بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له سبط اکبر؛ حسن بن علي رضي الله عنه روایت شوې خبرې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې حسن بن علي (رض) پوښتلی او ځوابونه یې ورکړي دي: زهد څه دی؟ په ځانساتنې او پرهېزګارۍ پورې زړه ورتړل او له دنیا زړه راشلول دي. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له
سبط اکبر؛ حسن بن علي رضي الله عنه روایت شوې خبرې
په بېلابېلو موضوعاتو کې یې حسن بن علي (رض) پوښتلی او ځوابونه یې ورکړي دي:
زهد څه دی؟ په ځانساتنې او پرهېزګارۍ پورې زړه ورتړل او له دنیا زړه راشلول دي.
حلم او زغم څه دي؟ د غوسې تېرول او پر ځان لاسبري.
سداد ( راستي او درستي =رښتينولي او سموالی) څه دی؟ په نېکیو د بدیو مخنیوی.
شرف څه دی؟ له خپل ټبر او خپلوانو سره احسان کول او ور اوښتي زیانونه او جرېمې یې پر غاړه اخستل.
مردانګي څه ده؟ له پناه ور وړي ملاتړ، په جګړو کې مقاومت او په بدو پېښو کې په اقداماتو لاس پورې کول.
سترتوب او بزرګواري څه ده؟ د غرامت ورکړه او له جرمه تېرېدنه.
مړانه ( او ځوانمردي ) څه ده؟ د دین ساتنه، د عزت نفس ساتنه، نرمخویي، تل نېکي کول، (د رونو) د حقوقو ورکول او له خلکو سره دوستي کول.
کرم څه دی؟ تر غوښتنې وړاندې ورکړه او په سوکړه کې د خوړو ورکول.
پستي څه ده؟ خورا ناڅیزو څیزونه ته پام کول او د خورا لږو او بې ارزښته څيزونو د ورکړې سپمول.
پستي څه ده؟ کنجوسي او بد ژبي.
سخاوت څه دی؟ په سوکالۍ او اړ لاسۍ کې ورکړه.
کنجوسي څه ده؟ څه چې لرې شرف یې وبولې او څه چې ورکړې له منځه تللي یې وبولې.
روري څه ده؟ په سختۍ او پراخۍ کې لاسنیوي ( او مساوات).
ډار څه دی؟ له دوست سره زړورتوب او له دښمنه پر شاتګ.
شتمني څه ده؟ پر قسمت خوشحالي که څه لږ وي.
نشتمني څه ده؟ په هر څه د نفس نه مړېدل.
جود څه دی؟ د وسې هومره ورکړه.
کرم څه دی؟ په اړلاسۍ او سوکالۍ کې د قوم او ټبر خیال ساتنه.
جرائت درلودل څه دي؟ له خپلو هم وزنو سیالانو سره غېږه نیول.
زړورتوب څه دی؟ له ځواکمنو سره مبارزه او جګړه کول.
ذلت څه دی؟ له رښتیا او حقیقت ویلو ډار.
حماقت څه دی؟ له خپل امیر سره مبارزه کول او هغه چې زیان در اړولای شي.
سرلوړي څه ده؟ د ښوچارو کول او د بد چارو پرېښوول.
لرلیدي څه ده؟ پرېمانه زغم، له واکمنو سره ګوزاره او پر ډېری خلکو په حساسو او د راز په مسایلو کې نه ډاډمنېدل.
شرف څه دی؟ له روڼو سره همغږي او د ګاونډیانو د حقوقو مراعاتول.
بې برخېتوب څه دی؟ خپلې برخې ته شا کول.
بې عقلي څه ده؟ د پرېوتیو لاروي او د ورک لارو ملګرتوب.
په خبرو کې پاتې راتلل څه دي؟ د خبرو پرمهال په ږيره کې لاس وهل او ډېر ارغشي تازه کول.
شجاعت او مړانه څه ده؟ له سیالو سره مبارزه او د ستغې خبرې د اورېدو پر وخت له زغمه کار اخستل.
تکلیف څه دی؟ په هغو چارو کې د نظر ښکاره کول، چې اړه درپورې نه لري.
څوک بې عقله دی؟ هغه چې په حماقت خپل مال له لاسه ورکوي او د پت څه پروا نه لري.
ناکسي څه ده؟ د ځان ساتل او د خپلې مېرمنې پرېښوول ( هغه چې په شهوتپالنې پسې ګرځي؛ خو ښځه یې ځان د ده د ناپامۍ له لامله نورو ته وروړاندې کوي)
خلکو! څوک چې د خدای درشل ته اخلاص وکړي او وینا یې د خپلې لارې دلیل کړي؛ نو په خورا نېغه لار به یې ښیون کړي، د ودې توفیق به ورکړي، په نېکو دودونو به یې ورسیخ کړي، چې خدای ته پناه وړونکی خوندي او د خدای دښمن ډارن او بې پناه دی. په پرېمانه ذکر، ځان د الله پاک له (عذاب) وساتئ. په پرهېزګارۍ له خدایه وډار شئ، په اطاعت یې درشل ته ورنژدې شئ چې هغه نژدې او دعا قبلونکی دی لکه چې خپله وايي: « بقره – ۱۸۶:و اذا سالک عبادی عنی فانی قریب اجیب دعوه الداع اذا دعان فلیستجیبوا لی و لیومنوا بی لعلهم یرشدون: او چې کله دې زما بندګان، زما په اړه وپوښتي، (نو ووایه) زه ورته ډېر نژدې یم او چې بلونکی می وبلي؛ نو دعا یې قبلوم؛ نو بلنه مې ومنئ او ایمان راباندې راوړئ چې ښايی سمه لار ومومي» د حکم یې لاروي وکړئ، ایمان پرې راوړئ، څوک چې د خدای عظمت درک کړي، ورته نه ښایي چې ستریا او سرغړاندي وکړي، څوک چې د خدای ستریا وپېژني؛ نو سرلوړي یې په عاجزۍ کې ده، څوک چې د خدای جلال درک کړي؛ نو عزت یې پر سرټیټۍ کې دی، کومه ډله یې چې ځواک او قدرت وپېژني؛ نو سلامتی او خوندیینه یې هغه ته په غاړه ایښودنې کې ده؛ تر ښاندې، پېژندو او معرفت روسته، نټه مه کوئ او ښیون له بېلارېتوب سره مه ګډوئ. په یقین پوه شئ چې د ښیون ځانګړنې او څرنګوالی و نه پېژنئ؛ نو پرهېزګاري به و نه پېژنئ.
او د قرآن پر تړون به هله پابند وسئ، چې د دې ماتوونکي مو پېژندلي وي او د قرآن د لوست حق به هله پوره ادا کړئ، چې د دې اړوونکي مو پېژندلي وي ( هر څيز یې په ضد پېژندای شو) چې دا موارد مو وپېژندل؛ نو د بدعتونو او نوښتونو په اړه هم مالومات پیدا کولای شئ او اړونې او پر خدای تورونه هم په ګوته کولای شئ او پوهېدای شئ، هغوی چې هلاک شوي، څنګه هلاک شول او پام مو وي، چې هسې نه ناپوهان مو ناپوهۍ ته راکاږي؛ نو د تشخیص ځواک له تشخیص والاو وغواړئ[1]؛ ځکه یوازې دوی ځانګړې رڼا لري، چې رڼا ترې واخستل شي او رښتوني لارویان دي. د پوهې شتون او د ناپوهۍ له منځه تګ د دوی په لاس کې دی او دوی دي، چې په خپل زغم مو د نورو له ناپوهۍ خبروي او وینا یې له چوپتیا ( د علم او چوپ حکمت کچه یې هله پېژندای شو، چې خبرې وکړي) او دباندې یې له دننه ښکارېږي، له حق سره مخالفت نه کوي او اړپېچونه پکې نه لري او د خدای له لوري یو سنت ورته ټاکل شوی او په اړه یې الهي حکم عملي شوی او په رښتیا، په دې چار کې ویښ زړو ته ( چې حق له باطله بېلوي) یو یاددښت دی.
دا خبرې سمپوهاوي او د رایت لپاره واورئ، نه نقل او روایت ته؛ ځکه د کتاب (قرآن) راویان ډېر او پوهېدونکي او رعایت کوونکي یې ډېر لږ دي اوله خدایه مرسته غواړو والله المستعان.
( دا یو اوږد روایت و، چې د اړتیا هومره مو راوړی دی)
معاویه بن ابوسفیان یو ناپېژاندی راولېږه، چې له امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه هغه پوښتنې وپوښتي، چې د روم پاچا ترې بوښتلې وې.
چې سړی کوفې ته راغی، له علي کرم الله وجهه سره یې خبرې وکړې، علي کرم الله وجهه ته ناپېژاندی معلوم شو او پوښتنې ګروېګنې یې ترې پیل کړې او ده هم خپل حقیقي حال ووایه.
