تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د «حب دنيا» راز له دنيا سره د مينې په پار انسانان پړه او ټپسوري ګڼلای نشو؛ ځکه د انسان څارويتوب يا بېړنديتوب او لانجمنتوب عين د دنيا مېشتېدل يې دي. انسانان د همدې دنيا لپاره دي او يوازې نوادر کسان دي چې دنيا همدوي ته ده. د علي (ک) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د «حب دنيا» راز

له دنيا سره د مينې په پار انسانان پړه او ټپسوري ګڼلای نشو؛ ځکه د انسان څارويتوب يا بېړنديتوب او لانجمنتوب عين د دنيا مېشتېدل يې دي. انسانان د همدې دنيا لپاره دي او يوازې نوادر کسان دي چې دنيا همدوي ته ده.

د علي (ک) په وينا:

النَّاسُ أَبْنَاءُ الدُّنْيَا وَ لَا يُلَامُ الرَّجُلُ عَلَى حُبِّ أُمِّهِ  = خلک د دنيا اولاد دى او څوک هم له خپلې مور سره په مينه رټلاى نشو (نهج البلاغه، کلمات قصار، ۳۰۳)

د خپل راولاړ شوي او روزل شوي ځای (يعنې دنيا) په اړه د انسان ذهني تړاو طبيعتاً پر دنيا يې بوختوي او له انساني ارمانونو يې غافلوي دا هماغه د غفلت تيوري ده چې عارفانو هم اشاره ورته کړې ده. د دې نظريې له مخې د دنيا ژوند پر غفلت ولاړ دی او د دې غفلتونه نړېدل د معيشت او دنيوي لوبې د نظام له راپرځېدو سره انډول دي. يوازې په آخرت کې د چارو پر عواقبو او پايلو سترګې پرانستلېږي، شخړې پای مومي او خدای به د ګردو لانجو او اړپېچو په اړه وروستۍ ورمندون – قضاوت وکړي.

این جهان جنګ است کل چون بنګری

ذره با ذره چو دین با کافری

این جهان زین جنګ قایم می بود

در عناصر درنګر تا حل شود

آن جهان جز باقی و آباد نیست

زانک آن ترکیب از اضداد نیست

که ټول له دې غفلته راووځي او د دنيا د سترې لوبې له حقيقته وپوښتي؛ نو د ګټنې او بايلنې موضوع منتفي کېږی او د دنيا نظام به پر بل نظام واوړي؛ خو دا حال په آخرت پورې اړوند دی، هلته انسان په سترګو ويني چې مخکې په څه زخمه کې ورلوېدلی و او څنګه يې غافلانه له ځانه نه پوښتل چې پر کوم کار بوخت و.

کوم غفلت چې ددنيا ستن ده له علم او څېړنې سره يو ځای کېدای شي

پام مو وي، کوم غفلت مو چې ياد کړی، له اګاهۍ، علم او څېړنې سره ټکر نلري؛ بلکې څېړنه او د پوهې ترلاسه کول هم عين غفلت دی، لکه چې سوداګري، معاشرت، ناسته پاسته، تګ راتګ، بوختياوې، خوشحالۍ، ويربولي – عزاداري، سيالۍ او لوبې او ټوکې ټکالې د غفلت له جنسه دي، همداراز داړنه، شخړې، تمې او حق لتاړېدل هم عين غفلت دی، دلته مو له غفلته موخه، مذموم غفلت نه دی. له دې ډول «غفلته» مو موخه، پر يو کار بوختېدل او د پايلو يې نه ليدل او نه پوښتېدل دي په واقع کې غفلتونه عين دنيوي ژوند دی.

له غفلته راوتل يو کړمن چار دی

له غفلتونو راوتل، انسان دوو حالاتو ته ورکاږي:  عرفان (او تر عادي ژوند اوچت کېناستل) يا ځانوژنې ته.

ډېری روښانفکرانو چې ځانوژنه کړې، د هغو کسانو په ليکه کې ول چې د غفلت پرده يې څيره شوه او نور يې ځان ته په دنيا کې ځای نه ليده څوک چې غافل نه دی په دنيا کې ځای نلري؛ دا دنيا د غافلانو ځای دی؛ خو هغوی چې په دنیا کې د انسانانو غفلت ويني، په خپلې هستۍ کې پر بدترينو تنګسو اخته کېږي. يوازې عارفان دي چې د غفلت پر راز پوهېږي او په دې غفلتونو کې يو مصلحت او موخه مومي، ان په خپله وګړه او معيشت کې پرمختګ، ترقي او څه توپير رادبره کولای شي (که څه له غافلانو سره ژوند کول ورته ډېر ستونزمن دي.)

په حقيقت کې له غفلته ورهسکېدل او په عين حال کې غافلانه ژوند کول يو پراخ روحي ظرفيت غواړي.

داند و پوشد به امر ذوالجلال

که نباشد کشف راز حق حلال

ژوند غفلت پېژاندو ته سخت؛ خو واجب او لازم دی.

الينیشن له غفلت سره سازګاری دی:

داښې ښکاري څه چې د اوسني وخت يو شمېر فيلسوفانو، روښانفکرانو او انسان  پېژاندو له ځانه د پرديتوب يا الينیشن (Alienation) په نامې ويلي، په ډېری ځايونو کې د غفلت له نظريې سره سازګاری دی. په واقع کې دا مطلب نوې راسپړنه نه ده. يوازې تازه ګي او نويتوب يې په دې کې دی چې غفلت ته يې نوي مصاديق پيدا کړي دي. دا سمه ده چې بايد له مذموم غفلته ډډه وکړو؛ خو داسې نه ده چې هر غفلت مذموم او څنډونی وي. ان زموږ په معاصر فرهنګ کې هم ځينو مشرانو ممدوح او مذموم غفلت دواړو ته الينیشن ويلی او په نهايت کې يې ټولو ته په يوه سترګه کتلي. ته وا انسان بايد له هر غفلته راووځي يا هر غفلت له ځانه پرديتوب دی.

هر غفلت مذموم (بد) نه دی:

دوی ان عشق او مينه هم له ځانه د پرديتوب مصاديق بللي دي. البته دا سمه خبره ده چې انسان ځان د مينې له لامله بايلي؛ خو تر يو ځای روسته  بيا ځان مومي. ښايي تېرو مو له دې اړخ ډېره ځيرنه کړې وي. دوی که څه هم انسانان په غفلت کې راګېر ليدل؛ خو غفلت يې د دنيا ستن ګڼله؛ نو ځکه يې له غفلته پوره  راوتل نه غوښتل:

استن این عالم ای جان غفلتست

هوشیاری این جهان را آفتست

هوشیاری زان جهانست و چو آن

غالب آید پست گردد این جهان

هوشیاری آفتاب و حرص یخ

هوشیاری آب و این عالم وسخ

زان جهان اندک ترشح می‌رسد

تا نغرد در جهان حرص و حسد

گر ترشح بیشتر گردد ز غیب

نه هنر ماند درین عالم نه عیب

کوم عاشق چې په معشوقې پسې ځي، په يو ډول غفلت کې راګېر دی.

عاشقی کو در غم معشوق رفت

گر چه بیرونست در صندوق رفت

عمر در صندوق برد از اندهان

جز که صندوقی نبیند از جهان

آن سری که نیست فوق آسمان

از هوس او را در آن صندوق دان

خو دنيا له دې ټولو غفلتونو سره پر ځای پاتې کېږي او ټولو ته له غفلتونو راوتل شوني او لازم نه دي.

که په انسان کې مذموم غفلتونه ټينګ شي، د څارويو مرتبې ته يې ور رسوي

هو، د مذمومو غفلتونو ټينګېدل به انسان د حيواناتو څنډ ته ورنژدې کړي؛ ځکه حيوانات غافل دي او له خپل غفلته هم غفلت لري. غفلت پېژندنه او غفلت ماتونه د انسانانو وړ ده، نه د څارويو او انسان چې څومره له دې مقامه لرې کېږي د انسانيت څنډ او افق ته ورنژدې کېږي.

…. لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (اعراف/۱۷۹) = زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛خو څه پرې نه اوري؛ دوى د څارويو په څېر دي؛بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي . (هو!) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي ) .

أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا (فرقان/۴۴) = ايا انګېرې، چې ډېرى يې اوري يا پوهېږي؟ دوى خو (د پند په نه اورېدو كې) يوازې د څارويو په څېر دي؛ بلكې لا ډېر لار وركي.

په ظاهره يو شمېر انسانان، انسانان دي، عقل او تدبير کاروي؛ خو که د چارو باطن ته يې ووينې، مازي څاروي او عقل يې هم د خپل څارويتوب په چوپړ کې او د غفلتونو په پرده کې رانغښتي او دا د ډېری انسانانو حال دی. په حقيقت کې څه چې په نړۍ کې وينو يو هرم او مخروط دی چې قاعده يې له داسې انسانانو ډکه ده چې حيوانيت ته ورنژدې دي. څومره چې له قاعدې د راس پر لور ورخېژو، وار هغو نوادرو ته ورسي چې خپل مقام يې موندلی دی.

خدای چې د انسان په جوړښت کې کوم ظرافت کارولی دا دی چې انسان يې دې لوړ مقام ته د رسېدو لپاره چمتو کړی؛ خو په عين حال کې د انسانانو ټولنيز معيشت او ژوند او د انسان د وجود پریوتی او راټيټ اړخونه داسې دي چې ډېر لږ مجال ورکوي چې ټول انسانان دې هسک مقام ته ورسي.

په واقع کې ډېری خلک د هغې ډلې ځار دي چې لوړ مقام ته ورسېدونکي دي؛ نو خلک دوه ډوله دي: يو شمېر هغه دي چې دې دنيا ته يې پيدا کړي؛ يعنې د دنيا چوپړيالان دي او بلکې عين همدا دنيا ده او د دنيا دنياوالي په همدې ډول ځمکمېشتو پورې تړاو لري. بله ډله هغه ده چې دنيا يې ورته پنځولې؛ يعنې دنيا ميشتي يې هم دوی ته پيدا کړي دي.

صد هزاران طفل سر ببریده شد

تا کلیم الله صاحب دیده شد

صد هزاران دین و دل تاراج رفت

تا محمد یک شبی معراج رفت

په نړۍ کې د ډېری کوچنيانو ونډه او برخه دا وه چې سرونه يې پرې شي، چې موسی (ع) ژوند پاتې شي. دا کوچنيان د هغه لپاره ول نه دا (موسی) هغوی ته. د علي (ک) د څرګندونو له مخې، خدای په دنيا کې د هر چا برخه ټاکلې ده.

فقسم بينهم معابشهم و وضعهم من الدنيا مواضعهم (نهج البلاغه/۱۹۳ مه خطبه)

خدای د خلکو روزي ويشلې او هر څوک يې په خپل ځای کې کېنولي او له چا سره يې هم چې ځای يې چېرې وي سلا مشوره نه ده کړې؛ ځکه څوک له خدای سره د هستۍ په مديريت او سنبالنه کې شريک نه دی. ربوبي توحيد پردې مانا دی چې هستي يوازې یو مدير، يوه نخچه او يوه کړلاره لري او موږ ټول د هماغې کړلارې له مخې دنيا ته راغلي يو، لکه څنګه چې حيوانات او بوټي مو په چوپړ کې دي، دغسې ځينې له موږ هم د نورو په چوپړ کې دي. دا يو حکم او ازلي مشيت دی:

در کار ګلاب و ګل حکم ازلی این بود

کاین شاهد بازاری و آن پرده نشین باشد

هغه نوادر چې د غفلت له مقامه اوچتېږي، د عالم عالي ستنې دي

نو له آره يې انسانان داسې جوړ کړي چې ذاتاً لوړو مقامونو ته رسېدای شي؛ خو څه چې دباندې او د ټولنې په بڼه رادبره کېږي، دا دي چې دنيا منځنيان ډکه کړي او په دې ترڅ کې ډېر لږ لوړو مقامونو ته ورسي. د عارفانو له نظره خدای نړۍ دغسې غوښتې او جوړه کړې ده. البته که دا نوادر نه وای همدا منځني انسانان تر اوسنۍ کچې هم راټيټېدل. په دنيا کې د همدې عالي ستنو شتون په دنيا کې د سترو خللونو او نيمګړتياوو مخه نيسي او د انسانانو ژوند په انډول او زغموړ بريد کې ساتي.

آن ستونهای خللهای جهان

آن طبیبان مرضهای نهان

محض مِهر و داوری و رحمت اند

همچو حق بی علت و بی رشوت اند

دوی د مينې، لورنې، ستاريت او ګناه پټونې ښکارندويان دي او د خدای په څېر بې مزده او وړتياوو ته په نه پامنيوي، وهابانه ورکړه کوي.

په هغې دنيا کې چې انسان خپل مسافر په داړنو کې راګېر ويني، حب دنيا زايلېږي.

اوس بايد پردې انځورنه، د انسان مسافروالی هم ور زيات کړو، په دې حال کې انسان ځان داسې مسافر بولي چې ځناورو را ايسار کړی دی؛ په دې ځناورو کې ځينې داړن او چيچونکي دي او ځينې لکه ناپوه او بې زيانه دي. مسلماً انسان به په دغسې چاپېريال کې د پاتېدو هيله ونلري او له دغسې دنيا به د زړه تورېدل ستونزمن ورته نه وي.

په دې توګه حب دنيا چې ميوه يې لرې، اوږدې هیلې، حرص او تمه وي، له منځه ځي. په دغسې دنيا کې قناعت، زهد او زغم خپله مانا مومي. انسان به د نورو د بې وفایۍ ، جفاګانو او حق لتاړلو پر وړاندې زغمناک وي؛ او دا زغمناک کېدل به اروايي کيني ورته رادبره نه کړي؛ بلکې د پراخې سينې او سعه صدر زوکړه به يې وي. دا په دې مانا نه ده چې انسان اجازه ورکړي چې حق يې لتاړ کړي؛ بلکې د حق لتاړولو پر وړاندې زغم دی. فرض کړئ يو څاروی مو جامې وتښتوي، ورپسې ځغلئ چې جامې ترې واخلئ؛ خو ډېره لرې ده چې پر حيوان غوسه شئ او کينه ورسره پيدا کړئ؛ ځکه پوهېږئ چې وفا، او حق پېژندنه د حيواناتو په قاموس کې نشته؛ خو له انسانه بله تمه لرئ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!