تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د شکر حقیقت وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴿ابراهیم/۷﴾ = او (همداراز درياد كړه) چې پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د شکر حقیقت

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴿ابراهیم/۷﴾ = او (همداراز درياد كړه) چې پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!))

بېشكه خداى د راكړيو نعمتونو په بدل كې زموږ شكر ته اړتيا نلري او كه د شكر ايستو سپارښتنه يې كړې؛ نو د نعمتونو ډېرولو ته يې كړې ده. مهمه داده، چې د شكر پر حقيقت پوه شو، چې د نعمت له ډېرښت سره يې اړيكه څرګنده شي او څرنګه پخپله يو روزنيز لاملېداى شي.

د شكر حقيقت، د ((الحمدلله)) په څېر يوازې ژبنۍ مننه او تشكر نه دى؛ بلكې شكر درې پړاوونه لري:

 ړومبى داچې ځيرنه وكړو، چې څوك نعمت وركوونكى دى، چې ورپام كړو.

دويم پړاو، ژبنى شكر دى.

درېيم پړاو، چې تر ټولو خورا مهم دى، عملي شكر دى؛ يعنې دا چې سم فكر وكړو، چې هر نعمت څه موخې ته راكړل شوى ، چې په هماغه خپل ځای كې يې وكاروو، چې كه داسې و نه كړو؛ نو د نعمت ناپاسلي – ناشكري او نامنندوينه به مو كړې وي.

هو! كه د سترګو نعمت د الهي نښو د ليدو په لار كې، د غوږونو نعمت د خداى د آيتونو د اورېدو په لار كې، د عقل نعمت د هستۍ د پنځوونكي د پېژندو په لار كې او په ټوليز ډول هر نعمت په هماغه خپل بهير او ځاى كې ولګوو؛ نو د خداى مننه او پاسلنه به مو كړې وي؛ خو كه همدا نعمتونه د سرغړونې، ځانپالۍ، پېسمنې، ښاڅمنۍ – غرور، غفلت او له خدايه د پرديتوپ وزله وي؛ نو جوته ده چې د نعمت کفران او ناشکري مو کړې كه څه تل  په خوله د خداى شكر وباسو.

 امام صادق (رح) وايي: (( ډېر لږ شكر دادى، چې نعمت له خدايه وګڼې، بې له دې چې خداى هېر كړې او زړه دې چور لټ پر نعمت بوخت كړې او چې څه خداى دركړي، پرې راضي او خوښ وسې او د سرغړونې وزله يې نه كړې او له نعمتونو يې په ګټنې د خداى له ((امر و نهې)) سره مخالفت ونكړې)).

 له دې ځايه څرګندېږي، چې قدرت، ځواك، پوهې، اندیز (فکري) ځواك، ټولنيز نفوذ، شتمنۍ او روغتيا ته د شكر ايستو دود كوم دى او كفران يې څرنګه دى.

 له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ((د نعمت شكر، له ګناهونو ځنې ډډه كول دي)).

 همداراز له دې ځايه د شكر او د نعمت د ډېرښت اړيكه څرګندېږي. كه انسانان د خداى نعمتونه د نعمت په واقعي موضوع كې سم ولګوي. په عمل كې جوتوي، چې ددې نعمتونو لياقت او وړتيا لري او دا يې لاملېږي، چې بركتونه او نعمتونه يې ډېر شي[1]. ددې ډلې پر وړاندې نالايق وګړي شته، چې ان كوم نعمتونه، چې لري، ورته زيات دي؛ دا خو لاڅه چې نعمتونه پرې ورزيات شي[2].

[1] نمونه تفسیر، 10: 278 مخ.

[2] منشور جاويد، 1: 248 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!