تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انسانانو ترمنځ اړیکه له خدای سره یې له اړيکې اغېزمنېږي   حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته پوه لیک کې لیکي: وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د انسانانو ترمنځ اړیکه له خدای سره یې له اړيکې اغېزمنېږي

 

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته پوه لیک کې لیکي:

وَ اعْلَمْ أَنَّ الَّذِي بِيَدِهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ قَدْ أَذِنَ لَكَ فِي الدُّعَاءِ وَ تَكَفَّلَ لَكَ بِالْإِجَابَةِ وَ أَمَرَكَ أَنْ تَسْأَلَهُ لِيُعْطِيَكَ وَ تَسْتَرْحِمَهُ لِيَرْحَمَكَ وَ لَمْ يَجْعَلْ بَيْنَكَ وَ بَيْنَهُ مَنْ يَحْجُبُكَ عَنْهُ وَ لَمْ يُلْجِئْكَ إِلَى مَنْ يَشْفَعُ لَكَ إِلَيْهِ : پوه شه!هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې،چې و دې بښي او خداى څوک د ځان اوستا ترمنځ کېنولى نه دى، چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى، چې څوک دې سپارښتنه ورته وکړي.

وَ لَمْ يَمْنَعْكَ إِنْ أَسَأْتَ مِنَ التَّوْبَةِ وَ لَمْ يُعَاجِلْكَ بِالنِّقْمَةِ : او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه.

وَ لَمْ يُعَيِّرْكَ بِالْإِنَابَةِ وَ لَمْ يَفْضَحْكَ حَيْثُ الْفَضِيحَةُ بِكَ أَوْلَى وَ لَمْ يُشَدِّدْ عَلَيْكَ فِي قَبُولِ الْإِنَابَةِ وَ لَمْ يُنَاقِشْكَ بِالْجَرِيمَةِ وَ لَمْ يُؤْيِسْكَ مِنَ الرَّحْمَةِ بَلْ جَعَلَ نُزُوعَكَ عَنِ الذَّنْبِ حَسَنَةً وَ حَسَبَ سَيِّئَتَكَ وَاحِدَةً وَ حَسَبَ حَسَنَتَكَ عَشْراً : او په توبه ايستو او له ګناه په راستنېدو کې يې ټپسورى نه کړې. په هغه ځاى کې چې د اشوا – رسوا کېدو وړ وې،اشوا يې نه کړې او توبې قبلېدو ته يې درباندې سخت شرايط کېنښوول او د خپلې کړې ګناه له امله يې محاکمه نه کړې او په تنګه يې ونه نيولې او له خپل رحمته يې نهيلى نه کړې؛ بلکې له ګناه مخ اړول دې نېکي شمېري.  د هرې ګناه دې يوه سزا درکوي؛ خو د هرې نېکۍ دې لس ګرايه ثواب درکوي.

وَ فَتَحَ لَكَ بَابَ الْمَتَابِ وَ بَابَ الِاسْتِعْتَابِ فَإِذَا نَادَيْتَهُ سَمِعَ نِدَاكَ وَ إِذَا نَاجَيْتَهُ عَلِمَ نَجْوَاكَ فَأَفْضَيْتَ إِلَيْهِ بِحَاجَتِكَ وَ أَبْثَثْتَهُ ذَاتَ نَفْسِكَ وَ شَكَوْتَ إِلَيْهِ هُمُومَكَ وَ اسْتَكْشَفْتَهُ كُرُوبَكَ وَ اسْتَعَنْتَهُ عَلَى أُمُورِكَ : او پر مخ دې د توبې لار پرانستې ده، چې کله يې وبولې،غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايې؛ نو پرې پوهېږي؛ نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي، ورته یې ووايه. خپګان دې ورسره اوڅاروه،چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې دې مرستندوی شي.

د علي (ک) دا خبرې راښيي چې انسان له خپل خدای سره يو تړاو لري، يا بايد ويې لري. خو انسان په خپلو کې هم يو تړاو لري او چا چې د ځان او خپل پالونکي ترمنځ تړاو سم کړی نه وي، له نورو انسانانو سره به يې اړيکه سمه نشي. مهمترين سبق چې پېغمبرانو ورکاوه او کومه تنبّه يې چې په خپلو لارويانو او مخاطبانو کې رادبره کوله، دا و چې انسان له انسان سره هله په سوله کې دی چې انسان له خدای سره په سوله کې وي. په اوسنۍ نړۍ کې چې له کومې ستونزې سره مخ يو همدا ده چې يو شمېر خلک د خدای له بنده ګۍ او عبادته په غفلت کې د خدای د بندګانو ترمنځ اړيکې سمول غواړي.

په حقيقت کې د وحې قبلې ته شا کول، د توحيد له لمره مخ اړول، پر ځان ډډه وهل، د حق د عبوديت پرېښوول، د ځان د حقيقي ذلت نمښته (انکار) او د خالق پوره هېرونه، د انسانانو په فکر او عمل کې د ډېرو اندېښمنيو او پرېشانيو لامل شوي دي.

کوم انسانان چې د شپې رڼا نه لري، ورځې به يې هم تيارې وي. هغوی چې له خپل خدای سره انس او مينه لري او په تکه تياره شپه کې خبرې ورسره کوي، خواله ورسره کوي، ورځېنی اړيکه به يې هم څرګنده وي.

هغوی چې د خپل دننه ازادولو کې هڅه نه ده کړې، لاسونه او پښې يې په زرګونو زولنو تړل شوي دي؛ د زر، زور، شهوت او غضب بندګان دي؛ څرنګه نورو ته دباندې ازادي راوړای شي. د بشري ستونزو د نه هواري راز همدا دی.

 د انسان دنننۍ سمونه يې په باندېنۍ سمونې پای مومي

دباندېنۍ سمونه هله بريالی وي چې له دنننۍ سمونې سره مل وي، کوم کسان چې د دې اړخونو په يوه يې ټينګار کوي، په يوه وزره الوزي او هرومرو يې الوتنه هم نيمګړې او ناتمامه ده.

د خدای پر بنده ګۍ د اديانو د ټينګار راز، په خپلې بېوسۍ د انسان معترف کول او له دننه يې د پسولنې (صیقل ورکونې) همدا دی چې لاسونه يې په بهر کې چاڼولو ته پرانستل شي.

د دننه په پسولنې (صیقل ورکولو) کې يوه تجربه هم تر ديني تجربې، ډار، د خدای د مينې، انابت الی الله او د الهي څارنې پر ګروهې هومره بريالی نه وه. الهي څارنه يوه ډار راولاړوونکی مقوله (وينا) ده، په خوله يې وايو او تر څنګ يې تېرېږو او په مانا کې يې پوره تأمل او سوچ نه کوو. الهي څارنه؛ يعنې، دباندې او دننه مو يوه اندازه ښکاره ده او هيڅوک د پټېدو مجال نلري؛ نو ځکه هومره چې دباندې ځان پسولو، دننه هم بايد وپسولو، او څومره چې د نورو په حضور کې شرم کوو، په خلوت او ګوښه کې هم بايد شرم وکړو.

يوازې يو موجود دی چې له ټولو رازونو مو خبرېدای شي او دا هغه خدای دی چې پر وړاندې یې زموږ ګرده هستي پرانستې ده او د وجود د کتاب ټولې کرښې مو لولي. ټوله هستي يې له وجوده ډکه ده او بلکې حضور يې عين هستي ده. په دغسې هستۍ او نړۍ کې اوسېدانه د خدای د څارنې په پار شوق راولاړوونکې ده او کټ مټ د همدې دليل له مخې ډاروونکې هم ده. انسان په دغسې يوې نړۍ کې خپل ځان ته ورپرېښوول شوی نه دی. ګرد څېزونه يې بربنډ دي او هره ورځ يې، د قيامت ورځ ده. د عارفانو په سترګو کې هر وخت قيامت دی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!