تبلیغات

  د انسان ظهور   دی د یو تنکي ماشوم په شکل کې پیدا شو بله شوله شمع د هستۍ جهان رڼا شو دا د والدینو د خوبونو تعبیر راغی دا یې د رنګینو ارمانونو تفسیر راغی دا دی چې کامل به د اخلاقو کړي قدرونه دا دی چې به جوړ کړي په عالم کې […]

 

د انسان ظهور

 

دی د یو تنکي ماشوم په شکل کې پیدا شو

بله شوله شمع د هستۍ جهان رڼا شو

دا د والدینو د خوبونو تعبیر راغی

دا یې د رنګینو ارمانونو تفسیر راغی

دا دی چې کامل به د اخلاقو کړي قدرونه

دا دی چې به جوړ کړي په عالم کې تنظیمونه

اوس له دې دانې به دنګه ونه پیدا کېږي

بیا د علم و فن به ترې ښاخونه ظاهرېږي

دا د تمدن به، څه مسکي ګلونه راوړي

دا به چاپېرچل ته د الفت بادونه راوړي

بیا به نو د امن او عافیت سندرې وايي

هم به د انسان انسانیت سندرې وايي

دا دی چې یې بار د امانت دی پورته کړی

دا دی چې یې بار د خلافت دې پورته کړی

دغه دی، مثل چې د نقطې نه د وحدت دی

دا دی چې تشکیل د دایرې لره علت دی

دا په ابتداء کې هم هغه ” شخص اکبر”  دی

اوس په انتها کې هم دغه ” شخص اصغر” دی

اوس خو په ظاهر کې څه ناتوانه غوندې ښکاري

داسې بې خبر له خپله ځانه غوندې ښکاري

څومره چې لویېږي، خبرېږي به له ځانه

ورو په ورو نو بیا به قلنګ اخلي له جهانه

مور یې ده که پلار دی، اوس یې غم د تربیت کا

څومره په کړاو او احتیاط یې حفاظت کا

لږ چې شي بې خوبه الاهو به ورته وايي

مور ورته ولاړه په رنګ رنګ صفت یې ستايي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د کربلا سپور

ګرد و د هېبت غوندې چې جمع و د نمر په مخ
څه يخه خندا وه چې ښكاره وه د سحر په مخ
راغلو زيړ زبېخلی سحر رنګ د مازيګر په مخ
شنه د غم لوخړه پنډه شوې د منظر په مخ
غونډه په دې وخت كښې د تيرې د بلا سڼنې شوه
نمر په راختو شو پورته ښكته ښكاره رڼې شوه
راغلې تماشو ته اخته وې تماشې په غم
يا د زمانې لړم لړلې وې لشې په غم
تتې لـه غباره وې صفا د زړه شيشې په غم
لړ زندې ښكاره شوې چې سورې وې پلوشې په غم
راغلې زيړې زيړې  رپېدونكې لړزيدونكې وې
تا به داسې وې چې جوړ د نمر نه غورزيدونكې وې
نمر د نيمايه اسمان نه ښكته ځې تكل كوي
ژرنده د وختونو ده روانه كار د دل كوي
مزكې ته په ښكته په هېبت كاته اجل كوي
ډېرې فرښتې د مرګ  په وړاندې ترېنه زغل كوي

ورځ لـه ډېره غمه مړغېژنه غرېو نيولې ده
ښا پېرۍ د امن په پنجه كښې دېو نيولې ده

ښكاري څه خېمې له تندې شته سوې سينې پكښې
پاكې پاكې جونې نارينه او ارتېنې پكښې
اور اخلي بې درېغه د ګرمۍ نه پشمينې پكښې
زياته ده د بټنه كربلا شګې نينې پكښې
سيند هم له ګرمۍ دے پېچ و تاب راوړلی تاب نه شي
ځان د سيند په مخ خودلی سترګه د حباب نه شي
هور ته مخامخ د ګرد په مېنځ كښې راوچت شو ګرد
زغل كوي اسمان و ته د چا نه په هېبت شو ګرد
پورته اسوېلی د زړه د مزكی په حسرت شو ګرد
حېف چې خپل د خپل نه درومي نخښه د فرقت شو ګرد
راغی په جولان وه د ګردونو نه يو سور اوت
زړونه چې بې واكه شو د خلقو لـه خلې شور اوت
ګوره ورته مخكښې دبدبه د امامت لري
شاوته صورت دغه زلمی د ولديت لري
شان د خلافت او د عفت او د عصمت لري
ځكه خو دستار په سر د شاه رسالت لري
روح هغه څلور دي خو پنځم يې دا بدن ګڼه
بس خو سر تر پايه يو پېكر يې د پنج تن ګڼه
اس يې مطمن په لاره ځي په جست وخېزنه دی
پوئی دی د خپل سور په زړه چې نېت يې د جنګرېز نه دی
امن په دنيا كښې مدعا لري چې تېز نه دی
زوی د پېغمبر اخر زمان دی څه چنګېز نه دی
امن امن صلح صلح غږ د اس قدم قدم
غږ د حق اوهو اوهو اوهو او حق چې اخلي دم
سترګو د دشمن په حېرانۍ ورته نظر اوكه
زړونو پرېشانو په درزا ترينه خطر اوكه
راغی مخامخ مېــدان ته غږ زوی د حېدر اوكه
راغله خاموشي شوه پورته ښكته شور سفر اوكه
ساه د يزيديانو په فضا كښې پسپۍ شولې
شور او په چپيا كښې پټې پټې ګنګگوسۍ شولې
وې چې زه مومن يمه باغونه دامان لرم
ډك دے د جنت لـه ګلو زه هغه دامان لرم
توره مې په تيكي كښې ده لاس كښې چې قراّن لرم
اوګورئ چې شان د محمد اّخر زمان لرم
زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه
اے بې لارې تږيو د بقا د اوبو جام يمه
زه يمه حسېن مور مې زهرا نېكه سرور زما
پلار ابو تراب و دلاور علي حېدر زما
ورور ميْن په صلح مجتبى شاه شبر زما
سرو د حبش د مهاجرو تره جعفر زما
مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه
اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه
اووی ورته دويْ مونږه خبر يو هر چې ته وايې
ښۀ وايې كه بد وايې خو اووايه چې څه وايې
ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې
هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې
يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه
يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه
پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نه شي
توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي
كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي
جوړ به په دې وخت كښې بې د جنګه څه صورت نه شي
لا خو وه په فكر كښې امام په لر او بر د جنګ
راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ
وې امام په جوش كښې چې زه غشی زه دماح يمه
زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه
ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه
بچ مې لـه ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه
زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولی يم
زه يم چې حورانو په سندرو كښې ستائېلی يم
څوك به وي په تاسو كښې چې اوزغمي ګزار زما
تندر د اسمان دی كه په لاس كښې ذوالفقار زما
رادې شي په مخكښې چې د سر وي طلبكار زما
سر قلمولو ته دی ستاسو انتظار زما
زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه
زه لـه ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه
داسې پرې ورګډ شو تا به وې ولاړ بهر نه و
اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه و
تورې رنګولې خلقو ياد ورته سپرنه و
چا به چې د سر فكر كولو بيا به سر نه و
سترګو د عمر شمر چې برق د ذوالفقار اوليد
ګويا چې حسېن يې په جامه كښې د كرار اوليد
خول به بې اوازه شو دوه نيم ورسره سر دوه نيم
زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم
دلته به پياده وو هلته سور به وو اكثر دوه نيم
هر شی به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم
چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ كښې وه
توره د امام به يې رسا په كپرۍ كښې وه
چرته د وريځ غوندې دا ستوری به شو ګېر پكښې
لا به ذوالجناح لكه برېښنا شو مخكښې تېر پكښې
ډېر به لاندې باندې شول په تېښته به شو ډېر پكښې
وينې وې رودونه ذوالفقار به نه شو سېر پكښې
كوږ به چې دشمن شو لـه هېبته بيا به نېغ نه و
پړق به ترې د سترګو نظر يوړو بيا به تېغ نه و
پړق نه يې د تورې په روحونو ګډې ماتې وې
ساه د بزدلانو وې په تيښته تنې پاتې وې
تاخت و د اجل د ژوندانه خونې ميراتې وې
غشي ټيټ سرونه د امام يې ننه واتې وې
ماته د ادمو شوه قلا ترېنه امام اوت
باز د ملكوت و د دنيا لـه تارو دام اوت
ماتې يې ليندې د ارادو وې زيړ زبېخلي وو
ژۍ نه يې د زړه د حوصلو غشي وتلي وو
څوك په تېښته سر څوك لـه مېدانه تښتېدلي وو
جوړې وې دلۍ ترې چې سرونه رغړيدلي وو
څوك دگے چې دا وائي چې يو كس په زرو  برنه وي
څوك به داسې وائي چې د سر دپاسه سر نه وي
اورسېدو غاړې ته د سيند د اس نه ښكته شو
سيند وته ورتېر امام د تندې لـه جهته شو
غږ اوكړو عمر، حسېن اشنا كه لـه طاقته شو
پوهه شئ چې شرم بيا زمونږ د پوزې نته شو
اولئ يې په غشو چې لـه سينده بهره ياب نه شي
جوړ كړئ پرې باران چې دا سيد درنه سېراب نه شي
كښېناستو په غاړه لـه اوبو يې لپه ډكه كړه
ياد يې ماشومان شو اراده يې جل ته كلكه كړه
تويې يې اوبه كړې بې لـه دويْ يې كله څكه كړه
يو ظالم په خوله كښې يې توبره د غشى لكه كړه
وينه يې راماته شوه چې غشی كړو بهر امام
سور د اس د پاسه د دشمن راغی په سر امام
بيا يې حمله اوكړلـه ورګډ شو په شاميانو كښې
تورې يې د لور هسې لو وكړو په كوفيانو كښې
تاب د امزري د جنګ وي چرته په ګډانو كښې
جوړ شو هۍ ناتار په هر طرف په يزيديانو كښې
ناساپه نظر چې د حسېن شو د اسمان په لور
لاړ په تماشه كښې تماشه شو د جانان په لور
راغله دا ندا چې اوس د فرض دې استكمال اوشو
ستانه نمائش هم د جمال هم د جلال اوشو
راشه لـه اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو
حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو
راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار كښې دي
جوړ دی ارائش درته حورانې په سنګار كښې دي
لاړ مدافعت د تن چې روح په تماشه كښې شو
يا قدسي مارغه لاړو وطن ته په ثنا كښې شو
پړق دتورې ورك شو سريې زوړند په فضا كښې شو
اس يې سم  وهي په مزكه مزكه په سودا كښې شو
تاو شو دشمنان ترينه د غشو يې باران اوكه
وينو د امام په كربلا كښې ګلستان اوكه
سور د كربلا د اس نه پرېوت دنيا پرېوته
هور ته په خېمو كښې يې فرياد او ژړا پرېوته
ځكه په امت كښې يې تر حشره غوغا پرېوته
راغله د حمزه د زړه په غوږ كښې ندا پرېوته
خدای چې محمد د رسالت دپاره غوره كړ
ال يې د علي د هدايت د پاره غوره كړ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست