( صواعق محرقه : ٧٩ مخ ) له ابن عساکر نه روايتوي: چې کله عقيل ( د حضرت علي ورور ) له حضرت علي د مرستې غوښتنه وکړه،چې بېوزله يم او اړين يم؛نو حضرت علي ورته وويل : صبر وکړه،چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې . عقيل ټينګار وکړ . حضرت […]
( صواعق محرقه : ٧٩ مخ ) له ابن عساکر نه روايتوي: چې کله عقيل ( د حضرت علي ورور ) له حضرت علي د مرستې غوښتنه وکړه،چې بېوزله يم او اړين يم؛نو حضرت علي ورته وويل : صبر وکړه،چې له نورو مسلمانانو سره يو ځاى دې تنخواه واخلې .
عقيل ټينګار وکړ . حضرت علي يو سړي ته وويل : له لاسه يې ونيسه (؛ځکه عقيل ړوند و ) او بازار ته يې يوسه او ورته ووايه،چې د دوکانونه قلفونه مات کړي او څه يې چې خوښه وي را اوچت دې کړي . عقيل وويل : غواړې سبا مې د غلا په جرم بندي کړې .
حضرت علي وويل : لکه څنګه چې ته غواړې سبا ما د غلا په جرم مواخذه کړې؛ ځکه غواړې د مسلمانانو مال راواخلم او تا ته يې درکړم . عقيل وويل : اوس چې داسې شوه؛نو زه هم معاويه ته ورځم .
حضرت علي وويل : دا ته او معاويه .
عقيل معاويه ته ورغى او هغه هم سل زره درهمه ورکړل او بيا يې وويل : بايد پر منبر کېني او هغه خلکو ته ووايې،چې ما او علي درسره څه کړي دي .
عقيل د شام پر منبر کېناست،و يې ويل : ايهاالناس! غوښتل مې د علي دين په لاس کې ونيسم؛خو هغه خپل دين واخست او زه يې له لاسه ورکړم . شام ته راغلم او له معاويه مې د هغه دين وغوښت او هغه خپل دين راکړ او زه يې لاس ته راوړم . (فضايل الخمسه)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com