تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د اسلام اعتقادي اصول (ګروهیز آرونه) د عقیدتي اصولو دویم اصل نبوت موږ دلته لومړی په عمومي توګه د پېغمبرانو نبوت او بیا د اسلام د پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم نبوت تر غور لاندې نیسو. الف- د پېغمبرانو نبوت: […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د اسلام اعتقادي اصول (ګروهیز آرونه)

د عقیدتي اصولو دویم اصل

نبوت

موږ دلته لومړی په عمومي توګه د پېغمبرانو نبوت او بیا د اسلام د پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم نبوت تر غور لاندې نیسو.

الف- د پېغمبرانو نبوت:

لکه څنګه چې له اتومه نیولې تر ستوریو، ټول موجودات د الهي نظام او قوانینو له مخې مخ پر تکامل یون کوي او وینو، چې یوه دانه د ټاکلي قانون او شرایطو په صورت کې، په غټه ونه بدلېږي او د شاتو مچۍ د الهي وحې له مخې، په نظم او عالي تمدن سره خپل ټولنیز ژوند پر مخ بیایي، دغسې انسان (اشرف المخلوقات) هم له دې قاعدې مستثنی نه دی، چې تکامل ته د رسېدو لپاره «الهي قوانینو» ته اړتیا لري او دا چې انسان ته د نورو موجوداتو پرخلاف اختیار ورکړ شوی او د فجور او تقوی د دوو لارو «فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا=[1] نو ده ته یې د خپلو بدو او ښو (تشخیص) ورالهام كړ» په منځ کې درول شوی؛ نو په داسې شرایطو کې انسان لارښوونې ته اړتیا لري، چې سمه لار (تقوا) له کږې لارې (فجور) وپېژني، چې له کږلارۍ، پرېوتو او ځوړ خلاص او وګړيزی او ټولنیزې ګټې او دندې ور په ګوته شي.

د انسان په ژوندانه کې نبوت، هماغه «الهي قوانین» دي، چې پېغمبرانو ته وحې شوي، چې بشریت د «خیر»، «صلاح» او «کمال» پر لوري مشري کړي، هماغه الله چې د شاتو مچۍ ته یې وحې لېږلې «وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ[2]= او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته په زړه کې (غریزه) غورځولې ده» چې ددې وحې په پایله کې، نوموړې وړې حشرې، بې له دې چې د چا زدکړیالي یې کړې وي او یا په کوم پوهنځي کې معماري زده کړې وي، په خورا نظم او عالي تمدن، خپل ټولنیز ژوند غځوي.

ب-د حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) نبوت

که له یوه اُمّي او نالوستي له خوا درته په علمي مطالبو خورا ښکلی ادبي لیک درکړ شي؛ نو تاسې خو عقلاً منئ چې دا لیکنه به د بل چا وي. اوس که د قرآن کریم مطالب د تاریخي مخینو او د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم له چاپېریال او ژوند سره وسنجوو؛ نو په اسانۍ، دا مو عقل مني، چې قرآن کریم په رښتینې او غوڅه توګه، د الله تعالی کلام دی؛ ځکه:

۱-تاریخي مخینې راښيي، چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم پلارمړی و، د عربستان له پوهې او علم نه په لرې چاپېریال کې روزل شوی و او د نورو پېغمبرانو غوندې یې د خپل عمر یوه برخه په شپنۍ کې تیره کړې او بله برخه یې په سوداګرۍ او یو عمر هم له خلکو سره و، بې له دې چې خلکو یې لیکل او لوستل لیدلي وي.

((قُل لَّوْ شَاء اللّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَدْرَاكُم بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ[3]= ووايه: ((كه الله غوښتاى؛ نو ما دا آيتونه تاسې ته نه لوستل او (الله هم زما له لارې) تاسې ترې نه خبرولى، ما خو ددې تر (راوړو) له مخه، ستاسې په منځ كې يو عمر تېر كړى دى (او هېڅكله مې هم كوم يو آيت نه و راوړى) ولې عقل نه کاروئ؟!)) ))

نو که د قرآن کریم مطالب دده خپل وای؛ نو د پوهانو او فیلسوفانو په څېر به یې له بعثته مخکې هم داسې مطالب ویلي وو؛ لکه د رسالت په پېر کې یې چې وویل.

۲-حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم په خلکو کې د «رښتین» او «امین» په نامه مشهور و، چې ټولو به ورته «محمد امین» وایه، چې ډېر کسان هم د ده د رښتیا ویلو له لامله مسلمانان شوي او که په دروغو یې د نبوت دعوه کړې وای؛ نو ژر یا روسته به یې دروغ څرګند شوي ول.

۳-که په دروغو یې د پېغمبرۍ دعوا کړې وای؛ نو باید له خلکو یې د «شتمنۍ»، «مال» او «مقام» غوښتنه کړې وای؛ خو چې کله اشراف او د قبایلو مشران، د ابوطالب له لارې وړاندیز ورته کوي؛ که له خپلې خبرې تېر شي؛ نو هر ډول «شتمني»، «مال» او «مقام» به ورکړي؛ خو په ځواب کې وایي: «پر الله قسم، که په ښي لاس مې لمر او کیڼ لاس کې مې سپوږمۍ کېنوئ؛ نو له خپل رسالته به لاس وانخلم».

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم پخپله دعوا کې په حق او رښتونی و؛ ځکه تر زیاتې ربړ ګالنې روسته چې د ټولنې جوړولو عملي ځواک تر لاسه کوي، د یتیمانو پر ځمکه (تر بیې ورکولو روسته) جومات جوړوي او د عمر تر پایه هلته اوسي او ددې پر ځای، چې له خلکو د پیسو راټولولو تمه ولري، د نورو پېغمبرانو علیهم السلام په څېر وایي:

((يَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلاَ تَعْقِلُونَ[4]= زما قومه! ددې (رسالت) لپاره څه اجر درځنې نه غواړم، زما اجر يوازې پر هغه دى، چې زه يې پيدا كړى يم؛ نو ايا (ناخبر ياست او) او عقل نه کاروئ؟!))

۴-د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د نبوت بل دلیل، د مېرمنې یې ام المؤمنین حضرت خدیجې (رض) ایمان راوړل وو؛ ځکه خپله ښځه، تر نورو ښه، د خپل مېړه پر کړنو قضاوت کولای شي؛ ځکه له ټولو ځانګړنو یې خبره وي.

۵-له حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم سره یې د لارویانو بې کچه مینه وه او د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم روحانیت او معنویت یې د نبوت له تاییداتو ځنې دی.

وایي «بهمن یار» د ابوعلي سینا له زدکړیالانو، یوه ورځ خپل استاد ته وړاندیز وکړ، چې له دومره علم او شهرت سره سره، که د پېغمبرۍ دعوا وکړې؛ نو ټول خلک به دې ومني. یوه ورځ ابوعلي سینا د سهار اذان پر مهال، نوموړي ته وویل، چې یو جام اوبه راوړه؛ خو زدکړیال، د ډېرو سړو او د خوب د ډېروالي له لامله، د ښووند امر پر ځای نه کړ، ابوعلي سینا هیله ترې وکړه، څو شېبې د سهار اذان ته غوږ کېده؛ نو همدا چې مؤذن د «اشهد ان محمدا رسول الله» غږ پورته کړ، ورمخ یې کړ او و یي ویل: وګوره د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د کلام نفوذ ته، چې لارویان یې له رحلته پېړۍ پېړۍ روسته، په ډېره سړه هوا کې، د منارو سر ته ورخېژي او پر رسالت یې شاهدي ورکوي او ما چې شخصاً له تا ځنې یو غړپ اوبه وغوښتې؛ نو پلمې دې جوړې کړې او چمتو نه شوې، څو شېبې بې خوبه شي.

۶-فصاحت، بلاغت او وړاندوینه، د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم او د قرآن کریم معجزې، د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د نبوت لپاره ټینګ دلیل دی.

((قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا=[5] ووايه: ((كه (ټول) انسانان او پېريان راټول شي، چې ددې قرآن په څېر(کوم کتاب) راوړي؛ نو په څېر يې راوړاى نشي، كه (په دې كار كې) څومره يو د بل لاسنيوى وكړي.)) ))

۷-بلخوا وینو، چې قرآن له یوې بشري لیکنې سره هم ورته نه دی؛ بلکې بشپړ، د الله له پنځون (طبیعت) سره ورته والی لري او قرآن، بشر د «قرآن کتاب» او د «طبیعت کتاب» د آیتونو مطالعې څېړنې او پوهیدنې ته رابولي او دواړو (قرآن او طبیعت) ته د الله آيات وایي.

((الَرَ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ[6]= الف، لام، را، دا د (الهي) كتاب آيتونه او څرګند قرآن دى.((

((تِلْكَ آيَاتُ الْقُرْآنِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ[7]=دا د قرآن آيتونه او (د دین د حقایقو) یو څرګند(وونکی) كتاب دى؛((

((المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِيَ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ[8]= الف، لام، ميم، را، دا د (اسماني) كتاب آيتونه دي او څه چې ستا د پالونكي له لوري تا ته نازل شوي، حق (رښتیني) دي؛ خو ډېر خلك ایمان نه راوړي.((

  1. وینو چې قرآن د طبیعت په څېر خوالې او ظاهري او باطني ماناوې لري. څېړونکي او پوهان د دواړو د مطالعې په پایله کې پر توحید، ایمان او نورو حقایقو برلاسېداي شي؛ لکه څنګه چې په «قرآن» کې د زېري ورکوونکي او د عذاب آیتونه شته، د «طبیعت کتاب» کې هم، د لورنې او زېري آیتونه شته؛ لکه باد او باران )وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا[9]= او (الله) هغه (ذات) دى، چې بادونه تر خپل رحمت [باران] مخكې زېرګري لېږي) او هم د عذاب آيتونه؛ لکه توپان او د بوټيو آفات )فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلاَتٍ[10]= نو (موږ يو په بل پسې ناورينونه پرې ورکوز کړل:) توپان، ملخان، کنې، چونګښې او د وينو باران مو پرې ورحواله کړل، چې دا ټولې نښې مو بېلابېلې وښوولې (خو بيا هم راويښ نشول او) لويي يې وکړه او دوى بدچاري وو.) شته او لکه څنګه چې په قرآن کې معجزې شته، د «طبیعت کتاب» کې هم «الهي معجزې» پېښېري؛ لکه د حضرت موسی علیه السلام معجزې او دې ته ورته نورې.

۸-د «محمدي ښوونځي» په څېر یو «ښوونځي» هم خلک علم او پوهې ته نه دي هڅولي؛ حال دا، که دا لار یې له خپله ځانه جوړه کړې وای؛ نو باید خلک یې په ناپوهۍ او تورتم کې ساتلي او د خپلو موخو د سرته رسولو لپاره یې ګټنه ترې کولای حال دا، قرآن له «قَرَءَ= لوستل» ځنې اخستل شوی؛ یعنې د لوستو کتاب.

  1. قرآن هغه کتاب دی، چې لومړی پېغام یې «اقراء» دی (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ[11]= ولوله! د خپل پالونكي په نامه، چې (هرڅه يې) شته كړي)؛ قرآن هغه کتاب دی، چې خدای یې په ښوونه ویاړي او انسان ته د قلم له لارې ښوونه کوي (الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ[12]= هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه) او هم الله په قرآن کې، پر قلم قسم یادوي (ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ[13]= نون، سوګند پر قلم او څه چې ليكي!) په قرآن کې د پوهانو امتیاز په دې ډول بیان شوی. )هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُون[14] ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))

۹-حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او لار (اسلام) یې د نورو پېغمبرانو علیهم السلام) په څېر، محروم او مستضعف خلک، له استضعاف[15] او محرومیته خلاص او د ځلنده عالي «فرهنګ» او «تمدن» خاوندان کړي دي؛ نو مسلمانان چې لومړی بې د قرآن کریم له کتابه بل کتاب نه درلود، بیا یې د نوراني پلوشو له برکته په ټولو برخو کې د سترو علمي او فرهنګي زېرمو خاوندان شول، چې نور ملتونه هم د ده له رڼا، رڼا شوي؛ نو ویلای شو، چې فرهنګ او تمدن پر کتاب (قرآن) ولاړ دی.

۱۰-د تورات سفر تکوین[16] او انجیل یوحنا[17]په پخوانیو کتابونو کې د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د راتګ خبر ورکړی، چې دا پخپله د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د نبوت تصدیق دی.

یوحنا انجیل وایي: «او چې هغه؛ یعنې رښتینی روح (فارقلیط) راشي، تاسې به په رښتیا هدایت کړي.»

۱۱-د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د نبوت د تصدیق بل دلیل دا دی، چې د بعثت له پیله یې تر پایه، د نبوت او رسالت دعوا کوله.

))قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا[18]=(ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه الله استازى يم((

له دې دلایلو جوتېږي، چې قرآن کریم، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د نبوت او رسالت ویونکی او په رښتیني او غوڅه توګه، د الله تعالی له لوري رالېږل شوی کتاب دی.

د نبوت دندې

«د عقل په فیصله او د ادیانو د اړتیا له مخې، د بعثت موخه او د انبیاوو علیهم السلام کار، یوازې د چارو بیانول او د احکامو ویل نه دي؛ بلکې د قوانینو په پلي کولو د «ټولنیز عادلانه نظام» ټينګول، د انبیاوو مهمه دنده ده.»

د قرآني آيتونو له مخې، د پېغمبرانو علیهم السلام مهمې دندې دا دي:

۱-خلکو ته د الهي آيتونو په ویلو پوهه او معرفت ورکول. (يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ= چې د الله آيتونه ورولولي[19]))

۲-خلک له شیطاني ځانګړنو چاڼ او تزکیه کول او په الهي خویونو سمبالول (وَيُزَكِّيهِمْ[20]= او پاك يې كړي).

۳-خلکو ته د الهي کتاب او قوانینو ښودل (وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ= او كتاب (قرآن) وروښيي).

۴-خلک پر حکمت او د انسان او نړۍ پر خوالو پوهول (وَالْحِكْمَةَ= او حكمت وروښيي).

۵-د خلکو پوښتنو او استفتاوو (احکامو) ته ځواب ویل(يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ[21]=((

6-خلک د افکارو آزادي ته هڅول( فَبَشِّرْ عِبَادِ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ[22]= او هغو كسانو ته زېرى دى، چې د طاغوت له نمانځنې يې ډډه او الله ته يې ورمخه كړې وي؛ نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دوی هغه خلك دي، چې الله سمه لار ورښوولې او همدا دوى عقلمن دي.((

  1. ۷-خلک فکر کولو ته هڅول، چې د فرهنګ کچه یې لوړه شي. (وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ[23]=(موږ له تا مخکې پېغمبران) له څرګندو دلايلو او پخو ليکنو سره (لېږلي دي) او موږ تا ته خبروونکى (= قرآن) درلېږلى، څه چې خلکو ته نازل شوي، ورته څرګند کړې او ښايي اندنه وکړي.)

۸-خلک له ناپوهۍ او ځانمنۍ (ظلمات)، د علم، پوهې او هدایت (نور) خوا ته رابلل او پر سیده لار یې رهبري کول، چې د عزت او سرلوړۍ لار ده.

(الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ[24]= الف، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ تا ته درلېږلی، چې خلك د دوى د پالونكي په توفیق او حکم (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو (د ايمان، عدل او پوهې) د رڼا پر لور د ستايل شوي ناماتي (الله) لارې ته راوباسې. )

۹-د ټولنیز عدالت منځ ته راوستل.

  1. )لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ=[25] رښتیا موږ خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل، چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو وركوزه كړه، چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، څوك په پټه د ده (د دين) او استازيو يې ملتیا كوي؛ هو! الله بریمن ناماتى دى. )

۱۰-زېرګري او ګواښګرندي

  • (كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ[26]=(په پيل كې) ټول خلك يو امت و (په يوه لار روان او ترمنځ يې تضادونه نه وو، رو رو ټولنې او پاړکۍ رامنځته شوې او ترمنځ يې اړپیچونه او تضادونه راپيدا شول،په دې وخت كې) الله پېغمبران ورولېږل، چې (پر سم تګ) زېرګري او(پر كږو لارو د تګ له پايلو) ګواښګرندي ول او ورسره يې د [الله] کتاب ولېږه، حق ته یې بلل، چې د خلکو ترمنځ د پېښ اړپېچ پرېکړه وکړي (مؤمنانو پكې اړپېچ ونکړ) اړپېچ یوازې هغوى راپېدا كړ،چې کتاب وركړ شوى و او ښه پاخه دلايل هم ورغلي ول؛ خو د خپلمنځي کينې او سيالۍ له لامله يې اړپېچ ته ملا تړلې وه؛ نو الله په خپله اراده مؤمنانو ته د دوى د شخړو پر مهال د حق لورى وروښود (خو بې ايمانه خلك هماغسې په اړپېچ او بېلارۍ كې پاتې شول) او د الله چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي.)

د «روزنې» او «ارواپوهنې» له پلوه، بشارت (زېری) او انذار (وېره) ځانګړی اهمیت لري، په دې توګه، چې د هڅونې ترڅنګ ګواښ او د اجر او بدلې ترڅنګ سزا ټاکل شوې او دا د انبیاوو علیهم السلام له مهمو دندو څخه وو.

 

د پېغمبرانو علیهم السلام ډولونه

په عمومي توګه پېغمبران دوه ډوله دي:

(الف) تشریعي یا (اولولعزم) پېغمبران

(ب) تبلیغي پېغمبران

(الف) تشریعي پېغمبران:

هغه پېغمبران چې یو لړ قوانین او لارښوونې، په خپلواک ډول وحې پرې شوې وي؛ مسولیت لري، چې دا قوانین او لارښوونې، خلکو (الناس) ته تبلیغ کړي او د همدې لارښوونو له مخې، خلک مشري کړي؛ یعنې د وحې شوي پېغام له مخې عقیدتي ټولنه (امت) جوړه کړي یا دوی د پېغام د پلي کولو مسولیت پر غاړه لري. دوی له ټولنې د شرک جرړې، ښي او کیڼ لوري ته کوږ والی، تبعیض او طبقات، فقر او بدمرغۍ، اخلاقي فسادونه او ټول هغه لاملونه چې له «صراط مستقیم» ځنې د ټولنې د کوږوالي لامل ګرځېدلي وي، له منځه وړي؛ یعنې د ټولنې د سمې روزنې او سالمې پالنې (سیاست) مسولیت ورپر غاړه وي او یا په عمومي ډول وایو:

د اسلام د اعتقادي ښوونځي له مخې، د یوي اعتقادي ټولنې (امت) د جوړښت مشري (= امامت) ورپر غاړه ده؛ لکه حضرت نوح، حضرت ابراهیم، حضرت عیسی (علیهم السلام) او حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم.

(ب) تبلیغي پېغمبران

دا ډول پېغمبران د خپلواک شریعت او قوانینو خاوندان نه دي؛ خو ماموریت لري، چې د هماغه زمانې شریعت او قانون تبلیغ، پلي او دود کړي؛ لکه هود، لوط، اسحق، اسماعیل، یعقوب، یوسف، یوشع، شعیب، هارون، یحیی او ذکریا (علیهم السلام).

د پېغمبرانو مبارزاتي دود

د الله تعالی له لوري یو لک او څلرویشت زره پېغمبران خلکو ته رالېږل شوي. لومړی حضرت آدم (علیهم السلام) او روستی، چې نبوت پرې ختم شوی (خاتم النبیین)؛ حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم دی.

ټولو پېغمبرانو یو «پېغام» یو «دین» او یو «ښوونځی» تبلیغ کړی؛ خو د زمانې د غوښتنو او د چاپېریال او وګړیو د ځانګړنو په پامنیوي، ددې پېغام او دین په پلي کولو کې، د پېغمبرانو ترمنځ د دود او کړنلار اختلاف/ اړپېچ و.

پېغمبران د خپلو ټولنو په ځانګړنو، شرایطو، اړتیاوو او د فکري، اخلاقي، سیاسي او ټولنیز ودې په کچه ښه پوهېدل؛ نو ځکه دوی د همدې شرایطو په پامنیوي، د یوه ځانګړي رسالت او مبارزاتي کړدود خاوندان ول. یو د جنګ پېغمبر کېږي، بل د سولې، یو د محبت، بل د استثمار/ زبېښاک پر ضد او بل، خلک د اخلاقي فضایلو پلي کولو ته رابولي؛ نو پېغمبرانو، د قانون د پلي کولو په باب، د کړنلارو اړپېچ درلود؛ خو د قانون روحیه یې یوه وه.

د قرآن کریم له نظره، د موخې پرلوري، د «نړۍ»، «انسان» او «ټولنې» تکاملي بهیر، یو مشري شوی بهیر دی، چې «صراط المستقیم= سیده لار» ورته وایي؛ خو د انسان او ټولنو یون، پر دې مسیر، متحول او متکامل دی؛ یعنې له یوه حالته، بل حالت ته مخ پر بشپړتیا او تکامل یون کوي؛ خو لار یوه او سیده (مستقیمه) ده.

بشر پر صراط مستقیم د تګ پر ځای، کله هم د منجمدو او ناوړو روږدنو په لومه کې ښکېل شوی؛ نو ځکه په دې حالت کې د مبعوث شوي پېغمبر رسالت دا وي چې دوی له دې لومې خلاص کړي او کله په داسې غرور، کبر او «ځان منۍ» ککړ شي، چې مبعوث شوي پېغمبر مسولیت درلود، ددې روږدونو د پرېښودلو لپاره یې زهد او ریاضت ته راوبولي او له دې کږلارۍ یې سیده لار ته راکاږي او کله یې په ټولنه کې د ظلم، تېري او خپلسرۍ له وجهې، د مبارزې کړنلار، خلکو ته احساس ورکول او دوی پر خپلو حقوقو پوهول، رسالت ګرځېدلی دی.

څرنګه چې ټول پېغمبران، له ولسه راپاڅېدلي، د خلکو (الناس) په احساس، دردونو، اړتیاوو او ناخوالو پوهېدل؛ نو هماغسې یې ورته د حل لار او د دردونو درمل ورکول. هغوی خپل ولس او ټولنه پېژندلې، چې مخاطب یې څوک دي. داسې نه ول، چې درد به یې زړه کاوه او درمل به یې د سترګو ورکول؛ نو ځکه د هر پېغمبر د مبارزې کړدود او حل لار، د هماغه وخت د حالاتو له مخې و؛ نو پېغمبرانو، بشري ټولنه، له انجماد، په ټپه درېدو، ارتجاع، ناپوهۍ، ظلم، بدمرغۍ، فساد او ظلمته (دا حالت د بشري پرګنیو د شیطاني لوري ښودونکی دی) خوځښت، انقلاب، لوړاوي، پوهې، عدل، نېکمرغۍ، اصلاح او رڼا (دا حالت د بشري ټولنو «فلاح» ته رسېدو او پر صراط مستقیم، د یون کولو ښوونکی دی) ته رابللې ده.

بلخوا څومره چې بشري ټولنو تکامل کړی، ورسره غبرګ، د پېغمبرانو ښوونې هم بشپړتیا ته رسېدلي؛ داسې نه وه، چې ټولنې په یوې فکري یا ټولنیزه کچه وې او پېغمبرانو به د دوی له کچې لوړې ښوونې ورزده کولې؛ سوکه سوکه، له لومړنیو ښوونو ځنې د لوړو او عالي ښوونو پر لوري، د پېغمبرانو ښوونې، لوړې شوې دي. یا په بله وینا: بشر د پېغمبرانو په تعلیمي مدرسه کې، د یوه متعلم حیثیت لري، چې له لومړي ټولګي نه لوړو ټولګیو ته لوړ شوی. څه چې متعلم په لوړو ټولګیو کې زده کوي، دا به د هغه څه باب، لوړ او عالي تصور وي، چې په لومړنیو ټولګیو کې یې په باب یو څه ورته انځور کړي وو؛ نو د پېغمبرانو ښوونیز کړدود پر همدې بنسټ ولاړ و.

ټولو پېغمبرانو «اسلام» تبلیغ کړی؛ خو د تبلیغ بیان او افاده یې په بېلابېلو پړاوونو کې یو له بل سره توپیر درلود. د هر پړاو ټولنې، د خپلې وړتیا هومره، له اسلامه پوه شوي، چې په حقیقت کې پېغمبرانو د دوی د وړتیاوو د درک هومره، اسلام ورښودلی؛ نو له اسلامه د بشر لومړنیو او اوسنیو ټولنو پوهېدنه (سره له دې چې دواړه پر اسلام ګروهنې دي) توپير لري.

قرآن کریم، پېغمبران د یوه ځنځير په شان راپېژني؛ لومړني یې د روستنیو مبشرین او روستني یې د مخکېنیو مؤید او تصدیق کوونکی دي.

  1. )وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ[27]= او (درياد كړه) چې کله الله له پېغمبرانو (او له لارويانو يې) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم استازى درغى، چې ستاسې د اسماني کتاب پر (حقانيت) گواهي ورکونکى وي؛ نو هرومرو ايمان پرې راوړئ او ملاتړ يې وكړئ. (بيا الله) وويل: ((غاړه مو کېښووله او پردې (چار) مو زما ټينګه ژمنه واخسته؟)) ويې ويل: (((هو) غاړه مو کېښووله.)) (الله ورته) وويل: ((نو شاهد وسئ او زه هم درسره له شاهدانو ځنې يم.))

قرآن کریم له آدم علیه السلام نه تر خاتم النبیین صلی الله علیه و آله وسلم پورې د الله تعالی «دین» یو پر له پسې بهیر معرفي کړی او نامه یې «اسلام» پرې ایښې ده؛ البته داسې نه ده، چې په ټولو پېرونو کې، د الله تعالی د «دین» نامه، په خلکو کې د اسلام په نامه مشهور و؛ بلکې مطلب دا دی چې د «دین» حقیقت، د یوې «منځپانګې» لرونکی دی، چې ددې «منځپانګې» غوره او بهترین څرګندوونکی، د «اسلام» کلمه ده. )إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ[28]= په حقيقت كې الله ته منلی دين، اسلام (او حق ته غاړه ایښوول) دي).

مخکې مو وویل چې پېغمبرانو، الهي دین د بشري ټولنو د استعداد او فکری ودې په اندازې سوکه سوکه تبلیغ او پلی کړی؛ نو چې کله بشر د فکري ودې او ټولنیز بلوغ دې مرحلې ته ورسېد، چې د الله په دین په مکمل صورت پوه شي؛ نو الهي دین ورته د بشپړ او هراړخیز ښوونځي په توګه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم له خوا ابلاغ او وښودل شو او الهي رښتینی پېغام (وحې) مکمل شو، چې نوم یې قرآن دی.

(وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ[29]= او د رښتينولۍ او عدالت له مخې، ستا د پالونکي وينا (بيخي په تول) پوره ده، هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه پوه اورېدونكى دى.)

اوس د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د مبارزاتي دود یوه برخه تر غور لاندې نیسو.

 

د حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) سنت

«د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم سنت دا دي: کومه خبره یې چې کړې یا یې کوم حکم کړی یا د هغه عمل پر وړاندې چې و به شي یا کېږي چوپتیا غوره کړې او مخالفت یې نه دی ورسره کړی، یا یې پخپل ژوند کې کوم کړنه کړې؛ خو بې له دې چې نورو ته یې ووایي، چې و یې کړئ؛ نو ځکه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم سنت؛ د آنحضرت «ویناوې او کړنې» دي.

ویلای شو: اسلامي احکام دوه ډوله دي:

۱-هغه احکام چې له اسلامه مخکې ول؛ خو حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم دا تایید کړي (امضائي احکام).

۲-هغه احکام چې مخکې نه ول؛ خو اسلام وټاکل (تاسیسي احکام).

د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم «کړدود» هم په سنتو کې شمېرل کېږي؛ نو موږ باید پر دې ځان وپوهوو، چې زموږ پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د خپل رسالت د پلي کولو لپاره کومه کړنلار، تاکتیک او وتلار درلوده.

د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ځانګړې کړنلار:

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم چې د یوې ټولنېزې چارې د سمولو او بدلون لپاره کومه کړنلار غوره کړې، موږ ته د «اندیزې مبارزې» او «ټولنیزو چارو» له پلوه «بېلګه» ده، که څه ددې چارو (د رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د زمانې د ځانګړیو چارو او زموږ د زمانې د ځانګړیو چارو) ترمنځ ورته والی نه وي؛ نو په دې اړه د یوې بېلګې یادونه کوو:

تر اسلام مخکې غسل کولو، ګروهیز خرافي اړخ درلود، عرب ګروهن ول، چې په جُنُب انسان کې پېری یا شیطان ننوتی او په دې سره د انسان بدن او نفس نجسېږي او چې غسل و نه کړي؛ نو شیطان یې له بدنه نه وځي؛ نو جاهلي عربو په دې نیت غسل کاوه، چې شیطان یې له بدنه لرې شي.

د ټولنیزو مبارزو د سمونې درې نغوت دودونه

د ټولنیزو ښوونځيو له نظره، په ټولنیزو مبارزو کې درې سمونیز دودنه شته:

۱-سنتي، ځانساتی او محافظه کار دود (ترادیسیونالیزم- کنسرواتیزم):

ټولنیز ځانساتی مشر، ټولنیزې چارې (که څه خرافي وي) هماغسې ساتي؛ ځکه دا یې د ټولنې سنت او دود دی.

محافظه کار (ځان ساتی) ددې سننو او دودونو ساتونکی دی؛ ځکه دا د ملت وجودي آر ګڼي.

۲-انقلابي کړنلار (رولو سیونیزم):

 انقلابي مشر په کلکه او ناڅاپي ډول، خرافي، زاړه او ارتجاعي دودونه او قوانین له منځه وړي.

۳-سمونیزه اصلاحي (رفورمیزم) او تحولي (اولوسیونیزم) کړنلار: سمونپال مشر غواړي، یو ټولنیز دود سوکه سوکه بدل کړي داسې چې سمون لپاره یې زمینه او ټولنیز لاملونه چمتو کړي او سوکه یې اصلاح کړي.

دا، د دوو پورته دودونو په تړاو منځنۍ دود دی؛ خو د اسلام د پېغمبر دود ددې درې واړو غوندې نه؛ بلکې کړدود یې د څلورم ډول تر نامه لاندې راځي او هغه داچې:

هغه سنت او دود چې په ټولنې کې یې جرړې ځغلولې، خلک پرې روږدي او په طبیعي ډول عمل پرې کوي، هماغسې ساتي؛ خو بڼه یې سموي؛ خو منځپانګه، روح، لوری او عملي فلسفه یې په انقلابي ډول اړوي.

 د ځانساتو استدلال دا دی: دغو دودونو د ټولنې په غړیو کې جرړې ځغلولي او په پایله کې یې ټولنیزې اړیکې منځ ته راغلي؛ نو که دغه دودونه بدل کړو؛ نو ټولنه له خطرناک حالت سره مخېږي؛ نوځکه تر هرې انقلابي پېښې روسته ګډوډي، اړو دوړ او یا دکتاتوري منځ ته راځي، چې دا دواړه یو د بل لازم او ملزوم دي؛ ځکه په بیړه، په یوه انقلابي توند یون کې د ټولنیز او فرهنګي دودونو بدلول، ټولنه له ناڅاپي تشې سره مخوي، چې اغېزې یې د انقلاب تر سړښت روسته څرګندېږي.

د انقلابیونو استدلال دا دی:

که زاړه دودونه څنګه چې دي، هماغسې وساتو؛ نو ټولنه به مو د زړښت، ټپ درېدو، رکود او انجماد په حالت کې ساتلې وي؛ نو ځکه رهبر او مشر هغه دی چې له زمانو راهیسې په جسمي او روحي پلوه زولانه شوې ټولنه، د ورستو قوانینو له ځنځیرونو خلاصه کړي او پر ځای یې نوي قوانین منځ ته راولي، که نه ټولنه به یې د زړښت او انحطاط په حالت کې پرېښې وي:

د سمونپال او مصلح (رفورماتور) استدلال:

مصلح غواړي د دودیزو او انقلابي دواړو کړنلارو له نیمګړتیاوو ځان بچ وساتي، وایي: بدلون سوکه سوکه دی، باید ناوړه چار ته په وړ بڼې ورکولو سره بسیا وکړو، نه دا چې له بېخه یې ونړوو او په بیړه خپله مطلوب موخه عملي کړو.

ددې کړنلار لارویان زیار باسي، ټولنه له ځوړتیا، شاته پاتېدو، په ټپه درېدو، زړښت او وچو کلکو دودونو خلاصه کړي؛ خو ددې لپاره چې ټولنه له اړو دوړ سره مخ نشي او ناڅاپه له پښو و نه لوېږي؛ نو زمینه ورته چمتو کوي. سوکه سوکه، په نرم چلن او د ټولنې د اندیزې او ټولنیزې زمینې په چمتو کولو، ټولنه اصلاح کوي او خپل مطلوب آرمان ته یې ور رسوي.

 انقلابي کړنې نه کوي؛ بلکې د اوږدې مودې لپاره کړلارې جوړوي، چې پړاو په پړاو خپلې موخې ته ورسي؛ خو د «سوکه سوکه سمونې» دا کړنلار غالباً دا نیمګړتیا مومي، چې په اوږد مهال کې، منفي لاملونه، ارتجاعي ځواکونه او د کورنیو او بهرنیو دښمنانو لاسوهنې یې له خپلې لارې اړوي یا یې پر ټپه دروي، ان تر دې چې له منځه یې وړي. د بېلګې په توګه: که وغواړو سوکه سوکه د ځوانانو اخلاق سم او د خلکو اندونه روښانه کړو؛ نو مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسو، له منځه به تللي یو او یا مفسدین او عوام غولوونکي لاملونه پر ټولنې برلاسېږي او له کاره مو غورځوي.

هغه مشران چې په اوږده زمانه کې د ټولنې په سوکه سوکه سمونې ګروهن وي، ددې کړنې شمېرنې یې منطقي سنجولې؛ خو د سمونې ضد او خنثی کوونکو لاملونو (چې تل د نهضت د ځپلو لپاره مناسبه موقع ګوري) ځواک یې نه دی حساب کړی؛ نو ځکه کومې سمونې چې د مصلحانو د سوکه سوکه یون په پایله کې منځ ته راغلي، دوی یې له یوه سره جارو کوي؛

خو حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د خپل رسالت او نهضت د مشرۍ لپاره، د ټولنیز مبارزې، ځانګړې کړنلار رامنځ ته کړې، بې له دې چې د پورته درېیو کړنلارو، منفي او کمزوري لاملونه او ټکي ولري، خپلې ټولنیزې موخې ته رسېدای شي او پر منفي او خنډ اچوونکیو لاملونو باندې په بیړه برلاسېدای شي او هغه دا چې:

«د دودونو بڼه ساتي؛ خو په انقلابي توګه یې له دننه منځپانګه اړوي».

غسل د ځانساتې کړنلار له مخې، باید هماغسې وساتل شي؛ خو د انقلابي کړنلار له مخې، باید له منځه ولاړ شي او په ټينګه یې خلک له کولو منع شي.

 د اصلاحي کړنلار له مخې، سوکه سوکه یې له منځه وړلو لپاره اندیزه او ټولنیزه زمینه چمتو شي؛ خو حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د غسل «د بڼې په سمونې او له دننه یې د منځپانګې په انقلابي اړونې»، په ساده او اسانه ډول یې ترې د پاکوالي او روغتیا بنسټیز دود جوړ کړ.

حج تر اسلام مخکې، د حضرت ابراهیم علیه السلام له زمانې راهیسې، د قریش واکمنانو د ګټو خوندي کولو، د مکې د سوداګرو د وټیزو او د قبایلي عربو د اړتیاوو د لرې کولو لپاره ټولنیزه بېخ بنا او دود ګرځېدلی و؛

خو حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم نوموړی سنت وساته او هغه وړتیا چې «حج» په ټولنه کې درلود (که څه خلکو کعبه بوتخانه ګڼله؛ خو ګروهه یې درلوده، چې کعبه «ابراهیم خلیل الله» جوړه کړې ده) د حج په اندیزې منځپانګې کې یې انقلابي بدلون راوست او د خپل ښوونځي لپاره په چوپړ کې یې کړ او د «توحید» او «بشري یووالي» پر ستر او بنسټيزو دودونو یې واړوه.

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په انقلابي ټوپ، د بوتنمانځنې ټبریز دود په داسې دود بدل کړ، چې چورلټ یې له لومړنۍ منځپانګې سره توپیر درلود او دا انقلابي یون په داسې ډول پلی شو، چې خلکو له خپلو مقدساتو څخه بېلښت حس نه کړ؛ بلکې د خپلو دودونو راژوندي کول او پلي کول یې وننګېره. حال دا، له «بوت نمانځنې» تر «توحید» یې څو پېړۍ واټن و؛ خو حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په انقلابي او یودمي توګه، دا واټن داسې وواهه، چې تر هر اندیز او فرهنګي انقلابه چټک او ګړندی و، بې له دې چې ټولنه پوه شي، چې له تېرو سره شلېدلې او «بل مخ اوښتې» ده.

د ټولنیز کار دا دود کولای شو د «دودپالنې په دننه کې انقلاب؛ خو د اصلاح شوې بڼې په خوندي ساتنې» یاد کړو.[30]

نو ځانساتي د ټولنې د دودونو د ساتلو لپاره، د ځواک تر روستۍ شېبې زیار باسي، که څه د ځان او نورو د بلهارولو په بیه وي.

انقلابیون غواړي، ټولې چارې په یوه وار واړوي او یودم له یوه پړاوه بل ته ټوپ ووهي، که څه، ټولنه ټوپ وهلو ته چمتو نه وي؛ خو بیا هم «انقلابي» د ټولنې پر وړاندې مقاومت کوي، چې په پایله کې شونې ده، چې انقلابي، نه یوازې د ولس ضد ځواکونو پر وړاندې؛ بلکې د خلکو پر ضد هم په قهر، دکتاتورۍ، کینې او عام وژنو لاس پورې کړي.

مصلح او سمونپال هم مفسداتو ته وخت او فرصت ورکوي؛ خو موږ ته حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د خپل دود په ښودلو، بېله لار پرانستې، که پرې پوه شو او کار ترې واخلو؛ نو مطلوبې موخې ته به ورسو.

د ټولنې له نادودو او فرهنګي مړو توکیو او زړو دودونو سره د مخامخېدو په حالت کې، ددې کړنلار په لاروۍ، انقلابي موخو ته رسېدای شو، بې له دې چې د انقلابي کړنلار ټول جبري عواقب راباندې وتپل شي او همدا راز، بې له دې چې د ټولنې له ګروهیزو اصولو سره لاس په ګرېوان شو او له ټولنې جلا او خلک مو ورټي.»

 

د مشرۍ رسالت د علماوو پر غاړه دی

بشریت د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د بعثت وختونو ته نژدې، ددې وړتیاې موندلې وه، چې د الله پر دین په بشپړه بڼه پوه شي؛ نو دین ورته په هر اړخیز او بشپړه توګه راولېږل شو.

حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم، موږ پر قرآن باندې د خپلو «ویناوو»، «کړنو» او د «کړنو په کړنلار» وپوهولو او په «یثرب» نومي ځای کې یې، په لسو کلونو کې، د یوې ګروهیزې ټولنې «= امت» چوکاټ جوړ کړ؛ نو د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم تر وفات روسته، اسلامي علماء[31] مسوول دي، په انقلابي توګه، د بنسټ ایښودل شوې ټولنې، پاتې چارې تر سره کړي او تر هغې چې د «اسلام ګروهیز ښوونځی» د ټولنې پر کړنو، اړیکو، کچو، اقتصاد، سیاست، اخلاقو او ټولو جزیي او ټولنیزو چارو کې جرړې نه وي ځغلولې او ټولنه د ټاکنې او بشپړ شعور پړاو ته نه وي رسېدلي؛ نو باید د اسلام د «ګروهیز ښوونځي» له حکم: من مات بغیر امام مات میتةجاهلیة[32]= څوک چې بې له «امام» نه ومري؛ نو مړینه به یې د جاهلیت مړینه وي)؛ سره سم، ټولنه رهبري شي.

علماء د زماني او مکاني شرایطو، د کهولونو د اړتیاوو او د وخت د غوښتنو او د امت د سمې او روغې مشرۍ لپاره، اسلام خلکو ته بیانوي، خلک پر اسلام پوهوي؛ یعنې «اسلامي علماء» پر «خاتم النبیین» باندې د وحې شوي پېغام مبلغین، ښودندان او د خلکو د لارښودنې چارواکي دي؛ یعنې سیاستپوهان دي. پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ویلي:

«زما د امت علماء، د بني اسرائیلو د انبیاو په څېر دي».

په تېرو زمانو کې «تبلیغي پېغمبرانو» د هماغې زمانې د شریعت او قانون د ابلاغ، پلي کولو او دودولو لپاره، مسولیت منلی و؛ خو اسلامي علماوو، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم تر وفات روسته، دا دروند مسوولیت پر غاړه اخستی؛ نو ځکه د هرې زماني د شرایطو په پامنیوي، د کهولونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره، په دین کې هڅه او زیار کاږل او خلکو ته اسلام ښودل، د اجتهاد په نامه یادېږي او علماء په رښتوني توګه مجتهدین دي.

حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم دوه رسالتونه درلودل:

الف- د نبوت رسالت.

ب- د مشرۍ رسالت.

د تبلیغ یا نبوت رسالت یې په خپل ژوند کې تر سره کړ (خاتم النبیین)؛ خو د اسلام د ښوونځي له مخې، د امت د «ارماني ټولنې» د جوړولو رسالت (رهبري) یې د اسلامي علماوو پر اوږو ایښې؛ یعنې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د مشرۍ رسالت دوام لري؛ نو پر اسلامی علماوو، چې د دین د پلي کولو او د خلکو د مشرۍ مسوولیت ورپه غاړه شوی، هغه کسان دي، چې په ایماني مخینه، جهاد، تقوا، فکر، علم، سیاست، ځیرکي او هم د عبادت په ډګر کې تر نورو په ښه ډول د ښوونځي او دین ممثلین او ښکارندویان دي.

لکه څنګه چې عبدالرحمان بابا وايي:

عالمان دي روښنایي د دې نړۍ

عالمان دي د تمام جهان پېشوا

که څوک لار غواړي و خدای و هم رسول ته

عالمان دي د دې لارې رهنما

کیمیاګر که د کیمیا په طلب ګرځي

همدمي د عالمانو ده کیمیا

په مجلس د عالمانو به سره زر شي

که څوک کاڼي وي یا لوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مرده ګانو

عالمان دي په مثال د مسیحا

چې مرده یې له نفسه ژوندی کیږي

عالمان دي واړه هسې اولیاء

هر سړی چې رتبه نه لري د علم

سړی نه دی خالي نقش دی ګویا

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم یم

که اعلی دی که اوسط دی که ادنا

***

یا داسې وایو، چې د «حزب الله» د سازماني تشکیلاتو د لومړۍ لیکې کسان (اهل کساء) د «اولوالامر» تر وفات روسته، د ټولنې د لارښوونې مستحقین دي.

د الله د ګوند د لومړۍ حلقې کسان (اهل البیت) هغه څوک دي چې دوی جسماً او روحاً، یو په بل کې اغږل شوي، دوی په ښوونځي کې هضم شوي او د مکتب د ګروهیزو اصولو له مخې، د «شخصیت» خاوندان شوي، دوی د مکتب د ټولو اجزاو په اړیکه او د پلي کولو په کړنلار یې تر نورو ښه پوهېږي؛ نو همدوی، د ټولنې د سمې او روغې مشرۍ وړ دي؛ نو ځکه که په تاریخ کې بې له دوی، نور څوک د ټولنې مشران شوي وي، په حقیقت کې دوی، د اسلام د ګروهیز ښوونځي له مخې، پر صراط مستقیم د «توحیدي ټولنې= امت» د جوړښت لپاره مستحق او وړ کسان نه وو.

لکه څنګه چې امیر حمزه خان شینواری وايي:

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ د روح يې دى له دغې بيماري
د كور خلق برابر د پردیو نه وي
زه اول يم پنجتني بيا چار ياري
چې احمد علي زهرا حسين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس د دوى نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
 زه حمزه د بوتراب د در تراب یم
 چې يې فيض تر قيامته دى جاري

***

«د چارو ددې ډول تحلیل او څېړني له مخې، موږ ته د بشریت له پیله، ان تر ننه د تاریخ په باب یو نظر پیدا شو او هغه دا چې: ټول هغه رهبران «په هر نوم او عنوان» چې د پېغمبرانو تر وفات روسته، په بې استحقاقۍ پر خلکو تپل شوي وي، هلته بشري ټولنې له خپل بهیره کږې شوي، چې په ټولنپوهنه کې نوموړې پېښې ته د «مجازي مشرۍ» یا «دروغجنې مشرۍ» اصل وایي.

موږ چې د تاریخ په منځني پړاو کې یوو، د بشري ټولنو د انحراف دروند بار مو پر اوږو شوی، باید پوه شو، چې زموږ ټولنو، د تاریخ له ټاکل شوي بهیره، څه وخت انحراف کړی، چې له هماغه وخته یې له منځه وړو لپاره په کار پیل وکړو.

 موږ باید ځان پوه کړو، چې څوک یو؟ ایا د بشري ټولنو په کوږ یا سیده حالت کې یو؟ کوږوالی یا سیده والی مو له کومه ځایه پیل شوی؟ اوس چېرې روان یو؟ او روستۍ موخه مو څه ده؟

موږ د یوه «مبارز مسلمان» په توګه؛ ځکه ددې پوښتنو پر ځواب ځان پوهوو، چې «ژوند» راته مانا پیدا کړي، چې څوک یو ا د چا پر ضد، د څه لپاره جنګېږو؟

زموږ ځوان کهول، چې «تاریخ» د اسلام د «ګروهیز ښوونځي» له مخې څېړي، خپله مبارزاتي کړنلار، «سازماني تشکیلات» او «موخه» داسې جوړوي، چې د ټولنې کاږه لوري، بېرته سیده لارې ته ورسیخ کړي.

بشري ټولنې چې له سیده لارې کږې شوي او د تاریخ د «دروغجنې» مشرۍ په پایله کې چې پر موږ څومره ناوړه دودونه، اخلاق، اقتصاد، سیاست، فساد او په شرک ککړ ذهنیت راتپل شوي؛ نو تر هغې چې ټولنه مو په «الهي ارزښتونو» او «توحیدي معیارونو» نه وي سمبال کړي، لاس به له سمونپالنې مبارزې وانخلو.

همدا په «انقلاب» کې د «انقلاب» او په ټولنه کې د «ښوونځیزې مبارزې» مفهوم راښیي او دا ډول مبارزه، د پېغمبرانو علیهم السلام او د هغوی د وصیانو د لارې غځېدا ده.

د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) اخلاقو ته لنډه کتنه

د بشریت د لار ښوونې لپاره، د الله تعالی له لوري یو لک و څلرویشت زره استازي رالېږل شوي او پر حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم دا لړۍ پای ته رسېدلې؛ نو ځکه «خاتم النبیین» دی.

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم پر ۵۷۰ میلادي کال زیږېدلی او په (۴۰) کلنۍ کې پر نبوت مبعوث شوی دی.

 ۱۳ کاله یې په مکه کې خلک اسلام ته راوبلل او په دې ترڅ کې، ډېرې تنګسې پرې تېرې شوې. یوه مېړنۍ ډله یې وروزله، بیا یې د مبارزاتي شرایطو د سختوالي له لامله، له مکې نه «یثرب» ته هجرت وکړ، چې تر هجرت روسته، یثرب پر «مدینة النبي» یاد شو؛ آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم دا ځای د اسلام خورولو هډه وټاکله او لس کاله یې ازادانه دعوت او تبلیغ وکړ، د عربو له سرغړاندو سره یې غزاګانې وکړې او ماتې یې ورکړې. تر لسو کلونو روسته، ټول جزیرة العرب، اسلام ته غاړه کېښوده او مسلمان شو.

قرآن مجید د ۲۳ کلونو په اوږدو کې، پر آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم نازل شوی دی. مسلمانانو له قرآن او پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم دواړو سره ډېره مینه درلوده.

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د هجرت پر یوولسم کال، د ۶۳ کلونو په عمر کې رحلت وکړ او د «اسلامي اندنې» پر بنسټ یې د داسې نوې ټولنې بنسټ کېښود، چې «نړیوال مسوولیت» یې احساساوه. د نوې جوړې شوې ټولنې روحیه پر دوو ستنو ولاړه وه.

الف- قرآن کریم، چې تل تلاوت او لوستل کېده او خلکو ته یې الهام ورباښه.

ب- د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ستر شخصیت، چې د ټولو پام یې ځانته ور اړولی و او یارانو یې بې کچه مینه ورسره درلوده.

موږ دلته د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د شخصیت په باب لنډ شانته بحث کوو.

لا د مور په زیلانځ کې و، چې پلار یې شام ته په سوداګریز سفر کې په مدینه کې وفات شو او پالنه یې نیکه (عبدالمطلب) ته پر غاړه شوه. له وړکتوبه یې په څېره، کړنو او خبرو کې، د ستریا او عظمت نښې وې. اته کلن و، چې نیکه یې هم ومړ او د ده له وصیت سره سم یې مشر تره (ابوطالب) پالنه پر غاړه واخسته. ابوطالب هم د محمد صلی الله علیه و آله وسلم هېښنده کړنو ته هک پک و؛ ځکه خوی او روږد یې د نورو کوشنیانو په څېر نه و.

کله هم لیدل شوي نه دي، چې د نورو همزولو غوندې یې له خوراک و څښاک سره مینه درلوده، په ډېرو کمو خوړو یې بسیا کوله او «ډېرخوره» نه و، د خپلو همزولو او مهال د روږد پرخلاف یې خپل وېښتان سمول او خپل سر، مخ او بدن یې سوتره او پاک ساته.

حضرت ابوطالب وایي: «ما کله هم دورغ ترې نه دي اورېدلي، ناکاره کار او بې ځایه خندا مې ترې نه ده لیدلې، له وړو او همزولو سره د لوبو مینه پکي نه وه، یوازېتوب، ګوښه او ځانته والی یې ښه ایسېده او په ټولو حالاتو کې متواضع، مخ ماتی او بې کبره و.»

د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او د اخلاقو په هکله خبرې څه اسان کار نه دی؛ ځکه داسې څوک نشته، چې د ده مبارک پر اسماني شخصیت او معنوي ستریا راونغاړي او لکه څنګه چې ښایي هماغسې یې وپېژني او نور هم پرې وپوهوي.

لاندې څو ټکي، چې د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د اخلاقو تر نامه لاندې لولئ، د «مشت نمونه خروار» په توګه وړاندې کېږي.

۱-له لټۍ او بېکارۍ کرکجن و

حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم له لټۍ او بېکارۍ کرکه درلوده او ویل یې: «خدایه له لټۍ، سستۍ، ناغېړۍ، بېوسۍ او خوارۍ پناه دروړم.»

مسلمانان یې کار ته هڅول او ویل یې: «عبادت اویا (۷۰) برخې لري، چې غوره یې حلال کسب دی.»

۲-امانت ساتنه

پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د خلکو امانت ساتی و، په رښتیا، په خلکو کې د «محمد امین» په نامه یادېده. خلکو ورسره خپل امانتونه ایښودل او د غوښتنې پرمهال یې ورسپارل.

له «بعثت» نه روسته، قریشو له خپلې دښمنۍ سره سره، بیا هم خپل امانتونه ورسره ایښودل له همدې لامله، مدینې ته یې له هجرت روسته، حضرت علي کرم الله وجهه په مکه کې پرېښود، چې د خلکو امانتونه یې خپلو خاوندانو ته وسپاري.

۳-له ظلم سره مبارزه

د جاهلیت په پېر کې، یوه ډله خلک، له ظلم سره د مبارزې په مقابل کې، د «عبدالله بن جدعان» په کور کې راټول شوي ول او پخپلو کې یې تړون وکړ، چې له مظلومینو به دفاع کوو، دا تړون د «حلف الفضول» په نامه یادېږي او آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم به د رسالت په زمانه کې ددې تړون یادونه کوله او ویل یې: «چمتو نه یم نوموړی تړون مات شي، اوس هم چمتو یم، په دغسې یوه تړون کې برخه واخلم.»

۴-کورنی سمبالښت

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم پر خپلې کورنۍ لوراند و او له خپلو بیبیانو سره یې کله هم توندي نه کوله، چې د هغه وخت د مکیانو خوی او سلوک و. د ځينو بیبیانو توندې خبرې یې زغملې، داسې چې نور به له دې زغم او حوصلې څخه ځورېدل.

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم له ښځو سره د ښه سلوک او چلن په باب سپارښت او ټنیګار کاوه او ویل یې: «ټول خلک ښه او بد خویونه لري، باید نارینه یوازې د خپلې ښځې بد خوی په پام کې و نه نیسي، چې نوموړې پرېږدي؛ ځکه که له یوه خویه یې خفه شي؛ نو بل خوی یې د خوښۍ لامل دی او د انسان باید دواړه په سترګو کې وي.»

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم له خپلو زامنو او لمسیو سره مینه کوله، په غېږ کې یې کېنول، پر اوږو یې سورول او ښکلول یې هم؛ خو هغه یو چا هم داسې نه کول.

یوه ورځ یې د یوه شتمن په مخ کې خپل لمسی امام حسن (رض) ښکل کړ، سړي وویل: زه دوه زامن لرم او لا تر اوسه مې یو هم نه دی ښکل کړی، آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم وویل: «څوک چې پر چا و نه لورېږي؛ نو الله تعالی به هم پرې و نه لورېږي.»

د مسلمانانو له زامنو سره یې مینه کوله، پر زنګانه یې کېنول، د مینې لاس یې پرې راکاږه، چې کله به میندو د دعا لپاره خپل کوشنیا ورکول؛ نو کله داسې هم کېدل چې د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم پر جامو یې بولې کولې؛ نو میندې به خېجله شوې او کوشنی یې راټه او له دې کاره یې منع کول؛ خو آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم، د کوشنیانو میندې له دې کاره منع کولې.

۵-له مریانو سره چلن

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم پر مریانو مهربان و او خلکو ته یې ویل: «دوی ستاسې روڼه دي، کوم خواړه چې خورئ، دوی ته یې هم ورکوئ، کوم ډول جامې چې اغوندئ دوی ته یې هم واغوندئ، دروند کار مه پرې کوئ او په کارونو کې برخه ورسره واخلئ، دوی د مریي یا مینځې په نامه مه یادوئ؛ ځکه موږ ټول د الله تعالی مملوک یو او حقیقي مالک یوازې هماغه دی، هغوی د فتی (ځوان) یا فتاة (ځوانې) په نامه یاد کړئ.»

په اسلامي شریعت کې د مریانو د بشپړې آزادۍ لپاره ټول شوني شرایط چمتو شول، آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د مریانو پلور یوه بده ورهڼه/ کسب و کار ګڼه او ویل یې: «د الله تعالی په نزد ناوړه خلک، انسان پلوري دي.»

۶-پاکوالی او عطر لګول

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له «پاکوالي» او «خوشبوی» سره ډېره مینه درلوده، دا یې پخپله هم کول او هم یې نورو ته حکم ورکاوه، پر خپلو یارانو او لارویانو یې ټینګار کاوه، چې ځان او کور پاک او خوشبویه وساتي او په تېره، د جمعې ورځې پر غسل او د عطرو پر کارونې یې ټینګار کاوه، چې د جمعې په لمانځه کې ګډونوال بدبوی نه وي.

۷-له خلکو سره چال چلن

آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم له خلکو سره په ورین تندي چلېده. په سلام اچولو کې ان پر کوشنیانو او مریانو هم ورمخکې کېده، د هیچا په مخ کې یې نه پښې غځولې او نه یې تکیه کوله، ډېر په دواړو زنګنونو کېناسته او غونډه یې ګرده وه، چې ټيټ او لوړ پکې څرګند نه وي او ټول په یوه ډول مساوي ناست وي.

د خپلو یارانو له احواله یې ځان خبراوه او چې کوم به یې درې ورځې و نه لید؛ نو که رنځور و، پوښتنې ته یې ورتله او که ستونزه یې درلوده؛ نو په هواري کې یې مرسته ورسره کوله. په غونډه کې یې ځانګړي وګړي ته خطاب نه کاوه او نه یې کوم ځانګړي کس ته کتل؛ بلکې ټوله غونډه یې تر سترګو لاندې وه. ښه یې نه ایسېدل چې خپله کېني او نور یې چوپړ وکړي، له خپل ځایه راولاړېده، په کارونو کې یې ګډون کاوه او ویل یې: «هغه بنده د الله تعالی ښه نه ایسي، چې تر نورو ځان ته پر امتیاز قایل وي.»

۸- نرمي او ستغي

په وګړيزو چارو کې نرم دریځه و، چې د پرمختګ له لاملونو ځنې یو یې هم سترې تاریخي بښنې دي؛ خو په عمومي او اصولي چارو کې چې د قانون پولې پرې ماتېدې، سخت دریځی و او د پېښې د ستونزې لرې کولو لپاره یې پر اصولو عمل کاوه.

د مکې له سوبې روسته یې ټولو قریشو (دوی څه له پاسه شل کاله له آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم سره مخامخ دښمني درلوده) ته عمومي بښنه اعلان کړه، چې یوازې شپږ تنه بدژبي او خطرناک یې و نه بښل او د خپل شهید تره سیدالشهداء؛ حضرت حمزه (رض) د قاتل توبه یې ومنله؛ خو په همدې سوبې کې، د بني مخزوم د ټبر یوې ښځې غلا وکړه او دا ښځه د قریشو له اشرافو ځنې وه او پر نوموړې یې د غلا د حد پلی کول شرم ګاڼه؛ نو هر خوا ته یې لاسونه اچول، چې آنحضرت د حد له پلي کېدو تېر شي او په دې ترڅ کې، ځينې محترم اصحاب کرام هم د شفاعت لپاره، حضرت پېغبمر صلی الله علیه و آله وسلم ته ورغلل؛ خو حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم غوسه شو او و یې ویل: «دا د شفاعت ځای نه دی؟ ایا د وګړیو لپاره، «حدود الله» او الهي قوانین لتاړلی شو»؟ د هماغې ورځ په مازیګر یې یوې ډلې ته وینا وکړه او و یې ویل: «مخکېني قومونه له دې لامله ورک او مخ پر ځوړ شول، چې د الهي قوانینو په پلي کولو کې یې تبعیض کاوه، که زورواک او پیاوړي به جرم وکړ؛ نو باښه یې او که کمزوري او لاس لاندې جرم کاوه؛ نو سزا یې ورکوله، قسم پر الله تعالی، چې روح مې یې په لاس کې دی، د عدل په پلي کولو کې به له چا سره ګوزاره و نه کړم، ان که له نژدې دوستانو مې هم وي.»

۹-عبادت

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم کله د شپې نیمه برخه، کله دوې برخې او کله درېیمه برخه پر عبادت تېروله. سره له دې چې په مدینې کې ټوله ورځ په مبارزاتي او تشکیلاتي فعالیتونو بوخت و؛ خو د عبادت پرمهال یې څه کمی نه راوست، له حق تعالی سره یې د راز و نیاز او عبادت پرمهال په پوره ډاډ او ارامۍ عبادت کاوه، عبادت یې د جنت د تمې یا د دوزخ له وېرې نه؛ بلکې عاشقانه او د شکر ایستنې لپاره و. یوه ورځ یې یوې «بي بي» وپوښت: ته خو الله تعالی بښلی یې؛ نو ولې دومره عبادت کوې؟ ځواب یې ورکړ: «ایا یو منندوی بنده نه اوسم!»

روژه یې ډېره نیوه، د رمضان میاشتې او د شعبان له یوې برخې پرته، په نورو وختونو کې ورځ ترمنځ روژه کېده، د روژې په روستۍ لسیزه کې په جومات کې «معتکف» کېده او پر عبادت به بوخت و؛ خو نورو ته یې ویل: کافي ده، په هره میاشت کې درې ورځې روژه شئ او ویل یې: د وسې هومره عبادت وکړئ او تر خپلې وسې ډېر با مه اوچتوئ؛ ځکه پایله یې اپوټه ده، د رهبانیت، ګوښه کېناستو او کورنۍ پرېښودو چورلټ مخالف و او ځينې یارانو یې چې داسې هوډ کړی و، و یې رټل او و یې ویل: «ستاسې بدن، مېرمن/ مېړه، اولاد او یاران پر تاسې حقوق لري، چې باید تر سره یې کړئ.» چې په خپله یې عبادت کاوه؛ نو اوږد یې کاوه او پر تهجدو به پر ساعتونو بوخت و؛ خو د جماعت لمونځ یې لنډ شانته او په لنډو کاوه.

۱۰-ساده ژوند

ساده اوسېدل یې د ژوند اصول ول، ساده خواړه یې خوړل، ساده جامې یې اغوستې او ساده ګرځېده. ناسته یې پر پوزکي او ځمکه وه، په خپله یې وزې لوشلې او پر بې کتې سورلۍ سورېده او د سورلۍ پرمهال چې به چا بدرګه کاوه؛ نو دې کار ته یې نه پرېښوده، ښه خواړه یې اوربشینه ډوډۍ او کجورې وې، پڼې او جامې یې پخپله ګنډلې، خو له ساده ژوند سره سره د فقر، بېوزلۍ او نشتمنۍ د فلسفې پلوی نه و، پر شرعي لارو د شتمنۍ لګول یې د ټولنې پر ګټه ګڼل او ویل یې: «نعم المال الصالح للرجل الصالح: څومره ښه ده، د مشروع لارې لاس ته راغلې شتمني، چې د صالحو خلکو په لاس کې وي او د لګښت پر ځای یې هم پوهېږي» او هم یې ویلي: «نعم العون علی تقوی الله الغنی= مال او شتمني د تقوا لپاره ښه مرستندوی ده.» نشتمني یې ځان ته ویاړ باله (الفقر الفخری)؛ خو ټولنې ته یې د کفر لامل (الفقر کان یکون الکفر)؛ نو په همدې پار یې له ټولنې د نشتمنۍ او بېوزلۍ جرړې پرې کولې.

۱۱-اراده، زغم او استقامت

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د بې سارې ارادې او استقامت خاوند و، د نبوت ۲۳ کلن پېر یې د ارادې، زغم او استقامت سبق و، په خپل ژوند کې، ډېر له داسې شرایطو سره مخ شوی و، چې له هر لوري به هیلې پرې شوې؛ خو د یوې شېبې لپاره یې هم د ماتې تصور نه کاوه او پر خپل بریالیتوب یې ټنیګ ایمان درلود.

۱۲-مشري، سمبالنه او مشوره

یارانو یې حکم سملاسي عملي کاوه او ویل یي: «موږ پر تا ټینګ ایمان لرو، که امر راته وکړې، چې سیند ته ځان واچوئ یا اور ته ودانګئ؛ نو په سر سترګو یې منو.»

خو آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم کله هم له دوی سره د مستبدینو په شان چلن و نه کړ او په هغو چارو کې چې د الله تعالی له لوري به وحې ورته نه راتله، مشوره یې کوله او د بل د نظر درناوی یې کاوه او له دې لارې یې شخصیت ورکاوه. د بېلګې په توګه: په بدر کې یې د جګړې کولو، سنګر جوړولو او له جنګي بندیانو سره د چلن په هکله، له خپلو یارانو سره مشوره وکړه. د احد، احزاب او تبوک په غزاګانو کې یې هم له خپلو یارانو سره په نرمۍ چلن کاوه او له خدایه یې بښنه ورته غوښته او مشوره یې ورسره کوله؛ نوځکه خو پر زړونو واکمن و او قرآن مجید دې مطلب ته اشاره کړې:

((وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ[33]= او (دا څنګه کېداى شي، الله تېرى وكړي؟! حال دا) څه چې په اسمانونو او څه چې ځمكه كې دي، يوازې د الله دي او ټولې چارې يوازې الله ته ورستنول كېږي (او د ده په امر دي).))

۱۳-نظم او پېیون

د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم چارې د بشپړ نظم او انضباط له مخې وې او مهال ویش یې درلود او نورو ته یې هم ددې چار سپارښت کاوه. اصحابو یې هم چورلټ نظم مراعت اوه او ځينې هوډونه یې چې لازم نه ګڼل، نورو ته ښکاره شي، چې هسې نه دښمن ترې خبر شي؛ نو دوی هم ټنیګ خواله ساتي وو. یارانو یې حکم بې ځنډه پلي کاوه، د بېلګې په توګه: چې امر به یې وکړ: سبا تګ ته تیار وسئ؛ نو ټول به په پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم پسې روان وو، بې له دې چې له روستي مقصده خبر وي؛ خو په روستیو شېبو کې به پر مقصد پوهېدل، کله به یې یوې ډلې ته د تګ حکم ورکړ او بولندوی ته به یې لیک ورکړ: پلاني ځای ته چې ورسېدې؛ نو لیک به پرانځي او پر لیکلي حکم به عمل وکړې؛ نو همدغسې یې کول او هغه ځای ته تر رسېدو مخکې، پر موخه نه پوهېدل، چې څه ماموریت ورکول شوی او په دې توګه یې د دښمن ځري غافلګیره او بې خبره ساتل.

۱۴- نیوکه منل؛ خو له غوړه مالۍ کرکجن

کله به پر آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم ځينو یارانو نیوکه کوله؛ خو آنحضرت بې له دې چې تندی تریو کړي، په پوره نرمۍ یې له خپل کړي هوډه د دوی نظر را اړاوه.

له غوړه مالۍ یې کرکه درلوده او ویل یې: «د غوړمالانو پر مخ خاورې وشیندئ.» سم، پوره او بشپړه کار سر ته رسول یې ښه ګڼل. چې کله یې مخلص یار حضرت سعد بن معاذ (رض) وفات شو او په قبر کې یې کېښود؛ نو آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم، په خپلو مبارکو لاسونو ډبرې پرط ولګولې او و یې ویل: «پوهېږم، چې څه وخت روسته دا ټول ړنګېږي؛ خو کوم بنده چې کار سم او پوره پای ته ورسوي؛ نو دا عمل یې الله تعالی ښه ګڼي.»

۱۵-له کمزوریو ټکیو سره مبارزه

د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم له اخلاقو یو دا هم و، چې د خلکو له ناپوهۍ یې د ځان پر ګټه کار نه اخسته؛ بلکې خلک یې پر خپلې ناپوهۍ او کمزوریو ټکیو پوهول. کومه ورځ چې یې اتلس میاشتنی زوی؛ ابراهیم وفات شو؛ نو لمر تندر ونیو او ځينو ویل: پر پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم دومره مصیبت دی، چې ان لمر هم تندر ونیو؛ خو پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د دوی ددې خبرې په اړه چوپ پاتې نه شو او ددې کمزوري ټکي له منځه وړو او د خلکو د فکر روښانولو لپاره ممبر ته وخوت او و یې ویل: «ای خلکو! لمر و سپوږمۍ د الله تعالی له نښو ځنې دوه نښې دي، چې د چا پر مړینه نه ژاړي.»

۱۶- بشپړ او تکړه لارښود

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم بشپړ او تکړه مشر و؛ ځکه:

۱-تشخیص، درک، پرېکندتوب، مړانه او زړورتیا یې درلوده چې کله یې د یوه کار د سر ته رسولو هوډ کاوه؛ نو له احتمالي عواقبو یې نه وېرېده.

۲-د اټکل او لرې فکر خاوند و او د نیوکې زغم یې درلود.

۳-انسان پېژاندی و او د وړتیا له مخې ګومارنه یې کوله.

۴-په وګړیزو چارو کې نرم دریځه او په اصولي چارو کې سخت دریځه و.

۵-د خپلو یارانو عقلي، عاطفي او عملي وړتیاوې یې روزلې، شخصیت یې ورکاوه او سلا مشوره یې ورسره کوله.

۶-له استبداد او سر زورۍ یې ځان خوندي ساته او پټې سترګې یې څوک اطاعت ته نه رابلل.

۷- تواضع، ساده ژوند، برم، پرتم او سړیتوب یې درلود.

۸-له تشکیلاتي فعالیتونو سره یې ځانګړې مینه درلوده او خپل ټول یاران یې د دوی د وړتیاوو په پامنیوي، په تشکیلاتي کړیو کې ګومارلي وو او ویل یې: «که درې تنه پر لارې روان وئ؛ نو یو تن خپل مشر وټاکئ.»

په مدینې منوره کې د تشکیلاتي دندو له مخې، یوې ډلې قرآن لیکه او د وحې کاتبان وو، بلې ډلې به «لیکونه» لیکل، بلې به د خلکو معاملې او لوزنامې ثبتولې، ځینو به صدقات او مالیات ثبتول او ځینو به تړونونه لیکل.

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په مدینه کې د «اسلامي تشکیلاتو» پر بنسټ جومات جوړ کړ، چې د ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او عمومي چوپړونو آریز مرکز و، چې په لاندې ډول یې تشریح کوو.

۱-د جومات په ختیزه څنډه کې حضرت پېغبمر صلی الله علیه و آله وسلم له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

)) إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا=[34] الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي.))

دا ډېره مهمه مسله ده؛ ځکه جومات د خلکو کور دی او باید د خلکو مشر هم، مېشت وي.

۲-د جومات په جنوبي څنډه کې «محراب» دی، چې دلته به حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم خلکو ته د جماعت لمونځ ورکاوه.

۳-د جومات ختیزې څنډې ته د حضرت فاطمة الزهرا (رض) کور دی او دلته حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم انفرادي لمانځه ته د «تهجدو محراب» جوړ کړی و.

۴-د جومات جنوب لویدیزې څنډې ته یوه وړه خونه وه، چې آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم به دلته اندنه، سوچ او خلوت کاوه.

۵-د «محراب» تر څنګ «ممبر» و، چې دلته به یې له خلکو سره خبرې کولې.

۶-د کور په مخ کې یې څو ستنې وې چې دا دي:

الف- اسطوانة السریر: دلته آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم استراحت کاوه.

ب- اسطوانة الحرس: دلته به آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم ته پاسوال ولاړ و.

ج- اسطوانة الوفود: دلته آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د ټبرونو، دولتونو او د بهرني مذاهبو او ادیانو له استازیو سره کتل.

د- اسطوانة ابی لبابه یا اسطوانة التوبه.

ه- اسطوانة حضرت عایشه (رض).

۷-د جومات شمالي څنډې ته «کېږدۍ» وه، یوې ښځې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په حکم کېږدۍ درولې وه، چې د سولې پر مهال یې رنځوران او د جګړې پر مهال یې ټپیان پالل.[35]

۸-جومات د جرګې، شورا، عمومي هوډ، رفرانډم، ټولټاکنو، بیعت، د جنګ په اړه د مشورو، ټولنیزو خطراتو، سیاسي چارو، د خلکو شکایتونو، نیوکو او د داسې ازاد پارلمان (ولسي جرګې) حیثیت درلود، چې هر چا به په خپله استازولۍ، ګډون پکې کاوه.

۹-جومات د تدریس او بحث مرکز و، په ازاد او غیر رسمي توګه به «پوهاند اصحاب» ډله ډله کېناستل او خلک به ترې راچاپېره ناست ول د آیتونو، احادیثو او دیني چارو په اړه به یې بحث کاوه.

۱۰-د جومات شمال ختیزې څنډې ته یو چوتره (صفه) وه، چې د یو شمېر سترو مجاهدینو د اوسېدو ځای و، چې دا چوتره د «اصحاب صفه» په نامه یادېږي، په هغې زمانې کې «صفه» له جومات بهر وه؛ خو اوس په جومات کې وردننه شوې؛ خو نور «اصحاب کرام» په خپلو کورونو کې نژدې او لرې اوسېدل.

ددې تشریح په نظر کې نیوو سره، د حضرت رسول صلی الله علیه و آله وسلم او د ده د یارانو سازماني تشکل د متحد المرکز دایرو غوندې و، لومړۍ حلقه «اهل البیت»، دویمه حلقه «اصحاب= اهل صفه» او د درېیمه کړۍ«اصحاب» وو.

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د دایرې مرکز (اولی الامر) او اهل البیت او یاران یې د مبارزاتي مخېنې، تقوا او علمیت د درجو له مخې، په درېیو کړیو کې راټول شوي ول.

۱۷-د تبلیغ کړنلار

د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم تبلیغاتي دود پر زېري او هیلمنولو ولاړ و، نه پر وېرولو او ګواښ. یو صحابي یې د تبلیغ لپاره یمن ته لېږه؛ ورته یې وویل:

«خلک په تنګسه او سختۍ کې مه نیسه؛ بلکې آساني کوه؛ همدا راز زېری ورکوه او مه یې ډاروه.»

د اسلامي تبلیغ په باب یې ټینګه پاملرنه درلوده او په دې باب یې ځانګړي تحرکات درلودل، د بېلګې په توګه: پخپله یې طایف ته سفر کړی او د حج په موسم کې پر بېلابېلو ټبرونو ګرځېده.

یمن ته یې یو ځل حضرت علي کرم الله وجهه او بیا حضرت معاذ بن جبل (رض) واستول او مخکې له دې خپله مدینې ته راشي؛ نو حضرت مصعب بن عمیر (رض) یې د تبلیغ لپاره ولېږه. دغسې یو شمېر یاران یې حبشې ته واستول، چې په دې ترڅ کې د مکیانو له آزار او ربړونې هم خلاص شي او هم، هلته اسلامي تبلیغات وکړي، د هجرت پر شپږم کال یې د نړۍ یو شمېر مشرانو ته بلنلیکونه ولېږل او اسلام ته یې راوبلل، چې ځنې یې اوس هم شته.

۱۸-خلک یې علم ته هڅول

حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم خپل یاران د علم زده کړې ته هڅول او د اصحابو کرامو عیال یې لوست ته هڅول. د بدر غزا لوستو بندیانو ته یې وویل:

«که زموږ (مهاجرو- انصارو) لس زامن لوستي کړئ آزاد اوسئ.»

ځینې یارانو ته یې حکم وکړ: «سریاني» ژبه زده کړئ، ویلي یې دي:

*«د علم زده کړه پر هر مسلمان (نارینه و ښځه) فرض ده». *«حکمت چې له هر چا سره (ان که منافق یا مشرک هم وي) وی او هر چېرې وي، زده یې کړئ»

 *«د علم زده کړې په لټه کې شئ ان که په چین کې وي.»

د علم په باب، د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم هڅونې او ټینګار ددې لامل شوی، چې مسلمانان په بې سارې مړانه په ټوله نړۍ کې د علم زده کړې په لټه کې شول او پر پلټنو یې پیل وکړ او د نورو علمي اثار یې هم وژباړل، چې ددې هڅو په ترڅ کې، مسلمانانو د پخوانیو تمدنونو (یونان- روم- فارس- مصر- هند) او نوې اروپایي تمدن ترمنځ د اړیکو د پُل حیثیت غوره کړ او خپله هم د بشري تاریخ په مسیر کې د ځلانده فرهنګ او تمدن خاوندان شول، چې د اسلامي فرهنګ او تمدن په نامه یادېږي او اروپایانو هم له همدې فرهنګ او تمدن زده کړه کړې ده.

له دې لیکنې جوته شوه؛ لکه څنګه چې د حضرت پېغمبر دین (اسلام) او خبرې هر اړخيزې دي، دغسې یې اخلاق او خوی هم دی.

 تاریخ کله هم داسې یو انسان چې په ټولو انساني اړخونو کې د کمال پړاو ته رسېدلی وي، په سترګو نه دی لیدلی. په رښتیا هغه «بشپړ او پوره انسان» و.

[1] شمس\ ۸

[2] نحل\ ۶۸

[3] یونس\ ۱۶

[4] هود\ ۵۱

[5] اسراء\ ۸۸

[6] حجر\ ۱

[7] نمل\ ۱

[8] رعد\ ۱

[9]  (اعراف\ ۵۷(

[10]  (اعراف\ ۱۳۳(

[11]  (علق\ ۱)

[12] علق\ ۴

[13] (قلم\ ۱)

[14] (زمر\ ۹(

[15] (هر هغه لامل، چې د انسان د کمزورۍ لامل ګرځي)

[16] ( ۱۷: ۱۷- ۲۰، او ۴۹: ۱۰)

[17] ( ۱۵: ۲۶، ۱۶: ۷)

[18] اعراف\ ۱۵۸

[19] )جمعه\ ۲(

[20] او پاك يې كړي

[21] ( النساء\ ۱۷۶

[22] زمر \ ۱۷- ۱۸

[23] «نحل\ ۴۴»

[24] ابراهیم\ ۱

[25] حدید\ ۲۵

[26] بقره\ ۲۱۳

[27] آل عمران\ ۸۱

[28] (آل عمران\ ۱۹(

[29] انعام/ ۱۱۵

[30] یادونه: «ما دلته حج او غسل له کلامي او اعتقادي پلوه نه دی څېړلی؛ ځکه دا د پخوانیو انبیاوو له سنتو څخه دی، یوازې مې د ټولنیز مانا له پلوه او دا چې د هغې زمانی په عربو کې نوموړو دودونو څه مانا او مفهوم دلود، وڅېړه.»

[31] (قرآن راته وایي: که نه پوهېږئ؛ نو پوهان وپوښتئ او هم حدیث شریف دی: علما د انبیاوو وارثین دي)

[32] (مسند امام ابن حنبل ۹۶ مخ او د کنزالعمال ۱۰۳ جلد ۴۶۳ او ۴۶۴ خبر

[33] آل عمران\ ۱۰۹

[34] احزاب\ ۳۳

[35] یادونه: حال دا، لوېدیځوال ددې ستر انساني هنر بنسټګره؛«میرمن نایتینګل» بولي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!