تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تقوا څه ته وايي   د «تقوی» لنډه مانا 5 په شریعت کې د تقوا اهمیت… 7 د انسان په ژوند کې د تقوا ونډه. 8 تر ایمان وړاندې او روسته تقوا ترمنځ توپیر. 9 د متقیانو د ځانګړنو یا د همّام خطبه. 12 تقوا 13 د “تقوا” ویی.. 13 له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تقوا څه ته وايي

 

د «تقوی» لنډه مانا 5

په شریعت کې د تقوا اهمیت… 7

د انسان په ژوند کې د تقوا ونډه. 8

تر ایمان وړاندې او روسته تقوا ترمنځ توپیر. 9

د متقیانو د ځانګړنو یا د همّام خطبه. 12

تقوا 13

د “تقوا” ویی.. 13

له الله تعالی وېره. 18

د تقوا مانا او حقیقت… 20

عملي اجبار. 25

تقوا په نهج البلاغه کې. 26

تقوا او آزادي.. 30

محدودیت که خوندیتوب؟. 32

د تقوا ساتنه. 36

د تقوا ارزښت او اغېز. 39

تقوا او روغتیا 44

د تقوا دوه سترې اغېزې.. 46

تقوا او روڼ ویني. 48

تقوا او عملي حکمت… 53

د عقل د دښمنانو دښمن.. 57

په روڼ وینۍ کې د تقوا د اغېزې خوالې. 58

ایا هوښ او عقل توپیر لري؟. 67

تقوا او د احساساتو تلطیف…. 70

تقوا او پر سختیو د بریا ځواک… 73

دوه ډوله سختۍ او ستونزې.. 74

 

 

د «تقوی» لنډه مانا

یو ډول دنننی ساتونکی د «تقوا» لنډه مانا ده. که یو انسان ددې دننني ساتونکي درلودونکي نه وي، یو دباندېنی ساتونکی به ورته ګټور نه وي.

ټولې موعظې، یادونې، امر و نهې هله ګټورېږي، چې انسان له دننه امر کوونکی یا نهې کوونکی ولري:

من لم يجعل له من نفسه واعظا، فان مواعظ الناس لن تغنى عنه شيئا[1]

په واقع کې همدا دنننی امر ونهې کوونکی دی چې بهرنی حکم مني او انسان ته کار وراسانوي، چې بې له دې استازي، دیني مشران، او بزرګان چې هر څه ووایي، نا اورېدلي او نااغېزمن پاتېږي. د تقوی اغېزې ډېرې او درجې یې بېلابېلې دي. د تقوی مراتب پر الهي احکامو له عملي کولو پېلېږي او تر روستي پړاوه، چې په حقیقت کې الهي قرب دی، غځېږي. په قرآن حکیم کې هم له انسانانو دوه ډوله تقوی غوښتل شوې ده. په یوه ځای کې وایي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ[2]

اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ[3]

د الهي تقوا د حق پوره کول، د تقوی روستۍ مرتبه ده او تر خپلې وسې وسې تقوا خپلول یې، ړومبی مرتبه ده او د دواړو ترمنځ، ډېرې مرتبې او منزلونه دي. له امام صادق روایت شوی: تقوا درې درجې لري: ړومبی تقوای بالله؛ د خلافو پرېښوول، چې د شبهاتو له پرېښوولو اوچته ده او دا خاص الخاص تقوا ده. دویمه، له الله تعالی تقوا ده چې د شبهاتو پرېښوول چې د حرامو له پرېښوو اوچته ده او دا خاصه تقوا ده او درېیمه تقوا؛ د عذاب له ډاره تقوا ده، چې د حرامو برېښوول دي او دا د عامو تقوا ده[4].

ورپسې یو ښکلی مثال راغلی دی:

«تقوا په یو ښار کې د بهېدلو اوبو په څېر ده او دا درې ګونې درجې، د هغو ونو په څېر دي چې د ویالې پرغاړه راټو کېږي. هر ونه د خپلې جرړې او اصل له مخې له ویالې ځانګړې اندازه اوبه روي. . . .؛ نوځکه تقوا د طاعاتو لپاره داسې ده لکه اوبه چې ونو ته وي او د ونو او مېوو طبیعت د رنګ او خوند له اړخ د ایمان له اندازو او کچو سره ورته دی[5]. »

 

په شریعت کې د تقوا اهمیت

انسان د شریعت له ونې، د تقوا مېوه واڼي او دا یوه خوږه او خوندوره مېوه ده، چې له دې ونې یې واڼولای شو او د الله تعالی پر وړاندې عزتمنېدل خو خورا خواږه او خوندور دي. د الله تعالی پر وړاندې د انسان عزتمنېدل د تقوا په مرتبې پورې یې اړه لري:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ[6] «هغوی د الله تعالی پر وړاندې خورا شریف او عزتمن دي، چې د تقوا اوچته مرتبه ولري».

او په دې چار کې نارینه او ښځینه کوم توپیر نه لري.

 أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى[7] « الله تعالی به د هر کړونکي کړنه ضایع (او بې ځایه) نه کړي، که نارینه وي یا ښځینه».

د اسلام په شریعت کې، چې د نر و ښځې، کوشني او غټ، رنځور او روغ ترمنځ په حقوقو یا مکلفیتونو کې چې کوم توپیر شته، د الله تعالی پر وړاندې په عزتمېندو او ارزښتمنېدو کې د تبعیض پر مانا نه دی. کوم کړه وړه یې چې له ښځېنه غوښتي د ښځېنه د تقرب او ورنژدېوالي لامل او کو مې کړنې یې چې له نارینه غوښتي د نارینه د ورنژدېوالي لامل دی.

څوک چې ډېره تقوا لري، الله تعالی ته ښه ورګران دی او څوک چې ښه بې تقوا وي، ښه خوار دی.

د الله تعالی پر وړاندې انسان، د تقوا په تله، تلل کېږي، نه په انساني جوړ کړای شویو کچوه.

د انسان په ژوند کې د تقوا ونډه

تقوا، انسان ته بصیرت (لیدانه)، مړانه او همېشنۍ حقپالي ورکوي.

متقي، هغه دی چې هم د مصایبو او کړاوونو پر وړاندې ثابت او زغمناک دی او هم د اندېزو شکونو او شبهاتو پر وړاندې. ځان د ژوند په ستونزو کې نه بایلي او په پوره مړانه ورسره مخ کېږي. د باطلو د تپو تیارو د وسوسو پر وړاندې یې یوه رڼا، لارې ته ورسېخوي. دا دنیوي لیدانه یې په آخرت کې هم ورسره مل وي.

انسان چې څه له دنیا ځنې آخرت ته ور وړي، هلته ورسره وي او په دې دنیا کې یې چې د «ړنا» یا «تیارې» کومه پانګه ترلاسه کړې وي، یو ځانګړی برخلیک به ولري؛ یا به ړوند راپاڅي:

وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى[8]

او یا نوراني:

يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم[9]

تر ایمان وړاندې او روسته تقوا ترمنځ توپیر

تقوا دوه پړاوونه لري:

تر دیني ایمان وړاندې تقوا او تری راروسته. تر ایمان وړاندې تقوا، د ضمیر پاکي او صفايي ده؛ داسې چې انسان د حق پېغام منلو ته چمتو کوي او تر ایمان راروسته تقوا، پر الهي شرایعو د عمل یبره او محصول دی. د الله تعالی او رسول د خبرو اغېزمنېدو ته، ړومبی باید حق پېژاندی او حق منونکی زړه ولرو.

او دا ددې آیت مفهوم دی چې وایي قرآن عظیم الشأن « هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ » دی؛ یعنې د متقیانو په کارېږي.

دا تقوا، پر ایمان ورړومبی ده، نه ترې راروسته؛ ځکه نامتقیانو د حق بلنه اورېده؛ خو رغنده ترې نه اغېزمنېدل او اپوټه یې کفر او سرغاړي ډېرېده:

وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ[10] = خو څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي (نه يوازې داچې د هغوى د راوېښولو لامل نه ګرځي؛ بلكې) د هغوى د ډېرو سرغړونه او كفر زياتوي؛ نو پر خداى ناپېژاندو مه غمجنېږه.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ[11]= په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپیره ده، چې كه (له الهي عذابه) يې ووېروې يا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا[12]= او څه چې له قرآن عظیم الشأنه نازلوو، مؤمنانو ته (د زړه) درمل او(الهي) لورونه ده او ظالمانو ته بې له تاوانه (بل څه) نه ورزياتوي.

کافران د حق خبرې اورېدو غوږونه نلري، او حق پکې اغېزمنېدای نشي او ان ظالمان له حق خبرې زیانمېږي او ګټه ترې نشی کړای. دا یو ډېر مهم ټکی دی او په دیني پوهاوي کې پاملرنه ورته شوې، چې کله د انبیاوو او صالحینو پېغام پر یو شمېر خلک اغېز نه کوي او بلکې اپوټه اغېز لري، نو پایله اخلو چې خلکو ته د دیني پوهاویو د رسولو لپاره ړومبی باید په دوی کې یې د ورمنلو لاره چاره برابره کړو؛ ځکه تل داسې نه ده، چې ته چاته د حق خبره کوې او دا به یې درسره مني، کله خبره اپوټېږي او سرغاړی یې زیاتېږي؛ نو تر ایمان وړاندې د تقوا چمتوکونه د تبلیغ یو شرط او د مبلغینو وظیفه ده.

د همام خطبه د تقوا دواړه پړاوونه رانغاړي

راروسته چې د همام پر خطبه بوختېږو، تر ایمان وړاندې روسته دواړه تقواوې تر غور لاندې نیسي او دیني او انساني اوچت پوهاوي رانغاړي او د علی کرم الله وجهه له ښکلو او حکیمانه مواریثو ګڼل کېږي.

د متقیانو د ځانګړنو یا د همّام خطبه

په همام مشهوره خطبه په تاریخي او حدیثي کتابونو کې کله په لنډو او کله په اوږدو روایت شوې ده. د نهج البلاغې تر راټولېدو وړاندې، شیخ صدوق په امالي (۳۴۰مخ) کې او ابن شعبه حراني په تحف العقول (۱۵۹مخ) کې دا خطبه راوړې ده. د شریف رضي په سرچینې سم نه پوهېږم؛ خو احتمال ورکوم چې په خپل کتاب کې یې خورا څرګند ضبطونه راوړي دي او موږ د همدې ضبط پر شرح لګیا کېږو.

تقوا

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[13]= او ايا هغه غوره دى، چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي، که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي، چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي؟ او الله تعالی ظالمانو ته سمه لار نه ښيي.))

د “تقوا” ویی

تقوا يوه عامه ديني اصطلاح ده، چې په قرآن کريم کې اسمي او فعلي بڼه زياته راغلې ده. تقريبا هومره چې د “ايمان” او “عمل” نوم راوړل شوى او لمونځ او زکات راغلى او ان تر روژې يې زيات نوم راوړل شوى دى.

په نهج البلاغه کې هم پر “تقوا” خورا ډډه شوې ده. په نهج البلاغه کې د “متقين” په نامه يوه اوږده خطبه هم ده او دا خطبه حضرت علي (کرم الله وجهه) د هغه سړي په ځواب کې ويلې وه، چې د متقيانو انځور يې غوښتى و؛ په پيل امام يوازې پر څو غونډلو-جملو بسيا وکړه؛ خو دا سړى (همام بن شريح)، چې بااستعداده و، قانع نه شو او په خپله غوښتنه يې ټينګار وکړ. امام هم خوله راوسپړله او تر سلو زياتې د متقيانو اندیزې، اخلاقي او عملي ځانګړنې يې ورته وويلې.

مراد دادى، چې دا ویی خور دود شوى ديني ویی دى او په عوامو کې هم دا ویی خورا کارېږي.

دا ویی د “وقى” له مادې دى، چې د ساتلو، خوندېينې او نګهدارۍ په مانا دى. د “اتقاء” مانا “احتفاظ”دى؛ خو تر اوسه ليدل شوي نه دي، چې په پارسي کې يې دا ویی په “حفظ” او “نګهداري”ژباړلى وي. که په پارسي ژباړو کې دا ویی په اسمي بڼه وکارول شي؛ لکه پخپله “تقوا” او يا “متقين”، چې په “پرهېزګاري”ژباړل کېږي. د بېلګې په توګه: ((هدى للمتقين)) داسې ژباړي: ښيون- هدايت دى پرهېزګارانو ته او که په فعلي بڼه وکارول شي؛ په تېره که د امر فعل وي او اړوند او “متعلق” يې هم ياد شي؛ نو د وېرې او ډار په مانا دى. د بېلګې په توګه: د ((اتقوا الله)) يا ((اتقوا النار)) په ژباړه کې ويل کېږي: له خدايه وډارېږئ يا له اوره وډارېږئ.

البته تر اوسه لا چا ادعا نه ده کړې، چې “تقوا” د “پرهېز”، “وېرې” يا “ژغورنې” په مانا ده؛ بلکې داچې ليدل شوي، چې پخپله د يو څيز د ساتنې غوښتنه داده، چې له يو څه پرهېز وشي او پرېښوول شي، همداراز غالبا ساتنه او د نفس ساتنه له هغو چارو د وېرې ملازمې چارې دي؛ داسې انګېرل شوي، چې دا ماده مجازا په ځينو ځايو کې د پرهېز او په ځينو ځايو کې د وېرې او ډار په مانا کارول شوې ده.

البته هېڅ خنډ هم نشته، چې دا ټکى مجازا د پرهېز او د وېرې په مانا وکارول شي؛ خو بلخوا موجب او دليل هم نشته، چې تاييد کړي، چې له دې ټکي مراد يوه مجازي مانا ده؛ د بېلګې په توګه پرهېز يا وېره وي. څه دليل شته، چې ووايو د ((اتقوا الله)) مانا داده، چې له خدايه وډارېږئ او د ((اتقوا النار)) مانا داده، چې له اوره وډار شئ؟؛ بلکې ددې ډول غونډلو مانا داده، چې ځانونه د اور له خطره وژغورئ او يا ځان د الهي کړاوو له خطره وژغورئ؛ نو پردې بنسټ د “تقو” د ټکي سمه مانا “ځان ساتنه=ځان ژغورنه” ده، چې هماغه د نفس ساتنه ده او متقين؛ يعنې ځان ساتي.

“راغب” د قرآن عظیم الشان د مفرداتو په کتاب کې وايي: وقایه، د یو څیز ساتنه ده، له هر څیزه چې ورته زیان رسوي او تقوا؛ یعنې له هغه څه نفس په وقایه کې کول، چې ترې وېره کېږي، د مطلب څېړنه دا ده، چې موږ کله د سبب په اړه د مسبب او د مسبب په اړه د سبب د ټکي د کارونې د قاعدې له مخې، وېره د تقوا پر ځای او تقوا د وېرې پر ځای کاروو. تقوا په شرع کې؛ یعنې څه چې انسان ګناه ته راکاږي؛ نو ترې د نفس ساتنه ده، چې محرمات او ممنوعات پرېږدي.

راغب په څرګنده وايي: تقوا؛ یعنې ځان خوندي ساتل او وايي، چې د وېرې پر ځای د تقوا د ویی – کلمې کارول مجاز دي او البته نه یې څرګندوي، چې د((اتقوا الله)) په مثال کې موخه مجازي مانا ده او لکه چې مې وویل: دلیل نشته، چې تایید کړي په دا شان غونډلو- جملو کې مجازي کارول شوې وي.

څه چې هېښنده برېښي، ددې ویی – کلمې پارسي ژباړه ((پرهېزګاري)) ده. نه دي لیدل شوي، چې یو لغتوال دې هم مدعي شوی وي، چې دا و یې- کلمه دې په دې مانا کارول شوي وي؛ لکه چې و مو لیدل، راغب ددې ویی- کلمې کارونه د وېرې په مانا یې نوم اخلي؛ خو د پرهېز په مانا یې دا ویی- کلمه نه ده کارولې. معلومه نه ده، چې له کوم ځایه او په کوم دلیل په پارسي ژباړو، کې دا ویی- کلمه پر پرهېزګارۍ ژباړل شوې ده؟! ګومان کوم یوازې پارسيوانان دي، چې له دې ویی- کلمې د پرهېز او ډډې مفهوم درک کوي. اړنګ – شک نشته، چې په عمل کې د تقوا او د یو څیز پر وړاندې د نفس د خوندېینې- صیانت لازمه له هماغه څیزه ډډه او پرېښوول یې دي؛ خو نه داچې د تقوا مانا هماغه ډډه او پرېښوونه وي.

 

له الله تعالی وېره

داچې له الله تعالی د وېرې خبره راغله، دا ټکی وایم، چې ممکن ځینو ته دا پوښتنه رامنځ ته شي، چې له الله تعالی وېره څه ته وايي؟ مګر الله تعالی وېرونکی څیز دی؟ الله تعالی، مطلق کمال دی او خورا ارزښتمنه موضوع ده، چې انسان مینه ورسره وکړي؛ نو ولې انسان، له الله تعالی وېرېږي؟

په ځواب کې یې وایم، چې مطلب همداسې دی. د الله تعالی ذات د وېرې او ډار لامل نه دی؛ خو داچې وايي: باید له الله تعالی وېرېږو؛ یعنې باید د الله تعالی د عدل له قانونه ووېرېږو. په دعا کې راغلي: ((یا من لا یرجی الا فضله او لا یخاف الا عدله)) ای هغه چې هيلمني ورته د فضل او احسان هيلمني یې ده او وېره یې د عدالت له وېرې ده.

((جللت ان یخاف منک الا العدل و ان یرجی منک الا الاحسان و الفضل))؛ یعنې ته ډېر سپېڅلى یې چې له تا وېره وي؛ خو بې له عدالته دې او داچې له تا بې له نېکۍ او بښنې بله هیله نشته.

عدالت هم په خپل ځای کې وېرونکی نه دی، انسان، چې له عدالته وېرېږي، په حقیقت کې له ځانه وېرېږي، چې پخوا یې تېروتنه کړې او یا وېرېږي، چې په راتلونکي کې نور تېری پرې و نه کړي؛ نو د خوف او رجاء په مسله کې باید مؤمن تل هم هیلمن وي او هم په وېره کې، هم دې ښوینی – خوشبین وي او هم خپه. موخه دا ده، چې مؤمن باید تل د “اماره نفس” د سرغړاندیو او سرکښو لېوالتیاوو پر وړاندې په وېره کې وي، چې له عقل او ایمانه یې واګې وانخلي او الله تعالی ته باید هیلمن وي او تل ترې مرسته وغواړي.

 “امام سجاد” په “ابوحمزه” دعا کې وايي:

 ((چې تېروتنو ته مې پامېږي؛ نو وېره راباندې راځي او چې لورنې ته دې وګورم؛ نو هیلمنېږم.))

د تقوا مانا او حقیقت

څه چې د تقوا د ویی- کلمې په هکله وویل شول؛ نو تر څه بریده ترې د اسلام له نظره د تقوا پر حقیقت او مانا پوهېدای شو؛ خو اړین دي، په دیني او اسلامي آثارو کې ددې ویی – کلمې کارونې ته زیاته پاملرنه وشي، چې روښانه شي، تقوا څه ته وايي. دلته یوه سریزه وايم.

انسان که وغواړي، په ژوند کې اصول ولري او له هغو آرونو پلوي وکړي، که دا اصول له دین او مذهبه اخستل شوي وي یا هم له بلې سرچینې؛ نو بېزاه- ناچار دی، چې معلوم دریځ ولري او ګډوډي یې پر چارو واکمنه نه وي. د معلوم دریځ، د مسلکوالي، مرام او ګروهې درلودو لازمه ده، چې د یوې موخې پر لوري حرکت وکړي او له هغو چارو ځان وساتي، چې له نږدې- اني ځاني غوښتنو سره یې همغاړی- موافق وي؛ خو له ټاکلې موخې او آرونو سره یې په ټکر کې نه وي.

نو د عامې ویی – کلمې په مانا، تقوا د هر وګړي د ژوند لازمه ده، چې غواړي انسان ووسي او د عقل په حکم ژوند وکړي او له څرګندو آرونو لاروي وکړي.

ديني تقوا؛ يعنې له ګناهونو ځان ساتل، دين چې ژوند ته کوم قانون ټاکلی، هماغه په پام کې نيول او له قانوني پولو نه اوړېدل او له ښکاره بديو ځان ساتل، چې همدې ته “تقوا” وايي او کېداى شي موږ دوه ډوله تقوا لرو: کمزورې تقوا او ځواکمنه تقوا.

لومړی ډول: داچې انسان ځان د ګناه له چټلیو وساتي؛ نو له موجباتو یې تښتي او تل ځان د ګناه له چاپېریاله لرې ساتي، داسې کس دې ته ورته دی، چې د “حفظ الصحې” لپاره هڅه کوي، د مرض او مېکروب له چاپېریاله او د رنځ د لېږد له موجباتو ځان لرې وساتي، د ساري په ډول: هڅه کوي د “نري رنځ” چاپېریال ته نږدې نشي او یا له هغو سره روغبړ و نه کړي، چې پردې رنځ اخته دي.

دویم ډول: پخپله اروا کې داسې حالت او ځواک رامنځ ته کوي، چې ورته ارواییزه او اخلاقي خوندېینه ورکوي او که فرضا یو چاپېریال ته هم ورشي او د ګناه وزلې هم پکې وي؛ نو دا حالت او اروایيزه ملکه یې خوندي ساتي او ددې خنډېږي، چې پر ګناه ککړ شي؛ دا هغه چا ته ورته دی، چې پر ځینو وزلو یې په بدن کې طبي خوندېینه رامنځ ته کړې وي، چې د پلاني رنځ مېکروب پرې اغېز و نه کړي.

زموږ په وخت کې عام خلک، چې له تقوا کومه انګېرنه لري؛ نو هماغه لومړی ډول یې دی. که وویل شي، چې پلانی باتقوا دی؛ یعنې محتاط – احتیاط کوونکی دی، ګوټ ته شوی او ځان یې د ګناه له موجباتو لرې ساتلی دی. دا هماغه کمزورې ډول تقوا ده.

ښايي ددې انګېرنې د پیدا کېدو لامل دا وي، چې له پیله یې تقوا راته “پرهېزګاري” او “ډډه کول” ژباړلې او سوکه سوکه له ګناه ګوښواله- ډډه د ګناه له چاپېریال او موجباتو د ګوښوالۍ پر مانا پتېيل شوی او تردې ځایه رارسېدلې، چې د تقوا ویی- کلمه په عام نظر کې د ډډې او له ټولنې د لرېوالي مانا ورکړي. په عمومي ګړدود کې، چې کله مو دا ویی – کلمه تر غوږه شي؛ نو یو ډول ځانلواله – ګوښواله، ډډه او پر شا تګ مو په نظرونو کې انځورېږي.

مخکې مې هم وویل، داچې انسان عقلي او انساني ژوند ولري؛ نو لازمه یې دا ده، چې د څرګندو آرونو تابع وي لازمه یې دا ده، له هغوچارو ډډه کول دي، چې له ځاني غوښتنو سره یې همغاړې- موافقې وي؛ خو له موخې او د ژوند له آرونو سره یې په ټکر کې نه وي. ددې ټولو لازمه دا نه ده، چې انسان دې له چاپېریال او ټولنې ډډه او ګوښوالي وکړي – خورا غوره او ستره لار -، چې له دیني اثارو به ورته لاسوند- شاهد هم راوړم- دا ده، چې انسان پخپله اروا کې ملکه، حالت او داسې خوندېینه رامنځ ته کړي، چې همدا حالت یې ساتندوی وي. اتفاقا په منظمو ادبیاتو کې داسې ښوونې لیدل کېږي، چې تقوا هماغه لومړی ډول ښيي؛ یعنې کمزوري او بېوسي.

شيخ سعدي په ګلستان کې وايي:

بدیدم عابدي در کوهساري   قناعــت کرده از دنیا بــه غـــاري

چرا ګفتم به شره اندر نیـایی   کـــه بــــــاری بـــند از دل بګشـايي

بګفت انجا پریرویان نغـزند   چـو ګِـل بــسیار شد پیلان بلغزند

دا هماغه لومړی ډول تقوا او د نفس خوندېینه ده، چې په عین حال کې کمزوري او ناغېړي ده. داچې انسان له ښوینده چاپېریاله لرې شي او ښو یې نشي؛ نو دا کوم هنر نه دی، هنر په دې کې دی، چې په ښوینده چاپېریال کې ځان له ښويېدنې وساتې.

بابا طاهر وايي:

ز دست دیده و دل هر دو فریاد   هر انچه دیده بـیند دل کند یاد

بسازم خنجری نیـشش ز فـولاد   زنـم بـر دیـده تــا دل ګــردد آزاد

اړنګ – شک نشته چېرې، چې سترګې ځي، زړه هم ورپسې ځي؛ خو ایا چاره دا ده، چې سترګه ړنده کړو؟ یا داچې بله غوره لار هم شته او هغه داچې په زړه کې داسې ځواک رامنځ ته کړو، چې سترګه ونشي کړای، زړه ځان پسې راکاږي. که داسې وي، چې له سترګې د زړه آزادۍ ته یوه توره جوړه کړو، چې نوکه یې د پولادو وي؛ نو یو بله توره باید غوږ ته هم جوړه کړو؛ ځکه څه چې غوږ اوري؛ نو زړه یې یادوي او ذایقه او لامسه او شامه هم همداسې ده.

عملي اجبار

په اخلاقي کتابونو کې کله د یوې داسې ډلې یادونه هم کېږي، داچې ډېرې خبرې و نه کړي یا بې ځایه یا حرامې خبرې و نه کړي؛ نو په خوله کې به یې شنګېړ اچاوه، چې خبرې ونشي کړای؛ یعنې ځان ته به یې عملي اجبار جوړاوه. معمولا لیدل کېږي، چې دا کړنلار د تقوا د بشپړې بېلګې په نامه یادېږي؛ حال دا له ګناه څخه ډډې کولو ته عملي اجبار رامنځ ته کول او بیا له ګناه لرېوالی خو کوم کمال نه شمېرل کېږي. که د داسې کار توفیق مو تر لاسه کړ او له دې لارې پر ګناه ککړ نشو؛ البته له ګناه مو ډډه کړې؛ خو نفس مو لا تر اوسه هم هماغه ښامار دی؛ لکه چې و. یوازې له بې وزلې یا یې بې اوزارۍ خپه دی. هله کمال شمېرل کېږي، چې انسان بې له عملي اجباره او د کار د اوزارو پر درلودو پر ګناه ککړ نشي. که دا شان ډډې او ګوښوالۍ کمال وګڼل شي؛ نو د تقوا د ملکې راپیدا کېدو ته د سریزې بڼه درلودای شي؛ ځکه د تقوا ملکه تر یو لړ منفي کړاوونو روسته راپیدا کېږي؛ خو د تقوا حقیقت غیر له دې چارو دی. د تقوا حقیقت هماغه د پياوړې، سپېڅلې او سترې اروا درلودل دي، چې خپله د انسان ساتونکې ده. باید هڅه وشي، هغه مانا او حقیقت پیدا شي.

تقوا په نهج البلاغه کې

 په نهج البلاغه کې د تقوا پر و یې- کلمې خورا ډډه شوې، په ټولو ځایونو کې تقوا د هماغې سپېڅلې ملکې پر مانا کارول شوې، چې په اروا کې راپیدا کېږي او ورته پياوړتيا او واک ورکوي او اماره نفس او سرکښي ننګېرنې- احساسات اېلوي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

د الله تعالی تقوا، د الله تعالی دوستان تر خپل ملاتړ لاندې راولي او د الهي چاپېريال پر پولو له تېري یې ساتي او د الله تعالی وېره یې د زړونو مل کړې، تردې چې د شپې یې ویښ ساتي او د ورځې تږي وي؛ لکه ( د روژې تنده).[14]

په دې غونډلو- جملو کې یې په ځغرده تقوا پر هماغه مانیزه او روحاني حالت مانا کړې، چې له ګناه ساتونکې ده او له الله تعالی وېره یې د تقوا له اثارو ویلې. له همدې ځایه پوهېدای شو، چې تقوا د وېرې په مانا نه ده؛ بلکې د تقوا له اثارو ځنې یو دا دي، چې د الله تعالی وېره یې د زړونو مل ګرځولې ده.

حضرت علي: ((خپله ذمه د خپل وینا په ګرو کې ږدم او د خپلې وینا د صحت ضمانت کوم. که تېر شوي عبرتونه راتلونکي شخص ته هنداره شي؛ نو په شوپیاناکو- شبهه ناکو چارو کې له غورځېدو به یې وژغوري. د خلافکارۍ او واکې ځانې غوښتنو ته په لاس ورکول هغه سرغړاندي اس ته ورته دي، چې پړی یې شلولی وي، پرې د سور کس له لاسه یې واګې وتلې وي او په پایله کې به یې په اور کې ورګوزار کړي او د تقوا مثال د هغو اېلو سورلیو په شان دی، چې واګې یې پرې د سور کس په لاس کې دي او جنت ته یې ننباسي. [15]))

دلته په پوره څرګندونې، تقوا یې اروایز او مانیز حالت تعبیر کړی، چې موږ یې د ځان ټینګۍ – ضبط نفس او د نفس مالکیت تعبیروو. دلته په ترڅ کې ستر حقیقت بیان شوی او هغه داچې ځاني غوښتنو ته اېلېدل او سرغړاندي نفس ته د واګې د سپارنې لازمه کمزوري او بې شخصیتتوب دی. انسان په دې حالت کې د خپل کابو کونې پر وړاندې د هغه کمزوري په شان دی، چې پر اس سور دی او د اس واګې یې په لاس کې نه دي. د تقوا او د ځان ټینګۍ- ضبط نفس لازمه د ارادې د واک زیاتوالی او د مانیز او عقلي شخصیت درلودل دي؛ لکه هغه سور، چې پر روزل شوي اس سور وي او پر واک ورته حکم کوي او اس یې هم مني.

هغه چې د ځاني غوښتنو، شهوت، مقام، ځانمنى، حرص او تمې پر اس سور وي او اډانه یې همدا چارې وي؛ نو واک یې له لاسه اخستل شوي او دې چارو ته سپارل شوى دى او لکه د لېونو په دې چارو پسې منډې وهي او عقل او سازښت- مصلحت پرې واکمن نه دی؛ خو هغه چې موخه یې تقوا ده او د ځان ټینګۍ- ضبط نفس پر سورلۍ سور وي؛ نو واګې یې پخپل لاس کې وي او هر خوا پرې تلای شي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((تقوا په نړۍ کې انسان ته د یو کلا او د یو ډال په شان ده او په اخرت کې به يې د جنت لار وي. [16]))

په نهج البلاغه کې دا شان تعبیرونه ډېر دي او دلته یوازې بېلګې ته وویل شول، چې د اسلام له نظره د تقوا واقعي او حقیقي مانا وپېژندل شي او جوته شي، چې څوک ددې وړ دی، چې ورته “متقي” وویل شي. جوته شوه، چې تقوا په انسان کې اروایز حالت دی، چې اروا ته د کلا، دفاعي وسلې او اېل شوي اس بڼه لري او لنډه داچې مانیز او اروایز ځواک دی.

تقوا او آزادي

 و مو ویل: داچې انسان د څارويتوب له ژونده راووځي او انساني ژوند ته مخه کړي؛ نو بايد له معلو مو آرونو لاروي وکړي چې لازمه یې داده، چې ځان د هماغه آرونو په چوکاټ کې محدود کړي او تېرى ترې و نه کړي او له کومه ځایه، چې نژدې- اني ځانې غوښتنې یې لمسوي، چې له دې پولو تېری وکړي؛ نو باید “ځان ساتنه” وکړي. دې ځان ساتنې ته تقوا ویل کېږي، چې ځینې چارو ته باید شا کړي. دا باید و نه انګېرو، چې تقوا د دینوالۍ له ځانګړنو ده؛ لکه لمونځ او روژه؛ بلکې تقوا د انسانیت لازمه ده. که انسان غواړي له څارويتوب او ځنګلي ژونددوده راووځي؛ نو ناچار دی تقوا ولري.

 نن وینو، چې ټولنیزه او سیاسي تقوا یې څرګندنه- اصطلاح کړې ده. څه چې دي، دیني تقوا، غوره والی، سپېڅلتیا او بل ډول ټینګښت لري او په حقیقت کې یوازې د دین پر بنسټ دی، چې کړای شو، ټینګه او با بنسټه تقوا رامنځ ته کړو او پر الله تعالی له مزبوت ایمان پرته، بنسټیز، مزبوت او د ډاډ وړ سټه نشو رامنځ ته کولای.

((أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىَ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[17]= او ايا هغه غوره دى، چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې پر الهي تقوى او د هغه د خوښۍ لپاره ايښى وي، که هغه چې خپله ودانۍ يې د يوه پاڼ پرغاړه جوړه كړې وي، چې ورسره يوځاى په جهنم كې وغورځېږي؟ او الله تعالی ظالمانو ته سمه لار نه ښيي.))

په هر حال الهي تقوا له انسانیت سره مله ده او دا چار پخپله د ځینو څیزونو شا ته پرېښوول غواړي او له ځینو به ډډه کوې.

داچې د دیني مشرانو په ویناوو کې تقوا د ‏حصار – کلا او “حصن” په مانا تعبیر شوې، ممکن هغه کسان، چې د آزادۍ له نوم سره روږد دي او له ټولو هغو څیزونو تښتي، چې د محدودیت بوی ترې راځي، ښايي وانګېري، چې تقوا هم د آزادۍ له دښمنانو ځنې يوه ده او د بشر په پښو کې یو ډول زولنې دي.

محدودیت که خوندیتوب؟

دا ټکى باید راوڅپړم، چې تقوا محدودیت نه؛ بلکې خوندیتوب دی او محدودیت او خوندیتوب – مصونیت سره توپیر لري. که د محدودیت نوم هم پرې کېږدو؛ نو هغه محدودیت دی، چې کټ مټ خوندیتوب دی.

څو مثالونه یې دا دي: بشر کور جوړوي، خونه جوړوي او پکې کړکۍ او دروازې هم ږدي او له کوره “ګرددېوالي” هم جوړوي. ولې دا کارونه کوي؟ ځکه د ژمي له یخنۍ او د دوبي له ګرمۍ خوندي وي؛ ځکه دا کار کوي، چې د ژوند وزلې یې په خوندي ځای کې وي او اختیار یې یوازې له ځان سره وي. خپل ژوند محدودي او دا وزلې په ټاکلې څلوردېوالۍ کې ږدي. اوس دې ته د څه نوم ورکړو؟ ایا کور انسان ته محدودیت دی او له ازادۍ او خوندیتوب سره یې په ټکر کی دی؟ جامې همداسې دي.

 انسان څپلۍ پر پښو کوي، خولۍ او جامې اغوندي، چې البته پر همدې جامو او څپلیو د یخنۍ او ګرمۍ مخه نیسي او د خپل پاکوالي پام هم ساتي، اوس دې ته د څه نوم ورکړو؟

 ایا پردې ټولو د زندان نوم ایښوولای شو او خواشیني شو، چې پښې په څپلیو کې، سر په خولۍ او تن په جامو کې زنداني شوي، چې ترې د آزادۍ په هیله کې دي؟ ایا ویلای شو، چې کور درلودل محدودیت دی او له آزادۍ سره په ټکر کې دی؟!

تقوا هم اروا ته داسې ده؛ لکه ژوند ته چې کور وي او تن ته، چې جامې وي. اتفاقا په قرآن عظیم الشان کې تقوا پر جامو تعبیر شوې ده: ((وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ[18]= خو د پرهېزګارۍ جامې غوره دي.))

هغه وخت پر یو څیز د محدودیت نوم ایښوولای شو، چې انسان له نېکمرغۍ بې برخې کړي؛ خو څه چې له انسانه خطر لرې کوي او له ګواښونو یې خوندي ساتي؛ نو دا خوندیتوب دی؛ نه محدودیت او تقوا داسې یو څیز دی. د مصونیت تعبیر د حضرت علي (کرم الله وجهه) دی، چې وايي: ((تقوا وساتئ او په تقوا ځان ته خوندېینه جوړه کړﺉ.[19]))

حضرت علي (کرم الله وجهه) تردې لوړ تعبیرونه هم لري، چې نه یوازې تقوا، محدودیت او د آزادۍ خنډ نه ګڼي؛ بلکې الهي تقوا د آزادۍ ستر لامل بولي، وايي: ((تقوا د سموالي کونجي او د قیامت د ورځې زېرمه ده، له هر قیده آزادي ده او له هرې بدمرغۍ ژغورنه ده. په تقوا انسان خپلې موخې ته رسي او له دښمنه ژغورل کېږي او خپلو هیلو ته رسي.[20]))

تقوا په لومړۍ درجه کې نېغ په نېغه له اخلاقي او مانیز اړخه انسان ته ازادي ورکوي او د ځاني غوښتنو له بنده یې آزادوي، د حرص، تمې، حسد، شهوت او غوسې جغ یې له ورمېږه راښکته کوي؛ خو په غیر مستقیم ډول په ټولنیز ژوند کې هم انسان ته آزادي وربښي. ټولنیزې بندګۍ او مریيتوب د مانیزې بندګۍ پایله ده. څوک چې د پيسو یا مقام بنده وي؛ نو له ټولنیز اړخه آزاد ژوند نشي کړای؛ نو دا به سمه وي، چې ووایو ((عتق من کل ملکةٍ))؛ یعنې تقوا، انسان ته هر ډول آزادي ورکوي؛ نو تقوا نه یوازې محدودیت او قید نه دی؛ بلکې آزادي ده.

د تقوا ساتنه

څه چې د تقوا په هکله وویل شول، چې “ساتونکی” او “خوندي چاپېريال” دی، ممکن د ځینو د پسمنۍ – غرور او غفلت لامل شي او وانګېري، چې متقي له ګناه سپین لمنی – معصوم دی او د تقوا څپڅپاندي او سټه ایستونکيو خطراتو ته پاملرنه و نه کړي؛ خو حقیقت دا دی، چې تقوا که هومره هم ستره وي؛ نو پخپل ځای کې خطرونه لري. سړی په عین حال کې، چې د تقوا په ملاتړ او حراست کې باید ژوند وکړي، خپله هم باید د تقوا ساتونکی وي او دا په څرګندنه – اصطلاح “دور” نه دی. په دې کې کوم خنډ نشته، څه چې زموږ د ساتنې وزله وي؛ نو په عین حال کې موږ هم مکلف يو، چې و یې ساتو. د هغو جامو د مثال په څېر چې ومې وایه. جامې مو له ګرمۍ او یخنۍ ساتي او انسان هم له غلو د خپلو جامو ساتونکی دی. حضرت علي (کرم الله وجهه) دواړو ته اشاره کړې، وايي: ((تقوا وساتئ او هم ځان پرې وساتئ.))

که وپوښتل شو: تقوا زموږ ساتونکې ده که موږ باید تقوا وساتو؟

 وایو: دواړه. داسې دي؛ لکه چې ووايو: باید په تقوا ځان الله تعالی ته نژدې کړو یا له الله تعالی باید د تقوا لاس ته راوړنې ته مرسته وغواړو؟ وایو: دواړه؛ باید په تقوا الله تعالی ته نژدې شو او باید له الله تعالی مرسته وغوښتل شي، چې د لا ډېرې تقوا لاس ته راوړنې لپاره مو بریالي کړي.

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((تاسې ته د الهي تقوا سپارښتنه کوم، تقوا پر اوږو مو الهي حق دی او د هغه حق د ثبوت لامل دی، چې تاسې یې پر الله تعالی لرئ او تقوا ته په رسېدو کې له الله تعالی مرسته وغواړﺉ او په تقوا الله تعالی ته نژدې شئ.))

په هر حال هغو خطرونو ته باید پاملرنه وکړو، چې د تقوا بڼسټونه څپڅپاندوي. په دیني لارښوونو کې هم ګورو، چې تقوا د ډېرو ګناهونو ضامنه او وثیقه پېژندل شوې؛ خو د ځینو نورو ګناهونو پر وړاندې، چې خورا پياوړى اغېز او جاذبه لري، د حریم نیونې حکم ورکړ شوی دی.

د ساري په ډول: په دیني لارښوونو کې نه دي ویل شوي، چې د غلا یا شراب څښنې له وزلې ګوښوالي حرامه ده. د ساري په ډول: که د چا په داسې ځای کې شپه وي او که وغواړي- العیاذ بالله- شراب وڅښي او هيڅ ظاهري خنډ هم نه وي؛ نو هماغه ایمان او تقوا یې ضامن دی؛ خو د جنسیت په مسله کې، داچې دا ځواک د انسان په وجود کې پياوړى اغېز او لمسونه لري؛ نو دا ضمانت له تقوا لرې کړای شوی دی او حکم شوی، چې په بې عفتۍ کې ګوښوالي منع ده؛ ځکه دا هغه خطر دی، چې احیانا دې کلا ته هم ننوځي( که څومره هم غښتلې وي) او ممکن دا کلا سوبه هم کړي.

حافظ شيرازي دې روحي حقیقت ته اشاره کړې ده.

ځواک بـازوی پرهېز بــه خوبــان مفــــروش

که در ایـن خیل حصـاری به سواری ګیرند

 په دې بیت کې تقوا او پرهېزګاري کلا ته ورته شوې؛ لکه څرنګه چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) په وینا کې همدا ورته والى او تشبیه راغلې وه.

د تقوا ارزښت او اغېز

سره له دې، چې تقوا د بشر په اخروي ژوند کې څرګندې اغېزې لري او له ابدي پرېشانۍ د ژغورنې یوازېنۍ لار ده، د انسان په دنیوي ژوند کې هم ارزښت او خورا اغېزې لري. حضرت علي (کرم الله وجهه) تر هر چا مخکې په خپلو ښوونو کې د تقوا پر و یې – کلمې ډډه کړې او ډېری اغېزې یې ورته ویلي دي او کله خو د تقوا ګټو ته هېښنده عمومیت ورکوي او وايي: ((تقوا؛ له هرې پرېشانۍ آزادي او له هرې بدمرغۍ ژغورنه ده.))

بیا وايي: ((تقوا؛ د زړونو د رنځوریو دوا، د بدنونو د رنځونو شفا، د ټټرونو د خرابۍ سموالى او ستاسې د نفسونو پاکوالى دی.))

حضرت علي (کرم الله وجهه) د بشر ټول دردونه یوځای ته راټولوي او ټولو ته تقوا ګټوره ګڼي. که حق ووایو او تقوا ته یوازې منفي او د ډډې اړخ ورنه کړو او هماغسې یې وپېژنو؛ لکه حضرت علي، چې پېژندلې؛ نو باید منښته – اعتراف وکړو، چې تقوا د ژوند له ارکانو ځنې یو دى، ( که وګړیز ژوند وي یا ټولنیز) او که داسې نه وي؛ نو د ژوند بنسټ به څپڅپاندی وي.

د یو څیز ارزښت هله معلومېږي، چې ووینو بل څه یې ځای نیولای شي که نه. تقوا د ژوند له حقایقو ده؛ داځکه چې بل څه یې ځای نشي نیولای، نه زور، نه پيسې، نه قانون او بل هیڅ څيز یې هم ځای نشي نیولای.

د ډېرو قوانینو او پرله پسې بدلونونه مو له ورځېنیو بوختیاوو ځنې دي. ځانګړیو موضوعاتو ته قانون وضع کېږي؛ خو بیا هم ګورو، چې موخه ترې لاس ته نه راځي. په قوانینیو کې بدلون او زیاتوالی راولي؛ خو بیا هم موخه لاس ته نه راځي. البته اړنګ – شک نشته، چې قانون هم په خپل ځای کې د ژوند له حقایقو ځنې دی. له ټولیزو الهي قوانینو، چې تېر شو، خلک یو لړ مدني قوانینو ته اړتیا لري؛ خو ایا یوازې د قانون په چاپولو ټولنه سمېدلای شي؟

قانون پولې ټاکي؛ نو ځواک باید پخپله په خلکو کې وي، چې ددې پولو درناوی وکړي او دا هماغه څه دي، چې د تقوا نوم یې ورته ورکړ دی. وايي: باید د قانون درناوى وشي، دا سمه ده؛ خو چې د تقوا د آرونو درناوی ونشي؛ نو د قانون د درناوي خبره کړای شو. څو بېلګې یې دا دي:

نن د طلاق موضوع خورا توده ده، نه غواړم دا ادعا وکړم، چې د طلاق د زیاتېدنې پر لاملونو پوهېږم او ټول به ووایم، بېشکه بېلابېل ټولنیز لاملونه پکې ښکېل دي؛ خو دومره وایم، چې د طلاقونو د زیاتوالي اصلي لامل د تقوا له منځه تلل دي. که په خلکو کې تقوا لږه شوې نه وای او ښځې او سړي خپلسري شوي نه وای؛ نو طلاق به دومره ډېر شوی نه وای. په پخواني ژوند کې هم نیمګړتیاوې وې او تر پخوا هرومرو په ننني کورني ژوند کې هم ستونزې ډېرې دي؛ خو پخوا به تقوا ډېری ستونزې هوارولې؛ خو نن مو تقوا له لاسه ورکړې، په دې چې د ژوند وزلې هم ښه شوي؛ خو له لا ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو. ښځو او سړیو ته په زوره د قانوني قيوداتو زیاتوالي، د محکمې په زور، د مجریه قوې په زور او د قوانینو په بدلون د طلاقونو په شمېر کې کموالی نه راځي.

نن ډېری ټولنیزې ستونزې لرو، چې اندونه یې ځان ته رامات کړي دي. تل ویل کېږي، چې ولې طلاق ډېر شوی؟ ولې وژنه او جنایت ډېر شوی؟ په توکیو کې ولې درغلۍ پیدا شوي دي؟ فحشاء ولې ډېره شوې ده؟

بېشکه د ایمان د ځواک کمزوري او د تقوا د کلا خرابېدل باید ددې مفاسدو یو مهم لامل وشمېرل شي.

هېښنده خو داده، چې ځینې تل دا “ولې؟” وايي او لیکي، بلخوا داچې دوی خپله تقوا او ایمان نه لري؛ نو پر بېلابېلو اسبابو او لاملونو ددې “ولې؟” جرړې د خلکو په ارواوو کې پوه کوي او خلک د اخلاقي ګډوډیو، د تقوا د سټو او د تقوا خوندېینې د منځه وړنې پر لوري بیايي. که ایمان نه وي او – نعوذ با الله- الهي تقوا حقیقت و نه لري؛ نو ممکن یو کس ووايي، چې ولې غلا و نه کړم؟ ولې جنایت و نه کړم؟ ولې درغلي و نه کړم؟ ولې؟ ولې؟ ولې؟

تقوا او روغتیا

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((تقوا مو د بدني رنځوریو شفا ده.))

ښايي وپوښتئ، تقوا چې یو اروایز او مانیز چار دی، د تن له روغتیا سره څه اړیکه لري؟ البته تقوا څه درمل نه دی؛ خو که تقوا نه وي؛ نو ښه روغتون نشته، ښه ډاکتر نشته، ښه نرس نشته، ښه درمل نشته، که تقوا نه وي، سړی نشي کړای ان د خپل بدن روغتیا هم وساتي. متقي انسان چې پر خپل حق او پولې قانع او خوښ دی؛ نو ډاډمنه اروا، ارام ماغزه او روغ زړه لري، تل په دې اند کې نه وي، چې کوم ځای په بډه کړي او کوم ځای وخوري او کوم ځای ښويې تېر کړي، عصبې پرېشانۍ یې د معدې او کولمو پر ټپ نه اخته کوي، په شهوت کې ښنده- افراط یې کمزوری او نه بېوسى کوي، عمر یې اوږدېږي. د بدن روغتیا او د اروا روغتیا او د ټولنې روغتیا ټول په تقوا پورې اړه لري.

دوه نور غټ مطالب مې درلودل، چې پاتې کېږي، یو یې په روڼ وینۍ او د زړه په لیدانه- بصیرت کې د تقوا اغېز دى، قرآن عظیم الشان وايي:

 ((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ[21]= مؤمنانو! كه د الله تعالی (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وزله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه، چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او الله تعالی د ستر فضل او بخشش خاوند دى.))

روڼ ویني او د زړه لیدانه د تقوا له مهمو اغېزو ځنې دي او ویلی شو، چې همدې مطلب په عرفان کې “سیر و سلوک” ته باب پرانستی دی.

د تقوا بله اغېز دا ده، چې خپل درلودونکی له کړاوونو ژغوري. قرآن عظیم الشان وايي:

 ((يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجا. وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرا[22]= او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له[ عذابه ] وساتي، (الله تعالی) هغه ته (له ستونزو) د وتلو لار پيدا كوي؛ او ورته له داسې ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله تعالی توكل وكړي؛ نو الله تعالی ورته بس دى، په حقيقت كې الله تعالی د خپل كار ترسره كوونكى دى، په يقين چې الله تعالی هر څيز ته يوه اندازه ټاكلې ده.))

د تقوا دوه سترې اغېزې

تقوا دوه سترې اغېزې لري، چې یوه یې روڼ ویني او د زړه لیدانه- بصیرت ده، قرآن عظیم الشان وايي:

 ((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ[23]= مؤمنانو! كه د الله تعالی (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق او باطل د بېلوالي وزله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او الله تعالی د ستر فضل او بخشش خاوند دى.))

بله اغېز یې د ستونزو هوارېدل دي او له کړاوونو بهر راوتل دي، قرآن عظیم الشان وايي:

 ((يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجا[24]= او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له[ عذابه ] وساتي، (الله تعالی) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي؛))

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرا (طلاق/۴) = او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له [عذابه] وساتي، [الله تعالی] د هغه چارې اسانوي.))

تقوا او روڼ ویني

دا یوازې د قرآن عظیم الشان یو آیت نه دی؛ بلکې دا خپله په اسلام کې ښکاره سول- منطق دی. په نبوي احادیثو او د امامانو په ویناوو کې هم پردې مطلب ډډه شوې او لکه چې مې وویل، همدې مطلب په عرفان کې “سیر و سلوک” ته باب پرانستی دی.

عارفانو د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمّى[25])) آیت پر روستۍ غونډلې – جملې ((وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ= او (ځانونه مو) د الله تعالی له (عذابه) وساتئ او (په دې توګه) الله تعالی تاسې ته ښوونه کوي)) منګولې لګولي دي.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: ((له ځاني غوښتنو سره مبارزه وکړﺉ، چې زړه ته مو حکمت ننوځي.))

نبوي حدیث دی: ((الله تعالی ته که څوک څلوېښت ورځې ځانګړې کړي؛ نو له زړه به يې پر خولې د حکمت چينې را روانې شي.[26]))

په المیزان تفسیر کې یې له اهلسنتو دا حدیث رانقل کړی، چې آنحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: ((لو لا فی تکثیر فی کلاکم و تمریج فی قلوبکم لرایتم ما اری و لسمعتم ما سمع))؛ یعنې که په خبرو کې مو زیاتوالی نه و او په زړه کې مو بې ځایه ګرځېدنې نه وې؛ نو څه چې وینم، تاسې به هم لیدل او څه چې اورم؛ نو تاسې به هم اورېدل .

د “تمریج” کلمه د “مرج” له مادې ده او د چمن او څړ ځای پر مانا ده، چې معمولا هر ډول څاروی ورتلای شي او پکې ګرځېدای شي. دا وايي، چې ستاسې زړه د هغه بې سر خوږي څړ ځای په شان دی، چې هر څاروی پکې ګرځېدای شي.

امام صادق وايي: ((که شیطانان د آدم د زامنو د زړونو په شاوخوا کې نه ګرځېدل؛ نو دوی به د اسمان ملکوت لیدل.))

دا شان ویناوې زموږ په دیني اثارو کې ډېرې دي، چې نېغ په نېغه له ګناه څخه ځان ساتنه او پاکي د اروا په لیدانه- بصیرت او روڼ وینۍ کې اغیزمن دي او یا په غیر مستقیم ډول وايي، چې د ځاني غوښتنو اغېز او د تقوا له لاسه ورکول د اروا په توروالي او د زړه په خړپړتیا او د عقل د رڼا په مړه کېدو کې اغېز لري.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: که څوک له یو څیز سره ښنده- مفرطه مینه پیدا کړي؛ نو سترګې یې ورړندوي او زړه یې ورته رنځوروي.[27]

د ځان غوراوى د عقل افت دى.[28]

هيلې د افکارو افت دى.[29]

 په اسلامي ښوونو کې دا یو څرګند سول دی، دا سول بیا په اسلامي ادبیاتو( که عربي او که پارسي) کې ډېر ګورو.

ادیبانو او فضلاوو مو دا حقیقت راخستی او کارولې یې دی او ویلی شو، چې د اسلامي ادبیاتو یوه ستنه پر همدې سول ایښوول شوې ده.

اوس اړین دي، چې د علمي او فلسفي سول له اړخه هم ویينه وکړو، چې د تقوا او روڼ وینۍ ترمنځ څه اړیکه ده. تقوا، چې یو اخلاقي فضیلت دی او د انسان په کړنلار پورې اړه لري؛ دا څرنګه شونې ده، چې د انسان د عقل او اند په غونډال – دستګاه او ورمندون- قضاوت پر ځواک اغېز ولري او ددې لامل شي، چې انسان د حکمتونو د لاس ته راوړنې جوګه شي، چې د تقوا په نه درلودو ددې حکمتونو په لاس ته راوړنه کې نه بریالی کېږي؟ زه دې مطلب ته ځانګړې پاملرنه لرم او ډېرى باور پرې نه کوي، چې دا مطلب به سم وي او یو ډول تخیل یې ګڼي او یوازې په شعري او خیالي بڼه ورته ګوري.

یاد مې دي، چې څو کاله مخکې مې د توکیزې – مادې فلسفې د یو پلوي لیکنې لوسته، چې پر همدې مطلب یې برید کړی او ملنډې یې پرې وهلې وې. لیکلي یې وو: مګر تقوا او د نفس مجاهده څه سوان او شګموښی- ریګمال دی، چې د آدم اروا به صیقل کړي او ځلا به ورکړي؟!

تقوا او عملي حکمت

دا ټکی باید په پیل کې ووایم، هغه حکمت، چې په څرګندنه- اصطلاح د تقوا زېږنده دی او هغه روڼ ویني، چې د تقوا له کبله راپیدا کېږي؛ نو عملي حکمت دی؛ نه نظري.

حکيمان عقل په دوو برخو ویشي: نظري عقل او عملي عقل. البته موخه دا نه ده، چې په هر چا کې دوه عاقل ځواکونه دي؛ بلکې موخه دا ده، چې د انسان عاقله ځواک دوه ډوله فکري محصول لري، چې له بېخه سره اړپیچ- اختلاف لري: الواکي- نظري اندونه او عملي اندونه.

دلته وخت نشته، چې پردې فلسفي ویینې خبرې وکړم او د نظري او عملي اندو توپیر ووایم؛ ځکه که پردې ویینه خبرې وشي له یوې ویناوالۍ ډېر وخت ته اړتیا لري. لنډ یې وایم، چې الواکي – نظري عقل هغه دی، چې د طبیعي پوهنو بنسټ دی؛ لکه ریاضي او الهي فلسفه. دا پوهنې ټول په دې کې سره ګډې دي، چې په دې پوهنو کې د عقل کار د واقعیتونو په هکله ورمندون- قضاوت دی، چې پلاني څیز داسې او پلانى هغسې دی؟ پلانۍ اغېز او پلانۍ ځانګړنه لري که نه؟ ایا پلانۍ مانا حقیقت لري که نه؟

خو عملي عقل هغه دی، چې د ژوند د پوهنو بنسټ دی، د اخلاقي آرونو بنسټ دی او د پخوانیو په وینا، د اخلاقو او د تدبیر منزل پوهه او سیاست مُدُن دی. په عملي عقل کې د ورمندون- قضاوت وړ څیز، له واقعیتونو ځنې یو واقعیت نه دی، چې ایا داسې دی که هغسې؟ د ورمندون وړ- څیز، دنده او مکلفیت دی: ایا دا کار “باید” وکړم که هغه کار؟ داسې عمل وکړم که هغسې؟ عملي عقل هماغه دی، چې د ښه او بد، حسن و قبح، باید او نه باید او د امر او منع مفهوم زېږوي. هغه لار چې انسان یې په ژوند کې ټاکي، په کاردود- د کار کړنلار او عملي عقلي ورمند دود- د قضاوت طریقې پورې یې اړه لري او نېغ په نېغه په کاردود او د الواکي عقل په ورمند دود پورې یې اړه نه لري.

داچې په دیني اثارو کې راغلي، چې تقوا عقل روښانوي او انسان ته د حکمت درېڅه پرانځي- لکه څرنګه، چې پخپله لحن يې هم راښيي- ټول په عملي عقل پورې اړه لري؛ یعنې د تقوا له کبله انسان خپل درد او درمل او هغه لار ښه پېژني، چې په ژوند کې یې باید وټاکي او دا په الواکي- نظري عقل پورې اړه نه لري؛ یعنې موخه دا نه ده، چې تقوا په الواکي عقل کې اغېز لري او که سړی تقوا لري؛ نو غوره ده، چې پر ریاضي او طبیعي درسونو پوه شي او ددې پوهنو ستونزې هوارې کړي. ان په الهي فلسفه کې هم همدا شان ده، تر کومه، چې فلسفي اړخ لري او سرو کار یې له سول او استدلال سره دی او انسان غواړي پر استدلال قدم واخلي او په اند کې سریزې اډونوي – ترتیبوي، چې پایلې ته ورسي. د ربوبي ښوونو په بل ډول کې، تقوا، پاکي او هڅې اغېز لري؛ خو هلته نظري عقل، فلسفه، استدلال، سول، د سریزو اوډنه او اندیز سلوک، له پایلې، سرېزې ته او له سریزې، پایلې ته نشته.

موخه دا ده: دا حقیقت، چې بیان شو، چې تقوا د حکمت، لیدانې او روڼ وینۍ د زیاتوالي لامل ګرځي؛ نو موخه ترې نظري مسایل او نظري عقل نه دی. ځینو ته چې ددې مطلب منل دومره ستونزمن دي، ښايي لامل یې دا وي، چې دې مطلب ته یې د نظري عقل په پولو کې پراختیا ورکړې وي.

د عملي عقل پر وړاندې هم مطلب همداشان دی او ویلی شو، چې تر هر استدلال مخکې، تجربه ددې مطلب شاهده ده. واقعا تقوا، پاکي او د اماره نفس اېلول، د عقل په روڼ وینۍ کې اغېزمن دي؛ خو البته نه په دې مانا، چې عقل فی المثل د څراغ په شان دی او تقوا ددې څراغ د تېلو په شان او یا داچې د عقل غونډال- دستګاه د روښنايۍ د مولد د کارخانې په څېر ده، چې اوسمهال دومره کیلوواټه برښنا ورکوي او تقوا، چې راغله؛ نو دد کارخانې د برښنا دومره کېلو واټه برښنا به زیاته کړي.

نه! داسې نه ده؛ بلکې بل شان ده، څرګندونې ته یې یوه سریزه وایم.

د عقل د دښمنانو دښمن

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: دوستان دې درې ډوله دي او دښمنان دې هم:

الف-دوستان دې: (١) دوست دې. (٢) د دوست دوست دې (٣) او د دښمن دښمن دې.

ب_دښمنان دې: (١) دښمن دې (٢) د دوست دښمن دې (٣) د دښمن دوست دې.

له دې وینا لېږد – نقل قول مې موخه دا وه، چې د د ښمن دښمن هم له دوستانو ځنې دی. داچې د دښمن دښمن ته دوست په شان لیدل کېږي؛ نو لامل یې دا دی، چې دښمن کمزوری کوي او لاسونه یې ورتړي او له دې لارې له انسان سره مرسته کوي. دا خپله یوه قاعده ده، چې د دښمن دښمن د دوست په څېر دی او سړی پیاوړی کوي.

دا قاعده په وګړیو کې روانه ده او همداراز د انسان په حالاتو او مانیزو قواوو کې هم روانه ده. د انسان مانیز ځواکونه پر یو بل اغېز کوي او احیانا مخالف اغېز لري او یو د بل اغېز خنثی کوي. په دې مطلب کې د نمښتې – انکار ځای نشته. د انسان په وجود کې د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ ټکر ته څه نا څه پاملرنه شوې او دا خپله اوږد داستان لري.

په روڼ وینۍ کې د تقوا د اغېزې خوالې

د ځاني غوښتنو سرکښي، تمې او له تعصب او ځېله ډکې ننګېرنې – احساسات هغه حالات او ځواکونه دي، چې د انسان په عملي عقل؛ یعنې د انسان په عملي انددود کې اغېز لري، چې د ښه او بد، خیر او شر، سم او ناسم، اړین او نا اړین، دنده او مکلفیت او داچې اوس څه وکړم او څه ونه کړم، اغېز لري د انسان د عملي عقل سیمه او برخه په دې دلیل، چې د انسان په عمل پورې اړه لري، هماغه د ننګېرنو، لېوالتیاوو او شهوتونو سیمه او برخه ده. دا چارې که د اعتدال له پولې ووتې او انسان یې محکوم شو او پرې حاکم نشو؛ نو د عقل پر وړاندې ودرېږي، د عقل او وجدان د غږ پر وړاندې شورماشور او چغې سورې کوي، د عقل غږ ته پرازیت کېږي او انسان نور د خپل عقل غږ نه اوري، د عقل د څراغ پر وړاندې لوغړن او دوړن حالت رامنځ ته کوي او عقل نشي کړای رڼا خپره کړي. مثال یې داسې دی، چې موږ په دې تشیال کې ناست یو او خبرې کوو، اورو او وینو؛ نو راښيي، چې یو تن خبرې کوي او نور چوپ ناست دي، څراغونه رڼا ورکوي او تشیال هم رڼه او پاکه ده؛ خو که په همدې تشیال کې که هر څوک خبرې پیل کړي او په لوړ غږ سندرې هم ووايي؛ نو څرګنده ده، چې ان ویاند به هم خپل غږ وانه وري او که همدا تشیال لوغړنه شي؛ نو څوک به یو بل و نه ویني.

 شاعر وايي:

حقــــیقت ســـرايي است اراســـــته

هــــــٍـــــــوا و هــــوس ګَرد برخاسـته

نبــینی که هر جـا که برخاست ګرد

نبـــــیند نظــــر ګر چه بیناســت مرد

بل شاعر وايي:

جمال یار ندارد نقاب و پرده ولــی

غبار ره بنشان تا نظر تــــوانی کرد

بل شاعر وايي:

چون غرض امد هنـــــــر پوشیده شد

صد حجاب از دل به سوی دیده شــد

د ساري په ډول: یو ځوان زدکړیال په پام کې ونیسئ، چې له ښوونځي راستون شوی او فکر کوي، چې باید خپل لوست ووايي؛ نو دې کار ته ډېر کېني او سبق وايي؛ ښکاره ده که په دې اړه ناغېړي وکړي؛ نو پایله به یې ناکامي، ناپوه پاتېدل او په زرګونو نورې بدمرغۍ دي. دا یې د عقل غږ دی. ددې غږ پر وړاندې ممکن، چې د شهوت، عیاشۍ او ګرځېدنې غږ هم راپورته شي او ارام یې پرېنږدي. څرګند ده که غږونه ډېر وي؛ نو دې ځوان به د خپل عقل غږ نه وي اورېدلی او د فطرت څراغ ته یې پاملرنه نه ده کړې او له ځان سره وايي، راځه چې اوس خوشحاله وسو، نورو سره به بیا ګورو.

نو داسې ځاني غوښتنې که په انسان کې وي؛ نو د عقل اغېز کمرزورى او خنثی کوي او په بله وینا: دا ځاني غوښتنې د انسان له عقل سره دښمني کوي.

رسول الله وايي: ((ستا تر ټولو ستر دښمن ستا اماره نفس او ستا سرکښې ننګېرنې- احساسات دي، چې تر ټولو درته نږدې دي او د دوو اړخونو ترمنځ دې دي.[30]))

داچې دا دښمن تر ټولو ستر دښمن دی؛ نو لامل یې څرګند دی؛ ځکه چې د عقل دښمن دی او عقل د انسان خورا ښه دوست دی.

رسول الله وايي: ((د هر چا عقل یې واقعي دوست دی[31].))

امام صادق وايي: ځاني غوښتنې د عقل دښمن دي[32].

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: د عقل له کينه کښو يو (هم) د ځان غوراوى دی[33].

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: افکار د هيلو تر څريکو لاندې دل ولېږي[34].

[ ژباړن = پښتون شاعر وايي:

هیڅ د دښمنانو حاجت نشته دی دا دښمني لږه ده، چې ځان لرم ]

له هر دښمنه د عقل په ځواک دفاع کړای شو. که داسې دښمن راپیدا شي، چې عقل غلا کړي؛ نو دا به تر ټولو خطرناکه وي.

صایب تبریزي يو شعر وايي، چې د هماغه حديث ژباړه ده:

بستر راحت چه اندازیم بهر خواب خوش

    ما که چون دل دشمني داریم در پهلوی خویش

نو دې مطلب ته پاملرنه ضروري ده، چې د انسان مانیز حالات او ځواک له دې، چې ځینې یې يو له بل سره ټکر لري؛ نو یو پر بل مخالف اغېز کوي او تقریبا یو د بل اغېزې خنثی کوي یا په بله وینا یو له بل سره دښمني او حسادت کوي، چې له عقل سره د ځاني غوښتنو دښمنې له دې ځنې ده.

له همدې ځایه د عقل په پیاوړتیا او د لیدانې او روڼ وینۍ په زیاتوالي کې د تقوا د مانا اغېز روښانېږي. تقوا نه سوان دی، نه شګموښی- ریګمال او نه د څراغ تیل. تقوا د عقل د دښمن دښمنه ده، د دوستانو هغه درېیم ډول، چې حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: دوستان دې: (١) دوست دې. (٢) د دوست دوست دې (٣) او د دښمن دښمن دې.

نو تقوا ځاني غوښتنې اېلوي، چې د عقل دښمنې دی او نور نه پرېږدي، چې د عقل اغېز خنثی کړي، لوغړن او دوړن حالت ورته رامنځ ته کړي، پرازیت ورته رامنځ ته کړي.

 مولانا جلال الدين بلخي وايي:

حســــــها او انــــــدیشــه بر اب صـــــــفا

همــــچو خــس بګـــرفتــــــه روی اب را

خـــس بس انبه بود برجو چون حبـــاب

خـس چو یکسو رفت پیدا ګشت اب

چون کـه تقـوا بـــست دو دســت هـــوا

حـــق ګـــشاید هـــر دو دســـت عقل را

نو جوته شوه، چې تقوا د انسان په انددود او ورمنددود کې واقعا اغېز لري؛ خو د اغېزې ډول یې دا دی، چې د دښمن له اغېزې مخنیوی کوي او له دې لارې د عقل لاس پرانځي او آزادي ورکوي: ((عتق من کل ملکة)). حکما دې ډول عاملونو ته فاعل بالعرض وايي، چې په غیر مستقیم ډول اغېز کوي. وايي: فاعل، یا بالذات دی یا بالعرض. فاعل بالذات هغه دی، چې اغېز ترې خپله نېغ په نېغ راولاړ شوی وي او فاعل بالعرض هغه دی، چې اغېز د بل څیز زېږنده وي او ددې لامل کار بل څه وي، مثال یې داسې دی؛ لکه خنډ یې چې هاخوا کړی وي او همداچې خنډ هاخوا شو؛ نو دا لامل بله اغېز تولیدوي؛ خو بشر همدا بسیا ګڼي، چې هغه اغېز د خنډ له دې منځه وړونکي لامل سره هم وتړي.

که انسان په هر څیز کې اړنګ وکړي؛ خو په دې کې یې نشي کړای، چې غوسه، شهوت، تمه، کینه، ځېل، تعصب، ځانمني او دا شان چارې، په ژوند کې انسان کوڼ او ړندوي. انسان د هوس پر وړاندې کوڼ او ړوند دی. ایا په دې کې اړنګ کړای شو، چې د بشر له عادي او معمولي حالاتو ځينې یو یې دا دی، چې خپل عیب نه ویني او په نورو کې یې ویني او حال دا خپله تر نورو ډېر پرې ککړ دی؟ د خپل عیب پر وړاندې ددې نالیدۍ لامل، بې له ځانمنۍ او ځان خوښۍ بل څه کېدای شي؟ په دې کې شک شته، متقیان، چې اخلاقي هڅې کوي او پر خپلې ځانمنۍ او نورو نفساني رذایلو لاسبري دي؛ نو خپل عیب او درد روښانه او غوره درک کوي؟ انسان ته تردې بل ګټور حکمت او علم شته، چې ځان، خپل عیب او ورته د سمونې لار وپېژني؟

که مو توفیق تر لاسه کړ، چې د تقوا پر ځواک خپل اماره نفس اېل کړو؛ نو هله به ووینو، چې څومره ښه د نېمکرغۍ لار درک کوو او څومره ښه پوهېږو او څومره روښانه وینو او څومره ښه راته عقل الهاموي. هغه وخت به پوه شو، چې دا مسایل څه دومره کړکېچن نه دي او استدلال ته هم اړتیا نه لري او خورا څرګند او روښانه دي او یوازې چغو او پرازیتونو نه پرېښودو، چې موږ د خپل عقل ښوونه واورو.

ایا هوښ او عقل توپیر لري؟

لیدل کېږي، چې ځینې وګړي په علمي چارو کې ډېر ځیرک او ویښیار دي او تر نورو مخکې دي؛ خو همدا وګړي د ژوند په چار کې او په هغه لار کې حيران دي، چې باید و یې ټاکي. هغه وګړي، چې په پوهه کې یې ویښیارتیا تر دوی ډېره روسته پاتې ده؛ نو د ژوند ګټې په غوره او روښانه بڼه ویني؛ ځکه دا اند رامنځ ته شوی، چې په انسان کې دوه څیزونه دي: یو ویښیارتیا او بل عقل، ځینې باهوشه دي او ځینې باعقله دي.

خو حقیقت دا دی، چې موږ د ویښیارتیا او عقل په نامه دوه ځواکه نه لرو. ویښیار وګړي، چې په پوهنیزو چارو کې حیران دي؛ نولامل یې هماغه دی، چې وویل شو: د عقل د دښمنانو د سرکښۍ له امله یې د عقل اغېزه خنثی شوې او پرازیتونه یې نه پرېږدي، چې د خپل عقل خبره واوري. د داسې وګړیو د وجود پرازیتونه ډېر دي؛ نه داچې عقل يې لږ دى.

د خبرو په پیل کې مې وویل: څه چې په الواکي عقل پورې اړه لري؛ نو تقوا، اخلاقي هڅه- مجاهده او د اروا پاکوالی پکې څه اغېز نه لري. ان الهي فلسفه هم په دې اخلاقي مانا پورې اړه نه لري او دې ته مې اشاره وکړه، چې په عین حال کې تقوا او اخلاقي هڅه ده پر بل ډول د الهي ښوونو په لاس ته راوړنه کې اغېزمنه ده. دا مطلب خپلواکې ویینې ته اړتیا لري.

له پخوا راهیسې هوښیاران دې ټکي ته رسېدلي، چې په انسان کې پر ټولو عقلاني او ادراکي ځواکونو سربېره یو بل پټ حس هم شته، چې پرې د الهام اخستنې د حس نوم ایښوولای شو. نننۍ پوهې هم سوکه سوکه دا نظر تایيدوي او وايي، چې په انسان کې یو اصیل حس دی، چې تر هر ځواک او حس خپلواک دی. دا حس هم لږ و ډېر په ټولو وګړیو کې د اړپېچ، کمزورۍ او شدت په بڼه شته او د انسان د نورو حسونو په څېر د ودې او روزنې وړ دی. اوس باید ولیدل شي، چې په انسان کې څه څیز دې حس ته وده ورکوي او روزي یې؟

تقوا، پاکوالی، اخلاقي هڅې او له ځاني غوښتونو سره مبارزه دې حس ته وده ورکوي. د دین د سول – منطق له مخې، دا نانټی – غیر قابل انکار چار دی.

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((عقل ځان ویښ کړی او اماره نفس یې وژلی دی، تردې، چې د هڅې اغېز یې پر بدن ښکاره شوى او هډوکي ورته نازک کړي او د وجود پنډوالى یې ورته نرم کړى دی. په دې وخت کې پرې سخته برښنا راځي او لار ورته ښيي او تل له دې وره هغې ته او له دې پړاوه يې هغه بل ته خوځوي، چې داسې ځای ته رسي، چې د مطلقې روغتيا ور دی.[35]))

((يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ[36]= او الله تعالی د هغه په بركت هغو خلكو ته د سلامتيا لارې ښيي، چې په رضا پسې يې ځي او په خپل امر هغوى له تيارو رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي.))

تقوا او د احساساتو تلطیف

تقوا او پاکوالی په بله برخه کې هم اغېز لري او هغه د عواطفو او ننګېرنو- احساساتو برخه ده، چې ننګېرنې لطیف او نرموي. متقي وګړي چې له چټلیو، ناوړه چارو، ریا اوغوړه مالۍ یې ځان لرې ساتلى وي او خپل وجدان یې پاک ساتلی وي، خپل پت، برم او ازادي یې خوندي ساتلې او پام یې مانا ته و؛ نه مادې ته؛ نو ننګېرنې- احساسات یې له هغه سره توپیر لري، چې د فحشاوو، مادیاتو او ناوړه چارو په ډنډ کې ډوب وي او مسلما ننګېرنې یې سترې او خورا نازکې او خورا لطیفې دي او د مانیزو ښکلاوو پر وړاندې یې اغېزتیا ډېره ده، نړۍ بل شان او پر بله ښکلا ویني او هغه عقلي ښکلا ښه حسوي، چې په نړۍ کې ده.

کله دا مسله هم راوړاندې کېږي، چې ولې د پخوا په څېر شاعران نه پیدا کېږي؟ هغه لطف او نرمي، چې د شيخ سعدي او حافظ شيرازي په ویناوو کې وه؛ نن نه پیدا کېږي؟ حال دا هر څه پرمختګ کړی دی، پوهه مخکې تللې او اندونو پرمختګ کړی او نړۍ له هر اړخه پرمختګ کړی دی.

 که پر معاصرو شاعرانو بده و نه لګي؛ نو ګروهن یم، چې ددې چار لامل یو څیز دی او هغه داچې له طبیعي ذوق او پر اندیزې زېږند واک سربېره په وجدان کې نرمي، لطافت او حساسیت هم اړین دی، چې دا هله پیدا کېږي، چې څوک تقوا او مانیزتوب ته ډېره پاملرنه وکړي او د غوسې او شهوت بنده نه وي او آزادي ولري.

 

تقوا او پر سختیو د بریا ځواک

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجا[37]= او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له[ عذابه ] وساتي، (الله تعالی) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي.))

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرا[38]= او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له [عذابه] وساتي، [الله تعالی] د هغه چارې اسانوي.))

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((څوک چې پر تقوا منګولې ښخې کړي؛ نو چې سختۍ او ستونزې ورته رانږدې شوې، ترې لرې کېږي او ترخې چارې ورته خوږېږي کړاوونه ترې مخ اړوي او ستونزمن کارونه ورته اسانېږي.[39]))

پوښتنه رامنځ ته کېږي: تقوا، چې اروایزه او اخلاقي ځانګړنه ده؛ نو پر ستونزو او سختیو له لاسبرۍ سره یې څه اړیکه ده؟

دوه ډوله سختۍ او ستونزې

د سريزې په ډول یې ووایم: سختۍ او ستونزې دوه ډوله دي، چې انسان ته راپېښېږي او پرې ککړېږي:

یو هغه ډول دي، چې د انسان اراده او اختیار پکې ښکېل نه ده او مثال یې داسې دی؛ لکه یو انسان، چې په الوتکه کې سور شي او الوتکه خرابه شي او یا داچې په بېړۍ کې سور شي او سمندر توپاني شي او د ډوبېدو احتمال یې وي. بې له دې، چې د وړاندوینې وړ وي او د انسان اراده پکې ښکېل وي، داسې کړاوونه ممکن هر چا ته پېښ شي.

بل ډول کړاوونه هغه دي، چې د انسان اراده او اختیار پکې ښکېل وي، چې ورننوځي که نه او که ورننوځي؛ نو څرنګه به ترې راوځي یا په بله وینا: اخلاقي او ټولنیز کړاوونه.

نو دلته دوې مسلې رامنځ ته کېږي: یو یې له لومړي ډول کړاوونو د انسان په ژغورنه کې د تقوا اغېز ده او بل له دویم ډول کړاوونو د انسان په ژغورنه کې د تقوا اغېز ده.

د لومړي ډول په اړه زه اوس څرګندونه نه کوم، چې د قرآن عظیم الشان بیان له دې ډول کړاوونو د ژغورنې په هکله دی که نه دی. البته څه مانع نشته، چې داشان قانون په نړۍ کې وي او یو ډول الهي ضمانت وي؛ لکه د دعا قبلېدل. په نهج البلاغه کې داسې غونډله- جمله ده، چې ددې مطلب د تفسیر په بڼه یې ګڼلی شو، چې موخه له دویم ډول کړاوونو ژغورنه ده.

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((پوه شئ، څوک چې الهي تقوا ولري؛ نو الله تعالی ورته له فتنو د وتو لار او د تپو تیارو پر ځای رڼا ورکوي.))[40]

فتنې هماغه اخلاقي او ټولنیز کړاوونه دي. لومړي ډول کړاوونه “نادرالوجود” دي. غټ کړاوونه او سختۍ، چې انسان ته راپېښېږي او هر ډول دنیوي او اخروي نېکمرغۍ ترې اخلي؛ نو همدا اخلاقي او ټولنیز کړاوونه دي. دې ته په پامنیوي، چې د هر چا د ډېری کړاوونو جرړه پخپله هماغه دی او هر څوک د ځان تر ټولو ستر دښمن دی. هر څوک د ځان برخلیک پخپله ټاکي. له ځان سره د هر چا غالب چلنونه دښمنانه دي.

ډېری کړاوونه، چې راپېښېږي، له بهره نه دي راغلي او خپله مو ځان ته جوړ کړي دي. ما خپله په ژوند کې او د نورو په ژوند کې، تجربه کړي، چې همداسې ده. دې ته په پامنیوي، ښه څرګندېږي، چې له فتنو په لرې ساتلو کې د تقوا وسله څومره اغېزمنه ده او که فرض کړو، چې فتنه هم ورپېښه شي؛ نو تقوا یې ژغوري. قرآن کريم وايي:

((إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ[41]= په رښتيا له پرهېزګارانو سره، چې د شيطان وسوسه پيدا شي (؛ نوسملاسي الله تعالی او دهغه مكافات او مجازات) رايادوي او(په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه “ليد” مومي.))

په همدې دلیل، چې تقوا لومړۍ اغېز لري؛ یعنې روڼ ویني او د لیدانې- بصیرت زیاتوالی؛ نو دویم اغېز هم لري؛ یعنې له کړاوونو او سختیو څخه ژغورنه. کړاوونه او ستونزې په تیارو کې پیدا کېږي، د ګناهونو او ځاني غوښتونو په تیارو کې. چې د تقوا رڼا پيدا شي او لار له څاه څخه وپېژندل شي؛ نو انسان به لږ پر کړاو اخته شي او که اخته هم شي؛ نو د تقوا په رڼا کې به ترې ښه د وتو لار و مومي.

له دې ټولو، چې تېر شو تقوا او ځان ساتنه ددې لاملېږي، چې انسان د خپل وجود زېرمه ځواکونه پر حرامو لارو تويې نه کړي او تل زېرمه ځواک ولري. څرګنده ده، چې ځواکمن، هوډمن او با شخصیته انسان ښه هوډ کړای شي او ښه هم ځان ژغورلای شي؛ لکه څرنګه چې رڼا د ژغورنې وزله او لار ده؛ نو واک او ځواک درلودل هم یوه لار او وزله ده، چې الله تعالی ایښې ده.

د حضرت یوسف (علیه السلام) په سورت کې یو آیت دی، چې د همدې داستان پایله ده. د حضرت یوسف (علیه السلام) داستان به مو اورېدلی وي. چې داستان پای ته رسي؛ یعنې تردې روسته، چې حضرت یوسف (علیه السلام) د “مصر” عزیز شي او روڼه یې د سوکړې-قحطۍ له کبله، د غلې دانې لاس ته راوړنې ته له “کنعان” څخه مصر ته راځي او دوی حضرت یوسف (علیه السلام) نه پېژني؛ خو حضرت یوسف (علیه السلام) دوی ټول وپېژندل او بیا په یوه پلمه حضرت یوسف (علیه السلام) خپل سکه رور؛ “بنیامن” له ځان سره ایساروي او روڼه یې دویم ځل حضرت یوسف (علیه السلام) ته راځي او په سوال او زارۍ ترې غلې دانې غواړي او قرآن کریم د سوال او زارۍ دا پېښه څومره ښه انځور کړې ده:

((يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ[42]= عزيزه! موږ او كورنۍ مو په (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅېزه پانګه راوړې ده، ته پرې موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات راباندې وكړه، چې الله تعالی خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي.))

 حضرت یوسف (علیه السلام) تردې وخته ځان نه ته و ورښوولى او په دې وخت کې یې ځان ور وښود:

((قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ[43]= (يوسف) وويل: ((ايا پوه شوئ، چې تاسې د ناپوهۍ پر وخت (او ځوانۍ کې) له يوسف او رور سره يې څه وكړل؟))

((قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ[44]= هغوى وويل:”ايا ته هماغه يوسف يې؟”ويي ويل:”(هو) زه يوسف يم او دا زما رور دى، الله تعالی پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛ نو په پاى كې بريالي كېږي؛ ) ځكه الله تعالی د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))

دا څه چې تاسې وینئ د تقوا پایله ده، مریى شوم او د ده او هغه تر لاس لاندې شوم؛ خو تقوا مې وساتله. کار مې تردې ځایه راورسېد، چې د “مصر” تر ټولو ښکلې ښځې ځان ته راوبللم؛ خو ځان مې وساته.

((قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ (يوسف/۳۳)=((زما پالونكيه! دوى چې ما څه ته رابولي، له هغه خو راته زندان ډېر ښه دى.))

د هغه ورځې تقوا، زه نن د مصر عزیز کړم.

تقوا، صبر او پاکوالی په نړۍ کې نه ورکېږي او سړی له پرېوتي ذلته د پت هڅکې څوکې ته رسوي. ((إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ))

داسې ده؛ لکه چې قرآن عظیم الشان د حضرت یوسف د داستان پایله په دې غونډله- جمله کې غورچاڼ کړېې: “عاقبت له تقوا سره دی”.

تقوا، انسان له کړاوونو او ستونزو ژغوري او د برم هڅکې څوکې ته یې رسوي.

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجا[45]= او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له[ عذابه ] وساتي، (الله تعالی) هغه ته (له ستونزو) د وتو لار پيدا كوي.))

چې امام حسین خپلې کورنۍ ته وینا کوي، پر څه ډاډ او ایمان ورته خبرې کوي؛ نو خبرې یې انسان هک پکوي. دا څرنګه ایمان او ډاډ دی او له کوم ځایه یې اخستی و؟ راغلي، چې امام حسین په دویم ځل له خپلې کورنۍ سره الله تعالی په اماني وکړه، و یې ویل: ((ستونزو زغملو ته چمتو وسئ او پوه شئ، چې الله تعالی به مو وساتي او ملاتړ به مو شي، و به مو وژغوري او د کار پای به مو نېکه کړي او دښمنان به مو پر ډول ډول عذابونو ککړ کړي او تاسې ته به ددې کړاوونو پر وړاندې ډول ډول نعمتونه درکړي، هسې نه چې ګیله وکړئ او پر خوله مو داسې څه راشي، چې ارزښت مو راټیټ کړي.[46]))

له نهايي پایلې، چې امام حسین کوم ډاډ درلود؛ نو خپلې کورنۍ ته یې تلقین کړ او دا له هغې آیته سرچینه اخلي، چې وايي:

((وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجا[47]= او څوك چې [خپل ځان] د الله تعالی له[ عذابه ] وساتي، (الله تعالی) هغه ته (له ستونزو)د وتو لار پيدا كوي.))

امام حسین دا تضمین له قرآنه اخستی و، هغه ډاډ، چې رښتیني یوسف (علیه السلام) درلود، چې د تقوا پایلې ته ورسېد؛ نو حضرت یوسف (علیه السلام) په خوښۍ وویل: ((إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ))؛ خو امام حسین، مخکې تردې، چې د داستان پاې ته ورسي او پایلې ته ورسي؛ نو پایله یې لیده.

د امام حسین خبرې د کورنۍ پر زړه لکه د غشي کېناستې، سختۍ او بندونه یې وزغمل؛ خو د صبر او تقوا تر سیوري لاندې. د کار پایله یې هماغسې شوه؛ لکه څرنګه چې امام حسین ورسره ژمنه کړې وه او الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې تضمین کړې وه. تر لږې مودې روسته ګورو، چې حضرت زینب د امام حسین همدا غونډلې پر نورو الفاظو او پر یوه نړۍ ډاډ نړۍ ته وايي او یزید بن معاویه ته یې مخه کړه، و یې ویل:

((هره ټګي، چې کوې، و یې کړه او څه چې دې زړه غواړي، و یې کړه؛ خو پر الله تعالی قسم و به نشې کړای نوم، محبوبیت او درناوی مو له منځه یوسې او نشې کړای هغه ژوندۍ وحې مړه کړې، چې زموږ په کور کې پیدا شوې ده. تا ته په دې نړۍ کې بې له ننګ او رسوايۍ بل څه نه دي پاتې.))

[1] (بحار الانوار:۷۸ټ، ۱۷۳مخ)

[2] (التغابن/۱۶)

[3] (آل عمران/۱۰۲)

[4] مصباح الشریعه، ۳۸مخ

[5] مصباح الشریعه، ۳۸ مخ، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، بېروت

[6] (حجرات، ۱۳)

[7] (آل عمران، ۱۹۵)

[8] (طه، ۱۲۴)

[9] (الحدید، ۱۲)

[10] (مايده/۶۸)

[11] (بقره/۶)

[12] (اسراء/۸۲)

[13] (توبه/109)

[14] وګ: نهج البلاغه /۱۱۲ خطبه

[15] نهج البلاغه( ۱۱۶خطبه)

[16] وګ: نهج البلاغه/۱۸۹ خطبه.

[17] (توبه/۱۰۹)

[18] (اعراف/۲۶)

[19] وګ: نهج البلاغه/ ۱۸۹ خطبه.

[20] وګ: نهج البلاغه/ ۲۲۸ خطبه.

[21] (انفال/۲۹)

[22] (طلاق/۲، ۳)

[23] (انفال/۲۹)

[24] ( طلاق/۲)

[25] (بقره/۲۸۲)

[26] وګ: ( کافی۲/ ۱۶، عیون اخبار الرضا ۲۵۸ مخ)

[27] (نهج البلاغه ۱۰۷ خطبه)

[28] ( نهج البلاغه ۲۱۲ حکمت)

[29] ( نهج البلاغه ۲۱۹ حکمت)

[30] وګ: بحار الانوار ۷۰/ ۶۴.

[31] وګ: بحار الانوار ۱ / ۸۷.

[32] وګ: مصباح الشریعه ۳۸/ ۲۳۳.

[33] وګ: (نهج البلاغه ۲۱۲ حکمت)

[34] وګ: نهج البلاغه ۲۱۹ حکمت.

[35] وګ: ( نهج البلاغه ۲۱۸ خطبه)

[36] (مایده/۱۶)

[37] (طلاق/۲)

[38] (طلاق/۴)

[39] ( نهج البلاغه ۱۹۶ خطبه)

[40]

وګ: ( نهج البلاغه ۱۸۱ خطبه)

[41] (اعراف/۲۰۱)

[42] (یوسف/۸۸)

[43] (يوسف/۸۹)

[44] ( يوسف/۹۰)

[45] (طلاق/۲)

[46] وګ: نفس المهموم ۳۵۵ او ۴۴۵ مخونه.

[47] (طلاق/۲)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست