بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ جونګړه راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې د گل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې پيدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کې تر هغه گورو يو بل ته چې ورک شو په […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
جونګړه
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې
د گل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې
پيدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کې
تر هغه گورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
ډيوه د مشغولا شي زموږ بله چې ماښام شي
ماښام د ليلا لاس کې د شفق د ميو جام شي
بد ځان يې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي
د مينو پټ پټانی وي د سترگو په ځنبل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
منت دپاره پېغلې پلوشې که د لمر راشي
جولۍ که غوړولې راته گل په بستر راشي
هر څو که پرېشاني په لاس نسيم د سحر راشي
ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنگل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه
جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نکهتونه
اغوستی مو د گل د رنگينۍ وي څادرونه
تر هغه وخته زانگو چې وخت ورک شي په زانگل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
جذبې چې د پرېشانه غوندې مينې کړو راجمع
دوه شوي زړونه يو کړو ترې پيدا کړو يوه شمع
ساز واخلي پتنگان چې شي راټول د سوز په طمع
احساس چې فرق و نه کړای شي په سوال او سوزېدل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
فضا د پسرلي چې گل ورينه خندا کاندي
ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمينه خندا کاندي
زلمی چې د ارمان سحرجبينه خندا کاندي
پېری درته د شپې نايڼه ستوري په اوربل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
راځه چې شو بهر د دغو شپو ورځو له جاله
پرواز په داسې حال وکړو چې ووځو له حاله
يو حال داسې پيدا کړو چې مو حال اوځي له خياله
بيا خيال يوه گړۍ کړو د وصال په سلاسل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
وتلی اسوېلی مو چې ورېځ هلته د نور وي
هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سرور وي
برېښنا مو د ښايست د تبسم د زړه په طور وي
احساس چې شي د خود او بې خودۍ په جار وتل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
جهان مو يو جهان وي د جهان د حس نه لرې
مکان مو يو مکان د لامکان د حس نه لرې
تل دواړه يو حمزه يو د وجدان د حس نه لرې
ازل ابد چې دواړه شي فنا زموږ په تل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې
امير حمزه شينواري
-
ټیګونه: