې ويرې،چې څوک پرې پوه نشي،دهغه ځواب ور نه کړه تر لمونځ وروسته،خلک له جوماته ووتل او عبدالله او سعيد هم له جوماته بهر راووتل او ټول خلک د جومات مخى ميدانۍ کې راټول شول. هلته عبدالله خپل يو پخوانى انډيوال ولید، چې د غفار و، هغه عبدالله او سعيد خپل کور ته راوبلل،عبدالله او سعيد ترې بښنه وغوښته؛خو هغه غفاري سړي ټينگار و کړ؛خو دا چې څوک پرې شک و نه کړي ورسره ولاړل.د غفاري سړي کور د (( خارجة بن حذفه )) په کوڅه کې و. هغه خپل مريي ته حکم وکړ،چې ددې ميلمنو اوښان غوجلې ته يوسى او هغه دواړه ميلمانه یې پورتنۍ خونې ته یوړل،چې (بې له يوې دریمڅې) یې هيڅ کړکۍ نه درلوده.هغوى له دې ډول خونې هک پک شول او همدا،چې غوښتل يې د دې کار لامل وپوښتي؛نوغفاري سړي د دواړو پر تندي پوه شو او ورته یې وویل: د خونې له دې حالته مه حېرانېږئ،چې ددې ښار ټولې خونې همداسې دي .عبدالله : غفاري وروره ! قسم په خداى،چې هک پک يم،چې ولى يې په دې ښار کې خونې داسې جوړې کړي دي.غفاري ورته وويل : خارجة بن حذفة د عمروعاص د ساتندويانو مشر و او په دې ښار کې هغه لومړى تن و، چې په دې بڼه يوه خونه جوړه کړه او کله،چې اميرالمومنين عمر له دې خبرې خبر شو ؛نو عمروعاص ته يې وليکل،چې د خارجة بن حذفة خونې ته ورننوځه او پکې يو کټ کېږده او په هغه کټ کې يو داسې سړى ودره،چې ونه يې نه ډيره لنډه وي او نه ډېر دنگه ،که دهغه سړي سر د خونې دريمڅې ته ورسېد؛نو ژر تر ژره هغه خونه ړنګه کړه.عمروعاص هم دا کار وکړاو ويې ليدل،چې دهغه سړي سر دريمڅې ته نه ور رسي ؛نو خونه يې پرخپل حال پريښوده او تر هغه وروسته ، چا هم زړه و نه کړ، چې د دې کور له ډيزاين پرته بل کور جوړ کړي او     داسې کورونه ددې لپاره ښه دي،چې اوسېدونکي يې چا ته هم نه ښکاري. بيا غفاري ډوډۍ راوړه او تر ډوډۍ خوړلو وروسته هغوى دمه وکړه او بيا د شخصي کارونو په پلمه له کوره ووتل.په ښار کې د گرځېدو پر مهال يې داسې وښودل، چې د لرغوني آثارو د ليدو او د چکر لپاره راغلي دي . سعيد وويل:اوس خوغرمه ده ؛نو څه وکړو؟ عبدالله وويل : زه به ځانته عين الشمس ته ولاړ شم،چې له دې ځايه ډېر واټن نه لري او که د ټولنې ځاى مې راپيدا کړ؛نو ژر به درپسې راشم ؛خو دا راته وايه،چې چېرته به دې پيدا کړم ؟ سعيد: زه به په جومات کې درته په تمه يم گوره،چې ناوخته نه کړى.عبدالله يوه شېبه غلى شو،فکر يې وکړ او بيا يې وويل : که ناوخته مې کړ؛نو د عين الشمس دهغې منارې څنگ ته راشه،چې له دى ځاى هم ښکاري اوهلته راته په تمه شه يا به زه درپسې راشم او يا به درپسې يو څوک درولېږم.

هغوى یو له بله بيل شول او عبدالله د عين الشمس په لور روان شو،سعيد هم جومات ته راستون شو.عبدالله،چې عين الشمس ته ورنږدې شو ؛نو له کنډرو پرته يې هيڅ ونه ليدل،په کنډروکې یو خوا بلخوا ولاړ؛نه يې څوک وليدل او نه يې کوم غږ واورېد، بيا خپل لومړني ځاى ته راغی؛خوهلته يې هم څوک ونه ليدل . فکر يې وکړ،چې غلط ځاى ته راغلى او د ټولنې د ځاى نوم يې غلط پر غوږونو لگېدلى دی،نږدې ول،چې نهیلی او بېرته ستون شي او داسى فکر یې کاوه ،چې دعلي پلويانو يو بل ځاى د خپلو ټولنو لپاره ټاکلی؛نو ځکه یې يو دېوال ته ډډه ووهله،چې فکر وکړي،چې څه وکړي ؟ لمر د ډوبېدو په حال کې و په دى وخت کې يې يو سړى ولید،چې له فسطاط څخه دې خوا راروان دى عبدالله هم ځان د لرغونو آثارو پر ليدو بوخت کړ او داسې يې وښودل،چې د لرغونو آثارو خطونه ( هيروگليف ) لولي،چې هغه،سړى له دې ځايه تېر شي،هغه سړى يې تر ځير لاندى نيولى و،چې ناڅاپي يې له سترگو غيب شو.

 

پټه ټولنه

عبدالله دهغه سړي له ورکېدو هک پک شو او له ځان سره يې وويل، په يقين ،چې دا سړى هم د پټې ټولنې يو غړى دى او هغه ځاى ته ورغې،چې هغه سړى پکې پټ شوی و ،ناڅاپه يې سترگې پر يو مخ پر لاندې سوري ولگېدې، چا،چې دا سورى په لومړي ځل کته ؛نو فکر يې کاوه هغه اړخ يې ټپ دي ،ده هوډ وکړ،چې دې غار ته ورننوځٍي او همدا،چې په غار کې يې څوشېبې مزل وکړ، پوه شو،چې دا غار يوه لار ده ،چې يوې خوا ته وتلې،همداسې يې خپل مزل ته ادامه ورکړه ، چې تپې تيارې ته ورورسېد،هلته ودرېد او خپل غوږونه يې تاند کړل،ناڅاپه يې د خبرو غږ واورېد خوشحاله شو، څه يې ، چې غوښتل ورته رارسېدلې دى ؛خوهرڅومره هڅه يې ، چې وکړه،مخکې لار پيدا کړي؛خو ويې نشو کړاى او بلخوا له دې وېرېده،چې څوک پرې شکمن نشي او دلته ونه وژل شي. یوه شېبه په غار کې سرگردانه و او له ځان سره يې وويل،چې آيا لار پيدا کړي او که ښار ته ستون شي او له سعيد سره بیا راشي ؟ ماغزو ته يې راغلل،چې لومړى بايد ددې ټولنې پر شتوالي ډاډمن شم اوبيا په سعيد پسې ولاړ شم ، په همدې فکر کې روان و، چې سر يې په يو راوتلي څيز ولګېد ملا يې ټيټه کړه او دهغه ځاى د هوا بوى ورته پرشى راووړ څومره يې،چې وغوښتل د خپل پرشي مخه ونيسي ؛خو راپرش يې وهل د پرشي غږ يې په غار کې انگازې پيل کړى.د پرشي تر غږ وروسته يوه کمزورې رڼا په غار کې را پيدا شوه او څو کسان،چې تربوزکونه يې وهلي ول او ټول بدن يې پر تورو جاموپوښلى و، مخى ته راغلل عبدالله یې راونيو او عبدالله هم غږ ونه کړ او له ځان سره یې د غارهغې غاړې يوې خونې ته يووړ،چې ټول ديوالونه يې پر توره ټوټه پوښل شوي ول؛په دې خونه کې دومره تپه تياره وه ،چې که هغه دوه شمع پکې نه واى لګېدلې؛نو د سړي د سترگو سپين به هم پکې نه ليدل کېدل. عبدالله يې،چې هغې خونې ته يووړ ؛نو هلته يې دوه کسان وليدل،چې تور تربوزکونه يې وهلي او تورې يې په ملا پورې تړلي دي،يو یې پکې وويل : ووايه، چې څوک يې؟ولې دلته راغلې يې او څه غواړې ؟عبدالله : دلته راغلى يم،چې درسره په ګروهه کې شريک شم .هغه سړي وويل : ته مو د کار په اړه څومره پوهېږې؟ عبدالله : دومره خبر يم ، چې تاسې خلک د اميرالمومنين علي دوستۍ او مرستې ته رابلئ،آيا داسې نه ده ؟ هغه سړى وويل : دا کارونه په تا پورې څه اړه لري؟! عبدالله : زه هم ستاسې په څېر ګروهه لرم،پر ما بد گومان مه کوئ ،زه له کوفې څخه د همدې کار لپاره راغلې يم . بل سړي وپوښتل : دا څرنگه کېداى شي،چې يو اموى د علي د دوستۍ ادعا کوي.عبدالله ددې سړي خبرې شکمن کړ؛ځکه دهمغه کوربه ؛يعنې غفاري په څېر غږ يې درلود.عبدالله ورته وويل : آيا ته زما همغه غفاري ملگرى نه يې ؟ رښتيا ووايه او مه وېرېږه ، په خداى ،چې مهم پيغام مې درته راوړى او که ما د خپلو اسرارو محرم وبولى ؛نو هرڅه به درته ووايم،چې پر رښتينوالۍ مې ډاډ پيدا کړى.غفاري :که رښتيا وایې؛نو راځه. عفاري مخکې اوعبدالله ورپسې شو،چې يوې چوترې ته ورورسېدل،چې توره ټوټه پرې هواره و، ټوټه يې ترې لرې کړه،عبدالله پرې يو ستر قرآن له يوې تورې سره وکوت . غفارى : پر دې توره لاس کېږده او پر دې قرآن او خداى قسم وخوره،چې د علي د يارانو به مرستيال او د دښمنانو به يى دښمن اوسي . عبدالله هم هغه وکړل څه ، چې ورته غفاري ويلي ول، بیا غفاري،عبدالله بلې چوترې ته يووړ او ټوټه يې ترې لرې کړه او له هغې څخه يې د شيشې يو بوتل راواخيست،چې د رنجو په څېر تور څه پکې پراته ول، عبدالله وپوښتل،چې په دې بوتل کې څه دي ؟ غفارى ورته وويل : په دى بوتل کې د (( محمد بن ابى بکر)) پاتې ايره ده ، چې په ډېره بې رحمۍ يې په شهادت ورساوه او که ته هم لارښوونه غواړى او غواړى ، چې له حق سره مرسته وکړې ؛نو درته په کار دي،چې دا ايره په سترگو کې رانجه کړى ، دهغه مظلوم لپاره وير وکړى او دهغه د وينې د بدل آخستلو لپاره راسره تړون وتړى آيا دا دنده منې او پخپل قسم دې ولاړ يې ؟ عبدالله : څه،چې تاسې واياست.زه درسره يم او درته مې د خپل زړه خبره وکړه. غفاري سيلې راواخيست او په بوتل کې يى دننه کړ او هغه يې عبدالله ته ورکړ، چې په سترگو کې يى رانجه کړي،عبدالله هم د (( محمد بن ابې بکر )) ايره رانجه کړل او بې واکه په ژړا شو او ورسره کسانو هم دهغه مظلوم لپاره وير وکړ، بيا غفاري ملگري،له مخه تربوزک لرې کړ او ويى ويل:هو! همغسې،چې دې وويل، زه دې ملگرى يم ؛خو په يوه خبره دې له پيله پوه کړم که خبرې دې دروغ وې؛نو لومړى دښمن به دې زه يم او په همدې توره به دې وينه توى کړم،اوس دې خبره وکړه .

عبدالله،چې ډاډ پيدا کړخپلې موخې رارسېدلى ؛نو خپل ورور سعيد ورته راياد شو او ويې ويل : زه يو ملگرى لرم ، چې غواړي،چې راسره دلته وي او د علي له دښمنانو سره په جنگ او مبارزه کې راسره شريک شي.غفاري: له دې ځايه نشې وتلاى،خو دا چې ټول له دې ځايه ووځو،اوس چې له هر څه خبر يې ، ويې وايه.عبدالله هم ومنله او ويي ويل : دا چې زه اموى يم ، مه حېرانېږئ اوهمغسې مې ، چې دې غفاري ورورهم وويل ؛ځکه ،چې زه پخوا د معاويه له پلويانو ځنې وم او د (حضرت) عثمان د وينې په بدل پسې وم ؛خو يوه پېښه راته راپېښه شوه ،چې له خپلې لومړنې ګروهې واوخوتم ،چې په خپل ځاى کې به يې درته کيسه وکړم ؛خو څه،چې بايد اوس درته ووايم دا دي،چې زه له کوفى راغلى يم او خبر يم،چې علي بن ابى طالب اميرالمومنين څلويښت زره جنگيالى د جنگ او جهاد لپاره چمتو کړي دي او هغه ټولو جنگياليو هم د علي لپاره خپل سرونه په تلي کې ايښي دي.غفاري وويل : موږ په زرونو جنگيالي لرو،چې د پېغمبراکرم(ص) د تره د ځوى لپاره هر کار کولو ته چمتو دي.

عبدالله غوښتل،چې خپلې خبرې پاى ته ورسوي؛خو يو يې په خبرو کې راودانگل او ويې ويل، پوهېږو،چې ته يو اموي يې او امويان د حضرت علي سرسخته ښمنان دي ؛نو څه ددې لامل وگرځېدل ،چې د علي مرستې ته دې ملا وتړله او ځان دى د بلاگانو او خطرونو خولى ته کړ؟ دلته عبدالله ورته د ابورحاب داستان پيل کړه،تر اوسه يې لا څو ټکي له خولې نه ول راوتلي،چې د خپل سر له پاسه يې د اسونو د پښو غږ وننګېره- احساس کړ او خونه په خوزېدو شوه،ټول غلي ول او وېره پرې کېناسته،هغوى ټولو فکر وکړ،چې دا ټول د عبدالله چلونه دي،غوښتل يې،چې د خيانت په جرم يې ووژني ، چې بې ځنډه په غار کې رڼا شوه او سرتېرو په غار يرغل وکړ. د حضرت علي يارانوغوښتل،چې له ځانه دفاع وکړي ؛خو شمېر يې د سرتېرو په پرتله خورا لږ و، ټول ونيول شول او د شپې په تپه تياره کې فسطاط ته يووړل شول .

 

د فداکارې پېغلې پېژندگلوي

دسعيد پاتې قصه.عبدالله ورسره ژمنه کړى و،چې د فسطاط په جامع جومات کې به يې وويني.سعيد ترماښامه په جومات کې عبدالله ته په تمه و؛خو را نه غى او حېران او سرگردان و،چې څه وکړي ؟ آيا عين الشمس ( دعلي د يارانو د ټولنې ځاى) ته ورشى ؟ آو که دعبدالله راتگ ته په تمه شي؟

چې لمر پوره ډوب شو؛نو هوډ يې وکړ،چې په عبدالله پسې عين الشمس ته ورشي.له فسطاط څخه عين الشمس ته روان شو .تپې تيارې او هوا ورته ستونزې رامخې ته کړې و، څه مزل يى وکړ او د عبدالله ځنډ ته خپه و،پر ټولو ځايونو تپه تياره واکمنه وه اوغونډۍ په سترګو نه ليدل کېدې،په دې وخت کې يې د اسونو د پښوغږونه واورېدل،غاړى ته شو او د يو گټ شاته پټ شو،يوه ډله يې ولېده،چې له فسطاط څخه د عين الشمس په لور روان دي،ډېر وارخطا شو او له ځان سره يى وويل :داسې؛خو به نه وي شوي،چې چا د ښار واکمن ( عمروعاص ) د هغوى له نقشې خبر کړى وي ؟ خپل شاواخوا ته يې کتل،چې پر یو بڼ یې سترګې ولګېدې،چې یو کور هم پکې و،له ځان سره يې وويل،غوره به دا وي،چې هلته ورشم او د کور خاوند وپوښتم،چې بڼ ته ورننووت ؛نو له کوره د ژړا غږ راتله،ودرېد او ښه ځېر شو،پوه شو،چې ښځينه غږ دى ،چې په ژړا وایي : اى ظالمه ! له خدایه نه وېرېږې ؟ له دې ونه شرمېدې،چې د بې گناهو د وژنې لپاره دې نقشې وويستې،چې اوس دى زرونه خلک د مرگ منگلولو ته ورواچول ؟ سعيد ،چې دا خبرې واورېدې ؛نو لړز پرې ولگيد؛نور يې صبر ونه کړ او مخې ته ولاړ، چې د ژړا پرعلت ځان پوه کړي،په کلار يى ور وټکاوه، غږ غلې شو، لږ صبر يې وکړ؛خو چا ور خلاص نه کړ،يو ځل بيا يې پر رپېدلي لاس ور وټکاوه بيا هم چا ځواب ورنه کړ. غوښتل يې،چې پر خبره ځان پوه کړي.وېرېده،چې په دې پردي هېواد کې چېرته راگېر نشي،ذهن ته يى ډول ډول فکرونه راتلل ،چې په پای کې دې پايلې ته ورسېد،چې ددې ژړا او په څه پسې،چې دى؛نو په منځ کې یې يوه اړیکه شته دی.نور د اسونو غږ هم نه اورېدل کېده،معلومېدل،چې عين الشمس ته به تللي وي،دا ځل يې په زوره ور وټکاوه،چې کېداى شي دا ځل ورته څوک ور خلاص کړي؛خو بيا هم چا ور خلاص نه کړ؛خو چې ځیر شو؛نو ويې ليدل دروازې ته يو غټ قلف اچول شوى،سر يې ورنږدې کړ او ويې ويل : آيا په کور کې څوک شته ،چې ور خلاص کړي ؟ زه مسافر يم ، لار مې ورکه کړى . ورته وویل شو: کونجي ورکه شوى او د خلاصولو لپاره يې بله لار هم نشته . د سعيد وېره اوحېرانتيا نوره هم زياته شوه او ويې ويل : ته څوک يې؟ آيا د خلاصون کومه لار شته ، چې راخلاصه دې کړم ؟ بنديوانې ځواب ورکړ: اى کاش ، چې وکړاى شې، له دې بنده مې راوباسې؛خو دا راته ووايه،چې ته څوک يې؟ سعيد: زه مسافر يم،چې لار مې ورکه کړى،هر څنگه،چې وي ځان راښکاره کړه او راته ووايه،چې څرنگه دې له دې ځايه راوباسم . بنديوانې وويل : اچول شوى قلف مات کړه،چې وکړاى شې له دې ځایه مې راوباسي؛ځکه چې که زه راووتم ؛نو زرونه خلک به له مرگه وساتم .سعيد هم توره راويستله او په قلف کې يې ور واچوله اوقلف يى تاو کړ،قلف مات شو او پر ځمکه وغورځيد. د سعيد سترگې پر يوې پېغلې ولگيدې،چې د فسطاط ځانگړې دودیزه جامې يې اغوستى وى او پرېشانه زلفې يې راځوړندې وى . پيغله بهر راووته. پيغلې،چې سعيد وليد ؛نو ورته يې وويل:رښتيا ووايه،چې ته څوک يې ؟ سعيد: ته هم مه وېرېږه،چې د زرونو خلکو د بچ کولو خبره دې ولې وکړه ؟ راته ووايه ،چې هغوى څوک دي ؟ سعيد او پېغلې همداسې يو بل ته کتل ؛خو يو بل يې نه پېژندل،بيا پېغلې وويل : چا درته وويل،چې د زرونو خلکو لپاره وير کوم ؟ سعيد: ما پرخپلو غږونو واورېدل،له ما څه مه پټوه او رانه مه وېرېږه.پېغلى وويل : دهغو خلکو کار په تا پورې څه اړه لري ؟سعيد: وېرېږم ،چې که يو له هغوى ؛خو به نه يم. پېغلې وويل : ؛نو دلته څه ته راغلى يې ؟ سعيد: زه دعين الشمس په لور روان وم ،چې لار مې ورکه کړه او دلته راغلم،چې د کورخاوند وپوښتم؛خو چې راورسېدم؛نو ستا د ژړا غږ مې واورېد،اوس راته ووايه ، چې له چا سره دې خبرې کولې او د چا په اړه دې خبرې کولې ؟ خبرې وکړه،چې نور مې زړه پړک چوي. پېغلې وويل : زه له استخباراتو وېرېږم او پرچا هم ډاډ نه لرم ،کله ،چې زما خپل راسره له تګۍ برګۍ کار آخلى ؛نو له پرديو څه گيله پکار ده ؟ سعيد : داسې پردي هم شته،چې تر خپلو ډېر نږدې وي. خبره کوه ، مه وېرېږه . په همدى وخت کې ول،چې بيا یې د اسونوغږونه او گڼه گوڼه واورېده،چې له عين الشمس څخه راستنېږي.پيغله ژر خونې ته ننووته او سعيد يې هم له لمنې راکش کړ او دواړه هلته غلي شول.غږونه لږ لږ رانژدې کېدل.ناڅاپه يې واورېدل : اى خاينانو! ډېر ښه مو گوتو ته راغلئ ، موږ ستاسې له نقشې خبر شو.

هغوى د بڼ له مخې تېر شول او بنديان يى لاس تړلي په ځان پسې راښکودل.يو ځل بيا پر ټول ځاى چوپتيا واکمنه شوه او چې ډاډ یې پيدا کړ په شاوخوا کې څوک نشته ؛نو پيغلى خپل مخ پرسپېړه وواهه اوويى ويل: خداى مو ووهه،خپلو ناوړو او شيطاني هيلو ته ورسېدى او دا بې گناه خلک مو بنديان کړل ؟! سعيد: دا ډله څوک ول؟ آياهغوى ، چې په عين الشمس کې راټول شوي ول،ونيول شول ؟ پيغلى وويل : له بده مرغه ،هو! هغوى يې په عين الشمس کې نيولى وو.سعيد په وارخطايۍ بهر راووت.اسونو ته ځیرشو ؛گواکې ځان يې پوهاوه،چې کوم خوا روان دي.پېغلې وويل : زما په خيال چې تاهم اراده درلوده ،چې ورسره يو ځاى شې .سعيد : هو! پېغله : خداى ترې وساتلې او گواکې خداى اراده کړې و، چې د لارې په ورکېدو سره دې له هغوى وساتي . سعيد په خواشينۍ وویل : اوس مې،چې په نيت پوه شوى،چې له هر څه خبره يې راته ویې وايه ؛نور مې د صبر جام نسکورېدونکی دی. پېغلې وويل : موږ له دې څخه زيات دلته نشو پاتې کېدلاى، وېرېږم،چې څوک ناڅاپه راشي او کار مو نور هم سخت کړي.سعيد: خوښه دې ده،چې له دې ځایه لرې شو؟ پېغلې وويل : ځه،چې ژر له دې ځايه ووځو او همدا، چې ډاډمن ځاى ته ورسېدو،هر څه به درته ووايم او کېداى شي،چې دواړه له هغې ناوړې پېښې مخنیوی وکړو،چې راپېښدونکی ده. دا يې وويل او له کوره ووتل پېغله مخکې او سعيد ورپسې و،څه سره به مو خوږم دومره لرې ولاړل،چې يو کلا ته راورسېدل،چې ور يې نه درلود .

پېغلې، سعيد ته وويل : دا د قبطيانو ده،راځه،چې د زيارت په پلمه ورننوځو،چې ځای مو امن شي.مخى ته، چې ولاړل يو راهب يې مخې ته راغې،چې لاټين یې په لاس کې و، ويې پوښتل:څوک ياستی؟هغوى دواړه کلا ته ورننووتل ،لاټين په لاس راهب ورمخکې شو او دوى ورپسې و، چې کلیسا ته ننووتل .راهب لاټين راجيگ کړ او ورته يې وکتل او نجلۍ يې وپېژنده،چې د فسطاط له سترو کورنيو ځنې ده،په ليدو يې خورا خوشحاله شو، په ورین تندي یې ورته ستړي مشي وکړل او د کلیسا په ګوټ کې یې یوې خونې ته يوړل او يو څراغ یې ورته ولگاوه او ویې پوښتل :څه خو به مو پکار نه وي.هغوى دواړو وويل : نه ! راهب هغوي ځانته پريښودل او ولاړ.

سعيد د څراغ په رڼا کې نجلۍ ته وکتل او هغه يې ښکلې     او لمر مخې ومونده ،چې سترگې او سترغلي يې ډېرو ژړاگانو پړسولي ول؛خو بیا هم ډېره مينه ناکه او سپین مخې و. سعيد په خونه کې پرخپره شوې قالينې ناست و او د پېغلې خبرو ته يې غوږ نيولى و،له وارخطايۍ يې زړه درځېده ؛نو پېغله يې وپوښتله :اوس،چې يوازې يو؛نو حقيقت راته ووايه . پېغلى سعيد ته وکتل او ورته يى وويل : کېداى شي،چې ته يو له هغو دوو مسافرو ځنې يې،چې نن ګهیځ فسطاط ته رارسېدلى دي؟سعيد: هو! خو،چې دا ته څرنګه خبره شوې يې؟ پېغلې وويل:ما ته له خپل غفاري گاونډي سره وليدې، يوه مهمه خبره درته کومه او له تا غواړم ،چې له هغه خطره مخنيوى وکړې،چې مسلمانانو ته راپېښيدونکی دی.سعيد بې ځنډه وپوښتل: ژر راته ووايه ؛ځکه چې زه همدې دندې ته فسطاط ته راغلی يم او کېداى شي،چې خپل ورک کړې مې گوتو ته راشي . پېغلې وويل: له يو داسې خوالې یا رازه دې خبروم،چې فکر نه کوم، چې تر تا مخکې به ترې بل څوک خبرشوې وي؛نو سمه خبره راته وکړه او راته ووايه،چې ايا ته د حضرت علي له پلويانو ځنې يې. سعيد: هو،زه د حضرت علي له پلويانو ځنې يم او مرستې ته یې دلته راغلې يم. پېغلې غوښتل،چې څه ووايي؛خو ودرېده او سر يې لاندې ټيټ واچاوه.

سعيد د پېغلې له اړنګ یا شکه و ننګېرل،چې هغه پرې لا تر اوسه پوره ډاډ نه لري؛نو ځکه يې پېغلې ته وويل : داسې فکر و نه کړې،کوم راز،چې راته وايې ترې خبر نه يم،که زړه دې غواړي درته به يې ووايم، چې ډاډ پيدا کړې،چې هغه راز د حضرت علي په اړه دی.

پېغلې،چې د سعيد خبرې واورېدې؛نو ډاډمنه شوه او سوړ اوسېلې يې وويست او ويې ويل : ښاغليه ! پلار مې د فسطاط په ښار کې جنگي وسلې جوړوي او پلورونکی يې هم دی، په لمن کې لويه او وروزل شوم او اورېدل مې،چې پلار مې د حضرت علي له مینه والو ځنې دی او له هماغه وخته مې په زړه کې د حضرت علي د مينې زڼې وکرل شول. حضرت علي مو ستاينې ته اړتیا نه لري،همدا ورته بس دي،چې د رسول الله (ص) د تره زوې او زوم دی ؛موږ تل د حضرت علي ياران گڼل کېدو، ورسره مو مينه درلوده،چې د صفين تر جگړې وروسته مې وليدل،چې پلار مې له علي سره په مينه کې ناغېړی شوی؛خو په علت يې پوه نه شوم ، زیاتره وخت به مې هغه له خپل يو مرادي گاونډي سره لیده، چې خلکو ته به يې قرآن ورښوده او تل به مې فکر کاوه،چې زموږ دا گاونډې پرهيزکاره انسان دى ؛خو له بده مرغه هغه د حضرت علي ستر دښمن و؛خو په ظاهره يې ځان د حضرت علي دوست ښوده،که څه هم دا هرڅه په داسې حال کې ول، چې پر مصر باندې حضرت علي او استازي ( محمد بن ابي بکر) یې واکمني کوله؛خو چې عمر وعاص له خپل لښکر سره پر مصر يرغل وکړ او د حضرت علي استازی یې شهید کړ او هغه يې هم په داسې توگه شهيد کړ،چې په اسلام کې دا ډول وژنې سارى نه درولود.کله،چې د امويانو حکومت واکمن شو؛نو پلار مې له حضرت علي سره خپله دښمني ښکاره کړه او زموږ هغه مرادي گاونډي هم ورځ پر ورځ پلار دې هڅاوه،چې له حضرت علي سره د دښمنۍ د اور دا لمبې همداسې بلې وساتي. پوه شوم،چې هغوى د نهروان د خوارجو لارويان دي؛خو سره له دې ټولو خبرو مې زغم وکړ،پخپله پوهېږې،چې زه پېغله او کمزورۍ يم او چې پلار مې دا چوپتيا وکته؛نو فکر يې وکړ،چې زه ورسره هم ګروهه يم. يوه ورځ همدې مرادي سړي راباندې مارکه وکړه او پلار مې ورته ورکړم ،ما هم څه ونه ويل؛ ځکه وېرېدم،چې پلار مې هغه مرادي ته په زور ورواده نه کړي او هوډ مې ونيو،چې کله مې هم پلارغوښتل ما ورته ورواده کړي؛نو له کوره وتښتم،چې له نېکه مرغه تر هغې ورځې لا تراوسه مې واده ورسره نه دی شوی.

 

د حضرت علي د قاتل پېژندل کېدل

خوله ( د پورته پېغلې نوم دی) ،چې د خپلې مارکې او واده خبرې کولې؛نو شرم او حيا پرې واکمنه وه؛خو چې و یې ليدل،سعيد پاتې قصې ته په تمه دی؛نو ويې ويل : ښه به دا وي مخکې تر دې،چې قصه ډېره اوږده شي؛نو اصلي خبره درته وکړم او هغه دا،چې ما پردې ټولو پېښو سينه پراخه کړه ، چې پوه شوم هغه د حج لپاره ځي او له خدايه مې وغوښتل ، چې راستون نشي؛خو ډېر و خت لا نه و تېر شوى ،چې له مکې راستون شو. خولې دا وويل او سوړ اوسيلې يې وويست،سعيدهم پاتې قصې ته په تمه و او بيا يې وويل : مرادي له مهم خبر سره راستون شوى و او اى کاش ،چې مړه شوى واى؛خو دا خبره مې نه واى اورېدلى؛خو که څوک مى پيدا نه کړه ،چې دهغه ددې هوډ مخه ونيسي؛نو پخپله به دا کار وکړم.مرادي دوه ورځې وروسته تر دې،چې فسطاط ته راورسېد، کور ته مو راغې او ټوله شپه يې زما له پلارسره خبر وکړې ؛خو پوه نه شوم،چې د څه په اړه خبرې کوي،بيا پوه شوم،چې هغه مې پلار ته د يوې تېرې تورې د جوړولو فرمايش ورکړى دى او د دې کار لپاره يې هم زما پلار ته زر درهمه ورکړل او زما پلار هم د دې تورې پر جوړولو شل ورځې تېرې کړې؛خو ددې دومره زیاررکښۍ په راز پوه نه شوم او ما هم ونه غوښتل چې ځان پرې پوه کړم،چې توره جوړه شوه، مرادي زر نور درهمه هم زما پلار ته ورکړل او ورته يې وويل،چې زهرجنه يې کړه، خداى دى هر څوک ددې تورې له ټپه وساتي،که څه هم وړوکی وي. سعيد وارخطا شو او نور يې زغم ونشو کړای او دهغه سړي د نوم د اورېدلو توان يې هم نه درلود او وارخطا و،چې چېرې دا توره؛خو به د حضرت علي د وژلو لپاره نه وي جوړه شوي؟؛خوغوښتل يې،چې دا خبره له پېغلې واوري؛نو په بې صبرۍ يې وويل د هغه سړي نوم څه دى؟ پېغلې وويل : عبدالرحمن بن ملجم مرادي.

سعيد هغه نه پېژنده؛خو پېغلى يو سوړاوسيلې وويست او ويې ويل:هغه مې،چې وليد،دومره چمتووالی يې نيولى؛نو پوه شوم ،چې کومه نقشه يې ايستلې او کله،چې نن سهار کوفې ته د تللو لپاره زموږ کور ته راغې؛نو له ځان سره مې وويل : ډېر ژر به کوفې ته ولاړ شي؛خو زه يې اوس هم له اسرارو بې خبره يم ؛نوځکه مې دهغه د ټينگارتوب او د اسلامي غيرت ډېره ستاينه وکړه او ښه سم بوس مې ورلاندې کړل او وروسته تر دې،چې پردې خبرو مې وپړساوه؛نو ترې مې وغوښتل،چې توره يې راته راوښيي،هغه هم بې ځنډه خپله توره له پوښه راوويسته او راته یې وویل،چې لاس پرې ونه وهم؛ځکه چې ان پر يو کوچنۍ ټپ هم انسان وژني،توره یې په کلاره له پوښه راوويسته،دومره تېره و،چې بدن مې ولړزېد؛خو ځان مې سمبال کړ او ومې ويل : ومې ليدل،چې ددې تورې د جوړولو لپاره دې ډېرې زياتې پيسى ورکړې او د تورې دا دومره تېره والى څه پکار راځي؟په ملنډو یې راته وويل : ته فکر کوې،چې هغه ټولې پيسې مې ددې تورې د تېرې کولو لپاره ورکړي دي؟ورته مې وويل: نورې دې د څه لپاره ورکړي دي؟ زه خو بې د تورې له تیره توب او ځلا نور څه هم نه وينم . مرادي راته وويل : تورې ته مې په خطرناکو زهرو اوبه ورکړي دي . ما وېره اوحېرانتيا وښودله او ورته مې وويل : د چا لپاره دې دا توره داسې تېره او زهرجنه کړى ده .په پیل کې يې نه غوښتل،چې حل راته ووايي؛خو زما ناز او ادا گانو د هر څه ويلو ته چمتو کړ او راته يې وويل : خولې! غوږونه دې خلاص کړه،چې زه به پر دې توره هغه ووژنم،چې ځان تر ټولو غوره انسان او د پېغمبر(ص) د تره زوى گڼي.

ابن ملجم دا خبرې راته په داسې حال کې کولې،چې له شر،غوسې او دښمنۍ يې سترگې تکې سرى او څېره یې ژيړه شوې و؛خو بیا يې هم په شونډو د مکر خندا درلوده،چې دا خبرې مې ترې واورېدې؛نو زړه مې ترې لا تور شو او ځمکه مې له پښو وتښتېده،لکه داسې ول، چې دا ټولې خبرې يې زما پرخلاف کولى، څرنګه به دې خبرو په ما پورې اړه نه درلوده،حال دا چې د حضرت علي د وژلو لپاره يې ملا تړلې و؛خو داسې مې وښودل،چې هغه نه پېژنم؛نو ځکه مې وپوښت: دا سړى څوک دى،چې وژل يې دومره مهم دي ؟ابن ملجم راته وويل : نه یې پېژنې؟که له دې ټولو خبرو دې بیا هم هغه ونه پېژنده؛نو راځه،چې درته ووايم،هغه علي بن ابيطالب دى،چې لارويان يې ورته اميرالمومنين وايي. دا يې وويل او له غوسې او قهره يو ځل بيا ډېر زيات تک سور شو او بيا يې راته وويل که دا خبره دې بل چاته وکړه ؛نو سزا به دې د همدې تورې له لارې يو کوچنى ټپ وي .

دا غوسناکې خبرې يې راته په خندا وکړې؛خو زه پر دې خبره رسېدلى وم،چې هغه ته زما مرگ تر يوې مرغۍ هم آسان دى،څوک،چې حضرت علي وژلاى شي؛نو زه به ورته څه يم،ما ورته څه هم و نه ويل؛ځکه نه مې غوښتل، راباندې پوه شي،چې له حضرت علي سره څومره مينه لرم ؛خو ټوله هڅه مې دا و ،چې ژر تر ژره دا خبره حضرت علي ته ورورسوم ؛ځکه چې د وژل کېدو نيټه يې رانږدې ده او فکرکوم،چې د رمضان پر ( ١٧) مه به وي،هغه به دا نېټه او د کوفې نوم ډېر زيات آخسته ؛خو زه يې پر مطلب نه پوهېدم؛خو اوس پوهېږم،چې هغه د حضرت علي د وژلو لپاره د رمضان (١٧) مه په پام کې نیولې ده.اوس د شعبان د مياشتى پنځلسم دى او وېرېږم،چې دا سړى په دې پاتې ورځو کې ځان کوفې ته ور ونه رسوى او خپلې ناوړه موخې ته ورسى.اى کاش،چې الوتنکې مرغۍ واى،الوتى واى او دا خبرمې حضرت علي ته وررسولای وای .

سعيد ددې خبرو په اورېدو له خپل ځايه پاڅېد او په خونه کې په گرځېدو شو،غيرت يې راوخوټېد او پښيمانه شو،چې ولې يې فسطاط ته تر راتلو مخکې حضرت علي خبر نه کړ ؛خو ورياد شول،چې ترهغى ورځې پورې يې د حضرت علي د قاتل نوم نه پېژنده او که دا خبره يې حضرت علي ته کړى هم واى ؛نو گټه به يې نه درلوده ؛خو نن کړاى شي،چې د حضرت علي د قاتل له ټولو ځانگړنو سره کوفى ته ولاړ شي او تر هر څه مخکې حضرت علي خبر کړي . سره له دې،چې د (پېغلې) خولې خبرو وارخطاکړى و ؛خو د خولې ښايست او په زړه پورې مخ او له اميرالمومنين حضرت علي سره د ( پېغلې) خولې د مينې او ژبورتیا د سعيد زړه ځان ته راښکودلى و؛خو هغه مينه يې،چې سعید له قطام سره درلوده ؛نو له بل چا سره له مينې کولو یې ترې مخنيوى کاوه. ناڅاپه د عبدالله نيول کېدل او دهغه د نامعلوم برخلیک او دلته د خولې د يوازېتوب علت ورياد شو؛نو خولې ته يې وويل : اې مېرمنې ! نه پوهېږم ،چې څه د دې لامل شول،چې زه په تا پسې راشم او درسره له لېدنې خوښ شم؛خو بله لار نه لرم او باید درته ووايم،چې د څه لپاره فسطاط ته راغلې يم او څه درنه پټ نه کړم. چې خبرشوم يو سړي د علي د وژلو لپاره ملا تړلې او د فسطاط اوسېدونکی دی ؛نو دلته راغلم؛خو نه مې پېژنده او نه يې راته نوم معلوم و،زه مې له خپل ملگري سره،چې تر نن ګهیځه راسره و دې ښار ته راغلی وم ،هغه را نه بيل شو اوعين الشمس ته ، چې د حضرت علي د يارانو د راټوليدو ځاى ته ولاړ؛نو نيت يې دا و،چې دهغه ځاى پته راوړي،تر ماښامه ورته په تمه شوم؛خو را نه غى. ورپسې ورووتم او دا چې بلد نه وم او په تياره کې ورک شوم، چې په دې توګه په تا پسې درغلم او څومره خوشحاله يم،چې ورکوالى مې ستا د لېدنې لامل وگرځيد؛خو انګېرنه او گومان مې دا دى هغه سپاره ،چې د شپې په پيل کې مې وليدل،چې له عين الشمس څخه راستنېدل کېداى شي ،چې د حضرت علي ياران يې نيولي وي،ايا ته هم داسې فکر کوې؟

د سعيد تر خبرو وروسته؛ (پېغلې) خولې سعيد ته وکتل او ويې ويل : که صبر دې کړې واى،چې خبرې مې پاى ته رسېدلي واى؛نو دا گومان او انګېرنه به دې نه وای کړې ،ما فکر کاوه،چې غوښتل دې په هغه کور کې زما په بندي کېدو ځان پوهول غواړى؛نو پوه شه،چې کله مى د ابن ملجم خبرى واورېدې؛نو غلې شوم او پخپله غوسه واکمنه شوم، هغه هم ولاړ او فکرمې کاوه،چې هغه د کوفې په پلو روان شو ،حېرانه پاتې وم،چې څه وکړم اوهره ورځ په دې فکرکې وم او هرکله به،چې د مرادي په لاس‏ د حضرت علي وژل کېدل راياد شول؛نوټول وجود به مې ولړزېد،پلار به مې هم هره ورځ ګهیځ وختي خپلې هټې ته تله او ماښام به راتله، له کوچنیتوبه مې عادت درلود،چې لږې خبرې ورسره وکړم ، سره له دې،چې راباندې گران و او درناوى مې یې کاوه؛خو يوه ورځ مې ذهن ته راغلل،چې کله مې پلار په کور کې نه وي؛نو له دې فرصته په ګټنې د پلار له مريي سره خبرې وکړم ،کېداى شي،چې نوې خبر ترې واخلم ؛ځکه د ابن ملجم خبرو ډېره خپه کړې وم او خوب یې په حرام کړی و ؛خو له بده مرغه داسې څوک مې نه درلودل ،چې د زړه خبرې ورته وکړم ؛نو يوه ورځ له کوره ووتم او مريي ته مى غږ کړ؛خو ځواب مې وانه ورېد،بيا مې غږ کړ،چې بيا هم د غږ ځواب را نه کړل شو،له يو سوري مې کور ته وليدل،چې مریې له يو بل مريي سره په خبرو بوخت دى ،چې څېره يې ناپيژندگلوۍ و او په کلار يې يو له بل سره خبرې کولې او همدا، چې زه يې ولېدم؛نو وشرمېد او زما لوري ته راغی .زه خونې ته ولاړم اوهغه هم راپسې راغې ، له څېرې يې معلومېدل،چې کوم نوى خبر راته لري او راته یې ویل غواړي ،و مې پوښت: چې غږ مې درته وکړ ؛نو چېرې وې؟ راته يې وويل : يو مریې له کوفې راغلى و او دعمروعاص لپاره يى يو پټ او محرمانه ماموريت درلود، ورسره پر خبرو وم ؟ ورته مې وويل،چې آيا تا یې پر دنده ځان پوه کړ،چې د څه لپاره عمروعاص ته راغلې و؟ مریې له دې خوښ شو،چې زه پرې دومره لورانده يم اوغوښتل يې ، چې خپله وفاداري راته ثابته کړي؛نو راته يې وويل : هغه مريي راته يو داسې راز ووايه ،چې فکر نه کوم،چې په فسطاط کې به له امير او دهغه له شاوخوا افسرانو پرته پرې څوک خبر وي،دې مريي امير ته خبر راوړى،چې د حضرت علي ياران د جمعې پر ورځ په عين الشمس کې راټولېږي ،امير هم خپلو سرتېرو ته حکم ورکړ،چې د هغوى د راټوليدو په وخت کې ورشئ او ټول ونیسى او که پکار ول؛نو ټول   ووژنئ .

چې دا خبر مې واوريد؛نو بې واکه په ژړا شوم او پر ځان مې فرض وگڼل،چې هرڅرنگه ،چې وي دا خبره د علي يارانو ته وروڅوم،چې ځان د مقابلې لپاره چمتو کړي؛خو پر چا مې ډاډ نه درلود؛نو پخپله مې هوډ ونيو،چې په يو ټاکلي وخت کې عين الشمس ته ورشم،چې په دې ډول نن مې تصميم ونيو،چې په بدلو جامو کې عين الشمس ته ولاړه شم ؛نو په تمه شوم،چې پلار مې له کوره ووځي او هټۍ ته ولاړ شي؛نو د نورو ورځو پرخلاف پلار مې له کوره ونه ووت او وارخطا و، داسې راته ښکارېدل،چې مريي هغه خبره وررسولى ده او ورته يې ويلي،چې زه هم له دې خبرې خبره شوى يم ؛نو پلار مې هم له دې وېرې،چې مخکې تر دې، چې د حضرت علي ياران ونيول شي او زه دا خبره ور ونه رسوم ؛نو له کوره ونه ووت او زما څارنه يې کوله او مازيگر يې راته وویل،چې د چکرلپاره له فسطاط څخه بهر ولاړه شم،ما هم ورسره ومنله،چې په دې توګه دې کور ته راورسېدم .دا د هغه بزګر کور دى ،چې له پلار سره مې شریک باڼی دی؛خو اوس پکې څوک نه اوسي،ما هم له حېرانتيا ډډه وکړه؛ځکه پوهېدم ،چې پلارمې هم يو له هغوى ځنې دى،چې د حضرت علي د يارانو د نيولو لپاره عين الشمس ته روان دى ؛نو بله لار یې نه درلوده،چې دلته مې پرېږدي او ښار ته ستون شي ،چې د عمر وعاص له سرتېرو سره عين الشمس ته ولاړ شي ؛ما هم هوډ وکړ همدا،چې پلار مې ښار ته ولاړ؛نو زه به هم عين الشمس ته ځان ورسوم او د علي ياران به له دې خبرې خبر کړم؛خو نه پوهېدم،چې پلار مې څه اراده لري،لا لمرنه و پرېوتې،چې پلار مې وويل : د يو اړین کار لپاره وځم؛خو وېره مې له دې ده،چې څوک درته زیان در و نه رسوي؛نو ځکه دروازه درپسې قلفوم . پلار مې ور راپسې قلف کړ او ژر ښار ته ستون شو. هغه ښه پوهېده ،چې که زه دلته څومره هم د مرستې لپاره چغې ووهم؛نو څوک مې مرستې ته نشي راتللای زه په هغه کوټه کې وم،چې ته راورسېدى او پخپله دې زما حال وليد؛خوهغه انډيوال دې هم د حضرت علي له نورو يارانو سره په عين الشمس کې نيول شوى دی.

سعيد ددې خبرې په اورېدو ډېر خپه شو او ويې ويل : عبدالله ته به خطرهم راپېښ شي ؟ خوله : فکر کوم ،چې هغه به زنداني کړي،چې په دې توګه ترې نور معلومات هم لاس ته راوړي او که بیا یې د وژلو وړ وگڼه ؛نو و به يې وژني او له نورو انډيوالانو سره به يې هم همدا کار وکړي، له خدايه غواړم،چې کارونه يې اسان شي او له دې ستونزې هم راخلاص شي؛خو اوس وېرېږم،چې پلار مې نه وي راغلى او که زه په کور کې نه وم؛نو نور به هم راته پرغوسه شي ؛نو غوره به دا وي ،چې خپل کور ته ولاړه شم او داسې وښيم،چې زه هلته په هغه کور کې له تيارې ووېرېدم او په ډول ډول کارونو مې ځان له هغه ځايه راوويست او څه ، چې تېر شوي،ځان پرې نانگاره کړم؛خو دا ووايه،چې ته به څه کوى ؟ سعيد: زه غواړم ، چې بى ځنډه کوفې ته ولاړ شم ،چې ابن ملجم راپيدا کړم او هغه له خپله هوډ واړوم او يا دا،چې حضرت علي خبر کړم.خولې، سعيد خبرې ته پرېنښود او ويې ويل : ابن ملجم ته د حضرت علي په اړه خبرې کول اوښ ته رباب وهل دي،هغه د حضرت علي د وژلو هوډ کړی؛نو غوره به دا وي،چې حضرت علي پرې خبر کړې؛نو بيا حضرت علي ښه پوهېږي،چې څه وکړي. سعيده! ډارېږم،چې که ناوخته دې کړ؛نو اوبه له ورخه تيرې نشي او حېرانه خو دې ته يم ،چې ته په کوفه کې وې او له دې توطیې خبر وې او بيا دې هم حضرت علي خبر نه کړ، سعيد وارخطا وويل: پړه راباندى مه اچوه،تېرشوي وختونه تېر شول،گومان مې کاوه که دا دسیسه به همداسې سره پوښلې پاتې شي؛نو مخنيوی به یې هم اسان وي؛خو له ياده مې ووتل ، چې درته ووايم دا دسیسه يوازې د حضرت علي د وژلو لپاره نه ده ؛بلکې د معاويه او عمروعاص لپاره هم ده او بيا سعيد په لنډ ډول څه،چې ليدلى او اوريدلي ول ،خولې ته وويل.خوله دې خبرو حېرانه کړه او ويې ويل : موږ له دې دوو ( معاويه اوعمروعاص ) سره څه کار لرو؟ اوس مو يوازینۍ موخه د حضرت علي له وژل کېدو مخنيوى دى ؛خو دې ته حېرانه يم،چې ته وايې دا خبر يو راز دى،حال دا چې ستاسې د راتگ خبره دلته خپره شوى ده.سعيد د خولې په دې خبرو پر قطام باندې شک کولو ته ورنږدې شو؛خو وايي،چې مينه اوعشق انسان ړندوي؛نو سعيد هم د دې کار لپاره کوم دليل رانه ووړ او ويې ويل،چې نه پوهيږم ولې ؟

بیا سعيد غوښتل،چې د قطام قصه ورته وکړي؛خو هغه تړون يې،چې له قطام سره تړلى و، د سعيد له دې کاره يې مخنيوى وکړ،سعيد پاک زړه درلود،څه يې هم په زړه کې نه و او فکر یې کاوه،چې نور به هم دهغه په شان وي. سره له دې، چې خوله له هر اړخه ښايسته او د کمالونو څښتنه و او د حضرت علي ملاتړى و؛خو سعید دهغې مينې له ویلو ډډه وکړه،چې له خولې سره یې په زړه کې پيدا کړى و او دا چې لا تراوسه يې دا خبره له حضرت علي پټه کړى و،ځان يې پړ ګاڼه؛خو دا هر څه يې د قطام له امله ګڼل او له ځان سره یې وويل ،چې قطام دا کار له بده نيته نه دى کړی.

سعيد د پخوانيو تېروتنو د رغوونو هوډ وکړ،چې ژر تر ژره ځان کوفې ته ورسوي او حضرت علي د ابن ملجم له دې ناوړه دسیې خبر کړي؛نو خولې ته يې وويل: زه بايد ژر تر ژره کوفې ته ولاړ شم ؛خو انډيوال مې څه کړم ؟ نه پوهېږم ،چې ژوندى دى او که مړ؟ خوله : پر حقيقت به سبا پوه شو، راځه ،چې اوس په فسطاط کې زموږ ښار ته ورشو او ته هم هلته شپه وکړه. سعيد: څرنگه کړاى شم ،چې هلته پاتې شم،حال دا ،چې د انډيوال له مړي او ژوندي مې خبر نه يم ؛نو غوره به دا وي،چې د فسطاط د ښارجومات ته ولاړ شم او لمونځ کوونکي دهغه په اړه وپوښتم. خوله : پخپله ښه پوهېږې .

بيا دواړه راپاڅېدل او بهر راووتل ،خوله د کور تر نژدې پورې له سعيد سره يوځاى و او بيا يې ورسره خداى په اماني وکړه. سعيد دهغه غفاري کور ورته ورغى،چې پاتې شپه هغه کره تېره کړي؛خو نه پوهېده،چې هغه هم نيول شوى دى او که نه ؟ او يا دا،چې دهغه کور حکومت تر څارنې لاندې نيولى او که نه ؟

 

[1] الغارات : ۱/٢٧٦- ٢٨٩ – تاريخ سياسى اسلام ٢ / ٣٢٥ – زندگاني اميرالمومنين ، ٦٧٥مخ

سعيد د عبدالله تر نيول کېدو وروسته

د عمردعاص سرتېرو د حضرت علي ياران ونيول؛نو لاس تړلي يې زندان ته يوړل.عمروعاص هم ورته په تمه و او چې د حضرت علي د يارانو د نيول کېدو خبر یې ورته راووړ؛نو په ګهیځ پورې يې هم صبر ونه کړ او حکم یې ورکړ،چې هغوى ورته يو يو په نوبت سره راوړي. د نيول شويو کسانو په منځ کې یې داسې کسان وکتل، چې بيخي فکر يې نه کاوه،چې د حضرت علي ياران به وي،يو له هغوى ځنې هماغه غفاري سړى و،چې بيخي يې فکر نه کاوه،چې د بني اميه وو له مخالفينو ځنې به وي.په نيول شويو کسانو کې يو هم عبدالله و.عمروعاص،چې عبدالله وليد؛نو ويې پېژنده او پوه شوه،چې د بني اميه وو او د ابورحاب خپلوان دى ؛خو ځان يى نانگاره کړ او حکم يې وکړ ،چې هر يو په ځانگړي ځاى کې بندي کړئ او د هر يو کور ته ولاړ شئ او د هر چا په کور کې،چې مو سړي وليد؛نو را يې وړﺉ،کېداى شي، چې کوم تازه خبر مو ترې گوتو ته راشي.

عمروعاص غوښتل،چې له یوې مخې د حضرت علي ټول ياران وپېژني. د عمردعاص افسرانو اوسرتېرو د حضرت علي د يارانو پر کورونو يرغل وکړ اوهرڅه يې ځان ته حلال وگڼل او له هيڅ ډوله بې رحمۍ اوغلا يې سترگې پټې نه کړی . سعيد،چې د غفاري کور ته ورنږدې شو؛نو له چا څخه يې وپوښتل،ورته وويل شول ،چې هغه غفاري سړى نن غرمه له کوره وتلى او لا تراوسه نه دى راستون شوى. فکر ته یې دا خبره نیغه راغله ،چې هغه به هم له نيول شويو کسانو ځنې وي؛نو د غفاري سړي په کور کې هغې خونې ته ورغې،چې د ده جامې پکې وې اوځان يې دمې او خوب ته چمتو کړ؛خو لا سر یې ايښې نه و،چې له هر اړخه پرې فکرونو او تشويشونو يرغل وکړ.عبدالله يې په زړه راوورېد،چې څرنگه به وکړاى شي ورسره مرسته وکړي او بلخوا په دې فکر کې و، که کوفې ته ناوخته ورسي؛ نو اوبو به ورخ وړې وي او ابن ملجم به خپل کار کې بریالی شوى وي.سعيد په همدې فکرونو کې ډوب،چې غوږونو ته يې گڼه گوڼه راورسېده ،چې هره شېبه دا گڼه گوڼه زياتېدله او رانږدې کېده ،پاڅېد او غوږ يې ونيو،پوه شو،چې د عمروعاص سرتيري دي،چې د لوټمار لپاره راغلي دى او څوک هم،چې مخې ته ورځي هغه ورسره کوى،چې شيطان ورته ګوته په خوله ودرېږي او پوه شو که سرتېرو هغه پيدا کړ؛نو وبه يې وژني؛نو توره يې په ملا پورې وتړله او خپل شاوخواته يې وکتل،چې د تېښتې لار پيدا کړي او ځان خلاص کړي . دا مهال یې يو پيژندگلو غږ واورېد او پوه شو،چې د خولې غږ دى . په دېوال کې يوه کړکۍ و، چې بې له هغې بله د تېښتې لارهم نه و او پوړۍ ته يې اړتیا درلوده؛خو په پای کې سعيد هغې کړکۍ ته ځان ورورساوه. د خولې غږ يې واورېد، چې ورته وايی : حکومتي سرتيري هر سړى،چې په دې کور کې وويني؛نو وژني يې ؛نو دا د ښځو جامې واغونده،چې له مرگه بچ شې.سعید ترې هغه جامې راوخېستې؛خو وېرېده، چې له کوره تر وتو مخکې ونه نيول شي؛نو بې ځڼده يې ځان له کوره وويست او پر لارهم د ښځو په جامو کې داسې روان و،چې چا هم پرې شک نشو کړاى،چې دا به يو سړى وي. چې له کور راووت او څه لرې شو؛نو د خداى شکر يې وکړ ؛خو لا تر اوسه یې د عمروعاص د سرتېرو غږونه اورېدل،چې د کور پر لوټمار بوخت وو.

سعيد په کوڅه کې روان و او په زړه کې يې د خولې مړانې ته سلامونه کول،ناڅاپه يې سترگې پر خولې ولگيدې ، چې ورته په تمه ده،چې خولې،سعيد په هغو جامو کې وليد ؛نو روانه شوه او سعيد هم ورپسې شو،چې يو غلي ځاى ته ورسېدل؛نو خوله ودرېده او ويې ويل : دهغه خداى ستاینه کوم،چې تا او اميرالمومنين حضرت علي ته يى روغتيا درکړې ده. سعيد د خولې پرخبره پوه نشو. خوله : خبرې ته مې مه حېرانېږه ځکه،چې د اميرالمومنين حضرت علي ژوند په تا پورې تړلى دى؛ځکه بې له تا بل څوک د حضرت علي له وژل کېدو خبر نه دى . سعيد : سمه ده؛خو زه دا واک نه لرم ،چې خدمت یې وکړم او پر چا هم ډاډ نه لرم ،چې دا دنده وروسپارم؛خو زړه مې غواړي،چې ژوندى پاتې شم او په بچ کېدو کې یې ونډه ولرم؛خو په حقيقت کې ددې کار ټول ثواب تا ته دررسي اوس راته ووايه ،چې څرنگه خبره شوې،چې زه په خطرکې يم او د خلاصون لپاره مې راغلې ؟ خوله: پلار مې وويل،چې عمروعاص حکم کړى،چې د علي د يارانو کورونه چور کړى او هر سړى،چې مو پکې وليد ويې وژنئ او همداسې پلار مې وويل،چې غفاري هم په نيول شويو کې وو اوهمداسې له تا مې اورېدلي ول،چې ته او هغه انډېوال دې غفاري کره اوسېږی؛نو ځکه مې همدا نقشه وویسته،چې ودې ليدله او د خداى شکر ته ،چې ته یې هم له منګولو روغ رمټ راووتې .

چې سعيد د خولې سرښندنه وليده؛نو په زړه کې يې ورسره مينه پيدا شوه؛خو د قطام مينه يى دومره قوي پر زړه واکمنه شوى و،چې د بل چا مينې ته يې اجازه نه ورکوله . سعيد په يو څه ځنډ وويل : زه بايد ژر تر ژره کوفې ته ولاړ شم ؛خو نه پوهېږم،چې پرعبدالله به څه شوي وي ، آيا ته ترې خبر نه لرې ؟ خولې د سعيد پرخبره ځان نانگاره کړ او پر جامو سنډلو یې لاس پورې کړ، گواکې په اړه يې څه ويل نه غوښتل ؛خو سعيد فکر وکړ،چې خولې يى خبره نه ده اورېدلى؛نو خپله پوښتنه يې بیا وویله. خولې وويل : له راتلونکي يوازې خداى خبر دى . سعيد پر دې ځواب قانع نشو او ويې ويل : د عبدالله په اړه،چې څه خبر هم لرى راته يې ووايه. خوله : دومره خبره یم،چې عمروعاص حکم کړى،چې نن ګهیځ وختي دې د حضرت علي ټول ياران ووژل شي،له دې ټولو خبرو سربېره بیا هم څوک له پایه خبر نه دي .

پر دې خبره د سعيد رنگ واوخوت او زړه يې پر درزار شو او ويې ويل : خولې ! څه دې وويل : آيا عبدالله به هم ووژني ؟ اوس به څه کوو؟ خوله : کارونه دې خداى ته وسپاره او ما وبښه،چې تر دې زياته درسره نه شم پاتې کېدلاى ؛ځکه که پلار مې خبر شو؛نو ژوندۍ به مې پرينږدي او سعيد! دلته دې ژوند په خطر کې دې او بايد ژر تر ژره له فسطاط څخه ووځې.سعيد د خولې په خبرو کې راودانگل او ويې ويل : څرنگه له ښاره ووځم ؟ څرنگه عبدالله پرېږدم،حال دا چې هغه به ووژني ؟هغه مې د تره زوى دى او له وروره راباندې ډېرگران دى څه وکړم ؟

خوله : څه مو هم له لاسه نه کېږي؛خو دومره پوهېږم،چې د يو غم زغمل تر دوو آسان او غوره وي، وخت تنگ دى او د عبدالله د خلاصون لپاره لارې چارې لټول بى ځايه کار دى اوهسې خپل وخت تویول دي او د خداى تقدير دى،چې هغه نن شپه ووژل شي اوس هم شپه له نيمي اوختى ده.

خولې دا وويل او چوپ شوه ، سعيد وويل : آيا ستا په نظر ښه به نه وي،چې عمروعاص ته ورشم او خبر يې کړم ،چې د ځان خيال وساتي او ددې خبر پر وړاندې ترې د عبدالله آزادي وغواړم. خوله : کېداى شي،چې پر دې خبره خوشحاله شي او عبدالله خوشې کړي او کېداى شي،چې پر تا بدگومانه شي او تا هم ونيسي او د عبدالله سزا د روژې تر اوولسمه پورې وځنډوي ،چې وويني خبره دې سمه و او که نه او که عمروعاص ته څه راپېښ نشول ؛نوهم به تا او هم به عبدالله ووژني او ايا ته ډاډمن یې، کوم سړي،چې د عمروعاص د وژلو لپاره ملا تړلې وبه کړاى شي،چې پر ټاکلي وخت خپل کار ترسره کړي؟او دا شونې ده که هغه سړى خبر شي،چې عمروعاص د خپلې وژنې له نقشې څخه خبرشوى؛نو له خپلې ارادې به لاس واخلي؛نو پايله به يې دا وي،چې تا به پخپلو لاسونو ځان ته قبر کنلې وي، نظر مې دا دى،چې داخبره ماته راوسپارى ؛ترڅو يو لار ورته پيدا کړم اوبې له دې،چې پلار مې خبر شي،د عمروعاص غوږونو ته دا خبره ورورسوم؛خو ته مخکې تر دى،چې وخت دې له گوتو ووځي مخ په کوفه شه او ژر تر ژره ځان هلته ورسو،ه زه هم تر دې زياته نشم کړاى،چې درسره خبرې وکړم او مخکې تر دې،چې پلار مې راباندې خبرشي،زه بايد خپل کور کې ووسم. ته هم همغې کلا ته ولاړ شه او راته په تمه شه،چې له یوې قصې دې خبر کړم او تر تلو مخکې دې له تنه دا ښځينه جامې راوباسه او په نارينه جامو کې هلته ولاړ شه ؛ځکه دهغې کليسا مشر تا پېژني،چې درباندې شکمن نشي .

خولې تر دې خبرو وروسته ژر ځان کور ته ورساوه ؛خو د سعيد زړه چېرته کېده،چې له خولې څخه بيل شي او زړه يې غوښتل،چې ورسره نور هم ووسي. چې خوله ولاړه هغه هم بى واکه او سرگردانه روان شو،چې ناڅاپه يې ځان د فسطاط له ښاره بهر د يو نېر په غاړه کې وموند . تپه تياره وه،سعيد يوه شېبه هلته ودرېد او د عبدالله پایلې په چرت کې شو،يو ځل بيا ورته قطام او ورسره کړې ژمنه ورياده شوه، ذهن ته يې راغلل،چې ګهیځ شوى او عبدالله او نور به يې د وژنې ځای ته وړي وي،زړه نا زړه و،چې کوفې ته ولاړ شي او اميرالمومنين حضرت علي بچ کړي او که ځان عمروعاص ته ورورسوي ؟ او د معلوماتو د ورکولو پر وړاندې ترې دعبدالله آزادي وغواړي.په همدې فکرونو کې ډوب روان و،هغه ته د مسلمانانو په لاس ددې نېر د جوړولو نېټه ورياده شوه او له نن سره يې پرتله کړه،چې څرنگه مسلمانان پخپل منځ کې ډلې ډلې شول او د خپلو خلفاوو د وژلو لپاره يې ملا تړلې ده او په تېره بیا د اميرالمومنين علي بن ابى طالب وژل،چې د پېغمبراکرم(ص) د تره زوى او د اسلام تر ټولو باتقوا،ننگيالى،جنگيالى او ميړنى بولندوی دى او گناه یې دا ده،چې د خداى کتاب تائيد او رواجوي . ددې خبرو په رايادولو يې مرۍ ټپه شوه او اوښکې یې روانې شوې ، حيران و او نه پوهېده،چې د عبدالله پر بندي توب وژاړي او که د اسلامي ټولنې پر شېندنې او ډلې ډلې کېدنې او که پر خپلو بدمرغيو،چې د فسطاط ښار ته يې راښکلې دی. ناڅاپه يې نېر ته وکتل او ويې ويل : ته همغه نه يې،چې دویم خليفه (رض)دې د کنلو حکم کړى و؟ ستا په همدې اوبو قسم وي،چې درکې روانې دي،راته ووايه ! آيا هغه وخت ،چې د خطاب زوى ( حضرت عمر) ستا د کنلو حکم وکړ؛نو څه پوهېدى،چې نن به مسلمانان پر دې حالاتو ککړ شي او پکې به دومره اختلاف او بيلتون را پيدا شي ؟خلک د خليفه د وژلو لپاره نقشې اوباسي او غواړي،چې اسلامي هېوادونه وويشي؟ آيا هغه ورځ،چې عمروبن عاص د نيل سيمى ته راغى او د بابل کلکه کلا يې کلابنده کړه ؛نو ذهن ته دې راغلي ول،چې مسلمانان په خپل ديني ورور پسې توره راوباسي او محمد بن ابى بکر به تر ټوټه ټوټه کولو وروسته په اور کې لو لپه کړي او بيا به په ټګۍ برګۍ ،خلافت د پېغمبر اکرم(ص) د تره د زوى له منګولو راوباسي.د مدينې ښار،چې د رسالت او خلافت پلازمېنه و ،وويشل شي اوناپوهان پرې واکمنان کړاى شي ؟ خدايه ! دا څه دي ، چې زه يې وينم. کاش،چې مړ شوى واى او د اسلامي ټولنې دا حالات مې پر سترگو نه واى ليدلى.ابورحابه! څومره نېکمرغه يې، چې هډوکې دې په قبر کې دي او اروا د خداى د رحمت په تمه ده او زه بېوسه ستا تر مرگ وروسته سرگردانه يم،لار مې ورکه کړى، په ډول ډول خيالونو کې ډوب يم او نه پوهېږم،چې پایله به مې څه وي،کوفې ته ولاړ شم او په حقه حضرت علي بچ کړم او که دلته پاتې شم،چې پر عبدالله به څه راځي ؟

دا مهال يې له لرې يوغږ واورېد،د غږ په پلو روان شو،په حېرانتيا يې هغه ځاى ولید،چې د نيل له لوي سیند سره نښتى و،يوه لويه کښتۍ یې وليده،چې ځينوغلو هم پکې يو له بل سره په کلاره خبرې کولى او هڅه يې دا و،چې څوک یې و نه پېژني. دا چې د سعيد ښځينه جامې پر تن وې؛نو ‏ووېرېد، چې که څوک یې پر دې بڼه وويني؛نو پرې شکمن به شي؛نو يوې ونې ته وروخت او په ښاخونو او پاڼو کې يې ځان پټ کړ او په ځير په ننداره شو،يوه ډله،چې شمېر يې له شلو تنو ځنې اوختى و ،نور خلک يې په زنځيرونوکې کلابند راروان کړي وو. يو بنديوان وپوښتل: چېرته مو وړي ؟ ښايي هوډ لري،چې په دې سيند کې مو لاهو کړي.يو سرتیري هغه پرسپيړه وواهه او ويې ويل:تاسې تر دې هم د سخت غذاب وړ یاستی؛ځکه ظالم او شرور انسانان ياست،چې د حضرت عثمان د قاتل پلويان شوي ياست. يو بل بندي وويل : داهم د عمروعاص کارونه دي،چې بى گناه خلک بندي کوي او وژني یې آيا دومره ورته بسیا نه و،چې پخپله ټګۍ برګۍ يى خپل بادار معاويه ته خلافت گوتوته راووړ،چې نن غواړي، د حق ياران او پلويان په اوبو کې لاهو کړي؟ آيا د دې کارونو له امله له خدايه نه شرمېږي؟ آيا له دې نه وېرېږي،چې د قيامت پر ورځ به د کړو ځواب ورکوي ؟ يو سرتیري وويل : دنده راکړل شوى،چې تاسې د روضه ټاپو ته یوسو،چې هلته ووسېږئ .

سعيد پوه شو،چې دا بنديان د حضرت علي پلويان دي،چې په عين الشمس کې نيول شوي دي او ډاډمن شو،چې عمروعاص دهغوى د لاهو کولو حکم کړى دى ؛نو پربدن يې رپ کېناست او غوښتل يې،چې له ونې راکوز شې او ورسره مرسته وکړى؛خو توره يى نه درلوده او وېرېده،چې له وسلوالو سرتېرو سره بې وسلې مخامخ نشي؛نو پخپل ځاى کې ودرېد،چې کېداى شي په بنديانو کې دعبدالله غږ واوري او يا دا،چې پخپله يې وويني؛خوله بده مرغه دومره تپه تيار و،چې بيخي څېرى پکې نه پېژندل کېدلې . څو شېبې وروسته سرتېرو بنديان په يوې کوچنۍ ‏بېړۍ کې کېنول او روان شول،سعيد سره له دې،چې غوښتل ورسره مرسته وکړي؛خو دا چې يوازې و؛نو زړه یې ونه کړ،چې ورمخکې شي.سعيد په هغه ځاى کې دومره پاتې شو،چې د نيل په سيند کې يې بېړۍ له سترگو ورکه شوه .له ځان سره يې وويل ،چې که عبدالله هم په دې بنديانوکې وي؛نو د کبانو خوراک به شي.سعيد يو شېبه صبر وکړ او د خپل ځان او ورور پر حال يې وژړل او ځان يې ملامتاوه،چې آيا دا سمه ده، چې انډيوال او ورور مې وژلو ته يوړل شي او زه ورسره مرسته ونه کړم ؟ اى وېروندونکیه!اى خاينه! له دى ژونده خو مرگ ښه دى ،چې يو انډيوال دې له دوستۍ بلهار یا قرباني شي . که زما لپاره نه و؛نو کله به هم دې سيمې ته نه و راغلی او په دې مصيبتونو کې به نه و راگېر شوى. سترڅښتنه! ؛نو زما دا ژوندي پاتې کېدل څه گټه لري؟نه !! زه تر عبدالله وروسته د ژوند وړتیا نه لرم،غوره به دا وي،چې زه هم ځان په اوبو کې لاهو کړم ،ښايي د عبدالله له اروا سره وګورم او مړي مو يوځاى له اوبو راوباسي.

په دې همدې فکر د نيل د سيند په پلو روان شو،چې ځان په اوبو کې لاهو کړي،چې يو دم ورته اميرالمومنين حضرت علي او ورته راپېښېدونکې خطرى وريادې شوى؛نوله ځان سره يې وويل : که ځان ووژنم ؛نو حضرت علي به مې هم له ځان سره وژلی وي اوپه حقيقت کې زه به دهغه قاتل يم.

ځکه که و مې نشو کړای،چې ځان کوفې ته ورسوم او حضرت علی د ابن ملجم له دسیسې څخه خبر نه کړم؛نو ابن ملجم به هرو مرو حضرت علي پر هغه زهرجنې توره ووژني. اوف! اې خولې! ژمنه دې څه شوه،چې د عبدالله د ژغورنې لپاره دې راسره کړې و؛خو ته په دې کې ملامته نه یې؛ځکه نه پوهېدې،چې دا جنایتکاران به تر صبا ګهیځ پورې هم صبر و نه کړي او تر لمر راختنې مخکې به یې په نیل کې لاهو کړي،چې دا هم د عمروعاص د ناځوانمردۍ له کارونو څخه دي؛خو په پاې کې به هغه ووژل شي، کاش،چې عمروعاص مې دهغ د وژل کېدو له دسیسې خبر کړای وای،چې په انعام کې یې عبدالله راخوشې کړی وای؛خو افسوس ،چې وخت تېر شوی او پر تېر شوي وخت باید خواشیني ونشي.

سعید غوښتل خپل هغه پخواني ځای ته ورشي،چې پرې ناست و، په همدې وخت کې یې لرې څخه تور څه ولیدل،چې د ده په لوري راروانه ده، وېرېد او ځان یې دفاع ته چمتو کړ، چې رانږدې شوه ویې لیدل،چې ښځه ده او دې شپې پر دې مهال د ښځې پر لېدو حېران شو؛خو چې ښه ځیر شو ویې لیدل،چې خوله ده. د سعید زړه پر درزار شو او له ډېر شرمه یې سر لاندې نیولای و،چې دې شپې په دې وخت کې پېغله دلته راغلې او په زړه کې یې پرې افرین ووایه، ورمخکې شو او پر نامه یې ورته غوږ کړ او خولې یې هم غږ وپېژنده. خولې ورته وویل،چې عبدالله څه شو؟ سعید چې غوښتل ځواب یې ورکړي؛نو په ژړا شو. خولې ترې په ارام غږ وپوښتل: دلته دې څوک و نه لیدل؟سعيد: هو!حکومتي سرتیري ‏مې وليدل،چې بنديان يې په بېړۍ کې يووړل.خوله : هغوى اوس چېرته دي؟هغوى يې چېرته يووړل ؟ آيا عبدالله دې پکې وليد؟ سعيد: هغوى په بېړۍ کې کېناستل او ولاړل؛نور پوه نشوم،چې عبدالله پکې و او که نه؛ځکه نه مې دهغه غږ واورېد او نه مې وليد. خوله : يقين لرم،چې عبدالله هم په هغوى کې و. اوس به څه کوو؟ فکر مې نه کاوه،چې عمروعاص به هغوى دومره ژر ووژني ؛ولې دې له هغوى دفاع ونکړه؟ سعيد،چې له شرمه ډوب شوى و،ويې ويل : زه پوه نشوم،چې عبدالله هم په هغوى کې دى او که په فرض پوه شوى واى،چې عبدالله هم په هغوى کې دى؛نو له هغوى مې نشو راخلاصولای ؛ځکه هغوى په وسله سمبال ول او زه بې وسلى وم .

خوله يوه شېبه چوپ شوه او بيا يې وويل : ډېرښه دې وکړل ، چې ځان دې په خطر کې وانه چاوه؛ځکه چې تر ډېره زیاته مهمه دنده در په غاړه ده اوهغه هم کوفې ته تلل دي او حضرت علي د ابن ملجم په کيسه خبرول دي. سعيد: څه ددې لامل شول،چې ته دلته راشې؟څرنګه دهغوى له راوتو خبره شوى ؟خوله : زه د خپل يو مريي له لارې خبره شوم ، لومړى مې هوډ وکړ،چې عمروعاص دهغه د وژلو له خبرې خبر خبرکړم ،چې د عبدالله په وژلو کې بيړه ونه کړي؛خو ناڅاپه مې مريې راغې او راته يې وويل : د علي ياران يې يووړل،چې د نيل په سيند کې يې لاهو کړي؛ځکه عمروعاص وېرېده،چې خلک د علي د يارانو له نيولو خبر نشي او کوم جنجال ورته جوړ نشي او يا دا،چې خلک ورپسې راپورته نشي او بې له نيول شويو کسانو د فسطاط په ښار کې د حضرت علي نور ياران هم ول او ما هم ،چې کله دا خبره له خپل مريي څخه واورېده؛نو بې ځنډه مې ځان دلته راورساوه ،چې بچ کړې دې وي؛خو بخت مې راسره ياري ونه کړه. افسوس اى سعیده ! انسان به د دې ظالمانو له لاسه څه وکړي، له عمروعاص سره د خدای پوه شي،چې حکميت یې په چل ول له حضرت علي وگټه او د ابوموسى اشعري د کم عقل توب او ساده توبه یې ناوړه گټنه وکړه،خلافت یې د حق له لارې کوږ کړ؛خو عمروعاص به هم څوک ژوندى پرېنږدي.

بيا خوله،سعيد ته ورنږدې شوه او ويې ويل : دا،چې موږ عبدالله له لاسه ورکړ، دا راته سترغم دى؛ځکه هغه يو مېړنې ځوان و،چې له خپلو ګروهنو بلهار یا قربان شو،هیلمنه یم ،چې دعبدالله له لاسه ورکولو دغم د رغونې یا جبران لپاره حضرت علي له خطره وساتو؛نو غوره به دا وي،چې ته ژر تر ژره ځان کوفې ته ورسوى او د کوم کار لپاره،چې دلته راغلی وى، ترسره یې کړې ،گوره پام دې اوسه،چې وخت دى له گوتو ونه وځي.

نننۍ شپې سعيد خورا زيات وېرولې و او چې د خولې دى مړانې ته يې کتل ؛نو په زړه کې يې ورته نوره هم مينه زياته شوه.خولې بيا سعيد ته وکتل او ورته يې وويل: سعیده! پوه شه،سره له دې،چې پوهېدم کېداى شي نن شپه ووژل شم ؛خو بيا هم د خپل پلار له کوره راووتم او راغلې يم،چې درته ووايم ،چې ژر تر ژره کوفې ته ولاړ شه او زه به هم ستا تر تلو وروسته ژر تر ژره کور ته ولاړه شم او پلار ته به مې يوه پلمه راوړم ،چې چيرته وم ، اوس دې په خداى سپارم او زه به درته يو چابک اوښ او يو خپل مریې درسره کړم ،چې تر کوفې پورې درسره شي .

سعيد د خولې دې بېړې او نقشې ته ګوته په خوله ودرېد او ويې نشو کړاى،چې ورسره مخالفت وکړي او ويې ويل : ډېر ژر به ورځ شي؛نو که کېداى شي مریې دې له اوښ سره راته راولېږه.زه هم د مقطم د غره په لور روانېږم.خوله : ولاړ شه ،مريې به هم درورسي؛خو بيا هم درته وړاندیز کوم ، چې ګوره،چې وخت دې له گوتو و نه وځي،گوره،چې ابن ملجم تر تا مخکې کوفې ته ونه رسي.

دا يې وويل او خپل لاس يې رامخکې کړ او د سعيد لاس يې په خپل لاس کې راونيو،سعيد،چې د خولې لاس پخپل لاس کې وننګېره؛نو ووېرېد او یوه شېبه يې ځان په بله نړۍ کې وننګېره،چې بې له وفا او خوږلنۍ پکې څه هم نه ليدل کېدل، بيا په خود کې شو او هغه مهمه دنده وریاده شوه،چې ور په غاړه؛خو اوس هم پر قطام مين و،له ځان سره يى فکر وکړ ،چې خپله دنده يې سرته ورسوله کله به هم خوله هېره نه کړي؛ځکه په زړه کې يې ورته ځانگړې ځای مقام درلود ؛نو ويې وويل : هیلمن یم،چې تل مې پخپلو دعا گانو کې ياد کړې .خوله،چې ډېره اوښياره و د خپل ښځينه حس له مخې پوه شوه او په ځواب کې يى ورته وويل : زه ولاړ شه او ډاډمن اوسه،چې زه به په هر ځاى کې درسره يم که څه هم په ښکاره له تا لرې او په فسطاط کې يم؛خو هیلمنه یم ،چې حضرت علي د ظالمانوله لاسه خلاصون پيدا کړي او خلافت خپل سم ځای ته راستون شي او موږ هم سره يو ځای شو.

د خولې له دې خبرو څخه د سعيد پر زړه د عشق او مینې باد ولگېد او همدا،چې غوښتل يې څه ورته ووايي؛نو خولې خداى په اماني وکړه او ويې ويل : ډاډمن اوسه ،چې يو ساعت ورسته به د مقطم د غره ترغاړې زما مریې له يو اوښ سره له تا سره وي.

دا يې وويل او د سترگو په رپ کې له سعيده لرې شوه او کله ، چې سعيد ځان ته پاتې شو؛نو د نيل سيند هغه لوري ته يې مخ کړ،چې د حضرت علي ياران يې په بېړۍ کې پکې وړي ول او بيا يې سوړ او دردناک اوسيلى وويست او ويې ويل : زما مهربان ملگريه او وروره ! په خداى مې سپارلی یې،څومره نېکمرغه يې،چې ځان دى د اميرالمونين حضرت علي له مينې بلهار یا قربان کړ او عزتمن او پتمن له دې دنيا ولاړى او د خداى درگاه ته به هیلمن او په خندا ورحاضر شې ؛نو ما ته هم دعا کوه،چې له خداى سره په داسې حال کې ووینم،چې پر دې ظالمانو برلاسی شوى يم . بیا د مقطم غر ته روان شو او چې هلته ورورسېد؛نو تر اوسه لا رڼا شوى نه و او ويې ليدل ،چې د خولې مریې له اوښ او د سفر له وسايلوسره ورته په تمه دی.

اوس به سعيد دلته پخپل ځاى پرېږدو او تاسې ته دې ياد وي ،چې سعيد کوفې ته روان شو او ور به شو هغه چالاکې او ښکلې قطام ته ،چې سعيد ته يې بيا څه ليټۍ پخ کړى ده.   مخکې مو ولوستل،چې قطام خپل مریې ريحان عمروعاص ته رالېږلى و،چې عبدالله اوسعيد پرې ونیسي. ريحان ،چې ولاړ؛نو قطام، لبابې ته وويل : کوم خبره چې زما مريي عمروعاص ته ور وړى؛نو د سعيد اوعبدالله مرگ پکې حتمي دى؛خو اوس تر ټولو مهم کار دا دى،چې ځان پوه کړو،چې چا د علي د وژلو لپاره ملا تړلى او کله چې مو هغه وپېژند؛نو هغه بايد دې کار ته راوهڅوو او پوه يې کړو،چې زما ټول ټبر په دې کار کې ستا تر شا ولاړ دى .   لبابې په کړس کړس وخندل او ويې ويل : دا خو څه کوم ستونزمن کار نه دى،په مکر او حيلو کې خو ستا مریې تر تا هم يو دوه گوتې مخکې دى ډاډمنه اوسه چې مریې دې راستون شو؛نو د علي د قاتل له اصل او نسبه به دې ډېره ښه خبره کړي او دهغه راهڅول هم داسې دي،چې که يو ځل يې ستا په ښايست سترگې ولگېدى؛نو په ټکه به درپسې لېونې شې او بيا ،چې ترې هر څه غواړې؛نو په سترگو به يې درته وکړي او په هغه وخت کې يوازينې کار دا دى ،چې هر کله دې وليد ورته ووايه،چې که علي دې وواژه؛نوسملاسي به درسره واده وکړم ،آيا ته بې له دې کوم نظر لرې ؟ قطام : ترورې! آفرين دې پر تا وې! زه ډېر ښه کړاى شم،چې هغه په ځان پسې یې ليونې کړم او د واده ژمنه ورکړم او پيدا کول يې هم کوم ستونزمن کار نه دی؛ځکه،چې کله هم د علي د وژلو لپاره کوفې ته راغى؛نو خپلوان به مې هرو مرو دهغه له راتگه خبره کړي او چې هغه مو وپېژنده ؛نوهر څه به سم شي .

لا د روژې مياشت نه و راغلې او ټول کوفيان په دې هیله ول،چې حضرت علي ته څه راپېښېدونکي دي او يو بل ته به ،چې ورسېدل؛نو يو بل ته به يې دا خبره کوله. د کوفې اوښيارخلک پوهېدل،چې د حضرت علي له دې دومره دښمنانو سره هره پېښه راپېښيدلاى شي؛خو خبره دا و،چې چا ترهګر نه پېژنده؛خو له دې ټولوخبرو سربېره زیاترو خلکو پر دې خبرو باور نه درلود او دا خبرې يې ډنډورې بللي. د روژې میاشت په نيمايي شوه؛خو څه خبره ونشوه،قطام له ځان سره فکر وکړ،چې ترهګر د کار له ستریا وېرېدلي او له خپل نيته اوښتی؛نو د ناچارۍ له مخې د خپل مريي په تمه شوه،چې کېداى شي کوم نوى خبر ورته راوړي ؛خو تر اوسه لا ريحان نه و راستون شوى. همدا،چې د رمضان د مياشتې پنځمه شوه،قطام د ور د ټکېدو غږ واورېد. لبابه،چې د شپې به له قطام سره اوسېده ،راپاڅېده او وره ته ورغله، ور يې،چې خلاص کړ ،ريحان يى وليد،چې اوښ يې له پړي نيولى ولاړ دی .ريحان د لبابې لاس ښکل کړ او د سفر په جامو کې د قطام خونې ته ورغی،چې قطام، ريحان وليده ؛نو ورته ډېره خوږه موسکۍ شوه ،چې دې موسکا د ريحان له تنه ټوله ستړيا وويسته،ريحان په گونډو شو او د قطام لاسونه يې ښکل کړل . قطام : په دې توره قواره کې دې د خوشحالۍ او بریا نښې وينم ،ژر قصه کوه.ريحان : ستاسې په حکم له دې ځایه په بيړه د فسطاط ښار ته ولاړم او د سعيد او عبدالله له ورسېدو يوه ورځ مخکې هلته ورسېدم ژرعمروعاص ته ولاړم او د دوى دواړو د راتگ او په عين الشمس کې د علي د يارانو په ټولنه مې خبر کړ. د عمروعاص کسان عين الشمس ته ولاړل او د علي ټول ياران يى ونيول؛خو سعيد په نيول شويو کسانو کې نه و؛خوعبدالله ونيول شو .قطام : د علي پلويان څو تنه وو؟ ريحان : څه د پا سه شل تنه ول،چې عبدالله هم په هغوى کې و .قطام : سعيد څه شو؟ ريحان:خيال کوم،چې پرهغه ورځ سعيدعين الشمس ته نه و تللى؛نو ځکه خو ونه نيول شو . قطام : بنديان یې څه کړل ؟ پرهمغه شپه يې د نيل په سيند کې لاهو کړل .

قطام يوه شېبه خوشحاله شوه؛خو وروسته یې بيا څېره رامړاوى شوه . لبابه يې پر تندي پوه شوه او ورته يې وويل : ولې توره او غمجنه شوى ؟ قطام : دغم لامل مې د سعيد ژوندي پاتې کېدل دي وېرېږم،چې ټوله هڅه مو پر سيند لاهو نه کړي . لبابه : له سعيده مه وېرېږه هغه يو ساده ځوان دى،چې ډېر ژر غولول کېږي او زموږ جادو هم پرى اغېز کړای شي ؛خو دهغه پر خلاف عبدالله يو هوښيار اوتکړه ځون و. د خداى شکر،چې له هغه يې خلاص کړو. قطام : رښتيا دې وويل ؛خو خبره نه يې،چې سعيد دهغى درې تنو له دسیسې خبر دی، چې په مکه کي يى قسم خوړلى دى ؟ وېرېږم،چې که کوفې ته راستون شو هر څه علي ته ونه وايي او علي هم د خپل ځان د ساتلو لپاره ملا وتړي او زموږ ټولې هڅې او هاندې خاورې اېرې شي . لبابې له يوې شيبې چوپتيا وروسته ريحان ته وويل : آيا هغه سړې دې وپېژنده،چې د علي د وژلو لپاره يې ملا تړلې ؟ريحان :هو! هغه د بني مراد له ټبره دى نوم يې عبدالرحمن بن ملجم مرادي دى. [ د مسعودي د وينا له مخې قطام د ابن ملجم د تره لور و.][1]. لبابې،چې د ابن ملجم نوم واورېد؛نو هکه پکه شوه او ویې ویل : تېروتې خو به نه يې آيا هغه سړى په رښتيا هم ابن ملجم دى ؟که داسې وي ؛نو کار مو ډېر زيات آسان شو. قطام : آيا هغه پېژنې ؟ لبابه : ډېر ښه يې پېژنم،هغه د يو لوى ځيگرڅښتن دى او ډېر کم دهغه غوندى پيدا کېږي او که په رښتيا يې داسې هوډ نيولى وي ؛نو قطام پوه شه،چې د زړه مراد ته دې ورسېدى ؛ځکه هغه په ښايسته ښځو پسې مړ دى او د ښکلو ښځو د خوشحالولو لپاره هر کار ته چمتو دى او يقين لرم،چې که يو ځل يې سترگې پر تا ولگېدې؛نو په ټکه به درباندې میین وي. قطام ريحان ته وويل : آيا تر راتلو مخکې دې وليده ؟ ريحان : هغه مې ونه ليده ؛خو وامې ورېدل،چې کوفى ته راغلی دى اوهمدا،چې راورسي؛نو يقين لرم،چې هرو مرو به ستا له خپلوانو سره په اړیکه کې شي. قطام : ژر مې ټول ټول ټبر وپوښته،چې داسې کوم سړى خو یې نه دى ليدلى ؟ او ژر تر ژره يې خبر راته راوړه؛خوهغه سړى ښايي پر دې پوه شي،چې ته زما له اړخه ورپسې گرځې. ريحان ولاړ،چې جامې بدلې کړي او د قطام د حکم د پلي کولو لپاره ووت .لبابه هم ورپسې ورووته اوهغه يې د کجورې د ونې لاندې راونيو او ورته يې وويل ، چې هغه سړى دې وليده ؛نو ورته ووايه ، چې ترور دې لبابه درته په تمه ده او درسره يو اړین کار لري او غواړي،چې ژر تر ژره دې وويني او همداسې ورته ووايه ،چې زه د قطام په کور کې يم او په خبرو کې يې هرو مرو د قطام له ښايسته خبر کړه ؛ځکه زموږ ټوله او اصلي موخه به دا وي او ورته ووايه ،چې لبابه ترور دې کړاى شي،چې ورسره دې د واده لارې چارې برابرې کړي او ريحانه! پر تا پوره يقين لرم ، چې دا دنده به ښه توگه سرته ورسوې.ريحان مخکې شو او له بڼه ووت.

له لبابې سره د ابن ملجم کتنه

لبابه په پوره ډاډ قطام ته راغله او ويې ويل : د شک پکې څه ځای نشته،چې موږ به د خپل زړه مراد ته ورسو،علي به ووژل شي او د زړه کينه دې به ډېره ژر سړه شي ؛خو قطام همغسې چوپ و، گواکې د يو مهم چار په اړه یې فکر کاوه، لبابې وپوښتله : څه شوي،چې پرېشانه ښکارې؟ قطام : ترورې وېرېږم . لبابه : له څه وېرېږې ؟ قطام : له سعيد څخه ؛ځکه ريحان راته وويل ،چې هرو مرو به یې د ابن ملجم نوم اورېدلې وي اوهم به د توطيې له وخته خبر وي؛نو هغه به علي ته خبر راوړي او د هڅو او هاندو کاسه به مو پر خاورو ايرو کړي. لبابه:نو څه دې خیال دی؟ قطام : په دې اړه باید په دقيق ډول فکر وکړو،مخکې تر دې،چې څه راپېښ شي.لبابه: په مغزو کې دې څه دي؟ قطام : ټوله هڅه مو باید دا وي،چې هغه (سعيد) علي ته ور ونه رسي؛ځکه هغه کوفې ته رارسېدونکی دی. لبابه: دا خو څه دومره سخت کار نه دى،ريحان په له ښاره بهر ولېږو،چې ښار ته د سعيد له راننووتو مو خبر کړي او يا دا،چې ورته ووايي څومره راباندې گران دى او څه په چل ول یې راته راوړي او زه يقين لرم ،چې کله ورته ستا مينه ورياده شي؛نو هر څه به ترې هېر وي او ستا په لوري به راشي او چې راغى ؛نو يا پخپله خوښه او يا به يې په زور دلته ايسار کړو، اوس وايه ،چې نظر دې څه دی ؟

قطام : خبره دې په گل بدله؛خو اوس د روژې پنځلسم دى او د وژنې ورځې ته يوازې يوه ورځ پاتې ده ؛نو بايد ژر تر ژره يوکس له ښاره بهر ولېږو،چې يا يې ښار ته د راننووتو مخه ونيسي او يا يې دلته راوړي؛ځکه ريحان مو خپلوانو کره د يو کار لپاره تللى دى او په راستنېدو کې يې لا وخت شته دى. لبابه : دا کار ما ته وسپاره،زه همدا اوس په ريحان پسې ځم ، له ښار یې بهر ولېږم او پخپله به د ابن ملجم په لټه کې شم ،پيدا کول يې راته ډېراسان دي؛ځکه له پخوا نه يې پېژنم .

لبابې تر دې خبرو وروسته تربوزک وواهه او همسا په لاس یې د ځوانانو غوندې ولاړه.همدا،چې قطام ځان ته شوه ورياد شول ، چې د علي د وژلو لپاره يې څومره سختۍ گاللي ، څومره دسیسې او نقشې يې ايستلي او دا،چې ريحان يې    لېږلى و، ډېره خوشحاله وه؛نو که سعيد کوفې ته په رارسېدو کې وځنډېد او لبابې هم ابن ملجم پيدا کړ او وکړاى شم،چې د خپل ښايست پر جادو يې راکابو کړم؛نو د خپل زړه مراد ؛يعنى د ورور او پلارغچ به مې اخستى وي ؛خوکله به يې چې ماغزو ته د داسې کار کونې خیال راغی؛نو ويرې او وحشت به پرې برید وکړ؛خو بلخوا له علي څخه د غچ آخستلو مينى ورته هرڅه اسانول؛خو کله به يې چې بيا خپلې نقشې پخپل ذهن کې تکرارولى؛نو د دې احتمال به يې ورکاوه،چې کېداى شي ريحان،سعيد و نه ويني او سعيد له بلې لارې ښار ته راننوځي او علي ته ورشي او له هر څه يې خبر کړي؛نو یو ځل بيا به پرې وېره کېناسته او د ليونو په څېر به کله د خونې دې ګوډ ته او کله بل ته تله راتله،چې د لبابې خونې ته ولاړه او د راستنېدو په تمه یې شوه،چې په ګډه په دې اړه سره سلا وکړي او له دې،چې ددې احتمال په نظر کې له نه نيولو پرته يې لبابه لېږلې و، ډېره پښېمانه و د خپگان د زياتوالي له امله له کوره ووته او د کجورو بڼ ته ورننووته. لمر د آسمان منځ ته رارسېدلى و، تر ونو لاندې پوره سیورى و او پرهغه کال ( څلويښتم هجرى کال ) د روژې مياشت په ژمي کې راغلې و او پرهغه ورځ چې قطام د کجورو بڼ ته راننووته؛نو آسمان شين و هوا ډېره ښايسته و او هر انسان غوښتل،چې د ژمي له دې لمره گټه واخلي. قطام د کجورو له بڼه لرې شوه او هغې ځای ته ورغله،چې نېر پکې و،خپل شاوخوا ته يې ( د چينډخو او مرغيوغږونو) هيڅ پام نه و او پخپلو خيالونو کې ډوبه و، هغه تقريباً هلته يو ساعت ګرځېده راګرځېده،ترڅو، د لمر تودوښه کمه شوه ؛نو هوډ یې وکړ،چې خپل کور ته ستنه شي،د راستنېدو پر مهال يې د يوې ډلې غږ واورېد ،چې يو له بل سره خبرې کوي،د يوې ونې د ډډ شا ته پټه شوه، ودرېده او ورته ځیر شوه، له وريه ورته دوه سيوري ښکارېدل،چې راروان دي؛خو چې را نږدې شول ويې ليدل،چې لبابه له یو سړي سره راروانه ده. قطام له خپل زکاوت او هوښيارتوب له امله پوه شوه،چې دا پردى سړى ابن ملجم دى،بې ځنډه کورته ننووته تربوزک يې وواهه او د ميلمه په خونه کې ورته په تمه شوه .

[1] فروغ ولایت،چې له مروج الذهب (۲/ ۴۲۳) څخه یې رانقل کړي دي

له قطام سره د ابن ملجم ليدل

ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې لبابه په خندا خونې ته راننووته،قطام هم پر ورين تندي ورته ښه راغلاست ووايه اوهغه يې پخپل څنگ کې کېنوله،لبابې وويل : مخکې تر دې ،چې کېنم اجازه راکړه ،چې يو ميلمه خونې ته ننباسم،چې ستا د ښايسته مخ د ليدو لپاره راغلی دى. قطام :تا ته او څوک ،چې درسره دي د زړه له کومې ښه راغلاست وايم،ميلمه خونې ته راوړه. لبابې غږ کړ: عبدالرحمنه! راننوځه. خبرې یې لا پای ته نه وې رسېدلى،چې ،يو دنګ او ډنگر اندامه سړى ،چې کمه ږيره يې هم درلوده او حال دا چې له سترگو يې شررات راورېده، پگړۍ يې وهلې و او څادر یې له ځانه را تاو کړى و او په څېره کې يې د سفر ستړيا معلومه و، څپلۍ يې وويستلې،سلام يى واچاوه او خونې ته راننووت. قطام يې د سلام ځواب ورکړ،پر ورين تندې يې ترې هرکلې وکړ. عبدالرحمن یې مخې ته پلتۍ ووهله او خپله توره يې پخپله پښه کېښودله او دهغې له دې حالته داسې معلومېدل،چې دا توره ورته خورا ارزښت لري. قطام پر خبرو شوه او ويې ويل : زموږ گران ميلمه د کوم ټبر دى؟ ابن ملجم : د مراد له ټبره يم. قطام : څومره د ښه ښایست خاوند ېې . لبابه : عبدالرحمن بن ملجم د قرآن له مشهورو قاريانو ځنې دى،چې قرآن يې له (حضرت) معاذ بن جبل څخه زده کړى. هرو مرو به دې یې نوم اورېدلى وي. قطام پر رسېدلي غږ وويل : ترورې ته خو مې له حاله ښه خبره يې،ښه خبره يې،چې دې ستونزو راته ماغزه خراب کړي دي،ټول فکر او ذکر مې د ورور او پلار وژل کېدل او دهغوى له قاتل ځنې غچ اخستل دي .

دا یې وویل او په ژړا شوه. ابن ملجم ورته تر سترګو لاندې کتل او ښکلا یې ته حېران و ، که څه هم مخکې یې د هغې د ښکلا په اړه اورېدلي و؛خو اوس يې پخپلو سترگو وليدل. کله ،چې لبابې له ابن مجلم سره کتلي و؛نو ده ته یې دا نه و ويلي،چې قطام د علي د وژلو او يا دا،چې له علي څخه د خپل وروراو پلارغچ اخستل غواړي،يوازې دومره يې ورته ويلي و،چې خبره شوې وم ،چې کوفې ته راځې او خبره وم ،چې ښايسته ښځې دې خوښې دي،ماهم درته تر سپوږمې سپينه نجلۍ کتلې ،چې په عراق کې به ترې بله ښايسته پيدا نه کړى. اوس ابن ملجم پوه شو،چې لبابه رښتيا وايي او دهغې په څېر ښايسته نجلۍ په ټول عراق څه ،چې په ټوله دنيا کې نشته. رښتيا ډېر د حېرانتيا ځاى دى،يو سړي ،چې هوډ یې کړې څو ورځې وروسته حضرت علي ووژني بايد خپه او وارخطا وي، حال دا چې دا سړی د عياشۍ په فکر کې دى. ابن ملجم،چې د قطام خبرې واورېدى او دهغى ژړا يې وليده ، ورته يې وويل : څه څیز مېرمن داسې خپه او غمجنه کړې ؟ کړاى شم،چې له زړه مو د غم پېټى سپک کړم ؟ لبابه : له تا خو پټه نه ده،چې د نهروان جګړې پرې ډېر غمونه راوړي ،پلار او ورور يې په دې جګړه ووژل شول ؛نو ځکه یې قطام په وير کې هره ورځ ژاړي او زړه يې نه صبرېږي ؛خو زما اراده دا ده ،چې د يو تکړه او لايق ميړه په پيدا کولو دهغه له زړه دغم دا پېټې لرې کړم.

په قطام د ابن ملجم مارکه

ابن ملجم پوه شو،چې لبابه دهغه له غوږه خبرې کوي ؛نو ويې ويل : که خپل مراد ته ورسم؛نو زه به د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان يم. قطام ځان نانگاره کړ او ويې ويل : ميلمه ! راته ووايه،چې مراد دې څه دى؟ عبدالرحمن : زه درته د مارکې په نيت راغلى وم ؛خو اوس وينم،چې ستاسې د غم پېټې دومره دروند دى،چې گومان کړم،زه به يې اوچت نه کړاى شم؛نو څه مې،چې له لاسه کېږي راته و یې وايه،چې درته يى وکړم . قطام له سوړ اوسيلى وويسته او ويې ويل : له دې حېرانه یم، چې پخپله غوښتنه کې دومره بېړه لرې،حال دا چې زه دې تر دې مخکې نه وم ليدلې. لبابې د قطام په خبرو کې راودانگل او ويې ويل : هو! که تاسې تر اوسه يو بل نه دی ليدلي؛خو لبابه خو تاسې ښه پېژنى او که مېرمن اجازه راکړي ؛نو وبه وايم،چې خداى تاسې يو بل ته جوړ کړي ياست. قطام غلې شوه؛خو ابن ملجم پر خبرو شو او ويې ويل : سره له دې هر څه،چې له ما غواړى؛نو امر وکړئ،چې پر سترگو يې پلي کړم .

قطام همداسې غلې و او داسې يې غوښتل،چې له شرمه او حيا زړه نا زړه ده،ترڅو وکړاى شي خپل چلونه او جادو پر ابن ملجم پوخ کړي،بيا يې لبابې ته وکتل او ويې ويل ، شرمېږم او ژبه مې بنده بنده کېږي؛نو دلته لبابې وويل : خير دى ؛نو زه به ستا پرځای عبدالرحمن ته شرطونه ووايم .

قطام ابن ملجم ته دواړه شرطونه وړاندې کړل

لبابې، ابن ملجم ته وکتل او ويې ويل : د قطام مهر درې زره ديناره،يو مریې او يوه کنيزه ده. د لبابې خبرې لا پاى ته نه وې رسېدلى،چې قطام چغې کړى او ويې ويل : نه! نه! دا څيزونه مې نشي راضي کولاى،پخپله ښه پوهېږې، چې زه مال ته اړتیا نه لرم. عبدالرحمن:څه،چې غواړې ووايه. قطام ناز وکړ او يوه شېبه غلې شوه او داسې يې وښودل،چې د ابن ملجم خبره ورته دومره ارزښتناکه نه و او بيا يې وويل : زما مهر د علي بن ابى طالب وژل دي؛ځکه هغه مې د ورور او پلار قاتل دى.عبدالرحمن موسکې شو او قطام ته يې وکتل او پخپله توره يې لاس راښکود او ويې ويل : څه،چې تا او څه،چې لبابې ترور وويل هغه مې ستا مهريه کېښوده،چې درې زره ديناره،يو مریې،يوه کنيزه او د علي بن طالب وژل دي. ستا په شان نجلۍ ته خو دومره مهريه څه هم نه دي او پوه شه،چې د کوفې ته مې راتگ هم د همدې لپاره و دې تورې ته وگورئ ( بيا يى توره له پوښه راوويسته،چې تيزوالى يې له لرې ښکارېده) دا توره مې په زر درهمه واخسته او په زره درهمه مې زهرجنه کړه ،چې په دې توګه پرې علي بن ابيطالب ووژنم.قطام موسکۍ شوه او ويې ويل: هیلمنه یم مخکې تر دې ،چې وخت مو له گوتو ووځي ،دا کار ترسره کړئ . ابن ملجم : د ژمنې د پوره کولو لپاره مې څو ورځې پاتې دي،موږ به هغه د همدې مياشتې (رمضان ) پر سهار وژنو؛يعنې بله ورځ او له دى اړخه ډاډمنه اوسى. قطام : څرنگه دې ورځ اوساعت ټاکلې؟ آيا خوښه دې نه ده،چې دا کار سبا ترسره کړې؟ابن ملجم : موږ دې کار ته دليل لرو ،چې بيا به يې درته ووايم او دا چې دا يو مهم او ستر کار دى ؛نو ورځ او ساعت مو ورته ټاکلى ده . قطام غلې شوه،چې گواکې له دسیسې بيخي خبره نه ده.

لبابه په کور کې د ريحان له نشتوالى خبره و او پوهېده،چې بايد د ميلمه لپاره بايد ډوډۍ تياره شي؛نو تر هر څه مخکې یې یو مريي ته ويلي و،چې ډوډۍ تياره کړي او مريي هم دا کار وکړ،بيا هغوى يو له بل سره ډوډۍ وخوړه او بيا قطام په اشاره لبابه پوه کړه،چې کار ورسره لرى او بايد ځان ته شي.عبدالرحمن یې،چې په اشاره پوه شو؛نو اجازه يې وغوښته،چې د يو څيز د اخستو لپاره بازار ته ولاړ شي ؛نو قطام او لبابه يې پرېښوده او بهر ووت .

د سعيد تعقويبول او ترى غچ اخستل

لبابه مخکې تر دې،چې ابن ملجم راپيدا کړي،ريحان يې په لار کې ليدلى و او ورته يى ويلي و،چې ژر تر ژره له کوفې بهر ولاړ شي،سعيد راپيدا کړي او د دې کار یې ورته ډېر ټينگار او سپارښتنه وکړه.ريحان لومړى د ښار څلورلارى ته ورغې،چې د ښار په منځ کې و او هر څوک به ،چې کوفې ته راتله او يا به ترې تله ؛نو له دې ځاى به راننووته او يا وته . ريحان له لرې د اوښانو او اسونوغږونه واورېدل،چې څلور لارې ته ورورسېدل؛نو هلته يى ډېرمسافر له بارونو سره وکتل ، خپل شاوخوا ته يې وکتل،چې کېداى شي سعيد او يا خدمتگار يې پيدا کړي؛خوڅوک يې ونه ليدل،د سعيد کور ته ولاړ،هلته ورته وويل شول،چې سعيد لا له مکې نه دى راستون شوى،ريحان ستون شو او پر هغه لار ودرېد،چې له ښاره وتله، کېداى شي،چې څوک وويني،همداسې روان و، تقريبا ً دوه ساعته مزل يې وکړ،چې په دې توګه هغې ونې ورسېد ،چې مسافر به مخکې له دې،چې ښار ته راننوځي تر دې ونې لاندې به یې دمه کوله اوڅوک به هم،چې له شام او يا مصر څخه کوفې ته راتلل؛نو له دې ځايه به تېرېدل. ريحان دهغې لوى ونې تر سیوري لاندې کېناست او همدا يې لارې ته کتل او په فکر کې و، چې په کوم چل کوفې ته د سعید له ننووتو مخنيوى وکړي او يا دا،چې له ځان سره يى د قطام کور ته یوسي.لمر ډوب شو؛خو څوک رانه غلل . پرهغه شپه هم سپوږمۍ پوره په آسمان کې و،چې لمر ډوب شو ؛نو سپوږمۍ پوره راښکاره شوه او ريحان ونې ته ډډه شو؛خو پام يې و ،چې د شپې لومړۍ برخه تېره شوه او کله به يې هم،چې له لرې کوم سيورى ليده ؛نو فکر به يې کاوه،چې سعيد دى. هوا ډېره سړه و،ريحان هم ځان راټول کړى و؛خو دا هرڅه يې زغمل.کله ناکله به يې ځان ته ويل،چې راځه ښار ته ولاړ شه ؛خو وېره يې له دې و،چې په نشتوالي کې یې سعید کوفې ته را ونه رسي او ټوله خواري به يې اوبه يوسي. ځان یې په څادر کې راتاو کړ،شپه نیمه شوه خوب ورغى او ځان يې خوب ته ټينگ نه کړاى شو. سترګې يې پټې کړى ؛خو ژر راپاڅېد او پښيمانه و،چې ولې ويده شوى و؛ځکه وېرېده،چې سعيد؛خو به له دې ځايه نه وي تېرشوى،په همدې کې سهار شو؛خو څوک يې ونه ليدل او انګېرل یې،چې په همغه شېبو کې،چې ويده و ؛نو سعيد کوفې ته ورننووتى دى او پخپله هم بې ځنډه کوفې ته راستون شو،ان ټول ځايونه يې په سعيد پسې ولټول؛خو پيدا يې نه کړ،بېرته د همغې ونې په لور روان شو او د ورځې ډېره برخه يې تر همغې ونې لاندې او په شاوخوا کې واړوله ؛خو سره له دې ټولو خبر و صبر يې وکړ او خپل چرت یې خراب نه کړ،چې لمر بیا ډوب شو او سپوږمۍ په آسمان کې راښکاره شوه،له ځان سره يې وويل : د علي وژلو ته يوازې نن شپه پاتې ده او که هغه هم نن شپه را ونه رسېد؛نو غشي به مو نښه ويشتلي وي او علي به يې وژلى وي . هیلمن يم ،چې سعيد رانشي،چې له هغه لېټۍ خوندي پاتې شي،چې ورته پخه شوى ده. د دسیسې وخت رانږدې شوى و،همدا،چې لمر ډوب شو له وریه دوه کسان ښکاره شول ،چې پراوښانو سپاره وو. د ريحان زړه پر درزار شو،غړي يې سست شول او له ډېرې يخنې هم په رپار شو.کله ،چې هغوى راورسېدل ،ودرېدل ريحان ورغې او ويې ليدل،چې يوسعيد او بل د خولې مریې بلال دی.سره له دې،چې تربوزکونه یې وهلي وی؛خو ريحان سعيد وپېژنده؛خو بلال يي په لومړي کتو کې نه و پېژندلى .

سعيد پر ټوله لار د علي په فکر کې و،چې کوفې ته راروسېد ؛نو هوډ يې کړی و،چې نيغ علي ته ورشي؛خو چې دې ونې ته راورسېدل له مريي سره له اوښه راکوز شول ،چې په دې توګه تر لږې دمې وروسته کوفې ته ولاړ شي،ريحان یې هم تود هرکلی وکړ.سعيد،چې ريحان وليده؛نو ځانګړې پاملرنه يې ورته وکړه او ورته يې وويل : ریحانه! د څه لپاره دلته راوتلای يې ؟! ريحان : مېرمن قطام مو له ځنډه ډېره وارخطا و او بيا يې ورته اشاره وکړه ،رانږدې شه ،چې په غوږ کې درته يوه خبره وکړم.هغوى رانږدې شول او بلال هم اوښانو ته اوبه ورکړى.ريحان ورته وويل : مېرمن قطام درته سلام را استولى او ويې ويل،چې ته او عبدالله کوفې ته په راتگ کې ولې دومره وځنډېدئ ؟ سعيد سوړ اوسېلى وويست او ويې ويل : عبدالله مه رايادوه؛ځکه هغه مې په مصر کې پرېښود او زه ترې راغلم. سعيد نور څه ونه ويل . گواکې نه يې غوښتل،چې په دې اړه نور څه ووايي . ريحان هم غلى شو حال دا چې ښه پوهېده،چې عبدالله د عمر وعاص په حکم د نيل په سيند کې لاهو شوى دی. بيا ريحان وويل : نو اوس ستا له لوري قطام ته ځه خبر ووايم ؟ ايا نن شپه به موږ کره تېروې؟هغې پوره تيارى نيولى او درته په تمه ده.سعيد زړه نا زړه و،چې څه وکړي،یو خوا مينې ورته ويل،چې قطام کره ولاړ شه او بلخوا هغى ورسپارل شوې دندې،چې علي باید وژغوري له دې منع کاوه،چې قطام کره ولاړ شي؛ځکه د دسیسې وخت ته هيڅ څه نه و پاتې.هغه ويل ،چې که نن شپه له قطام کره تيره کړى ؛نو د علي قاتل به علي وژلى وي ؛نو دې پايلې ته ورسېد ،چې يوه شېبه قطام کره تېره کړي او بيا علي کره ولاړ شي . بيا سعيد ،بلال ته وکتل ،چې د ډوډۍ پښولوپه حال کې دى ورته يى پر نوم غږ کړ،بلال هم راغي .

د قطام د ناوړه دسیسو رابرسېرېدل

ريحان،چې د بلال نوم واورېد؛نو زړه يى ولاړ ډوب شو او چې ورته ځير شو؛نو پوه شو،چې د خولې مریې دى؛ځکه چې ريحان،بلال د فسطاط په ښارکې ليدلى و او ټوله نقشه يې ورته ويلې و او ريحان هم فکر نه کاوه،چې هغه به له سعيد سره يوه ورځ دلته راشي،ريحان وارخطا شو او هڅه یې وکړه،چې بلال ونه پېژني؛خو سعيد،چې بلال ته غږ کړ او بلال هم رانږدى شو؛نو سعيد ورته وويل:آياغوره به نه وي ،چې يو ځای کوفې ته ولاړ شو؟ بلال: امر ستاسې دى ؛خو ما درته خواړه تيار کړي دي،غوره به نه وي،چې څه وخورئ ،دمه وکړﺉ او بيا چې مو هرچېرته خوښه وي ولاړ شئ . سعيد: ځينو انډيوالونو او خپلوانو مې راپسې پېغام رالېږلى ،چې د شپې ډوډۍ ورسره وخورم ؛خو د بلال پر ریحان پام شو،چې خپل ځان يې په يو ځاى کې خوندي کړى و،هغه يې په داسې حال کې وليد،چې ځان په پاڼو کې پټوي،چې په دې ډول یې څوک ونه پېژني،سعيد هم په لار کې ځينې خبرې بلال ته کړى وى؛نو بلال له فرصته په ګټنې وويل : زما باداره! غوره به نه وي،چې له دې ميلمستيا تېرشئ او کومې دندې ته ،چې راوتلي يو ترسره يې کړو؛ځکه وېرېږم ،چې ستاسې او خپلوانو کره تگ مو ونه ځنډوي اوغوره خو دا ده،چې هغوى خبر نشي،چې موږ د څه لپاره دلته راغلي يو او کېداى شي ،چې تر ميلمستيا وروسته درته کومه پېښه راپېښه نشي ؛نو غوره دا ده،چې لومړى حضرت علي له خطره خبر کړو او بيا دې،چې چېرته خوښه و ولاړ به شو،دا مې نظر و نوره خوښه ستاسې چه څه هوډ نيسى؛خو اوس ډوډى تياره ده ، لومړى ډوډۍ وخورۍ . سعید وغوښتل،چې د بلال او ريحان سره پېژندگلوي وکړي او له څه چې هغه خبر دى پرې خبر يې کړي او بيا يې بلال ته مخ کړ او ويې ويل : پټه دې پاتې نشي،چې دا سړى ( ريحان ته اشاره ) راسره په موخه کې شریک دى اوهغه هم د علي بچ کول دي . بلال : نو ما وبښئ ! او اوس ،چې اراده لرى،چې يو ځاى له حضرت علي کره ولاړ شو ؛نو څه ډوډۍ وخورئ ،چې اوښان تيار کړم،چې تر ډوډى وروسته د حضرت علي د کور په لوري روان شو. بلال هغى ځاى ته ورغی،چې ريحان پکې پټ و .ريحان هڅه کوله، مخکې تر‏ دې،چې بلال يې پوره وپېژني؛نو کوفې ته دوه خپلې او دوه پردۍ کړي،چې په دې ډول یې رازونه رابرسېره نشي؛خو بلال ورنږدې شو او ورسره په خبرو شو او ورته وويل: ريحان هم په رپېدلي غږ ځواب ورکړ او حال دا چې د خپلو څپلو پېړمې یې تړلې او بلال ته يې ليدل . دا کار بلال ته عجيبه ښکاره شو او ورته يې وويل : وروره! راځه دلته کېنه،ترڅو ‏بادار مې ډوډۍ وخوري او بيا به ولاړ شو.ريحان غلى شو او ځواب يى ور نه کړ او داسې يې وښودل،چې خپله همسا يې ورکه کړى او ورپسې گرځي . ريحان پخپل ورک شوي څيز پسې گرځېده ،چې بلال هم ورسره په لټه کې شو او تر دې،چې له ونې لرې شو او د سپوږمۍ رڼا د ريحان په څيره ولگيده.بلال هغه وپېژنده او پوه شو،چې دا همغه سړى دى،چې د يوې مهمې خبرې د رارسولو لپاره فسطاط ته راغلې و؛ نو په چل او حيلو يې پوه شو،په تېره بیا هغه مهال،چې ځان یې پټول غوښتل،چې څوک يى ونه پېژني،ورپسې ورغى او له لاس نه يى راونيو؛ راکش يې کړ ورته يى وويل : انډيواله! دلته کېنه ،چې بادار مې ډوډۍ خلاصه کړي او بيا به ولاړ شو. ريحان په غوسه خپل لاس د بلال له لاسه راکش کړه .بلال ورپسى شو او ويې ويل :انډيواله! گومان کوم ،چې زه دې نه يادېږم او نه دې يادېږي،چې د فسطاط په ښار کې مو سره ليدلي و؟ ريحان هک پک شو،ځان يى نانگاره کړ او ويې:کوم فسطاط !! زه نه فسطاط پېژنم او نه تا!! کاش ،چې ته مې نه وای ليدلاى؛ځکه همسا مې ستا له لاسه ورکه شوه. سعيد د ريحان غږ واورېد او همغسې پر ډوډۍ بوخت و؛خو له لرې يې ورته کتل دواړه يې وليدل،چې سره خوله په خوله شوي دي.ريحان ته يې غږ کړ او ورته يى وويل : ريحانه! مه خپه کېږه بلال زما په غوښتنه دلته راغلى دي . ريحان غلى شو؛خو همغسې مصر ته له تلو څخه منکر و او په ټکه منکر و،چې بيخي مصر ته نه دى تللى‏. چې سعيد ته رانږدې شو؛نو سعيد ورته وويل : له بلال سره د څه لپاره نښتى وى؟ ريحان : شخړه مې ورسره نه و،چې په همسا پسې گرځيدم ؛نو يوه خبره یې راته وکړه ،چې بيخى پوه نشوم ،چې څه يې راته وويل:سعيد،بلال ته وکتل او ويې ويل: بلاله ! څه شوي! ريحان ته دې څه وويل ؟ بلال : څه مې هم ورته نه دي ويلي،يوازې مې ورته وویل راياد کړه،چې څو ورځې مخکې مې په فسطاط کې ليدلى وى؛خو هغه له دې خبرې په ټکه منکر دى او راته وايي،چې ته په غلط يې.

بلال يو ځل بيا ريحان ته ځير شو او ويې ويل : خو زه مې پر خبره پوره يقين لرم؛ځکه څو ځلې مې په فسطاط کې ليدلى و، کېداى شي،چې د مصلحت له مخې ترې منکر وي ؛ځکه هلته يې پر راتګ سره زما پر انډيوال او بادار ډېرې ناوړه پېښى راپېښې کړې. سعيد په حېرانتيا رامخکې شو او په خوله کې یې کپ تېر نه کړاى شو او پرحيرانتيا يې وويل : دا ريحان د شحنې د لور د قطام مريې دى او کله،چې زه له کوفې څخه مکې ته تللم؛نوهغه په کور کې و او ډاډمن یم ، چې له کوفې څخه نه دى وتلاى او کېداى شي،چې تا په فسطاط کې دهغه هم شکله بل کس ليدلاى وى. ريحان،چې د سعيد دا خبرې واورېدى؛نو به کلاره يې سا وويسته او په کلاره يې وويل : زه هم فکر کوم،چې تېروتې به وي؛ځکه ډېر خلک د يو بل په بڼه دي ؛خو دا چې زه په غوسه شوم خداى مې دې وبښي اوس اجازه راکړئ،چې د خپلې همسا په لټه کې شم . په دې وخت کې ريحان يوغمجن غږ واورېد،چې ويې ويل : زه هم درسره د همسا په لټه کې کېږم ،چې کړې بدي درسره جبران کړم . بيا ريحان،بلال ته موسکې شو او خپل چل يې نور هم پوخ کړ؛خو د لټې په بهیر کې بلال، ريحان تر څارنې لاندى نيولى و او ډاډمن و،چې دا همغه سړى دى،چې په فسطاط کې مې ليدلى و او د همدې سړي خبرې یې خولې ته رسولې وې. بلال،ريحان ته وويل : کېداى شي، چې تېروځم ؛خو پوښتنه درځنى لرم او هیلمن یم،چې سم ځواب يې راکړى . ريحان : وايه ، څه پوښتل غواړى ؟ بلال : نه دې رايادېږي، چې زه به دې چېرته ليدلاى يم ؟ريحان د بلال څېرې ته ځير شو او په زړه کې يې له ځان سره وويل ،چې حتماً له دې پوښتنې مطلب لرى ؛نو ورته يې وويل : نه وروره! نه مې يادېږي،چې تر اوسه به مې چېرته ليدلى يې؛خو بلال وويل : ډېر د حېرانتيا ځاى دى؛خو زه ډاډمن یم ،چې ته مې ليدلاى يې او ډاډمن یم،چې ته د فسطاط ښار ته تللي يې. ريحان : هو! زه څو کاله مخکې د فسطاط ښار ته تللى وم .بلال په خندا شو او ويې ويل:خو تا څو شېبې مخکې وويل،چې ته بيخي فسطاط ته نه يې تللاى او نه فسطاط پېژنې !! له ريحانه لار ورکه شوه غوښتل يې ،چې بلال تېر باسي؛نو ويې ويل : له دې خيالونو تېرېږه او خپل وخت پردى خيالونو مه بربادوه .

سعيد دهغوى د خبرو په بهیر کې غلى و او دهغوى پر خبرو يې باورکړى و؛خو بلال ووېرېد،چې د سعيد چوپتيا ددې لامل نشي،چې ورسره قطام کره ولاړ شي؛نو ريحان ته يې مخ کړ او ورته يى وويل : که رښتيا وايې؛نو راسره د يوې مهمې دندې لپاره ولاړ شه او همدا اوس راسره د حضرت علي کور ته ولاړ شه. ريحان : زه به د دې کار په کولو ډېر خوشحاله شم ؛خو خوښ يم،چې بادار مې سعيد لومړى له مېرمن قطام کره ولاړ شي او بيا يې،چې یې چېرته خوښه وي ولاړشي . بلال : سمه ده هغه دې درسره ولاړ شي او زه به یې پرځاى حضرت علي ته ورشم .

له ريحانه لار ورکه و،چې د بلال له دې وړانديز سره څه وکړي ،په څېره کې يى وارخطايي اوغوسه له لرې ښکارېده ؛نه پوهېده،چې څرنګه ځان له دې جنجاله راوباسي؛نو ويې ويل:ولې دومره خبره سختوى ؟ او ولې پر ما دومره شکمن یاستی ؟ بلال ته د کاڼي کرخه شوه،چې پر ريحان يى شک پر ځاى و؛نو ويى ويل :زه هم پر تا او هم دې پرمېرمن شک لرم.ريحان ووېرېد،چې خبره له دې نوره هم ډنډوره نشي؛نو په چغو شو او سعيد ته يې وويل : زه ددې مريي بې شرمۍ او له دې،چې بادار يې ورته څه هم نه وايي خورا حېران يم ، همدا اوس به در څخه ولاړ شم، څه چې مو خوښه وي ويې کړئ دا يې وويل او د کوفې په لور يې دوه خپلې او دوه پردۍ کړې .

سعيد او بلال همغسې هک پک ول او ريحان ته يى کتل . ريحان ولاړ او هغوی همغسې کتل او سپڼ يې هم نه کاوه او کله ،چې ريحان پناه شو؛نو سعيد وويل : څه وايې بلاله ! فکر کوم ،چې خوب وينم ؟ تا د دې مريي‏ په اړه څه ويل ؟ ډاډمن یې،چې په فسطاط کې دې ليدلى و! بلال : هو! باداره ، کله مې ،چې وليد يوه خبره یې له بلې سره سور نه خوري او پرغوسه شو ؛نو عقيده مې نوره هم پخه شوه،چې دروغ وايي . سعيد: هغه ولې فسطاط ته له تلو څخه منکريده ؟بلال : ځکه چې په فسطاط کې يې يو ظلم او جنايت کړى و،تون لعنت دى وي او پرهغه دې وي ،کاش تر تښتېدو مخکې مې نيولاى واى، دا همغه و،چې ستاسې راز يې عمروعاص ته ښکاره کړ.سعيد په هوش کې راغى او هغه څه ورياد شول،چې خولې ورته له کوم بل مريي سره د خپل مريي د ليدلو په اړه ويلي و،هغه مریې،چې دهغوى راز يې عمروعاص ته ښکاره کړى و او پرهغه ورځ سعيد حېران پاتى شوى و،چې څرنګه دهغوى د راننووتو خبر فسطاط ته رارسېدلى و،حال دا چې فسطاط ته له راتلو يې يوازې قطام،لبابه او دا مریې خبر و.

سعيد ته څرگنده شوې و،چې ريحان د خپلې مېرمنې قطام په حکم فسطاط ته راغلى و،ورياد شول،چې د تره زوى يې د قطام پر خبرو شکمن شوى و او په ډاگه ډاگه لگيده،چې ولې يې د خپل تره زوى خبرى ته غوږ نه و نيولى، لا همدلته هک پک نيغ ولاړ و او بلال هم ورته پرننداره و.سعيد،بلال ته وويل : آفرين دې پرخولې وي،خداى دې روغه سټه ورکړي،هغه د خداى له لوري پرښته و،چې ما ته یې له حقايقو پرده لرې کړه؛خو له بدمرغه،چې د ريحان شيطاني کړنو عبدالله په سيند لاهو کړ؛خو د خداى شکر دى،چې زهر يې لا پرحضرت علي نه دي چلېدلي؛ځکه د هر څه له راپېښېدو مخکې راته هرڅه رابرسېره شول. بيا غلى شول او د قطام د مينې اومحبت اظهارونه او جان قربان او صدقه کېدل ورياد شول،چې البته دا ټول کارونه يې د مکر له مخې کول. سعيد ځان د قطام د مينې له قيده راخلاص کړى و او د هغې ټولې ټګۍ برګۍ او مکرورنه ورته څرگند شوي ول. په دې وخت کې يې خپل واک له لاسه ورکړ او پر ژړا شو . بلال ته یې وویل : زه ولاړ شه او اوښان تيار کړه،مخ يې واړوه ،ژړا ترې لاس وانه خيست په تېره بیا کله به چې ورياد شول ،چې د ناپوهۍ له امله یې عبدالله په جنجال کې راگېر شو. پر ژړا يې وویل : قطام ! لعنت دې وي او پرتا دې وي . رښتيا ده،چې تا خپل مریې عمروعاص ته ورليږلى و،چې ومو وژني ؟ ژمنې دې څه شوې؟ ‏وفا دې څه شوه؟ اى عبدالله وروره! ډېرافسوس،چې ددې مکارې ښځې د مکر ښکار شوې!! اه اى قطام! نه پوهېږم،چې څرنگه خداى ستاغوندې يو کلک زړه پيدا کړى دى؟ آيا راضي کېدى،چې هغه عاشق دې ووژنې،چې ستا لپاره له ځانه هم تېر و؟ علي ووژل شي،چې ته يې د وژنې ننداره وکړې ؟ که پوره وخت مې درلود ؛نو لومړې به مې ستا سا ويستلې واى او بيا به حضرت علي ته ورغلى وم !! په دې وخت کې سعيد غلى شو ته به وا،چې نوى له خوبه راويخ شوى وي،خپل شاو خوا ته يى وکتل ، راپېښېدونکې پېښه ورياده شوه .بيا يې د زړه په تور تنور کې د قطام د مينې لپاره ډوډۍ پورى شوه ، دهغې په اړه يې عقيده واوخته او له ځان سره يې وويل : (( کېداى شي،چې قطام بى گناه وى )) کېداى شي ، چې ريحان رښتيا وايي او بلال تېروتې وي ؛خو ډېر ژر په خود کې شو . بيا يې بلال ته وکتل ،چې اوښان تياروي د بلال په لور روان و ، له ځان سره يې وويل : قطامې! ستا زهر پرعبدالله وچليدل ؛خو پرحضرت علي به دې زهر ونه چلي همدا اوس حضرت علي ته ورځم او دهغه په مرسته به له تا او دهغه مريي له شره ځان خلاص کړم ، پراوښ سپور شو، او بلال هم ورپسې د حضرت علي کور ته روان شو .

دویم څپرکى

 

د حضرت علي شهادت او تر هغې وروسته پېښې

 

کوفه او د شهادت په میاشت کې د حضرت علي کور

د حضرت علي کور د کوفې جومات ترڅنګ و او د کور او جومات په منځ کې یې يو ور و، چې حضرت علي به د لمانځه لپاره له دې وره څخه جومات ته راننووته.په کور یې يوه لوۍ حويلۍ و او پکې چوترې هم ليدل کېدې،چې د ټبرونو مشران به،چې د حضرت علي ليدو ته راتلل؛نو پرې به کېناستل . د کور ترڅنګ يو ځاى د څاریو د تړلو لپاره و او لږ ترې اخوا يو لوى بل ميدان و،چې د عمومي غونډو او د حضرت علي د لارويانو د راټولېدو ځاى و.هغه خلک به هم،چې هلته راټولېدل؛نو د حضرت علي لپاره له ځانه تېر ول،سرونه يې د حضرت علي لپاره په تلي کې ايښي ول ،يوازې حضرت علي يې خپل ولى امر ګڼه او بې له هغه د بل يو چا پر ولي امرۍ هم راضي نه وو.

پرهغه کال ( څلويښتم هجرى کال ) د عراق او نورو ځايونو خلک د حضرت علي د ملاتړۍ لپاره راټول شوي ول . د حضرت علي لارويان څلويښت زره ول او ځانونه یې چمتو کړي ول،چې د روژې له تېرېدو وروسته پر معاویه برید وکړي.هغوى دا ځل هوډ کړی و،چې د صفين د جنگ په څېر نور د معاويه پر خبرو ونه غولېږي ؛ځکه دوى نور پوه شوي ول،چې د هغوی ناغیړي او د حضرت علي د خبرې د نه منلو پايله ده،چې نن سبا معاويه پر اسلامي خلافت مزي چړچې کوي . په هغې ورځو کې به،چې هرڅوک د حضرت علي ناستې ته راننووتل ؛نو دهغه په څنگ کې به يې د ټبرونو مشران ليدل،چې د معاويه پر ضد په جنگ کې به يې له حضرت علي څخه خپله ملاتړي اعلانوله او هوډ یې کړی و،چې نبوي کورنۍ ته خلافت ته راوگرځوي،چې د خلافت اصلي واکداران دي. دې خلکو هوډ کړی و،چې نور پرې ظالمان او فاسقان واکمني و نه کړي . د روژې په مياشت کې په کوفه کې داسى حال و ؛خو څه هم داسې نشو راپيدا کېدلاى،چې د حضرت علي د لمانځه او روژې مخه يې نيولاى وای.چې د لمانځه وخت شو او اذان به وشو؛نو خلک به ډلې ډلې جومات ته راتلل،چې د حضرت علي له ویناوو څخه گټه واخلي،هغه ویناوې،چې اسلامي غيرت يې راپاراوه او کله به هم ، چې حضرت علي پر منبر پر خبرو و؛نو داسې چوپتيا به پرجومات واکمنه و،چې که د جومات له پاسه کومه مرغۍ تېره شوى واى ؛نو په جومات کې ناستو خلکو به يې غږ اورېدلاى وای. ټول خلک به د حضرت علي د کلام فصاحت او بلاغت ته گوته په خوله ول او دې ته به هک پک ول،چې ولې ځينې خلک له يو داسې امام سره مخالفت کوي، په تېره بیا خوارجو،چې د خپلو شيطاني کارونو لپاره به يې ډول ډول پلمې راوړلې او هر کله به هم،چې د ماښام لمونځ وشو؛نو د ټبر ځينې مشران او زامن به يې د روژه ماتي لپاره له حضرت علي سره تلل . د قرآن قاريانو به د کور په هرگوټ کې د قرآن تلاوت کاوه او پر راز او نياز به داسې بوخت ول، ته به وا چې همدا سبا قيامت راتلونکې دی.تر روژه ماتي وروسته به ټول پر خبرو شول ؛خو حضرت علي به همغسې چوپ و او ډېر کم به گړېده او ډېر به داسى هم راپېښېدل ،چې يو يا دوه ساعته به تېر شول؛خو چا به د حضرت علي له خولې ان کومه خبره هم نه اورېده، گواکې د يو مهم چار په اړه په فکر کې ډوب دى او کېداى شي،چې دې ته فکر وړى وي، چې پرشاميانو باندې په برید کې به څومره وينه توېږي؛ځکه چې هغه د خلکو ژوند د خداى امانت ګڼه او خوښ نه و،چې د چا وينه بې ځايه توى شي .

د شهادت د شپې پېښې

د اوولسمې روژى پرشپه هم حضرت علي همغسى په فکر کې ډوب و او حال دا چې پرهمغه شپه ابن ملجم د يو مناسب وخت په لټه کې و،چې پخپله توره د ابي طالب د زوى وينه توى کړي او پرهمغه شپه هم سعيد او بلال د حضرت علي د کور په لوري په بيړه راروان ول،چې حضرت علي د ابن ملجم له تصميمه خبر کړي.

( گران لوستونکيه!) پرهغه شپه مو د ابن ملجم په اړه نظر څه دى ؟ فکر کوئ،چې پرهغه شپه آرامه ويده شو؟ سترگو ته يى خوب راغی؟ نه،هغه د دې دروند کار په مخکې بیولو له وېرې ډک و. تر دې به بل کوم ستر خيانت وي،چې د يو بې گناه وينه توى شي.د هغه ستر انسان وينه،چې ټول انساني کرامتونه او شرافتونه پکې راټول شوي ول او په هغه وخت کې یو انسان هم دهغه علم ته نشو رسېدلای .هغه د پېغمبر اکرم (ص) د تره زوى،زوم او ځايناستى نه دى؟هغه د اسلام او مسلمانانو پرهيزگارعالم او د خداى غيرتمن او مخلص بنده نه دى؟نو په دې شرايطو به د ابن ملجم سترگو ته خوب راشي؟کېداى شي،چې څو څو ځلې يې تصميم نيولاى وي ؛چې له خپل کاره لاس واخلي؛خو له خپلو انډيوالانو او له قطام سره کړې ژمنې به بيا د حضرت وژلو ته راوهڅاوه او سربېره پردې قطام خپل د تره زوى ((وردان )) هم له ابن ملجم سره کړى و،چې د ابن ملجم مرستيال شي او بې له دې ابن ملجم هم د اشجع د قبیلې له یو سړي ((شبیب)) سره تړون کړی و ،چې هلته ورسره مرسته وکړي . دى درې واڼو؛يعنى ابن ملجم ، وردان او شبيب ژمنې کړې وې،چې سبا سهار وختي به پر دې ستر جنايت لاس پورې کړي؛نو تاسې پخپله فکر وکړئ،له دې ټولو ژمنو سره به ابن ملجم څرنګه کړاى شول ،چې د خپل وجدان غږ ته غوږ ونيسي ؟

که تاسې پرهغه شپه ابن ملجم په خپله بستره کې ليدلاى واى ،چې څرنګه له خپلې تورې سره اړخونه بدلوي او ځان د خپل وجدان له رټنې داسې خلاصوي او وايي : پر دې کار غواړم،چې د مسلمانانو په منځ کې د اختلاف لاملونه له منځه یوسم، چې علي،معاويه اوعمروعاص دى؛ خو ته به وا،چې حضرت علي له هغه ټولو خبر دی،چې ورته راپېښېږي؛نو ځکه،چې د روژې مياشت راننووتې و؛نو يوه شپه به يې له خپل زوى حسن،يوه شپه يې له حسين او بله به يې له جعفر سره روژه ماتوله؛ خو چېرته،چې به تله؛نو له درې کپو څخه به يې ډېره نه خوړه او ويل به يې : خوښ يم،چې د خداى د امر د رارسېدو په وخت کې مى ګېډه خالي وي .

پرهغه شپه ټول د حضرت علي په کور کې وو،حضرت علي،چې روژه ماتي ته کېناست؛نو ډېره لږه يې وخوړه او زامن یې د خپل پلار له دې کاره حېران شول .حضرت علي د قنبر په نامه یو مریې درلود،چې د حبشې يو بوډا سړی و او هر کله به،چې حضرت علي ويده شو؛نوهغه به هم د حضرت علي د خونې مخې ته څملاسته،چې پر دې شپه قنبر تر ټولو زيات وارخطا و،نه يې ډوډۍ خوړله،چې خلکو روژه ماتې کاوه ؛نو قنبر پر گونډو و او خپله شاوخوا يې څارله،ته به وا،چې د چا راتگ ته په تمه دی. له چا سره يې خبرې نه کولې او د چا هم دهغه دې وضيعت ته پام نه و او که چا پوښتلای هم وای؛نو کېداى شي،چې څه رازونه يى رابرسېره کړي وای.د ماڅښوتن د لمانځه او د ناستې تر ختمېدو وروسته،هر څوک خپلو کورونو ته روان شول،ټول ويده شول؛خو قنبر له وارخطايۍ او خپگانه ويده نشو،دهغه ويختوب د حضرت علي د ساتنې لپاره نه و؛ځکه حضرت علي به چا ته هم اجازه نه ورکوله،چې ساتنه یې وکړي ؛بلکې د قنبر سترگو ته له دې لپاره خوب نه راته،چې ذهن ته يى ډول ډول وارخطاکوونکي افکار راتلل .

د حضرت علي کور ته د سعيد راستنېدل

سعيد اوبلال د کوفى ښار ته راننووتل او ژر د حضرت علي کور ته ور روان شول په هغه شېبو کې د سپوږمۍ رڼا د کوفې کورونه رڼا کړي و او د هغه ځاى د فصل د عادت پرخلاف په آسمان کې يو کرخه وريځ هم نه ليدل کېده . په ښار کې چوپه چوپتيا و او خلک د پيشنمي او د سهار د لمانځه په تمه ويده شوي ول. سعيد پر خپل اوښ راروان و او ځکه خوشحاله و،چې ویې کړای شول په وخت يې د قطام دسیسه کشف کړې ده،چې د کوفې جومات ته راورسېدل له خپل اوښه راکوز شول او بلال ته يى وويل : ته اوښان د کوفې ميدان ته یوسه او هملته پاتې شه ،چې راستون شم . بلال هم د سعيد خبره ومنله. حال دا چې وارخطايۍ د سعید پښې سستې کړى وې. د حضرت علي کور ته روان شو، چې ورنږدې شو پام يې شو،چې د حضرت علي پر کور باندې چوپتيا واکمنه ده. يوه شېبه ودرېد او په سوچ کې شو ، چې څرنګه داسې کور ته ننوځي،چې ټول خلک يې ويده دي ؟ وېره او زړه نا زړه توب يې ځکه و،چې که د شپې په دې وخت کې يې څوک وويني،چې پرې شکمن نشي .سعيد هم تردې وخته پورې د حضرت علي کور ته نه و راغلی او کله يې هم حضرت علي د زړه په سترګو نه و لیدلي؛خو سره له دې ټولو خبرو يې هوډ وکړ،چې کور ته ورننوځي،چې کور ته ورنږدې شو،په کور کې يې د يو سړي سيورى وليد،چې په يو گوټ کې ناست دى. سره له دې،چې نه یې پېژنده ؛خو ځکه خوشحاله،چې کېداى شي دا سړى ورسره مرسته وکړي. لا څو قدمه مخکې نه و تللی، چې ويې ليدل هغه سړى له خپل ځایه راپاڅېد او د سعيد مخې ته ودرېد او ويې ويل : ته څوک يې ؟ سعيد په وېره وويل : ما حضرت علي ته يو پېغام راوړى؛خوته څوک يې ؟سړي وويل: زه قنبر، د حضرت علي پېره دار يم،ته څوک يې؟سعيد وويل : زه سعيد اموي يم او له حضرت علي سره لیدل غواړم . قنبر په لوړ غږ وويل : ته سعيد اموي يې؟ ما پسې راځه!سعيد له دې ،چې خپلې موخې ته رارسېدلى و، ډېر خوشحاله و؛نو ځکه په قنبر پسې ورروان شو،قنبر،سعيد يو داسې خونې ته يووړ ،چې يو څراغ پکې لگېدلى و،چې پکې دوه تنه ويده وو.

لومړى قنبر ورننووت او دواړه يې راپاڅول او د قنبر په اشاره دواړو پر سعيد ورټوپ کړل او بې ځنډه يې د سعيد پښې لاسونه وتړل؛خو سعيد بې له دې،چې له خپل ځانه کومه دفاع وکړي هک پک ورته په کتو شو او کله يې ،چې د قنبر په غوسه څېره ولیده؛نو ويې ويل : دا گستاخي د څه لپاره ده ؟ لږسړى توب په ځان کې پيدا کړئ ! حضرت علي چېرته دى ؟ ورسره لیدل غواړم. قنبر پرغوسه وويل : بې غېرته او پرېوتي انسانه ! د بې غيرتۍ دسیسه دې ټولو ته جوته شوه، مخکې تر دې،چې حضرت علي ووينې؛نو وبه وژل شې . سعيد پر دې نه پوهېده،چې ولې ورسره داسې چلن کېږي، ډېر په غوسه و؛نو ځکه یې چغې کړې : ولې راسره داسې چلن کوى ؟ پوه شی، چې د حضرت علي د ژغورنې لپاره مې يو پېغام راوړې دې . قنبر: غلې شه ! له دې زيات نور مه گړېږه،ته اموي يې او د حضرت علي د وژلو لپاره راغلې يې، دا دومره څه،چې بني اميه وکړل بس نه دي ؟ اوس مو د حضرت علي په کور کې دهغه د وژلو لپاره ملا تړلې ده . دې خبرو سعيد هک پک کړاو وينه يى په رگونو کې وچه شوه او ويې ويل:پر ما ولې شکمن ياست،تاسې له ما کومه بدي نه ده ليدلې،لومړى مې خبره واورئ بيا مو خپلې پرېکړې کوى.قنبر: خبرو ته دې اړتیا نشته،ته اموي يې اوهمدا راته بس دي،چې له يوې ځوانې نجلۍ سره دې ژمنه کړى، که حضرت علي دې وواژه؛نو درسره به واده وکړي. همدا،چې سعيد غوښتل له خپل ځانه دفاع وکړي،ويې ليدل ،چې قنبر له خپل جيبه يو ټوټه کاغذ راوويست اوهغه يې د څراغ رڼا ته ونيو او ویې ويل : ولوله ! دا لیک ستا نه دى؟ چې د سعيد سترگى پرهغه خط ولګېدې؛نو له قطام سره کړې ژمنه ورياده شو او ډاډ يې پيدا کړ،چې قطام دا تړون د حضرت علي کور ته رالېږلې دى،ترڅو سعيد په دې لومه کې راګېرکړي.

سعيد همداسې وليدل،چې قطام د چالاکۍ له مخې له تړونه خپل نوم پاک کړى او د خپل نوم پرځاى یې د يوې بلې نجلۍ نوم ليکلې. سعيد ، چې خط وليد؛نو نورسپڼ يې ونه کړ،قنبر هم دهغه دا چوپتيا دهغه د اقرار نښه وګڼله او پر جيگ غږ يې وويل:ځواب راکړه! ووايه آيا دا ستا خط نه دى؟ که څه هم دې مسئلې سعيد وارخطا کړى و؛خو هیلمن و،چې د ابن ملجم د دسيسې په رابرسېرنې به ځان له دې تنگې رابهرکړي ؛نو ځکه يې وويل : فرض کړﺉ،چې دا خط زما دى ؛خو زه دلته راغلې يم،چې له درېمى ناوړې دسیسې مو خبر کړم .   خبرې ته مې پرېږدﺉ،چې خبره وکړم ؟ قنبر د سعيد په خبرو کې را ټوپ کړل او ويې ويل :د علي د وژلو لپاره دې ليک لاسليک کړي؛ بې له دې به بل کوم سترخيانت وي ؟ نن شپه دلته پاتې شه، چې سبا خبره سپينه کړو،دا يې وويل او په سعيد پسې يې خونه رابنده کړه او ولاړ.

چې سعيد ځان ته شو؛نو فکر يى کاوه،چې ويده دى او د خپل ځان او د قطام په اړه يې فکر کاوه،چې څرنګه دې چالاکې نجلۍ د خپلو دسیسو د ترسره کولو لپاره دا لیک دې سړي ته رارسولای دى؛خو د قنبر چلن يې يو زره ويره هم په زړه کې نه و وراچولې او هوډ يې نيولى و،چې په هر قيمت وي، ؛نو ځان به حضرت علي ته وررسوي او له هر څه به یې خبر کړي .

هغه تړون څرنګه د قنبرلاس ته راورسېد

قطام لبابې ته حکم وکړ مخکې تر دې،چې سعيد، حضرت علي ته ځان راورسوي؛نو ژر تر ژره دا تړون د قنبر لاس ته ورسوه.هغې له سعيد سره په تړلي تړون کې گوتې ووهلې او ځينې مطالب يې پکې داسې بدل کړل،چې څوک پرې شک و نه کړي .لبابې هم د قنبرغوږونه داسې ډک کړي ول،چې قنبر بيخي د سعيد خبرو ته غوږ ونه نيوه ؛ځکه په همغه ورځو کې د حضرت علي ځينې يارانو هم خبر راوړی و،چې ځينې خلکو د حضرت علي د وژلو اراده کړې ده .دا لیک ،چې د قنبرلاس ته راورسېد؛نو پوه شو،چې دا لیک د يو اموي دى او د حضرت عثمان په کور کې روزل شوى او د حضرت عثمان د وينې د بدل لپاره دلته راغلی او قنبر وليدل،چې سعيد د غلو په شان په نيمه شپه د حضرت علي کور ته راغلی دى؛نو د قنبر پرې پوره یقین راغی او چې سعيد یې ونيوه؛نو په خونه کې یې بندي کړ،چې سبا د سهار تر لمانځه وروسته حضرت علي له دې پېښې خبر کړي او حضرت علي پخپله له دې سړي خبره سپينه کړي .

د شهادت د شپې په سبا

بلال لا همغسې د کوفې په ميدان کې له اوښانو سره سعيد ته په تمه و او چې ويې ليدل سعيد ځنډ وکړ؛نو وارخطا شو ؛خو دا چې د سعيد له پاک نيته خبر و؛نو خپله دا وارخطايي بې ځايه وگڼله.په فکرکې ډوب و،چې د سهار اذان وشو، پوهيده،چې حضرت علي تل په دې وخت کې لمانځه ته جومات ته راځي؛نو ځکه ژر جومات ته ولاړ،چې جومات ته ورننووت؛نو يوه خيمه يى وليده له ځان سره يې وويل : دا خيمه يې د ښځو د لمانځه لپاره وهلې،بيا يې د جومات ټول گوټونه تر سترګو لاندې تېر کړل،چې کېداى شي،سعيد وويني . دا مهال یې ولیدل،چې څو سړي جومات ته راننووتل،چې يو يې پکې تربوزک وهلى دى او د خپل څادرلاندې يى توره پټه کړې . ورته ښه په ځیر شو ،چې د یو سړي پرتندي یې د ډېرو سجدو نښې وليدې؛پوه شو،چې پخپله ابن ملجم دى؛نو له ځان سره يې وويل: ښه به دا وي،چې چغې کړم او خلک يې په نقشه خبر کړم؛خو په ځان ووېرېده،چې چېرته پخپله ټپي نشي. ډاډ یې درلود،چې حضرت علي هرو مرو د ابن ملجم له دسیسې خبرشوى او همدا اوس به له خپلو کسانو سره راشي او ابن ملجم به لاس تړلى بندي کړي او بيا يې وليدل ،چې ابن ملجم له يو سړي سره،چې نوم يې (( شبيب )) دى د ښځو خيمې ته ورننووتل،چې په هغه خيمه کې قطام ناسته و، څو ټکي خبرې يې وکړې او بيا ابن ملجم د باب الده په لور روان شو.بلال هغه ترڅارنې لاندې نيولى و او په تمه و،چې اوس به امام جومات ته راننوځي او د ابن ملجم د نيولو حکم به ورکوي. ډېر وخت لا نه و تېرشوى،چې باب السده ( جومات ور) خلاص شو او حضرت علي جومات ته راننووت . حضرت علي په مړانه او کلار کلار راروان و،توره پگړۍ يې وهلې و،چې تندې هم ورته پټ کړى و.حضرت علي ځلانده څېره، ډکه ږيره او مضبوطې مټې درلودې. په لاس کې يې يوه کوړه و،چې خلک به يې پرې لمانځه ته راهڅول.ابن نباخ ( موذن ) ترى مخکې او امام حسن ترې شاته را روان ول،چې راننووتل؛نو ټول غلي شول،بلال ورته کتل او په تمه و،چې اوس به حضرت علي د ابن ملجم د نيولو حکم ورکوي،چې حضرت علي غږ کړ : خلکو ! لمانځه ته راشئ. بلال په پوره توګه دهغوي حرکات څارل او ليدل يې، چې هغه همغسې هلته ولاړ دى؛خو ملگرى يى شبيب رامخې ته شو اوناڅاپه يې پخپله توره گوذار وکړ؛خو توره يې د جومات پر وره ولگېده او توره يې له لاسه ورغورځېده.دا مهال بلال د حضرت علي په لور ورټوپ کړ،چې د ابن ملجم له دسیسې یې خبر کړي،چې ناڅاپه ابن ملجم پخپله زهرجنه توره د حضرت علي پر سر گوذار وکړ او ويې ويل:((حکم د خداى دى نه ستا او ستا د اصحابو)).

حضرت علي وویل : ((فُزْتُ وَ رَبِّ الكعبة)) د کعبې په قسم،چې نېکمرغه شوم.

( د حضرت علي د شهادت د ځاى په اړه بېلا بېل اندونه دي ،چې مهم يې دا دي:

الف : ځينې روايتونه داسې وايي،چې حضرت علي د جومات په وره کې له ابن ملجمه گوذار خوړلى و. [1]

ب : د دې اند پر وړاندې ګڼ شمېر نور روايتونه داسې رانقل شوي،چې پر حضرت علي باندې په جومات کې او د لمانځه په وخت کې گوذارشوى دی[2].]

بيا حضرت علي وويل : دا سړى پرېنږدﺉ،چې وتښتي. [عبدالرحمن بن ملجم،چې حضرت علي پر سر وواهه؛نو حضرت علي په محراب کې ولويد او له محرابه به يې خاورې راخيستې او پر ټپ به يې اچولى او د قرآن آيتونه به يې ويل. دا مهال د جومات ورونه ولړځېدل او دا ځکه،چې جبرائيل امین پخپل غږ د ځمکې او آسمان ترمنځ چغې کړې:(( په خداى قسم ،چې د لارښوونې ستنې ونړېدې د آسمان ستوري تياره شول . …… قسم په خداى،چې د حق کلکه رسۍ وشلېدله، د پېغمبر محمد مصطفى (ص) د تره زوى،ځايناستى او ټاکلې يې، علي مرتضى ووژل شو.)) د يادونې وړ خبره ده ،چې د ابن مجلم توره د حضرت علي پر سر پرهمغې ځاى ولگېده،چې پخوا د عمرو بن عبدو له لارې ټپى شوى و.]

خلک پر ابن ملجم راټول شول؛خو ابن ملجم به هغوى له خپل ځانه شړل. دا مهال حضرت مغيرة بن شعبة،چې کومه ټوټه په خپل لاس کې و،پر ابن ملجم ور واچوله او ابن ملجم يې پرځمکه راوپرځاوه او پرسينه ورته کېناست او توره يې ترې واخيسته؛خو د ابن ملجم ملگري شبيب له تيارې څخه په گټنې دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او وتښتېد. ( ځينې روايتونه وايي ، چې(( قشم بن عباس)) پر ابن ملجم ورټوپ کړل اوهغه يې راڅملاوه] .

په خلکو کې گڼه ګوڼه شو او خپاره شول.بلال د ښځو خېمې ته وکتل او ويې ليدل،چې يوه ښځه ترې د راوتو په حال کې ده او هغه قطام و،چې د خلکو له گڼې گوڼې په ګټنه له جوماته بې ځنډه ووته.بلال،چې دا هر څه وليدل؛نو هک پک شو او له ځان سره يې وويل،چې دا يو وژونکې گوذار نه و؛خو ،چې ورياد شول،چې ابن ملجم توره پر زهرو ککړه کړې ؛نو د حضرت علي د ژوندي پاتې کېدو تمه یې غوسه شوه . سعيد ورياد شو او څومره يې،چې په خلکو کې ولټاوه؛نو پيدا يې نه کړ.بيا يې ځان هغه ځاى ته ورورساوه،چې حضرت علي پکې ټپي پروت و،چې ويل يې: دا سړى راته راوړﺉ . ژر يى هغه ورته راوړه ، حضرت علي ورته وويل : د خداى دښمنه ! درسره مې نيکې او احسان نه دی کړى؟ ابن ملجم : هو! راسره دې کړې و .

حضرت علي: نو څه څيز دې کار ته راوهڅولې ؟ ابن ملجم : دا توره مې څلويښت ورځې تېره کړه او له خدايه مې وغوښتل،چې پر دې توره تر ټولو بد بنده ووژنم . حضرت علي : وینم،چې پرهمدى توره به ډېر ژر ووژل شې او ته راته د خداى له يو پریوتي بنده څخه بل څه هم نه ښکارې.

بيا حضرت علي خپلو کسانو ته وويل:نفس په نفس یې قصاص کړئ،که مړ شوم نو ويې وژنئ،همغسې،چې زه یې وژلاى يم او که ژوندى پاتې شوم؛نو زه به یې په اړه پخپله پرېکړه وکړم . د عبدالمطلب زامنو، زما د وينې د بدل په خاطر د مسلمانانو وينه توى نه کړئ او پوه شئ،چې بې له قاتله مې بل څوک ونه وژنئ او ته اى حسنه! که زه پرهمدې گوذار مړ شوم؛نو زما قاتل هم پر يو ګوذار قصاص کړئ. پام مو وی،چې غوږ،پوزه يا شونډې ترې غوسې نه کړى ؛ځکه چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي،چې ويې وويل:(( اِيّاكُم وَالْمُثْلَه وَلَوْ بِالْكَلب الْعَقُور)) له مثله کولو لاس واخلئ،ان که د ليونې سپې هم په اړه هم وي)) .

د حضرت علي لور ام کلثوم،چې د خپل پلار په څنګ کې ولاړه و،ابن ملجم ته يى مخ کړ او ويې ويل: د خداى دښمنه ! پلار به مې خداى وژغوري؛خو خداى به تا رسوا کړي . ابن ملجم ام کلثوم ته مخ کړ او ويې ويل : څه ته ژاړې؟ ما دا توره پر زر درهمه واخيسته او پر زردرهمه مې زهرجنه کړه او که پر دې توره مې د مصر ټول خلک وهلي وای؛نو يو به هم ژوندى نه و پاتې شواى .بيا حضرت جندب بن عبدالله ، حضرت علي ته رانږدې شو او ويې ويل : خداى دې نه کړي،که له لاسه مو ‏ورکړې؛نو له زوى امام حسن سره به دې بيعت وکړو. حضرت علي: له حسن سره د بيعت په اړه مو، نه له دې کاره منع کوم او نه مو ورته رابلم.ددې کار اختيار ستاسې په لاس کې دى.

چې خلک پوه شول د ابن ملجم توره زهرجنه و او د حضرت علي له ژوندي پاتې کېدو يې تمه غوڅه شوه ؛نو تر هغه وروسته دهغه د خلافت په اړه له فتنو ووېرېدل او چې حضرت جندب په دې اړه حضرت علي وپوښت او هغه هم دا کار دهغوى خپلې خوښې ته پرېښود؛نو بله لار يې نه درلوده ، چې دا کار راتلونکې ته پرېږدي . بيا امام حسن اوامام حسين خپل پلار پياده خپل کورته يووړ.څېره يې پر وينو پټه شوى و؛خو لا تر اوسه زهرو خپل اغېز نه و کړې.

د ابن ملجم تربوزک یې،چې راخلاص کړ؛نو مخ يې راښکاره شو، د مخ رنگ يې تور واو د ډېرو سجدو نښې يې پرتندي ښکارېدې او هغه يې بندي کړ او که حضرت علي دا سپارښتنه نه وای کړى،چې زه نه يم مړشوى ؛نو مه یې وژنئ؛نو يقيناً د حضرت علي یارانو به هغه ټوټې ټوټې کړاى و؛خو یارانو د حضرت علي حکم پرخپل ځان واجب وگڼه او په تمه شول،چې د حضرت علي درملنه به څه پايله لري.

پر حضرت علي له گوزار وروسته دهغه د کور حالات

بیا بلال له خلکو سره د حضرت علي کور ته ولاړل او له راپېښې شوې پېښې خورا خپه و؛خو دې خبرې ورته ډېر زور ورکړى و،کومه ژمنه یې،چې خپلې بادارې خولې ته ورکړى و، ترسره نشوه؛ځکه له خولې سره یې ژمنه کړې و هرڅنګه،چې وي؛نو حضرت علي به دهغه د وژنې له توطيې خبروي،په تېره بیا له سعيد سره له پيژندگلو وروسته او هغه خبرې،چې د ابورحاب په وینا ورته سعيد دعلي په اړه کړې وې؛خو سره له دې ټولو خبرو بلال په خلکو کې په سعيد پسې گرځېده؛خو سعيد نه ليدل کيده. حضرت علي يې خپلې خونې ته يووړ او خلک ډلې ډلې د حضرت علي د کورپه انگړ کې راټول شول او د پېښې په اړه يې خبرې پيل کړى او ټول وارخطا ول،چې له دې وروسته به پر اسلام څه پېښېږي او ټولو چغې وهلې،چې اى کاش کړاى مو شول،چې پر قاتل مو وار کړاى واى،چې زړه مو يخ شواى واى.

بلال،چې په خلکو کې په سعيد پسې و ؛نو ناڅاپه يې وليدل، چې د حضرت علي مریې قنبر ژړغونې له خونې راووت او ويې ويل: خلکو! مسلمانانو!ما ووژنئ،چې د حضرت علي د وژنې لامل زه يم،خلک ترې راټول شول؛خو پر خبره يې څوک هم نه پوهېدل.قنبر د خلکو له منځه د هغې خونې خوا ته ورغې،چې سعيد يې پکې بندي کړې و او يوه شېبه وروسته يې ترې سعيد لاس تړلى راوويست سعيد خبر نه و، چې پر حضرت علي څه شوي او چې قنبر هغه پر دې حالت راوويست او پخپل شاوخوا کې یې خلک وليدل؛نو فکر يې وکړ،چې گنې اوس به ورته سزا ورکول کېږي؛نو ځکه يې چغې کړې: خلکو! حضرت علي راوښاياست،پر ما بد گومان مه کوﺉ؛ځکه غواړم،چې د حضرت علي د وژنې له توطیې مو خبر کړم. قنبر په چغو چغو وژړل او ويې وويل : سعيده ! حضرت علي يې پر زهرجنه توره وواهه،ويې وواژه. سعيد چېغې کړې: چا دا کار وکړ؟ قنبر:ابن ملجم ،خداى دې لعنت کړي،چې پر حضرت علي يې وژونکی وار وکړه.سعيد په چغو چغو وژړل او ويې ويل :څومره د خواشینۍ خبره ده ،څرنګه یې حضرت علي وواژه،حال دا چې زه له دښتو او ډاگونو راتېر شوم،چې له دې پېښې مخنيوى وکړم ؟ قنبره! مگر ته مې له دې نه وی خبر کړى ؟ قنبر: تا راته دا خبره سمه نه و کړې،زهرجنې تورې خپل کار وکړ،حضرت علي ټپي دى او گومان نه کوم،چې له دې ټپه به ژوندى پاتې شي؛خوکه ستا خبرو ته مې غوږ نيولاى وای؛نو کېداى شول،چې نن مو دا هرڅه نه واى ليدلي ؛خو څه چې و،الهي قضا و او موږ هم په دې اړه څه نشو کړای. خلک او سعيد ټول په ژړا شول؛خو سره له دې ژړا گانو خلک قنبر ته په تمه ول،چې پردې خبره نوره هم رڼا واچوي. حال دا چې قنبر، سعيد په غېږ کې ونيو ويې ويل : خداې دې هغه زړه ښځه پوپناه کړي؛ځکه هغې را ته ستا په اړه دومره غوږونه ډک کړل او تا ته دومره مچيو وچيچلم،چې بيخي ستا خبرو ته غوږ هم کينږدم.سعيد وننګېرله،چې خلک خوښ دي،دا قصه ورته وشي ؛نو هوډ یې وکړ،چې دا قصه ورته وکړي،چې په همدې وخت کې يو سړي غږ کړ: حضرت علي ښه شوى او هغه اوس له حسن او حسين سره خبرې کوي.خلکو،چې دا خبر واورېد ؛نو د حضرت علي د خونې پلو ته يې منډه کړه.بلال هم ځان سعيد ته ورورساوه او له خلکو سره د حضرت علي خونې ته وروان شول؛خو خلک دومره زيات ول،چې ویې نکړای شول خونې ته ورننوځي، له کړکۍ یې حضرت علي ولید،چې په کټ کې پروت دى او سر يې پر يو دستمال تړل شوى ،ږيره يې ورته پاکه کړې و؛خو لا پر ږيره د وينې نښې ښکارېدې. د حضرت علي د څېرې په ليدلو سعید ته خپل نيکه او دهغه نصيحتونه او وصيتونه ورياد شول او په ژړا شو؛خو تر اوسه لا دومره وخت نه و تېر شوى،چې د حضرت علي غږ يې غوږونو ته راورسېد، پوه شو،چې د د خبرو مخاطبان یې حسن او حسين دي . دواړه د پلار سر ته ناست ول او له زړونو يې يو الله خبر و، ډېر غمجن ول او د خپل پلار ټپي سر ته يې کتل.خلکو،چې د حضرت علي له خولې څخه څو ټکي واورېدل؛نوغلي شول،چې څه وايي.

زامنو ته د حضرت علي وصيتونه

بيا یې خپلو زامنو ته داسې وويل :

(( تاسې پرهيزکارۍ او الهي تقوا ته رابلم،دنيا ته تمه مه لرئ که څه هم دنيا مو راوغواړي،له لاسه ورکړي څيزونو پسې مه خپه کېږﺉ،تل د حق خبره وکړئ او پر يتيمانو ولورېږئ،بې لاريو ته لارښوونه وکړﺉ،د ظالمانو دښمن او د نشتمنو ملاتړي شئ، څه چې د خداى په کتاب کې راغلي پرې عمل وکړئ ،د خداى په لار کې له رټل کېدو او ملامتيا مه وېرېږئ )) .

بيا حضرت علي،محمد بن حنفيه ته مخ کړ او ويې ويل : څه ،چې مې ستا ورونو ته وويل تا هم واورېدل ؟ محمد بن حنفيه وويل : هو! گرانه پلاره! حضرت علي وويل : څه چې مې ورته وويل تا ته یې هم سپارښتنه کوم او ددې سپارښتنه هم درته کوم،چې دهغوى درناوى وکړې ؛ځکه هغوى له تا مشران دي او پر تا د مشرۍ حق لري او کله یې هم له حکمونو سرغړاوی و نه کړئ )). بيا یې امام حسن او امام حسين ته وکتل او ورته يې وويل : (( تاسې ته هم د خپل ورور په اړه سپارښتنه کوم ؛ځکه هغه مو ورور او ستاسې د پلار زوى دى او ښه پردې پوه ياست،چې هغه راباندې گران هم دى )) بيا حضرت علي امام حسن ته وويل : (( زويه! د الهي تقوا جامه پر تن کړه،لمونځ دې په لومړي وخت کې کوه ، په مينه اودس تازه کوه؛ځکه بې له پاکوالي لمونځ نه قبلېږي د خلکو له ګناهونو تېر شه؛پرغوسه دې واکمن شه،له خپلو خپلوانو سره تگ راتگ او مينه وکړه،ناپوهانو ته اوهغوى، چې په دين کې له ځانه خبرې راوباسي مينه پراخه کړه ، قرآن ته ژمن اوسه،کار دې نا تمامه مه پرېږده،گانډويان دې له ځانه مه خپه کوه ، پر نېکیو امر او له بدیو منع کوه او له چټليو ځان لرې ساته))

لا د حضرت علي خبرې پاى ته نه وې رسېدلى،چې ستړى شو ،حال دا چې حضرت علي به په ساعتونو ساعتونو خلکو ته خبرې کولې؛خو چا به ترې ستړيا نه ليده. بيا يې امر وکړ،چې دا سپارښتنې ولیکئ او امام حسن ته يى ورکړى . بیا حضرت علي بله يوه خبره هم ونه کړه او يوازې (( لا اله الا الله ))يې وويل او د خپل جانان په لور يې اروا والوته .

[ لیکوال: دا چې موږ دلته د حضرت علي د گوذار خوړلو تاريخ ١٧ درمضان ښودلى دى د ابن اثير او تاريخ خميس د تاريخ د وينا له مخې دى،چې دا تاريخ د بدر د جنگ له ورځې سره سمون خوري؛خو د شعيه وو او سنى علماوو د روايتونو په رڼا کې، حضرت علي د رمضان په ١٩مه گوذار خوړلى ( څلويښتم هجرى کال ) او تر هغې دوه ورځې وروسته؛يعنى د رمضان پر٢١مه شهيد شو،چې د شهادت پروخت ٦٣ کلن و.][3]

د خلکو چغې راپورته شوى او د حضرت علي له شهادت وروسته زامنو يې حسن،حسين اوعبدالله بن جعفر ورته غسل ورکړ،کفن يې کړ او خاورو ته يى وسپاره.

[ د معتبرو روايتونو په رڼا کې د حضرت علي له شهادت وروسته زامنو يې ورته غسل ورکړ،کفن يى کړ او امام حسن يې د جنازې لمونځ وکړ او د حضرت علي د خپلې سپارښتنې له مخې جنازه يې د کوفې په شاه خوا کې ( د عراق د نجف ښار) خاورو ته وسپارله. د حضرت علي پر مظلوميت به دې هله زړه وژاړي،چې خپل زوى ته يې داسې وصيت وکړ: له مرگ وروسته راته څلور قبره په څلورو بېلا بېلو ځايونو کې وکنه،چې څوک مې له قبره خبر نشي،چې چېرته دى ( د کوفى په جومات کې،نجف،د جعدة بن هبيره کور او په رحبه کې) ؛نو ځکه د حضرت علي قبر د امويانو د حکومت تر پايه پورې نامعلوم و،چې د امام صادق په وخت کې او د ځينو د ویناوو له مخې د هارون الرشيد په وخت کې د حضرت علي قبرمعلوم شو. [4]]

سعيد،چې دا ستر مصيبت او غم وليد؛نو قطام او شيطانتونه يى ورياد شول او له ځان سره يې وويل: په خداى قسم ، چې اصلي قاتله قطام ده،که دا شيطانه ښځه نه واى؛نو اوس به حضرت علي نه وای شهيد شوى، حال دا چې سعيد په غم کې ډوب و، اوښکې يې له سترگو راتوېدى،قنبر راغې اوهغه يې له لاسه راونیو او له خونې يې له ځان سره بهر وويست . سعيد خبر نه و،چې قنبر به ورسره څه کوي.ورسر شو،چې د ابن ملجم زندان ته ورسېدل.سعيد او قنبر د ابن ملجم زندان ته ورننووتل او ويې ليدل،چې ابن ملجم يې تړلى دی.همدا چې سعيد ،ابن ملجم ولید غوښتل يې،چې ورسره خبرې وکړي ،چې قنبر وويل لږ صبر وکړه او آرام شه،چې دا خداى وهلې څه وايي. ابن ملجم،چې هغه وليد، پر بې پروایۍ يې قنبر ته وليدل او ويې ويل: فکر کوم دلته راغلي ياست ،چې د سزا لپاره مې یوسی؛ځکه ستاسې بادار مې وژلى دى . قنبر: هو! همدې کار ته راغلى يم؛خو تر دې مخکې ووايه،چې آيا دا سړى ( سعيد ته يى اشاره وکړه ) پېژنې ؟ ابن ملجم : نه یې پېژنم او کله مې هم نه دې ليدلى.

قنبر پر دې پوښتنو غوښتل،چې د سعيد پر بې گناهۍ يقين پيدا کړي؛ځکه تر اوسه يې لا په زړه کې شک درلود،هسې نه ،چې سعيد او ابن ملجم سره ملگري وي ،بيا يې ابن ملجم وپوښت: آيا دا اموي سړى درسره د علي په وژلو کې لاس لري ؟ ابن ملجم موسکی شو او ويې ويل:هغه لا دومره نه دى ، چې داسې کار وکړي،نه ! زه هغه بيخي ‏نه پېژنم. سعيد وويل : آيا د شحنه لور قطام پېژنې ؟ ابن ملجم : هو! پېژنم یې،هغه مې نامزده ده او دعلي بن ابى طالب وينه یې هم مهريه ده .قنبر چغې کړې او ويې ويل : خداى دې گونگ کړه پرېوتي انسانه! راپاڅه چې د مرگ خوند دروښيم .سعيد له دې ،چې قطام او ابن ملجم سره کوژده کړى، ډېر خپه او پرغوسه شو او له ځان سره يى وويل : په خداى قسم ،چې په همدې لاسونو به يې ووژنم .

د ابن ملجم سزا

د حضرت علي له شهادت وروسته امام حسن د ابن ملجم د راوړلوغوښتنه وکړه ،چې د خپل پلار پر وصيت عمل وکړي ابن ملجم یې،چې امام حسن ته راووړ؛نو ابن ملجم خپل شاوخوا ته وکتل او ويې ليدل،چې ټول خلک ورته پرغوسه راگوري او هر يو غواړي،چې پخپلو لاسونو يې سا وباسي ؛نو ابن ملجم پر بې پروايۍ امام حسن ته وکتل او ويې ويل: تر سزا راکولو مخکې يو وړانديز لرم اوهغه دا،چې له خپل خداى سره مې تړون تړلى،چې خپله هره کړې ژمنه عملي وکړم؛لکه څرنګه چې مې ژمنه کړې و،علي او معاويه ووژنم او د وژلو په لار کې يې ووژل شم ؛نو ما ته مهلت راکړﺉ،چې شام ته ولاړ شم او معاويه هم ووژنم ؛نو قول درکوم،چې د معاويه له وژلو وروسته درته ځان دروسپارم.

امام حسن ورته وويل : (( دا کار ناشونې دى،همدا اوس به دې د دوزخ اور ته ورولېږو.)) خلکو خس او تيل راوړل او ويې ويل،چې بايد وسوځول شي.عبدالله بن جعفر، امام حسين او محمد بن حنيفه وويل: بايد خپل غچ ترې واخلو . بيا عبدالله بن جعفر د ابن ملجم لاسونه او پښې غوڅې کړې .

[مرحوم مجلسي په بحارالانوار (۴۲/ ۲۳۲، ۲۹۸) کې ليکي،چې د حضرت علي له شهادت وروسته زامنو یې ابن ملجم د شهادت ځاى ته راووړ او امام حسن پرې يو گوذار وکړ او بیا پرې خلکو راودانگل او ټوټې يې کړ او بيا يې له جوماته راوويست او اوريې ورته بل کړ او پکې یې وسوځاوه.)

د ابن مجلم د سزا له ليدو وروسته سعید ته د ابن ملجم خبرې وريادې شوې،چې ويې ويل: قطام مې نامزده ده او د علي وينه یې مهريه ده .

سعيد د قطام مکر او چلونو ته هک پک پاتې و،چې څرنګه دې ښځې د خپل پلار او ورور د غچ اخستلو لپاره پر دومره جنایتونو لاس پورې کړ او همداسې خپل د تره زوى عبدالله ورياد شو،چې هغه هم د قطام د نقشو قرباني و،سعيد دومره په فکر کې ډوب شوى و،چې له امام حسن سره د خلکو په بيعت کولو او د خلکو گڼه گوڼه يې بيخي وانه ورېده،چې په همدې وخت کې یې پرغوږونو يو اشنا غوږ ولګېد، دا غږ د بلال دى،چې ورته وايي: اى زما باداره! راووځه،چې څو خبرې درسره لرم، چې درته يى وکړم . د بلال غږ سعيد په خود کې کړ او له ډلې غلي راووتل او د کوفې ښار ميدان ته ورغلل،چې اوښان يې پکې تړلي ول، خپل اوښان يې راخلاص کړل او کور ته روان شول.په لار کې يې خلک ليدل،چې ډلې ډلې د حضرت علي د وير لپاره کور ته یې ورروان دي . کله،چې سعید او بلال کور ته راورسېدل ؛نو په کور کې څوک هم نه ول؛ځکه ټول د حضرت علي کور ته د وير لپاره تللي ول،پر ستړيا او ستومانتيا سربيره په کوفه کې ددې ناوړه پېښو په ليدلو سعيد بې دمې شوی و؛نو له بلاله بيل شو او خپلې خونې ته ولاړ،جامې يې بدلې کړى او پر يو بالښت يې ډډه ووهله د زياتې ستومانې له کبله ويده شو. دواړه تر ماښامه ويده وو. ماښام و،چې سعيد د خدمتکارانو پرغږ له خوبه راپاڅېد،چې د حضرت علي له ويره راستون شوى و، سعيد ترې وغوښتل،چې هغه او بلال ځان ته پرېږدي او يو خادم ته يې وويل،چې په خونه کې یو څراغ بل کړي . بلال او سعيد،چې ځان ته شول،سعيد وويل : بلاله!څه دې راته ويل، خبره دې کوه،زه دې خبرې اورېدو ته چمتو يم .بلال وويل: زما باداره ! اجازه راکوې،چې ودې پوښتم،چې د څه لپاره مه خپله دنده سرته ونشوه رسولاى او خبر دې حضرت علي ته ور ونه رساوه ؟ سعيد سوړ اوسيلى وکړ او ويې ويل : ددې ټولو فسادونو جرړه همغه ښځه ده،چې نوم مې یې د ابن ملجم له خولې واورېد.بلال : هو! فکرکوم ،چې هغه ښځه قطام ده . سعيد : هو! خداى دې تور مخې کړي،چې ټګیو برګیو او شيطانتونو یې حضرت علي وواژه،زما د تره زوى عبدالله يى وواژه اوهمداراز خداى وهلى ابن مجلم يې پر داسې عذاب ککړ کړ او بايد درته ووايم،چې له قتنو ډکې دې ښځى څه نور خيالونه هم په خپل سر کې لري؛ځکه اورېدلې مې دي،چې زما د وژلو لپاره يې هم مټې رانغاړلي .

بیا سعيد، بلال ته له قطام سره د پېژندگلو قصه ټکي په ټکي وکړه. بلال تر قصې اورېدو وروسته گوته په خوله هک پک شو او سوړ اوسېلې يې وويست. سعيد : څه چل درباندې وشو ،چې داسې سوړاوسېلى دى راوويست ؟ بلال : افسوس له دې لپاره خورم ،چې د حضرت علي له وژلو مخکې مى دا ښځه په جومات کې په خيمه کې وليده او ومې ليدل،چې ابن ملجم او انډيوال يى ورغلل او له قطام سره يى وکتل،کاش هملته مې دوى نيولي واى؛خو ما داسې فکرکاوه،چې حضرت علي به له هر څه خبر شوي وي؛خو که خداى عمر راکړ؛نو د حضرت علي د وينې او د قطام د خيانتونوغچ به هرو مرو واخلم او د حيرانۍ خبره خو دا ده،چې همدې خداى وهلي ابن ملجم زما پر بادارې خولې هم مارکه کړى و؛خو له نېکمرغه د خولې، ابن مجم خوښ نه و او دهغه مارکه يې ونه منله.بلال نه پوهېده ،چې سعيد دا قصه د خولې له اړخه اورېدلى ؛نو سعید ځان نانگاره واچوه، ترڅو د بلال خبرې پاتې ته ورسېدې.

بلال د خپلوخبرو په ادامه کې داسې وويل : خوله،چې د دې جنايتکار( ابن ملجم) د وژل کېدو خبر واوري ؛نو ډېره خوشحاله به شي .سعيد: که د خولې، ابن ملجم نه و خوښ ؛نو چا دې واده ته مجبوروله؟ بلال : د خولې پلار هغه سور اور ته نيولى و،چې هرو مرو بايد له ابن ملجم سره واده وکړې ؛خو خولې ورسره کله هم دا خبره ونه منله.سعيد ته د بلال خبرو هغه د نېکو اخلاقو ، ښه خوى او لمرمخې نجلى وریاده کړه،چې د پرښتې په څېر پاکه وه او په زړه کې يى تل ويل ،چې خوله څومره مېړنۍ،غيرتمنه او سرښنده نجلى ده. د بلال خبرو د سعيد د مينې د ايرو پټې سرکوټې راتاندې کړې خوله يې پر زړه راوورېده؛خو سعيد په فسطاط کې څه هم ونشو کړاى،چې خولې ته د خپلې مېنې اظهار وکړي؛ځکه يو خوا د حضرت علي معامله رامنځ ته شوى و او بلخوا يې له قطام سره هم ژمنه کړې و او بیا،چې سعيد،خوله په فسطاط کې وليده؛نو زړه يې پرې اوبه وڅښلې او بیا يوه شېبه یې هم له زړه ونه وته؛خو نن د بلال خبرو بيا د سعيد د مينې سکروټو ته پوکې ورکړ؛نو ځکه سعيد خښ و،چې بلال ورته د خولې په اړه نورې خبرې هم وکړي ؛نو ځکه یې وويل : ته پوره ډاډمن يې،چې خولې له ابن ملجم سره په واده کولو کې له خپل پلار سره پوره مخالفت درلود؟ بلال :هو! دا څه، چې مې درته وويل د کاڼي کرخه ده، بلال موسکې شو او ویې ويل،پردې سربېره نور څه مې هم ترې ليدلي. سعيد وارخطا وويل : څه دې ترې ليدلي دي؟ بلال : ستا ورته تراوسه پام نه و؟ سعيد: نه ! څه ته مې پام نه و . بلال ما وننګېرله،چې ته پر خولې خورا گران يې ، زړه يى درباندې بايللی دى؛ که څه هم ډاډ لرم،چې ستا به هم دې خبرې ته پام شوی وي.سعيد: له کومه دا خبره کوې، چې هغه دا احساس لري؟ بلال : ځکه همدا نجلۍ ستا د ژغورنې لپاره په يوه شپه کې څو ځلې له خپل کوره بهر راووته.خولې هم خيال کاوه،چې د چا به يې کارونو ته پام نه وي،حال دا چې ما يې ټول کړه وړه تر کتنې لاندې نيولي ول او بې له دې مهمه خبره خو دا ده،چې کله یې راته حکم راکړ،چې درسره کوفې ته راشم او هر کله،چې مو د ابن ملجم توطيه شنډه کړه او امام مو وژغوره؛نو بې ځنډه له سعيد سره فسطاط ته راستون شه ؛ځکه د ابن ملجم په راگېرېدو به خوله هم له هغه سره له واده خلاصه شي .

سعيد ته،چې خبره سپينه شوه؛نو پرخپگان يې وويل :خو ته ډېر ښه پوهېږې،چې زه له فسطاطه راتښتېدلى يم او هلته مې ورتلل؛يعني زما مرگ دی او که عمروعاص زما له راتگه خبر شي؛نو ټوټې به مې کړي او بې له دې ټولو خبرو، له دې ښاره کرکجن یم،ځکه د تره زوى مې پکې له لاسه ورکړى دی . سعيد یوه شېبه ‏غلى شو بيا يې سوړ اوسيلى وويست او ويې ويل : ته پوره ډا‌ډمن یې،چې خوله راسره مينه لري؟ که څه هم د حضرت علي په معامله کې ما د خولې غيرت ،سرښندنه او انسانيت ليدلى ،زه ورته په زړه کې ځانګړې درناوى لرم او په همغه وخت کې مې پرې زړه اوبه څښلې وې؛خو په هغه وخت کې مې زړه لا له قطام سره و، خداى دې دا قطام تور مخې کړي ،چې زه يې داسې پر خپلو ټګیو برګیو وغولولم . بلال : باداره ! ددې خيانتکارې ښځې نوم راته مه اخله،چې ډېر ترې کرکجن یم او فکرکوم ،چې زما ناغېړي یې د بچ کېدو لامل شو. دې خداى وهلې او چټلې ښځې د خپل پلار او ورور د غچ لپاره پر څومره جنايتونو لاس پورې کړ او چې ژوندى يم؛نو د دې ښځى له وژلو به تېر نشم . سعيد: ته فکرکوى،چې هغه به اوس هم په کوفه کې وي؟ بلال : دا دومره ستر خيانت یې،چې وکړ؛نوناشونې ده ،چې بیا هم په کوفه کې پاتې شوي وي؛ځکه د کوفى ټول خلک پوهېږي،چې هغه د حضرت علي په وژلو کې شريکه ده. سعيد: څه دې خيال دى،چې چېرته به تللې وي ؟ بلال :نه پوهېږم؛خو سبا به ددې کار په اړه خپلې پلټنې پيل کړم؛خو خبره دا ده،چې که تاسې راسره فسطاط ته ولاړ نشی؛نو خوله به رانه ډېره خپه شي. باداره!خوله ښايسته او هوښياره نجلۍ ده او که پلار يې د معاويه له پلویانو ځنې نه و ؛نو داسې کارونه به يې کړي واى،چې ډېری سړي به ورته حېران پاتې شوي واى،له بده مرغه پلار يې د معاويه له پلویانو ځنې دى او تل خپله لور ځکه رټي،چې د حضرت علي پلوۍ ده. سعيد ننګېرله،چې زړه يى د خولې د مينې لپاره شېبه په شېبه نورهم تږى کېږي،زړه يې غوښتل،چې ژر تر ژه يې وویني او خوږې خبرې یې واوري؛خو د عمروبن عاص په لاسله وژل کېدو وېرېده . بيا ورياد شول، پرهمدې شپه ،چې ابن ملجم،حضرت علي شهيد کړ دوه نورو کسانو هم ژمنه کړى و،چې پرهمدى شپه معاويه اوعمروعاص هم ووژني؛نوبلال ته يې وويل : ياد دې دي،چې درته مې ويلي و دوه نورکسان هم د معاويه او د عمرو عاص د وژلو هوډ کړی ؟ بلال : هو! ياد مې دي؛خو فکر نه کوم،چې دعاص زوى له خپلو ټول ټګیو برګیو په درلودلو دومره ژر ووژل شي .سعيد : څه څیز یې د ژغورېدو لامل ګرځي؟هغه د خپل وژل کېدو له دسیسې څخه خبر نه دى او که هغه سړى وکړاى شي،چې عمروعاص ووژني؛نو فسطاط ته به مې تګ ته آسان شي . بلال : پر دې خبرې د پوهېدو لپاره ډېر پام پکار دى او بې له دې بله لار نه لرو،چې صبر وکړو او خبرونه واورو او يا دا ،چې پخپله فسطاط ته ولاړ شو او ښه سم ځان پر خبره باندې پوه کړو. سعيد: زه نور د انتظار طاقت نه لرم؛نو ښه به دا وي،چې ته یوازې فسطاط ته ولاړ شې او سم خبر راته راوړى او که د شام له لارې ولاړ شې؛نو غوره به وي؛ځکه چې دواړه خبرونه راته يوځاى راوړې .بلال : باداره ! امر په مو سترګو؛خو تاسې به څه کوى؟ سعيد:زه به په کوفه کې پاتې شم،چې د قطام پته راپيد کړم او که پيدا مې کړه ؛نو ډېر سخت غچ به ترې واخلم ؛ځکه که له دې خداى وهلې مکارې ښځې مې غچ وانه خيست؛نو د تل لپاره به په خپګان کې يم او که دا ښځه ژوندۍ پرېږدم؛نو ما به هم ووژني. بلال : ستا دې په خداى قسم وي! اجازه راکړئ ،چې له قطام سربېره هغه بله مکاره زړه ښځه هم ووژنم. سعيد: بلاله ! خپل وخت مه ضايع کوه اوهمغسې،چې مې درته وويل شام او مصر ته ولاړ شه او سم خبر راوړه. بلال : خولې ته څه ووايم ؟ کوم پېغام ورته نه لرى ؟ سعيد: ورته ووایه،چې د لېدو لپاره دې ډېر زيات بې قراره يم؛خو اوسمهال له دې ټولو ستونزو سره نشم کړاى،چې درشم او ورته ووايه،چې له خداى سره مې ژمنه کړې،چې بې له خولې به بل چا ته هم د خپل زړه ور خلاص نه کړم . بلال : چې داسې ده؛نو د خولې راضي کول پر ما ،زه به یې دې کار ته راضي کړم . بلال يوه شېبه غلى و او دا چې دا خبرې یې د سعيد له خولې اورېدلي ډېر خوشحاله و،بيا يې مخ راواړو او ويې ويل : خوعمروعاص لا تراوسه ژوندى دى او د خولې پلار هم د حضرت علي او مینوالو سره یې ‏ځانګړې دښمني لري،گومان نه کوم ،چې پر دې واده به راضي شي او وايه،چې څه به کوو ؟ سعيد: دا نو ستا کار دى او کله ،چې دې راته خبر راووړ؛نو د دې کار لپاره به هم هوارې پيدا کړو او بيا يې وويل: دا خبرې بس دي، په خداى توکل وکړه اوځان سفر ته چمتو کړه.

بلال له سعيد سره له خداى په امانۍ وروسته فسطاط ته روان شو؛خو سعيد په دې فکر کې و،چې څرنګه د خولې پلار دلاسا کړي،چې د معاويه له سرسخته لارويانو ځنې دى . بلخوا په زړه کې يى قطام ته د غچ اور لمبې وهلې ؛نو هوډ یې وکړ،چې قطام يا پخپلو لاسونو يا دا چې کله امام حسن خلافت ته ورسېد، دهغه په مرسته يې ووژني .

عبدالله دعمروعاص بنديوان

اوس به فسطاط  ته ولاړشو،چې ووينو،هلته څه تېرشوي دي ومو ويل،چې خوله له عين الشمس څخه د راستنېدو په حال کې و،چې پلار يې هغه په يو ځاى کې بندي کړه،سعيد هغه راخلاصه کړه او دواړه د ديرپه لور ور روان شول،بیا خوله ځان ته خپل کور ته راستانه شوه .

د خولې پلار هم تردې وروسته،چې د عمروعاص له کوره راووته هغه بڼ ته ورغې،چې خوله يى پکې بندي کړې و، ،چې ورسېده ،و يې ليدل،چې د ور قلف مات شوى او لور يې نشته دى؛نو په خپګان اوغوسه کور ته راستون شو. دا چې خولې هم ځان له پلاره خلاص کړې وي؛نو داسې یې وښودل ،چې ځان يى په ژړا مړ کړی . پلار یې چې کور ته راورسېد،بې ځنډه د خولې خونې ته ورغې ويې ليدل ،چې خوله ژاړي؛نو ځان يې نانگاره کړ او ويې ويل، ولې ژاړې ؟

خولې پرخپګان او ژړا وويل : پلار جانه ! زه دې ولې په هغه کور کې ځان ته پرېښودم،فکر دې نه کاوه،چې کېداى شي هلته راباندې کومه بلا راشي ؟ پلار: مگر و دې نه ليدل ،چې ور مې درپسې قلف کړ،چې څوک درباندې برید و نه کړي ؟ خوله : ولې راسره داسې کوې ؟ خو ستاسې له سپارښتنو مې سرغړونه کړې،چې راسره داسې چلن کوى؟ او بيا يې ژړا پيل کړه. د خولې ژړا گانو د پلار زړه رامات کړ او حال دا چې فکر يې کاوه لور يې دا خبرې له سادگۍ کوي ویې ويل: اوس راته ووايه،چې څرنګه له هغه ځايه راووتې ؟ خوله : چې زه مو هلته ځان ته پرېښودم ؛نو ووېرېدم،چې کوم غل رانشي او ومې نه ځوري؛نو چېغې مې کړې او له تاسې مې مرسته وغوښته او په همدې وخت کې مى د څو کسانو غږونه واورېدل،چې پر اسونو سپاره دي . وېره مې نوره هم ډېره شوه،چېغې مې کړې او مرسته مې وغوښته،چې خداى راباندې ورلورېد او يو سړى يې زما مرستې ته راولېږه . سړي ور پرانیست او له هغه کوره یې راوويستم او چې ور پرانستل شو؛نو له وېرې مې بې واکه خونې ته منډه کړه.

