تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د «جبن» او «خوف» توپير جبن (ډارېدنه) له ناپوهۍ سره اخږل شوی يو اروايې انفعالي حالت دی؛ خو خوف له پوهې راولاړ شوی اروايي حالت دی. انسان کله چې د يو چار پر خطر يا سترتوب پوهېږي، ترې خائف کېږي، حال دا چې جبن يا ډارېدنه د موضوع نه پېژندو زېږنده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د «جبن» او «خوف» توپير

جبن (ډارېدنه) له ناپوهۍ سره اخږل شوی يو اروايې انفعالي حالت دی؛ خو خوف له پوهې راولاړ شوی اروايي حالت دی. انسان کله چې د يو چار پر خطر يا سترتوب پوهېږي، ترې خائف کېږي، حال دا چې جبن يا ډارېدنه د موضوع نه پېژندو زېږنده ده. البته جبن د خدای پر وړاندې مطرح نه دی، بلکې خوف او خشیت مطرح دی؛ خو خوف او خشيت څه ته وايي؟
عارفانو مو په دې باب پراخې څرګندونې کړي چې يا د شرع له شوونو يا له شخصي تجربو راولاړې شوې دی.
وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى (النازعات/۴۰، ۴۱) = او هغه چې د خپل پالونكي له مخامخېدو ډار شوی او ځان يې له ناوړه هيلو ژغورلى وي؛ نو په حقيقت كې هستوګنځى يې همدا جنت دى.
د خشيت تعبير هم لرو:
إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ (یس/۱۱) = خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند خدايه وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه.

« خَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ » د قرآن له ډېرو لطيفو تعبيرونو ځنې يو يې دی. په دې آيت کې خدای هم هغه موجود چې بايد ترې وډار شو او هم لوراند، ستايونی او مينناک موجود انځوروي او په ترڅ کې وايي چې د پېغمبرانو پيغام پر هغو کسانو اغېز پرېباسي چې له دې لوراند خدايه ډارېږي. قرآن له دوو پېغمبرانو د ډار دوه تجربې بيانوي چې دواړه د موضوع په څېړنه کې له ناپوهۍ او بېوسۍ راولاړې شوي دي.

د خوف په اړه دوه قرآني بېلګې
دا دوه ډاره يو په حضرت موسی (ع) او بل په حضرت ابراهيم (ع) پورې اړوند دي. موسی (ع) چې پر کومه شپه، په هغې بېديا، په هغو سړو او هغه يوازېتوب کې پر نبوت مبعوث او وګومارل شو، خدای ورته وويل، لاس دې تخرګ ته وروړه او راوباسه، تک سپين به شي او همداراز خپله لکړه وغورځوه (چې ښامار به شي). دلته موسی (ع) د ښامار په لېدو وډار شو .
بیا خدای ورغږ کړ:
لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ (نمل/۱۰\) = مه وېرېږه (؛ ځکه) چې استازي مې پر وړاندې نه وېرېږي.

ظرفيت يې پراخېږي او پر ناپېژاندو به ډېره احاطه پيدا کړي، داسې چې د وجود د اړخونو او نويو مراتبو له ليدو څخه نه اندېښمنېږي.
بله تجربه، د حضرت ابراهيم (ع) ډار و چې کله پرښتې ورغلې او وظيفه يې د لوط قوم له منځه وړل و، ابراهيم (ع) ونه پېژندې، ګومان يې وکړ چې انسانان دي، نو مېلمستيا ته يې سېرلۍ وريت کړ او چې پرښتو خوړو ته لاس ور ونه غځاوه ، ابراهيم يې غير عادي حالاتو وډار کړ:
لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ (ذاریات/۲۸) =(پرښتو) وويل: ((مه وېرېږه!)) (موږ ستا د پالونكي استازي او پرښتې يو)! او د يوه پوه زوى (د زوكړې) زېرى یې وركړ.

له خدايه ډار، د غير قابل ادراک عظمت د احساس زېږنده ده
د دې دوو پېغمبرانو ډار، عاطفي او عادي اړخ درلود، له ناپېژاندي او له تحلیل څخه له تښتېدوني چار ځنې ډار او يا له داسې څيز څخه ډار چې ځاني خطر لري. ناپېژاندې چارې هم ډېرې دي او هر مجهول ډاروونکی نه دی. هغه چار چې د خپل عظمت په دليل د هضم وړ نه دی او په انسان کې حقارت ورغورځوي؛ نو خشيت راوړوونکی دی او دا له خدايه د ډار جرړه ده.

موږ انسانان په خپل عادي ژوند کې له خپلو ډېرو ځانګړنو ځنې غافل يو. که څه شونې ده پوه شو چې عاجز، بېوسي او محدود يو؛ خو دا بېوسي، ناپوهي او محدوديت هېروو. اوس که د يو موجود يا پېښې پر وړاندې واقع شو چې دا اوصاف داسې راښکاره کړي چې له درک او مشاهدې ځنې يې د تېښتې لار راته پاتې نشي؛ نو هله له محدوديته دا باخبري او زموږ د لنډې هستۍ پای ته رسېدنه، يو ډول خوف او ډار راکې پيدا کوي او څومره چې د بېوسۍ او محدوديت له ژورتيا باخبري ډېره وي، خوف به ډېر او ژور وي. ته وا په سترګو وينو چې هستي مو نړېږي او زوالېږي ته وا خپل ورکېدل په سترګو وينو.

له مرګه ډار له يوه اړخه له خدایه ډار ته ورته دی
ولې انسان له مرګه ډارېږي؟ له مرګه ډار له خوندونو د منځه تلو، له يارانو د بېلتون او د هيلو د نه پوره کېدو په پار نه دی. له مرګه ډار په دې دليل دی، چې مرګ انسان د خپل وجود په پای ته وررسېدو خبروي. مرګ يو سرغاړی چار دی چې بېوسي مو راته القأ او راغورځوي. راته وايي، پر وړاندې دې يو څه شته چې له ګردو ځواکمنو ادعاوو سره سره، بايد پر وړاندې يې سرټيټ کړې، د مقابلې شونتيا ورسره نلري، مرګ يوازې زموږ د هستۍ د محدوديت يوه څېره ده؛ موږ له نورو اړخونو هم محدود، بېوسي، عاجز او تش يو.
د «سارتر» په تعبير: «نېستۍ د چنجي په څېر سوړه راکې کړې.»

حقيقتاً يو ښوونکی لازم دی چې دا نېستي او راکې جوړه سوړه راوښيي. هغه ښوونکی چې دغسې سبق راښيي، هماغه دی چې د هيبت او خوف (ډار) درس القأ او راغورځوي. که خپلو هغو تجربو ته دقيق نظر وکړو چې ډار کړي يې يو (لکه: له يو لويی ګړنګه ډار، له توپان او سيلۍ ډار، له سمندره ډار، له يو داړن څخه ډار، له يو ځواکمن انسانه ډار، له زلزلې ډار)؛ نو وبه وينو چې له دې خاورو او پېښو ډار په دې دليل نه دی چې مرګ مو تر سترګو کوي؛ بلکې په دې پار هم دی چې د دې پېښو سترتوب مو له خپل حقارته خبر وي. چې کله د څپاند سمندر پر وړاندې ودرېږئ، يا د غره په هسکه هيبتناکه څوکه ځان ته وينئ، وړکتوب او بې پناهي ننګېرئ، سوچ کوئ چې هيڅ ياست او که په دې بې رحمه ګړنګونو کې ورولوېږئ، دا غرونه او دا ستوري به يو هم ستاسې چغې او کوکې وانه وري. دا بې پناهي او لوی حقارت، هغه مهابت، جلالت ، ستريا لا ستروي او انسان په خپل بريد او له خپل هغه مقامه یې خبروي چې په موجوداتو کې یې لري.

اصولاً په بهر کې هر عظمت، زموږ په دننه کې د يو حقارت راچوونکی دی. هغه چې له لوۍ او جليل موجوده نه ډارېږي، له خپلې بېوسئ او وړکتوبه به ناخبره وي. هغه ډار چې د دباندينيو موجوداتو د جلالت او عظمت د درک زوکړه ده، نو سل په سلو کې د انسان له ژورې آګاهۍ او خبرتيا راولاړ شوی او له ناپوهۍ (جهل) او مذموم کبر څخه خلاصېدل دي. نو هر ډار، جبن نه دی. ډار چې د علم او پوهې له مخې وي، چورلټ ممدوح او ښه دی. خدای تعالی وايي:
إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر/۲۸) = پوهان له خدايه ډارېږي.

د خوف درجې د معرفت له درجو سره متناظرې دي
ډار درجې لري او درجې يې د پوهې او پېژندګلوۍ له درجو سره متناظرې دي. څومره چې ځانونه ښه وپېژنئ، (خائفتر او) ښه ډارن به اوسئ. څوک چې ځان نه پېژني، له هيڅ څيز نه ډارېږي. څوک چې ځان مطلق وسمن، قادر او عالم بولي او له هيڅ څيز نه ډارېږي، بيا هم دا چې ځان نه پېژني، نه ډارېږي. انسان نه مطلق قادر دی او نه مطلق عالم او همدا چې دغسې باطل ګومان يې پيدا کړی د ناپوهۍ او جهل په لانديني تل کې پرېوتی. البته د خدای پر وړاندې ډار او خشيت عظیم ترين، نېکترين او مقدسترين ډار دی.

مولانا په رښتيا دا مانا موندلې او څرګنده کړې ده څوک چې له خدايه ونه ډارېږي، نه دا چې مېړنی نه دی؛ بلکې کټ مټ د هغه په څېر دی چې ګل نه ستايي. دا چار نه یوازې د دې کس له استغنا او غوراوی ځنې دی؛ بلکې د دې کس له ړوندتوب او بې زړه توب ځنی دی.
له بیخه، يو ذوق او ښکلا پوهنه لازم ده چې ګل د انسان په سترګو کې کېني او ستاينې ته يې اړ کړي. له جليل خدايه ډار هم همدغسی دی. مولوی وايي:

گربه باشد شحنه هر موش‌خو
موش که بود تا ز شیران ترسد او
خوف ایشان از کلاب حق بود
خوفشان کی ز آفتاب حق بود
ربی الاعلاست ورد آن مهان
رب ادنی درخور این ابلهان
موش کی ترسد ز شیران مصاف
بلک آن آهوتگان مشک ‌ناف

د اګزيستانسياليزم په ښوونځي کې د ډار کليدي ونډه:
په نوي پېر کې د اګزيستانسياليزم د ښوونځي د بنسټ ډبره او د شننې پيلامه يې، د انسان د هستۍ اړخونه دي، چې په دې شننه کې يې د ورننوتو لپاره له ډار، اضطراب او اندېښنې پيل کړی دی او وايي انسان د ډار پر مهال تر بل هر موقعيته د خپل وجود په حدودو يا خپل بريديز (حدی) موقعيت (Boundary situation) پوهېدای شي. چې کله دا هستي په لړزېدو او پر هيبت اخته شوه انسان تازه پوهېدای شي چې څوک دی او څه دی.
د چا چې زړه تښتول شوی نه دی، په رښتوني نه پوهېږي چې زړه لري يا نه؛ بلکې په زړه تښتونې ده، چې زړه ويښېږي او د خپل وجود په لټې پسې کېږي. کوم څپ څپاندي چې د عاشق په زړه او بلکې ټول وجود کې يې ورلوېږي، زړه يې احيأ او بلکې زړه يې ايجاد او رادبروي.
د مولانا په تعبير:
ای حیات عاشقان در مردگی
دل نیابی جز که در دل بردگی

انسان په خپل وجود کې ډول ډول پانګې لري؛ خو ترې ناخبره دی، همدا وجود يې چي په لړزېدو، د ګواښ او زوال په درشل کې شو، نو ایله پوهېږي، چې څه پانګه يې درلوده او ترې غافل او بې خبره و. په همدې پار په نېستۍ او مرګ کې تامل او سوچ به په ژوند او څرنګوالي کې به يې سوچ رادبره کړي. څومره چې پر مرګ ښه پوه شو، ژوند به هم ډېر ښه وپېژنو، څومره چې عدم (نيستي) ښه وپېژنو، هستي به بهتره وپېژنو؛ ځکه عدم هماغه توره سوړه ده چې هستي پکې ورلوېږي.

نو کله چې د انسان د هستۍ غر د يو موجود د تجلي پر وړاندې په لړزه شي څه چې موسی (ع) ته ورپېښ شو:[ فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَى صَعِقًا = (اعراف/ ۱۴۳) ] دا خوف (او ډار) د يو عاجز، حقير او محدود موجود په توګه د ځان پېژندنې شرط دی. د خدای پر وړاندې ډار دغسې يو ډار دی. په همدې دليل انسان چې د خدای پر وړاندې ډير ځان پېژني، خورا ډار، خوف او خشيت به ومومي.
إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (فاطر/۲۸)= يوازې پوهان خدای پېژني.

پوهان، خدای پېژاندي او يا ځان پېژاندي، له هماغه خدايه ډارېږي، چې لوراند دی، حافظ په خپل يو لطيف غزل کې له هغه معشوق څخه خبرې کوي چې له يوې لوري د وحشت او ډار پيغام ورکوي او غوسناک ويني او بلخوا پټه لورنه کوي.
ګر چه می ګفت که زارت بکشم می دیدم
که نهانش نظری با من دل سوخته بود
(حافظ دېوان، ۲۱۱ غزل)
يو خوا په منګولو کې يې حقير او ناڅيزه موجود وم، چې زما وينه يې تويولای شوه او بلخوا اشاره يې راته کوله چې زړه دې قوي لره او له قدرت او عظمته مې مه ډارېږه.

پر بندګانو د خدای له ډار ډولی تجلا د عارفانو ګزارش:
دلته په «خسرو وشيرين» کې د نظامي لطيف اشعار هم اورېدوني دي چې همدا مضمون د لطف او عاشقۍ په سراسري جامو کې بيانوي:
چه خوش نازی است ناز خوبرویان
ز دیده رانده را دزدانه جویان
به چشمی طیرګی کردن که برخیز
به دیګر چشم دل دادن که مګریز
به صد جان ارزد آن رغبت که جانان
نخواهم ګوید و خواهد به صد جان .
دا پر عارفانو د خدای له تجلياتو ځنې و؛ يو خوا ډار او بلخوا سراسر لورنه او پېرزوينه. د دې عظمت پر وړاندې مولوي د ډکي په څېر د خدای د عظمت او جلالت توپان راګېر کړی دی.

برگ کاهم پیش تو ای تند باد
من چه دانم که کجا خواهم فتاد
گر هلالم گر بلالم می‌دوم
مقتدی آفتابت می‌شوم
ماه را با زفتی و زاری چه کار
در پی خورشید پوید سایه‌وار
با قضا هر کو قراری می‌دهد
ریش‌خند سبلت خود می‌کند
کاه‌برگی پیش باد آنگه قرار
رستخیزی وانگهانی عزم‌کار
گربه در انبانم اندر دست عشق
یک‌دمی بالا و یک‌دم پست عشق
او همی‌گرداندم بر گرد سر
نه به زیر آرام دارم نه زبر
عاشقان در سیل تند افتاده‌اند
بر قضای عشق دل بنهاده‌اند

انځور ته وګورئ: يوه پيشو په خوله تړلې ګوډي کې ټوپونه وهي؛ خو دباندې يې لار نشته. کله هم په نېز کې کولېدلې ډبره د خدای د لوري سرشاره تجربه وه:

از ساغر او گیج است سرم
از دیدن او جان است تنم
تنگ است بر او هر هفت فلک
چون می رود او در پیرهنم
(شمس کليات، ۱۷۵ غزل)

يا
سلطان منی سلطان منی
و اندر دل و جان ایمان منی
در من بدمی من زنده شوم
یک جان چه بود صد جان منی
نان بی‌تو مرا زهرست نه نان
هم آب منی هم نان منی
زهر از تو مرا پازهر شود
قند و شکر ارزان منی
باغ و چمن و فردوس منی
سرو و سمن خندان منی
هم شاه منی هم ماه منی
هم لعل منی هم کان منی
خاموش شدم شرحش تو بگو
زیرا به سخن برهان منی

دا احوال هغو انسانانو ته چې د زړه پاسوالي کوي او پر زړه کېني او د حالاتو ننوتل او تلل څاري، بيخي نا اشنا نه دي. مولوی له هغو عارفانو ځنې دی، چې د هستۍ پر وړاندې يې خپل ډار په بېلا بېلو ادبياتو بيان کړی دی. هستي يعنې خدای او تجليات يې، هغه تجليات چې دباندې بېلابېلې څېرې او ښکارندې (لکه لمر، سمندر، توپان، او نېز) لري او په دننه کې د تنګسې او پراخۍ او غم او ښادۍ په بڼه ځلېږي. په دې تجربو کې، حضرت حق، کله خوله په وينو د ککړ زمري په څېر راښکاره کېږي او ته وا چې مولوي دغسې تجربه درلوده:
ای رفیقان راهها را بست یار
آهوی لنگیم و او شیر شکار
جز که تسلیم و رضا کو چاره‌ای
در کف شیر نری خون‌خواره‌ای
او ندارد خواب و خور چون آفتاب
روحها را می‌کند بی‌خورد و خواب
که بیا من باش یا هم‌خوی من
تا ببینی در تجلی روی من

د دغسې قهار او ستر موجود پر وړاندې- چې بې هيڅ لورنې او په سخت زړۍ پر خپل ښکار او مړۍ برلاسی دی ـ کبر کول، بې له حماقته بله مانا نلري:
هل سباحت را رها کن کبر و کین
نیست جیحون نیست جو دریاست این
وانگهان دریای ژرف بی‌پناه
در رباید هفت دریا را چو کاه

کله همدا بې پناه او وړوکی موجود، د باري تعالی د پېرزوينې له مخې دومره ځواکمني، پياوړي توب او چالاکي ننګېري چې دواړه عالمونه په خپله لار کې کوچنی خاورين ډېرۍ ويني او په چالاکۍ ټوپ ترې وهي:

گر نهی پرگار بر تن تا بدانی حد ما
حد ما خود ای برادر لایق پرگار نیست
خاک پاشی می‌کنی تو ای صنم در راه ما
خاک پاشی دو عالم پیش ما در کار نیست

«د باري له غيرته» د عارفانو تجربه
د عارفانو بله تجربه «د باري له غيرته» ده؛ يعنې يو بنده، له يوه ځايه روسته نامحرم ګڼل او شړل يې:

شاه را غیرت بود بر هر که او
بو گزیند بعد از آن که دید رو
غیرت حق بر مثل گندم بود
کاه خرمن غیرت مردم بود
اصل غیرتها بدانید از اله
حافظ له هغو کسانو دی، چې دا تجربه پېژني:

برق غیرت چو چنین می جهد از مکمن غیب
تو بفرما که من سوخته خرمن چه کنم
(د حافظ دېوان، ۳۴۵ غزل)
يا
بهوش باش که هنگام باد استغنا
هزار خرمن طاعت به نیم جو ننهند
(د حافظ ديوان، ۲۰۱ غزل)

له ناوړه عاقبته ډار
تل دا ډار شته چې د استغنا دا باد، د غيرت دا توپان د عبادت ټول درمند وسوځوي. تل دا ډار شته چې انسان د نامحرمانو په شمېر کې راشي او وشړل شي، متقيان تل له خپلې ناوړې پايلې او عاقبته په سوچ کې ول.

امام غزالي له خايفو عارفانو ځنې و. خوشحالي يې په مزاج کې نشته. دا له هغو کسانو ځني دی چې خدای په کمالِ مهابت تجلی پرې کړې او د ده نازک او نری زړه يې ورلړزولی دی او دا ډار په غوره بڼه په خپل مخاطب کې ورغورځوي او خبروي يې چې انسان ډېر ځل له ګردو عباداتو او ګروهو سره سره، د مرګ پر مهال خپل ايمان وبايلي او له نړۍ کافر ومري. په همدې دليل وايي هغه کسان چې کلامي ناندریو ته ورننوتي نه دي د خلاصون امکان او احتمال يې تر هغو کسانو ډېر دی چې پېچلې اذهان لري او د ذهن په زېرمتون کې يې شبهات زېرمه کړي دي،ځکه شونې ده همدا شبهات په وروستيو کې لوټماري وکړي او ويې ښويوي او له ابدي نعمته يې بې برخې کړي.

د انسان مشوشې او اندېښناکې اندنې، که څنډل شوې او پاکې شوې نه وي؛ نو د مرګ پر مهال، راخوځي. هغه مناقشې او لانجې چې په مودو مودو یې د ده دننه ککړ کړی و، خپل اړو دوړ په بدترين وخت؛ يعنې د مرګ پر وخت له سره پيلوي. که دا مناقشې د وګړي رڼې ګروهې خړې پړې کړي؛ نو بې له دې چې پوه شي څوک دی او څه دی او پر څه باور لري او چېرې ځي، له نړۍ به سترګې پټې کړي. د غزالي په تعبير دا وګړي په ناوړه عاقبت او پايلې اخته کېږي.
يو لړ روايات او شرعي ښوونې هم په لنډو دا مانا راښيي. په همدې دليل ځينې مشران سپارښتنه کوي چې ډېری خلکو ته، مقلدتوب تر څېړنوالۍ غوره دی او هر څوک د څېړنې وس نلري:

خویش ابله کن تبع می رو سپس
رستګی ز ین ابلهی یابی و بس

مولوی د پېغمبر دې روايت ته چې سني او شيعه روايت کړی، اشاره کوي «ډېری جنتيان ابله دي» (اکثر اهل الجنة البله)
دلته د مولوي او غزالي له نظره د «ابله» منظور هغه کس دی چې ذهن يې په کلامي مناقشو ککړ شوی نه دی او ايمان یې پاک، سوچه او روڼ پاتې شوی دی. په همدې دليل کله چې نوح (ع) خپل زوی په بېړۍ کې سپرولو ته راوباله، زوی يې کبر وکړ، ويې ويل، په لامبو پوهېږم. د لامبو پوهېدنې دعوا او د پېغمبرانو له ښوونو استغنا، شيطاني ځيرکي ده، چې ناوړه عاقبت رادبروي:
عشق چون کشتی بود بهر خواص
کم بود آفت، بود اغلب خلاص
زیرکی سباحی آمد در بحار
کم رهد ، غرق است او پایان کار

«اختيار» هم د انسان د ډار له وزلو ځنې دی:
دا د ډار او خوف يو شمېر عوامل وو چې عارفانو څرګند کړي دي. خو د مولوی له نظره د ډار يو له وزلو ځنې د اختيار درلودل دي. که د اختيار ژورو ته ووينو، پوه به شو چې مختارانه هستي نشي کړای چې له ډار سره اغږلې نه وي. اختيار؛ يعنې همېشنۍ لړزېدنه؛ يعنې مستمر او پرله پسې ټاکنه؛ يعنې
يو ډول ځان ته ور پرېښوونه؛ يعنې نه جدا کېدونکی اندېښنه او ناکلاري.
من که باشم چرخ با صد کار و بار
زین کمین فریاد کرد از اختیار
تا به کی این ابتلا یا رب مکن !
مذهبی ام بخش و ده مذهم مکن
بفکن از من حمل ناهموار را
تا ببینم روضه ابرار را

انسان چې د اختيار دا دومره لاپې شاپې کوي، چې کله يې په رښتيا له اختيار سره مخامخ کړي؛ نو له دروندوالي او هيبت يې ډارېږي ا و ځغلي او د زړه له کومي خدای ته زارۍ کوي: «مذهبي ام بخش و ده مذهب مکن»؛ يعنې يوه سمه لاره راوښيه او نورې مې له سترګو لرې کړه. مختارانه هستي ناچار له ډار او اندېښنې سره اغږل شوې ده، هماغه اندېښنې چې په اګزيستانسيالېزم کې هم اوڅار شوي.
دا ټولې د ډار وزلې وې، مختار انسان، البته له وجودي اندېښنې او ناکلارۍ تشېدای نشي؛ خو همدا انسان، د زمري صفته خدای پر وړاندې، د هوسۍ په څېر لړزېږي، چې بې د زمري له غېږې، بله د تېښتې لار نلري.

خدای په هستۍ کې مينناکه تجلي هم لري:
نو ځکه خدای د عارفانو په تجربه کې، نه يوازې هيبتناک، چې ښکلی او مينناک هم ښکاره شوی دی.
مولوی عشق هم نيز (سیلاب) ليده او هم شات:

عشق قهار است و من مقهور عشق
چون شکر شیرین شوم از شور عشق
یا
عاشقان در سیل تند افتاده اند
بر قضای عشق دل بنهاده اند

همدې ستر مولوی ويل، د معشوق خواږه يې راکاږي او له دې مرګه بل څه ډېر خواږه دي؟ :
دشمن خویشیم و یار آنک ما را می‌کشد
غرق دریاییم و ما را موج دریا می‌کشد
زان چنین خندان و خوش ما جان شیرین می‌دهیم
کان ملک ما را به شهد و قند و حلوا می‌کشد

د دې بېلا بېلو تجربو د تنوع او ډولاډولۍ راز دا دی چې خدای تعالی هم لرې او هم نژدې دی، هم جليل دی او هم جميل .
له دې اړخه چې رانژدې دی، مينناک او ستايونی دی او په محضر کې يې ناسته تسکېنوونکې ده او له دې اړخه چې لرې دی، ډاروونکی دی. خدای په نړې کې په دواړو څېرو تجلي کړې او ځان يې توصيف کړی دی؛ پېغمبرانو او زموږ عارفانو دواړه ډوله تجلی تجربه کړې ده: يو خوا يې دومره لرې ليده چې «عقل کلش چون ببيند کم زند» او بلخوا دومره يې نژدې مونده چې د دوی دعاګانو ته يې غوږ نيوه او تر څنګ يې کېناسته. خدای معشوق دی؛ خو محتشم (غوسناک او باحيا) معشوق.
دا هغه انځورنه ده چې موږ يې له خدايه لرو. البته هر روح ته دې دوو مقامونو راټولونه او د دواړو د تجلۍ درک شونې نه دی. د سمندر هومره پراخ ظرفيت او د نسيم لطافت غواړي.

ځينې عارفان اهل قبض وو او ځينې اهل بسط؛ خدای پر اهل قبضو په ډاروونکې څېره تجلی کړې وه او پر اهل بسطو په پراخه زړه وړوني او دلربا څېره.
مولوی اهل بسط و. امام غزالي اهل قبض و. او دا د الهي رزاقيت يوه بېلګه ده، چې هر چاته يو رزق ورکوي:
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (آل عمران/۲۶) = ووايه : خدايه! د واكمنۍ خاونده! ستا چې چا ته خوښه شي، حكومت وركوې او چې چا ته دې خوښه شي، ترې اخلې يې او چې چا ته دې خوښه شي،عزت وركوې او چې څوك وغواړې خواروې يې، ټولې ښېګڼې ستا (د قدرت) په لاس كې دي،ته پر هر څه قادر يې.

سعدي هم له بسطه خبرې کوي:

به جهان خرم از آنم که جهان خرم ازوست\
عاشقم بر همه عالم که همه عالم ازوست
به غنیمت شمر ای دوست دم عیسی صبح
تا دل مرده مگر زنده کنی کاین دم ازوست
نه فلک راست مسلم نه ملک را حاصل
آنچه در سر سویدای بنی‌آدم ازوست
به حلاوت بخورم زهر که شاهد ساقیست
به ارادت ببرم درد که درمان هم ازوست

(غزليات سعدي، د حبيب نعمايي سمونه، ۲۴۸ ګڼه بدايع، ۴۷۰ مخ)
پېغمبرانو خدای بشر ته په ډارنو او مينناکو څېرو ور معرفي کړی دی:
موږ بايد له پېغمبرانو منندويان اوسو چې خدای يې په دواړو څېرو راپېژندلی دی او دا مهم او لطيف ټکي يې خپلو لارويانو ته ابلاغ کړي چې خدای له خپلو بندګانو سره لورين او له دښمنانو سره ډېر سختګير دی.
وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (بقره/۲۰۶) = او چې ورته وويل شي : ((له خدايه ووېرېږه!)) (ننګ يې) ګناه ته پاروي؛ نو د دوزخ اور ورته بس دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى.
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ (بقره/۲۰۷) = او له خلکو هغه دى، چې د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او الله پر خپلو بندګانو خوږمن دى.
يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا( انسان/۳۱) = چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي)، پخپل (پراخه) رحمت كې يې رانغاړي او ظالمانو ته يې دردناك عذاب چمتو كړى دى!

قرآن رازده کوي، هغوی چې په دې دنيا کې ړانده دي، په بله نړۍ کې به ړانده وي.
وَمَنْ كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا( اسراء/۷۲) = او څوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بېلارې وي.

که چا په همدې نړۍ کې له خدای سره مينه ونکړه او له خامۍ راونه ووت، هلته به هم پخوالي ته ونه رسي. بايد همدلته سترګې پيدا او سترګور او بينا بلې دنيا ته ولاړ شو.

له مولانا او حافظه دوه بېلا بېلې عارفانه تجربې:
ښه ده چې د ويينې په پای کې له مولانا يوه لطيفه تجربه رانقل کړو. مولوي وايي، کله انسان په خوب کې ويني چې لمر خوري. يا يې لمر په خوله کې پرېوځي، يا په خوله کې يې د لمر په ور ډوبېدو، راوېښېږي.
گفت چون باشد خود آن شوریده خواب
که در آید در دهانش آفتاب
څومره دا تجربه د حافظ له روحي تجربې سره توپير لري چې وايي:
در مقامات طریقت هر کجا کردیم سیر
عافیت را با نظر بازی فراق افتاده بود
ای معبر مژده ای فرما که دوشم آفتاب
در شکر خواب صبوحی هم وثاق افتاده بود
(د حافظ ديوان، ۲۱۲ غزل)
يعنې لمر يې هم حجره وه.
له لورين خدايه غواړو، هغه لمر چې د بزرګانو په کوټه يا خوله کې راختلی، پر موږ هر يو يې راوخېژوه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!