بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حمزه بابا نعتیه ټولګه دا همه علمونه ټول یوه نقطه ده د هستۍ ونه فقط یوه دانه ده محمد کې هم ددې نقطې تفصیل دی او علي ددې علمونو دروازه ده محمد د معرفت هغه نقطه ده د هستۍ چې هم د دې نه ابتداء ده دایره چې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حمزه بابا نعتیه ټولګه
دا همه علمونه ټول یوه نقطه ده
د هستۍ ونه فقط یوه دانه ده
محمد کې هم ددې نقطې تفصیل دی
او علي ددې علمونو دروازه ده
محمد د معرفت هغه نقطه ده
د هستۍ چې هم د دې نه ابتداء ده
دایره چې د هستۍ شوه مکمله
بیا هم هغه نقطه ګوره منتها ده
فطرت یو تبسم دی په عرفان د محمد
یو کیف دی پسرلی د ګلستان د محمد
څرګند د دوی له نوره شو یووالی د وجود
هر څیز شو آیینه ځان ته حیران د محمد
پوی نه شو څوک په سردلی مع الله وقته
بس دومره چې میلمه به و یزدان د محمد
یو ګل د تجلی نه درخسار یې شفق دی
جنت یوه نقشه شوه د دامان د محمد
خالق یې چې پرې عشق کې کړو توحید و ته نزول
خپل سوری په انوارو شو قربان د محمد
برزخ له نقش و رنګه چې وي پاک هغه پکار
امی ځکه لقب شو په قرآن د محمد
هر شی د کاینات لکه صدف شو وازه خوله
راخور چې په دنیا کې شو نیسان د محمد
راجوړه سلسله شوه د اشکال الهي
پیدا چې کړی رب زلف پریشان د محمد
حمزه هره ذره به دې ثنا کې د دنیا
ته شوې که ثناګر شیوه بیان د محمد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رحمة للعلمین
په دماغ کې د انسان لکه خیال دی محمد
په جلوه کې د قدرت ښکاره جمال دی محمد
سرچشمه او منتها د هر کمال دی محمد
غم مو څه دی چی حبیب د ذوالجلال دی محمد
خپل امت لره پشتي او هم دیوال دې محمد
په ظاهر خو دی ادم په حقیقت کې خدای خبر
دی چې ځان ته بشر وايي موږ هم وایو دې بشر
د هر څیز دپاره دی، دی مبتدا او هم خبر
د عالم په ژبه قال دی او په قال کې دی اثر
صوفي او مجاهد په زړه کې حال دی محمد
راپیدا یې چې هستې شوه نو نیستي ځکه هستي شوه
چې د دوی په لاره نه شوه که هستي وه خو نیستي شوه
پیداوښت د دوی غرض وه ، ندا ځکه الستي شوه
تر قیامته په آدم کې یې ځای اوموندو مستي شوه
ارواحانو ته تحفه یې کړو وصال د محمد
په ګرجو کې که هیبت په بتکدو کې شو دهشت
په تیرو د شرک کې نور په زړه د کفر کې وحشت
شو خشوع د عبادت او په دعا کې اجابت
رنګینې په پسرلي کې په ګلانو ګې نګهت
لا تراوسه په اذان کې د بلال دی محمد
وايي راغلم لاتمم مکارم الاخلاق
چې د کفر و شرک وباسم د غاړو نه اغلاق
د الست د ورځې هېر چې درته یاد کړمه اسباق
پرې ګواه دي د قرآن او د حدیث همه اوراق
ساقي ګوره د تسنیم او د ذلال دی محمد
راڅرګند د حضرت په برکت حیا وفا شوه
د چا سترګې شوې روښانه د چا زړونو کې رڼا شوه
هر یو زړه د تقوی ځای شو په ناران چې برېښنا شوه
چرته صدق و دیانت شو چرته جود وهم سخا شوه
ترې نمرونه شول نما هغه مشال دی محمد
بنیادي رکن یې راووړ د اخلاقو دې دنیا ته
هغه څه وه؟ خو توحید! چې ښکته نشي ماسوا ته
آیینه شو د اخلاقو شو حېران خپلې جلا ته
که عاصي و په زړه تور هغه یې اویستو رڼا ته
په ګناه باندې سبب د انفعال دی محمد
تل اثر او اجابت و، د دعا د انبیاوو
و سودا د انبیاو مدعا د انبیاوو
دی زموږ یوازې نه چې دی اقا د انبیاوو
ګل له نوره یې پیدا شو دی بابا د انبیاوو
حمزه څه شي که د ټولو په دنبال دې محمد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هاشمي نبي
په تیاره کې د دنیا ستا د نور چې شوه برېښنا
پرې تهذیب شولو مسکی د ظلمت زړه په درزا
ته شوې ابر د رحمت مړ چمن شو په خندا
د ژوندون اوبه شوې توې چې راسر دې شوه ثنا
رنګ او بوی د معرفت سلسلې کړلې بنا
هر یو تاخ ته دې د زړه شمع راوړه د عرفان
دا تیرو نیولی عرش ستا له نوره شو روښان
کل جهان یې کړو روښان چې څرګند شو په فاران
د نېکانو د زړه دم کافرانو ته طوفان
چې الحاد یې کړو لاهو د یاهو شوې پرې دریا
د تیرې دروی ستا چې مقصد و پروزل
بیا د ځان سره به څنګ د سوري ګرځول
په خرمن د زندقی ستا چې برق وو غورځول
د قیصر او د کسری د کورونو لړځول
چرته مرګ وته وی ژوند چرته ژوند وته قضا
ستا قدم په هر قدم چم په چم چمن چمن
جوړ کړو یو عرب عجم یو وطن وطن وطن
د حکمت له مښکو پور دهر چا لمن لمن
د یثرب د بڼ هوسۍ په هر دم ختن ختن
د مذهب شو نوبهار کړي بلبل د دِل نوا
سبا راوړی د نکهت په غوټو ګلستانۍ
که پریانو په ماشوم اوکړو زیری د ځوانۍ
شو هنګام د غوړېدو خېر که شته پریشاني
ګل اوده کړې په اغزو د سپرلي سرګرداني
وچې کلکې ژبې کړي د لیمه به نیم ثنا
چې په کور د جنت باغ راسمسور د هاشم
د حورانو ښه مجلس جوړ په کور شو د هاشم
په عالم کې د بقا نوم ورخور شو د هاشم
فاني عمر چې و لاړ باقي نور شو د هاشم
ځار له داسې ابتدا ځار له داسې انتها
لارې لارې شول انوار له اسمانه تر زمین
قاصدان د یو قدیم شو حارث ته راقرین
شوې سجدې په خپل مقام هرجبین شو بیا جبین
اونیو لاس له نقاشۍ نقاشان چې د چین
داسې نقش یې کړو جوړ چې زایل به نه شي بیا
چې ظاهر شي په انسان د حارث د قدیم راز
ځکه درکړلو الله د معراج درته اعزاز
شو رفعت د ګرد په څېر چې براق راکړو پرواز
که براق و که رفرف ستا د عشق له سوزه ساز
په اسری اوشو تکمیل د قوسېن او ادنی
داسې ځای و، نه و ځای یو مکان و لا مکان
یو حجاب و، لاحجاب و، ترمېنځه اوېزان
یو طرف و، بې طرف یو نشان د بې نشان
یو وصال و، څنګ وصال ، چې دوه جوړ شي یو کمان
وی چې راشه یاره اوس پرده نشته هيڅ له تا
هلته اوسول پرې د عقل هلته غوڅ شو سر د عقل
هلته خاورې زر د عقل هلته هیڅ هنر و عقل
هلته لر شو بر د عقل هلته ورک نظر د عقل
هلته هیڅ ګذر د عقل هلته هیڅ خبر د عقل
هلته هیڅ شو لاړو هیڅ، هلته حس شو بې بقا
شو مرات د کثرت مات یو شو عکس او معکوس
شو ناظر او نظر یو په رنګ نام او ناموس
حجاب ورک شو د دوی چې ترمیانه و محسوس
په وصلت کې څه حاجت د رهبر او د جاسوس
هغه دابه چرته وي، دلته هغه شته نه دا
جدايي په ابتدا په اوسط کې ملاقات
په اوسط کې بیا جدا په آخر کې ملاقات
کله وړل کله راوړل نعمتونه د حیات
د عاشق د معشوقې دي یو بل سره ملاقات
د صلوة او طیبات د درود او د ثنا
زما د زړه صدف صدف ته وریځ یې د نیسان
کړه عطا طرف طرف د الفت در او مرجان
زما زړه هدف هدف د حیدر غشي مژګان
مدینه نجف نجف په هر خوا کړه نمایان
د حمزه فقیر صدا د حمزه غریب صدا
معراج
هغه نن دهغې شپې ، چې نامزد شو په سبا
لا چې هیڅ نه وه پیدا ابتدا د ابتدا
چې موسوم شو په ازل یو احساس و د هستۍ
یو اساس و د هستۍ په تیرو کې وه برېښنا
هغه نور او عقل کل چې علت و د ممکن
چې صورت و د ممکن چې بابا و د هر چا
کلیت کې شوه ښکاره، کړه پاک رب یې ننداره
بل شو چا ورته کتی کُل د کُل وه نظاره
یو احد وه، بل احمد و، په میم سره جدا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
لا تکمیل د سړی توب نظرونه ګرمول
په لیمه کې د قدرت، یې چې اړخونه بدلول
خلاصې چې د انسان په زانګو کې د عدم
د بچو په شانې خیل، ارمانونه زنګول
لا خو زیري د تخلیق غزونې کړی ورزده
بوګن ورک شو د فناؤ په ورو ورو یې خندول
یوه ښکلې نظریه چې وه پُره په جمال
چې ظاهر شو ترې جلال منتهی د هر کمال
په خارج کې محمده شپه د قدر وه هم دا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
چې په علم کې کې د خدای د هستۍ جوړ و میدان
وې ګویۍ د ارتقاء د عمل یې و چوګان
سپوږمۍ نمر او ستوري ټول ددې ګوی ماتې ذرې
کړه یرغل د میړني جوړه لار د کهکشان
په فطرت کې د مخلوق شو نظام لکه د روح
ښکته پورته شو محسوس شو معلوم مزکه د اسمان
خلاصه یې د انسان کړه په شکل د آدم
په صورت کې د ماشوم ارتقا شوه د عالم
ضد شو ضد لره پیدا هم خندا شوه و هم ژړا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
پرورش د ارتقاء کړ په غېږ کې زمانې
د رندانو ظرف شوی لوی ، لوی بویه پیمانه
زلمی توب د سړی توب داسې ساز شو لکه ساز
د احساس تارونه روغ، وې بې صبره ترانې
شمع راغله د توحید ، و فانوس یې عبدیت
اصلي حسن شو څرګند ، شوې مضطرې پروانې
ټنګ ټکور شو د واده چې شوه پېغله ارتقا
جهالت او کفر شرک ، په نغمو کې شول فنا
کړه مضراب د رسالت رابهر ترې دا ندا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
چې علت و، د ممکن ، شو معلول یې مکمل
کړ انسان یې علوي که له جنسه و اسفل
تصور د رب د ذات ، تعین یې د صفات
د ادنی نه شو اعلی د جمیل نه شو اجمل
د شبقدر اعاده، اوکړه بیا غني صمد
چې پیدا شي اتحاد د اخر او د اول
یوړ حق ته پاک نبي، چې روداد د هستۍ
حقیقت د بلندۍ چې کوم دار و، د پستۍ
دغه شپه وه د معراج دغه شپه وه د اسری
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
د زر میاشتو په طاعت هغه شپه شوله حساب
هغه شپه شوه مور د شپو، بیا په شپو کې په حجاب
ملایک او ارواحان، د سلام جلوه په لاس
په وريځو کې د نور د رحمت په لاس طناب
شو دنیا وته راکوز شو باران د تسلۍ
هم د وحی شوې شېبې، د رحمت راغلو اسلاب
په خاطر د محمد اوازه شوه د بخشش
آل اولاد د محمد دروازه شوه د بخشش
جوړ و، جشن د معراج په زمین او په سما
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
ښکته شوي چراغان ، پورته جوړ و راز و نیاز
ښکته واړه پتنګان، پورته شمع وه د نیاز
په شبتو د شهاب د اسمان فضا چمن
یا په سترګو د شیطان کړې جلوو غوټې د باز
سندره ایزو، په طه، نغمه بارو په یسین
د تطهیر په لی روان، د انسان د ضمیر ساز
چې بنا وه ترې هستي، چې پیدا وه ترې هستي
په ځای راوړ محمد چې پیغام و الستی
شو معراج د سړی توب په معراج د مصطفی
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
د کونینو یو کول لکه دوستي وي د عرب
او ادنی شو پکې زیات د احمد او د خپل رب
دا یوه لینده د دوی یو یې غشې یو یې ګورت
یوه دېښنه او یو هدف یو یې قهر یو سبب
یو لیدل او اورېدل یو نیول او یو یې تلل
هلته داسې و، ادب چې غایب شولو ادب
هلته ورکه شوه دوی هم فنا یې شو مفهوم
هلته اوشو پرې د علم چې یو پاتې شو معلوم
دا مقام و، د الا هلته لا شو لاړو لا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
لی مع الله وقته و، یو حال د مصطفی
دلته الله وقته مع الاحمد حقا
یو حبیب او بل مېلمه یو استازی یو محبوب
بیا کوربه څنګه کوربه چې سبحان حمیدا
چې امکان یې و، کل کور چې نه و د کور
وی چې کور مې د لیمو ستا د پاره دی اشنا
ستا لیمه چې شي زما شي زما لیمه د تا
چې شي ستا په اختیار هر هغه چې وي زما
چې دا «تا» او «ما» شي «تم» باقي پاتې شي یو «ا»
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
شو دا مد مې امتیاز د ناپوهو په منهاج
ګڼي دا په حقیقت ایښی مې په سرتاج
ته چې شوی راسره یو، زه قابل شوم د لیدو
ګڼي چرته وی زما تعین د احتیاج
همګی زما په ځای کاندي تا وته ندا
ته پوهېږې په هر څیز چرته زه چرته مزاج
زه محل د حادثو د اشنا نه شي کېدی
چې کوم کار کېږي له تاغه له ما نه شي کېدی
دا همه دی ستا صفت چې مخلوق کوي زما
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
حبیب اووې الهی زار له داسې بهانو
تا له مینځه اوویست ځان، زه دې کړم د نښانو
زه قبله شوم د حاجات، هیڅ په دې کې نشته شک
خو مورد هم شومه زه د ګیلو او افسانو
واک دې راکړو شکریه، زه مختار د تور او سپین
دا په سترګو یې قبول ستا د پټو خزانو
خو دا څرنګه دی عشق چې دې زه کړمه مشغول
کړي عاشق به هم پیرزو د معشوق دپاره نول
دا چې ستا دي ستا دي وي زه خو غواړمه یو تا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
بیا هم واک وي پردی څیز زه په څه وکړم په واک
نور کړه لرې الهي حجابونه د لولاک
په کرم د بل کرم یو حجاب په بل حجاب
تېر به اونه خورمه زه ستا د مهر په ادراک
درته ګورم مخامخ خو زما نه یې غایب
څه لیدل شو چې وي ستا او ستا د غیر اشتراک
داسې پورته کړه پرده چې «ته» هم شې پکې غېر
چې احساس او هم ادراک د «زه» هم شي پکې غېر
چې ته هم اونه ګڼې چې دا غېر و له ما
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
پردې لرې شوه د مېنځ و ګویا پخپل زبان
شکایت یې له خپل ځان محبت یې له خپل ځان
که الطاف و که کرم و، واک او اختیار
وو همه له ده په ده که خندا وه که ګریان
آیینه چې د نسبت وه فنا شوه په صفت
عکس ننوت په ذات نه حیرت و، نه حیران
شو منزل په انتها، ابتدا شوه د احساس
محمد او محمد پاتې هېڅ نه شو وسواس
دا احساس وه رخصتي یو د بل نه شو جدا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
زه حمزه وم په پرواز په عالم کې د خیال
و عالم ته مې د عقل غوړولی و یو جال
ما ویل که چرته یو د معراج د کیفیت
شي دې جال وته راتېر یو مارغه قدرې د حال
حال د قال هسې شو ورک ، شو ړانده لیمه د خیال
خیال و حال و قال همه ، د محال په حق محال
شوه زما په التجا دا په لاس یوه کنجی
شو یو ور راته ښکاره پرې لیکي وه «علي»
نه شوه بېرته دروازه څو چې نه شوم بې نوا
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
میلاد النبی
د نبیانو خاتم راغی رڼا راغله
د جنت نه دې چمن ته سبا راغله
د مکې په تندي څرنګه برېښنا ده
د رحمت د بارانونو تنا راغله
د هاشم په کور جلوې کړې پټ پټانی
تتو سترو د عرفان ته خندا راغله
د بوتانو سترګې شوې د اور سرکوټې
لات منات ته په غریو اوې ژړا راغله
شول لېوان د کفر او شرک هیبت نیولي
وارخطا وارخطا ګوري قضا راغله
جبریل په دنیا فرش کړل خپل پرونه
د شپیلۍ د اسرافیل نه نوا راغله
دروازه د هر نعمت په جهان وا شوهه
میکایل ته د پاک رب نه عطا راغله
د کړه وړه د عزرایل سختي شوه ورکه
جوړ خدمت لره ادم ته قضا راغله
خاتم النبین
حقیقت لباس دربرکړو د مجاز
د نیاز په رنګ کې راغی همه ناز
نبي راغی د تیرو کډې په سر شوې
کاڼي بوټي جلوه دار شول د حجاز
شپه د کفر اسویلي د منتظر شوه
چې سحر د رسالت شو تیر انداز
د احساس تارونه سُر د فطرت واخست
سندره ایز شو د انسان د ضمیر ساز
الستي فطرت محسوس کړ چې هم دا دی
کړي الله د محمد په خوله اوار
د فطرت سره اشنا هغه پېغام و
شو نږدې به چې ترې چا کړ احتراز
افشا هم تربیت شه مهذبه
چې لباس د شریعت واغوستو راز
په خاطر د هغو بزرګو مستو سترګو
د توحید د میو عام اوشو جواز
حبشي بلال ته سیدي ویل شول
نیک عمل کړ تور د سپین ځنې ممتاز
سړیتوب له حیوانۍ له جغه خلاص شو
په عمل شو د ښو بدو امتیاز
د صفت د پرستش لومه جل بل شوه
فهم باغ وته د ذات وکړو پرواز
محمد د عبدیت رازونه حل کړل
چې معیار یې مکمل کړو د نماز
صلوة سوز دی زړه بې نور وي بې له سوزه
شمع مړه وي بې له سوز او له ګدازه
بیخ بنا د سړی توب پنځه حواس شوه
د امت په هر امت شو سرافراز
مسلمان ځکه مختار د خدایۍ شو
چې پاک رب د عبدیت ورکړ اعزاز
ټول جهان د پاک الله یې خپل ګڼلو
چې طارق په اندلس وسیزه جهاز
ولادت او انتقال د انحضرت (ص)
مختصر یې درته وایم د جلال حال
مفصل یې ظاهر کړی دی جمال حال
راشه واوره د سرور او د ملال حال
د حضرت د ولادت او انتقال حال
د بقا او د فنا رازونه وایم
د خندا او د ژړا رازونه وایم
د احساس چې د کوم ځای نه ابتدا ده
په تخلیق چې ختم کېږي دا بقا ده
چې تخلیق یې مکمل شي انتها ده
چې احساس یې مکمل شي دا فنا ده
له توحید مخکې فنا او بقا نشته
خوشحالي او غم خندا او ژړا نشته
چې محسوس یې د نزول د ادراک حد شو
په وجود کې د واحد چې خوښ احد شو
ګویا قدم د حدوث سره بلد شو
چې یې بیل له مخه نور شو محمد شو
ازل واخستو وجود ددې رڼا نه
بیا وجود شو خبردار د هیولی نه
منحصر په مخ د ذات اهمیت دی
هم څرګند د کل وجود ترې حقیقت دی
نور وجود یې جزییت مخ کلییت دی
دا خو مخ دی چې محل د معرفت دی
ځکه نور د محمد یې تر جدا کړ
معرفت یې خپل د دوی په مخ نما کړ
هغه مخ چې مخ د خدای وو د سرور شو
ذات د رب که و، ظاهر له دې اظهر شو
یو وجود و، هم دننه هم بهر شو
بیا دا مخ د محمد د هر بشر شو
له وحدته دوی بیا له دې کثرت شو
معرفت یې ممکن هله د وحدت شو
په صورت کې دا یو نور و چې جدا شو
په سجده کې محمد شو په ثنا شو
که و کُل د جزییت سره اشنا شو
بندګي راغله چې نقص راپیدا شیو
حقیقت دی چې کمال وي تل په کُل کې
د نکهت د وجود قدر وي په ګل کې
هغه ذات د رب چې پټه خزانه وه
کاینات چې ناویلې افسانه وه
یو شمع عبدیت یې پروانه وه
هغه ساز چې محبت یې ترانه وه
هغه ذات چې یې غرض ظهور د کُل و
چې له مخه یې څرګند شو نور د کُل و
دا پرتو د ذات و ذات لره مرات شو
هم دغه پرتو بابا د کاینات شو
دی د ذات صفت مخلوق د ده صفات شو
ګویا ددې صفات پخپله شو هم ذات شو
چې علمي وجود له ذاته رابهر شي
کړو صورت یې اختیار پکې ظاهر شو
الرحمن علی العرش استوی دا وه
لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ انا دا وه
هغه کن او فیکون تماشا دا وه
د الست سره تړلې بلا دا وه
التفات چې خپل حبیب ته د رحمن شو
هم دې مینې وجود واخستو قرآن شو
په الحمد کې محو میم د نوم شو
الف لام کې یې سر اوویستو معلوم شو
چرته چرته مشدّد چرته مضموم شو
ګویا چرته خو ظاهر چرته مکتوم شو
د واللیل کلام د زلفو صورت اوموند
د الضحی یې د بشر صباحت اوموند
په یو وخت یې ولادت او انتقال دی
په یو وخت کې خوشحالي ده هم ملال دی
په یو وخت کې اتصال او انفصال دی
په یو وخت کې یې نزول او هم کمال دی
چې د حق نه را جدا شو ولادت دی
خو هم دغه جدايي ورله رحلت دی
ځنې وايي چې دا میاشت د مسرت ده
چې هم دا د پاک نبي د ولادت ده
ځنې وايي چې د غم او د هیبت ده
د کونین د غوره شوي د رحلت ده
حمزه وايي غمژن دې پکې غم کا
چې خوشحال وي خوشحالي دی دم په دم کا
ښکلی نبي
چې سره د سړیتوب وو د فطرت په اننګو کې
مسکی غوندی نظر چې د قدرت و، په لیمو کې
یو روح د تسلسل چې و، د وحی په شیبو کې
باران د تسلۍ و، په وریځو د توبو کې
چې شپو یې و کاکل ته د خیرات کچکول نیولی
چې ورځو یې د خط د تصور و، شپول نیولی
دی نمر ته سترګې سترګې لکه پرخه وو وختونه
ترکیب ته منتظر د زمانې و اندامونه
زانګو کې د وحدت چې لا ازل لیده خوبونه
په خیال کې د امکان چې د هستۍ و تعبیرونه
لا زړه د کایناتو د ژوند نه و درزېدلی
قدرت هم خپل جمال و ته لا نه و موسیدلی
لا چرته په جوهر او په وجود کې یارانه وه
لا چرته جوړه شوې د اعراضو پیمانه وه
لا چرته دا سبا مو مرتبه میخانه وه
لا چرته د کیدلو نه کیدلو افسانه وه
لا چرته پیدا شوې بوږنېدلې ولولې وې
لا چرته د الفت په لب له غریوه زلزلې وې
دا څه چې ورته وایو هم په پنهان وو په نقطه کې
په مثل د یو تخم ګلستان و په نقطه کې
موجود خو و، وجود ولې حېران و په نقطه کې
آیین د یو وجود ګویا چشمان و په نقطه کې
حق هم نه و، نقطه ځکه چې دا راځي په خیال کې
نقطه په جبین خیال وه، کاینات و په دې خال کې
دا خال و که جلوه وه د تخلیق چې ځلېدلو
ورو ورو په موسېدلو موسېدلو لوېدلو
هم داسې موسېدلو غټېدلو خورېدلو
هم داسې خورېدلو نرمېدلو څڅېدلو
مسکی به چې شو ورځ به یې د شونډو نه نما شو
چې تېر به تبسم شو توره شپه به راپیدا شوه
رڼا وه که تیاره چې د ازل او د ابد وه
مقدار او اندازه که څه د حد که لاحده وه
منشاء کې د نقطې نه تر الف که مد وه
په دې کې وه موجوده دا جلوه د محمد وه
خوره شوه لا خورېږي لا به لاپسې خورېږي
ورېږي زرغونېږي لا به لا پسې وریږي
خالق او د مخلوق د تعلق د پاره راز و
نغمه یې کاینات شو د خالق په لاس کې ساز و
اثبات چې د خالق ورباندې اوشو ځکه ناز و
مثبت چې له خالق شو نو په دې حقله نیاز و
تکمیل یې چې عالم د جواهرو ته ښه ورکړ
بیا پسته یې دنیا ته د اجسامو رابهر کړ
ادم یې له منشاء د سړیتوبه خبردار کړو
مرکب حیوانیت یې کړ انسان یې پرې سوار کړو
څرګند یې بې احسانه ورته فرق د نور او نار کړ
دنیا او د دین دواړو امتزاج ته یې تیار کړو
دنیا او اخرت یې د دوو سترګو په مثال کړل
که دوه دي خو یو ویني په دا شان یې په یو حال کړل
راتلل د نبي څه وه په عالم کې جمال راغی
افراط شو نه تفریط شو چې کوم دم اعتدال راغی
عالم ته د تفصیل چې هغه ځلنده خال راغی
بیا پاتې نقطه نه شوه «خال» په شکل «حال» راغی
پرتو د سړیتوب په دې آیین کې راښکاره شوه
انسان د خپل جمال او د ښایست په ننداره شو
هم فرق نه شولو پاتې په آقا او په غلام کې
معیار د فضیلت شو ښه عمل په خاص و عام کې
باده د مساوات شوه د اسلام په ښکلي جام کې
د رنګ او عصبیت امتیاز ورک شو په اسلام کې
بلال غوندې حبش ته یې یا سیدي خطاب و
دا خُلق د پاک نبي څه بې مثال او لا جواب و
سلام دې په هغه چې رحمت دې د کونینو
درود په هغه پاک چې دی اقا د ثقلینو
سلام دې په هغه وی چې صاحب دی د دارینو
درود په هغه پاک چې وه بابا د حسنینو
سلام دې تل تر تل وي پرې بابا چې د زهرا دی
درود په هغه ښکلي چې اخي د مرتضی دی
سلام په هغه نوم چې یې باعث د اطمینان دی
درود په هغه ذکر یې چې ذکر د سبحان دی
سلام شه په هغه چې هر یو ګل یې ګلستان دی
درود مې په هغه دی چې مولا د مسلمان دی
سلام د حمزه څه دی چې پاک رب پرې سلام وايي
درود د حمزه څه دی چې ملایک یې دوام وايي
میلاد النبي
پردې د زړه د ساز چې په پنجه د یزدان راغلې
سندرې د ځوانیو د فطرت په زبان راغلې
وریځې د انوارو د مکې په اسمان راغلې
جلوې د رحمتونو د جړیو په شان راغلې
پونه ترې د تسنیم او د کوثر په وریده شوه
فضا، د جنتونو د منظر په ورېده شو
نېکې لکه د پېغلې ګلورینه خندا وکړه
احساس د زلمیتوب سرجبینه خندا وکړه
سختۍ د تورو زړونو مرمرینه خندا اوکړه
لبانو غریو نیولو بخملینه خندا اوکړه
شرابو د بدۍ لره نمک د توبې راغې
نشې د سرکشۍ دپاره څک د توبې راغې
نغمې د جنتونو د فانې دنیا په ساز شوې
جاري د حقیقت ټپې په ژبه د مجاز شوې
د مینې سترګې تورې په رنجو د امتیاز شوې
ساده ساده خبرې به بها کې لکه راز شوې
نیسان و، یو چې دُر د اطمینان په وریده شو
هر شی ورته صدف غوندی په ښکته وازه خوله شو
و شمعو ته یې راغلل چې کافور وو له وحدته
زړه روڼ د بیت الله شو د جشو له دهشته
د وحی ابابیل ګلونه راوړل له جنته
فضا د زړونو ډکه شوه د مینی له نکهته
سنګین زړونه راتنګ شول د بوتانو په حرم کې
کړه وړه د تصویرونو د حیرت نه شول په دم کې
سجدې شولې راجمع په تندو کې په خندا شوې
چې سترګې د جلوو په تماشه شوې تماشا وې
نیولی تمنا د عشق سلګیو وې پخلا شوې
د ډېرې مودې ورکې تسلۍ بېرته پیدا شوې
ثنا حجر اسود د تورو زړونو په شکست کړه
وعده یې اوچو شونډو ته وریاده د الست کړه
وریځ د نور شوه ښکته د هاشم په کور شوه پنډه
ردا وه جوړ د حق په څېره حق کړله بربنډه
ندا شوه ترې بهر پکې یو برق چې اوکړه منډه
اوس شي له دې کوره د دنیا د امن غونډه
اوتر شو د کسری د هوش ماڼۍ په زلزله شوه
په زړه کې د قیصر د ویرې جوړه سلسله شوه
پیدا شو هغه کس چې مدعا د پیدایښت وه
ظاهر یې هغه ذات کړ چې منشاء د پیدایښت وه
مسکی شو ورکوونکی چې ژړا د پیدایښت وه
چې نمر د هدایت و او رڼا د پیدایښت وه
خواره د پلوشو ورځنې غشي هر طرف شول
لینده د رسالت راښکه شوه زړونه یې هدف شول
بدي لکه د خوب د مالګجنو سترګو لاړه
نیکي شوله راویښه په خندا شوه راولاړه
ګلونه د توحید شو راڅرګند د شرک په شاړه
سپرلی د سړیتوب شو ارمانونو ته تر غاړه
فطرت لکه بلبل د پاک احد په ثنا سر شو
هر ګل د بوی په ژبه د احمد په ثنا سر شو
هستۍ چې په نېستۍ کې د هستۍ و خوب لیدلی
تعبیر یې بلندي شوه چي پستي و خوب لیدلی
هستۍ بې محمده د نېسۍ وه خوب لیدلی
دنیا شوه سیه مسته چۍ مستۍ وه خوب لیدلی
احساس لره رڼا د عقل راغله منور شو
مکه د مزکې زړه وه، مدینه د مزکې سر شو
کر ګډ شو د نېکۍ همه کاږه لیکونه سم شول
يو ژغ ته د فطرت همه سرکښ څټونه خم شول
په سپاره د توحید د جهالت خټکي درهم شول
په وتره د الهام بیابانونه هم اِرم شول
حاصل د معرفت شو د دنیا له بوټې بوټي
تالا کړل د تهذیب ګلونه خلق موټي موټي
سلام په هغه ذات شه چې محبوب د کبریا ی
درود په هغه پاک دی وي بابا چې د زهرا دی
صلوة په هغه نور شه چې اخي د مرتضی دی
سلام دې په هغه وي چې نیکه د مجتبی دی
سلام شه پرې پیدا چې چرته کفر کربلا کا
حضرت ورته لمسی د امام حسین غوندې پیدا کا
رحمة للعالمین
هغه نور چې د مودو نه منتظر وه
چې تکمیل د سړیتوب نه مقرر وه
په فاران یې برېښنا اوکړه راڅرګند شو
کاینات خزان ځپلي سپرلي خند شو
اسویلي د یتیمانو په قرار شول
ظالمان په اضطراب او اضطرار شول
د فطرت ناوې ته راغللې نکریزې
فضاګانې د ضمیر شوی سندره یزې
نعت
اسرار د رب حمد ګڼه اسرار د محمد
انوار د رب د ذات ګڼه انوار د محمد
مسکۍ همه کلۍ شوې ګلشن کې د عالم
مسکې چې شو له ورابه نوبهار د محمد
ثابت د مادمیتَ اِذ دَمیت کړو د قرآن
کردار د پاک الله چې و کردار د محمد
اشیاء همه خپل حقیقتونه کړه څرګند
اظهار د حقیقت و په اظهار د محمد
تکمیل چې پرې موقوف و د انسان د خلافت
څرګند کړو په اخر کې رب ستار د محمد
مدغم شوې همه لارې په یو لار کې د انسان
کوم وخت چې راڅرګند ه شوله لار د محمد
نعت
انسانه زیری می درباندی چې اختر راغی
روڼه بشره شوه د بشر خیرالبشر راغی
د ظلم زور او کفر و شرک په سرببرو تیرو
د مساوات غشی په ګورت کې روڼ سحر راغی
شوی د غفلت کډی په سر بې خبري لاړې
چې سړیتوب یې کړو راویښ هغه سحر راغی
چې یې ګډوډ ک د ابلیس د مشورت مجلس
څوک د پردې نه د وحدت ورته بهر راغی
نن د اشیاو د غایت نه هر حجاب لرې شو
نوې دنیا شوله ښکاره نوی نظر راغی
اتش کدې شوې سړې دنګې منارې پریوتې
جوړ د پندی شو په ظالم چې لوی خطر راغی
اوس نو د لر او د بر سوال له مینځه اووتلو
چې پاک نبي د هر یو بر د پاسه بر راغی
نعت
څنګه راغله د دنیا په مخ
نوی ښکلا ښکاري د هر چا په مخ
مړه چې له مودو وو راژوندي یې کړل
ښکاري چې حیرت د مسیحا په مخ
ختمې بړبوکۍ د اسویلو شولې
نشته سرابونه د صحرا په مخ
مسکی تیری هم شوی د حضرت په نور
رنګ د سبا راغی د بیګا پ مخ
ځلنده، افشا هغه رازونه کړل
کوم چې له مودو وو د اخفا په مخ
جوړه ترې مسکا د تسلۍ شوله
کم چې و ارمان د تمنا په مخ
نعت
چې سرور پکې د روح دی میخانه د محمد ده
پکی کیف چې د جنت دی پیمانه د محمد ده
غلچکی وختونه لاړه چې رهبر وختونه راغلل
په زړه جمع روان اوسئ ، زمانه د محمد ده
که عنوان یې نوی نوی تر قیامته وي نو وي به
خو روانه تر آخره افسانه د محمد ه
سرپناه د مظلومانو د بېوزله بې کسانو
پا حرم د مدینې دی، استانه د محمد ده
د زړه سترګې که بینا دي، د دنیا محفل ته ځیر شئ
حقیقت کې هره شمعه، پروانه د محمد ده
دا یوه ذره د مینې چې یې تا ته عطا کړې
ستا نجات له حمزه بس دا دردانه د محمد ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوشحال خان خټک
د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دې محمد پاک دې سبحان د محمد
راشه نظر وکړه په طه په یس باندې
خدای دې صفت کړی په قرآن د محمد
ډېر خلق پیدا دي انبیاء که اولیا دي
نشته په خلقت کې بل په شان د محمد
ډېر خلق که یو کړي انس و جنس دواړه جهانه
لا تر واړو به دې ګوښی ځان د محمد
شط د رود نیل که د موسی په حکم وشو
شق د قمر وشو په فرمان د محمد
خوان خوړ د موسی من و سلوی یو لک وګړي
انس و جن مړېږي تل په خوان د محمد
درود ناقوس که یو څو وخته وو فاني شو
تل به تر قیامته وي آذان د محمد
نه دی قسیس رهبان قایم په خپل دین و مذهب کې
نه زرقسیس رهبان نه یو سلمان د محمد
یو لک څلیرشت زره زیات و کم پېغمبران دي
کل واړه مدام دي ثناخوان د محمد
پیک یې جبرییل د رفرف جلب نیولی
پاس یې چې معراج وو په اسمان د محمد
څه دی دا آسمان ولاړ بې ستنو بې شهتیره
دی یو مختصر هلک ایوان د محمد
دا جهان هغه جهان که دواړه سره یو کړې
لا تر دا نه لوی دی بل جهان د محمد
واړه جنتونه پکې څو رنګ نعمتونه
څه دې درته وایم یو بوستان د محمد
څه دي دوزخونه پکې هومره عذابونه
جوړ دی و دښنو ته یو زندان د محمد
ورځ چې د قیامت وي مرسلان به په هیبت وي
هور ته به جولان په میدان د محمد
خواست به نور څوک نه کا د خسته و عاصیانو
خواست به محمد کا خاندان د محمد
سل صلوة تل له ما په آل تقی نقی شه
سل دروده تل په چاریاران د محمد
لاس دې لګولی ما خوشحال په دواړه کونه
غم او اندوه مې نشته په دامان د محمد
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
انبیاء تر محمد پورې معلوم دي
لکه ستوري تر آفتاب پورې معدوم دي
مرتبه یې تر آسمانه ده بلنده
د براق یې د اسمان دپاسه سلوم دی
که توریت دی که انجیل دی که زبور دی
دا همه د ده په نام سره مرقوم دی
محمد یې د غبرا خلقه بولی
کروبی یې ذاکران د احمد نوم دی
په طفیل یې پیدا شوی دوه جهانه
په ما زاغ یې و نظرو ته مذموم دی
په معجزه یې د قمر کمر دوه نیم کړ
په اعجاز کې که پولاد و چاته موم دی
چې د عرش یې په نعلینو بډایي شوه
چې د پښو یې خاورې نه شول هغه شوم دی
یک تنها یې مهم آغاز کړ
د دښنو فکر نه وو چې هجوم دی
بادشاهان یې واړه ځان ګنړی مریونه
که د چین دی که د هند دی که د روم دی
په افلاس کې به د جهل خوارو زار شي
چې د شرع له دولته یې محروم دی
شرګشته د ضلالت په تِه کې ګرځي
چې دښنه یې د خسرانویا د زوم دی
هر اصحاب یې لکه ستوری د هدی دي
د هدی د لار ښیون کاند نجوم دی
که خلاف یې د اصحاب په منځ کې وشي
د مفهومو کار هغو زده چې مفهوم دی
چې په جنګ کې د علي له لوریه ومړل
په هغو باندې ګواهي له چه مرحوم دی
په یزید باندې لعنت شه په اعوان یې
چې په تیغ یې د نبي نمسی مظلوم دی
د امت یې برګزین دي اثناعشر
په بزرګۍ کې د همه جهان مخدوم دي
د خوشحال خټک دې حشر له هغو شي
چې دوستدار د پنج تن پا چهارده معصوم وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مشک ګلاب دواړه سره کړه
خوله صفا په غرغره کړه
ورک د خپلې خولې بوی بد کړه
بیا ثنا د محمد کړه
چه د دوه کونو بادشاه دی
محمد دَ عبدالله دی
د ده حکم په هر جنس دی
که ملک که جن که انس دی
دی په ځان د علم کان دی
نازل شوی پرې قرآن دی
دی منذر دی، دی بشیر دی
شریعت یې بې نظیر دی
که توریت که انجیل ښکلی
په وار وار به راغله ښکلی
په وار وار پرې قرآن راغی
نجم نجم شان شان راغی
دا په دا چې دی کامل وو
درست قوت د ده حاصل وو
هر آیت به چې نازل شه
درست به ځای د ده په دل شه
د نسیان ویره یې نه وه
د نقصان ویره یې نه وه
د موسی که دا قوت وی
د عیسی که دا فطرت وی
څله توریت و انجیل دواړه
کښلی ولی راتله دواړه
درست قرآن واړه اعجاز دی
چې تربی تر سینه ساز دی
چې هوښیار د درست جهان دی
په قرآن پورې حیران دی
تَبَعّ که د قرآن کا
په آیت به رسوا ځان کا
محمد په علم ډېر و
تر موسی تر عیسی تیر وو
د ده علم ډک قلزم وو
درست و شیش علم ترې کم وو
تر لک زیات پېغمبران دي
ریزه خوار د ده د خوان دي
په هر شان محمد ستایه
خو یو خدای ورته مه وایه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