بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : هوس هوس، فتنې زېږوي. هوسپالنه، آفت دی هوسپالنه، د ناپوهۍ پایله ده. هوس، عقلونه له منځه وړي. هوس، د عقلونو آفت دی. هوس، وژوونکی ملګری دی. په ناحکمته چارو کې اندنه، ځاني غوښتنه او (هوس) دی. هوس خورا لاندې پرېوتي ده. هوس، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې
موضوع : هوس
هوس، فتنې زېږوي.
هوسپالنه، آفت دی
هوسپالنه، د ناپوهۍ پایله ده.
هوس، عقلونه له منځه وړي.
هوس، د عقلونو آفت دی.
هوس، وژوونکی ملګری دی.
په ناحکمته چارو کې اندنه، ځاني غوښتنه او (هوس) دی.
هوس خورا لاندې پرېوتي ده.
هوس، یو له دوو بې لارېتوبونو دی.
د هوس په څېر، دښمن نشته.
له دیندار سره، هوس نه وي
هوس له عقل سره نه پاتې کېږي.
عقلمني او هوس نه یوځای کېږي.
له هوس سره مخالفت، د دیندارۍ جرړه ده.
نفس له هوسه منع کول، خپله اکبر جهاد دی.
نفس له هوسه منع کول، خپله یو ګټور جهاد دی.
د هوس څنډې ته کول، د عقلمنو کړنه ده.
پر چاچې هوس لاسبر شو، لار ورکی شو.
چاچې د خپل هوس ومنل، هلاکېږي.
څوک چې پر خپل هوس لاسبر شي، ځواکمنېږي.
څوک چې د هوس مالک شي؛ نو عقلمنېږي.
څوک چې په رښتیا د هوس بدرنګي درته ووایي؛ نو سمه لار یې درښودلې ده.
څوک چې له خپل هوس سره ملتیا وکړي؛ له خپل ښیون سره یې مخالفت کړی دی.
د چاچې هوس پیاوړی وي، اراده یې کمزورې ده.
څوک چې د خپل هوس ومني؛ نو ځان یې خوار کړی دی.
چاچې د هوس و نه منله، د پوهې یې منلې ده.
څوک چې خپل عقل پر خپل هوس ړومبی وبولي؛ نو هڅې یې ښه کېږي.
هوسناک له خوارۍ سره مخېږي.
څوک چې د هوس ومني، اخرت یې پر دنیا پلورلی دی.
د چاچې عقل پر هوس لاسبر شي، بریمن دی.
څوک چې هوسباز شو؛ نو ناغوښتې بدمرغۍ به یې اوږدې شي.
څوک چې د هوس بنده شي، د ناصح نصیحت نه مني.
څوک چې په هوسونو پسې ولاړ شي؛ نو و به یې ښویوي او بې لارې به یې کړي.
د چاچې هوس مشر شو، شیطان پرې ورلاسبرېږي.
څوک چې د هوس په سترګو وویني؛ نو لالهانده او له سمې لارې اوړي.
عقلمن ته ښایي، تر خپل دښمن مخکې پر خپل هوس لاسبر شي.
د هوس په څېر هېڅ څيز، د عقل دښمن نه دی.
د هوس په څېر کوم څيز، دین له منځه وړای نشي.
د دیندارۍ بنسټ، له هوس سره مبارزه ده.
له هوس سره مخالفت، د عقل شفا ده.
د هوس په منګولو کې پرېوتی، تل بدمرغه او بندي دی.
د هوس لاروي، د شیطان ښه مرستندوی ده.
ډېر لږ هوس هم، عقل له منځه وړي.
شک او د هوس لاسبری، ډاډ له منځه وړي.
عقلمن هغه دی، چې د خپل پالونکي د اطاعت په لار کې له خپلو ځاني غوښتنو (هوس) سره مخالفت وکړي.
الله پېژاندی هغه دی، چې ځان وپېژني او ځان له هوسونو ازاد کړي او هم ځان له هغه څه پاک کړي، چې له الله تعالی د لرېوالي او د هلاکېدو لامل وي.
ځیرک هغه دی، چې خپل فضایل او ښېګڼې راژوندی کړي او خپلې بدۍ ووژني او له بیخه خپلې هیلې او هوسونه راباسي.
عقل د الله تعالی د لښکر بولندوی او هوس د شیطان د لښکر مشر دی او نفس د دواړو ترمنځ د کشش په حال کې دی؛ نو له دوی چې هر یو لاسبر شو، نفس یې تر ولکې لاندې دی.
عقل و شهوت یو د بل مخالف او پوهه د عقل ملاتړې ده، هوس د شهوت سینګاروونکی دی او دواړه د نفس پر سر اړپېچ لري؛ نو هر یو چې پر بل لاسبر شي؛ نفس هماغې لورې ته ورماتېږي.
عقلمن هغه دی، چې هوس په عقل وځپي.
مؤمن پر ځان څارن او پر خپلو هیلو او هوسونو بریالی دی.
هوس، هغه معبود دی، چې لمانځل کېږي.
-له عقله سمه لار غواړه او د هوس مخالفت وکړه، چې بریمن شې.
په زړګنۍ تقوا او د هوس په مخالفت، پر شیطان لاسبر شئ
– هوس، نفس او غوسه دې کابو کړه، په رښتیا، څه چې د نفس ښه و بد ایسي، په اړه یې د انصاف غوښتل، د نفس غوسه ده.
هوسونه مو په مبارزه کابو، بندیان او پرې لاسبري شئ؛ ګنې په ستونزو به مو سر وي
د هوس له ایله، ډډه وکړه، چې هر کړاو ته دې ورکاږي.
له دې ډډه وکړئ، چې هوس مو په دننه کې ځای ونیسي، چې پیل یې فتنه او پای یې کړښت دی.
باخبر، خورا ډارن څیز، چې پر تاسې ترې ډارېږم؛ د ځاني غوښتنو (هوس) لاروي او اوږدې هیلې دي.
هوس، هلاکوونکی څيز دی.
له هوسه لرې نظریات او افکار، عقل ته خورا ورنژدې اندنې دي.
ځواکمن هغه دی، چې پر خپل هوس لاسبر او ځواکمن وي.
غوره انسان هغه دی، چې له خپل هوس سره جهاد وکړي.
هغه د اطاعت او لاروۍ وړ دی، چې تقوا ته دې وبولي او له هوسونو دې منع کړي.
د خپلې غوسې د جرړې ایستل او د خپل هوس مړه کول، پر نفس ستره لاسبري ده.
فتنه د هوس پیلامه ده او پای یې رنځ دی.
غوره خواله ویل او خوالې هغه دي، چې د دین او تقوا پر بنسټ وي او د ښیون د لاروۍ څرګندوونکې او له هوس سره مخالفې وي.
رښتیا، ناپوه هغه دی، چې ناپوهي یې د بېلارېتوب په لار او هوس یې په ټګۍ برګۍ کې وي، د دغسې یوه تن وینا ناسمه او کړنې یې رټلي دي.
رښتیا، مرګ هغه ته هوساینه ده، چې د شهوت بنده او په خپلو هوسونو کې ښکېل وي؛ ځکه څومره یې چې ژوند اوږدېږي، ګناهونه یې ډېرېږي او پر ځان یې د ظلم پېټي لا درنېږي.
هغه کړنې دې قبلېږي، چې اخلاص پکې وي او له هوسونو او دنیوي لوازمو سره اغږل شوي نه وي.
رښتیا، که ځاني غوښتنې او هوس پر ځان واکمنې کړئ؛ نو کاڼه، ړانده او هلاک به شئ.
هوس، د عقلمنۍ آفت دی.
له هوس سره جهاد، د جنت بیه ده.
له هوس سره په مخالفت او له دنیا په ګوښېدو، عقل ساتل کېږي.
غوره نظر هغه دی، چې له هوس لرې او مزبوت وي.
غوره هغه دی، چې له زړه نه حرص باسي او د خپل پالونکي په طاعت کې د هوس سرغړونه وکړي.
غوره رور هغه دی، چې سمې لارې ته دې ورسیخ کړي، تقوا درپر برخه کړي، او له هوس دې منع کړي.
له هوس سره مخالفت وکړه، چې روغ پاتې شې او له دنیا مخ واړوه، چې برخمن شې.
الله پاک دې هغه وبښي، چې پر خپل هوس لاسبر شي او ځان د دنیا د (ټګیو) له بندونو بچ کړي.
الله پاک دې هغه وبښي، چې د خپل نفس هیلې چې هوس ته رسي، جرړې یې راباسي، له ګناه یې وساتي او د الله تعالی اطاعت ته یې ورسیخ کړي.
نفس دې له هوسونو وګرځوه او په شبهاتو کې یې پر کتاب الله ودروه.
هوس، د دین د تباهۍ لامل دی.
له الله تعالی څخه د دنیا له ټګیو، هوسونو او فتنو ژغورنه وغواړئ.
په شپږو څیزونو د انسان دین ازمېښتېږي: د دین ټیکاو، د ډاډ رښتینولي، د پرهېزګارۍ سختي، پر هوس لاسبري، (د دنیوي) هیلو کموالی او په اړتیاوو کې منځلاري.
ستا خورا ناوړه روڼه، هغه دي چې په هوس دې تېر باسي او له خپلې دنیا دې وډار کړي.
بیړه دې ځنډنی، توندي دې نرمه او بدي دې ښه او عقل دې پر هوس لاسبر کړه، چې عقلمن شې.
په عقل، له هوس (ځاني غوښتنې) سره مبارزه وکړئ.
د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې (له شیطان او هوسه) د ځان په خلاصون کې، هڅه وکړي او نفس پر ځان لاسبر نه کړي او د هوس مالک شي او نفس دده مالک نشي.
د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې ستایلې تقوا وکړي او د رټلي هوس و نه مني.
د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې له ځاني غوښتنو (هوسونو) سره مبارزه وکړي، خپلې هیلې دروغ وبولي او په کاڼو یې وولي.
د هوسونو منل، عقل تباه او فاسدوي.
د هوس لاروي، (انسان) تباه کوي.
چاچې خپلو شهوتونو ته غاړه کېښوده؛ نو (بې لاروونکي) هوسونه پرې بریا مومي
د ځاني غوښتنو او هوسونو لاسبري، عقل او دین له منځه وړي او تباه کوي.
-(د ناوړه) روږدونو په پرېښودو، پر ځان لاسبر شئ او له خپلو هوسونو سره وجنګېږئ، چې خاوندان یې شئ.
له هوس سره کلکه دښمني وکړه، په ګونډو یې کړه، و یې ځپه، چې واګي یې ترلاسه کړې.
ټولې بېلارۍ، د هوسو په لاروۍ کې دي.
بریمن هغه دی، چې پر خپل هوس لاسبر او کابو یې کړي.
هوس په پوهې او غوسه په زغم سړه کړئ.
ډېر ځل عقل د هوس تر امارت لاندې بندي وي.
په زړه کې هوسناک، د اخلاص وس نه لري.
د انسان ځيرکۍ ته همدا بس چې پر هوس لاسبر او د عقل خاوند شي.
هغه دروغ ویلي چې د ایمان دعوا یې وکړه؛ خو زړه یې د هیلو په غولېدا او د هوسونو په دروغو تړلی دی.
هسې نه هوس دې پوهه لاندې کړي
ناپوهانو ته مه ورماتېږئ او خپلو ځاني غوښتنو ته غاړه مه ږدئ؛ ځکه څوک چې د هوس موخې ته ورسي؛ نو د دوزخ پر پاڼ درېدلی دی.
ځان د هوس په مننه او د دنیوي خوندونو په اخستو کې ازاد مه پرېږده، چې دین دې له منځه ځي او نه سمېږي او خپله (هم) زیان مومې او ګټه نه کوې.
څوک چې پر چټیاتو مین او پر ډم توب او هوس حریص شو؛ نو نه ژغورل کېږي.
که هوس له منځه ولاړ شي؛ نو ناپاکه له خپلو کړنو لاس اخلي.
سرچینه : غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه
د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ
لیکوال:
قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي
-
ټیګونه:
- حضرت علی رضی الله عنه سپیڅلی ویناوی
- حضرت علی رضی الله عنه ګټوری ویناوی
- حضرت علی رضی الله عنه ویناوی
- حضرت علی رضی الله غوره وینا
- حضرت علی رضی الله غوره ویناوی
- د حضرت علی رضی الله موضوعی ویناوی
- د حضرت علی رضی الله ویناوی - موضوع هوس
- د هوس په هکله د حضرت علی رضی الله عنه ویناوی
- سپیڅلی موضوعی ویناوی
- سپیڅلی وینا
- غوره وینا