تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اخلاقي الهامانو جرړه ددې ويينې پيلوو مخکې د تېر څپرکي تاييد ته څو حديثونه راوړم،چې معلوم شي د اسلام په اخلاقي احکامو کې کوم روح دى او په اسلام کې د عزت او کرامت مسئلې ته څومره ارزښت ورکړ شوى دى. امام سجاد (تحف العقول/٢٧٩ مخ) وايي: ((نورو ته د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د اخلاقي الهامانو جرړه

ددې ويينې پيلوو مخکې د تېر څپرکي تاييد ته څو حديثونه راوړم،چې معلوم شي د اسلام په اخلاقي احکامو کې کوم روح دى او په اسلام کې د عزت او کرامت مسئلې ته څومره ارزښت ورکړ شوى دى.

امام سجاد (تحف العقول/٢٧٩ مخ) وايي:

((نورو ته د اړتيا لاس وړاندې کول؛ژوند ذليلوي او حيا او شرم له منځه وړي،دبدبه کموي او انسان سپکوي،چې دا په خپله نغده بېوزلي ده))

يعنې بېوزلي يوازې د پېسو نه درلودو ته نه وايي،(فقر؛يعنې اړتيا.د پېسو نه درلودل اړتيا او فقر دى) او ددې اړتياوو ښکاره کول هم عين بېوزلي ده.))

څومره،چې د انسان لاس نورو ته اوږد نه وي؛نو نغده غنا يې موندلې ده.

ددې جملې روح دادى،چې بېوزلي او شتمني يوازې مالي بېوزلي او شتمني نه وي؛بايد پام مو وي،چې نورې بېوزلۍ هم شته او انسان بايد تېر نه وځي،چې له مالي بېوزلۍ نه د خلاصون لپاره،ځان په نورو بېوزليو ککړ کړي او انسان بايد معنوي غنا د مادي غنا تر ارزښته لوړه وګڼي.

(نهج البلاغه/٤٠٦ حکمت) وايي:

مَا أَحْسَنَ تَوَاضُعَ الاََْغْنِيَاءِ لِلْفُقَرَاءِ طَلَباً لِمَا عِنْدَ اللهِ! وأَحْسَنُ مِنْهُ تِيهُ الْفُقَرَاءِ عَلَى الاََْغْنِيَاءِ اتِّكَالاً عَلَى الله = خداى لپاره د نشتمنو پر وړاندې د شتمنو عاجزي څومره ښه ده او تردې خو لا ډېره ښه داده، چې د خداى د توکل لپاره د شتمنو پر وړاندې د نشتمنو بې اعتنايي تکبر او د شخصيت ساتنه ده،چې شتمنۍ ته يې سر ټيټ نه کړي.

دلته بيا غواړي د شرافت نفس،عزت نفس او کرامت نفس حس را ويخ کړي او په واقع کې غواړي حماسه رامنځ ته کړي:

نهج البلاغه/٣ حکمت وايي:

وَالْبُخْلُ عَارٌ، وَالْجُبْنُ مَنْقَصَةٌ، وَالفَقْرُ يُخْرِسُ الْفَطِنَ عَنْ حُجَّتِهِ، وَالْمُقِل ُ غَرِيبٌ فِي بَلْدَتِهِ، الْعَجْزُ آفَةٌ، وَالصَّبْرُ شَجَاعَة والزهد ثروة وَالْوَرَعُ جُنَّةٌ = کنجوسي ننګ او ډار زيان دى او تنګلاسي،ځيرک په خپلو دلايلو کې پڅوي او تنګلاسى په خپل ښار کې هم پردى وي.بېوسي افت دى.زغم،مېړانه ده.زهد، شتمني ده. پرهيزګاري، د ژغورنې ډال دى او څومره ښه ملګرې ده.))

دلته کنجوسي،ډار،تنګلاسي او بېوسي نفې شوې او صبر،زغم او مړانه اثبات شوې او د نفې او اثبات د دليلونو چورليد يې د انسان شخصيت،کرامت او د عزت احساس دى. کنجوسي ننګ دى؛يعنې څوک،چې له ننګه ځان ساتي؛نو نه ښايي بخيل وي.

ډار انسان ته نيمګړتيا ده او انسان بايد دا نيمګړتيا و نه زغمي.

تنګلاسي،ځيرک په خپلو دلايلو کې پڅوي؛يعنې که د يو انسان وينا څومره هم غوسه وي؛خو د مړه خوا انسان پر وړاندې خپله خبره په غوسه نشي کولاى؛نو بېوزلي ځکه بده ده،چې انسان راټيټوي او تنګلاسى په خپل ښار کې هم پردى وي. بېوسي افت دى؛ نه کمال؛خو ددې افت پر وړاندې درېدل د انسان مړانه ده.

زهد شتمني ده؛يعنې يو ډول شتمني ده،زهد درلودل،چې انسان نورو ته اړ نه وي. انسان شتمني څه ته غواړي؟ ،چې مړه خوا وي؛نو خپله زهل درلودل يو ډول مړه خوا کېدل دي.

امام سجاد وپوښتل شو؟څوک د ستر شخصيت خاوند دى؟ و يې ويل: هغه چې دنيا له خپل نفس سره نه برابروي.

په تحف العقول کې د امام سجاد د خولې وينا ده: چا ته چې خپل نفس ستر و؛نو دنيا يې په سترګو کې کوچنۍ کېږي.

(نهج البلاغه/٨٥ خطبه): رښتيا بشر ته شرف او کرامت دى او دروغ پستي ده. رښتين ستر دى او و به وژغورل شي او دروغجن به د خوارۍ کندې ته ګوزار شي.

قرآن کريم (قلم/١٠-١١)وايي: ((وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ. هَمَّازٍ مَّشَّاء بِنَمِيمٍ = او د هر يوه سپك،ډېر قسم خور مه منه؛ هغه چې ډېرعيبونه لټوي او خبر لوڅي کوي.))

د پستو قسم خوړونکيو ډېرو خبرو ته غوږ مه ږدئ،کېداى شي،چې ډېر قسم خوړل يې له پستۍ وي. انسان،چې عزت احساسوي؛نو په خبرو کې پر قسم تکيه نه کوي؛په دروغو قسم حرام او رښتيا قسم هم مکروه دى .

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً = او په رښتيا چې موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سپرليو) سپاره كړي دي او هغو ته موږ له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي .)) (اسراء/٧٠)

موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى. عزت ورکول دوه ډوله دي: يو وخت داسې وي؛لکه يو انسان،چې د بل عزت کوي،چې دا يو اعتباري او قراردادي چار دى.د مثال په توګه: چې تاسې زما کور ته راشئ؛نو زه دوه ډوله غبرګونه درلوداى شم:يو دا چې په راتګ او تګ مو بېخي غبرګون و نه ښيم. بل دا چې دروند چلن درسره وکړم؛خو چې کله خداى وايي:((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ)) چې په پنځونې کې مو عزتمن کړ؛يعنې کرامت،شرافت او ستروالى مو په خټه کې ورته کېښود؛نو که انسان په هغه سترګه ځان ته وګوري،چې دى؛نو ځان به ستر او د عزت او کرامت خاوند ومومي.

پورته خبرې مو د تېر څپرکي تاييد ته راوړې .

توکيز(مادي) او مانيز (معنوي) خوندونه

د “توکې” او “مانا” مسئله له پخوا بشر ته مطرح وه او چارې به يې په توکيزو او مانيزو چارو ويشلې. اوس له مانيزو چارو مراد مجردې او “له طبيعت هاخوا” چارې (خداى،پرېښتې او نور) نه دي.

د انسان په دنيوي ژوند کې دوه لړ مسايل دي:

١_توکيز.٢ _مانيز. او د انسان او حيوان يو توپير هم په دې کې دى،چې د انسان په ژوند کې يو لړ داسې مسايل هم مطرح دي،چې محسوس او ملموس نه دي؛حجم او وزن نه لري؛خو شته؛لکه همدا څيزونه،چې وويل شول.تل بشر ته نوموتې-مطرح وه،چې ازادګي څه ده.

قرار در کف آزادگان نگيرد مال     نه صبر در دل عاشق،نه آب در غربال

بشر يوازې توکيز،بدني او محسوسو څيزونو ته ارزښت قايل نه دى. اوبه او خواړه انسان ته مهم دي؛خو نور څيزونه؛آزادګي،ټولنيزه ازادي او د عقيدې ازادې ورته هم ارزښت لري. انسان ته دعقيدې ازادي خورا ارزښت لري،چې ازاد ووسم،چې کومه ګروهه ولرم او بيا هم په خپله ګروهه کې ازاد ووسم؛يعنې څوک مې د عقيدې له امله و نه کړوي.

پخوانيو علماوو دا چارې په ((مانيزو چارو)) تعبيرولې. انسان توکيزو موخو ته له رسېدو خوند اخلي او مانيزو چارو ته له رسېدو هم خوند اخلي؛نو انسان دوه ډوله خوندونه لري: توکيز خوندونه او مانيز خوندونه.

د انسان کړاوونه هم دوه ډوله دي،چې توکيزو او مانيزو چارو ته د نه رسېدو پايله ده او يا د هغوى ضد ته له رسېدو هم پرې راځي: توکيز کړاوونه او مانيز کړاوونه.

پورتنى ويش ارواپوهانو هم کړى او ترمنځ يې توپير راولي،د مثال په توګه: توکيز خوندونه په يو ځانګړي غړي پورې اړه لري او پردې سربېره له يو بهرني لامل سره تر تماس وروسته لاس ته راځي؛لکه د خوړو خوند،چې په يو غړي پورې اړه لري (؛يعنې انسان يې خوند په ټاکلي غړي احساسوي) او پردې سربېره يو څيز بايد وي،چې پر ژبه ولګېږي،چې دا فعل و انفعال را منځ ته شي او خوند لاس ته راشي.

خو مانيز خوندونه په ځانګړي غړي پورې اړه نه لري،ځاى نه لري،يو ځانګړى ځاى ورته ښوولى نشې،چې دا ددې خوند ځاى دى او پردې سربېره په دې پورې هم اړه نه لري،چې بهرنى څيز له انسان سره تماس پيدا کړي.ډېرى وختونه يو فکر انسان ته خوند ورکوي؛ لکه د يوې سيالۍ د مډال د ګټلو خوند. فرض کړئ،يو سړى خبرېږي،چې په پلاني ځاى کې غوره ليکوال پېژندل شوى؛نو دا خبره خوند ورکوي.

نه شو ويلاى،چې دا هم بهرنى لامل (اورېدل) لري. دا اورېدل يې د خبرېدو وسيله ده. خوند يې د غوږ خوند نه دى؛لکه کوم خوند،چې له موسيقۍ اخلي.

دا خوند چېرته دى؟ په سترګو،غوږونو که په ذايقه کې؟ نه ! هغه په ټول وجود،په خپل وجود کې خوند احساسوي،بې له دې،چې وکړاى شي،يو ځانګړى ټکى درته وښيي او يا لږ تر لږه درته ووايي،چې دا هغه ټکى دى،چې د خوند احساس پکې لري.

په هر حال توکيزې او مانيزې چارې انسان ته مطرح وې.

فيلسوفان ګروهمن دي،چې خوندونه درې ډوله دي: ١_بدني خوندونه.٢_ عقلي خوندونه.٣_منځني يا وهمي خوندونه.

درېمه ډله خوندونه د عقلي خوندونو پر وړاندې پرېوتي او حقير دي او انسان بايد په عقلي خوندونو پسې وي نه په وهمي خوندونو پسې؛نو ځکه د هغوى په اخلاقي احکامو کې بدني خوندونه تقريبا غندل شوى او هڅونه ورته نشته؛خو څرګنده ده،چې وهمي خوندونه د بدني او حسي خوندونو برخه نه دي .

د ارزښت جرړه

دلته بله مسئله مطرحېږي : بشر،چې دا چارې غواړي او ورسره مينه لري؛نو ناچاره دى،چې ارزښت ورته قايل شي.ازرښت همدا دى،چې موږ په خپله اصطلاح کې ورته قيمت او بيه وايو.

ارزښت له کومه پيدا کېږي او ولې يو څيز ارزښت لري؟ که يو څيز ګټور وي،د انسان د کمال له درجو ځنې يوه درجه ده،د انسان له ځواکونو يو ځواک دى او بلخو وړيا هم نه وي؛يعنې لاسرسى ورته اسان نه وي او د انحصار وړ هم وي؛دلته ازرښت پيدا کېږي.

هوا ارزښت نه لري،ولې؟؛ځکه لومړى دا چې وړيا ده؛يعنې هاغومره شته،چې ټول ترې ګټه واخلي او دويم دا چې د مالکيت او انحصار وړ نه ده؛خو ځمکه داسې نه ده؛ځينې ځمکه ځان ته ځانګړې کوي او نور ترې بې برخې کوي او له دې ځايه ارزښت رامنځ ته کېږي .

مانيزې چارې هم په همدې دليل ارزښت پيدا کوي او فرض داسې دى، چې په هماغه دليل،چې انسان په فطري ډول توکيزو چارو ته لېوالتيا لري؛مانيزو چارو ته هم لېوالتيا لري؛نو دادى،چې موږ مانېزې چارې ارزښتنمې ګڼو؛نو ارزښت يې مانيز دى.

د ((انسانيت)) مسئله په دې دليل مطرحېږي،چې مانيز ارزښتونه د انسان له ځانګړنو ځنې دي او توکيز ارزښتونه د انسان له ځانګړنو نه دي .

د انسان انسانيت په دې کې دى،چې مانيز ارزښتونه پکې غښتلي وي او څومره،چې په مانيزو ارزښتونو پابند وي؛نو موږ يې په انسانيت کې تر نور بشپړ ګڼو.

زموږ پخوانيو به دا پر يو لړ بنسټونو مطرحول،چې “په ټپه ولاړ حالت” ته به نه رسېدل؛خو نن پېرنګيان دا مسئله په بله بڼه مطرحوي؛نو ځکه “ډپ” ته رسي او په خپله هم ډپ ته رسېدلي او هم يې بشريت ډپ ته رسولى دى؛ توکيزې او مانيزې چارې او ګټه او ارزښت يې سره بېل کړل . و يې ويل:يو څيز انسان ته ګټور دى او بل ورته ګټور نه دى؛خو انسان ورته ارزښت ورکوي.لومړى ډله توکيزې چارې دي.دويمه ډله سره له دې،چې انسان ته ګټور نه دي؛خو ارزښـت ورکوي.

وايو:ولې؟ څنګه هغه څيز انسان ته ارزښـت لري،چې د انسان د وجود له واقعيت سره اړيکه نه لري او انسان ته کمال نه ورزياتوي او انسان يې له بېخه په لټه کې نه دى؟ د ازرښتونو ريښه څنګه ښيي؟زه په هغه پسې ځم،چې راته ګټه ولري،ولې يو څيز ته ارزښت قايل شم،چې له بېخه ماته خير،ګټه او نېکمرغي نه لري؟ او بيا هم ما ته انساني کمال وشمېرل شي او نور يې وستايي؟!

علت يې دادى،چې نه يې غوښتل ماده او مانا سره بېله کړي؛يعنې نه يې غوښتل، د توکي پر وړاندې يوه مانا قايل شي او نه يې غوښتل، چې انسان ته پر يو معنويت قايل شي او وايي: انسان نس لري؛له نس هاخوا هم لري؛هغه ته ارزښت قايل دي،چې د انسان نس ورته اړتيا لري او هغه ته هم ارزښت قايل دي،چې “د نس هاخوا” ورته اړتيا لري. هغوى نه غوښتل،ددې “ځواک هاخوا” ته بل ځواک قايل شي.و يې ليدل،چې ظاهرا انسان ته له دې مادي اړخ بل څه نشته؛نو په هغه څه يې وشمېرل،چې مادي اړخ ته يې ګټور ول؛خو چې څه يې مادي اړخ ته ګټور نه دي؛نو غوښتنه يې د سول- منطق ضد ده او بيا يې نومونه پرې کېښوول،چې انسان دې چارو ته په ارزښت قايل دى؛خو ددې ارزښت جرړه په څه کې ده؟ جواب نه لري.

ځنې راغلل،و يې ويل،موږ خپل کار ته ارزښت ورکوو؛موږ په خپله ارزښت پنځوو.ايا ارزښت پنځېدونکى او قراردادي دى؟ موږ يوازې تړونونه پنځولاى شو.ايا دا قراردادي خبره ده،چې موږ هسې يو څيز ته ارزښت وپنځوو؟!

ارزښت او ګټه دواړه يوه معقوله ده؛يعنې له يوه اړخه يو شان دي او دواړه د انسان له واقعيت سره اړخ لګوي؛يعنې انسان بې له دې بله چاره نه لري،چې په خپل خير او کمال پسې ولاړ شي؛خو انسان يوازې مادي نه دى؛مادي خير ورته يو ډول ارزښت لري او مانيز خير ورته بل ډول؛موږ ددې پر ځاى،چې ووايو: ګټه او ارزښت،وايو:ماده او مانا يا مادي ارزښت او مانيز ارزښت او منطقي خبره هم همدا ده او دا چې نننۍ نړۍ ته د ارزښتونو د ړنګېدو نړۍ وايي،ددې لپاره دي،چې غواړي ارزښتونه له بېخه راونړوي او هم غواړي بشر ته ارزښت ورکړي او دا تناقض دى او د ارزښتونو ريښه يې په هغه ډول انسانپوهنې ووهله،چې لري يې،چې کله يوازې په توکيز ليد انسان ته ګوري؛نو انسان يوازې همدا مادي سټه پېژني او اخلاق،مانيز ارزښتونه،د بشر اصالت او انسانيت هر څه بې مانا دي،چې کله انسان د نورو مادو په پرتله يوازې پېچلې ماده وي؛نو شرافت څه مانا لري؟

که موږ انسان د نړۍ هومره هم ستر ماشين وګڼو؛نو بيا ارزښت نه لري ؛نو دا دي،چې د ازرښتونو ريـښه يې په هغه څه ووهله،چې معنويات ورته وايي.

موږ ماده او مانا نه بېلوو او نه وايو،چې څوک يو څيز بې منطقه غواړي؛بلکې وايو دواړه غوښتل يو سول-منطق لري او ناشونې ده،چې انسان په يو څيز پسې بې منطقه ولاړ شي.

ځان پېژندنه د اخلاقي الهامونو جرړه ده

اوس چې پردې مطلب مو سر خلاص شو؛نو په هغه څه به ښه پوه شو،چې اسلام پرې خورا ټينګارکوي.و مو ليدل،چې کله يې د انسان مخه ښو اخلاقو ته کوله؛نو يو ډول دننه کتنې ته يې متوجه کاوه،چې ځان دې،له هغه عقلاني ((خود)) او وجودي حقيقت له دننه رابرسېره کړه؛نو هله به پوه شې،چې خپل شرافت دې موندلى دى. [خپل شرافت او کرامت احساسوي]دا نو زده کړه نه غواړي او له همدې ځايه الهام اخلي؛يعنې احساسوي،چې پستي،دروغ،نفاق او فحشا له دې جوهر سره اړخ نه لګوي؛نو دا دى،چې خپل نفس ته په پام او په يو ډول “معرفة النفس” اخلاقي الهامات تر لاسه کوي او داسې هم نه ده،چې هغه ته به دا الهامات کېږي،چې چا ورته په غوږ کې څه ويلي وي؛ بلکې هماغه د ((خود)) درک کول ورته بسيا دي،چې انسان کوم کار وکړي او کوم کار و نه کړي او دا د ((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا . فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا . قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا . وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا = پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)، چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شو.   او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!)). (شمس/٧-١٠) مانا

د وجدان عذاب او خوښي

دلته د وجدان او وجداني الهامونه په مانا پوهېږو:د نفس تذکر، ((خود)) ته توجه او ((خود)) ته په توجه،ددې خبرې درک کول،چې څه له دې ګوهر او جوهر سره مناسب او څه ورسره متضاد دي او همدا حالت په ټولو خلکو کې څه ناڅه د وجدان د عذاب په نامه شته . په بشر کې د وجدان عذاب څه دى؟ د وجدان رضايت څه دى؟

چې کله انسان ځينې ځانګړي کارونه کوي؛نو د وجدان په تل کې خوشحاله وي او دا ځان ته بريا ګڼي،چې دا کار يې کړى دى او چې کله يو لړ نور کارونه کوي؛نو د وجدان په تل کې خپه او ناخوښ وي او يو ځواک يې دومره کړوي او رټي،چې له هر بهرني زندانه بتر دى.

ډېر ول داسې وژونکي،چې په خپله محاکمې ته چمتو شول،چې ما ووژنئ،چې زه د وژل کېدو وړ يم. دا لا څنګه احساس دى،چې انسان ځان و نشي زغملاى؟!

د “کربلا” په کيسه کې د امام حسين ډېرى وژونکي پښېمانه شول . يو له هغوى د کعبې پردې نيولې وې او ويل يې: خدايه ما وبښه ! که څه هم پوهېږم،چې نه مې بښې؟دا يې د وجدان عذاب و،چې راټه يې.

اروپايي نړۍ له يو خوا انسان په ټوليزه توګه له ارزښته پرېوتې ګڼي او يوازې ماشين يې ګڼي او بلخوا د بشر د حقوقو او د انسان د ذاتي حيثيت خبرې کوي. دا ډېره د خندا خبره ده،چې د بشر د حقوقو په نړيواله اعلاميه کې راغلي،چې:((هر انسان د ذاتي حيثيث خاوند دى چې له امله يې يو ډوله شرافته برخمن دى….))

دا ذاتي حيثيت څه دى؟کوم انسان چې مو ښوولى،له موټر سره هېڅ توپير نه لري،چې زه پکې سپرېږم او يوازې يو پېچلى ماشين دى؛نو ذاتي حيثيت مانا نه لري؛نه په “ما” کې او نه په “تا” کې. زه يو ماشين يم او ته هم يو ماشين يې،له بېخه بشر له نابشر سره توپير نه لري؛ټول ماشينونه دي. ګاندي په خپل کتاب کې((دا دى زما مذهب)) په دې باب په زړه پورې خبرې لري.

نو دا فلسفه ده،چې موږ ته راښيي،چې د اسلامي اخلاقو چورليد او ستن څه ده او يا لږ تر لږه د اسلامي اخلاقو يوه ستن څه ده او موږ ته راښيي،چې دا اخلاق پر هغه بنسټ ايښوول،چې شوي اخلاقي ارزښت ته مخونه ورکولاى شي.[په نننۍ فلسفه کې ددې اخلاقي ارزښتونو ستن نشته او ورته يې وهلې هم ده.]

په لويديځ نړۍ کې د ارزښتونو لړزېدل

په يو کتاب کې يې ليکلي ول،چې لويديځې نړۍ داسې چارې وکړې، چې ټول اخلاقي ارزښتونه يې راولړزول او بې سټې يې کړل او اوس،چې د خپلو چارو ناوړو پايلو ته رسيدلي؛نو غواړي په يو بل ډول دا ارزښتونه را ژوندي کړي؛خو ډېر ناوخته شوى دى.

بيا د “سارتر” او په څېر يې د کسانو خبرې رااخلي او دوى ((د بشر اصالت)) کره کتنه کوي او وايي،چې “سارتر” او “هايدګر” موهومونه جوړ کړي او په واقع کې دا موهوم د دوى خداى دى. فرض کړي يې دي،چې بشر بې له وګړيز وجوده په جمع کې يو وجود لري او بې له وګړيو د ((انسانيت)) په نامه بل همېشنى څيز هم شته او هغه څه چې خداى پېژندنکيوخداى ته ويلي،چې چارې دې د خداى لپاره وشي؛نو دوى وايي،چې کار بايد بشريت او انسانيت (موهوم خداى) ته وشي او دې موهوم خداى ته پر واقعي وجود قايل دي؛خو خپل ځان ته په اعتباري او وګړى د هغه پر وړاندې هېڅ څه نه ګڼي.

او دا د هغو ډپونو پايله ده،چې دوى د مانيزو مسائلو او د انساني ارزښتونو په هکله رامنځ ته کړي دي : له هماغې پيله له دينه منکر شول او د دين پر بنسټ اخلاق او روزنه يې نفې کړه او دين ته هېڅ ارزښت قايل نه شول،حال دا چې د دين ارزښت په دې کې دى، چې د ارزښتونو معيارونه او کچې را ژوندۍ کوي.

دين يوازې په دوزخ او جنت په زوره اخلاق نه تپي؛بلکې د انسان په ګروهه کې انسانيت راژوندى کوي او په بله وينا : د انسان انسانيت په ځانګړې بڼه را ژوندى کوي،چې د راژوندي کېدو په رڼا کې يې ټول انساني ارزښتونه سوليز- منطقي او دقيقه مانا پيدا کوي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست