تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حسیني عاشورا او پاڅون  سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر (50) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې (جعده د اشعت بن قيس لور ) مسموم او شهيد کړ او د مسلمانانو مشري امام حسين رضى الله عنه ته ور پر غاړه شوه .  امام حسين […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حسیني عاشورا او پاڅون

 سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر (50) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې (جعده د اشعت بن قيس لور ) مسموم او شهيد کړ او د مسلمانانو مشري امام حسين رضى الله عنه ته ور پر غاړه شوه .

 امام حسين (عليه السلام) د هغه وخت د ټولنيزو شرايطو او د امام حسن او معاويه بن ابي سفيان د سولې تړون له مخې لس كاله پر زغم تېر كړل او وخت نا وخت يې څه د مخامخېدو پر مهال او څه د ليك له لارې واكمنو ته  لارښوونې كولې.

معاويه بن ابي سفيان پر 56 هجري كال د يزيد ځايناستي (ولايت عهدي ) اعلان كړه اوله خپلو واليانو يې وغوښتل چې د يزيد لپاره بيعت واخلي .

 معاويه بن ابي سفيان،چې له خلكو خپل زوى (يزيد) ته بيعت واخست؛نو تردې وروسته د امت ټولنيز او سياسي شرايط واوښتل؛ ځكه د زوى وګړه شخصيت او نول و ډول – طريقه يې له پلاره بېخي بېله وه.[1]

معاويه بن ابي سفيان د خپل عمر په وروستيو شېبو كې  ويل:

 فياليتنى لم اعن فى الملك ساعه – و لم اسع فى لذات عيش نوافر= كاشكې  د يو ساعت لپاره هم پاچا نه واى.[2]

معاويه بن ابي سفيان د ژوند په وروستيو كې پاچاهي يزيد ته وسپارله؛نو د هغه حكومت يو ډول ځانګړنې درلودې،چې عبرت ناكې  دي او په دې پوهېدل به راته د كربلا پېښه، عاشورا او د پېغمبر اكرم د كورنۍ اسارت ښه څرګند او بربنډ كړي.

 ارواښاد ابوالاعلي مودودي د پاچاهۍ زمانې اته ځانګړنې ښوولي چې دا دي:

 ( 1 ) _ د مشر ټاكنې په دود كې  بدلون.

 ( 2 ) _ د مشر د ژوند نول و ډول – طريقه اوښتې وه .

 ( 3 ) _ د بيت المال كيفيت او څرنګوالى اوښتى و؛ داسې چې بيت المال د مشر شخصي شتمني انګېرلېده .

 ( 4 ) _ د بيان د آزادۍ پاى ته رسېدل.

 ” د پاچاهي په زمانه كې، وجدانونه بنديان شول ،ژبې وتړل شوې. دود شوه ، چې خوله به يوازې چاپلوسۍ او ستاينې ته خوځي؛ خو وجدان ځواكمن و او حق يې پټولاى نشو؛ نو ځكه تړل، ازار، ربړونه او وژنه دود وه “[3]

 لاندى بېلګو ته ځير شئ:

 مروان بن حكم ( د مدينې واکمن)، مسور بن محزمه په دې تور په كوتكونو وواهه، چې ورته يې ويلي وو: ” خبره دې بېځايه ده” او څه موده وروسته چې پر 75 هجرى كال عبدالملك بن مروان مدينې ته راغى، د پېغمبر اكرم پر منبر ودرېد او ويې ويل: “يوازې توره د خلكو علاج دى،كه څوك راته اتق الله ( له خدايه ووېرېږه) ووائي؛ نو څټ به يې ورپرې كړم” .

 5 _ د قضا د آزادۍ پاى

 د دويم خليفه (رضى الله عنه ) په زمانه كې ،امام علي (ك) خپه شو او خليفه ته يې وويل: تا ولې راسره په درناوي خبرې كولې؛خو زما مقابل لورى دې په عادي نوم ياداوه؟ خليفه ورته وويل: په دې خپه يې چې له مقابل لوري سره يوځاى يې؟

علي (ك) ورته وويل:نه! په دې خپه يم، چې له موږ سره يو ډول چلن نه كوې، ما په كنيه يادوئ او هغه بل نه.[4]

 خو د پاچاهۍ په زمانه كې مالونه، ځانونه او ابرو د پاچا په مزاج پورې تړلي وو، څوك يې وژل او څوك يې پرېښوول .

 6 _ د شورايي حكومت پاى

 يادونه: د يزيد د ځايناستۍ لپاره څه نمايشي مشورې شوې وې.[5]

  7 _ د توکميزو او ټبريزو تعصبونو راټوكېدل

 8 _ قانون لتاړل .

 په دې زمانه كې  قانون او خلكو ته حرمت او درناوى له منځه تللي و ، “زياد” چې د بصرې او كوفې والي شو؛نو پر منبر يې وينا اوروله ، څو تنو پرې ډبرې وورولې،سملاسي يې حکم وكړ،چې د جومات ورونه وتړئ او په تورو يې بې له محاكمې لاسونه ورپرې كړل .[6]

 دا وې د پاچاهۍ زمانې ځانګړنې.

حسن بصري ( رح ) ويلي:

 طبري روايت كړى،چى حسن بصري (رح) ويلي: معاويه بن ابي سفيان څلور ځانګړنې درلودې، كه چېرې يوه يې هم درلوداى؛ نو د هلاكېدو لپاره يې بسيا وه:

 ( 1 ) _ سفهاء او پست وګړي يې پر امت لاسبري كړل،حال دا چې د هغه په وخت کې ځينې اصحاب او د فضيلت خاوندان هم وو .

 ( 2 ) _ خپل زوى يې ځايناستى كړ، حال دا چې تل نېشه او مست و ، ورېښمينې جامې يې اغوستې او ټنګ ټكور يې هم كاوه .

 ( 3 ) _ زياد بن ابيه ته يې خپل ورور ووايه ، سره له دې چې پېغمبر(ص) ويلي دي : اولاد د فراش د خاوند (د ښځى مېړه) دى او زناكار بايد سنګسار شي.

 ( 4 ) _ د حجر بن عدى او يارانو وژنه، پر معاويه دې د حجر بن عدى او يارانو د وژنې له امله افسوس وي، … [7]

ارواښاد مودودي په خپله تاريخي څېړنه كې له “محمدى اسلام” نه كږلېچ او انحراف له دې ځايه بولي،چې خلافت پر ملوكيت او پاچاهۍ واوړېد او د “خلافت او ملوكيت” د كتاب شننه پر همدې موضوع ولاړه ده. اروښاد سيد قطب(عدالت اجتماعي در اسلام ، بخش سيستم سياسي در اسلام ) ، عبدالحميد جوده السحاره (ابوذر)، طه حسين (آشوب بزرګ) خوارج او زيديه شيعه ، كږلېچ د درېیم خليفه (رض ) وروستي شپږ كاله خلافت بولي،چې لومړي شپږ كاله يې د شيخينو (رضى الله عنهما ) په دود تېر كړل او د خلافت پر اوم كال يې هغه دود ته شاكړه او موږ بايد دا شننې د مودوي له شننې سره پرتله كړو،چې د چا دلايل قوي دي.

 بله شننه هم شته او هغه داچې د پېغمبر اكرم تر وفات وروسته د ځايناستۍ پر سر اړپېچ د نادودو پيلامه ده “اثنا عشريه” شيعه ځان د همدى شننې پلويان بولي، په دې باب اړوند كتابونه ولولئ او له پورته دوو شننو سره يې پرتله كړئ .

بله شننه هم شته ، چې ارواښاد شاه ولي الله محدث دهلوي په ” ازاله الخفاء ” كې  اوڅار كړې او هغه دا چې د څلورګونو خلفاوو خلافت  الهي تقدير و.

 بايد ووايو چې د تاريخي مسايلو په شننه او څېړنه كې سړى له خپله عقله كار اخلي، سوچ او غور كوي او بيا وروسته دريځ نيسي او د مسايلو د څېړنې دا برخه په مذهبي فقهي اړخ پورې څه اړه نه لري او كېداى شي تاريخي دريځ نيونې له فقهي اړخ سره كوشير شي، د بېلګې په توګه:

 سبط ابن جوزي حنفي ( 654 ه مړ ) خوشال بابا ( 1100 ه مړ )، د افغانستان ستر عالم، شيخ ابراهيم بن سليمان قندوزي حنفي ( 1294 ه مړ ) او حمزه بابا (1992 م مړ) دوى له فقهي پلوه احناف دي؛خو تاريخي دريځنيونې يې “د دولس ګونو امامانو پر پلوۍ دي ” .

 د يزيد بن معاويه انځور[8]

ابن کثير په خپل تاريخ کې وايي: “يزيد تل شراب څښل او معاويه ورته په پسته ورم کاوه چې: زويه! بې له دې چې خپل حيثيت او ارزښت دې لتاړ شي، د بريا وس لرې! نو پر ځان دې دښمنان مه خوشحالوه او دوستان دې له ځانه مه شړه! بيا يې وويل: زويه! داسې شعرونه درته وايم، چې ادب ترې زده کړې او ياد يې کړه او تل يې وايه [9] :”

انصب نهارا فى طلاب العــلا    واصبر على هجر الحبيب القريب

حتى اذااليل اتى بالــدجى     واکتحلــــــت بالغمض عين الرقيب

فبا شــــر الليل بما تشتـــــــــــهى     فمانما الليــــــــل نهارا الاريب

کــــــم فـــــــاسق تحـــــــسبه ناسکا     قدبـــــاشرالليل بامر عجيب

غطــــى عليه الليل استاره     فبات فى امـــــــــــن و عيش خصيب

ولذة الاحمق مکشوفة     يسعى بها کـــــــــل عــــــــــــدو مـــــــريب

وايي: يزيد شهوتپالى و او ځينې ورځني لمونځونه يې پرېښوول؛خو ډېری وختونه يې کول [10].

يزيد د “زياد بن ابيه” له نظره

چې معاويه هوډمن شو، “يزيد” ته له خلکو بيعت واخلى؛نو لومړى يې له “زياد بن ابيه” وغوښتل چې د بصرې مسلمانان بيعت ته راوبلي. زياد ورته په ځواب کې وکښل:”که خلک له يزيد سره بيعت کولو ته راوبولم؛ هغه يزيد چې سپي جنګوي او بېزوګانې ساتي او رنګينې جامې اغوندي، تل شراب څښي او ډهول ته نڅېږي،حال دا چې حسين بن علي، عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبير، عبدالله بن عمر (رضی الله عنهم) (په څېر مشران) شته؛نو خلک به څه ووايي؟ لومړى ورته ووايه چې يو دوه کاله د دوى پر خويو شي، چې خلک پرې وغولېږي!” [11]

معاويه چې له دغسې چلن سره مخ شو؛نو يو اوړی يې یزید په يو لښکر کې له روم سره جګړې ته ولېږه، يزيد ناغيړي وکړه او لښکر یې تر ځان مخکې روم ته ورسېد، معاویه له دې پېښې خبر شو؛خو څه یې هم ورته و نه ویل او یزید یې پر خپل حال پرېښود. [12]

د اسلام لښکرې په روم کې د وبا پر ناروغۍ اخته شوې او يزيد په همدې حال کې په “دير مروان” کې له خپلې مېرمن “ام کلثوم” (د عبدالله عامر لور) سره وخت تېراوه؛نو چې د ناروغۍ او د لښکر د مړيني خبر يې واورېد ؛نو داسې اشعار يې ويل:

ما چې په دیر مران کې له خپلې مېرمن ام کلثوم سره نرمو بالښتونو ته ډډه اچولې او له شرابو سره همدمه یم؛نو زه یې څه باک لرم،چې د اسلام سرتیري په تبه او ناروۍ اخته شوي دي [13] .

یاقوت حموي په “معجم البلدان” کې وايي: معاويه چې خبر شو ويې ويل: ” يزيد دې هرومرو ځان روم ته ورسوي او د نورو مسلمانانو په کړاو کې دې ځان شریک کړي او که نه نو له ځانه به یې وشړم . [14]

یزید له ناچارۍ د خپل پلار حکم ته غاړه کېښوه او تر تلو مخکې یې خپل پلار ته وکښل: تو خو مې تل رټې او خوګانې راکې لټوې او اړیکه راسره شلوې؛نو زه به دې نږدې وخت روم ته ولاړ شم او په جګړه کې به یې ګډون وکړم او بیا به له شره بې غمه شې.

او هم وايي: معاويه، يزيد حج ته ولېږه – ځينو ويلي له ځان سره يې بوت – او يزيد په مدينه کې د شرابو ناسته جوړه کړه.حضرت عبدالله بن عباس او حضرت حسين بن علي (رضي الله عنهما) يې کتو ته د ورتګ تکل وکړ. يزيد ته وویل شول،چې  حضرت ابن عباس (رض) د شرابو بوی پېژني؛نو یزید امر وکړ چې د شرابو دسترخوان ټول کړي. امام حسين (رض) چې راننووت د شرابو او عطرو بوى  و؛نو و يې پوښتل: د معاويه زويه دا بوى د څه دى؟! يزيد وويل: “ابا عبدالله دا ښه عطر دي،چې په شام کې يې را ته جوړوي! بيا يې يوه کوزه راوغوښته او پر سر يې را واړوله او بل يې را وغوښته او و يې ويل: “مرييه! پر ابا عبدالله يې هم وڅښه! امام حسين (رض) وويل: سړيه! شراب دې خپله در پېرزو شي! او يزيد وويل[15]:

اءلا يا صاح للعجــــب     دعوتك ثم لم تجـــــــب

الى القينات واللـــذا     ت والصهباء و الطرب

وباطيــة مكـــــــــــللة     عليـــها سادة العــــــــرب

و فيهـــن التـــــى تبلت     فــــــــؤ ادك ثم لم تتب

” عجیبه ده ای غوسه ناک سړیه! زه دې مستۍ او خوښې او د شرابو څښلو ته رابلم؛خو ته سرغړاندي کوې! او د شرابو پر هغو جامونو نیوکه کوې،چې د ملغلرو نښه لري او د عربو د سترو مشرانو په پښو کې ایښوول شوي او پکې داسې څه پراتې دي،چې عقل دې وړي او ورپسې وروسته بیا په څه هم سړی نه پوهېږي. “

امام حسين(رض) ورپاڅېد و يې ويل: د معاويه زويه! خپل عقل او شعور دې له لاسه ورکړی دی.

معاويه تر حج کولو وروسته هوډ وکړ چې د مکې او مدينې خلک له يزيد سره بيعت کولو ته اړ باسي.

حضرت عبدالله بن عمر (رض) مخالفت وکړ ويې ويل: “له بېزو او سپي پالي، شرابخور او ښکاره فاسق سره بيعت وکړم؟ خداى ته به څه دليل وايم؟!”

حضرت عبدالله بن زبير(رض) وويل: “نه ښايي چې د خالق په معصيت کې د مخلوق اطاعت وشي. يزيد مو دين راخراب کړى دى .[16]

په بل روايت کې وايي: امام حسين، معاويه ته وويل:”لکه ناڅرګند ګوټناستی راپېژنې يا له يوه داسې چا مو خبروې چې يوازې ته يې پېژنې! يزيد خو پخپله خپل ځان راپېژندلی! يزيد چې څه غواړي او په لټه کې يې دى ور چمتو یې کړه: داړن سپي، ښې الوتونکې کوترې ورچمتو کړه او له سندرغاړو نڅېدونکې نجونو او له نورو مزو چړچړو کونکیو خلکو ورته بېعت واخله او کوم فکرونه چې په سر کې پالې؛ نو له دې ټولو تېره شه او هڅې خوشې هلې ځلې مه کوه! [17]

ليکوال (علامه سید مرتضی عسکري) وايي: نه پوهېږم چې له معاويه سره د رسول الله (ص) د سبط دا خبرې اترې د ابن زبير(رض) يا ابن عمر(رض) په ګډه غونډه کې وې يا په بېله کې،چې هر څه و؛خو معاويه له دې حضراتو بيعت وانه خستلاى و؛ خو د مکې او مدينې له نورو خلکو يې واخست؛ خو خلک یې د دې حضراتو پر دريځ پوه نکړل او ولاړ.

وموليدل چې يزيد د حج او جګړې په سفرونو کې اسلامي مقدساتو ته نه پابندي او د مسلمانانو د لښکر برخليک ته بې پامې په ډاګه څرګنده کړې ده.

يزيد بې له دې چې د خپل پلار غوښتې او د خپل تره ويلي “زياد بن ابيه” سپارښتنه (چې مخکې وويل وشوه) پر ځاى کړي؛نو خپل چار ته دوام ورکړ،تر دې چې په مستۍ کې يې شعرونه وويل او پر هرې سندرغاړې یې وویل . هغه شعرونه ډېر زیاد دي،چې یزید د شرابو او د شرابو د څښاک او د ساز او اواز په باب ویلي دي.

معشر الندمان قوموا     واسمعوا صوت الاغانى

واشربوا كاءس مدام     واتــــــــــركوا ذكر المثانى

شغلتنى نغمة العــــــيدان     عن صـــــــــــــوت الاذان

و تعوضت من الــــحور     عجوزا فــــــــــــــى الدنان

” یارانو! راپاڅۍ او د اوازونو نوا ته غوږ شی.د شرابو پیالې وڅښی او د حمد سورت هېر کړﺉ! د تارونو اوازونو زه داسې بوخت کړی یم،چې د اذان اواز نه اورم ، ددې دنیا د شرابو درد تر جنتي حورو بهتر ګڼمه. “

بیا وايي :

ولو لم يمس الارض فاضل بردها

لما كان عندى مسحة للتيـــمم

” که د معشوقې لمن مې پر ځمکه لېږدلې نه واي؛نو ما په تیمم ته خاوره نه درلوده. “

په لاندې قصیده کې خپل دنننۍ هیلې داسې راڅپړلې دي:

علية هاتى واعلنى و ترنمى

  بذلك انى لا احب التناجيا

حديث ابى سفيان قدما سما بها

 الى احد حتى اءقام البواكيا

اءلا هات سقينى على ذاك قهوة

تخيرها العنسى كرما شاميا

اذا ما نظرنا فى امور قديمة

وجدنا حلالا شربها متواليا

و ان مت يا ام الاحمير فانكحى

ولا تاءملى بعد الفراق تلاقيا

فان الذى حدثت عن يوم بعثنا

احاديث طسم تجعل القلب ساهيا

و لا بد لى من اءن اءزور محمدا

بمشمولة صفراء تروى عظاميا!

يزيد په دې قصيده کې خپلې معشوقې ته وايي: د ابوسفيان داستان او احد ته را تګ يې او د حمزه وژنه او ده او نورو شهيدانو ته د وير غونډه په ډاګه کړه او د شام د انګورو شراب راکوه، چې په تېرو وختونو کې يې د قريشو مشاهيرو څښل حلال ګڼل او چې څه يې د بيا را ژوندي کېدو په اړه را ته ويل تشې افسانې دى،چې زړونه مو پرې بوختوي.

او په وروستو کې پر رسول الله (ص) ملنډې وهي او وايي: ناچاره يم چې په سړو شرابو ورسره ووينم! هو، يزيد په ډاګه اسلامي شعاير سپکوي او له نصاراوو سره يو ځاى شراب څښي. [18]

د اغاني د کتاب خاوند وايي: “يزيد بن معاويه لومړى خليفه و، چې په اسلام کې يې د سندرو ويل او شراب څښل دود کړل. سندرغاړي يې پر ځان راټول او په ډاګه يې شراب څښل. نصراني “سرجون” او “اخطل” نصراني شاعر ورسره شراب څښل او له نشه سندر غاړيو سره يې ناسته پاسته وه[19]

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: “يزيد بن معاويه لومړى تن و، چې د شرابو څښل يې په ډاګه کړل. غنا او سازوسرود يې خوښ و او له سندرغاړيو نجونو او هلکانو سره يې ناسته پاسته وه، ښکار، بېزوپالي، د سپو او چرګانو جنګول يې ساتېرۍ وې [20]

نو طبيعي وه، چې چاپيريال ترې اغېزمن شي او پلیت او بى حيا وګړي يې په څېر شي لکه چې مسعودى په “مروج الذهب” کې روايتوي: “د يزيد فسق و فجور پر ملګرو او دولتى کارمندانو اغېز وکړه او ډېر شو، تر دې چې په “مکه او مدينه” کې هم غنا او سندرې ويل په ډاګه شوې.خلکو ګناه ته مخه کړه او شراب يې ښکاره کړل.”

وايي: يزيد د “ابو قيس” په کنيه يوه بېزو درلوده او د شراب څښلو په غونډه کې يې ورته ځانګړى ځاى جوړ کړي و، پر زين کړاى شوي ځنګلې اس باندې سپروله او د لوبو سيالۍ په ورځو کې به يې ميدان ته لېږله او يوه ورځ يې سيالي هم وګټله. بیزو ته به یې د سرو او ژېړو چسپه ورېښمينه چين وراغوسته او خولۍ يې هم له رنګينو ورېښمو وه [21].

بلاذري يې د بېزو په اړه وايي: “يزيد بن معاويه يوه بېزو درلوده چې مخامخ يې ځانته کېنوله او “ابا قيس” يې نوموله!” شراب يې ورسره څښل او پر چارو يې ورخندل، پر ځنګلي اس يې سپروله او د اسونو د ځغاستې سيالۍ ته يې لېږله، چې ترې مخکې شي [22]

ابن کثير وايي: “يزيد مشهور شوى و، چې له سازوسرود او سندرغاړيو سره يې ناسته پاسته وه، شراب يې څښل، غنا يې اورېده، ښکار يې کاوه، له مينزو سره يې کوروالى او سپي يې جنګول او تل نشه و، خپله بېزو يې پر لاس سپروله او تړله يې او زرينې جامې يې وراغوستې او د اس ځغلولو سيالۍ ته يې لېږله او چې بېزو مړه شوه؛ نو سخت پرې خپه شو. ويل شوي: “د يزيد د مرګ علت دا و، چې يوه بېزو يې راونيوه او نڅا ته يې اړه کړه او بېزو پرې غاښ ولګاوه او …. [23]

بلاذري د شام د يو مشر له خولې وايي: “د يزيد د مړينې علت دا و چې په نشه کې پر ځنګلي اس سپور و او يوه بېزو هم ورسره وه او چې اس يې پر ځغاسته کړ؛ نو را ولوېد او ورمېږ يې مات شو يا يې زړه وچاودېد.”

او د “ابن عياش” له خولې وايي: “يزيد ښکار ته حوارين ته ولاړ او په نشه کې سپور شو او په مخکې يې پر ځنګلي اس يوه بېزو سپره وه، بېزو اس ځغلاوه او يزيد وويل: “ابا خلف! ځان ساتنې ته دې يوه چاره وسنجوه، که تلف شوې دا ګوره اس دې ضامن نه دى!”

او په دې حال کې راولوېد او ورمېږ يې مات شو”

او لرې نه ده، چې دا ټول روايت سم وي؛ ځکه شونې ده، يوه بېزو به يې پر ځنګلي اس سپره کړي وي او پخپله هم پر سپور شوى و او اس يې ځغلولى او بېزو يې نڅا ته اړ کړې وي او بېزو پرې غاښ لګولى وي او يزيد له اسه غورځېدلى او ورمېږ يې مات او زړه يې چاودلې وي او په دې توګه دا مشهور خليفه د بېزو دلارې وژل شوى وي!

دا د يزيد د سيرت او انځور يې يوه برخه وه. په هغه پېر کې چې اسلامي امت بې شعوره او سست شوى او په ډوب خوب وېده و او بې د امام حسين له شهادته پر بل څه نه راوېښېده[24].

علايلي ليكي: ” د يزيد مور د ” كلبي ” له مسيحي ټبره وه او چې مسلمانه هم شوه، د مسيحيت تر اغېز لاندې وه؛ نو ځكه د يزيد په روزنه كې  مسيحيت اغېز درلوده”.[25]

 د يزيد د اخلاقي شخصيت په باب مسعودي  ليكي:

 ” هغه سرمست ځوان و، شپه و ورځ يې شراب څښل ،ساز او سرود ته يې مخه وه ، بيزوګانې يې ګډولې او ژوند يې پر لهو و لعب تېراوه “.[26]

 سبط ابن جوزي د يزيد يو شعر را اخلي،چې پښتو مفهوم يې دا دى: “اى نديمانو! راپورته شئ او د مطرب زړه راښكوونكى غږ واورئ، د شرابو پياله پورته كړئ،علمي او مانيزې خبرې پرېږدئ. د چنګ له نغمو د اذان غږ نه اورم او د جنتي حورو پر ځاى مې بوډۍ ساقي غوره كړې ده “.[27]

 پلار يې يزيد ته ليك لېږلى،چې قلقشندي رااخستى دى: “ستا په باب رارسېدلو خبرنو خپه او نهيلى كړى يم. يزيده! ځان دې هلاك او بديو ته دې مخه شوې او فضايل دې پريښي،چې ډېرې ټكې درباندې كېږي. يزيده! كاشكې  نه واى پيداشوى،چې درته هيلمن واى؛ خو اوس چې ځوان شوى يې؛نو پر مصيبتونو دې اخته كړي يو ، پر تا دې افسوس وي ….”[28]

طبراني د یزید په باب وایي: یزید په ځوانۍ کې شرابخور و.

ابن کثیر وایي: یزید یو سخي، زغمناک، فصیح، شاعر، مېړنی، د نظر خاوند، مدیر او مدبر د ښه چلن خاوند او ښکلې څېره یې درلوده ؛خو داسې خویونه یې هم درلودل،چې دده مقام یې خورا راټیت  کړی و؛ لکه په ځاني غوښتنو پسې روان و ،کله یې ځینې نمونځونه نه کول [29] .

پر یزید ډېری نیوکې؛ شراب څښل، شهوتپالنه او د ځینو ناجایزو چارو کول وو[30].

یزید یې پر کفر او الحاد تورن کړی نه؛ بلکې فاسق یې ګڼلی دی، یزید له موسیقۍ، شراب څښلو، ښکار، شهوت او د سپي او مریي درلودو سره مینه درلوده، پسه، ییږه اوبېزو به یې جنګلول او ورته به ناست و[31].

معاویه بن ابوسفیان تر ځان وروسته ،حضرت حسن (رض) خپل ځایناستی کړی و،ځینو مامورینو یې یزید اوڅار کړ؛ خو په اړه یې شکمن و،تردې چې حسن (رض) شهید کړای شو؛ نو د یزید خلیفه کېدو ته پرېکنده هوډمن شو.

یزید پر۲۵یا ۲۶یا ۲۷ س زیږېدلی او د خپل پلار پر ژوندونې بیعت ورته اخستل شوی او چې واګې یې ترلاسه کړې؛نو پر۶۰س یې بیعت نوی کړ؛ یعنې یزید پر۳۵ کلنۍ کې خلیفه شو [32] .

معاویه بن ابوسفیان پر ۴۹ س یزید ته له خلکو بیعت واخست،عام خلک یې له دې کړنې خپه ول؛ځکه د یزید کړنې ورمعلومې وې.

یو شمېر وګړو یزید ته وویل، چې خلافت درته ښه نه دی او ستا په خیر دی،چې ترې تېر شې؛نو ځکه یزید له خپل هوډه  لاس پر سر شو او له پلار سره یې سلامشوره وکړه او دواړو ددې چار پرېښوو لو ته یو خوله شول[33].

پر۵۶س،معاویه بن ابوسفیان بیا د یزید بیعت اخستو ته لېچې راونغاړلې او ټولو ولایاتو ته یې پیغامونه واستول، په پایله کې ټولو ورسره ومنله؛خو دغو مشرانو اصحابو کرامو ورسره ونه منله :

 عبدالرحمن بن ابوبکر، عبدالله بن عمر، حسین بن علي، عبدالله بن زبیر او عبدالله بن عباس (رضی الله عنهم) معاویه بن ابوسفیان پر۵۶س دعمرې لپاره مکې مکرمې  ته ولاړ او په راستنېدو کې  مدینې منورې ته ورغی او هلته یې یوه وینا وکړه،چې پورته وګړي هم ورته ناست ول، خلکو په شتون کې له یزید سره بیعت وکړ؛ خو دوی نه مخالفت وکړ او نه موافقت. په همدې ترڅ کې عبدالله بن زبیر(رض) نیوکه وکړه: «نه ښایي د خپل زوی لپاره پر بیعت اخستو ټینګار وکړې درې وړاندیزه درته کوم،چې تر تا وړاندې خلفاوو خلافت ته د ور رسېدو طریقې وې :

۱-یا د پېغمبراکرم(ص)په څېر وکړه،چې څوک یې ترځان وروسته خلافت ته نوماند نکړ او د خلیفه ټاکنه یې مسلمانانو ته ورپرېښووله او په پایله کې ،خلکو ابوبکر(رض) وټاکه.

۲-یا د ابوبکر (رض) لار خپله کړه،چې داسې یو تن یې پر خلافت وټاکه چې خپلوي یې ورسره نه درلوده .

۳-یا د عمر(رض) پر لار ولاړ شه،چې خلافت یې شپږو تنو ته ورپرېښود،چې زوی یې پکې نه و [34]»

خو معاویه ورته وویل : اوس نو وخت له ګوتو وتلی او د یزید لپاره د بیعت چارې پای ته رسېدلي؛نو خوښه مې ده چې تاسې هم له یزید سره بیعت وکړﺉ.

 د یزید سخت پېر

چې یزید واکمن شو؛نو یوازې له حسین، عبدالله بن زبیر،عبدالله بن عباس، عبدالله  بن عمر او عبدالرحمن  بن ابوبکر (رضی الله عنهم ) څخه د بیعت اخستو په سوچ کې و او بله اندیښنه یې نه درلوده؛ نو د مدینې والي؛ ولید بن عتبه ته یې  لیک ولېږه :

بسم الله الرحمن الرحیم

د مؤمنانو له امیر، یزیده، ولیدبن عتبه ته؛ اما بعد؛ معاویه د خدای یو بنده و، چې خدای عزت او واکمني ورکړې وه، تر ټاکلي وخته یې ژوند وکړ او پر ټاکلي وخت ومړ. په پای کې حسین،عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبیر سخت او بې امانه بیعت ته اړ کړه، چې بیعت وکړي«والسلام»[35]

ولید بن عتبه،د لیک تر لوست وروسته د مدینې مخکېنی والي مروان بن حکم سلامشورې ته راوغوښت، مروان ورته وویل:«مخکې تر دې چې دلته د معاویه د مړینې خبر خپور شي؛ نو څوک ورپسې ولېږه، چې راشي او یـزید ته بیعت ترې واخلې او که ډډه یې وکړه؛نو ویې وژنه. »

د ولید استازي په جومات کې حسین بن علي او عبدالله بن زبیر (رضی الله عنهم) ته د مدینې د والي پیغام ورساوه؛ حسین (رض) په ځانګړي فهم او ځیرکۍ سملاسي پوه شو ویې ویل: ښکاري معاویه مړ شوی او د مدینې والي غواړي  د خبر تر خپرېدو وړاندې یزید ته بیعت رانه واخلي.

عبدالله بن زبیر هم د حسین وینا تایید کړه .

حسین (رض) د زیاتې پلټنې لپاره،هوډ وکړ،چې د مدینې والي ته ورشي؛نو خپلو یارانو ته یې وویل، چې وسلوال له والي کره ولاړ شي او سپارښتنه یې ورته وکړه: که مې راوبللئ، یا مې غږ پورته شو؛نو په بیړه مې مرستې ته راودانګئ ،که نه سترګې پر لار وسئ چې درستون شم.

حسین (رض) د مدینې والي ته ورننووت او دا چې له یزید سره د بیعت وړاندیز یې ورته وکړ، ویې ویل: پټ په پټه بیعت نه کوم،چې کله امیر په جومات کې له خلکو یزید ته بیعت اخسته؛ نو زه به هم بیعت ورسره وکړم[36]»

د مدینې والي د مروان له ناباندۍ – مخالفت سره سره، د حسین(رض)وړاندیز  ومانه،والي، مروان ته وویل: نه غواړم د حسین د وینې په  ډېر کوچني څاڅکي الهي درشل ته ورشم؛ ځکه وژنه یې ډېره درنه او نه بښونکې ده .

حضرت حسین (رض) چې کور ته راستون شو،هوډ یې وکړ، چې د شپې شپې مکې ته هجرت وکړي، بلخوا پر همدې شپه عبدالله بن زبیر او ورور یې جعفر هم له مدینې ځنې مکې ته وخوځېدل .

په مکه کې د حسین سرباندې – فوق العاده درناوی وشو او ډلې ډلې خلک به ورتلل او دده خبرو او ویناوو ته یې غوږ ایښووه.

عبدالله ابن زبیر(رض) هم د کعبې ترڅنګ پر عبادت بوخت شو او کله تر نمانځه وروسته له ګڼو خلکو سره د حضرت حسین (رض) لیدو ته ورته .

يزيد له ګروهیز پلوه

 ابن اثير ليكي: ” يزيد د سرجون رومي مسيحي په مشوره عبيدالله بن زياد كوفې ته ولېږه “.[37]

 حال داچې قرآن كريم  وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ(مائده/51 )=مؤمنانو! يهود او نصارى خپل پالندويان (دوستان او ملا تړي) مه نيسئ،چې دوى  (ستاسې په مقابله کې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې دى هم د هغوى له ډلې دى . هو! خداى ظالمانوته لار نه ښيي.))

 يزيد ته يې چې د امام حسين عليه السلام سر كېښود؛ نو پر شونډو او غاښونو يې پر همسا وواهه او شعر يې ووايه،چې ابن جوزي را اخستى او پښتو مفهوم يې دادى:

 ” كاشكې  اوس مې په بدر او احد كې  وژل شوي نيكونه واى، چې كتلي يې واى ،د هغوى غچ مې واخست ،څومره به رانه خوشحاله واى او آفرين به يې راته وايه. بني هاشمو له حكومت سره لوبې وكړې او نوم يې پرې دين كېښود ، حال دا چې له آسمانه د وحې څه خبره نشته “.[38]

 له مدينې نه يوه ډله شام ته ولاړه،چې له نژدې حالات وڅاري او هم د كربلا د پېښې په باب څېړنه وكړي، چې راستنه شوه؛ نو ويې ويل : له داسې چا راستانه شو، چې دين نه لري، شراب څښي، تمبور غږوي او سپي هم جنګوي.”

 عبدالله بن “حنظله غسيل الملائكه” وويل : ” پر خداى قسم له يزيد راوتلي نه وو،چې پر ځان ووېرېدو، چې له اسمانه راباندې ډبرې ونه ورېږي، يزيد پر خپلې حيا اړ نه دى،شراب څښي او لمونځ نه كوي “[39]

 يزيد د خپلې څلور كلنې واكمنۍ پر لومړي كال د پېغمبراكرم د لمسي د وژنې حكم وكړ.

شهــادت د خپل نمسى يې د نيكه او ګڼه عين

دى حديث ” حسيــــــن منى و انا من الحســــين “[40]

دوه كاله وروسته يې مدينې ته يو لښكر ولېږه او د ” حره ” زړه بوږنوونكې  پېښه يې رامنځ ته كړه، چې اصحاب او زيات شمېر تابعين پكې  شهيدان شول او له نورو يې د مريينې بيعت واخست.

يزيد د مدينې د پاڅون د ځپلو لپاره د “مسلم بن عقبه” په مشرۍ يو لښكر ولېږه، پاڅون يې وځپه او د لښكر مشر درې ورځې د مدينې ښار لښكر ته آزاد پرېښود، چې خلك ووژني او مالونه يې ولوټوي.[41]

د “حره” پر ورځ اوه سوه د قرآن قاريان او درې تنه د رسول اكرم اصحابان شهيدان شول.[42]

دومره يې ووژل،چې نژدي وو، په مدينه كې څوك ژوندى پاتي نشي. په روايتونو كې راغلي،چې پر هغه ورځ له زرو ښځو سره زنا شوې وه او دوه ځانې شوې وې او په بل روايت كى راغلي،چې په وژل شويو كې د مهاجرينو او انصارو اوه سوه تنه مشران او ازاد شوي مريان وو او پر دوى سربيره په لس ګونو زره نور هم وژل شوي ول .[43]

په روايت كې راغلي،چې لښكر مشر له خلكو داسې بيعت واخست، چې د يزيد بندګان او مريان به وسئ او چې هر څنګه غواړي ستاسې پر مالونو او ځانونه تصرف كولاى شي.[44]

په مدينه كې پاتې خلكو ورسره په همدې توګه بيعت وكړ، بې له “علي بن حسين” (ځكه په پاڅون كې نه و) او “علي بن عبدالله  بن عباس” (چې ماما يې په لښكر كې و) نه او نور هر چا چې له بيعته سرغړاوه، ټول يې ووژل.[45]

پېغمبراكرم ويلي: څوك چې مدينوال وډاروي،خداى دې هغه ووېروي او لعنت دې پرې وي او د هغه هېڅ عمل نه منل كېږي”.[46]

 بل ځل يې د عبدالله بن زبير (رضى الله عنهما) پسې مكې  ته لښكر ولېږه، د كعبې پرده يې څيرې كړه او خونه يې ړنګه

مدينه كې  خونريزي كړي په مكه وړي يرغلونه

د عــــــلي او امـــامــانو كنځل ځاى شول منبرونه

قــــــرآن منــــــع مســــلمان كړ د كفارو له كنځــــــلو

خطــــيبان يزيــــد مجـــبور كړل علي ته په پوچ ويلو

او كه څو نور كلونه پاتې واى؛نو د امام حسين د وړاندوينې له مخې، معلومه نه وه، چې په دين كې  به څه پاتې واى كه نه ؟ [47]

 د يزيد كورنۍ ځانګړنه

 له كورني اړخه يزيد د معاويه ځوى د ابوسفيان لمسى دى. ابوسفيان يوويشت كاله د پېغمبر اكرم پر ضد د مشركانو او قريشو مشري پر غاړه درلوده او د مكې  په سوبه كې  تسليم شو، چې بيا ورپسې زوى يې (معاويه) هم راغى او اسلام يې ومانه. د درېیم خيلفه (رضى الله عنه) په زمانه كې  ابوسفيان وويل :

 ” د اميه زامنو! خلافت چې د تيم او عدى ټبرونو ته ورغى؛ نو زه هم ورته په تمه شوم! اوس چې تاسې ته رسېدلى؛ نو تاسې يې د توپ په څېر پخپلو كې  لاس په لاس كړئ،پر خداى قسم،چې نه جنت شته او نه دوزخ !! ” [48]

   په بل روايت كې راغلي: پلار يې معاويه له هجري اتلسم كال راهيسې نولس كاله پر شام (لبنان، سوريه، فلسطين، اردن) بې له كوم تشويشه واكمن و او امام علي (ك)،چې خليفه شو، له بيعته يې سر وغړاوه او يو سلو لس ورځې په صفين كې د دواړو لوريو ترمنځ جګړه وشوه او پايله يې منځګړتوب شو،چې بيا ورپسې نولس كاله درې مياشتې او څو ورځې پر ټولو مسلمانانو واكمن شو او حكم يې وكړ، چې پر منبرونو علي وكنځوئ .[49]

حال دا چې مسلمان ته كنځل فسق او وژل يې كفر دى .[50] بلخوا په روايتونو کې راغلي،چې حضرت علي ته کنځل،پېغمبراکرم ته کنځل دي،لاندې روايتونو ته پام وکړئ :

حضرت عبدالله بن جدلي وايي: له ام سلمې رضي الله عنها كره ولاړم، راته يې وويل: په تاسو كې څوك رسول اکرم كنځي؟ ورته مې وويل: سبحان الله ! ( له خدايه پناه غواړم) ام سلمه راته وويل: (؛نو) ولې علي كنځئ؟ ما له رسول اکرمه اورېدلي: ((څوك چې علي ته كنځلي كوي؛ نو ماته يې كوي .))[51]

