بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت “عيسى” عليه السلام څه نا څه دوه زره كاله مخكې د “فلسطين” پر هېواد يو پاچا واكمني كوله ،چې نوم يې “هرود” و. هغه مهال خلكو ډېر بد او سخت ژوند درلود؛ځکه “هرود” او مامورينو (پاليانو) يې د خلكو پر مالونو قبضه كړې وه او هغوى يې په زور خپل […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حضرت “عيسى” عليه السلام
څه نا څه دوه زره كاله مخكې د “فلسطين” پر هېواد يو پاچا واكمني كوله ،چې نوم يې “هرود” و. هغه مهال خلكو ډېر بد او سخت ژوند درلود؛ځکه “هرود” او مامورينو (پاليانو) يې د خلكو پر مالونو قبضه كړې وه او هغوى يې په زور خپل مريانول او د خلكو پر مالونو يې ځان ته ماڼۍ جوړولې،خلك به له لوږې مړه كېدل او دوى به سوكاله او خوشحاله په خپلو ماڼيو كې اوسېدل .
د هغه ځاى بېوزله،حقپالي او ظلم ځپلي خلك د حضرت “زكريا” (پېغمبر) شاو خوا را ټول شوي وو او د څښتن رحمت ته هيلمن او په تمه وو؛ که څه حضرت “زكريا” هغه مهال نوي (٩٠) كلن و؛ خو زياتره وخت به په خپلې هټۍ كې و،چې هم خپلې كورنۍته روزي وګتي او هم له خلكو سره په اړيکه كې وي. خلكو به د حضرت “زكريا” خورا زيات درناوى كاوه؛ ځکه د حكمت، فضيلت او علم خاوند و او خلكو ته يې په سياسي، ديني او ټولنيزو چارو كې لارښوونې او سلامشورې وركولې.
“مريم” د حضرت “عمران” (پېغمبر) لور، مخكې له دې ، چې وزېږېږي، پلار يې مړ شوى و او روزنه يې حضرت “زكريا” (،چې د ترور مېړه يې) كوله.
“مريم” يوه پاكلمنه او پرهېزګاره مېرمن وه،چې يوه ورځ يې د “فلسطين” د خلكو د ازادۍ او خلاصون لپاره دعا كوله ،چې مخې ته يې يوه پرښته د سړي په بڼه را ښكاره شوه.
“مريم”،چې سړى وكوت، د تېښتې په فكر كې شوه.
پرښتې وويل: “مريمې”! مه ويرېږه زه دې د څښتن استازى يم، راغلى يم ،چې يو ښکلى زوى دركړم!
“مريم” وويل: څنګه به زوى راوړم ،چې د هېڅ سړي لاس را باندې نه دى لګېدلى؟ او زه يوه ناپاكه ښځه هم نه وم؟
پرښتې وويل: څښتن ويلي ،چې دا چار راته اسان دى او غواړم دا ماشوم خلكو ته د رحمت يوه نښه وي .
بيا پرښته له سترګو غيبه شوه او “مريم” د خپګان او غم په سمندر كې ډوبه شوه او له ځان سره يې ويل: خلكو ته به څه وايم؟ پېغورونو ته به يې څه ځواب وركوم؟
هو! همدا وو ،چې د “مريم” خېټه شوه او څومره يې ،چې د خېټې وخت تېرېده، هومره به د “مريم” غم او خپګان هم زېاتېده او داچې خلك يې په خېټه پوه نشي؛نو خپل زېږون ښار؛ يعنې “ناصره” ته ولاړه او هلته په ساده كور كې مېشته شوه.
پر “مريم” د لنګوال دردونه راغلل او د ناچارۍ له مخې له ښاره لرې د “ناصره” په شاوخوا كې د د يوې كجورې تر ونې لاندې په تمه كېناسته. د لنګوال او يوازېتوب دردونو خورا ځوروله،چې بې واکه يې له ځان سره وويل: كاشکې! ددې پېښو تر ليدو مخكې مړه شوې وم او دا هر څه مې په سترګو نه وو ليدلي!
همدا مهال وو ،چې زوى يې “عيسى” وزېږېد او په ښکلي غږ يې وويل: مورجانې! مه خپه كېږه! وګوره څښتن دې تر پښو لاندې ښکلې چينه بهولې او دې وچې ونې ته چې دې ډډه وهلې و يې خوځاوه؛ نو و به ګورې ، چې تازه كجورې به ترې را ولوېږي. دا كجورې وخوره او هغه اوبه وڅښه او مه خپه كېږه! كه څوك دې وليدل؛ نو ته ورسره خبرې مه کوه او په اشاره يې پوه كړې ،چې نن مې د خپل پالونکي نذر كړى دى،چې له چا سره خبرې ونه کړم.
“مريم” لومړى د خپل ماشوم له خبرو حيرانه شوه؛ خو را ياد يې شول ،چې لنګوال يې هم د څښتن پر امر يو غير طبيعي لنګوال و ،چې دې خبرې يې ذهن ارام كړ. څه كجورې يې وخوړې او ورپسې يې اوبه وڅښلې؛ بيا يې خپل ماشوم را واخست او د يوه خپلوان كور ته ولاړه.
د “مريم” خپلوانو،چې”مريم” وكته؛ نو ورته يې ويل: د”هارون” خورې! پلار خو دې بد سړى نه و، مور خو دې هم بده ښځه نه وه، واده دې هم نه دى كړې؛ نو تا دا ماشوم له کومه راوړى دى؟
“مريم” پوه كړل ،چې نذر يې كړى دى،چې خبرې ونه کړي.
“مريم” ماشوم ته اشاره وكړه ،چې هغه وپوښتئ.
همدا وو،چې خټ خټ خنداګانې له هر اړخه راپورته شوې و يې ويل: يو ورځنى ماشوم وپوښتو؟ ټوكې كوي؟ څنګه له يو ماشوم سره خبرې وكړو،چې په زانګو كې دى؟
خو ماشوم د څښتن پر امر په خبرو شو،ويې ويل: زه د څښتن بنده يم! هغه راته اسماني كتاب راكړى او زه يې خپل پېغمبر كړى يم او چېرته چې يم، زه يې مبارك كړى يم او په ما كې يې بركت اچولى او تر هغه ،چې ژوندى يم ما ته يې د لمونځ، زكات او له خپلې مور سره نېكۍ د سپارښتنه كړې ده؛ درود دې پر ما وي،چې کله وزېږېدم او پر هغه ورځ ،چې مرم او پر هغه ورځ ،چې بېرته به را ژوندى كېږم .
نور هېڅ شك ته ځاى نه و پاتې او دا خبر د باد په څېر ډېر ژر په “ناصره” او “بيت المقدس” كې خپور شو.
حضرت “عيسى” خپل ماشومتوب په “ناصره” كې تېر كړ او12 كلن و،چې له مور سره يې “بيت المقدس” ته راغى، له هماغه پيله د پاليانو پر ظلمونو شاهد و،چېرې يې،چې ظلم ليده؛پر ظالم يې نېوکې كولې او له مظلومه يې دفاع كوله، كله كله به داسې هم كېدل ،چې ساعتونه ساعتونه به يې مور په تمه وه؛ خو هغه به كور ته نه و راغلى ،چې ورپسې به ووتله؛ نو ليدل يې ،چې”عيسى” په كوڅه كې له دنياپالو “يهودانو” سره پر بحث او خبرو بوخت دى او خلك هم ترې را تاو دي.
حضرت “عيسى” به شاو خوا كليو او بانډو ته تله او د هغه ځاى له بېوزليو خلكو سره به يې خبرې او مرستې كولې. همدا وو ،چې “يهودانو” له “عيسى” سره دښمني پيل كړه او ځوراوه يې.
مور يې وليدل ،چې دلته د “عيسى” ژوند په خطر كې دى؛ نو “ناصره” ته ولاړل.
حضرت “عيسى”،چې30 كلن شو؛ نو څښتن ورته حکم وكړ ،چې خپله پېغمبري دې ښكاره كړه او “انجيل” يې پرې نازل كړ او تردې وروسته حضرت “عيسى” خپلې دندې ته په رسمي توګه ملا وتړله.
هغه كلي په كلي، ښار په ښار او سيمه په سيمه وګرځېد او خپله بلنه يې ښكاره كړه،ويل يې : خلكو! دا پاليان او روحانيون له تاسې ډالۍ اخلي او دې ته مو اړ باسي ، چې خپل ناڅيزه عايدات هم د هغوى په معبدونو كې نذر كړئ،چې دوى پرې خپلې ماڼۍ جوړوي او سوكاله پكښې اوسېږي؛نو پام كوئ ،چې تېر نه وځئ.
خلكو! خداى(ج) زه پېغمبر كړى يم ،چې تاسې خپل دين ته را وبلم او د حضرت “موسي” “تورات” تصديق كړم او د پاليانو د چل ول خنډ شم .
د حضرت “عيسى” خبرې ددې لامل شوې،چې د “بني اسراييلو” مشرانو خپلې ګټې په خطر كې وويني؛ نو يو لاس او يوه خوله شول او خلك يې ورپسې را وپارول ، چې د حضرت “عيسى” لارويان او “حواريون” (هغه دولس تنه ،چې له حضرت “عيسى” سره يې د حق د لارې په بلنه كې مرسته كوله) يې وځوروي.
حضرت “عيسى” او “حواريونو” يې ،چې دا حالات وليدل؛ نو هوډ يې وکړ ،چې له يو كلي بل كلي او له يو ښاره بل ښار ته ولاړ شي او هره ورځ خپل ځاى بدل كړي ، چې ځاى يې ناپېژندلى وي.
په دې سفرونو کې،چې حضرت “عيسى” هرې خوا ته تله؛نو له ځان سره يې برکتونه هم وړل، كه وچكالي به وه او د خلكو به ښه فصلونو نه كېدل؛نو باران به ورېده او ، چېرته به،چې نادرمله ړوند و،چې لاس به يې پرې وواهه، سترګې يې رغېدې او تر ټولو عجيبه خو دا وه ،چې مړي يې د خداى(ج) په امر ژوندي كول.
يوه ورځ حضرت “عيسى” له معبده د راستنېدو په وخت كې د سيند تر غاړې وليدل ،چې يو حواري يې ستړى او خپه ښكاري .
له “شمعون” څخه يې د خپګان دليل وپوښته.
ورته يې وويل: ټوله شپه مې كوښښ وكړ؛ خو يو كب مې هم و نه نيوه ،چې البته زما خپګان د خلكو لپاره دى ،چې وږي دي.
حضرت “عيسى” په بېړۍ كې سپور شو او و يې ويل: جال اوبو ته ور واچوئ،چې جال يې راښكود؛ نو ډېر كبان پکې نښتي وو. حواريونو کبان پر خلكو وايشل او دا معجزه ددې لامل شوه،چې نور خلك هم پر “عيسى” ايمان راوړي.
يوه ورځ حضرت “عيسى” له حواريونو سره روان و ،چې ابادې بيديا ته ورسېدل، لوږې او تندې پر حواريونو دباو راووړ. سره له دې چې د څښتن په مرسته او ځواک يې ايمان درلود؛خو لوږې او تندې وهڅول ،چې له حضرت “عيسى” وغواړي څښتن ته دعا وكړي،چې خواړه وركړي. حضرت “عيسى” پوه شو ،چې هيله او ټينګار يې د شك له امله نه؛بلکې د لوږې او تندې له امله دى؛ نو لاسونه يې پورته كړل او دعا يې وكړه :
خدايه! د نړۍ پنځوونکيه! د ټولو انسانانو روزي وركوونکيه! له اسمانه خواړه راولېږه.
هماغه وو،چې څښتن د “عيسى” دعا ومنله او له اسمانه يې خواړه راولېږل .
د حضرت “عيسى” يارانو ښه په مړه خېټه وخوړل او ايمان يې نور هم پياوړى شو.
حواريونو ،چې خلكو ته د حضرت “عيسى” دا معجزه وويله؛ نو نورو خلكو هم پر “عيسى” (ع) ايمان راووړ.
د حضرت “عيسى” خبرو، پوهې او لارښوونې د خلكو په زړونو كې ډېر ځاى پيدا كړ؛نو ځكه ورځ پر ورځ يې پلويان ډېرېدل .
د يهودو مشران د حضرت “عيسى” د پلويانو له ډېرېدو په وېره كې شول او داچې د خلكو مخه يې نشوه نيولاى؛ نو هوډ يې وکړ ،چې حضرت “عيسى” ووژني؛ نو ځكه يې د “روم” امپراتور راوپاراوه، ورته يې وويل: “دې کوډګر زموږ په دين پسې راخستې او خلك يې كافر كړي دي او ډېر ژر به يې لارويان ستا پر خلاف هم را پاڅي او پاچاهي به دې ړنګه كړي؛ نو همدا يې وخت دى،چې له منځه يې يوسې .
د “روم” امپراتور وويل: څومره لښكر مو چې په كار وي، دربه يې كړم،ولاړ شئ،را و يې نيسئ او اعدام يې كړئ؛ خو حضرت “عيسى” او ملګري يې له دې نقشې خبر شول او خوندي ځاى ته ولاړل او داچې حضرت “عيسى” د خلكو په زړونو كې ځاى درلود؛ نو هيچا يې يهودانو ته ځاى ونښود. يهودان ،چې د حضرت “عيسى” له پلټنې ستړي شوي وو؛ نو هوډ يې وکړ ،چې په “بيت المقدس” كې را ټول شي او سلا مشوره وكړي ،چې څه وكړي؟
پر هماغه ورځ،چې د يهودو مشران په “بيت المقدس” كې را ټول شوي وو، يو له حواريونو ،چې شيطان تېرايستلى و او نوم يې “يهودا” و، د يهودو غونډې ته ورغى،و يې ويل: يارانو زه يو واقعي يهودي يم او يوازې داچې د “عيسى” پر چارو ځان پوه كړم، ورسره تللى وم او اوس ،چې پوه شوم هغه يو کوډګر دى؛ نو راغلى يم ، چې درته ووايم ما ته د هغه د پټېدو ځاى معلوم دى؛ نن شپه “عيسى” او حواريون يې په يوه بڼ كې را ټولېږي.
د يهودو يو مشر وويل: ډېر ښه! ته يې پته راكړه او په خپله هم ولاړ شه او ورسره شه! ،چې کله شپه پخه شوه؛ نو موږ به خپل كسان درولېږو او چې”عيسى” مو ونيو؛ نو تا ته به ښه انعام دركړو.
“يهودا” د بڼ پته وركړه او پخپله هم د حواريونو ډلې ته ورغى.
د يهودانو مشرانو بې ځنډه د ښار له واكمن سره اړيکه ونيوه،چې حضرت “عيسى” په پوليسو ونيسي.
شپه پخه شوې وه ،چې د يهودو پوليسو بڼ كلابند كړ اور يې بل كړ، ډولونه يې وهل او باغ ته ورننووتل؛ خو مخكې تردې،چې پوليس حضرت “عيسى” ونيسي، د څښتن پرښتو له هغه ځايه وايست او خائن حواري يې د حضرت “عيسى” په بڼه كړ ،چې يهودانو ونيو او څومره چغې يې ،چې ووهلې : زه “عيسى” نه يم، چا يې خبرې ته غوږ و نه نيو او تر اوسه لا شپه خلاصه نه وه،چې خائن “يهودا” د خپلو كړنو جزا وليده او پر هماغه شپه يې پر صليب را ځوړند كړ.
ستر څښتن “عيسى مسيح” د “مريم” زوى ژوندى اسمان ته پورته كړ او بيا چا و نه ليد،چې يو ځل بيا د څښتن په اراده او امر ځمكې ته را كوز شي.