تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د بقرې سورت ټوليزه منځپانګه ټکي او څرګندونې ددې سورت غټه برخه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د الله بندګان دې پر ټولو اسماني كتابونو ايمان ولري او د الهي پېغمبرانو ترمنځ دې بيخي توپېر نه كوي، په دې سورت كې كافران، منافقان او كتابيان ځكه ټپسوري او پړه ګڼل شوي، […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د بقرې سورت ټوليزه منځپانګه

ټکي او څرګندونې

ددې سورت غټه برخه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د الله بندګان دې پر ټولو اسماني كتابونو ايمان ولري او د الهي پېغمبرانو ترمنځ دې بيخي توپېر نه كوي، په دې سورت كې كافران، منافقان او كتابيان ځكه ټپسوري او پړه ګڼل شوي، چې د اسماني اديانو او الهي پېغمبرانو ترمنځ توپير كوي، ددې سورت په ځينو برخو كې يو شمېر احكام هم ويل شوي؛ لكه:  له بيت المقدس څخه د كعبې پر لور د قبلې وراړوېدل، حج، ميراث، روژه او…

الم ﴿۱﴾

مقطعه ټكي: د مقطعه ټكيو په اړه او تفسير يې پرېمانه خبرې رامنځ ته شوي دي. په دې نظرياتو كې دوه يې ډېر پاموړ دي. لومړى دا ټكي د الله او د ده د استازي ترمنځ يوه خواله ده او پردې خوالو پوهېدنه هم پخپله له همدوى سره ده[1]. او دويمه دا الله تعالى په مقطعه ټكيو دا مطلب راڅرګند كړى، چې دا قرآن له همدې ټكيو ځنې دى، چې تاسې هم لاسرسى ورته لرئ (لكه الف، لام، ميم او…)؛ خو د قرآن په څېر د كتاب راوړو وس نلرئ او همدا مطلب د قرآن پر وحياني والي يو دليل دى[2].

ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ ﴿۲﴾ = دا هماغه (ستر) كتاب دى، شك پكې نشته (او) متقیانو ته لارښود دی.

2– ښیون – هدايت، د قرآن د نازلېدو موخه: ښیون؛ يعنې د لارې ښوول، په داسې ډول، چې انسان مقصد ته ورسوي[3]. لاربه – لارښود، هغه دى چې د يوې ډلې په مخ كې روان وي او لار ورښيي[4]. الله  تعالى په ډېرو آيتونو (لكه په دې آيت كې) قرآن د ښيون كتاب ښوولى دى. هو! قرآن په رښتيا مازې ښیون دى، هغه ښيون، چې هېڅ ډول بدلغامي- بېلارېتوب او بدمرغي ورته سوړه كړاى نشي[5]؛ نو له نازلولو يې د الله  موخه، د هغې لارې ښوول دي، چې د انسانانو په ابدي نېكمرغۍ پاى ته رسي؛ لكه چې الله  په مائده سورت كې وايي: ((كتابوالو! زموږ پېغمبر درغلى، چې د اسماني كتاب ډېر حقايق، چې تاسې پټ كړي وو، رابرسېره کړي او له ډېرو (چې اوس يې رابرسېرول مصلحت نه دي) درتېرېږي (هو!) د الله  له لوري رڼا درغله او(يو) حق برسېروونكى كتاب.[6]))  ((الله د هغه (کتاب) په بركت هغو خلكو ته د سلامتيا لارې ورښيي، چې په رضا پسې يې ځي او په خپل امر یې له تيارو ځنې رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي [7].)) دې مطلب ته په پامنيوي،څرګندېږي، چې قرآن يو تاريخي، علمي او …. كتاب نه دى؛ بلكې قرآن چې د پېغمبرانو او تېرو قومونو تاريخ بيانوي او ډول ډول علمي مطالب او… يادوي؛ نو موخه يې يوازې انسان ته ښيون او د نېكمرغې لار ورښوول دي.

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۳﴾ = (متقیان)هغه دي، چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان لري، نمونځ كوي او له وركړې روز‌‌‌‌ۍ مو (د الله په لار کې) لګښت كوي.

۳- رزق يوازې اوبه او ډوډۍ نه دى : رزق په ټاكلي وخت د پرله پسې وركړې پر مانا دى او كله نصيب او برخې ته هم ويل كېږي، ځينو ويلي: رزق د ځانګړي انعام او وركړې پرمانا دى، چې د لوري د اړتيا له مخې یې ژوند پرې دوام ومومي. پاموړ خو داده، چې موږ په خپلو خبرو اترو كې د رزق پر ځاى روزي يادوو؛ يعنې هغه انعام او وركړه، چې هره ورځ وګړيو ته رسي[8]. بايد پام مو وي، چې رزق او روزي يوازې مادياتو، اوبو او ډوډۍ ته نه وايي؛ بلكې څه چې انسان خپل كمال ته اړتيا لري، رزق دى. په همدې دليل له معصومينو عليهم السلام په دعاوو كې ځينې څيزونه رارسېدلي، چې له خدايه د روزق په نامه غوښتل شوي؛ لكه: پوره عقل، ګټوره پوهه، حلال او پرېمانه شتمني، اوچته وګړه، نېک اولاد، ثابت ايمان، د دنيا او آخرت ښېګڼې، سپېڅلى ژوند، شفاعت، حج، د معصومينو عليهم السلام د قبر زيارت كول، تر څنګ يې ښخېدل او ورسره (راپاڅېدل او) محشورېدل. امام صادق (رح) علم او پوهه يو الهي رزق بولي او تردې آيت لاندې وايي: «يعنې چې څه مو ورښوولي، په خلكو كې يې خپروي»؛ نو ځكه «ښوونه» هم يو ډول انفاق دى[9].

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ = په حقيقت کې څوك چې كافران شوي (او پر خپل کفر ټینګار لري)، ورته بې توپېره ده، كه (له الهي عذابه) يې ووېروې یا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.

۶- ځېلي كافران د بدلامۍ – بېلارېتوب په خټو كې: په دې آيت كې له كافرانو مراد ټول كافران نه؛ بلكې هغوى دي، چې پر كفر ټينګ ولاړ دي او پر زړه يې د حق د نټې جال راخپور شوى، د حق له منلو نټه کوي او چې څه يې له وسې پوره وي، د الله  له دين سره دښمني او ځېل كوي؛ لكه د قريشو كافر مشران، چې د خپل ژوند تر روستيو شېبو يې له پېغمبر(ص) سره له دښمنۍ لاس وانخست[10].  د شعراء سورت د 136 آيت له مخې دغسې وګړي، چې ګناهونو يې زړونه تور كړل او رغېدو ته يې هېڅ لار نشته. د پېغمبرانو پر وړاندې وايي: «… راته بې توپېره ده، چې و مو ګواښې كه و نه ګواښې» الله  تعالى يې هم د بقرې سورت په 6 آيت كې په اړه وايي: « ورته بې توپيره ده، چې و يې وډاروې که يې و نه ډاروې[11]» .

فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿۱۰﴾ = په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده؛ نو الله يې ناروغي ورزياته كړه او كوم دروغ يې،چې ويل (په سزا كې یې) ورته دردناک عذاب دى

۱۰- زړه؛ د انسان د شتون حقيقت : په قرآن كې له زړه نه مراد، د انسان د شتون حقيقت؛ يعنې ساه او روح دى[12]. له قرآني آيتونو پوهېدل كېږي، چې د انسان زړه او روح د بدن په څېر د «روغتيا»، « ناروغۍ» او «مړينې» درې ګوني حالات لري. قرآن د شعراء سورت په 88 -89 آيتونو كې د زړه د روغتيا په اړه وايي: ((پر هغه ورځ، چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى؛خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه الله  ته ورشي .))  او د بقرې سورت په لسم آيت كې د زړه د رنځ په باب وايي: « په زړونو كې يې يو ډول ناروغي ده» او د زړه د مړينې په هكله د انعام سورت په 36 آيت كې وايي: (( إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ)) د زړه ناروغي، د زړه شكمنېدل دي، داسې چې په زړه كې پر الله  د ايمان رڼا او نښې يې له منځه وړي، چې څومره دا شكمني ډېرېږي، د زړه ناروغي هم ډېرېږي. د بقرې سورت د لسم آيت له مخې « الله  يې ناروغي ورزياتوي» تردې چې دا رڼا مړه او د انسان زړه مړ كېږي او درملنه يې پر الله  ايمان او درشل ته يې حقيقي توبه ده[13].

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۴﴾ =  او چې له مؤمنانو سره مخ شي وايي :(( ايمان مو راوړى)) (؛خو) چې له خپلو شيطانانو سره څنګځي ته شي، وايي : (( سکه، درسره يو او هسې ملنډې (پرې) وهوو .))

۱۴- شيطان: د شيطان کلمه له خير او ښېګڼې لري شوي پر مانا[14] او شري موجود دى[15] دا د ابليس ځانګړې نامه نه ده؛ خو داچې هغه د الله له رحمته سخت شړل او لرې شوى او د شرارت او له خيره د لرېوالي ښكارندوى دى؛ نو په حق شيطان ورته ويلاى شو، الله تعالى د انعام  سورت په 112 آيت كې وايي: ((او دغسې موږ هر پېغمبر ته د انسانانو او پېريانو شيطانان دښمنان ګومارلي دي، هغوى (د خلكو د تېرايستنې لپاره) په پټه (او ګوښه كې) يو بل ته بې بنسټه او د غولونې خبرې كولې او كه ستا پالونكي غوښتل؛ نو داسې يې نه كول (او كړاى يې شول، چې مخه يې ونيسي؛ خو زور ګټور نه دى؛) نو هماغسې یې په خپلو دروغو تړلو کې پرېږده.))[16].  په دې آيت كې له شيطانه مراد د كفارو او منافقانو مشران دي، چې يوه كفري ګروهه لري او ګوښي يو د بل خواله ساتي دي[17].

اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۵﴾ = الله (دى،چې) ملنډې پرې وهي او پخپلې سرغړونه كې يې لالهانده پرېږدي.

۱۵- الهي ملنډې، د كافرانو سزا: په يو روايت كې راغلي: چا امام رضا (رح) ددې غونډلې په اړه وپوښت: « الله پرې ملنډې وهي» امام ورته وويل: « الله  ملنډې نه وهي؛ خو د دوی د ملنډو له لامله سزا وركوي»؛ يعنې دا سزا، پر دوی ملنډې وهل دي[18].  په قرآن كې هم ددې عبارت مانا شته؛ لكه چې د بقرې سورت په 194 آيت كې وايي: ((او که (په ټوليزه توګه) چا پر تاسې تېرى وكړ؛ نو ورته تېرى پرې وكړئ)) دا آيت امر كوي، چې د ظالم د ظلم هومره سزا وركړئ او چوپ نشئ، نه داچې څنګه يې چې تېرى كړى (وژنه،لوټ، پر نواميسو تېرى او…) تاسې هم پرې تېرى وكړئ[19].

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۲۱﴾=  خلكو! خپل هغه پالونكى ونمانځئ، چې تاسې او تر تاسې مخكېني يې پيدا كړي دي، ښايي ځانساتي شئ.

۲۱- ټولو ته كتاب: په قرآن كې چې د « يَا أَيُّهَا النَّاسُ » خطاب شل ځل راغلى؛ نو دا يو هر اړخيز او ټولیز خطاب دى او راښيي چې قرآن په يو خېل، توکم ، ټبر او پوړ پورې ځانګړى نه؛ بلكې ټول يې په خپله عام بلنه كې را ګډ كړي او رابللي چې يوازې « الله» ونمانځي او د توحيد په لار كې له هر ډول شرك او كږلېچ سره مبارزه وكړي[20].

إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۳﴾ = او كه په هغه څه کې شكمن ياست، چې موږ پر خپل بنده [= استازي] نازل كړي، كه رښتيا وايئ (؛ نو لږ تر لږه) په څېر يې يو سورت راوړئ او (ددې کار لپاره) د الله پر وړاندې له خپلو ملاتړو مرسته وغواړئ.

۲۳ – ټول د قرآن په څېر له راوړو بېوسې دي: الله په دې آيت او نورو آيتونو (يونس/ 38، هود / 13 – 14 اسراء / 88، طور / 33 –34) كې ټول با شعوره ژوي، كه انسان وي که پيرى او… لكه د قرآن د يوه كتاب؛ بلكې د لسو سورتونو يا يو سورت په څېر له راوړو بېوسې ګڼي؛ ځکه ټول پرېكنده رابولي، چې د قرآن په څېر خو يو كتاب راوړئ، بېشكه د اسلام او قرآن قسم خوړلي دښمنان، چې ځينو په ډاګه خپل كفر څرګنداوه، ځينو په منافقت پر اسلام ګوزارونه كول او ځينو له اسلام سره د دښمنۍ په لار كې خپل ځانونه له لاسه وركړل، كه كړاى یې شول، د قرآن د سورتونو په څېر يو سورت راوړي؛ نو راوړه يې او دا آيت شريف او په څېر آيتونه يې ځوابول. دا واقعيت چې د پېغمبر(ص) له بلنې او د قرآن تر نزول روسته څه له پاسه څوارلس كاله تېر شوي، د قرآن په څېر يوې خبرې هم ونشو كړاى، چې په انسانانو كې دود شي او ورځ تر بلې وغوړېږي، داسې چې بنيادم هېښنده او عقلونه خپل درناوي ته اړ كړي، چې دا د قرآن د وحياني توب ستر لاسوند او د حضرت محمد(ص) د رسالت حقانيت دى[21]

 فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿۲۴﴾ = او كه (دغسې) و نه كړئ -او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ -؛ نو له هغه اوره ځان وساتئ، چې سون توکي يې د (ګناهګارو) خلكو (بدنونه) او (د بوتانو) ډبرې دي، چې كافرانو ته چمتو شوى دى.

۲۴ – له دننه بلې لمبې: دا آيت وايي: دوه څيزونه د دوزخ اور بلوي: انسانان او ډبرې. په دې آيت كې له ډبرو مراد، ډبرين بوتان دي، چې د الله پر ځاى نمانځلېږي؛ لكه چې الله  د انبيا په 98 آيت كې مشركانو ته وايي: ((په حقيقت كې تاسې او څه مو چې د الله پر ځاى نمانځل،د جهنم سونګتوکي ياست.)) د آيت ډېر مهم ټكی دا دی، چې وايي: ځينې انسانان د دوزخ خس دي، دا راښيي، له انسانه، چې ناوړه اندونه او كړه وړه راولاړېږي او پخپله او نور پرې اخته كوي، په قيامت كې به يې د اور په بڼه له بدنه بل شي او پخپله او نور يې چې بېلارې كړي، و به يې سوځوي؛ لكه د جنهم په هكله[22] د همزه سورت په 4 و 7 آيتونو كې راغلي دي : (( (هغه) الهي بل شوى اور دى،

(هماغه) چې پر زړونو (چې د کفر، شرک او نفاق مرکز دی) ورخېژي او خوله اچوي .)) «وَقود»؛ يعنې څه چې د ښه بلولو وړتيا او استعداد لري، د قيامت پر ورځ ځينې انسانان شته، چې په نړۍ كې يې دغسې استعداد تر لاسه كړى او د بكرې او تيلي په څېر شوي، چې د ځان او نورو د سوځولو لامل وي او دا هماغه جهنم دى، چې په نړۍ كې يې ځان ته بل كړى؛ ځكه د آيت شريف په روستيو كې وايي: «كافرانو ته چمتو شوى دى»؛ يعنې دوزخ مخكې چمتو شوى او ځانونه يې د بكرې او تيلي په څېر، سوځولو ته چمتو كړي دي[23]. له اميرالمؤمنين علي (ک) څخه تردې آيت لاندې روايت شوى: « زما پلیونو – لاريانو! الهي تقوا ولرئ او له دې ځان وساتئ، چې د هغه اور خس اوسئ او كه څه تاسې پر الله  كافران نه ياست؛ خو پر خپلو مؤمنو روڼو له تېري نه په ډډې كولو، ځانونه د هغه اور له شره بچ كړئ»[24].

إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا مَا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ ﴿۲۶﴾ = په حقیقت کې الله شرم نه كوي چې (په ظاهره كې په كوچنيو موجوداتو؛ لكه) د ماشي او تردې د كوم (غټ څیز) ساري راولي (په دې ترڅ كې) مؤمنان پوهېږي، چې هغه د خدای له لوري حقيقت دى؛ خو هغوى چې د كفر لار نيولې (دا موضوع پلمه كوي) وايي: ((له دې بېلګې د الله منظور څه و؟)) (هو!) خداى په همدې يوه خبره ډېر خلك بېلارې كوي او ډېرو ته سمه لار ورښيي؛ خو (الله) يوازې په دې سرغړاندي بېلارې كوي.

۲۶- په قرآن كې د بېلګې له ښوولو موخه: ددې آيت په شان نزول كې روايت شوى، چې الله  د حج په 73 آيت او د عنكبوت په 41 آيت كې د مچ او غڼې بېلګه ياده كړې؛ نو يو شمېر مشركانو دا موضوع پلمه كړه او د ګوتنيونې خولې يې را پرانستې او ملنډې يې پرې ووهلې، دا څنګه اسماني وحې ده، چې د مچ او غڼې په هكله خبرې كوي. الله  يې هم په ځواب كې دا آيت شريف راولېږه[25].  د بېلا بېلو څيزونو له بېلګو موخه د حقايقو پوهونه او د وګړيو اند او ذهن ته د سختو مفاهيمو ورنژدې كول دي او دا يو مطلب دى، چې د پوهانو او سترو وګړو په خبرو او كتابونو كې ډېر زيات دى[26].  انسان چې څومره ساده اندى وي، ډېر مثال او بېلګې ته اړين وي؛ ځكه كه د ساري په ډول د رياضي ښووند – استاد ؛ نوي زده كړيال ته هندسي مسايل اوڅار كړي؛ نو بايد هرومرو مثال راوړي. قرآنكريم هم د خپلو بېلابېلو پوهاويو په ښوونه كې له بې شمېره بېلګو او البته ډولاډولى، ګټنه كړې ده[27].  امام صادق (رح) ددې آيت په هكله وايي: « الله  تعالى د ماشي بېلګه راوړې؛ ځكه په همدې كوچني ماشي كې پر ښكر، ګوتو او وزرونو سربېره، ټول هماغه څيزونه پنځول شوي، چې په غټ فيل كې پنځول شوي دي» الله  ددې بېلګې په راوړو مؤمنانو ته د پنځون – پيدايښت ظرافت بيانوي. دا په ظاهر كمزوري ژوی چې الله ، فيل وزمه پنځولې؛ نو په اړه يې اندنه، انسان د الله  برمیالۍ – ستریا ته ځیروي[28].

 الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۲۷﴾ = (سرغړاندي) هغوی (دي)، چې د الله ژمنه تر ټينګ تړون روسته ماتوي او هغه (اړیکې)غوڅوي، چې الله يې د نښلون امر كړى او  پر ځمكه  فساد كوي؛همدوى تاوانیان دي.

۲۷- هغه كړنې چې د الله  خورا بدې ايسي: له هغو پيوندنو، چې الله  يې امر كړى، ټول هغه څيزونه دي، چې الله ورسره د اړيكو نښلولو حكم كړى، كه دا پيوند له پېغمبر (ص)، امامانو، خپلوانو يا له ايماني روڼو او …. سره وي[29]. كه څه دا آيت شريف له ټولو الهي اړيكو سره د درناوي په هکله خبرې كوي؛ خو بېشكه چې د خپلوۍ اړيكه يې څرګند مصداق دى. قرآن د هغوى په باب سخت مانا کړنې – تعبيرات لري، چې د خپلوۍ اړيكې پرې كوي او اسلامي احاديثو هم سخت رټلي دي. قرآن د محمد سورت په 22 آيت كې وايي: (( خو كه (له دې لارښوونو) مخ واړوئ؛ نو لرې نه ده، که واک په لاس درشي، پر ځمكه به فساد پيل كړئ  او د خپلې خپلولۍ مزي به پرې كړئ؟!)) پېغمبراكرم (ص) وپوښتل شو، كومې چارې د الله  خورا بدې ايسيي؟ ويې ويل: «له الله  سره شرك» وپوښتل شو، بيا ترې؟ ويې ويل: « له خپلوانو سره د اړيكو پرې كول[30]»

 هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۹﴾ = دی هماغه ذات دى،چې د ځمكې پر مخ ټول څيزونه یې درپېدا كړل، بيا د اسمان پر (پنځون) لګيا شو او اوه اسمانونه يې جوړ كړل او دی په هر څه ښه پوه دى .

۲۹- اوه اسمانونه: له قرآني آيتونو ګټنه كېږي، ټول ستوري او سيارې، چې وينو، د لومړي اسمان برخه ده او له اسمان هاخوا، شپږ نور عالمونه شته، چې زموږ له ليد او علمي وزلو دباندې دي او په ټول كې اوه عالمه كېږي. ددې خبرې لووی – شاهد د فصلت سورت 12 آيت دى چې وايي:  ))او موږ د دنيا اسمان په څراغونو [= ستوريو] وپسوله او موږ (هغه بشپړ) وساته، دا د ځواکمن پوه الله  سنجونه او سنبالنه ده.)) د صافات په شپږم آيت كې لولو: ((په حقيقت كې موږ نژدې اسمان[=ښكته] د ستوريو په ښايست سينګار كړى دى؛))

وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۱﴾ = او (الله) آدم ته ټول د اسماوو علم [= د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نامې] وروښود، بيا يې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل : ((كه رښتيني ياست؛ نو ددې ( شيانو) نامې راوښيئ ))

۳۱- د اسماوو پوهه: داچې د اسماوو پوهه – چې آدم ته ستره الهي لورنه او خليفه اللهي مقام ته يې د ځانګړنې، وياړنې او وړتيا منشا او سرچينه ده – څه ده، د مفسرانو ترمنځ ډېرې خبرې دي، ځينو ويلي، چې منظور د لغاتو پوهه ده، حال داچې د يو شمېر لغاتو پوهېدنه خو بيخي ددغسې ځانګړنې سرچينه كېداى نشي او البته په دې آيت كې له راغلې مانا کړن – تعبير سره هم اړخ نه لګوي؛ ځكه د «السماوات والارض» مانا کړن ښيي، چې دا پوهه د اسمانونو او ځمكې په پټو خوالو پورې تړاو لري، چې د پرښتو له ليده پټه وه. په ځينو تفاسيرو كې راغلي، منظور يې د الهي حجتونو نامې په تېره سپېڅلي امامان دي، چې ارواح يې له وړاندې پيدا شوې ول. په ډاګه ده، چې دا ډول روايات ددې ټوليزعنوان ځينو مهمو مصداقونو ته اشاره ده؛ لكه چې دا د تفسيري رواياتو دود دى، نه داچې د اسماوو پوهه ورپورې محدوده وي. ډېرى مفسرانو ويلي، دلته له اسم څخه منظور مسمى دى؛ يعنې الله ، آدم ته ټول هغه علوم وروښوول، چې په ځمكې او اسمان پورې يې تړاو درلود، ډول ډول جوړېدنې، د كانونو ايستل، د ونو كرل او د دوی ځانګړنې او سرچينې يې وروښوولې يا يې د آدم په طبيعت او استعداد كې په نچوړ ډول ايښي. په دې توګه آدم د نړۍ ټولې خوالې وپېژندې او خپلې اولادې ته يې پردې ټولو خوالو د پوهېدو وړتيا او استعداد ورپرېښود او تردې به كوم يو فضليت غوره او اوچت وي، چې آدم به د دغسې پوهې خاوند شي او خپلې اولادې ته پرې لاسرسی هم پر يادګار پرېږدي! ددې آيت په تفسير كې امام صادق (رح) وايي : « منظور ټوله ځمكه، غرونه، درې او خوړونه دي، بيا يې خپل ورلاندې ټغر ته وكتل او ويې ويل، چې دا هم له هغو چارو ځنې دى، چې الله  آدم ته وروښود» دا مانا کړن – تعبير ښيي،چې آدم دا ټول علمونه درلودل. علامه طباطبايي په الميزان تفسير كې په دې هكله تر څېړنې روسته دا پايله اخستې: « كوم اسما، چې الله  حضرت آدم عليه السلام ته وروښوول د غيبو په پردو كې را نغاړل شوي عاليه (او اوچت) موجودات وو، چې په بركت يې په دې نړۍ كې هر اسم (او نامه) رانازل شوې او له رڼا يې برخمنېږي» په هر حال، د اسماوو پوهه يو پراخ علم و، چې ددې نړۍ مهم حقايق يې رانغاړلي دي[31].

 وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۳۵﴾ = او ومو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او په هر ځاى كې یې له نعمتونو، چې څه مو زړه غواړي، پرېمانه وخورئ (؛ خو) دغې ونې ته مه ورنژدې كېږئ، چې په خپل حق کې به تېری وکړئ))

۳۵- د آدم جنت: ځينې د آدم جنت د پاكانو او نېكانو موعود جنت ګڼي؛ خو سمه داده، چې د آدم جنت د ځمكې په يوې تكې شنې سيمې كې له نعمتونو ډك او روح افزا يو بڼ و؛ ځكه د قيامت موعود جنت يو تلپاتې نعمت دى، چې د قرآن په ډېرو آيتونو كې يې تلوالي ته اشاره شوې او وتل ترې ناشونې دي، دويم دا نه ګناهګار او بې ايمانه ابليس ورته لار لري او نه پكې شيطاني وسوسې او له خدايه سرغړاندي شته. درېيم دا، له اهل بيتو په رارسېدلیو رواياتو كې دا موضوع په ډاګه راغلې. د احاديثو يو راوي وايي: امام صادق (رح) د آدم د جنت په اړه وپوښتل شو، امام وويل: «د نړۍ يو بڼ و، چې لمر و سپوږمۍ پرې لګېده او كه تلپاتي جنت واى، آدم ترې بيخي نه شړل كېده» له دې ځايه څرګندېږي، چې ځمكې ته د آدم له را كوزېدو او نزوله منظور يو مقامي راكېوتل او نزول و، نه مكاني او ځايي؛ يعنې له خپل عزتمن مقام او له تك شنه جنته را كوز شو. دا احتمال هم وركړاى شوى، چې دا په يوې اسماني كرې كې يو جنت و او په ځينو اسلامي رواياتو كې دې ټكي ته اشاره شوې ده. همدغسې شونې ده، چې په دې ډول رواياتو كې د سماء ویی – كليمه لوړ مقام ته اشاره وي او نه پورته ځاى ته.  په هر حال پرېمانه لاسوندونه – شواهد ښيي، چې دا جنت بې له اخروي نړۍ له جنته دى؛ ځكه د قيامت جنت د انسان د كړنو پايله او د انساني بهير پاى ده او دا جنت د آدم د كړنو او کړنلارو سريزه او د بهير پيل يې دى[32].

 يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ ﴿۴۰﴾ =  بني اسراييلو (د یعقوب اولادې)! زما نعمتونه درياد كړئ، چې درلورولي مې وو او راسره پر كړې ژمنه وفا وكړئ، چې زه هم ستاسې پر ژمنه وفا وكړم او (د دندو پر سرته رسولو او د ژمنو په عملي كولو كې) يوازې له ما ووېرېږئ.

۴۰- اسرائيل: اسرائيل د حضرت يوسف (ع) د پلار حضرت يعقوب (ع) لقب دى او په عبري ژبه كې د اسرا (= بنده) او (ئيل) (= الله) له وییو- كلېمو جوړه شوې ویی – كلېمه ده. يعقوب (ع) دولس زامن درلودل او د بني اسرائيلو ځوځات همدې دولسو زامنو ته رسي. د حضرت موسى (ع) ځوځات هم له څلورو لارو يعقوب (ع) ته رسي[33]. كوم تړون، چې بني اسرائيلو له الله  سره كړى و، منظور يې هغه ځايونه دي، چې د همدې سورت په 83 او 84 آيتونو كې اشاره ورته شوې[34] او له هغه لورنې مراد، چې الله  پر بني اسرائيلو لورولى و، هغه نعمتونه دي، چې تر 49 آيت روسته، په آيتونو كې ياد شوي[35].

 وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ﴿۴۵﴾ = او په صبر او نمانځه (له خدايه) مرسته وغواړئ (په زغم او د دننني هوسونو پر كابو كولو او الله ته په ځيرتيا قوت واخلئ)؛ خو دا كار عاجزي كوونكيو بنده ګانو ته دروند نه دى؛

۴۵- له نمانځه مرسته غوښتل: الله  په دې آيت شريف كې امر كوي، چې په سختيو كې له صبر او نمانځه مرسته واخلئ. نمونځ نړۍ پال الله ته زړګنۍ پاملرنه او د نړۍ له مالك او اختيارمن سره د روح پيوندول دي[36].  مفسرانو ددې آيت په تفسير كې روايت كړي، پېغمبر(ص) به ، چې له كومې خپګاني ستونزې سره مخ شو؛نو له نمانځه او روژې يې مرسته غوښته. له امام صادق هم روايت شوى: « چې علي به له كومې ستونزې سره مخ شو؛ نو نمانځه ته يې پناه وړه» بيا امام دا آيت ولوست[37].

 يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾ = بني اسراييلو (د يعقوب اولادې)! هغه نعمتونه مې درياد كړئ، چې درلورولي مې وو او (همداراز درياد كړئ) تاسې ته مې (ستاسې) پر (همپېرو) نړيوالو فضيلت (او غوراوى) دركړى و.

۴۷- پر نړيوالو د بني اسرائيلو غوراوى: پر نړيوالو د بني اسرائيلو له غوراوي مطلب پر خپلې زمانې او د چاپېريال پر وګړيو يې غوراوى دى؛ لكه چې د بني اسرائيلو په اړه د اعراف سورت په 137 آيت شريف كې لولو (( او موږ دوی چې (د فرعونیانو د ظلم له لامله) کمزوري کړای شوي وو، دهغې برکتي ځمکې (شام او فلسطین) پاتوړي – وارثان کړل)) څرګنده ده، چې بني اسرائيل په هغه زمانه كې د ټولې ځمكې خاوندان نشول، مطلب دادى، چې د خپلې سيمې د لرو بر خاوندان شول؛ نو ځكه پر نړيوالو يې غوراوى د هماغې سيمې پر وګړيو يې غوراوى دى[38].

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن حکیم : شیخ ناصر مکارم شیرازي

[1] ( صافي 1/ 90)

[2] ( نمونه تفسير 1 /62).

[3] ( كشاف 1/ 35)

[4] ( مجمع البيان ا / 65)

[5] (موضوعي تفسير، 1 / 183)

[6] (مايده/۱۵)

[7]  (مايده/۱۶)

[8] (پيام قرآن 4 / 307)

[9] ( اطيب البيان 1/ 210)

[10]  (الميزان 1/ 55)

[11] ( موضوعي تفسير 6/ 67)

[12] (الميزان 2/ 228)

[13] ( الميزان 5 / 387)

[14] (كشاف ا / 65)

[15] (الميزان 7 /331)

[16]  (له مجمع البيان 1 / 49 اخستنه)

[17] ( اطيب البيان ا /399)

[18] (صدوق، توحيد، 163 مخ، لومړى حديث)

[19] ( اخستنه: كشاف، ا/ 67 او نمونه، 2/ 32)

[20] ( نمونه 1 / 117)

[21] ( اخستل شوى: نمونه 1 / 125 – 138)

[22]  (اطيب البيان، 1 / 463 مخ او الميزان 1 / 92 مخ)

[23] ( موضوعي تفسير، 5/ 379)

[24] ( تسنيم، 2 /463)

[25] ( نمونه، 1 / 145)

[26] ( اطيب البيان1/ 480)

[27] ( موضوعي تفسير 1 /)

[28] ( نمونه، 1 / 150)

[29] ( اطيب البيان1 / 484)

[30] ( نمونه، 1 / 156)

[31] ( پيام قرآن، 7 / 202 مخ)

[32] ( نمونه تفسير 1/ 186)

[33] ( اطيب البيان 2/ 7)

[34] ( نمونه تفسير 1/ 202)

[35] ( اطيب البيان، 2/ 8)

[36] ( الميزان، 1 / 152)

[37] ( نمونه، 1 / 219)

[38] ( نمونه، 1 / 221)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست