بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (مومنون/۵۳) خو د خپل (دين) چارې یې پخپلو منځونو كې ټوټه ټوټه كړې (او) ډلې ډلې شول : (او عجيبه خو داچې) له هر يو ګوند سره چې څه دي،پر هماغه خوښ دي (وياړي). جاهلي تعصب؛ حق ته د وررسېدو ستر خنډ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (مومنون/۵۳)
خو د خپل (دين) چارې یې پخپلو منځونو كې ټوټه ټوټه كړې (او) ډلې ډلې شول : (او عجيبه خو داچې) له هر يو ګوند سره چې څه دي،پر هماغه خوښ دي (وياړي).
جاهلي تعصب؛ حق ته د وررسېدو ستر خنډ دى.
د (( كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ )) غونډله يو مهم اروايي او ټولنيز حقيقت څرګندوي، چې هغه، يو جاهلي ډله ييز تعصب دى، چې هرې يوې ځانته يوه لار او دين خپل كړى دى او د خپلو مغزو درېمڅه يې د نورو خبرو پر وړاندې بنده كړې او اجازه نه وركوي، چې پر مغزو يې نوې رڼا پرېووځي، پر روح يې نوى نسيم ولګي او يو حقيقت ورته څرګند كړي. دا حالت، له افراطي ځانپالنې راولاړېږي، چې د حقايقو د راښكاره كېدو او د امتونو د يووالي خورا ستر دښمن دى. دا خپل مزې مرغلين ګڼل، پر خپل دود او لارې وياړېدل او له نورو كركه، كله تر دې بريده رسي، كه انسان د خپل دود او لارې پر خلاف كومه خبره واوري، نو په غوږونو كې ګوتې ږدي، څادر پر سر راكاږي او تښتي، هسې نه، چې د خپلې روږدې لارې پر خلاف حقيقت ورته څرګند شي. لكه، چې قرآن د حضرت نوح )ع( د زمانې د كفارو په باب وايي:
وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا (نوح/۷)
((او په حقيقت كې ما، چې هر ځل هغوى بللي، چې ویې بښي (نو) خپلې ګوتې يې په خپلو غوږونو كې ايښي او خپل څادرو نه يې پر سر راكښلي دي او (پر خپل مخالفت يې) ټينګار كاوه او ښه ډېره زياته لويي وكړه))
سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم. شیخ ناصر مکارم شیرازي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com