بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام صادق (رح) وېناوې : خلک درې ډوله دي: ناپوهه چې د علم له زده کړې ډډه کوي، هغه عالم چې [ پر خپل علم د عمل نه کولو له وجهې] سپک شوی او عقلمن چې د خپلې دنیا او آخرت لپاره هڅه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د امام صادق (رح) وېناوې :
خلک درې ډوله دي: ناپوهه چې د علم له زده کړې ډډه کوي، هغه عالم چې [ پر خپل علم د عمل نه کولو له وجهې] سپک شوی او عقلمن چې د خپلې دنیا او آخرت لپاره هڅه کوي.
ـ څوک چې درې ځانګړنې ولري غربت (او یوازېتوب) به ونه ننګېري: ښه روزنه، بې آزاري او له بد وینۍ ډډه کول.
ورځې درې ډوله دي: پرون چې ولاړه او نه راځي، نن چې باید غنیمت یې وبولو او سبا چې ورته هیلمن یو.
څوک چې درې خویونه ونه لري، ایمان یې ورګټور نه دی: هغه زغم چې د ناپوهانو ناپوهي ترې وګرځوي، هغه پرهیزګاري چې له حرامو یې وساتي او هغه اخلاق چې له خلکو سره ګوذاره او جوړجاړې پرې وکړاي شي.
څوک چې درې ځانګړنې ولري ایمان یې پوره دی: د غوسې پر مهال حق لتاړ نه کړي، د خوشحالۍ پر مهال باطلو ته مخه نه کړي او د قدرت پر وخت عفوه وکړي.
دنیاوال درېیو څېزونو ته اړ دی: هغه ارامي چې د سستۍ تر بریده دې ونه رسوي، په ژوند کې پراختیا چې قناعت درنه هېر نه کړي او مړانه چې لټۍ ته دې رانه کاږي.
عقل دې بیخي درې څېزونه نه هېروي: د دنیا ناپایښتي، د حالاتو ادلون بدلون او افتونه چې هیڅوک خوندي ترې نه دي.
درې څېزونه په پوره ډول په یوه تن کې نه راټولېږي: ایمان، عقل او ( په پوهنېزو چارو کې) هڅه.
۸۶ وروڼه درې ډوله دي: ځاني او مالي (یعنې په ځان او مال درسره لاسنیوي کوي) او دا دواړه رښتوني دي او درېیم دا دی چې خپلې اړتیا درنه غواړي او ملګری د خپل خوند لپاره غواړي؛ نو پردې ډول ډاډمن مه وسه.
۸۷ ـ په یوه بنده کې هله د ایمان حقیقت کمال ته وررسي چې دا درې ځانکړنې ولري: په دین کې ژوره پوهېدنه (د اسلامي احکامو پېژندنه)، په ژوند کې ښه کړلارې جوړول او پر مصیبتونو صبر. و لا قوة الا بالله العلی العظیم.
د ایمان ځانګړنې
د ایمان مانا داده: اقرار او د الله پر وړاندې عاجزې ده.
په عاجزۍ اقرار او الله ته ورنژدې کېدنه او د پوهې له مخې د هر فرض – که ستر وي یا کوچنی – ترسره کول؛ د توحید له پولې او تردې راکوز د عبادت او طاعت تر وروستیو ابوابو، یو په بل پسې په ترتیب ټول یو له بل سره په تړاو کې دي. بیا بنده د فرایضو تر پېژندو – په هغه ډول چې ومو ویل – وروسته، چې ترسره یې کړل؛ نو دا مومن دی او د ایمان د ځانګړنې وړ او د ثواب لایق دی؛ ځکه د ایمان ټوله مانا اقرار دی او د اقرار مانا: اطاعت ته (غاړه ایښوول او) تصدیق دی؛ نو له دې اړخ جوته شوه چې کوچني یا غټ عبادات یو له بل سره په تړاو کې دي او مومن هله د ایمان د ځانګړنې له کړۍ وځي چې د ایمان له وړتیا سره ښاییدونکې چارې پرېږدي یعنې د سترو فرایضو پرېښوول او د سترو ګناهونو ترسره کول، په واقع کې د ایمان نامه او مانا له هغه سره ښایي چې تل ستر فرایض ترسره کوي او ستر ګناهونه ونه کړي او ځان ترې وساتي.
که څوک کوچني عبادات پرېږدي او کوچنۍ ګناه وکړي د ایمان له کړۍ ځنې نه وځي، تر هغه وخته چې له سترو عباداتو څه پرېنږدي او ستره ګناه ونه کړي؛ نو ایمان یې پرېښی نه دی او تر هغه چې دغسې چار یې کړی نه وي، مومن شمېرلېږي؛ ځکه خدای وایي: (( که له سترو ګناهونو ځانونه وژغورئ چې ترې منع شوي یاست؛ نو له وړو ګناهونو به مو تېر شو او ډېر ښه ځای ته به مو ورننباسو)) [نساء /۳۱] یعنې مراد ترې د کوچنیو ګناهونو بښنه ده او که ستره ګناه یې وکړه، پر ټولو کوچنیو او سترو ګناهونو نیول کېږي او سزا ویني ، دا وه د ایمان ځانګړنه او مومن چې د ثواب وړ دی.