تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تر بعثت وړاندې د پېغمبر(ص) سيرت ته لنډه کتنه د پېغمبر (ص) نيکونه د پېغمبر (ص) ټول نيکونه تر هغه ځايه چې عربانو پېژندل او ترې خبر وو، په مکه کې د قريشو شيخان، رئيسان او مشران وه. دا چې د بيت الله الحرام حاجيان د مکيانو ميلمانه وه، د پېغمبر(ص) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تر بعثت وړاندې د پېغمبر(ص) سيرت ته لنډه کتنه

د پېغمبر (ص) نيکونه

د پېغمبر (ص) ټول نيکونه تر هغه ځايه چې عربانو پېژندل او ترې خبر وو، په مکه کې د قريشو شيخان، رئيسان او مشران وه. دا چې د بيت الله الحرام حاجيان د مکيانو ميلمانه وه، د پېغمبر(ص) نيکونو په دې غرونو او سوځنده درو کې حجاجو ته خواړه او څښاک چمتو کول، تر دې چې دا مشري «عبد مناف» ته ورسېده «عبد مناف» څلور زامن درلودل، نامې يې دا دي: هاشم، عبد شمس، نوفل او مطلب[1].

د هاشم مشري

د عبد مناف تر مړينې وروسته، د «هاشم» او «عبدشمس» تر منځ د قريشو د مشرۍ پر سر سخته لانجه وشوه، چې په پايله کې هاشم بريالی او په خپل وخت کې تر خپلو پلرونو خورا نامي شو، هاشم لومړی تن و، چې قريشو ته يې د دوبني او ژمنې سوداګريزو سفرونو بنسټ کېښود. په اوړي کې يې سوداګريز کاروان شام ته تله چې دې سفر ته يې «رحلة الصيف»  وايه او په ژمي کې د يمن له لارې حبشې او آفريقا ته تلل، چې دا يې په «رحلة الشتا» ياداوه.

په هغې زمانې کې چې هيڅ وګړی يا کوم ټبر له لوټنې خوندي نه و، هاشم لومړی په شام کې د روم له پاچا قيصر څخه د ده د واکمنۍ په سيمه کې د قريشو د سوداګريزو کاروانونو لپاره امان ليک واخيست. له شام څخه چې مکې ته راستنېده، نو په لار کې يې له پرتو عربي ټبرونو د قريشو د سوداګريزو کاروانونو لپاره ژمنه واخيسته چې د دوی په سيمو کې به په امان کې وي. په دې توګه په سوداګريزې لارې کې د کاروانونو امنيت خوندي شو، د عربو له ټبرونو سره د قريشو د تړون نامې، چې په تېرو کې هم اشاره ورته شوې او په قرآن کريم کې هم ياد شوي[2]، «ايلاف» و.

هاشم د سوکړې په کلونو کې تر پايه مکيانو ته خواړه ورکول، نوموړی شام ته په يوه سفر کې په مدينه کې تم شو او د خزرج د ټبر د زيد له لور «سلمی» سره يې واده وکړ. سلمی په مدينه کې پاتې شوه او هاشم خپل سوداګريز سفر ته دوام ورکړ، د دې واده په پايله کې سلمی د «شيبه» (عبدالمطلب) په نامې زوی وزېږاوه. چې کله هاشم ومړ، د قريشو ټبرونه وډار شول، هسې نه د عربانو ټبرونه پرې لاسبري شي او له لامله يې خپل سوداګريز کاروانونه ونشي خوځولای، نو خکه د هاشم دو وروڼو، عبد شمش او نوفل، د حبشې له پاچا نجاشي او د ايران له پاچا کسری سره تړون نوی کړ.

څه موده وروسته دا دواړه وروڼه هم مړه شول او د مکې مشري يې رور «مطلب» (عبد مناف زوی) ته ورسېده.

مطلب مدينې ته ولاړ او خپل وراره عبدالمطلب يې مکې ته راوست د مطلب تر مړينې وروسته ورار (عبدالمطلب) ته يې د قريشو مشري ورولېږدول شوه.

د عبدالمطلب مشري

په څو لاملونو د عبدالمطلب مشری تر نيکونو څخه ډېره يې په قريشو او د حجاز به بيدياوو کې پراخ شوه:

۱- لومړی دا چې عبدالمطلب د عربو د سترو نژادونو؛ عدنان او قحطان له ځوځاته و.

۲- دويم د عبدالمطلب ښې کړنې وې، لکه د زمزم څاه ايستل يې چې د اسماعيل(ع) له پېره مکیانو او د بيت الله الحرم حاجيانو ګټنه ترې کوله او د څو لاملونو  له امله تر خاورو لاندې پته شوې وه او چا يې ځای نه پېژانده.

عبدالمطلب له قريشو سره تر شخړو وروسته له خپل ايکي يو زوی حارث سره له څاه خاورې لرې کړې او بيا يې اوبه هر څښونکي ته ورکړې.  له عبدالمطلب سره د څاه په ايستو کې يوازې زوی يې حارث مرستندوی و، نذر يې وکړ، که خدای لس زامن ورکړي، نو يو به يې د خدای په لار کې قرباني کړي او کله چې د لسو زامنو پلار شو، د قربانۍ پچه يې د کوچني زوی «عبدالله» په نامه راووته.

عبدالمطلب غوښتل خپل زوی عبدالله د بيت الله پر وړاندې قرباني کړي او قريش چې راټول شوي وو، ورته يې وويل: دا کار مو نورو قريشو ته بېلګه کيږي او ځينې پلرونه به خپل زامن قرباني کوي. د دې خبرو اترو په پايله کې عبدالمطلب ومنله چې د سلو اوښانو او عبدالله ترمنځ پچه واچوي، که پچه د سلو اوښانو په نامې راووته؛ نو اوښان به قرباني کوي او که د عبدالله په نامې راووته؛ نو عبدالله به قرباني کوي چې پچه يې واچوله د سلو اوښانو په نامې راووته، عبدالمطلب ونه منله تر دې چې درې ځل يې پچه واچوله او درې ځل د اوښانو په نامې راووته.

عبدالمطلب سل اوښان قرباني کړل او غوښه يې خيرات کړه او په دې توګه عبدالله له قربانۍ وژغورل شو. له خپل زوی سره د عبدالمطلب دې چار، له خپل زوی اسماعيل سره د ابراهيم کار په خاطرو کې ور ژوندی کړ، نو په دې توګه يې عبدالمطلب «ابراهيم ثاني» ونوماوه.

عبدالمطلب «امنه بنت وهب» خپل زوی عبدالله ته ور واده کړه، د واده په پايله کې یې «محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب» (خاتم پېغمبر) وزېږېد[3].

[1] ابن هشام، السيرة النبوية: ۱ټ، ۱۱۱مخ + د ابن حزم په انساب کتاب کې د فهر ټبر ژوندليک

[2] د قریش سورت

[3] تاریخ الیعقوبي: ۱ټ، ۲۴۲- ۲۵۲مخونه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!