د خولې خبرو پلار رامات کړ ،پلار يې ډاډ ورکړ او ورته يې وويل: ښه ده،چې هر څه په خير تير شول او دمې ته یې خوله په خوشحالۍ کور کې ځان ته پرېښوده . څو شېبې وروسته يې له ښاره غوږونو ته د هله هولى غږونه راورسېدل،پوه شوه،چې مامورين د غفاري سړى کور ته ورغلي،سعيد ورياد شو،چې هسې نه سرتېرو خو به نه وي نیولای او لکه څرنګه،چې په تېرو مخونو کې مو وويل ،خولې هوډ وکړ،چې د سعيد ژغورنې ته له کوره راووځي . خوله ،چې له خپل کوره ووته؛نوخپل مريي ته يې وويل،چې زما د خونې ور رابند کړه او که پلار مې وپوښتل؛نو ورته ،چې د ډېرې ستومانۍ له امله ويده شوى او ور يې په ځان پسې تړلى دی . وروسته له دې ،چې خولې، سعيد د خطر له منګولو راوويست؛نو په کلاره خپلې خونې ته ولاړه ،چې پلار یې پرې خبر نشي،چې خپلې خونې ته ورننووته؛نو له وارخطايۍ يې سترگو ته خوب رانغې او تل په دې فکرکې و ،چې څرنګه عبدالله هم له خطره راوباسي . ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې د عمروعاص د سرتېرو ګڼه ګوڼه يې د خپل پلار په کور کې واورېده او دهغوى له خبرو پردې ورسېده ،چې عمروعاص ورته د حضرت علي د پلویانو د نيولو حکم ورکړى،چې تر نيولو وروسته يې د نيل په سيند کې لاهو کړي . د پلار په کړس کړس خندا يې واورېده،چې دې خبرو خورا خوشحاله کړى و؛خو خوله له دې خپه و،چې داسې پلار لري . بيا د عبدالله په فکر کې شوه ،چې څرنګه يې راخلاص کړي؛نو همدا،چې ډاډ يې پيدا کړ پلار يې ويده شوى ؛نو په کلاره له کوره ووته او د نيل سيند ته ورروانه شوه،د نيل په کڅ کې يې سعيد وليد او له خبرو اترو وروسته داسې پرېکړه وشوه ،چې خوله خپل مريې له سعيد سره کوفې ته ولېږي.

خوله بې ځنډه کور ته راستانه شوه،پلار یې ويده و،بلال یې راپاڅاوه او له ځان سره یې خپلې خونې ته يووړ. خولې پر بلال باندې پوره ډاډ درلود،چې بلال یې خوشحاله کولو ته هر کار ته چمتو دى،بيا خولې ورته وويل : پوهېږې،چې څه ته مې راپاڅولى ؟بلال : نه ! ؛خو هرو مرو مو د امر منونکی يم . خوله : که يو کار دروسپاورم؛نو وبه يې کړې ؟ بلال : څرنګه به يې نه کوم . زه مو مریې يم . خوله : مهمه دنده درسپارل غواړم،کېداى شي،چې پکې مړ هم شى؛نو آيا بيا هم چمتو يې،چې ترسره یې کړې ؟ بلال : ستاسې د خوښۍ پر وړاندې مرګ څه ارزښت نه لري،زه مو منونکی يم ،هر امر ،چې وي ورته چمتو يم. خوله : د عين الشمس له نننۍ پېښې خبر شوې یې ،چې عمروعاص له بنديانو او د حضرت علي له لارویانو سره څه وکړل ؟ بلال : هو! عمروعاص حکم کړى ،چې ټول بنديان دې ووژني . خوله : دا هر څه،چې عمروعاص د حضرت علي له لارويانو سره کړل،پرې خوشحاله يې ؟ بلال : که باداره مې پرې خوشحاله وي؛نو زه به هم پرې خوشحاله يم.خوله : زما په اړه څه فکر کوې ؟ بلال: فکر نه کوم،چې له دې کاره به خوشحاله شوي ياست ؛ځکه سره له دې،چې پلار دې معاويه پلوی دى؛خو ته د حضرت علي پلوۍ يې .خوله: پر دې خبره له کومه پوه شوى يې ؟ بلال: سمه ده،چې يو ساده مریې يم؛خو کلونه کلونه دې،چې ستاسې چوپړ کوم،زه په هغه څه خبر یم،چې په زړه کې مو تېرېږي؛خو اوس چې مې دې ته اړ کوﺉ؛نو له هر څه،چې خبر يم ؛درته به يې ووايم ‏،پوهيږم ،چې له حضرت علي څخه په دفاع کې له هر څه تېره يې،په تېره بيا تېره شپه مې ستا ټول کړه تر څارنې لاندې نيولي ول او ومې ليدل،چې څرنګه د هغه ځوان د خلاصون لپاره له کوره ووتې .

دا چې بلال پرهر څه خبر و؛نو خوله خورا حېرانه و؛خو دا چې خوله پوه شوه ،چې بلال هم د حضرت علي له پلویانو ځنې دى؛نو ورته یې وويل : ته له بيګانيو پېښو څومره خبر يې ؟بلال : تاسې په رښتیا هم فکر کوى،چې زه له دې خبرو بې خبر يم ؟ خبر يم،چې تاسې څومره د هغه ځوان په ژغورنه کې د نیل په کڅ کې هڅې او هاندې وکړې او پردې هم خبر يم ،چې هغه ځوان هم د تورنو له ډلې ځنې و. خوله :اوس،چې له هر څه خبر یې؛نو درنه غواړم،چې له دې ځوان سره،چې کوفي ته ځي، ته هم ورسره ولاړ شې اوښان واخله اوهغه به درته د مقطم د غره په غاړه کې ولاړ وي چې ورتلې؛نو پام دې اوسه،چې څوک دې و نه ويني او له چا سره هم خبرې و نه کړې. بلال د خوله له خبرو وروسته بې ځنډه اوښان راخلاص کړل او روان شو؛خو خولې ورته غږ کړ او ويې ويل :بلاله ! پر تا دې افرین وي ،ته،چې له دې ځوان سره د حضرت علي د ژغورل کېدو لپاره کوفې ته ځې ؛نو په لار کې به درته ټوله قصه وکړى او يوه سپارښتنه درته کوم،چې پر دې ځوان پام کوه،چې د حضرت علي له دوستدارانو ځنى دى او هر کله مو،چې دا دنده ترسره کړه ؛نو بې ځنډه یې درسره بېرته فسطاط ته راوړه ،زه له ابن ملجم څخه کرکجنه یم،بدې مې شي او پوهېږې،چې پلار مې ورته ور ورواده کوي! په خبره ورسېدى ؟! بلال موسکې شو ،سر يې وخوځو او روان شو.خوله : په خداى مې سپارلي يې په دې اړه مې درسره خبرې کولې ؛خو څه وکړم،چې وخت تنگ دى، انشاء الله ، چې روغ رمټ راستون شې بيا یې درته وايم ،گوره! پام دى اوسه،چې څوک دې ونه ګوري او څوک درباندې خبر نشي. بلال د وتو په حال کې خولې ته وکتل او ويې ويل : له دې دومره خدمت وروسته اوس هم راباندې شکمنه یې،بيا يې اوښان روان کړل او د خولې د وينا له مخې له سعيد سره يوځاى شواو کوفې ته روان شو.د بلال له تلو وروسته خوله خپلې خونې ته راستنه شوه او دا چې وکړاى شي دمه وکړى؛نو ور یې په ځان پسې وتړه او پخپل ځاى کې څملاسته ؛خو ډول ډول فکرونه يې ماغزو ته راتلل او خوب ته یې نه پريښودله. خولې له سعيد سره د مينې عجيبه ننګېرنه درلوده او له دې اړخه هم وېرېده ،چې که سعيد په خپل کار کې بریالی نشي او و نه کړاى شي،چې حضرت علي له وژلو څخه وژغوري؛نو څه به کېږي ؟ له ځان سره يې وويل ، چې که پلار يې د بلال په اړه وپوښتل؛نو څه به ورته وايي ، څه شېبه وروسته يى ماغزو ته فکر راغى،چې پلار ته ووايي بلال تښتېدلى او نه پوهېږي،چې کوم خوا تښتېدلى دى. د خولې پلار پرهغه شپه فکر کاوه،چې لور يې په کور کې ده او د شرافت لپاره يې په ځان پسې ور تړلى ؛نو ويې نشو کړاى،چې ويې ويني؛نو ګهيځ وختي د خولې خونې ته ورروان شو؛خو بيا يې هم وليدل،چې د خونې ور تړلى دى او بلال هم نشته. ور يې وټکاوه ؛خوله د ور پر ټکار راپاڅېده او ور یې پرانیست،خولې،چې خپل پلار وليد؛نو نانگارۍ ته يې خوله وازى وکړ او پلار يې هم خپل لاس د لور پر اوږه کېښود او ورته وويل : لورى! فکرکوم ،چې د پرون د بندي کېدو وېره دې لا اوس هم په زړه کې ده؟ خولې وويل:نه پلار جانه!خداى،چې ستا غوندى پلار راکړى؛نو وېره به مې د څه وي . پلار: آفرين لورى ! راځه،چې د ګهځ چای وڅښو او بيا يې بلال ته غږ کړ،چې چای وکړي ؛خو د بلال له اړخه يې څه ځواب وانه ورېد؛نو خولې ته یې مخ کړ او ويې ويل : بلال چېرته دې؟ خوله : خبره نه يم،کېداى شي بازار ته تللاى وي.پلار یې يوه شېبه بلال ته په تمه و؛خو بلال راپيدا نشو؛نو يو يې په بلال پسى ورولېږه،چې راپيدا يې کړي ؛خو هغه هم بلال پيدا نه کړ،له څه وخت تېرېدو وروسته د پلار پام شو،چې اوښان يې هم نشته.ماسپښين شو؛خو بلال راپيدا نشو،چې د بلال دې نشتوالى وارخطا کړ .خوله،چې د خپل پلار پر تندي پوه شوه ؛نو ويې ويل : راته ښکاري،چې اوښان يې غلا کړي او تښتېدلى.مازيگر هم د خولې پلار څو کسان د ښار شاوخواته په بلال پسى ولېږل؛خو بلال يې پيدا نه کړ؛نو د پلار یې يقين وشو،چې بلال تښتېدلاى دى او چې خولې وليدل پلار يې دهغې پر خبرو باور کړى؛نو خوشحاله شوه ؛خو بيا هم سعيد ورياد شو او په دى فکرکې و،چې که سعيد او بلال په وخت کوفې ته ور ونه رسي او حضرت علي د خپل وژل کېدو له دسیسې خبر نه کړي؛نو دا ټولې هلې ځلى به پر سيند لاهو شي. خوله ډاډمنه و،چې که ابن ملجم وکړاى شول،چې حضرت علي ووژني؛نو هغه به هم ژوندى پاتې نشي او د حضرت علي ياران به يې ټوټې ټوټې کړي ؛خو سره له دى ټولو خبرو او فکرونو خولې صبر وکړ او هر څه يې الهي قضا او قدر ته وسپارل .

له دې پېښو څو شپې وروسته د خولې پلار کور ته راغى ،ډېر خوشحاله و؛لکه چې کوم خبر يې اورېدلى و خولې هم وغوښتل،چې ځان پر خبره پوه کړى او کله،چې د ماښام ډوډۍ ته کېناستل؛نو غوښتل يې،چې له پلاره خبره وباسي ؛نو د حضرت علي د پلویانو د بندي کېدو خبره يې رامنځ ته کړه؛خو پلار يې پر خوړو بوخت و،خبره يى و نه کړه او خولې ته موسکې شو. خولې هم نور څه ونه ويل او په تمه شوه،چې د پلار ډوډۍ يې خلاصه شي . ډوډۍ وخوړل شوه،پلار يې خولې ته موسکی شو او ويې ويل : اړ دې کړم،چې هغه خبره درته وکړم ،چې تل يې له ويلو وېرېدم. خولې په حېرانتيا وويل: پلارجانه!حېرانه یم، چې ولې راباندې شکمن یاستی، زه يو نجلۍ يم،چې تل په کور کې يم،بې له تاسې څوک هم نه پېژنم،چې د زړه خبره ورته وکړم؛نوڅرنګه راباندې تور لګوی،چې ستاسې پټې خبرې مې رابرسېره کړي دي؟ ستاسې کومه خبره مې لا تر اوسه رابرسېره کړې ؟ بيا خوله په ژړا شوه او شا ته کېناسته . پلار يې بيا هم موسکی شو او ويې ويل : دا مې نه دي ويلي ،چې تا مې کومه خبره رابرسېره کړى؛خو……….. اوغلى شو .خوله : پلارجانه! نو خبره څه ده،چې راباندې شکمی یاستی، تورنوۍ مې او دا را ته ډېره گرانه پرېوځي،چې پلار مې راباندې ډاډمن نه دی . پلار: ته پردې خبره ډېره ښه پوهېږى ،چې زه تر اوسه هم يقين لرم،چې ته مو له دښمنانو سره خواخوږی لرى. خولې په خپګان وويل: دښمن!مطلب مو څوک دى ؟ له خدايه پناه غواړم،ولې ما پردې خبره تورنوئ. بيا خولې له خوړولو لاس واخيست او له دسترخوانه پاڅېده. پلار يې وويل : زه خبر يم ،چې د علي او له دوستانو سره يې ځانګړې مينه لرى او حال دا چې ښه پوهېږې،چې علي راسره وجنگېد او موږ يې په نهروان کې ووژلو، زه دې له علي سره د مينى لپاره نه ملامتوم ؛ځکه زه هم ستا په شان يو وخت د علي له يارانو ځنې وم ؛خو د صفين له جنګ او د حکميت له پېښې وروسته،چې خلافت يې له ګوتو ووت او معاويه يې پرځاى کېناست؛نو ترې لرې شوم او تل ورسره په جنګ کې يم . خوله د پلار له خبرو پوه شوه،چې پلار يې پرحقيقت رسېدلى او ویې ننګېرله، که حقيقت خپل پلار ته ووايى؛نو پخپلو لاسونو به يې ځان ته قبر کنلى وي؛نو ځان يى نانگاره کړ او په ټکه له خبرې منکره شوه او ويې ويل : نه پوهېږئ،چې ګروهه مې د علي په اړه اوختې ده ؟له کله نه ،چې د علي په اړه ستاسې ګروهه واوخوته ؛نو په اړه یې زما ګروهه هم بدله شوه او زه به څوک يم،چې له خپل گران پلار سره به په دې اړه مخالفت وکړم. پلار: که خبرې دې رښتيا دي؛نو ولې دې ابن ملجم ته د واده ښه و نه کړه ؟ حال دا چې پوهېږى، دې سړي ستر کار ته ملا تړلى،چې يو مسلمان يې هم زړه نه لري ،چې هغه د علي وژل دي .خولې ،چې د پلار خبرې واورېدى؛نوهڅه يې کوله،چې پلار ته وښيي،چې کله یې هم ابن ملجم ته د نه ځواب نه دى ورکړى او اوس هم ورته په زړه کې مينه لري؛نو ویې ويل : پلار جانه ! خبره مو سمه نه ده او په دې اړه راباندې تور لگوئ ،ما کله هم د هغه مارکې ته د نه ځواب نه دى ورکړى او کله هم ،چې له سفره راستون شو؛نو ورسره به واده وکړم ؛نو څرنګه واياست،چې هغه مې قبول نه دى .

حال دا چې پلار یې له سور کړي چرگ څخه پنډۍ رابېلوله ، ویې خندل او ويې ويل : سمه ده،چې پر خوله دې څه نه دي ويلي ؛خو له کړو وړو دې پوه شوم ،چې له ابن ملجم سره پر واده خوښه نه يې . پلار يې له چرگه پنډۍ رابيله کړه او خولې ته يې هم ست وکړ؛خو خولې ونه منله؛نو پلار يې وويل:په خبرو مې مه خپه کېږه او واخله دا غوښه وخوره. خوله : ته پر دې تورونو پر ما تیری کوى او لکه د يو دښمن غوندى راسره چلن کوى،ان دومره شک مو پر ما             درلود ،چې په هغه کور کې دې بندي کړم . پلار: تا راته هغه غمجنه شپه راياده کړه او په دې اړه به درته يوه خبره هم ونه کړم،خو دا،چې د دې پوښتنې ځواب راکړى .ايا ته دې د خپل پلار خبره منې او که نه او څه يې چې درته وويل و به يې کړې ؟ خوله : پلار جانه ! تاسې راباندې شکمن شوی او تور مو راباندې ولگو،چې زه مو د ګروهې مخالفه يم ؛خو زه په ژوند کې ستاسې له خوشحالۍ پرته څه هم نه غواړم. بيا یې پلار يوه بوټۍ غوښه راواخيسته او خولې ته يې وويل : ښه ؛نو دا غوښه وخوره ،چې درته ووايم ،چې څه چل شوي ،خولې هم هغه غوښه واخيسته او ويې خوړه .بيا یې پلار وويل : لورې! عمروعاص پوه شوى،چې له کوفې دوه ناپيژندګلو د فسطاط ښار ته راغلي ،چې د علي له يارانو سره وویني،چې په عين الشمس کې راټولېږي، اميرهم حکم کړى ،چې په عين الشمس کې ،ټول راټوليدونکي کسان ونيسئ . آيا تا هم په دې اړه څه اوريدلي ؟ خوله : څه نا څه مې اوريدلي دى؛خو لا پوره پر خبره نه یم پوه شوی،چې څه چل شوى . پلار: په نيول شويو کې د يو نوم عبدالله دى اوهغه مې و نه پېژند . عبدالله يې هم له نورو سره زندان ته يووړ او له هغى وروسته عمروعاص تصميم ونيوه،چې ټول ووژني؛خو ما ورته وويل چې په دې کار به درپسې خلک راپاڅي؛نو غوره به دا وي،چې هغوى د نيل په سيند کې لاهو کړې او بله ورځ خبرشوم ،چې هغوى ټول يې په سيند کې لاهو کړي دي .

دا داسې خبرې نه وى،چې خوله ترې خبره نه و ؛خوځان يې نانګاره اچولى و بيا د خولې پلار د خپلو خبرو په ادامه کې وويل : تر اوسه مې فکر کاوه،چې هغوى ټول يې غرق کړي دى؛خو نن،چې د عمروعاص په کور کې وم؛نو ومې ليدل ،چې د کور يوې خونې ته يې قلف وراچولى.مازيگر بيا هم د عمروعاص کور ته ورغلم د ابن ملجم او دهغې د دندې خبره مو راواچوله ،چې دى ځاى ته راورسيدم ؛نو امير په خندا شو ؛نو پوه شوم ،چې کوم نوى خبر ورته رارسېدلى. له عمروعاص مې وغوښتل ،چې ددې خندا علت راته ووايي ؛خو نه يې غوښتل،چې څه راته ووايي ؛خو ما ځان شله کړ ،چې راته يې وويل : آيا پوهېږى ،چې په دې قلف شوي خونه کې څوک دى ؟ ما ورته وويل : نه! زما باداره ! زما په شان کې نه دي ،چې له تاسې وپوښتم ،چې په دې خونه کې څوک دى .عمروعاص په کړس کړس وخندل او ويې ويل : په هغه خونه کې مې يو داسې سړى بندى کړى دى،چې ما به له وژل کېدو وژغوري .

د عمروعاص خبرو حيران کړم او صبر مې وکړ، چې پر دې خبره نوره رڼا هم واچوي،هغه وويل : زما دوسته ! په دې خونه کې عبدالله اموي بندي دي او هغه ،چې د فسطاط ښار ته راننووت؛نو ددې لامل شو،چې زه د علي ټول دوستان ونیسم او ټول ووژنم .

خوله پوه شوه،چې عبدالله د سعيد ملگرى دى،له خوشحالى يې زړه پر درزارشو؛خو غوښتل يې،چې پوه شي څه څیز دهغه د ژغورنې لامل شوي ؟ د خولې پلار وويل :زه د عمروعاص له خبرو حيران شوم او ومې پوښتل،چې څرنګه به دې دا سړى له وژل کېدو وژغوري ؟ عمروعاص وويل : عبدالله راته وويل ،چې ستا ملگري ابن ملجم او د هغه نورو انډیولانو،چې پر کومه ورځ علي ووژني؛نو پرهماغه ورځ به ما هم ووژني او ،چې دا خبرې مې له عبدالله واورېدې ؛نو فکر مې وکړ،چې کېداى شي د خپل ځان د خلاصېدو لپاره يې دا خبره کړې وي؛ځکه ابن ملجم؛خو مو خپل ملگرى دى ؛نو تصميم مې ونيو،چې د رمضان تر (١٧) پورې يې وساتم او که خبره يې سمه و؛نو خوشې به يې کړم او که نه نو و به يې وژنم .

د عمروعاص خبرې مې،چې واورېدې؛نو پرځان ووېرېدم ،چې په ما خو شکمن نه دى ؛نو بې ځنډه مې ورته قسم وخوړ ،چې زه يوازې دومره خبروم ،چى ابن ملجم، علي وژني او بيا مې ترې وپوښتل،چې آيا عبدالله درته د وژونکي نوم ښودلى دى ؟ امير وويل : عبدالله اموي یې نوم نه پېژني. خولې وويل : له دى وروسته مو څه وکړل . پلار: لورجانې ! رښتيا خبره ؛خو دا ده،چې نه پوهېدم څرنګه خپله رښیتنولي او اخلاص امير ته ازباد کړم ؛ځکه وېرېدم،چى راباندې له دې زيات شکمن نشي؛نو تصميم مې ونيوه،چې په ابن ملجم پسې سپکې سپورې ووایم او ځان ابن ملجم ته پر مچیو چيچلى وښيم؛نو ومې وويل:که خبر واى،چې ابن ملجم دومره خاين دى؛نو کله به مې هم خپله لور نه واى ورکړى او له همدې اوس شېبې څخه هغه مې نور زوم نه دى ، چې دا خبرې مې عمروعاص ته وکړې،مخ يې راواړو او ويې ويل : ما ته دا خبرې او ژمنې منظورې نه دي،زه دې لور خوله ډېره ښه پېژنم او پوهېږم،چې څومره محترمه او درنه نجلۍ ده او تل مې دا ارمان،چې هغه مې اينگور شي ؛خو اوس مې تصميم نيولى که د دي اموي ځوان خبره سمه وي؛نو خوله ور ته په نکاح کړم ؛ځکه دا ځوان د علي د پلویانو پر خبرو نه دى غوليدلى او زموږ پلوی دی .

خوله دعبدالله له ژوندي پاتې کېدو ډېره خوشحاله شوه او ذهن ته يې راغلل ،چې عبدالله ددې لپاره د معاويه د قاتل نوم عمروعاص ته نه دې ويلى،چې عمروعاص،معاويه ته خبر ور نه کړي؛خو د مارکې او واده پر وړاندې وشرمېده اوغلې شوه او دا چې د ابن ملجم له لاسه خداى خلاصه کړى زياته خوشحاله و . بيا سعيد او بلال ورياد شول،چې هغوى به خپل کار کوم ځاى ته رسولى وي.خولې همداسې ځان نانگاره اچولى و؛نو په حېرانتيا يې وويل : فکر کوى،چې د عمروعاص د وژل کېدو خبره سمه ده ؟ پلار: هو! فکر کوم ،چې خبره يې سمه ده؛خو ته د عمروعاص د مارکې په اړه څه نظر لرې ؟ خوله غلى شوه او څه يى ونه ويل. پلار: نه پوهېږم،چې چوپتيا دې په څه معنى ده ؛خو ښه پوهيږى،چې موږ د عمروعاص د مارکې د نه منلو زړورتیا نه لرو: خوله : دا خبره به وروسته ته پرېږدو؛ځکه چې زه د امیر مينځه یم او هرکله ،چې امير څه وويل ؛نو همغه وخت به سره خبرى وکړو . پلار: موږ به صبر وکړو؛خو هیلمن يم،چې پر تا دا نوى مارکه کوونکی ستا وړتیا ولري او د ابن ملجم غوندې خاين نه وي، زه د امير له خبرو پوه شوم ،چې عبدالله يو شريف انسان دى،هغه يو اموى دى،چې د (حضرت ) عثمان په کور کې روزل شوى؛خو هغه يى غولولى و او علي ته يې را اړولاى و؛خو اوس خپلى پخوانۍ ګروهې ته اوختى ،هغه ښايسته ځوان دى ؛ځکه په هغه شپه مې چې ونيو ما ليدلى و. خوله همداسى غلى و او څه يى نه ويل او پلار يې دا چوپتيا د خوښۍ نښه وګڼله،له ډوډى خوړولو وروسته دواړه پا څېدل ؛خولې خپل لاسونه پريمنځل اوخپلې خونې ته ولاړه . هغه په دې فکرکې و،چې د خپل پلار له وړانديز سره څه وکړي ؛خو ځان يى قانع کړ،چې بې له زغمه بله لار نه لري .

خوله به،چې کله هم ځان ته شوه؛نو سعيد به يې پر زړه راوورېد او له دې وېرېده،چې عمروعاص یې عبدالله ته واده کړي،مخکې له دې،چې پوه شي،سعيد او بلال خپل کار تر کومه مخکې وړی. خوله د عبدلله هوښيارتوب او مړانې ته حېرانه و؛ځکه د عمروعاص د وژل کېدو خبره يې ښکاره کړې و؛خو د معاويه د وژل کېدو خبره يې هماغسې پټه ساتلې و؛خو خوله له دې ډېره وېرېده،چې هسې نه د عبدالله خبره روغ راونه وځي او عمروعاص يې ونه وژني.شپې او ورځې يې په خپګان او وارخطايۍ کې تېرولې او له زغم او خداى ته د ځان له سپارلو پرته يې بله لار نه درلوده. عبدالله هم په زندان کې زيات وارخطا و،چې که د عمروعاص وژونکی له خپل تصميمه په شا شي؛نو څه به پرې راځي .

[1] تاریخ سیاسي اسلام، ۳۳۴مخ د مقتل امام علیه السلام په نقل، ۳۶ مخ

[2] متقل الامام . ٣٠ مخ ، کنزالمعال (۱۵/ ۱۷۰) ،الامالي فى آثارالصحابه (١٠٣ مخ .)

[3] مناقب آل ابى طالب (۳/ ۳۱۳)- تذكرة الخواص ۱۱۲ مخ- تاريخ يعقوبي ( ۲/ ۲۱۳) – فروغ ولايت ۷۸۱ مخ- بحارالانوار (۴۲/ ۲۸۱) – ارشاد مفيد ۵ ام مخ

[4] اصول كافي (۱/ ۴۵۶) – انوار البهيّه ۶۸ مخ – منتهى الا مال ( ۱/ ۱۳۲) -تاريخ يعقوبي ( ۲/ ۲۱۳) -ارشاد مفيد (۱/ ۸)

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!