تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د ارزښتونو ارزونه وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿سبا/۳۷﴾ = او شتمني او اولادونه مو ما ته د رانژدېدو لامل نه دي؛ خو نېکانو مؤمنانو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د ارزښتونو ارزونه

وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿سبا/۳۷﴾ = او شتمني او اولادونه مو ما ته د رانژدېدو لامل نه دي؛ خو نېکانو مؤمنانو ته یې د كړنو دوه ګرايه بدله ده او (په جنتي) ماڼيو كې به ډاډمن اوسي .

د وګړي او ټولنې په ژوند كې مهمه موضوع، د ارزونې كچې او د هغې ټولنې پر فرهنګ واكمن ارزشي غونډال – نظام دى؛ ځكه د وګړي او ټولنې په ژوند كې ټول خوځښتونه له همدې ارزشي غونډاله سرچينه اخلي. په دې موضوع كې د يو قوم او ملت تېروتنه او بې بنسټه او خيالي ارزښتونو ته مخه كول، كافي ده، چې تاريخ يې تباهۍ ته وكاږي او د رښتونو ارزښتونو او كچو پېژندل يې د نېكمرغۍ د ماڼۍ مضبوطه بېخبنا ده.

 كبرجن دنيا پالي، ارزښت يوازې په شتمنۍ، توکیز – مادي ځواك او د وګړيو په شمېر كې بولي او ان د خداى په درشل كې د وګړې كچه په همدې چوكاټ كې انګېري. د همدې دلايلو له مخې، د پېغمبرانو لومړۍ او مهم اصلاحي ګام، ددې دروغجن ارزشي چوكاټ ماتول ول. په خپلو ښوونو يې دا ناسمې او غلطې كچې دړي وړې كړې او پر ځاى يې الهي اصيل ارزښتونه ځايناستي كړل او په يو هڅوبیز اوښتون – فرهنګي انقلاب يې د وګړې چورليز، له شتمنۍ، اولاد او شهرته پر ايمان او صالحو كړنو بدل كړ.

ان پوهه او په ستر وګړيو (ان پېغمبران) پورې تړاو كه له ايمان او نېکو كړنو سره مل نه و، په يوازې ځان د انسان پر ارزښت څه نه ورزياتوي؛ نو دا دى، چې قرآن په خپلې بېساري څرګندنې، پالوونكي ته د ورنژدېدو او د انسان د وجودي ارزښت د لاملونو په برخه كې، پر ټولو انحرافي او خرافي انګېرنو د بطلان او چليپا كرښه راښكوده او اصيلې كچې يې په دوو څيزونو كې رالنډې كړې، چې ټول انسانان یې د تحصيل او لاس ته راوړو وس لري او توکیزې شونتياوې او بې برخېتوب پكې اغېزمن نه دي.

 كه شتمنۍ او اولاد هم پر دې بهير كې شي، الهي رنګ مومي او د ايمان او صالح عمل رنګ اخلي او خداى ته د ورنژدېدو لاملېږي. (نمونه، 18: 109 مخ) په يو روايت كې لولو، چې يو تن د امام صادق (رح) په مخكې يو شتمن په بدو ياد كړ، امام (رح) وويل: [چوپ شه؛ كه يو شتمن له خپلوانو سره اړيكه ولري او له خپلو روڼو سره په نېكۍ چلېږي، خداى يې اجر دوه ګرايه كوي؛ لكه چې خداى وايي: (( او شتمنۍ او اولادونه مو داسې څه نه دي، چې موږ ته مو رانژدې كړي؛ خو هغه چې ايمان یې راوړى او ښې چارې يې كړې وي…)).] (الميزان، 16: 398 مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!