تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۸ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) وصيت كور مو په يوه بل ځاى كې دى،چې له مخکې مو ورته ښاېسته سامان لېږلى دى . ابوذر غفاري (رض) وخت تېرېده او حضرت ابوذر(رض) تر خندق وروسته له پېغمبراکرم (ص) سره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۸ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

وصيت

كور مو په يوه بل ځاى كې دى،چې له مخکې مو ورته ښاېسته سامان لېږلى دى .

ابوذر غفاري (رض)

وخت تېرېده او حضرت ابوذر(رض) تر خندق وروسته له پېغمبراکرم (ص) سره په ټولو غزاوو كې برخه واخسته؛په هره غزا كې يې په مړانه د ننګيالي په صفت توره وهله او غازي به راستنېده . د “بني لحيان” او “ذي قرد” په غزا كې يې هم له پېغمبراکرم (ص) سره برخه واخسته . د هجرت پر شپږم كال،چې پېغمبراکرم (ص) د “بني المصطلق”جګړې ته روان شو؛ نو حضرت ابوذر(رض)يې په مدينه كې خپل ځايناستى وټاكه او راښيي،چې حضرت ابوذر(رض)متقي او د پېغمبر اکرم(ص) باوري شخصيت و.

حضرت ابوذر(رض) پر پېغمبراکرم (ص) ډېر ګران و او د پېغمبراکرم (ص) په نزد يې ځانګړى مقام درلود،چې حضرت ابوذر(رض) به حاضر و؛نو پېغمبراکرم (ص) ورسره خبرې كولې،چې به نه و؛نو رسول الله (ص) به ويل : ابوذر چېرته دى؟

ابوذر(رض) يوه ورځ پېغمبراکرم (ص) ته ورغى،آنحضرت(ص) ويده و او سپين څادر يې پر ځان خپور كړى و،ابوذر(رض) ورغى او رسول الله(ص) يې راويښ كړ. د پېغمبراکرم (ص) سترګې،چې پر حضرت ابوذر(رض) ولګېدې؛نو ويې ويل : څوك چې “لا اله الا الله ” ووايي او پر همدې حال ومري؛ نو جنت ته به ځي.

ابوذر(رض) : كه زنا او غلا يې هم كړې وي؟

رسول الله(ص) :هو! كه زاني او غل هم وي.

ابوذر(رض) بيا وپوښتل: كه زاني او غل هم وي؟

پېغمبر اکرم (ص)په ټينګار ورته وويل : كه زنا او غلا يې هم كړې وي .

ابوذر(رض) بيا په حيرانتيا او انكار ورته وويل : كه غل او زاني هم وي؟

رسول الله(ص) : هو ابوذره! كه زنا او غلا يې هم كړې وي.

ابوذر(رض) په فكر كې ډوب و،چې دوه تنه جومات ته راننووتل . پېغمبراکرم (ص) حضرت ابوذر ته وويل : هغوى وګوره.

ابوذر(رض)سر راپورته كړ،چې يو سړي نوې او د ځل بل جامې اغوستې وې .

 پېغمبراکرم (ص) بيا حضرت ابوذر ته وويل : هغه بل وګوره.

ابوذر (رض) سر راپورته كړ او ويې ليدل،يو سړى دى،چې شلېدلې او رېمنې جامې يې اغوستې دي .

پېغمبراکرم (ص) وويل: دا سړى خداى ته تر هغه بل ډېر ګران دى.

ابوذر(رض) همداسې په جومات كې ژوند كاوه،تر څو چې يې “ام ذر(رض)” نكاح كړه او واده يې ورسره وكړ. ام ذر(رض) د پېغمبر (ص) له هغو محترمو صحابيه وو ځنې وه،چې د اسلام لپاره يې د خپل مېړه هومره سختۍ تېرې كړي دي .

حضرت ابوذر(رض) تر واده وروسته له “چوتره مېشتو” سره ژوند پرېښود او له مدېنې بهر يې پر يوې غونډۍ کېږدۍ ووهله .بيا نو د حضرت ابوذر(رض) د ژوند د كتاب بله پاڼه اوړي .

د حضرت ابوذر(رض)روح دومره ستر و،چې د ښار په تنګ چاپېريال كې نه ځايېده؛بلكې د بيديا په څېر ستر او چوپ و؛ ډېر به د خپلې کېږدۍ تر څنګ پر غونډۍ ناست و او په فكر به بوخت و،د لمر ويرجنو پرېووتو او ښکليو او خوشالونكيو راختو ته ځير و؛ ښه او پتمن دوستان يې تفكر او يوازېتوب و. كله به يې پر خپل تېر ژوند فكر كاوه او هغه پېښې يې رايادولې،چې پرې په غفار او مدينه كې تېرې شوې وې او كله يې د نوي غورځنګ په باب سوچ كاوه؛هغه غورځنګ،چې بېوزلي او وحشت له منځه وړي او ورځ پر ورځ يې ريښې او ښاخونه خورېږي.د بېديا له چوپې چوپتيا ورته د مريينې د زنځيرونو د ماتېدو غږونه راتلل، ورته يې ويل : چې خلك د “ايران” او “روم” له مرييتوبه خلاص شوي او په پوره ازادۍ ژوند كوي.د صحرا هر نسيم ورته زېرى و؛ مسلمانانو وروڼو زېرى مې درباندې ! چې يووالي د ايران او روم د پاچايانو پوزه پر ځمكه مږلې ده . زېرى مې درباندې ! چې مكه هم مسلمانانو فتح كړه، لنډه داچې اوس د اسلام د لمر وړانګو ټوله ټاپووزمه نيولې ده.

د حضرت محمد(ص) په هوښيارۍ او تدبير د بېوزلۍ، پرېشانۍ، بې اتفاقۍ ، بغض او كينې جرړې له عربستانه راوپوښتېدې او  په خپلو لاسونو يې د برابرۍ او ورورولۍ نيالګى كېښود.

حضرت ابوذر(رض)ليدل،چې د اسلام په راتلو مريان،بېوزلي، مستضعفان، غريب او وروسته پاتې ټبرونه خپل ژوند ته هيلمن او هر يو د ژوند او كور خاوندان شوي دي او د فكر او حيرانيتا خبره خو دا ده،چې په خپله حضرت ابوذر(رض) د اسلام او نهضت له هغو مشرانو دى، چې خلكو ته يې كور، ژوند او برابري ور پر برخه كړې او په خپله يې يوازې له ښاره بهر د غونډۍ پر سر کېږدۍ وهلې ده.

يوه ورځ يې دوست ورغى،شاوخوا ته يې وكتل؛خو هېڅ  يې و نه ليدل .

ابوذر(رض) ته يې مخ كړ،ورته يې وويل: ابوذره! د كور سامان دې چېرته اېښى دى؟

ابوذر(رض) : موږ يو بل كور لرو، چې سامان هلته ورلېږو.

د ابوذر دوست : څو چې دلته يې؛نو څه سامان خو بايد ولرې.

ابوذر(رض): موږ د دې كور خاوند دلته ډېر پاتې كېدو ته نه پرېږدي.

 بيا حضرت ابوذر(رض) خپل مېلمه ته وكتل او ويې ويل:” پر خداى قسم ! پر څه چې زه پوهېږم،كه تاسې ترې خبر واى؛نو كله به مو له خپلو ښځو سره كوروالى نه واى كړى او پر خپلو فرشونو به نه كېناستئ. پر خداى قسم! ډېر به خوشحاله وم، چې د ونې په څېر پېدا شوى واى، چې خلكو ترې مېوه خوړاى او په اخر كې  يې غوڅولاى او له منځه تله”.

د حضرت ابوذر دوست : دا كار ستا د دنيوي ژوند مخه نيسي .

ابوذر(رض): د خداى رسول (ص) راته وويل : ((هغو ته حيران يم،چې د اخرت پر ابدي ژوند ايمان لري او ځان  په دې دنيا تېر باسي)).

تر خبرو اترو وروسته د ابوذر مېلمه ولاړ. حضرت ابوذر(رض)هم جومات ته روان شو؛جومات ته چې ننووت،ګوري،چې پېغمبراکرم (ص) ګوښې ته ناست دى،ورغى او په څنګ كې ورسره كېناست .

 پېغمبراکرم(ص) حضرت ابوذر(رض)ته وويل : هر څه يو ځانګړى احترام لري او د جومات احترام دادى،چې لمونځ پكې وشي، پاڅه او لمونځ وكړه!

ابوذر(رض) پر لمانځه ودرېد او تر لمانځه وروسته راغى او كېناست . حضرت ابوذر(رض) له ځان سره وويل : له وخته بايد پوره ګټنه وشي؛ځكه يې رسول الله(ص) ته وويل: د خداى رسوله! موږ ته وايې،چې لمونځ وكړه؛ خو لمونځ څه دى؟

پېغمبراکرم(ص) : لمونځ غوره قانون دى، كه ډېر وشي كه لږ.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله ! تر ټولو سپېڅلې كړنې،كومې دي؟

پېغمبراکرم(ص) : پر خداى ايمان درلودل او په لار كې يې جهاد.

ابوذر(رض) : د كوم مؤمن ايمان پوره دى؟

پېغمبراکرم (ص): د ښو خويونو د خاوند.

ابوذر(رض): له مؤمنانو كوم يو ښه مسلمان دى؟

پېغمبراکرم : هغه چې خلك يې د لاس او ژبې له زيانه خوندي وي .

ابوذر(رض) : د خداى رسوله ! کوم لمونځ سپېڅلى دى؟

پېغمبراکرم (ص): هغه چې قنوت يې اوږد وي .

ابوذر(رض) : كوم هجرت تر ټولو ښه دى؟

پېغمبراکرم (ص):  له ګناهونو.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله! روژه څه ده؟

پېغمبراکرم(ص): دنده ده،چې د خداى په نزد ډېره ستره ده او څو ځل اجر لري .

ابوذر(رض): د خداى رسوله! غوره جهاد كوم دى؟

پېغمبراکرم(ص): د خداى په لار كې جهاد.

د خداى رسوله ! كومه بښنه تر ټولو غوره ده؟

پېغمبراکرم(ص) : دهغه غريب بښنه،چې په خپل زيار او لاسونو يې وګټي او له فقيرانو سره مرسته وكړي.

ابوذر(رض): د كوم مريي ازادول تر ټولو غوره دي .

پېغمبراکرم(ص): هغه چې پر مالك ډېر ګران وي.

ابوذر(رض): پر تا په نازل شويو آيتونو كې كوم يو لوى دى؟

پېغمبراکرم(ص): آية الكرسي… ابوذره! اوه واړه اسمانونه د آية الكرسي په پرتله داسې دي؛ لكه څاڅكى، په سمندر كې.

ابوذر(رض): خداى څو كتابونه رالېږلي دي.

پېغمبراکرم(ص): يو سل او څلور كتابونه پر “شيث”، پنځوس صحيفى پر “اخنوع”، دېرش صحيفې پر “ابراهيم” لس، او تر تورات مخكې پر “موسى” (ع) هم لس صحيفې نازلې شوې بيا “تورات”، “انجيل”، “زبور” او “قرآن” نازل شوي دي.

ابوذر(رض) : د خداى رسوله! د ابراهيم په صحيفو كې څه ول؟

پېغمبراکرم(ص) : ټول حكمتونه او نصحيتونه ول؛لكه : مغروره پاچا او د خلكو پر اوږو سپوره! ما ته ددې لپاره لېږلى وې، چې د مظلوم حق له ظالمه واخلې. هوښيار سړى يو ساعت د خداى عبادت كوي،يو ساعت په ګرېوان كې ګوري،فكر كوي او خپل خداى ته حساب وركوي . له درېو چارو پرته په بل څه پسې هڅې مه كوئ : د ژوند لپاره هڅه، له دنيا په حلاله د خوند اخستو هڅې او د آخرت لپاره هڅه . هوښيار بنده بايد خپل وخت وپېژني،د خولې برغولى ولري،د عمل خاوند وي او يوازې د اړتيا پر مهال وګړېږي .

ابوذر(رض): د خداى رسوله ! د موسى په صحيفو كې څه ول؟

پېغمبراکرم(ص): ټول عبرتونه ول؛لكه : هغه چا ته حيران يم، چې پر مرګ ايمان لري او بې ځايه خوشحالي كوي او هغه ته حيران يم،چې پر اور ايمان لري او بېځايه خاندي او هغه ته حيران يم،چې پر برخليك ايمان لري او بيا هم خپه وي . هغه ته حيران يم،چې دنيا ته ګوري او پرې غولېږي او ورباندې ډاډه وي . هغه چا ته حيران يم،چې د اخرت پر حساب و كتاب ايمان لري او عمل پرې نه كوي .

ابوذر(رض): د خداى رسوله! ما ته  وصيت وكړه.

پېغمبراکرم(ص): د تقوا وصيت درته كوم،چې تر ټولو اوچت مقام دى.

ابوذر(رض): د خداى رسوله ! علم رازده كړه.

پېغمبراکرم(ص): قرآن لوله،په دنيا او آخرت كې به خوشحاله يې، ډېر مه خانده؛ځكه د مخ رڼا كموي او زړه وژني.خوله دې يوازې د ښو او نېكو چارو لپاره سپړه؛ځكه چوپتيا شيطان شړي او په دين كې ملګري كوي . له فقيرانو او خوارانو سره پر ناسته پاسته مه شرمېږه او څوك چې ستا تر لاس لاندې كار كوي،پرې مهربان اوسه . انسان بايد د خداى پر وركړه شكر وباسي. له خپلوانو سره مړى ژوندى كوه،كه څه هغوى درسره تګ راتګ پرېښى وي . د خداى په لار كې له هېچا مه وېرېږه . حق تريخ دى؛ خو ته همېشه د حق خبره كوه.ځان ته وګوره، كوم عيب، چې دركې وي، په باب يې خلكو ته نصيحتونه مه كوه. كوم كار،چې كوې او خلك يې هم كوي؛نو څوك پرې مه رټه؛ځكه همدومره عيب دې بس دى،چې خپل عيب نه وينې او د نورو وينې.

بيا پېغمبراکرم (ص) خپل لاس د ابوذر(رض) پر سينه كېښود،ورته يې وويل : ابوذره! تدبير ښه عقل،ځان ساتنه ښه زهد او ښه عمل نېك خوى دى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!