حضرت علي کرم الله وجهه وویل: خدای دې د ځیګر خورې هندۍ زوی ووژني، چې څومره په خپله او ملګري یې لار ورکي دي. یوه وینځه یې ازاده کړه او څومره به ښه وای، چې په خپله یې نکاح کړې وای[2]. خدای دې زما او د دې امت ترمنځ پرېکړه وکړي، دوی د خپلوۍ اړیکې راسره پرې کړې او زما سترمقام یې کوشنی وباله او زما پېر یې ضایع کړ.
بیا یې وویل: حسن، حسین او محمد راولئ، راغلل. حضرت علي کرم الله وجهه وویل: شامي روره! دا [حسن او حسین] د پېغمبراکرم صلی الله علیه وآله وسلم زامن دي او دا [محمد] زما زوی دی، هر یو پوښتلی شې.
شامي وویل: دا (؛ یعنې امام حسن) وپوښتم. بیا یې پوښتنې او څار کړې:
د حق او باطل ترمنځ څومره واټن دی؟ د ځمکې او اسمان ترمنځ څومره واټن دی؟ د ختیځ او لویدیځ ترمنځ څومره واټن دی؟ په سپوږمۍ کې دا تور داغ څه دی؟ د بوډۍ ټال (رنګین کمال) څه دی؟ کهشکان (ستورلیځ) څه دی؟ړومبی څيز، چې د ځمکې پر مخ ښکاره شو څه و؟ ړومبی څیز، چې د ځمکې پر مخ وخوخېد څه و؟ هغه کومه یوه چینه ده، چې د مؤمنانو او مشرکانو ارواح پکې مېشتېږي؟ مادینه [خنثی] څه دی؟ او هغه کوم لس څيزونه دي، چې یو تر بله سخت دي؟
امام حسن (رض) وویل: شامي روره! د حق و باطل ترمنځ څلورګوتې واټن دی؛ څه چې په خپلو سترګو وينې، حق دی او په خپلو غوږونو به ډېرې چټي خبرې اورې.
د ځمکی او اسمان ترمنځ واټن، د مظلوم د دعا رسېدو هومره او د ده د لید ساحې هومره دی او څوک چې بېله دې څه وایي، دروغ یې وګڼه.
د ختیځ او لویدیځ ترمنځ واټن پوره یوه ورځ د لمر حرکت دی، لمر ته په راختو او لوېدو کې وګوره او څوک چې بې له دې وایي، باور پرې مه کوه[3].
کهکشان(ستورلیځ) د اسمان هغه چاودونه ده، چې پر نوح علیه السلام باندې د نېز په شان باران ترې ورېده.
د بوډۍ ټال یا [قوس قزح] مه وایه، چې شیطان دی؛ خو ((قوس الله)) دی او له ډوبېدو د امان لامل دی.
په سپوږمۍ کی تورې رټې، په رښتیا هم د سپوږمۍ رڼا د لمر د رڼا په څېر وه؛ خو خدای محو او تیاره کړه او په خپل کتاب کې یې ویلي: (( د شپې نښه مو ((تیاره)) او د ورځې نښه مو ((رڼا)) کړه. [4]))
ړومبی څيز، چې د ځمکې پر مخ ښکاره شو د دلس وادي وه (؛ یعنې د ظلمت او تیارې وادي)
ړومبی څیز، چې د ځمکې پر مخ وخوځېد، د کجورې ونه وه.
هغه چینه، چې د مؤمنانو ارواح پکې مېشتېږي ((سلمی)) او هغه چې د کافرانو ارواح پکې مېشتېږي ((برهوت)) ورته وایي.
[مادینه] خنثی هغه انسان دی، چې معلومه نه ده، نر دی که ښځه، باید د بلوغ تر وخته انتظار ورته وباسو، که تیونه یې راووتل؛ نو ښځه ده او که ږیره یې وشوه؛ نو نر دی او که دا نښې پکې راښکاره نشوې، ورته دې وویل شي، چې دېوال ته متیازې وکړي، که متیازې یې دېوال ته ورسېدې؛ نو نر دی او که شاته راغلې – د اوښ د متیازو په څېر –؛ نو ښځه ده.
هغه لس څيزونه، چې یو تر بله سخت دي: تیږه یو ډېر سخت څيز دی، چې خدای پنځولې، تر تيږې سخته اوسپنه ده، تر اوسپنې سخته اور دی [چې ویلې کوي یې]، تر اوره سختې اوبه دی، [چې اور مړ کوي]، تر اوبو سخته ورېځ ده او تر ورېځې سخت باد دی او تر باد سخت پرښته ده [ چې د باد د لېږلو دنده ورتر غاړې ده] او تر پرښتې سخت د مرګ پرښته [عزراییل] دی او تردې سخت پخپله مرګ دی [چې د مرګ پرښته هم مړه کوي] او تر مرګ سخت د خدای حکم دی.
شامي وویل: ګواهي لم، چې ته د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم زوی یې او علي کرم الله وجهه د محمد صلی الله علیه وآله وسلم وصي دی. بیا یې دا ځوابونه وکښل او معاویه بن ابوسفیان ته یې وروړل او هغه هم د روم پاچا ته ور ولېږل، د روم پاچاچې دا لیک ترلاسه کړ، و يې ویل: په آند مې دا ځوابونه د معاویه نه دي او دغسې ځوابونه یوازې د ((نبوت)) له کانه شونې دي.
د استطاعت په اړه د امام حسن (رض) وینا
( په کړنو کې د انسان ځواک او واک)
حسن بصري امام حسن (رض) ته دا لیک وکښه:
اما بعد؛ تاسې د بني هاشمو ټبر په ژورو زخمو کې روانه بېړۍ، بلې نامي ډېوې یا د نوح بېړۍ یاست، چې مؤمنان پکې کېناستل او مسلمانان ( یې په برکت) وژغورل شول. د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم زویه! موږ د قدر په مانا کې اړپېچ لرو او د استطاعت (جبر و تفویض او په کړنو کې د انسان برید او واک) په اړه هېښنده یو، دا لیک مو درولېږه، چې په دې باب مو له خپلې او ستاسې د سترو پلرونو له ګروهې خبر کړئ؛ ځکه پوهې مو د خدای له پوهې سرچینه اخستې. تاسې پر خلکو ګواه یاست او خدای پر تاسې ګواه دی. داسې ځوځات یاست، چې زوکړه مو یو په بل پسې ده او خدای اورېدونکی او پوه دی.
امام حسن (رض) په ځواب کې ورته وکښل:
د لوراند او لورین څښتن په نامه، لیک دې راورسېد، که ستا خپله ځلبلاندي او تر تا مخکېنیو سرګرداني نه وای، نو ستا پوښتنه مې نه ځوابوله. اما بعد؛ څوک چې په قدر – که ښه وي که بد – ایمان و نه لري او ګروهن نه وي، چې خدای پرې پوهېږي؛ نو چورلټ کافر دی.
څوک چې ګناهونه په خدای پورې وروتړي (د جبر ګروهه)؛ نو فاجر دی. په رښتیا، په زوره د خدای اطاعت نه کېږي او په نافرمانۍ او سرغړونې نه بېوسېږي[5]. خدای خلک پر خپل سر خوشې او له خپلې ولکې دباندې کړي نه دي، خدای د هر څه مالک دی، چې دوی ته یې ورکړي او پر هر ځواک قادر دی، چې دوی ته یې د کولو وس ورکړی دی[6]؛ بلکې امر یې ورته کړی، چې د خپل واک او اختیار له مخې یې ومني او نهې یې ورته کړې، چې د خپل واک له مخې له ګناهونو ډده وکړي. که الهي فرمان ته یې غاړه کېښووله، په لار کې یې څه خنډ نشته او که ګناه ته څوبتیا ورپیدا او ورمات شي او خدای وغواړي منت ورکېدي او د دوی او ګناه ترمنځ خنډ پیدا کړي؛ نو دغسې کړای شي او که دغسې و نه کړي؛ نو دا هغه نه دی، چې دوی په زوره ګناه ته اړ باسي او دا هغه نه دی، چې دوی یې بې له خپلې خوښې او څوبتیا پر ګناه کولو اړ کړي وي؛ بلکې بیا خدای احسان او نېکي ورسره کړې، چې لیدانه او بصیرت یې ورکړی، (خیر او شر) یې ورښوولی ( د کار د پایلو په اړه) يې ګواښلي دي، امر و نهی یې ورته کړې ده. د پرښتو په څېر یې خټه د طاعت په اوبو اغږل شوط نه ده او نه یې پر ګناه کولو مجبور کړي دي. څرګند دلیل یوازې د خدای دی، که وغواړي، ټولو ته سمه لار ورښيی او د ښیون پر لارویانو دې سلام وي.
پوه شئ چې په حقیقت کې خدای چټي او خوشې پیدا کړي نه یاست او نه یې په خپل سر ایله کړي یاست. ستاسې عمر یې کښلی او ستاسې روزي یې ستاسې ترمنځ وېشلې، چې هر عقلمن خپل مقام وپېژني او پوه شي، څه چې ورټاکل او مقدر شوي، ورپربرخه به یې شي او څه چې تقدیر شوي ورته نه دی، پر برخه به یې نشي. خدای مو دنیوي لګښت پر غاړه اخستی، چې عبادت ته یې خاطر جمع وسئ، شکر ایستو ته یې هڅولي یاست، خپل ذکر (لمونځ) یې درباندې فرض کړی، د تقوا سپارښتنه یې درته کړې، چې تقوا بې نهایته خوشحالي، د توبې ور، د هر حکمت خواله او د شرافت او هر کار لامل دی، هر یو ځان ساتی د تقوا په پار بریمن شوی دی.
خدای تعالی وایي: ((بېشکه چې پرهېزګارانو ته ستره بریا ده![7]))او وایي: (( او خدای پرهېزګاران یې د بریاوو د وزلې له مخې ژغوري، نه سختي ور رسي او نه غمجنیږي[8]. ))
نو ای د خدای بندګانو! الهي تقوا په پام کې ونېسئ او پوه شئ که څوک د خدای لپاره تقوا خپله کړي؛ نو خدای له فتنو د وتنې لار ورښيي او په خپل چار کې یې بریالي کوي او د ښیون وزلې یې ورچمتو کوي، حجت او دلیل یې ورلاسبری کوي، سپین مخی به یې کړي او غوښتنی به یې ورپوره کړي او له هغوی سره به یې ملګری کړي، چې خدای خپلې پېرزوېنې ورپېرزو کړي؛ یعنې پېغمبران، رښتوني، شهیدان او صالحین.
(( او څوک چې د خدای او رسول اطاعت وکړي ( د قیامت پر ورځ به) د هغو خلکو ملګری وي، چې خدای خپل نعمت پرې لورولی دی (؛ یعنې) له پېغمبرانو، رښتینو، شهیدانو او نېکانو (سره به وي) او دوی ښه ملګري دي. [9]))
تر سولې روسته د امام حسن (رض) وینا
( هغه مهال چې معاویه بن ابوسفیان ورته وویل: زموږ د فضایلو یادونه وکړه!)
امام حسن تر څښتن ستاينې او پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تر درود روسته وویل: څوک چې مې پېژني؛ نو مې پېژني او څوک چې مې نه پېژني، پوه دې شي، زه حسن د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم زوی، د زېري ورکوونکي او ګواښنګري پېغمبر زوی یم، د رسالت مقام ته دغوره کړای شوي زوی یم. د هغه زوی یم، چې پرښتې صلوات پرې وایي، د هغه زوی یم، چې امت یې په سیوري کې شرافت تر لاسه کړ، د هغه زوی یم، چې جبراییل د خدای له لوري ورته سفیر ( او استازی) و، د هغه زوی یم، چې نړیوالو ته رحمت راولېږل شو [صلی الله علیه و آله اجمعین].
معاویه بن ابوسفیان خپله رخه پټه نه کړای شوه؛ نو و یې ویل: حسنه! د تازه کجورو صفت راته وکړه.
امام وویل: هو، معاویه! باد د کجورو ونه دوه ځانې کوي، لمر ورباندې لګي (غټوي یې)، سپوږمۍ رنګ ورکوي، تودوخه یې پخوي، ( د شپې نرمه هوا یې) سړوي، بیا يې دغسې خپله وینا وغځوله: د هغه زوی یم، چې دعا یې قبلېده، زه د هغه زوی یم، چې خپل پالونکي ته یې د قرب مقام د ((دوو لیندیو هومره یا لږو[10]))، د هغه شفاعتګر زوی یم، چې شفاعت یې منل شوی دی، د مکې او منا زوی یم، د هغه زوی یم، چې قریشو له ناچارۍ غاړه ورته کېښووله، د هغه زوی یم، چې لاروی یې نېکمرغېږي او مخالف یې بد مرغېږي، د هغه زوی یم، چې ځمکه یې ورته پاکوونکې او د سجدې ځای کړ، د هغه زوی یم، چې پرله پسې آسماني خبرونه ورته راتلل، د هغوی زوی یم، چې خدای هر ډول چټلي ترې لرې کړه او ښه یې پاک او پاکیزه کړل.
معاویه بن ابوسفیان وویل: حسنه! په ګومان مې زړه دې خلافت غواړي؟
امام حسن (رض) وویل: معاویه! افسوس درباندې، خلیفه هغه دی، چې د رسول الله سنت، دود او کړنلار خپل کړي او د خدای احکام عملي کړي او پر ځان مې قسم، چې موږ د ښیون نښې او د تقوا ډیوې یو؛ خو ته معاویه! له هغو ځنې یې چې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم سنت یې تباه کړي، بدعتونه او نوښتونه یې راژوندي کړي، د خدای بندګان یې خپل مریان کړي او له دینه یې ساتېري جوړه کړې ده. دا ځواک او مقام چې لرې، بې ارزښته، ناڅیزه او له منځه تلونکی دی او ډېر لږ ژوند به وکړې او وبال به یې تل درتر غاړې وي.
