بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه خپلو یارانو ته د علي (ک) ادب ورکوونه (لومړۍ برخه) [په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي.] حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي. د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
خپلو یارانو ته د علي (ک) ادب ورکوونه (لومړۍ برخه)
[په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي.]
حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي.
د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه ده.
د برېتو خوشبویول (د کړنو) لیکوالو پرښتو ته درناوی او د سنتو یوه برخه ده.
ځان غوړول پوټکی نرموي، دماغي او عقلي ځواک زیاتوي .
روانې اوبه غسل او اودس آسانوي؛ د ویښتانو جړپړي لري او رنګ تازه کوي.
په خطمي ګل د سر وینځل خیری لرې کوي او چټلي پاکوي.
په اوداسه کې د خولې او پزې وینځل، خوله او پزه پاکوي.
د انفیه کارول د سر د روغتیا او د بدن د شفا لامل او د سر د ټولو دردونو درمل دی.
نوره بدن غښتلی او تن پاکوي .
د نوکانو پرې کول د سترو ناروغیو مخه نیسي او روزي پراخوي.
د تخرګونو د وېښتانو خرېیل، بدبوی له منځه وړي، پاکوونکي او له سنتو ځنې هم دي.
تر خوړو وړاندې وروسته د لاسونو وینځل روزي زیاتوي.
څوک چې الهي درشل ته د خپلو اړتیاوو د لرې کولو لپاره دعا کوي؛نو په هر اختر کې غسل کول ورته پاکوونکی او له نبوي سنتو لاروي هم ده.
د شپې پاڅېدل د بدن د روغتیا او د پالونکي د خوښۍ لامل ، د الهي لورنو په درشل کې کېدل او د پېغمبرانو پر خویونو منګولې لګول دي.
د مڼې خوړل، معده پاکه او خوشبویوي .
د کندر ژول، غاښونه ټینګوی، بلغم او د خولې بدبوی له منځه وړي.
په جومات کې له سپیده داغه تر لمر راختو پورې کېناستل په روزۍ پسې له منډو وهلو غوره او اغېزمن دي او په چټکه د روزۍ د چمتو کولو لامل ګرځي.
د بهي خوړل کمزوری زړه غښتلی کوي، معده پاکوي، هوښ تېزوي، ډارن زړوروي او اولاد ښکلی کوي.
په هر سباناري کې د ۲۱ دانو سرو موېزو خوړل، بې له مرګه د هرې ناروغۍ درمل دي .
د رمضان پر لومړۍ شپه د مېړه او مېرمنې کوروالی مستحب دی ؛ ځکه خدای ویلي دي: [ د روژې په شپو کې له خپلو مېرمنو سره کوروالی ورته حلال شوی دی[1]. ]
بې د سپینو له ګوتې بله ګوته مه پر لاسوئ ؛ ځکه رسول الله ویلي دي: خدای دې هغه لاس پاک نه کړي،چې اوسپنیزه ګوته یې پر ګوته وي، که د چا پر ګوته د الله پاک کومه نامه کښل شوې وي؛ نو په کیڼ لاس دې یې نه پر ګوته کوي چې استنجا پرې کوي.
چې کله هندارې ته ګورئ؛ نو وواست: د خدای شکر دی،چې زه یې پنځولی، ښه یې پیدا کړی او په ښه بڼه یې انځور کړی یم او څه یې چې په نورو کې بدرنګ کړي،په ما کې یې ښکلي کړي او په اسلام یې غزتمن کړی یم.
هغه ورور،چې ستاسې لیدو کتو ته راځي، ځان ورته وپسولئ؛ لکه چې یو پردي ته ځان سینګاروئ،چې ښه مو ایسي په غوره څېره مو وویني.
په هره میاشت کې درې ورځې روژې نیول او د شعبان میاشتې روژې ،د سینې وسوسې او د زړه اندېښنې له منځه وړي.
په سړو اوبو استنجا کول بواسیر له منځه وړي .
د جامو پاکول، غمونه څنډي او د لمانځه شرط دی.
سپین ویښته مه باسئ،چې رڼا ده او څوک چې په اسلام کی خپل وېښتان سپین کړی؛ نو په قیامت کې یې رڼا همدا سپین وېښتان دي .
مسلمان دې په جنابت کې نه ویدېږي؛ بلکې بې اودسه دې نه ویدېږي، که اوبه ونه مومي؛ نو په خاوره دې تیمم وکړي؛ځکه د مؤمن روح د خدای لوري ته ورخېژي، خدای یې مني او برکت ورکوي، که پردې مهال یې مرګ رارسېدلی وي؛ نو ښکلې بڼه ورکوي او که عمر یې پاتې وي؛ نو له امینو پرښتو سره یې تنې ته ورستنوي.
مسلمان دې قبلې ته د خولې توکاڼې نه توکوي او که په تېرو کې یې دا چار وکړ؛ نو له خدایه دې بښنه وغواړي.
انسان نه ښايي د سجدې ځای پوکړي او هم نباید په خوراک څښاک کې پوکی وکړي او نباید له تعویذ او ورسره دعاګانو سره ومري .
په لار کې اودسماتي ته مه کېنئ، د بام له پاسه په هوا او په روانو اوبو کې میتیازې مه کوئ، که چا دغسې وکړل او څه زیان ورورسېد؛ نو بل دې نه پړوي؛ ځکه اوبه او هوا هستوګن لري. هوا ته لکې میتیازې مه کوئ او د باد مخې ته هم.
پړ مخ مه سملئ، د کسالت، ناغېړۍ، خوله وازئ او چورت په حالت کې به لمانځه ته نه درېږئ. بنده چې خدای ته درېږي؛ نو خپل (دنیوي) اندونه دې راکم کړي؛ ځکه له لمانځه یې د زړه د حضور هومره برخه رسي. په هېڅ ځای او هېڅ حال کې د خدای یاد مه پرېږدئ . په لمانځه کې له قبلې مخ مه اړوئ، که یې واړو، خدای وایي: بنده! راته مخ کړه، چې تر بل هر مخ درته غوره یم.
پر دسترخوان د خوړوخسڼې راټول کړئ، که څوک یې د شفا په نیت وخوري؛ نو د خدای په اذن هر درد ته شفا ده.
د خامتا جامې واغوندئ،چې د پېغمبر اکرم جامې وې او آنحضرت بې ضرورته وړینې یا د وژغونو جامې نه اغوستې.
که څوک تر خوړو وروسته خپلې ګوتې وڅټي؛ نو خدای وایي :خدای دې برکتي کړه.
ښکلا د خدای خوښېږي او ښه یې ایسي،چې په خپل بنده کې د خپل نعمت اغېز وویني.
له خپلو خپلوانو سره اړیکه وساتئ، که څه په سلام اچولو وي؛ځکه خدای یې امر کړی دی: [ او له خپلوانو سره د اړیکو له پرېکونې ډډه وکړئ[2].]
خپله ورځ داسې مه تېروئ چې دغسې او هاغسې مې وویل او دغسې او هاغسې مې وکړل؛ ځکه ګومارل شوي مو کړنې څاري [ او په کړنلیکونو کې یې لیکي] په هر ځای کې خدای یادوئ.
پر پېغمبر او آل یې درود وواست؛ ځکه که آنحضرت په درناو یاد کړئ؛ نو خدای مو دعا قبلوي.
تاوده خواړه پرېږدئ،چې ساړه او د خوړو شي . پېغمبر اکرم (ص) ته یې تاوده خواړه راوړل، ویې ویل :پرېږدئ ساړه او د خوړو شي، خدای تاوده خواړه راباندې نه خوري،برکت او خیر په سړو خوړو کې دی،نه په تودو کې.
خپلو کوچنیانو ته مو ګټور مطالب ورزده کړئ، چې مخالفان لاسبري پرې نشي.
خلکو! خولې مو کابو کړئ،حق ته کټ مټ غاړه کېدئ امانت [ خپلو خاوندان ته] وروسپارئ که څه د پېغمبرانو وژونکي وي بازار ته ورشئ،هلته چې خلک په پېر پلور لګیا دي ؛ نو خدای ډېر یاد کړئ،چې دا دود د ګناهونو کفاره او د حسناتو د زیاتوالي لامل دی او له غافلانو مه وسئ.
بنده ته روا نه ده ،چې په رمضان میاشت کې سفر وکړي؛ ځکه خدا ویلي : [نو که له تاسې چا دا میاشت ولیده؛ نو ودې یې نیسي[3].]
هسې نه چې په اړه مو غلو وکړئ، یوازې وواست: دوی خدای روزلي بندګان دي، بیا مو فضایل څرګند کړئ، زموږ مینوال دې زموږ چلن خپل کړي او پرهیزګار دې وسي، چې تقوا په دنیا او آخرت کې غوره وزله ده.
زموږ له بد ویوونکیو سره ناسته ولاړه مه کوئ او د دښمنانو په مخ کې مو په ښکاره مه ستايئ، چې دا مو راسره د مینې څرګندوونکې ده او لاملېږي،چې واکمن مو په تنګسه کې ونیسي او خوار او ذلیل مو کړي.
له رښتینولۍ مه تېرېږئ، چې د ژغورنې لامل دی.
هغه ته څوبمن او راغب وسئ،چې له خدای سره دي، د خدای رضا او طاعت ولټوئ او په دې لار کې زغمناک وسئ .
دا څومره بده ده ،چې مؤمن په بې پتۍ کې جنت ته ورننوځي ،په ورلېږل شویو ناوړو کړنو، موږ په قیامت کې د خپل شفاعت لپاره مه په تکلېفوئ . په قیامت کې ځانونه دښمنانو ته مه رسوا کوئ او تاسې چې مدعیان یاست،د خدای پر وړاندې مقام او منزلت لرو؛ نو د دې بې ارزښته دنیا په پار، ځان دروغجن مه معرفي کوئ،د خدای پر احکامو منګولې ولګوئ او له څه سره،چئ مو مینه ده ، د وررسېدو لپاره یې یوازې هومره واټن دی،چې د ځنکدن پر مهال حضرت پېغمبر اکرم (ص) ورته راشي او څه چې له خدای سره دي، غوره او پاتېدونکي دي او پر خدای قسم، د خدای له لوري، به نوموړي بنده ته زېری راوړل شي، چې سترګې به یې روښانه او د متعال خدای د لیده کاتو څوبمن به شي.
خپل کمزوري وروڼه سپک مه ګنئ،څوک چې مؤمن سپک کړي، خدای یې سپکوي او په قیامت کې نه یو ځای کوي؛ خو چې توبه وکاږي.
که څوک د خپل ورور په اړتیا پوه شو؛ نو مخکې تردې چې په خوله یې راشي، اړتیا یې ورپوره کړي او دې ته دې یې نه اړباسي،چې خپله اړتیا ورته ووایي.
د یو بل لیده کاتو ته ورشئ، یو پر بل ولورېږئ، د منافق په څېر مه وسئ،چې څه وایي؛ خو کوي یې نه.
واده وکړئ، چې رسول الله (ص) ویلی: ((د چا چې ښه ایسي، زما د سنتو لاروی وي؛ نو واده دې وکړي؛ ځکه واده مې له سنتو ځنې دی، اولاد وغواړئ، چې پر ګڼوالي مو ویاړم، اولادونه مو د زناکارو او لېونیو ښځو له تي ورکولو وساتئ؛ ځکه شیدې د مور روحي ځانګړنې او بدني ناروغۍ تي خور ته ورلېږدوي.))
تورې جامې مه اغوندئ، چې د فرعون جامې وې.
د غوښې د غوټو (غدواتو)(له خوړو) ډډه وکړئ، چې د جذام ناروغۍ رګونه راپاروي.
د تېرو څوکو بوټان مه پر پښو کوئ؛ځګه فرعون ړومبی تن و ، چې دغسې بوټان یې پر پښو کړل.
له شرابخورو سره مخالفت وکړئ.
خرما وخورئ، چې د دردونو شفا ده[4] .
سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني روایتي ټولګه.
[1] بقره – ۱۸۷
[2] نسا – ۱
[3] بقره ۱۸۵
[4] ( په دې ډول روایاتو کې سیمه او پکې د مېشتو خلکو ځانګړنې په پام کې نیول شوي او ټولیزه بڼه نلري)
-
ټیګونه:
- د حضرت علی ویناوی