ابوبكر بن خالد وايي: سعد بن مالك مې په مدينه كې وليد او راته يې وويل :خبر شوى يم، چې علي(ک) كنځئ. ورته مې وويل: هو  همداسې ده! راته يې وويل: په خيال مې،چې اوس به هم دا كار كوئ. ورته مې وويل: له خدايه پناه غواړم. راته يې وويل: هيڅكله علي(ک) مه كنځه، كه سر مې اره كړي؛ نو علي(ک) به و نه كنځم؛ ځكه له رسول اکرم مې په دې باب اورېدلي : ((څوک چې علي ته كنځل وكړي؛نو ما ته به يې كړې وي.))[52]

ابن عبدالبر ليكي:

“امام حسن چې ومړ،معاويه تر حج وروسته مدينې ته راغى او غوښته يې چې د رسول اكرم صلى الله عليه و آله پر منبر علي (ك) ته سپكې سپورې ووايي. ورته وويل شو، چې دلته حضرت سعد بن ابي وقاص رضى الله عنه اوسېږي او فكر نه كوم، چې په دې كار به خوښ وي؛ نو څوك ورپسې ولېږه او نظر يې معلوم كړه،حضرت سعد،ورته په ځواب كې وويل: كه داسې دې وكړل؛ نو له جوماته وځم او بيا به هلته ګام كېنږدم؛ نو له ناچارۍ،تر هغه چې سعد وقاص ژوندى و، علي ته په مدينه كې كنځلې نه كېدې او كله چې حضرت سعد رضى الله عنه له نړۍ سترګې پټې كړې؛ نو د پېغمبر اكرم پر منبر په علي (ك) پسې كنځلې پيل شوې او خپلو استازيو ته يې حكم وكړ، چې د مسلمينو پر منبرونو علي (ك) وكنځئ او هغوى هم حكم عملى كاوه.”[53]

ابن عبدالبر زياتوى:” ام المؤمنين ام سلمه بي بي، معاويه ته وليكل: تاسې په دې كار، پر منبرونو باندې خداى او رسول صلى الله عليه و آله كنځئ؛ ځكه تاسې علي بن ابيطالب او مينوالو ته يې سپكې سپورې وايئ او زه خداى ګواه نيسم،چې خداى او پېغمبر يې علي دوست ګڼي، معاويه دې ليك ته ارزښت ور نه كړ”

ابن ابي الحديد ليكي:”جاحظ راوړي، چې يو شمير بني اميه ، حضرت معاويه ته ورغلل او ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! ته خو خپلو هيلو ته ورسېدې؛ نو څه كېږي، چې په علي پسې له سپكو سپورو لاس واخلې؟

ورته يې وويل: نه ! پر خداى قسم، تر هغه به دې كار ته دوام وركړم، چې ماشومان پر همدې باور ځوانان شي او مشران بوډاګان شي او داسې څوك پيدا نشي، چې د علي فضايل بيان كړي”.[54]

علي(ک) وويل :(( قسم پر هغه خداى، چې دانه رازرغونوي او هستي ترې راټوكېږي. اُمي پېغمبر راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمن به څوك ستا دوست نه وي او  بې له منافق به څوك درسره كينه نه لري.))[55]

د ترمذي په سننو كې  راغلي: “د مؤمن به له علي سره مينه وي او د منافق به بد ايسي.”

امام احمدحنبل په خپل مسند كې راوړي : عبدالله جدلي ويلي دي: ام سلمه بي بي ته ولاړم او راته يې وويل: په تاسې كې څوك پېغمبر صلى الله عليه و آله ته سپكې سپورې كوي؟ ورته مې وويل: خداى ته پناه وړم (او د دې په څير جمله)

بي بي راته وويل: له پېغمبر اكرم نه مې اوريدلي چې: “هر چا چې علې ته كنځلې وكړې؛ نو ماته به يې كړي وي”.

حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم،چې نهه ډلې ورته راغلې او ويې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه،چې ابن عباس لا ړوند شوى نه و. ابن عباس ورته وويل: زه درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نه پوهېدم  څه خبرې يې كولې. لږ وروسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او پر غوسه لګيا و: تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي ته كنځل او ورپسې خبرې كوي،چې لس ځانګړنې لري،چې نور څوك يې نه لري : (دلته په دې روايت کې د حضرت علي (ک )لس ځانګړنې راوړل شوي دي،چې له ويينې د وتو په موخه يې له راوړو ډډه کوو)[56]

د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله عليه (99-101ه ق) په زمانه كې په علي پسې د كنځلو مخنيوى وشو.

دا و د نيكه او پلار له اړخه د يزيد كورنۍ ځانګړنه .

 شپېته كاله مخكې د امام حسين نيکه (پېغمبر اكرم) د مشركانو او د قريشو د مشرانو (چې يو يې ابو سفيان دى) له لاسه مكه پرېښوده او مدينې ته مهاجر شو؛ خو شپېته كاله وروسته د همدې پېغمبر لمسى (امام حسين) د ابو سفيان د لمسي (يزيد) له لاسه مدينه پريښوده او مكې ته راځي، ځير شئ ! څه هېښتیاوړ اوختون او انقلاب منځ ته راغلى حالات دومره اوښتي، چې يزيد ته د اميرالمؤمنين په نامه له امام حسين نه بيعت اخلي او هغه هم د مروان بن حكم له لارې، هغه چې پلار يي حكم بن عاص پر پېغمبر اكرم ملنډې وهلې او پېښې به يې كولې، چې پېغمبر صلى الله عليه و آله بيا طايف ته وشاړه او د وليد بن عتبه پلار په بدر كې مجاهدينو وژلى و؛ نو اوس له دغسې يوې ډلې سره  واكمني ده، چې له اسلام، پېغمبر او نبوي كورنۍ سره اوږده ترخه دښمني لري .

[1] . ( 1 ) _ ابن اثير ،كامل 3/315 ، ( 2 ) _ حديث وليكل شى او هم د سولى د تړون مادې ، ( 3 ) _ ابن اثير، كامل 2/503 ، طبرى ،تاريخ الامم و الملوك 4/224

[2] . (البدايه و النهايه 8/141-142)

[3] . (خلافت وملوكيت 194مخ)

[4] . الامام على صوت العداله الانسانيه ، 1/71 )

[5] . العقدالفريد 3/131-129-ابن اثير 3/216 – تهذيب ابن عساكر 6/155-طبرى 6/171-ابن اثير 3/218-ائن كثير 8/80-79-ابن اثير 3/218-216 العقدالفريد 3/131-130

[6] .  تاريخ الامم و الملوك 4/174-175 )

[7] . 1 _ د طبرى تاريخ ، د 51 كال پېښې ، 2 _ د ابن اثير، كامل 202-309 مخونه .

 3 _ د ابن عساكر تاريخ 2/379   ، 4 _ ابوريه ، شيخ المضيره ، 184-185 مخونه

[8]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین، علامه سید مرتضی عسکری، د امام حسین برخه

[9] . ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٨ مخ)

[10] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٣٠مخ)

[11] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٢٠مخ)

[12] . دا د ابن اثير د تاريخ (٢/١٨١مخ) کټ مټ عبارت دى چې د ٤٩ کال په پېښو کې يې راوړى دى.

[13] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٢٩مخ) ؛ اغاني (١٦/٣٣ مخ) سياسي چاپ ؛ انساب الاشراف (٤/٢ مخ) دويمه برخه.

[14] . معجم البلدان، د “دير مردان” او “الغذقدونة” ماده.

[15] . اغاني(١٤/٩١ مخ) ؛ ابن اثير تاريخ (٤/٥٠ مخ) ديزيد د سيرت په معرفۍ کې. موږ ددې داستان نچوړ راوړى دى.

[16] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٢٨ مخ)

[17] . ابن قتيبه، الامامة و السياسة(١/١٧٠ مخ)

[18] . السبع المثاني؛ د حمد سورت دى . سبط ابن جوزي، تذکرة الخواص، ١٦٤ مخ.

[19] . اغني، (١٦/٦٨ مخ)

[20] . بلاذري، انساب الاشراف (٤/١) لومړى برخه.

[21] . مروج الذهب (٣/٦٧-٦٨ مخونه)

[22] . انساب الاشراف (٤/٢مخ)لومړى چاپ

[23] . ابن کثير تاريخ (٨/ ٤٣٦ مخ)

[24]  د معالم المدرستین، د امام حسین د برخې پای

[25] . ( الامام الحسين ، 66 مخ )

[26] . ( مروج الذهب ، 3/77 او سبط ابن جوزي حنفي (تذكره الخواص 286-292 )

[27] . ( تذكره الخواص / 291 مخ)

[28] . ( صبح الاعشى 6/387 )

[29] ابن کثیر، البدایة والنهایة۸ / ۲۳۰ مخ .

[30] ابن کثیر البدا یة والنهایة ۸ / ۲۳۲مخ .

[31] :پورته سرچینه

[32] :پورته سرچینه ۸۰/۸مخ  .

[33] .پورته سرچینه.

[34] ابن اثیر،الکامل فی التاریخ ۳/ ۳۵۴مخ .

[35] طبري ، تاریخ، ۷/۲۹۵مخ ( دابوالقاسم ژباړه ) .

[36] ابن اثیر، الکامل فی التاریخ،۳ /۳۷۷ مخ .

[37] . ( كامل  3/268 )

[38] . (تذكره الخواص، 261)

[39] .  ابن جوزي ، پر يزيد د لعن د جواز رساله .

[40] . د حمزه شينوارى كليات 4/337 مخ

[41] . طبرى تاريخ 117، ابن اثير تاريخ (الكامل) 3/47 د ابن كثير تاريخ 8/220

[42] . د ابن كثير تاريخ 6/234 .

[43] . د ابن كثير تاريخ 8/22

[44] . طبري تاريخ 7/13

[45] . التنبيه والاشراف، 264مخ،مروج الذهب 3/71

[46] . قاضى زنګه زورى، تاريخ آل محمد 30مخ.

[47] ( الف ) ابن قتيبه الدينورى ، الاامامه و السياسه 1/179-185 او 2/11 نه وروسته ، ( ب ) مروج الذهب 3/72-73 ، ( ج ) يعقوبى تاريخ 2/ 251-252 ، ( د ) – تذكره الخواص 289 ، ( ه ) تاريخ الخميس 2/303 ، ( ز ) سيوطى ، تاريخ الخلفا، 9 مخ.

[48] .  الاغانى 6/356-355 ،  الاستيعاب 690 ، النزاع والتخاصم 20 ، شرح نهج البلاغه ( ابن ابى الحديد ) ، 3/451

[49] . (الكامل 3/472 د 51ه پېښې، ابن ابى الحديد، شرح نهج البلاغه 4/56-57 مخونه).

[50] . (مسند امام حنبل 1/ 385، 411، 433، 446)

[51] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 2 ، ص 374 ، ح 32104 ؛ مسند احمد : ج 2 ،‌ ص 323 ، ح  ؛ فضائل احمد : ص 90 ، ح 133 ؛ الانساب الاشراف : ص 91 ، ح 219 ؛ مسند ابو يعلي : ج 12 ، ص 444 ، ح 7013 ؛ معجم كبير طبراني : ج 23 ، ص 322 ، ح 737 او  ص 323 ، ح 738 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 6 ، ص 389 ، ح 5828 ؛ معجم صغير طبراني : ج 2 ، ص 21 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 121 ؛ تاريخ بغداد : ج 7 ، ص 401 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 171 ـ 172 ، ح 664 ـ 665 او  ص 182 ـ 184 ، ح 667 ـ 671

[52] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 375 ،‌ ح 3211 ؛ مسند ډبو يعـلي : ج 2 ، ص 114 ، ح 777 ؛ مناقب كوفي :‌ ج 2 ، 548 ، ح 1057 ؛ عقد الفريـد : ج 5 ، ص 114 ؛ ترجمة الامام علـي من تاريخ دمشق : ج 3 ، ص 71 ، ح 1103 ؛ تهذيب الكمال : ج 12 ، ص 555 ، ح 2768 .

[53] . (عقدالفريد 3/ 127)

[54] . (شرح نهج البلاغه، د 57 خطبې شرحه)

[55] . مصنف ابن ابي شيبه :‌ ج 6 ، ص 368 ، ح 32055 ؛ صحيح مسلم : ج 1 ، ص 86  ( باب 33 ) ، ح 131 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 114 ؛ كتاب السنه : ص 584 ، ح 1325 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ،‌ ص47 ، ح 8153 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 376 ، ح 6924 ؛ منـاقب كوفـي : ج2 ، ص 479 ، ح 978 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 195 ، ح 689 او  690 .

[56] . سيره ابن هشام : ج 2 ، ص 334 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 110 ؛ مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32091اوج 7 ، ص 392 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 178 ، ح 3062او6063 ( ج 4 ، ص 51 ، ط قديم )اوج 17 ، ص 197 ، ح 11122 ( ج 2 ، ص 26 ، ط قديم) ؛ فضائل احمد : ص 74 ، ح 111اوص 119 ، ح 176اوص 149 ، ح 216اوص 211 ، ح 291 ؛ كتاب السنه : ص 551 ، ح 1188اوص 588 ، ح 1351 ؛ صحيح مسلم : ج 3 ، ص 1433اوج 4 ، ص 1872 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 457 ، ح 951اوص 496 ، ح 977او996اوص 500 ، ح 1002 ؛ مسند روياني : ج 2 ، ص 172 ، ح 1172اوص 166 ، ح 1149 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 77 ، ح 12593اوص 114 ، ح 12722 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 131 ؛ البداية و النهاية : ج 7 ، ص 342 او . . .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!