معاویه! والله، خدای په ختیځ او لویدیځ کې د ((جابلقا)) او ((جابلسا)) په نامو دوه ښارونه پیدا کړي او خدای یوازې زما نيکه؛ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته رالېږلی دی.
په دې خت کې معاویه بن ابوسفیان وویل: ابامحمده[11]! د قدر له شپې مو خبر کړه.
امام وویل: هو، دغسې وپوښته! خدای اوه اسمانونه، ځمکې او پېریان یې له اوو او انسانان یې له اوو پنځولي دي؛ نو باید د قدر شپه له دروېشتمې شپې تر اوه ووېشتمې ولټوې. امام حسن دا خبره وکړه او له ځایه راولاړ شو.
۱ ـ هرې ډلې چې سلامشوره وکړه؛ نو لار یې ومونده.
۲ ـ پستي دا ده، چې د نعمت شکر و نه کاږې.
۳ ـ خپل یو زوی ته یې وویل: زویکه! له چا سره دې چې دوستي کوله؛ نو په تلو راتلو (او اخلاقي ځانګړنو) يې ځان پوه کړه و، چې په ځیرنه دې دا مساله وڅېړله او د ده ناسته ولاړه دې خوښه شوه؛ نو په دې شرط د زړه له کومي دوستي ورسره کوه، چې په ښویېدنو کې یو بل ته تېرېدنه ولرئ او په سختیو کې یو له بل سره په مال او ځان مرستندویان وسئ.
۴ ـ د روزۍ په لټه کې د هغه په څېر هڅه مه کوه، چې بریا ته جګړه کوي او پر تقدیر هم هومره ډډه مه لګوه، چې د تسلیم شوي په څېر بېخي زیار نه باسې، دا سنت دی، چې د خدای په فضل او روزۍ پسې راووځې او د روزۍ په لټه کې د منځلارۍ غوره کول عفت دی؛ نه عفت د روزۍ خنډ دی او نه حرص د روزۍ د زیاتوالي لامل دی؛ ځکه روزي وېشل شوې او حرص د ګناه په ډنډ کې د ورلوېدو لامل دی.
۵ ـ خپلوان هغه دی، چې مینې رانژدې کړی وي، که څه نسب یې (درنه) لرې وي او پردی هغه دی، چې له مینې او دوستۍ لرې وي، که څه نسب یې (درته) نژدې وي؛ تر لاس خو بدن ته نژدې څیز نشته؛ خو چې مات شي معیوبېږي او پرې کوي یې.
۶ ـ څوک چې خپل چار خدای ته ورپرېږدي؛ نو کله هم هغه وضع او حالت نه غواړي، چې خدای ورباندې خپه کېږي.
۷ ـ [ په دنیا کې) خجالت، دوزخ ته تر ورتلو خورا اسان دی.
۸ ـ نږه خیر په نعمت کې شکر او په مصیبت کې صبر دی.
۹ ـ یو رنځور چې نوی رغېدلی و، ورته یې وویل: په واقع کې خدای یاد کړی وې؛ نو یاد یې کړه او ستا ګناهونه یې بښلي؛ نو شکر یې وکاږه.
۱۰ ـ داچې حسن بن علي د خپلو ملګرو ناغېړي ولیده او معاویه ده او ملګرو ته یې په یوه لیک کې د سولې وړاندیز وکړ؛ نو امام حسن خپلو پلویانو ته یوه وینا وکړه و یې ویل: شک او پښېمانۍ له شامیانو سره له جګړې اړولی نه یم، تېر وخت په روغ رمټ ځواک او صبر جنګيدو؛ خو نن سلامتي پر دښمنۍ او صبر پر بې صبرۍ اوړېدلی دی. صفین ته په تګ کې دین مو تر دنیا غوره ګاڼه؛ خو نن دنیا پر دین غوره ګڼئ.
۱۱ ـ هغه احمق پېژنم، چې د ځان او خدای ترمنځ ( او له خپل پالونکي سره په اړیکه کې) حماقت کوي ( او لکه څنګه چې د عقلمنۍ غوښتنه ده، حق یې نه ور پوره کوي).
۱۲ ـ امام حسن (رض) ته وویل شول: په تا کې عظمت او ستریا ده! و یې ویل: بلکې په ماکې عزت دی؛ ځکه خدای ویلي دي: (( او عزت یوازې د خدای، د هغه د استازي او مؤمنانو لپاره دی[12])).
۱۳ ـ [ امام حسن (رض) یو ښه رور ( او ملګری) درلود، چې په ستاینه کې یې وایي:] زما له لید لوري تر ټولو خلکو ستر و او ښه صفت، چې دغسې یې ستر کړی و، په نظر کې یې د دنیا کوشنیوالی و، د ناپوهۍ له ولکې وتلی و، کله یې هم چا ته لاس نه ورغځاوه؛ خو ډاډمن (رور) د څه ګټې لپاره ګيله نه کوله، نه غوسه کېده او نه خپه کېده، ډېری وخت چوپ و او که خبرې یې کولې؛ نو پر تکړه ویاندانو او خوله ورو لاسبری و، ( له دوستانو سره او په عادي چلن کې، له ډېرې عاجزۍ) کمزوری او بېوسې ښکارېده؛ خو چې د هڅو او زیار وخت به شو؛ نو زمری و!
د پوهانو په ناسته کې تر ویلو، اورېدو ته ډېر لېوال و. که په خبره کې پاتې راته؛ نو په چوپتیا کې څوک ورباندې لاسبرېدای نشو. کوم کار یې چې کاوه، وایه يې او که یې نه کاوه، نه یې وایه، که دوه چارې به ورمخې ته شوې او نه پوهېده، کوم یو یې چې خدای ته د ورنژدېوالي لامل دی؛ نو سوچ یې کاوه کوم یو یې چې ځاني غوښتنو ته ورنژدې و، پرېښووه یې، څوک به یې پر هغه کار نه ټپسوری کاوه، چې د عذر زمینه به پکې وه.
۱۴ ـ څوک چې تل جومات ته ځی راځي؛ نو له اتو ګټو یې یوه پر برخه کېږي:
۱ – له قرآنه یو محکم آیت ( چې ګټه ترې واخلي) .
۲ ـ یو ملګری به ومومي [چې علمي او مانیزه ګټنه به ترې وکړای شي. ]
۳ ـ نوې او تازه پوهه به تر لاسه کړي.
۴ ـ له هغه رحمته به برخمن شي، چې ورته سترګې پر لار و.
۵ ـ داسې خبره به واوري، چې سمه لار وروښیي؛
۶ ـ یا یې د ګناه خنډ شي او له هلاکته یې وژغوری.
۷ ـ [لږ تر لږه] د شرم او حیا له وجهې له ګناه لاس واخلي؛
۸ ـ یا د خدای له ډاره ګناه پرېږدي.
۱۵ ـ د اما م نوزېږی زوی وشو، قریش مبارکۍ ته ورغلل او په دودیز ډول یې وویل: اس سپور دې در مبارک! و یې ویل: دا څه خبره ده؟ ښایي پلی وي، جابر وویل: نو څه ووایو؟ و یې ویل: د نوزېږي مبارکۍ ته وواست: د هغه خدای شکر دې پر برخه شه، چې دا ډالۍ یې درکړه، د (پالونکي) پېرزوینه دې درمبارک شه. خدای دې یې زلمی او تا دې هغه له خیره برخمن کړي.
۱۶ ـ امام یې د مړانې په اړه وپوښت: و یې ویل: د دین ساتنه مړانه ده او [د خمس، زکات او خیرات په ورکړې] د مال سمونه او (د نورو ) د حقوقو ورکړه.
۱۷ ـ په رښتیا، ډېرې تېزې سترګې هغه دي، چې خیر وویني. ډېر اورېدونکي غوږونه هغه دي، چې نصیحت واوري او عملي یې کړي او ښه روغ رمټ زړه هغه دی، چې له شک او شبهې پاک او سوتره وي.
۱۸ ـ یو سړي له امام نصیحت وغوښت، امام ورته وویل: هسې نه ومې ستایې، چې ځان ښه پېژنم یا مې دروغجن وګنې، چې د دروغجن نظر د منلو نه دی یا دچا غیبت راته وکړې.
سړي وویل: اجازه راکړه ولاړ شم، امام وویل: هو، که ځې؛ نو ولاړ شه.
۱۹ ـ په واقع کې څوک چې عبادت کوي؛ نو باید چې ځان ورته پاک کړي، که نوافل ( او مستحبات) فرضوته زیان وراړوي؛ نو خوشې دې یې کړي. یقین د سلامتۍ پناه ځای دی، څوک چې [د قیامت] اوږد سفر رایاد کړي؛ نو ځان دې چمتو کړي. عقلمن له نصیحت غوښتونکي سره خیانت نه کوي. ستاسې او موعظې ترمنځ د غفلت یوه پرده راځوړنده ده ( څو لرې شوې نه وي، نصیحت پر زړه نه کېني)، پوهې د پوهې د زدکړیالانو عذر لرې کړی، د هغوی چې وخت پوره شوی، مهلت غواړي او هغوی چې فرصت لري، نن و سبا کوي.
۲۰ ـ د خدای بندګانو! الهي تقوا خپله کړئ، تر بوډاتوب وړاندې (د نېکمرغۍ او ژغورنې) په هڅه کې شئ، د عذابونو تر راتلو او د خوندونو تر ځپنده مرګ وړاندې، د صالحو کړنو په کولو کې بیړه وکړئ، چې د دنیا نعمتونه نه پاییږي او څوک یې له کړاوونو او مصیبتونو خوندي نه دي او له بدیو یې بچېدای نشو، دنیا یوه لنډ مهاله چلۍ ده او د ډډې ځورند ځای دی، چې ډاډمنېدل ورباندې نشته؛ د خدای بندګانو! له دې عبرتونو پند واخلئ، د تېرو له آثارو عبرت واخلئ، د دې (ټولو ) نعمتونو ( په شکرانه کې) له ګناه لاس واخلئ، له نصیحتونو ګټنه وکړئ، د خدای ملاتړ او پناه کافي ده، قرآن مقابلې او مبارزې ته بس دی ( چې په قیامت کې به دعوا ته راووځي) جنت (دنېکچاریو) ثواب ته او دوزخ د [بدچاریو] سزا او وبال ته بسیا دی.
۲۱ ـ چې کله مو له خپل رور سره روغبړ کاوه؛ نو پر تندي یې دسجدې ځای ښکل کړئ.
۲۲ ـ امام حسن (رض) د کوشني اختر پر ورځ پر یوې ډلې تېر شو، چې لوبې یې کولې او خندل یې، ورته ودرېد و یې ویل: په رښتیا، خدای د رمضان میاشت خلکو ته د سیالۍ ډګر کړ، چې په عبادت او اطاعت کې سیالي وکړي او د خدای رضا او خوښي تر لاسه کړي؛ نو یو ې ډلې سیالي وګتله او بریالۍ شوه او یو شمېر شاته پاتې او نهیلي شول؛ نو په قیامت کې د هغه خندني لوبغاړي حال ته ډېره ډېره هېښتیا ده، چې نېکچاري به بدله مومي او باطل پالي زیان. پر خدای قسم! چې کله پردې هاخوا شي، هرومرو به پوه شي، چې نېکچاری پر خپلونېکیو اخته دی او بدچاری پر خپلو بدو چارو، بیا امام خپله لار ونیوه او ولاړ.
سرچینه : تحف العقول ( د عقلونو ډالۍ)
لیکوال: ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني
د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه
[1] ( پر کتاب پوهېدل اوله حقه د باطل پر بېلتون د پوهېدو لپاره نبوي کورنۍ ته مراجعه وکړئ)
[2] [؛ یعنې یوه وینځه یې ازاده کړه او سم نه پوهېده، چې څرنګه واده ورسره وکړي]
[3] [جوته شوې، چې لمریز غونډال په ثانیه کې شل کیلومتره په حلزوني بڼه د ((وېګا)) ستوري پر لوري وردرومي].
[4] [اسرا (۱۷) – ۱۲ آیت:]
[5] [ نه بنده په اطاعت اړین او مجبور دی او نه خدای د ګناه له مخنیوي بېوسې دی]
[6] [ نو بندګان قدرت لري او او په زوره کار نه کوي؛ خو قدرت یې د خدای له لوري دی او په خپله کوم څیز نه لري]
[7] [نبا (۷۸) – (۳۱) آیت: ]
[8] [زمر (۳۹) – (۶۱) آیت: ]
[9] [نسا (۴) – ۶۹ آیت: ]
[10] [قاب قوسیناوادنی؛ نجم (۵۳) ـ ( ۹) آیت]
[11] ( د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام کنیه ده)
[12] [منافقون (۶۳) – (۸) آیت: ]
-
ټیګونه:
- د استطاعت په اړه د امام حسن (رض) وینا ( په کړنو کې د انسان ځواک او واک) حسن بصري امام حسن (رض) ته دا لیک وکښه: تر سولې روسته د امام حسن (رض) وینا د امام حسن (رض) لنډې ویناوې
- د امام حسن حکمتي خبرې
- د امام حسن رضی الله عنه ویناوی پښتو
- د امام حسن ویناوی
- د حضرت حسن (رض) ژوند او ویناوی
- د حضرت حسن (رض) ویناوی
- د حضرت حسن رضی الله عنه ویناوی پښتو