بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ (بقره/۱۲۴) ژباړه : او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ (بقره/۱۲۴)
ژباړه : او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( په رښتینه کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې ژمنه نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) .
د ابراهيم (ع) امامت او مشرتوب: د آيت د دې برخې « چې خداى ابراهيم په ډول ډول وزلو وازمېيه په تفسير كې راغلي، مراد هغه ازمېښوته او سختۍ دي، چې حضرت ابراهيم (ع) پرې وازمېل شو، بلكې د مكې په وچې او شاړې ځمكې كې يې د خپلې مېرمنې او زوى پرېښوول، د بابل د بوتانو پر ضد پاڅون او د بوتانو ماتول يې، په اور كې يې ورغوځول د بوتپالو له سيمې مهاجرت او … قرآن د صفات سورت په 106 آيت كې يې يو خورا څرګند ازمېښت (يعنې د ګران زوى حضرت اسماعيل (ع) حلالول) بيان كړى دی. مفسرانو ويلي حضرت ابراهيم (ع) ته د خپل عمر په وروستيو كې د دې آيت خطاب وشو او مخكې تردې چې د خداى له لوري «امام» شي د خداى پېغمبر وه او دا راښيي چې د « امامت» مقام تر « نبوته» اوچت دى د امام صادق په يوه روايت كې راغلي: «خداى ، ابراهيم (ع) مخكې تردې چې خپل پېغمبر كړي خپل بنده يې كړ مخكې تر دې چې رسول او استازى يې كړي په خپله پېغمبرۍ يې وټاكه، مخكې تر دې چې خپل خليل او دوست يې وګڼي، خپل رسول يې كړ او مخكې تردې چې امام يې كړي، خپل خليل يې كړ، نو دا ګرد سره مقامونه يې پر برخه شول، ويې ويل: ته مې د خلكو امام كړې ابراهيم ته دومره دا مقام ستر وبرېښېد، چې ويې ويل: خدايه! او له ځوځاته مې هم امامان وټاكه….» امام هغه دى چې خلك ورپسې اقتدا كوي او درېږي او خپل مشر يې ګڼي او په وينا او كړو وړو پسې يې ځي. د پېغمبر دنده خلكو ته د خداى د پيغامونو رسونه او د نېكمرغۍ د لارې ښوول دي، خو د امام دنده، د الهي لارښوونو عملي كول دي، يعنې امام خپله په الهي ځواك لار ښيي او هغوى چې ښيون او كمال ته د رسېدو لاره چاره لري مشري يې كوي او د مطلب ځاى ته يې رسوي.( اخستل شوى له: الميزان، 1 / 262 مخ + نمونه، 1 / 436). دا آيت د امام د معصومیت یا پاكلمنتوب يو دليل دى، ځكه خداى وايي: ظالمانو ته د امامت ژمنه او تړون نه رسي او هر ډول ظلم او تېرى چې په هر ځاى او د هر چا له خوا وي، ددې لاملېږي، چې د خلكو له امامت او مشرتوبه بې برخې شي. (موضوعي تفسير، 3 / 221)
سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com