تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ کربلا شي ما حمزه ته چې دا نه وي د حسین د ذکر فکر عملي یم د کربلا پېښې سپړنه او کېنستنه  الف : د پېښې غورچاڼ: حضرت معاويه بن ابي سفيان د هجرت پر شپېتم كال په رجب مياشت كې ومړ شو او دا چې پر خپل ژوند يې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

کربلا شي ما حمزه ته چې دا نه وي

د حسین د ذکر فکر عملي یم

د کربلا پېښې سپړنه او کېنستنه

 الف : د پېښې غورچاڼ:

حضرت معاويه بن ابي سفيان د هجرت پر شپېتم كال په رجب مياشت كې ومړ شو او دا چې پر خپل ژوند يې د پاچايانو په څېر د يزيد لپاره بيعت اخستى و؛ نو يزيد د چارو واګي تر لاسه كړې. يزيد ته ډېره مهمه دا وه، چې له هغو بيعت واخلي، چې د پلار پر ژوند يې له بيعته سرغړولى و؛ لكه امام حسين ، عبدالله بن عمر ، عبدالله بن زبير ( رضى الله عنهم )؛ نو ځکه يې د مدينې والي ( وليد بن عتبه بن ابى سفيان ) ته وكښل، چې له دوى بيعت واخلي.

 وليد چې له مروان بن حكم سره سلا مشوره وكړه؛ نو حسين او عبدالله بن عمر پسې يې څوك ولېږه، عبدالله (رض) د شپې پښې سپكې كړې او مكې ته ولاړ. حسين (رض) چې د مدينې دارالاماره (ولايت) ته ولاړ او د يزيد فرمان يې واورېد؛ نو يوه شپه مهلت يې وغوښت او په همدې شپه يې له اولاد ، وروڼو ، ورېرونو او كورنۍ سره د مكې لوري ته مخه كړه .

 بلخوا كوفې ته د معاويه بن ابي سفيان د مړينې خبر رسيدلى و، د كوفې مشران د “سليمان بن صرد خزاعي” په كور كې راټول شوي ول او امام حسين ته يې بلنليك وليكه. همداراز نورو هم ډېر ليكونه لېږلي وو، چى بيا همدوى د كوفې په لښكرو كې ورګډ شول او د امام حسين پر وژنې يې لاسونه سره شول. امام ورته په ځواب كې ليك ولېږه او د تره زوى (مسلم بن عقيل) يې د استازي په توګه ولېږه ، كوفيانو لومړى ورسره بيعت وكړ؛ خو كله چى عبيدالله بن زياد كوفې ولاړ؛ نو د ګواښ،ډار اچونې، تطميع او بډو له لارې يې د مسلم شاو خوا تشه كړه او خلك يې ورنه راوګرځول او پايله دا شوه چې مسلم يې ګرځپلی – مظلومانه شهيد كړ .

 امام حسين د ذى حجى پر اتمه شپه خپلو دوستانو ته وويل، چې سبا به حركت پيلېږي .

 پر اتمه ورځ [چې ” ترويه ” هم ورته وايي] ، د كوفې لوري ته وخوځېدل، په لار كې ورته د مسلم د شهادت خبر راورسېد، امام خپل ملګري د مسلم له شهادته خبر كړل، ورسره ملګري يې ټول ستانه شول او يوازې همدومره پاتې شول، چې د كربلا په دښته كې شهيدان شول؛ خو امام حسين خپل تګ ته دوام وركړ .

 په لار كې ورسره د “حر بن يزيد رياحى” په قوماندانۍ زرتنيز لښكر مخ شو، چى له كوفې راغلى و، چى د امام حسين مخه ونيسي، امام ورسره خبرې وكړې او لښكر ته يې وينا وكړه، چى زه د كوفيانو په بلنه راغلى يم او استول شوي ليكونه يې ټول وروښوول، حر او ملګرو يې وويل، موږ خو له دې خبر نه يو او امام يې پرېښود، چې خپله لار ونيسې. امام ورته وويل : مور دې بوره شه! له موږه څه غواړې؟ حر وويل : زه ګستاخي نه كوم او ستا مور په نېكۍ يادوم او په لمانځه كې له خپل لښكر سره په امام پسې ودرېد . حر چې دا دوه ځله، د امام درناوى وكړ؛ نو د هغه پر سپېڅلي ضمير يې اغېز وكړ او د تقدير پاڼه يې واوښته او پايله يې دا شوه، چې د كربلا د شهيدانو په كتار كې ودرېد. په پای کې امام د كوفې لار پرېښووله او د حر لښكر هم ورسره و؛ څو پر 61 هجرى كال د محرم په دويمه كربلا ته ورسېدل. دلته حر ته د كوفې د حكمران عبيدالله بن زياد ليك راورسېد او دستور وركړ شوى و: ” څومره چې دې وسه كېږي حسين په تنګسه كې ونيسه، په وچه او بې اوبو دښته كې يې را ايسار كړه ” !

 او له دې ورځې وروسته په پرله پسې توګه له كوفې نه كربلا ته لښكرې راماتې شوې، څو پر اومه ورځ حكم وشو، چى پر امام او يارانو يې اوبه بندې كړئ. عمر سعد ، عمرو بن حجاج ته پينځه سوه سپاره وركړل، چې د امام ياران اوبو راوړو ته پرېنږدي، هلته يو بې ايمانه سرتېري وويل : ” حسينه! څومره ډېرې اوبه دي؛ خو پر خداى قسم، چې يو څاڅكى به رانه ونه څكې، چې پر وچو شنډو ومرې” امام ورته ښېرا وكړه: ” خدايه! پر تنده يې مړ كړې او ويې نه بښې”، چې بيا د امام ښېرا قبوله شوه .

 امام او ياران يې ډېر تږې شول، خپل ورورعباس يې له شلو پيادو او دېرشو سپرو سره په اوبو پسې ولېږل او هغوى په خورا مړانه له لښكر سره مقابله وكړه او ډك مشكونه يې راوړل.

 پر نهمه ورځ ( تاسوعا) د كربلا دښته د دښمن له لښكرو ډكه شوه او پر دې ورځ امام په بشپړه توګه محاصره شو. د همدې ورځې په مازيګر لښكر بريد ته تيار و، امام  خپل ورور عباس ولېږه او د شپې مهلت يې وغوښت، چې عبادت كوي. شپه يې پر دعا او مناجات تېره كړه، يارانو يې بيا هم خپله پتمني څرګنده كړه .

 د عاشورا پر سبا يي نا انډولې جګړې ته دواړو لوريو د ليكو په مضبوطولو پيل وكړ، داسې چې له سلو لږ ( 32 سواره او 40 تنه پياده سرښندونكي)، له لس ګونو زرو سره مخامخ دي!

 د جګړې له پيله مخكې او هم د جګړې په ترڅ كې امام ناپوهه او سخت زړې لښكر ته وينا وكړه، ځان يې د رسول اكرم زوى او لمسى وښود، پر هغوى يې اتمام حجت وكړ؛ خو څه اغېز يې ونكړ او يوازې حر له حسين سره يو ځاى شو .

 لومړى د امام ياران د جګړې ډګر ته راووتل او خپل سرونه يې د محبوب مشر په مخ كې د خداى دربار ته نذرانه كړل .

بيا ورپسې د اهل بيتو ځوانان ډګر ته راووتل ، چى لومړى يې ” علي اكبر ” و ، چې پر شهادت يې امام وژړل او وروستى يې ورور “عباس بن علي” او بل تنكى ځوان وراره “عبدالله بن حسن” و او په نهايت كې د امام حسين تي خور ماشوم ، د امام په غېږ كې د ګرګرو – جفا كارانو پر غشي شهيد شو ، امام يې وينه اسمان ته پورته كړه، چى خدايه ! دا قرباني ومنه ، هغه وينه بيا ځمكى ته را ونه لوېده !

 هاشمي ځوانان چې د عاشورا پر ورځ په يو بل پسې شهيدان شول دا دي:

 1-علي اكبر بن حسين ، 2-عبدالله بن مسلم بن عقيل ، 3-جعفر بن عقيل ، 4-عبدالرحمن بن عقيل ، 5-محمد بن عبدالله بن جعفر ، 6-عون بن عبدالله بن جعفر ، 7-عبدالله بن الحسن ، 8-قاسم بن الحسن ،  9- ابوبكر بن علي ،  10- عمر بن علي ، 11 –  عثمان بن علي ، 12-جعفر بن علي ، 13-عبدالله بن علي ،14- ابوالفضل العباس ، 15 – د امام حسين تى خور زوى ( علي ) ،16 – د امام حسين كوچنى زوى (ابوبكر) ، 17 – د امام حسين يو بل زوى او  18 – امام حسين[1]

د عاشورا وروستى شهيد ” سويد بن عمرو بن ابى المطاع ” دى .[2]

  بيا خپله ابا عبدالله عليه السلام په يوازېي ځان لښكر ته راووت، د غشو باران پرې جوړ شو او د شكوڼ د ملا په څېر يې پر بدن غشي نښتي وو، د زياتې تندى او وينې تويېدو له امله راولوېد او سپېڅلى سر يې ” سنان بن انس نخعى ” له تنى بيل كړ …

بيا بدمرغه لښكر ورباندې بريد وكړ، د چا چې څومره له وسې كېده لوټ يې وكړ، له تنې يې ورته جامې او له لاسه ګوته وويسته او غلبيل تنه يې لوڅ لغړه پر ځمكه پرته وه ، بيا د عمر سعد په امر پر اسونو سپور ټولى د هغه پر تنه وګرځېد…

ورپسې يې پر كېږديو بريد وكړ او لوټ يې كړې، اور يې ورواچاوه، اهل بيت يې اسيران كړل او د كوفې او شام په كوڅو كې يې ګرځول. د عبيد الله او يزيد د خوشالۍ محافلو ته يې وړل او د امام پر مبارك سر يې ملنډې وهلې او داسې څه يې وكړل، چې خوله يې ويلاى او قلم يې ليكلاى نشي!

 د هغوى پر سپيڅليو ارواوو دې سلام وي .

دعاشورا تاريخ په لنډه توګه ويل كېداى نشي؛ ځكه د كربلا پېښه دوه څېرې لري. يوه يې تكه توره او بله يې سپينه او رڼه.

 كربلا دوه مخې سكه ده، چې يو مخ يې تك تور او د بشري روح بې نهايته ځوړتيا، پستي او کېوتون راښيي او بل مخ يې زښت ډېر سپين او ځلاند دى، چې د انساني روح بشپړتيا راښيي، چې انسان تركومه ځايه الوتلاى شي.

د پېښې بشپړ کېنستنه او سپړنه[3]

 عراق ته د امام حسین ورتګ

لکه چې وويل شول، مسلم بن عقيل (رض) شهيد شو او امام حسین د مسلم (رض) د ليک تر رارسېدو وروسته عراق ته د تګ لپاره چمتو شو. ابن زبير (رض) د امام حسین له موخې خبر شو او ورته يې وويل: “که هلته مې ستا په څېر لارويان درلودل؛نو ترې نه تېرېدم” (او دا چې ووېرېد، هسې نه چې تورن شي)نو ويې ويل: “خو که په حجاز کې پاتې شې او همدلته ددې چار په لټه کې وسې؛ نو انشاء الله ناباندي – مخالفت به درسره و نه شي. ” چې له امام حسین څخه ولاړ؛نو امام حسين وويل : “هغه ښه پوهېږي،چې په شتون کې مې له واکمنۍ څخه برخمنېداى نشي او خلک يې له راسره نه برابروي؛نو خوښه یې وه چې له دې ځايه ولاړ شم، چې مخه ورته خلاصه شي.” [4]

د ترويه پر ورځ – د ذيجې اتمه – هم د حجر او د کعبې د وره ترمنځ سره مخ شول او ابن زبير(رض)، امام حسین ته وويل: “که پاتې کېږې او واکمني غواړې؛نو ملاتړ دې کوم او بيعت درسره کوم.”امام حسين ورته وويل : “پلار مې راته ويلي و،چې هلته ( په مکه کې) يو مشهور او نوملوړی سړی دی او له هیڅ پروا څخه پرته د خدای د کور درناوی له منځه وړي او خوښه مې نه ده،چې هغه زه وسم!”

ابن زبير (رض) وويل: “نو که پاتې کېږي، حکومت راوسپاره، چې اطاعت دې وشي او سرغړونه ونه وينې.” امام حسین وويل: نه يې غواړم. وروسته يې خپلې خبري پټې کړې [5] او په يوه روايت کې وايي: “ابن زبير (رض)،امام حسين ته يو خواله وکړه او امام حسين موږ ته وويل: ابن زبير(رض) وايي: “دې جومات کې پاتې شه، چې خلک درباندې راټول کړم.” بيا يې وويل: “پر خداى قسم، که له حرم څخه بهر وژل کېږم؛نو دا ډېره غوره ګڼم،چې  يوه لوېشت په حرم کې دننه ووژل شم! پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خوځنده وسم؛ نو راوباسې مې او خپلې غوښتنې راباندې پوره کوي! پر خداى قسم! په حقيقت کې هاغسې تېرى راباندې کوي لکه يهودو، چې د شنبې پر ورځ وکړ!” [6]

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې وايي: “که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛ نو تر دې مې ښه ايسي چې په ما د حرم حرمت او درناوى مات شي.[7]

امام حسين تردې وروسته د کعبې طواف وکړ، د صفا او مروه په سعې پسې يې څه برخه ويښتان لنډ کړل او له احرامه راووت او هغه يې “عُمره” کړه. [8]

 له ابن عباس (رض) سره د امام حسین خبرې اترې

په طبري تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: چې امام حسين وتلو ته چمتو شو؛نو ابن عباس (رض) ورته راغى او د خبرو په ترڅ کې يې ورته وويل:”په همدې هېواد کې پاتې شه؛ځکه ته د حجازيانو مشر يې او عراقيانو ته وکښه که (لکه چې انګېرلې يې ده) تا غواړې؛نو لومړى دې د هغه ځاى واکمن او خپل دښمن وباسي، بيا ورشه او که له تلو څخه دې چاره نه وي؛نو “يمن” ته ولاړ شه؛نو هلته کلاګانې او درې دي،پراخه سيمه ده او د پلار مینوال دې هلته دي او د دې قوم له لاسرسۍ به هم لرې يې،بيا نو خلکو ته ليکونه لېږه او بلونکي دې هرې خوا ته استوه او هيلمن يم، چې په دې کړنو په پر خپلو موخو بريالى شې.”

امام حسين ورته وويل: “د تره زويه! پر خداى قسم پوهېږم،چې ته خيرغواړی او لوراند يې؛خو ما خپل هوډ کړی او لار مې ټاکلې ده.”

ابن عباس (رض) وويل: “نو که تلونکى يې،دا ښځې او اولادونه دې مه بوځه،زه ډارېږم،چې هسې ووژل شی لکه حضرت عثمان (رض)،چې ووژل شو او ښځو او اولادونو يې ورته کتل.”

په اخبار الطوال کې وايي :امام حسين وويل: “د تره زويه! دې خوځښت ته هله خوځښت وايم، چې کورنۍ او اولادونه مې راسره وي! [9]

او په يوه روايت کې وايي :امام حسين وويل: “که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم،تر دې خورا ښه ده، چې په مکه کې ووژل شم او په ما يې حرمت مات شي.”

او ابن عباس (رض) په ژړا شو[10]. او په بل روايت کې يې وويل: په دې خبرو يې ارام کړم [11].

 بنى هاشمو ته د امام حسین ليک

په کامل الزياره کتاب کې وايي: امام حسين له مکې څخه محمد بن علي (رض) ته وکښل:

 “بسم الله الرحمن الرحيم ………. د حسين بن علي له لوري، محمد بن علي اود بني هاشمو خپلوانو ته يې. اما بعد، چې څوک راسره يو ځاى شي؛نو شهيدانېږي او چې پاتې شې بريا نه مومي. و السلام [12]“.

ابن عساکر وايي :امام حسين مدينې ته يو استازى ولېږه او د عبدالمطلب يو شمېر لمسي ورسره يو ځاى شول ……… او محمد بن حنفيه (رض) هم ورپسې مکې ته راغى [13].

 له خپل ورور محمد بن حنفيه (رض) سره د امام حسين خبرې اترې

په لهوف کې وايي: امام حسين،چې پر سبا ورځ له مکې وته؛نو پر شپه يې محمد بن حنفيه (رض) ورغى او ويې ويل: “وروره! ښۀ پوهېږې چې کوفيانو مو له پلار او ورور سره ټګي وکړه او ډارېږم چې هسې نه ته هم پر هماغه برخليک اخته شې،که همدلته پاتې شې؛نو خوندي او د حرميانو عزتمن به يې.” امام حسین وويل: “وروره! ډارېږم چې يزيد مې په ترهګريز بريد کې په حرم کې ووژني او بيا به هماغه وسم، چې ددې کور حرمت پرې ماتېږي . [14]

 له مکې څخه د امام حسین حرکت او د چارواکيو مخنيوى

امام د سې شنبې پر ورځ د ذيحجې پر اتمه له مکې څخه ووت  . [15]

د مکې د واکمن “عمرو بن سعيد” استازيو ورته لار ونيوه او چار شخړې،لاس اچونې او کوړو وهلو ته ورسېد. امام حسين او يارانو يې ستنېدو ته غاړه نه ايښووه او خپله لار يې وهله او مخالفينو يې غږ کړ چې : “حسينه! له خدايه نه ډارېږې؟ له ټولي وځې او په امت کې درز اچوې!” او امام حسين ورته دا آیت ولوست [16].

وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ [17]

ژباړه: او كه تا دروغجن وګني؛ نو ووايه :(( زما عمل زما لپاره دى او ستاسې كړه ستاسې لپاره دي، څه چې كوم تاسې يې له مسؤوليته خلاص ياست او څه چې تاسې كوئ، زه يې له مسووليته خلاص يم .))

 له عبدالله بن جعفر(رض) سره د امام حسین خبرې اترې

عبدالله بن جعفر(رض)، امام حسین ته يو ليک له خپلو زامنو عون او محمد سره ولېږه او پکې يې کښلي وو: “اما بعد؛ درنه غواړم چې د خداى په پار د ليک په ليدو مې (له هوډه دې) واوړې؛ ځکه کومه لار چې دې غوره کړې پر تا او ستا د اهل بيتو پر محبوسۍ ډارېږم، که په دې پېر کې ووژل شې د ځمکې رڼا مړه کېږي؛ ځکه ته د هدايت لټوونکيو بيرغ يې؛ نو په تلو کې دې بيړه مه کوه،چې په ليک پسې مې در روان يم، والسلام” . وروسته “عمرو بن سعيد” ته ورغى او ترې ويې غوښتل چې امام حسين ته امان ليک وکښي او په ستايليک او د ډالى له ورکړې يې خبر کړي او پخپله دې له ليک سره ورشي. او دغسې يې وليکل:

“اما بعد؛ له خدايه غواړم، چې له هغه څه دې واوړې چې نابود او ورکوې دې او د ودې او رشد لار در وښيي،خبر شوى يم چې عراق ته ځې، له خدايه درته له جګړې او درزه پناه غواړم، زه پر دې ډاېږم، چې لار دې د هلاکت لار وي اوس مې عبدالله بن جعفر او يحيى بن سعيد (د واکمن ورور) در ولېږل، ورسره راشه، چې امان مې درکړى او له زړه سوي،ډالۍ، ښه ګاونډه او ښه چلنه برخمن يې…..” عبدالله او يحيى امام ته ليک يووړ.

يحيى ورته ليک ولوست او په خبرو اترو شو او امام حسین ورته يو عذر ووايه چې: “يو خوب مې وليد چې رسول الله (ص) پکې و او له خوبه مې يو ماموريت وموند، چې و به يې کړم، که پر ذيان يا ګټه مې وي!”

وويل شوو: “خوب دې ووايه؟ و يې ويل: “چا ته مې ويلى نه دى او له خپل پالونکي سره د ليدو کتو تر وخته به يې و نه وايم . [18]

امام حسین د “عمرو بن سعيد” د ليک په ځواب کې وکښل: “اما بعد؛ په يقين څوک چې د خداى عزوجل لوري ته بلنه کوي او وايي چې زه له مسلمانانو ځنې يم؛ نو ښکاره ده،چې له خداى او رسول الله (ص) سره يې دښمني او شخړه کړې نه ده، زه دې امان، نېکۍ او ډالۍ ته رابللى يم، حال دا چې غوره امان، د خداى امان دى او خداى به هغه ته په اخرت کې امان ور نه کړي،چې په نړۍ کې ترې بيخي ډارېدلى نه وي؛ نو په نړۍ کې ترې الهي ډار غواړو، اوس که په دې ليک  دې د زړه سوي، ډالۍ او نېکۍ هوډ کړى وي؛ نو بلنه بدله به ومومې.[19]

 د عبدالرحمان د لور عمرې ليک

د ابن عساکر په تاريخ کې وايي: عمرې د عبدالرحمان لور هم امام حسين ته يو ليک وکښه او د امام حسين موخه يې ستونزمنه او پرې نه لاسبرېدونکې ګڼله او ترې يې وغوښتل چې د حکومت مطيع او له جماعت سره مل وي او خبر يې کړ،چې يوازې او يوازې وژنتون ته ورشړل کېږي او ويل يې: “ګواهي ورکوم چې عايشې بي بي راته وويل،چې له رسول الله (ص) يې اورېدلي،چې ويې ويل: “حسين د بابل په سيمه کې وژل کېږي.” امام حسین يې د ليک په لوستو وويل: “نو ناچاره يم، چې وژنتون ته مې ولاړ شم!” او ولاړ.[20]

 له عبدالله بن عمر(رض) سره د امام حسين خبرې اترې

او هم وايي: عبدالله بن عمر(رض) په خپل شخصي جايداد کې و،چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو. درې ورځې لار يې ووهله او ځان يې ور ورساوه او عراق ته له تلو يې منع کړ.امام حسين و نه منله او ابن عمر(رض) ورسره غاړه وکړه او و يې ويل: “پر خداى دې سپارم، چې وژل کېږې![21]

د ابن اعثم په فتوح،د خوارزمي په مقتل،مثير الاحزان او نورو کتابونو کې وايي: ابن عمر(رض) چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو،ځان يې ور ورساوه او واکمنۍ ته د غاړه ايښوو وړانديز يې ورته وکړ. امام حسين ورته وويل: “عبدالله! د دنيا له پستۍ هم دا بس دي،چې د يحيى بن زکريا سر يې د بني اسرائيلو يو بد چارې ته ډالۍ کړ؟! تردې چې ويې ويل: او خداى يې د سزا په ورکړې کې بيړه و نه کړه؛بلکې وروسته يې سخته درنه سزا ورکړه! بيا يې وويل: ابا عبدالرحمانه! له خدايه وډار شه او بې ملاتړه مې مه پرېږده. [22]

 عراق ته د امام حسین روانېدل او د امام حسین خطبه

په مثير الاحزان کې تر تېرو خبرو وروسته وايي : امام حسین خطبې ته پاڅېد او ويې ويل: “

الحمدلله ، ماشاءالله ، و لا قوة الا بالله. بنيادم ته مرګ یو حتمي چار دی او زه مې له مخکینیو تېرو شویو سره د ليدو ته دومره شور او ځوږ لرم،لکه حضرت يعقوب ،چې د حضرت يوسف ليدو ته درلود،يو وژنتون را ته ټاکل شوى چې ور رسم، لکه چې وينم د بدن غړي مې د نواميس او کربلا تر منځ د بېديا لېوان ټوټې ټوټې کړي،خپلې وږې ګېډې او تش ګوډي ترې ډکوي. هو! د تقدير په قلم له کښل شوي تېښته نشته،د خداى خوشحالي زموږ د اهل بيتو خوشحالي ده. پر کړاوونو يې زغم کاږو او زموږ د زغمونو بدله راکوې. د رسول الله د تن ټوټې بيخي سره جلا کېږي نه او د خدای په جنت کې بیا سره راټولېږي. سترګې يې پرې روښانېږي او خپلې ژمنې به ورسره پوره کړي. (اوس نو) چې چا ځان سرښندنې او د خداى رسيدو ته چمتو کړى دى، موږ ته دې راشي، چې زه انشاء الله ګهيځ مهال خوځم.[23]

* ټکى

‏دا دې له پامه و نه غورځېږي،چې ددې خبرو او خطبو په راوړلو کې مو موخه دا نه وه،چې دا خبرې په کوم وخت او ځای کې ترسره شوي، چې په باب یې ویینه وکړو او څه چې ددې ویینې له څېړنې لاس ته راځي؛نو همغه شان یې اوډون کړو؛بلکې موخه دا ده،چې په دې ویینه کې د امام حسین د شهادت په باب خپله د امام حسین او دهغه د ملګرو له لید لوري یو رښتینی انځور را وړاندې کړو او په دې توګه د امام د شهادت حکمت او اغېز يې راپر ډاګه شي او پر موخې يې د پوهېدو لپاره همدا را ته بسيا وي.

 د يزيد فرمانونه

يزيد د امام حسین له حرکته خبر شو او ابن زياد ته يې وکـښل: “خبر شوى يم،چې حسين د کوفې پر لور در روان شوى دى. بې شکه ستا وخت، حکومت او  ستا د واکمنۍ ځای تر ټولو وختونو، ځایونو لا ډېر په یوې بلا ککړ شوی او زما په دې ټولو کارمندانو کې یوازې ته په داسې ستر ازمېښت اخته شوی یې. اوس له داسې غوړپکې – پېښې سره په پېښېدو کې ته دوه لارو ته رسېدلی یې: يا به د آزاد شویو کسانو لاره غوره کوې او بله دا چې عبودیت او مريتوب ته به ورګرځې![24]

ليکوال وايي: ښايي چې يزيد په خپل ليک کې زياد (د عبيدالله پلار) ته اشاره کړي وي، چې مور وپلار يې (سميه او عبيد) دواړه مريان ول، چې بيا معاويه په خپل پلار ابوسفيان پورى وتاړه او په جاهلي ټبريز دود کې،اموى او ازاد وشمېرل شو [25] او په کنايه يې تر غوږ ورتېروي، که د امام حسين د وژنې په دنده کې ناغېړي وکړې؛ نو د آل ابى سفيان له نسبه به يې وشړي او بيا به مريي شي!

او په بل روايت کې وايي: عمرو بن سعيد د همدې ليک په څېر ابن زياد ته ليک لېږلى و. [26]

 امام حسین او فرزدق شاعر

امام حسین په لار کې “صفاح” ته ورسېد او شاعر فرزدق ورسره مخ شو او و يې وويل: “د رسول الله (ص) اولادې مور و پلار مې درځار! څه شوي چې له حج څخه په بيړه لرې وځې؟ امام حسین وويل: ” که بيړه مې کړې نه واى؛ خو نيول شوى به واى!” بيا يې ترې د کوفيانو احوال وپوښت، و يې ويل: “زړونه يې له تا سره او تورې يې له امويانو سره دي او وروستۍ پرېکړه خو له اسمانه راکېوځي.” امام حسین ورته وويل: “رښتيا دې وويل،هر څه د خداى دي او چې څه غواړي کوي يې،پالونکى هم هر ورځ پر يو کار بوخت دى که (الهي) قضا زموږ پر خوښۍ راکېوته؛نو خداى يې د نعمتو له امله ستايو او پخپله هم د شکر د ايستو لپاره مرستندوى دى او که (الهي) قضا زموږ د خوښې پر خلاف وه؛نو هغه کس،چې نيت یې حق او جامه يې تقوا وي او ځان ساتي وي؛نو د کینې او دښمنې پر لاره به روان نشي.” بيا یې له فرزدق سره پېلنه – وداع وکړه او سپرلۍ يې په ځغاسته کړه [27] او چې د “حاجز” [28] سيمې ته ورسېد؛ نو کوفيانو ته يې يو ليک ولېږه او خبر يې کړل چې پر ترويه ورځ له مکې وتى او پر لور يې ورځي[29].”

 امام حسین او حضرت عبدالله بن مطيع

امام حسین د لارې په يوه چينه کې له “عبدالله بن مطيع عدوي”[30] سره مخ شو او عبدالله ورته وويل: “د رسول الله (ص) زوکړې، مورو پلار مې درځار! دلته څه ته راغلي يې؟” امام حسين له خپلې پېښې خبر کړ او عبدالله وويل: “د رسول الله (ص) زويه! د اسلام حرمت در يادوم،چې لتاړ نه شي! پر خداى قسم درکوم چې د رسول الله(ص) حرمت مات نه کړې! پر خداى قسم درکوم چې د عربو حرمت مات نه کړې! ځکه پر خداى قسم، چې څه د امويانو په لاس کې دي او ترې يې اخلې؛ نو يقين چې وژنې دې او که ته يې ووژلې؛ نو تر تا وروسته به يې بيخي له چا سترګه نه سوځي او پر خداى قسم، بيا نو دا د اسلام حرمت دى چې لتاړ او ماتېږي او هم د قريشو او عربو؛نو مه کوه او کوفې ته مه ځه او پر امويانو غرض مه کړه!”؛خو امام حسین و نه منله او خپل تګ ته يې دوام ورکړ.

او په بل روايت کې وايي: حسين دا آيت ولوست :

إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُونَ [31]

ژباړه: كه كومه ښېګنه (بريا يا غنيمت) درورسېږي؛ نو دوى ځورېږي او كه پر تا كومه سختي راځي، وايي :(( موږ خو له مخه د خپل كار چاره سنجولې وه )) او په خوشحالى درنه بېلېږي

امام حسین ورسره خداى پاماني وکړه او ولاړ[32].

 چا باور درلود،چې امام حسین به نه وژل کېږي!

د تېرو اندونو پر خلاف،چې وویل شو،حضرت عبدالله بن عمروعاص،چې خپله د رسول الله (ص) له اصحابو ځنې و؛نو خلک یې دې ته هڅول،چې: د امام حسين لاروي وکړئ. فرزدق له امام حسين سره تر ليدو کاتو وروسته وايي: “پر لار چې د حرم چاپېريال ته ورسېدم او ښکلې خيمه مې وليده او ورنژدې شوم او پوه شوم چې د حضرت عبدالله بن عمروعاص ده،ويې پوښتم او له امام حسين سره له ليده کاتو مې خبر کړ او ويې ويل: “پر تا افسوس! ولې يې ملګرى نه شوې! پر خداى قسم چې هغه مالک او بريمن کېږي او وسله پر هغه او يارانو يې اغېز نه کوي!” فرزدق وايي: ” پر خداى قسم هوډ مې وکړ ،چې له امام حسين سره يو ځاى شم او د حضرت عبدالله خبره مې پر زړه کېناسته،بيا د پېغمبرانو پر ياد او وژنو يې بوخت شوم او دې رايادونې مې له يو ځاى کېدو ورسره مخه ونيوه …..[33]

 امام حسین او حضرت زهير بن قين

امام حسین خپله لار وهله، چې “زرود” ته ورسېد او هلته له  ” حضرت زهير بن قين” [34]سره مخ شو. راوي چې د حضرت زهير له ملګرو څخه و وايي: موږ له مکې څخه له امام حسين پر یوه لاره باندې راووتو او بيخي مو نه غوښتل چې په يوه ځاى کې ورسره تم شو؛ داسې چې که امام حسين به حرکت کاوه؛نو حضرت زهير تمېده او چې درېده به نو حضرت زهير به لار وهله،تر دې چې له ناچارۍ په يو ځاى کې سره تم شوو.امام حسين په يوه څنډه کې ځاى ونيو او موږ په بله څنډه کې. پر خوړو بوخت وو،چې ناڅاپه د امام حسين استازى راغى تر سلام وروسته يې وويل: “زهير بن قينه! اباعبدالله حسين بن علي رالېږلى يم، چې ورشې!” وايي: وچ کلک او هک پک شوم، داسې چې څوک هر څه له لاسه وغورځوي، لکه چې مارغه مې پر سر ناست و. مېرمن يې ورته وويل: د رسول الله (ص) زوى دې غواړي او ته نه ورځې؟ سبحان الله! کاشکې ورشې او خبره يې واورې! حضرت زهير، امام حسين ته ورغى او ډېر وخت تېر نه و،چې خوشحاله راستون شو او حکم يې وکړ،چې خيمه او وزلي يې د امام حسين له کاروان سره يو ځاى کړي. بيا يې خپلې مېرمن ته وويل: ته ازاده يې،له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه چې ښه مې ايسي،نېکي مې در ورسي. وروسته يې خپلو ملګرو ته وويل: د چا چې خوښه وي له ما سره دې ولاړ شي که نه دا مې وروستي ليده کاته دي.

په بل روايت کې، ويې ويل: چې څوک شهادت غواړي را پا دې څي او چې نه يې غواړي ولاړ دې شي. [35]اوس درته يوه کيسه کوم. په بلنجر کې مو جګړه وکړه او خداى بريالي کړو او غنیمت مو تر لاسه کړ. سلمان باهلي را ته وويل: له خداى درکړې بريا او له تر لاسه شويو غنیمتونو څخه خوشحاله يې؟ ومو ويل: هو، و يې ويل: که د آل محمد ځوانان دې وموندل – او په بل روايت کې: که د آل محمد د ځوانانوښاغلى دې ومونده[36]؛نو له هغوى سره په ملګرتوب کې له جګړې او کوم غنیمتونه چې تر لاسه کوئ؛ نو خورا پرې خوشحاله وسئ! او اوس مو پر خداى سپارم[37].

مېرمن يې ورته وويل: خداى دې خير درکړي،هيلمنه يم چې د قيامت پر ورځ مې د امام حسين نيکه ته ورياده کړې.

امام حسین د حضرت مسلم او حضرت هاني له وژنې خبر شو

چې امام حسین “ثعلبية” ته ورسېد،د اسدي ټبر دوو تنو خبر کړ چې د ټبر يو تن يې وايي، له کوفې راغلم او د مسلم بن عقيل او هاني بن عروه وژنې مې وليدې،چې جنازې يې په بازارونو کې ګرځولې!

امام حسین وويل: “انالله و انااليه راجعون” خداى دې پرې ورحمېږي.

او دا جمله يې څو ځل وويله. دواړو اسدي سړيو وويل: “پر خداى قسم درکوم،چې ځان او خپل اهل بيت دې ومومې او له همدې ځايه ستون شې،چې ته کوفه کې نه کوم ملګرى لرې او نه کوم مینوال؛بلکې ډارېږم چې هسې نه کوفيان دې پر خلاف وي.” په دې وخت کې د عقيل زامن پاڅېدل او و يې ويل: “نه پر خداى،مقاومت کوو،چې خپله وينه وغواړو،يا چې څه مو ورور څښلي ويې څښو!” امام حسين هغو دوو تنو اسدي وګړيو ته وکتل او و يې ويل: “تر دې وروسته په ژوند کې هيڅ خير نشته.” وايي: پوه نشو چې د خپلې لارې پر دوام هوډمن دى؛نو و مو ويل: خدى دې خير درکړي او امام حسين وويل: خداى دې درباندې ورحمېږي[38]

 د ابن اشعث او ابن سعد استازي

د ذهبي په تاريخ الاسلام کې راغلي : عمر سعد يو تن پر اوښ سپور امام حسين ته ولېږه، چې د حضرت مسلم بن عقيل له وژنې يې خبر کړي. د دينوري په اخبارالطوال کې راغلي : چې حسين “زبالې” ته ورسېد د محمد بن اشعث او عمر سعد استازي ورسره مخ شول او د ابن شعث او عمر سعد ليکونه يې ورسپارل؛هغه ليکونه چې حضرت مسلم له ابن اشعث او عمر سعد څخه غوښتي و،چې د کوفیانو له بې وفایۍ او دهغوی له بیعت ماتونې څخه امام حسین خبر کړي.امام حسین ددې ليک په لوستو مخکینی خبر بيخي رښتيا وباله [39].

په طبري تاريخ کې وايي: محمد بن اشعت،”اياس بن عثل طائي” ولېږه او ورته يې وويل: “امام حسين ووينه او دا ليک ورکړه” او د حضرت مسلم غوښتنه يې پکې کښلې وه. اياس په “زوباله” کې له امام حسين سره مخ شو او ليک يې وروسپاره او امام حسين وويل: “چې څه مقدر شي، هغه نازلېږي،موږ خپله دنده عملي کوو او د خداى په محضر کې به موږ خپله غوښتنه او د امت فساد راوړاندې کړو. “

 امام حسین خپل ملګري د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبروي

طبري او نور وايي: چې امام حسين به د اوبو له هرې چينې تېرېده؛نو د هغه ځاى خلک به ورسره يو ځاى کېدل،تر دې چې “زباله” نومې ځاى ته ورسېد او د حضرت عبدالله بن يقطر له شهادته خبر شو،چې ابن زياد وژلى او امام حسین  نوموړى کوفيانو ته استولى و،په دې وخت کې یې لاندې ليکنه راوايسته او خلکو ته يې ولوسته :

“بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد، اوس د مسلم بن عقيل، هاني بن عروه او عبدالله بن يقطر د وژنې ناوړه خبر، څرګنده شوه چې زموږ پلیونو او کازمنو – مینه والو مو ملاتړ ونه کړ؛نو هر څوک پخپله خوښه ستنېداى شى،چې پر هغوی باندې زما له لورې کومه ژمنه نشته.” خلک هم ترې کيڼ او ښي لوري ته خپاره واره شول او امام حسين او هغه ياران يې پاتې شول،چې له مدينې ورسره راغلي وو! امام حسين دا چار ددې لپاره وکړ،چې پوهېده بېديا مېشتي پر دې باور دي،چې دوی هغه هېواد ته ځي،چې هلته به واکمن شي او دهغه ځای خلک به ورسره درېږي؛نو ځکه د امام حسین ښه نه اېسېده،چې دا ډله ورسره وي؛خو دا چې پوه شې چېرې ځي او امام حسين ښه پوهېده که موخه او موضوع ورته څرګنده شي،څوک يې نه ملګري کېږي؛خو دا چې پخپله خوښه د امام حسین ملګري شي.

 د بني عکرمه له يو تن سره لیدل

راوي وايي: چې ګهيځ شو امام حسین خپلو ځوانانو ته وويل چې ښې ډېرې اوبه را واخلئ،بيا روان شو،چې د “عقبې” نومې ځاى ته ورسېد. دلته د “بني عکرمه” د ټبر يو تن د امام حسین کتو ته راغى او و يې پوښتل: چېرې ځې؟ امام حسين ورته پېښه وويله او هغه وويل: “پر خداى قسم درکوم،چې ستون شه،پر خداى قسم، يوازې له نېزو او تېرو تورو سره مخ کېږې؛ځکه دوى چې پيغام دراستولى،که داسې وه، چې پخپله يې جګړه کړې واى او لار چاره يې درچمتو کړې واى او بيا ورغلی وای؛ نو دا ښه چار و؛خو تا چې کوم شرايط وويل زه سلا مشوره نه درکوم چې دغسې يو چار وکړې.” امام حسین ورته وويل: “د خداى بنده!چې څه دې راته وويل،راته ښکاره و او معقوله لا هماغه ده،چې وړاندېز دې وکړ؛خو خداى په خپل چار کې نه مغلوبېږي.[40]

په اخبارالطوال کې وايي: “دې سړي امام حسين خبر کړ،چې ابن زياد د قادسيې او عذيب ترمنځ ورته لښکر چمتو کړى دى او رسېدل دې څاري او هم يې وويل: چا چې ليکونه در استولي،پرې مه ډاډمنېږه؛ځکه دا به لومړۍ ډله وي،چې جګړه به درسره پيل کړي ……..[41]

او په بل روايت کې وايي : امام حسين تر دې وروسته وويل: “پر خداى تر هغې مې نه پرېږدي،چې زړه مې له ګوګله راوباسي،چې له دې چار وروسته به پرې خداى داسې يو تن لاسبرى کړي،چې خوار او سپک به يې کړي، داسې چې په امتونو کې به خورا ټيټه او پسته ډله وي![42]

 يو بل ګواښګرندى

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې، راوي وايي : په بېديا کې مې يوه کېږدۍ وليده او ومې ويل: دا به د چا وي؟ وويل شول: د امام حسين ده. وايي: ورنژدې شوم او ستر وګړه – شخصيت مې وليد،چې قرآن کريم يې لوست او پر مخ او ږيرې يې اوښکې بهېدې. ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! کوم څيز اړ کړې چې دې بېديا ته راشې؟ امام حسین وويل: دا د کوفيانو ليکونه دي،چې رالېږلي یې دي او يقين لرم،چې همدوى مې وژونکي دي او چې داسې يې وکړل؛نو د خداى هر حرمت به مات او خداى به پرې داسې يو تن سرلاس کړي،چې ذليل او خوار به يې کړي،داسې چې د ښځو مياشتنى عادت ته تر اېـښودنې ټوکره به هم خورا ناڅيزه وي![43]

ځينې روايات چې يو تر بله پرتله شي؛نو څرګندېږي،چې امام حسین په درېيو ځايونو کې له درېيو تنو سره په خبرو اترو کې ويلي،چې ژر به يې ووژني او خداى به دا کسان خوار کړي او د (ناکسانو) په منګولو کې به راګېر کړي او په څرګنده يې دا خبرې کولې.

امام علي بن الحسين رضى الله عنه وايي: “له حسين سره ووتو،چې چېرې به تمېدو يا ترې خوځېدو؛نو د يحيى بن زکريا خبرې يې کولې او يوه ورځ يې وويل: د خداى پر واړندې د نړۍ يوه پستي دا ده، چې د يحيى بن زکريا سر د بني اسرائيلو يوې بدچارې ته ډالۍ کېږي.[44]

 له حر سره د امام حسین چلن

امام حسین خپله لار وهله،چې په اشراف (له واقعې څخه دوه ميله لرې پروت د او درې سترې څاګانې لري) کې دمه شو او ګهيځ مهال يې خپلو ځوانانو ته وويل: چې ښې ډېرې اوبه واخلئ.

امام حسين له “اشرافه” تېر شو او ورځ چې نيمه شوه، ناڅاپه يې يو ملګري د تکبير غږ وکړ. امام حسین ورته وويل: “ولې دې تکبير ووايه؟” ويې ويل: “د کجورو بڼونه مې وليدل!” د بني اسد ټبر دوو تنو وويل: په دې سيمه کې خو بيخي کومه د کجورو ونه نشته! امام حسين وويل: نو څه دي؟ وويل شول: په ګومان مې چې د دښمن د څار ټولى دى. امام حسین وويل: زه يې هم دغسې وينم او دواړو ته يې وويل: ايا دلته کوم لوړ ځاى شته،چې ور شو او ورته مو شا شي او له لښکر سره له يوې لورې مخامخ شو؟ وويل شوو: هو، په څنګ کې مو “ذوحسم” دی،که کيڼ لوري د دښمن له لښکره وړاندې ور ورسې؛نو مطلب به دې پوره شي. امام حسین د هغه ځاى پر لور ور روان شو او تر ډېر لږ وخت وروسته د دښمن لښکر ښکاره شو او په يوه ليکه کې ورسره شو؛خو امام حسين ترې مخکې غره ته ورسېد او ځاى پر ځاى شو. د حر بن يزيد په مشرۍ زر تنېز لښکر ماسپښين مهال د امام حسين او ملګرو پر وړاندې يې په يوه ليکه ودرېدل.امام حسين خپلو يارانو او ځوانانو ته وويل: “دې ډلې ته اوبه ورکړي او خړوب يې کړئ! او پر سپرليو يې هم اوبه وڅښئ!” په اوبو يې ښه ماړه کړل.ورپسې يې درې څلور وارې په لګنونو کې اسونو ته اوبه ورکړې.علي بن طعان محاربي وايي: زه د حر وروستى پوځي وم چې راورسېدم،امام حسين چې زما او د اس سخته تنده وليده و يې ويل:” اءنخ الراوية،يعنې سپرلۍ دې سموله” راويه؛ موږ د اوبو خيږ ته وايي (نو ځکه پوه پرې نه شوم) بيا يې وويل: “وراره! سپرلۍ سملوه”هغه مې سملوله. ويې ويل: وڅـښه،چې اوبه مې څښلې؛نو له خيږه اوبه راوتې. امام حسين وويل: د خيږ خوله وتړه. وايي: سرګردانه شوم او نه پوهېدم چې څه وکړم،چې امام حسين راپاڅېد او خوله يې وتړله او سپرلۍ مې وڅښلې. [45]

 ليکوال وايي: ايا د امام حسين د خوځښت پلټونکى دې هېښتیاوړ چار ته کوم علت نه مومې؟ دا چې امام حسین  زر تنه له سپرليو سره يې خړوبوي او تر دې واړندې خپلو يارانو او ځوانانو ته ووايي،چې ښې ډېرې اوبه واخلئ؟! ايا شونې نه ده،چې امام حسين په دې ځانګړې ځاى کې له خپل نيکه څه خبرې اورېدلې وي؛هغه خبرې چې رسول الله(ص) له علايم الغيوب تر لاسه کړې وې؟ طبري او نور وايي: حر د حصين بن نمير په امر له زرو تنو سپرو سره له قادسيې راغلى و؛ځکه عبيدالله بن زياد د امام حسين د حرکت په خبرېدو خپل امنيه قومندان “حصين بن نمير” ته امر وکړ،چې په “قادسيه” کې لښکر ځاى پر ځاى کړي او له “قطقطانه” څخه تر “خفان” پورې څارونکي وګوماري او حصين د امام حسين مقابلې ته حر ولېږه.حر د امام حسين تر څنګ و،چې د ماسپښين لمانځه وخت شو او امام حسين خپل مؤذن ته وويل،چې اذان وکړي،تر اذان وروسته امام حسين مخامخ ورته ودرېد او تر څښتن ستاېنې وروسته يې وويل: “خلکو! دا مې د خداى او ستاسې پر واړندې عذر دى،زه ستاسې د ليکونو او استازيو له امله راغلى يم،چې په يوه غږ مو ويل: “راشه چې امام نه لرو، ښايي خداى په تا موږ د هدايت پر لور راټول کړي” اوس نو که پر هماغه ژمنه ولاړ ياست؛ نو راغلى يم، اوس نو که ژمنه راسره کوئ، چې پرې ډاډمن شم؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې مو ونه کړل او درتګ مې نه خوښوئ؛ نو مخ در نه اړوم او د خپلې پيلامې ځاى ته ورستنېږم.”

راوي وايي: خلک چوپ شول او مؤذن ته يې وويل: اقامه ووايه او تر اقامې وروسته امام حسين،حر ته وويل: “ايا غواړې چې له خپلو ملګرو سره دې لمونځ وکړې؟”ويې ويل: “نه؛ بلکې په تاسې پسې لمونځ کوم” او امام حسين لمونځ ورکړ.

بيا خپلې خېمې ته ورننووت او ياران يې پرې راټول شوو او حر هم خپل ځاى ته ورغى؛خپلې خېمې ته ورننووت او يوه ډله ياران يې ورغلل او پوځيان يې هم خپلو ليکو ته ستانه شول او هر يو د خپلو سپرليو پړي ونېول او پر سيورې لاندې کېناستل،چې ماذيګر شو او امام حسين امر وکړ چې تلو ته چمتو شئ،بيا راووت او خپل مؤذن ته يې وويل چې د ماذيګر لمانځه ته اذان او اقامه ووايې،د جماعت لمونځ يې ورکړ او بیا يې تر څښتن ستاېنې وروسته وويل:

“اما بعد؛ خلکو!که ځان ساتي شئ او حق خپل وړ ته يې (په رسميت) وپېژنی؛نو خداى به خوشحاله کړئ او موږ اهل بيت تردې مدعيانو چې په ناروا او تيرې درباندې واکمني کوي، ستاسې ولايت او مشرۍ ته خورا وړ يو، اوس نو که موږ نه خوښوئ او حق مو (په رسميت) نه پېژنئ او اند مو د خپلو ليکونو او استازيو پر خلاف دى؛ نو درنه تېريږم!”

حر وويل: “پر خداى قسم موږ خو له دې ليکونو ناخبره يو!”

امام حسين وويل: عقبه بن سمعان! [46]له ليکونو ډکې خورجينې راوړه،رايې وړې او ليکونه يې ورته په مخ کې خپاره کړل.

حر وويل: “موږ له هغوى نه يو،چې ليکونه يې در لېږلي؛بلکې مؤظف يو چې تر ليدو وروسته جلا در څخه نه شو او عبيدالله بن زياد ته دې بوځو.”

امام حسين وويل: “تر هغه خو مرګ درته را نژدې دى.” بيا يې خپلو يارانو ته وويل:”پاڅئ او سپاره شئ” سپاره شول او ودرېدل،چې ښځې يې هم سپرې شي؛ بيا يې خپلو يارانو ته وويل: “ستنېږو!”

او چې سنتېدل؛نو د حر لښکر يې مخه ونيوه او امام حسين،حر ته وويل: “مور دې بوره شه، څه غواړې؟” حر وويل: “پر خداى قسم،که بې له تا بل راته دا خبره کړې واى او ستا اوسنۍ حال يې درلوداى؛ نو کټ مټ مې داسې ځواب ورکاوه،چې مور يې بوره شوې واى؛نو چې هر څوک و، و به؛خو پر خداى قسم! زه حق نه لرم چې د مور نوم دې په ناوړه ياد کړم!” امام حسين ورته وويل: “نو څه غواړې؟” حر وويل: “پر خداى قسم،عبيدالله بن زياد ته دې بوځم.” امام حسين وويل:” پر خداى قسم ستا نه منم.”حر وويل: “پر خداى قسم زه دې هم نه پرېږدم” او دا خبرې چې درې ځل وويلې او چې خبرې اترې ډېرې شوې،حر ورته وويل:”له تا سره د جګړې دنده راکړاى شوې نه ده؛ يوازې مؤظف يم،چې بېل درنه نشم،چې کوفې ته دې بوځم، که يې نه منې؛ نو يوه داسې لار چې زما او ستا په خوښه نه وي،چې زه عبيدالله بن زياد ته ليک وکښم او ته يې يزيد بن معاويه ته او که دې خوښه وه عبيدالله بن زياد ته هم،چې ښايې خداى مې پردې چار وژغوري او ستا له چاره پر څه اخته نشم.” او درېيمنۍ لار يې وښووه او و يې ويل: له دې لوري ولاړ شه او د “عذيب” او د “قادسيه” له لارې کيڼ لوري ته مخه کړه.امام حسين له خپلو يارانو سره روان و او حر ورسره ملګرى و.

لښکرو ته د امام حسین وینا

او چې “بيضې” ته ورسېدل؛ نو امام حسين تر څښتن ستاېنې وروسته خپلو او د حر يارانو ته وويل: “خلکو! رسول الله (ص) وويل: “چې څوک ظالم واکمن وويني،چې د خداى حرام حلالوي، د خداى ژمنې ماتوي،د رسول الله (ص) له سنتو سره ناباندي – مخالفت کوي او د خداى له بندګانو سره په ګناه او تېري چلېږي او دا سړى يې په لاس او خوله ناباندۍ ته پانڅي،پر خداى ده، چې د ظالم مقام ته يې وردننه کړي! باخبر،چې دې ټولي د شيطان اطاعت ته غاړه ايښې او د رحمان خداى اطاعت يې پرېښى دى. فساد يې ښکاره،الهي حدود يې پرېښي،بيت المال يې مصادره کړى،د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام کړي دي او زه له دوى سره ناباندۍ ته خورا وړ او مناسب يم. په تېره،چې ستاسې ليکونه راورسېدل او ستاسې استازي راسره بيعت کولو ته راغلل،چې نه مې تسليم کړئ او نه مې يوازې پرېږدئ. اوس نو که پر خپل بيعت ټينګ پاتې شئ؛نو خپلې ودې او رشد ته رسئ، چې زه حسين د علي زوى او د رسول الله (ص) د لور فاطمې زوى يم. پر خپل ځان  او خپلې کورنۍ به  ستاسې د کورنۍ ملاتړ وکړم

او تاسې هم په راپسې اقتدا وکړﺉ او که داسې مو و نه کړه او خپله ژمنه او بیعت مو راسره مات کړ؛نو پر خپل ځان مې قسم،چې ستاسې دا کار نوی نه دی،ځکه تاسې همدا کار زما له پلار، ورور او د تره زوۍ مسلم سره هم وکړ او هغه څوک به ډېر پیسمن – مغرور او غولېدلی وي،چې ستاسې ملاتړ ته زړه خوشالوي، تاسې خپله ګټه په وړیا ډول له لاسه ورکړه او خپل نصیب مو تباه کړ ،هو! چا چې ژمنه ماته کړه، يوازې په خپل زيان يې ماته کړې ده او خداى به مې ژر درنه مړه خوا او بې نيازه کړي. والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته!”

 د امام حسین بله وینا

امام حسین په “ذى حسم” کې هم وينا وکړه او تر څښتن ستاېنې وروسته يې وويل: “چې څه راباندې راکېوتي، ښه يې وينئ،په رښتيا چې دنيا ناوړه شوې،د دنیا ښو شا کړې او څه ترې نه دي پاتې ،خو د ژوند  ډېر لږ او ناڅیزه چېړ چاړي – عیش او عشرت،چې بې له کړخت او کړاوه بل څه نه دي. ايا نه ونيئ چې پر حق عمل نه کېږي او د باطلو مخه نه نيول کېږي؟! حق ده، چې مؤمن بايد د لقاء الله هيله وکړي! او زه مرګ يوازې نېکمرغي او له ظالمانو سره ژوند پړه او ملامتي ګڼم.”

ورپسې حضرت زهير بن قين پاڅېد او د امام حسین يارانو ته يې وويل: “تاسې خبرې کوئ يا يې زه وکړم؟” وويل شو: همدا ته خبرې وکړه.حضرت زهير تر څښتن ستاېنې وروسته وويل: “يا ابن رسول الله(ص)،خداى دې هدايت کړه!ستا خبرې مو واورېدې،پر خداى قسم که دنيا راته همېشه او موږ پکې تلپاتې واى او بېلتون ترې يوازې ستا په ملګرتوب واى موږ ستا ملګرتوب پر ژوند غوره ګاڼه. امام حسین ورته دعا وکړه او په ښو خبرو يې ځواب کړ.”

په دې وخت کې : حر د امام حسین تر څنګ ودرېد او ويې ويل: “حسینه! خداى در ياد کړه او ځان مه وژنه، چې زه وينم که جګړه وکړې درسره جنګېږي او که جګړې ته راښکوول شوې؛ نو په يقين چې وژل کېږې!”

امام حسين ورته وويل: “ما له مرګه داړوې؟! تاسې ګومان کوﺉ که ما ووژنی؛نو هر څه به سم شي؟! نه پوهېږم چې څه درته ووايم! خو هماغه درته وايم،چې هغه اوسي سړي (چې له رسول الله سره د ملاتړ هوډ درلود) خپل د تره زوى ته وويل: چې ترې و یې پوښتل: چېرې ځې؛ ته خو وژل کېږې؟!”

و يې ويل:

ساءمضى و ما بالموت عار على الفتى

اذا ما نورى حقا و جاهد مسلما

وآسى الرجال الصالحين بنفسه

و فارق مثبورا يغش ويرغما

ځم، چې مرګ ځوانمرد ته ننګ نه دى.چې حق نيت وکړي او په ايمان جګړه وکړي او د صالحينو په لار کې سرښندنه وکړي او له ذليل چلي نابود شوي څخه جلا شي.

 له کوفې د یارانو رارسېدنه

حر د دې خبرو په اورېدو له امام حسين بېل شو او له خپلو يارانو سره يې له امام حسين سره لار بدرګه کوله، چې “عذيب الهجانات” ته ورسېدل او پام يې شو چې د کوفې له لوري څلور سپاره ورته را روان دي او د هلال بن نافع زين کړى اس په ځان پسې را کاږي او “طرماح بن عدى” یې لارښوونه کوله،چې داسې یې وويل:

يا ناقتى ! لا تذعرى من زجرى

وشمرى قبل طلوع الفجر

بخير ركبان و خير سفر

حتى تحلى بكريم النجر

الماجد الحر رحيب الصدر

اءتى به الله لخير اءمر

زما سپرلۍ! له ځغلولو مې مه اندېښمنېږه

او هڅه وکړه، چې تر ګهيځ وړاندې

 غوره سپرو او اوچتو مسافرو ته ورسې

 چې د عزتمنو په عزت ووياړې

 هغه ستر سينه پراخه شخصيت

 چې خداى يې خپل غوره چار ته را بوتلې

 او هلته همېشه تلپاتې لري.

راوي وايي: چې امام حسين ته راورسېدل دا بيتونه يې ورته وويل او امام حسین ورته وويل: “هيلمن يم، چې څه خداى راته غوښتي، خير وي، که ووژل شم يا بريالي شوم.”

دلته حر ورغى او امام حسين ته يې وويل: “دا نوي راغلي کوفيان دي او له تاسې سره له راغليو ځنې نه دي؛ نو ځکه يې نيسم يا يې منع کوم.”امام حسین ورته وويل: “چې زه په څه له ځانه ملاتړ کوم له هغوى هم ملاتړ کوم، هغوى مې مرستندويان دي او تا راسره ژمنه کړې،چې د ابن زياد د ليک تر رارسېدو مې بيخي مزاحم نه شې.” حر وويل: “هو! خو دوی له تا سره نه وو.” امام حسین وويل: “دوى مې ياران دي او راسره د راغليو په څېر دي، اوس نو که ته مو ترمنځ تړون ته ژمن يې او عمل پرې کوې؛نو ډېره ښه که نه مبارزه درسره کوم.” حر (چې دغسې وليدل) هغوى يې پرېـښوول. بيا امام حسین راغليو ته وويل: “د کوفيانو حال راته ووياست.”يو تن يې حضرت مجمع بن عبدالله عائذى وويل: “د خلکو مشرانو ته يې ښې ډېرې بډې ورکړي،کڅوړې يې ورډکې کړي، ځان ته يې رامات کړي او نږه مشورې ورکوي؛نو دوى ټول ستا يو لاس دښمنان دي؛خو د نورو خلکو زړونه درسره دي؛خو سبا درباندې تورې وروي!”

امام حسين وويل: “کوفې ته مې له استازي خبر ياست؟”وويل شو:څوک و؟ويې ويل: “قيس بن مصهر ميداوى.” وويل شوو: هو!حصين بن نمير هغه ونيو او ابن زياد ته يې واستاوه او ورته يې وويل چې تا او پلار دې وکنځې؛خو هغه درباندې درود ووايه او هغه ابن زياد او پلار يې وکنځه او خلک يې ستا ملاتړ ته راوبلل او ستا له راتلو يې خبر کړل او ابن زياد امر وکړ،چې د ماڼۍ له بامه يې راګوذار کړئ.

د امام حسين له سترګو اوښـکې وبهېدې او دا آيت يې ولوست:

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (احزاب/۲۳)

ژباړه: په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پر كړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له  سره يې (خپله ژمنه) وا نۀ ړوله.

امام حسین بیا وويل: “خدايه! جنت مو هستوګنځى کړې او موږ او هغوى دې د خپلې لورونې په سيورې او ثوابونو کې راټول کړه.”

بيا “طرماح بن عدى” امام حسين ته نژدې شو او ورته يې وويل: “پر خداى قسم، وينم دې چې څوک درسره ملګرى نشته او يوازې همدا څارن پوځيان دې جګړې ته بسيا دي،حال دا چې له کوفې څخه له راوتو مخکې مې له ښاره دباندې يو ګڼ شمېر ټولى وليد،چې سارى يې ليدل شوى نه و او چې ومې وپوښتل؛نو وويل شول: دوى چمتو شوي،چې د حسين پر لور ورشي،اوس نو پر خداى دې قسم درکوم،چې يو ګام هم مه وراخله او که غواړې يوې بلې سيمې ته ولاړ شې او د خداى په پناه کې نوى هوډ وکړﺉ؛ نو راسره ولاړ شه،چې خپلې سوق الجيشي سيمې “اُجاء” ته دې بوځم،چې پر خداى قسم موږ هلته د “غسان” او “حمير” د پاچايانو په څېر او له “نعمان بن منذر” او بل هر ظالمه خوندي وو او پر خداى قسم چې بيخي ذليل او خوار شوي نه يو. زه درسره ځم، چې هلته ولاړ شو او بيا به د “طى” د ټبر د “اجا” او “سلمى” په سړيو پسې څوک ولېږو، چې پر خداى قسم، تر لسو ورځو په لږه موده کې د “طى” د ټبر سپاره او پياده ټول درته راځي،بيا نو تر خپلې خوښې له موږ سره وسه او که کومې پېښې ته اندېښمن کړې یې؛ نو ژمنه کوم،چې ځايي شل زره جنګيالي دې په چوپړ کې دي،چې ملاتړ ته دې تورې ووهي.

هو! پر  خداى قسم، چې يو تن يې هم پاتې وي، پر تا به يې لاسبري نه وي.”

امام حسین ورته وويل: “خداى دې تا او ستا قوم ته خير ورکړي،زما او د دې قوم ترمنځ يوه ژمنه ده،چې ناليدلې يې ګڼلاى نه شم او نه پوهېږم، چې سر به يې چېرې وځي.”

امام حسين خپله لار وهله،چې د “بني مقاتل ماڼۍ” ته ورسېدل او تم شول او هلته يې يوه خيمه وليده، ويې پوښتل: دا د چا خيمه ده؟ وويل شول: د “عبيد الله بن حرجعفي” ده. امام حسین وويل: را ويې غواړئ. يو تن يې ورپسې ولېږه او استازي ورته وويل: حسين بن علي دې غواړي.

عبيد الله بن حر وويل: “انالله و انااليه راجعون”: زه يوازې له دې امله له کوفې راووتم، چې ښه مې نه اېسېدل چې زه په کوفه کې واى او امام حسين راننووتى واى! پر خداى قسم نه غواړم چې ومې ويني يا يې ووينم! استازى راستون شو او پېښه يې وويله.امام حسين څپلۍ پر پښو کړې او ورغى، تر سلام اچولو وروسته يې ملګرتوب او پاڅون ته وباله. عبيدالله بيا خپلې خبرې ورته وويلې. امام حسین ورته وويل: “که ملاتړ مو نه کوې؛نو له خدايه وډار شه او زموږ له دښمنانو سره مه وسه،چې پر خداى قسم، چې څوک زموږ فرياد واوري او ملاتړ مو و نه کړي؛نو هلاکېږي.”عبيدالله وويل: “خو انشاء الله چې دا چار به بيخي ونه شي.” او امام حسين ترې راپاڅېد او خپل ځاى ته راستون شو.

ليکوال وايي: ښايي چې د امام د پاڅون پلټونکى د خپلې پلټنې په پيل کې د امام ددې دريځ او په “زباله” کې يې د دريځ تر منځ يو ټګر او تناقص وويني،چې امام هلته د خپل شاوخوا خلک خپاره واره کړل او دلته يې د “عبيدالله بن حر” د ملګرتوب هڅه وکړ او تر دې وړاندې يې حضرت زهير بن قين راجذب کړ او بې له دوى،ځينې يې ځانته او ځينې يې ډله ييز خپل ملاتړ ته راوبلل! خو که په بېلا بېلو ځايونو کې جلا جلا خلکو ته د امام خبرو ته پام وکړی؛نو مومې چې امام د داسې وګړيو په لټه کې دى چې تر بيرغ لاندې يې راټول شي او “پر نېکيو امر او له بديو منع” لپاره ورسره بيعت وکړي او د “يزيد” په څير د ضلالت له مشرانو سره بیعت و نه کړي . داسې ياران وي چې د دنيا د ټګيو برګيو پر واړندې ټينګ ولاړ وي او د ظلم له واکمنۍ سره جګړه وکړي او په دې لار کې ووژل شي!

 بيا اوبه اخستنه

طبري او نور د “عقبة بن سمعان” له خولې وايي: امام حسين د شپې په وروستيو کې امر وکړ،چې اوبه واخلئ او بيا يې د روانېدو حکم وکړ.وايي : چې له “بني مقاتل ماڼۍ” لرې شو او څه لار مو ووهله؛نو امام حسين يوه شېبه وېده شو او چې راويښ شو؛نو ويې ويل: “انالله و انا اليه راجعون، والحمدلله رب العالمين” او دا جمله يې دوه يا درې ځل وويله.

وايي: په دې حال کې يې زوی “علي بن الحسين” ورغى او و يې ويل: پلار جانه! در ځار شم ،څه شوي،چې د خداى ستاېنه او استرجاع دې وويله؟ امام حسین وويل: “زويه! يوه شېبه ويده شوم او يو سپور راښکاره شو او ويې ويل: “دا ډله روانه ده او مرګ یې هرکلي ته ورروان دی” او پوه شوم، چې دا زموږ د مرګ خبر دی.” علي بن الحسين وويل: “پلار جانه! خداى دې هيڅ ډول بدي ښکاره نه کړي؛ خو ايا موږ پر حق نه يو؟” امام وويل: “هو، پر هغه قسم چې بندګان يې پر لور ورګرځي، موږ پر حق يو.”ويې ويل: “پلار جانه! نو ددې خو څه باک نشته، چې پر حق مرو.”امام وويل: ” خداى دې بدله درکړي، هغه بدله چې وړ زوى يې له خپل پلاره اخلي. [47]

 د کربلا سیمې ته د رسول الله (ص) د کورنۍ ورننووتل

ابو مخنف وايي: چې ګهيځ شو، ټول کاروانیان راښکته شول او لمونځ يې وکړ او په بيړه بیا سپاره شول او امام حسین خپل ياران کيڼ لوري ته کاږه کړل،چې د حر له لښکره جلا شي؛خو حر يې د لارې د اوړېدو مخه نيوه،چې دوى هم د حر لار اړوله او کوفې ته له ورتګ څخه يې سخته ډډه کوله او روان وو،چې “نينوا” ته ورسېدل؛ هغه سيمه چې حسين پکې تم شو.

 د کربلا سیمه

وايي: ناڅاپه يې وليدل چې يو وسله وال له کوفې را روان دى،ټول ورته منتظر شول او چې ورته ورورسېد، پر حر بن يزيد او يارانو يې سلام واچو او پر امام حسين او يارانو يې نه.بيا يې حر ته د عبيدالله بن زياد ليک ورکړ، چې پکې راغلي وو: “اما بعد؛چې ليک مې درورسېد او زما استازى دې وليد؛نو حسين په وچه بې اوبو او بې وښو هوار ډاګ کې راکوز کړه! خپل استازي ته مې امر کړى چې تر هغې درسره وي،چې حکم مې عملي کړې او ما ترې خبر کړي. والسلام”

وايي: حر ليک ولوست او امام حسین ته يې وويل: “دا د امير عبيدالله بن زياد ليک دى.حکم يې راته کړى، چې په کوم ځاى کې يې ليک رارسي،هملته مو کېباسم او دا يې استازى دى چې امر يې ورته کړى،چې د حکم د عملي کولو پورې راڅخه بېل نه شي. په دې وخت کې د امام حسین د یو ملګري “يزيد بن زياد مهاصر کندي” د ابن زياد استازى ته پام شو چې د کندي له ټبرځنې و، ورته يې وويل: “ته مالک بن نسير يې؟” ويې ويل: هو. ويې ويل: مور دې درباندې بوره شه! دا څه ليک دې راوړى دى؟! ويې ويل: څه مې راوړي،د خپل امام خبره مې منلې او پر بيعت مې وفا کړې. يزيد ورته وويل: “له خپل پالونکي دې سرغړونه کړې او د خپل مشر دې منلې،چې ورک شې؟! ننګ او اور دې په برخه شوى!خداى تعالى وايي: “و جعلنا هم ائمة يدعون الى النار و يوم القيامة لاينصرون؛ هغوى يې داسې مشران کړى چې (خلک) جهنم ته بولي اود قيامت پر ورځ مرسته ورسره نه کېږي” او ستا مشر همدغسې دى!”

وايي: حر، امام حسين او ياران يې په تنګسه کې ونيول،چې په بې اوبو ډاګ کې يې تم کړي.ويې ويل: پرېږده، چې په همدې آبادۍ (يعنې نينوا) يا غاضريه يا بلې ابادۍ (يعنې شفيه) کې  پياده شوو او حر وويل: نه، پر خداى قسم، کړاى نه شم! دا سړى راغلى چې څاري مې! حضرت زهير بن قين وويل: “يا بن رسول الله (ص)! له دوى سره جګړه تر هغوى خورا اسانه ده،چې را وروسته جګړې ته روان دي،په ځان مې قسم په راتلونکې کې له داسې لښکر سره مخامخ کېږو،چې د مقابلې وس ورسره نه لرو!” امام حسين ورته وويل: “زه به د جګړې پيلوونکى نه يم!”

په “اخبار الطوال” کتاب کې وايي: حضرت زهير وويل: دلته موږ ته نژدې يو کلى دى،چې طبيعي موانع لري او فرات ترې هم راچاپېره دى،چې يوازې له يوې لارې ننووتل ورته شونې دي. امام حسين وويل: “د کلى نوم څه دى؟” و يې ويل: “عقر”. امام حسين وويل: له “عقر” څخه خداى ته پناه وړم!” امام حسين حر ته وويل: “لږ مخکې ځوو او تمېږو” او چې روان شول،چې کربلا ته ورسېدل، بيا نو حر او لښکر يې د امام حسين د تلو مخه ونيوه او حر وويل: همدلته تم شه چې فرات درته نژدى دى.

امام حسين وويل: “دا ځاى څه نومېږي؟”[48] وويل شول: “کربلا”. امام وويل: د کرب و بلا زڼى! پلار مې “صفين” ته د تلو پر لار له دې ځايه تېر شو او زه ورسره وم،چې ودرېد او په اړه يې وپوښتل او چې نوم يې واورېد، ويې ويل: “دا يې د رکاب د راکېوتو ځاى دى، دا يې د وينو د توييدو ځاى دى!” او چې په اړه يې وپوښتل شو؛ نو ويې ويل: “دلته به د آل بيت محمد عزتمن تم شي. [49]

او يوه موټى خاوره يې راواخسته او بوى يې کړه او ويې ويل: “پر خداى قسم دا هماغه خاوره ده،چې جبرئيل رسول الله (ص) ته وويل چې زه پکې وژل کېږم!”

له دې موضوع “ام سلمې” خبر کړى يم او ويې ويل: “جبرئيل له رسول الله (ص) سره و او ته له ما سره وې او ودې ژړل،رسول الله (ص) وويل: “زوى مې پرېږده” ما خوشې کړې او و يې نېوې او په غيږ کې يې کېنولې. جبرئيل وويل: “درته ګران دى؟” ويې ويل: “هو.” جبرئيل وويل: “امت دې ژر هغه وژني؛نو که غواړې هغه ځمکه درښيم چې پکې وژل کېږي!” ويې ويل: “هو غواړم يې” جبرئيل خپله وزر د کربلا پر ځمکې خپور کړ او پيغمبر ته يې ور وښووله [50]

په بل روايت کې وايي: “چې حسين بن علي محاصره شو،ويې پوښتل : “دا سيمه څه نومېږي؟” وويل شو: “کربلا”  ويې ويل: “رسول الله (ص) څه رښتيا ويلي،چې په حقيقت کې دا د کرب وبلا سيمه ده! [51]

تاريخپوهان ووايي: بيا يې امر وکړ چې پېټي پر ځمکه واړوئ او هغه د ٦١ س کال د محرم د میاشتې لومړۍ چهارشنبه يا دویمه پنجشنبه وه [52].

چې امام حسين په کربلا کې واړول؛ نو “محمد بن حنفيه” او يو شمېر بني هاشمو ته يې وليکل: “اما بعد فكاءن الدنيا لم تكن و كاءن الاخرة لم تزل؛ لکه چې دنيا بيخي نه وه او لکه چې آخرت تل جوت دى .[53]

 کربلا ته د عمر سعد راتګ

طبري او نور وايي: بله ورځ “عمرسعد” له څلورو زرو تنو سره ورغى. وايي: هغه لومړى بايد د همدې لښکر په مشرۍ د “دستبى”بيرته نيوو ته تللى واى،چې د يلميانو نيولې و. ابن زياد، عمر سعد ته د “رۍ” د ولايت د واکمنۍ حکم کښلى و او ورته یې حکم وکړ،چې د دستبۍ د نیولو لپاره دې روان شي. عمر سعد  په “رعين حمام” کې واړول،چې کوفې ته د امام حسين د راتلو خبره رامخې ته شوه او ابن زياد هغه را وغوښت او ويې ويل:”حسين ته ورشه،چې له چار يې بې غمه شو؛نو بيا خپلې دندې ته ځه.” عمرسعد وويل: “خداى دې درباندې ورحمېږي که شونې وي؛نو معاف مې کړه!” عبيدالله وويل: “هو، په دې شرط چې حکم مې بېرته راکړې!”

عمرسعد ددې خبرو په اورېدو وويل: “نن مهلت راکړه،چې سوچ وکړم”او ولاړ، چې له خپلو ناصحانو سره مشوره وکړي او چې له چا سر يې مشوره کوله ؛نو له امام حسين سره یې له مقابلې منع کاوه،تر دې چې خپل خوري “حمزه بن مغيرة بن شعبه” ورته وويل: “ماما جانه! پر خداى قسم درکوم چې امام حسين ته مه ورځه چې له خپل پالونکي سرغړونه کوې او د خپلې خپلوۍ اړيکې پرې کوې. پر خداى قسم که له دنيا او خپلې شتمنۍ تېر شې او که د ګردې ځمکې له واکمنۍ (که په اختيار کې دې وي) سترګې پټې کړې؛نو دا تر دې درته خورا غوره ده، چې د امام حسين په وينو د خداى ليدو کاتو ته ورشې!” او عمر سعد ورته وويل: انشاءالله د غسې کوم.”

عبيدالله بن يسار جهني وايي: عمر سعد ته چې له امام حسين سره د مقابلې دنده ورکړاى شوه؛نو ورغلم،راته يې وويل:”امير مې را ته حکم کړى،چې د حسين مقابلې ته ورشه او ما و نه مانه.” ورته يې وويل: “خداى دې لارښود وسه او خداى دې هدايت کړه. هو!مه کوه او مه ورځه.”

وايي: له کوره يې راووتم، چې يو راغى او ويې ويل: “عمر سعد،خلک له حسين سره مقابلې ته رابولي!” ورستون شوم،چې يې وليد مخ يې وګرځاوه او پوه شوم چې د تلو هوډ لري او ترې راووتم.

طبري وايي: عمر سعد،ابن زياد ته ورغې او ورته یې وویل:”خداى دې روغ رمټ لره، تا زه د رۍ پر حکومت باندې ګومارلی یم او دهغې حکم دې هم لیکلی دی او خلک هم ترې خبر دي،اوس که دې خوښه وي او اجازه راکوې،چې خپل ګومارل شوي ځای ته روان شم او ته هم له کوفې څخه یو بل کس ددې چمتو شوي لښکر مشر کړه او له حسین سره جګړه ته یې واستاوه او ما له حسین سره جنګېدو ته مه استوه او رانه تېره شه .” او څو تنه يې وروښوول،ابن زياد وويل: “د کوفې مشران مه راښيه،ما حکم نه دى درکړى، چې بولندوى راوښيې! که له لښکر سره مې ولاړ شه که نه ليک راکړه.” او عمرسعد يې چې ټينګار وليد ويې ويل: “نو پخپله ځم!” او له څلورو زرو تنو سره روان شو او په “نينوا” کې چې حسين تم شو، پر سبا يې کربلا ته ورسېد[54].

 عمر سعد د امام حسین د راتګ علت پوښتي

وايي: عمر سعد ،”عزرة بن قيس” وغوښت او ورته يې وويل: “حسين ته ورشه او ویې پوښته،چې څه ته راغلى يې او څه غواړې؟”غزره چې خپله له هغو کسانو څخه و،چې امام حسین ته یې لیک استولې،چې راشه؛نو  حيا يې وکړه او له تلو يې عذر وغوښت،عمرسعد دا دنده د لښکر نورو مشرانو ته (چې د حسين رابلونکي وو) وړاندې کړه؛خو دوى هم ورسره و نه منله.په پاى کې کثير بن عبدالله (چې يو بې باکه او زړور او له يوه چار يې مخ نه ګرځاوه) را پاڅېد او و يې ويل: “زه ورځم او پر خداى قسم که غواړې نو وژنم يې!” عمر وويل: نه غواړم، چې ويې وژنې؛خو ورشه او ویې پوښته چې دلته څه ته راغلى يې؟” کثير روان شو او “ابو ثمامه ساعدي”،چې کثیر وليد؛نو امام حسين ته يې وويل: “ابا عبدالله! خداى دې په امان کې لره،چې د ځمکې خورا شري،بې باک او وژونکى درځي!” ثمامه خپله پاڅېد او کثیر ته ورغى او و يې ويل: ” که د امام لیدنې ته راغلې یې ؛نو توره دې راکړه! هغه وويل: “نه، پر خداى قسم چې دا خو يوه بې حرمتي ده.زه يوازې يو پيغام لرم، که غوږ ږدئ، پيغام مې درته وايم او که يې نه منئ؛نو ګرځم!” ابو ثمامه ورته وويل: “نو زه دې توره نيسم او ته دې خپله غوښتنه ووايه.”

و يې ويل: “نه، پر خداى قسم چې لاس به راوړندې نه کړې!”ويې ويل: پيغام دې راته ووايه،چې ستا پر ځاى يې امام ته ورسوم؛ځکه بد چارى يې او نه دى پرېږدم، چې ورنژدې شې! راوي وايي: “په پاى کې يې يو بل وکنځل او عمر سعد ته ورستون شو او پېښه يې ورته تېره کړه.”

عمر سعد،”قرة بن قيس” راوغوښت او ورته يې وويل: “قرة پر تا افسوس!د حسين ليدو ته ورشه او ویې پوښته چې ولې راغلى يې او څه غواړې؟” ورغى او چې له لرې څخه پرې د امام حسين سترګې ولګېدې؛نو امام وويل: “دا پېژنئ!”حبيب بن مظاهر وويل: “هو، دا زموږ له خپلوانو ځنی دی او د تميمى او حنظله له پرګې دى او زما يو خورى دى او ما نېک نظره اوعقلمن ګاڼه او باور مې نه و،چې چار يې تر دې ځار راورسي!” قرة راغى، پرامام  حسين يې سلام واچو او د عمر سعد پيغام يې ور ورساوه.

امام حسين ورته وويل: “ستاسې د ښار خلکو،همدې ښار راته کښلي وو،چې راشه اوس که نه غواړي او نه مې خوښوي؛نو ګرځم.”

وايي: وروسته حبيب بن مظاهر ورته وويل : قرة بن قيس،پر تا افسوس! چېرې ځې؟دې ظالم قوم ته ځې؟!ددې سړي ملاتړه وکړه،چې خداى ددې په پلرونو موږ او تاسې عزتمن کړي يو!” قرة وويل: “خپل بولندوى ته ځم او د پيغام ځواب يې ور رسوم او هوډ کوم.” او عمر سعد ته ورغى او پيغام يې ورورساوه او عمر سعد ورته وويل: “هيلمن يم، چې خداى مې ترې له جګړې وژغوري.”

 د عمر سعد او ابن زياد لیک لیکاني – مکاتبه

عمر سعد، ابن زياد ته وکښل! “بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد؛ چې څنګه حسين را ورسېد،ما خپل استازى ور ولېږه او ومې پوښتل: څه ته راغلى يې او څه غواړې؟ او حسين وويل: ددې ښار خلکو ليکونه رالېږلي او استازي يې راته راغلي او له ما يې غوښتي و،چې راشه او راغلم. اوس که مې نه غواړي او له هغه پيغامه پښېمانه وي، چې استازيو يې راوړى و،زه هم ستنېږم”

چې ابن زياد ته دا ليک ولوستل شو و يې ويل:

الان اذ علقت مخالبنا به – يرجو النجاة ولات حين مناص “اوس چې زموږ په منګولو کې دى؛نو د ژرغورنې هيلمن دى؛ خو ژغورنلار يې نشته!”

او عمر سعد ته يې وکـښل: “بسم الله الرحمن الرحيم. ليک دې راورسېد او پر پيغام دې پوه شوم،حسين ته وړانديز وکړه،چې پخپله او ګرد ياران يې له يزيد بن معاويه سره بيعت وکړي،که داسې يې وکړل،خپل هوډ به وکړم. والسلام”

عمر سعد ددې ځواب په ليدو وويل: “احتمال مې ورکاوه، چې عبيدالله جوړ جاړي ته غاړه نږدي.”

 ابن زياد ټولبلنه ورکوي

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد،عمر سعد کربلا ته ولېږه او ټولبلنه یې وکړه،چې ټول خلک دې په “نخيله”غونډ کې راټول شي،چې د کوفې لښکرګاه و او هيڅوک دې سرغړونه نه کوي.پر منبر يې معاويه وستايه او پر سرحدي ځواکونو يې د هغه مهربانۍ او دهغه د عصر مينه، يووالى او همغږۍ يادې کړې او ويې ويل: “يزيد يې زوى دى او د خپل پلار خوى لري او پر لار يې روان دى! اوس يې سل په سلو کې ستاسې معاش زيات کړى دى؛نو په ښار کې هيڅوک؛کار پوهان، مشران، ورهڼګر – کسبګر او ښارمېشتي پاتې نشي او ټول دې  راووځي او له ما سره دې غونډ ته ولاړ شي او چې سبا مې هر څوک وليد،چې سرغړونه يې کړې؛نو خوندي به نه وي!”

بيا له ښاره ووت او غونډ يې جوړ کړ او “حصين بن تمیم “يې راوغوښت چې له څلورو زرو تنو سره په قادسيه کې و او لښکر يې “نخيله” ته ورغى.

تر دې وروسته يې كثير بن شهاب حارثى،محمد بن اشعث بن قيس ،قعقاع بن سويد، د عبدالرحمان منقرى لمسی او اسماء بن خارجه فزارىراوغوښتل او ويې ويل: “په خلکو کې وګرځئ او اطاعت او استقامت ته يې راوبولئ او د فتنې او سرغړونې له پايلو يې وډار کړئ او راويې هڅوئ چې غونډ ته راشي.

دوى کوفې ته ورغلل او پر ګرځېدو بوخت شول او يو شمېر يې ورټل او وروسته له ابن زياد سره يو ځاى شول او يوازې “کثير بن شهاب” پاتې شو چې په ځواک په کوفه کې ګرځېده او خلک يې غونډ ته رابلل او له فتنې او له امام حسين سره له ملاتړه يې منع کول.!!

ابن زياد، دوه ورځې وروسته “حصين بن تمیم” له څلورو زره ننېز لښکر سره د امام حسين لوري ته ولېږه او ورپسې يې د “حجار بن ابجر” له زرو تنو سره ور ولېږه.

په دې ترڅ کې “شبث بن ربعي” ځان په ناروغۍ وواهه؛خو ابن زياد اړ کړ،چې له زرو تنو سره د امام حسين پلو ته ورشي او و يې منله او داسې وه،چې هر بولندوى له زرو تنو سره حرکت کاوه، له درې سوو يا څلورو سوو تنو يا لږو سره خپل مطلب ته رسېدل؛ځکه لاره سمه وه. همدغسې ابن زياد “يزيد بن حرث” له زرو تنو يا لږو ځواکونو سره ولېږه. بيا يې “عمرو بن حريث” په کوفه کې خپل ځايناستى کړ او “قعقاع بن سويد” ته يې امر وکړ چې له خپلو سپرو سره په کوفه کې وګرځي او د “همدان” د ټبر يو تن چې د ميراث اخستلو لپاره کوفې ته راغلى و،ونيوه او ابن زياد ته يې بوت او ويې واژه! او داسې شو چې يو بالغ هم په کوفه کې پاتې نشو او ټول د “نخيله” غونډ ته ورغلل.

ابن زياد تر دې وروسته له ګهيځه تر شپې،شل تنيزې،دېرش تنيزې، پنځوس تنيزې او سل تنيزې ډلې له “نخيلې” څخه عمر سعد ته ولېږلې،په مثير الاحزان کې وايي: د محرم پر شپږمه د دښمن د لښکر شمېر شل زره تنه و[55].

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد د کوفې په ورونو څارونکي وګومارل،چې هسې نه کوم يو جنګيالى ترې تېر شي او د امام حسين ملاتړ ته ورشي او د کوفې پر چاپېريال کې يې وسله وال ودرول او ددې قومنداني يې “زحر بن قيس” ته ورکړه او د ځان او عمر سعد د لښکر ترمنځ يې تکړه سپاره مؤظف کړل،چې شېبه په شېبه يې له پېښو خبروي[56]!

د رسول الله (ص) پر ځوځات يې اوبه وتړلې

طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي: ابن زياد،عمر سعد ته وکښل: “اما بعد؛حسين او ياران يې اوبو ته له لاسرسۍ بې برخې کړه،نه ښايي چې يو څاڅکى ترې وڅښي.لکه چې له هغه پاک مظلوم تقى،اميرالمؤمنين عثمان بن عفان سره چې چلن وشو!” وايي: عمر سعد هم “عمرو بن حجاج” له پينځوسو سپرو سره د فرات غاړې ته ولېږه،چې امام حسين او ياران يې له اوبو ان يو څاڅکى هم و نه څښي!او دا کړنه د امام حسين له وژنې درې ورځې مخکې وه.

په دې وخت کې “عبدالله بن حصين” چغه کړه: “حسينه! دا اوبه نه ګورې چې د پراخ اسمان په څېر (رڼې او پراخه) دي؟ پر خداى قسم يو څاڅکى ترې څښلاى نه شې،چې ومرې!” امام حسين وويل: “خدايه! تږى يې مړه کړه او و يې نه بښې!”

حميد بن مسلم وايي: پر خداى قسم د کربلا تر پېښې وروسته په ناروغۍ کې يې پوښتنې ته ورغلم، پر ايکي يو او بې سياله خداى قسم ومې ليدل چې اوبه څښي او پرې پړسېږي،بېرته يې راګرځوي،بيا اوبه څښي،چې موړ شي؛ خو نه مړېده او دې حال دوام درلود،چې ومړ!

 د اوبو پر سر نښته

وايي: چې امام حسين او ملګرى يې تندې راګېر کړل؛نو خپل ورور عباس يې له دېر شو تنو سپرو، شلو تنو پياده او شلو خېږونو سره په اوبو پسې ولېږل. دوى د شپې ولاړل،چې اوبو ته نژدې شول.”نافع بن هلال” له بيرغ سره مخکې ولاړ او عمرو بن حجاج  وويل: “څوک يې، راوړاندې شه چې و دې وينم، چې څه ته راغلى يې” نافع وويل: “راغلى يم،چې اوبه وڅښم چې دې راباندې تړلي دي.” عمرو وويل: “په خوند يې وڅښه” نافع وويل: نه، پر خداى قسم،چې حسين او ياران يې تږي دي،يو څاڅکى يې هم نه څښم او ناڅاپه ټول پرې راټول شول. عمرو وويل: “نه، دوى بايد اوبه ونه څښي،موږ يې دلته درولي يو،چې اوبو ته يې پرېنږدو”مخکې ولاړل او پياده ته يې وويل: “خپل خيږونه ډک کړئ” او په بيړه يې خيږونه ډک کړل او عمرو بن حجاج او ملګرو يې پرې بريد وکړ او عباس بن علي او نافع بن هلال ورسره پر مقابله لګيا شو و او تر شايې له ډکو خيږونو سره را ستانه شوو.

 امام حسین تر جګړې مخکې غاړه خلاصوي

له هاني بن شبيب (چې د امام حسين د شهادت لیدوونکی وه) ورايتوي:

امام حسين،”عمرو بن قرضه”،عمر سعد ته ولېږه او ويې ويل: ” د شپې د دوو لښکرو ترمنځ راسره وګوره” عمر سعد له شلو تنو سپرو او امام حسين هم پر همدې شمېر بهر راووتل او چې سره مخ شول؛نو امام حسین خپلو يارانو ته وويل چې ترې لرې شي او عمر سعد هم همدغسې وکړل. وايي : دومره لرې شول،چې نه يې موږ خبرې اورېدې او نه غږونه او خبرې اترې د شپې تر يو وخته اوږدې شوې.بيا هر يو خپل ځاى ته ستانه شول. بيا نو خلک په ګومانو پيل وکړ،چې امام حسين،عمرسعد ته ويلي: “راځه چې دواړه يزيد بن معاويه ته ورشو او دا دواړه لښکرې پرېږدو.عمرسعد ويلي دي: “کور مې راويجاړوي او امام حسين ويلي دي: “زه يې در ته جوړوم.” عمر سعد ويلي دي: “شتمني مې اخلي.” امام حسين ورته ويلي: “په حجاز کې تر دې ښه شتمني درکوم.” نو عمرسعد ورسره و نه منله.

وايي: په خلکو کې دا خبرې خپرې شوې وې؛ خو اورېدلې يې نه وې.

او له “عقبة بن سمعان” وايي: له امام حسين سره ملګرى شوم،له مدينې څخه تر مکې او له مکې څخه تر عراقه ورسره وم او تر وژنې ترې جلا نه شوم او له خلکو سره يې خبرې مې اورېدلي دي او داسې جمله به نه وي،چې په مدينه،مکه يا پر لار يا عراق يا لښکر کې يې ويلي وي او ما به اورېدلي نه وي. باخبر! پر خداى قسم چې څه خلک وايي او انګيري،چې غوښتل يې، يزيد بن معاويه ته لاس ورکړي يا يې د مسلمانانو يوې پولې ته وشړي!نه، دغسې وړانديز يې کړى نه دى؛بلکې ويې ويل: “ما پرېږدئ، چې په دې پراخ هېواد کې وګرځم او ددې خلکو د چار پايله ووينم”.

ابن مخنف روايتوي: امام حسين او عمر سعد درې يا څلور ځل سره وليدل او عمر سعد،زياد ته وکښل: “اما بعد؛ خداى ددې فتنې اور مړ کړ او خبره مو يوه شوه او د امت چار يې سم کړ.حسين راته وړانديز وکړ،چې (يا) له راغلي ځايه بېرته ورشې يا يې موږ په خپله خوښه د مسلمانانو يوې پولې ته وشړو او د يو مسلمان په څېر وي، چې په ګټه او زيان کې ورسره ګډ وي يا امير المؤمنين يزيد ته ورشي او لاس ورکړي او چې څه يې په نظر و، هماغسې وشي! دا وړانديز ستاسې د خوشحالۍ لامل او د امت په صلاح دى”.

وايي : ابن زياد ليک ولوست او ويې ويل: “دا د هغه چا ليک دى،چې د خپل قومندان خير غواړي او پر خپلو وګړيو يې زړه سوځي.هو منم يې”

په دې وخت کې “شمر بن ذى الجوشن” پاڅېد او ويې ويل: “دا يې منې،چې دا دى ستا په سيمه او تر څنګ دې تم شوى دى؟! پر خداى قسم که ستا له چاپېرياله ووځي او لاس دې پر لاس کېنږدي،چې البته هغه د توان او عزت وړ او ته ډېر کمزورى يې! نو دا موقعيت مه ورکوه،چې دا چار له سستۍ راولاړ شوى دى؛بلکې هغه او ياران يې بايد ستا حکم ته غاړه کېږدي : اختيارمن يې که سزا ورکوې او که بښې يې! پر خداى قسم خبر شوى يم چې حسين او عمر سعد د شپې د دواړو لښکرو تر منځ کېني او خبرې اترې کوي!”

اين زياد ورته وويل: “ډېر ښه پوه شوى يې، نظر دې سم دى!”

 ابن زياد د امام حسین د ستنېدو مخ نيسي

وايي: عبيدالله بن زياد،شمر راوغوښت او ورته يې وويل: “دا ليک عمر سعد ته يوسه،هغه بايد حسين او يارانو ته يې وړانديز وکړي،چې زما حکومت ته تسليم شي،که يې ومنله روغ او رمټ يې راولېږه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه. که هغه دا چار وکړ،امر يې ومنه او اطاعت يې وکړه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه، چې ته د لښکر قومندان يې، بيا نو يرغل پرې وکړه، غاړه يې ور پرې کړه او سر يې راولېږه!”

وايي: ابن زياد بيا عمر سعد ته وکښل: “اما بعد! ما ته د حسين پاسوالۍ ته لېږلۍ نه يې،چې مهلت ورکړې او سلامتۍ او پايښت ته يې هيلمن کړې او شفاعت يې وکړې! ووينه، که حسين او يارانو يې دا حکومت ومانه او تسليم شول؛نو روغ رمټ يې راولېږه او که و نه مانه،يرغل پرې وکړه،چې ټول ووژنې او مثله يې کړې چې د همدې وړ دي! او که حسين ووژل شو؛نو پر سينه او شا يې اسونه وخېژوه،چې سرغړاند، لار وهونکى او ظالم دى! او په دې چار کې مې انګېرنه داسې نه ده،چې هغه تر مرګ وروسته کوم زيان ويني؛بلکې له ځان سره مې ژمنه کړې، چې که مې وواژه،ورسره به دغسې وکړم!اوس نو که دې ومنله او زما حکم دې عملي کړ د مطيع اورېدونکې بدله اخلې او که دې و نه منله،زما له چاره او له لښکره مې ګوښى شه او لښکر شمر بن ذى الجوشن ته وسپاره،چې ما ورته امر ورکړى دى، والسلام.”

 شمر،عباس او وروڼو ته يې امان ورکوي

طبري وايي: وروسته له دې،چې شمر له ابن زیاد څخه ليک واخېست او له “عبدالله بن ابى المحل [57]”  سره پاڅېد او عبدالله وويل: خداى دې امير روغ جوړ لري،زما خورين له حسين سره دی؛که صلاح وينئ امان ليکونه ور وکښئ،ابن زياد وويل: “هو، په سترګو!”او خپل ليکوال ته يې امر وکړ،چې امان ليک وکښه او عبدالله دا ليک خپل مريي “کزمان” ته ورکړ، چې ورسيد ور غږ يې کړ:”دا يو امان دى،چې ماما مو رالېږلى دى!” او هغو ځوانمردو وويل: “ماما ته مو سلام ووايه او ورته ووايه: ستاسې امان ته اړتيا نه لرو،د خداى امان د “سميه” د زوى تر امانه اوچت دى!”

وايي: شمر بن ذى الجوشن د ابن زياد ليک عمر سعد ته راووړ او ورته يې ولوست عمر سعد ورته وويل: “پر تا افسوس! څه درباندې شوي!خداى دې کور وران او قدمونه دې سرګردانه کړه! پر خداى قسم يقين لرم،چې د ابن زياد نظر دې اړولى،چې زما وړانديز و نه مني،پر موږ دې سم چار را وران کړ!پر خداى قسم حسين غاړه نږدي، خټه يې غاړه نه اېښوونکې ده!” شمر ورته وويل: “را ته ووايه څه کوې؟ ايا د خپل امير حکم دې منې او دښمن وژنې؟ که نه؛زما او د لښکر ترمنځ لرې شه!”عمر سعد وويل: “نه، ستا پکې څه نشته! زه يې پخپله کوم، ته د پياده لښکر قومندان وسه!”

راوي وايي: شمر راغى او د امام حسين د يارانو په مخ کې ودرېد او و يې ويل: “خورين مو چېرې دی؟” عباس، جعفر، عثمان (د علي زامن) ورغلل او و يې ويل: “پر تا څه شوې او څه غواړې؟” شمر وویل : تاسې په امان کې یاست. دوی ورته وويل: ” د خداى لعنت دې درباندې وي! موږ ته امان راکوې؛خو د رسول الله زوکړې ته کوم امان نشته؟!”

 

[1] . نقش ائمه در احياء دين 16/100-128 مخونه .

[2] . د پورته كتاب 131 مخ .

[3]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین د امام حسین برخه

[4] . طبري تاريخ 6\216 مخ.

[5] .پورته سرچينه؛؛ ابن كثير الكامل 4\16مخ

[6] . دا جمله : «تېرى به راباندې وكړي» په دې سرچينو كې راغلې: ابن سعد طبقات 278 حديث ؛ ابن عساكر تاريخ 664 حديث ؛ ابن كثير 8\166 مخ.

[7] . ابن عساكر تاريخ، 648 ګڼه حديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\166 مخ.

[8] . شيخ مفيد ارشاد، 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\16 مخ .

[9] . طبري تاريخ 6\216-217 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 4\16 مخ ؛ اخبار الطول 244 مخ

[10] . ابن عساكر تاريخ، 642- 644 ګڼې احاديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذخائر العقبى 151 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\219 مخ .

[11] . طبراني معجم، 93 ګڼه حديث ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ

[12] . كامل الزياره، 75 مخ، باب: 75 په لهوف كې له كليني روايتوي چې: دا ليك يې هغه مهال ورته وكښه، چې له مكې وتلى و او عبارت يې دادى: «چې هر يو راسره يوځاى شئ، نو شهيدېږئ او چې څوك پاتې شي، بريانه مومي. لهوف، 25 مخ ؛ مثير الاخزان 27 مخ»

[13] . ابن عساكر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[14] . لهوف: 24-25 مخونه

[15] . طبري تاريخ 6\211 مخ

[16] . طبري تاريخ 6\217-218 مخونه ؛ ابن الثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تايخ 8\166 مخ ؛ انساب الاشراف 164 مخ.

[17] . (يونس/۴۱)

[18] . طبري تاريخ 6\219-220 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 او لنډيز يې په 163 مخ كې ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 202 مخ .

[19] . د طبري، ابن اثير او ابن كثير په تاريخونو كې د مخكښې روايت پاتې برخه

[20] . ابن عساكر تاريخ، 653 حديث وروسته. په تقريب التهذيب 2\607 مخ كې وايي: عمره بنت عبدالرحمن له عايشې بي بي ډېر احاديث روايت كړي او ډاډمنه ده. د سلم هجري كال وړاندې مړه شوې ده.

[21] . ابن عساكر تاريخ، 645 او 646 ګڼې احاديث او د تاريخ تهذيب يې 4\329 مخ چې لنډيز يې مو راوړى دى ؛ انساب الاشراف 163 مخ، 21 ګڼه حديث.

[22] . ابن اعثم فتوح 5\42-43 مخونه ؛ خوارزمي 1\192-193 مخونه ؛ مثير الاخزان، 29 مخ ؛ لهوف 13 مخ.

[23] .پورته سرچينه؛ لهوف 23 مخ.

[24] . ابن عساكر تاريخ، 657 ګڼه حديث ؛ تهذيب يې 4\332 مخ ؛ طبراني معجم، 80 حديث ؛ انساب الاشراف 160 مخ، 180 حديث د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\344 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ.

[25] . علامه سيد مرتضى عسکرى، عبدالله بن سبا لومړى ټوك د زياد د استلحقاق برخه.

[26] . ابن عساكر تاريخ 653 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[27] . طبري تاريخ 6\218 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\16 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 مخ انساب الاشراف 165-166 مخونه

[28] . معجم البلدان: ماده: خبر

[29] . طبري تاريخ 6\223-224 مخونه ؛ دنيوري اخبار الطول 245 مخ؛ انساب الاشراف 166 مخ.

[30] . په تقريب التهذيب 1\45 مخ كې وايي: عبدالله بن مطيع بن اسود عدوى مدني. پېغمبرص يې يو ځل ليدلى او «صره» ورسره ووژل شو. احاديث يې بخاري او مسلم روايت كړي دي.

[31] . (توبه/۵۰)

[32] . طبري تاريخ 6\224مخ ؛ مفيدارث 203 مخ ؛ انساب الاشرف 100 مخ.

[33] . طبري تاريخ 6\218-219 مخونه

[34] . بلاذري، انساب الاشراف 165-168 مخونه، ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ وايي: زهير د حضرت عثمان پلوى و.

[35] . دنيوري اخبار الطوال 246-247 مخونه ؛ انساب الاشراف 168 مخ.

[36] . ابن اثير تاريخ 4\17 مخ.

[37] . طبري تاريخ 6\224-225 مخونه. تېر سليمان په روايت كې سليمان بن ربيعه باهلي دى، چې حضرت عثمان رض د آذربايجان د «آران” جګړې ته لېږلى و او دريمې يې په سولې او جګړې فتح كړې او د بلنجر د سنيد شاته ووژل شو. په اسد الغابه 2\225 مخ كې يې حالاتو شرح راغلې ده ؛ فتوح البلدان 240- 242 مخونه.

[38] . طبري تاريخ 6\225 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\171 مخ ؛ دنيوري اخبار الطوال 247 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168 مخ.

[39] . ذهبي تاريخ الاسلام 2\270 او 344 مخونه ؛ دنيوري الطوال 248 مخ.

[40] . طبري تاريخ 6\226 مخ ؛ انساب الاشراف 168 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168-171 مخ ؛ ابن اثير 3\17-18 مخونه.

[41] . اخبار الطوال، 248 مخ.

[42] . شيخ مفيد، ارشاد 206 مخ. د امام حسين داخبره نورو هم راوړې خو ځاى يې ښوولى نه دى لكه طبري تاريخ 6\223 مخ ابن اثير 3\16 مخ او ابن كثير تاريخ 6\169 مخ او د دې وروستيو دوو په عباراتو كې راغلي: «داسې چې تر هغې ټوټې خورا ټيټ او بې ارزښته وي، چې ښځې يې د مياشتيني عادت پر مهال كاروي» او هم د ابن سعد په طبقاتو كې 268 حديث.

[43] . ابن عساكر تاريخ، 665 ګڼه حديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\345 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\169 مخ.

[44] . شيخ مفيد ارث 236 مخ ؛ اعلام الورى 218 مخ.

[45] . طبري تاريخ 6\227 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\21 مخونه ؛ ابن كثير 8\172-174 مخونه ؛ دينوري اخبار الطوال 248-253 مخونه ؛ بلاذري انساب الاشراف 169-176 مخونه ؛ شيخ مفيد ارشاد 205-210 مخونه ؛ اعلام الورى 229-231 مخونه. موږ په لنډو د طبري عبارت غوره كړ.

[46] . بلا ذري انساب الاشراف 205 مخ د امام حسين د حالاتو شرح وايي: عقبة بن سمعان د امام حسين د لور د سكينې د مور رباب خادم و.

[47] . دوې برخې سر چينې، تېرې سر چينې دي، چې «هر سره د امام د مخامېدو» د څېر كي په لومړيو كې مو راوړي: طبري، ابن اثير او ابن كثير تاريخونه او…

[48] . دينوري، اخبار الطوال 252-253 مخونه ؛ تاريخ الخميس 2\297 مخ ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[49] . اخبار الطوال 252- 253 مخونه.

[50] . دا روايت مو له سبط بن جوزي تذكره خواص الامه 142 مخ څخه راوړى.

[51] . طبراني معجم، 46 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح ؛ كنزالعمال 260-266 مخونه ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[52] . اخبار الطوال، 253 مخ ؛ طبري تاريخ 6\232 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\174 مخ ؛ انساب الاشراف 176 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 210 مخ.

[53] . كامل الزيارت، باب: 23، مخ: 75

حسن بصري تر امام حسين وروسته دا جمله كارولې او لكه چې څرګندېږي كټ مټ دا غونډله يې عمر بن عبدالعزيز ته كښلې ده. وګورئ: اغاني، د ساسي چاپ 8\105 مخ.

[54] . طبري تاريخ 6\232-270 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 19-38 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 8\172-198 مخونه ؛ اخبار الطوال 253-261 مخونه ؛ انساب الاشراف 176-227 مخونه، چې سياق يې د طبري له سياق سره يو رنګ نه دى ؛ شيخ مفيد ارشاد 210-236 مخونه ؛ اعلام الورى 231-250 مخونه.

[55] . مثير الاحزان 36-37 مخونه ؛ الهوف، 33 مخ.

[56] . انساب الاشراف، 33 حديث،د امام حسين د حالاتو شرح

[57] . ام البنين د امير المؤمنين علي ك مېرمن وه، چې عباس، عبدالله، جعفر او عثمان بن علي يې زامن وو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!